د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

Ghairat
08.11.2009

محترم ; مکرم او معظم استاد مولينا صيب حليمي السلام عليکم ورحمت الله و برکاته!
له الله تعالی څخه تاسوته روغتيا او سلامتي او دواړو دارينو نېکمرغي غواړم ٠
ستاسو د صائب نظر څرګندونه په وياړسره منم، که څه هم کاينات پوهان به تر نورو ساينسوالو څخه زيات د خالق تعالی
د نامحدودو قدرتونو ننداره کوي او دتسليمۍ سجدې به ورته لګوي ، خو کيدای شي ددغې پوهنې په لومړني او نو نيمګړو
پړاونو کې ځينې الحاد اندو لا دتسليمۍ سر نه وي ټيټ کړی ، خو ددغه باطلې ګروهې بطلان دوی ته تر هر چا ژر او ښه څرګنديږي
او د کايناتپوهنې له اوسني او راتلونکي پرمختګ سره پر الحاد هموغره د بطلان کلکې او ژورې کرښې راکاږي ٠
د شوروي په ړنګېدو سره د تنخواه خور مترياليزم او مردار خور اتېئيزم د بقا ځالې هم ړنګې شوې او د ازاد اند او تفکر شونتيا او اډانه نوره هم پراخه شوه ٠

تاسو ته له فيض او برکت څخه د ډک او اوږده عمر له دعا ، مننې ، درنښت او وروستيو سلامونو سره تاسو په الله سبحانه وتعالی سپارم ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more