نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ابو جرير
05.09.2009
دعلامه سيد جمال الدين افغاني يوه خبره مې يوځاى لوستلې وه چې وايي:
We want modernization, Not wisternization.
يانې مونږ تمدن پالنه غواړو، خو لويديځ پالنه نه.
ډير خلك په دې موضوع كې تيروځي، كه دلويديځ له مادي تمدن څخه ګټه پورته كوي معنوي او كلتوري تمدن يې هم ورسره په ځان مني، خو دا امكان لري چې دلويديځ دمادي تمدن تقليد وكړي او له معنوي تمدن نه يې ځان وساتې.
دا دې يوه.
بله داچې يو ملګري راته ويل چې كله كمونيزم افغانستان ته راغى نو افغانانو په شرمو وشرماوه، اوس چې ديموكراسي راغلې دا به هم درته داسې وشرموي چې هغوى به هم ورته حيران شي.
دادې بله.
وهاج صيب دلباس لپاره صحيح شروط ښودلي دي، نيت ډير مهم دى، په بذاته پتلون كې كومه ستونزه نشته، خو خبره داده چې زمونږ او ستاسې ځوانان يې په دې نيت اغوندي چې په خپله جامه شرميږي او دلويديځوالو جامه ورته دعزت او احترام جامه ښكاري، او په خپله جامه كې ورته ځان سپك ښكاري، نو دغرب نه دومره متاثره شي چې دهغوى جامه، دهغوى غوندي خوراك او څښاك، په تعامل او راشه درشه او دخبرو انداز كې دهغوى پوره پوره تقليد، نو دا هغه كارونه دي چې كوونكى يې ددې حديث شريف تر عتاب لاندې راځي چې: من تشبه بقوم فهو منهم.
يو بل شرط دلباس په اړوند زه وراضافه كوم، هغه دا چې لباس او جامه بايد دمحلي او ځايي خلكو درواج مطابق وي، او داسې جامه په تن نه كړل شي چې په كلي او قوم كې رواج نه وي. زمونږ په ټولنه كې كميس او پرتوګ عام رواج دى، او پتلون كړی سړی دنورو په منځ كې يوڅه متميز ښكاري، حال داچې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: إن الله يكره من عبده أن يراه متميزا بين أصحابه. يعنې الله جل جلاله دا نه خوښوي چې يو بنده دنورو په مينځ كې بدل معلوم شي.
خو ددغې او نورو ټولنيزو ستونزو، چې زمونږ ټولنه ورسره نن ورځ لاس او ګريوان ده، دحل لپاره بايد ددې ريښې او جرړې ولټول او وويستل شي، او ترهغه پورې چې ددغو ستونزو اصول او ريښې موجودې وي په فروعو باندې ډيرې خبرې بې ګټې دي، نن ورځ چې زمونږ ولس او ټولنه له كومو ټولنيزو، سياسي، اقتصادي، او اخلاقي ستونزو مخ ده ستر او اساسي عامل يې صليبي ښكيلاك دى، ترڅو پورې چې زمونږ هيواد اشغال وي او په مونږ باندې دپرديو راج چليږي دداسې ستونزو او مشكلاتو مينځ ته راتلل عادي خبره وي.
نو راځئ چې په ګډه سره يې په وړاندې په مبارزه لاس پورې كړو، خپلې ټولنې ته له دغو امراضو نجات كړو او خپله غاړه دخداى په وړاندې له مسئوليته خلاصه كړو.
ديو خپلواك، آزاد، او غيرتي افغانستان په هيله، او په افغانستان كې ديو سوچه اسلامي نظام دبيا راتلو په تكل.
مؤمن
05.09.2009
السلام علیکم وروڼو
د لباس په اړه مو ماشاالله ډیر ښه بحث کړی دی، او زه هم د ساپی صیب خبري تاییدوم.
په همدي اړه د اقبال یو شعر را په یاد شو چې همدا مسله یي په ښه توګه بیان کړي ده:
شــرق را از خــود بـرد تقلید غـــرب
بایــد ایــن اقـــوام را تنقـیــــد غــــرب
قوت مغـــرب نه از چــنگ وربـــاب
نی زرقــص دخـــتــران بــــی حجـــاب
نی ز سحــر سـاحــــران لاله روست
نی ز عریان ساق ونی از قطع مـوست
محـکمـــی اورا نـــه از لادیـنی است
نــی فـــروغــش از خــط لاتـیـنی است
قــوت افـــرنگ ز عـــلم وفـــن است
از همیــن آتش چـرا غش روشن است
حکمت از قطـع وبرید جــامــه نیست
مــانع عــــلم وهنــــر عمــامــه نیست
عــلم وفـن را ای جوان شوخ وشنگ
مغـــز مــی بـــاید نــه ملبوس فر نگ
فکــر چــالاکی اگر داری بس است
طبــع دراکــی اگـر داری بس است
په مینه او مننه