نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په انقلاب او مقاومت کې دولس رول
و.افغان
16.08.2009
که چېرې شاته دریو لسیزو ته سترګې واړوو، نو وبه وينو چې داود خان چې کله دکمونستانو
په مټ دخپل تره ځوی ظاهر شاه چوکۍ ونيوه، او دسپېنې کودتاه په ترځ کې يې دهغه
واک ته دپاي ټکۍ کيښود، داود خان له کمونستانو څخه دتشکرۍ او مننې له مخې
هغوی ته ډېر امتيازات په لاس ورکړل، آن چې دخپل ژوند ښه او بده يې هم دهغوی په
ولکه کې ورکړه، دکمونستانو دخوشالولو لپاره يې ډير علما بنديان کړل، ځينې يې
شهيدان کړل، او ځينې نور يې دزندانونو دتورو تمبو شاته وغورځول.
حالات ورځ په ورځ خرابېدل، ملت ويده وو، ډېر کمو خلکو دهغه سره سيلاب
په اړه اګاهي لرله چې دافغانستان په طرف ډېر په چټکۍ راروان وو.
په دې وخت کې ځينو اسلامپلوه او اخواني فکره تنکيو ځوانانو وپتېله چې دداود
په وړاندې مسلحانه مبارزه پیل کړي، له ډیرو ملګرو دشهادت او بنديکېدنې
وروسته هغوی ته له مبارزې پرته بله لار نه تر سترګو
کېده.
همدا وو چې دغو ځوانانو پاکستان ته مخه کړه، ددغو ځوانانو په لیکو کې مشهور ځوانان احمد شاه مسعود او اينجينر حکمتيار وو،
پيښور ته دراتګ سره سم دوی دذو الفقار علي بوټو له خوا ګرم استقبال شول، مسلح
یې کړل، او په داود خان يې ورمرش کړل، دا چې ذو الفقار ولې دا کار وکړ؟، ټولو ته
یې علت او علات معلوم دي، دا چې مجاهدينو ولې پاکستان غوره کړ؟، نو سبب یې
دا وو چې هغوی دخپلو ترتيباتو او اوسیدو لپاره يو امن ځای ته اړتیا لرله، پيښور
ددوی لپاره تر ټولو مناسب ځای وو.
دسکالو اصلي مقصد ته راورسېدو:
په پاکستاني فوځي کيمپونو کې دپاکستاني جنرالانو په لاس ټريننګ شوې ډلګيو
افغانستان ته مخه کړه، لمړنۍ ډلګۍ دسرخ رود په ولسوالۍ حمله وکړه،
او هلته يې حکومتي دفترونه تر حملې لاندې ونيول، او بلې ډلګۍ داحمد شاه
مسعود په مشرۍ په پنجشير کې دمخکنیو عملياتو څخه دوه ورځې وروسته
په 28/7/1975 کال عمليات تر سره کړل.
نتيجه څه شوه ؟
نتيجه دا شوه چې دغه مسلحې ډلې له کلکې ماتې سره مخ شو، ځينې يې ووژل شول،
ځینې يې ژوندي ونيول شول، او ځينې يې ناکام بېرته پيښور ته راستانه شو.
مطلب دا چې دجهاد اعلان په 1975 کال کې وشو، عمليات پېل شو، خو ټول له ناکامۍ سره مخ شول، او په دغو عملياتو کې دداود خان قاطع کاميابي په نصیب شوه.
عمليات ولې ناکام شو؟
عمليات ځکه ناکام شو، چې دغه عمليات په فردي ډول تنظيم او رهبري شول، افغان
ولس لا دانقلاب ډګر ته نه وو راکوز شوی، هغوی لا دحکومت په ضد فکري طور
سره نه وو برابر شوي، او نه يې دحکومت په ضد دانقلاب سوچ لره.
خو له دغو عملياتو وروسته دکمونستانو دخونړۍ کودتاه او په ځانګړي توګه هيواد ته دروس دراننو سره سم ولس رابيداريږي، دپاڅون، مقاومت، او انقلاب په ليکو
ورګډيږي، او نتيجه یې دا کیږي، چې ددنيا سپر طاقت یې مخې ته نه ټينګيږي،
دکمونستو کودتاچيانو انقلاب تار په تار کیږي، او سوپر طاقت بادار يې ټوټې
کیږي، او دتاريخ جهنم ته دافغان ولس په لاس غورځول کیږي.
اصلا دا ټوله سکالو مې دافغانستان د اوسني حالاتو لپاره راپیل کړېده:
افغانستان کې نن سبا انتخابات روان دي، دطالبانو له خوا وخت په وخت ګواښونه
کیږي، چې دانتخاباتو پروسه به له ناکامۍ سره مخامخوي، عامو خلکو ته
تهديدونه ورکول کيږي، چې بايد په انتخاباتو کې برخه وانخلي:
زه وايم:
طالبانو ديوه ډير مقدس او سپيڅلې هدف لپاره خپل سرونه په تليو کې نيولي دي، چې هغه مقاومت دی، که څوک يې مني او که نه نو طالبان اوسمهال دمقاومت رهبري
په لاس کې لري.
دافغانستان ولس که څه هم له جهل څخه ډېر ځوريږي، خو
بيا هم په سرونو دماغ لري، چې تر ډيره حده دښو او بدو توپېر کولای شي، مسلمانان دي، له کفر څخه یې نفرت دې، داسلام سره يې مينه ده:
طالبان دمقاومت درهبريکوونکو په توګه دومره حق لري ،چې دخلکو غوږونو ته
ورسوي چې وطن مو ښکيل دی، دښکيلاګ لاندې انتخابات هیڅ شرعي او قانوني
جواز نه لري ، نو لطفا تاسو په انتخاباتو کې برخه مه اخلئ ، ځکه چې په دې سره
دښکيلاګرو تله درنيږي.
که مسلمان، مجاهد، غيرتي افغان ولس دطالبانو دا خبره ومنله، نو معنا یې داده
، چې افغان ولس دمقاومت دليکې يوه برخه ده، او دا ددې لپاره قوي دليل
کيداي شي، چې طالبان تر اوسه په صحي لاره روان دي:
او که چېرته دغه مسلمان ، مجاهد، غيرتي، افغان ولس درایې ورکولو بهير ته
ورګډېدل جایز وليدل، او فعلا يې په کې برخه واخيسته، يا دبرخې آخيستو قصد
يې درلود خو دطالبانو دتهدید او وسلې دزور لاندې ترې وروسته پاتې شو،
نو ددې خبرې دا معنا ده چې دمقاومت په رهبرۍ کې يو ډیر لوی نقص دې، چې
باید له منځه يوړل شي، تر څو يې مقاومت اسلامي او ملي دواړه شي، تر څو طالب
دولس او ولس دطالب نوم شي.
نو لنډه دا چې دولس له مرستې پرته نه مقاومت جګړه ګټلې شي، او نه يې پايلې
په خپل خير تمامولې شي.
په درنښت
ډاکټر څپاند
19.08.2009
وهاج صيب،
تاسو دی سايت دچلونکو دغړي په صفت کوښښ وکړۍ چه خپلې ليکنو کی
ددقت نه کار واخلی،داځکه چه ځوان نسل ستاسو دليکنو په لوستو ،غير دقيق
معلومات تر لاسه او هغه ترويجوي٠
داخواني ځوانانو تروريستي عمليات چه په ١٩٧٥کال کي په سره رود،پنجشير
دلغمان ولايت مرکز او ځيني نورو سيمو کی تر سره شو،يو ملي يا اسلامي
قيام نه بلکه دپاکستاني حکومت او د ISI يوه توطه وه٠
حکمتيار دځينو نورو تند روه اسلامي کادرونو سره يو ځاي دداود خان دکودتا
په اوايلو کي پاکستان ته تللي ول او هلته ئی په شعوري يا لاشعوري ډول
دخپل ولس دملي منافعو خلاف فعاليت کاوه،چه د ISI ترک نترول لاندي تر سره کيدل٠
پاکستان،دواود خان يو پخوانی او قوي دښمن ګاڼه،او په واقعيت کی د داودخان
دصدارت په دوره کی دپښتنو او پښتونستان مسله اوج ته رسيدلی وه،
نظامي سفربرۍ او ورته نور عمليات سرته رسيدلي ول٠
دملنګ جان عليه رحمته په مشر تابه دپښتونستان په خپرونه کي،دافغانستان
راډيو،دپښتنو دبيداری په خاطر ملي او انقلابي سرودونه نشرول٠
نو پاکستانيانو دداودخان سره پخونۍ کينه لرله او د٢٦ سرطان تر کودتا
روسته،پاکستاني راډيو ګانو هغه ته دليوني خطاب کاوه٠
دداود خان په دوره کي هيڅ يو ملا يا مذهبي عالم ندی وژل شوي(د ميوندوال
دکودتا دبرخوالو نه بغير)٠
د١٩٧٥ په تروريستي حملو کی،دلغمان ولايت دمرکز واقعه دپرون په شان
راياد يړي٠ددي يرغل مشر مولوي حبيب الرحمن نوميد،ورسره عبداقيوم،
عبدالعظيم څو تنه نور او يو کوچنی هلک چه ماشينګل نوميد،ملګري ول٠
دوي په نيمه شپه پر محبس حمله وکړه،په جګړه کي دلغمان ولايت دپوليسو
سرمامور او څو تنه عسکر شهيدان شول ٠ دحبيب الرحمن ډلي محبس تر
خپل کنترول لاندی راوسته او محبوسينو ته،چه ټول ساده مجرمين ول امر وکړ
چه وتښتي٠پدي مجرمينو کی داسي يو څو تنه هم ول چه دقيد موده ېي
قريب پوره وه،دی محبوسينو دفرار نه خودداري وکړه،مګر دحبيب الرحمن
دډلي لخواووژل شول!
دولتي قواوو،حالات دير ژر تر کنترول لانی کړه او دحبيب الرحمن ډله د
عامو خلکو په واسطه د هغوي په مخفيګا وو کی ګرفتار او دولت ته سپارل
شول٠بيا هم داود خان او دهغه د استيناف دمحکمې ريس چه لغمانی وه او
نوم ئی اوس رانه هير دی،دحبيب الرحمن ترورستي ډله په څو محدودو کلنو
بند محکوم کړل،خو متاسفانه بيا د ٧ ثور تر کودتا روسته،دامين لخوا ،ټول
اعدام شول٠
هيله ده چه دداسي تاريخي موضوعاتو په هکله ددقت او توجه نه کار واخلی٠
و.افغان
19.08.2009
ثبات ثابت صاحب:
که چېرې مو له سترګو څخه تاریخ تېر شوې ثابتې عینکې لرې کړئ، او پر ځای يې
دموضوعيت او عینیت عینکې وکاروئ، او زما خبرې دحقیقت په تله وتلئ، نو
ضرور به مو زما په لیکنه کې دقت، توازن، او حقیقت تر سترګو شي.
سردار داود خان داسې وخت کې په سد راغی چې اوبه له ورخه تېرې وې، او کمونستانو دهغه پر ستوني پنجې خښې کړې وې.
له افغانستان څخه ددغو ځوانانو دهجرت، او دمبارزې دپيلولو هدف، اسلام،
وطن، او ولس بچ کول کوو، دا چې دوی دوی تجربه نه لرله، نو پایلې يې دپیل په
شان راونه وتلې.
ددغه هجرت، او مبارزې پړه دشهيد داود خان او دهغه دکمونستو انډيوالانو په
غاړه ده، دغو ځوانانو دهيڅ دولت لپاره دغلامۍ هوډ نه درلود.
ځما والد صاحب دترکي دکښيناستو سره له افغانستان څخه هجرت کړی دی، هغه
دظاهر شاه ددورې په وروستيو کې او دداود خان دکاملې دورې په مهال په يوه لیسه کې مدرس وو، هغه راته ويل: چې دغو کمونستانو په دغه وورستيو وخت کې دومره
جرأت پيدا کړی وو، چې په ښکاره ډول به یې په لیسو او بازارونو کې اسلامي
شعائرو پسې مسخرې کولې، او دحکومت له طرفه دوی ته پوره آزادي وه،
خو ددوی په وړاندې چې به څوک پورته کيدل، هغه به شکنجه کیده، بندې کيده به،
بلکه وژل کیده به هم، له دې خبرو خو هيڅوک انکار نشي کولای، ددغو خبیثانو
په وړاندې مبارزې هغه وخت زور واخيست چې ساده کليوال هم ددی له نجاست
څخه کاملا خبر شو، او په پاڅونونو، او لښکر کشیو يې پیل وکړ.
په درنښت
[quote:3ab9702a0a="Subat Sabit"]وهاج صيب،
تاسو دی سايت دچلونکو دغړي په صفت کوښښ وکړۍ چه خپلې ليکنو کی
ددقت نه کار واخلی،داځکه چه ځوان نسل ستاسو دليکنو په لوستو ،غير دقيق
معلومات تر لاسه او هغه ترويجوي٠
داخواني ځوانانو تروريستي عمليات چه په ١٩٧٥کال کي په سره رود،پنجشير
دلغمان ولايت مرکز او ځيني نورو سيمو کی تر سره شو،يو ملي يا اسلامي
قيام نه بلکه دپاکستاني حکومت او د ISI يوه توطه وه٠
حکمتيار دځينو نورو تند روه اسلامي کادرونو سره يو ځاي دداود خان دکودتا
په اوايلو کي پاکستان ته تللي ول او هلته ئی په شعوري يا لاشعوري ډول
دخپل ولس دملي منافعو خلاف فعاليت کاوه،چه د ISI ترک نترول لاندي تر سره کيدل٠
پاکستان،دواود خان يو پخوانی او قوي دښمن ګاڼه،او په واقعيت کی د داودخان
دصدارت په دوره کی دپښتنو او پښتونستان مسله اوج ته رسيدلی وه،
نظامي سفربرۍ او ورته نور عمليات سرته رسيدلي ول٠
دملنګ جان عليه رحمته په مشر تابه دپښتونستان په خپرونه کي،دافغانستان
راډيو،دپښتنو دبيداری په خاطر ملي او انقلابي سرودونه نشرول٠
نو پاکستانيانو دداودخان سره پخونۍ کينه لرله او د٢٦ سرطان تر کودتا
روسته،پاکستاني راډيو ګانو هغه ته دليوني خطاب کاوه٠
دداود خان په دوره کي هيڅ يو ملا يا مذهبي عالم ندی وژل شوي(د ميوندوال
دکودتا دبرخوالو نه بغير)٠
د١٩٧٥ په تروريستي حملو کی،دلغمان ولايت دمرکز واقعه دپرون په شان
راياد يړي٠ددي يرغل مشر مولوي حبيب الرحمن نوميد،ورسره عبداقيوم،
عبدالعظيم څو تنه نور او يو کوچنی هلک چه ماشينګل نوميد،ملګري ول٠
دوي په نيمه شپه پر محبس حمله وکړه،په جګړه کي دلغمان ولايت دپوليسو
سرمامور او څو تنه عسکر شهيدان شول ٠ دحبيب الرحمن ډلي محبس تر
خپل کنترول لاندی راوسته او محبوسينو ته،چه ټول ساده مجرمين ول امر وکړ
چه وتښتي٠پدي مجرمينو کی داسي يو څو تنه هم ول چه دقيد موده ېي
قريب پوره وه،دی محبوسينو دفرار نه خودداري وکړه،مګر دحبيب الرحمن
دډلي لخواووژل شول!
دولتي قواوو،حالات دير ژر تر کنترول لانی کړه او دحبيب الرحمن ډله د
عامو خلکو په واسطه د هغوي په مخفيګا وو کی ګرفتار او دولت ته سپارل
شول٠بيا هم داود خان او دهغه د استيناف دمحکمې ريس چه لغمانی وه او
نوم ئی اوس رانه هير دی،دحبيب الرحمن ترورستي ډله په څو محدودو کلنو
بند محکوم کړل،خو متاسفانه بيا د ٧ ثور تر کودتا روسته،دامين لخوا ،ټول
اعدام شول٠
هيله ده چه دداسي تاريخي موضوعاتو په هکله ددقت او توجه نه کار واخلی٠[/quote:3ab9702a0a]
..Ahmadzai
19.08.2009
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
[quote:796cf81f20]له افغانستان څخه ددغو ځوانانو دهجرت، او دمبارزې دپيلولو هدف، اسلام،
وطن، او ولس بچ کول کوو، دا چې دوی دوی تجربه نه لرله، نو پایلې يې دپیل په
شان راونه وتلې.
[/quote:796cf81f20]
محترم وهاج صاحب
ستا دفاع د اِخوانیانو څخه د قدر وړ ده، خو کوم زهر چې غواړې د طالبانو باره کې وشیندې د قدر څه چې د قبول وړ هم ندي.
ستا محترم پلار به د ترکي وخت کې هجرت کړی وي خو زما پلار چې پوخ حزبي وو د داوود وخت کې وطن پریښودو ته مجبور سو او هجرت یې وکړ.
دلته د طالبانو د ارزولو لپاره تا محض دیمکراتیک معیار د حق او نا حقه، په سمه لار او که خطا لار لپاره اِیښودلی، چې مراعات پکې د أکثیرت کیږي حال دا چې اِسلام کې د شرعي او غیر شرعي کیدو لپاره نور میتودونه او شرایط اِستعمالیږي.
اِخوانیانو ته د کمې تجربې عذر نیسې، اود طالبانو لپاره رایې شمیرې.
وروه نن سبا طالبان صحنه کې حاکم دي، د ښکیلاګرو مقابل کې په ډیره میړانه جهاد کوي، هفوات عثرات او خطاګانې تیروتنې به لري، د هغو د اِصلاح لپاره کولی سې هغوۍ سره مستقیماٌ تماس ونیسې اوورسره مطرح یې کړې،خو چون چې ته هم یو دیني طالب العلم یې، دا به ښه نه وي چې د خپلو مجاهدو وروڼو په اخلاص کې شک خپور کړې، خلک زر متأثره کیږي، او کنه مخالفت په ډاګه کړه.
ډیر اِحتیاط پکار ده، وخت هم ډیر حساس ده.
په درنښت
و.افغان
19.08.2009
محترم ښاغلی احمدزی صاحب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
دلته خو دبحث ځای دی، یو له بل څخه به یې زده کوو، که چېرته ټول په يوه نظر شو، نو
بیا خو بحث ته هیڅ اړتيا نه لیدل کیږي، زه چې څه طرحه کوم هغه زما دزړه قناعات
دي، او نشم کولای چې لکه دځينو غوندې دخپل زړه سره منافقت وکړم.
زه چې په وطن کې دکوم مثالي دولت خوبونه وينم، کیدای شي چې زما دژوند
ساه ګانې هغه پورې تر رسېدو مخکې ختمې شي، خو دا خبره زما دقناعتونو دطرحه
کیدو مانع نشي جوړیدلی.
زه نه دکرزي دحکومت پلوي کوم، او نه مې کله کړېده، او نه دطالبانو هر کار ته ښه
ویلی شم، زه دهيچا څخه دامتیازاتو هيله نه لرم، دکرزي حکومت غوندې يو
حکومت به هيڅکله زما او زما غوندې دډیرو ملګرو اسلامي تعليماتو ته
دتقدېر په سترګه ونه ګوري، ځکه چې دغه تعلیمات او دکرزي دادراې اعمال په دوه متضادو
اړخونو کې واقع دي، البته دطالب په حکومت کې که دطالب په ښو او بدو سترګې
پټې کړم، نو امکان شته چې له رسمي پاڼو پرته زما علميت ته دومره احترام وکړي،
چې ښه په مناسبه چوکۍ مې وګماري.
البته زه ددې دواړو هيله نه لرم، زه يواځې داسلام دځواکمنتيا، او دخپل مسلمان
ولس دژوند دښيرازېدو هيلمن یم.
زه چې دا کرښې لیکم، په دې ښه متيقن یم چې مقاومت به ان شاء الله ضرور ډیر ژر
کاميابيږي، او څومره یې چې کمۍ له منځه ځي، برياوې به يې په نصیب کیږي.
او دغه سرکوزي به سرټيټې سره له خپلو لاسپوڅو له هیواده پښې
سپکوي، خو دا مو بايد په ياد وي، چې له ورانولو جوړول ډېر سخت دي، مجاهدينو
په ډیر آسانه سره يو دولت ړنګ کړ، يو هيواد يې ړنګ کړ، خو کله چې دودانولو
وخت راتلو نو تکرار ته اړتيا نشته، تاسو او نوی نسل يې ټول شاهد دی، چې څه
يې وکړل.
زه نه غواړم چې په کوم حزب يا ګوند پسې وتړل شم، او نه په اوسمهال کې کوم يو
مثالي ګروه يا ګوند وينم ، چې مطلق مثالي وي، له منفي ټکو څخه پاک وي، يا له تنقيد څخه لوړ او مقدس وي، ددې وړ چې دورګډيدو توصيه یې ورکړل شي.
هو ! مثالي خلک ښه ډېر دي، خو فکر کوم چې هغوی ته دراغونډيدو يا یو ځای
کیدو فرصت په لاس ندی ورغلی.
مونږ دهر چا ښو ته ښه وايو، او بدو ته يې بد، البته دا په نظر
کې ضرور نيسو چې دهر هغه چا ښيګڼې چې په بدیو غالبې وي، اولويت لري.
دروانې سکالو په اړه دحزب اسلامي دمشر ښاغلي حکمتيار او دحزبيانو موقف
څومره دستاينې وړ دی، کوم څه چې ددی ښودنه کوي، چې دغه نظر ځانته زما
نه، بلکه دمقاومت دډیرو ځوانانو او مثقف پوهو هوښيار سياستوالو خلکو نظر هم دی.
کاش چې طالبان داسلامي شريعت په مقاصدو او معانيو په صحي توګه پوه شي، او
او په صحي توګه يې عملي کړي،
دالأصل في الأشياء الحرمة، له سرچپه قاعدې څخه الأصل في الأشياء الاباحة
صحي قاعدې ته راواړي.
ما چې دولس عمل دلیل نیولې دی، ځکه چې ولس مسلمان دی، په راس ډير پوه
خلک او علما هم لري، که دالقاعدې په نظر کافر وي، وي به ، خو زه عقېده لرم
چې تر القاعدې والا څخه په اسلام ښه خبر او ښه مجاهد دي، دا مجاهد ولس که
نه وای، نه حکمتيار دا جهاد ګټلی شو، نه رباني، نه سياف، نه عرب، او نه عجم.
په پخواني جهاد کې دبهرنيو کړيو رول داسې مثال لري، لکه په بحر کې چې يو
څاڅکې اوبه واچوې، که چېرته دا ولس غيور مجاهد او مسلمان نه وای، نو ددنيا
هيڅ طاقت نشو کولای چې دروس مخه په افغانستان کې تم کړي، دا هغه خبرې
دې چې مشهور مجاهد دعبد الله عزام زوم عبد الله أنس يې په صفا ټکو او واضحو
الفاظو سره په خپل کتاب ولادة الأفغان العرب کې کوي.
نن چې ولس ناهیلۍ بريښي، او داستاذ ياسر له خولې چې هغه مرسته نه کوي، کومه
یې په پخواني جهاد کې کوله، نو دا ضرور خپل اسباب لري، ولس ځمونږ هوښيار
دی، په رنګارنګ انقلابونو کې ولوبېد، هغه اوس په هره لوبه پوهيږي، ولس چې
نن ناهيلي څرګندوي، ضرور یې شاته اسباب شته دي.
ما ددنيا داکثره ملکونو او دولتونو خلک ليدلي دي، زه قسم کولای شم، څومره چې
ځمونږ اغلب قاطع افغان ولس په اسلام ټيڼګ ولاړ دی، ددنيا هيڅوک داسې نه دي
ولاړ، اګر که زمونږ ولس دجهل او ناپوهۍ له وجهې داسلامي مفاهيمو څخه په ډیرو
ځایونو کی غلط تفسيروي، البته څومره اسلام چې ورته معلوم دی، له ټولو څخه
پرې کلک او مضبوط ولاړ دی.
په درنښت
[quote:610c0139e4="jalal ahmadzai"]السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
[quote:610c0139e4]له افغانستان څخه ددغو ځوانانو دهجرت، او دمبارزې دپيلولو هدف، اسلام،
وطن، او ولس بچ کول کوو، دا چې دوی دوی تجربه نه لرله، نو پایلې يې دپیل په
شان راونه وتلې.
[/quote:610c0139e4]
محترم وهاج صاحب
ستا دفاع د اِخوانیانو څخه د قدر وړ ده، خو کوم زهر چې غواړې د طالبانو باره کې وشیندې د قدر څه چې د قبول وړ هم ندي.
ستا محترم پلار به د ترکي وخت کې هجرت کړی وي خو زما پلار چې پوخ حزبي وو د داوود وخت کې وطن پریښودو ته مجبور سو او هجرت یې وکړ.
دلته د طالبانو د ارزولو لپاره تا محض دیمکراتیک معیار د حق او نا حقه، په سمه لار او که خطا لار لپاره اِیښودلی، چې مراعات پکې د أکثیرت کیږي حال دا چې اِسلام کې د شرعي او غیر شرعي کیدو لپاره نور میتودونه او شرایط اِستعمالیږي.
اِخوانیانو ته د کمې تجربې عذر نیسې، اود طالبانو لپاره رایې شمیرې.
وروه نن سبا طالبان صحنه کې حاکم دي، د ښکیلاګرو مقابل کې په ډیره میړانه جهاد کوي، هفوات عثرات او خطاګانې تیروتنې به لري، د هغو د اِصلاح لپاره کولی سې هغوۍ سره مستقیماٌ تماس ونیسې اوورسره مطرح یې کړې،خو چون چې ته هم یو دیني طالب العلم یې، دا به ښه نه وي چې د خپلو مجاهدو وروڼو په اخلاص کې شک خپور کړې، خلک زر متأثره کیږي، او کنه مخالفت په ډاګه کړه.
ډیر اِحتیاط پکار ده، وخت هم ډیر حساس ده.
په درنښت[/quote:610c0139e4]
مسلم جان
24.08.2009
معالي الدكتور وهاج صاحب.
كه وواياست دجهاد او مقاومت ترمنځ څه توپير موجود دى؟ ايا دصليبي استعمار پر ضد روان پاڅون ته دمقاومت پر ځاى دجهاد لفظ كارول مناسب نه دى؟ زه خو وايم مقاومت عام دى، كافر هم مقاومت كوي او مسلمان هم، خو جهاد خاص دى، دمسلمان مقاومت ته دمهاجم او صائل كافر دښمن پر ضد جهاد وايي!!! پام دې وي صليبيان كوښښ كوي ځينې اسلامي اصطلاحات دمسلمانانو ترمنځ په بل نامه ورمعرفي كړي او هدف پكې داوي وقتي چې دجهاد قرآني لفظ په مقاومت تبديل شي بيا په مسلمانانو كې هغومره احساس او جذبه نه راپاروي څومره چې لومړى لفظ يې ديو مسلمان ځوان په زړه کې په څپو كوي. كه ووايو چې د احد مقاومت ، يا دتبوك مقاومت، يا داحد او تبوك مجاهدين، څومره تاثير به ولري او كه ووايو چې داحد او بدر غزاګانې او داحد او بدر مجاهدين، څومره به ديو مسلمان ځوان چې دنبي عليه السلام له وخت نيولې بيا ترخلفاوو راشدينو او تر اوسني عصر پورې تاريخ كې د جهاد او مجاهد الفاظو سره اشناوي احساساتو كې تغيير راولي؟ ډيرې باريكې نقطې دي زمونژ دمسلمانانو خو مصيبت همدا دى چې ځينو ځينو شيانو ته سطحي نظر كوو.
په خورا درناوي
و.افغان
24.08.2009
محترم مسلم جان صاحب:
انديښنه مو پر ځای ده، خو ديو څه توضیح کول غواړم، هغه دا چې دجهاد لفظ ډېر عام
دې، چې مقاومت یې يو وړوکۍ جز دې.
که قرآني آیتونو ته فکر وکړو، دمسلح جهاد الطلب باره کې دقتال لفظ ډېر کارول شوې دی،
قاتلو الذین لا يؤمنون بالله ....
يا أيها الذين آمنوا قاتلوا الذين يلونکم من الکفار وليجدوا فیکم غلظة.
فاقتلوهم حیث ثقفتموهم ....
فقاتلوا أئمة الکفر انهم لا أیمان لهم لعلهم ینتهون.
الا تقاتلون قوما نکثوا ایمانهم وهموا باخراج الرسول....
خو دجهاد الفاظ عموما په قرآن کې عامه معنا ورکوي:
وجاهدهم به جهاد کبیرا..
والذين جاهدوا فينا لنهدينهم سبلنا ....
او داسې نور.
تبليغيان خو له قتال او مسلح جهاد نه منکر دي، که چيرته په قرآني ټولو آیاتو کې
جهاد راغلی وای، نو دوی ټولو به دغه آیتونه ددعوت په معنا تفسيرول، خو قتال ددعوت په
معنا تفسيرول يو څه سخت بريښي، خو بيا هم ځينو تبليغيانو کوښښ کړی دی، چې
دقتال معنا هم په دعوت وکړي.
مسلح جهاد په دوه ډوله دې، يو جهاد الدفع بل جهاد الطلب.
ما يوې بلې مخکینۍ لیکنې کې هم لیکلي وو، چې هله به پوره معنا جهاد شي، چې
دواشنطن او اروپا دروازي وټکوو، ځکه چې په دغه رنګ جهاد کې دجهاد نور ټول
اقسام عملي کيدای شي، لکه دعوت، نصرت دمظلوم، دخير سره کومک، دشر
مقابله، او داسې نور ډېر.
خو متأسفانه چی مونږ اوس دهغه جهاد په ځای کې قرار نه لرو.
مقاومت معنا جهاد الدفع ده، چې دجهاد دعظيمې لویې کلمې يو وړوکی جز دی،
ځکه چې جهاد نور ډیر اقسام هم لري، لکه دعوت هم جهاد دی، په مال جهاد کول
هم جهاد دی، اوس يو نوې نوعه دجهاد ده، چې الجهاد الالکتروني ورته وايي، هغه
هم جهاد دې، نور ډېر اقسام هم شته دي.
دمقاومت لفظ نا مشروع لفظ نه دې، ځکه چې دقتال لفظ نا مشروع نه دې، او
مقاومت دښکيلاګرو په وړاندې دمشروع قتال څخه تعبير دی،
او استعمال کې یې ګټه داده، چې يو خو دواقع الحال څخه په سمه توګه تعبير کوي، ځکه
چې مونږ خپل وطن ددښمن په وړاندې مقاومت کوو، البته مونږ ددښمن کورته
هغه سره دجهاد لپاره نه يو ورغلي، بله دا چې مقاومت
دملتونو دښکيلوونکو په وړاندې ددنيا په ټولو قوانينو کې يو مشروع کار ګڼل شوی
دی، اسلام هم مشروع بلکه واجب او فرض يې ګڼلی دی، کیدای شي غير مسلم
ستا دجهاد په فلسفه پوه نه شي، خو دمقاومت په فلسفه دی ډېر ژر پوهیږي، اعلام
چې نن صبا يو ډېر مهم څیز دی، داعلام له لارې دا کلمه ډېر تأثیر لرلی شي، په
مسلمانانو او غير مسلمانانو.
فکر
مو وي چې په دی همدې فوروم کيدای شي مونږ داسې چپيان ولرو، چې دجهاد
په فلسفه ايمان ونه لري، خو دمقاومت ددليل په وړاندې کولو سره بیا هغوی پرته له ګډو وډو هيڅډوله
حجت نشي وړاندې کولای، نو دا دابراهيم علیه السلام حکمت دې، چې داسې څه
ورته وړاندې کړې چې: فبهت الذي کفر.
نمرود ويل چې زه خدای یم، نو ابراهیم علیه السلام ورته وویل، چې خداي خو
ژوندي کول او مړه کول کوي، نو نمرود وويل: چې زه هم مړه کول او ژوندي کول کوم،
ابراهيم علیه السلام کولای شول چې په همدې خبره کې يې ورسره جنجال کړی وای،
چې ته څنګه مړه کول او ژوندې کول کوي، خو جنجال يې ورسره ونه کړ، فورا بلې
پوښتنې ته منتقل شو، ورته ويې ويل: الله جل جلاله لمر له مشرق څخه راخيږوي،
ته تکړه شه، له مغرب څخه يې راوخيږوه، نو فبهت الذي کفر.
په درنښت
ډاکټر څپاند
25.08.2009
وهاج صيب سلامونه،
ډيره مننه چه دکمونست،وطنفروش،کاپر،مرتد ٠ ٠ ٠ ٠ ٠په ځای مو دچپيانو اسطلاح
استعماله کړی٠ که خدای کول نور به هم سره يوبل ته مددګار شو!
دجهاد دمقدسی کلمې په هکله ،اول ځل ما دا اسطلاح دنورمحمد ترکي له خولي
اوريدلی ،هغه دبیسوادۍ اواشرارو په ضد جهاد اعلان کړ٠
اوس تاسو وواياست چه جهاد څه معنی لرلی شي؟
[quote:d41687388c]مو وي چې په دی همدې فوروم کيدای شي مونږ داسې چپيان ولرو، چې دجهاد
په فلسفه ايمان ونه لري، خو دمقاومت ددليل په وړاندې کولو سره بیا هغوی پرته له ګډو وډو هيڅډوله
حجت نشي وړاندې کولای، نو دا دابراهيم علیه السلام حکمت دې، چې داسې څه
ورته وړاندې کړې چې: فبهت الذي کفر. [/quote:d41687388c]
Ghairat
25.08.2009
ساپي صیب یوکوټلي حقیقت ته موګوته نیولې ده
[quote:8fef6e2124]طالبان دمقاومت درهبري کوونکو په توګه دومره حق لري ،چې دخلکو غوږونو ته ورسوي چې وطن مو ښکيل دی، دښکيلاګ لاندې انتخابات هیڅ شرعي او قانوني جواز نه لري ، نو لطفا تاسو په انتخاباتو کې برخه مه اخلئ ، ځکه چې په دې سره دښکيلاګرو تله درنيږي[/quote:8fef6e2124].
خو څومره به ښه و چې هدف صرف د ښکیلاک په سټ تنمبول وای ، نه قدرت ته رسیدل، قدرت بایدولس د هغوی د امانت په توګه ور وسپارل شي او په آزادو ټاکنو= عصري بیعتونوکې دې ته پریښودل شي چې له چا سره بیعت کوي یعنې خپله رایه چاته ورکوي !
دا کار کمونستانو، مجاهدینواو طالبانو یوهم نه یواځې نه دی کړی بلکې تل یې ردکړی هم دی او خپله ملت دوښمنه،آزادي دوښمنه ، اسلام دوښمنه او پردي نوکره څېره یې تر داړو پورې له ورايه ولس ته ځلولې ده ! نو لږتر لږه دغومره خو یې ولس پېژني !
[quote:8fef6e2124]که مسلمان، مجاهد، غيرتي افغان ولس دطالبانو دا خبره ومنله، نو معنا یې داده ، چې افغان ولس دمقاومت دليکې يوه برخه ده، او دا ددې لپاره قوي دليل
کيداي شي، چې طالبان تر اوسه په صحي لاره روان دي: [/quote:8fef6e2124]
تر اوسه پورې خوولس دا تیروتنه هم نه ده کړې او نه دطالبانو د سیاسي لارې سموالی چې د ملي معیارونو په بشپړولو سره په پام کې نیول کیدای شي ،تر سترګو شوی !
صرف دا هدف چې اشغالګر بایدوویستل شي سم دی،نور داچې څنګه،د څه له پآره ، د چا پواسطه او په څه ډول ملي توافق او ملي پاڅون سره چې د قدرت دویش پر مسله هم توافق او یکرنګي حاصله شوې وي ،څو بیا افغان د افغان دوینو سیلابونو و نه بهوي ،دغسې اړوندې سل ا زر پوښتې موجودې دي ،ولې یوه یې هم نه طالبانو حل کړې اونه یې اقلأ مطرح کړې ده ، دا څکه چې هغوی مشوره د ملت پر ځای د ملت دوښمنو بهرنیواستخباراتو سره تر سره کیږي،هوکرزی دلته له CIA اووطندار یې هلته له ISI سره ځاله جوړه کړې اود افغانوژنې زروي او زهروي هګۍ
په کې اچوي !
[quote:8fef6e2124]او که چېرته دغه مسلمان ، مجاهد، غيرتي، افغان ولس درایې ورکولو بهير ته ورګډېدل جایز وليدل، او فعلا يې په کې برخه واخيسته، يا دبرخې آخيستو قصد يې درلود خو دطالبانو دتهدید او وسلې دزور لاندې ترې وروسته پاتې شو،
نو ددې خبرې دا معنا ده چې دمقاومت په رهبرۍ کې يو ډیر لوی نقص دې، چې
باید له منځه يوړل شي، تر څو يې مقاومت اسلامي او ملي دواړه شي، تر څو طالب
دولس او ولس دطالب نوم شي. [/quote:8fef6e2124]
اوس خوڅرګنده شوه چې :
مسلمان ، مجاهد، غيرتي، افغان ولس درایې ورکولو بهير ته ورګډېدل جایز وليدل، او عملا يې په کې برخه واخيسته، يا دبرخې آخيستو قصد يې درلود خو په ځینوځایونو دطالبانو دتهدید او وسلې دزور لاندې ترې وروسته پاتې شو،
نو دې خبر ې دا حقیقت او معنا ثابته کړه چې دمقاومت په رهبرۍ کې يو ډیر لوی نقص دې او ژر تر ژره باید اصلاح شي !، ځکه لنډه یې دا چې دولس له مرستې پرته نه مقاومت جګړه ګټلې شي، او که یې وګټي هم،نو نه يې پايلې په خپل اونه دولس په خير تمامولې شي.
په درنښت
..Ahmadzai
26.08.2009
ډیر خوشحاله یې، ډیرې لوې نتیجې ته ورسیدې، مبارک دې وي.
[quote:4209258f0c]اوس خوڅرګنده شوه چې :
مسلمان ، مجاهد، غيرتي، افغان ولس درایې ورکولو بهير ته ورګډېدل جایز وليدل، او عملا يې په کې برخه واخيسته، يا دبرخې آخيستو قصد يې درلود خو په ځینوځایونو دطالبانو دتهدید او وسلې دزور لاندې ترې وروسته پاتې شو،
نو دې خبر ې دا حقیقت او معنا ثابته کړه چې دمقاومت په رهبرۍ کې يو ډیر لوی نقص دې او ژر تر ژره باید اصلاح شي !، ځکه لنډه یې دا چې دولس له مرستې پرته نه مقاومت جګړه ګټلې شي، او که یې وګټي هم،نو نه يې پايلې په خپل اونه دولس په خير تمامولې شي.
په درنښت[/quote:4209258f0c]
عادل عادل
26.08.2009
سلامونه
ښاغلئ غیرت صیب ستاسو خبرې خو ماته د شپږ کاله وړاندې اخبارونو تشې تیورئ او کالمونه بریښي.
تاسو په کوم اساس او دلیل سره هغه کم تعداد خلکو ته د ولس نوم کاروئ چې رایې یې ورکړې دي (خرڅې کړې دي) ؟ هغه هم په خپله خوښه نه بلکه د خپل اګاهانه مرکب تجاهل په سبب او یا هم د څو پیسو، امتیاز او درواغجنو وعدو په بدل کې.
د کابل په زړه کې په سلهاوو زره خلک درته ولس نه بریښي چې د رایو کارتونه یې حتی اخستي هم نه وو؟؟؟
همدارنګه تاسو هغه څه ته د لوی نقص نوم ورکوئ چې له مخې یې د طالبانو د اخطار په سبب د پورتنیو خودفروخته کم تعداد خلکو د رایې کارولو تعداد نیمایي ته راولویده؟
د ټولټاکنو تشو پیټیو ته د ولس نوم ورکول هسې د ځان د غولولو په مانا دي او بس.
پکار ده چې په غړیدلو سترګو حقایقو ته تسلیم شئ او هسې د خلکو هسکو غاړو ته د آس-اس-آی افتخاري لاکټونه نور مه ارتوئ.
Ghairat
26.08.2009
ښاغلی عادل عادل صیب
ستاسو له استدلال څخه خوداسې بریښي چې ګواکې طالبان سم ،دقیق او شفاف انتخابات غواړي او ولس ته حق ورکوي چې چې خپل حکومت او سیاسي مشرتابه پخپله وټاکي ؟ آیا همداسې ده ؟ آیا طالبان انتخابات دولس حق بولي؟ په خپله ۵ کلنه دوره کې او له هغه راهیسې تر نن ورځې پورې یې کله هم د مسلمان ولس دغه ستر حق ته غاړه ایښې ده ؟
اوکه پخپله یې هېڅ نه مني او له یو سره یې ردوي خو پر حکومت بیا نیوکې کوي چې انتخابات یې نیمګړي دي ؟
په داسې حال کې چې سړی انتخابات له اساس او سټې څخه ردوي ، آیا د زور بایکاټ يې بیا د احتجاج معنی هم ورکولی شي ؟ د زور دغسې بایکاټ به کوم انساني هدف ولري؟؟؟؟
انتخابات د مسلمان ولس خپل بنسټيز حق دی ، بهرنیان نشي کولای دغه حق یې هم تر پښولاندې کړي، نو یوڅه کوي ، ولې طالبان خو یې لا آن په منلوکې هم پاتې راغلي دي اود خپل بري له پاره صرف د یوې تورې دورې وعدې ورکوي چې ولس به د حکومت په ټاکلوکې هېڅډول حق ، حقوق ، واک او اختیار ونه لري ! آیا همداسې نه ده ؟؟؟؟
که نه وي، نو معلومه دې کړي چې دوی دولس کوم حق مني اوکوم کوم حق یې ورکولی شي ؟؟؟؟
[quote:3de4911d5b]د کابل په زړه کې په سلهاوو زره خلک درته ولس نه بریښي چې د رایو کارتونه یې حتی اخستي هم نه وو؟؟؟ [/quote:3de4911d5b]
فیصدي یې بایدوښودلی شې ، چې د رایو مستحقین څومره وو، چا چې کارت نه دی اخیستی څو تنه وو چې دمستحقینو څو فیصده جوړوي، تشې ادعا وې په داسې موضوعاتوکې د قناعت وړ نه بلل کیږي !
pattang
26.08.2009
وروڼو په چيټي خبرو وخت ضايع کول هوښياري نده !
کوم انتخابات ? په اشغال کې انتخابات څه کوي ? که اولس بيداروي او
دانتخاباتو په مفهوم شعوري پو هيږي نو د خپلې عقيدې لپاره د لاره برا بره
کړي ،او هغه د اده چې اشغالګردې وشړي ا و ايتنيکي جنايتګرو مشرانو ته لکه
دوستم ،محقق ، عطا او نوريې د اسلامي قانون له مخې جزا ورکړي ٠
دوی له اشغالګرو سره معاهدې لري دوی د نفاق جوالونه او دپښتنو قاتلان دي٠
که طالبان په انتخاباتو کې ګډون وکړي نو له دوی نه به لو ی خائنان نوي .
ايا لوی ملا صيب به دکرزي ، دوستم ، عطا .... له څنګ سره ځان انتخابوي ?
نو که داکاروکړي ، بيابه دمزار، قلعه جنګي ، شبر غان او دشتې ليلې شهيدان
څه ورته وايې ? نه افغانستان په داسې حال کې انتخاباتو ته ضرورت نلري
اول بايد ميدان سپين شي اولس ته لاره وښودل شي خپل عنعنوي ، اسلامي
او انساني شرافت يې بېرته ورته ورکړل شي او سيستم پوخ شي بيا به انسانان
ځانونه را باسي او انتخابات به کيږي ٠ ضرور نده چې انتخابات به د يوه اولس
دسعادت ، بډايې او مشغوليت سبب کيږي ٠
افغانستان په اول کې بايد يوه اسلامي او عنعنوي شورا داره کړي٠
غربي د موډ اولسواکي خو په افغانستان کې د مفعوليت ، فاحشه ګيري ، رشوت
حرامزادګي ، بې کاري ، غلا ، انسان وژنه ، مردګاوي او نور پليد کارونه چې
زمونږ داولس له پخوا ان په زرګونو کلنو را هسې نفرت ترې راته ، اوس هلته دغې
چټلې دېموکراسي بنسټ ورته ايښی او اولس مو تبا کوي ٠
که نن په افغانستان کې څوک لوڅه کونه ګرزي او بل څوک ورته ووايې چې هلکه
پټه يې کړه ! نو په ځواب کې ورته وېل کيږي : ستايې څه ? اوس ديموکراتي ده !
نالت په هغه سياسي سيستم چې په هغه کې اولسي شرافت له منځه ځي٠
هر اولس بايد خپله لاره په خپله پيدا کړي٠
باتور
26.08.2009
لعنت د امريکا په منفور نظام!
لعنت د اروپا په لاسپوځيو دولتونو!
لعنت په هغو ګوډاګيانو چي ځانونه يې ټولټاکنو ته کانديد کړي ول!
تر ټولو لوی لعنت په هغو افغانانو چي پر دې برسېره چي دوه کتابه درس يې ويلی بيا هم دې تولټاکنو ) د اشغالګرو لوبو او مسخرو( په درنه ګوري!
څه مو حاصل کړل؟ کوم شي تغير وخوړ او کوم شی نوی سو!
د فهيم او دوستم په بيا راتګ خوښي کوئ ؟
ديموکراسي او ټولټاکني مو سر وخوره، تروطن مو د استعمار زنځير را تاو دی او ورځ په ورځ کلکېږي. . د سپو په شان مو کله د ديموکراسۍ او کله د بيا رغاوني په هډوکو غلطوي.
په درنښت
و.افغان
26.08.2009
دروند پتنګ صاحب:
ستاسو لیکنه په مطرح شوې سکالو نه راڅرخي.
خبره په دی نه وه، چې انتخابات مشروع دي او که نه؟
او نه خبره پر دی ده چې مونږ له طالبانو څخه غوښتي وي، چې دغو انتخاباتو کې برخه واخلي.
او نه خبره په دی کې ده، چې مشر ملا صاحب دې دجګړې ميدان پريږدي، او دغربي
ناولې، مرادرې، ګندې، او پليتې ديموکراسۍ ډنډ ته دې ځان ګوذار کړي.
اصلا خبره په مقاومت کې دولس په رول راڅرخيده، ولس نن لوي طوفان اخيستی دی،
غرقيږي، دلوېې تباهۍ سره مخ دی، قهرجنو سيلابونو په مخه کړیدی، ولس له غرقېدو څخه دځان ژغورلو په موخه وښو او کبلو او هر ممکن څه ته لاس اچوي.
آخر ددغه دطوفان درامنځ ته کيدو مسئول څوک دي؟
حق حق وي، له حق څخه به نه تښتو، له حقيقت څخه به سترګې نه پټوو، له حقیقت
څخه سترګي پټول ځمونږ دستونځو په حل کې ځمونږ سره هيڅ مرسته نشي کولای.
ددغه طوفان مسئولين بالدرجة الأولی کمونستان، بيا تش په نامه مجاهدين، بيا
طالبان، او نني ديموکراتان دي، چې هماغه پروني غله تش په نامه مجاهدين دي،
يواځې پکول يې لرې کړ، پتلون او نيکټايي واچوله، او له ځان څخه يې ديموکرات جوړ کړ.
ولس آخر چاته سترګي وغړوي؟
دغه ټول ياد شوي تر اوسه په خپلو خرو سپاره دي، او له خرو څخه دراښکته کيدو
تکل نه لري.
نن دمقاومت رهبري داشغالګرو په وتلو ټينګار کوي، او تر هغې ورځې دمقاومت
کولو هوډ اعلانوي، تر څو چې اشغال نه وي ختم شوی، چې دا يو أعلی او مقدس
هدف دی، هيڅ يو مسلمان افغان په خپله خاوره پردي ناپاکه ګامونه نشي زغملی،
البته مقاومت ولې له دغه هدف سره دا نه
اعلانوي، چې حق به حقدار ته سپاري، او حکومت به دولس په خوښه او انتخاب
ټاکل کيږي، چې دا یو شرعي، سياسي، او معقول مقصود بلل کیږي.؟؟؟
ګورئ: زه له اوسه وایم، چې په زور کلي نه کیږي، که چيرته ملا دټوپک په زور
ميدان وګټي، او يو استبدادي نظام رامنځ ته کړي، نو داسې حال بيا لرې نه دی،
چې خپله ولس پرې راپاڅيږي، او کله چې و لس راپاڅيږي، نو بيا به عادي ملا له
سپين پټکي سره په بازار کې هم ونه ګرځي، آخر لږ سوچ پکار دی.
په درنښت
ابو جرير
26.08.2009
وهاج جانه مقاومت ملي او اسلامي دواړه دى، ته مقاومت يوازې دميډيا او مطبوعاتو له لارې پيژنې او كه ډيره هڅه وكړې چې دروان مقدس ملي او اسلامي مقاومت په هكله ځان ښه خبر كړې نو يابه حج ته دراغلي كوم افغان يا وزير يا هلته په جامعه كې دكوم محصل دخولې په خبره استشهاد وكړې، وهاج جانه زما درته مشوره داده كه غواړې وپوهيږې چې دصليبي يرغلګرو په وړاندې روان مقدس مقاومت څومره ملي او څومره اسلامي دى راشه له نږدې يې ووينه ددروان مقدس مقاومت سره دولس په مرسته يوازې هغه څوك پوهيدلى شي چې پخپله په دغه مقاومت كې عملا برخه واخلي، راشي او فقط ديو څه وخت لپاره دمقاومت په سنګرونو كې شپې سبا كړي، دخپلو مجاهدينو وروڼو سره اوږه په اوږه دصليبي اشغال پر خلاف مسلحانه برخه واخلي، او يو څو ورځې په غرونو او دښتو كې په سختۍ او مشقت سره تيرې كړي بيا به وپوهيږي چې ولس څوك دى؟ او مقاومت څوك كوي؟ او له مقاومت سره دولس مرسته او ملاتړ تركومې كچې رسيږي؟ دا يو داسې حقيقت دى چې يوازې او يوازې دمقاومت په ليكو كې جنګيدونكي يې درك كولى شي. زه له تانه پوښتنه كوم چې څومره وخت كيږې ته خپل هيواد ته تللى يې؟ زه خو ګومان نه كوم چې په افغانستان باندې دصليبي يرغل څخه تراوسه پورې دې ته يوځل خپل هيواد ته راستون شوی يې يا حتى دطالبانو دحكومت په دور كې دې هيواد ته سرورښكاره كړی وي، او ايا تا دطالبانو دحكومت دور په خپلو سترګو ليدلى دى؟ داوريدو خبره بيله وي او دليدو بيله، ميرمن ايوان ريډلي هم طالبان ستا غوندې يوازې دملګرو له خولې داوريدو او دميډيا له لارې پيژندل خو كله چې له طالبانو سره تعامل وشو او طالبان يې له نږدې وليدل دهغوى چلند دومره متاثره كړه چې داسلام منلو ته چمتو شوه.
نو زه خو وايم چې دداسې كس لپاره به چې طالبان او دهغوى سپيڅلی مقاومت يې له نږدې نه وي ليدلى مناسبه نه وي چې په دوى باندې هميشه داسې كلك كلك انتقادونه وكړي او دهغوى دمقاومت ملي والي او اسلاميت تر سوال لاندې راولي او دخلكو اذهان مغشوش كړي.
..Ahmadzai
27.08.2009
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
وهاج صاحب يوڅو پوښتنې کوم هیله ده چې جواب یې سم راکړې
لکه څرنګه چې حدیث کې راغلي :
[color=darkred:9b7e79c86f](من مات وليس في عنقه بيعة مات ميتة جاهلية)[/color:9b7e79c86f]
د حدیث پاتې برخه به هم درته معلومه وي.
نو د دغه حدیث په بنا تا به هم یوچا سره ضرور بیعت کړی وي، ولو ضمناْ خپل ځان سره، نو که مهرباني وکړې او دا وښیې چې تا چا سره بیعت کړی؟.
که مناسب وي نو مونږ به هم د ملا عمر له بیعت څخه لاس واخلو او هغه سره به بیعت وکړو، او که تا هغه د بیعت وړ کس لا بیدا کړی نده او ورته لا انتظار ېې او دغه انتظار به تر څو وي؟.
او د ملا عمر په بیعت کې کوم شرعي نواقص وینې چې هغه تا ته د بیعت وړ نه ښکاري؟
په درنښت
و.افغان
27.08.2009
آبو جریر صاحب:
لومړی دا چې زه دطالبانو په وخت کې هم څو وارې وطن ته تللی یم، او څه موده پاتی
شوې هم یم.
دطالبانو له سقوط څخه وروسته هر کال وطن ته تللی یم، کله ناکله دوه ځلې ځم، البته وروستيو دوه کلو کې دعلمي بوختياوو له وجهې مې وخت نه دی پیدا کړی، چې وطن
ته ولاړ شم.
زه په خپلو لیکنو کې هغه نقطی تر څيړنې او بحث لاندې نيسم، کومې چې لکه لمر
غوندې ښکاره وي، نه ترې ته انکار کولای شي، او نه بل څوک.
تش ګمانونو پسې نه ګرځم، تش ګمانونو او پروپاګنډو پسې هغه څوګ ګرځي، او کوي
يې، څوک چې په مقابل معسکر کې ولاړ وي، او جيبونه له ډالرو ډکوي.
زه په غربي ميډيا هيڅ باور نه لرم، او نه دميډيا له لارې خپل قناعات رامنځ ته کوم،
شرقي ميډيا ډیره ګورم، دغربي ميډيا له کتلو سره هيڅ مينه نه لرم.
نو راځئ چې دمطرح شوي بحث په اړه مدلل وغږيږو، او له مجهولو دليلونو تير شو.
تاسو يوه قيصه راوړی ده، په ريښتينوالې کې يې هيڅ شک نه لرم، زه په دی بحث کی
په مقارنوي جانب نه غږيږم، ځکه چې په مقارنوي جانب کې مثبت او منفي اړخونه په
نظر کې نيول کیږي، نو که خبره دمقارنې شي نو عقيده لرم، چې دطالب چرګ تر
کمونست ښه دی، تر خلقي ښه دی، تر پرچمي، ستمي، او شعليي ښه دی،
همدارنګه دتش په نامه مجاهد ښه دی، له ديموکرات ښه دی،
بلکه دطالب دچرک مقارنه ددغو خلکو سره طالب ته دښکنځلو کولو معنا ورکوي، لکه
چاته چې ووايي: ته له سپي نه ښه يې، چې يو څو څپيړې به درباندې ولوروي.
طالب ولې ښه دی؟
ځکه چې طالب مسلمان دی.
طالب مجاهد دی.
طالب مقاوم دی.
طالب غيرتي دي.
طالب دخپل وطن او دين لپاره خپل سر په لاس کې نیولې دی.
طالب غل نه دی.
طالب پاټکي نه دی.
طالب قاطع الطريق نه دی.
طالب وطنفروش نه دی.
ـــــــــــــ ددی دا معنا نشوه، چې مونږ په همدومره ايجابياتو بسنه وکړو، او په سلبياتو
سترګې پټې کړو، او لکه دجحا يا ملا نصر الدين غوندی مو شل کلن عمر شل کاله
وروسته هم شل کلن پاتې شي.
طالب بايد داسلامي مقاصدو (مقاصد الشريعة) باندې ځان صحي پوه کړي.
طالب بايد سياست زده کړي.
طالب بايد داهل الحل والعقد انتخاب ته احترام ولري.
طالب بايد داسلام څخه صحي تفسير وکړي.
طالب بايد کار اهلکار ته وسپاري، عملا بالحديث: أنتم أعلم بأمور دنياکم،// اذا وسد
الأمر الی غیر أهله فانتظر الساعة.
او نورې ډېرې داسې خبرې شته دي.
په درنښت
[quote:8b0291fcdd="ابو جرير"]وهاج جانه مقاومت ملي او اسلامي دواړه دى، ته مقاومت يوازې دميډيا او مطبوعاتو له لارې پيژنې او كه ډيره هڅه وكړې چې دروان مقدس ملي او اسلامي مقاومت په هكله ځان ښه خبر كړې نو يابه حج ته دراغلي كوم افغان يا وزير يا هلته په جامعه كې دكوم محصل دخولې په خبره استشهاد وكړې، وهاج جانه زما درته مشوره داده كه غواړې وپوهيږې چې دصليبي يرغلګرو په وړاندې روان مقدس مقاومت څومره ملي او څومره اسلامي دى راشه له نږدې يې ووينه ددروان مقدس مقاومت سره دولس په مرسته يوازې هغه څوك پوهيدلى شي چې پخپله په دغه مقاومت كې عملا برخه واخلي، راشي او فقط ديو څه وخت لپاره دمقاومت په سنګرونو كې شپې سبا كړي، دخپلو مجاهدينو وروڼو سره اوږه په اوږه دصليبي اشغال پر خلاف مسلحانه برخه واخلي، او يو څو ورځې په غرونو او دښتو كې په سختۍ او مشقت سره تيرې كړي بيا به وپوهيږي چې ولس څوك دى؟ او مقاومت څوك كوي؟ او له مقاومت سره دولس مرسته او ملاتړ تركومې كچې رسيږي؟ دا يو داسې حقيقت دى چې يوازې او يوازې دمقاومت په ليكو كې جنګيدونكي يې درك كولى شي. زه له تانه پوښتنه كوم چې څومره وخت كيږې ته خپل هيواد ته تللى يې؟ زه خو ګومان نه كوم چې په افغانستان باندې دصليبي يرغل څخه تراوسه پورې دې ته يوځل خپل هيواد ته راستون شوی يې يا حتى دطالبانو دحكومت په دور كې دې هيواد ته سرورښكاره كړی وي، او ايا تا دطالبانو دحكومت دور په خپلو سترګو ليدلى دى؟ داوريدو خبره بيله وي او دليدو بيله، ميرمن ايوان ريډلي هم طالبان ستا غوندې يوازې دملګرو له خولې داوريدو او دميډيا له لارې پيژندل خو كله چې له طالبانو سره تعامل وشو او طالبان يې له نږدې وليدل دهغوى چلند دومره متاثره كړه چې داسلام منلو ته چمتو شوه.
نو زه خو وايم چې دداسې كس لپاره به چې طالبان او دهغوى سپيڅلی مقاومت يې له نږدې نه وي ليدلى مناسبه نه وي چې په دوى باندې هميشه داسې كلك كلك انتقادونه وكړي او دهغوى دمقاومت ملي والي او اسلاميت تر سوال لاندې راولي او دخلكو اذهان مغشوش كړي.[/quote:8b0291fcdd]
و.افغان
27.08.2009
محترم ډاکټر احمدزی صاحب:
دا حديث ډير لوی حديث دی، خو دعملي کولو په ځای هر څوک خبر نه دي، په دی
حدیث به نن سبا ډير تکفيريان او ځینې اخوانيان استدلال کوي،البته استدلال يې
غلط دی، دروس په ضد جهاد کې دعربي تکفيريانو ډیرو ډلو خپل مشر لرلو، بيعتونه
به یې ورسره کول، حتا دومره احمقان وو، چې ددغه بيعت په سر به یې يو بل هم وژل،
چې يو ځل دغه رنګ پيښه ځمونږ ګاونډ کې دمهاجرت په مهال پاکستان کې رامنځ
ته شوه، نهه لس کسان وو، په يوه مشر يې بيعت کړی وو، نو يوه یې بيعت مات کړ، او
ترې ووت، نو هغه نور پرې راټول شو، دی يې مړ کړ، او افغانه ښځه يې ورله کونډه کړه.
راځم حديث ته:
بسم الله الرحمن الرحيم:
لومړی خو دا چې دا يو صحي حديث دی، امام مسلم په خپل ستر کتاب صحيح مسلم
کی روايت کړی دی:
صحيح مسلم م ت محمد فؤاد عبد الباقي/5 - (ج 3 / ص 1478)
58 - ( 1851 ) حدثنا عبيدالله بن معاذ العنبري حدثنا أبي حدثنا عاصم ( وهو ابن محمد بن زيد ) عن زيد بن محمد عن نافع قال
: جاء عبدالله بن عمر إلى عبدالله بن مطيع حين كان من أمر الحرة ما كان زمن يزيد بن معاوية فقال اطرحوا لأبي عبدالرحمن وسادة فقال إني لم آتك لأجلس أتيتك لأحدثك حديثا سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم يقوله سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول ( من خلع يدا من طاعة لقي الله يوم القيامة لا حجة له ومن مات وليس في عنقه بيعة مات ميتة جاهلية )
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په حديث شريف کې له بيعت څخه مراد دخليفة المسلمين، يا أمير المؤمنين سره بيعت
کول دي، نه دمسلمانانو ديوه حرکت يا جماعت دمشر سره بيعت، لکه ځمونږ مشر
ملا صاحب.
هو کله چې داسې اوضاع برابر شي، چې دټول امت مسلمه لپاره يو مناسب سړی پیدا
شي، او دټولو مسلمانانو خبره پرې راټوله شي، نو اهل الحل والعقد ته پکار ده، چې
بيعت ورسره وکړي، او اطاعت يې وکړي، له اهل الحل والعقد څخه وروسته دی، نور
عام خلک هم ورسره بيعت وکړي.
خو وروره!
نن سبا مسلمانان خليفه نه لري، يو ځانګړی امام نه لري، چې ټول پرې راټول شي، او
ورپسې ودريږي، نو دلته دپيغمبر صلی الله علیه وسلم
دغه قاعده تطبيقيږي: چې وايې فاتقوا الله ما استطعتم.
دالله جل جلاله څخه وويریږۍ څومره مو چې استطاعت وي، لا يکلف الله نفسا
الا وسعها.
داسلامي دولتونو اوسني مشران په دی حديث کې نه شامليږي، ځکه چې دوی د
اسلامي نړۍ په وړو او لويو ټوټه ځمکو خپل راج چلوي، البته په دغو ټوټو کې میشت
مسلمانان بايد دخپل امير اطاعت وکړي، او دهر دولت شعب بايد دخپل مسلمان امير
اطاعت وکړي، البته ددی حديث په نظر کې نيولو سره:
لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق.
زه چې په هر دولت کې اوسیږم، په رسمي توګه مې هلته ميشت کيدل غوره کړي وي،
نو دغه رسمي ميشتېدل دا معنا لري، چې ځکه ددغه وطن امير ته په اطاعت قائل
یم، او قوانينو ته یې غاړه ږدم، دا يو عهد دی، او عهد ماتول په اسلام کې ستر جرم
دی.
دافغانستان حال داسی دی، دلته مشر ملا صاحب فعلي هيڅ دولت نشته، او که شي
نو بیا هم ورسره بيعت هيڅ معنا نه لري، هو اطاعت يې لازم دی، خو ددی قانون په
نظر کې نيولو سره: لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق.
که چيرته ملا صاحب دخلافت لپاره مطرح شي، نو خلافت دمسلمانو بيا خپل قوانين
لري، چې نه خو ملا صاحب مخکی عملي کړي وو، نه به يې وروسته عملي کړي، او نه
يې عملي کولای شي، او نه ددنيا علما او اهل الحل والعقد مشر ملا صاحب سره
ديوه مناسب خليفه په توګه بيعت کوي، ځکه چې داوسني حالاتو په نظر کې نيولو سره
ملا صاحب داسی يو شخص نه دی، چې ټول مسلمانان پرې راټول شي، په مشر ملا
صاحب دافغانستان ټول خلک نه راټوليږي، پاتی لا دټولې اسلامي نړۍ مسلمانان.
داسلام خلافت رامنځ ته کول داسی وړه خبره نه ده، او نه دیو څو کم علمه ددنيا له حالت
څخه دناخبره ځوانانو پريکړه ده.
اسلامي خلافت نن سبا يو خوب دی، بلکه په خوب ليدل يې هم حماقت دی، اسلامي
خلافت په ټوله اسلامي نړۍ کې ډیر کار غواړي، دهر دولت علما بايد دهغو دولتونو
خلک چې دوی په کې شتون لري، داسلامي خلافت په مزاياوو پوه کړي، داسلامي
خلافت په وجوب دی پوي، کړي، ددی لپاره دی تربيه او تصفيه په کار واچول شي،
دمسلمانانو تر منځ دی تعصبات او مختلف انتماءات له منځه یوسي، چې یو وار ددوی
زړونه سره رانږدي شي، يو په بل زياتۍ ونه کړي، ټول يو دبل لپاره خير وغواړي،
له دی وروسته به داسلامي خلافت لپاره لار هواريږي.
هغه شپږ سوه کلن خلافت چی پښې ټينګې نه کړې، نو له هغه وروسته به هغه مسلمانان
چې په لسګونو ټوټو ځمکو ويشل شوي دي، انتماءات يې بدل شوي دي، يو له بل
سره يې دتعصباتو او ظلمونو په وجه کرکه او نفرت پيدا شوې دی، ددنيا په هر مجال
کې متخلف پاتي دي، دتقليد په مرض اخته دي، له جموده ډک ژوند لري، دخپل
دين څخه صحي فهم نه لري، نشي کولای چې دا قاعدة (الاسلام صالح لکل زمان
ومکان ) په واقعي او مادي توګه ددنيآ خلکو ته وړاندې کړي.
نو په داسې حال کې به اسلامي خلافت څنګه رامنځ ته شي؟.
طالب که چیرته په خپل پخواني خر سپور پاتې شي، نو خلافت خو لرې خبره ده، ددوهم
ځل لپاره به افغانستان دچينيانو په لاس غورځوي، ځمونږ کار به بل نه وي، همدا به
وي، چې ددنيا ستر ستر قدرتونه به خپل وطن ته راولو او جګړې به ورسره کوو.
پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي: لا تتمنوا لقاء العدو، فاذا لقيتموهم فاثبتوا.
خو ځمونږ خلک په لوی لاس دښمن خپل وطن ته راولي، او بيا ځینې احمقان په دی
افتخار کوي، چې نجحنا في هدف کبير لنا، استطعنا أن نوقع بالأمريکان في
المستنقع الأفغاني.
محترم ډاکټر صاحب:
علماوو دبيعت دصحت لپاره يو څه شرطونه ټاکلي دي، چې زه به يې اهمو شرطونو
ته اشاره وکړم:
هغه کس چې دامامت بيعت ورسره کیږي، هغه کی باید دامامت شرطونه وي، پوره
چې فقهاوو په خپلو کتابونو کې په مفصله توګه ياد کړي دي، يو شرط يې دادی ، چې
خليفه دمسلمانانو بايد قرشي وي، او ځمونږ مشر ملا صاحب قرشي نه دی، بلکه
غلځۍ پښتون دی.
امام ماوردي رحمه الله وايي: هر کله چې اهل الحل والعقد سره راټول شي، نو ودې
ګوري، چې په هغو خلکو کې چې دامامت شرطونه په کې پوره دي، کوم یو یې داسی
دی چې تر ټولو بهتره دی، تر ټولو په شرطونو کامل دی، او تر ټولو زيات پرې خلک ژر
راټوليږي،
(الأحکام السلطانية صفحه 19.
امام ماوردي رحمه الله زياتوي: چې : يواځې اهل الحل والعقد له مسلمانانو کولای
شي، چې دمسلمانانو امام اختيار کړي، دعامو خلکو خبری دبيعت په کولو کې هيڅ
اعتبار نه لري.
دشرعي علومو پوهاند حسام الدين موسی عفانه وايې:
او دځينې احزابو والاوو دا خبره صحي نه ده، چې څوک چې ددوي له امير سره بيعت ونه
کړي، نو هغه به دجاهليت په مرګ باندې مري، دا ادعا دپيغمبر صلی الله علیه وسلم
په سنتو باندې تيری دی، او داسلامي نصوصو خطا تنزيل او تطبيق دی، دعامو
خلکو په عقلونو لوبې کول دي، او دهغوي بيځایه ويرول دي.
ځکه چې له حديث شريف څخه مقصود دټولو مسلمانانو امام دی، نه ديوې ډلې يا ګوند
امام، چې په ډیر شمار کی دي، او يو له بل سره جګړې کوي.
دمسلمانانو دخليفه لپاره چې کوم شرطونه اهل العلمو ذکر کړيدی، دمسلمانانو دګوندونو په اوسنیو مشرانو سره اړخ نه لګوي.
امام نووي رحمة الله علیه دصحيح مسلم په شرحه کې 4/546 ددغه حديث لاندی
ويلي دي:
له حديث څخه موخه يواځې شرعي امام دی، او دا په حديث صحیح پوهاوې دی، نو کله چې يو شرعي امام رامنځ ته شي، او دبيعت شروط په کې پوره شي، او دبيعت نواقض
منتفي شي، نو په مسلمان واجب دي، چې بيعت ته تلوار وکړي، که چيرته يې اهل وي
او ترې وغوښتل شي، نو هم بايد ورته تلوار وکړي، او ورته روا نه دي، چې يوه شپه
تأخير وکړي.
خو چې کله په کې شروط دبيعت پوره نه وي، نو بيا پرې بيعت واجب نه دی، خو پری
واجب دي، چې دخپلی وسعې په اندازه شرعي امام پيدا کړي، ولا يکلف الله نفسا
الا وسعها.
بله خبره داده ، چې بيعت واجب يا فرض کفايي دی، جمهور العلما وايې چې ځینې
مسلمانانو بيعت وکړي، نو له نورو ساقطيږي، په دی معنا چې ضمنا په کی داخليږي،
او غالبا دا بيعت کوونکي دمسلمانانو مشران او مخور خلک وي، لکه دقبايلو مشران
او داسی نور.
راځو دهمدغه حديث دراوي عمل ته، ددغه حديث راوي عبد الله بن عمر رضي الله عنه
دی، هغه له مونږ څخه ددغه حديث په معنا ښه پوهیږي، کله چې دعلي رضي الله عنه
او معاوية رضي الله عنه جګړه وه، هغه له هيچا سره هم بيعت ونه کړ، نه يې له علي
سره وکړ، نه یې له معاوية سره وکړ، خو کله چې دعلي رضي الله له مرګ څخه وروسته
حسن رضي الله عنه دمعاوية رضي الله عنه سره جوړه وکړه، او له خلافت ورتېر شو،
نو بيا ابن عمر رضي الله عنه دمعاوية رضي الله عنه سره دنورو خلکو سره يوځای بيعت
وکړ.
نو ستاسو څه فکر دی، چې په دغه موده کی دی مړ واي، نو دی به دجاهليت په مرګ مړ
واي؟
ښه له دی وروسته، هغه له یزيد سره بيعت وکړ، ځکه چې خلک پری راټول شو، خو کله چې دعبد الله بن الزبير او دعبد الملک بن مروان جګړه شوه، له بيعت يې منعه راوړه،
تر څو چې ټول ملک او خلافت عبد الملک په لاس کې واخيست، نو بيا یې له هغه
سره بيعت وکړ.
که چیرته هغه دحديث ظاهرو الفاظو ته کتلي وای، نو ورته پکار وه، چې يوه شپه يې
پرته له بيعت څخه نه وه تيره کړې، او ددغو مختلفو اړخونو څخه یې يو اړخ والا سره
بيعت کړی واي.
كتاب الإمامة العظمى ص 214-215 .
لنډه دا چې په دغه حديث کی له بيعت څخه مراد دمسلمانانو دجماعت له امام سره
بيعت کول دي، نه دځينو مسلمانانو ديوې ډلې له مشر سره.
http://www.islamonline.net/servlet/Satellite?pagename=IslamOnline-Arabic-Ask_Scholar/FatwaA/FatwaA&cid=1122528621540
په درنښت
و.افغان
27.08.2009
نن صبا ځما په نظر په افغانستان کې داهل الحل والعقد تجربه په داسې ډول عملي کیدای
شي، البته دمسلمانانو دخليفه په موخه نه بلکه، بلکه ديوه اسلامي دولت او يو اسلامي
أمیر په موخه، چې دخلافت تر قائميدو پورې ددغه امير او دولت لاندې مسلمانان په
آرامه داسلامي شعائرو تر لاندې ژوند وکړي:
امير بايد دخلکو په خوښه انتخاب شي، او يو لړ شرطونه دې ورته غوره شي، او په
انتخابولو کې يې بايد رياستي او پارلماني نظام دواړه په نظر کې ونيول شي.
دغرب تجربه به په غرب کې کاميابه وي، خو په افغانستان کې ناکامه وه، ځکه چې په
افغانستان کې دغه اوسنۍ دوه دورې انتخابات هم ناکام وو،
دافغانستان لویه سلنه خلک ناپوهه دي، علم نه لري، نه پوهیږي، چې څوک يا څنګه
سړی انتخاب کړي، که دوی چیرته پوهيدل ، نو يوه به هم کرزي يا عبد الله عبد الله ته
رایه ورکړی نه وه، او نه به یې ددغو دواړو په تأييد غونډې او مظاهرې کړی وې،
داسې حال کې چې دوطن تعليم یافته قشر چې شمیر يې ډیر کم دی، اشرف غني پسی
ولاړ وو، (دلته موخه دانتخاباتو مشروعيت او نه مشروعيت په ګوته کول نه دي، بلکه
له یوې پدیدې استفاده کول دي).
نو ښه لاره به دا وي، چې پارلماني شفاف انتخابات په سراسر افغانستان کې ترسره
شي، خلک خپل وکيلان وټاکي، غالبا وکيلان نسبت عامو خلکو ته پوه او تجربه
دار قشر وي، بیا دې دغه وکيلان يو مشر په اکثريت سره وټاکي، او مشر ته دې دکابینې
په ټاکلو کې پوره واک ورکړل شي، تر څو دولتي چوکۍ دمصلحتونو له مخې ونه ویشل
شي، او کار اهل کار ته وسپارل شي.
هو دا په هغه حال کې چې له وطن څخه مو ښکيلاګر ويستلې وي، خو مقاومت باید
له اوس څخه دغه حل ته غاړه کیږدي، او پرته له دغه کار څخه دافغانستان وړی دشړۍ
کيدو نه ده، او دبیګناه خلکو وينه به هسې بيځایه تویيږي.
په درنښت
عادل عادل
27.08.2009
سلامونه
وروڼو که مقاومت په رښتیا سره منئ نو اوس یې د نیوکو وخت نه دئ، چې کله د بري پړاو ته ورسیدل نو بیا مو ایماني او وجداني وظیفه ده چې کمیو ته یې پام راواړوو او د اصلاح کوښښ یې وکړو.
د ابو جریر ورور خبره رښتیا ده، تاسو ورشئ په سنګر کې نه بلکې د ولس په منځ کې یو څو شپې ورځې تیرې کړی، د ولس زړونه، لورینه او نیتونه ټول د دوی سره دي، هو که څوک وایي چې ولې یې په ډاګه کوي نه، نو دا یوه بې منطقه تقاضا ده، ځکه چې ولس تړلي چرګان دي او غازي بچیان یې د دوو پښو او غرونو خلک دي.
دلته د یوه بل ټکي وضاحت هم اړین ښکاري هغه دا چې دا ولس آخر دي څوک؟
ولس عبارت دی له دروند ورور غیرت صیب، رایه ورکوونکي، زما او وهاج صیب په شمول د بحث درانه ګډونوال، او دیني او عصري لوستي؟
زما په نظر خو ولس پورتني یو هم نه شي کیدای، ولس هغه نه دئ چې میډیا ته لاس رسئ لري، ولس هغه نه دئ چې منظم هوايي پروازونه کوي، ولس هغه نه دئ چې په بهر کې مرفه ژوند او کاروبار لري، ولس هغه نه دئ چې انجوګانې او موسسات پرې ډک دي، ولس هغه نه دئ چې انجنیرصیبان او ډاکټر صیبان دي، که وي نو ولې یې هغه مالومات د یوه سره دروغ ثابت شول چې د طالبانو د واکمنئ پر وخت یې بهرنیانو ته ورکول، د غربي ښکیلاک خوله خو د ولس د همدغه نااهله بچیانو د غلطې نمایندګئ په وجه د خاورو ډکه شوه، زما ښه په یاد دي چې تر مختلفو نومونو لاندې به وخت په وخت د افغاني انجوګانو او مرستندویه افغاني او غیر دولتي موسساتو په کچه سروې ګانې کیدې، دغه سروې ګانې په یوه ټکي راڅرخیدې هغه داچې : طالبان د څو سلنې ولس په منځ کې منلي دي؟؟
دا چې د انجوګانو بازار یو څه سوړ شوئ و، ددوی د خورد او بورد چانسونه کنټرول شوي وو، او تمویلوونکو ادارو هم خپله لورینه کمه کړې وه، نو همدغه سپین پوښه ، لوستو، مسلکي او بارسوخه افغاني محترمینو به د خپل میل مطابق غلط مالومات ورکول، دا چې بهرنیان هر څه د Fact and figure په بنا کوي، نو ځکه خو یې د شپږکلنو سروې ګانو د نتایجو په رڼا کې د افغانستان د اشغال جرائت وكړ او د اشغال نه میاشتې وروسته یې د پوره بري اعلان وکړ؟؟؟
نتیجه دا راوزي چې کله هم خبره د ولس یادیژي نو پکار ده چې قضاوت او څرګندونې د خپل فردي میل او شوق مطابق نه بلکه د ولس د حقیقي ارادو په رڼا کې وشي، د ولس غوښتنې د پامه ونه غورځول شي، د ولس په غوښتنو پرده وانه چول شي، او بالاخره د خپل ولس په روا غوښتنو د شرم احساس و نه شي !!!
وهاج صیب ستاسو تشویش د تیر جهاد د لاهو شوې ثمرې د تجربې په اساس پر ځای بولم، خو یو څه فرقونه موجود دي چې نه تنها دغه تشویش مو پرې رفع کیدای شي بلکه د تیر جهاد د ثمرو اعاده به هم پکې کیژي، ان شاء الله
هغه فرقونه عبارت دي له: په مقاومت کې واحد قیادت او د ډلو عدم تعدد.
پاتې شوه زمونږ د برخې خبره، نو ایا دا سمه ده چې مونږ ورته لاس تر زنې ناست وو، نیوکې هم پرې کوو، او دوی دې د بري تر پړاو وروسته هر څه مونږ ته حواله کړي؟ ؟ (پورته مې یاده کړه چې مونږ ولس نه یو!!)
دا ګیله ددوی نه مه کوی بلکه زمونږ د ټولنې د لوستي قشر نه یې وکړی چې د یوه سره نه تنها چې د دریمګړي په توګه نه یو پاتې شوي بلکه د دښمن تر سیوري او سپانسرشیف لاندې د خپلواکئ، انتخاباتو، ملي او دیني احساس، افغانیت او اهلیت تشې نظریې وړاندې کوو او د ځان لپاره د ولس د نماینده نوم کاروو، پداسې حال کې چې ولس نور زمونږ او تاسو په نرمو او ګرمو خبرو، لوړو تحصیلاتو، جهاندیدګئ او ظاهري بڼه نه غولیژي. هو !! که څوک یې اهل او د ولس د ګټو په رڼا کې دیني او افغاني ارزښتونو ته ژمن، ملتزم او بااحساسه وموندل نو لرې نه ده چې د کوډلې دروازه به یې وروټکوي او د وطن خدمت ته به یې راوبولي.
نوربیا .......
ښه روژه ولرئ
ابو جرير
27.08.2009
[quote:fa783daa7d]لومړی دا چې زه دطالبانو په وخت کې هم څو وارې وطن ته تللی یم، او څه موده پاتی
شوې هم یم.
دطالبانو له سقوط څخه وروسته هر کال وطن ته تللی یم، کله ناکله دوه ځلې ځم، البته وروستيو دوه کلو کې دعلمي بوختياوو له وجهې مې وخت نه دی پیدا کړی، چې وطن
ته ولاړ شم.[/quote:fa783daa7d]
ته چې وطن ته تللى يې ايا دمقاومت په ليكو كې پاتې شوى يې (ضرور نه ده چې خامخا ځواب راكړې) هركله چې ته دمقاومت په هكله غږيږې بايد دمقاومت بهير له نږدې ووينې، دمقاومت كوونكو په ستونزو او مشكلاتو خبر اوسې، دمجاهدينو سختۍ اوتكليفونه په خپلو سترګو ووينې، دمجاهدينو له ظروفو او حالاتو آګاه اوسې، ميډيا شرقي وي او كه غربي نن ورځ آزاده نه ده، دننۍ شرقي او غربي ميډيا له لاري دطالبانو او مجاهدينو تشخيصول خو ستره جفا ده له مجاهدينو سره. صحيح ده ته حق لرې چې دطالبانو (مجاهدينو) په هكله په عامه توګه خپل دريځ څرګند کړې خو داحق نه لرې هغوى ته له ددنيا له بل ګوټ نه ستغې سپورې (چې ته ورته مشورې وايې) وكړې ځكه ته دطالبانو په هكله په سترګو ليدلي معلومات نه لرې هغوى ته په ورپيښو ستونزو، مشكلاتو او ګواښونو خبر نه يې، او پوه نه يې چې همدا اوس هغوى په كومه مرحله كې قرار لري؟ له همدې وجې [color=indigo:fa783daa7d]شيخ الاسلام امام ابن تيمية او ځينې نور علماء وايي چې په جهادي مسائلو کې يوازې او يوازې هغه څوك فتوى وركولی شي چې خپله هم دمجاهدينو په منځ کې اوسيږي، او دجهاد او مجاهدينو په اړونده احكامو كې فقط دهغه مجتهد نظر داعتبار وړ دى چې دجهاد په سنګر کې پروت وي،[/color:fa783daa7d] ځكه له هرچا نه زيات دمجاهدينو دمعيشت په ظروفو پوه وي، او ترهر چا ښه پوهيږي چې كوم حكم بايد په كوم وخت جاري شي او كومه مشوره يا نيوكه بايد په كوم ځاى كې داعتبار وړ ګرځيدى شي؟ يعنې هغه مقاصد الشريعة چې په سعودي عربستان كې يو عالم دهغه پربنا حكم كوي يو شكل لري او كله چې دهمدغو مقاصد الشريعة پربنا دجهاد په سنګر كې پروت مجاهد عالم او مجتهد يو حكم صادروي كاملا مختلف شكل لري، كه داسې نه شي نو ددغو علماوو كرامو اجتهادات او فتواوې سل په سلو كې ددښمن په تله کې پريوزي، ددوى مفتې مشورې او نيوكې او فتواګانې به دظاهرشاه دلور هغې خبرې ته ورته وي چې دكابل ښاريان د اوړو دنشتوالي له كبله لاريون ته اړ شوي وو دظاهر شاه لور له ده څخه وپوښتل چې داخلك څه غواړي؟ هغه ورته وويل دوى اوړه غواړي په ښار كې اوړه نشته، لور يې ورته وويل چې (چرا كيك و كلچه نمي خورد).
[color=indigo:fa783daa7d]نو ددې لپاره چې څوك درباندې طالبانو ته دكيك او كلچو دخوړلو په مشوره نيوكه ونه كړې غوره داده چې يا پخپله دجهاد په سنګرونو ديو څو ورځو لپاره دا غوړې شونډې سپيرې او دا ښويه پوندې ځيږې كړه او يا دې الفاظو او تعبير ته لږ څه دادب جامه ورواغونده[/color:fa783daa7d] كه نه ستا دا خبره څه معنى لري چې (طالب که چیرته په خپل پخواني خر سپور پاتې شي) عجيبه ده دوه ټکي درس به يې نه وي ويلی اوځان به ورته داوسني عصر شيخ الاسلام ښكاري.
Ghairat
28.08.2009
درنوورونواوخویندوته سلامونه !
کله چې لومړی خلیفه ټاکل کېده د خلافت ساحه یې د یوه کوچني مملکت څخه زیاته نه وه ،دحل اوعقدخاوندان په ولس کې دباور اواعتبار خاوندان وو، یعنې دکم یا زیاتو کسانو مشري او اساتازیتوب یې کولی شو، د حل خاوندان هغه وچې یوه خبره یې حلولای شوه اود عقد خاوندان هغه وو چې یوه خبره یې په عملي توګه غوټه کولی شوه یعنې په تدبیر سره يې په عملي ډګر کی پلی کولی شوه ، د حل د خاوندانوکار زیات تیوریک ( دیني اخلاقي اوشرعي )مشورې اود عقد خاوندانو کار بیاد عملي ژمنې له پاره ښې مشورې لرلې ، په هر صورت دوی د ولس سترګور اشخاص وو او له دغه اشخاٌصو څخه د هر یو سره لږوډیر نور کسان هم ولاړوو،نو د حل اوعقد د یوتن رایه(بیعت ) د ورسره ولاړو کسانود رایو په مجموعه حسابېده!
کټ مټ همدغه کار اوس د شورا د وکیلانو دنده ده، په دې توپیر سره چې د ورسره ولاړو پلویانو شمیر باید معلوم وي، اوهغه نصاب ته ورسیږي چې د ولایت په کچه یې د یووکیل رايې هغه نصاب پوره کوي! په بل عبارت زمونږوکیلان چې هم دیني عالمان په کې شته،هم د قومي رسوخ خاوندان،هم مسلکي پوهان اوهم سیاسي کلې لري، دنفوذ حاوندان دي او هیواد ته د خدمت کولوادعا لري، نوله ټاکنو پرته اوس د حل اوعقد خاوندان نه ټاکل کیدای شي اونه د مسلمان ولس د باور وړګرځېدلای شي!
په دې توګه که دوهاج صیب مطلب صرف د هیواد د صدراعظم ټاکل د شورا له لارې وي چې طالبان یې باید په خپل نظام کې ومني لکه چې لیکي :
[quote:dc10a562e8]نو ښه لاره به دا وي، چې پارلماني شفاف انتخابات په سراسر افغانستان کې ترسره
شي، خلک خپل وکيلان وټاکي، غالبا وکيلان نسبت عامو خلکو ته پوه او تجربه
دار قشر وي، بیا دې دغه وکيلان يو مشر په اکثريت سره وټاکي، او مشر ته دې دکابینې
په ټاکلو کې پوره واک ورکړل شي، تر څو دولتي چوکۍ دمصلحتونو له مخې ونه ویشل
شي، او کار اهل کار ته وسپارل شي.
هو دا په هغه حال کې چې له وطن څخه مو ښکيلاګر ويستلې وي، خو مقاومت باید
له اوس څخه دغه حل ته غاړه کیږدي، او پرته له دغه کار څخه دافغانستان وړی دشړۍ
کيدو نه ده، او دبیګناه خلکو وينه به هسې بيځایه تویيږي.[/quote:dc10a562e8]
نو ددولت مشر (ملا عمر) به دولس په رایونه انتخابیږي ، په دې ډول به د ایران د خمینايي دنده ملا عمر ته ځانګړې شي اود احمدي نژاد پر ځای به څوک د پارلمان له خوا صدارت ته ټاکل کیږي!
په دې ډول چې طالب څومره
ځي ځي ځي۰۰۰۰ خپل اخور ته به راځي
کوم چې د دیکتاتورۍ اخور دی،خو یوه د پارلماني وړو پوزه هم لري لکه په ایران کې!
په عامه توګه هم نن ورځ په ریاستي جمهوریتونوکې لومړی وزیر یا صدراعظم له جمهور رییس څخه مستقل نه وي، بلکې په حکومتي اداري چاروکې د جمهوررییس د ناظر دنده اجرا کوي، د جمهور رییس له خوادکابینې په جوړولوتوظیفیږي او د باور رایو دتر لاسه کولو له پآره له کابینې سره د جمهورریس له خوا پارلمان ته معرفي کیږي،نو بری یې د جمهور رییس اود هغه د ګوند کامیابي ده اوماتې یې هم د جمهور رییس د حکومت ماتې ده!په دې صورت کې به بل صدراعظم دنوې کابینې سره پآرلمان ته له سره وړاندې کوي!
لکه د فرانسې ریاستي جمهوریت !
وهاج صیب له طالبانوچې تیر شو، دې ته موپام وي چې په حاضروشرایطوکې له یو واکمن ګوند پرته د پارلمان له لارې یومستقل صدر اعظم رامنځته کول خیال پلو دی چې د عبدالله عبدالله غوندې ستمیان یې په خیال کې بڼي !
دمعامله ګرۍ په اساس اودمعامله ګرۍ له پاره ،څو ولسمشر ته دملت ووټ د یو دالغسې پارلمان له لارې خنثی کړي چې لوي ملي او مسول ګوندونه نه لري اود افرادومعامله ګري په کط بیه چلیږي!!!!!
و.افغان
28.08.2009
محترم غیرت صاحب:
زما په موخه پوه شوي نه ياست.
زما مطلب دا وو، چې دافغانستان لپاره اوس نه رياستي نظام مناسب دی، او نه پارلماني بلکه ددی دواړو يو خليط نظام،
په دی معنا چې نه خو ولس دومره پوهـه لري، چې مناسب رئيس جمهور اختيار، او يو
قوي رياستي نظام رامنځ ته کړي، دا نظام په داسې دولتونو کې چې دعامو خلکو
دپوهې سطحه په کې لوړه وي مناسب دی.
او نه پارلماني نظام افغانستان لپاره مناسب دی، په دې چې افغانستان کې مشکلات
ډیر دي، اختلافات ډیر دي، نو که چيرته حکومت دپارلمان په لاس کې شي، نو هر
وخت به يې له منځه وړي، او رنګارنګ ايتلافونه به وخت په وخت کيږي،
او دوخت حکومت ته به ستونځې ځيږوي، البته په پارلماني نظام کې خو ولسمشر هسې تش بوتل وي.
بله خبره داده چې دصدر اعظم يا وزير اعظم په وجود کې ولسمشر ته هيڅ ضرورت
نشته، هسې چيټې ناست وي، هو په ملکي يا شاهي + ولسواک نظام کی دپاچا په
شتون کې دصدر اعظم يا وزير اعظم منځ ته راوړل يو پرځای کار دی، لکه دانګلستان
سياسي نظام.
زما موخه دا وه، چې يواځې ولسمشر دی انتخاب شي، صدر اعظم يا وزير اعظم
ته هيڅ اړتيا نشته، ولسمشر به دولس داستازو له لارې انتخابیږي، او دولس استازي
به دعام ولس په رايوانتخابیږي.
البته دغه ولسمشر چې دولس استازو انتخاب کړیدی، دپالماني نظام کمزوری
ولسمشر نه وي، بلکه درياستي نظام درئيس جمهور په څير واک او ځواک ولري.
تنفيذي قوه يې پوره په لاس کی وي، وزيران خپله وټاکي، حکومتي دريګوني قوتونه
سره جدا کړي، مقننه قوه له تنفيذي قوې جدا کړي، خپل ځانته او دکابيني وزيرانو
ته حق ورنکړي چې دپارلمان په مسئلو کې ګوتې ووهي، او نه پارلمان ته ددی و اک
ورکړي، چې وکولاي شي له ولسمشر يا دکابينې وزیرانو څخه يې باور سلب کړي.
پاکستان يې يو تقريبي نه مطابق، مثال کیدای شي:
زرداري تقريبا درياستي نظام ديوه رئيس جمهور و اک لري،مخکې پرویز مشرف هم درلود، دپرویز په دوره کې وزیر اعظم همزة الوصل وو، هيڅ رول يې نه درلود، اوسنۍ
وزير اعظم هم څه خاص رول نه لري، اګر که
دپاکستان نظام داسی نه دی، خو پرویز مشرف له فوځی کودتاه وروسته قانون
کې تغيير راووست، او له دغه تغییر څخه اوس زرداري استفاده کوي، په دی معنا
چې دزرداري واک او ځواک له مخکنیو ولسمشرانو غلام اسحق او فاروق لغاري څخه
ډیر زيات دی، اګر که دی دوکيلانو له لارې ټاکل شوی نه دعام ولس له لارې.
په درنښت
mehman
28.08.2009
دوستان گرانقدر سلام به همه ای تان!
دوستان عزیز این طرز برخوردیکه افغانها بصورت کل و بالاخص قلم بدستان شان با
همدیگر دارند پیاده شدن هیچ کدام نظام در افغانستان ممکن نیست . طبعاً همنظری
در یک نظام وجود ندارد لزا هر نظام مخالفین خود را خواهد داشت و این مخالفین اگر
دراقلیت هم باشند به جای انتقادات سالم و سازنده و رعایت منافع علیای کشور با هر
وسیله ممکن از استحکام نظامیکه به دل شان نباشد جلو گیری خواهند کرد. برای بی
ثباتی یک نظام شمار کمی از تخریبکاران کفایت میکند. ازینرو شاید مردمان دو سه
نسل بعد این سر زمین توان ساختن یک نظام ثابت را، خواه ریاستی باشد ویا
پارلمانی ، پیدا کنند.
با تقدیم حرمت