نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
Ghairat
29.08.2009
محترم وهاج ساپي او منلي مهمان ،
نږدې د فارمول پهتوګه ویلی شو چې :
[color=blue:dabefdcedc]د ولسمشر واک اوځواک د ریاستي یا پارلماني ټاکنلارې
اوټاکنتوګې پورې اړه نه نیسي، بلکې د هغورایودګټلود کچې پورې اړه لري چې
مستقیمأ ولسمشر ته په ریاستي ټاکنو او یا دهغه ګوند ته په پارلماني ټاکنوکې
ورکړل شوې وي ![/color:dabefdcedc]
[color=red:dabefdcedc]تر څوپورې چې په هیوادکې دوه داسې ستر ګوندونه منځته نه وي
راغلي چې د دولسمشر واکمن ګوند په پارلمان کې خپل مطلق او یا نسبي اکثرت
خوندي کړي، تر هغه وخته پورې ریاستي نظام اړین اود ثبات ژمندوی وي،خو
پارلماني لار لکه تاسو چې هم ورته اشارهکړې په دغسې شرایطوکې هرې
بینظمۍ،معامله ګرۍ،بهرنۍ لاسوهنو، ګډوډۍ اوانارښیزم ته در اودروازه پرانیزي![/color:dabefdcedc]
ددواړولاروترکیب نه امکان لري ، نه
ورته اړتيا پيدا کيږي او نه په نړۍ کې کو پر ځای مثال لري، تش د هغو خيالپلو دی چې د ولس
انتخاباتي قدرت د ستر ګوندونو له شتون مخکې د پارلمان له فردي غړو څخه پۀ ناوړې ګټې اخيستنې
سره تار و مار کړي ، يوه چالاکي ده چې د ولس د سياسي ورسته پاتې والي څخه پرې ناوړه سياسي
ګټه لاسته راوړل غواړي او بس ٠
و.افغان
29.08.2009
[quote:40995b2207]
ددواړولاروترکیب نه امکان لري ، نه
ورته اړتيا پيدا کيږي او نه په نړۍ کې کو پر ځای مثال لري، تش د هغو خيالپلو دی چې د ولس
انتخاباتي قدرت د ستر ګوندونو له شتون مخکې د پارلمان له فردي غړو څخه پۀ ناوړې ګټې اخيستنې
سره تار و مار کړي ، يوه چالاکي ده چې د ولس د سياسي ورسته پاتې والي څخه پرې ناوړه سياسي
ګټه لاسته راوړل غواړي او بس ٠
[/quote:40995b2207]
ددواړو ترکيب ولې امکان نه لري؟ واضح يې کړئ.
که دولس سياسي وروسته پاتې والې مد نظر ونه نيسو، نو دافغانستان غوندې يو
غير مستقر هيواد کې دعامو خلکو رایې څنګه تارومار شوې؟
تارومار ځانته په دی معنا نه چې درغلۍ وشوې؟
بلکه په دې معنا هم چې له چا په زور واخيستل شوې، دچا سره دوکه وشوه، او چا خپلې
رایې خرڅې کړې؟
مطلب دا هر هغه څوک چې دبهرنيو ګوډاګۍ وي، او ډالر په خلکو ډیر خرچه کړي،
هماغه به رایې هم ډېرې وړي.
خو په پارلمان کې دا هر څه په پوره وضاحت ترسره کيدای شي.
که څوک ددرغلۍ کوښښ کوي، يا دچل ول کوښښ کوي، يا په پيسو خلک رانيسي،
نو حساب هم ورسره کيدای شي.
او که داسې نه ده؟؟؟
بله دا چې دحکومتدارۍ سره هر هيواد او هر ولس خپلې ځانګړې تجربې لري، او د هر
هيواد لپاره هغه نظام مناسب دی، چې دولس لپاره یې مناسب وي، ضرور نه ده چې
نظام به يا په ټاکل شوې تعريف پارلماني يا رياستي، يا ملکي، له دغو دريواړو پرته
بل نظام ديوه ولس لپاره مناسب تمامیږي، حق لري چې اختيار يې کړي.
په افغانستان غوندې فقير هيواد کې چې ۲۰۰ مليونه ډالره په انتخاباتو مصرفيږي، ولې
په يوې ټولګټې پروژي نه مصرفيږي، درحالیکه دغسې انتخابات دعام ولس تر منځ
فاصلې پیدا کوي، جنګ جګړو، کینې، نفرت، او دښمنیو ته لار هواروي، دا هر څه مو
په کمپاينونو کې تر سترګو شول.
نو دا دليل ډېر کمزورې بريښي، چې وايې داسې يو خليط نظام په هيڅ يو هيواد کې
نشته.
کوم نظر چې ما وړاندې کړې، دافغانستان جرګییز دود سره هم اړخ لګوي،
ولسواکي هم ده، داهل الحل والعقد نوم هم پرې کيښودی شو، دبيځايه پیسې لګولو
او فضول خرچیو مخه هم نيسي.
(ملاحظه: بحث عام دی، داوسنيو انتخابات تجویز تری مراد نه دي، دنړيوال قانون سره
سم داشغال لاندې نه انتخابات او نه بل کوم کار قانونيت لري، هر څه چې په باطل
بنا شي، هغه هم باطل ګرځي).
په درنښت
Ghairat
29.08.2009
دروند وهاج صیب ته تر سلام وروسته :
کنستونکې پوښتنې موجالبې هم دي :
[quote:815543ae00]ددواړو ترکيب ولې امکان نه لري؟ واضح يې کړئ.[/quote:815543ae00]
ډیر اعلي ، خو که امکان یې ښودل شوی وی، دې پوښتنې ته به آړتیا هم نه وه پاتې شوې ۰ داچې په ټوله نړۍ کې دغه خلیې ماډل تر اوسه پورې منځته نه دی راغلی، علت به يې څه وي؟
دا خو یې علت نشي کیدای چې ګواکې دافغانستان غوندې د نړۍ په بل هیڅ هیواد
کې دغه خلیط ماډل ته چا اړتیا نه ده پیداکړې ، نو ځکه منځته هم نه دی راغلی .
بلکې علت دادی چې دغه آړتیا قانونمنده (اړینه ) نه ده، نوځکه حل هم نه لري اوچې حل نه لري، نو امکان خومونږهمدغه حل ته وایوچې نشته !
اړینه او قانونمنده په دې معنی نه ده چې ټولنیزه اوتاریخي اړتیا نه ده ،نو نهورته تاریخ پهخپله پراخه لمن کط د حل کوممثال وړاندط کړی اونه همټولنې د اوس له پآره دغه امکان عرضه کړی دی!
تر اوسه مې په دې سره لا ستا سو پوښتنه ځواب کړې نه ده، بلکې صرف یواصل یا یوه ادعا مې په بل اصل یابله ادعا ً روښانه ً کړط ده ۰
د ځواب اصلي ټکی په مخکینۍ لیکنه کې هم شته،خو په فارمولي شکل چې روښا نه نه دی ، اوهغه دا چې :
د قدرت منشأ بایدولس وي، دو لس رايې وي، دلته په خلیط نظام یوولس د قدرت په دوه متضادو مرکزونوویشل کیږي چې یو ریاستي ولسمشر او بل پارلماني حکومت !
ریاستي ولسمشر د پارلماني حکومت معنی او پارلماني حکومت د ریاستي ولسمشر معنی له منځه وړي !
هو، دحکومت یومشر (لومړی وزیر،صدراعظم) چې د جمهور رییس د قدرت غزیدنه او بشپړونکی وي، نه د هغه په وړاندې مستقل پارلماني ځواک لکه فرانسه اونور، نو دا بیل شی او بیله خبره ده ،
دا د ریاستي نظاممظهر دی، نه خلیط !
خودا هغه وخت امکان لري چې په پارلمان کې ولس مشر نه، بلکې د ولسمشر ګوند نسبي یا مطلق اکثریت خپل کړی وي (موقت استثناآ ت به شایدولري) !
په همدې ډول په پارلماني ماډل کې هم د صدر تر څنګ یوبی قدرته ولسمشر لکه د هند ،المان او ځینو نوروهیوادونو ولسمشران هم د په پارلمانکې د واکمن ګوند
له خوا معرفي کیږي اود واکمن ګوند په ملاتړ او رایو سره ټاکل ټاکل کیږي، خوهغه هم د واکمن صدر ملاتړی وي او بس! دلته هم خلیې ملیط نه لیدل کیږي!
دا ځکهچط یوه اجراییه قوه په دوهمرکزونو ولسمشر او صدراعظم نشي ویشل کیدای!
د عبدالله مبدالله اونورو ستمیانوموخه له خلیط څخه همدغه ده چې که د جمهوري ریاست په ټاکنوکی د حکومت مشرۍ ته ونه رسیږي،د پارلمان له لارې به حکومت له ولسمشر څخه تر لاسه کړي ، چې دوامداره بی ثباتي، ګډوډي او لاسوهنې رامنځته کړي ۰
پاتط شوه د انتخاباتود مصرف خبره نو انتخابات په هرصورت اړین دي، که د پارلمان له پآره وي اوکه د ریس جمهور د ټاکلو له پآره ،مهمه داده چې دواړه باید په یوځل تر سره شي ،چې د اساسي قانوند پېشبینۍ سره سره تر اوسه په افغانستانکې په یو ځل تر سره نشول،چې دا صرف یو موقتي او استثنايي حالت دی!
دسترو پارلماني ګوندونوموجودیت هغه ټکی دی
چې مونږیې په تاریخي قانونمندۍ ، اړینتیا، ملي ټولنې په تشکل او دوامداره سیاسي ثبات ترجمه کوو اودا ېتونزې حلوي، تر هغه وخته پورې ریاستي نظام
یودملي اواداري وحدت او ثٍبات ساتنې له پاره هغه څه لري چې د شاهي نظام تلپایه مثبت ټکي یادیږی!
بی ګوندونو پارلمان ته رښتنی پارلمان نشوویلی، بلکې هسې نږدې بی مسولیته د افرادو مجموعه ده چې فرد فرد غړییې نن دلته او سبا د بل سره دریدلی اوخرڅېدلی شي، نود یوحکومت د جوړولو د لابراتوار په توګه به یې غړي د بهرنیولاسوهنو له پآره د تجربو ښې الې او وسیلې وګرځي او بس !
نو دافغانستان غوندې يو غير مستقر هيواد کې ولسمشر ته دولس ورکړ شوې دعامو خلکو رایې ځکه تارومار کیږي چې حکومت به دولسمشر له لاسه ووځي او د غیر ګوندي او فردي غړو لرونکی پارلمان پولسېه به دنورو د لاسوهنو په ځاله بواوړي!
نو تارومار ځانته په دی معنا نه نه چې درغلۍ به کیږي، بلکې په دې معنی چې حکومت لرونکي ګوند به په پارلمان کې نه وي چې دحکومت واحد بنسټ جوړکاندي!
ګوندونه د ولس په وړاندې هم زیات مسولیت لري اوهم له ولس څخه نشي تښتیدای، نشي تښتېدای اونشي خلاصېدای،خود شورا فردي وکیلان دا هر څه کولای شي، وهاج صیب زمونږوکیلان او شورا خودې ولیده اووینې یې چې له دې موجوده مصونیت څخه څومره ناوړه ګټه پورته کوي، که دې شرمېدلوته د حکومت د جوړولوواک ورکړې، دحکومت پته به هم ونه لګي چې په پاکستان آيران ، هند که روسیه به یې خرڅوي اوکه ستمي پلانونو او برناموته به کار کوي!
یو پارلماني ګوند نه په قدرتکې اونه په اپوزیسیون کې له ملت سره داسې جفا نشي کولای!