نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
larghonay laraway
18.08.2009
هو، د لرغوني لاروي علمي، منطقي، مدلل او شعوري كاروان به تېرېږي او څوک به د عادل عادل غوندې تصرف نه کوي.
و.افغان
18.08.2009
دروند محترم لرغونی صاحب:
سلامونه مې ومنئ
السلام علیکم
وروره! تاسو خو تکړه قلموال او پیاوړی اديب یاستئ، صحي ده چې له صريحو
کنځلو څخه په بحث کې پوره پوره ځان ساتئ، خو کله کله داسې کنايات (کائنات :) )
کاروئ چې له صريحو پوچو الفاظو يې زور زيات وي، عربي کې يو متل دی، چې
وايي: الکناية أبلغ من التصريح.
ددې په مقابل کې ځينې ليکونکي په صريحانه الفاظو شخصي تيري ته مخه کوي،
چې په هر حال دجواز او دتأیېد وړ نشي ګرځيدای، دلته ورونه په مستعارو نومونو
ليکل کوي، نو اصل خبره بايد په سکالو راوڅرخي، ديوه مستعار نامه خاوند ته
بدې ردې ويل هيڅ معنا نه لري، پرته له دې چې ښاغلی لیکونکی خپل قلم پيکه
کوي، او دخپلو ارزښتناکو لیکنو ارزښت هم پرې له منځه وړي، داسې هم ډېر کله
کيدای شي چې دواړه وروڼه سره داصلي نومونو تر لاندې ډېر نږدې صميمانه اړيکې هم ولري.
نو له ټولو ورونو څخه مې هيله داده، چې له خپلو ليکنو څخه دتیریو کنايې او صريح
الفاظ دواړه ليرې کړي، در غیر آن دې بیا
دغه محترم وروڼه ګيله نه کوي، چې په لیکنو کې يې لاسوهنه شوې ده، يا ړنګې شوي دي.
همدرانګه له ټولو درنو وروڼو په صميمانه ډول هيله کوم چې په يوه سکالو کې بله
راګډه نه کړي، او نه دبلې سکالو شخړې په بله کې راوسپړي.
په درنښت
عادل عادل
19.08.2009
لارویه
زه پدې وسیله د ښاغلي پتنګ صیب نه هیله کوم چې زما او ستا په منځ کې قضاوت وکړي، تکیه په خدای، ستا څنګه خوښه ده؟؟
د ښاغلي وهاج صیب دې هم کور ودان وي چې کله ناکله یوه نیمه سپینه خبره ماته او د نیمو یوه نیمه هم تا ته کوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=white:3e73093828]
په لیکنو کې اړين بدلون راوستل شو، دمستقيم شخصي تيري الفاظ ترې ړنګ شو
دبيا لپاره وروڼو کوښښ وکړئ، چې ناوړه الفاظ ونه کاروئ، که نه نوماته خو به ډیره
سخته شي، هسې خو هم ښاغلي حامد صاحب ځان لا درکه کړیدی، او ډاکټر وطنمل
صاحب کیدای شي، دټولټاکنو په کیسو کې راګير وي.
يو څیز ته باید دټولو فکر وي، چې افغانۍ ښځې له ډيرو سړيو زياتې غيرتي او
او دډېر ننګ څښتنانې دي، دغيرتي ځامنو میندې او دغيرتي تربیې مدرسې دي،
نو لطفا دپيغور ورکولو په موخه دښځې دلفظ له کارولو څخه ډډه وکړئ، او دځينې
جاهلو ناپوهو پښتنو دغه جاهل عادت مات او له مينځه يوسئ.
په درنښت
وهاج ساپی
[/color:3e73093828]
pattang
19.08.2009
غيرت صيب سلا مونه !
له طالب سره خو وروره هسې فوبي لري خو دلرغوني صيب په خبرو دې لکه
چې درې چارکه غوښې اخيستې وي !
وروره دا خبرې ټولې مونږ ډېرې اورېدلې دي او ټولې خبرې هم دهغه چا له خولې
څخه را وزي چې دافغان او افغانستان له کلمې سره حساسيت لري.
(خدای پاک د نکوي تاسو مې مقصد نه ياست )
وروره دغه خبرې د اشغالګرو په مېديايې بټۍ کې پخيږي او بيا په ضد افغاني
عناصرو لکه ددالرو پښتانه او انتي پښتون عناصرو د پرو پاګندې لپاره وېشل
کېږي ٠
په افغانستان کې اوس د طالب په نوم هر څوک خپله مرداري کوي ٠
زما سره داسې ويديو هم شته چې په هېلمند کې په سپينږيريو جنسي تېری ښيې
اوډېرې نورې دظلم ويديو ګانې ٠ داسې ويديو ګانې هم شته چې په طالب پسې
خلک ژاړي٠ اشغالګرو دافغانستان خلک نن شعوري په اقتصادي سکنجه کې
کلک بند کړي ترڅو چې ملت لکۍ ورته ووهي او هر کارته تيارشي او امرونه
ومني٠ که فرضا طالب امريکنی وي ،نو بياخو مکتبونه هم امريکا سوځوي او
خلک هم امريکا حلا لوي ....، نو بيا ولې ددې عمل مخالفين غلي ناست دي ولې
خپل غيرت نه ښيې ?? اوپا څون نکوي ? ( په قران شريف چې چرص هم ور کړم
که را پورته شي ) خوشې خبري دي ٠
پا کستان هيڅ وخت نه په افغانستان کې حکومت کولی شي او نه پا کستانی
عسکر په افغا نستان کې ګرځېدی او پاته کېدی شي ، ځکه دلته افغاني روحيات
تر تاريخ او تاريخي افتخاراتو پورې کلک تړلي دي٠
په طالبانو کې ډېر پاک ملي له پښتو ډک پښتانه شته خدای دې کا مياب کړې
چې ما ليدلي او زه يې پې ژنم .دوه اونۍ مخ کې هم يو غټ لوړپوړی طالب دلته
جرمني ته راغلی وو او بيا دوبۍ ته دسترګو دتداوي لپاره لاړ٠
په مينه د نېکتايې طالب
پتنګ
[quote:f8221ec714="Ghairat"]دروند لاروی صیب لیکي :
[quote:f8221ec714]وهاج صيب د زابل قومي مشرانو چيغې وكړې چې امريكايي ځواكونو طالبانو ته له طيارو موټرسايكلونه او نور مهمات وغورځول[/quote:f8221ec714]
اوس یې خوندوکۀ :
باتور صیب، پتنګ صیب ، هیښ صیب اوورته ګڼ شمیر تکړه لیکوالانو!
[color=red:f8221ec714] د زابل د قومي مشرانودا چيغې مومبارک شه ![/color:f8221ec714]
دا پوښتنه راولاړیوي چې آیا
دا طالب امریکنی دی؟
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ ۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ دا اجیر دCIA دی؟
نه هوتک دی نه غلځی دی ؟
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ دا بچی د ISI دی ؟
[color=blue:f8221ec714]
که څوک یې نه مني، نو بیا دې د زابل له قومي مشرانو
سره سپینه کړي، ځکه ، ځمکه خوهمغه سوځي چې اور پرې بل وي[/color:f8221ec714][/quote:f8221ec714]
larghonay laraway
23.08.2009
سلامونه!
وهاج صيب كه هدف مو د بحث فورم پرمختګ او ښه چلول وي نو دا يې لاره نه ده په كومه چې تاسو ښاغلى روان يئ!
ځكه د دې پر ځاى چې د موضوع د ګډوډولو مخه ونيسئ نو تاسو په خپله هم په يوه موضوع بله ورليكئ او نزاكت نه مراعتوئ!
هيله ده چې هره ليكنه له موضوع ليرې وي هغه بې پوښتنې او بې مصلحته ړنګه كړئ. ولو كه خپله ليكنه مو هم وي. دا به د هغو متخلفينو لپاره يوه كاڼي كرښه شي او بيا به هيڅوك هم جرات نه كوي چې پر يوه موضوع بله ورګډه كړي او لوستونكي حيران كړي. همدا كار د همدې موضوع په اړه هم ترسره كړئ او تر دې وروسته كه هر چا پر يوه موضوع بله ورګډه كړې وه هغه ړنګ كړئ! ځكه چې په دې ډول بحث فورم لوستونكو ته يو جنجال دى او هيڅكله هم ترې سمه نتيجه نه شي اخيستى. او كه بيا هم په همدې ډول چلونه ټينګار كوئ نو نو دا هم ستاسو او هم نورو وخت ضايع كوي او د وخت ضايع كول ګناه ده.
عادل ته هم دومره وايم چې ته لا دومره نه يې چې زه در سره بحث وكړم او پاتې شوه دا چې
[quote:b5b5615640]زه پدې وسیله د ښاغلي پتنګ صیب نه هیله کوم چې زما او ستا په منځ کې قضاوت وکړي، تکیه په خدای، ستا څنګه خوښه ده؟؟ [/quote:b5b5615640]
مه زما وخت ضايع كوه او مه د ښاغلي پتنګ.
السلام عليكم
په پاى كې له پتنگ صيب سره يوه ټوكه كوم او هغه دا چې (د نيكټايي طالب ) نه بلكې نيكټايي والا طالب وليكئ! ځكه د نيكټايي طالب خو دا معنى چې مبارزه د نيكټايي ترلاسه كولو لپاره كوي.
عادل عادل
23.08.2009
لارویه
د پتنګ صیب نه ولې ځان ډیر لرې پیایې !
کیدای شي چې زما او ستا په منځ کې به بهترین منصف وي
pattang
23.08.2009
ګران ورور عادل صيب او لاروي صېب ته کليوالي سلامونه وړاندې کوم !
قدرمندو وروڼو کوم اعتباراو واک چې تاسو ماته د منځغړي په دود راکړی
دی زما لپاره لوی وياړ دی٠
زما خبره که منۍ نو داسې به ښه وي :
هر څه چې تېر شو هغه هېر شو پر دې موضع باندې غټه تيږه کېږدۍ .
لدې ورسته به پردې موضع خبرې نکېږي ( دا امر نه بلکې دوروري يوه غوښتنه ده ) .
مونږ اوس په داخل دافغانستان کې ډېر نور مسائل لرو، راځۍ چې خپل وخت
په اوسنويو قضيو او مسائلو مصرف کړو٠
په مينه ستا سو پتنګ
larghonay laraway
24.08.2009
پتنګ صيب سلامونه !
وروره خداى دې وكړي چې ښه روژه وساتې !
دلته موضوعات په شخصي توګه نه وړاندې كېږي او نه زه داسې يو سړى د ځان سيال ګڼم چې يوازې ښكنځلې يې زده وي او هيڅ منطق ونه لري.
ستاسو هره خبره د سرو په تول ارزي ځكه چې د اروپا په دې مشيني او بوخته ټولنه كې تاسو د هيواد غم لړلو حالاتو ته وخت وركوئ او مبارزه كوئ.
نور په عادل مادل سر مه خوږوه او نه دغه دومره مړى دى چې په ژړا و ارزي.
عادل عادل
24.08.2009
لارویه
تا خو پتنګ صیب ته د منځګړیتوب واک نه دئ ورکړئ.
[quote:b61179d985] ګران ورور عادل صيب او لاروي صېب ته کليوالي سلامونه وړاندې کوم !
قدرمندو وروڼو کوم اعتباراو واک چې تاسو ماته د منځغړي په دود راکړی
دی زما لپاره لوی وياړ دی٠
زما خبره که منۍ نو داسې به ښه وي :
هر څه چې تېر شو هغه هېر شو پر دې موضع باندې غټه تيږه کېږدۍ .
لدې ورسته به پردې موضع خبرې نکېږي ( دا امر نه بلکې دوروري يوه غوښتنه ده ) .
مونږ اوس په داخل دافغانستان کې ډېر نور مسائل لرو، راځۍ چې خپل وخت
په اوسنويو قضيو او مسائلو مصرف کړو٠ [/quote:b61179d985]
د واک او منځګړیتوب خبره خو زما وړاندیز وو، چې تا تر اوسه هم نه دی منلی، خو داچې پتنګ صیب درنه مننه کړې نو دایې ستاسو په حق کې محض حسن نظر دئ.
تا د پتنګ صیب د غوښتنې نه وروسته بیا هم خوله په جارحانه الفاظو خوځولې ده.
زه د پتنګ صیب غوښتنه د سر په سترګو منم خو نور زما په باور دده په روښانه دریځ پورې اړه لري چې تر کومه حده یې زما او ستا په حق کې کارولئ شي؟؟؟
دلته به کیدای شي مخامخ روابط او پیژندګلوي د نورو هغو په تناسب چې د اصولو پر معیار ولاړو لیکنو له مخې د یو چا د شخصیت او حقانیت اټکل کیدای شي، الویت ورکول کیژي. که داسې نه وي نو هیڅ څوک هیڅ ډول موجه دلیل نه شي وړاندې کولئ چې د تاسو د موقف او پاروونکې وړاندې شوې مردارې موضوع نه دې دفاع وکړای شي؟؟؟
هو! د یو مشر او مصلح مخ منل او په بحث باندې درنه تیږه اړول هیڅ وخت ددې مانا نه ورکوي چې تاسو به په حقه یاست.
larghonay laraway
24.08.2009
عادله زه له تاسره حتى بحث كول هم نه غواړم ځكه چې ته د بحث لهجه نه لرې او يوازې ښكنځلې دې زده دي نو زه څه اړتيا لرم چې تاسره جګړه يا روغه وكړم؟
داسې فرض كړه چې زه دې هډو هيڅ نه پېژنم؟
..Ahmadzai
24.08.2009
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
لاروي صاحب
غوسه لږه سړه کړه، حوصله لږه زیاته کړه
پام دې وي روزه ده، روزه کې خوخلک هسې هم په غوسه یي
بیا چې عملي وي نو ځان ترې ساتل پکار دي،ځکه چې غوسه یې څو چنده سي
عادل صاحب
لږ صبر وکړه او لاروی صاحب پریږده چې غوسه یې کیني.
خدای د وکړي چې دواړه وروڼه د روژوې د حرمت په نظر کې نیولو سره له چټیاتو څخه ځان وژغوروي، او دغه بحث نور دلته پریږدي، او د یو څه وخت لپاره یو بل پسې تعقیب ونکړي.
ستاسو د روغې په هیله
په درنښت
أحمدزی
ډاکټر څپاند
25.08.2009
عادل صيب،
احمدشابابا نه منل کيږي!
ايا امان الله خان مني؟؟
ايا دامني چه پاکستان دانګليس دجيره خور په صفت لره پښتونخوا دخپل ځان
ګڼي؟؟
ايا دامني چه لر اوبرپښتون ديوه افغان بچي دي،اوافغانستان زموږ مشترک کور
دی؟؟
ايا دامني چه پاکستان او ISI دافغانانو اول نمره دښمن دی؟؟
و.افغان
26.08.2009
يو ځل بيا سلامونه او نیکې هيلي:
دسکالوګانو د
ګډوډولو په اړه دښاغلي لرغوني صاحب اعتراض بيخي سم بريښي، تر اوسه خو لیکنې دسکالو دسرليک څخه ډیرې
لرې روانې دي، زه به یې يو ځل بيا خپل مسار ته راوګرځوم، نو څنګه چې دښاغلي
لرغوني صاحب مدلل او په استدلال ولاړ بحثونه خوښيږي، چې دا يو اصولي مطلب هم دی، نو احترامانه ورڅخه پوښتم چې تاسو دا لاندېنۍ خبره په کوم دليل او سند سره کوئ چې:
[quote:22f59267d7="larghonay laraway"]ا
پاتې شوه د مسعود د عكس په اړه.
مسعود د افغانستان يوه خاينه او د قومي نفاق د اچولو تر ټولو پېژندل شوې څېره ده چې په جيب كې دې يې خداى نه رااچوي.[/quote:22f59267d7]
په درنښت
Ghairat
26.08.2009
بس له نوروخبروتیر شۍ موضوع مسعود دی او بحثونه پرې راوڅرخوۍ :
لویو قدرتونو شوروي او امریکا به د درېمې نړئ په جګړوکې مصنوعي اتلان د خپلو سیاسي موخو له پاره جوړول ، له مسعود څخه د شوروي پلوی خو ښکاره خبره وه، ډیر ټانکونه به شورویانو پخپله د پنجښیر په دره کې وسوځول او یا به یې له ګړنګونوخطا کړل، څو په خلکوکط د مسعود د اتلولۍ هنګامې خپرې شي ۰
دا یې لا څه کوې چې په ۱۳۶۳ کال کې مسعود د ښه اعتماد او دوستانه اړیکو د ټینګولو پاره له شوروي مشاورینو څخه د لېنین آثار هم د مطالعې له پاره پنجشېرته غوښتي وو۰
داسط بريښي چې نوموړي خپل ستمي هدفونوته د رسیدو په لاره کې نور محدودیتونه هډو له سره پېژندل نه!
larghonay laraway
02.09.2009
السلام عليكم!
وهاج صيب يوه نړۍ مننه. خداى دې اجر دركړي چې د موضوع د ګډوډولو مخه مو ونيوله. ځينې خلك دې بحث فورم ته ښه نه وايي خو كه مونږ او تاسو چېرته پر موضوع راوڅرخو نو هغه د پښتو متل دى چې ( د سلو امسا، د يو ګيډى) نو د پنځه شپږو نظرونو څخه يوه ښكلې موضوع جوړيدلى شي چې دا د بحث له ګډونوالو سره هم مرسته كوي او كه هرڅوك وغواړي د يوې موضوع په اړه معلومات تر لاسه كړي نو ډېره مرسته ورسره كولى شي.
رابه شو ستاسو پوښتنې ته!
وهاج صيب زما په نظر د بديهياتو لپاره به سند راوړل ډېره ضروري نه وي خو بيا هم زه له لسګونو ماخذونو څخه يو څو درته راوړم چې اوس مې په يادو ياد دي :
د مسعود او روسانو تر منځ معاهدې خو اوس بېخي بربنډې خبرې دي چې په دې اړه ډېرې ليكنې او سندونه راسپړل شوې دي.
دجهاد پر ځاى د پښتنو پر ضد د جګړې سوق كولو كې د مسعود لوى لاس ؤ.
تنيظيمي جګړې يې په سلګونو كړي او ډېر كسان په كې وژل شوې دي. نو تاسو ووايئ چې د خپل منځي جګړې قومانده وركوونكى په ټولوقتلونو كې شريك نه دى. د ده په تنظيمي جګړو كې ګلبدين هم ښكېل ؤ خو كه تاسو د مسعود له تېښتې وروسته كابل ليدلى واى نو په خپله مو هم قضاوت كولى شو چې مسعود په خيرخانه كې ؤ او ګلبدين د بالاحصار شاوخوا كې چې خيرخانه روغه جوړه وه خو د بالاحصار شاوخوا تر اوسه هم كنډوالې دي. (البته دلته مې د ګلبدين فاع هدف نه دى چې څوك خبره بلې خواته كش نه كړي) .
ملي خيانت يې يو دا هم دى چې د (جوهر سنگهاى افغانستان) په نامه يو كتاب دى چې په ډېر ښكلي صحافت چاپ شوى دى او د يو فرانسوي له خوا ليكل شوى دى چې ايرانيانو په پاړسۍ ژباړلى. كتاب مسعود ته اهدا شوى. او د دې لپاره يې مسعود ته اهدا كړى چې ده ورسره د پنجشير او جګدلك د قيمتي كاڼو په قاچاق كې مرسته كړې او خپله ونډه يې اخيستې ده.
له طالبانو سره د مسعود جګړه يوازې قومي او ژبنۍ جګړه وه.
تر ټولو ستره خبره دا ده چې د افغانستان د اوسني اساسي قانون په لويه جرګه كې درې ډوله سمتي غوښتنې روانې وې :
۱: يوه د مسعود ډله وه چې د وكيلانو لاسليكونه يې د دې لپاره اخيستل چې په اساسي قانون كې د ملي اتل (قهرمان ملي) په نامه ثبت شي.
۲: د مزاري ډله وه : دوى غوښتل چې په اساسي قانون كې مزاري ته ملي شهيد وليكل شي.
۳: د پښتنو يو شمېر كسان وو: دوى غوښتل چې د مسعود د ځينو قومندانانو لكه امان الله ګذر او نورواو د دوستم په شخصي زندانونو كې بنديان طالبان دې خوشې كړاى شي.
دې درې واړو ډلو په ډېرو تودو احساساتو كار كاوه حتى دومره جعلي او اصلي لاسليكونه يې راټول كړل چې د هرې ډلې د لاسليكونو شمېر د جرګې د اصلي غړو تر شمېر واوښت نو په همدې خاطر خبره ګډه وډه شوه او درې واړه خبرې رد شوې. د دوستم په شخصي زندانونو كې بې ګوناه طالبانو په هكله كرزي له دوستم څخه تشكري هم وكړه چې د ازادولو ژمنه يې وكړه خو دا تش ژمنه وه.
نو وهاج صيب زمونږ په وضعي قانون كې د ملت استازو مسعود د ملي شخص په توګه ونه مانه نو په بانكنوټونو كې يې څنګه ومنو؟
بله دا چې په بانكنوټونو كې اكثره وخت د يو هيواد مؤسس چاپېږي چې مسعود د افغانستان مؤسس نه دى!
Ghairat
06.09.2009
دټول افغان له لومړي مخ څخه :
مرادزی
د حسیني لیکنه (۱ ) رانقلوي اولیکي :
نوموړی لیکوال همداشان د مسعود او د شوروي د ۴۰ مې فرقې ترمنځ شوی تړون راسپړې او په دې اړه لیکي :
« په افغانستان کې د شوروي پوځي مشرتابه د مسعود سره اړېکې ټینګي کړې او له هغه سره يي د خبرواترو لپاره وړاندیز وکړ ، چې په کابل کې د شوروي د سفارت لخوا پرې هوکړه شوې وه او نښانې شوي وو .
لاسوندونه :
مسعود سره د خبرو اترو په اړه د پاموړ تکي :
۱ ــ د بدخشان ، تخار ، کندز ، بغلان او د پروان او کاپيسا د ځینو برخو په ګډون د تاجیک میشته سیمو ټاکنه او د افغانستان په چوکاټ کې د تاجیک قوم لپاره کورنۍ خپلواکي . او همدارنګه په دغو سیمو کې د خپلسرو حکومتونو بسیا .
۲ ــ جمهوري ریاست ، پارلمان او کابینه کې پر پلان شویو مقامونو کې ، د تاجیک قوم د استازو ځای پرځایښت
۳ ــ د مساوي حقوقو او خپلواک ګوند پتوګه د ( رباني ) د جمعیت اسلامي ګوند په رسمیت پېژندنه
۴ ــ د جمعیت اسلامي ګوند په چوکاټ کې د تاجیکو د یوه منظم پوځي ځواک جوړښت او د افغانستان په اردو کې د هغو شاملول . د ملي ګټو ( دلته د تاجیکو له ګټو څخه موخه ده : د کتاب لیکوال ) د حکومتي عمومي ګټو او د کابل ــ حیرتان د لویلارې په اړوند ددې پوځي ځواک تعریف او د موخو څرګندونه
۵ ــ د تاجیک قوم خپلواکو شویو سیمه کې د سولې بسیا او عادي ژوند ته د تاجیکو د راستننېدو په اړه د شرایطو سمون
۶ ــ په شمال ختیځ کې د اقتصاد ي چارو پراختیا او په دې اړه د افغان دولت همکاري ، د طبي مرستو او د سرحدي سوداګرۍ پراختیا
ددغو لاسوندونو د راکړې ورکړې په پلاوي کې لاندې کسانو ګډون درلود : په کابل کې د شوروي سفیر بوري ، ام ورانتڅوف او د شوروي د دفاع د وزارت د عملیاتي ګروپ قومندان جنرال وی ، آی وارنیکوف
د نوموړو امتیازونو تر لاسه کولو روسته ، مسعود له پلاوي سره پروتوکول لاسلیکوي چې هغه کې د ځینو لاندینو مکلفیتونو په اجرا کولو ژمن کیږي :
۱ــ د سویلي سالنګ او کابل ــ حیرتان په لویلار د پوځي عملیاتو بیخي بندول
۲ ــ نورې تنظیمي ډلې نه پریښودل چې تړون شاملو سیمو کې پر شوروي ځواکونو یرغل وکړي
۳ ــ د شوروي د ورکو شویو اتباعو په پيداکولو کې د مالوماتو راکړه ورکړه او نورې ګډې هڅې
۴ ــ تړون نه پورې خوا سیموکې د پنجشیر ځواکونه حق لري چې د نورو وسلوالو ډلو او دولتي ځواکونو پر وړاندې عملیات مخې ته یوسي
۵ ــ دا پروتوکول له لاسلیک څخه روسته بېله ځنډه پلی کیږي
پروتوکول د ۱۹۸۸ کال په دیسامبر کې د شوروي دفاع وزیر جنرال بې ، وی ګرموف او احمدشا مسعود لاسلیکوي .
په پورته تړون کې ښکاره لېدل کیږي چې مسعود د افغانستان لوی کور کې د تاجیک میشتو لپاره کورګی جوړول غواړي او د هغه وخت شوروي په ملاتړ هڅه کوي چې د افغانستان د تجزيي د بنسټ ډبره کیږدي
larghonay laraway
06.09.2009
دا موضوع خو په لومړي مخ كې د (مسعود د هيواد د ملي ګټو په تله كې) د مرادزي په نامه نشر شوې ده!؟
ډوکتر څپاند
08.09.2009
لاروی صيب ډيرزبردست ليکوال،مګر ساده اواحساساتي شانتی
سړی راښکارئ؟
دا پورتنۍ ليکنه چه غيرت صيب رانکل کړې،واقعا هماغسې چه تاسو ليکلي
دډاکټر مرادزي ليکنه ده٠مګر څرنګه چه ډاکټر سرلوڅ اواوسنی مرادزی د
پرچم دګونديو ت :roll: کړه غړی وو،نوغيرت صيب ندي غوښتي چه ديوه"کمونست"
نه نقل قول وکړي :oops:
هيله ده چه دخپلې پوهې سره سره سياسي مهارت هم پکاريوسۍ٠
pattang
08.09.2009
ياره ايله چې را پيداشوې ! چېرې ورک وې !
[quote:2c8666c52a="Fared Besada"]لاروی صيب ډيرزبردست ليکوال،مګر ساده اواحساساتي شانتی
سړی راښکارئ؟
دا پورتنۍ ليکنه چه غيرت صيب رانکل کړې،واقعا هماغسې چه تاسو ليکلي
دډاکټر مرادزي ليکنه ده٠مګر څرنګه چه ډاکټر سرلوڅ اواوسنی مرادزی د
پرچم دګونديو ت :roll: کړه غړی وو،نوغيرت صيب ندي غوښتي چه ديوه"کمونست"
نه نقل قول وکړي :oops:
هيله ده چه دخپلې پوهې سره سره سياسي مهارت هم پکاريوسۍ٠[/quote:2c8666c52a]
larghonay laraway
08.09.2009
بې سدا صيب سلامونه!
وروره په نقل قوم (Quote) كولو كې كمونيست ممونيست نه چلېږي. او دا چې د يو چا ټوله ليكنه د بل چا په نامه چاپ شي نو دا بېخي بې انصاف ده. خداى دې وكړي چې د سور انګريز او شوروي ليكنه وي خو بايد د همغه په خپل نامه رانقل شي او كه څوك د چا ليكنه په بل نامه رانقلوي نو دا سياست مياست نه بلكې غلا ده.
او بله دا چې غيرت صيب چې د كرزي لپاره كمپاين كوي نو په كمونستانو ولې وشرمېږي؟
كمونستانو خو يوه ايډيولوژي لرله كه څه هم زمونږ او ستاسو له عقيدې خلاف وه خو كرزى هيڅ ارمان، ايډيولوژي، ستراتيژي او هدف نه لري.
رښتيا يوه بله خبره:
كرزي لا تر اوسه ګټلې نه ده او معلومه هم نه ده چې باداران يې د بيا ولسمشرۍ لپاره پرېږدي او كه كوم ډول حكومت پرې جوړوي خو متل دى وايي : (علت ځي او عادت نه ځي). پر قانون پښې كېښودل، د پښتنو وژل او ځورول او د شمالي ټلوالې لنډغرانو ته چاپلوسي اوس د كرزي عادت ګرځيدلى چې دا عادت به هيڅكله هم له ده لاړ نه شي. ځكه تېره شپه يې وويل چې د مسعود دله منځه تلو كليزه بايد په دولتي لګښت ولمانځل شي. په داسې حال كې چې د افغانستان په اساسي قانون كې د مسعود هيڅ يادونه نشته.
هغه بل ځل يې هم همداسې وكړل خداى ورته د فهيم لنډغران ليونيان كړل او په تيږو يې وويشتو. داسې منډې يې ووهلې چې چې چې همداسې دوړې يې وكړې. داځل دې يې بيا خداى وشرموي.
امين
Ghairat
10.09.2009
لرغونی صیب تنقید دې شکلأ منم، خودمنځپانګې له مخې به مې تاسو وبخښئ،
ځکه د مرادزي صیب په لیکنه کې ما هغه ځای رانقل کړی چې مرادزي د حسیني له لیکنې څخه راخیستی ، نوځکه ما د مرادزي په نامه نه، بلکې پخپله د نوموړو جملو د خپل اصلي لیکوکونکي حسیني په نامه رانقل کړه اودا کار تر هغه ډیر سم دی چې د حسیني جملې مې د مرادزي په نامه درته لیکلی واي، ځکه مراد زي صیب پخپله دا امانتداري ساتلې وه اود هغه جملې یې په خپل نامه نه دي بیان کړي، بلکې دنقل قول په شکل يې له حسیني څخه راخیستي دي، نو زه یې ولې بیرته د مرادزي په نامه معرفي کړم ؟
بل داچې اصله منبع ډیر اعتبار لري نسبت مراد زي صیب ته چې څېړنه يې خپله نه ده او له حسیني څخه يې راخیستې ده !
په مینه!
larghonay laraway
12.09.2009
سلامونه!
غيرت صيب هر شى خپل اصول لري. په يوه ليكنه كې ممكن د لسو كتابونو څخه د ماخذ په توګه كار خيستل شوى وي. د بېلګې په توګه يوه ليكنه (احمد) ليكلې، ځان يې پرې ستړى كړى او لس كتابونه يې ورته مطالعه كړ ي بيا يې د يوې موضوع په اړه يوه ليكنه ليكلې ده چې د لسو واړو كتابونو ماخذونه يې وركړي دي.
دويم سړى چې غواړي د (احمد) له ليكنې كومه جمله راواخلي نو دى د احمد حواله وركوي ، داسې نه كوي چې د احمد ليكنه تجزيه كړي او د ماخذونو حواله وركړي. په دې ځاى كې كه تاسو چېرته د حسينې له ليكنې دغه برخه راخيستې وي نو بالكل پر ځاى كار مو كړى او كه د مرادزي ليكنه مو تجزيه كړې وي او د حسينې برخه مو ترې راخيستې وي نو دا مو تېروتنه ده.
اوس اصلي مطلب ته راځو چې موضوع ده مسعود په بانكنوټونو كې:
كرزي پنجشير د شورا سره لومړۍ ژمنه تر سره كړه! ځكه چې ده د پنجشير له خلكو سره ژمنه كړې وه چې د مسعود كلنۍ غونډې به د بيت المال په بودجه كوم، په ټولو دفترونو كې به د مسعود عكس لګووم او په بانكنوټونو كې به هم.
لومړۍ ژمنه يې دا وه چې سګنى كال د مسعود د غونډې لګښت دولت وركړى ؤ او د شيعه گانو د محرم په څېر يې د كابل په كوڅو او واټونو كې موټر ځغلول، چيغې يې وهلې. كه څه هم د مسعود په سګنۍ غونډه كې كرزى نه ؤ. ولې په ټولو ټلويزيونونو كې د مسعود ډنډورې غږيدې.