د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Ghairat
07.07.2009

ښاغلی شبیر صیب ته سلامونه اونیکې هيلې!
داچې بمباري له دولتي قدرت پرته نه کیږي یو روښانه حقیقت دی، نو له قدرت پر لیرې مجاهدینو یې اطلاقول نه په مطلقو جملو اونه په نسبي جملو امکان لري ۰ او قدرت ته رسیدلي مجاهدین هم هر چالته معلوم وو اودی۰ هو قیاس یې په نورو مجاهدینوکیدای شي که قدرت ته رسیدلي وای هغوی به هم پر بمبارېوڅه ایله نه وای کړې ۰
که بیا یې هم بمباري نه وي کړيپاتې شوه د قدرت په وخت کې د طالبانو بمباري، که یې نه وي کړي لامل به یۍ تاسوته معلوم وي، رقیب (مسعود) خو یې آن له څوکاله پخوا راهیسې په پنجشیر کې هم هوايي ډګر او جنګي الوتکې درلودې او طالبانوهم د خپلوجشنونو او رسم ګذشت په ترڅ کې په هوايي ډګرونوکې خپلې جنګي الوتکې ښودلې ، چې ګواکې یوغښتلی هوايي ځواک هم لري۰
لږتر لږه د رباني اومسعود له خوا بمبارۍ خوهر چاته معلومې دي او د اتلافیانو په شمول یې ټول مجاهدین وو۰
که چېرې طالبانو بمبارۍ نشوې کولای دا نو دا معنی هم نه لري چې ګواکې دوی په
په افغاني حریفانو له بمبارۍ څخه ډډه کوله ۰


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more