نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کمونست، مجاهد، طالب، او لیبرال دموکرات ! کوم يو وطنفروش دی؟
و.افغان
16.05.2009
درنو وروڼو! سلام علیکم
يو څو پوښتنې :
وطنفروشي څه معنا ؟
کمونست، مجاهد، طالب، او لیبرال ديموکرات ! کوم يو وطنفروش دی؟
ددی څلورو کسانو تر منځ په دغه مسئله کې څه توپیر کيداي شي؟
کوم يو يي دين او وطن ته ډير مضر يا ډیر ګټور تمام شو؟
دوطنفروشۍ دمخنيوي، او دوطنفروشانو دختمولو لپاره کومه استراتيجي په
لار واچول شي؟
ستاسو دځوابونو په انتظار.
په درنښت
W.Wardak
16.05.2009
کله چي یو څوک د مجاهد اصلی اوصاف ولری، له هفه څخه د وطن فروش هیله نه کیږی، خو که چیری یو سړئ ډیر ښه مجاهد هم وی، کیدای شی، یو ځل د ځینی کارونو په کولو سره غل،ډاکو....تر جوړ شی، بیا نو دی نور مجاهد نه دی. لکه په یوه غزا کی چی کله صحابه کرام بیرته خپل کورونو خوا ته تلل، نو په دی وقت کی یو له صحابه کرامو څخه وفات شو، بیا نورو صاحبه کرامو وویل چی جنت د ورته مبارک وی، خو رسول اکرم صلی الله علیه وسلم غږ وکړ، کوم څه چي ده له غنیمت ویشلو څخه مخکی له ځان سره اخیستئ دی، دی به دورخ ته لاړ شی.
دا چي دغه صحابی څه اخیستی وو ، زما له هیره وتلی خو یواځی د حدیث مفهوم را په یاد وو.
دا چي یو چا لوی، لوی ټانګونه کباړ کړی وی، د جنګلک د فابریکی ماشینونه یی کباړ کړی، وی، په هلکانو او ښځو یی تیرئ کړی وی......نو دوی شاید د دوزخ هفه ساحو ته لاړ شی، چي دوزخ خپله پنا تری غواړی، او داسی ځای ته د مجاهد تګ محال دی.
را به شو کمونستانو ته، کمونستان هم هسی کمونستان نه وو، لکه څنګه چي د یوه کمونست صفت وی، ځکه په روسیه او چین کی هم کمونستان شته ، خو د خپلو خلکو د وینو داسی تږی نه وو لکه افغانی کمونستان، د دوی اکثریب هفه کانکور زده، پدر آزار او مادر آزار وو، چي نور ځای یی ځای نه درلود.
په دوی کی به شاید داسی هم وو ، چي شاید له خپل جهالت له کبله اسلام ته ښکنځل هم کړی وی ، خو داسی کمونست چي ریښتیا د عقیدی له نظره کمونست وی، فکر نه کوم چي دوه یا دری به هم وو.دوی ټولو خدای پاک پیژنده خو د خپلو نفسانی خواهشاتو له کبله ځانونه کمونستان معرفی کول، تاسی باور وکړئ، چي که دوی د ریښتیا کمونستان وی، دومره قتل به یی نه وو کړئ، د دوی فرق له جنګسالارانو سره دا دی، چي دوی په باطن کی مسلمان خو د خپلو خوا هشاتو لپاره کمونستان وو، او جنګ سالاران په باطن کی مسلمانان خو ظاهری شکل یی د مسلمان وو( مونځ کول، پکول، لونګی)، خو کارونه یی، د فاسقانو اوغلو وو.
که چیری دوی کوم ځای کی کوم هلک او جینکئ ګیر کړی وی، بیا یی هفه وژل ځکه غیر شرعی کار یی کړی وو، خو که همغه جینی ده ته په پټه په لاس ورغلی وی او خلکو ته نه رسوا کیدای، ده بیا خپله زنا ورسره کوله.
په ټولو کی طالبان تر ډیره حده ښه وو، چي ظاهر او باطن یی دواړه اسلام وو، خو دوی غوښتل ټول اولس ډیر په بیړه د ځان په رنګ کړی، چي دا ددوی نا پوهی وه، فرض کړئ د طالبانو وقت کی هم د پل خشتی جومات له عامو خلکو ډک وو، او وروسته هم، کوم خلک به یی چي په جبر مانځه ته راوستل، د مانځه په ځآی به یی ښیرا کولی، او داسی مونځ الله ته د قبول وړ هم نه دی.
نو پس کیبل او وهلو ته څه ضرورت وو. یو د عزت سړی به یی د یو ساتنی ګیری په خاطر په دوه روپي کړ.
طالبان سره ټولی نړئ رابته غوڅه کړی وه، دوی تر یوه حده د مجبوریت له کبله او یه څه له خپلی سادګئ په ای،اس،ای تر حده زیاته تکیه کوله او اوس یی هم کوی. ای، اس،ای امریکا ته حتی شیطان ته هم بازی ورکوی، خپله مور هم خرڅوی خو پیسی ګټی، نو نه پوهیږم چي طالب ولی داسی فکر کوی چي له دوی سره به خیانت و نه کړی؟
هر انسان دنیوی خواهشات لری، چي که امکانات ورته برابر شی، د نوروحق خوری، که هفه ملا وی که مجاهد، که کمونیست....
یواځینئ شی چي دا هر څه ته حد ټاکی هفه قانون او د قانون پلی کول دی، اول له مشر څخه نیول بیا تر عام اولس پوری.
زمونږ دوه عمده فرقونه له پر مخ تللو هیوادونو سره دادی:
۱. غربی هیوادونو هر نوع جرا یم لکه چور، زنا، ظلم....هر څه کړی خو فرق یی دادی چي دوی په نورو کړی، او په نور ملکونو کی.
مونږ او زمونږ په ډول نور ملکونه خپله پر خپلو ځانو په خپلو ملکونو کی ناروا کارونه کوو.
۲. غربیان چي یو قانون جوړ کړی په ځان ا اولس یی عملی کوی هم، زمونږ شرعی قانون په جومات کی منحصر دی، او مدنی قانون په وزارت عدلیه کی.
که قانون وی د هفه چا لپاره چي نه واسطه لری، نه پيسی.
عبدالله صابر
16.05.2009
السلام عليکم
زماپه فکرخو هيوادته ترټول ډيرګټور طالب دی چي هم طالب دی اوهم مجاهد ،
کمونست اوديموکرات دواړه وطن فروشان دي اوطالب ددوی علاج دی ،ځکه
کمونست په روسانوهيوادخرڅ کړاوروسان يی راوستل اوديموکرات په امريکا
يانوخرڅ کړاوامريکايان يی راوستل ،دکمونستان مقابلې ته مجاهد ودريد او
روسان يی وشړل اود ديموکراتانومقابلې ته همغه پخوانئ مجاهد چي اوس طالب
دی ولاړدی اودامريکايانوپه شړلولګيادی ،طالب هغه څوک دی چي دهيواد٩٥
فيصده خاوره کښ امنيت تامئين کړاوديوې واحدې ادارې لاندي راوست ،
دطالب پروخت افغانستان تاريخي بدلون وکړاوکه تراوسه پاته وی دګاونډيانوسره
يی ښه په نره سيالي کولائ شوه خوله بده مرغه چي دنړيوالوله خواورسره ظلم او بي
انصافي کيده اوددوی حکومت يی په رسميت نه پيژنده ،که دکرزي ادارې غوندي يی نړيوالوملاتړکړئ وی نوزمونږ هيوادبه اوس دپرمختګ په لور ګړندي ګامونه
پورته کول اوبي له شکه چي يوودان هيواد به وو،
يوه خبره چي ځيني افغانانوته يی خوند نه ورکاوه هغه په طالبانودپاکستان اغيزوو
خوزماپه فکرداغيزديوقوي مصلحت له مخي يوه اړتياوه ،داسي اړتياچي سترګي
نه شوي پري پټيدئ ځکه طالبان اړوو چي دپاکستان ضررنه بچ کيدو لپاره دا اړتيا
په پام کښ ونيسي کنه پاکستان کولائ شودطالبانوخلاف بله ډله پورته کړي او
دوی ته له شاطرفه ستونځې جوړي کړي اوافغانستان بياځای پرځای په جګړو
کښ ښکيل کړي ، دامريکايرغل نه څه موده وروسته جنرال حميدګل وويل په
افغانستان کښ چي هرحکومت راځي دپاکستان اهميت بايد وپيژني خودکورنئ
چاروپخواني وزير علي احمد جلالي څومياشتي وړاندي له ارياناټلويزون سره په يوه سياسي شننه کښ داومنله چي دکرزي ادارې له خوا پاکستان بيخي له پامه وغو
رځول شو،نوموړي دپاکستان له پامه غورځول يوه تيروتنه وبلله ،تاسووګورئ
طالبانوله اوله دي تيروتنې ته پام ووخودکرزې اوعلي احمد جلالي دوی ورته
اوس پام شو ، له دي څخه بايد هغه وروڼه چي طالبان دپاکستان په اغيزملامتوي
بايد وپوهيږي چي هرڅه په احساساتو نه کيږي لږصبرپکاردی چي هيواد يوځل په
پښو ودريږي بيابه هرڅه سم دم شي ٠
والسلام
Ghairat
16.05.2009
د قانون اساسي یا نطفه يي دموکراسۍ په وخت کې کمونستانو د شوروي د ګاونډیتوب اونړیوال اغیز د افغانستان د سیاست له پاره ټاکونکی باله او په رښتبا هم د شوروي اغیز د سوپر پاود په توګه تر پاکستان څه چې تر امریکا هم هغه وخت زیات و، سره له دې هیڅوک له کمونستانو سره دا نه مني چې افغانستان باید شوروي ته زمونږ په داخبئ چلروکې د لاسوهنې مجال موندلی وای، پاتې خو لا داچې د افغانستان حکومت دې د دوی د ګوډاګیو کمونستانو لاس ته ورشي ۰
په هماغه لسیزه کې د شوروي په څیر چې کمونستان یې رامنځته کړل پاکستان هم په افغانستان کې اخوانیزم رامنځته کړ اوویې روزه څو قدرت تر لاسه کړي ۰
دغه راز شغله يانود چین لمن ونیوله اوهر یو د خپل بادار له پاره کار پیل کړ ۰
نتیجه یې دوداړو له خوا ملي خیانت اوجنایت ، دوطن ورانول اوننني کمونستان
خلق او پرچم له یوې خوا چې د حکومت یوه بده دوره یې تیره کړه او جهادي تنظیمونه او طالبان له بلې خوادی چې دوی هم دواکمنۍ تر بد بدتره بوه دوره تیره کړه ! ددوی دواړومشرکه وجه د ملي خیانت مشرکه وجه وه چې یو د KGB اوبل ISI ګوډاګیان وو اود ملي فکر او سیاست سره یې ورانه وه !
نوتر څو چې دوی په ملي لار نه وي روان شوي د افغانستان ټول ملت ته په لوی جرم محکوم دي !
دغه راز اوسنی حکومت هم ملي سیاست نه لري اونه یې پېژني نو د امریکا غلامي کوي اود خپلو بادارانو سره د هیواد په اشغال ساتلوکې د پرچمیانو اوخلقیانو په شان مرسته کوي ، شورویانو د افغانستان ملي اردو هم جوړه او ډیره قوي کړه چې په سیمه کې یې جوړه نه وه او پاکستان ترې سخت ویرېده، امریکایان د افغانستان
اردوجوړوي خو د پاکستان له خاطره د افغانستا ملي نه قوي کوي، او ISI خو طالبانوته نه د ملي اردود جوړولو اجازه ورکوله اونه یې هغه تقویه کوله، بلکې د طتالانو هره جګړه یې په مستقیم ډول پخپله رهبري کوله اوحمبد ګل د دغاع له وزیر څخه لوړ پوځي واک او صلاحیت درلود !
نودټولو سیاسي خیانت د ملي واکمنۍ خرڅول او په یو بهرني بادار ځواک تکیه کول دي!
نوکه ملي آزادي او ملي واکمني اولویت ونه لري، هغه سیاست که اسلامستي وي،که کمونستي وي، که غربزده دموکرات وي اوکه هره بلا وي مردود اوناکام سیاست دی !
که ولسواکي وي باید ملي وي،که سوسیالیزم و، باید ملي وای،که اسلامي واکمني وي هم باید ملي وي، باید دISI، القاعدې او ایران او سعودي عرب پّه کې هیڅډول لاسلرنه او لاسوهنه ونشي کړاي!
[color=yellow:b9ef23c1c1]نتيجه :
نه مليتوب وطنفروشي ده چې اوسنی حکومت،کمونستان اوطالبان ټول پرې تورن
پړه او مجرم دي اوملي، اسلامي او(ملي ــ ) ولسواک سیاسي غورځنګ ، پاڅون او وسله وال مقاومت د نجات یواځینۍ لار ده ![/color:b9ef23c1c1]
[color=red:b9ef23c1c1]طالبان دې ملتپال اسلام غوښتونکي شي اود ISI لکۍ دې ور غوټه کړي!
کمونستان دې ملتپالان شي ،د مسکو اوکمونستي ایدپالوژۍ مرداره لکۍ دې
خوشې کړي
غربزده دموکراتان دې ملي دموکراتان شي او هر افغان دې خپل ایمان اواسلامي هویت پیاوړی کړي او په ملي اسلامي وحدت سره دې د بهرنیانود ویستلو غږپورته کړي ![/color:b9ef23c1c1]
ډاکټر څپاند
17.05.2009
محترم غيرت داسی په ليکه کړي:
[quote:113b1f8edb]طالبان دې ملتپال اسلام غوښتونکي شي اود ISI لکۍ دې ور غوټه کړي!
کمونستان دې ملتپالان شي ،د مسکو اوکمونستي ایدپالوژۍ مرداره لکۍ دې
خوشې کړي
غربزده دموکراتان دې ملي دموکراتان شي او هر افغان دې خپل ایمان اواسلامي هویت پیاوړی کړي او په ملي اسلامي وحدت سره دې د بهرنیانود ویستلو غږپورته کړي ![/quote:113b1f8edb]
که چيري دطالبانو،کمونستانو،غربزده دموکراتانو اويوي بلی سترې ډلې يعنی
پخوانيو مجاهيدينو غړی سره په يوه ايتلاف کی راټول شي او دغيرت صيب
شرطونه ومني،ايا دوی به ملت ته دمنلو وړ وي؟
څوک به ئی ضامن شي؟
که له احساساتو نه تير شو او په سړه سينه اوارامو مازغو قضاوت وکړو نو
دی نتيجي ته به ورسيړو چه :پخواني مجاهدين او پخواني کمونستان دچين دپیروشعليانو په شمول،د پياوړی بهرنئ ملاتړلرونکي ندي٠نه شوروی شته اونه ئی
کمونيزم،دروس اوسني دولت دسرمايداراۍ وخواته دانکشاف په حال کی يو
هيواد دی٠په چين کی هم دکمونیزم سره "خداي پاماني"روانه ده٠
پخواني مجاهدين ځيني په غربزده دموکراتانو،ځينی په طالبانوتبديل او ځيني
نور دپخوا پشان هره ورځ دخپلو ګټو سره سم خپله جبهه بدلوي٠
ځما په عقيده،دوطنفروشی،خيانت او يا ملت پالنی اوخدمت دغه راز د
مسلمانی معيارونه، وګړنيز يافردي دی او پدی برخه کی عمومي قضاوت چندان
واقعبينانه نه ښکاري٠
هیښ
17.05.2009
سلامونه
وطنفروش یا وطن خرڅوونکئ هغه شخص ،ډلې او یا سازمان ته ویل کیږي چې دخپل شخصي،ګروپي او سازماني ګټواو اهدافو دلاسته راوستلو له پاره دوولس ،وطن او ملک ګټې تر پښو لاندې کړي او دخپلو دغو ګټو او اهدافو دلاسته راوستلو له پاره دوطن او وولس په سردپیسو،قدرت اوشهرت دحاصلولو له پاره معامله او سوداګري کوي او ټول ملی ارزښتونه او ملي نوامیس دخپلو شخصي اوسازماني منافعو قرباني کوي او دخپلو اهدافو دلاسته راوستلو له پاره هر ډول جنایت او خیانت ته حاضر وي .وطنفروشان هیڅ نوع اخلاقي ،انساني ،دیني او ملي اصولو او موازینو ته وفاداره او متعهد نه وي او ددې اصولو او ارزښتونو په مراعاتولو ځان ملزم نه بولي .
دافغانستان تاریخ دا ثابته کړې ده چې افغان وولس دخپل وطن سره بې کچې مینه لري او دامینه ئې دوینې په شان په رګونو کې دخپل ژوند تر اخري لحظو پورې جریان او حرکت لري .همدا دوطن سره دابې کچې مینه ده چې هر متجاوز اویرغلګر دټول مادي او نظامي ساټ او باټ سره نه دئ توانیدلئ چې ددې وطن په پاکه خاوره کې دخپل ناولي وجودحضوروساتي ،په لږ یا ډیر وخت کې ئې دغرور او تکبر سینه ئې په دې غیرتي خاوره کې غلبیل غلبیل شوې ده او دبزدلانه ماتې او تیښتې لاره ئې نیولې ده .
وطنفروشان دیوې ټولنې مطلق اقلیت،یا طفاله او چټلي وي ،خو فساد ئې دومره پراخه او ژور وي چې دیوې لويې تراژیدي درامنځ ته کیدو باعث وګرزي او دمادی او معنوی زیانونو او تاوانونو دله منځه وړلو له پاره کلونه کلونه او نسلونه نسلونه په کاردي ترڅو ټولنه نورمال حالت ته راولي .وطنفروشان دخپل اقلیتي وجود له امله دخپلو هدفونو دلاسته راوستلو له پاره یوازې په بهرنیانو تکیه کوي او هغوئ ته دمزودورئ او غلامئ په اساس دخپل وطن دخرڅولو پستئ ته حاضریږي.
وطنفروشي کومه خاصه اډیولوژی او سیاسی مکتب نه دئ ،بلکه دوطنفروشانو اشخاص ،ډلې او سازمانونه دنورو سیاسی او عقیدتي مکتبونو په منځ کې خپل ناولئ ژوند او فعالیت سرته رسوي کله دیني جامې واغوندي او کله دتمدن ترنامه لاندې په ملي خیانت لګیا شي او دخپل وطن اووولس سره په جفا او جنایت لاس پورې کړي.
دغوایه داوومې دغمیزې سره چې دکمونستانو په وسیله منځ ته راغله دوطنفروشئ کلتور دافغانستان په سیاسی کړیو او جریانونو کې ډیر رونق پیدا کړ ،هر ې ډلې ،سازمان او تنظیم که مذهبي او یا غیرمذهبي انګیزه ئې لرله دسیاسي قدرت دلاسته راوستلو له پاره دخپل وولس په ځائ په بیرون کې خپل ځان ته مور اوپلار پیدا کړل او دپردیو نوکري او غلامی او دوطن په سر سودا ئې دخپل ننګین ژوند یوه لازمي او حیاتي ستراتیژي وبلله او په دې باور شول چې دپردیو دهمکارئ او مرستې نه پرته ددوئ ارمانونه نه پوره کیږي او دسیاسي قدرت لاسته راوړنه دکمونستانو په شان یوازې دخارجې دوستانوپه مرسته میسره او ممکنه ده .همدا وجه وه چې په کابل او پیښور کې دوطن په سر دسوداګرئ او معاملی خائینانه مارکیټونه خلاص شول او په درجنووطنفروشه سوداګرانو دپردیو دمخفي سازمانونو تر هدایت او امر لاندي دوولس او وطن ضد تحریکونه شروع کړل او دافغان وولس دقتلولو او نابودلو دپاره ئې مټې راونغاړلې .هغه ملی او وطنپرسته شخصیتونه او تحریکونه چې دملي ګټو او ارزښتونو نه په دفاع او ساتنه ئې باور درلود ،ددواړو لوریو له لوري ترور ،شکنجه ،توهین او دصحنې نه لیرې شول او دهرنوع فعالیت مخه ئې ورته ونیوله ،ترڅو دسیاست ډګر یوازې ددوئ په لاس کې وي او بې له مقاومته خپلو ننګینو ضد ملی اعمالو ته دوام ورکړي.
دپورتنیو اظهاراتو او واقعیتونو په بنا داسوال چې :
[quote:ec743bfc28][code:1:ec743bfc28]کمونست، مجاهد، طالب، او ديموکرات ! کوم يو وطنفروش دی؟ [/code:1:ec743bfc28][/quote:ec743bfc28]
که دقیقاً مطالعه اوارزیابي کړو او هغه اعمال اوبرخورد چې دوئ دخپل قدرت په وخت کې دوولس او ملی ارزښتونو په مقابل کې سرته رسولي دي په بې طرفانه ډول تر نظر تیرکړو ،په ښکاره داثابتیږي چې دطالبانو داسلامي تحریک نه پرته نور ټول وطنفروشان او ملي خائینان وو.کمونستانودتمدن او ترقئ تر نامه لاندې دوطن په سر دروسانو سره سوداګري شروع کړه ،دشر او فساد عامیلینو (تش په نامه مجاهدین)دپاکستانیانو ،غربیانو ،ایرانیانو او عربانو په مزودورئ سره دخپل وولس اوملي ارزښتونو خرڅولو ته ملا وتړله او دټولو اخلاقي ،انساني ،اسلامي ،ملی او بین المللی نورمونو او معیارونو خلاف ئې داسې نارواوې دخپل وطن او خلکو سره وکړي چې دځنګل حیوانات هم شرف پرې لري .
(هغه مجاهدین چې دخدائ درضا اووطن دازادئ او خپلواکئ دپاره په صداقت او ایماندارئ سره جهاد کړئ او په دلاره کې ئې ځانی اومادي قربانئ قبولې کړې دي او د خپلو وینوپه بیه ئې د وطن دخپلواکئ او ازادئ دحاصلولو ارمان پوره کړئ دئ او دجهاد ترمقدس نامه لاندې ئې جنایت او خیانت دخپل وطن اووولس سره نه دئ کړئ،دهغوئ مقام اومنزلت ته مې دسلام وي او دپښو خاورې ئې ماته دسترګو درنجو حیثیت لری).
دبې دینه کمونستي او دینداره جنګی جنایت کارانو دنابودلو دپاره او ددوئ دشر او جنایت دختمولو له پاره دوولس په ابتکار او تدبیر سره دطالبانو اسلامی تحریک منځ ته راغئ ،چې په خپله وفادارائ او ایماندارئ سره چې ددین ،وطن او خپل وولس سره ئې لرله په ډیر کم وخت کې دکمونستي او تنظیمي جنایت ټغر دافغان وولس له غولي ټول شو او وطن ددوئ دشر او فساد نه نجات پیدا کړ،په ټول وطن کې امن او امان برقرار شو .دجنایتونو او تجاوزونو ځائ انسانیت او احترام ونیو او دیو ه مستقل ،واحد ،باثباته افغاني ټولنې بنسټ کیښودل شو .دتنظیم واکئ او قومانداسالارئ دکوڅو او قریو حکومت او بې سره او بې بندوباره انارشي په عوض یوه منظمه ،باثباته اومرکزي اداره را منځ ته شوه .دخارجیانو دمستقیمې او غیر مستقیمې مداخلو او غرضونو مخه ونیول شوه .کمونستان او تنظیمی جنایت کاران دوولس دمحاکمې او مجازات له ویرې دخپلو خارجې والدینو په بړستنو کې ځانونه پټ کړل .دخلکو ناموس او عزت چې دجنګې جنایت کارانو په دوره کې سخت تر وحشیانه تجاوزونو لاندې راغلئ ؤ،خوندي شو .دژبني،مذهبی،سمتي او طبقاتي انګیزو په اساس دوطنفروشانو او فرصت طلبانو شیطانی دسیسې او فتنې دافغان وولس په منځ کې دنفاق او نفرت درامنځته کولو دپاره دطالبانو داسلامي تحریک دراتګ په واسطه خنثی او محو ه شوې .
دافغانستان داخلی اوخارجي دښمنانوته دوولسي ،صادقو،بااخلاصه ،باایمانه ،ساده ،باغیرته او باوجدانه طالبانو داملی او وطنپرستانه بریاوې هیڅکله دهضم او زغملو وړ نه وې او دطالبانو داسلامی تحریک کلکه او مستقله وطنپرستانه موضعګیری دوطنفروشانو او ددوئ دبادارانو داستعماري ګټو سره په ټکر کې واقع شوې ،له دکبله دنویې او تازه دسیسې او توطئې په طرح کولو سره ئې ددې ملی او اسلامي تحریک دبدنامولو او له منځه وړلو بندوبست ونیو او دمستقیم تجاوز او اشغال تصمیم ئې ونیو او دوطنفروشانو یونوئ بانډ ئې ددموکراتانو ترعنوان لاندې رامخته کړ او دافغان وولس رټلي او عاق کړي کمونستي او جهادي قاتلان او جنګی مجرمین ئې سره یوځائ کړل او دافغان وولس په سر ئې مسلط کړل .دافغان وولس دسولې ،ثبات امنیت او دجنګي جنایت کارانو دمجازات هغه هیلې ،امیدونه اوارمانونه چې دطالبانو داسلامي تحریک په راتګ سره ئې په زړونو کې بیا راژوندي شوي وو په یائس او ناامیدئ بدل شول او ددې وحشیانو سره دمبارزې بل دروند بارئې په اوږو بار شو .
دطالبانو داسلامي تحریک په وخت کې د سیاسی ،اقتصادی،اجتماعی او ثقافتي پالیسیو په برخه کې دنیوکو او انتقادځائ شته ،خو دوطن سره دمینې په برخه کې ئې هیڅ شک او شبهه نه لیدل کیږي او هیڅ داسې ثبوت او سند نشته چې دطالبانو اسلامي تحریک دوطن او ملي ارزښتونو په سر دپیسو ،قدرت او شهرت دلاسته راوستلو له پاره معامله او تجارت کړئ وي ،داهغه تقدس دئ چې ددې تحریک په نصیب او قسمت الله(ج) لورولئ دئ او ددې کیفیت نه برخورداره دي.
وطنفروشان که دهرې اډیالوژي او عقدیې لرونکي وي دوطن او ملي مقدساتو دپاره مضردي او په هرجامه اورنګ چې په یوه ټولنه کې ځانونه راښکاره کوي دټولنې دبربادي او خرابئ سبب ګرزیدلي دی بناءً باید نه په خلاکیدونکي مبارزه ورسره وشي او دشيطانت مخه ئې ونیول شي.
که کمونست ،مجاهد،طالب او دموکرات په انفرادي او فکري صورت وڅیړل شي ،نو داهم درسته نه ده چې یو عمومي قضاوت اوفیصله ددوئ دوطنفروشئ او یا وطنپرستئ په هکله وشي .په ټولو کې ښه او بد خلک شته دي او دوطن سره دمینې او دښمنئ کچه ئې په عقیدوي او فکري حالت پورې اړه نه لري .ډیر کمونستان دي چې دوطن سره مینه ئې ښائي تر یو ه مؤمن زیاته وی او یا بالعکس ،همدا رنګه ددموکرات ،طالب او مجاهد په برخه کې .
دافغانستان په اوسني سیاسي وضعیت کې هغه پروني سازمانونه او تشکیلات ئې په هغه پخواني شکل نه دی پاته شوي ،موضع ګانې ،موقفونه او دوطن دملي مسائلو سره ددوئ برخوردونه اوکړنلارې تغیر موندلئ او بدلې شوې دی .نوې جبهې او سنګرونه دنویو هدفونو له پاره جوړشوي دي .ډیر مؤمنان او معتقدین ګمراه اوبې لارې شوي دي او زیات ګمراهانو ته خدائ پاک سمه لاره په نصیب کړې ده او دحق لاره ئې نیولې ده .دډیرو ږیرورو ږیره دشیطان زانګو ګرزیدلې ده او ډیر بې ږیرې او بریتور دشیطان سره دمبارزې په صف کې دریدلي دي .
شخصاً زما دپاره هغه کمونست اودبل دین معتقدچې دامریکائې تجاوز او اشغال سره په تضاد کې دخپل وولس تر څنګ ولاړدئ ،نظر هغه دیني عالم ،شیخ الحدیث ،پیر او حضرت ته چې دتجاوزګرانو او اشغالګرانو سره ددې تجاوز ددوام او تائید دپاره دپیسو او یا قدرت په خاطرخائینانه اووطنفروشانه همکاري اوملګري لري په کراتو شرف لري او قابل داحترام دي.
دافغان وولس په دحساسه او تاریخي دوره کې چې دژوند اومرګ سوال ئې مطرح دئ دوې اساسي موضع ګانې تشکیل شوې دي چې یوه لوري ته دوطن او ملي ارزښتونو نه ددفاع او دخپلواکئ او ازادئ جبهه ده چې ټول وطنپرستان که مذهبي او غیر مذهبي فکرونه لری دخپلو امکاناتو په چوکاټ کې په مبارزه او مقاومت لګیادي او بله دوطنفروشانو او ملی خائینانو جبهه ده چې تنظیمي او کمونستي جنګي جنایتکاران او دپردیو قسم خوړلي اجیران په کې راټول شوي دي .
دوطنفروشانو دمخنیوي او دهغوئ دمنځه وړلو له پاره یوازې یوه ستراتیژي په کارده ،هغه داچې دملي او وطن ته وفادارو قوتونو په منځ کې صادقانه او بې تعصبه اتحاد،اتفاق ،همکاري او تفاهم ،ددې قوتونو تقویه کول او دوولس سره کلکه او داخلاص نه ډکه رابطه ساتل دي .وولسي قدرت ته دملي مسائیلو اوقضایاوو په حل کې دتصمیم نیولو او فیصلې کولو ارجهیت ورکول او دهغوئ په خوښه او تائید اجراات کول دي .دځان غوښتنې او انحصاري تفکر په ځائ دازادومذاکراتو اومشورو له لارې ملي مسائیلو ته دحل لارې لټول او ملي ارزښتونو ته دوفادارئ او احترام په بنا دوولس خدمت ته دزړه داخلاصه عملي ګام پورته کول دي .ټولو سیاسی،اجتماعی ،اقتصادی او کلتوري سازمانو نو او تحریکونو ته چې دملي ارزښتونو اوګټوسره ئې بیان او کړنې په ټکر کې نه وی بیله تعصبه دفعالیت ،بیان او اظهاردعقیدې و حق قائیلیدل په کار دي.په ټولنه کې دزور او فشار له لارې دافکارو اوعقایدو تحمیلول په نورو باندې باید ختم شي او دانتقاد او نیوکو دزغم او تحمل فضا رامنځ ته کړل شي .دااو دې ته ورته ځنې خالیګاوې او ضعیفې نقطې دي چې وطن او وولس ته وفاداره اشخاص او سازمانونه باید جدي توجه ورته وکړی ترڅو وطن فروشان اوملی خائینان ورڅخه ناوړه ګټه پورته نه کړي او دیوه ازاد،خپلواک او سرلوړي افغانستان دجوړیدو دپاره زمینه مساعده او دوطنفروشانو اوملي خائینانو دجنایت او خیانت بساط دموږ دوطن څخه ورک شي.
مننه
mehman
17.05.2009
دوستان گرانقدر سلام بر شما
[quote:ca93b57123]کمونست، مجاهد، طالب، او ديموکرات ! کوم يو وطنفروش دی؟
[/quote:ca93b57123]
اگر منظور از اطلاق القاب فوق الذکر به افراد نه بلکه به گروه های سیاسی باشد که در افغانستان فعالیت سیاسی داشتند و یا دارند، به نظر من هیچ کدام شانرا وطنفروش نامیده نمی توانیم. من به این باورم که همۀ این گروه ها به این باور بودند و هستند که با راه انتخابی و تطبیق مفکوره های شان به میهن عزیز ما و مردم آن خدمت میکنند. شاید راه های انتخاب شدۀ بعضی ها ایشانرا هر گز به منزل مقصودکه خدمت به مردم است نرساند ولی این باور و عقیدۀ شان بود وهست ، ازینرو درست نیست که آنها را وطنفروش نامید!
البته بعضی اشخاص و افراد شامل این گروه ها ازین امر مستثنا اند.
با تقدیم حرمت
pattang
18.05.2009
مهمانه ! ځان دې په خپله روسوا که !
سياسي عقيدې فرق لري او بخښل يې هم روا کاردی خو که سياسي لاره دپردويو
په خدمت او غلامي کې وي ايا دا هم د بخښنې وړ دی ??????????????
نالت په خلقي پرچمي او کرزيخېلانو هېواد پلرونکو تاريخي جنايتکارانو ٠
٠[quote:34d63af94d="mehman"]دوستان گرانقدر سلام بر شما
[quote:34d63af94d]کمونست، مجاهد، طالب، او ديموکرات ! کوم يو وطنفروش دی؟
[/quote:34d63af94d]
اگر منظور از اطلاق القاب فوق الذکر به افراد نه بلکه به گروه های سیاسی باشد که در افغانستان فعالیت سیاسی داشتند و یا دارند، به نظر من هیچ کدام شانرا وطنفروش نامیده نمی توانیم. من به این باورم که همۀ این گروه ها به این باور بودند و هستند که با راه انتخابی و تطبیق مفکوره های شان به میهن عزیز ما و مردم آن خدمت میکنند. شاید راه های انتخاب شدۀ بعضی ها ایشانرا هر گز به منزل مقصودکه خدمت به مردم است نرساند ولی این باور و عقیدۀ شان بود وهست ، ازینرو درست نیست که آنها را وطنفروش نامید!
البته بعضی اشخاص و افراد شامل این گروه ها ازین امر مستثنا اند.
با تقدیم حرمت[/quote:34d63af94d]
Qabayel
19.05.2009
په کمونيستانو کې شهيد حفيظ الله امين ، په مجاهيدينو کې
ګلبدين حکمتيار ، په دمکراتانو کې ډاکټر نجيب او په طالبانو
کې هغه طالبان چې عمر يې تر شلو لږ دی ، وطنپرستان دي او
پاتې نور ټول وطنفروشان دي .
خو بېناموسه وطنفروشان هغه دي چې پښتانه يې د پښتنو په
وړاندې استعمال کړل .
mehman
19.05.2009
دوستان گرانقدر سلام بر شما!
[quote:d845865e17="pattang"]مهمانه ! ځان دې په خپله روسوا که !
سياسي عقيدې فرق لري او بخښل يې هم روا کاردی خو که سياسي لاره دپردويو
په خدمت او غلامي کې وي ايا دا هم د بخښنې وړ دی ??????????????
نالت په خلقي پرچمي او کرزيخېلانو هېواد پلرونکو تاريخي جنايتکارانو ٠
[/quote:d845865e17]
جناب پتنگ منظور مرا درک نکردید! من یکبار به شما نوشتم:
یا سخن سنجیده گو ای مرد دانا یا خموش!
این چه معنی که مینویسید:
[quote:d845865e17]سياسي عقيدې فرق لري او بخښل يې هم روا کاردی [/quote:d845865e17]
یعنی چه؟
[quote:d845865e17] که سياسي لاره دپردويو په خدمت او غلامي کې وي ايا دا هم د بخښنې وړ دی ??????????????[/quote:d845865e17]
این عقیدۀ شماست که ادعا میکنید که عقیدۀ سیاسی در خدمت دیگران است! ولی صاحبان عقاید سیاسی به هر شیوۀ که باشد به این باورند که ازین طریق به ملک و مردم خدماتی انجام میدهند. این باور نکردنیست که گروهی از مردم با مفکوره مشابه گرد هم آیند و یک حزب یا سازمانی بسازند که هدف شان فروش وطن! باشد.
درک این نوع مباحث با طرز تفکریکه داریدبه شما بسیار مشکل است. از طرز برخورد شما به قضایا چنان بر می آید که طرز تفکر شما درست است و از دیگران باطل.
با تقدیم حرمت
pattang
19.05.2009
مهمانه ! دهرې خبرې لکۍ دې کږه ده ٠
[quote:8ceaf0f466="mehman"]دوستان گرانقدر سلام بر شما!
[quote:8ceaf0f466="pattang"]مهمانه ! ځان دې په خپله روسوا که !
سياسي عقيدې فرق لري او بخښل يې هم روا کاردی خو که سياسي لاره دپردويو
په خدمت او غلامي کې وي ايا دا هم د بخښنې وړ دی ??????????????
نالت په خلقي پرچمي او کرزيخېلانو هېواد پلرونکو تاريخي جنايتکارانو ٠
[/quote:8ceaf0f466]
جناب پتنگ منظور مرا درک نکردید! من یکبار به شما نوشتم:
یا سخن سنجیده گو ای مرد دانا یا خموش!
این چه معنی که مینویسید:
[quote:8ceaf0f466]سياسي عقيدې فرق لري او بخښل يې هم روا کاردی [/quote:8ceaf0f466]
یعنی چه؟
[color=red:8ceaf0f466]دلته مې مقصد له سياسي او عقيدوي ليبراليزم څخه دی، خو که چېرې پر دې سياست او عقيده کې ملي ګټې خوندي وي [/color:8ceaf0f466]٠
[quote:8ceaf0f466] که سياسي لاره دپردويو په خدمت او غلامي کې وي ايا دا هم د بخښنې وړ دی ??????????????[/quote:8ceaf0f466]
این عقیدۀ شماست که ادعا میکنید که عقیدۀ سیاسی در خدمت دیگران است! ولی صاحبان عقاید سیاسی به هر شیوۀ که باشد به این باورند که ازین طریق به ملک و مردم خدماتی انجام میدهند. این باور نکردنیست که گروهی از مردم با مفکوره مشابه گرد هم آیند و یک حزب یا سازمانی بسازند که هدف شان فروش وطن! باشد.
درک این نوع مباحث با طرز تفکریکه داریدبه شما بسیار مشکل است. از طرز برخورد شما به قضایا چنان بر می آید که طرز تفکر شما درست است و از دیگران باطل.
با تقدیم حرمت[/quote:8ceaf0f466]
داپورته دې چټيات ليکلي ، دلته خومسئله د سياسي عقيدې نده بلکې داسې ده :
په هره عقيده کې چې وارده شوی وي، اولسي نوي او ملي ګټې ونه ساتي
هغه مذدوره او لاسپوڅې عقيده ده لکه اوس يې ې چپن خيل مخته بيايې٠
سياسي ليبرازم په عنعنوي معيارو هو ، خو مذدوري نه !!!
ددې پوهېدل کوم مشکلات نلري٠
Re: کمونست، مجاهد، طالب، او ديموکرات ! کوم يو وطنفروش دی؟
monir
19.05.2009
[quote:1fe250052a="وهاج ساپی"]کمونست، مجاهد، طالب، او ديموکرات ! کوم يو وطنفروش دی؟[/quote:1fe250052a]
ډېره بې معنی پوښتنه ده.
[quote:1fe250052a]ددی [color=orange:1fe250052a]څلورو کسانو[/color:1fe250052a] تر منځ په دغه مسئله کې څه توپیر کيداي شي؟[/quote:1fe250052a]
کیدای شی چې هر یو یې صادق وي او یا خاین او وطنفروش!
و.افغان
20.05.2009
منير يا پخوانۍ خيشکی صاحب:
يو ځل بيا خپلې پاڼې ته په خير راغلې.
خفه مه شئ، او مه طبعه خړه پړه کړئ.
ددغه ياد شوو خلکو دتيرو ديرشو کلونو دحکمرانۍ په مهال بې ګناه افغان ولس ډیر
تودی سړې وليدي، دا خلک بايد ولس ته حساب کتاب ورکړي، او که څنګه؟
زما په آند چې دوطن په اړه دکمونست (خلق + پرچم+ شعليان) ګوندونو او قيادتونو له خوا
وطن خرڅ شوې دی، البته مجاهد او طالب دخپلې سپيڅلتيا، پاک نيتۍ، سياسي
ناپوهۍ، او ددين په نوم دغير مستقيم استخداميدو ښکار شوي دي، او کومو نورو
چې دمجاهدينو په نوم جنايتونه کړيدي، نو تش په نوم مجاهدتوب يي دعدل له منګولو
نه شي ژغورلې.
ځکه خو ګناه دکمونستانو ډیره لويه ده، او بايد ملت ته حساب ورکړي، په دی
چې کمونستان په سياسي ديګ کې ښه پاخه شوي وو، سياسي لوبه يي ښه زده وه،
ښه پوهيدل چې څه کوي، په دی هم پوهيدل چې ددوي کوم کار وطن ته ګټه رسوي،
او که کوم تاوان رسوي.
دسياسي پراخې لوبې له لارې يي دحکومت مهمې چوکۍ ونيولې، آن چې انقلاب
يي هم تر سره کړ، او په ډیر ظلم سره يي سردار داود خان او دهغه کورنۍ چې په ښځو،
او ماشومانو مشتمله وه، په ډیره بيرحمانه توګه ټول شهيدان کړل.
او وطن يي په لوي لاس دسور خامار خولې ته ورواچاوه.
په دی سربيره يي داسلام پاک مبارک دين ته يي هم پوره زيان ورساوه، او دکمونستي
الحادي مفکوري دنشر او پخش لپاره يي له هيڅ څیز څخه هم دريغ رانه وړ.
په عموم ډول سره کمونستي چپ ګوندونه او ددی ګوندونو مشران بايد محاکمې ته
راکش کړاي شي، ددوي هغه افراد چې جرمونه يي نه دي ترسره کړي، او خپله بیزاري
له کمونستانو او کمونستي عقيدې ښکاره کوي، دټولنې افراد وشميرل شي، البته
هيچا ته داجازه ورنه کړل شي، چې دکمونستې کدرونو دمنظم کولو او دچپ سياسي خوزښتونو
لپاره لاس په کار پورې کړي.
همدارنګه ديموکراتان چې دسياسي لوبو استاذان دي، دښکيلاګرو په موخو ښه خبر
دي، خو بيا هم دخپلو شخصي ګټو لپاره ښکيلاګرو ته دلا ځواکمندکيدو لاره هواروي،
او خپل ولس پرې وژني، او دافغانستان دتراژيدۍ دلا اوږديدو سبب ګرځي.
نو دا خلک هم دبخښنې وړ نه دي، ان شاء الله يوه ورځ به دوي
سره هم حساب او کتاب کیږي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ستاسو لوستونکو څه نظر دی؟
په درنښت
ابو جرير
20.05.2009
[quote:9cd33a33cc]وطنفروشي څه معنا ؟
کمونست، مجاهد، طالب، او ديموکرات ! کوم يو وطنفروش دی؟
ددی څلورو کسانو تر منځ په دغه مسئله کې څه توپیر کيداي شي؟
کوم يو يي دين او وطن ته ډير مضر يا ډیر ګټور تمام شو؟
دوطنفروشۍ دمخنيوي، او دوطنفروشانو دختمولو لپاره کومه استراتيجي په
لار واچول شي؟
ستاسو دځوابونو په انتظار. [/quote:9cd33a33cc]
وطنفروش هغه چاته وايي چې په خپلو هيوادوالو باندې يې دپرديو په ناتاره بمبارۍ زړه نه يخيږي بلكې دلا زياتې بمبارۍ هيله ترې كوي چې جناب عالي! دا بمونه كوچني دي، له دې نه لوى بمونه به نه وي چې زما وطن نور هم لوټه لوټه كړي؟
وطنفروش هغه چاته وايي چې دوطن له دشمنانو سره يې لاس يو كړى وي دهغوى هر راز ملاتړ كوي تبليغاتي، عسكري، معنوي، مادي............... او جاسوسي ورته كوي.
وطنفروش هغه چاته وايي چې له نامه به ستر واكدار ښكاري، ولسمشر! وزير! قاضي القضاة! والي! ولسوال!..... خو په حقيقت د ويښته هومره واك هم نه لري او دهرې وړې او لويې اجازه له پردي اخلي.
وطنفروش هغه چاته وايي چې وطنوال يې هره ورځ ديرغلګرو په لاس وژل كيږي، بنديانيږي، بي عزته كيږي، بې كوره كيږي......... او دى ورباندې چورت هم نه خرابوي.
وطنفروش هغه چاته وايي چې له په وطن مينان په رنګارنګ نومونو بدناموي، تروريست، ترهګر، او بل او بل، او كه ترې وپوښتې ددغو نومونو په معنى به هم نه پوهيږي خو ددنيا په مينه به دومره غرق وي چې د پرديو اشغالګرو دا ټاپې به په پټو سترګو مني.
وطنفروش هغه چاته وايي چې اشغالګر يې په وطن مين بولي، صليبيان ورته په احترام قايل وي، او خارجي عسكر يې ساتنه كوي.
بالمقابل
وطنفروش هغه څوك نه دى چې استعمارچيان يې دوطن دښمن ګڼي.
هغه چاته وطنفروش نه ويل كيږي چې دصليبيانو الوتكي او جازونه شپه ورځ ورپسې هره لوړ او ژوره څاري.
وطنفروش هغه څوك نه دى چې دخارجي متجاوزينو جيلونه او بنديخانې ورباندې ډكې دي.
وطنفروش هغه څوك نه دى چې ددښمنانو ميډيا او رسنۍ 24 ساعته دهغوى پرضد تبليغات كوي.
او وطنفروش هغه څوك نه دى چې په هيواد باندې پردي قدمونه نه شي زغملى او په هيواد كې داسلام دحاكميت لپاره دسرونو قرباني وركوي.
اوس تاسو خپله وواياست چې وطنفروش څوك كيدلي دى؟
Re: کمونست، مجاهد، طالب، او ديموکرات ! کوم يو وطنفروش دی؟
pattang
21.05.2009
مونيره !
لکه چې دبول دالجبرې نوم دې نوي اورېدلی !، پوښتنه بې مانا ندی ستا درک
ګړنګن دی٠
[quote:a03911faa2="monir"][quote:a03911faa2="وهاج ساپی"]کمونست، مجاهد، طالب، او ديموکرات ! کوم يو وطنفروش دی؟[/quote:a03911faa2]
ډېره بې معنی پوښتنه ده.
[quote:a03911faa2]ددی [color=orange:a03911faa2]څلورو کسانو[/color:a03911faa2] تر منځ په دغه مسئله کې څه توپیر کيداي شي؟[/quote:a03911faa2]
کیدای شی چې هر یو یې صادق وي او یا خاین او وطنفروش![/quote:a03911faa2]
watanmal
24.05.2009
ټولو دوستانو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
هيله لرم چى روغ او جوړ به وۍ.
د موضوع په اړه چى زما سره څه په فكر كى وه هغه د ښاغلى صابر صيب او محترم هيښ صيب
او محترم ابوجرير صيب بيان كړى ، په قلم مو بركت شه ، د قلم ژبه مو د حق په دفاع كى
همداسى ګړندۍ اوسه.
په مينه
وطنمل
کريم
27.05.2009
و هاج ساپي صاحب !
تاسو دغه وروسته پاتي خبري يوې خواته پرېږدی ، ستاسو يې ددې څو کتابو سره څه !
هلته په سوات کي پر پښتنو باندي ستا د القاعدې او طالب په نامه لوی ناورين او قتل عام را شروع دی . د طالب او القاعده په نامه د سوات سيمه د دوه نيم ميليونه پښتنو نه خالي کيږي او دغه بېګناه پښتانه د پنجاپيانو د پوځيانو په ولکه کي ګروګان شوه ، تاسو چي د مقاومت او جهاد خبري کوی په دې هکله بايد تاسو تازه تازه و يناوي وکړی، چي ددې تراژيدی پای به څه کيږي ؟ دا جهاد به څه شکل نيسي ؟! او مسلمان پښتانه بايد څه وکړي ؟!
په درناوی
Ghairat
27.05.2009
[quote:24b7a597a2="watanmal"]ټولو دوستانو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
هيله لرم چى روغ او جوړ به وۍ.
د موضوع په اړه چى زما سره څه په فكر كى وه هغه د ښاغلى صابر صيب او محترم هيښ صيب او محترم ابوجرير صيب بيان كړى ، په قلم مو بركت شه ، د قلم ژبه مو د حق په دفاع كى همداسى ګړندۍ اوسه.په مينه وطنمل[/quote:24b7a597a2]
[color=blue:24b7a597a2]ټولو دوستانو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته; هيله لرم چى روغ او جوړ اوسئ .[/color:24b7a597a2][color=red:24b7a597a2]
د هیښ صیب لیکنه زما هم ډیره خوښه شوه، ځکه دده او د نوروټو لو لیکنې دا ثابتوي چې له ملت پالنې اووطن پالنې پرته د هر سیاسي واک ، غورځنګ او سازمان زعامت خاین او وطنفروش وي !
خو دې ته یې ځواب نه دی ويلی چې د ISI له دومره لاسرنې سره سره چې د طالب غورځنګ په رامنځته کولو، قدرت ته په رسولو او د دهغوی د روان مقاومت په
ملاتړ او پیاوړتیا کې یې لري بیا هم هیښ دغه غورځنګ د پردیو له اغیز اوملي خیانت څخه مبرا بولي ،خونور بیا په همدې ګناه د یو یا بل هیواد د لاسلرنې پّه تور مجرمین بولي،
نو په دغه یو بام دوه هوا وې څنګه او له کومه پیدا کیږي ؟
که طالبان وطنفروش نه وي ، او خدای دې وکړي چې نه وي، نو پاکستان تر نن ورځې پورې د طالب ملا تړ ولې کوي ، د څه له پاره یې کوي او په تیره کې یې ولې او د څه له پآره کولو ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟.
آیا يه دې تمه یې کولو اوکوي یې چې طالب غورځنګ د افغانانو ډیر وطنپال او ملت پال غورځنګ دی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
د جنګ د هرې دوکترین یا هرې ایدیالوژۍ پلمه چې په بهرني ولسونو او هیوادونو هم مشتمله وي ، وطنفروشي یې ضرور د زعامت لاینفک جز دی!
د خلق او پرچم وطنفروشي له چا پټه وه او په القاعده د هیواد برخلیک چا وپلوره
چې اوسنې حال یې نتبجه ده او په ISI د ډیورندد لیکې په سر د سوداګرۍ ګواښ د چا او چا په دوستۍ کې نغښتی دی؟
[/color:24b7a597a2] او دا پوښتنه چې [quote:24b7a597a2]کمونست، مجاهد، طالب، او ديموکرات ! کوم يو وطنفروش دی؟[/quote:24b7a597a2]څرګند ځواب لري :[color=white:24b7a597a2]
وطنفروشي دKGBسره دوستي ده ، د ISI سره دوستي ده او د CIA سره دوستي ده ، نووطنفروش دKGB دوستان کمونساتان دي، وطنفروش د ISI دوستان د مجاهدینو او طالبانو مشرتابه دي ، اووطنفروش دCIA دوستان پردي پال دموکراتان دي،[/color:24b7a597a2] [color=blue:24b7a597a2]نۀ ملي اسلامي ولسواکان، چې د هر بهرني طاقت ګوډاګیتوب ردوي او يواځې په په لوی خدای او خپل ولس تکیه کوي [/color:24b7a597a2]
ډاکټر څپاند
28.05.2009
درنو هيوادوالو!
کله چه په افغانستان کي په مارکسستي-ليننستی کتابونو بنديز وو، هر روښان
انده ،تلاش کاوه چه دا کتابونه را پيدا وا يو ځل ئی له نظره تير کړی٠ مګر د ثور
له کودتا روسته چه بازارونه له سرو کتابو ډک ول،دخلکو زړه تری بد او چا ورته
نه کتل٠
له هغی ورځی چه ايراني کتابونه په سين لاهو شول، اکثر خلکو سره دا وسوسه
پيدا شوی چه پدی کتابو کی به څه ليکل شوی وي؟دقاچاقچيان بازار ګرم دي ٠
زما ديوه دوست په حواله چه په هرات کی ماموريت لري، هره ورځ ،عادي مسافرين
په لسګونو ټوکه داسی کتابونه دځانه سره له ايران نه راوړي٠دکتاب پلورونکو
په مغازو کی خلک فرمايش ورکوی،چه داکتابونه په هر ډول کيږی تر لاسه او
مطالعه ئی کړي٠په انټرنټ کی هم کافي امکانات موجودي٠
په غربي نړۍ کی په اګاهانه ډول،دداسی توکو ورادول ممانعت نلري،او چه هرشی
ازاد په لاس درځي،نو وسوسه له منځه ځي٠
که داطلاعاتو اوکلتور وزارت په رښتيا سره هم داسلام او دملت غم احساس
ولري،نوکولای شي چه په دولتي راډيو-ټلویزيون کی سالم او په زړه پوری
خپرونی شاملی کړی چه داکثريت (بيسواده)خلکو اذهان روښانه شي٠
24.06.2009
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ یو ملحد ته۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
خوار ذلیل شوې خو له دېنه به هم خوار شې
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰چې ملحد یې بالآخره به مردار شې
قامدوستي وطندوستي د ملحدانو؟؟؟؟
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ خر ګري ده که ته هر څومره هوښیار شې
دپښتون نوم په ځان مه ږده چې ملحد یې
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ یوه ورځ به د پښتون په لاس غار غار شې
ډاکټر څپاند
25.06.2009
[quote:9fcc9db70e]--------------------------------------------------------------------------------
ثبات ثابت صیب لیکي :
اقتباس:
وطنفروش هغه چاته وايي چې په خپلو هيوادوالو باندې يې دپرديو په ناتاره بمبارۍ زړه نه يخيږي بلكې دلا زياتې بمبارۍ هيله ترې كوي چې جناب عالي! دا بمونه كوچني دي، له دې نه لوى بمونه به نه وي چې زما وطن نور هم لوټه لوټه كړي؟
پوښتنه :
دا بمبارۍ د قدرت په ورځوکې چا نه دي کړي ؟
آیا کمونستانو نه دي کړي ؟
آیا مجآهدینو، جمعیتیانو ،مسعودیانو نه دي کړي؟
آیا طالبانو د قدرت په وخت کې بمبارۍ نه کولې ؟؟؟؟؟؟؟؟
آیا د لوېدیځ ګوډاګیان یې نه کوي؟؟؟؟
په دې معتبر تعریف خو یوهم له وطنفروشۍ نه مستثنا نه دی ، باید د ټولومشرتابه د طالب په شمول ژر تر ژره په دار وځړول شي،که څنګه ؟
اوس نو ثابت صیب ستا خوښه ، چې په دې با ثباته تعریف دې ثابت پاتې کیږې او خدای مکړه طالبان هم د نورو وطنفروشانو په قطار کې دروې او که بر عکس د طالبانو له لاسه نور دغه د ثبات او ثابت دوه ټکي هم له خپل قاموسه ړنګوې ؟ [/quote:9fcc9db70e]
[color=yellow:9fcc9db70e]ياره غيرت صيب،پدې ليکنه دی ماته هم دټکو د موقعيت دبلون چل راوښود او دا راله د ""عبرت""درس شو٠
مګر ماته پياد ندي چه ما به دا پورتنۍ ليکنه چرته په ليکه کړی وي؟
مګر ستاسو په ځواب کی غواړم وليکم چه طالبانو هم الوتکې لرلې،هم يی بمبار
کړي٠کمونستانو خو په روسيه کی تحصيل او پيلوټي زده کړې وه مګر دی
طالب جان ته حېران پاته وم چه ده چرته دپيلوټۍ تعليم کړی وو؟؟؟[/color:9fcc9db70e]
Ghairat
28.06.2009
ابو جریر صیب لیکي :
[quote:35d86ceb6b]وطنفروش هغه چاته وايي چې په خپلو هيوادوالو باندې يې دپرديو په ناتاره بمبارۍ زړه نه يخيږي بلكې دلا زياتې بمبارۍ هيله ترې كوي چې جناب عالي! دا بمونه كوچني دي، له دې نه لوى بمونه به نه وي چې زما وطن نور هم لوټه لوټه كړي؟
[/quote:35d86ceb6b]
پوښتنه :
آیا کمونستانو نه دي کړي ؟
آیا مجآهدینو، جمعیتیانو ،مسعودیانو نه دي کړي؟
[color=red:35d86ceb6b]
آیا طالبانو د قدرت په وخت کې بمبارۍ نه کولې ؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:35d86ceb6b]
[color=yellow:35d86ceb6b]
آیا د لوېدیځ ګوډاګیان یې نه کوي؟؟؟؟ [/color:35d86ceb6b]
ثبات ثٍابت صیب په حقه وايي چې طالبانو هم الوتکې لرلې،هم يی بمبارکړی ۰۰۰ مګر دی طالب جان ته حېران پاته وم چه ده چرته دپيلوټۍ تعليم کړی وو؟؟؟
په داسې حال کې چې یو طالب پیلوټ وجود نه درلود، له محترم ابو جریر صیب اومحترم هیښ صیب څخه دا پوښتنه کول آړیندي چې آیا د طالب د هوایی ځواک پیلوټان ټول د ISI پنجابي غړي نه وو ؟؟؟؟
کله چې د طالب هوايی ځواک د ISI په لاس کې و،نو زمینی خو به یې حتمأ د هغوی په منګلوکې ښکیل و او ښکېل وي،که څنګه ؟
که داسې وي لکه چې ده هم ، نو بیا له ټولو ملي لیکوالوڅخه هیله کوم چې وطندوست او ملي مبارزین د طالبانو لیکوته مه رابولئ، څو دوی هم ورسره دISI په لومهکې ښکیل او پهملي خیانت مرنکب نشي، بلکې بر عکس طالبان ملي جهاد او ملي مبارزې ته راوبولئ !
اسلامي جهاد ISI دککړ ې لاسلرنې په ککړتیا ککړیږي ،خو په ملي جهاد یې دغه ککړتیا بیرته له منځه ځي او د اسلامي جهاد تقدس بیرته پرځای کیږي!
[color=yellow:35d86ceb6b]نو ابو جریر صیب ستا په دې معتبر تعریف خو یوې ډلې مشرتابه هم له وطنفروشۍ نه مستثنا نشوه ، باید د ټولومشرتابه د طالب په شمول ژر تر ژره په دار وځړول شي،که څنګه ؟[/color:35d86ceb6b]
[color=blue:35d86ceb6b] اوس نوابو جریر صیب ستا خوښه ، چې په دې تعریف پاتې کیږې او طالبان هم د نورو وطنفروشانو په قطار کې دروې او که بر عکس په لیکنه مو جدأ نوی نظر غورځوئ ؟[/color:35d86ceb6b]
په پای کې له ثبات ثابت صیب څخه بخښنه غواړم چې د ابو جریر پر ځای مې په تیروتنه
دده نوم کښلی و۰
شبيراحمد
03.07.2009
دبحث ټولوګډونوالوته په توله مينه
السلام عليکم
محترموپه ډې په زړه پوري بحث موپيل کړی خومتأسفانه چې له تاسوپرته هيڅوک هم ددين وطن اوولس دوستان نه دي پاتي شوي يوازتاسومحترمين سپين چرګان يی اوبس
اودلته محترم غيرت صېب ليکلي
[quote:13e39c3f01]آیا کمونستانو نه دي کړي ؟
آیا مجآهدینو، جمعیتیانو ،مسعودیانو نه دي کړي؟
آیا طالبانو د قدرت په وخت کې بمبارۍ نه کولې ؟؟؟؟؟؟؟؟
آیا د لوېدیځ ګوډاګیان یې نه کوي؟؟؟؟ [/quote:13e39c3f01]
ګرانه هغه اوله پوښتنه درسره منم خوددوهمي اولنۍ برخه اودرېيمه پوښتنه دي بېخي بې ځايه کړي اوپه دومره اساني يې ولا که راباندي ومني ، اول ته داسي وکړه چې هغه خلک ياځايونه چې مجاهدينوياطالبانوپرې بمبارکړی وي په واضحه توګه دبحث ګډونوالوته په ګوته کړه ګني داپوښتني دي بالکل دځوابولولياقت نه لري
اودادرېيمه پوښتنه په سلوکي درې سوه فصده په ځای پوښتنه ده هيڅوک داحق نه لري چې ځواب يې ( نه ) ووايي
بهرحال ته به هغه دليلونه وليکې چې دبرسېرنودووپوښنوملاتړکوي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دلته به زه هم يوه مشوره درکړم هغه داجې
په پورتنيوليکنوکې يوهم داسي نه ووچې ځان دي يې دولس ياوطن دوښمن ګڼلی وي بلکه يوځي اويواځي دوﺉ دي چې ديادوشووخيراوښېګڼه غواړي
که دارښتياهم وي نوراځی چې يوه بېله ډله جوړه کړواوددې خواراوزورېدلي ولس مرسته وکړو وطن موآبادکړواوخپل دين اومذهب ته بې مثاله خدمتونه وکړواودانارواوي ټولي ناروا اورواټول رواکړواو..................................
په مينه
دخدای پامان
Ghairat
03.07.2009
دروند شبیر صاحب ته له سلام وروسته :
بمباري د قدرت په وخت کې کیږي،نه مخکې ،نو مجاهدینوهم یواځې دقدرت په وخت کې بمبارۍ کولای شوې،
جمعیت ،د خالص حزب اسلامي او د سیاف اتحاد اسلامي مجاهدین افغانستان سره په حکومتي قدرت کې یو وو اود جمعیت د بمباريومسولیت د حکومت د دریواړو غړو جهادي تنظیمونو په غاړه پروت دی ۰ هغه مجاهدین چې بیخي قدرت ته نه دي رسیدلي، بمبارۍیې هم نشوې کولی !
شبيراحمد
04.07.2009
ګران اودعزت وړغيرت صېب ته په ځانګړي مينه کي نغښتي سلامونه
محترما ! که راسره ومنې چې ستاسوپوښتنه مطلق وه نه مقيده
تاسوليکلي
[quote:e590b35776]آیا مجآهدینو، جمعیتیانو ،مسعودیانو نه دي کړي؟[/quote:e590b35776]
په دې کې دانه معلمېږي چې کوم مجاهدين تاسويادوﺉ څوک اوڅوک له جميعت اومسعودسره يوشوي وو
اونه دي ورسره دقدرت شرط لګولی ده
اودطالبانوپه اړه هم ستاسوپوښتنه په دې ډول وه
[quote:e590b35776]آیا طالبانو د قدرت په وخت کې بمبارۍ نه کولې ؟؟؟؟؟؟؟؟ [/quote:e590b35776]
ستاسوپه دې پوښتنه کي تاسوته هم يوه پوښتنه متوجه کېږي هغه داچې
آياتاسودانه منﺉ چې طالبان قدرت ته رسېدلي خلک و؟؟؟؟؟؟؟
که يې ځواب ( نه ) وي نوبياخوخبره خلاصه ده اوکه وايی چې بالکل قدرت ته رسېدلي ونوبياپوښتنه داراولاړېږي چې دې طالبانوپه کوم ځای کي دقدرت په مهال بمباردکړی ده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟
که رڼاپرې واچوﺉ javascript:emoticon(':idea:')
Idea