د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

«جهاد» اصلی که حالاست، ولی کجاست «مجاهد»؟

ډاکتر څپاند
07.11.2009

«جهاد» اصلی که حالاست، ولی کجاست «مجاهد»؟

مظاهرهء بزرگی در جوار «طويله خانه» در شهر کابل براه افتيد که هدفش نکوهش اهانت به «قرآن» از جانب عساکر امريکايی در ولايت وردک افغانستان بود. عساکر امريکايی در اين ولايت، قرآن عظيم الشان را زيرپا و آنرا پاره پاره کرده اند. تظاهر کننده گان خواهان مجازات توهين کننده گان بودند، اما دريغا که آنها هنوز به اين واقعيت نرسيده اند که افغانستان يک کشور اشغال شده است و اشغال کننده گان دست به انجام هر کاری می زنند.

اگر هدف تظاهر کننده گان، بيدار ساختن حکومت کابل است که بايد چنين اهانت ها را بررسی و عاملين آنرا مجازات کند، کمی مسخره و مضحک است، زيرا از حکومت دست نشانده و مزدور کابل چنين توقعی نيست.

اين اولين بار نيست که از جانب عساکر اشغالگر امريکايی به عقايد مذهبی مردم اهانت صورت می گيرد، اما کجاست مرجعی که چنين اهانت ها را بررسی و عاملين اش را مجازات کند. از حکومت مزدور کابل به سرکردگی «ملا- کرزی» چنين توقعی نيست. او بار ها در موارد مختلفی چون اهانت به عقايد مذهبی مردم و کشتار غير نظاميان توسط عساکر امريکايی، هداياتی را ارشاد کرده و با توظيف کميسيونهايی خواهان بررسی آنها شده است، اما ايکاش که يک دست نشانده و يک مزدور معلوم الحالی چون او، چنين توانايی و نيرويی را می داشت! تا حال از هيچيک از آن بررسی ها خبری انتشار نيافته و عاملين آن جنايات دستگير و يا محاکمه نشده اند.

بايد صادقانه اعتراف کرد که چنين اهانت ها در دوران حضور عساکر شوروی که آنها را کمونيست و کافر نيز می گفتند، هرگز صورت نگرفته است، ولی متأسفانه ما آنقدر تبليغات غلط و افراطی عليه آنها کرديم، که امروز با اين سکوت در برابر اهانت های آشکار امريکا، در برابر قضاوتهای ديروز مان، احساس شرمنده گی می کنيم.

من فکر می کنم «جهاد» اصلی و حقيقی حالا بايد آغاز شود، ولی کجاست «مجاهد» حقيقی؟! من حالا می دانم که آن «جهاد» (سالهای 1978- 1991)، «جهاد امريکايی» بود، نه «جهاد افغانی» و «مجاهدين» افغان صرف عروسک هايی بودند که با بدست آوردن مليونها دالر و کلدار پاکستانی، به هر دُهل آنها رقصيدند و تا امروز غلام و بردهء آنها اند.

از غلام و برده هايی دوران «جهاد» که تعداد آنها بسيار اند، چه بگويم؟ غلام، غلام است، ولی آنهائی را که سالها عليه اين غلامان شعار دادند و عاقبت سر تعظيم فرود آوردند و نه تنها قدرت سياسی را به آنها هديه کردند، بلکه با آنها در يک جبهه نيز قرار گرفتند، چه خطاب کنم؟ غلام غلامان؟


Ibrahim-Radmanish
10.11.2009

شما بلکل درست فرمودید، ای کاش این پرده طالب پرستی از چشمی هر افغان برداشته شود٠


ډاکتر څپاند
10.11.2009

Ibrahim-Radmanish هموطن محترم،

[quote:b02c95b108]شما بلکل درست فرمودید، ای کاش این پرده طالب پرستی از چشمی هر افغان برداشته شود٠
[/quote:b02c95b108]

شما از نوشته متذکره برداشت نامکمل داشته ايد٠درواقع،تحرير فوق در مورد
ګډيګک هايست که اندر نام ملت افغان برکرسي های پارلمان تکيه زده وبه 
قيمت خون ملت ،معاش دالري بدست مې اورند٠


پښتون یار
10.11.2009

با عرض سلام واحترامات
برادر محترم ابراهيم خان چرا بايد ما وشما قضاوت هاي يك جانبه بكنيم!
همين سمت پرستي و زبان پرستي بود كه افغانستان را به اين حالت كشاند.
حرف از طالب گفتي خودت قضاوت كن آيا طالب از دوستم ، مسعود و ديگر رهبران باقدرت كه حالا نيز بر اريكه قدرت نشسته اند بهتر نيستند.
چه جناياتي بود كه اينها مرتكب آن نشد؟
چرا مردم چيزي نمي گويند؟ بخاطري كه آنها سر قدرت اند!
چرا مردم هميشه از محاكمه نمودن طالب ها ميگويند؟چرا از محاكمه نمودن آن خائنين نمي گويند كه قبلاً هم دست هاي شان به خون مردم بي گناه آغشته بود و حالا نيز است؟ پس معلوم ميشود كه مردم ما هيچ نظريه واقع بينانه را ارائه نمي كند.همين است كه دامنه هاي جنگ ، جدال و زبان پرستي روز به روز پراگنده شده ميرود، تا كه خودمان جلوگيري از آن نكنيم و در بين خود متفق نشويم اين جنگ ها از بين نمي رود و اوضاع افغانستان ديگر از اين هم بحراني تر ميشود.
از خداوند متعال تمنا دارم كه افكار خود پرستانه از خاك افغان بيرون كند و يك اتفاق محكمي را در بين افغانها بوجود بياورد تا كه بعداً هيچ كس جر‌أت بد نگاه كردن به اين خاك مقدس را نداشته باشد. بااحترام

برادر خورد شما شاهين خان


larghonay laraway
10.11.2009

السلام علیکم!
څپاند صیب دا موضوع خو زړه شوه ځکه چې مظاهرې هم وشوې او بالاخره د پارلمان غړیو او د وردګو والي رد کړه چې د قرآن سپکاوی دې شوی وي. په داسې حال کې چې هم د وردګو والي مسلمان دی او هم د پارلمان غړي. نو تاسو نور څه غواړئ؟
پاتې شوه د جهاد او اشغال خبره. جهاد باید په اصلي معنی وپېژندل شي. جهاد یوازې قتل او قتال ته هم نه وایي. پښتو متل دی وایي (اول یې زده کړه بیا کوزده کړه) . لومړی باید یو انسان له خپل نفس سره جهاد وکړي او هغه څه ونه کړي چې قرآن منع کړي وي. نو که زه او ته له ځان سره حساب وکړو دا جهاد نه تا کړی او نه ما. خدای ج فرمایي (حاسبوا انفسکم قبل ان تحاسبوا) مطلب یې دا دی چې مخکې له دې چې خدای درسره حساب وکړي له خپلو ځانونو سره محاسبه وکړئ.
پاتې شوه د روسانو سره جهاد، هغه په رښتیا چې سپېڅلی، ریښتونی او ښه جهاد ؤ خو دا چې ځینو خلکو خیانت وکړ نو دا په دې معنی نه شوه چې ټول جهاد ته دې په سپکه سترګه وکتل شي.
ګرانه دا که تاسو له اوسني حکومت سره جهاد روا ګڼئ نو مهرباني وکړه لومړی له دې ځایه کډه بار کړه ځکه چې له جهاد سره سم هجرت هم راغلی دی . که رښتیا هم دا حکومت ملحد وي او جهاد ورسره فرض وي او په دې خاوره کې ته ژوند کوې نو خدای به درنه پوښتنه وکړي (ایا د خدای ځمکه پراخه نه وه چې هجرت دې کړی وای) . جهاد یوازې د نورو وژلو ته چکچکې نه دي بلکې هر مسلمان باید جهاد وکړي.
پاتې شوه د اشغال خبره. نو که زه درنه وپوښتم چې افغانستان چا اشغال کړی ؟
کیدای شي چې سم ځواب یې رانه کړې ځکه چې په افغانستان کې د څلور دېرش هیوادونو پوځیان دي او د ملګرو ملتونو د پرېکړې له مخې راغلي چې د یو هیواد اشغال ورته نه شو ویلی. دا چې د امریکا اثر او رسوخ په کې ډېر دی نو دا اثر او رسوخ حتی په عربستان، پاکستان، ایران، ترکیه او اکثرو اسلامي هیوادونو لري نو ایا ټول یې اشغال کړي دي؟
په پای کې غواړم روښانه کړم چې په اوسني وخت کې همدا ښه جهاد دی چې زده کړه وکړو، پوهه حاصله کړو نو له نړۍ سره به سیالي وکړو.
په همدې هیله
لرغونی لاروی


pattang
10.11.2009

لرغونی ليکي :
[quote:ffc088f24e]السلام علیکم!
[color=brown:ffc088f24e]پاتې شوه د اشغال خبره. نو که زه درنه وپوښتم چې افغانستان چا اشغال کړی ؟ کیدای شي چې سم ځواب یې رانه کړې ځکه چې په افغانستان کې د څلور دېرش هیوادونو پوځیان دي او د ملګرو ملتونو د پرېکړې له مخې راغلي چې د یو هیواد اشغال ورته نه شو ویلی. دا چې د امریکا اثر او رسوخ په کې ډېر دی نو دا اثر او رسوخ حتی په عربستان، پاکستان، ایران، ترکیه او اکثرو اسلامي هیوادونو لري نو ایا ټول یې اشغال کړي دي؟ [/color:ffc088f24e][/quote:ffc088f24e]

لرغونی صيب دلته دې مالومه کړه چې ژورنالست يې خو سياست پوه او حقوق پوه
نه يې ٠ زه ګمان کوم چې دکابل دوګ ، مردارو خبرو او مردارو اعمالود اعصاب
درخراب کړي دي٠
- دافغا نستان له اولس سره جنګ اود هغه بمباري ،وژنه او سپکاوی هيڅ
حقوقيت او قضايې تله نشي منلی دا عمل دحقوقي نورمونو مخالف دی٠
- دامريکايانو راتګ او دهغوی عمليا ت به يواځې د القاعدې په ضد رواوي
، نه دطالبانو اود افغان اولس پر ضد ٠ دطالبانو او القاعدي تر منځ دتړون کوم
سندنشته اونه يې اشغالګرو دا سابته کړې ، جنګ يوازې داسلام فرستانو په
ضد دی٠
( يواځې دکرزي کاکو ملګري د شمال لنډغر ددالرو لپاره دالقاعدې نارې وهي
حتا تر دې حه پوري چې دقندوس والي عمر په يوه مرکه کې ووېلې چې هغ الماني
منصبدارته چي ١٤٠ ملکي خلک يې بمبار کړې دي بايد پورته رتبه ورت ورکړل
شي ځکه چې هغه القاعده وژلي او پښتانه ټول القاعده دي ... )
- که اشغال نوي نو ولې اشغالګر دافغانستان داساسي قانون څخه د باندې
عمليات کوي٠
- ٣٤ ملکونه څوک دي ? ، هغوی هغه ملکونه دي چې ګډې سياسي اواقتصادي
ګټې سره لري او ټو ل په ناتو کې دي . اروپايې ګډ بازار + امريکا
- په تاريخي لحاظ د امريکې هغه سپين اکسريت چې قدرت يې په لا س کي دی
ټول اروپا يان او اروپا يې يهود دي٠
- UN خو د cia د هلېز دی او هرې خبرې سرسرې او بهانوي اول هلته مطرح کې
کيږي خو پلان يې په پېنتاګون کې شوی وي ٠ د فلسطين په هکله له ٥٠ ډېرې
پرېکړې شوې دي خو يوه يې هم ندی عملي شوې ٠
[quote:ffc088f24e][color=white:ffc088f24e]په پای کې غواړم روښانه کړم چې په اوسني وخت کې همدا ښه جهاد دی چې زده کړه وکړو، پوهه حاصله کړو نو له نړۍ سره به سیالي وکړو. په همدې هیله [/color:ffc088f24e]
لرغونی لاروی [/quote:ffc088f24e]
قلم ، کاغذ ، پوهه ښه جهاد دی خو نه داشغالګرو په پيسو ٠ که مونږ ددوی په
پيسو داجهاد وکړو نو قسم په خدای دی چې دسومبۍ چاپ به مو هم تياتر او
هم ډرامې ته را وباسي ! ايا پښتنو ته دا غواړې ?
خدای دژر ژر لويوه چې دياري شي٠


..Ahmadzai
10.11.2009

[quote:5290f6d3d3]پاتې شوه د اشغال خبره. نو که زه درنه وپوښتم چې افغانستان چا اشغال کړی ؟ کیدای شي چې سم ځواب یې رانه کړې ځکه چې په افغانستان کې د څلور دېرش هیوادونو پوځیان دي او د ملګرو ملتونو د پرېکړې له مخې راغلي چې د یو هیواد اشغال ورته نه شو ویلی. دا چې د امریکا اثر او رسوخ په کې ډېر دی نو دا اثر او رسوخ حتی په عربستان، پاکستان، ایران، ترکیه او اکثرو اسلامي هیوادونو لري نو ایا ټول یې اشغال کړي دي؟

[/quote:5290f6d3d3]

لرغونی صاحب
تا خو ډیر لوړ افکار لرل، ډیر هوښیار سړی معلومیدې.
نن دې څه اپلتې پیل کړي.
که ته ژورنالست یی، نو خامخا بې پلوه نه یې.
ما ته پته ده،د افغانستان اکثر ژورنالیستي اورګانو ته امریکایان او صلیبیان فنډ ورکوي، او یا یې ژورنالستانو ته مستقیماٌ تنخا ورکوي، او که له نورو بهرنیو ژورنالستیک ادارو سره کار کوې، هغه به هم هغو هیوادو پورې اړه لري چې د جنګیالیو لاسونه یې د بې وزلو افغانانو په وینو سره دي.
نو د دې په ځای چې ته حقیقت څرګند کړې، د خپل ولي النعمة د احسانو شکریة ادا کوې.
وروه ډالر ډیر خواږه دي، اوس په کابل کې ډیر پیدا کیږي، څوک یې غربیانو ته په سلامۍ او چاپړوسۍ پیدا کوي، څوک یې د دین سره په خیانت، څوک یې د خپلو افغانانو پښتنو د وینوپه بیه، خو رینډۍ یې د خپل پت اوپه دقیقة توګه د خپل کو..... په بیه پیدا کوي، او څوک یې د ناولي قلم په څوکه پیدا کوي.
زه داسې ځوانان پیژنم چې د طالبانو په وخت کې به یې د پاکستان په غرو کې بوټي کرل او ایله بیله د ورځې به یې سل کالدارې پیداکولی سوې، اوس د صلیبیانو په چوپړ کې اخته دي او دوه زره ډالر تنخوا اخلي، مخکې به یې اسلام اسلام نارې وهلې، خو اوس ډالر ډالر نارې وهي، ګیرې یې یا وخریلې او یې لنډې کړې، چې جهاد ورته یاد کړې، لکه چې خوږ دې ورته یاد کړی وي،او داسې هم پیژنم چې لوړې اکادیمیک درجې لري، خو د سنګرو په خړو ګردو کې خوښ دي، د خپل دین، هیواد او پت او ازادۍ څخه دفاع کوي، کور کې دومره لري چې ګوزاره یې پرې اوسي، هغوۍدغه ډالر چې دا نور ځوانان یې ترلاسه کوي، دهغو پتمنو پښتنو پیغلو د پت لوټلو قیمت بولي چې صلیبیانو لوټولي دي، د هغو پاکو وینو چې غربیانو زمونږ په هیواد کې بهولي،په هغو باندې د سترګو پټولو قیمت یې بولي ، لنډه دا چې د ا ډالر د غلامۍ قبلولو بدل کې ترلاسه کیږي.

نو زه نه پوهیږم چې ته څه رنګه ژورنالیست یې، څوک تنخا درکوي، او څومره حقیقت بیانوې، او د بیان د ازادۍ څومره ازادۍ لرې؟
نورخو څه دیني عالم نه یې چې د جهاد فتوی ورکړې یا یې رد کړې، دومره دیني زده کړه خو نلرې.

زما توصیة درته دا ده ، چې د توبې سورت له تفسیر سره په غور غور وګوره، هوښیار سړی یې، کیدای سي څه ګټه ترلاسه کړې، دوه ورځې ژوند ده، او حساب کتاب ته تیاری نیول پکار ده.

[quote:5290f6d3d3] خدای ج فرمایي (حاسبوا انفسکم قبل ان تحاسبوا)[/quote:5290f6d3d3]

نو وروره هغه کوم شی چې ته ورته د خدای تعالی کلام وایې هغه د حضرت عمر رضي الله عنه قول دی.
[color=darkred:5290f6d3d3]قال عمر بن الخطاب رضي الله عنه: (حاسبوا أنفسكم قبل أن تحاسبوا، وزنوها قبل أن توزنوا، فإن أهون عليكم في الحساب غداً أن تحاسبوا أنفسكم اليوم، وتزينوا للعرض الأكبر، يومئذ تعرضون لا تخفى منكم خافية).[/color:5290f6d3d3]

.
په درنښت


میوند ننګیال
11.11.2009

رانږدی او محترم لرغونی لاروی صیب سلامونه !

محترمه !

[quote:6e9aad4570]د پارلمان غړیو او د وردګو والي رد کړه چې د قرآن سپکاوی دې شوی وي. په داسې حال کې چې هم د وردګو والي مسلمان دی او هم د پارلمان غړي[/quote:6e9aad4570]

وروره !
اول دا چی دپارلمان غړی یا د وردګو والی نه څه پیغمبران دی او نه ولیان دی الله مه کړه دا هم نه وایم چی مسلمانان نه دی خودوی چی په پارلمان کی ناست دی او والیان نو لږځه خو په دامریکی لپاره وایی او دا ډآلر بیا بعضی خلکو ته دومره نزدی دی ( الله مو دی ترینه وساتی ) چی ایمانونه او ناموسونه یی خرڅ کړل نو یو دروغ ویل خو دومره لویه خبره نده .

[color=yellow:6e9aad4570]بله وروره که دوالی یا دپارلمان غړو خبره صحیح هم وی نو[/color:6e9aad4570] :

دی اشغلګرو یهودانو کوم کارونه ندی کړی لاروی صیب !
ته او خدای دی چی قران کریمونه یی ندی سو ځولی جوماتونه یی ندی بمبار کړی انجونی ښځی سپين روبی مشران یی ندی بی پته او عفته کړی داسی یو وحشت راوښیه چی دوی نوی کړی .

لاروی صیب تاسو یی ولی دفاع کوی ؟

[quote:6e9aad4570]پاتې شوه د جهاد او اشغال خبره. جهاد باید په اصلي معنی وپېژندل شي. جهاد یوازې قتل او قتال ته هم نه وایي. پښتو متل دی وایي (اول یې زده کړه بیا کوزده کړه) . لومړی باید یو انسان له خپل نفس سره جهاد وکړي او هغه څه ونه کړي چې قرآن منع کړي وي. نو که زه او ته له ځان سره حساب وکړو دا جهاد نه تا کړی او نه ما[/quote:6e9aad4570]

داخبره دی صحیح ده چی جهادیواځی قتل اوقتال ته نه وایی ( د نفس سره جهاد ،په قلم سره ، په مال سره ، او یا پخپله دالله په لار کی وتل )
داسی ښکاری چی تاسو یو هم نکوی .
ځکه قلم مو داجیر حکومت طرفداری کوی اشغالګر بد نه یادوی . پاتی د نفس سره جهاد ته او خدای چی تا پدی حدیٍ عمل کړی :
من رای منکم منکرا فلیغیره بیده فآن لم یستطع فبلسانه فان لم یستطع فبقلبه وذلک اضعف الایمان .
نو تا خو له خپل نفس سره هم جها د ندی کړی .

[quote:6e9aad4570]خدای ج فرمایي (حاسبوا انفسکم قبل ان تحاسبوا) مطلب یې دا دی چې مخکې له دې چې خدای درسره حساب وکړي له خپلو ځانونو سره محاسبه وکړئ.[/quote:6e9aad4570]

محترمه !
داسی خو کوم سورت نشته چس دا ایات پکی وی .

[quote:6e9aad4570]پاتې شوه د روسانو سره جهاد، هغه په رښتیا چې سپېڅلی، ریښتونی او ښه جهاد ؤ خو دا چې ځینو خلکو خیانت وکړ نو دا په دې معنی نه شوه چې ټول جهاد ته دې په سپکه سترګه وکتل شي. [/quote:6e9aad4570]

ولی لاروی صیب دا نن چی کوم جهاد دی دی ته جهاد نه وایی د شرمیدلی کمونستی دوری اسلام، افغان اولس او ناموس ته دومره په سپکه نه وه کتلی لکه دوی چی ورته ګوری هو داخبره دی صحیح ده چی مخکنی جهاد کی بعضی خیانت وکړ خو مونږ سره یی خیانت ندی کړی د الله سره یی کړی جواب به یی ورکړی او نن په اجیر حکومت کس هم ناست دس .

[quote:6e9aad4570]ګرانه دا که تاسو له اوسني حکومت سره جهاد روا ګڼئ نو مهرباني وکړه لومړی له دې ځایه کډه بار کړه ځکه چې له جهاد سره سم هجرت هم راغلی دی . که رښتیا هم دا حکومت ملحد وي او جهاد ورسره فرض وي او په دې خاوره کې ته ژوند کوې نو خدای به درنه پوښتنه وکړي (ایا د خدای ځمکه پراخه نه وه چې هجرت دې کړی وای)[/quote:6e9aad4570]

محترم لاروی صیب !
په اسلامی تعلیماتو کی ډیر کمزوری یی ځکه که یو سړی جهاد کوی نو هغه دی ته ضرورت نلری چی خا مخا دی هجرت وکړی .
الله په هغه وخت کی داپوښتنه کوی (ایا د خدای ځمکه پراخه نه وه چې هجرت دې کړی وای)
[color=blue:6e9aad4570]دا ایات د هغه چا لپاره راغلی چیی دا وایی :
چی کنا مستضعفین مونږ کمزوری وو [/color:6e9aad4570]

ایات داسی دی :
إِن الذين توفاهم الْملَائكة ظَالمي انفسهِم قَالوا فِيم كنتم قَالوا كنا مستضعفِين فِي الْأَرْضِ قَالوا أَلم تَكن أَرْض الله واسِعة فَتهاجروا فِيهافَأُولَئك مأْواهم جهنم وساءت مصِيرا. سورة نسا‌ء‌

محترمه!
ددی ترجمه او تفسیر کتلی شی .

[color=darkblue:6e9aad4570]من فسر القران بنفسه فقد کفر الله دی نکړی چی تاسو هم پدی ډله کی راسی[/color:6e9aad4570].

[quote:6e9aad4570]پاتې شوه د اشغال خبره. نو که زه درنه وپوښتم چې افغانستان چا اشغال کړی ؟
کیدای شي چې سم ځواب یې رانه کړې ځکه چې په افغانستان کې د څلور دېرش هیوادونو پوځیان دي او د ملګرو ملتونو د پرېکړې له مخې راغلي چې د یو هیواد اشغال ورته نه شو ویلی.[/quote:6e9aad4570]

کوم ملګری ملتونه کومه پریکړه ملګری ملتونه خو هسی یو نوم دی او بادار یی امریکه ده او دانور ملکونه چی ورسره هغوی هم اشغاګر دی خو سر یی امریکه ده .

[quote:6e9aad4570]دا اثر او رسوخ حتی په عربستان، پاکستان، ایران، ترکیه او اکثرو اسلامي هیوادونو لري نو ایا ټول یې اشغال کړي دي؟ [/quote:6e9aad4570]

هغوی یی داسی ندی اشغال کړی لکه افغانستان افغانستان یی غصب کړی اوتبری یی پری کړی په شرعه کی دا بیل حکم لری .

محترمه !

بهترین جهاد دظالم امیر سلطان پاچا په مخکی حق خبره کول دی اوستا کار چونکه تاسو یو ژورنالست یی دادی چی دنیا ته ددی بی دینو اد غاصب پټ کارونه ظلمونه ښودل دی .

ستسو دلا کمیا بی او پرمختګ په هیله


شفق
11.11.2009

[quote:e0f5f23f2b="larghonay laraway"]السلام علیکم!
څپاند صیب دا موضوع خو زړه شوه ځکه چې مظاهرې هم وشوې او بالاخره د پارلمان غړیو او د وردګو والي رد کړه چې د قرآن سپکاوی دې شوی وي. په داسې حال کې چې هم د وردګو والي مسلمان دی او هم د پارلمان غړي. نو تاسو نور څه غواړئ؟[/quote:e0f5f23f2b]

هلكه له ديموكراسۍ څخه سپيلني كيږ او اكثريت نه مني ، په زرګونه خلكو د مظاهرو
له لاري د قران كريم بي حرمتي وغندله او تا جناب ته فقط د ګوتو په شمار پارلماني
وكيلان او يو د وردګو ګيډړ والي خبره اعتبار لري خيال كوه چه د ديموكراسي مينان دي
جرمانه نه كړي.

[quote:e0f5f23f2b="larghonay laraway"]پاتې شوه د جهاد او اشغال خبره. جهاد باید په اصلي معنی وپېژندل شي. جهاد یوازې قتل او قتال ته هم نه وایي. پښتو متل دی وایي (اول یې زده کړه بیا کوزده کړه) .[/quote:e0f5f23f2b]

هلكه دا د(اول یې زده کړه بیا کوزده کړه) متل نسخه اول په ځان تطبيق كړه تر ټولو ته ورته زياته اړتيا لري
كنه نو لانديني كار دي د پوهي ښه بيلګه ده.

[quote:e0f5f23f2b="larghonay laraway"]خدای ج فرمایي (حاسبوا انفسکم قبل ان تحاسبوا) [/quote:e0f5f23f2b]

لاروي صاحب د الله كلام په اړه خبري د لاري د سر خبري نه دي . زمونږ سره چي د قران كومي
نسخي دي په هغي كي پورتني ايات نشته . افرين افرين افرين پدي پوه او علم

[quote:e0f5f23f2b="larghonay laraway"]پاتې شوه د روسانو سره جهاد، هغه په رښتیا چې سپېڅلی، ریښتونی او ښه جهاد ؤ خو دا چې ځینو خلکو خیانت وکړ [/quote:e0f5f23f2b]

هلكه دلته دي خبره صحيح كړي دي ظالمانو خيانت وكړو او د صليبيانو غلامان شول


[quote:e0f5f23f2b="larghonay laraway"]پاتې شوه د اشغال خبره. نو که زه درنه وپوښتم چې افغانستان چا اشغال کړی ؟
کیدای شي چې سم ځواب یې رانه کړې ځکه چې په افغانستان کې د څلور دېرش هیوادونو پوځیان دي او د ملګرو ملتونو د پرېکړې له مخې راغلي چې د یو هیواد اشغال ورته نه شو ویلی. دا چې د امریکا اثر او رسوخ په کې ډېر دی نو دا اثر او رسوخ حتی په عربستان، پاکستان، ایران، ترکیه او اکثرو اسلامي هیوادونو لري نو ایا ټول یې اشغال کړي دي؟ [/quote:e0f5f23f2b]

كم عقله او د پيل په غوږ كي وده شوي خبري نه يي چي افغانستان صليبيانو اشغال كړي. ټولو صليبي ملكونو خپل پوځونه افغانستان ته راليږي او ورسره څه منافقين هم شته تاځوان ته دي معلومه وي چي د صليبيانو دا ډول پوځي اتحاد د اندلس او صلاح الدين ايوبي سره په جګړو كي ليدل كيده او په لسګونه كاله ورسته په افغانستان كي ليدل كيږي.

هلكه داسي ښكاري چي په كومه ورځ دي ليكنه كوله يا له خوبه وي او يا دي نيشه كړي وه


عادل عادل
11.11.2009

سلامونه

ماته خو کله کله د ځنو عقلمندو بې اودسه څرګندونې داسي وبریښي لکه نمایشي بڼه چې لري، کیدای شي چې د غربي یا د کوم اروپایي هیواد د استوګنې یا ګرین کارډ د لاسته راوړلو لپاره به مربوطه سفارتخانو ته موجه دلایل، حجت او اسناد جوړوي، که داسې وي نو بیا خو د وروڼو غبرګون او حتی د ډیر اخلاص په صورت کې ګواښل، به نه یوازې چې ددوی د خفګان سبب نه شي بلکه د زړه له تله به دعاوې هم ورته کوي.


Ghairat
11.11.2009

ورونو د لرغوني صيب خبرو زه هم په تعجب کړم، دمګړۍ هر څوک آزادۍ چغې وهي ، خو له مونږ سره د آزادۍ درې معيارونه شته :

ديني آزادي، ملي آزادي او اجتماعي آزادي !

ديني آزادي دا نه ده چې حکومت دې د کفارو په لاس کې وي او تاته دې صرف داسلامي مناسکو اجازه وي چې په ډيرو عباداتو جوماتونه سوري که ، لکه پر هند
د انګليس د ٢٠٠ کلن حکومت په ترڅ کې چې کيداي شي آن دديوبند مدرسه هم په دغه وخت کې رامنځته شوې وي يعني له اسلام او هندي اديانو سره يې غرض نه درلود، خو د حکومت سره هم نه مسلمانانو او نه هندوانو کار درلود!

نو ددين آزادي ددين لرونکو له آزادۍپرته ، د اسلام آزادي د مسلمانانو له آزادۍ پرته او د مسلمانانو آژادي له ملي خپلواکۍ پرته امکان نه لري!

لذا د اسلامي آزادۍ سره جوخت چې طالبانو ورونو يې بيرغ پورته کړی د ملي آزادۍ ټولې غوښتنې په پام کې ونيول شي ،
اسلامي جهاد بايد ملي اوآزادي مو ملي او اسلامي دواړه وي! که څوک مو د سؤ استفادې له پاره د اسلام په نوم کاذبه خوښي
څرګندوي خو په ملي جهاد او ملي آزادۍ مو خفه کيږي زړه دې وچوي!

الحمدلله په وروستيو وختونو کې دطالبانوله خوا د جهاد او آزادۍ ملي اړخ ته هم څه ناڅه پام اوښتي دی او بايد د شکل او محتوا په شان
د جهاد ملي او اسلامي کرکتر يو له بل سره بيرته پشبړ پيوند کړي !
د وزيرستان له طالبانو سره د افغاني طالبانو ملاتړ به هم اسلامي او هم ملي ملاتړ ښه بيلګه واي خو کاش چې توفيق يې د افغاني طالبانو په برخه شي !
که نه نو د دلته او هلته بښتنود حالت تر منځ څه لرق دی؟ :
هلته هم پرې د امريکا پې بيلوټه طيارې د زرداري پنجابي حکومت د توپونو او ټانکو په پرګه بمباري کوي او دلته پرې هم د کرزي د حکومتي پوځ په ملګرتوب
دامريکايئ طيارې بمباري کوي ، دلته او هلته حکومتونه سره طالبانو ته يو دي، بمپارونکي قدرت هم دلته او هلته يو دی چې هغه امريکا ده، ولې نه بښتانه دلته او هلته د ظالم بر ضد سره يو شول او نه دا او هغه طالبان سره يو شول (!)

هو، د ملي آزادۍ په محتوا کې اجتماعي آزادي هم شامله ده، لکه جمهوريت او مشروعيت، ټولټاکنې، شورايت ، قانونيت او تقنين ،
د بيان او مطبوعاتو آزادي او ددوی په مرسته او چوکاټ کې د هيوادپرمختک تضمينول ټول د ټولنيزې آزادۍ پورې اړه لري!

که طالبان ددې توفيق تر لاسه کړي چې ددريواړو آزاديو ، اسلامي، ملي او ټولنيزې آزادۍ وحدت ومني او د هدف په توګه يې اعلام کړي،
نه يواځې د اشغالګرو پلمې به پرې شنډې کړي ، بلکې د پراخه او سرتاسري ملي ملاتړ په زور به اشغالګر له هيواد څخه ډير ژر وتلو ته اړباسي !
په دې توګه به طالب غورځنګ افغان ولس ته يو نوی پيغام ، آزادي بخښونکی او نجات بخشه پيغام هم ولري او که نه د آزادۍ او نيکمرغۍ پر ځای به
به ديکتاتورۍ ، بلواکۍ اوبدمرغۍته لار پرانيځي!
نو لاروي صيب! که ژورنالستان ځانونه ملتپال بولي که اسلامپال او که له ولسواکۍ سره دواړه په وحدت کې ملي اسلامي ولسواک، سمه سيخه د صراط المستقيم لار مو همدغه يوه ده، چې افغان ملت او طالبان پرې راغونډېداي شي اوژورنالستان ورته د يو ه رغانده ملي ځواک په توګه دواړه خواوې راغوښتلای شي او بايد هم ورته يې راوبولي چې هغه د ملي اسلامي او اجتماعي آزادۍ لار يا ملي اسلامي ولسواک نظام دی،
له دې څخه سرغړاوی نه روان ناورين له منځه وړي شي اونه ژر يا وروسته بيا له بل ناورين څخه ملت خوندي ساتلی شي!
د لوی احمد شاه بابا له وخته مو آزادي ګټلې ده، خو له هغه وخته تر اوسه پورې پښتون او له پښتنو سره ټول افغانان د نارينونو
او ملي او اجتماعي توفانونو او تسوناميو کې ښکېل پاتې شوي يو، علت يې دادی چې زمونږ ملي قهرمانان او اتلولۍ يو اړخيزه وې ،
يا يواځې اسلامي وې ملي او اجتماعي مسوليت هډو چا پيژنده هم نه ،نو پادشاهانو يې خپل حکومت هم نشو ټينګولی،
يايواځې ملي وې اسلامي په کې نقض شوې وې لکه امان الله خان او يا يواځې ټولنيزې وې چې ملي اسلامي اړخونه په کې
دواړه تر پښو لاندې شوي وو لکه کمونستان او اوسني حکومت چې اسلامي اړخ په کې له ملي ناورين سره د مستعمره هند په څېر
اسلامي شؤنو او مناسکو ته صرف اجازه ورکوي ، د ليبرالې لويديځوالې ولسواکۍ تر ډمبکي لاندې د ملي آزادۍ ،
ملي اسلامي ولسواکۍ مخه نيسي! نو د څوک چې د ملي آزادۍ ، ملي او اسلامي ولسواکۍ مخه نيسي په اړه صرف دا ويلی شو چې :
غضب الله عليهم اجمعين !


..Ahmadzai
11.11.2009

السلام علیکم

[quote:a2021b440d]ذا د اسلامي آزادۍ سره جوخت چې طالبانو ورونو يې بيرغ پورته کړی د ملي آزادۍ ټولې غوښتنې په پام کې ونيول شي ، اسلامي جهاد بايد ملي اوآزادي مو ملي او اسلامي دواړه وي! که څوک مو د سوه استفادې له پاره د اسلام په نوم کاذبه خوښي څرګندوي خو په ملي جهاد او ملي آزادۍ مو خفه کيږي زړه دې وچوي![/quote:a2021b440d]

غیرت صاحب
خدای دې ژوندی او ښاد لره.
په درنښت


Ibrahim-Radmanish
11.11.2009

سلام،دوستی عزیز نوری و جنابی سپند سافی ٠موضوع بسیار واضع است ولی تا جای جوابی شما را یا به ګونه دیګر جنابی(larghonay laraway)صاحب به کلمات واضع همه نکاترا ذکر کرده پس چرا باری دګر تکرار ان غلت فهمی شویم که در دوران کمونستان شدیم ازموده را ازمودن خطاست٠


pattang
11.11.2009

Prima Chillen Prima!
ايله بيله غيرت صيب نن شپه په شۍ خوا ارامه او سپکوويده او په ښۍ خوا
را پورته شوی دی ٠ خدای پاک دې تل داسې ارامه مزاج ور کړي٠


عادل عادل
11.11.2009

سلامونه

غیرت صیب نظریات مو ډیر عالي، ګټور او د نننیو نازکو حالاتو اړینه تقاضا ده.

ان شاء الله چي بحثونه مو جهت مومي، ستاسو د بې قیده دعاوو د ادامې په هیله

په درنښت


pattang
11.11.2009

عادل صيب که ولي نه يې خالي هم نه يې !
دلر غوني په برخه د خدای پاک نه صدق کوي ، شايد چې دردېدلی وي ، څکه هغه
په ډېر چټل محيط کې ژوند کوي او شرايط يې ډېر خراب دي ، زه دومره خبر يم چې
واړه زوی يې ورته وېلي وو چې پلاره زه به د پلاستيک خلتې درته خرڅوم ٠
خو دا بله قصه : ډېر په مخ کې هلته په پښتو ليک وېبپاڼې او دا شيان نه وو ، خو ما
يوه پاڼه لرله چې په هغې کې پښتو هرچا لوستی ،کته کولی او را ايستلی شوی او
هم يې ليکلی شوی خو دليکنې په هکله يې بايد زما سره تماس نيولی وی ٠
يوه ورځ يوه سړي چې ما ښه پېژاند تليفون راته وکړ او راته ويې وېلې چې زه يو
مضمون در لېږم هغه ستا په پاڼه کې راته خپورکه ،تا ريخ يې څټ ته واچوه او
بيايې  راته  له پرينټه را وباسه ، چاپ يې کړه او ماته يې بېرته را ولېږه .
نو ما داکار وکړ او بيامې پوښتنه ورڅخه وکړه چې کار دې څرنګه شه !
نويې ځواب يې راکړ " زه او ټوله کور مې قبول شول "
نو ما ورته ويل چې داچل دې له چا زدکړی ? ده راته وېل چې ددعوې له وکيله
مې داچل زدکړی او هغه ماته داسې ووېل که چېرې زه ددولت ضد علاني
ليکنه ولرم نو ډېره ګټه به راته وکړي٠

[quote:81373254aa="عادل عادل"]سلامونه

ماته خو کله کله د ځنو عقلمندو بې اودسه څرګندونې داسي وبریښي لکه نمایشي بڼه چې لري، کیدای شي چې د غربي یا د کوم اروپایي هیواد د استوګنې یا ګرین کارډ د لاسته راوړلو لپاره به مربوطه سفارتخانو ته موجه دلایل، حجت او اسناد جوړوي، که داسې وي نو بیا خو د وروڼو غبرګون او حتی د ډیر اخلاص په صورت کې ګواښل، به نه یوازې چې ددوی د خفګان سبب نه شي بلکه د زړه له تله به دعاوې هم ورته کوي.[/quote:81373254aa]


larghonay laraway
12.11.2009

السلام علیکم!
فکر کوم د بحث فورم وروڼه ډېر په احساساتو غږېږي حتی دومره چې د غوسې ښکار شوي دي. دا څویم کال دی چې زه په بحث فورم کې لیکنې کوم. نو ملګرو باید زما عقیده، فکر او نظر درک کړی وي. ځکه چې ما د بهرنیانو په ګټه خو لا پرېږده چې د موجوده افغان حکومت په ملاتړ مې هم کومه لیکنه نه ده کړې بلکې غندنه مې کړې ده.
په هر صورت د ځان سپیناوی ته به اړتیا نه وي.
بیا هم له ټولو وروڼو مننه چې زما لیکنه یې لوستې، تېروتنې یې راپه ګوته کړي او په نظر څرګندولو یې ارزولې ده. په ځانګړې توګه له احمدزي صیب څخه چې ما مقولې ته ایت ویلي و. خو باید دومره ووایم چې دا رانه ټایپی غلطي شوې وه.

ما اصلا د ښاغلي څپاند په لیکنه خپل نظر څرګند کړی ؤ چې هغه د روسانو سره جهاد ته هم جهاد نه وو ویلي. دا چې زه د هغه وخت د مجاهد او مهاجر بچې وم نو ما د ښاغلي څپاند په لیکنه خپل غبرګون ښودلی ؤ. ولې هغې خبرې ته ستاسو هیڅ پام نه دی شوی او یا خو له پاړسو سره ډېر سخت حساسیت لرئ هیڅ یې نه لولئ.

بیا مې په وردګو کې د قرآن عظیم الشان د سپکاوي خبره کړې وه چې د وردګو والي او د پارلمان غړو رد کړې ده. ما د وردګو د والي او د پارلمان د غړو خبره د دې لپاره دلته راوړه چې له تاسو درنو مې هیله او تمه لرله چې کوم یو به له احساساتو پرته کره شواهد او دلایل راوړي چې د والي او د پارلمان د غړو سترګې ټیټې شي خو تاسو یوازې خپل تاوده او له غوسې ډک احساسات لیکلي دي.
زه خو لا څه چې هیڅ مسلمان د قرآن عظیم الشان سپکاوی نه شي زغملی، خو بحث او هغه هم لیکنی بحث باید ډېر کره، په ماخذونو، منطق او شواهدو ولاړ وي. داسې نه لکه شفیق چې غټ دلیل یې د ګڼو خلکو مظاهره ده. لومړی خو باید شفیق خان په دې پوه شي چې مظاهره خلک د خپل منل شوي حکومت په وړاندې کوي، چې د دوی حقوق ورکړي. نو ته چې له یو حکومت سره جهاد اعلانوې بیا مظاهره یعنې څه؟

اوس به د اشغال خبرې ته راشو:

دا خو به ډېره ښه وای چې افغانستان یو په خپلو پښو ولاړ، د خپل اقتصاد، تخنیک او سیاست لرونکی وای. خو په اوسنیو شرایطو کې دا یو خوب خیال او مهال دی. اشغال خو هغه هیواد ته وایي چې کرنسي یې د استعمارګر په نامه یا د هغه انځور وي. قانون یې د استعمارګر وي، خپل ولسمشر نه لري او په رسمي ادارو کې یې د استعمارګر انځورونه وي لکه په کاناډا او اسټرالیا کې چې د ملکې الیزابت دي. نو اوسنی افغانستان داسې نه دی. بلکې د نړیوالې ټولنې په نامه دلته څلور دېرش هیوادونه راغلي چې مسلمانان هم په کې دي لکه ترکان. اوس مونږ افغانستان د کوم یو هیواد استعمار بللی شو؟ افغانستان ته بهرنیان دNorth Atlantic treaty organization (NATO) په نامه راغلي دي.

پوښتنه دلته ده چې افغانستان اشغال نه دی، بهرني ځواکونه د ناټو په نامه راغلي نو بیا په افغانستان کې دومره خپل سري، بې سري او لنډغري ولې کوي؟ له دې سره زه هم مخالف یم، تاسو هم او هر څوک چې ځانته افغان او مسلمان وایي هغه ټول یې مخالف دي. خو دا ټول د جناب کرزي د کمزوري منجمنټ یا ادارې پورې اړه لري. ده باید د یو هیواد د ولسمشر په خاطر د ټولو غیر قانوني کړنو مخه نیولې وای، بهرني ځواکونه او بهرنۍ مرستې یې باید د خپل هیواد په ګټه استعمال کړې وای. خو دا چې کرزی او اداره یې کمزورې، بې کفایته او بې احساسه ده نو دا به د اشغال په معنی نه وي. ځکه خپلسري خو په دې اوو کلونو کې په افغانستان کې دوستم هم کړې شخصي زندانونه یې لرل، فهیم هم کړې دقاتلینو او اختطافچیانو بانډونه لري، د کرزي ورور هم ، په دولت کې ډېرو نورو لنډه غرانو هم خلک وژلي او وهلي، حتی طالبانو هم کړې ځکه چې عام خلک یې د پیسو په بدل کې پرېښي او حلال کړي دي. چې د دې ټولو مسؤول کرزی دی ځکه چې د هیواد مشر دی.

یوه یادونه: په اوسني وخت کې اشغال او استعمار په ټوله نړۍ کې بله بڼه غوره کړې چې هغه د Neo Colonization په نامه دی. د دې استعمار بڼه دا ده چې دوی یو هیواد د خپل تخنیک، اقتصاد، سیاست او... تر اغېز لاندې راولي او ځانته یې محتاجوي. چې په دې استعمار کې نن سبا د نړۍ اکثره کفري او اسلامي هیوادونه شامل دي. ښه بېلګه یې سعودي عربستان دی چې د غربیانو د تخنیک تر تاثیر او استعمار لاندې راغلی دی. په خپله هیڅ تخنیک نه لري خو مجبور دی چې د نورو د تخنیک سلطه ومني. ولې د عربستان یو ښه چانس دا دی چې اقتصاد یې قوي او همدې د تېلو اقتصاد یې شخصیت یو څه خوندي ساتلی دی.

زما په نظر د افغانستان له اوسني حالت نه باید ګټه واخیستل شي. مونږ باید له پاکستان، عربستان، ترکيې، مصر او نورو ګڼو اسلامي هیوادونو نه ځانونه لوړ او پیاوړي ونه ګڼو او لکه څنګه چې هغوی ترې ګټه اخلي مونږ هم باید له روان حالت ګټه واخلو. په داسې حال کې وسله وال جهاد نه بلکې د نفس سره جهاد، له فساد او ارتشا سره جهاد، او د سمون او اصلاح لپاره جهاد او مبارزه وکړو. ځکه د افغانستان اوسنی حکومت په رښتیا چې فاسد، فاحش، بې کفایته، بې کاره او بې حده کمزوری دی خو کافر نه دی . تاسو به په همدې حکومت کې لیدلي وي چې د علماوو شورا لري، لمونځونه کېږي، خلک حج ته ځي او مسلمانان دي، حتی د اوو تنظیمونو جهادي مشران یې ملاتړ کوي، د طالبانو د تحریک غټ غټ ملایان په دې حکومت کې شته لکه مولوي رحماني او ډېر نور. نو له دې حکومت سره باید د وسله وال جهاد پر ځای داسې مبارزه وشي چې اصلاح شي. نه دا چې ټول عمر له لومړي سره یو کار پیل نه کړو بلکې پاخه بنسټونه جوړ کړو.

ما په خپله مخکینۍ لیکنه کې اصلا د شفیق ورور په څېر خلکو ته لیکلي وو چې لومړی باید له ځان سره جهاد وشي. ځکه تاسو
دښاغلي شفیق لهجې ته وګورئ زه خو وایم څوک چې داسې لهجه لیکي نو لومړی باید له ځان سره کلک جهاد وکړي او خپله ژبه اسلامي کړي ځکه رسول الله صلی الله علیه والسلم به حتی له کفارو سره هم ښه لهجه کاروله او حسن سلوک یې درلود. یو بل چا لیکلي چې د بهر ته تلو لپاره دا کار کوي نو تاسو د ده منطق ته وګورئ چې بهر ته څوک په مستعار نامه ځي؟
پتنګ صیب کور دې ودان چې د زوی غم مې اوس هم درسره دی. باور وکړه چې تر اوسه مې نه دا هڅه کړې او نه یې هوډ لرم. بله دا چې که غرب کې هم پښتو ښوونځي نشته نو بیا له دې ستونزې څخه ولې لاړ شم؟ رښتیا هغه زوی مې اوس سم پاړسیوان شوی دی خو کور کې پرې پښتو مقالې لیکم او دیوالي جریده مې ورته جوړه کړې ده.


pattang
12.11.2009

لرغونی صيب سلام عليکم !
ښه ده چې جوړ يې ديووالې جريده خو ښه کارد ی او ښه کار دې کړی دی٠
الله دې توفيق درکړي ٠ دمخکښې دولتونود پاتې کارونو سر ته رسول نيمه
پېړۍ کار غواړي ، خو چې دومره شي ارامي راشي غلا ، تښتول ، بې ناموسي
ورکه شي ، يوه ګوله ډوډۍ ده يايې وچه يايې لمده ٠
وروره زه داجتمعياتواو فلسفو سړی نيم خود وخت په تېرېدو او کار مې غيرې
مسلکي خواوې هم ډېرې کتلې او زدکړې ٠ يووخت دلته مونږ د تخنيکي شيانو
درسمولو له پاره له خطکښ او شبلونه ( يو رقم پلاستيکي ټوټې وې چې
هندسي اشکال پکشې پرې شوي وو ) کار اخيست اوس چې ګورم په لسګونو
کمپېوټرې پروګرامونه شته چې ټول ډېزان خپله کوې او سړۍ يې يواځې پروڅيس
اوپلان ورکړي ، حتا لوجيستيک ، تړل ، جوړول ټول دوی مخته بيايې او انسان
يواځې په فکري لاره کې تړلي کار او عمليات ورته ورکوي٠ مقصد مې باټې ندي
،مقصدمې دادی چې اوس سياسي کلمې هم دومره زياته شوې اويوبل ته نيږدې
پرتې دي چې له فضايې تپو لوګي څخه يې هم خبره مغلقه کړې ده .
وروره !
کلاسيک کالو نيا ليزم ، نيو کالونياليزم او اشغال نيږدې ماناوې دي خو دوی
بياپه خپلو منځو کې فرق سره لري ٠ نو که اوس پردې بحسونه شروع کړو پاڼې
پرې ډکېږي ٠
زه يو حقوقي او ولاړه خبره هرچېرته کوم اوخپل حق يې بولم :

افغان طبعه انسان که طالب دی او که بلڅوک پر هيچايې تېره نده کړې اونه يې
څوک سبوت لري ، فلهذا هيڅ يو قاضي ، محکمه داسې امر نشي ورکولی چې
ددې افغان ټاټوبی ته دې پردې عساکر په زور داخل شي او په خپل سر، هروخت
هرچېرته دې عمليات وکړي او له اولس څخه دې شرف واخلي٠
وروره خبرې ډېري دي سحر بايد کار ته لاړ شم ښه شپه او ورځ درته غواړم٠
تر بيا پورې٠


..Ahmadzai
13.11.2009

[quote:d3c2cd4f00]بیا هم له ټولو وروڼو مننه چې زما لیکنه یې لوستې، تېروتنې یې راپه ګوته کړي او په نظر څرګندولو یې ارزولې ده. په ځانګړې توګه له احمدزي صیب څخه چې ما مقولې ته ایت ویلي و. خو باید دومره ووایم چې دا رانه ټایپی غلطي شوې وه.[/quote:d3c2cd4f00]
ګران او محترم لرغونی لاروی صاحب
تاسو نه هم مننه
ښه ده چې پوهیږۍ چې مونږ احساساتي سوي وو، او رښتیا هم مونږ دغه باره کې (نني جهاد) ډیر احساساتي کیږو،ځکه چې مونږ په ډیرو سختو حالاتو کې راګیر یو، او د یو جهاني کفري ښکیلاک لاندې راغلي یو، دا چې ته د یو مجاهد ځوی یې، او همدارنګه مهاجر وې، مونږ هم ورته حالت کې قرار لرو، او لا مو هجرت دوام لري، لکه څرنګه چې ته د خپل محترم مجاهد پلار باره کې غلط ویل نه سې زغملی، همدارنګه مونږ هم داوسنیو مجاهدینو باره کې نا سم ویل نسو زغملی،ځکه چې مونږ په دې اعتقاد او دا مو یقین ده چې دغه سپیڅلي خلک په حقه او دخدای په لار روان خلک دي، او دوۍ ته ډیر ډیر احترام لرو او قدر یې کوو، نو که غبرګون مو ته احساسات بولې حق لرې ځکه چې رښتیا هم دا زمونږ احساسات دي، چې په واقعیت ، عقل ، منطق او دیني لارښونو مبنا دي.
وروره د رای اختلاف به انشا الله د مینې فضا نه خړوي.
د عمر رضي الله عنه قول چې تاسو د ایت په نوم نومولی وو، زه یقین لرم چې دا یو سهوه وه، او د عجلې کار وو، او ما صرف د یادونې په حیث درته متن راوستي وو.
زمونږ همغه محترم د قدر وړ ورور یې.
هیله ده چې خاطر دې دروند سوی نه وي.
په درنښت


larghonay laraway
14.11.2009

سلامونه!
یو ځل بیا له ټولو مننه!
فکر کوم د دې بحث اکثره دوستان د طالبانو پلویان دي خو زه له دوی یوه پوښتنه کوم او هغه دا چې دوی دې داسې فرض کړي چې دوی د هلمند، کندهار، زابل ولایتونو یا د هیواد د نورو هغو ولسوالیو دي چې دا اووه کاله یې د بچیانو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي،حتی ښځینه او ماشومان یې په داسې ناوړه حالت کې قرار لري چې باور وکړئ متخصص ډاکټر هلته درک هم نه لري او ناروغان یې مري. نو ایا تاسو به له همدې پوهې، منطق او مسلمانۍ سره سره بیا هم اوسني طالبان تایید کړي وای؟
یا داسې فرض کړئ چې د یو کلیوال ځوان وروڼه یا پلار يئ، ځوان کلیوال زوی مو د اوږدو کورنیو او بهرنیو جګړو له لاسه بې تعلیمه لوی شوی دی، د کور لګښتونه هم درپسې دي او زوی مو د ایران او پاکستان د مزدورئ پرځای په ملي اردو کې کار کوي او یا یې په ډېره سختۍ یو څو تور ټکي زده کړي او په یوه خیریه مؤسسه کې کار کوي خو په لاره کې ترې طالبانو سر پرې کړی نو بیا به مو هم د طالبانو تایید کاوه؟
یا داسې فرض کړئ چې ځوانکی زوی مو په خوست یا هرات کې محصل دی خو په لاره کې طالبانو نیولی او په لکونو پیسې غواړي چې ور یې نه کړئ نو د زوی سر به مو په یوه او تنه په بله وي نو ایا بیا به مو هم د طالبانو لپاره همداسې دلایل لټولي وای؟
یا داسې ځانونه فرض کړئ چې د یو ځوانکي له اقاربو څخه یئ چې پاکستاني مداریانو ملایانو پړسولی او ځان یې انتحار کړی دیو کافر له منځه وړلو لپاره یې په لسګونو د کار په تمه د چوک مزدوران په وینو لړلي نو بیا به هم طالبان تاییدوئ؟
او که نه د کمونستانو سره د جهاد په وخت کې د جهادي رهبرانو غوندې یوازې تودول او ګرمول کوئ او یا دا چې کرار خپلو کمپیوټرونو ته ناست یئ او (یوټیوب) ګورئ؟
پورتني ځوابونه هغه وخت راکولی شئ چې همغه د حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه قول مخې ته ودروئ (حاسبوا انفسکم قبل ان تحاسبوا).

اوس به وایئ چې داسې وي نو ټول باید د کوبایي لنډغرانو خپلسریو ته خړې خړې وګورو او کرار کېنو؟
نه! هیڅکله نه! خو داسې لاره باید غوره کړو چې د دنیا او اخرت دواړو خیر مو په کې وي، او د ټولو بې وزلو پښتنو خیر په کې وي. داسې نه چې :
په ځان د ګلو لښته نه اخلې
په ما دې وکړل د کوتکو ګوزارونه


momtaz
16.11.2009

سلامونه
[quote:1a52e5869c="larghonay laraway"]سلامونه!
یو ځل بیا له ټولو مننه!
فکر کوم د دې بحث اکثره دوستان د طالبانو پلویان دي خو زه له دوی یوه پوښتنه کوم[/quote:1a52e5869c]
نه لاروی صاحب داسې نده. د بحث ډېرکی لوستونکي خپله پرده کوي چې د طالب دغو څو محدودو پلویانو سره په لفظي ناندرو ښکیل نشي. د طالب پلوو همغه یوه د وهلو ټکولو، جنګ جګړې مفکوره ده. که څوک دوی سره همغږي نه وي خدای دې هغه د دغو له اهانت کولو څخه وساتي! دوی اکثر د دې پر ځای چې پر موضوع خپل نظر څرګند کړي پر بحث کونکو نښلي. په بحثونو کې د لږو ګډونوالو مهم دلیل هم همدا دی.

په درنښت


میوند ننګیال
17.11.2009

محترم لارغونی صیب سلامونه !
[quote:92b0fe6e59]فکر کوم د دې بحث اکثره دوستان د طالبانو پلویان دي[/quote:92b0fe6e59]

نه وروره ! غلط پوه شوی یی مونږ دهر مقاوت موونکی طرفداران یو چه نن ددی صهیونی غاصبینو سره لاس او ګریوان دی .

نه یواځی په افغانستان کی بلکه په عراق فلسطین چیچنیا صومالیه ااونورو اسلامی ملکونو کی .

[quote:92b0fe6e59]او هغه دا چې دوی دې داسې فرض کړي چې دوی د هلمند، کندهار، زابل ولایتونو یا د هیواد د نورو هغو ولسوالیو دي چې دا اووه کاله یې د بچیانو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي،حتی ښځینه او ماشومان یې په داسې ناوړه حالت کې قرار لري چې باور وکړئ متخصص ډاکټر هلته درک هم نه لري او ناروغان یې مري. نو ایا تاسو به له همدې پوهې، منطق او مسلمانۍ سره سره بیا هم اوسني طالبان تایید کړي وای؟[/quote:92b0fe6e59]
ددی کار مخالفت مونږهم کوو ښه کار ندی خو دا څومره رښتیا ده چه داد طالبانو کار دی .

افغانستان ته تر اوسه څومره ډالر راغلی اندازه معلومات درسره شته او کنه او دی اجیر حکومت دی څومره کار کړی ؟
زما په اند طالبانو ویلی چه دوی ښوونځی نه سوځوی دادحکومت پلان دی .
وروره ساده کیږه مه د افغانستان په کوم ځای کی بغیر دیو څو لویو ولایتونو نه چه روغتونونه لری نور په کوم ځای کی روغتون شته په بدخشان سمنګان بلخ کی خلک دسر پټولو څای نلری ته روغتون یادوی .

ا[quote:92b0fe6e59]و که نه د کمونستانو سره د جهاد په وخت کې د جهادي رهبرانو غوندې یوازې تودول او ګرمول کوئ او یا دا چې کرار خپلو کمپیوټرونو ته ناست یئ او (یوټیوب) ګورئ؟ [/quote:92b0fe6e59]

تودول او ګرمول د منافقینو او خرڅ شوو بی دینو عفت فرشو کمونستانو فاشستانو حرامیانو فاسقو وطن فروشو ملحدو کار دی .
وروره !
کیدای شی بعضی خلک داسی وی خو ډیر اوس هم ددی بی دینو سره په کال یا چه هر کله وخت پیداکړی جهاد کوی ولله الحمد.

ممتاز خانه !

[quote:92b0fe6e59]نه لاروی صاحب داسې نده. د بحث ډېرکی لوستونکي خپله پرده کوي چې د طالب دغو څو محدودو پلویانو سره په لفظي ناندرو ښکیل نشي[/quote:92b0fe6e59]

ټول افغان د هیڅ یوی ډلی او تنظیم پوری تړاو نلری هر مسلمات افغان حق لری چه خپل نظر ورکړی خو چه داسلام سره تضاد ونه لری .

وروره ! د طالبانو دسیاست سره مونږ هم مشکلات لرو خو مونږ یی دمقاومت پلویان یو .
ممتاز خانه ! کیدای شی تاته لا طالبانو څه نوی ویلی .

زه قسم خورم په خدای چه مونږ تری وهل خوړلی .


larghonay laraway
18.11.2009

السلام علیکم!
میوند ننګیال صیب مونږ او تاسو باید بحث د بحث لپاره ونه کړو، بلکې بحث د دې لپاره وکړو چې یوې ښې نتیجې ته ورسېږو.
دا چې اوس هم تاسو ته معلومه نه ده چې طالبان ښوونځي بندوي او که بل څوک، دا نو بېخي عجیبه خبره ده او په دې اړه که بحث کوو نو بحث به صرف د بحث لپاره وي.
زه خو نه پوهېږم چې دې پوښتنې ته به خپل وجدان ته څنګه ځواب ورکړم او طالبان به د ښوونځیو د بندیدو مسؤولین ونه ګڼم چې همدا تېر کال له بدخشان نه پنځه سوه نفر په کانکور کې کامیاب شول او هغه ناکام دولسم پاس خو یې پرېږده. ولې له هلمند نه یوازې یو نفر کامیاب شوی ؤ او هغه هم په کابل کې دولسم لوستی ؤ.
په زابل کې د معلم د پرې غوږ تصویر اوس هم په انټرنیټ کې دی. په دې هم باید پوه شې چې د زابل او هلمند په اطرافو کې یوازې د طالبانو واکمني ده. بل څوک پر هم نه شي ویلی.
هیله ده چې د چا په بده ورځ پسې ونه خاندو او نه ترې خوند واخلو. زه له زابل، کندهار، هلمند او پکتیکا ولایتونو نه له نږدې خبر یم او هر وخت ورسره زړه خورم. خدای دې پرې ورحمېږي.
امین


هیښ
18.11.2009

سلامونه

په یوه ټولنه کې دنظر ،فکر،عقیدې او اډیولوژی تنوع او توپیر یوه طبیعي مسئله ده او تراوسه هیڅ داسې یوه ټولنه دنړئ په مخ وجود نه لري چې دا ډول ا ختلافونه په کې وجود ونه لري او دهرنقطه نظره یورنګه او یوشکله وي . که احیاناً داسې یوه ټولنه وجود ولري هغې ته طبیعي ټولنه نه شو ویلائ ،بلکه وجود به ئې دزور او فشار له مخې په مصنوعي توګه منځ ته راغلئ وي او تر هرنامه او عنوان لاندې چې وي استبداد به هلته حاکمیت لري او دژوندي پاته کیدو دوام به ئې هم ترهغې پورې وي چې زور او فشار قرار لري ،په مجردې چې زورله منځه ولاړاو استبداد محو شو ،یورنګي اویو شکلتوب د هغه ټولنې هم ورسره کډه بارکړي او بیا خپل طبیعي شکل ته چې دافکارو او نظریاتو تنوع ده راګرزي.
مګر سره له دې اختلافونو او توپیرونو په هره ټولنه کې یو شمیر شریک ارزښتونه او کیفیتونه وجودلري چې دهغې ټولنې هویت ،وجوداو عدم ، ژونداومرګ ورسره تړلئ دئ او دټولنې ټول افراد او اقشار دې ارزښتونو ته داحترام مکلفیت لری اودا ارښتونه دهرډول معاملې ،تعرض،تجاوزاو لاسوهنې څخه محفوظ دي ،چې دې ارزښتونو ته ملي ارزښتونه وائې او دملي ارزښتونو ساتنه اوپالنه دیوه ملت دټولوسیاسی،مذهبي ،کلتوري اشخاصو،ډلو ،سازمانونو او تحریکونو ملي فرض دئ چې ادا کول ئې دټولو ایماني او وجداني وظیفه ده او په دې مسؤلیت کې دهرډول سهل انګارئ اومعامله ګرئ عذر په هیڅ دلیل سره نه شي توجیه کیدلائ .
که دټولنې افراد او ډلې د ملي ارزښتونوپه روزلو،پاللو او ساتلو کې بې غوري وکړي او دمختلفو شخصي،ګروپي،ګوندي او عقیدوي تمایلاتو ، ګټو او هدفونو دلاسته راوستلو د انګیزو او ملحوظاتو په اساس ورسره داسې برخورد او رویه وکړي چې ارزښتونه ترې متضرر شي نو دیوه وولس د سولې اوثبات لمر په ډوبیدوشی ځکه همدې ملي ارزښتونو ته توجه نه کول او بې مسؤلیته دهغې سره برخوردکول دي چې دپردیو دسیاسي اوفرهنګي او غیر مستقیمولاسوهنو او مداخلودپاره زمینه مساعدوي چې بالاخره په مستقیم نظامي تجاوز لاس پورې کړي اوملک اشغال کړي او دیوې ټولنې د هویت او وجود ترټولو مهم اصل چې خپلواکي ده له منځه ولاړشي، ټولنه دخپلواکۍ دنعمت نه محرومه او داسارت او بلواکۍ تیاره پرې خوره کړي. داشخاصو ،ډلو اوسازمانونو داډول دریځ ته دخپلو ملي ارزښتونو په مقابل کې ملي خیانت او فاعل ته ئې ملي خاین ویل کیږي.
له بده مرغه چې دملي ارزښتونو سره خائینانه برخورد دکمونستانو دناولی ظهورسره رواج او مود وګرزید او هرې ډلې اوټپلې خپلیو ناولیو هدفونو ته دلاسته راوستلو دپاره دهر کس ا وناکس سره چټلې رابطې ټینګې کړې او دملي ارزښتونو په سر سوداګرئ ته ئې لاس واچاوه او زموږ هیوادئې دپردیو دتاخت وتاز ډګر وګرزاوه اویوازینئ افتخار چې دیوه خپلواک هیواد لرل وو ددې ملي خائینانو په وسیله له منځه ولاړ او افغانستان دغربي امپریالستانو او تجاوزګرانوتر مستقیم اشغال لاندې راغئ او دا اشغال په ډیره وحشیانه او غیرانساني توګه دوام لري.
داسې ښکاري چې ځنې اشخاص چې دوطن پرستئ او ازاد قضاوت دعواهم کوی او سره ددې چې ۸کاله ددې وحشیانه تجاوز او اشغال نه تیر شول او بربریت ئې ټولې نړئ ته واضح او ښکاره شو، لا تر اوسه هم داشغال په مانا نه پوهیږي او یا شعوري او دستوري غواړی په افغانستان تجاوز او دهیواد داشغال غیرانساني عمل داجرې ،منصب ،شهرت او نورو ناوولیو امتیازاتو دلاسته راوستلو له پاره او یا دمقاومت دجبهې سره دکینې ،نفرت او حسد له مخې نفی کړي او په ماتو او ګوډو دلایلو سره کوښښ کوي چې داشغالګرانو وحشیانه عمل تبرئه کړي او په ډیره بې شرمئ او سپین سترګۍ دازادۍ او خپلواکۍ دمقاومت جبهې ته کټ مټ داشغالګرانو په سترګو وګوری او دهغوئ دخبرو او نظر بیان په خپله ژبه جاري کړي.
هغه دپښتو متل دئ چې: ټول پټئ ئې وخوړ ته ئې لا مږه نه بولې.
په افغانستان کې دیو لک نه زیات خارجي عسکر حضور لري،په کابل کې ئې یو لاسپوڅې ،مزدوره او جاني اداره جوړه کړې ده ،چې وظیفه ئې یوازې داشغالګرانو دپاره چوپړدئ ،په کلیو او قریو باندې بیولوژیکي ،کمیاوي او په اتومي زرو ککړ بمونه او سلاوې ددې وحشیانو له لوري بلاوقفه استعمالیږي او مظلوم افغانان په ډیره بې رحمئ سره شهیدان کیږي،کندهار ،بګرام کې ښکاره او نور پټ زندانونو کې ددې جنایت کارانو په وسیله افغانان شکنجه کیږي او یا شهیدان کیږي ،په نرانو ،سپین ګیرو باندې جنسي تجاوزونه کیږي،د ودونو او جنازو په مراسموباندې بمونه غورځول کیږي،دافغانستان هوائې حریم ،مځکني سرحدونه د متجاوزګرو قواوو له له لوري کنترولیږي،يونيفورمي اجرتي جانیان او قاتلان داجیرې اردو ،پولیس او غیرملي امنیت ادارې ترنامه لاندې دمتجاوزینو تر رهبرئ او اداره لاندې فعالیت کوي او دافغان وولس په ځائ داشغالګرانو دځانونو او مالونو دپاره په پیره دارئ لګیادي ،افغانان په هغه او دغه نامه تعقیب،اختطاف او تروریږي او په زرهاوو نور مثالونه او بیلګي چې دجنایتکارانه او وحشیانه تجاوز او اشغال واضح ثبوتونه او شواهددي،مګرهغه څوک چې دعقل او تفکر سترګې ئې ړندې وی ، دحقایقو دلیدلو څخه عاجز او دتور او سپین ترمنځ دتوپیر کولو دتوان نه محروم وي بیا هم لګیا دي او وائي افغانستان اشغال شوئ نه دئ .
دازاد وجدان او ویښ ضمیر خاوندان به هیڅکله داسې دریځ اوقضاوت ونه لري،نو خبره واضح ده چې یوازې هغه څوک به دا ډول اپلتې بیانوي چې یا مستقیماً داشغالګرانو له لوري د دا ډول پروپاګندونو له پاره ماموریت لري اویا داشغالګرانواو دهغوئ دمزدورانو نه داجرت او انعام اخستلو له پاره شوقونه ئې په سر کې چکر وهي.

خپلواک هیواد هغه دئ چې په خپلو مقدراتو حاکم وي ،خپل مشکلات په خپلو مټو او خپل قوت حل کړي ،دتقلیداو تابعیت په ځائ دابتکار او خلاقیت لاره ونیسي ،دپردیو دخیراتونو او بخششونو په ځائ دخپلو انساني ،مادي او معنوي منابعو او ظرفیتونو نه ګټه پورته کړي او خپل استعدادونوته دخودکفائئ تر پولې پورې رشد او توسعه ورکړې او دفقر او درویزې دکچکول په عوض دسخاوت او نورو ته دمرستې دسترخوان وغوړوي .
په خپلو خارجي اړیکو او معاملو کې مستقل وي او داستقلالیت په اساس دنورو سره اړیکې وساتي او په ملي او بین المللي قضایاوو کې دتصمیم نیولو او فیصلې کولو عام او تام صلاحیت ولري .

دا څه منطق دئ چې دپردیو اشغال دوطن دابادئ ،سوکالئ او ترقئ دپاره یو چانس ګڼل کیږي .که داسې وائ بیا نو دانګریزانو ، روسانو او نورو یرغلګرو او اشغالګرو سره مو ولې دخپلواکۍ او ازادۍ دپاره دومره قربانۍ او زیانونه ګالل،پریښې به مو وو چې دا وطن ئې اباد کړئ وائ او نیکمرغه ژوند ئې راته جوړکړئ وائ.
لاکن تیروتنه او اشتباه دهمدې ځائ نه شروع کیږي چې ځنې لنډفکره ،غلام طبیعته او پردي پرسته عناصر او ډلې دشیطانانو نه دپیرانو امیدونه لري او دخپلو ټپونو ددرمان دپاره ځناورو ته پناه وروړي،همدغه مفکوره چې دچا په سرکې راپیداشوه دخپلواکۍ او ازادۍ بنیاد ئې ونړاوه او دتسلیم او اسارت دپاره ئې ځان اماده کړ.
دروسانو او امریکایانو اشغال دافغانستان دابادئ او ترقئ حرکت کلونه کلونه شاته وغورځاوه او دطبیعي او متوازن رشد مخه ئې ونیوله ،ټولنه دتولید په ځائ په یوه مصرفي ټولنه بدله شوه ،دابتکار،خلاقیت ،علمي ـ تخنیکي رشد او په ځان اتکا ځائ تقلید،جهالت ،تابعیت او مزودورئ ونیو او هغه اصول او موازین چې افغاني ټولنې په اجتماعي ژوند کې لرل او خپل حرکت ته ئې دهغو مطابق دوام ورکاوه داشغالګرانو ددسیسو او توطئو په وسیله ډیرتاوان ولید چې بیرته ئې احیا کول ډیر وخت او قوت ته ضرورت لري او هر څومره چې اشغال دوام پیدا کړي په همغه اندازه به زموږ وولس دترقۍ دکاروان نه وروسته پاته کیږي ،بناءًکه موږ غواړو ترقي وکړو په اول قدم کې باید داشغالګرانو لکۍ ورګنډه کړو او دخپل ملک نه ئې وشړو .
یو مشکل چې زه په افغاني ټولنه کې وینم هغه دا چې ځنې اشخاص که تعلیم کوي ،کسب زده کوی ،متخصص کیږي، لیکوال کیږي ،شاعر کیږي ،عالم کیږي ، هجرت کوي ،جهاد کوي ،مبارزه کوي نو دځان نه په وولس باندې فرعون جوړکړي او دځان دپاره احترام اوقدر په وولس باندې واجب الاجرا بولې . حال داچې علم ،تخصص،مبارزه ،جهاد،لیکوالي اوپوهه هغه وخت قابل دقدرده چې دوولس دخدمت او چوپړ په لاره کې پیاده شي ،دملي ارزښتونو ددفاع او پیاوړتیا دپاره مؤثر او مفید واقع شي ،دخلکو دژوند دښه کولو دپاره په کار واچول شي ،دوولس په منځ کې دمینې ،همدردئ،اتحاد او همبستګئ باعث وګرزي.
دیوه شخص او یا یوې ډلې علم ،پوهه ، تخصص ،مبارزه ،مهاجرت ا و یا بل کسب او کمال هغه وخت د مقبولیت او محبوبیت او تحسین وړ دي چې د وولس ددردونو دپاره ددرمان سبب وګرزي ،دخلکو نه ځان بیل نه کړي ،دخپل وولس په مبارزو او قهرمانیو ملنډې ونه وهي، خپله نیکمرغي دخلکو په هوسائۍ او سوکالۍ کې وویني ، دوولس دغوښتنو ،واک او هغه ارزښتونو سره چې وولس ته تقدس او قیمتي دي په اهمیت ځانونه پوه کړي او خپله وفاداري او تعهد ورسره په عمل کې وښیي،دشخصيت پرستئ او ځان غوښتنې حیواني او نفسي خواهشاتو ته د رد ځواب ووائي او دحقیقت دویلو،تائید او تصدیق کولو دپاره دځاني اومالي تاوان او خطر نه ونه ویریږي. نه داچې لکه په کابل کې ناست نام نهاده تکنوکراتان،حضرتان ،پیران ،شیخ الحدیثان او دالهیاتو استادان چې د تجاوزګرانو او اشغالګرانو دغلامئ رسئ په غاړه د وولس او وطن سره په دښمنئ کې لګیادي اوخپلې ژبې او قلمونه ئې دخیانت او جنایت دتوجیه او شیطاني پروپاګند او تبلیغ دپاره په کاراچولې دي .
تردې بې ایمانه ،پردي پالو ،وولس دښمنه ،وطن دښمنه،دین دښمنه او خرڅ شویو علماوو،متخصصینو،لیکوالانو ،ژورنالستانو او دشر او فساد دعاملینونه هغه ازاد،وطن پال ،دینداره او دلوړهمت لرونکئ کلیوال او شپون چې دخپلواکۍ دمبارزې په سنګر کې دخپل مظلوم وولس تر څنګ په پاکه عقیده او کلک ایمان ولاړ دئ په کراتو شرف لري او په دنیا او اخرت ئې سر لوړ دئ.

دخپلواکۍ وجود په کرنسئ ،انځور ،په کابل کې دلمونځونواو نورو دیني عبادتونو او مراسمو داجراکولو او یا حج ته دتګ اوزیارت کولو پورې تړل او یا ددرباري روحانیونو دشورا موجودیت منحیث دسند راوستل دماشومانواستدلال او وولسونو ته دماشوم په سترګه کتل دي .لاکن اوس نه وولسونه ماشومان دي او نه دماشومانو منطق دلویانو کاردئ.
داکرنسي، انځورونه ،دعلماوو شورا،حج ته تګ او راتګ د خلقیانو،پرچمیانو او ددوئ دولي نعمته شورویانو په وخت کې هم جریان درلود ،نو ولې دهغو سره جهاد او مبارزه شروع شوه؟
او شورویانو ته ئې ولې داشغالګرو په سترګه کتل ؟
اودا دومره شهیدان ، مهاجرتونه،معلولین ،مادي،ځاني او معنوي تاوانونه ئې دڅه دپاره ورکول ؟
او امریکائی ښکیلاک ګر چې په سقاوت ،ټول وژنه ،جنایت او غیرانساني اعمالو کې تر روسانوسل وارې ظالم ،بې رحمه او بې بندوباره دي اشغالګر نه بلل کیږي بلکه دمنجې او دښه ژوند راوستونکي بلل کیږي.
دې ته وائې یو بام او دوې هواوې.
بل داچې دالمونځونه او حج ته تلنه په امریکا،اروپا ئې هیوادونو روسیې او نورو هیوادونو کې هم ترسره کیږي ،نو ایا دولتونه او حکومتونه ئې اسلامي شول ؟
په افغانستان کې دتجاوزګرانو او اشغالګرانو دوحشت او بربریت مسؤلیت په کرزي او دهغې په مزدوره اداره وراچول یوه بله ناکامه هڅه داشغالګرانو دعاشقانو ده چې دمنطق او تفکر زبوني ئې له ورایه ښکاري اوغواړي داسې وانمود کړي چې ګواکې افغانستان کې یوه مستقله ،باصلاحیته او مشروع اداره وجودلري او که وغواړي دتصمیم نیولو او فیصلې کولو واک لري.
لاکن دومره سنجش نه لري چې دکابل اداره دچا په مالی او نظامی زور تنفس کوي او درهبرئ جلو ئې دچا په لاس کې دئ .هغه جنګي جنایتکاران ، تنظیمي اشرار او حرفه ای قاتلان چې دوولس له لوری رټل شوي وو او دزندانونو سلولونه او داعدام جوغې ئې په انتظار کې وې دچا په مټو او قوت راټول شول او په مړژواندي وجود کې ئې بیا دوحشت او شیطنت سا ور پوُ کړه او دکرزي په سرکردګئ ئې د وولس په سر حاکم کړل . دا اداره خوپه وولس کې ځائ نه لري او وولس دنجاست په څیر ورڅخه نفرت لري ،نو دا څوک او کوم قدرت دئ چې دا فاسده ،بې کفایته او غیروولسي اداره ئې برحاله ساتلې او دسقوط مخه ئې نیولې ده ؟
هغه اداره چې وولسی ملاتړ ونه لري او دوولس له لوری منفوره او مردوده وي ،بیله خارجی زور او ملاتړنه به دچا په قوت خپل ژوند ته دوام ورکوي ؟،نوخبره واضح ده چې دا یوه اجیره او تپل شوې اداره ده چې دوجود او نیستۍ واک ئې دپردیو سره دئ او چیرته چې دیوې ادارې سیاسی،اقتصادي ،امنیتي او فرهنګي واک دپردیو په لاس کې وي ،هلته خارجي اشغال او استبداد حاکم دئ.
ددې وحشیانه،غیرانساني او ظالمانه اشغال دختمولو له پاره افغان وولس داولې ورځې نه خپله مبارزه شروع کړې ده او دا مبارزه به ترهغه وخته دوام کوی چې د اشغالګرانو منحوس وجود او حضور دافغانستان دپاکې خاورې نه ورک شي او افغانان دخپل برخلیک ټاکل او تعیینول په خپل لاس کې واخلي.
هغه څوک چې دوولسونو په خپلواکۍ او ازادۍ باور لري،طبعاً دهغو تحریکونو او قوتونو نه ملاتړکوي چې دخپل وولس تر څنګ ئې دخپلواکۍ او ازادۍ دجهاد او مبارزې سنګر ګرم ساتلئ دئ . دا که د طالبانو اسلامي تحریک دئ ،که دافغانستان داسلامي ګوند وروڼه دي او که نور شخصیتونه او ګروپونه دي ، د ټولوازادی غوښتونکو او خپلواکۍ غوښتونکو تائید اوملاتړورسره دئ او ترهغه پورې چې ملي ارزښتونو او ملي ګټو ته متعهد او وفاداره پاته وي دا تائید اوملاتړ به دوام لري.

مننه


عادل عادل
19.11.2009

سلامونه

دروند او عزتمند ورور هیښ صیب خدای مو په مبارکو ګوتو او قلم کې مزید برکت واچوه.

لیکنه مو سپیڅلې او د هر دردمن زړه اواز دی.

خدای دې د خپل فضل له مخې ډرپلانو ته د نیکو هدایت وکړي، آمین


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more