نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
فرضي بابا گان او دروغجن ليكوالان
larghonay laraway
25.07.2009
بس د پښتنو كمى دى ځكه خو په اوسني تخنيكي او كمپيوټري عصر كې هم د دوى حال دومره بې خونده دى چې اوس هم په منځنۍ پيړۍ كې اوسېږي.
عوام يې اوس هم د دې پر ځاى چې خپل ماشوم ته واكسين وكړي د باباګانو د قبرونو خاورې ورڅټي او د دروغجنو چهلګزيانو طوافونه پرې كوي
ليكوالان يې د دې پر ځاى چې خپلو خلكو ته نوي مدنيتونه وروښيي، نوى ژوند ورپه ګوته كړي، د راتلونكې لپاره يې وهڅوي،او د دې پر ځاى چې د هغو هيوادونو د برياليتوب راز ورپه ګوته كړي چې بې له غلاوو، بې له يو بل وژلو او بې له نفاق او دبړه مارۍ يې خپل هيوادونه جوړ كړي ،
[ بس دماضي په اساطيرو او افسانو يې بيخوده کوي، او دمستقبل سترګې يې
ورړندوي.]
__________________________
[color=white:047ae4cbdd]دښاغلي لاروي څخه دبخښنې په غوښتلو سره بايد ووايم، چی دنوموړې ليکنه کې
مې ضروري تغيير راووست، هيله کوم چې ټنډه پرې تروه نه کړي، سوچ کوم، چی
دغه کار به ځمونږ ټولو لپاره ګټور وي، ددوه قوسونو تر منځ وروستۍ کرښه زما
انشاء ده، او سکالو له خيره سره نوره وتړل شوه.
په درنښت
وهاج ساپی[/color:047ae4cbdd]
رښتینی
25.07.2009
ددروغجنو بابا ګانو نه منل یا منل اوستایل دواړه یوه موضوع ده په دی
کی کوم نوښت نه لیدل کیږی په داسی حال کی چی تاسو خلک نوښت ته
رابولئ لکه دا پاس مو چی مهربانی کړی ده نوپه خپله تاسو باید لومړۍ
له دی بیکاره قفس نه را ووزئ چی نور هم له هغو زړو بابولالو لاس واخلی
او ستاسو په پله پل کیږدی
او ګوره دی ته دی پام وی چی د دروغجنو باباګانو دروغ ثابتول وخت
او انرژی غواړی نو دا وخت او انرژی په نوښتونو کی لګول ضروری دی
وای یو ملا صیب یو ځای د ډول غږ واوریده نو غصه شو چی دا حرام کار
څوک کوی !!؟؟ او ور روان شو چی هغه خلک منعه او وترټی خو چی ډول
ته ور نږدی شو نو د ډول خرپنده چمبی د ملا صیب د مستی رګونه تر اغیز
لاندی راوستل په خوله یی ویل چی بند کړئ ډول بند کړئ
خو له دی امریه جملیی سره یی د میده اتڼ په ډول سر هم نڅاوه :)
اوس ښاغلی لاروی ګوره خپه نشی دا د بابا ګانو دروغجن بلل ملالۍ
افسانه بلل او داسی نوری کیسی زما په اند بیځایه او سیمئیزو اختلا
فاتو ته لاره برابروی نو زه وایم ډیر چیړ به یی ګټور نه وی
...مینه ...
..Ahmadzai
25.07.2009
وروڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
[quote:b9cdd37591]عوام يې اوس هم د دې پر ځاى چې خپل ماشوم ته واكسين وكړي د باباګانو د قبرونو خاورې ورڅټي او د دروغجنو چهلګزيانو طوافونه پرې كوي
[/quote:b9cdd37591]
دې ته وايي شرك.
[color=green:b9cdd37591]إِنَّ اللَّهَ لا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالًا بَعِيدًا [النساء:116]. [/color:b9cdd37591]
أو رښتيا هم چې زمونږ ډير هيوادوال په دغې ناروغۍ أخته أو دوچار دي، أو د دې ناروغۍ لپاره طبيبان ډير كم أو بې زړه ښکاري.
دغه موضوع بايد د إسلام فورم كې په مفصل ډول د بحث لاندې ونيول سي، ځكه چې ډير تعليم يافته ځوانان هم د جهل په دغه ناروغۍ مبتلا دي، أو د جدال لپاره ډير څه لري.
له مړو څخه شيطان هم بيزار ده.
په درنښت
أحمدزى
و.افغان
25.07.2009
.
.
لرغونې صاحب:
دحامد صاحب ليکنه ستاسو لپاره دسرو زرو ډالۍ ګڼم.
دهغه متل ټوکه درباندې ونه شي، چې وايي:
دباران نه تښتيدم دناوې لاندې مې شپه شوه.
.
.
په درنښت
Re: فرضي بابا گان او دروغجن ليكوالان
pattang
25.07.2009
لرغونيه څه اپلتې دې شروع کړې دي !
د اسماعيل يون سره خو به سيالي نکوې ?
ستا په ليکنه به ستميان ښه اتڼونه کوي ، ته ولې داسې سادګي کوې دا نور خو په
سابونه درسره غږېږي زه يې بډه بوله درته وايم :
دغه کوم شيان چې دپوهې په هکله تا ليکي دا وقعت دي ، خو دا چې ته يې په پښتنوته ور اړوې او ملا مته وې يې دا خيانت دی : ==> ته ولې د تېرو استعماري،
عنعنوي ، جنګي ، سياسي او اقتصادي شرائط هېروې او هېر کړي ??
دا اوس څه حال دی ? پر دې حال کې که ستا ټول پښتانه د کمپيوټر پړانګان شي
څه يې په درد وخوري ? ==> ايا فکري روزنه اوخپل ابتکار به لري ? په کار يې اچولی شي ? او که داشغالګرو په تلسم تړلي چرګان به و ي !
که دوی ټول عالمان شي چېرې به کار کوي ? خو يا به پاکستان، ايران ، عربو کې
مزدوري کوي او يا به پنايندګي په غرب کې غواړي .
هم داعلت دی چې پښتنو به زامن ښونځې ته نه ورکول ، ځکه چې 12 کاله به له مذدوري ځخه هم ووت او اخر ته به بيکاره ګر زېده نه به ددې خوا شه نه دهغې٠
هو پوهه ښه شی دی ناپوهي تياره ده ا و دهر چا طبعي حق دی خو ددغو حقوقو مېوه بيا اوس ډېره ترخه د ه ( ګوره غلط پوه نشې مقصد مې خاص شرائط دي ،اشغال شوی/ افغانستان دي ) ٠
دا اوس خلک د هم پوهه لري خو په خپله پوهه کې جهلان او مذدوران دي :
له کرزي ، فهيم ، دوستم ,........نه نور هم جاهلان شته !
اوس به راشو دغنمو وږي ته ګوره ځان ته پوهه هم وايې خو نا پوهي کوې :
زما په صالون کې اوس هم دا څو کاله کيږي په يوه کنچ کې په يوه اوږده ګلداني کې د غنمو ګېډۍ دشکلا او طبېعت لپاره ولاړه ده .
په افغانستان کې به دغنمو د وږيو د ګيډۍ ساتل يو نيک شاګوم بلل کېده او
زړو ښځو به تل دتورو ګودرو يه سرويو کې منډلې وه اوتر بل غنم لوه پورې
به يې لکه شاګوم کلکه ساتلي وه٠
نو ته ولې ستمي تقرير کوې ?٠
ډاکټر څپاند
25.07.2009
پتنګ صيب له ژبي دئ درځارسم.
لعنت پر شمالي غلو ټلوالو اودپاکستان په دالخوره نوکرانو!
باتور
26.07.2009
ښاغلي لرغوني ته !
وای خپل به دي وژړوي پردی به دي وخندوي . .
په موږ پښتنو داسي ورځ راغلي چي هم مو خپل ژړوي هم مو پردي .
زه نه پوهېږم چي ښاغلي لرغوني ولي په خپلو پسې راخيستي ؟
[color=white:ad7fa94d5b]په خره سپرېدل يو عيب ده، را کوزېدل يې بل [/color:ad7fa94d5b]
په درنښت
larghonay laraway
26.07.2009
السلام عليكم !
له ټولو پښتنو احساساتي وروڼو نه مننه چې زما نيوكې ته يې په تودو احساساتو او جذباتو ځوابونه ويلي دي.
حامد صيب ته همدومره وايم چې دا رښتيا هم زړه موضوع ده خو په ټول افغان كې د چاپ شوي كتاب اعلان بيا نوې كړې ده او ما خپله انرژي او وخت مصرف كړى خو د لرغوني په مستعار نامه نه!
بله دا چې تاسو ولې داسې فكر كوئ چې پر احمدشا دراني نيوكه يوې سيمې ته منسوبېږي؟ كه داسې وي نو له دې خو بله غټه تېروتنه نشته ځكه هغه خو په يوې سيمې پورې نه بلكې په ټول افغانستان پورې مربوط دى حتى له اوسني افغانستان نه يې هم د واكمنۍ كړۍ پراخه وه!
مولوي صاحب وهاج صيب كور دې ودان خو هغه د پاړسو متل دى:
اگر كفر زكعبه خيزد چه بود مسلماني
ما خو داسې فكر كاوه چې دا د چهلګزي دروغجنو باباګانو رد خو به تر ټولو په تا ښه ولګي خو نه پوهېږم چې ولې؟
دروند مولوي صاحب وهاجه زه هيڅكله هم غوسه نه كوم ځكه چې خداى ج وايي له مسلمانانو سره نرمې خبرې كوئ. نو د دې بحث فورم وروڼه خو مسلمانان دي. بله دا چې په تحقيقي پوښتنو اښتنو كې غوسه، سمت پرستي، تعصب او پلوي كول يو ستر خيانت دى نو باور وكړئ چې زه په خپلو دې پوښتنو كې نه د كوم سمت، نه كوم اړخ پلوي يا ورسره تعصب كوم. بلكې د يوې ريښتونې نتيجې په هدف خپلې پوښتنې مطرح كوم.
پتنگ صيب سلامونه !
ګوره اشنا زه خو اوس ستا په څېر له يوې نه دويمه خبر د اشغال شوي حكومت پر ضد كوم نو اوس ولې پر ما شك كوې؟
بله دا چې په دې بحث كې خو د اشغال كومه پوښتنه نشته او نه يې په اړه بحث دى بلكې دا بحث د يو نوي چاپ شوي كتاب په اړه دى چې هغه هم تكراري چاپ شوى دى او زما نظر دا ؤ چې له تكراري خبرو او په تاريخ كې اوسيدو تېر شو بلكې د راتلونكې په غم كې و اوسو. دا خو د مكې د مشركانو عادت ؤ چې ويل به يې پلار مې داسې تورزن ؤ، نيكه مې داسې تكړه ؤ او ... په همدې به يې قصيدې هم ليكلې كنه له وهاج صيب نه پوښتنه وكړه.
و.افغان
26.07.2009
[quote:7c41f57095="larghonay laraway"]
مولوي صاحب وهاج صيب كور دې ودان خو هغه د پاړسو متل دى:
اگر كفر زكعبه خيزد چه بود مسلماني
ما خو داسې فكر كاوه چې دا د چهلګزي دروغجنو باباګانو رد خو به تر ټولو په تا ښه ولګي خو نه پوهېږم چې ولې؟
دروند مولوي صاحب وهاجه زه هيڅكله هم غوسه نه كوم ځكه چې خداى ج وايي له مسلمانانو سره نرمې خبرې كوئ. نو د دې بحث فورم وروڼه خو مسلمانان دي. بله دا چې په تحقيقي پوښتنو اښتنو كې غوسه، سمت پرستي، تعصب او پلوي كول يو ستر خيانت دى نو باور وكړئ چې زه په خپلو دې پوښتنو كې نه د كوم سمت، نه كوم اړخ پلوي يا ورسره تعصب كوم. بلكې د يوې ريښتونې نتيجې په هدف خپلې پوښتنې مطرح كوم.
.[/quote:7c41f57095]
دروند لرغونی صاحب:
دچهلګزیانو په اړه دې رښتيني تحليل رښتيا هم چی خوشاله کړم، البته دښاغلي احمدزي صاحب تبصره باندې می بسنه وکړه.
خو داحمد شاه بابا له مرګ څخه دڅو پيړيو دتېرېدو وروسته په ټول افغان کې دهغه غير عادلانه محاکمه کول به څه ګټه ولري؟ او ځمونږ دکوم درد دوا به شي؟
نورې خبرې مو پر ځای دي، مونږ افغانانو ته دې خدای جل جلاله هدايت وکړي، صحي
ده چې جهل يا ناپوهي ځمونږه لوي دښمن دی، خو دافغانستان جاهل او ناپوهه قشر نه، بلکه پوه تکړه، ماسټر، او
ډاکټر قشر وطن په داسې تور سيلاب لاهو کړ، چې دبچکیدنې هيڅ څرک يي تر اوسه
نه لګیږي.
ديوه ملت مشر دهغه ملت دپرمختګ او شاتګ يواځينې مسؤول نشي ګڼل کيدې، بلکه
دټولنې ټول مثقفین او علما هم په دغه پروسه کی پرېکنده رول لوبوي، متأسفانه چې
ځمونږ دټولنو مختلفو قشرونو خپله دنده په مسؤولانه توګه سرته نه ده رسولې.
نه مو علماوو اسلامي دين لپاره اساسي کار کړې دی، او نه يې خلکو ته صحي ديني
تربيت او زده کړې ورکړي دي، کومې چې ددنيايي پرمختګ سره هيڅ تضاد نه لري.
حتا دطالبانو او موليانو په حکومت کی دداسې هيڅ خدمت نه دې تر سترګو شوې.
دعصري زده کړو پوه قشر مو ددې پر ځاي چې دوطن دپرمختګ سبب شي، هغوي
ځان سره دکمونیزم الحادي ايديولوژۍ راوړې، او په دغه نوم يي ډير بې ګناه خلک
ترتيغه تیر کړل، او وطن يې له داسې سلسله وارې تباهۍ سره مخ کړ، چې دوروستۍ
کړۍ هيڅ پته يي تر اوسه نه لګيږي.
داسې حال چې هر يو دردیدلې افغان ويني، نو ضرور يي له زړه آهونه ووځي، او کله کله
يي ځينې خپلو مشرانو ته هم په سپکو خوله پرانيزي.
خو دا حل نه دی، لا يکلف الله نفسا الا وسعها.
هر سړی تر خپلې وسعې پورې مکلف دی، چی څومره خدمت خپل دين، وطن او ولس
ته کولاي شي، والباقي علی الله.
لوی الله جل جلاله دې ځمونږ په حال رحم وکړي.
په درنښت
pattang
26.07.2009
لرغونی صيب سلا مونه !
زما په مقصد نه يې پوه شوی ، مقصد مې دادی چې د غنمو وږي په مختلفو ډولو سره ساتل کېږي او سړی يې په هر وخت کې په لاس راوړی شي او حتی ما داهم
په وچ ژمي کې ليدلي دي چې دغنمو او للمويو وچ وږي به په ځنګله اود ازغويو په منځ کې پاته شوي ولاړ وو ،او دانې به يې مرغويو خوړلې وې٠
ستاله خبرو داسې مالوميږي چې افغانستان يو جهلي غلط نوم د ی لکه پنجيان او
ستميان يې چې ليکي او بولي٠ ته بايد ډېر فکر وکړې د کرزي ددولت مخالفين ستميان هم دي خو هغوی دافغانستان ټول تاريخ غلط بولي ٠
larghonay laraway
27.07.2009
سلامونه!
خداى دې وكړي چې ياران خپه نه شي او سپين سترګى ورته ښكاره نه شم چې دلايل وايم او په خپله خبره ولاړ يم. زه يوازې ځان پوهول غواړم.
مولوي صاحب وهاج ليكلي چې د احمدشاه واكمني تېره ده نو اوس پرې قضاوت څه ګټه نه لري. خو زه وايم چې قضاوت اصلا په تېرو كړنو كېږي نه په راتلونكو. او بله دا چې په ټول افغان كى نوى خبر دى چې په لومړي مخ چلېږي او هغه د دراني احمدشاه كتاب دى. كه زړې خبرې وي نو د كتابونو په برخه كې يې ولې د نوي خبر ځاى نيولى؟ او كه نوى خبر وي نو ما هم په همدې نوي خبر خپله تبصره ليكلې ده.
پتنګ صيب ويلي چې ستميان هم داسې وايي. بالكل رښتيا ده او ما له ستميانو سره په دې خبرو ډېرې شخړې او دعوې وهلي او د هغوى سره مې حتى دا موضوع د بحث وړ هم نه ده بللې خو ما هم بيا پټ ځان پرې ستړى كړى خو ډېر څه مې تېروتنې ليدلي دي. د احمد شاه په وخت كې جرګه او د غنم كيسه يوه افواه او جوړه شوې كيسه ده باور وكړئ كه هيڅ كره دلايل ولري نو زموږ يې په ستميانو څه؟ هغوى خو ډېر څه مني او مونږ يې نه منو يا هغوى ډېر څه نه مني او مونږ يې منو زما د دې ليكنې له ستميانو سره هيڅ تړاو نشته. بلكې زمونږ اوسني ځوانان هم ډېر په تاريخ كې ژوند كوي او له يوې نه دويمه خبره همدا د مكې د پخوانيو مشركينو په څېر د تېرو نيكونو يادوي نو ځكه زه غواړم چې په دې موضوع پوه شم ځكه د هيواد تاريخ مو دى. تاسو هم لږ د احساساتو پر ځاى له حوصلې كار واخلئ او په سړه سينه ځواب راكړئ. دې ته مه ګورئ چې ستميان به څه وايي. ګاونډيان به څه وايي او پلانى او بيستانى به څه وايي. په ژوند چې څوك خپله تېروتنه سمه كړي هغه بختور دى. په دې وطن كې ډېرې تېروتنې دي چې په راتلونكو بحثونو كې به يوه يوه په ګوته كړم.
محمد احمد حمي
27.07.2009
لرغوني لاروي صاحب !!!!!!
خداى خبر چي په څه خبره احمد شاه ابدالي رحمة الله عليه ته غصه شوى يې ، دهغه روح دي خداى جل جلاله ښاد كړي ، او تاته دي خداى جل جلاله دهدايت لار دروښيى ،
ګرانه دنامه (لرغوني لاروي) څخه دي يوڅه بريښي او وايي بل څه نه پوهيږم چي څه جادو درباندي شويدى ، ګوره چي دكوم فكر تر اغيز لاندي راغلى وي ، زما په ګومان داحمد شاه ابدالي سره يوازي ايران ډير نفرت لري نو ګوره چي ته هم دهغوى په ګټه كار كوي او كه څه ؟ يوه خبره درته كوم دزړه په غوږونو يې واوره او تر مرګه يې مه هيروه ، هغه دا چي:
[size=24:eacefda559][size=18][color=red:eacefda559]دتاريخ په اوږدو كښي پر تيرو شوو مسلمانو پاچهانو باندي هيڅ وخت هر اړخيز رد مه كوه[/color:eacefda559][/size:eacefda559][/size]
كنې پوه شه چي دهمدې خبرو حساب وركول به ډير ګران درته پرېوزي.
البته كه يو جزئي خطا ته يې اشاره وكړي او هغه هم ديوې ګټي په خاطر نو بيله خبره ده.
ځكه چي داسلام ترټولو ظالم باچا حجاج هم نيكي كارنامي لري، دقرآن كريم دټكو (نقطو) زور زير او پيښ اختراع چي عجمو ته يې آسانتيا پيدا كړې، ډيرى علمآء دده كارنامه بولي ، او دارنګه دتاريخ دكتابونو څخه نوري هم ډيري كارنامې دده معلوميږي.
او داحمد شاه ابدالي په اړه چي تا كوم قضاوت كړيدى ، نو هسي بې بنياده دي دځانه څخه پر جوړو شوو خبرو باندي كړيدى، ځكه چي احمد شاه ابدالي څه زر كاله مخكي نه دى تير شوى ، هغه مرحوم په نژدي دوو سوو كلونو كي له دنيا څخه ولاړ ، او دهغه ددورې تاريخ ټول دافغان په تاريخ كي ثبت دى، نو كه ته رښتيا هم دا خبري ديو حقيقت پر بنياد كوي ، نو ديو مستند ماخذ حواله وليكه او دكتاب نوم ، پاڼه، ټوك، مؤلف، چاپ، چاپځاى، چاپكال او نور لازم شيان ټول ورسره وليكه تر څو دا حقيقت موږ هم په خپلو سترګو ووينو ، او كه داسي يو معتمد ماخذ نه لري بلكه د (هغوى وايي) پر باطله فلسفه باندي دي خپله ليكنه كړي وي نو له خدايه وبيريږه او دخپله ليكني څخه بخښنه وغواړه.
والسلام
Sangar Watan
28.07.2009
زه هم د محترم حمي ليکنه تايدوم.
غربيان يو متل لري:چه اسنادراښکاره کړه اوکه نه نو ګنګ شه!
[quote:e4091b4a9c]او داحمد شاه ابدالي په اړه چي تا كوم قضاوت كړيدى ، نو هسي بې بنياده دي دځانه څخه پر جوړو شوو خبرو باندي كړيدى، ځكه چي احمد شاه ابدالي څه زر كاله مخكي نه دى تير شوى ، هغه مرحوم په نژدي دوو سوو كلونو كي له دنيا څخه ولاړ ، او دهغه ددورې تاريخ ټول دافغان په تاريخ كي ثبت دى، نو كه ته رښتيا هم دا خبري ديو حقيقت پر بنياد كوي ، نو ديو مستند ماخذ حواله وليكه او دكتاب نوم ، پاڼه، ټوك، مؤلف، چاپ، چاپځاى، چاپكال او نور لازم شيان ټول ورسره وليكه تر څو دا حقيقت موږ هم په خپلو سترګو ووينو ، او كه داسي يو معتمد ماخذ نه لري بلكه د (هغوى وايي) پر باطله فلسفه باندي دي خپله ليكنه كړي وي نو له خدايه وبيريږه او دخپله ليكني څخه بخښنه وغواړه.
والسلام[/quote:e4091b4a9c]
larghonay laraway
28.07.2009
حمي صيب سلامونه!
وروره تاسو زما له ليكنه نظر څرګند كړى ځكه خپل نظر درته ليكم او دا نور چې نه خپل نظر لري او نه فكر ځينو ستا خبرې تاييد كړى او ځينو زما تېرې ليكنې راخيستي دوى هيڅ په ځواب نه ارځوم.
وروره تاسو بيا ليكلي چې خداى خبر په څه خبره ورته په غوسه شوى يې.
زه تكراراً درته وايم چې په تحقيقي ليكنو كې غوسه ، كينه او ناخبري كفر دى . زه نه په غوسه يم، نه ناخبره يم او نه كينه لرم.
عادل عادل
28.07.2009
سلامونه
لاروئ صیب
تاسو اوس هم ډیر خیرونه یوسئ چې د دوه سوه کالو په زماني واټن سره د پښتنو په زعامت او شاهکاریو نیوکه کوئ او د یوه سره یې تر سوال لاندې وړئ، زه خو دا وایم چې په هغه وخت کې به هم د نن په شان ډیر داسې خلک ضرور وو چې د لوی احمد شاه بابا رحمت الله علیه تورزني، شهامت، او زعامت ته به یې د سر په سترګو کتل خو انکار به یې ترې کولو او د افغانانو افتخارات به یې د یوه سره په انګریزانو اوددوی په هندي لاسپوڅو تپل.
هو دا لړئ همداسې روانه ده، نن هم مونږ او تاسو د یو بل باتور او تورزن زعامت او سپیڅلي حرکت څښتنان یوچې په تش لاس او لوڅو هډونو سره یې د کفري طاغوت په مقابل کې سینه سپر کړې ده او د افغاني حیثیت او ناموس نه د دفاع په لار کې یې په صلیبي یرغلګرو ځمکه سور اور ګرزولې ده خو مونږ او تاسو غوڅ اکثریت لوستي نه تنها چې منو یې نه، بلکه په پټو سترګو یې د ډالر او موټر او دفتر او چکر د لاسته راوړلو په خاطر په ای-اس-آی تپو.
هو دا لړئ به زمونږ راتلوونکو نسلونو ته هم انتقال شي، مونږ او تاسو به خاورې وو، خو بیا به هم ډیر داسې خلک او لارويان وي چې د نن وخت د غازیانو حماسو ته به د افسانو نوم ورکوي، ځکه چې دا به بیا څوک ومني چې تش لاس او یو ټوپک دې د یوڅلویښتو هیوادو نو نه د حشر شوو صلیبي یرغلګرو په وړاندې د مقاومت تابیا ولري؟
لارویه وروره زه منم چې ستاسو نظر د خپل قوم سره پر دښمنئ، ناپوهئ، بې خبرئ او احساساتو نه دی بنا بلکه دا ټول ستاسو پر خپل ځان د نه باور نتیجه ده چې د شکونو لوی ګرداب ته یې غورځولي یاست.
کلیوال متل دریادوم چې وایي: لوخې د کام )قوم( کمه غوښته سر یې په دریاب شو.
مونږ او تاسو ټولو ته دې الله پاک د نیکو هدایت وکړي. آمین
Ghairat
30.07.2009
ګران ورور عادل صیب لیکي :
[quote:23f7362d29]تاسو اوس هم ډیر خیرونه یوسئ چې د دوه سوه کالو په زماني واټن سره د پښتنو په زعامت او شاهکاریو نیوکه کوئ او د یوه سره یې تر سوال لاندې وړئ، زه خو دا وایم چې په هغه وخت کې به هم د نن په شان ډیر داسې خلک ضرور وو چې د لوی احمد شاه بابا رحمت الله علیه تورزني، شهامت، او زعامت ته به یې د سر په سترګو کتل خو انکار به یې ترې کولو او د افغانانو افتخارات به یې د یوه سره په انګریزانو اوددوی په هندي لاسپوڅو تپل. [/quote:23f7362d29]
زه د احمد شاه بابا په اړه د لرغوني لاروي صیب ادعاوې له حقیقت نه لرې او ددوښمن په ژرنده اوبه ورسمول بولم، نه پوهیږم چې لاروی صیب څنګه اوولې له استدلا ل او تاریخي شواهدو پرته داسې څه لیکلي چې زمونږ د تاریخ ایراني دوښمنان یې دجعل په توګه لیکي ۰ لاروی صیب تر اوسه پورې دخپلو ادعاو د ثبوت دوړاندې کولو پوروړی پاتې دی۰
خو زه عادل صیب ته دومره وایم چې په هغه وخت کې به هم د نن په شان ډیر داسې خلک [color=white:23f7362d29]ضرورنه وو [/color:23f7362d29] اوولې به وو(؟) چې د لوی احمد شاه بابا رحمت الله علیه تورزني، شهامت، او زعامت ته به یې د سر په سترګو کتل خو انکار به یې ترې کولو۰
نو دا لړئ نوې ده چې نن مونږ او تاسو د یو بل باتور او تورزن مقاومت او سپیڅلي حرکت څښتنان یوچې په تش لاس او لوڅو هډونو سره یې د کفري طاغوت په مقابل کې سینه سپر کړې ده او د افغاني حیثیت او ناموس نه د دفاع په لار کې یې په صلیبي یرغلګرو ځمکه سور اور ګرزولې ده خومأسفانه زعامت یې دای-اس-آی په موږي پورې ښکیل دی او زمونږ او تاسو غوڅ نالوستی یا په نالوستي حساب اکثریت سترګې داسې پټې اوړندې دي ، چې نه تنها ددوی دا ښکېلتوب نه مني، بلکه عملأ په پټو اوړندو سترګو د ای-اس-آی په نقشه روان دي.
څوک چې ملت نه پیژني هغه به ملي ناموس څه وپیژني، هغه ملت اوملي ناموس دواړه د اسلام په پلمه له ای-اس-آی څخه قربانوي !
دوی کله دای-اس-آی له ډاره د ملت ،ملي ناموس اوخاورې د بشپړتیا نوم په خوله اخیستلای شي؟؟؟؟؟
دوی صرف هغه نوم او صرف هغسې په خوله اخیستلای شي ، په کوم نامه اوکوم ډول چې پنجابي پاکستان د پردیو ولسونو په تیره بیا د پښتون ولس خاوره لاندې کړې ده ۰ دا نوم د پاکستانی اسلام نوم دی چې یواځې د پاکستان پنجابي ګټې پېژني اوهر انحراف ترې ای-اس-آی له اسلام څخه انحراف بولي اوله همدې کبله بایدپه افغانستان کې هر حکومت ،هره قهرماني ددوی په خوښه یواځې دطالب، اسلام اومجاهدینو په نامه د ای-اس-آی حکومت وي،نه ملي، نه افغاني اونه د ملي ناموس ،ملي آزادۍ اوځمکني بشپړتیا غوښتونکی حکومت وي!
چې سیاسي واک غواړې ،نوم دې یاید د ای-اس-آی په خوښه نه افغان وي نه پښتون، بلکې صرف طالب یا مسلمان، چې په همدې نامه د ای-اس-آی سره تړاو هم وساتي! دغه ټړاو خو د طالب او ای-اس-آی ترمنځ اوس اظهر من الشمس ، په کراتومراتو رسوا شوی او ثبوت شوی آن خپله د ای-اس-آی مشرانو پرې هم اعتراف کړی دی !
نو طالب زعیم تاسې څنګه د احمد شاه، میرویس خان یا شیرشا ه سره مقایسه کوئ ؟
آیا احمد شاه د اسلام په نامه د ایران یا هندي مذهب په نامه د هند په کومه سیاسي نقشه روان و ؟
آیا احمد شاه یو بیسواده زعیم و ؟ اوکه د سواد درجه یې ترټولو افغانانو ، په تیره بیا ټولو پښتنو سواد والوڅخه لوړه وه !
آیا د احمد شاه حکومت د طالبانو حکومت و؟
آیا د احمد شاه واکمني د ملایانوواکمني وه ؟
آیا پخپله احمد شاه طالب،ملا یا کوم مولوي صیب و ؟
آیا احمد شاه په زور مشرۍ او زعامت ته ورسید که په جرګه؟
آیا میرویس خان د جرګې له لارې مشري نه کوله ؟
آیا احمد شاه یووتلی سیاستوال او حکومت یې ملي اود ټولو افغاني قومونو دوحدت حکومت نه و!
هیښ
30.07.2009
سلامونه
د( درانی احمدشاه داوسني افغانستان پلار) کتاب چې د ډاکتر ګنداسنګ له لوري لیکل شوئ او په پښتو ترجمه شوئ
دئ په محتوا او مضمون نه پوهیږم ،خو دا چې دا کتاب ددوهم ځل له پاره چاپ شوئ دئ حتمی ئې غوښتونکي او مینه وال ډیر دي ،که نه هیڅ موسسه او یا خپرندویه ټولنه دداسې کتابونو چاپولو ته ملا نه تړي چې په دکانونو کې وراسته شي او څوک ئې دلوستلو او اخستلو شوق نه لري .
بل داچې ددې کتاب لیکونکئ داسې شخص دئ چې دلوئ احمدشاه بابا (علیه رحمهّ)سره کوم قومي،لساني، دیني او کلتوري تړاو نه لري نو داخبره حتمي ده چې ډیر واقعیتونه به په بې طرفه توګه او دمعتبرو منابعو په بنسټ په کې لیکل شوې وی .
په هر حال دښاغلي لاروي دلیکنې داسې ښکاري چې په کتاب کې دلوئ احمدشاه بابا (ع،ر) دافغانی او اسلامي شخصیت تصویر داسې شوئ دئ چې دده دذوق او میل سره برابر نه دئ او په ډیره بې شرمئ اوکوڅه اي فرهنګ سره ئې دمعاصر افغانستان دمؤسس او باني په شخصیت باندې چې حتی دافغانانو دښمنان ئې هم روحانیت ،زړه ورتوب ،غیرت ،تدبر ،وطن اوقام پرستئ ،عدالت ،هوښیارئ او لوړهمت ته قائیل دي ،بې بنیاده،بې ثبوته او دافغانانو ددښمنانو په ژبه د داړه مار خطاب کړئ دئ او ټول لیکوالان ،تاریخ لیکونکي او محققان چې دده د نظر سره سمون نه لري دروغجن بللي دي او په ټولو پښتنو لیکوالانواو څه پوهو کې یوازې ښاغلئ لاروئ نابغه دئ چې دومره لوئ راز ئې دافواهاتو او شخصی میل په اساس کشف کړئ دئ او ددې پټ راز نه ئې پرده لیرې کړې ده چې دا ډول دریځ دښاغلی لاروي په غرضي او مرضي ذهن باندې دلالت کوي .
جالبه لا داده چې خپله خبره په دومره اطمینان سره کوي چې یا علم غیب لري اویا دهندوانو دعقیدې په اساس دوهم واري دمرګ نه وروسته دنیا ته راغلئ دئ او په لمړني ژوند کې نه یوازې داحمدشاه بابا (ع،ر)همدوره وو بلکه دده په دربارکې ئې داسې ځائ درلو د چې دسيوري په شان په هروخت او هر ځائ کې ورسره موجود او دټولو جریانو او حوادثو شاهد واو دبابا دسلطنت ۲۵کلنه دوره ئې دډیر نږدې نه تجربه کړې ده او په خپلو سترګو ئې لیدلې ده .
زموږ دپښتون قام لویه بدمرغي په دې کې ده چې کله ئې ځنې زامن یوڅوورځې دجماتونو په حجرو کې تیرې کړي او یا دښوونځیو ورونه څو موده خلاص او پورې کړي ،نواستاد کل شي او سمدستي خپله لمن په سرراواړوي او اولینئ هدیه او سوغات ئې دکینې او ځان غوښتنې د ناروغئ له کبله مبارزه او مجادله دخپل کلتور ،خپلو خلکو ،خپل تاریخ او خپلو ملي شخصیتونو سره را شروع کړي او په مزخرفو بیانونو او لیکنو سره دخپل وولس سپکاوي ته ملا وتړي ،ددې خوار اوبې وزله خو صادق او سخي ملت په پیسو وروزل شي او ددې په ځائ چې خپل پور او دین دوولس په مقابل کې ادا کړي او خدمت ئې وکړي ،په دخوارو خلکو داغایئ او بادارئ خوبونه ئې په ماغزو کې چکر وهي ،په پردئ ژبه پردي کلتورونو او پردي فکرونواو پردیو تبلیغاتو کې دومره غرق ولاړ شي چې دخپل بابا اونیکه په نومونو شرمیږي،په خپلو پردیو خویونو او اداګانو سره ئې دخپل وولس سره رابطه وشلیږی او دوولس له لوري عاق اوتجرید شي نودخپلو عقدو دخلاصولو او نفسي خواهشاتو دپوره کولو له پاره ماجراجوئئ ،چرندیات ویل،دسیسه سازئ،دپردیو دمغرضانه اودښمنئ نه ډکو اپلتو تر جماني کول اوبالاخره د جنایت اوملي خیانت تر پولو ورسیږي او دداسې ناورین دراتلو مسبیین شي چې نسلونه نسلونه ئې نه شي له منځه وړلائ چې یولنډ مثال ئې ددې نااهله اخوندانو او جاهلو روښانفکرانو په لاس بل شوي اور دئ چې زموږ وولس هره ورځ په کې سوځیږي.
قلم دمات شي چې عزت نه لیکي
دفتر دوسوځي چې پت نه لیکي
یو څوک چې دخپل نیکه او بابا په اصلیت کې شک کوي او هغه فرضي یا جعلي بولي نو هغه به دکومه نسله او خټې وی اوکوم هویت به ولري .
ښاغلي لاروی !
تاسو ځان ډیر هوښیار ،پوه او با معلوماته بولئ ، او ډیر ې لوړې لوړې خبرې کوئ لکه دحقیقت روښانول ،تحقیق کول او د تاریخي واقعیتونو اصلي څیره خلکو ته ښودل ،مګر په دې باندې باید خپل سر خلاص کړې چې دداسې ملی او روحاني شخصیت لکه لوئ احمدشاه بابا (ع،ر) په هکله تحقیق او ریسرج چې دهغې وخت په شرایطو کې ئې دیوه کلک او غښتلي هیواد بنسټ کیښود چې هیڅ چائې تصور هم نه شوائ کولائ او دده دبرکته نن ورځ دنړئ په نقشه کې په دنامه وجود لري او ټول افغان وولس ئې دزړه په وینو داستقلال او هویت نه دفاع کوي،ستا په شان اشخاصوچې دتحقیق نه مخکې مو موقف روښانه دئ دډیر درانه پیټې دجګولوناکامه هڅه ده چې بې له ملاماتئ او خجالت بله ثمره نه لري .
که تاسو او ستاسو په شان غوریالي او دلافو او باټو ماستران رښتیا هم دخپل قوم سره مینه لرئ او ځانونه محققان بولئ
نو دلوئ احمدشاه بابا (ع،ر)د دور او زمان په ځائ د خپل قام داوسنیو حالاتو جاج واخلئ .هغه جنایتونه،خیانتونه او نارواوې چې دافغان وولس سره وشوې او کیږي پوښتنه ئې وکړئ .په ملیونو افغانان په دې نامه او هغه نامه شهیدان شول ، دافغاني میرمنو په عزت علني او جنایتکارانه تیري وشول اوکیږی ، په لس هاوو زره تنکي ځوانان په کانتینرونو کې په ډله ایزه توګه په ډیر بزدلانه اوجنایتکارانه توګه ستا په اصطلاح دادانساني تمدن په زمانه کې شهیدان شول ،هره ورځ دافغانانو په کورونو او کلیو وحشیانه بمبارئ جاري دي په د برخو کې تحقیق وکړئ ،راپورونه تهیه کړئ ،مجرمین ئې خپل وولس او نړئ ته ورو پیژنئ ،اقامې ددعوا وکړئ ،خپل اعتراض او اسناد راټول کړئ او دخپل وولس دمظلومیت هردم شهیدئ اوبدې ورځې دختمیدو دپاره تلاش وکړئ .نه داچې دهغوئ دپلرونو او بابا ګانو په کارنامو او افتخاراتو ملنډې ووهئ او دوولس په ژورو او پلنو زخمونو باندې دوولس ددښمنانو په شان مالګې ودوړوئ .
او که هدف مو دافغانستان ددښمنانو په څیر داوبو خړول او دماهیانو ښکار کول وی نو بیا په دې ځائ کې ستاسو بساط غوړول او دا دکانداري نه چلیږی ،بهتره داده چې خپل دکان په تهران او یا په دوشنبه کې پرانیزې ،ځکه هلته دا ډول افغاني ضد توکې ښائې په ښه بیه خرڅ کړائ شې او دخپل یار وصال ته هم ورسیږې .
بل داچې تاسو دقضاوت خبره کوئ ،تاسو څوک یاستئ اوکوم صلاحیت لرئ چې دیو ه تاریخي اوملی شخصیت په هکله قضاوت وکړئ .په ملی ا وتاریخي شخصیتونو ملت او وولس دقضاوت او پریکړې حق او واک لري چې وولس دافیصله مخکې کړې او لوئ احمدشاه دراني ته ئې دده دخدمتونو ،شهامتونو ،میړانې او عرفاني مقام له مخې دبابالوړ او دروند مقام ورکړئ دئ اودې مقام ته ئې احترام او وفاداره دي .
او س به راشو ستا دغنمو دوږي اودجرګې موضوع ته چې کټ مټ دلطیف پدرام او نورو ایرانی اجنتانو او ستمیانو نظر ستا په خوله او ژبه بیان شوئ دئ.
دافغانستان دتاریخ وتلئ استاد علامه عبدالحی حبیبي په خپل کتاب (دافغانستان لنډ تاریخ ) کې داواقعه داسې بیانوي:
دنادرشاه تر وژلو وروسته احمدخان ابدالي او نورمحمدخان میرافغان دافغان او ازبکوسپایانو په مرسته دنادرشاه حرم دیاغي لښکریانو له چور او چپاو څخه وژغوره ،چې ددغه خدمت په بدل کې دنادر حرم له خواد ( کوه نور) مشهور الماس چې په هند کې له افغاني لودیانو څخه بابر او دهغه کورنۍ ته پاتې شوی او دډهلي تر نیولو وروسته دنادرشاه لاس ته ورغلي وو،ورکړل شو او ټولو افغاني قواوو هرات ته مخه کړه ،د(۱۱۶۰ هجري ۱۷۴۷ ز)کال درجب پر میاشت کندهار ته ورسیدل ،افغانی مشرانوژر ترژره دنادراباد نوې کلا ته نژدې دشیرسرخ پر هدیره ملي جرګه جوړه کړه چې په هغې کې دافغاني پیژندویوټبرونو مشرانو لکه نورمحمدخان میر افغان دغلجیو مشر ،محبت خان دپوپلزیو مشر ،موسی خان دساکزیو مشر،نصرالله خان دنورزیو مشراو حاجې جمال خان دبارکزیو مشر ګډون کړئ ؤ.
دې ملي جرګې له شوره ډکې اته غونډې وکړې ،خودقبیلو مشرانو ونه شوکړای چې یو دبل حکمرانی په ځان ومني،نورمحمدخان میرافغان دمشرتابه ،تجربې اونفوذ له پلوه ددغه کار وړ ښکاریده ،خوڅنګه چې دتندمزاج خاوند و،ونه ټاکل شو ،دویم سړئ چې حاجي جمال ؤ،هم دومره پوخ ،متین اودنفوذ څښتن ؤ،چې نور مشران دده له راتلونکي استبداد،قدرت او استیلاڅخه ډاریدل .ټولو دپاچاهۍ دپاره داسې سړی لټاوه چې دافغاني ازادمزاج ،ملی دیموکراسۍاو قوي جرګې له اصولو سره یې دسمون له لارې په راتلونکي کې پردوئ په استبداد اوزور حکومت نه کولای اوپه عین وخت کې دغښتلې او قوي ټبر څښتن هم نه وای.
ددې لویې تاریخي جرګې په نهمه غونډه کې دټولو خلکو سترګې احمدخان ابدالي ته واوښتلې چې (۲۵)کلن نوښتګر ،زغمونکی پوه او ازمیلی زلمی و،چې هم ئې قبیله کوچنۍ وه (سدوزی ډیرلږ وو)او هم پښتنو مشرانودا باوردرلودچې دا کشر زلمی پردوی په استبداداوشدت حکومت نه شي کولای ځکه یې نو دی په پا چاهۍ ومانه او ددې ښه انتخاب له امله یې دافغانانو له لاسه وتلی لرغونی برم وپرتم بیا را ژونی کړ.
په دې وخت کې صابرشاه نومي یو ملنګ داستاد لایخوار کابلي زوی چې دشیرسرخ په هدیره کې اوسید ،له خپلې کوډلې راووت ،او هدیرې ته نژدې له کروندې یې څو غنم وږی پرې اوددغه نوي انتخاب شوي زلمي پاچا په پګړی کې یې د(خول ) په توګه وټومبل ،داد(۱۱۶۰هجري۱۷۴۷ ز)کال درجب (جولای ) پر میاشت پیښه شوه .
دښاغلي غوث خیبري په کتاب کې( پښتانه دکلتوري ښکیلاک په زنځیرونو کې )د لوئ احمدشاه بابا(ع،ر)په برخه کې داسې راغلي دي:
لوی احمدشاه ابدالي(دراني)پر ۱۷۴۷م کال دلومړي ځل لپاره دتاریخي افغانستان په دننه کې دیوې پراخې پښتنې امپراتورۍ بنسټ کیښود او پردې ډول داسیا په زړه کې دافغانستان په نوم یو هیواد دنړۍ په سیامسی نقشه کې خپل ځای ونیو او داسیا ددې برخې په پیښلیک کې یو نوی څپرکی ورزیات شو .
احمدشاه ابدالي چې دشیرسرخ په لویه جرګه کې دمشر په توګه دپښتنو له خوا وټاکل شو ،دلوړو اسلامي او پښتني اخلاقو خاوند وپیژندل شو او دخپلې واکمنۍ په دوران کې دهغه انسااني کړنې دغیر اسلامي مورخانو له خوا هم دستاینې وپیژندل شو او دپښتنوپه انتخاب افرین وویل شو،له همدې کبله انګریز پوه او دپښتنو دژوند انه له اصولو سره اشنا (جارج روس کیپل )وایي چې دپښتنو دجرګې اصل تر ټولو غوره ډموکراسي ده.
وړاندې په دې کتاب کې داسې راغلي دي:
احمدخان ابدالي دځوانۍ څخه تر زړبوډښت پورې داسلامي عقیدې له مخې یو روحاني بزرګ او دپښتنولۍله مخې یو سپېڅلی او رښتیانی پښتون پاتې او دهمدغو دووځانګړتیاوو له برکته یې دپښتنو لپاره یوه پراخه اوډیره ستره امپراتوري جوړه کړه ،چې دوستان او دښمنان ورته ګوته په غاښ شول .
دلته به داړتیا له مخې ددې ستر انسان او لوی افغان په باره کې ددښمنانو دلیکنو څخه یو څو کرښې راواخلو .دغه کرښې یو داسې ایراني مورخ کښلې دی چې لیکلی تاریخي اثر ئې دپښتنو سره له کینې او عداوت څخه ډک دی.
دپښتنودغه دښمن ایرانی مورخ(ناصر مستوری کاشانی)دلوی احمدشاه بابا(ع،ر)شخصیت داسې ستایي:
احمدشاه دراني مرد شجاع ،باعزم ومدبر بود،حسن رفتار ومماثلت با طبقات مختلفه از شاهکارهای مشارالیه محسوب می شود .مرد بارحم ومال اندیش بود،وبا همین صفات ممیزه توانست افغانستان را که قبل ازاو اهمیتی نداشت ،درانظارخارجه اهمیت بدهد ودرواقع بطوریکه اروپایی ها هم مې نویسند موجد افغانستان جدید وموسس سلسله سدوزایې است .
درحقیقت این اساس حکومت وملت فعلی افغانستان مرهون زحمات و تدابیر وعزم واراده احمدشاه درانی میباشد،احمشاه ار لهو ولعب وعیاشي دور بود،با شجاعت وخوی سپاهګیری،دم از درویشی وفقیری می زد وبا فقرا بانهایت محبت رفتار می کرد.
در شب های جمعه مجلس ازعلما ء تشکیل وبا انها طعام صرف میکرد ونسبت به زیر دستان خود روف ومهربان بود.
نو یو څوک چې ځان ته افغان وائي او دعقل سترګې ئې ړندې نه وي او یا دنورو په تبلیغاتو ئې روح نه وي ککړ شوئ دلوی احمدشاه بابا(ع،ر)روحاني ،ملي،افغاني،عرفاني او انساني مقام ته باید دشک او ګمان په سترګو ونه ګوري او دهغه دخدمتونو او شاهکارونو چې افغانانو ته ئې کړي دي قدردانی وکړی ،نه داچې دځانونو نه سورنئ جوړ کړي او دافغانستان ددښمنانو په پوکي سره داسې بغارې ځنې راووزي چې دافغان وولس زړونه او روانونه زخمي او غمګینه کړي.دزړونو ازارول دمضرو او ناپوهو خلکو کاردئ اودداسې اشخاصو نه وولسونه بیزاره او نفرت لري .
اخستځیونه:
۱ –دافغانستان لنډ تاریخ
لیکوال :علامه پوهاند عبدالحی حبیبی
۲ –پښتانه
دفرهنګي ښکیلاک په زنځیرونو کې
لیکوال :غوث خیبري
مننه
..Ahmadzai
30.07.2009
وروڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
خير ده لاروي صاحب ته د غوسې په ځاى هغه نه د هغه د نيوكو پوښتنه وكړۍ، أو بيا پر هغو نيوكو بحث وكړۍ.
أحمدشاه بابا(رحمة الله عليه) څه معصوم شخصيت ندى چې بالكل به خطا نه وي وتى أو تيروتنې به يي نه وي كړي.
كه محترم لرغونى لاروى صاحب خپلې نيوكې مطرح كړي نو مونږ به پرې بحث وكړو.
زه شخصاً په بابا څه خاص نيوكې نه لرم، أو د يو عظيم شخصيت په سترګه ورته ګورم،
خو هير مو نه وي چې و الله كه يې پلار چندانې سړى وو أو نه يې عقب يعني أولاده يې، ټول لاړل پاړسيوانان سول.
كه بابا مونږ ته ډير څه كړي، خو زامنو يې بيا داسې بې شرمۍ وكړې چې تاريخ كې سارى نلري.
بابا په خپله ښه سړى وو خو پلار يې ملي خائن أو بيغرته وو، ځامن يې كمصل دورګي او حرامزادګان وو.
د هغه وخت شرايط چې أحمد خان ته يې د پاچاهۍ كرسۍ برابره كړه وو چې د پښتنو پوره أزادۍ غلجيو تأمين كړې وه، أو كه بل هر تكړه با تدبيره پښتون دغه چوكۍ ګټلې وه كيداسي له بابا څخه ېې ليا زيات إفتخارات أفغانانو ته راوړي واى، سياسي شعور ويښتيا أو إحساس هوتكو أوج ته رسولى وو أو صرف دومره پاتې وو چې څوك مخ ته پرې لاړ سي.
أزادي غلجيو وګټله أو پاچاهي أبداليانو جوړه كړه، د أزادۍ خوندي ساتل پاچاهي غواړي، خو د أزادۍ ګټل د پاچاهۍ جوړولو څخه ډير ستونځمن كار ده.
په درنښت
أحمدزى
..Ahmadzai
30.07.2009
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=3837
Ghairat
30.07.2009
څنګه چې لاروي صیب یو بریمن ژورنالست او په منطقي او رغنده لیکنوکې لوی لاس لري،نو پورتنۍ لیکنه به یې هم داسې بی څه او بی ښې بی بدې نه وي،حتمأ به یوڅه لوښه لري، چې باید روښانه یې کړي ، ولې سره ددې ویلی شو چې دا لیکنه داسې نه بریښي چې لاروي صیب پخپله کړې وي، ځکه چې صرف ادعاوې دي چې ګواکې چا له هوا څخه رانیولي وي ، یایې له خېټې څخه راویستلې وي او یا یې په خوب یا نېشه کې څه پرتې غږولې وي،لکه یا یې پرې خپله کومه ورپېښه غٌصه سړه کړي وي او یا ورته د کوم ایراني لیکوال تاریخي جعلیات نغده سکه ښکاره شوې اوسي!
له دې نه چې تېر شو نو د جلال احمد ځي دې پوښتنې ته به راوګرځو چې وایي :
[quote:e88e13d12d]بابا په خپله هم دځوانۍ ډيرې شرينې ورځې د همدغو پاړسيوانانو په خدمت كې تېرې كړي ، أو په ډير إخلاص سره، أو د غلجيو پښتنو د دولت د عروج أو سقوط شاهد وو، [color=red:e88e13d12d]خو هيڅ كله ئې خپلو بچيانو ته دا نصيحت ونه كړ چې ګوري ځامنو تاسې پښتانه يۍ أو پښتو ټينګه كړي. [/color:e88e13d12d][/quote:e88e13d12d]
نه وروره اسې نه ده، احمد شاه پخپله یوټکی پښتو په اداري او رسمي چاروکې نه ده لیکلې، ایرانیان یې استخدام کړي وو چې رسمي اداري چارې په فارسي ورته ار سره کړي ، پښتو یې له شخصي شعر ه پرته یوځای هم چیرې نه ده لیکلې
اونه د پښتو د رسمیت کوم ارزښت ورته معلوم و ، اصلأدده ملي شعور خپله هم دومره پوخوالي ته نه ورسیدلی!
پاتې شوو غلجیان اوهوتکیان :
دوی داخلي سیمییزه خودمختاري تر لاسه کړې وه، چې کیدای شوو د هیواد په ملي آزادۍ او یوخپلواک دولت په جوړولوواوړي، خو له دوی سره له ایران نه د بیلیدو اوخپلواک دولت د جوړولو فکر هډو شتون نه درلود!
بر عکس ددې پر ځای د ایران صفوي ضعیف مرکزي دولت په نیلو او د قدرت په سر په داسې بی اتفاقیو او خپلمنځي جګړو ،وحشت او بربریت بوخت شول چې د احمد شاه داولادې دوران پرې ډیر شرف درلود ،نو نادر افشار په اسانۍ سره نه یواځې په ایران کې د هوتکو حاکمیت ته د پای ډبره کیښوده، بلکې د افغاني خاوره یې هم بیرته ترې ونیو له اوپه ایران کې یې بیرته داسې مدغم کړه چې دهند نیولوته چمتو شو!
نه دمیرویس خان تدبر د هغه په اولاده کې اونه د احمد شاه تدبر د احمد شاه په اولاده کې پیدا شو،خو په وحشت کې هوتکیان او غلزیان تر درانیو ډیر وحشیان وو، ددوی دوحشت غرنج ډیر و خو سیاسي اوکلتوري خوند نه درلود ، چې یو څه انځور یې اوس هم په طالبانو کې تر سترګوکیږي!
دوی د جګړې په ډګر کې سرښندنې او قربانۍ ته چمتودي، دا ورته مهمه نه ده چې د څه اوچا له پاره؟ که دا د ISI له پاره وي، که د القاعدې له پاره وي اوکه په تصادفي او نا اګاهانه ډول د خپل ملت لپاره هم وي،وي به، مهمه نه ده، بلکې مهمه ورته داده چې جګړه وکړي اوویې ګټي،که څه هم د خپل هیواد د ملي آزادۍ په قیمت تمامیږي،ځکه خويې امریکا او پاکستان په ګډه هم د ځان له پاره اوهم په مطلوب ډول دځان په وړاندې جنګولی شي !
نودوی او نورو افغان مسلمانانوته ښه اودخیر دعا داده چې :
[color=blue:e88e13d12d]الله تعالی دې دوی د اسلام له منګولو نه خلاصوي،خومسلمانان دې خدای د دوی له حجري منګولو څخه خلاص کړي! [/color:e88e13d12d]
محمد احمد حمي
31.07.2009
لرغوني لاروي صاحب ليكلي:
((( زه نه په غوسه يم، نه ناخبره يم او نه كينه لري. بلكې دا زما دعوه ده چې جرګه نه ده شوې، احمدخان د نادر افشار دپوځ په شين زور راغلى، په كندهار كې يې واكمني تر لاسه كړې ده.
نو حمي صيب دا زما دعوه ده. ته كه كوم دليل يا ماخذ لرې رايې وړه )))
عجيبه خبره ده دعوه خپله كوي او دليل يې له ما څخه غواړي؟؟؟؟؟؟؟
ته په خپله پر خپله دعوه باندي دليل او سند پيش كړه چي موږ ستا دعوه ومنو، كور دي په ښادي سه ډير سپيره سړى يې :)
او جلال احمدزي ليكلي :
((( خو هير مو نه وي چې و الله كه يې پلار چندانې سړى وو أو نه يې عقب يعني أولاده يې، ټول لاړل پاړسيوانان سول. )))
جلال احمدزى صاحب پام كوه چي دتعصب ښكار ونه ګرځي، او هم ګوره چي نوح عليه السلام نبي وو او زوي يې كافر ؤ ، او ابراهيم عليه السلام نبي ؤ او پلار يې كافر ؤ ، او منل سوي قانون دى چي ديو فعل ګټه او تاوان خپله كوونكي ته منسوبيږي نه دهغه پلار يا اولادې ته ، او دا دعوه چا وكړه چي احمدشاه ابدالي او دهغه پلار او ټول اولاد ټول ښه خلګ وه ؟ دمدعا اصلي محور يوازي ابدالي مرحوم ؤ او هغه هم دده دژوند يوه كوچنۍ مرحله يعني چي آيا پاچهي ته په زور ورسيدى او كه په مشوره؟
په سوچه مينه او مننه
Ghairat
31.07.2009
څنګه چې ما د مخه اټکل کړی و چې [color=white:d4ccaa590b](( لاروي صیب یو بریمن ژورنالست او په منطقي او رغنده لیکنوکې لوی لاس لري،نو پورتنۍ لیکنه به یې هم داسې بی څه او بی ښې بی بدې نه وي،حتمأ به یوڅه لوښه لري، چې باید روښانه یې کړي))[/color:d4ccaa590b]
خومتاسفانه لاروي صیب تر اوسه دخپلې ادعا (نه دعوی) څه ثبوت او شواهد، اسناد اوتاریخي ماخذونه وړاندې نکړل، نوخپله ادعا یې پخپله پیکه او بی وزنه کړې ده، اوڅنګه چې سکالو کومه ټوکه هم نه ده چې د احمد شاه غوندې تاریخي شخصیت د چا د شخصي اټکلونو یا ملنډو موردوګرځي،نو د حمي صیب غوښتنه ترې تکرارووچې :
[quote:d4ccaa590b]كه ته رښتيا هم دا خبري ديو حقيقت پر بنياد كوي ، نو ديو مستند ماخذ حواله وليكه او دكتاب نوم ، پاڼه، ټوك، مؤلف، چاپ، چاپځاى، چاپكال او نور لازم شيان ټول ورسره وليكه تر څو دا حقيقت موږ هم په خپلو سترګو ووينو ، او كه داسي يو معتمد ماخذ نه لري بلكه د (هغوى وايي) پر باطله فلسفه باندي دي خپله ليكنه كړي وي نو له خدايه وبيريږه او دخپله ليكني څخه بخښنه وغواړه. [/quote:d4ccaa590b]
لاروی صیب د ښاغلي حمي صیب دغه غوښتنه بالکل پرځای ، د حل يواځینۍ لار او هیڅ ډول نور اړوت غړوت ته په کې ځای نه پاتې کیږي !
پاتې شوه دنادر افشار خبره، نو دا خو هر چا منلې چې نوموړي افغانستان ونیوه اواحمد خان ورسره مرسته هم وکړه، ولې کله چې نوموړی د ایراني شیعه افسرانو له خواووژل شو افغانستان په خپل حال د ایران قلمرو پاتې و، نو افغانستان دلته له ایران څخه چا بیل کړ، کوم ایراني واکمن د ایران پر ضد داسې کار کولای شو؟
په ډاګه ده چې دا کار یواځې د افغانانو یو مشر کولای شو او هغه باید دمیرویس په څېر د ټولو افغانانو په تیره د ټولو پښتنو قومي مشرانو له خواد مشر په توګه ټاکل شوی وای، په داسې حال کې چې پښتانه د مشر ټاکنې یواځې د ایکې یوې توګ لارې او طریقې سره اشنایې درلوده چې هغه لویه جرګه وه او په سیاسي ژوند کې یونسل مخکې میرویس نیکه د ښه سرمشق په ډول په کار غورځولې هم وه ،نو احمدخان له دغې لویې جرګې پرته بل په کوم زور سره د ټول لرو بر پښتون مشري تر لاسه کولای شوه(؟) ، نادر افشار خو وخته سر خوړلی و اونور یې آن د کورنۍ غړي هم په امن کې نه و،نو احمد خان نور په کوم زور تکیه کولای شوه پرته د ټول افغان او ټول پښتون له ولسي واک اوځواک څخه ؟
د شیر سرخ ددورا ن جوړونکی تا ریخي لویې جرګې بې ساری رول او ستر وزن په دې هم کمیدای نشي که چیرې د صابر شاه ملنګ په اړه دا افواه ثبوت هم شي چې ګواکې نوموړی ملنګ احمد خان ته د نادر افشار د احسانمنو بازماندګانو یو جاسوس و۰
د شیرسرخ د لويې جرګې په اړه که دې د کوم پښتون تاریخپوه په څیړنوزړه اوبه نه څښي، غبار خو د پښتنو له غمه مړ نه و، ور شه دهغه مرحوم اثر (افغانستان در مسیر تاریخ ) وګوره چې پّه دې اړه څه درته وايي !
[color=red:d4ccaa590b]لاروی صیب ، ایرا ن کوښښ کوي افغانستان احمد خان ته دایران یوه غیر رسمي او تصادفي تحفه ثابته کړی، څو هر وخت دد اسې یوې بې قانونه شخصي تحفې د بیرته ګرځولو ادعا وکولای شي، ددې جعلکاریو یو ښکار شوي پښتون راته ته هم ښکاره شوې![/color:d4ccaa590b]
او داچې تر اوسه پورې دې د خپلې ادعا له پآره تاریخي اخذونه اوماخذونه پټ ساتلي اوښودلی یې نشې، دا ګومان په باور بدلوي چې ټول ایراني دي او د افغانستان په اړه له جعلکاریو بل څه نه لري ،خو بده یې داده چې تاغوندې یو ویښ
پښتون راڅخه په کې ولې وخوییږي!
نو دا دعا به کوو چې له دغه خویندي څخه راووځې او الله مو له خپل مظلوم پښتون قام څخه نور دغه ایرانۍ فاصله ژر ورکه که!
..Ahmadzai
31.07.2009
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
غيرت صاحب تا ليكلي
[quote:8981711788]د قدرت په سر په داسې بی اتفاقیو او خپلمنځي جګړو ،وحشت او بربریت بوخت شول چې د احمد شاه داولادې دوران پرې ډیر شرف درلود[/quote:8981711788]
دا دې پوچه إدعاء ده ، بې دليل أو بې ثبوته هسې لګيا يې.
أو كنه دا راته ووايه چې غلجيو كومه واقعةأوكله د وحشت أو بربريت لاره غوره كړې؟
د شامحمود تجربه به تر پلاره كمه وه خو غيرت يې ترې څو ځلې زيات وو، أيمانداري كې ترې كم نه وو، نه فاحش أونه ډم وو، همدارنګه شاه أشرف أو شاه حسين، مجلسونه يې تل په علماؤ أو اديبانو ډك ول، أشرف تر أخر لحظې محمود ته مخلص وو.
غلجې هغه پښتانه دي چې تل يې د أفغانانو غرور غيرت لوړ ساتلې، په پردي هيواد كې يې هم خپله پښتو كارولې، له پښتو ندي أوښتي أو پاړسيوان سوي ندي.
غلجيو په سر راسر هندوستان نوي كاله پاچاهي كړې ، أو ډيلۍ ته يې نيژدې يو ښار د أفغانپور په نامه پښتنو ته ځانګړى كړى وو، تر څو خپل هويت وساتي.
غلجيو په أذربايجان ډير كاله پاچاهۍ كړې، أو أزاد خان سليمانخيل د أذربايجان خپلواك پاچا چې د أحمدشاه بابا معاصر وو، ډير ځلې يې أحمدشاه ته أستازي راليږلي وو أو پيشنهاد يې ورته كړى وو چې ته له دغه خوا أو زه له دې خوا راځه چې د پاړسيوانوبيخ أوباسو أو يو قوي إمبراطورۍ جوړه كړو بيا به خلكو ته إختيار وركړو چې زما او ستا ترمنځ څوك إنتخابوي، خو چې نتيجه يې ورنكړه نو له پاچاهۍ هم ورته تير سو خو أحمد خان ونه منله ځكه چې ده ته د نادر ځامن أو ملګري له أزادخان نه ډير نيژدې وو أو له أزاد خان څخه په ويره كې وو.
د ملا عمر هوتك غلجي د پښو خاورې أو ستا دا كرغيړن كرزى أبدالي سره برابر ندي.
د طالبانو تحريك كې هر څوك دي خو غلجې يې د ملا تير تشكيلوي، أبداليان هم پکې سته ، همدا ملا عمر وو چې د پښتنو عزت أو ناموس يې وساته د ټولې دنيا مسلمانان ورته د إحترام په سترګه ګوري، أو په نره د دنيانه راټول سويو كافرانو سره جنګيږي، خبره يې يوه ده، په خپل دريځ ثابت أو راسخ ولاړ ده ، د ټول عالم إسلام نه دفاع كوي، لقب يې أمير المؤمنين ده، پاړسو ېې نه زده أو نه پرې خبرې كوي سوچه أو أصيل ښتون ده ټبر يې معلوم ده د پاچاهۍ أو قيادت تاريخ يې قوم كې سته.
I S I پريږده كرزي لالا سره C IA, KGB, أو د ملعونو أو ضالينو أو مشركينو كافرانو أو د پړمخه پرتو په نامه مسلمانانو جاسوسي أو غيرجاسوسي إدارې برملا په ډګر كې ولاړې دي، په هغو دې سترګې پټې نيولي أو لګيا يې په طالبانو پسې دې خله وازه كړې أو تبليغات شيندې، دا كوم إنصاف ده.
غلجيو چې كله هم خوځښت كړى حالت ډير زربدل سوي، أو نړيوال يې همت ته ګوته په غاښ سوي،أو هرځلې د پښتنو د نجات أخري هيله دوۍ ګرځيدلي.
غلجې وحشيان أو بربريان ندي، بلكې باعلمه درانده أو له همته ډک غيرتمن پښتانه دي.
په درنښت
أحمدزى
محمد احمد حمي
01.08.2009
ټول پښتانه يو دي ، هيڅ يو پر بل باندي فرق نه لري ،
دخداى په لحاظ همدې تعصّب موږ برباد كړى يو ، نور يې پرېږدئ
زه مخكي هم پوهيدم چي خبره به همدې ځاى ته رسيږي ځكه مي په مخكنۍ ليكني كي ورته مرموزه اشاره وكړه چي دتعصّب ښكار نه سئ.
كه رښتيا ووايم ددې هرڅه مسئول لرغونى لاروى دى چي تعصّب او قوميت ته هوا وركوي.
قومونه او قبيلې درقابت لپاره نه بلكه لوى څښتن جل جلاله دتعارف او پېژندګلوي لپاره پيدا كړيدى.
وجعلناكم شعوبا وقبائل لتعارفوا، الآية
ډير بې عقل دى هغه شخص چي ديو قوم په كلي ډول بدي بيانوي او يا يې په كلي ډول دښه والي دعوه كوي ، بلكه پر حق چي هر څوك او هر ځاى وي هغه حق دى ، او پر باطل چي هرڅوك او هرځاى وي هغه باطل دى، دا دهر انسان وظيفه ده چي حق ته حق او باطل ته باطل ووايى، ځكه چي تور پر سپين او سپين پر تور ښه والى نه لري، ښه والى يوازي او يوازي په حقانيت او صداقت كي دى:
ان اكرمكم عند الله اتقاكم، الآية
دټول افغان دمحترمو اداره كوونكو غړيو څخه هيله لرم چي نور دا پاڼه بنده كړي او پرې نږدي چي څوك يو لوري يا بل لوري ته دتعصّب عبث لاس اوږد كړي.
----------------------------------------------------------------------
ژوندي دي وي ټول پښتانه ، مرګ ددوى پر دښمنانو
..Ahmadzai
01.08.2009
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
حميدي صاحب
له نصيحت څخه دې يو جهان مننه.
[quote:4ec0657894]دمدعا اصلي محور يوازي ابدالي مرحوم ؤ[/quote:4ec0657894]
خو محترمه دغه د (مرحوم) كلمة إطلاقول زما خوښه نه سوه، أو كيداى سي چې شرعي جواز هم ونه لري .
بله تعصب خبره وه، وروره زه متعصب نه يم ، أو زما په فكر د خپلې ژبې څخه أوښتل غندل به تعصب نه وي، ځكه چې دغه أوښتل مونږ ته يوبلا ناخوالي په برخه كړې ، چې همدا نن مونږ سر ترې ټكوو، أو ته چې غواړې كتابونه پښتوته ترجمه كړې، نو موخه به دې خامخا پښتو أو پښتنو ته خدمت وي، زما موخه هم دا ده، أو په شخصي تعاملاتو كې خلكو سره د هغوي د تقوى أو سړيتوب أو حقوقوپه بنا چليږم، نه د نيژاد أو ژبې په لحاظ.
أبداليان غلجې كرېاڼي أو نور ټول پښتانه دي، أو هر قوم ټبر كې ښه أو بد سته.
ښوالى يې په تقوى أو سړيتوب كې وي.
په درنښت
أحمدزى