د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

میوند ننګیال
19.11.2009

ډیرګران او رانزدی ورورهیښ صیب !
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !

الله دی په علم کی برکت واچوه د زوند په هر ډګر کی درته دلوی رب نه کامیابی غواړم .

مونږ هم همدا خبره کوو چه :

ایا دا ازادی شوه چه فیصلی یی په امریکا کی کیږی ایا دا ازادی شوه چه ملک مو اشغال وی ایا دا ازادی ده چه اسلامی تقدسات مو پایمال کیږی او مونږ لکه ددوسو بی دینه بی عزته خرکوسانو بی ناموسانو خرڅشوو غوندی ناست یو او چکچک وهو او که چیرته یو څو مسلمان وروڼه د قران دسوزیدو او یا دجومات په ورانیدو له غمه مظاهره کوی نو دا ملی پولیس چه اکثره یی قماربازن او لوچکان دی په کوتکو او بی عزتی باندی ویاړی امریکایی او صهیونی بادار یی په ځایی ناست وی او دا اجیر پولیس یی دد صهیونی غاصب د خوشحالولو لپاره په خپل ایمان او وجدان تیری کوی .

[color=green:0a10254c23]چه وطن زما اشغال وی .
او تقدسات می پایمال کیږی .
شرابونه هره خوا وی
هم دانجونو نڅا ګانی
یا غلیم ګرځی بی ډاره ا
دعیسویت په کار لګیا وی
یا خر څ شوی امامان وی
یا مشران مو غلا مان وی
او بریتور کمونستان وی
هری خواته بی دینی وی
جوماتونه می ورانیږی
هم سپین ږیری می ځوریږی
وی واک دبل به لاس کی
پل، سرک راجوړوی دوی
یا جوړه کړی مدرسه وی .
یا کوم نوی کار کوی دوی
چی غلام یم دا به څه کړم
مرګ ددی نه رابهتر دی
وران ملک ددی نه ښه دی
دا یو بل انقلاب عواړی
دا سرتیری زمریان غواړی
دی شین سترګو ته ښودل دی
چی دلته اوس هم ښه ځوانان شته
جنګیدلی باتو ران شته [/color:0a10254c23]

[color=blue:0a10254c23]ای ساده ګانو ! مکتبونه خو طالبانو وسوځول پأونه یی وران کړل.[/color:0a10254c23]
انجونی چا بی پته کړی
ددوه سوه ډالرو لپاره په انجونو چا غاښونه وویستل.
یو دروند او عزتمند سپين روبی سره چه لواط وکړ.
دکابل دلسو اودولسو کالو انجونی او هلکانو ته چا سکس وښوده .
شرابیان چا کړل .
زنا کاران چا کړل .
عیسویان چا کړل .
کوم کار پاتی دی چه دی صهیونی او غاصبانو نوی کړی .

[color=yellow:0a10254c23]داسی بی پټه او بي عزته او دوحشت نه ډک کارونه چه دی صهیونیانو کړی کیدای شی شیطان هم پری وشرمیږی[/color:0a10254c23]

مرده باد خاین بی دینه وطن فروشه ګوډاګیان


منلی
19.11.2009

دبعضی وروڼه شعوری یا غیر شعوری داسی یوڅه لیکلی چې بلکول داسلام داساساتو سره په ټکر کې وی یا خو ډالر ډیر خوندور دی او یا یی په عقیده ګرد ولیدلی دوی د هغه مقولی پیروی کوی چې وایي سیاست هغه مهارت او پو ه دی چې له هر ممکن وخت نه په استغادی سره باید پخپل نفع ممکنه ګټه اوچته ګړاي شي خو زما په فکر اسلام (ځکه داسی لیکم چې زه مفتی نه یم ) داسی وایی چې په مسلمانانو دافرض ده چې دکفری ټولني دتسلط او برالاسی څخه ځان وژوغوری مانا دا چې ځانونه ازاد کړی او له هغی سره مصالحت جوړ جاړی او سازش لیاره غوړه نه کړی او نه هم ورسره دوفاداری او ذلت دریځ غوره او دعقیدی او اصولو په سرتجارت او معاملی ته حاضر شی
خو په اخیر کې زه دا وایم چې ځمکه هغه سوزی چی اور پری بلیږی
لکه چی لرغوی صاحب ورته اشاره کړی وه
او دا هم وایم چې اسلام یو مکمل دین ده ددی ټولو مسلو حل به پکی وی خو زمونږ دینی عالمان صاحبان بلکول ځانونه غلی نیولی او که څه لیکی هم واضع نه وی بعضی وایی اوس دقتال جهاد په افغانستان کې نه کیږی ولی چي حکومت اسلامی ده او امریکی چې بغیر دکوم دلیله حمله کړی دوی دیی خبری ته سم جواب نه لری او بعضی بیا وایی چی دقتال جهاد راو ده دوی بیا دغه اقتصادی مشکلاتو ته چې له عوامو نه دوی له زیات ضرورت دی دحل لار او پلان نه لری
په درناوی


میوند ننګیال
19.11.2009

محترم ورورمنلی صیب !

سلامونه !

[quote:480727a5c6]چې اسلام یو مکمل دین ده ددی ټولو مسلو حل به پکی وی [/quote:480727a5c6]

خبره دی شکمنه کړی الله ته رجوع وکړه .

[quote:480727a5c6]چې ځمکه هغه سوزی چی اور پری بلیږی [/quote:480727a5c6]
وروره ! په تاسو به دومره نه سو ځیږی لکه په مونږ مونږ په همدی خاوره شهیدان ورکړی او ورکوو یی لا تراوسه زمونږ اوښکی ندی وچی خو الحمد لله چاته مو سر ندی ټيټ کړی او نه په یی ټيت کړو پغیر دهغه قادر او لايزال رب نه

[quote:480727a5c6] بعضی وایی اوس دقتال جهاد په افغانستان کې نه کیږی ولی چي حکومت اسلامی ده[/quote:480727a5c6]

ګرانه ! دا کیدای شی د کوم حکومتی او خرڅ شوی ملا خبره وی دا دکوم ملا او عالم فتوا ده چی تاته یی درکړی که یی نوم واخلی او یاورته ووایی وروڼه سته چه مناظری ورسره وکړی .

وسلام .
دازاد او اسلامی افغانستان په هیله
مرګ په خرڅ شوو
اجیرو غلامانو


watanmal
19.11.2009

ورسته له سلامونو

هيښ صيب په ګوتو او قلم دى بركت شه ، غوښتل مى چى څه وليكم خو چى
ستاسى ليكنه مى ولوسته هغه ټول څه پكى وه د كومو د ليكلو چى مى اراده
كړى وه.

په مينه
وطنمل


منلی
19.11.2009

ميوند ننګيال صاحب او نور وروڼو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
میوند صاحب ډیره مننه چې زما تیروتنه مو اصلاح کړی زما هیڅ دا نیت نه وو کوم چې ما لیکلی


میوند ننګیال
21.11.2009

[code]که په لیکنه کې د موضوع په اړه څه نه وي هغه به نور ړنګېږي او دا کار د دې لپاره کوو چې پر موضوع ټینګار او تمرکز دود شي! (لرغونی لاروی)[/code]


larghonay laraway
22.11.2009

السلام علیکم!
هیښ صیب ډېره اوږده لیکنه کړې خو زه په لنډو ټکو کې یو څو خبرې کوم او هغه دا دي چې:
افغانستان اوس د یو مشخص او ځانګړي هیواد اشغال نه دی!
د افغانستان موجوده اداره فاسده، فاحشه او بې کاره ده ځکه یې بهرني لنډه غران خپلسرۍ ته پرېښي دي!
طالبان هیڅکله هم د اوسني حکومت بدیل نه شي کیدلی، ځکه چې طالبان د امریکا او نورو غربیانو راتګ ته یوه زمینه وه. امریکان دانګلیس او نورو صیهونیانو په اشاره د پاکستان ISI جوړ کړي او افغانستان ته یې د غربیانو راتګ ته یوه ښه زمینه سازي وکړه!
په افغانستان کې اوسنۍ جګړه د غربیانو او پاکستان په خوښه ده. زمونږ ویښ او هېښ افغانان باید د پاکستاني ملایانو په منافقانه تبلیغاتو پسې ونه ګرځي! پاکستاني ملایي تبلیغات یوازې د افغانستان د ورانۍ لپاره کېږي!
مونږ ته هغه لنډه غر کوبای او هغه وحشي عرب یو شی دي چې په افغانستان کې یې خپلسرې جګړې پیل کړي دي. ځکه کوبای کافر او لنډه غر هم په خپل سر د افغانانو بې عزتي کوي، په کورونو ور اوړي او سپکاوی کوي. همدا راز ځینې پاکستاني او عرب مسلمان بدمعاشان په افغانستان کې کلدارې، ډالرې او دینارونه ورکوي او له ځان سره یې یو شمېر بې علمه، بې سواده لنډه غر افغانان یو ځای کړي چې بې قضا او فتوی حلالول کوي، ښوونځي سوزوي، پلونه او پولچکونه الوزوي او حتی له معلمانو غوږونه غوڅوي. په داسې حال کې چې دا ټولې چارې د بهرنيانو عیسویانو نه بلکې د بې چاره او غریییییییبو افغانانو په تاوان دي. که رښتیا هم دوی په افغانستان کې د بهرنیانو سره جهاد کوي نو په دوبۍ کې خو د کونیتوب، فحشا او ناروا کړنو درجه اسمان ته رسیدلې ده،حتی د امریکې پخوانۍ خارجه وزیره او د بوش امنیتي مشاوره هم عربي اماراتو ته د کونیتوب لپاره راتله او راځي، ولې یو وحشي عرب هلته ځان نه الوزوي؟
دا چې په پاکستان کې اوس یو څه ګډوډي ده هغه هم یوازې د پښتنو د سپکاوي لپاره ده چې ځینې په کلدارو او ډالرو خرڅ شوي پښتانه ملایان یې د سپیو غوندې تربیه کړي لکه صوفي محمد او نور چې کله یې وغواړي نو د سپي غوندې یې په زنځیر وتړي او بندي يې کړي او کله چې یې وغواړي نو خوشې یې کړي چې پښتانه پرې وخوري. زمونږ هیښ افغانان باید د دغسې ملایانو خبرې زمزمه نه کړي!
په پای کې بیا وایم چې زه په افغانستان کې د هر بهرني خلاف یم، خو طالبان او دغه موجوده جګړه یې نه بدیل ده او نه حل لاره! اسلام ډېر سپېڅلی، شعوري او سوله ایز دین دی او د یو مسلمان وینه ورته دومره ارزښتمنه ده چې تاسو په خپله د قصاص په هکله دقت نه دا اندازه لګولی شئ. د اسلام په مبارک دین کې به هیڅوک داسې ونه ښيي چې یو مسلمان افغان د موچي په تار حلال کړي او یا یې د مرۍ پر ځای په خېټه کې حلال کړي او یا یې بې قضا په خپله غوښتنه حلال کړې ، چې سر یې په کورنۍ په یوه او تنه په بله ډالري او کلداري بیه خرڅه کړې. دا یوازې او یوازې د پاکستاني خرڅ شويو ملایانو او د عربو د وحشیانو کار دی چې د جهالت د زمانې تنده په افغانستان کې خړوبوي.
[code:1:0e892c3201](د یادونې وړ ده چې کانډولیزا رایس په یو عرب مینه ده او هر وخت یې ښه په ښکاره معاشقې او مستۍ ته ورځي او عرب په درجنونو سټونه سره زر ډالۍ ورکوي. حتی د بوش په اداره کې تر ټولو ډېرې تحفې کانډولیسا رایس لاسته راوړي او د هغوی رواج دی چې رسمي دنده لرونکې ټولې تحفې د امریکې بیت المال ته ورکوي. )[/code:1:0e892c3201]


watanmal
22.11.2009

ورسته له سلامونو او نيكو هيلو څخه

لاروى صيب په كوم ځاى كى مى ولوستل چى ستاسى والد صيب د روسانو
سره جهاد كړى نو كومى خبرى چى دى دلته كړى د هغى په اړه ستاسى څخه څو پوښتنى لرم:
[color=white:2af2b2019d]تاسى ليكلى:[/color:2af2b2019d]
[quote:2af2b2019d]طالبان هیڅکله هم د اوسني حکومت بدیل نه شي کیدلی، ځکه چې طالبان د امریکا او نورو غربیانو راتګ ته یوه زمینه وه. امریکان دانګلیس او نورو صیهونیانو په اشاره د پاکستان ISI جوړ کړي او افغانستان ته یې د غربیانو راتګ ته یوه ښه زمینه سازي وکړه![/quote:2af2b2019d]

[color=darkblue:2af2b2019d]كه د صليبيانو راتګ ته طالبانو زمينه برابره كړه نو ايا د روسانو راتګ ته
هغه مجاهدينو زمينه نه وه برابره كړى چى د ظاهرشاه او داود خان له وخته
د حكومت سره په جګړه بوخت وه؟ [/color:2af2b2019d]روسان افغانستان ته د وخت د واكمن
په غوښتنه راغلى چى ترڅو په افغانستان كى د مجاهدينو په ځپلو كى
ورسره مرسته وكړى، نو لاروى صيب ستاسى د نظر مطابق كه طالبانو
صليبيانو ته د راتګ زمينه برابره كړه نو مه هيروه چى هغه خلكو چى د
روسانو تر راتګ پورى د افغانستان د حكومت خلاف جنګيدل
[color=red:2af2b2019d]( چى ستاسى والد صيب هم د همدى خلكو څخه وو)[/color:2af2b2019d] افغانستان ته يى
د روسانو د راتګ زمينه برابره كړى( ستاسى د فارمول مطابق.)

[color=white:2af2b2019d]كه طالبان ISI د امريكا په امر جوړ كړل چى تر څو افغانستان اشغال ته
زمينه برابره شى نو بيا خو به تير جهاد كى مجاهدين د روسانو كى جى بى
به جوړ كړى وى چى تر څو د افغانستان اشغال ته زمينه برابره كړى؟[/color:2af2b2019d]

لاروى صيب دا هغه پوچ او بى مغذه نظريه ده چى په اوسنى وخت كى
پرى افغان ماشومان هم نه غوليږى نو له دى خبرو تير شه ، طالبان په خپل
امتحان كى كامياب شول داى ثابته كړه چى په قومى مسئالو كى د هيچا تر
اثر لاندى نه دى ، بلكى په خپلو فيصلو كى ازاد دى.

[color=darkblue:2af2b2019d]دى كى شك نشته چى هغه خلك چى د امريكا استخباراتى شبكو جوړ كړى وه
هغه اوس د صليبيانو سره په يو كتار كى ولاړ دى چى ابليس ميدان ته
راغلو شيطانان په خپله ورغونډ شول ، الله وشرمول ددوى دوهم مخ يى مونږ ته اوښودو.[/color:2af2b2019d]

[color=white:2af2b2019d]لاروى ليكي:[/color:2af2b2019d]

[quote:2af2b2019d]چې بې قضا او فتوی حلالول کوي، ښوونځي سوزوي، پلونه او پولچکونه الوزوي او حتی له معلمانو غوږونه غوڅوي.[/quote:2af2b2019d]

حقيقت كى لاروى صيب چى د لارى د سر خبرى كوى ، [color=darkblue:2af2b2019d]د ښونځيو سوزول
پلونو ورانول د معلمينو حتى دهقانانو او حكومتى باغوانانو وژل دا هغه څه وه
چى د روسانو په وخت مجاهدينو ترسره كول ،[/color:2af2b2019d] [color=white:2af2b2019d]نو لاروى صيب كله دى هم
خپل پلار څخه پدغسى لهجه او الفاظو پوښتنه كړى چى ددى كارونو
فتواګانى تاسى ته چا دركولى؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:2af2b2019d]
[color=indigo:2af2b2019d]ايا هغه به خپل هغه علماء چى فتواى يى وركړى وه
پداسى الفاظو ياد كړى په كومو چى تاسى ياد كړى؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:2af2b2019d]
د جاسوسانو نيولو او وژلو كى چى څومره تحقيق او زيار ايستل كيږى
حقيقتاَ لارويان يى اندازه نشى لګولى ، د طالبانو د مشرتابه لخوا خپلو
عسكرو ته د جاسوسانو په اړه احكامات جارى شوى او حق لټونكو لوستى.

[color=white:2af2b2019d]په عربى ملكونو د فحاشۍ خبرى مو چى كړى په حقه دى ،[/color:2af2b2019d] زه يى درسره منم ،
خو دغه فحاشى د د روسانو د جهاد په وخت هم موجوده وه نو لاروى صيب
كله دى هم له خپل والد صيب څخه پوښتنه كړى چى هغه مهال تاسى ولى
عربان په افغانستان كى جګړى ته پريښودل ؟ ولى مو ترينه دغه هيله نه كوله
كومه چى تاسى اوس كوۍ؟

عربانو په خپلو هيوادونو كى ډيرى حملى كړى چى يواځى د حق پټونكى پرى
د خاورو امبار جوړوى،
اوس په افغانستان كى دوه صفه دى يو خوا صليبيان او منافقين بلى خواته
مجاهدين دى [color=darkblue:2af2b2019d]كه د امريكا سره د مختلفو هيوادونو صليبيان يوځاى كيداي شى
نو ولى د مجاهدينو سره د نورو ملكونو مسلمانان نه شى يوځاى كيداى؟
پدى كى څه حرج دى ،[/color:2af2b2019d] مشكل دادى چى نقد ښه كولى شو خو د هيواد ازادى
لپاره يو قدم نه شو اخيستلى،

[color=white:2af2b2019d]د يرغلګرو ايستلو لپاره يواځى سياسى كارونو كول[/color:2af2b2019d] [color=darkblue:2af2b2019d]هغه نسخه ده چى
د لسګونو كلونو راهيسى په فلسطين كى د تطبيق لاندى ده چى د يرغلګرو
په مقابل كى د وسلوالى مبارزى په نسبت سلمه برخه فايد هم نه ده كړى په
زور راغلى په رضا نه وځى، [/color:2af2b2019d]
لاروى صيب كومه نسخه چى تاسى وړاندى كړى دا هغه نسخه ده چى
سيد احمد خان ته انګريزانو د هندوستان د استعمار په وخت وركړى وه او
پدى توګه هغه وكولى شو چى د انګريزانو په خلاف پيل شوى د ازادۍ
تحريكونه ختم كړى او د هندوستان په خاره لسګونه كاله خپل راج وچلوى ،
هغه ټوله خاوره چى د انګريزانو د استعمار لاندى وه ترننه پورى بشپړه ازادى نلرى،

[color=white:2af2b2019d]په پاى كى وايم چى زه د شفق له دى خبرى سره هم نظرى يم[/color:2af2b2019d] چى افغانستان صليبيانو
اشغال كړى ، او دغه رنګه د صليبيانو ايتلاف د بيت المقدس د اشغال په وخت وو
چى په مقابل كى يى يواځى [color=darkblue:2af2b2019d]صلاح الدين ايوبى او نور الدين زنكى [/color:2af2b2019d]جنګيدل،
سونه كاله ورسته مونږ د صليبيانو ايتلاف د افغانستان په خلاف وينو چى
په مقابل كى يى د[color=white:2af2b2019d] ملا عمر مجاهد او د حكمتيار[/color:2af2b2019d] مجاهدين په جګړه
بوخت دى او ان شاء الله چى برى به د همدوى په برخه وى د افغانستان
څخه به د صليبيانو او منافقينو د استعمار ټغر داسى ټول شى لكه څنګه چى
د بيت المقدس څخه ټول شوى وو.

په مينه
وطنمل


Lotfollah
22.11.2009

دوستانو سلام علیکم
ډېر په زړه پور ې بحث دی لطفاً شخصی کېږﺉ مه!
دښاغلي لرغوني لاروي دا پوښتنه
[quote:5630bd1467] که رښتیا هم دوی په افغانستان کې د بهرنیانو سره جهاد کوي نو په دوبۍ کې خو د کونیتوب، فحشا او ناروا کړنو درجه اسمان ته رسیدلې ده،حتی د امریکې پخوانۍ خارجه وزیره او د بوش امنیتي مشاوره هم عربي اماراتو ته د کونیتوب لپاره راتله او راځي، ولې یو وحشي عرب هلته ځان نه الوزوي؟[/quote:5630bd1467]
یو منطقی ځواب غواړي، چې ولې دغه عربان پخپلو کورونو کې لکه دعربی امارات چې د صلیبیو ډک دي د دوی په وړاندې مسلحانه مبارزه نکوي چې زمونږ هېواد یې د تباهۍ ډګر جوړ کړﺉ دﺉ.
[quote:5630bd1467]د ښونځيو سوزول
پلونو ورانول د معلمينو حتى دهقانانو او حكومتى باغوانانو وژل دا هغه څه وه
چى د روسانو په وخت مجاهدينو ترسره كول ، نو لاروى صيب كله دى هم
خپل پلار څخه پدغسى لهجه او الفاظو پوښتنه كړى چى ددى كارونو
فتواګانى تاسى ته چا دركولى؟؟؟؟؟؟؟؟ [/quote:5630bd1467]
نو دا څه دلیل شو؟ دا چې مجاهدینو هم پخوابې فتوا دا کار کاوه نو د طالبانو نه باید پوښتنه ونشی چې دوی ولې دا کار کوی.

دا خو د افغانستان خلکو سره ښکاره دښمني ده که پخوا مجاهدینو دا کار کړﺉ و او یا دا چې طالبان یې اوس کوي!

خدایه افغان ملت ته لارښونه وکړه!


pattang
22.11.2009

وطنمل صيب سلا مونه !
په رياضي کې داسې سياسي خبرو اولارو ته لکه کله ،کله چې د لاروي صيب
له خولې راوزي اوليکې يې د discrete operation په نوم ياديږي ٠
خدای پاک دزمونږ زامې را سمي کړي٠


pattang
22.11.2009

وطنمل صيب سلا مونه !
په رياضي کې داسې سياسي خبرو اولارو ته لکه کله ،کله چې د لاروي صيب
له خولې راوزي اوليکې يې د discrete operation په نوم ياديږي ٠
خدای پاک دزمونږ زامې را سمي کړي٠


larghonay laraway
22.11.2009

السلام علیکم!
وایي خبرې ډېرې خو سر یې یو. وطنمل صیب په زړه پورې پوښتنې مو کړي خو خُلاچې موضوع درنه ګډه وډه شوې ده!
لومړی خو که یوه پوښتنه درنه وکړم چې ته ولې احساساتي شوی یې چې په هره جمله کې دې زما پلار یاد کړی؟ هاهاها
زه دا یې زما پلار یو جرم یا حتی جرمونه کړې وي نو ایا جرم فردي نه دی؟ بله دا چې تاسو مجاهد ولې له طالبانو سره مقایسه کوئ؟ بله دا چې که چېرته مجاهدینو جنایت کړی وي نو طالبان دې هم هغه جنایت وکړي؟
ځه خیر دی که خبره درنه زما پرځای زما پلار ته تللې خو بیا به هم زه ځواب درکړم ځکه چې دا یوه دودیزه ټولنه ده او د پلار پیغور زوی ته هم کوي. وطنمل صیب: دا چې زه په هغه وخت کې وړوکی وم او د دې حق مې نه درلود چې له خپل خدای بښلي پلاره داسې پوښتنې وکړم. بله دا چې زما پلار او ملګرو یې نه له چا غوږ پرې کړی، نه یې څوک بې محکمې حلال کړی او نه یې نور جنایتونه کړې دي. رښتیا زما پلار مجاهد او مهاجر ؤ چې تر مجاهد هم زیات مهاجر ؤ او جهاد ته ډېر کم تلو. بله دا چې کوم قومندان هم نه ؤ. او ریښتیا په یاد دې وي چې زه د مجاهدینو ویاند او مدافع وکیل نه یم. خو بیا هم وایم چې په هغه وخت کې مجاهدینو ځینې همداسې ړندې او بې محکمې وژنې کړي چې هیڅوک هم ورته ښه نه وایي، بلکې تر اوسه ورته پیغور ور کوي. د بېلګې په توګه که تاسو چېرته په کندهار کې د ګل اغا شیرزي د پلار پوښتنه وکړئ نو په قصاب هم شهرت لري ځکه چې د بهرنیو فلم ډکوونکو لپاره یې د پیسو په مقابل کې په ساتول انسانان ټوټه ټوټه کړي دي. خو هیڅوک هم ورته ښه نه وایي حتی په همغه وخت کې هم ورته بد ویل کېدل او اوس هم ورته په بده سترګه ګوري. ولې د ښوونځیو په اړه دا سمه ده چې په هغه وخت کې مجاهدینو ښوونځي وران کړي ولې باید په یاد مو وي چې په هغه وخت کې حکومت کمونیستي، ښوونځي یې کمونیستي، نصاب یې له لور،څیټک او لینن نه ډک ؤ او د حکومت شعار یې ښه په ډاګه اسلامي نه بلکې کمونیستي ؤ. په اوسني وخت کې حکومت اسلامي، کتابونه یې اسلامي، نصاب یې اسلامي او قانون یې اسلامي دی. دا چې اداره کمزوې، فاسده، فاحشه او غله ده، له سیمه ایزو او ژبنیو عقدو، کرکو او کینو ډکه ده نو کفر ورته نه شو ویلی بلکې ګناګاره ده بایدوغندل شي او بدله یا سمه شي. دا ښه خبره ده چې د بهرنيو کفارو له خوا د قرآن په سوزولو مظاهرې وشي خو تېر کال د کندهار په لاره د طالبانو له خوا یو موټر کتابونه سوزول هم باید له یاده ونه باسوځکه چې په هغو کتابونو کې فقه، عقاید، تفسیر او احادیث وو!
بله دا چې د مجاهدینو په وخت کې که په افغانستان کې ښوونځي بند وو نو په ځینو هغو سیمو کې د تنظیمونو او حتی د عربانو ښوونځي هم وو چې د حکومت زور هلته نه ؤ لکه په لوګر، میدان وردګ او ځینو نورو سیمو کې. ورسره په پاکستان او ایران کې دومره ښوونځي وو چې د افغانستان په تاریخ کې افغانانو ته د ښوونې او روزنې په اړه دومره اسانتیاوې نه دي برابرې شوې.

دا چې په اوس وخت کې په افغانانو په ځانګړې توګه پښتنو د زده کړې ټولې لارې بندې دي ( پاس اسمان دی لاندې ځکه نو دا پښتانه غریبان به څه کا؟) نو طالبان د کوم منطق له مخې له معلمه غوږ پرې کوي او ښوونځي تړي؟ که طالبان رښتیا هم د اسلام سپېڅلي مجاهدین وای نو هغه کتاب به یې بند کړی وای چې د اسلام مخالفه کرښه په کې لیکل شوې وای او یا لږ تر لږه د اسلام دین په کې نه وای. وطنمل صیب دومره زیان چې طالبانو پښتنو مسلمانانو ته رسولی، نه روس رسولی، نه انګریز او امریکا رسولی دی. ځکه اووه کاله د پښتنو ماشومان له دیني او دنیوي زده کړې محروم دي نو د کوم منطق له مخې طالب ته ښه ووایو؟
وطنمل صیب کله چې د روسانو په خلاف جهاد پیل شو نو په هغه وخت کې نړۍ دوه بلاکه وه او امریکې غوښتل چې د مجاهدینو په وسیله خپل رقیب روس ته ماتې ورکړي او په دې کې هیڅ شک نشته چې د مجاهدینو له شتون او ورسره له مرستو یې ښه ګټه واخیسته او په مجاهدینو یې هم پام وړ اغېز ؤ خو د مجاهدینو لومړی پاڅون د چا په تحریک نه ؤ ځکه په هغه وخت کې په افغانستان کې دومره لاسونه نه وو. وروسته بیا ډېرو لاسونو په کې کار وکړ چې نتیجه یې د بري پر ځای کورنۍ جګړې شوې. دا هم د امریکا لاسوهنه وه ځکه امریکا نه غوښتل چې مجاهدین دې د بري د ګټلو له غرور سره یو اسلامي حکومت جوړ کړي چې د دوی خبره بیا ونه مني. د همدې هدف لپاره یې مجاهدین په خپلو کې سره واچول چې ښه کمزوي شول نو د ورکولو او جارو کولو لپاره یې طالبان راوزېږول. طالبانو د امریکا د راتګ لپاره ډېره ښه زمینه سازي وکړه. د DDR پروسه یې ورته تکمیل کړه، خلک یې بې وسلې کړل او نور نو بهرنیان راغلل. دې ته مو باید پام وي چې ملاعمر تر پایه پورې کابل ته رانغلو اونه یې کندهار پلازمېنه اعلان کړه بلکې وزیران یې هم ټول سرپرست وو او دی هم، او د امریکې په تمه وو چې راشي او خپل امانت ورته وسپاري چې د پاکستان ISI په کې ښه رول ولوباوه. که تاسو په کندهار کې د ملاعمر کور وګورئ چې اوس په کې امریکایان دي نو هر سړی پرې پوهېږي چې د یوې ورکړای شوې نقشې له مخې د همدې وخت لپاره جوړ شوی دی. کنه ملاعمر خو دومره ساده ژوند کاوه چې داسې کور او هغه هم له ښار او کلي وتلی ؟ وطنمل صیب دا چې له کندز نه د پاکستان د ISI لوړ پوړي کسان په طیاره کې یوړل، په داسې حال کې چې د امریکا B52 او کروز توغندیو دعادي او بې راز او نیازه طالبانو روانې ډاډسنې وویشتې او ترې خطا هم نه شوې؟ ! ایا ملاعمر او اسامه ستنې وې چې په خاورو خځلو کې ورکې شوې؟ که نه همداسې جوړه شوې وه!
اوس هم صلیبیان نه غواړي چې اوسنۍ جګړه بنده شي، بلکې مرستې ورسره کوي او په اوسنۍ جګړه کې ستر لاس لري چې افغانان یې هیڅکله هم باید خپله ونه بولي او تایید یې هم نه کړي.
وطنمل صیب زه بیا هم وایم چې نه بهرنیان د زغملو او منلو دي، نه اوسنی حکومت ښه او زمونږ په ګټه دی خو طالبان یې په هیڅ شکل بدیل نه دي بلکې کرزی او ملاعمر د یو خره غوږونه دي چې هغه خر کله بوش او کله اوبامه شي.
لرغونی لاروی


watanmal
23.11.2009

محترم پتنګ صيب او لاروى صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

لاروى صيب له ټولو مخكى ما تاسى ته ستاسى د مرحوم والد صيب كارونو په اړه
پيغور نه دى دركړى تاسى غلطه انګيرنه كړى ، بلكى زما مقصد بل وو چى ستاسى ذهن ورته نه دى رسيدلى.
وروره امارت خپل وياندويان لرى چى د هغه ټولو كارونو مسؤليت په غاړه
اخلى كوم چى د امارت عسكرو كړى وى ، تاسى ته دى معلومه وى چى په
افغانستان كى يواځى د امارت عسكر د صليبيانو سره په مقابله نه دى اخته
بلكى د روسانو د وخت زاړه مجاهدينو ګرپونه هم شته چى هغوى د خپل جهاد
پيل د ښونځيو ړنګولو او حكومتى ودانيو ته زيان رسولو څخه پيل كړى وو ،
همدا ډول ډير كارونه د صليبيانو ايجنټان ترسره كوى تر څو پرى خپل مخالفين
بدنام كړى ، ميډيا ټوله د صليبيانو په لاس كى ده له تور څخه سپين او له
سپين څخه تور جوړوى په داسى كارونو د خلكو ذهنونه مشكوك كوى.
د افغانستان اسلامى امارت خپلو عسكرو ته چى كوم هدايات كړى هغه
د ميډيا په مخ راغلل او د امارت دريځ په مختلفو مسائلو كى څرګند دى د
نورى سپيناوۍ ضرورت يى نشته ، په جنګى حالاتو كى د غلطو پيښو
مخنوى ډير ګران كار دى.
لاروى صيب د شيرزى پلار يواځى جلاد نه بلكى د قندهار د سپو د جنګولو
د ټولنى مشر وو په اعمالو يى ټول خلك خبر دى ويل كيږى چى د چا سپى
مريض شى د شيرزى د پلار قبر ته يى ورولى خو دده په ډول مونږ ډير نور
جلادان لرود كرزى معاوينين خليلى او فيهم په اړه د څه ويلو ضرورت نشته
، زه حيران يم چى ولى ستاسى غوندى شخصيت له جلادانو څخه دفاع كوى؟؟؟؟؟؟؟؟
بد يى ګڼۍ او دفاع ترينه هم كوۍ

لاروى صيب ايا تاسى ته معلومه ده چى كمونستانو د افغانستان په
تعليمى نصاب كى څومره او څوځل بدلون وكړو؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ كه دا درته
نه وى معلومه پدى خو به پوه وۍ چى د صليبيانو په راتګ سره د
افغانستان تعليمى نصاب درى ځلى بدلون موندلى او اسلامى شيان ترينه
په تدريجى ډول ايستل كيږى ، په نصاب ډير نه غږيږم ځكه خبره بلى لورى ته ځى،

د كرزى حكومت په اړه يوه ټوكه راياده شوله نه راته ياډيږى چى په كومه
ويب پاڼه كى مى لوستى وه:
واى شاه شجاع او ببرك سره په جهنم كى مخ شول شاه شجاع ورته وويله
چى ببركه انډيواله ما يوا ځى انګريزان او تا يواځى روسان افغانستان
ته راوستل ځاى مو دا شو نو هغه زمونږ دوست كرزى خو په لسګونه
كافر هيواد ته روستلى د هغه ځاى به كوم وى؟؟؟؟؟؟؟؟ لاروى صيب پوه سړى يى په خپله پوه شه.

لاروى صيب نن مونږ هم د هجرت په ديار كى ډير زيات ښونځى لرو ،
همدا ډول د پښتنو په هغه سيمو كى چى د طالبانو تر كنټرول لاندى دى
ښونځى شته لاندى ويډيو وه ګورۍ ( ورسته د 12:11 دقيقو څخه- د ښونځو په اړه)

http://www.youtube.com/watch?v=H_F29PxYTck

په خبرو كى دى د صليبيانو راتګ ته د طالبانو زمينه سازۍ په اړه
زما تير ليكنه كى جواب شته ، ملاعمر مجاهد ولى كابل ته رانغلو
او ولى يى په وزارتونو سرپرستان ټاكل دا هغه مسائل دى چى حقيقت
يى انسان ته هغه وخت څرګنديږى چى د PRT عينكى له سترګو ايسته كړى
او پدى پوهيدل د لارى د سر د لارويو كار نه دى.

د ملاعمر مجاهد كور خو ما له داخل څخه نه دى ليدلى ځكه چى
صليبيانو پكى اړولى او زه له دوى سره ترجمان نه يم او نه ورسره كار كوم
خو تاسى په داسى الفاظو يى يادونه كړى لكه چى دغه كور مو له نيژدى څخه ليدلى وى.

لاروى ليكى:

[quote:43ef43c96c]وطنمل صیب دا چې له کندز نه د پاکستان د ISI لوړ پوړي کسان په طیاره کې یوړل، په داسې حال کې چې د امریکا B52 او کروز توغندیو دعادي او بې راز او نیازه طالبانو روانې ډاډسنې وویشتې او ترې خطا هم نه شوې؟ ! ایا ملاعمر او اسامه ستنې وې چې په خاورو خځلو کې ورکې شوې؟ که نه همداسې جوړه شوې وه![/quote:43ef43c96c]

د كندوز څخه په طياره كى د كسانو ايستل هغسى ببولاله ده كومه چى
كرزى څو ورځى وړاندى كړى وه چى د افغانستان په شمال كى په طيارو كى خلك راوړل كيږى
لاروى صيب داد صليبيانو غورى او دربى وى چى ستنه ويشتى شو
زه درته قسم كوم چى په ځمكه جاسوسان ونه لرى او هغوى ورته ځايونه
په نښه نه كړى دوى د فيل په اندازه شى هم له هوا څخه نه شى ويشتى ،
تاسى تر اوسه همغه د صفر په خانه كى ګرځۍ،د ډاټسنو او موټر په
ويشتو كى چى دوى كوم څه استعمالول هغه ټول مجاهدينو كشف كړل
او په خپلو فلمونو كى يى نشر كړل ،

لاروى صيب ستاسى د وسلوالى مبارزى پريښودو نظريي په اړه زما
همغه دريځ دى كوم مى چى درته په تيره ليكنه كى ليكلى وو.

[color=white:43ef43c96c]ګرانو لوستونكو ما مخكى هم ويلى وه او اوس يى هم وايم چى ځينى
ليكوالان غواړى افغانى وياړونه د ISI په تله كى واچوى ، او هغه افغانان
بدنام كړى چى د ګران هيواد څخه د صليبيانو د ايستلو لپاره خپل
سرونه قربان كوى ، الله دى مونږ له داسى ايجنټانو څخه زر خلاص كړى آمين.[/color:43ef43c96c]

وطنمل


bazgar
23.11.2009

ګران او دروند پښتون لاروي صيب! باور وکه! دليکني عنوان دي ډير جالب و.
خوچې مينځ مي وکتلو هيڅ نوې خبره پکې نه وه.
دکابل ديوشميرپه نورو پوري تړليو تلويزنونو او خپرونو سوليدلي بازاري تبليغات مو را کا پي کړي.چې نوريې په يادولو کې نه وزن پاتي دي او نه هم
ارزښت!!!ځکه خوتفصيلي ليکنې ته هم اړتيا نه وينم بس دومره خواله به درسره وکړم:
وروره !واقعتونه نور په تبليغاتو نشي پټيدلى،څوک چې هره ورځ په درجنونوامريکايان وژني.هغه ديرغلکرو نه پټيدونکى دښمن دي.دهرکلي او بانډي افغانان يې پيژني،فکر او تګلاره يې ورته معلومه ده.دا کوم اجنبي مقاومت نه ده.البته دهغه چا لپاره چې دولس له منځه بهر اوسي،يوڅه شکوک ځکه پيدا کيږي. چې هغوي دولس پر ځاى له پردۍ ميډيانه ځان خبروي...

په ډيربښنه سره!!داډول تبليغات مي ځکه بازاري ونومول.چې يو وخت په مزارکې دوستم ويلي و.:چې [color=red:ce070112e8]امرکايها ازما خارميخوره[/color:ce070112e8]
طالباپشين هم کسا او نا بود الي هم..
همدا رازفهيم خان او يوشميرنور دامريکا راوستي غلامان هم کله ناکله همداسي مهربانيوي کوي..

[color=green:ce070112e8]اخيري مشوره مي دادي:
چې تاسو ددې خوني په چلوونکوکې ياست مناسبه به نه وى؟؟؟
چې دلته په کوم بل نامه تاسو ليکل کولى.که څنکه؟ ځکه دلته خو هر ډول خبري راځي،هسي نه بيادميلمستون کوربه له ميلمنوسره په شخړه کيوتى وي!!!
بښنه غواړم چې خپه نشي!
[color=red][code:1:ce070112e8]بزګر صیب زما د پلار په اړه ستا بازاري خبره مې ځکه ړنګه کړه چې نه ما اعتراف کړی او نه مې پلار کوم جرم کړی بلکې پلار مې یو مسلمان، مهاجر او یو تجربه کار ښوونکی ؤ چې ستاسو غوندې ډېرو ته یې پښتو املا او انشاء ښودلې ده. همدا راز یې د ښوونځیو د رخصتۍ په میاشت کې جهاد کې هم ونډه اخیستله. تاسو لیکلي چې خبرې مو زړې دي. لومړی خو په دې هم نه پوهېږې چې د دې موضوع پیل ما نه دی کړی او نه یې عنوان زما دی. بله دا چې تاسو مهرباني وکړئ یوه نوې خبره په کې وکړئ ستاسو لیکل شوې خبرې خو نه نوي دي او نه زړې .
بزګر صیب په دې هم باید پوه شې چې یوه ستونزه که سل کلنه هم وي خو چې حل لاره یې نه وي پیدا شوي نو د شعور څښتنان یې باید حل لاره ولټوي. زه بحث د همدې هدف لپاره کوم چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې لښکرې جوړې کړي خو دفترې یې ورانې کړي او دا ستونزه که نوې ده او که زړه باید حل لاره یې ولټول شي! که ټوکه درسره وکړم نو مشوره دې هم ښه چندان مشوره نه ده ځکه له نارینه نوم نه دې ښځينه جوړ کړی . ټول افغان یوه بې پرې، ملي او خپلواکه ویب پاڼه ده چې زه، ته او نور ټول په کې د خپل فکر او نظر د څرګندولو حق لرو. دلته استبداد نشته خو نظر باید منطقي، ملي او اسلامي وي، تعمیري بڼه ولري، نه تخریبي:lol: [/code:1:ce070112e8][/color:ce070112e8]


larghonay laraway
23.11.2009

السلام علیکم!
وطنمل صیب بیا هم ستړی مشې. وروره ستاسو نوم خو په هر بحث فورم کې د یو چارواکي په توګه لیکل شوی دی نو (که د سر امان وي) بیا هم د خپل فکر او نظر څرګندونه کوم :lol:
بله دا چې ستاسو بحث د بحث لپاره نه دی بلکې منطق لري او کیدای شي چې بحث درسره وشي نو ځکه بیا هم سپین سترګي کوم او خپل اندونظر درته لیکم.
د نورو ټولو خبرو پر ځای به یوازې د زده کړې په اړه یو څو کرښې کش کړم :
لومړی یو ډاډ درکوم چې نه د PRTسره او نه د نورو بهرنیانو سره ترجمان یم او نه به شم. همدا راز د حکومت مامور هم نه یم. زما دریځ به درته معلوم وي چې نه مې داوسني حکومت دفاع کړې او نه د طالبانو او نه به یې وکړم. د حکومت او بهرنیانو په مخالفت کې مې ښې ډېرې لیکنې کړي او کوم یې خو د طالبانو په مخالفت کې یوازې دطالبانو د ملاتړ کوونکو ځواب وایم نورې لیکنې مې پرې نه دي کړي.
وطنمل صیب عبدالرحمن بابا وایي :
څه حاجت دی چې دې خط په ملا لولم
چې زما په باب دې کښلي دي پوهېږم
(یوټیوب) باید هغه سړی وګوري او د ماخذ په توګه ترې کار واخلي چې له خپلو هیوادوالو چېرته لیرې په دارحرب کې د صلیبیانو په غېږه کې مېشت وي او د هغوی پر تابعیت ویاړي. زه خپل ملت هره ګړۍ وینم او ترې خبر یم. ماته د هلمند، زابل، پکتیکا، ارزګان ، نورستان او ځینو نورو سیمو حال ښه معلوم دی. باور وکړه چې نه ښوونځی لري او نه بل ځی لری. بلکې داسې د تورې تیارې او بې وزلۍ ژوند کوي چې د دوی په حال د هر انسان زړه دردمن کېږي او که نه نو :
زړه یې مه بوله تور کاڼی د صحرا دی!

وطنمل صیب جهاد د ځنګله جګړې ته نه وایي چې هر ډول ورانی او تخریب دې په کې وشي. رسول الله ص به چې خپل ملګري جهاد ته لېږل نو ځانګړې توصیې یې ورته کولې. باور وکړه چې ترنیمایي زیات طالبان په خپله هم په لمانځه او اوداسه نه پوهېږي نو جهاد خو تر دې وروستی رکن دی.
زه بیا هم وایم چې اوسني طالبان نه مجاهدین دي، نه ملي احساس لري او نه اسلامي احساس لري بلکې د نورو له خوا ګومارل شوي دي.کنه نو د خپل هیواد ملي شتمنۍ د کوم احساس له مخې سوزول کېږي او په بمونو الوزول کېږي. بهرنیان خو کولی شي چې په الوتکو کې هم خپل اکمالات وکړي خو افغانان باید تر قیامته پورې د موټر پر ځای په خره خپله ښځه سوره کړي او د ښارونو تر ډاکټرانو یې ورسوي هغه هم اکثره په لاره کې په لنګوال مړې کېږي.
د مسلمان وژنه ورته د یو توت دانې قدر اهمیت هم نه لري. د کفارو غوندې مړي مسخه کوي، په سر یې یوه بیه اخلي او په تنه یې بله.

تاسو د نصاب یادونه کړې ده. تاسو ته بهتره معلومه ده چې تر اوسني حکومت وړاندې د جهادي تنظیمونو، پاکستاني کمشنرۍ، نورو انجوګانو او طالبانو د وخت ګډوډ نصابونه وو چې یو یې هم په معیار برابر نه ؤ نو د اوسني حکومت په وخت کې که ووایم نو همدا یوه نیمګړې هڅه شوې چې په نصاب کې څه ناڅه ګوتې ووهل شوې خو اوس هم معیاري نه دی. ولې کفري هم نه دي. دا چې تاسو طالبانوته دا جواز ورکوئ چې ښوونځي وسوزوي او ويې تړي نو په همدې نصاب کې باید یوه کرښه د صلیب راوښيئ! څو مونږ هم پوه شو چې دا نصاب کفري دی، ښوونځی یې باید بند او معلم یې غوږبوچی شي.
تاسو یوه تته اشاره کړې چې د طالبانو ویاندویان شته او هغوی د طالبانو دریځ روښانوي. وطنمل صیب د طالبانو دریځ روښانه دی ځکه په داسې سیمو کې ښوونځي بند دي، پلونه الوزول شوي او عامه شتمنۍ له خاورو سره خاورې شوي چې هلته له طالب پرته څوک پر هم نه شي ویلی. ما په زابل کې د طالبانو له یوه غټټټټ چارواکي سره مرکه کړې باور وکړه راته ویې ویل مونږ ښوونځی د دې لپاره بندوو چې د حکومت نښې معلومې نه شي. نو اوس تاسو پرېکړه وکړئ چې تاوان د ملت دی او که د دې فاسد حکومت، او ګټه یې د چا ده!
په اوس وخت کې په هیڅ هیواد کې هم د افغانانو لپاره هغسې د زده کړې چانس نشته. دا چې ځینې تجارتي ښوونځي دي هغه په نیشت شمېر دي. بله دا چې اوس اکثره افغانان له مهاجرته راستانه دي او په خپلو ولسواليو کې دي چې ښوونځي نه لري.

زه بیا هم وایم چې نه اوسنی حکومت د تایید وړ دی او نه یې دغه طالبان بدیل دي.


watanmal
23.11.2009

محترم لاروى صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

لاروى صيب كور مو ودان او مننه درڅخه كوم چى يوځل بيا مو خپل نظر څرګند كړو.

لاروى صيب دا خبره دى روښانه وى چى[color=white:b0af13fe44] زه د فورم مسول نه يم هغه ډاكټر صيب دى.[/color:b0af13fe44]

وروره همدارنګه زه پدى وياړم چى د نيكه هغه توره په كور كى لرم چى
د انګريزانو سره يى پرى جهاد كړى او د روسانو په مقابله د خپلو ترونو
په شهادت او د والد صيب په قربانيو فخر كوم او په خپله عزم لرم چى د
ژوند تر ورستۍ سلګۍ پورى به هم يرغلګرو ته سر كښته نه كړم ، دا خبره دى
هم روښانه وى چى زه د امارت په وخت كى په خپله زدكړه بوخت وم ،
ځما د كورنۍ هيڅ يو غړى هم په امارت كى وظېفه نه لرله ، [color=darkblue:b0af13fe44]د صليبيانو
سره په جګړه كى په افغانى وسلوال مقاومت باندى وياړم ، په اوسنى
وخت همدغه يواځنى خلك دى چى د يرغلګرو څخه به افغانستان ازاد كړى ،[/color:b0af13fe44]
د پتمنو هيواد والو عزت او ناموس به خوندى كړى په هيواد كى به
امنيت تامين كړى، د شر او فساد خاوندان به له منځه يوسى.

[color=white:b0af13fe44]لاروى صيب زما له ليكنه كى به داڅه ثبوت نكړى چى ما دى د ښونځيو
سوزولو اجازه طالبانو ته وركړى وى ،[/color:b0af13fe44] تاسى يواځى د طالبانو د ملاتړ كونكو
ته ځواب مه ليكۍ بلكى د دينى او قومى مسوليت له مخى په افغانى
وسلوال مقاومت كى كومى غلطۍ وينۍ هغه اړونده مسولينو ته ليكۍ
او ور ليږۍ ترڅو دهغى اصلاح وشى د مريض علاج د هغه مرۍ خفه كول
او وژل نه دى ، كه زما او ستا خوښه وى او كنه په صليبيانو پسى ميدان ته
همغه خلك راځى كوم چى د صليبيانو سره په جګړه بوخت دى ، [color=darkblue:b0af13fe44]او په اوسنى
حالاتو كى د افغانى وسلوال مقاومت ختمولو لپاره او له دوى سره د خلكو
همكارى پريښودلو لپاره دعوت چلول هغه پروژه ده چى د ملى پيوستون
په نامه د PRT لخوا تمويليږى نو هسى نه چى په ناخبرۍ كى ځان د
املوكو په تله كى واچوو.[/color:b0af13fe44]
په اوسنۍ وضعه او حالاتو كى كه نه شو كولى چى د صليبيانو د سيلاب مخ كى
بند جوړ كړو على الاقل بايد د هغه ځوانانو پښى ونه وهو كوم چى د خپلو
سرونو په قيمت د صليبيانو د خړ سيلاب د بندولو كوښښ كوى ، كنه لرى نه
ده چى د سيلاب خړى اوبه په خپل انګړ كى ووينو.

د يوټوب ويډيو مى له دى وجه په ګوته كړه چى ترڅو د هيواده لرى پښتانه
د خبرى په حقيقت پوه شى ، ځكه هغوى د غربى ميډيا له لارى يواځى يوطرف وينى،

[color=white:b0af13fe44]لاروى صيب زه هم د هيواد په داخل كى ډير ګرځم [/color:b0af13fe44]او حالات په خپلو سترګو وينم ،
كله چى هم د ميډيا بعضى رپوټونه اورم خندا راځى او فكر كوم چى دغه
خبريالان به د قيامت په ورځ د خپلو دروغو څه ځواب كوى ؟ په دنيا كى خو
څو پيسى وګټلى په اخرت كى به څه كوى؟ د حساب ورځ شته زمونږ پرى عقيده ده
، عربان وايى چى اذا لم تجد عدلاً في محكمة الدنيا فارفع ملفك لمحكمة الأخرة فإن الدعوة محفوظة و الشهود ملائكة و القاضي احكم الحاكمين

لاروى صيب ليكى:

[quote:b0af13fe44]وطنمل صیب جهاد د ځنګله جګړې ته نه وایي چې هر ډول ورانی او تخریب دې په کې وشي. رسول الله ص به چې خپل ملګري جهاد ته لېږل نو ځانګړې توصیې یې ورته کولې.[/quote:b0af13fe44]

وروره لومړى په مونږ افغانانو كى روحى تربيه ډيره كمه ده همدا وجه وه چى د
روسانو د جهاد په وخت مو داسى قومندانان لرل چى انسانى سپى يى ساتلى وه
يعنى انسانانو څخه يى د سپيو كار اخيستلو ، د زنا لواطت او ګډاو او شرابو
محفلونو كيسى به يى پريږدو ، زه له دى نه منكريږم چى په طالبانو كى به
خراب خودخوا د انتقام او تعصب لرونكى خلك نه وى خو اكثره يى ښه خلك دى
[color=darkblue:b0af13fe44]د كمكو د اصلاح كوښښ به كوو داسى نه چى د يوى سپږى لپاره ټول
پوستين په اور واچو ،[/color:b0af13fe44] [color=white:b0af13fe44]همدارنګه امارت خپلو عسكرو ته هراړخيزه هدايات
كړى او دغه لارښود په مختلفو ژبو شته او هغه وخت په ميډيا كى پرى
ډير بحث وشو نو محترم لاروى صيب كه په هغه كى كومه داسى نقطه وى
چى ستاسى له نظره هغه د اسلامى احكامو سره تزاد لرى ، دا به ستاسى
مهربانى وى چى مونږ پرى خبر كړۍ ترڅو په شريكه د افغانى وسلوال مقاومت
د مشرانو ترغوږو وروسو او هغوى خپلى غلطۍ ته متوجه كړو،[/color:b0af13fe44]

[color=darkred:b0af13fe44]لاروى صيب دى خبرى ته بايد متوجه وى چى په جنګ كى حلوا نه ويشل كيږى
هغه ټول ځايونه له ړنګيدو او زيان سره مخ كيږى چى پكى صليبيان يا
د همدوى اجيران يا په مقابل طرف كى افغانى مقاومت كونكى پكى وجود ولرى ،[/color:b0af13fe44]
اوس هغه وخت نه دى چى د تورو جنګ وه نو خلك مجبور ول چى په ميدان
كى وجنګيږى ، [color=darkblue:b0af13fe44]نن چى د كومو حكومتى ودانيو ورانيدلو باندى ستاسى
زړه له غمه خوړين دى ، همدغه ډول چى صليبيانو په كروزو او خرورى بمونو
باندى حكومتى ودانۍ ورانولى زمونږ زړونه له غمه خوړين وه ، [/color:b0af13fe44]حكومت
به بيا هم خپلى ودانۍ جوړى كړى ليكن [color=white:b0af13fe44]غم د هغه مظلومو او بيجاره خلكو
په حال پكار دى چى صليبيانو يى د كورونو څخه د خاورو غونډۍ جوړى كړى ،
يو غريب چى د لوږى څخه خپل اولاد خرڅوى خپله لور يا ځوى خرڅوى
هغه به د صليبيانو لخوا وران شوى كور څه ډول اباد كړى؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
لاروى صيب ايا پدى دى هم كله فكر كړى؟؟؟؟[/color:b0af13fe44]

لاروى صيب د افغانستان ټول تاريخ وه ګوره هيڅكله په افغانانو داسى
حالت نه دى راغلى چى خپل اولاد او هغه هم لور دى خرڅه كړى ترڅو نورو
اولادونو ته ډوډۍ پرى واخلى په نيژدى وخت كى په افغانستان كى د ټولو
څخه سخت وخت هغه څو كاله وچكالى وه چى د طالبانو په دور كى وه ،
خو هلته هم داسى كومه پيښه نه ده شوى چى د لوږى د لاسه دى څوك خپله
لور خرڅه كړى، [color=darkblue:b0af13fe44]خلك يوه ګوله ډوډۍ پسى ړنديږى دا ځوانان يى ښځو ته
پاركونه جوړوى ،[/color:b0af13fe44] لاروى صيب ما د خلكو ډير زيات مشكلات په خپلو
سترګو ليدلى خاص د قندهار د خلكو چى د هريو په يادولو راته ژړا راځى ،
الله دى زمونږ په حال رحم وكړى مونږ دى په خپل دين ثابت قدمى كړى. امين

[color=white:b0af13fe44]په پاى كى يادونه كوم چى د لاروى صيب خپل نظر دى زما نظر
د صليبيانو په مقابل كى د وسلوال مقاومت په اړه همغه دى كوم مى
چى په تيرو ليكنو كى څرګند كړى په زور راغلى په رضا نه وځى
د وسلوال مقاومت ترڅنګ د سياسى مبارزى له ښه والى څخه هم سترګى نه پټوم.[/color:b0af13fe44]

په مينه
وطنمل


larghonay laraway
23.11.2009

سلامونه!
یاره وطنمل صیب ما وې که هغه چارواکی وطنمل یې ځکه درنه ډاریدم اوس خو مې خپل یار وختې چې څه مې په زړه وي هغه درته وایم :lol:

لومړی خو دې په دې لاندې خبرو بیا کتنه وکړه :
[quote:db82edaa53]نن چى د كومو حكومتى ودانيو ورانيدلو باندى ستاسى زړه له غمه خوړين دى ، همدغه ډول چى صليبيانو په كروزو او خرورى بمونو باندى حكومتى ودانۍ ورانولى زمونږ زړونه له غمه خوړين وه. [/quote:db82edaa53]
نو ته او خدای چې وطنمل صیب دا انصاف دی چې د صلیبیانو د بمبارۍ بدل او کسات له دې مسلمان، خوار بې وزلي، جګړو ځپلي، د بې علمۍ او بې سوادۍ په جال کې راګېر ولس څخه اخلئ؟
دا چې له یوې خوا صلیبيان په دې مظلوم ملت بمونه راغورځوي او له بلې خوا تاسو پرې د علم او زده کړې ورونه وتل ؛ بیانو د طالبانو او کوبایي لنډه غرو صلیبیانو د اعمالو څه فرق شو؟
بله دا چې د ښوونځیو معصومو ماشومانو بمونه راغورځولي، د دوی پلرونو راغورځولي او که صلیبیانو؟ خو صلیبیان مه پرېږدئ انصاف دارو نو زمونږ ماشومانو درته څه ویلي دي؟

وطنمل صیب لیکي:
[quote:db82edaa53]حكومت به بيا هم خپلى ودانۍ جوړى كړى ليكن غم د هغه مظلومو او بيجاره خلكو په حال پكار دى چى صليبيانو يى د كورونو څخه د خاورو غونډۍ جوړى كړى ، يو غريب چى د لوږى څخه خپل اولاد خرڅوى خپله لور يا ځوى خرڅوى هغه به د صليبيانو لخوا وران شوى كور څه ډول اباد كړى؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ [/quote:db82edaa53]

ما نو کله ویلي چې صلیبیان دې بمبارد وکړي! دا خو زه هم غندم او ته هم نو د ښوونځیو سره د دې څه تړاو دی؟ بله دا چې کور خو که وران شي نو یو مسلمان افغان به همسایه و اوسېږي، په خیمه کې به و اوسېږي. خو دا چې اته کاله یې زوی د ښوونځي مخ هم ونه ویني نو هغه به څنګه ورغوي؟

وطنمل صیب لاندې لیکلي:
[quote:db82edaa53]لاروى صيب د افغانستان ټول تاريخ وه ګوره هيڅكله په افغانانو داسى
حالت نه دى راغلى چى خپل اولاد او هغه هم لور دى خرڅه كړى ترڅو نورو
اولادونو ته ډوډۍ پرى واخلى په نيژدى وخت كى په افغانستان كى د ټولو
څخه سخت وخت هغه څو كاله وچكالى وه چى د طالبانو په دور كى وه ،
خو هلته هم داسى كومه پيښه نه ده شوى چى د لوږى د لاسه دى څوك خپله
لور خرڅه كړى، خلك يوه ګوله ډوډۍ پسى ړنديږى دا ځوانان يى ښځو ته
پاركونه جوړوى. [/quote:db82edaa53]

همدا خو زما هیله ده چې خلک دې په کرار پرېښودل شي، کار دې ورته پیدا شي، د زده کړې لارې چارې دې ورته برابرې شي، دین دې وروښودل شي، له وحشت او دهشت نه دې راوویستل شي، که دیني وي او که دنیوي وي خو یو څه دې زده کړي او ژوند کولو ته دې پرېښودل شي نو بیا هم وایم چې د ښوونځیو، کلینیکون، سړکونو، پلونو او پولچکونو ورانول نو د دوی وږې خېټې ډکوي او که لور یې له خرڅولو خلاصوي؟
رښتیا دې ته دې هم باید پام وي چې تر اوسه هیڅ پښتون د لوږې له لاسه لور نه ده خرڅه کړې. دا هم د همغې میډیا تش او دروغجن تبلیغات دي کومې ته چې تاسو څو ځله ایشاره کړې ده. یوه نجلۍ په سمت شمال کې ازبکانو خرڅلاو ته ایښې وه چې د هغې پلار قمارباز ؤ او بله د کابل په چهارراهي قمبر کې یو څو کوره جټان دي چې ځانونه یې هلمندیان معرفي کړي او د بلوچستان کوټې نه راغلي دي. زه د دوی په هکله نورې خبرې ځکه نه کوم چې بیا خبره له مستعار نامه ووځی خو ډاډ درکوم چې دوی د هلمند نه بلکې د بلوچستان جټان دي. هو مظلومان دي او د زړه سوي وړ دي خو داسې خلک دي چې نارینه یې قرار په کورونو کې ناست وي او ښځې یې خیر غواړي. دوی حتی په هلمند کې ډېر بلد هم نه دي او په خپلو کې د پښتو پر ځای یوه بله ژبه وایي. د دې قوم ګدایي او بد کاري کسب ګرځیدلی دی.
[color=red:db82edaa53][size=24:db82edaa53]وطنمل صیب په پای کې یوه خبره درته کوم او هغه دا چې که چېرته طالبانو دا میړانه وکړه او د ISI په ارمانونو یې خاورې واړولې او د نر غوندې یې اعلان وکړ چې که هر ښوونکی ښوونځی ته رانغلو او هره سیمه کې ښوونځی بند ؤ نو مونږ به هغه ښوونکي ته جزا ورکړو نو ژمنه درسره کووم چې تر تا به یې زیات ملاتړ وکړم او همدا یوازې کیبورډ په واک کې لرم د ملاتړ لپاره به یې وکاروم ! دا ځکه وایم چې ښوونځي یوازې په هغو سیمو کې بند دي چې هلته نه د صلیبي حرامي کوبای زور رسېږي، نه د شمالي لنډه غران هلته ورتلی شي او نه د حکومت تر ولقې لاندې دي ؛بلکې په هغو سیمو کې یوازې او یوازې د ملا دغه اخون باج چلېږي![/size:db82edaa53][/color:db82edaa53]

په همدې هیله لرغونی لاروی


عادل عادل
24.11.2009

سلامونه

ښاغلئ وطنمل صیب خدای دې جوړ کړه څومره حوصله لرې، تاسو فکر کوئ چې پخواني مجاهدین د نن په څیر د ریا، شهرت او قدرت غوښتلو نه داسې پاک وو لکه شهد؟؟ نه داسې نه وه، هغه وخت کې مجاهد ته شهرت ورکول کیده، لاسته راوړنو یې په میډیا کې انعکاس کولو، ټولو نړیوالو پرې ویاړل، نو په داسې حال کې ډیره ګرانه ده چې قضاوت وشي چې څوک فی الله د وطن د ازادئ لپاره رااوچت شوي وو او څوک د شهرت، قدرت، دنیا او ځانښودنې لپاره، د ریښتوني مجاهد اولاد به څنګه ممکنه وي چې کږه خوله وخوځوي؟ مجاهدین خو ملاعزت، سیاف، چکري، تورن اسماعیل، فهیم، رباني هم وو؟؟؟ د رباني زوی هره هفته یوه سره او سپینه په صیغه سره نکاح کوي، او بیا وایي چې وله یک دختر اروپايي ره به اسلام دعوت کدوم !!! استغفرالله ...... دې ته وايي د مجاهدینو د زامنو یو بل ډول ؟؟ دداسې زوی نه ګیله نه ده پکار.

رابه شو اوسني جهاد ته، صلیبیانو ته دې خدای په یوه ټکې کې ډیر اجر ورکړي (هسې اصطلاحي وایم، الله دې یې مات او تباه کړي) چې د جهاد صف یې د هره لحاظه د دومره ستونزو، کړاوونو او محدودیتونو سره مخ کړئ چې د اتل غازي او د ولس په منځ کې د هغه د حماسو په اړه، یوه ذره د ریا، ځانغوښتنې، قدرت غوښتنې او شهرت موندنې شک څه چې احساس او وسواسه هم نه شي پیدا کیدای، پدې اساس ددغه سپیڅلي جهاد یوه ثانیه ثواب او اجرونه به کیدای شي چې د تیر جهاد تر میاشتو او کلونو هم اوچت وي .

پاتې شوه د ښونځیو سوځول، نو ټر به په پر نه بدلوو، ما مخکې هم لیکلي وو چې په افغانستان کې د هيڅ مفکورې او عقیدې داسې وګړئ، ګروپ او تنظیم به نه وي چې د تعلیم په ګټو او ضرورت نه وي پوه، د ښونځیو سوځول خپل خپل عوامل لري، د تعلیمي مراکزو څخه سیاسي او استخباراتي مرکزونه جوړول غټ ظلم دی، د تیر جهاد په پیل کې زمونږ په دره کې ابتدایه او لیسه ښوونځي دواړه وو، د جهاد د پیل سره سم، دغه دواړه ښونځي ړنګ او وسوځول شول، خو هماغه سوځوونکیو به د ولس د بچیانو د زده کړې لپاره د پیښور نه کتابونه په شا راوړل، د کچر او اسونو یو انډئ به که په وسله او مهماتو بار و، نو بل انډئ یا سربارئ به یې ضرور کتابونه او تعلیمي مواد وو، د کمین، بمبارد او بیلابیلو ستونزو سره به کلیو ته رسیدل، مدرسې به د بمبارد له ویرې په باغونو کې وې، استادانو تنخواه نه درلوده، د خدای لپاره یې تدریس کاوه، ............ اوس تاسو په خپله فکر وکړئ چې دا څه لیونیان وو چې د یوې خوای یې موجود ښونځي سوځول او له بلې خوا یې د تعلیم ډیوه بله ساتله؟ لاسپوڅو او ناولیو کمونستانو به یې تنها یو اړخ انځوراوه، د هغه وخت د ارتجاع سیاه او اشراراو په نامه به یې یادول، او د باغونو مدرسې او په کتابونو بار قافلې به یې پخپله بمبارولې !

ځواب یې هغه وخت هم ډیر روښانه وو او اوس هم ډیر روښانه دئ، هغه دا چې د وخت د لاسپوڅې ادارې لپاره د ولس په منځ کې د استخباراتو، دیني او ملي ضد تبلیغاتو او جاسوسي کړو وړو لپاره بهترینه ذریعه د معارف وزارت وو،کمونستي لاسپوڅو به د مدرسو له لارې د ولس په اړه مالومات راټولول، زمونږ د درې سم نیمایي معلمان ملیشیان وختل او د روسانو د قوې په راتګ سره یې د ولس په وړاندې غدر وکړ او د خپلو بادارانو سره په ټانکونو سپاره کابل ته وتښتیدل، ...........

.......... دا ټول هغه تاریخ دئ چې لیکوالئ، ډاکټرئ او ماخذ ته اړتیا نلري ځکه چې پر مونږ تیر دي او د سر په سترګو مو لیدلي، لکه چې یو ځل ثبات ثابت صیب د یونیم میلیون شهیدانو د تعداد او رقم په اړه د ماخذ غیر منطقي غوښتنه کړې وه، خبر نه و چې زما ماخذ زمونږ د کلی او درې هدیرې دي !!

په درنښت


mehman
24.11.2009

دوستان عزیز سلام بر شما!
[quote:fa713b2e60="عادل عادل"]
رابه شو اوسني جهاد ته، صلیبیانو ته دې خدای په یوه ټکې کې ډیر اجر ورکړي (هسې اصطلاحي وایم، الله دې یې مات او تباه کړي) چې د جهاد صف یې د هره لحاظه د دومره ستونزو، کړاوونو او محدودیتونو سره مخ کړئ چې د اتل غازي او د ولس په منځ کې د هغه د حماسو په اړه، یوه ذره د ریا، ځانغوښتنې، قدرت غوښتنې او شهرت موندنې شک څه چې احساس او وسواسه هم نه شي پیدا کیدای، پدې اساس ددغه سپیڅلي جهاد یوه ثانیه ثواب او اجرونه به کیدای شي چې د تیر جهاد تر میاشتو او کلونو هم اوچت وي .[/quote:fa713b2e60]
دوست عزیز عادل عادل ما یک مقوله ای داریم که میگویند " آزموده را باز آزمودن خطاست"!
هر قدر تلاش شود که این لشکر آدمکشان و ویرانگران شبیه فرشته معرفی گردد سودی ندارد زیرا واقعیت های تاریخ ده، دوازده سال گذشتۀ کشور ما حد اقل سه خصوصیات این جنگره ها را آشکار میسازد که به مشکل میتوان بالایشان اعتماد کرد.
نخست اینکه سرتنبگی سودی ندارد و همه میدانند که اینهااز پاکستان و به اشارۀ پاکستان عمل میکنند. پاکستان میخواهد از طریق طالبها مثل سالهای اخیر دهۀ گذشته حکومت تحت تاثیر خود را در افغانستان نصب نماید.
دوم اینکه سرو صدا انداختن آزادی و اسلام یک بهانۀ بیش نیست در واقعیت آنهادر صدد رسیدن به قدرت از طریق جنگ هستند و نه از طریق مراجعه به آرای مردم ( ضرور نیست که مراجعه به آرای مردم به شیوۀ دموکراسی های مروج باشد) .
سوم اینکه در زمان امارت طالبان ما شاهد آن بودیم که اینها از اعتماد مردم بالای شان سوء استفاده کرده قدرت را آنچنان که وعده کرده بودند نه بلکه انحصار کردند.
طالبان در امارت خود نه اشخاص مسلکی را راه دادند و نه هم اقوام غیر پشتون را در قدرت سهیم ساختند!

[color=yellow:fa713b2e60]ترکیب حکومت وقت طالبان ثبوت این مدعاست:[/color:fa713b2e60]

ـ [color=blue:fa713b2e60]ملامحمد عمر / رهبر/ هوتک /تحصيل در مدرسه علوم دينی قندهار.
ـ ملا ربانی / رئيس شورای کابل / ـکاکر/ رئيس حکومت.
ـ ملا محمد حسن / وزير خارجه بعد از 97 / از قندهارهوتک/ تحصيل در مدرسه علوم دينی در کويته
ـ ملا محمد غوث / وزير خارجه تا97 / از خوشاب قندهار، نورزی/ درسال 97 در مزار دستگير شد/ يک چشم نا بينا.
ـ ملا عبدالرزاق / گمرکات /ازقندهار، پوپلزی .
ـ ملاسيدغياث الدين/ وزير تحصيلات/از فارياب / فاقد تحصيلات رسمی، تاجر، گشواره در گوش دارد.
ـ ملاخيرالله خير خواه / وزير داخله /از قندهارـ پوپلزی/ فارغ التحصيل، مدرسه حقانيه.
ـ احسان الله احسان / رئيس بانک دولتی /از قندهارپنجوی/ والی خوست درسال97 که در مزار کشته شد.
ـ مولوی عبدالستارسنايی/ رئيس داد گاه عالی /از قندهارـ اسحاق زی/ تحصيلکرده مدرسه علوم دينی قندهار.
ـ ملا محمد عباس / وزير صحت عامه / از ارزگان ـ هوتک/ فارع التحصيل مدرسه علوم دينی زابل .
ـ ملا عبيدالله / وزير دفاع / از قندهارـ هوتک/ روابط بين (آی اس آی پاکستان) و طالبان.
ـ ملا داد الله …
ـ محمد الله آخوند / وزير ماليه / ازقندهارـ الکزی / تحصيلکرده در مدرسه علوم دينی کويته.
ـ امير خان متقی / وزيراطلاعات و کلتور/از لوگرـ/ تحصيل درمدرسه حقانيه وقوماندان نيروهای بغلان.
ـ عبدالطيف منصور/ وزير زراعت/ از پکتيا /تحصيلکرده مدرسه حقانيه.
ـ محمد عيسی / وزير آب وبرق / ازقندهارـ هوتک.
ـ الله داد آخوند/ وزير ارتباطات/ از قندهارـ هوتک / علوم دينی در ايالات شمالغربی پاکستان
ـ نورالدين ترابی/ وزير عدليه/ از ارزگان ـ هوتک / يک چشم.
ـ حميد الله نمانی / وزير تحصيلات عالی /از زابل ـ دفتانی/ فاقد تحصيلات رسمی .
ـ احمد جان / وزير معدن / از پکتيا زدران/ مذاکره کننده با کمپنی های نفتی.
ـ جلال الدين حقانی / وزير امور سرحدات /از پکتيا ـ زدران/ جنبش اسلامی را عليه داود خان رهبری کرد،
ـ صادق آخوند/ وزير تجارت قندهار / ازقبيله وطايفهءهوتک /فاقد تحصيلات، در تسخير مزار شرکت داشت
ـ قاری دين محمد/ وزير پلان /از بدخشان / عضو برجسته در شورا.
ـ مولوی قلم الدين / رئيس امر باالمعروف /از لوگر/ تحصيلکرده لوگر و حقانيه، منشی مولوی نبی محمدی.
ـ مولوی جليل الله / عدليه /از هرات / تحصيلکرده مدرسه ديوبندی در هند.
ـ محمد حسن /والی ولايت قندهار /ازارزگان ـ اچکزی / تحصيلکرده مدرسه دينی درکويته.
ـ وکيل احمد/ وزير خارجه /از قندهارـ کاکر/ منشی و دستياراصلی ملا عمر، سخنگوی طالبان.
ـ شير محمد ستانکزی/معاون وزير خارجه/ از لوگـر ـ ستانکزی/افسر سابق پوليس ، آموزش ديده درهند.
ـ عارف الله عارف/ معاون وزير ماليه /از پکتيا /تحصيل تا صنف 6، و 14 سال تحصيل در حقانيه . [/color:fa713b2e60]

هرکه ناموخت از گذشت روزگار
هیچ ناموزد زهیچ آموزگار

با تقدیم حرمت


watanmal
24.11.2009

محترم لاروى صيب او د عزت وړ عادل عادل صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

له لاروى صيب او عادل عادل صيب څخه مننه كوم چى خپل نظرونه يى څرګند كړى

[color=white:833936033a]عادل عادل صيب مننه چى خبره مو رالوڅه كړى ،[/color:833936033a] دى كى هيڅ
شك نشته چى په اوسنى وخت كى د مجاهدينو په صف كى دريدل
خورا ګران كار دى، جاسوسان دومره زيات دى چى د خپلو 100 ډالرو
لپاره يو مسلمان د كلونو لپاره د صليبيانو وحشى پنجو ته وركوى ،
زه يى پيژنم چى كشر ورور د خپل مشر ورور جاسوسى كړى وه او
هغه اوس په زندان كى دى نور خو پريده، نو [color=darkblue:833936033a]په داسى حالاتو كى به
كوم ليونى د سر په قيمت شهرت وه غواړى د صليبيانو خلاف مبارزه
يواځى په سپيڅلى عقيده كيږى.[/color:833936033a]

عادل عادل صيب د صليبيانو په غيږه كى لويدلى پرونى مجاهدينو
بچيو د اسلامى قانون له مخى د جرمونو تعداد يى ډير زيات دى ،
په راسپړو يى شايد چى د فورم مسول اجازه رانه كړى نو ترينه تريږم ،
همدومره وايم چى دغه خلك به په دواړه دنياوو كى د ذلت ژوند سره
مخ وى په دنيا كى غلامى په اخرت كى جهنم، صليبيانو د سياف كور
څوځله ولټولو ، ريښتيا يى ويلى دى چى زه نه شرميږم ما به څوك وشرموى.

[color=white:833936033a]لاروى صيب[/color:833936033a] ما په خپله لومړۍ ليكنه كى چى كومى پوښتنى ليكلى وى
د هغى له اهدافو څخه يو داوه چى[color=darkblue:833936033a] د ښونځيو سوزولو اسبابو ته دى
وكتل شى ، كه له ښونځى څخه سياسى استفاده كيږى نو همغه ډول
به سوزول كيږى لكه څنګه چى د روسانو د جهاد په وخت كى مجاهدينو
سوزول[/color:833936033a] ښه تفصيل يى تاسى او عادل عادل ورور ليكلى دى.

لاروى صيب د رسنيو په رپوټونو باندى نظر وكړه چى يواځى د انتخاباتو
په پروسه كى څومره د ښونځيو څخه كار اخيستل شوى ، سره ددى
چى مقاومت كونكى له وړاندى څخه ورته ګوته څنډنه كړى كه په
ښونځيو كى د انتخاباتو مركزونه جوړ شول نو مونږ يى په نښه كوو،
[color=white:833936033a] بيا ولى حكومت له ښونځيو څخه استفاده كوى؟؟؟؟؟؟؟
تر شاه يى څه اهداف دى؟؟؟؟؟؟؟؟ [/color:833936033a]سره ددى چى په علاقه كى ډيرى
حكومتى ودانۍ شته او د استفادى وړى دى.
همدارنګه هيواد ته په سونه خيريه موسيسى راغلى چى مقصد يى
عيسويت ته دعوت چلول دى نو ايا دغه داعيان دى پريښودل شى
چى افغانان ګمراه كړى؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ دغه داعيان خپل كار په مختلفو
طريقو مخ په وړاندى بيايى ، پدوى پسى ګرځيدونكى ځوانان پوهيږى
چى دوى له كوم طريقو كار اخلى.

لاروى صيب ما په خپلو تيرو ليكنو كى په مختصره توګه خپله نظر ته
اشاره كړى وه نو اوس به يى يو څه په تفصيل وليكم : وروره
په جګړه كى حلوا نه ويشل كيږى هغه ټول ځايونه زيانمن كيږى په كوم كى
چى دښمن پروت وى ، د وسلوال افغانى مقاومت غازيان مجبور دى
چى په هغه حكومتى ودانيو حملى وكړى په كومو كى چى صليبيان او
ددوى اجيران پټ وى او مورچى يى نيولى وى.

[color=darkblue:833936033a]لاروى صيب له غټو غټو ودانيو څخه ماته خپله ازادى ، دين او ناموس
ډير ګران دى ، ځما هغه اوچتى ماڼۍ نه دى پكار چى زما د ازادۍ ،
دين او ناموس په بدل كى جوړيږى[/color:833936033a] موجوده صليبيانو زمونږ په
دين وطن او ناموس تيرى كړى --- ثبوتات يى ډير زيات دى ---
نو په هيڅ شكل يى د پريښودو سره موافق نه يم او ددوى د هرى
مورچى او پټيدو ځايونو او مركزونو باندى د حملى موافق يم.

[color=darkred:833936033a]د ښونځيو په اړه همغه د ړمبۍ ليكنه كى په نښه شوى ويډيو وه ګورۍ.[/color:833936033a]

[color=white:833936033a]په پاى كى يادونه كوم چى خبرى ټولى روښانه دى همدا ليكنه دلته د يادو شو موضوعګانو په اړه زما ورستۍ ليكنه ده.[/color:833936033a]

په مينه
وطنمل


Ghairat
24.11.2009

[quote:97c93ba126]عادل عادل صيب د صليبيانو په غيږه كى لويدلى پرونى مجاهدينو
بچيو د اسلامى قانون له مخى د جرمونو تعداد يى ډير زيات دى ،
په راسپړو يى شايد چى د فورم مسول اجازه رانه كړى نو ترينه تريږم ،
همدومره وايم چى دغه خلك به په دواړه دنياوو كى د ذلت ژوند سره
مخ وى په دنيا كى غلامى په اخرت كى جهنم، صليبيانو د سياف كور
څوځله ولټولو ، ريښتيا يى ويلى دى چى زه نه شرميږم ما به څوك وشرموى[/quote:97c93ba126]
قدرمنه وروره وطنمل صيب سلامونه درډالۍ کوم !
سياف خو ښکاره په ښکاره د پيسو له پاره ملا هر څه ته تړلې ده او ملت ښه پېژندلی دی، ولې هغه څوک چې د پيسو له پاره
په پټه د امريکايانو ککړ چوپړ ته ملا تړي او پټ پاتې کيږي لږ تر لږه خو بايد رسوا شي ، نو فکر نه کوم چې د فورمونو مسول دې ملت ته
دخاينانو له رسوا کولو سره موافقه ونه لري ، بلکې بالکل برعکس دا بايد د بحثفورمونو زرينه تنقيدي دنده ا وسي چې خاينان رسوا کړي!

په دې اړه د خپل غړيتوب د بايللو پورې زما د ملاتړ [color=blue:97c93ba126]تور توتان له تا قربان دي! [/color:97c93ba126]

[color=white:97c93ba126]ومن الله التوفيق![/color:97c93ba126]


mehman
24.11.2009

دوستان سلام بر شما!
[quote:6e3d6bbe96="watanmal"]لاروى صيب د رسنيو په رپوټونو باندى نظر وكړه چى يواځى د انتخاباتو په پروسه كى څومره د ښونځيو څخه كار اخيستل شوى ، سره ددى چى مقاومت كونكى له وړاندى څخه ورته ګوته څنډنه كړى كه په
ښونځيو كى د انتخاباتو مركزونه جوړ شول نو مونږ يى په نښه كوو،
[color=white:6e3d6bbe96] بيا ولى حكومت له ښونځيو څخه استفاده كوى؟؟؟؟؟؟؟
تر شاه يى څه اهداف دى؟؟؟؟؟؟؟؟ [/color:6e3d6bbe96]سره ددى چى په علاقه كى ډيرى
حكومتى ودانۍ شته او د استفادى وړى دى.
[/quote:6e3d6bbe96]
یک ادعای مطلق بی مفهوم ! در اکثرکشور های که انتخابات رواج دارد اتخابات در روز های بیکاری برگزار و اکثراً از مکاتب که مناسب ترین محل برای رای گیری است استفاده بعمل می آید!

با تقدیم حرمت


larghonay laraway
25.11.2009

السلام علیکم!
وطمنل صیب د هر چا په خبرو پسې به نه ګرځې ځکه که یو څوک له چا سره په مردارو کې شریک او یا دلال نه وي نو څنګه د یو چا له بړستنې لاندې خبرو هم خبریدی شي؟ په داسې حال کې چې په دومره ډاډ یې وایي چې ماخذ هم خپل ځان ګڼی.

په هر صورت خیرنې خبرې به خیرنو او بې چوکاټه خلکو ته پرېږدو. ځینو مجاهدینو او د مجاهدینو رهبرانو داسې ناوړې کړنې ترسره کړي چې نه څوک ترې دفاع کولی شي او نه پرې سترګې پټیدلی شي خو دلته زمونږ بحث دا نه دی چې مجاهد ته ښه او طالب ته بد ووایو. نه ټول مجاهد بد دي او نه ټول طالبان . بله دا چې په افرادو بحث کول هم ښه نه دي، بلکې په اعمالو یې باید بحث وکړو. اوس راځم د طالب او مجاهد کړنو ته. که مجاهد پول، پولګی، ښوونځی او نور عامه ځایونه وران کړي هم د ISI په فرمایش یې وران کړي او که طالب یې ورانوي هم د ISI په خوښه او فرمایش یې ورانوي. کنه نو هر عاقل او بالغ سړی په دې پوهېږي چې نه د روسانو ټانکونه په پله او پولګي بندیدل او نه د صلیبیانو الوتکې بندېږي. د دې تاوان یوازې پښتنو ته رسېږي چې د پښتنو ځپل د ISI ارماني هدف دی. د مجاهد او طالب په ورانولو کې دومره توپیر دی چې د مجاهدینو په وخت کې نصاب کمونستي ؤ او اوس اسلامي دی. دا چې حکومت فاسد، فاجر، فاحش دی نو زور یې له بې چاره پښتنو مسلمانو ماشومانو باید وانه خیستل شي. او که څوک د ښوونځیو په ورانولو او بندولو خوښ وي نو باید همدومره غیرت هم پیدا کړي چې خپل بچیان هم له ښوونځيو منع کړي ځکه چې په اروپاو، امریکا، پاکستان او ټوله نړۍ کې د طالبي نظام ښوونځي نشته.
دا که په انتخاباتو کې یوه ورځ له ښوونځیو ګټه واخیستل شوه نو د دې خو دا معنی نه شوه چې اووه کاله مخکې دې ښوونځي ورته وتړل شي. که همدا منطق وي نو دا خو ډېر کمزوری دی. بله دا که جاسوسان په ښوونځیو کې وي نو ښوونځي ته خو له امریکې څوک نه راځي خو د یو کلي، سیمې او محل خلک وي نو څوک چې جاسوسي کوي له خپله کوره یې هم کوي، له حجرې او دیرې یې هم کوي. حتی د طالبانو په صفونو کې هم داسې کسان موندلی شي چې جاسوسي یې وکړي. مونږ او تاسو ګورو چې طالبان په اوس وخت کې چاته د شپې ځای نه ښيي حتی نیمه شپه په یو کور کې وي او په نیمه کې بیا بل ځای ته ځی خو بیا هم د صلیبیانو له خوا بمبارد کېږي دا ځکه چې د دوی په صفونو کې جاسوسان دي. بله دا چې د طالبانو سیستم خو ډېر ساده دی حتی له پاکستانۍ مدرسو نه ورسره د جاسوس په نامه هم خلک راتلی شي. دا د ښوونځیو د تړلو لپاره بهانه نه شي کیدای.
وطنمل صیب په دې بحث کې مونږ او تاسو په ګڼو بېلابېلو موضوعاتو بحث وکړ خو دا چې ما یوازې د ښوونځیو خبره راټنګه کړه، دا د دې لپاره چې په یوه موضوع ښه فوکس کیدلی شي. په ګډو وډو موضوعاتو بحث ښه نتیجه نه ورکوي.
په پای کې بیا هم درته وایم:
[size=24:8936c7222f][color=red:8936c7222f]وطنمل صیب په پای کې یوه خبره درته کوم او هغه دا چې که چېرته طالبانو دا میړانه وکړه او د ISI په ارمانونو یې خاورې واړولې او د نر غوندې یې اعلان وکړ چې که هر ښوونکی ښوونځی ته رانغلو او هره سیمه کې ښوونځی بند ؤ نو مونږ به هغه ښوونکي ته جزا ورکړو نو ژمنه درسره کووم چې تر تا به یې زیات ملاتړ وکړم او همدا یوازې کیبورډ په واک کې لرم د ملاتړ لپاره به یې وکاروم ! دا ځکه وایم چې ښوونځي یوازې په هغو سیمو کې بند دي چې هلته نه د صلیبي حرامي کوبای زور رسېږي، نه د شمالي لنډه غران هلته ورتلی شي او نه د حکومت تر ولقې لاندې دي ؛بلکې په هغو سیمو کې یوازې او یوازې د ملا دغه اخون باج چلېږي!

په همدې هیله لرغونی لاروی[/color:8936c7222f][/size:8936c7222f]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more