د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مسعود په بانكنوټونو كې

larghonay laraway
15.08.2009

اوريدلي مې دي وايي كله چې انګريزانو په هندوستان قبضه كړې وه نو يو ځل يې غوښتل دا معلومه كړي چې په هنديانو كې اوس هم د خپلواكۍ غوښتلو شيمه پاتې ده او كه رام شوې دي. نو د دې لپاره يې د څښاك اوبه پرې بندې كړې چې د ډېرې سترې سيمې خلك به يو كوهي ته راتلل او په ورځ كې به د يو بالټي نوبت ورتلو. اخر په دې هم هنديان ونه پاريدل نو انګريزانو مشوره وكړه چې په يو بل ډول يې و ازمايي. تر دې وروسته يې ټول راټول كړل او ورته يې وويل: هرڅوك چې اوبه وړي نو په كونه به يو لرګى هم ورمنډو!
هنديان غلي ناست وو خو يو په كې پورته شو او د خبرو اجازه يې وغوښته. انګريزان يوڅه سره څك شول او فكر يې كاوه لكه چې اوس هم په كې شيمه پاتې ده. خو كله چې يې هندي ته د خبرو اجازه وركړه نو هغه وويل : ايا لرګى تاسو راوړئ كه مونږ يې له ځان سره راوړو؟
كرزي لالا هم په پښتنو د انګريز كيسه شروع كړې ده اوپه بانكنوټ كې د شمالي ټلوالې د جنايتكار مشر تصوير چاپول يې هغه د لرګي خبره ده خو زما په خيال په پښتنو كې نوره شيمه نه ده پاتې. هسې نه چې د كرزي ملګري او كمپاينران پښتانه ورته ووايي چې لرګى مونږ راوړو كه تاسو يې راوړئ؟
لرغونى لاروى


باتور
15.08.2009

لاروی خانه محترمه !

ستاسو له قوله خو نور باباګان ټول فرضي دي، پرېږده چي د همدغه غير فرضي بابا
انځور په نوټونو چاپ سي . . دی هم احمدشاه نومېږي .

په درنښت


larghonay laraway
15.08.2009

ته كه رښتيا دومره ميړه وې نو همغه موضوع هملته اوس هم روانه ده او نر شه په منطقي توګه يې هملته ځواب كړه دا چې ستا د پوهې سطحه دومره ټيټه ده چې د دوو بېلابېلو موضوعګانو تفكيك نه شې كولى نو هغه احمدشاه قزلباشيان راوستي او تر اوسه درباندې حكومت كوي او دى به دې د كميس په چپ طرف جيب كې د زړه پر سر ايښى وي.


باتور
15.08.2009

ياره ډېر ژر په غصه سې. .

د هغې موضوع په اړه خو مي هغلته درته وليکل چي :

[color=white:fdabdb59d8]په خره سپرېدل يو عيب، را کوزيدل يې بل ![/color:fdabdb59d8]

په درنښت


larghonay laraway
16.08.2009

باتور صيب په غوسه نه يم خو زما موضوع دې راګډه وډه كړه كاش كې دې په همغې خبرې هملته بسنه كړې وه او دلته دې په همدې موضوع كه څه ويل غوښتل ويلي دې واى.
خو خير
ستا خپله خوښه


عادل عادل
16.08.2009

سلامونه

[quote:531c2824dd] ستاسو له قوله خو نور باباګان ټول فرضي دي، پرېږده چي د همدغه غير فرضي بابا
انځور په نوټونو چاپ سي . . دی هم احمدشاه نومېږي . [/quote:531c2824dd]

خبره څه چې د مارتول وار دئ !!

لاروي ورور ته توفیق غواړم


هيواد دوست
16.08.2009

[quote:f00993fc8e="عادل عادل"]سلامونه

[quote:f00993fc8e] ستاسو له قوله خو نور باباګان ټول فرضي دي، پرېږده چي د همدغه غير فرضي بابا
انځور په نوټونو چاپ سي . . دی هم احمدشاه نومېږي . [/quote:f00993fc8e]

خبره څه چې د مارتول وار دئ !!

لاروي ورور ته توفیق غواړم[/quote:f00993fc8e]

عادل صيب او باتور صيب ته !
تاسو هم عجيبه خلك يئ
لاروى صيب پريږدئ چې خپل کار کوي ، تر کوره یې مه ځغلوئ

په مينه


باتور
16.08.2009

لاروی خانه محترمه !

زما مطلب ستا سپکول يا خدای مه کړه رټل نه وو.

ستا ټولي ليکني له منطق، پوهې او پند نه ډکي دي چي له وطن او ملت سره ستا ژوره مينه او وفا ښکاروي . . د فرضي باباګانو د موضوع په را وړاندي کولو سره دي زما په شمول ټول محترم بحثکوونکي ) د ستميانو په استثنا( هک پک حيران کړل .

له ما نه مخکي ښاغليو حامد، پتنګ، ساپي، احمدزي، ثابت، غيرت، محمد احمد حمي، عادل عادل او هېښ په وار وار د وړ وړ دلايلو د وړاندي کولو له لاري کوښښ وکړ چي تاته قناعت درکړي او يا دي کوږتګ لږڅه درسيخ کړي، لېکن تا نه قناعت وموند او نه دي خپل تګ ته يو څه تغير ورکړ. . همدا اوس هم د پروګرام د سرليک په برخه کي خپله ادعا برحقه بولې او له نورو نه منطقي دلايل غواړې.

موږ پښتانه په اوسنيو شرايطو کي د دې وړ )قابل( نه يو چي د تاريخ په مسائلو کي ګوتي ووهو. . زموږ خاوره اشغال ده، زموږ کور او ګور د پردو د ادارې لاندي دي. . موږ ته په کار ده چي د يو بل ملي شعور او غيرت را وپاروو چي د اشغالګرو په مقابل کي يو څه مقاومت وکولای سو. .امريکايان او ستمي مزردوران يې غواړي چي د اشغال سويو خلګو مغزونه ور پرېمنځي او له هر وړ ملي غرور څخه يې خالي کړي . . موږ چي په خپله د يو بل په پښو پسې تېشې را واخلو او په خپلو تېرو افتخاراتو لعنت ووايو، بيا خو د اشغالګرو کار لا آسانه سو. ) دوه سره اخته لرې ما په ننداره لرې(

خلاصه دا چي ستا را وړاندي کړي موضوع )که عمدي وه يا غير عمدي( صرف د اشغالګرو او د هغوی د لاسپوځيو )ستميانو( په ګټه تمامېږي او بس.

دا وړ موضوعګاني به که خير وو او ژوند باقي وو د ملي آزادی د لاس ته راوړلو نه
وروسته د بحث، تحليل او نقد لپاره راسپړو. .

د اوس لپاره به لږ څه ادب له بې ادبه زده کړو. . . . . له هغو بې ادبو سپينسترګو څخه چي له غلو، قاتلانو اووطنپلورونکيو نه ملي اتلان او قهرمانان جوړوي. . او د پردو په زور يې زموږ په اوږو را سپروي . . ښه مثال يې همدغه ستا را وړاندي کړي )په بانکنوټونو د انځورونو د چاپولو( موضوع ده.

په درنښت


..Ahmadzai
16.08.2009

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وروڼو خدای مو ژوندي لره
لاروی صاحب خپه نسې، وروڼه آوس هم ستا د مخکینۍ موضوع څخه سربداله دي
لیا اِحساسات یې ندي غلي سوي ، لږ وخت ته اړتیا لري ترڅو بیرته سکون پیدا کړي او سلیم منطق ته راوګرځي.

[quote:3c9e323353]كرزي لالا هم په پښتنو د انګريز كيسه شروع كړې ده اوپه بانكنوټ كې د شمالي ټلوالې د جنايتكار مشر تصوير چاپول يې هغه د لرګي خبره ده خو زما په خيال په پښتنو كې نوره شيمه نه ده پاتې. هسې نه چې د كرزي ملګري او كمپاينران پښتانه ورته ووايي چې لرګى مونږ راوړو كه تاسو يې راوړئ؟
[/quote:3c9e323353]
وروره پښتانه ټول کرزي ته تابع او قابو ندي، پښتانه دي چې د کرزي بادرانو ته هم کمه نه وایي، هم د محترم کر او هم د ښکیلاګرو په کووووو...... لرګي منډي.
زما او ستا اِتفاق په دې کې وو، چې احمدشاه بابا او اولادو ېې پښتو ته شا کړه او پاړسو ته یې زور ورکړ، چې تر ننه پورې یې اثر او تاثیر په واضحه توګه وینو،د ابدالیانو دوسوه کلنۍ دوره کې ټولو حاکمانو پاړسو ته خدمت کړی او پښتو سره یې جفا او بې وفایۍ کړې، خو کله چې د طالبانو حکومت منځ ته راغی باور وکړه چې هر پاړسیوان کوشش کړی څه نا څه پښتو زده کړي تر څو د آفغانستان ټولنه کې وچلیدلی سي، ملا عمر دوه سوه کاله وروسته وکړی سو د پښتو دبدبه راژوندۍ کړي او دښمنان دې ته مجبور کړي چې د پښتو په ارزښت قایل سي او زده کړې ته یې مجبور او اړ سي، کرزي لالا بیا د همغه د ابدالیانو لاره غوره کړه او پښتانه ېې دې ته اړ وویستل چې د اقلیت ژبه زده کړي تر څو تعلیمي اکادیمي او دولتي اِدارو کې خپل ضرورتونه او مجبوریتونه رفع کړي، د کرزي دغه تګلارې د دې په ځای چې دنورو آقلیتونو ځوانان دې ته وهڅوي چې پښتو زده کړي، پښتانه ځوانان یې دې ته مجبور کړل چې پاړسو زده کړي، او لدغوڅخه یو زه هم یم.

تاریخ به ثابت کړي چې ملا عمر ډیر لوی بابا وو چې احمدشاه بابا او نور به ورته ډیر کوچني ښکاره سي.

ژوندی دې وي امیر المومنیین ملا عمر

په درنښت
احمدزی


Ghairat
16.08.2009

[quote:f83b546f23]تاریخ به ثابت کړي چې ملا عمر ډیر لوی بابا وو چې احمدشاه بابا او نور به ورته ډیر کوچني ښکاره سي. [/quote:f83b546f23]
تاریخ ته څه آړتیا ده،اودهغه تاریخ تصور هم اوس ستونزمن اوناشونی کار دی، ولې همدا اوس ثابته ده چې ملا عمر اوس هم د احمد شاه با با د وخت ۱۱۱۱ هـ ش کال د پښتنې ټولنې شعور لري، حال داچې احمد شاه اومیرویس نیکه د خپل وخت له پښتنې ټولنې څخه د ډېر پرمختللی اندکچ خاوندان وو اوآن د هنداوایران له دربار سره یې سیاسي شعور سیالي کوله ، په دې توګه احمد شاه بابا د خپل وخت له پښتنې ټولنې څخه سل کاله پرمختللی واو ملا عمر اخند د خپل عصر له اوسنۍ افغاني ټولنې څخه لږ تر لږه ۳۰۰ کاله وروسته لویدلی دی!
د پښتنو تاریخ به خپل عمر جان بچي ته همدومره ووایی :

زماپه زړه دې لوبې وکړې
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ لکه [color=yellow:f83b546f23]ماشوم چې په ګینګړي لوبې [/color:f83b546f23]کوینه


Ghairat
17.08.2009

ورورکه باتور خانه ، خبره دې په ګل بدله ، لاروی صیب پریږده خپل اندلړ ته ، داچې ته راته وایې :
[quote:2ee612ce74]غيرت خانه محترمه، ها د خپل اکا د زوی اشرف غني د مناظرې بابولالي وليکه، ملا عمر څه کوې چي بېځايه دوه روپګي شعرونه پسې ليکې .
په درنښت[/quote:2ee612ce74]
نو ځوانه ! اشرف غني خو زه شخصأ پېژنم هم نه، حتی یوه وطنداري هم ورسره نه لرم، دوستي یا خپلولي خولا څه کوې !
خودغه سړی په اوسنیو افغانانو کې کوټلی عالم اومدبر پښتون بریښي اوکولی شي له جنګ جګړې پرته ملي ټولنه جوړه کړي، چې آزاده مستقله آباده او په نړۍ کې د ملي وقار خاونده افغاني ټولنه وي!
پښتانه نور څه غواړي (؟)
په نړۍ کې خپل پټ غواړي، آبرو غواړي عزت غواړي اودټولو افغانانو سره صادقانه وروري اوملي ګډون غواړي !
اشرف غني پلان لري چې لومړی اسلامي هویت، دویم ملي هویت اودریم پوهنه اومعارف به د نر او ښځې له پآره یو شان راژوندي کوي او چټکه وده او پراختیا به وربخښي او په درې کالوکې به بهرنیانوته دوتلو پروګرام ورکوي!
دغسې عالم،کار پوه، مصمم اومدبر ، اسلامپال، وطنپال اوملتپال پښتون خو بښتنو
په اسمان غوښته اوخدای تعالی په ځمکه ورکړی، نو آیا دا یو ستر چانس نه دی چې ټول پښتانه پرې راټول شياود هیواد ولسمشر یې وټاکي ؟
[color=blue:2ee612ce74]
الله دې پښتنو ته دا پوهه اوتوفیق ورکړي چې دغه لعل په ایروکې پټ پرې نږدي ، راويې باسي او افغاني ټولنې ته یې د ګډ زعیم په توګه ډالۍ کړي!
آمین، ثم امین یا رب العالمین [/color:2ee612ce74]


larghonay laraway
17.08.2009

سلامونه!
كله چې ظاهر شاه له هيواده ووت نو ځينو يې پلوي كوله چې نوم يې نه اخلم خو خلكو ورپسې خبره جوړه كړې وه او ويل به يې (شاه چې د پلاني غوندې دوست لري نو دښمن ته يې ضرورت نشته) احمدخان چې د باتور، عادل، هيواد دوست او ځينو نورو غوندې پوه، په منطق ولاړ او هوښيار دوستان لري نو دښمن ته يې هيڅ ضرورت نشته.
ځكه دوى په حقيقت كې د كرزي خان له خاندانه دي چې په يو ټول كلي بمبارد شوې وي او دى ورشي بيا هم د هوس خنداګانې كوي او لوبالي خبرې كوي.

يو انسان چې عقل او شعور ولري نو لومړى يوه موضوع ګوري او بيا پر همغې موضوع خپل اند څرګندوي خو له داسې انسان سره زه هډو بحث نه كوم چې هغه دومره عقل هم ونه لري چې موضوع وپېژني.
زه خو وايم كه چېرته هوښيار دوست لرئ نو د خداى لپاره د دې بحث موضوع او اړوند ټولې ليكنې وركاپي كړئ او ورته يې وښيئ چې څه درته وايي؟
زه خو وايم چې خامخا به درته ووايي چې ډول يو ځاى دى او تاسو بل ځاى لاسونه غورځوئ.
دا نو كوم منطق شو چې اوس غل ته غل مه وايه. ځكه چې دا وخت نه دى. زه له دغو بې منطقه خلكو يوه پوښتنه لرم او هغه دا چې ايا له خدايه مو ژمنه ترلاسه كړې چې خامخا به ژوندي وئ او بيا په په احمدخان بحث كوئ؟
ايا دا منطق دى چې اوس په يوه مسئله بحث مه كوئ ځكه چې نور خلك به خوشاله شي؟
زه هيڅ كله هم بحث د چا د خوښۍ او خپګان لپاره نه كوم بلكې زه چې هر وخت كومه نيمګړتيا ووينم او وايې ورم نو خپل مسؤوليت يې بولم چې بحث پرې وكړم او تتې خواوې يې روښانه كړم.
زما له احمدخان سره هيڅ دښمني نشته بلكې دغه پوښتنې وې او مطرح مې كړې ځكه چې له خداى ج څخه مې كوم ضمانت نه دى اخيستى چې زه به خامخا ژوندى وم او په دې به بيا فرصت مومم چې بحث پرې وكړم خو د دغو نومياليو دلايل (وۍۍۍۍۍۍۍۍۍۍۍ هغه پلانكۍ به څه وايي؟
تاسو او خداى منطق همداسې وي؟
بله دا چې دا بحث كه په پټو نومونو هم دى نو خپل اخلاق لري څوك چې د يوې موضوع پر ځاى بله څېړي دا بد اخلاقي ده.
پاتې شوه زما پوښتنې ، ما د چا سپكاوى نه دى كړى بلكې دغه پوښتنې راسره وې چې د احمدخان جرګه او د غنم وږى پاخه ماخذونه نه لري بلكې د افغانستان تاريخ ليكونكو داسې ليكلي چې ماخد نه لري نو كه څوك يې ماخذ راوښيي او بحث پرې وكړي ايا دا كفر دى؟
او بله دا چې هغه موضوع د ګرامر په برخه كې چلېږي خو تاسو هم خپل اندونه وړاندې كړل او ما هم. كه اوږدوئ يې خو راځئ چې هملته يې اوږده كړو او كنه نو دا بد اخلاقي مه كوئ چې يوه موضوع په بله كې ور ګډ ه كړئ .
نه هغه احمدشاه څوك په زور په چا منلى شي او نه دا احمد شا او نه حاجي ميرويس نيكه څوك د چا له زړونو ويستلى شي!
په راتلونكې كې بايد كوښښ وكړئ چې بېځايه چيغې ونه وهئ بلكې هر خبره په خپل ځاى كول د ليكوالۍ اخلاق دي!
په پټو سترګو د يو چا منل بې اخلاقي او له څېړنيزو اصولو ليرې دي!
ما په دې پاڼه كې له ډېره وخته ليكنې كړي او تاسو يې ليدلى شئ چې په ډېر غور مې كړې دي خو ما د باتور، عادل، هيواد دوست، حمي او ... په نامه داسې د كار ليكنه تر اوسه نه ده ليدلې بغير له همدې بې دې چې موضوع يوه وي او دوى بل څه وايي خو زه چې څومره فكر كوم دوى نوي ځوانكي دي لا تر اوسه نه په څېړنيزو اصولو پوهېږي، نه د ليكوالۍ اخلاق پېژني او حتى په موضوع هم نه پوهېږي چې د كومې موضوع په اړه چېرته وليكي!
نور كه څوك د مسعود په بانك نوټونو كې موضوع باندې څه ليكل غواړي ښه او كنه بايد په نيمه پوه شي او هره خبره په خپل ځاى او هره موضوع په خپل ځاى كې وڅېړي.
په همدې هيله


و.افغان
17.08.2009

ښاغلی لاروی صاحب:
خوا به نه بدوئ را څخه، یو اشکال لرم، هغه دا چې:
تاسو ويلي، چې احمد خان له ځان سره قزلباش راوستل، له غلځيو پښتنو يې په زوره حکومت
ونيوه، چې تر اوسه په مونږ حکومت کوي، خو بلې خوا ته تاسو ښاغلي په طالب
پښتنو پسې هم بېل او کولنګ راخیستئ دی، نو ولې دومره تناقض؟

پريږده چې دا پښتانه طالبان ېې ددې قزلباشانو سره مالومه کړي، او دپښتنو لپاره
خپل دولت جوړ کړي، او يا تاسو بسم الله الله اکبر کړئ، او دپښتنو دحکومت رامنځ
ته کولو لپاره عملي اقدام پیل کړئ، يا کومه بله لاره مونږ ته په ګوته کړئ.

که دافغانستان په نوټونو باندې تر اوسه دپښتنو نه بلکه دقزلباشو انځورونه کښل
کیدل، نو څه پروا لري، چې ديوه طاجيک انځورونه پرې وکښل شي، فکر کوم چې
ستاسو په نظر به ددغه مسعود مسلماني تر هغو ډیره ښه وي.

په درنښت


larghonay laraway
17.08.2009

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته !
استاد وهاج صافى صيب پر اصلي موضوع له بحث څخه مو مننه .
په رښتيا هم چې له ديني عالم سره ناسته پاسته ثواب هم لري او ګټه هم.
تاسو پر موضوع بحث كړى او دواړه وړانديزونه مو د دې دي چې سړى پرې فكر وكړي، بحث پرې وكړي او يا ورسره مخالفت وښيي يا يې رد كړي.
مولوي صيب دا چې زه د طالبانو مخالفت كوم نو طالبان د پښتنو ريښتوني استازي نه بولم ځكه د دوى اصلي جګړه له پښتنو سره ده. وهاج صيب باور وكړه په ټول هلمند كې د پښتنو ښوونځي بندوي خو د هلمند په يوه ولسوالۍ كې چې هزاره گان مېشت دي (نادعلي كې) حتى د نجونو ښوونځي هم پرانيستي دي. په ټول غزني كې د اندړو، خواگياڼيو، او نورو پښتنو په سيمو كې ښوونځي بندوي، ډاكټر وژني، له معلم غوږونه غوڅوي خو د همدې غزني د هزاره گانو ولسوالۍ ته چې لاړ شې نو په نيويارك كې هم دومره د ښځو ازادي نشته لكه په جاغوري كې چې ده. حتى د صيغې نكاح هم په كې لږه لږه دود شوې ده. وهاج صيب د زابل قومي مشرانو چيغې وكړې چې امريكايي ځواكونو طالبانو ته له طيارو موټرسايكلونه او نور مهمات وغورځول. تاسو وليدل چې افغان ژورنالستان يا ژباړونكي د څټ له مخې حلالوي خو د عيسويت كوريايي مبلغين خوشې كوي. داسې په سلګونو مثالونه دي چې زه هيڅ باور نه لرم چې طالبان به د پاكستان له آى ايس اى سره نه وي تړلي نو په كوم جرات يې ملاتړ وكړم؟
بله دا چې ماطالبان چورلټ رد كړي نه دي خو د دوى كړنې نه شم منلى او همدا راز د اوسني حكومت په اړه مې هم داسې كومه ليكنه نه ده كړې چې ستايلى مې وي بلكې هره كړنه يې غندم او همدا مې وس دى.
بله دا چې زما هدف د غلځي او بل نه بلكې زه په هر هغه چا لعنت وايم چې په خيل، زي او سمت حساب كوي. زه حتى دې پالنواو لمانځنو ته شرك وايم او د تمدن د لارې ستر خنډونه يې بولم.
همدا راز زه تاجك، ازبيك، هزاره، پښتانه او د افغانستان نور قومونه د دې هيواد بچيان ګڼم خو دا چې د هر چا حقونه تلف شي هغه نه شم زغملى. په اوس وخت كې هم حكومت او هم طالب د پښتنو د جرړو راويستلو پسې راخيستې ده ځكه خو په دواړو پسې ما قلم راخيستى دى.
وهاج صافى صيب باور وكړئ چې اوسني حكومت او طالبانو حتى مسلمانانو ته هم ډېر زيان واړاوه ځكه چې حكومت په ډاګه د دين مخالفت كوي او طالب يې په پټه. ښه بېلګه يې په پښتونخوا كې د اسلامي مدرسو ده چې د طالبانو تر دورې پخوا به ترې ديني علماء فارغيدل. زمونږ د سيمو اكثره پخواني ديني علماء د پښتونخوا له مدرسو څخه فارغ شوي وو او اكثره يې په ديني مسئلو كې ښه وارد وو خو اوس سياسي ملايان فارغېږي. ځكه چې د درس پر ځاى يې جګړو او سياسي ډلو ټپلو ته لكه لشكر طيبه، او داسې نورو ته تشويقوي. نومونه يې درته نه شم اخيستى خو د طالبانو د حكومت په وخت كې يوازې د پېښور د ارواښاد شيخ حسن جان له مدرسې او اكوړه خټك حقانيې څخه په سلګونو كسان فارغ شوي خو په سلو كې يې پنځه هم ديني علماء نه دي بلكې هسې په نامه يې فارغ كړي او پګړۍ يې ورتړلې دي. وهاج صيب باور وكړه كه به دحديث سم تعريف هم درته وكړي خو د حديثو دوره يې له شيخ حسن جان سره كړې ده. په داسې حال كې چې پخوا به د شيخ حسن جان سره يا په حقانيه او سرحد كې چا ديني زده كړې كړې وې او يا به يې د پښتونخوا به كومه بله ديني مدرسه كې پګړۍ تړلې وه نو هغه تر ډېره په دين پوهېدل. زه ملا نه يم خو په يوه داسې كورنۍ كې ستر شوى يم چې ديني زده كړې ته يې ډېره توجه كوله زه په دې پوهېږم چې څوك ملا او څوك هسې د هۍ هۍ زوى دى.
پاتې شوه د مسعود د عكس په اړه.
مسعود د افغانستان يوه خاينه او د قومي نفاق د اچولو تر ټولو پېژندل شوې څېره ده چې په جيب كې دې يې خداى نه رااچوي.


Ghairat
17.08.2009

دروند لاروی صیب لیکي :
[quote:840281283b]وهاج صيب د زابل قومي مشرانو چيغې وكړې چې امريكايي ځواكونو طالبانو ته له طيارو موټرسايكلونه او نور مهمات وغورځول[/quote:840281283b]
اوس یې خوندوکۀ :
باتور صیب، پتنګ صیب ، هیښ صیب اوورته ګڼ شمیر تکړه لیکوالانو!

[color=red:840281283b] د زابل د قومي مشرانودا چيغې مومبارک شه ![/color:840281283b]
دا پوښتنه راولاړیوي چې آیا

دا طالب امریکنی دی؟
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ ۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ دا اجیر دCIA دی؟
نه هوتک دی نه غلځی دی ؟
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ دا بچی د ISI دی ؟
[color=blue:840281283b]
که څوک یې نه مني، نو بیا دې د زابل له قومي مشرانو
سره سپینه کړي، ځکه ، ځمکه خوهمغه سوځي چې اور پرې بل وي[/color:840281283b]


عادل عادل
17.08.2009

لارویه

ته هغه چا ته ښځې او کوڅه ډبي وايې چې د احمدشاه بابا رحمه الله او مشر ملا صیب حفظه الله په شان تاریخي نارینه وو څخه په نره دفاع کوي .

زما په نظر خو نر-ښځي او مفعول هغه څوک دي چې نه یې مکتب، نه یې مسلک او نه هم مشخص هویت او د فکر لاره مالوم وي، کوڅه ډبي خو هغه ته وایي چې په شلو ډیرانونو څري، ځان ته مسلمان وايي خو د یرغلګرو په کاسه یې خوري، ځان ته به پښتون وایي خو د پښتون دښمنه کړیو سره د دیموکراسئ په پړي ځان تړي، خبرې او څیره، قد او قامت به یې د پښتانه وي خو د پښتانو په تاریخي مشرانو به نیوکې کوي؟؟؟؟

لارویه !

زما هغه شکونه ټول په یقین بدلیژي چې تاسو به خامخا د یوې پردئ کړئ ګومارل شوی قراردادي مامور وئ.

د ټول افغان د درنو چلوونکو نه احترامانه هیله کوم چې یا خودې دلاروي مخه ونيسي، او یا دې هم دده د لا خوښئ په خاطر د احمدبابا عکس د پاڼې د لومړي مخ نه کوز او زمونږ بې منطقه او غیر سلیم منطق خاوندانو خلکو سره مخه ښه وکړي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ښاغلئ ورور جلال احمدزئ صیب

سلامونه

تاسو لیکلي

[quote:b5c74b167c] لیا اِحساسات یې ندي غلي سوي ، لږ وخت ته اړتیا لري ترڅو بیرته سکون پیدا کړي او سلیم منطق ته راوګرځي. [/quote:b5c74b167c]

او په ادامه مو هغه څه کښلي چې له مخې یې لاروی یو ځل بیا جرائت کوي او د کرزي ناولئ شخصیت د لوی احمد شاه بابا رحمه الله تعالی سره تشبه کوي.

که ستاسو تشبه درسته وي نو کرزئ لالا دې نر شي ځان دې د نن عصر د دوهم شاه شجاع پر ځای د لاروي په اصطلاح د دوهم فرضي بابا په ټوګه په ولس وتپي تر څو یې د لاروي په اصطلاح د درواغجنو تاریخ لیکونکو په لاس لیکل شوئ تاریخ راتلونکو نسلونو ته انځور کړي ؟؟؟

رابه شو ستاسو د ډول د زعامتونو پرتلې ته

د پیښو او زعامتونو ِغټوالئ او شهرت، د هر دور د پیښو او چیلینجونو په تناسب اټکل کیدای شي، نه ستاسو د ډول پرتله چې د یو دور زعامت د بل دور د پیښو او هسکو ټیټو په تناسب تلئ؟

زما په نظر احمدشاه بابا رحمه الله تعالی علیه د خپل دور مهم، مدبر او ټاکونکئ زعیم دئ او د نن دور مناسب او د ټینګ عزم څښتن زعیم او د پښتنو د هویت مدافع به هم هماغه ستاسو په قول مشر ملاصیب حفظه الله تعالی وي.

که فرض کړو ستاسو قاعده صحیح وي نو بیا به د مسلمانانو په منځ کې دمعاصرو خپل منځي اسفناکو پیښو په پرتله د کربلا پیښه ډیره وړه نه وي؟ ؟؟

همدا ډول د نن ورځې د د ین او ناموس نه د دفاع په ډګر کې د تش لاس یوه حماسه به د صحابه کرامو د وخت د یوې غزا څخه د ستونزو، چیلنجونو، د نن وخت د سست ایمان، وسایلو او اراضي له مخې په تول درنه نه شي؟؟؟؟


..Ahmadzai
17.08.2009

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
[quote:9f80817733]که فرض کړو ستاسو قاعده صحیح وي نو بیا به د مسلمانانو په منځ کې دمعاصرو خپل منځي اسفناکو پیښو په پرتله د کربلا پیښه ډیره وړه نه وي؟ ؟؟ [/quote:9f80817733]
ګرانه وروره زما په نظر ننۍ پیښې ډیرې لویې پیښې دي، نن سبا چې د حق لارویان کوم زحمت تکلیفونه او تنګسې ګالي په تاریخ کې به ساری نلري .
نن سبا فتنه اچونکو او منافقانو کوم کارونه ندي کړي کومې دسیسې او کوم افواه او کوم خیانتو څخه یې دریغه کړې؟ نن سبا د دین او علم مدعیانو هم خپل وار سره د خپلې وسې پورې د مسلمانانوذهنونه مشوش کړي، ډیر من القاعدین والمتخلفین عن الجهاد د دې په ځای چې خپله فریضه ادا کړي بر عکس جهاد او مجاهدینو پسې یې راخیستې ده د هغوۍ هفوات ، عثراتواو عوراتو پسې سترګې خلاصې نیولي که څه په لاس ورسي او زر تر زر یې نشر او خپاره کړي ، بعضې جاسوسي کوي منافق دي ، بعضې یې دغسې بد نیته او مردار طبیعته دي،وروره بعضې یې ډالارو، یورو، روبل او بعضې ریالونو ته سجدې کوي.
نن څوک طالبان ای اِس ای پورې څوک یې امریکایانو پورې او څوک یې بل چا پورې تړي،خپله د بیغرتۍ شپې ورځې تیروي،خوزمونږ اتلو مجاهدینو باندې یې دغه غیرت او میړانه نه لوریږي،.
وروره زمونږ ټولنه په ډیرلوی امتحان تیریږي دلته خلک چاڼ کیږي، اول کمونستان چاڼ سول بیا د مجاهدینو ترمنځ منافقین او غداران او بیا طالبانو کې ورګډ سوي منافقین او اوس روښان اند او غرب پلوه دیمقراطیان، د ټولو آینې معلومې سوې
زمونږ ټولنه په ډیر لوې مخاض(د لنګون درد)باندې اخته ده ، او ولادت نیژدې ده،
دغه نوی مولود به اِن شاءالله د نړۍ مسلمانانو ته د امن او داِسلامي خلافت د بیا راژوندي کولوزیری وي.
جهاد ورځ په ورځ غښتلی کیږي،او دښمن شا تګ ته مجبوریږي چې اخر به دغه شا تګ په پور شکست تمام شي اِن شاءالله .
وروره ډیر وروڼه دا نه سي منلی او دا ورته یو ډول خیالات ښکاري، او هسې خوب یې بولي،او د افغاني خلافت هډو فکر او تخیل هم نسي کولی، خو زما په فکر دا د تورو بیرغو مقدمات دي چې حدیث شریف کې ورته اِشاره سوې، او دا ځل به اِسلامي خلافت افغانان جوړوي دوۍ یې د دومره ډیرو قربانیو سره مستحق دي او خدای تعالی به یې جهاد بې ځایه نه هدر کوي، او اِنعام به خامخا په اخرت او هم په دنیا ورکوي.
په درنښت
احمدزی


..Ahmadzai
17.08.2009

بیا هم السلام علیکم
اما د کرزي او احمدشاه بابا مقارنه او مقایسه بکل ناسمه ده
په احمدشاه بابا باندې زما نیوکې صرف د پاړسو رواجولو له مخه وې، نه د ده په اِخلاص صداقت او ایمانداري، احمدشاه بابا پردی ګوداګې نه وو، بلکی یو خپلواک او پوره غښتلی پښتون افغان وو،احمدشاه بابا زمونږ د پلار او بابا حیثیت لري، او ګرزی زمونږ د سر دښمن او د پردیو لاسپوڅي حیثیت لري.
په درنښت


Ghairat
17.08.2009

جلال احمد ځی صیب سلامونه !
[quote:55f0ac86b1]دغه نوی مولود به اِن شاءالله د نړۍ مسلمانانو ته د امن او داِسلامي خلافت د بیا راژوندي کولوزیری وي. جهاد ورځ په ورځ غښتلی کیږي،او دښمن شا تګ ته مجبوریږي چې اخر به دغه شا تګ په پور شکست تمام شي اِن شاءالله .
وروره ډیر وروڼه دا نه سي منلی او دا ورته یو ډول خیالات ښکاري، او هسې خوب یې بولي،او د افغاني خلافت هډو فکر او تخیل هم نسي کولی، خو زما په فکر دا د تورو بیرغو مقدمات دي چې حدیث شریف کې ورته اِشاره سوې، او دا ځل به اِسلامي خلافت افغانان جوړوي دوۍ یې د دومره ډیرو قربانیو سره مستحق دي او خدای تعالی به یې جهاد بې ځایه نه هدر کوي، او اِنعام به خامخا په اخرت او هم په دنیا ورکوي.
په درنښت احمدزی[/quote:55f0ac86b1]

وروره مایوسه کیږه مه، دا ټول د طالبانومخالف نه دي،بلکې طالبان دي چې دهر چا سره مخالفت څرګندوي،علت دادی چې که د طالبانوهدف په ټوله اسلامي نړۍ د بو داسې اسلامي خلافت برقرارول وي چې دخلافت مرکز به یې افغانستان او خلیفه به یې
هم افغان ملا محمدعمر وي،نه کوم عرب لکه اسامه او ظواهیري ،نودا خو باید کوم خوب اوکوم فال نهوي چې پټ وساتل شي ، بلکې روښانه شي چې :

۱ــ مونږ اسلامي خلافت جوړووچې په هغې کې به له اول سر څخه دغه دغه هیوادونه غړیتوب ولري اونور به ورپسې د خلا فت غړي شي ۰

۲ـــ عربي حکومتونه راسره داوطلب دریږي ، هغوی چې نه دریږي د اسلامي انقلاب په زور یې د خپل ولس پواسطه چپه کوو او یا یې مونږد خلافت د مرکز په پوځي زور سره نیسو اومدغم کوو یې!

۳ ـــ په اسلامي خلافت کې ملي مسایل نشته اوهغه هیوادونه چې له اول څخه یې د خلافت په رامنځته کولوکې له مونږ سره سیاسي ، ایدیالوژیکي، پوځي،استخباراتي، لوژستیکي اواقتصادي مرستې او همکاري لري ،
د خلافت په قدرت کې هم پراخه ونډه اوټاکونکې رول ولري لکه پاکستان ! په دې کې مونږ نه د پاکستان په ستره همکارۍ اونه د ISI په ژوره اسلامي ورورۍ سترګې پټولی شواونه ترې سترګې پټول غواړو!

د افغانانوله پار د ویاړ ځای دی چې دنړیوتا اسلامي خلافت قیادت ددوی په لاس کې شي اوملا عمر اخند د ټولې اسلامي نړۍ خلیفه شي!
ومن الله التوفیق !
[color=blue:55f0ac86b1]نوپه دې به کوم افغان خفه یا ناراضه شي؟؟؟؟؟؟[/color:55f0ac86b1]


..Ahmadzai
17.08.2009

بيا هم
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

[quote:8c0ff39534]خلیفه به یې
هم افغان ملا محمدعمر وي،نه کوم عرب لکه اسامه او ظواهیري [/quote:8c0ff39534]

محترمه ملا عمر د اسامه او يا ايمن الظواهري سره د اِطاعت بیعت نده کړی، بلکې دغو دواړو ملا عمر د امیر المؤمنین په حیث منلی او په دغه اساس یې ورسره بیعت کړی، په دغه بیعت دوي نه شرمیږي او نه دا یو پټ راز ده ، ټوله دنیا په دې خبره ده.
او تر څو چې ملا عمر ژوندی وي دوي به اِن شاءالله له دغه بیعت څخه لاس وانخلي، ځکه چې دغه خلک کرسي طلبه خلک ندي.
عرب ټول خاص او عوام ملاعمر ته په فوق العاده احترام قایل دي، د ده په شخصیت کې د اسلام غرور د اِسلام عزت او د مسلمانانو یوالی ویني، او د یو صادق مخلص او غیرتمن مسلمان قاید او مشر په حیث یې پیژنيي چې ننۍ ژمانه کې ساری نلري.
متآسفانه چې ژمونږ آفغانان یې په قدر نه پوهیږي، او یا هم د معاش تنګسه او نارام ژوند له وجه یې سترکې پټې دي.


Ghairat
17.08.2009

ښاغلی احمد ځی صیب وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته !
تاسو له مقدمی او د لوی ملاصیب له صفت څخه راتاو شوی یاست او زما د درې پوښتنو ځواب مو نه دی راکړی چې :
که خلافت هدف وي نو دوی ولې دغه درې موضوعات نه دي روښانه کړي ؟ آیا په ویلو یې شرمیږي او پټ یې ساتي، که دا دخیر موضوع ګڼلی شي ولې یې بیا نه تبلیغوي؟

د هرې موضوع په اړه مو نظر اوځواب غواړم؟؟؟؟

[quote:440e2590e7]عرب ټول خاص او عوام ملاعمر ته په فوق العاده احترام قایل دي، [/quote:440e2590e7]
د عربي حکومتونومشران هم ؟؟؟؟؟؟
لکه ؟؟؟؟؟
څوک؟؟؟؟


ډاکټر څپاند
18.08.2009

چه کرزی دی دهيواد مشروي نو د احمدشاه مسعود اکس په افغاني نوټونو
کی لا څه دشرم ځائ دی،که کرزی دی بيا لوچکمشر شو،ددوستم اکسونه به هم
په نوټونو کی درته چاپ کړي،دبوش نوبت هم رسيږي که
 دا"سترملي شخصيتونه"دهيواد واکداران پاته شي٠
هسئ خو هم پښتانه دغټ خينځير،علي جناح عکسونه په ډير افتخار په جب
کی ګرزوي٠احمدشاه که افغان نه وو،دافغانستاني کلمي قبول ته حاضر شوی وو٠
علي جناح دی لا څوک وه؟ دانګريز ستر بچی!
سر کوزي دې وي دپردو نوکر اود افغان دښمنان!


عادل عادل
18.08.2009

سلامونه

درنو وروڼو هر یو ثبات ثابت او احمدزئ صیب

مطلب مې دا دئ چې که د اوس لپاره مونږ ته څوک افتخارات راپه برخه کوي، نو نه باید چې مخکیني پرې له پامه وغورځوو او یا ورته خدای نخواسته په ټیټه سترګه وګورو.


larghonay laraway
18.08.2009

ياره عادله كه ستا دا نظر وي چې زه به نور تاسره په دغسې الفاظو بحث وكړم لكه
ستاچې عادت دي او په دې څوليكنو كې دې خپل عادت څرګند كړ نو دا خوب دې
چېرته اوبو ته تېر كړه.
مننه


عادل عادل
18.08.2009

لارویه !

ته نور نه د چا استدلال منې، نه نصیحت او نه هم التماس !!!

نو خیر به دې پدې کې وي چې خوله دې بنده کړې!!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more