نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اوسنی کابل (ترقی یافته هدیره)
منلی
26.08.2009
ټولو وروڼو سلامونه اونیکی هیلی خدای دی وکړی چی خوشحاله او ارمه اوسی
ډیر وخت وروسته خپل ګران هیواد افغانستان ته لاړم ، کابل ۷ کاله مخکی چی ما لیدلی وو اوس یی ډیره ترقی کړی وه دا ټول دا امریکایانو او انګریزانو احسان ده د دوی احسانونه دومره ډیر دی چی سړی نه پوهیږی له کوم ځایه یی شروع کړی
دوی مونږ بی کولتوره افغانانو ته څه شی وو چی ویی نه ښودل، زمونږ بی چاره ښځوو ته یی دځان ښودولو نوی طریقی وښودی دبدن دښودلو لپاره یی بغیر حجاب ګرځیدل او چسپ کالی اغوستل وښودل زمونږ سړیو ته یی دپټګی او څادر په ځای دریشی او نیګ ټایی واغوستل مخکی به زمونږ ناوی نزدی خپلوانو هم نه لیده مګر اوس د دوی له برکته له اریشګانه ته هوټله او هوټل نه تر ګوره پوری ټول بازار یی وینی
دا د دوی برکت ده چی چینایی ښځی افغانستان ته دکاروبار لپاره راځی ترقی یافته سړی په ازاده دغو ښځوو سره په کارو بار کی شریک کیږی ،سود په مهذب طریقه سره خوړلی شی اویا یی له نور اخستلی شی مجال نشته چی قانون ګرفت ته راشی شراب هر ځای هرو خت کولی شی چی واخلی .
امریکا او انګریز زمونږهیواد ته ډیر پرمختګ ورکړی .اوس زمونږ ښځی پتلونونه اغوندی او بازار کی ګرځی بعضی داسی هم شته چی تقربن تقربن هیڅ شی نه اغوندی مګر بیا هم ازاده ګرځی راګرځی
هی وروڼو اوس زمونږ هیواد ډیر پرمختللی ولی چی هلته اوس خلک د ډیسکوو او کلب خلاصدو په فکر کی دی ،
مونږ افغانان خپل محسن امریکایی اوانګریزی دوستانو ته څنګه ووایو چی افغانستان پریږدی او لاړ شی ، که دوی لاړل بیا مونږ څوک چینایانو ښځوو سره کاروبارته پریږدی ، مونږ بیا یوځای په پوهنتون کی مخلوط تعلیم کولی شوو یا...........مونږ ته به یو بل سره جنګ کول څوک وښی دغه دشیرپور بنګلی به څوک تیاری کړی او دغه ډالری به څوک راکړی
لنډه دا چی کومه ترقی مونږته دامریکایانو او انګریزانو په وخت کی نصیب شوی په هیڅ وخت کی نه ده شوی که مونږ ازاد هم شوو مونږ ته د حکومت کولو هغه چلونه نه راځی کوم چی زمونږ دغه بادارنو ته ورځی
..Ahmadzai
27.08.2009
منلی صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
رښتیا هم دغې دیمکراتي کې ډیرو خلکو دیمکرتیک ترقۍ وکړې، او ډیر موډرن سول.
د موضوع طرحه ډیر ښه وه او په ښه طریقه دې طرحه کړه.
مننه
Ghairat
27.08.2009
ښآ ،هغه داستاني د چین ښاپیرۍ اوس امریکایانو د ایډز د فابریکو په توګه ا فعانستان ته راکښته کړې دي چې افغانا ن پرې مصروف کړي .
هو، لیبرالیزم ، جنګ جګړه، شراب،ایډز،مخدره توکي اومافیا هغه ډالۍ دي چې امریکا اوانګلیس هم د فزیکي اوهم معنوي ځان وژنې له پاره افغانانوته وړاندې کړې دي۰
له یوې خوا د فزیکي ځان وژنې ډانګ دی او له بلې خوا دمعنوي ځان وژنې پړانګ دی، یواځې یو افغانشموله تجویز ددې سترې بلا له خولې څخه نجات راکولی شي او بس!
pattang
27.08.2009
http://www.youtube.com/watch?v=1mBP3SyDYAo&feature=related
http://www.youtube.com/watch?v=3__WLwBed8c&feature=related
larghonay laraway
29.08.2009
سلامونه!
لكه څنګه چې جلال احمدزي صيب ورته اشاره كړې د منلي صيب د ليكلو طرز رښتيا هم ترسكونى دى او ټولې خبرې يې رښتيا دي خوعنوان يې له ليكنې سره اړخ نه لګوي يا خو زه پرې سم پوه نه شوم (ترقي يافته هديره) يعنې څه؟. د ښځو د حجاب خبره يې هم څه عجيبه غوندې ده. ځكه چې دغه اوسنى كابل هر پخواني كابلي ته يو ليرې پروت كلى ښكاري. پخوا به په كابل كې ښځې په منيژوب كې ګرځيدې او دومره مترقي وې چې اروپايي ښځو ته يې هم ماتې وركړې وه خوتر درې لسيزو جګړو راوروسته اوس په كابل كې اكثره كليوال شتمن او پخواني مجاهدين او قومندانان ژوند كوي چې ځينو يې په زور او غصب كورونه نيولي او ځينو په خپلو پيسو اخيستې دي. اوس په كابل كې د پخوا په څېر بې پرتوګه ښځه څوك نه شي ليدلى. د كابل د اوسنيو نجونو فيشن پتلون دى چې د پوهنتون ډېرې نجونې تنګ پتلون اغوندي. خو د چينايي ښځو، ايډز، مخدره توكيو او نورو بدمرغيو تر څنګ كابل اوس د مرداريو په ډيران بدل شوى دى. باور وكړئ همغه شيرپور چې تاسو يې ستاينه كړې يوازې ودانۍ يې ښكلې دي. په مخه كې يې داسې د كثافاتو ډيرانونه دي چې مچان هم په كې ناجوړه كېږي.
د نجونو د پتلونونو په اړه يوه ټوكه راياده شوه:
د اساسي قانون د جوړيدو په ورځو كې يوه ورځ يو څو مشهور ژورنالستان د لوى جرګې په خيمه كې ناست وو چې يوه نجلۍ د ډېېېېېېر تنګ پتلون سره خيمې ته راغله. په ناستو ژورنالستانو كې يوه وويل : (دې د كافر لور به په څومره سختۍ اغوستى وي؟ ، يو بل وويل زما يې ويستلو ته سودا ده چې څنګه به يې اوباسي؟
نو رښتيا هم د ايراني نجونو غوندې تنګ پتلونونه ډېر رواج شوې دي خو په ايران كې له پتلون سره بيا حجاب هم پر سر كوي ولې په كابل كې نه!
ډاکټر څپاند
30.08.2009
انسانانودخپلې ودې په مختلفوادواروکې، دخپلوامکاناتوسره سم جامې اغوستې٠
کله ئی دڅارويوپوټکي اوکله هم دنباتاتو نه ځانته جامې جوړې کړي.
لرغون پيژندونکي دمختلفو ادوارو تاريخي هويت دجامو په طرزسره پيژندلی
شي.موږهم پخپل عصرکی دخلکو دجاموپه ليدوسره دهغوی دهیواد په هکله
حدث اوګمان کولی شو٠عربي نارينه دټيکري په سر رسۍ يا چلتارتړي٠
دپښتون پټکی اوشمله هرچاته مالومه ده٠
اعليحضرت امان الله خان غازي داستقلال داخيستوروسته دهيواد دپرمختګ
کلکې هڅې پيل کړې٠ځوان پاچا،دښځودمخ دښکاره کولو اودنجونو دمکاتبو
تاسيس امرورکړ،په رسمي اوحکومتي دفترو اوحتی دکابل په ښارکی دغربي لباس اغوستل جبري شول.دلته ديادولو وړ ګڼم چه دافغانانو کليوالې ښځي اوکوچيان اصلادمخ دپټولو رواج نلري٠
اسلاميت اوسړيتوب يواځې په لباس نه بلکه په معنوي پاکۍ اوصداقت پورې
اړين دی٠
يو تننننننګ پطلون به په سختۍ وويستل شي،مګر پاکستانی زنانه تننننننګ يا
اررررررررت پنجابي جامې په يوه ګوته ايستل کيدی شي٠
متکامل ،متمدن،پوه اوازادخياله انسانان،لباس اودهغو انواع دهر چاشخصي
کاراوباربولي اودهغوپه هکله عامی تبصرې يوذايد کارګڼي٠
مهمه خبره داده چه لباس دعصر دغوښتنو سره سم انتخاب شي.
دخوب جامې،دکارجامې اودمختلفو مراسمو جامي باید سره فرق کړی شي٠
دمثال په توګه دکرزي جامي درخصتيوپه ورځو کي داغوستووړدي.په هيواد
کي داډول جامي دجمعي په ورځ په بازار او مسجد کی رواج لري٠
کميس پرتوګ دافغانانو رسمي جامې نه بلکه دخوب او دکور جامې دي٠
په هيواد کی ددی ډول جامو رواجول،په رسمي چاروکي،دشاوخواته ګام او
دپاکستان-ايران کلتوري تېری دی٠
میوند ننګیال
30.08.2009
سلامونه او شيي پيرزويني !
منلي صيب مننه خداي دي اجر دركړي .
يواځي دانه بلكي بعضي خوورته اسلام او افغانيت هم خرڅ كړخداي مو دي ايمان او عزت وساتي .امين
z.shaheen
30.08.2009
[color=blue:7cb7982ac8]ضرب المثل عامیانه است که (به گفتاری ملا بکن به کردارش نی) ![/color:7cb7982ac8]
این دوستانیکه شکایت ازان دارند که انگلیس ها، امریکائی ها و دیگر کشور های غربی فحشا و فرهنگ غربی را تحت نام دموکراسی در افغانستان ترویج نموده اند اکثر شان با فامیل های شان در همین کشور ها زندگی میکنند و هیچ تشویش ندارند که اخلاق خانوادۀ شان طی سالها اقامت درین کشور ها هم تحت تأثیر فرهنگ همین غربی ها قرار میگیرد که آن را بدون جنجال میپزیرند.
عجب دبل مورال !!!
pattang
30.08.2009
شاهينه خوشې لګيا يې !
هر محيط خپل خواص او کلتور لري څوک چې په اروپا کې ژوند کوي نو طبعي ده
چې د ښونځي درسي پروګرام ، ليبراليزم ، د همسايګانو او مکتبي ملګرو
سره راشه درشه ډېر ه اغېزه لري ٠ نو طبعا اولادونه خاص افغاني نشي تربيه
کېدی ٠ خو د افغانستان محيط اسلامي او افغاني دی او خپل خاص شرائط
او سلوک لري نو په زور، پېسو اومېديايې پروپاګندې په واسطه دهغه له
منځه وړل اوغربي کول يې لوی جنايت دی ٠
خو هغوی دومره بېکاره جنايتکاران دي چې دتنګ پطلونو لپاره په شار کې
يو کناراب هم نلري او ټول په کوڅو کې کښېني خپل کار خلا صوي ٠
زه پردې عقيده لرم چې دتنګپطلونو به دلاندې له خوا څخه سختې ډډوزې
هم ځي٠
خالق مو دې ترې ساتي او خدای پاک دې طالبان ژر موفقه کړي٠
[quote:1447b63aec="z.shaheen"][color=blue:1447b63aec]ضرب المثل عامیانه است که (به گفتاری ملا بکن به کردارش نی) ![/color:1447b63aec]
این دوستانیکه شکایت ازان دارند که انگلیس ها، امریکائی ها و دیگر کشور های غربی فحشا و فرهنگ غربی را تحت نام دموکراسی در افغانستان ترویج نموده اند خود شان با فامیل های شان در همین کشور ها زندگی میکنند و هیچ تشویش ندارند که اخلاق خانوادۀ شان طی سالها اقامت درین کشور ها هم تحت تأثیر فرهنگ همین غربی ها قرار میگیرد که آن را بدون جنجال میپزیرند.
عجب دبل مورال !!![/quote:1447b63aec]
larghonay laraway
02.09.2009
د شملو وطن ته راشه
پتنگ صيب له نظر سره دې موافق يم خو وروستۍ دوعا سره دې امين نشم ويلى.
ما دښځو مني ژوب او تنگ پتلون غندلى خو يو بل ځوان چې املا يې هم غلطه ده ليكلي :
[quote:72117553ed]اسلاميت اوسړيتوب يواځې په لباس نه بلکه په معنوي پاکۍ اوصداقت پورې اړين دی٠
يو تننننننګ پطلون به په سختۍ وويستل شي،مګر پاکستانی زنانه تننننننګ يا
اررررررررت پنجابي جامې په يوه ګوته ايستل کيدی شي٠
متکامل ،متمدن،پوه اوازادخياله انسانان،لباس اودهغو انواع دهر چاشخصي
کاراوباربولي اودهغوپه هکله عامی تبصرې يوذايد کارګڼي٠ [/quote:72117553ed]
دا ځوان بېچاره خپلې خبرې هم نه شي سنجولى چې څه وايي !
له يوې خوا لباس او د هغوى انواع د هر چاشخصي كاروبار بولي او په اړه يې تبصره (ذايد) زائد كار ګڼي خو له بلې خوا د پاكستاني او ايراني شخصي جامو په اړه تنګ نظري ښيي.
په هر حال دا د ده جناب كمزوري ده خو كه ترې وپوښتل شي چې دلته خو چا د پاكستاني زنانه وو د جامو ستاينه نه ده كړې نو ته ولې (سخى سخى لرې)
بله دا چې دا ښاغلى وايي اسلاميت او سړيتوب په جامه پورې نه دى تړلى .
زه هم وايم چې نه دى تړلى نو بيا ولې مونږ خپلې جامې په پرديو ليلامي پتلونونو بدلې كړو؟ زه خو چې د كابل څومره دولتي مامورين وينم نو اقتصاد يې خراب دى او له ډېرې پخوا راهيسې حتى ترجګړو پخوا هم دلته د نورو ليلامي دريشۍ خرڅيدې او د كابل بېچاره مامورين چې بيا يوه ليلامي دريشي واخلي نو په كلونو كلونو يې اغوندي . باور وكړئ چې څټ يې غووووووووووووړ پړړړړړړړړړړ ځلېږي . زه خو دې ته حيران يم چې ولې ځينو ته ځانونه په خپلو ساده جامو كې سړي نه ښكاري؟
په داسې حال كې چې په خپله معمولي پانګه يې هم هر كال نوې كولى شي!
پتنګ صيب خو د هر محيط خبره كړې چې تر ډېره يې ورسره منم خو زما په نظر كه په اروپا كې هم د يو پښتون مېرمن يا خور لور په مني ژوب كې وګرځي او پرتوګ لړه كړي نو كه د څه ويلو زور يې ونه لري خو ترې خپه خو به خامخا شي!
دې جناب په خپله ګډه وډه ليكنه كې يوه دا خبره هم ليكلې چې اسلامي او سړيتوب په جامه كې نه دى؟!
[color=orange:72117553ed]زه ورته وايم انصاف دې روزي شه ! په اسلام كې د عورت پټول فرض دي او ښځه ټوله عورت ده يوازې په لمانځه كې يې مخ، لاسونه او پښې ښكاره كولى شي![/color:72117553ed]
له سختو خبرو به تېر شم يوه ټوكه به درته وكړم:
د اعليحضرت محمد ظاهرشاه باباى ملت په وخت كې پر قاضيانو دريشي جبري شوه . وايي يوه ورځ د يو قاضي صيب هغه نيكر چې تر پتلانه لاندې اغوستل كېږي له ياده وتلى ؤ، د پتلون زنځير يې هم نه ؤ كش كړى . كله چې دفتر ته راغلى نو ازادى پښې په خپله څوكۍ ناست دى. چې په دفتر كې يې ډېر نور كارمندان هم شته. يو كارمند يې غوښتل چې په اشاره او كنايه يې پوه كړي چې زنځير راكاږي . نو ورته ويلي يې دي قاضي صيب مبارك شه پتلون درسره ډېر ښه ښكاري.
قاضي ته دې خبرې خوند وركړى نو د معمول سره سم يې د خپل پتلون همغه د زنځير برخې ته په دواړو لاسونو اشاره كړې او ويلي يې دي : (دريشي مې ځكه واغوسته چې پرېږده چې د دولت حرمت وساتل شي)
يادونه: د افغانستان په ټولو پښتني ولايتونو كې اكثره دولتي مامورين او په ځانګړې توګه ښوونكي په ښايسته پښتني جامو كې رسمي كارونو ته ځي باور وكړئ دومره ښايسته ښكاري چې څومره فكر كوئ . دومره چې پوهېږو چې سړيتوب په جامه كې نه دى بايد په دې هم پوه شو چې خپلې پښتني جامې د رسمي كار مخه نه نيسي نو بايد په پرديو پتلونونو يې بدلې نه كړو! زه په كابل كې اوسېږم او په يو دفتر كې كار هم كوم خو د نر غوندې په خپلو ملي جامو كې ځم! داسې نور ډېر ځوانان شته چې په خپلو شخصي جامو كې ځي. البته دريشي هم لرم چې كله كله يې شوقي اغوندم خو ډېره ترجيح خپلو ملي جامو ته وركووم او د نړۍ ټول غيرتي ملتونه خپلو ملي جامو ته ترجيح وركوي. لكه عرب او پښتانه.
خداى شته چې د ځينو په بې ځايه دريځ نيونه خواشينى شوم
څوك دې په كاڼو څوك دې ولي په ګولۍ پښتونه
څوك دې له سره غورځوي هسكه پګړۍ پښتونه
[/quote]
ډاکټر څپاند
02.09.2009
[color=red:30303368f3]څوك دې په كاڼو څوك دې ولي په ګولۍ پښتونه
څوك دې له سره غورځوي هسكه پګړۍ پښتونه [/color:30303368f3][quote:30303368f3]
عجيبه ده،نورو ته زشتې او د دښمنۍ نه ډک الفاظ استعمالوې،مګر خپلې خبری دی
هيری کړي٠
څوک به پښتون په کاڼو يا ماشيندار ولي، مګر پښتون دداسی غيرت اوشهامت څښتن
دی چه دخپل حیثيت دساتلو لپاره خپله سينه سپر کړي او تاريخونه جوړ٠
مګرتاسو وهغه چا ته څه ځواب لرۍ چه دپښتنو دتاريخي وياړونو نه منکر دي،
دپښتنو بابا نه مني او هغه په هکله دپښتونولۍ خلاف پروپاګندی کوي !
[color=blue:30303368f3]دا ځوان بېچاره خپلې خبرې هم نه شي سنجولى چې څه وايي ! [/color:30303368f3]
[quote:30303368f3]پدي هکله دنورو قضاوت لازم ګڼم،چه زه بي سنجشه ليکني کوم او ياته?
له يوې خوا لباس او د هغوى انواع د هر چاشخصي كاروبار بولي او په اړه يې تبصره (ذايد) زائد كار ګڼي خو له بلې خوا د پاكستاني او ايراني شخصي جامو په اړه تنګ نظري ښيي. [/quote:30303368f3]
افغانانو ٧٠ کاله په رسمي دفترو کی پطلون اغوستي،مګر دايراني او پاکستاني
کاپي ګرو په واسطه واپس دخوب په کالو بدل شو٠ زه پدی اعتراض نلرم چه
ته کميس پرتوګ سره کارته ځې،دالباس به ستا په حال مناسب وي،مګر يو عاليرتبه
مامور او خاصتا جمهور ريس ته نه ښائی چه دخوب دجامو سره په نړېوال
ستيج ښکاره شي او دافغانستان نه نمايندګي وکړي٠ دليل داچه د امان الله خان نه
تر داکټر نجيب پوري ټولو مشرانو په رسمياتو کی دريشي اغوسته،مګر پاکستان
مشربه او ايران مشربه اشخاصو واپس کميس پرتوګ رواج کړ٠
په هر حال دا د ده جناب كمزوري ده خو كه ترې وپوښتل شي چې دلته خو چا د پاكستاني زنانه وو د جامو ستاينه نه ده كړې نو ته ولې ([color=red:30303368f3]سخى سخى لرې[/color:30303368f3])
زه فکر نکوم چه يو ليکوال او ژورناليست به داسې يوه کلمه چا ته په ليکه کړي!
پوهيږم چه ډير ناراحته شوی ئی،دغسي په حال کی،کله ناکله خلک ځان ته ښکنځلي
هم کوي،خو که ددی نه دی هدف ځما تحقيرول وي، ستا حضور ته ستا ښايسته
مستلحات واپس تقديم شه٠
بله دا چې دا ښاغلى وايي اسلاميت او سړيتوب په جامه پورې نه دى تړلى .
زه هم وايم چې نه دى تړلى نو بيا ولې مونږ خپلې جامې په پرديو ليلامي پتلونونو بدلې كړو؟ [/quote:30303368f3] ځواب تکراريږي:دا کار ٧٠ کاله دمخه شوی دي اونن
ورځ دنړي اکثريت داډول جامي اغوندي٠په موټرو،الوتکو او نوره تکنالوژي ئی
ښه، مګر لباس ئې بد ګڼو؟
[quote:30303368f3]دې جناب په خپله ګډه وډه ليكنه كې يوه دا خبره هم ليكلې چې اسلامي او سړيتوب په جامه كې نه دى؟!
[quote:30303368f3]زه ورته وايم انصاف دې روزي شه ! په اسلام كې د عورت پټول فرض دي او ښځه ټوله عورت ده يوازې په لمانځه كې يې مخ، لاسونه او پښې ښكاره كولى شي! [/quote:30303368f3]
ګوره لاروی ضيب،ته هم ځانته انصاف روزي کړه او پياد راوله هغه با عزته او
باشهامته کوچياني او کليوالې خويندي،چه مخ پټولو رواج نلري٠
له سختو خبرو به تېر شم [/quote:30303368f3] دومره چې پوهېږو چې سړيتوب په جامه كې نه دى بايد په دې هم پوه شو چې خپلې پښتني جامې د رسمي كار مخه نه نيسي نو بايد په پرديو پتلونونو يې بدلې نه كړو! زه په كابل كې اوسېږم او په يو دفتر كې كار هم كوم خو [color=white:30303368f3]د نر غوندې په[/color:30303368f3]
دنر غوندي،دزمري يا ليوه پشان القاب دتيری زماني خبري دي٠ستاسو پشان
دپښتو ژبي پياوړي ليکوال ته نه ښائی چه داسي کلمات استعمال کړي٠ نن ورځ
هغه ښځه چه دخپل ملت ،دين او هيواد خدمت کوي تر زرګونو نارينوو با وقاره
ژوند لرلی شي٠نو اوس هم د نرغوندي،يا ښځي غوني کلمات مناسب نه بريښي٠
[color=green:30303368f3]خداى شته چې د ځينو په بې ځايه دريځ نيونه خواشينى شوم[/color:30303368f3]
خداي دی مه خوشينی کوه،که ډير خواشيني شوی دټوکو ټکالو بحث ته ورشه٠
-------------------------------------
ښاغلی ثبات تاسو که خپلی لیکنی ته څیر
شي نو دلاروی او خپلو خبرو توپیر به ونکړای
شی نو لوستوال خو یی خود نشی کولی تاسو
په اقتباساتو کی تیروتنی کړی دی
او دداډول لیکنی اصلاح هم سخته ده بناء
لیکنی ته مو ځیر اوسی
حامد
larghonay laraway
02.09.2009
سلامونه!
ګوره ثابت صيب مونږ خپل دين لرو، خپل كلتور لرو، خپل هويت لرو، خپل خويونه لرو او خپلې جامې لرو ځكه خو تر نورو ترجيح وركوو خو دا چې كمپيوټر نه لرو، موټر نه لرو، درمل نه لرو نو دا موهم اړتيا ده او هم نيمګړتيا!
نيمګړتيا مو ځكه ده چې نه يې لرو خو ډېره سخته اړتيا ورته لرو چې بايد ويې كاروو او په خپله ګټه يې وڅرخوو.
پتلون ميراتمړى خو په خپله ګټه نه څرخي. كه هر رقم يې وتړې بوټه موټه په كې راووځي. جامې ښې دي لمن لري.
د ټوكو برخې ته اوس وخت نه لرم خو همدلته درته يوه ټوكه كوم:
ظالمجانه تا خو زما نيمه ليكنه د اقتباس په توګه راخيستې او نيمه دې همداسې ورسره مله كړې ده ! يو دوه درې كرښې خو به دې خپلې هم ليكلې وې كنه؟
رښتینی
02.09.2009
[code:1:06d852a6fb]پتلون ميراتمړى خو په خپله ګټه نه څرخي. كه هر رقم يې وتړې بوټه موټه په كې راووځي. جامې ښې دي لمن لري. [/code:1:06d852a6fb]
لرغونی صیب باور وکړه چی بیخی ډیر دی وخندولم او لا هم جریان لری :)
خوشاله او سوکاله اوسی
باتور
02.09.2009
لاروی خانه محترمه !
يو ځای دي ليکې :
بس د پښتنو كمى دى ځكه خو په اوسني تخنيكي او كمپيوټري عصر كې هم د دوى حال دومره بې خونده دى چې اوس هم په [color=white:ee1eee8b2e]منځنۍ پيړۍ [/color:ee1eee8b2e]كې اوسېږي.
عوام يې اوس هم د دې پر ځاى چې خپل ماشوم ته واكسين وكړي د باباګانو د قبرونو خاورې ورڅټي او د دروغجنو چهلګزيانو طوافونه پرې كوي
ليكوالان يې د دې پر ځاى چې خپلو خلكو ته [color=white:ee1eee8b2e]نوي مدنيتونه [/color:ee1eee8b2e]وروښيي،
اوس بيا ليکې :
پتلون ميراتمړى خو په خپله ګټه نه څرخي. كه هر رقم يې وتړې بوټه موټه په كې راووځي. جامې ښې دي لمن لري.
د دې پورتنيو ليکنو نقض او تناقض ته يو وار ځير سه !
له يوې خوا خلګ د نويو مدنيتونو سره آشنايي ته را دعوتوې او له بلي خوا بيا د نويو مدنيتونو ناښېګڼي ورته عيانوې .
ته به وايې چي زه يې د علم او پوهي مدنيت ته را بولم، نه د پطلون اونېکرمدنيت ته . . . . . سمه ده، لېکن زموږ خلګ چي د پرديو د علم او پوهي په مدنيت پوه سي او دا وپټېيي چي همدغو خلګو چي طب او تخنيک ته يې دومره وده ورکړي او زموږ ښاغلی لرغونی مو هم هغې خوا ته ور دعوتي، نو هرو مرو به د مدني خلګو په پطلون کي هم کوم نقص نه وي او د هغو اغوستل به هم له مدنيت سره ټينګ تړاو لري.
زه د پطلون په اغوستلو کي کومه بدي نه وينم او په دې کي هم کومه بدي نه وينم چي زموږ خوار مظلوم ولس له ليلامي څخه د ځان د پټولو لپاره هلته مراجعه کوي . . په ليلامي کي خلګ نه يواځي د دفترونو لپاره درېشي اخلي بلکه کوټونه، بوټونه او نور د ضرورت شيان هم اخلي . . . د يو جوړ وطني کالو )چي زما په نظر پنجابي کالي دي( د جوړولو لپاره هم ټوکر او هم ګنډونکي ته ضرورت دی . . . مطلب هغه هم داسي په آسانه خلګو ته په لاره کي نه دي پراته . .
او بله دا د [color=brown:ee1eee8b2e]بوټې موټې[/color:ee1eee8b2e] تر خبري پوري . . . .
د چاچي خپله بوټه موټه په اختيار کي نه وي، هغه ته پرتوګ، پطلون او مطلون ټول بېتفاوته دي !
په درنښت
..Ahmadzai
03.09.2009
السلام عليكم
[quote:b2fa431ba4]د چاچي خپله بوټه موټه په اختيار کي نه وي، هغه ته پرتوګ، پطلون او مطلون ټول بېتفاوته دي ! [/quote:b2fa431ba4]
نواختيار دې ته وایي چې سړی یې پټه کړي.
لاروی صاحب په سمه ده، لباس تمدن سره هیڅ اړه نلري، که شوقي یا دمجبوري له وجه څوک پتلون آغونځي نو پروا نلري، خو که د تقلید په بڼه وي، نو دا ښه کار نه ده.
او ښځو ته خو بیخي عیب او دشرم خبره، ځکه چې د دوۍ .......د شهوت اورونه راپاروي، او دا نو فحشا ته وده ورکوي، چې ماته له دوسۍ بل څه نه ښکاري.
و.افغان
03.09.2009
درنو وروڼو سلام علیکم:
داسلام له نظره په لباس کې يو څو شرطه اړين دي:
۱ - دشهرت لپاره به نه وي، په دی معنا چې ټول خلک يو رنګ لباس کوي، او دا
ښاغلې داسې لباس واغوندي، چې له نورو بيخي بدل وي،
او هغوی نظر ځانته راوګرځوي.
۲ - داغوستونکې په نیت کې باید تشبه نه وي، یعنې کوم کافر پسې يې ځان مشابه
کول موخه نه وي، ځکه چې دکمترۍ احساس بلل کیدای شي.
۳- ښځه بايد په جامه سړي سره ځان مشابه نه کړي، او سړې باید عکس کار ونکړي.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي:
لعن الله المتشبهات من النساء بالرجال، والمتشبهین من الرجال بالنساء.
۴ - جامه بايد نه دومره تنګه وي، چې عورت تحجيم کړي، چې څومره سایز یې دی.
او نه بايد دومره نرۍ وې چې عورت ترې ښکاره شي.
ددغو شرطونو په نظر کې نيولو سره وروڼو هر قسم جامه اغوستل روا دي، دچا
خوښه او نا خوښه په کې مهمه نه ده، دچا چې کومه جامه خوښيږي، وادی غوندي
او بل څوک پرې داعتراض حق نه لري.
پطلون په ټوله نړۍ کې رواج دی، چې آغوستونکی په زوره دتشبه نيت يا قصد
ونه کړي، نو هيڅ مشکل نشته، همدارنګه نيکټايي درواخله.
که ښځه پطلون واغوندي، او له پاسه پرې حجاب واچوي، هيڅ ستونځه په کې نشته
په ښاريو کې له ډیر پخوا پطلون رواج دی، او خصوصا په حکومتي دفترونو کې،
اګر که چې زما په نظر وطنۍ جامه له هر رنګې بلې څخه زيات خوند کوي.
۵- ځينې ښاغلي لوستونکې دې دا نه وايي، چې اسلامي نظر دې په دې فوروم کې
نه څرګنديږي، هو کومو اجتماعي سکالوګانو کې چې اسلام نظر لري، نو هغه
دې ضرور څرګند شي.
په درنښت
..Ahmadzai
03.09.2009
د وهاج صاحب خبرې بلکل سمې دي.
خو په کابل کې چې کوم پتلون رواج پیدا کړی، اکثراٌ د کفر د غلبت څخه وروسته رواج سو، او هغوۍ د ځان عصري او د هغوۍ په ډول ښودلو لپاره، من سیاق تقلید المغلوب للغالب الکافر.
منم بعضې یې شوقي هم اغونځي، بعضې یې دعام رواج په خاطر اغونځي ، د کار په ځای یا دفتر کې.
خو ښځو چې کوم رشخند په کې شروع کړی، بلکل د منلو وړ نده، نران خو لږ د بوټې موټې خیال پکې ساتي، او نسبةٌ ازاد پتلونونه اغونځي، خو ښځو بیا نو د همدغې د ښودلو او شوکولو لپاره ېې اغونځي، ښه ېې پرې راتنګ کړي، ځان شرموي او عورت خلکو ته ښیي، نو ایا دوۍ د دووسانوخویندې میندې، میرمنې نه دي.
زه اغلب ګومان کوم چې غرب کې لوې سوې افغانې به دومره بې شرمه نه وي، اګر که پتلون هم اغونځي، لکه ددغو بې کلچره دووسانو لوړنې او میرمنې.
د چا خبره ډیرې یې په................................................................................................
په درنښت
عادل عادل
03.09.2009
سلامونه
خدای دې عفو وکړي نارینه پتلون خو پخوا ډیر مظلوم و، د زده کړې په ټوله دوره کې به مکتب ته په پښو کې تلو اوپه اوږه به بیرته راتلو، د زړښت او لنډښت پروا یې چا نه ساتله، بیچاره به چې بالاخره تنګ شو نو بیا به کشر ورور ته حواله شو.
ښځینه پتلون خو کمونستانو ایستلئ و، خو دیموکراتانو بیرته رواج کړ ، په کابل کې یې داسې بدبختې هم په شوق او مینه کوناټیو ته اچوي چې سوء تغذیه او خواري یې په څیرو کې د ورایه ښکاري.
خدای دې مونږ ټولو ته هدایت وکړي، آمین
larghonay laraway
03.09.2009
باتورګله وچ كلك او بې منطقه تقليد جهالت دى.
زه خلك مدنيت ته رابولم خو مدنيت پېژنم هم.
مدنيت پتلون ته نه وايي، جامې د هر چا دود او دستور دى چې له مدنيت سره هيڅ تړاو نه لري. ايا تاته هغه پښتانه چې هم سواد لري، هم ښه اقتصاد لري، هم له خپلو ټولو حقونو برخمن دي او ورسره جامې اغوندي ايا دا بې تمدنه دي؟ هيله ده چې د ضد او نقيض كليمې ښې تحليل كړې، لومړى تمدن وپېژنې او بيا يې له پتلون او ټاى سره تړلى ونه بولې چې د ټاى او پتلون مخالت ته د كمپيوټر اوطب مخالفت ووايې.
هيله ده چې يوه ليكنه څو څوڅوڅو وارې ولولئ او بيا ځواب وليكئ. ګله تلولى كېږه مه ځكه چې بيړه شيطان كړې ده.
ته چې د يو چا د كمپيوټر، طب، او ... لپاره دريشي منې نو دا ستا ناپوهي ده. ځكه دريشي كلتور دى او دغه نور شيان پوهه (علم) دى چې دا دواړه سره بېل توكي دي.
يوه بله ډېره كمزورې خبره دې چې كړې هغه د پښتني جامو ده چې تا ته پنجابي ښكاري خو فكر كوم د پنجاب كلتوري جامه لنګ دى.پام دې وي چې بيا داسې تېروتنه ونه كړې! تاسو به د هغوى د ملي مشر مهاتماګاندي تصوير ليدلى وي چې په خپلو كلتوري جامو كې دى ځكه چې كمپيوټر او انټرنيټ لرئ!
ما مخكې هم وويل چې يوه نه بلكې باور دې وشه چې تر پنځو زياتې دريشۍ لرم خو د شوق لپاره يې اغوندم او بله دا چې محفل ته هم ګورم . نور نو په ملي جامو وياړم، خوښې مې دي او ټولو افغانانو ته وايم چې پنجابيان په لنګ نه شرمېږي، عربان په خرقه نه شرمېږي او غربيان په پتلون او ټاى نه شرمېږي نو تاسو كه په جامو شرمېږئ خداى مو په پتلون كې وشرموه. هاهاهاها
په پاى كې يوه ټوكه درته كوم او بښنه غواړم چې لږ پوچه ده:
يو ملا نوى واده كړى ؤ نو د ښځې هغه ميراتمړي به يې د (ك) پر ځاى په (ق) تلفظ كاوه. ښځې ورته ويلي وو دا په (ق) نه بلكې په (ق) تلفظ كېږي نو ملا ورته ويلي وو (زه ستا د دوه ګوتې ... لپاره خپل قرئت نه شم خرابولى!
د هر چا خوښه خو زه د هيچا لپاره هم خپلې ملي جامې بدې نه شم ګڼلى. همدا اوس چې كمپيوټر ته ناست يم نو هم مې فرضي روژه نيولې، هم مې پښتني خړې جامې اغوستي.
په همدې هيله
(پورتنى حكايت مې همداسې اوريدلى چې څوك يې د ديني علماوو د توهين لوري ته كش نه كړي. زما ديني ملايانو، علماوو او حتى چڼو ته هم دوه لاسي سلامونه او احترامونه دي).
منلی
03.09.2009
باتو صاحب عجب تعریف دی دعلم پوهی مدنیت ته ورکړی همدغه متمدن چی ته یی تعریف کوی ما بیچاره ګان په ډیر بد حالت کی ولیدل په پتلون کی یی دسړیو اوښځو غټی او نری پښی ښوریدی په دوی کی داسی خلک وو چی ځانونه یی دافغانستان فاتحین ګڼل یعنی ځانونه یی په امریکایان او انکریزانو کی حسابه ول
او بل خوا داسی بیچارګان هم وو چی ځانونو سره به یی یو جوړه کالی او یوه خولی اضافه ساتل دغو نه به یی هغه وخت استفاده کول کله به چی خپل کور کلی یا دطالبان علاقی ته تلل
مخکی به مذهب په زړونو کی وو اوس خولی او کالیو ته........ راغلی او همداسی دعلم او پوهی مدنیت اوس په پتلون او نیک ټایی کی ده ...................... سیاست اوس هم په خولی او نیک ټایی کیږی .................جامه زنده باد
ډاکټر څپاند
03.09.2009
شګفتن غنچۀ راميکند انرنګ وبو رسوا*****
همين خوب است که دستي بي هنر دراستين باشد*****
باتور
04.09.2009
سړی په رنګ نه سړی کېږي ،
سړی هغه دی چي يې خوی د سړي وينه !
..Ahmadzai
04.09.2009
[quote:f006b9709c]سړی په رنګ نه سړی کېږي ،
سړی هغه دی چي يې خوی د سړي وينه !
[/quote:f006b9709c]
باتور صاحب
افرین
larghonay laraway
05.09.2009
سلامونه!
د موضوع اړوند يوه بله ټوكه:
وايي پخوا په كابل كې له يوه ماشوم نه مور وركه شوې وه
ترافيك ماشوم ته په غوسه ويلي وو چې مور به دې له لمنې نيولې وه چې نه درنه وركيده!
ماشوم په خوار خوله ورته ويلي وو مور مې مني ژوب اغوستى ؤ.
عادل عادل
05.09.2009
سلامونه
ثبات صیب
پاړسي شعر مو ښه دئ خو د لباس په اړه مو بې ځایه را اخیستئ دئ. ځکه خو د لاروي صیب ټوکې درباندې جوړیژي :wink:
باتور صیب
په تاسف سره باید ووایم چې نن سبا د رحمن بابا د وینا خلاف، لباس او رنګ د سړیتوب معیار ګرزیدلي دي، سمه ده چې ځناور سړي به خپله څیره په لباس سره پټه نشي کړای، خو د حسابي سړو لپاره زما په نظر د ښه لباس اغوستل لازمي امر دی تر څو د معنوي ړندو خلکوپه سترګو کې د لیدو او توجه وړ وګرزي.
مثال یې لکه چې وایي یو ړانده د شپې په تیاره کې چراغ (الیکین) په لاس روان و، چا ترې وپوښتل چې هلکه دا خو په درد درته نه خوري، ځکه چې تاته تیاره او روښنايي یو شان دي؟ ړانده وویل چې دا د نورو لپاره دئ چې ومې ویني او راسره ټکر ونه کړي.
مانا دا چې د سړيتوب لپاره لباس د پورتني الیکین (چراغ) مثال لري، تر څو چې د نننئ مادي او ړندې ټولنې په نظر کې غیب او یا حقیر مالوم نشي کنه سړیتوب لپاره ښه لباس یا بد لباس اصلا فرق نکوي.
بد لباس نه مطلب د کیفیت او قیمت په لحاظ نه د حیا او پردې، د حیا او پردې په لحاظ بد لباس خو مردود دئ .