اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ځمکه لومړی پیدا شوې که آسمانونه ؟؟؟
Ghairat
25.09.2009
محترمو دينپوهانوالسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
په سورۀ بقر کې ديوۀ ايت شرېف معنی ظاهرا َ َ داسې ده چې لومړی ځمکه او شاملات يې او بيا اسمانونه خلق شوی دی :
[color=blue:2b5772aa54]هوالذي خلق لکم ما فی الارض جمیعا , ثم استوآ الی السماء فسوٌ اهن سبع سموات ، وهو بکل شئ علیم [/color:2b5772aa54]
له بلې خوا دځمکې پيدايښت د ساينس له مخې وروسته ثابت شوي او په دې تړاو ويل کيږي چې د اړونده ايت
شريف ژباړه اوعصري تفسير هم د ځمکې وروسته پيدايښت تايدوي ، هيله ده چې هغه تفسير او ترجمه يې دلته
وړاندې شي څو دعصري علومو سره يې ددغه ضد ونقيض په رفعه پوه شو ٠
له زيار څخه مو مننه ،
او ډیر ډیر اجرونه يې درته د الله تعالی له دربار څخه غواړم !په درنښت !
Re: ځمکه لومړی پیدا شوې که آسمانونه ؟؟؟
pattang
25.09.2009
غيرت صيب ډېر کلک کاڼي ولې !
له مڅکې څخه به مقصد کتله وي چې له هغې څخه مځکه او نور جوړشوي
نو څکه يې مځکه ساری ګڼل شوې , بياهم نوروته زه ملا نيم .
[quote:e05aac7688="Ghairat"]محترمو دينپوهانوالسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
په سورۀ بقر کې ديوۀ ايت شرېف معنی ظاهرا َ َ داسې ده چې لومړی ځمکه او شاملات يې او بيا اسمانونه خلق شوی دی :
[color=blue:e05aac7688]هوالذي خلق لکم ما فی الارض جمیعا ق ثم استوآ الی السماء فسوٌ اهن سبع سموات ، وهو بکل شئ علیم [/color:e05aac7688]
له بلې خوا دځمکې پيدايښت د ساينس له مخې وروسته ثابت شوي او په دې تړاو ويل کيږي چې د اړونده ايت
شريف ژباړه اوعصري تفسير هم د ځمکې وروسته پيدايښت تايدوي ، هيله ده چې هغه تفسير او ترجمه يې دلته
وړاندې شي څو دعصري علومو سره يې ددغه ضد ونقيض په رفعه پوه شو ٠
له زيار څخه مو مننه ،
او ډیر ډیر اجرونه يې درته د الله تعالی له دربار څخه غواړم !په درنښت ![/quote:e05aac7688]
باتور
25.09.2009
زه به زموږ غيرتمن )يو څه شکمن( ورور غيرت خان ته د ده د پوښتني په ځواب کي يو څه وليکم، ولو که يې پوښتنه دينپوهانو ته متوجه وه .
د سبع سماوات مطلب د مځکي د atmosphare څخه ده چي مختلفي طبقې لري او يوه د بل په سرپرتې دي .
[color=white:a72ae8431d]الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَوَاتٍ طِبَاقًا)[الملك: 3][/color:a72ae8431d]
تر اوسه کشف سوي طبقي :
Troposphere
Stratosphere
Mesosphere
Thermosphere
Exsosphere
نه يواځي د [color=blue:a72ae8431d]سماوات[/color:a72ae8431d] اوه طبقې ذکر سوي بلکه د مځکي اوه طبقې هم ذکر سوي :
[color=white:a72ae8431d]اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَوَاتٍ وَمِنَ الْأَرْضِ مِثْلَهُنَّ) [الطلاق: 12].[/color:a72ae8431d]
Crust
Upper mantle
mantle
Asthenosphere
Outer core
Inner core
ساينپوهانو تر اوسه دا دومره کشفونه کړي، نور يې لا پاته دي .
په درنښت
ع کريم حليمي
26.09.2009
ډیر ګران باتور صاحب سلامونه می ومنه
[quote:82dd21a72b]د سبع سماوات مطلب د مځکي د atmosphare څخه ده چي مختلفي طبقې لري او يوه د بل په سرپرتې دي .
الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَوَاتٍ طِبَاقًا)[الملك: 3]
تر اوسه کشف سوي طبقي :
Troposphere
Stratosphere
Mesosphere
Thermosphere
Exsosphere
[/quote:82dd21a72b]
نه داسی نده باتور صاحب! sphere خو د ځمکی ساحه ده او په دغه پنځو ساحو یا طبقو کښی اوکسیجن
سته ، او د دغو طبقو څخه موږ په لس دقیقې وتلای سو ، او په قول د خواږه نبي علیه السلام (بين سماء وسماء مسيرة خمسمائة عام )
[quote:82dd21a72b]ه يواځي د سماوات اوه طبقې ذکر سوي بلکه د مځکي اوه طبقې هم ذکر سوي :
اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَوَاتٍ وَمِنَ الْأَرْضِ مِثْلَهُنَّ) [الطلاق: 12].
Crust
Upper mantle
mantle
Asthenosphere
Outer core
Inner core
[/quote:82dd21a72b]
مثلهنَّ دامعنیٰ نه چه په صفت ، مثلهنَّ یعني په عدد ، چه اووه مځکی او اسمانونه
مونږ دغه خپله مځکه پېږنو او پرشپږو ځمکو او پر ۷ وو اسمانونه علم نه لرو،
بسم تعالی - قالَ أَ لَمْ أَقُلْ لَكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ غَيْبَ السَّماواتِ وَ الأَرْضِ
په قرآن مجید کښي ارضين ندي یاد شوي او مثلهن ممکن ده چه پیدايښت ته اشاره وي ، والله اعلم
باتور
26.09.2009
ښاغلي حليمي ته سلامونه ګېډۍ ګېډۍ وړاندي کوم .
محترمه !
زما په فکر د پورتنيو آيو تفسير په همدې ډول وو. . دا چي ته ورسره موافق نه يې نو خبره به حتما بل ځای وي ، هيله ده چي خپل معلومات له موږ څخه ونه سپموې او زموږ او) په خاصه توګه ( د ښاغلي غيرت سرونه پې خلاص کړې .
په درنښت
ع کريم حليمي
27.09.2009
ډېر ګران ورور باتور صاحب زما له طرفه هم تاوده سلامونه ومنه
السلام علیکم و رحمة الله ،
داچه اسمانونه اول جوړسوي که اووه ځمکي یو الله ښه پوهیږي ،
انسانان نن د ډېري پوهي خاوندان دي ، بې حسابه کتب ئې لیکلي او په زرهاوو ززهاوو کتابخانې په ډکي دي
خو منځنۍ پوهه لري ! خو پر یوه کوچني اټوم باندي هیڅ پوهه نه لري او دغه رنګه پر دا لایتناهي او نامحدده
فضا کښي پر دا غټ ستورو او ۷وو اسمانونو نه پوهه لري او نه به ئې پیدا کړي ! پر ډېر کوچني ، لایتناهي او
غټ خلقت باندي تنها او نتها خالق ئې پوهه پر لري ، مخلوق نه ماده خلق کولی سي او نه ماده له منځ وړای سي
او یوازي دا فزیکي او کیمیاوي تغیرونه کولی سو او بس د خلقت پوهه په مثال د بحر ده
موږ طبیعي علوم زده کړي اما د جاذبې قوه ښه پوره نه پېژنو ، مثلاً موږ و پوهېدو چه د سپوږمۍ د جاذبې قوه
د ځمکي پر اوبو تاثیر لري کله چه سپوږمۍ راښکاره شي اوبه ساحل ته راپورته شي اما پر ځمکه بیا داسي یو تاثیر نه کوي چه یا ځمګه ورکش کړي او یا ځان له مداره راخطاکړي ؟ دوی وايي چه مځکه د جاذبې قوه لري
او سپوږمۍ هم د جاذبې قوه لري دوی وايي چه ټول ستوري او لمر د جاذبې قوه لري اما د Space پوهان
وايي چه د سپېس فاصله غټیږي نه داسي چه سره نژدی دي سي ، که د جاذبې قوه وي نو قانوناً باید ستوري
سره نږدې شي اما داسي نه ده ؟
هیځ وخت به انسان د پوره پوهي خاوند نشي !! او نه به د قرآن تاویل وکړاسي
دا واوره !
زمونږ خوږ نبي علیه السلام فرمایي چه: څوک چه یوه لوېشت ځمکه غصب یا په ظلم ونیسي په ورځ د قیامت به ئې ۷ ځمکي د غاړي طوق وي ، اووه زنګولې ئې نه دي یادي کړي اووه مځکي ، راسه ګز پرکښېږده
" مَنْ ظَلَمَ قِيدَ شِبْرٍ مِنَ الأَرْضِ طُوِّقَهُ مِنْ سَبْعِ أَرَضِينَ ".
ذَلِك الْكتَب لا رَيْب فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ
الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَ يُقِيمُونَ الصلَوةَ وَ ممَّا رَزَقْنَهُمْ يُنفِقُونَ(3)
وَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بمَا أُنزِلَ إِلَيْك وَ مَا أُنزِلَ مِن قَبْلِك وَ بِالاَخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ(4)
په درنښت
Ghairat
27.09.2009
د قدرمنوورونو اومکرم استاذ حلیمي صاحب ته له سلامونووروسته له ځوابونوڅخه یوعالم مننه!
اصلي پوښتنه خو دا وه چې [color=blue:a2ca54092b]د اړونده آیت شریف اوسنۍ ژباړه اوتفسیر څرنګه دی،[/color:a2ca54092b] کله چې دا کار وشي بیا به وکتل شي
چې نورې پوښتنې په کې حل دي که نه، کومې چې نه وې حل نو هله به مطرح شي، نولومړی باید له عصري ژباړې اوتفسیر څخه خبر شو !
په سکالوکې د پتنګ خان اوباتور خان اخیستې ونډه هم ارزښتمنه اود تأمل وړ ده :
که ځمکه د کایناتوله پیدایت مخکې کتله وه چې د بیګ بنګ پواسطه ترې کاینات او اسمانونه رامنځ ته شول ،نو له منځه لاړه ؟
اوکه د پتنګ په اند بیا هم د هغې کتلې یوزړی د خمکې په نامه پاتې شو، اسمانونه د شخولوپه توګه او ستوري ترې د جوار
دانو په شکل والوتل او ځمکه ترې تشه توقه پاتې شوه ؟؟؟
په دې صورت کې خو بیا لمر هم له توقې ځمکې څخه ، نه ځمکه له لمر رابیله شوې چې دا د ساینس او کسمولوژي سره تر مذهب
هم لا سخت ټکر کوي، که څنګه؟
د باتور د ځمکې د طباقاتو او د ځمکې د لویو وچو اندڅارنه د موجوده تفسیر سره سمون خوري ،خو آیا د ځمکې د اتموسفیر
طبقاتوته اسمانونه ویل ،چې هغه لومړی اسمان يې لا مولویان له کایناتو هسک بولي، اسمانونه ځمکې ته ډیر نه را نږدې کوي
او هلته (اتموسفیر کې ) د مذهبي جنت له موجودیت سره ټکر نه کوي؟؟؟
باتور
27.09.2009
غيرته وروره !
ما خو د چا خبره په دا خپله نيمکله پاړسو يو څه ستا پوښتني ته ځواب وليکه، نور به نو ګورو چي زموږ دينپوهان څه وايي .
په درنښت
Ghairat
30.09.2009
[quote:193c513c0c="باتور"]غيرته وروره !
ما خو د چا خبره په دا خپله نيمکله پاړسو يو څه ستا پوښتني ته ځواب وليکه، نور به نو ګورو چي زموږ دينپوهان څه وايي .
په درنښت[/quote:193c513c0c]
د ځمکې د طبقو په آړه نه ، بلکې ۷ طبقات « سبع سموات طباقا « د اسمانونو په اړه راغلي دي،نه دڅمکې په اړه!
ډ ځمکې په اړه ۷ ټوټې ځمکه راغلې ده ، چې ستا په شمول يې ډیر کسان د ۵ لويووچو شتون قسمأ تایید اوتصدیق ګڼي !
خو زه وایم چې د امریکا اوانترتیکا کشف هم د قران عظیم له همدې پیغامکڅخه سرچینه اخیستې ده، ځکه په هسپانیه کې د اندلس اسلامي نهضت د هسپانيې د عیسوي څېړونکو پام د قًرانکریم خواته وګرځاوه . نوموړو دځمکې د ۷ ټوټو په اړه د قرانمیتود درکه کړه، چې قرانکریم اوبه په ټوله کې په دوه برخو شمالي اوجنوبي منجمد سیندونو چې د ځمکې د ټولې وچې پواسطه سره بیلې شوې دي، ۴لويې
وچې کشف دي،نو دقًرانکریم له مخې یوه بله ، پنځمه وچه هم وجود لري ،نو لټه يې ورپسې پیل او بالاخره کولمبوس هسپانوي عملآ کشف کړه!
په شلمه پېړۍ کې د انترتیکا کشف هم تصادفي نه، بلکې د اوږدې پلټنې په نتیجه تر سره شوی :
دلته يې هم زما په اندنه د قران کریم له میتود او عقیدوي کشف څخه کار اخیستی :
د قران کریم مېتود :
یواځې هغه اوبه چې د پراخې اوږدې او لويېوچې پواسطه سره بیلیږي د ځمکې یوه لنده ټوټّه لکه شماأ اوجنوبي منجمد سیندونه، همدغسې پهوچوکې هم یواځې هغه ټوټوې چې دپراځو اوبو ، سمندرونو یا سمندرګیو پهوسیله سره بیلې شوې وي دځمکې وچط ټوټوټې بلل شوي دي،نو اسیا او اروپا چې د نورولو یووچوپه خلاف
د اوبو پهوسیلهعنه، بلکې د اورال د غرونو بوسیله سره بیلې ګټل شوي، د قراڼکریم له مخې دځمکې دوه بیلې ټوټې نه، بلکې یوه واحده ټوټه ده، ځکه د اورال غرونه سمندر نه ، بلکې وچه ده ! په دې ترتیب لویدیځوال وروسته دېته هم متوجه شوي چې له ۲ لندواو ۴ وچوټوټو سربیره یوه بله لویه وچه د ۷ -مې ټوټې په نامه هم شته او بایدولټول شي چې وروسته د انتر تیکا په نامه وموندل شوه!
ستاسې اند پهدې اړه څه دی؟؟؟؟
نوالبته اسلامي نړۍ داسې ویده وه او ده، چې غوږ يې ترې لویدیځوال سپي وتښتاوه، ددې پر ځای چې د خپل پرې شوي
غوږغم وخوري د سپي پسې منډې وهي،خوله خپل غوږنه خبره هم نه ده!
په مینه او سلامونو!
ع کريم حليمي
02.10.2009
ډېر مکرمو او محترمو وړونو ، دانشمند غیرت صاحب ، باتور صاحب السلام علیکم و رحمة الله
[quote:bd98fd17aa]په شلمه پېړۍ کې د انترتیکا کشف هم تصادفي نه، بلکې د اوږدې پلټنې په نتیجه تر سره شوی[/quote:bd98fd17aa]
نه داسي نده ! انترتیکا ده شلميي پېړۍ کشف نه دئ په سنه ۱۷۷۳ م کښيCaptain James Cook دا
ځمکه لیدلې وه
[quote]دقًرانکریم له مخې یوه بله ، پنځمه وچه هم وجود لري/quote]
قرآن کریم د جغرافې کتاب نه دئ ، بلکي سماوي اخلاقي کتاب دئ
[quote]نوالبته اسلامي نړۍ داسې ویده وه او ده، چې غوږ يې ترې لویدیځوال سپي وتښتاوه، ددې پر ځای چې د خپل پرې شوي
غوږغم وخوري د سپي پسې منډې وهي،خوله خپل غوږنه خبره هم نه ده!
/quote]
نه داسي هم نه ده چه اسلامي نړۍ ویده ده ، د اسلامي نړۍ سره دا ۱۴۰۰ کاله کیږي سخته مبارزه روانه ده
او اسلام مخ په وړاندي روان دئ ،
د نړۍ په جیلو یا د مخ په سیټ کي سپینان او عرب ناست دي
عرب هروخت مخکښ دي ، سپینان یو قدم شاته دي ، که څه هم چه د عیسویت مرکز ئې اېټالیاته ځیني یووړ
کوم وخت چه تېل نه وه ، عربو مالګه درلوده او تر تېلو ئې اهمیت لوړ وو ،
تر څو چه داجهان وي عرب به ئې سرداران وي ، د ابراهیم علیه السلام له زمانې څه رانیولې بیا تر نن ورځي
د هم دغه کورنۍ سټېرینګ په لاس کښي دئ ، نه ئې چا غوږ وړی او نه ئې په چا پسي منډي کړي
اصلاً عرب غوږونه ځغلوي ، اما د موري زوئ نه شي ورته ویلی ، راوړه غوږ !!!
عرب د غوږونو له پاره سپي نه روزي ، داسي معلوميږي لکه چه ؟ پړانګان روزي
درنښت
ځمکه لمړی پیداشوې که اسمانونه؟
حمید هڅــاند
03.10.2009
ښاغلي غیرت ورورجان پوښتنه کړې چې ځمکه لمړی پیداشوې که اسمانونه، ده ددې یادونه هم کړې چې دساینسي رابرسېرونو(کشفیاتو) له مخې ځمکه وروسته پیداشوي .
له بلې خوا دقرانکریم دبقرې دسورت نه ویشتم ۲۹ ایت شریف له مخې ځمکه لمړی پیداشوې ؛ دی پوښتې چې ددې ایت سم تفسیرڅنګه دی.؟
ورورجانه لمړی غواړم یوه سمونه وکړم چې دساینس درابرسېرونوله مخي ځمکه وروسته نه بلکه داسمانونوله پیدایښت سره په یوه مهال کې پیداشوېده.ماچې دې پوښتنې ته ورکړل شوي ځوابونه وکتل نوترپایه پوري مې داتېروتنه ولیده ځکه په دالمړیوخبروکې غواړم یوځل بیاووایم چې ساینس وایې ځمکه اواسمانونه په یووخت کې پیداشویدي . راځم دې ته چې دقرانکریم دغه ایت شریف به څنګه سم تفسیرکړی شي ددې لپاره راځۍ د«ثم » دتوري ماناته پام وکړو . دثم توری په عربي کې درې ماناوي لري :
لمړی: بیا then.
دوهم: همدارنګه ،برسېره پردېmoreover.
دریم: په یوه وخت کې simultaneously
دیوې خبرې یادونه غواړم وکړم چې پوښتنه بایدله هغووشي څوک چې په هغه برخه کې پوهه ولري، هغه ایاتونه چې قرانکریم کې دساینس په اړه دې شمېریې له زرونه زیات دی چې سم تفسیریې مسلمان ساینسپوهان ورکولی شي، ځیني داسي بیلګي هم شته چې دځینوایاتونوسم تفسیرکفاروساینسپوهانو ورکړیدي اوځیني له دغوساینسپوهانو بیامسلمان شوي هم دي. راګرځم موضوع ته؛ ورورجانه ددې ایت سم تفسیرپه پخواوختونوکې نشوکېدای ځکه ساینس دومره مخکي نه ؤ تللی اوخلک نه پوهېدل چې ځمکه لمړی پیداشوې که اسمانونه همدالامل دی چې په پورتني ایت کې د«ثم» ماناتل د«بیا»په توري شوېده چې ناسم دی چې ډېري تفسیرونه یې دبیاپه توري سره کوي، له ښه مرغه عبدالله یوسف علي په خپل تفسیرکې چې په انګلېسي ژبه دی په ټولوځایونوکې دثم ماناsimultaneously »یانې«په همدې وخت کې ، په یوه وخت کې» کې کوي ؛ هېره دي نه وي چې که د«ثم» مانا د«اوهمدارنګه» یاmoreoverپه توري سره وشي هم پرځای دی.دا هم غواړم یاده کړم چې یواځي یوځای شته چې عبدالله یوسف علي هم ددې توري مانا د«بیا»په توري سره کوي چې همدا همدغه دبقري دمبارک سورت نه ویشتم ایت شریف دی.
نوځکه غواړم ووایم چې دثُمَُّ توري مانابایدیاپه عین وخت کې اویاد «اوهمدارنګه »په توري وشي.
ښاغلی غیرت ورورجانه قرانکریم څوځله دځمکي اوداسمانونودپیدایښت په اړه غږېږي ، ټول وخت یې دځمکي توری ندی مخته کړی، داسمانونوتوری هم ډېری ځلي مخکی ویل کېږي . کله ویل کېږي چې موږځمکي اواسمانونه پیداکړل، کله بیاویل کېږي چې موږاسمانونه اوځمکي پيداکړل . دبېلګي په توګه دالانبیادمبارکې سورې دېرشم ایت شریف ولوله :
((اولم یرالذین کفرو ان السموت ولارض کانتارتقا ففتقنهما )).
قرانکریم څه ډول بیان کړیدی دهغه په اړه ډېري نامسلمان وګړي پوښتني کوي؛ موږدلته چې کله هندوانوته داسلام بلنه ورکوونو ورته پوښتني کوي چې یوه له پوښتنونه یې همدادځمکي اوداسمانونودپیدایښت په اړه داسلام لارښووني دي. زه به لمړی په لنډوټکو کې درته ووایم چې هغه ستا خبره سم تفسیرته موږاړتیالرو، دقرانکریم هغه ایاتونه چې دساینس په اړه دي له زروڅخه زیات دي چې سم تفسیریې یومسلمان ساینس پوه کولی شي نه هغوی چې له ساینس څخه خبرنه وي. له ښه مرغه دساینس په اړه دایتونوسم تفسیرونه شویدي اوموږته یې ددې توان راکړیدی چې دکفاروخولي وربندي کړو.
په پای کې غواړم دځینونوروځایونویادونه هم وکړم چې قرانکریم کې دځمکي اوداسمانونودپیدایښت په اړه دي :
.دلاعراف سورت پینځه څلویښتم ایت شریف،
دیونس سورت دریم ایت شریف،
دهودسورت اووم ایت شریف،
دفرقان سورت نه پینځوستم ایت شریف،
دسجدې سورت څلورم ایت شریف،
دحدیدسورت څلورم ایت شریف اوداسي نورځایونه.
ددې پوښتنې اودساینس-قران اړوندپوښتنودځواب لپاره دډاکترذاکرنایک ویدیويې پټي ته مراجعه وکړۍ، دپټي نوم دي Quran And Modern Science - Conflict or Conciliation ، خوهېره دي نه وي چې وېډیوپه انګلیسي ژبه ده.
په بېساري درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند
Ghairat
03.10.2009
دروند ورور حمید جان هڅاند ته سلامونه !
ستاسو له هڅونه چې زما د پوښتنې د ځواب له پاره مو کوټلې سرچینې په ګوته کړي دي، چې البته دینپوهان ترې څیړنیزه ګټه پورته کولای اواړونده ځواب ترې لاسته راوړلای شي،یوعالممننه!
داچې ساینس هم د آسمانونواوځمکې خلقت همزمان ګڼلي، له لاندې ۲ امکاناتوڅخه له لومړي سره تړاو لرلی شي اوبس :
۱ـ که اسمانونه د ځمکې د اتموسفیر له طبقوڅخه عبارت وي، نوبیا یې همزمانه پیدایښت دمنلووړ دی!
۲ــ خوکه آسمانونه هغه پراخ ابعاده طبقې وي چې کاینات، بې شمیره شمسي نظامونه او نامحدوده نوري واټنونه په لمن کې رانغاړي، چې هر یويې د ساینس له مخې له ځمکې څخه ډیر پخوا رامنځته شوي،نو بیا د ځمکې اواسمانونو په یووخت پیدایښت په ځنګه یوه ساینسي ادعا وګڼلای شو؟؟؟؟؟؟
ایاځمکه لمړی پیداشوې که اسمانونه
حمید هڅــاند
04.10.2009
غیرت ورورجانه سلامونه مې ومنه!
یوځل بیادې غواړم وخت ونېسم. ورورجانه دکایناتودپیدایښت په اړه چې ساینسپوهانوڅومره پلټني کړېدي دهغوي پایله داشوه چې دوی ووایې ځمکي اواسمانونه په یوه مهال کې پیداشویدي، تاسوویلي دي چې که اسمانونه دځمکي داتومسفیرطبقې وي نوبیاداخبره دمنلووړده اوکه همداسي نه وي اوستاسوخبره که آسمانونه هغه پراخ ابعاده طبقې وي چې کاینات، بې شمیره شمسي نظامونه او نامحدوده نوري واټنونه په لمن کې رانغاړي اوستاسوپه خبره داهریو د ساینس له مخې له ځمکې څخه ډیر پخوا رامنځته شوي. اوتاسوبیاپوښتلي چې اوس به نوڅنګه دځمکي اواسمانونودیوځای پیدایښت «ادعا» ساینسي بنسټ ولري؟؟
ورورجانه ساینسي رابرسېروني په ټوله کې په دوه ډلوویشلی شو، یوه ته یې علمي حقیقتونه اوثبوت شوې ښکارندي ویلی شو چې پکې هیڅ شک نه پاتي کېږي، اودوهمه وېشنه(کتګوري) له ساینس سره تړلې اندولۍ(نظریې) دي چې په انګېرنوتکیه لري ،داډول فرضیې اونظریې که څه هم یوشمېریې سمي خېژي ، خوډېرشمېریې دوخت په تېرېداسره ناسمي خېژي چې دې ته په انګلېسي ژبه کې یوټرن یابېرته پرشاګرځېدنه وایي. دبېلګي په توګه دداروین تیوري یوه ساینسي تیوري اوفرضیه ده. که بېرته موضوع ته راوګرځم نوپه لنډوټکوکې به درته ووایم چې تراوسه پوري چې ساینس دکایناتودپیدایښت په اړه څه رابرسېره کړیدي هغه همداددوي هم مهاله پیدایښت دی. راځه لیږڅه ټکي په ټکي وګوروساینسپوهانودتاریخ په اوږدوکې دکایناتو، ځمکي اواسمانونودپیدایښت په اړه څه ویلي دي:
له پخواراهیسي لکه چې مې وویل دځمکي په اړه بیلابیلي اندولۍ وې ، چابه ویل چې ځمکه هواره ده ، چابه ویل چې دلمریزنظام چورلیز(مرکز) ده ،ځیني خولااوس هم په دې انددي چې ګواکي ځمکه دیوه غټ غوایې په ښکرونوتکیه لري چې کله په یوه ښکروي اوکله په بل او... ځمکه دلمریزنظام دچورلیزپه توګه ان ترشپاړسمي پېړۍ پوري یوواکمن نظرؤ، په پای کې دې ډول اندولیوته پولنډي ستورپېژاندي کوپرنیک پایټکي کېښود، ده وویل چې ځمکه په فضاکې پریوه ټاکلي مداردلمرپه چاپېرګرځي. په ورته ډول دځمکي اواسمانونواوپه ټوله کې دکایناتودپیدایښت په اړه هم بې شمېره اندولۍ شته چې له هغو څخه دبیګ بنګ تیوري ده، بیګ بنګ ترټولونورونظریوډېره دمنلووړنظریه ده چې ترډېره دپخلي ترپولورسېدلې ده،زه به په لنډوټکوکې درته ووایم چې بیګ بنګ هغه تیوري ده چې نن سبادساینسپوهانوترمینځ دخورامنلووړده اودایوه ډېره واکمنه تیوري ده، دځمکي اواسمانونودپیدایښت په اړه چې له غټ څخه غټ ساینسپوه نه پوښتنه وکړې نوهغه به هم تاته دهمدې تیوري له مخي دکایناتو،ځکمي اواسمانونوپیدایښت تشریح کړي. داټولي خبري مې ددې لپاره وکړې چې تاسولیکلي ؤ چې ګواکي نوري سیاري اوکهکهاشونه ترځمکي نه دساینس له مخي ډېرپخواپیداشویدي، زه نه پوهېږم چې تاسوداخبره دکومي سرچیني په حواله کوۍ خوزه به دبیګ بنګ دتیوري (چې دساینسپوهانوترمینځ ترټولومنلي تیوري ده)له مخي دادرته انشاالله په زبات ورسوم چې ځمکي اواسمانونه هم مهاله پیداشویدي.
دبیګ بنګ تیوري هغه هڅه ده چې وښیې ددې داټول کاینات، ځمکي اواسمانونه څنګه راپیداشول، ددې تیوري دپیدایښت لامل په ستورپوهنه اوفزیک کې دهغورابرسېرونه پایله وه چې له مخي یې انسانان دې پایلی ته ورسېدل چې ځمکه اواسمانونه اوپه ټوله کې داټول کاینات پیدایښت لري اوددوی دپیدایښت لپاره هرومرویودپیل ټکی شتون لري. ددې تیوري له مخي زموږ دا نړۍ(ځمکي ، اسمانونو، کهکشانونو اوسیارو) دیوه بېساریتوب په توګه په خوراچټکتیا سره ۱۳.۷بیلیونه کاله پخوا مینځته راغلل . دابېساریتوب (singularity) ولې مینځته راغله اولامل یې څه وو داهغه څه دې چې ساینس پوهان ورته ځواب نلري. دې بېساریتوب دوهم پړاوبیګ بنګ دی، بیګ بنګ اصلا موږته داوایې چې دې بېساریتوب یوه ډېره وړوکې اویوه بېساري ګرمه کتله مینځته راوړه چې دوخت په تېرېداسره لویه اولویه شوه ترڅودنن دمهال له لویوالي اوګرمتوب سره برابره شوه، بیګ بنګ اوس هم دوام لري کاینات له هغولمړیووختوڅخه نیولي بیاتراوسه پوري دغوړېداپه لوردي اوداغوړېدابه نوره هم دوام وکړي، داکاینات چې پکې ښکلي ستوري ، په بیلیونو نوستوري اوسیارې کهکهاشونه جوړوي اوکهاکشانونه هم بې شمېره دي اوترننه پوري لاموږنه پوهېږو چې څومره کهکشانونه به موجودوي، یو له دغوبې شمېره کهکشانونوڅخه همدازموږاوستاسوکهکشان دی چې پکې لمر پرېوت(موقعیت) لري. اوس ته فکروکړه چې داډول کهکشانونه ددې تیوري له مخي په یوه وخت کې پیداشول، دلمریزنظام کهکشان خویې یوه وړه برخه ده چې پکې دیوه ټکي مانا لري. نوځکه خودرته ویلی شم چې که داټول کهکشانونه په یوه مهال کې پیداشوي وي بیانودلمریزنظام سیارې څنګه له ځمکي څخه پخواپیداکېدای شي؟ دبیګ بنګ تیوري له مخي هرڅه دیوه بېساریتوب له مخي په یوه مهال کې په خوراچټکتیامینځته راغلل اوبیایې په غوړېداشروع وکړه . دلته یوه ټکی ته غواړم ستاسوپام راواړم چې داهرڅه ځمکي اواسمانونه دي چې همدابې شمېره کهکشانونه پکې شامل دي چې یو له همدغوکهکشانونوڅخه همدازموږ اوستاسوکهکشان دي، څنګه چې نړۍ لا هم دغوړېداپه لورده نوځکه ځیني بدلونه به هرومروپکې پېښ شوي وي اوپېښ به شي چې دنویوسیارو راپیداکېدل یې هم یوه برخه کېدای شي چې دانونظرکایناتوده دهیڅ خبره ده اوارزښت نلري ، دیوې یاڅونویوسیارو پیداکېدل که یوڅوکال پخواشوي وي، که نن کېږي اوکه په راتولونکې کې کېږي په هیڅ ډول داخبره چې داټول کاینات ، ځمکي اواسمانونه هم مهاله پیداشوي نه شي بېځایه کولای. یوه خبره غواړم بله هم وکړم چې دبیک بنګ تیوري کې ساینس پوهان شک نه ویني خوڅشي چې لااوس هم دوی ته ندی مالوم هغه داخره ده چې څنګه اوولي اوله کوم ځایه همدابېساریتوبsingularityمینځته راغله، ځکه همدغه مهال یانې مخکي له بېساریتوب څخه هیڅ هم نه ؤ موجود ان خلاهم نه وه، انرژی هم نه وه نوبیادوی ته داپوښتنه درېږی چې ولي اوڅنګه بېساریتوب (دکایناتوپیدایښت په خوراچټکتیاسره دیوې کوچنۍ کتلې په توګه مینځته راتلل) میځته راغی.
فکرکوم چې تراوسه ښایې پدې فکرکې شوی چې ځمکي اواسمانونه هم مهاله پیداشویدي. راځۍ ددې تیوري اړوندځیني تېروتني په ګوته کړو چې خلک یې لری:
لمړی ورانپوهاوی: ځیني خلک په دې اند دې چې ګواکي بیګ بنګ یوه چاودنه وه چې په پایله کې یې داهرڅه مینځته راغلل. نه ، همداسي نده، بیګ بنګ چاودنه نه بلکي پراخیدنه اوغوړېدنه ده، ځمکي اواسمانونه دیوې خوراوړوکي کتلې په څېرله هیڅ څخه راپیداشول اولکه دیوه ډومبک(پوقانې) په ډول چې هواپکې پوه کول کېږي اوغټېږي هواسي ځمکې اواسمانونه هم پراخ اووغوړېدل چې لاهم غوړېږي. هېره دې نه وي چې دادقرانکریم یوه معجزه هم ده . لکه چې الذاریات سورت اووه څلوېښتم ایت شریف کې راځي:((والسماءَبنینهابایدوانالموسعون)) دایت شریف ژباړه په انګلېسي ژبه کې داسي کېږي:With power did We construct heaven. Verily, We are expanding it. [یانې اسمانونه موږ«په خپل قدرت سره» پیداکړېدي اوبې له شکه موږیې پراخوونکې یو].(سبحان الله).
دوهم ورانپوهاوی: ډېري خلک په دې اند دي چې ګواکي همدابېساریتوبsingularity دیوه وړې سوځنده کتلې په څېرپه خلا کې راپیداشو. چې دابیایوه غټه تېروتنه ده ، دساینسپوهانوپه ویناله بیګ بنګ اوبېساریتوب نه مخکي اصلا هیڅ شی هم نه ؤ موجود ، ان خلا، وخت، کتله، سرعت،انرژي ...
نومالومه خبره ده چې یوالله (ج) ؤ چې دې بېساریتوب ته یې لارهواره کړه.
غیرت ورورجانه دلته زموږیواستاددی، دی اصلا دین نه مني ، هندودی خوهندوییزم نه مني، موږورسره ډېربحث کوو، هڅه موداده چې رامسلمان یې کړو، دی وایې هرڅه طبیعت پیداکړيدي، زموږدې استادپه استرلیاکې په طبیعت کې ماسټري کړېده اوموږته له طبیعت سره یوتړلی مضمون demography and environment تدریسوي،زه باورلرم چې همدادالیل ددې استادباوروران ثابتولی شي چې دهمدی بیساریتوب نه وړاندي خونه طبیعت واونه خلا، اصلا طبیعت خوپه همدې کتلې کې مینځته راغی، که فرض کړو چې داهرڅه طبیعت پیداکوي نوبیاداټوله نړي خوپه لمړي سر کې طبیعت مینځته نده راوړې بلکه طبیعت یوله هغوشیونونه ؤ چې راپیداشو، نومالومه خبره ده چې یواځي یوالله(ج)دی چې دې بېساریتوب ته یې لاره هواره کړېده .
غیرت ورورجانه رښتیاهم دانسانانودعلم دایره محدوده ده، هیڅوک نه پوهېږي چې له همدې(ډومبکي)نه بهر چې دیوه بېساریتوب په پایله کې په خوراچټکتیاسره رامیځته شو اومخ په غوړېدادی څه به موجودوي؟ دحیرانتیاخبره خو لا داده چې زموږ ددې کایناتو۹۵سلنه برخه تیاره ده اوهیڅ ډول څېړنه یې په اړه شونې نده، ساینسپوهان چې کومي څېړني کوي هغه ددې کایناتوپه ۵ سلنه برخه کې دي.
یوه اړینه یادونه: ماپه خپله لمړنۍ لیکنه کې ویلي ؤ چې عبدالله یوسف علي په خپل انګلیسي تفسیرکې دبقري دسورت نه ویشتم ایت شریف ناسم ژباړلی دی ، داخبره سمه نده ، ماتېروتنه کړېوه. اصلا عبدالله یوسف علي داایت شریف سم ژباړلی دی خوتېروتنه یې دفوصیلت په مبارکي سورې کې کړېده.
پایلیکونه:
۱. Steven W. Hawking, George F.R. Ellis, "The Cosmic Black-Body Radiation and the Existence of Singularities in our Universe,"
See http://www.halos.com/reports/ext-2003-022.pdf ۲
http://www.big-bang-theory.com ۳ /
په بېساري درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند
ډاکتر وطنمل
07.10.2009
ماشاالله، هڅاند صیب اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته !
منم چې لومړی یو« بېساریتوب » (یعنې : څه؟ یعنې یو بلاتشبه شی؟)
راپیدا شوی اوډیره موده وروسته بیا بیګ بنګ صورت نیولی چې
نوريې لومړۍ چاودنه ،خوتاسې يې صرف خپرېدنه،غوړېدنه او غځېدنه
بولئ، آیا همداسې ده ؟
په دې صورت کې ستاسې ځمکه، ستوري اونورې سیارې ، شمسي نظامونه ،کهکشانونه ،کاینات اواسمانونه ټول لکه د اتوم زرات د هغه اتوم په منځکط لکه الترونونه، پروتونونه او نیوترونونه خوندي شوي ووچې تاسې ورته د یوه بیساري شي یا بیسلریتوب پهنامه ګوته نیولې ده ، چې د بیګ بنګ نه وروسته
هر یو ستوری هره سیاره لکه د مرواریدو دانې ترې وشیندل شوې چې هم غټطشوې او هم لیرې لاړې ،نو له دې کبله ټول په یوځل بیدا شوي او په همزمان صورت یوله بل څخه لیرې کیږي؟
په دېصورت کې نوځمکه او لمر دواړه هیڅکله سره یوځای یوه اورینه کتله نه وه چې وروسته ترې خمکه بیله شوې او سړه شوې وي، بلکې دواړه د بیک بنګ له پیل څخه ځمکه اولمر سره جلااورینې کتلې وې، صرف ځمکه دخپل وړوکوالي له کبله ژر سړه شوه او لمر د خپل ستروالي له امله لا هماغسې اورین پاتې دی ؟، که څنګه ؟؟
دا اندتوګه د ځمکې او لمر د عمرونوله توپیر سره چې ساینس ثابت کړي سخت ټکر لري، چې دځمکې عمر ۴،۵ ملیارده کلونه ښيي اودلمر بیا له دې حخه ډیر زیات دی!
ځمکه لمړی پیداشوې که اسمانونه
مینه پال
07.10.2009
درنوافغانانو سلامونه مې ومنۍ.
[/quote][quote=منم چې لومړی یو« بېساریتوب » (یعنې : څه؟ یعنې یو بلاتشبه شی؟)
راپیدا شوی اوډیره موده وروسته بیا بیګ بنګ صورت نیولی چې
نوريې لومړۍ چاودنه ،خوتاسې يې صرف خپرېدنه،غوړېدنه او غځېدنه
بولئ، آیا همداسې ده ؟]
زمادمالوماتوله مخي خوبیګ بنګ یوه چاودنه وه.خوداچې هڅاندصاحب یې ولي نه مني نه پوهېږم.
ځمکه لمړی پیداشوې که اسمانونه؟
حمید هڅــاند
07.10.2009
ډاکترصاحب وطنمل اومینه پال ورورجانه ؛ اسلام علیکم و...
ښاغلی وطنمل ورورپوښتي چې:منم چې لومړی یو« بېساریتوب » (یعنې : څه؟ یعنې یو بلاتشبه شی؟)
راپیدا شوی اوډیره موده وروسته بیا بیګ بنګ صورت نیولی چې
نوريې لومړۍ چاودنه ،خوتاسې يې صرف خپرېدنه،غوړېدنه او غځېدنه
بولئ، آیا همداسې ده ؟ [size=9:2a51c99635][/size:2a51c99635][color=red:2a51c99635][/color:2a51c99635]
ورورجانه بېساریتوب یاsingularityدهغې کړني نوم دی چې له امله یې کاینات دلمړی ځل لپاره له نشت څخه راپیداشول. هوکې یوشمېرخلک بیګ بنګ ته دیوې چاودني په نظرګوري چې یوه تېروتنه ده،داتېروتنه دوه لامله لري: لمړی لامل یې دادی چې موږاوتاسویوله بل څخه دبیګ بنګ په اړه اورېدلي دي اوددې لپاره چې خبره په یوڅوتوروکې رالنډه کړونووایوچې بیګ بنګ یوډول چاودنه وه چې رامینځته شوه . خوکه ووایوچې داچاودنه نه بلکه یوډول خپرېدنه اوغوړېدنه وه نوښایې تشرېح کول یې یوڅه بیاستونزمن کاروي. دوهم اومهم لامل یې زموږاوستاسودښوونځي دمهال زده کړې دې چې هلته موږته ښوول شوي ؤ چې ګواکي داټول کاینات دیوې چاودني په پایله کې مینځته راغلل. سره لدې چې دلسم ټولګي جغرافیه ښایې دډېروله یاده وتې وي خوبیاهم دهغه مهال دتیوري ګانوزده کړي زموږپه مغزوکې یوډول ورانپوهاوي(سوتفاهم)ته لاره هواره کړېده.
ستاسودوهمه پوښتنه داده چې ځمکه ، ستوري ،لمراو..دمریوپه څېرسره رایوځای شوی ؤاوبیایوله بله لرې وتوغېدل، هم غټ شول اوهم سره لرې شول، تاسوبیاداهم لیکلي دې چې دې ته ګواکي دبېسارېتوب کړنه ویله کېږي؟
نه ورورجانه ماپه خپله لیکنه کې هسي څه نه ؤ لیکلي. اصلابېساریتوب دلمراونوروسیاروغټېدواوتوغېدوته نه ویل کېږي بلکه دلمړي ځل لپاره ددې کایناتو دپیدایښت هغه دپیل ټکي ته ویل کېږي چې ډېربې ساری اوحیرانوونکی دی. ماداهم نه ؤ لیکلي چې ګواکي لمراوځمکه اوداټول کاینات سره یوځای نه ؤ، مالیکلي ؤ چې لمر، ځمکه او... داټول دبېساریتوب په پایله کې دیوې ډېري وړوکې کتلې چې ان دقلم دیوې نوکې هومره وړه وه رامینځته شول، ددې کتلې حرارت اصلاداندازې وړندی، یواځي دومره ویلی شوچې ددې کتلې حرارت بېخې اوخورازیات ؤ، بیګ بنګ بیاهغه عمل دی چې په کولوسره یې داکتله لویه لویه اولویه شوه، ددې کتلې دلوی والي عمل په لمړی سرکې دومره تېزؤ چې ان دیوې ثانیې نه لاپه ډېره کمه موده کې پراخه اوپراخه شوه، دومره پراخه چې انسانان یې ښایې هیڅکله اندازه نشي کړی. وطنمل ورورجانه دحیرانتیایوبله خبره به هم درته وکړم اوهغه داچې ددې کتلې لوی والی اوپراخېدنه(بیګ بنګ)په لمړی سرکې دومره په تېزۍ پیل شوه چې ددې چټکوالي نه رامینځته شوې څپې ان اوس هم حس شوې دي اوهمدالامل دې چې ځیني خلک بینګ بنګ ته دچاودني نوم هم ورکوي. دپراخېدني له همدې ټکی څخه دنړۍ پراخیدنه لااوس هم دوام لري. نوځکه درته ویلی شم چې ځمکه اولمراونورټول کاینات په لمړي سرکې سره تړلي اویوځای ؤ. یوځل بیاغواړم ووایم چې دځمکي اواسمانونوپیداکېدل هممهاله ؤاوداهغه څه دې چې موږته په قرانکریم کې ویل شوي هم دي.
یوه بله خبره هم غواړم وکړم چې قرانکریم دځمکي اواسمانونوپیدایښت ته شپږورځني پړاوویلی دی چې ددې ورځوغټوالی الله پاک ته مالوم دی، ساینس پوهان داخبره ځکه نه ردوي چې دهغه مهال دورځي غټوالی دقیقامالوم ندی. ښایې ډېري کمې مودې اویاښایې ډېري اوږدې مودې ته به ویل شوي وي.
په بېساري درنښت اومننه
حمیدهڅاند/هند
و.افغان
07.10.2009
دروند او ګران ورور هڅاند صاحب:
ما شاء الله ، ډېرې ښکلې معلوماتي ليکنې مو کړي دي، له لوستلو يې ډېر خوند آخلم.
قلم مو تاند، هاند مو څپاند، او همت مو هڅاند اوسه.
په درنښت
Ghairat
07.10.2009
هڅاند صیب یوځل بیا زما ګیډۍ ګیډۍ سلامونه ،مینه اومحبت ومنئ!
د لوی الله څخه مو روغ جوړاونیکمرغه غواړم او بیا عرض کوم چې د بیګ بنګ د تفسیر او انګیرنې له توپیر سره کار نه لرم، پوښتنه صرف داده چې کله څو شیونه له یوشي څخه يه یووخت کې همزمان منځته راځي نودا دوه امکانات لري :
یا په یوه پیښه کې یو لومړنی موجود شی په څو برخو سره بیل یا غوڅ کړي شي ،نو پرې شوې برخې ټولې همزمان رامنځته شي - ښايي دا ادعا به څوک هم ونه لري چې ځمکه او لمر اودټولوکهکشانونو ټول ستوري د لومړي بیساري واړه موجود ددغسې یو او همزمان ویش څخه رامنځته شوي دي۰
دویم امکان د ښاغلي وطنمل دطرخې ته ورته دادی چې داټول لکه د تخم دانې په هغه لومړي موجودکې موجود پراته وو، کله چې هغه ژر و غوړېده، ځمکه،لمر، ستوري اونور ترې ټول يې له خېټې راتوی شول یا دخېټې په غوړېدلې په فضا کې يې ځای ونیو نوهمزمان پیدا شول!
که داسې وي نو ځمکه دلمر اوکایناتود ټولو ستوروهمزولې ده، خوکه لومړۍ بېسارې کتله د غزطدا په ترڅ کې په څوبرخو، اوهغه برخې بیاپه څو څو برخو اوهغه بیا بیا په څوڅوپرخوویشل کیدلې اوغزېدا دوام درلود چې اوس يې هم لا لرې،
نو اوسنۍ وروستنۍ برخې لکه ځمکه اونورې سیارې له لمر څخه ډیرې کشرې اوځوانې دي،لمر بیا زمونږ له کهکشان څخه ډیر وروسته پیدا شوی او ځمکه رښتیا صرف ۴،۵ ملیارده کاله پخوا رامنځته شوې ده او بس،که څنګه؟؟؟
نور چاودنه زه هم نشم تصور کولی، ځکه اسمانونه دچاودنې په پایله کې منځته نشي راتلای، بلکې د پوکڼیو په څیر چې د پوکولو پواسطه پراخیږي ۷ اسمانونه
یود بل پسې او وروستنی د مخکیني په خېټه کې منځته راغی او په ټاکلو فاصلو
سره لا اوس هم دغوځیدوپه حرکت کې دي!
هوداسې هم کیدای شي چې اسمانونه لکه شخولي لومړی بیل شول او منځته راغلل، او پاتې کتله بیا پربیګ بنګ وچاودېده او اسمانونه يې په ستورو ډک او فضايې په منځ کې پرې ښکلې او روښانه کړه ؟؟؟؟
ځمکه لمړی پیداشوې که اسمانونه؟
حمید هڅــاند
11.10.2009
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!
ښاغلی غیرت ورورجانه له هڅونې نه دې ډېره زیاته مننه؛ لوی الله(ﷻ) دې اجردرکړي.
غیرت ورورجانه سلامونه مې ومنه ، هیله ده روغ به یې. په لنډوټکوکې دخلاصې په توګه دنړۍ پیدایښت داوسني ساینس له مخي داسي دی:
۱.په هېښونکې توګه یوټکی راپیداشو . (چېري؟؟په خلاکې؟؟ نه!! داخبره مالومه نده!!ساینس پوهان دې پوښتنې ته ځواب نلري)،
۲.لمړۍ راپیداکېدنه(پورتنۍ [۱] لیکه وګوره)+8-10 (لس په توان منفی اته)ثانیې :داکوچنی ټکی په بېساري توګه پراخ شو.ددې پراخ ډومبکي هرڅه لادوړوکو څپواوګردپه ډول سره نښتي ؤ.
غیرت ورورجانه تاویلي چې هیڅوک هم ښایې داادعاونلري چې ځمکي اسمانونه اوستوري نوګواکي دیوواړه موجودڅخه په هممهاله ویش کې رامینځته شول. ورورجانه همداادعاټول لري ، اسمانونه ،کهکشانونه اوستوري په همدې وړوکې ټکي کې یوځای ؤ اوچې کله دثانیې نه لاهم په لږه موده کې داټکی په بېساري توګه غټ شواولاهم هرڅه دغباراوڅپوپه توګه پکې ؤچې بیاورورسته داوږدې مودې په تېرېداسره سیارې ،لمراوځمکه رامینځته شول. یانې داهرڅه دهمدي ټکي په مینځ کې رامینځته شول.
۳.نوري - 1035(لس په توان منفی ۳۵ ثانیې)ثانیې ورورسته: اوس په دې بېساري پراخ ډومبکي کې همداسره نښتې څپې په دانوووېشل شوې(له دانونه زماموخه وړوکې دانې ندي!) اوترمینځ یې یوه ځواکمنه جاذبه رامینځته شوه. [[ همداجمله یوځل بیاولوله، پوښتنه به دې حل شي.]]
۴.داجاذبه ددې لامل شوه چې په هره شېبه کې به یوې اوبلې دانې یوبل جذبول اودې پروسې خورااوږده موده ونېوه. داچې څومره مهال یې ونیو زمادې پوښتني ته زموږدپوهنتون ښوونکوهم قانع کوونکی ځواب رانکړاونه زماپلټني په انټرنیټ کې پایله ورکړه.
۵.بالاخره داهرڅه دجاذبې په واسطه یوله بل سره واوبدل شول اویوډول شبکې یې مینځ ته راوړې. ترڅوشاوخوا۱۵بیلیونه کاله وروسته په نني کایناتوواوښته.
پایلي
:لمړۍ پایله: داهرڅه یانې لمر،ځمکه اواسمانونه په لمړۍ شېبه کې په همداوړوکي ټکي کې یوله بل سره یوځای ؤ.
دوهمه پایله، داؤځمکواواسمانونوپه اړه: ښایې له اسمانونواوځمکونه مراد همداټول کاینتات وي . ښایې داټول کاینات په داسې بېلابېلواووډولونووېشل شوي وي چې په راتلونکې کې به کره شي. خواوس مهال ساینس پوهان دومره لری لاس رسی نلری. په هغه ځای کې چې ساینس پوهان څېړني کولی شي هغه دټولې نړۍ په پرتله په هیڅ حساب ده. ددې لپاره زما دلیل دادی چې : اللهﷻ چې په کوم ځای کې هم داسمانونواوځمکویادونه کړېده هلته په یوډول داښودل شویدي چې لوی اللهﷻ څومره ځواکمن دی. یانې الله پاک چې کله هم داسمانونواوځمکویادونه کوي اوپه یوډول موږته دخپل بېساري ځواک په اړه وایې نومالومه خبره ده چې دالله پاک مقصدداټوله نړۍ اوکاینات دي نه همدازموږاوستاسوځمکه یااسمان.
دریمه پایله: دنړۍ له پیدایښت نه وروسته په دې کایناتوکې ډېرتغېرات راغلل، هوکې نوي ستوري پکې جوړشول اوهره شیبه یوله بل سره جذب اوپه نتېجه کې یې یوبل جوړکړ.خوپه ټوله کې ددوی منشا یوه ده، لکه چې مې وویل که دځمکي اواسمانونونه داټول کینات فرض کړو نوپه چټکتیادرته ویلی شم چې داټوله نړۍ په یوه وخت کې پیداشوه.بله خبره داده چې سمه ده یوه سیاره به له بلي وروسته پیداکېږي خوبیادهمدې سیارې منشاهمداغبارؤیاڅپې وې چې په دانوبدلې شوې اودانویوبل جذب کړل چې بیاویلی شوددوی منشا یوه ده.
څلورم پایله: داټوله نړۍ یوله بل سره اوبدلې ده.
دلوی اللهﷻ کتاب موږته څه وایې:
[والسماءَبنینهابایدوانالموسعون]
لمړۍ معجزه: موږپه پراخېدونکې نړۍ کې اوسو. دالذاریات دمبارکې سوري ۴۷ایت. دایت شریف مطلب داسی دی چې اللهﷻ وایې چې اسمان ماپه خپل قدرت سره پیداکړېدی اوبېشکه همدازه یې پراخوونکی یم. اوسنی ساینس هم دنړۍ پراخېدنه مني.
[ اولم یرالذین کفرواان السموت ولارض کانتارتقاففتقناهما]
دوهمه معجزه:ساینس پوهان وایې(په ټولېزه توګه دلوېدیځ ساینسپوهان چې ډېری یې مسلمانان ندي)چې داټول کاینات(ځمکي اواسمانونه)سره نښتي ؤچې بیاسربېل کړای شول. همداخبره قرانکریم په پورتني ایت شریف(دالانبیاسورت ۳۰ ایت شریف)کې راغلې ، مطلب یې داسي دی: ایاندی لیدلي(ندي خبر)کافران چې ځمکي اواسمانونه بېشکه سره نښتي ؤاوبیاموږسره بېل کړل ، دایت په اوږدوکې داهم ویل شوی دی چې هرژوندی شی له اوبوپیداشویدي(یوبل ساینسي حقیقت)اوبیاالله ﷻ په پوښتونکې توګه ویلی دي چې ایاایمان نه راوړي دوی. [سبحان الله ،قرانکریم څومره دقیق دی].
[یوم النطوی السماءَ کطی السجل للکتب کمابدانااول خلق نعیدوه وعداعلینا اناکنافعلین]
دریمه معجزه: لمړی به ددې ایت شریف(دالانبیادمبارکې سورې ۱۰۴ ایت) مطلب درته ووایم: الله ﷻ وایې چې په دې ورځ(وروستۍ(قیامت)ورځ) کې به زه اسمان داسي راونغاړم لکه دیوکتاب یاکاغذ نغاړل، الله پاک وایې چې اسمان به هسي راونغښتل شي څنګه چې پیداشوی ؤ.
داهم یوه معجزه ده. الله ﷻ دلته دقیامت په ورځ داسمان له مینځه تګ تشرېح کوې چې بېرته رانغاړل به وې. دایت په اوږدوکې الله پاک داهم ویلي دي چې دارانغاړنه داسمان دپیدایښت سرچپه کړنه ده. له دې ځایه داخبره بیاپه ذبات ورسېده چې اسمانونه اوداټول کاینات سره تړلي ؤ اوبیاوغوړېدل. که دالانبیامبارک سورت له سلم ایت څخه بیاترهمدې ایت پورې ولولونومالومه به شي چې الله پاک دخپلونیکمرغه بنده ګانوپه اړه ویلي چې جنیتیان به وي اودهغوپه اړه چې دوزخیان به وي اوبیاداایت شریف راځي چې یوډول دقیامت دورځي دیادتازه کول دي . دلته یې دقیامت ورځ اصلا تشریح کړیده چې زماپه اندداسمان له راټولېداڅخه دلته دټولې نړۍ راټولېدااوله مینځه تلنه ده. زمالیکنه اوږدېږي خوزړه مې غواړي ددې ایت شریف په اړه یوڅه نورهم وغږېږم، خوله هغه نه مخکي له لوستونکونه هیله کوم چې زماددې خبري په اړه هم فکروکړي اوهم څېړنه(یانې له ددین له عالمانونه وپوښتي) چې زه یې غواړم له تاسوسره شریکه کړم.
زماله انده داایت شریف یوه ډېرپه زړه پوري ټکي ته ګوته نېسي اوهغه داچې نړۍ به بېرته رانغاړله کېږي اوهرڅه به له مینځه ځي. که دې جملې ته یوڅه ځېرشونودابه راته ښکاره شي دقیامت ورځ اصلا داسي نده لکه ما چې یې په ماشومتوب کې انګېرله؛ مابه ویل چې دځمکي په سربه داهرڅه ړنګ شي ، نه به کور وي اونه باغ. اصلاخونړۍ یواځي ځمکه نده، په نړۍ ځمکي دي،اسمانونه دي ،کهکشانونه دي او..خلاده. نوددې ټولي نړۍ بېرته رانغاړلوماناداشوه چې کورونه خوبه له مینځه ځي ځي ان داټول ستوري، سیارې اوکهکشانونه به لا له مینځه ځي چې ورسره به ان خلالانه پاتېږي دا ځکه چې داټول کاینات بېرته رانغاړل کېږي. دلته له دې هیلي سره سم غواړم دالقارعه سورت شریف ته هم سرورښکاره کړم چې لیکنه مې ډېره اوږده نشي.
یاددښت: ګوره دلته اللهﷻ ویلي دي چې اسمان به داخرت په ورځ بېرته راټولېږي چې دابه دهغه عمل برعکس وي کله چې داول ځل لپاره اسمان پیدااوبیاوغوړول شو. دلته دپام وړټکی دادی چې الله پاک اسمان داسي له مینځه وړي ، څنګه چې یې پیداکړی ؤ.ددې بېلګه داسې ده لکه وړاندي چې حرکت وکړې اوبېرته شاته خپل لمړني ځای ته راشې.
وتکون الجبال کالعهن المنفوش
دادالقارعې دمبارک سورت پینځم ایت شریف دي چې الله پاک پکې موږ ته وایې: ددې لپاره چې ژباړه کې تېروتنه ونکړم بیاغواړم چې مطلب یې ووایم. الله پا ک وایې چې په دې (قیامت) په ورځ کې به غرونه دشیندل شوو،رنګ شویواووپه لښته دوهل شوو وړیوپه څېروشیندل شي.
په دې ځای کې بیاالله ﷻ دقیامت دورځي بیان کړیدی اودغرونوبېلګه یې ورکړېده چې درنګ شؤاوټکول شوووړیوپه څېربه سره وشیندل شي.دلته غواړم تاسوته دقرانکریم یوه بله معجزه وښایم. مخکېني ایت شریف(الذاریات۴۷)کې الله پاک ویلي ؤچې اسمان به داسي راټول شي لکه چې غوړېدلی و چې په یوډول یې هم پیدایښت تشریح کړاوهم له مینځه تګ. که همدافورمول دلته هم وکارؤ اووګوروچې که الله پاک دقیامت په ورځ غرونه دوهل شویواوټکول شویووړیوپه څیرګرځوي اوداددوي له مینځه تګ دي نودپورتني فورمول په اساس غرونه بایدپه لمړی سرکې داسي وي لکه چې دله میځه تګ په حالت کې وي یانې دوهل شویواورنګ شویو وړیوپه څېر. راځۍ وڅېړوچې داایارښتیاهم خبره همداسي ده؟؟ په حیرانوونکې توګه سل په سلوکې همداسې ده.
غیرت ورورجانه الله پاک دالقارعه په سورت کې دقیامت دورځي بیان کړیدی اوموږته یې داپه ډاګه کړېده چې داورځ څومره بېسارې اوله هیبته ډکه ده. دانسانانودغوره پوهاوي لپاره الله پاک دغرونوبېلګه ورکوي چې په دې ورځ کې به دوړیوپه څېروشېندل شي. دلته دغرونوبېلګه ورکول زماله انده دوه لامله لري:
لمړی لامل: ددې لپاره چې ددې ورځي لوی والی اوبېساریتوب بنده ګانوته څرګندشي نوالله پاک دغرونوبېلګه ورکړېده چې غرونه په دومره سترتوب اوځواکمن توب هم په دې ورځ دوړیوبه څېرګرځي. رښتیاهم غرونه ډېرقوي دي.
دوهم لامل: څوارلس سوه کاله پخواانسانانوته ښایې ترټولوځواکمن اوغټ شی غرښکارېده. ځکه لاهم خلک نه ؤ خبر چې لمربه ګوندي له ځمکي نه غټ وي اونه هم څوک دکهکشان له څرنګوالی سره بلدؤ نوهمدالامل دی چې الله پاک دکهکشان اویالمریامشتري او... پرځای دغرونوبېلګه ورکوي چې دمالوچوپه څېربه ګرځي.
نوځکه په پوره ډاډدرته ویلی شم چې په دې ځای کې دغره بدلېدل په وهل شوواورنګ شویووړیوڅخه موخه دټولوسماوي اوځمکنیواجسامو ده چې دوړیوپه څېربه ګرځي.غردهمغه مهال لپاره ترټولووړبېلګه وه چې الله پاک ورکړېده.
دلته بیاپه یوډول داوښودل شول چې داټوله اوبېسارې پراخه نړۍ[۱۴۰۰کاله پخوایې په استازیتوب غرونه]به هسي شي لکه وهل شوې اورنګ شوې وړۍ. دپورتني فورمول له مخه داخبره کولی شوچې که داهرڅه په پای کې درنګ شویواووهل شویووړیوپه څېرګرځي نوبایددپیدایښت په لمړیوکې هم همداسي وي چې په حیرانتیاسره همداسي ده. یوځل بیادلیکني سرته لاړشه چې مادکایناتودپیدایښت دڅرنګوالي په اړه په دوهمه شمېره کې دساینس پوهانوخبره تشریح کړېده. زه هماغه شمېره دلته بیارانقلموم:
۲.لمړۍ راپیداکېدنه+8-10 ثانیې :داکوچنی ټکی په بېساري توګه پراخ شو.ددې پراخ ډومبکي هرڅه لادوړوکو څپواوګردپه ډول سره نښتي ؤ. [[سبحان الله]] داایت شریف هم ولوله چې الله پاک په بل ځای کې (دسجدې دسورت په ۱۱ ایت کې) فرمایلي دي:
[ثم استوی الی السماءوهی دخان]
مطلب داچې الله پاک اراده اسمان ته وکړه اواسمان په هغه مهال یوډول څپې یاګردیالوګی ؤ. له اسمان نه موخه دلته اووه سره اسمانه دې چې څپې یاګردیې هماغه دساینسپوهانوخبره ده چې هرڅه په لمړی سر کې هرڅه ګردخوندي ؤ اوداچې داهرڅه ډېرزیات ګرم ؤ نوځان ته یې درنګ شویووړیوڅېره خپلوله[سبحان الله]. ماهڅه وکړه چې دناساپه لاس هغه جوړشوی انځورهم په لیکنه کې خپورکړم چې پکې هڅه شوې وښیې داهرڅه په لمړیوکې څنګه ؤ. هوکې په لمړیوکې هرڅه درنګ شویووړیوپه څېرؤ.
اودلیکني درانغاړلوپه لورغواړم دساینسپوهانوداخبره هم وڅېړو چې دوی وایې بالاخره په پای کې هرڅه سره واوبدل شول اونن هم هرڅه درېښوپه څېرسره اوبدلي دي(. زمادلیکني ۵شمېره وګوره.)، قران پاک څه وایې:
[والسماء ذات الحبک]
الله پاک دلته په اسمان قسم کوې اووایې چه هغه اسمان چې دجال په څېراوبدل شویدی. بیاهم یوخوراسترساینسي حقیقت[سبحان الله؛ الله اکبر].
په بېساري درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند
ځمکه لمړی پیداشوې که اسمانونه؟
حمید هڅــاند
11.10.2009
دروندورورښاغلی وهاج ساپی ته زما سلامونه!
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ورورجانه مادخپلي پورتنۍ لیکني په لمړیوکې غوښتل له تاسوڅخه مننه وکړم خوستاسودنوم پرځای مې په تېروتني سره ددروندورورغیرت نوم ددؤځلولپاره لیکلی دی. ورورجانه ستاله هڅونونه یوه نړۍ مننه ؛ الله (ج) دې په جنت ونازوه. امین
عادل عادل
18.10.2009
سلامونه
هڅاند وروره ستاسو تفصیلي او قانع کوونکې خبرې د قدر وړ دي، الله مو وپنځوه، آمین
د ښاغلي حلیمي ورور د نظر په تایید، زمونږ شاوخوا مخلوقات او پراخ لایتناهي محیط تر هغه ډیر غټ او اوچت دی، کوم چې مونږ یې تصور کوو، زه خپله پدغه پراخه فضا کې ځان داسې احساسوم لکه زمونږ په وجود کې چې په ملیونونو حجرې ژوند کوي، که فرض کړو چې یوه له دغو حجرو څخه پنځګوني حواس ولري، چې ګومام کوم لري به یې، نو هیڅکله به هم زمونږ د وجود په ابعادو او کیفیت د پوهې توان ته ونه رسیژي ځکه چې د ورځې په زرهاوو مري او ژوندئ کیژي.
د بلې خوا، دپام وړ مهم بل ټکئ دادئ چې مونږ انسانان د کایناتو د پیدایښت زماني توپیر د خپل سل کلن ژوند په تناسب څیړو، خو څوک خبر دي چې زمونږ ژوند به د زمانې د یوې ثانیې تر میلیونمې برخې هم کم وي چې پدې سره د یوپر بل پسې یا یوځای پیدا کیدو بحث منځ ته راځي.
دروند ورور غیرت صیب:
ښه به نه وه چې ددې پر ځای مو د چرګې او هګئ په اړه پوښتیدلي وای، چې کومه یوه لومړئ پیدا شوې ده :) دغه دوه خو حد اقل واړه اجسام دي او فکر پرې کیدای شي.
دروند ورور باتور صیب:
تاسو فکر کوئ چې دینپوه یا عالم دا مانا چې ددین او علم په ټولو ابعادو به پوهیژي، خو ګوری داسې نه ده، دا ستاسو حسن نیت دی چې د بحث فورم د عزتمندو دینپوهانو په اړه یې لرئ، علم ډیر پراخ دئ او هیڅوک یې اوج ته نه شي رسیدای .
په درنښت
Ghairat
22.10.2009
د کايناتو عظمت او پرې پوه د هغه د خالق عظمت او پرې د پوهيدلو هڅه ده، کله چې کايناتپوه انسان رکوع او سجده الله تعالی ته ادا کوي،
نو د الله تعالی دعظمت په اړه يې اند ، تصور او احساس له يوې خوا او د خپلې بندګۍ تړاو د هغه ذات له عظمت او وحدانيت سره په ډيره ژوره توګه تصور کوي ٠
په درنښت ٠
باتور
22.10.2009
[color=white:69615af726]د کايناتو عظمت او پرې پوه د هغه د خالق عظمت او پرې د پوهيدلو هڅه ده [/color:69615af726]
غيرت خانه که داخپله پورتنۍ جمله لږ څه روښانه کړې نو نورو ته به هم د پوهاوي وړ سي.
په درنښت
Ghairat
24.10.2009
[quote:b7fed6eb47]د کايناتو عظمت او پرې پوهه د هغه د خالق عظمت او پرې د پوهيدلو هڅه ده [/quote:b7fed6eb47]
د کايناتو عظمت دهغه د خالق عظمت دی او د کايناتو پر عظمت پوهېدل
د هغه د خالق الله تعالی د عظمت د پوهېدلو هڅه ه ٠
نو کايناتپوهان تر هر چا زيات پر الله تعالی کلک ايمان لري نو دخدای (ج)
ویره او تقوی يې بايد تر نورو زياته وي ٠
ع کريم حليمي
26.10.2009
مکرم دانشمند غیرت صاحب ، اسلام علیکم و رحمة الله
[quote]نو کايناتپوهان تر هر چا زيات پر الله تعالی کلک ايمان لري نو دخدای (ج)
ویره او تقوی يې بايد تر نورو زياته وي ٠/quote]
په مځکه کښي قسم قسم معدنونه سته ، چه ځینی خسیس او سخت دي او ځیني بیا ډېر نفیس دي
انسانان هم په مثال معادن دي
عَنْ اَبِي هُرَيْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ " تَجِدُونَ النَّاسَ مَعَادِنَ، خِيَارُهُمْ فِي الْجَاهِلِيَّةِ خِيَارُهُمْ فِي الاِسْلاَمِ اِذَا فَقِهُوا، .................
د الحاد خښته ساینس پوهانو ایښې ده!! ، نو په کلکه او ټینگه نسو ویلای چه کايناتپوهان تر هر چا زيات پر الله تعالی کلک ايمان لري
درنښت