نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
عادل عادل
01.08.2009
خوار دې شي هغه څوک چې د خپل قوم اومنل شوو مشرانو سپکه وایي
Ghairat
01.08.2009
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته !
احمدځی صیب د غلزیوهوتکو اوټولو پښتنو قومونو ننګ ، غیرت.مېړانه او.....او.....بیسارې صفتونه دي، پردې نه غږیږو، خبره په رهبرانو او د هغوی په ملي سیاست ده، په غیرت جنګ اومیړانه کې ه غلزي اوهوتکي پردي شاهان آن د تهور اندازی ته رسیدلې و، خو د احمد شاه با با ملي کارنامې ته دهیچا یوه کارنامه هم نشي رسیدلای ،ځکه چې هغه د افغانستان په نامه مستقل افغاني دولت رامنځته کړ ۰
آیا دا کار میرویس نیکه کولی شو؟ که یې کولی شو،ولې یې و نه کړ، اوکه یې پخپله نشوکولی، بیا هم دده د مدبرانه سیاست غځول په همدې انجامیده، نو احمد شاه وکړ او تر څو پورې چې افغانستان موجود وي پر احمد شاه به ویاړو، هو، له هر کال څخه بل کال ته پسې لا زیات!
شاه محمود او شاه اشرف چې ایران نیولای او حکومتونه یې پرې کولای شول ، نوآیا په خپله خاوره کې یې خيل هیواد اوخپل دولت نشو جوړولای ، اوهغه یې بیا نشو ساتلای؟ بالکل یې جوړولای او بیا تر نورو ابدالیانو ښه ساتلای شو! خو دا کار یې ونکړ اوچې ویې نکړ خپل قام اوخپلې خاورې ته پړه پاې شول، دوی د ایران په نامه د ایران حکومت ته خدمت کاوه،داچې ایران ته یې څومره خدمت وکړ،دا باید له ایرانیانونووپوښتې، پردیو هیوادونو ته د خپل قام د وینو په تویولو سره خدمت کول به د افغانانوله پاره ولې او د کوم ویاړ اړیزی وګرځېدای شي؟
د اشرف اومحمود مینه د علم و ادب او شعرپالنې سره د ایراني دربار له حالت سره ددوی سازش ګڼلی شو،که نه پښتنو خوهغه مهال نه علم درلود اونه عالمان اونه دغه شاهانو ایران ته د پښتنوعلم و وکلتور پښتو شعر وادب انتقال کړی دی، بلکې لا دوی به یوڅه زدکړه له ایراني پوهانو ، شاعرانو او ادیبانوڅخه کړې وي ،خو پښتو او پښتنوته یې د هغې څه ګټه هم نه ده ورانتقال کړې!
دمیرویس خان ملي مقاومت بالاخره د مستقل افغانستان په جوړیدلوتمامېده، لکه چې تمام هم شو،خودا کار د میریس خان زامنو اولمسو ونه کړ اوپه خپل تهور یې نور
هم مشکل کړ ۰
ولې احمد خان له ميرویس نیکه نه پند اخیستی و اود هغه ملي رسالت یې د افغانستا ن په جوړولو سره عملأ سرته ورساوه!
پاتې شول ابدالیان، لومړی خودا کرزی په ابدالیانوکې هم مه حسابوه اومه یې پر ما را تپه، چې زه ګواکې د کرزي دفاع کوم ، کرزی د ابدالیانو دویم شاه شجاع دی اونن هم د هماغه شاه شجاع باداران دده باداران دي ۰
خوکه دملی سیاست اوملي ادارې له نظره د امان ا لله خان، داود خان او ظاهر شاه دوروته وګورو، نوویلی شوچې نه یواځې د شاه شجاع، عبدالرحمان اوکرزي په څیر
غولاټي په ابدالیانوکې شته، بلکې ښه اوتر اوسه بی سابقې ملي سیاستوال هم په کې تیر شوي دي!
د ملا عمر د غیرت اومیړانې احساسات به هم د پردووطنونو هوتکي شاهانو په څېر تهورته رسیدلي وي، خوتهور دملي سیاست ،ملي ادارې، ملي پرمختګ او ملي کارنامو سره څه تړاو لری؟
برعکس تهور د ملي سیاست، ملي کارنامو،عقل ، تدبر علم اومعرفت ټولو سره دوښمني ده،ځکه یوکار چې زړه ورتوب غواړي ښايي تصادفأ یې چیرې سم و کړي خو سل او زر نور کارونه ورسره ورانوي !
د غیر ملي سیاست اوغیر ملي اتلویو له امله شیرخان سوري،غفار خان اوولیخان
په لره خوا کې او شاه محمود او شاه اشرف په بره خوا کې دونره د ملي ویاړ شخصیتونه نشوبللی!
نو ملا عمر دې هم اعلام وکړي چې یوملي رسالت لري د خپل وطن اوملت آزادي غواړي [color=red:88bb2acfea]اود اسلام په نامه هم د خپل قام ښکیلاک نشي منلی![/color:88bb2acfea]بیا وګوره چې آن زما پورې په ده ټول لر او بر پښتون راټولیږي که نه ؟
خوکه د ملت د پردیوودشمنانو له ډاره د ملت نوم هم په خوله نشي اخیستلای اود لوی افغان ملت پر ضد یواځې د پنجابي اسلام په نامه د بغارووهلواجا زه ورکړ شوي وي، نو دا بیا د آزادۍ اوملي خپلواکۍ لار نه ، بلکې یوه بله سیاسي لوبه ده چې صرف د پښتنود سرونو او برخلیک سره په کې بیدریغه لوبې کیږي ۰
..Ahmadzai
01.08.2009
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
وروڼو
زه شخصاً أحمدشاه بابا أبدالي ته ډير ډير إحترام لرم د يو عظيم أو سپيڅلي أفغان په حيث يې پيژنم، رښتيا هم چې مونږ ته يي ډير خدمت كړى، أو زمونږ په تاريخ كې د ځلانده ستوري حيثيت لري أو وبه يي لري، أحمدشاه بابا ته كه څوك د شك أو ترديد په سترګه ګوري، بد كوي بد كوي أو د ټولو پښتنو وقار أو حيثيت ته په كمه ګوري، د لرغوني خبرې مردودې دي أوما ته د قبول وړ ندي.
هيله كوم چې غلط فهمي ونسي.
په درنښت
و.افغان
01.08.2009
محترمو وروڼو !
یو وار بيا سلام علیکم
په لنډه به يې ووايم، چې افغانستان دهر هغه چا وطن دی، چی ځانته افغان وايي،
په افغانيت افتخار کوي، او دې پاکې خاورې ته په زړه کې خلوص او اخلاص لري.
دا يواځې دغلځو وطن نه دی، يواځې دابداليانو وطن نه دې، يواځې دپښتنو وطن
نه دی، يواځې دتاجکو، اوزبکو، او هزاره وو وطن نه دې، هيڅوک حق نه لري، چي
خپل ځان يا خپل سوچ په نورو په زور ومني.
دا دټولو افغانانو شريک هيواد دې، ددې هيواد او ددی هيواد دتبعوو دسرنوشت
په اړه پريکړه ټولو افغانانو پورې تړلې ده، نه يواځې کومې افغانۍ ډلې يا قبيلې
پورې.
ددې وطن او ولس په اړه به فيصلې ټول افغاني توکمونه په شريکه په سلا سرته
رسوي، هيڅوک حق نه لري چې دغيرت په نوم داسې تهور ترسره کړي چې افغانان
يا افغانستان دتباهۍ کندې ته وروغورځوي.
او نه څوک حق لري، چې دوطن دترقۍ په نوم ښکيلاګرو ته لاس ورکړي، او دخپل
هيواد په اشغال کې ورسره مرسته وکړي.
ددې هيواد ددولت جوړيدو، ترقۍ، پرمختګ، تعليم، او آبادۍ مسؤول يواځې
خپله افغان دی او بس.
په درنښت
Ghairat
02.08.2009
د برده دارۍ پیر پخوانی روم :
کله به چې دوه غښتلي غلامان د قیسر اود هغه د ښځې اونوروآراکینو د سیل اوخوشالولوله پآره د پهلوانۍ په ستدیوم کې دمرګ په ګواښ مجبور په غیږ سره وروستل شول نو هریوچې به یې را سملاوه، د نندارچیانو غوښتنه به داوه چې غالب غلام دې اوس مغلوب غلام ووژني او غږ به یې پرې کاوه چې خنجر یې په سینه ورښخ کړه نوهغه بیچاره به یې وواژه۰
دا د برده دارانو او قیسرانو قانون و،کوم چې د ثبات صیب په ذهن کې لا هم ثابت پاتې شوی بريښي۰
خو ثبات صیب خبر نه دی چې ټول افغان د لیکوالانو د نظرڅرګندونو ځای دی، نه د لیکوالانو وژنغالی!
اوهېڅ لیکوال د پیغمبرۍ ادعا نه کوي چې ګواکې تیروتنه به نه کوي ۰
خو وګورئ د لرغوني لاروي په لیکنه ډیرود نظر څرګندونې وکړې اود احمد شاه با با ستر ملي شخصیت لا ډیرو لوستونکوته روښانه او ثابت شو، دا د لاروي صیب د لیکنې ډیره خوږه او لوړ آرزښته میوه ده، چې په بل ډول د لوستونکولاسته نشوه راتلای اونه دومره تاود ه او رغنده بحثونه برې رامنځته کیدای او غزیدای شوو!
لاروی صیب خو یوروڼ انده دیموکرات او صاف لیکوال دی، په سړه سینه یې ستاسې اندګورونه واورېدل ، څه چې د لاروي په زړه هغه یې په خوله وي او
له تاسو سره یې شریکوي ، که یې تور توتان دي هم له تاسو قربان دي!
او هیرمونشي چې :
[color=blue:4445cc47e9]پرمختګ تل په ضد اونقیض اود هغوی په تمیز کې وي[/color:4445cc47e9]
اوالفت صیب وايي :
[color=red:4445cc47e9]که هر څه رانه اخلې،خیال اوفکر مې مه وژنه
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ په دې کې ما خپل قام ډیر تاوان لیدلی دی![/color:4445cc47e9]
ډاکټر څپاند
02.08.2009
غيرت صيب،هغه وخت چه کوشان له دی سايټ نه وشړل شو،کشکی ستاسو
دموکرات ضمير بېداروی!
وی مارکوګ ځي مګرپخپله سوړه سيخ شي٠
..Ahmadzai
02.08.2009
السلام عليكم
[quote:c73160b883]غيرت صيب،هغه وخت چه کوشان له دی سايټ نه وشړل شو،کشکی ستاسو
دموکرات ضمير بېداروی!
[/quote:c73160b883]
ثبات صاحب نو ته كوشان د لاروي صاحب سره برابر وې، كه برابروې نو د إنصاف تله دې كږه ده، كوشان زمونږ ديني معتقداتو ته په سپكه قايل وو، يو ملحد أو مفسد وو، نه يې خداى تعالى نه رسول الله پريښودل هر څه باندې يې ملنډې وهلې، مطلب يې بحث نه وو، بلكي د خپل مردار فكر خپرول وو.
أو لرغونى صاحب كه دا بد كړي وي خو نور يي ډير ګرمې أو ښې د بحث موضوعګانې وړاندې كړي، كه أحمدشاه بابا ته ښه ووايي أو كه بد نه يي له أفغانيت څخه ويستى سې أو نه إسلاميت څخه أحمدشاه خو نه خداى أو نه پيغمبر ده ، د بابا د وخت مدني قضائي قانون وګوره داسې مواد هم پكې سته چې نه إسلام سره سر خوري نه إنسانيت سره، د مثال په توګه د ښځينه جنس له ميراث څخه محرومول، أو د كونډو په زور أو د قانون په زور ميراث خورو ته وده ول، يعني ښځې د ميراثي مال يوه جنس ګرځول، چې پښتنو كې لا أوس هم رواج ده.
داسې به ډيرې نورې نيوكې هم وي، نو د دغو نيوكو إنتقاد به جرم وي؟.
لرغونى صاحب بايد د أحمدشاه بابا په شخص أو إخلاص د ترديد أو شك څخه لاس واخلي، نورو نيوكو ته يې لبيك وايو.
په درنښت
و.افغان
02.08.2009
[quote:c8250af2f8="Subat Sabit"]غيرت صيب،هغه وخت چه کوشان له دی سايټ نه وشړل شو،کشکی ستاسو
دموکرات ضمير بېداروی!
وی مارکوګ ځي مګرپخپله سوړه سيخ شي٠[/quote:c8250af2f8]
ثبات صاحب:
تاسو لکه چې زړه کونجاړه يو ځل بيا په خوب وينئ.
لرغونی صاحب يو تکړه محلل، او افغانې ټولنې ته يو مخلص ليکوال دې، که څه هم
دهغه دپورتنۍ لیکنې دډیرو اړخونو سره مونږ خپل مخالفت څرګند کړ، خو دا ګمان
نه کوو، چې ښاغلي لرغوني صاحب به ددغه څرګندونو څخه خپل افغان پرتمين ټبر
ته سپکاوې موخه وه.
لرغونی صاحب له اخلاقي پلوه ديوه درانده شخصيت لرونکی دی، سپک خويه او
ښکنځلمار نه دی، په منطقو غږيږي، ستاسو له اړخه دکوشان سره دلرغوني صاحب
پرتله کول ډيره ناسمه بريښي، او کيدای شي اړست يې دا وي، چې تاسو اوس
هم زړې کونجاړې په خوب وينئ، خو سوچ مو وي، چې افغان ولس دخپل اسلامي او
افغاني اخلاقو له مخې تاسو ته دځان بدلولو لپاره دنور ژوند فرصت هم درکړ، خو دنه
بدلون په صورت کې تاسو په افغانستان کې هيڅ ځاي نه لرئ، او دغه کونجاړې له
هيواد څخه لرې، په نورو غربي او شرقي دولتونو کې سره په ګډو مجلسونو کې خورئ.
په درنښت
ډاکټر څپاند
03.08.2009
وهاچ صيب سلامونه،
بهتره به داوي چه متل مکمل وليکۍ،
غويه چه زوړ شي نو کنجاړه په خوب ويني٠
ستاسودا ليکنه ما له ديوی ښکنځلي معنی لري،داځکه چه هغه دکوم کم سواده
احساساتي ځوان له خوا نه بلکه دمحترم مولوي صيب،قاري،صيب،ماستر صيب
وهاج ساپي لخوا ليکل شوی ده٠
که هدف مو دزړې کنجاړې نه په کابل کي واکداري وي،نو هغي ترخه مزه
دهری عقيدی لرونکی څکلی ده،که کمونست،اخواني،طالب يا دموکرات٠
پدی به خلک قضاوت کوي چه څوک ډير بد ول(ځکه چه ټول بد ول)٠
دلوی څښتن په فضل،په خپل ژوند کی می حتي دمدريت په مقام کی کار هم
ندی کړي،نه به يي وکړم او نه يی ځان مستحق ګڼم٠مګر ديوه انسان او مسلم
افغان په صفت دا حق لرم چه د ملي ضد مطالبو او دهغو دليکوالو په هکله
خپله کرکه څرګنده کړم،اوهيچا ته دا حق نه ورکوم چه ماته دکنجاړه خور
خطاب وکړي،کنه نو ځما هم دا چل زده چه په مختلفو نومونو ځان ثبت او
خدای مکړه نورو ته بد رد وليکم٠
هر هغه څوک چه اسلام يا افغان او دهغوباباګانو اوتاريخي وياړونوته په سپکه
سترګه ګوري،زما دنفرت وړ دی،يا به توبه باسي او يا بايد مجازات شي٠
غر په پر نه پټيږي٠
ګج بحثي ته ضرورت نشته٠
دلته دافغانستان په موسس او د معاصر تاريخ په نوميالي شخصيت،چه نه
يواځي افغان ته بلکه اسلام ته ئی هم ډير ستر خدمتونه کړي دي،تيری شوی٠
دا خنجر دلطيف پدرام له خوا نه بلکه زما دلستوڼي نه راګذار شوی٠
که نن ئی دده سره سپينه نکړی شو،سبا به پدرام ته جينګي داړې ولاړ يو٠
[quote:2e1615c0b5]
ثبات صاحب:
تاسو لکه چې زړه کونجاړه يو ځل بيا په خوب وينئ.
لرغونی صاحب يو تکړه محلل، او افغانې ټولنې ته يو مخلص ليکوال دې، که څه هم
دهغه دپورتنۍ لیکنې دډیرو اړخونو سره مونږ خپل مخالفت څرګند کړ، خو دا ګمان
نه کوو، چې ښاغلي لرغوني صاحب به ددغه څرګندونو څخه خپل افغان پرتمين ټبر
ته سپکاوې موخه وه.
لرغونی صاحب له اخلاقي پلوه ديوه درانده شخصيت لرونکی دی، سپک خويه او
ښکنځلمار نه دی، په منطقو غږيږي، ستاسو له اړخه دکوشان سره دلرغوني صاحب
پرتله کول ډيره ناسمه بريښي، او کيدای شي اړست يې دا وي، چې تاسو اوس
هم زړې کونجاړې په خوب وينئ، خو سوچ مو وي، چې افغان ولس دخپل اسلامي او
افغاني اخلاقو له مخې تاسو ته دځان بدلولو لپاره دنور ژوند فرصت هم درکړ، خو دنه
بدلون په صورت کې تاسو په افغانستان کې هيڅ ځاي نه لرئ، او دغه کونجاړې له
هيواد څخه لرې، په نورو غربي او شرقي دولتونو کې سره په ګډو مجلسونو کې خورئ.
په درنښت
_______[/quote:2e1615c0b5]__________
عادل عادل
03.08.2009
سلامونه
هغه خوله او قلم دې مات شي چې د خپل قوم او مشرانو په سپکه خوځیژي.
خوار دې شي هغه پښتون چې د قومي او تاریخي ویاړونو سپکه وایي.
بې انصافه دي هغه څوک چې د پورتنیو خوله ماتو او خوارشوو څخه دفاع کوي.
وهاج صیب په دې مسله کې بلا تشبه صبغت الله مجددي ته پاتې کیژی، ته خو لا تر اوسه ژڼۍ یې چې سپین ږیرۍ شې نو بیا به استخارو ته هم ملا وتړې. خدای ته وګوره ستاسو نه زمونږ توقع تر دې ډیره اوچته ده خو متاسفانه کله ناکله ډیر ټیټ ټیټ لګیژئ.
خدای دې دپښتنو له منځه غلام ذهنه سپک خلک، او دلستوڼې ماران ورک کړي.
داسې سپک او ورک خلک چې وي نو لرې نده چې زمونږ تاریخي ارزښتونه به ګاونډیان غلا کوي. ورشئ ایرانیان هیڅ هم نلري خو د دروغو او تزویر په کارولو سره زمونږ د سید افغاني رحمت الله علیه دعوی لري، د بلې خوا غزنوي، ابدالي او غوري نومونه مو پنجابیانو په ګنډه کې وهلي، خپل راکټونه پرې نوموي ځکه چې پدې ښه پوه دي چې د ضعیف النفسه هندوانو په وړاندې تر راکټ نه ددغو نومونو هیبت او شهرت ډیر اوچت دئ.
larghonay laraway
03.08.2009
ثبات ثابت او نورو ته !
زه هيڅكله هم بې توله خبره نه كوم. اوس هم په خپله خبر ولاړ يم خو دا چې وخت مې ډېر لنډ او تنګ دى او په دې ورځو كې داسې بوخت شوى يم چې اته او شپيته رانه غلط دي نو دا په دې معنى نه ده چې زه ګوندې له بحث نه تښتيدلى يم او ثابت د پټو سترګو احساساتي فيصلې هم واورولې.
ثابت خانه په كوټه كې يو استاد دى صاحب زاده صيب نومېږي هغه چې له چا سره ليكنى سوال او ځواب كوي نو وايي (ايښى مې يې خو پرېښى مې نه يې)
زه په دې اړه مفصل بحث كوم خو ته تر هغې وخته يو څه مطالعه وكړه او د بې علمه شيخانو غوندې سړى زر كفر ته مه اوباسه.
مننه
په همدې هيله
لرغونى لاروى
و.افغان
03.08.2009
لرغونی صاحب:
لومړۍ خو دا چې که څومره هڅه وکړئ، نو نشئ کولای چی دخپلو خبرو لپاره قاطع
دلائل پيدا کړئ، که هر څه لاس ته درځي مظنون به وي، دهندوانو او ايرانيانوخبرې
به وي، اګر که تاسې پرې زړه بايللې دی.
لکه حامد صاحب چی درته ويلي وو، ددې خبرو دروغ ثابتول هم څه آسان کار نه دی،
دا تاريخي وقائع دي، او افغانستان داسی مثقف خلک نه لرل، چی خپل تاريخ په
زیرو زبر سره ټکي په ټکي وليکي.
که تنها خبره په وږې، پګړۍ، او ګلدوزي غاړه کې وي، نو خبره آسانه ده، خو تاسو
چې کوم سپک القاب ستر احمد شاه بابا رحمة الله علیه ته کارولي دي، دهيڅ يو
افغان لپاره زغم وړ نه دي.
ستر احمد شاه بابا رحمة الله علیه باندې دوياړ لپاره يواځې دا بس دی، چی نوموړې
داوسني افغانستان پلار ګڼل کیږي، او که تاسو له دی هم منکر ياست؟، که چيرته
تاسو هغه په دی خاطر پړ بولۍ، چې خپله امپراطورئ يې پراخه کړې ده، نو بايد
دنړۍ ټول خلک خپل مشران پړه وبولي، تاسو دافغاني تاريخ تر څنګ دنورو
قومونو او خاورو تاريخ هم وګورئ، دهغوی مشرانو هم دخپلو امپراطوريو
دپراخولو لپاره شرقا وغربا، شمالا وجنوبا، حملې کړي دي، خو دهغوي وروستي
اجيال هغوی دسترو شخصيتونو او ملي مشرانو په صفت پيژني، او فخر پرې کوي.
داوسني نوو دولتونو له رامنځ ته کيدو مخکې به عربو په يوه بل حملې کولې، حتا
چې مالونه، وسلې، او غلامان به يې له يوه بله نيول، چې په دغو خلکو کې داوسني
دولتونو دځينو پاچاهانو کورنۍ هم شاملې دي، خو دغو خلکو ته ددرنو مشرانو په
سترګه کتل کیږي، اصلا دنړۍ قانون دادې ، چې قوت يا ځواک خپله خپل تأثير
څرګندوي، او څلورو اړخونو ته په اتوماتيک ډول وسعت پيدا کوي، دغه خوريدل په مختلفو
وختونو کې مختلف رنګونه خپل کړي دي، چې نوې او ماډرن ډول دامريکايي امپراطورۍ
پراخيدل دي، آیا تاسو څوک امريکايي ليدلې دی، چی خپلو مخکينيو مؤسسو
مشرانو پسې سپکه خوله وخوځوي.
دغنمو دوږي، ګلدوزۍ غاړې، او رنګينې پګړۍ خبرو ته مو هم ځواب ډیر آسان دی،
په افغانستان کې په اوړي کې غنم رسيږي، او هيڅ لرې نه ده، چې په پټيو کې دمني
په وخت څه وږي له لو څخه پاتې وي، ځينې خلک يي په کورونو کې هم ساتي،
په تاريخي وقائعو کې ډير کله په داسې څيزونو کی اختلاف رامنځ ته کیږي، ګرانه
وروره ! حتا له پيغمبر صلی الله علیه وسلم څخه په رانقل شوو حديثونو کې دثقه
علماوو له لارې ډیر اختلافات رانقل کیږي، چې يواځي مجتهد محدث يي سره
سپړلاي شي، دلته مهمه نه ده چې وږۍ په پټي وو، که په کور کې وو، دغنمو وږۍ
وو، او که دوربشو وو، مهمه داده چې دمشر دټاکنې په وخت دهغه په سر کې يا
دغنمو يا دوربشو وږۍ کيښودل شو.
ګلدوزي غاړه ځمونږ ډير مشرقيوال نه کوي، البته په کنداريانو کې ډیر رواج دی،
ډير زيات ښاري کنداريان مې ليدلي دي، چی ګلدوزۍ غاړې کوي، او بیا مو ديته
فکر وي، چی ډیر دپاچاهانو او مشرانو لباس نظر نورو خلکو ته نسبتا مختلف وي، که
تاسو چيرته تاريخي وثائقي فيلمونه وګورئ، نو دا نقطه به مو ډیره تر سترګو شي.
څومره چې دافغانانو وروسته پاتې کيدل تاسو ځوروي، ما او زما په څير ډير
نور ځوانان هم ځوروي، خو مونږ وخت ته ضرورت لرو، په آن فان کی هر څه نشو تر
سره کولای، او که نه فکر مو وي، چې دکمونستانو غوندې به مونږ هم دخپلې عجلې ښکار شو، بيا به وايو چی مونږ خو خير غوښته، خو اوبه به له ورخه تيرې وي.
په درنښت
عادل عادل
03.08.2009
بوی دې ولګي د هغه پښتون چې د افغان شموله ویاړونو سپکه وایي.
ورک دې وي هغه څوک چې د افغان د برمه ډک تاریخ ته په سپکه سترګه ګوري.
خوار دې شي هغه څوک چې د ډهلي د تخت د فاتحانه ابدالي بابا افغاني، اسلامي او پښتني شان ته په سپکو سپورو سر دي.
څوک چې پوه نه شي چې پخپله ناپوهۍ ندی پوه
پاتې شي جهل مرکب کې تر قيامته پورې
څوک چې پوهيږي چې پخپله ناپوهۍ ندی پوه
باسي خپل خر د خټو منځ نه نګوښيدلو باندې
څوک چې پوهيږي چې پخپلې ناپوهۍ پوهيږي
د عقل پير يې و محفل ته رسيدو باندې دی
په درنښت
رښتینی
03.08.2009
مامخکی لاروی صب ته لیکلی و چی دا بحث
دومره ګټور نده داچی ستا په تشه ادعا دومره
بحث اوجنجال جوړ شو نوپه دلائلو راوړلوسره
خو به خبره بیخی خوړینه شی خبری دی فی
الحال هم خوند له لاسه ورکړی دی زما په اند ددی
بحث نور تړل په کار دی
په مینه
و.افغان
03.08.2009
[quote:9f84342471="حامد"]مامخکی لاروی صب ته لیکلی و چی دا بحث
دومره ګټور نده داچی ستا په تشه ادعا دومره
بحث اوجنجال جوړ شو نوپه دلائلو راوړلوسره
خو به خبره بیخی خوړینه شی خبری دی فی
الحال هم خوند له لاسه ورکړی دی زما په اند ددی
بحث نور تړل په کار دی
په مینه[/quote:9f84342471]
حامد صاحب:
زما هم دغه نظر دی، چی نور بحث وتړل شي.
په درنښت