نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ghareebdost
25.03.2009
داچې بې سواده او وراسته څوک دي؟دابيله خبره ده...
خوپه داسي سواد دي لعنت وي،چې ښځه يې دپارلمان غړې او په بهرنيوهاسټلونوکې له بهرنيانوسره په فحاشي اخته وي،اودي په حکومت بهرنيانوته چوپړ وهي،زموږ دغه ډول سواد دارو ددغه ملت عزت اوناموس تباه کړ،دغه دورستو مازغولرونکي،وراسته تش په نامه روشن فکران وو،چې هرځل دغه خاوره په پرديوپلورلې، چې بيامخه يې ځوانو او تاندو مقاومتونو نيولي،وراسته خلګ دنړيوال يرغل خوله همداسي نشي ورماتولى،داد دتاند ،ايماندار اوافغاني غرور زور دي،چې اوباما هم اودس نشي ټينکولى او دوتلوناري پيل کړې،همدا دطالب اوترشايې ولاړ ملت زور دى،زه پخوا دطالبانو پلولى نه وم،ځکه چې دځينو دروغجنوپه تبليغاتو غوليدلى وم اوطالبان راته انګريزان ښکاريدل،خوچې اوس مي دانګريزانوپه خوله دطالب ګزار په خپلو سترګو وليد،اوهغه چې دوي ته انکريزان ويل هغه مې دانګريزانو په غيږ وليدل،نوپه پوره پوه شوم،طالبان هم څه ملائکي نه دي،ستونځي لري،خو دامهال دي په نورو ټولو بلا وګرځي،دافغانانو سريې لوړکړ،دميړاني تاريخ راژوندى کړ،طالبانوپه ٩٠فيصده کاوه خونه دچاناموس ته په بده کتلي اونه دچامال وړى،دادرباني،سياف اوګلبدين د وخت د ذرداد،شيرالم اومسعودبې ناموسي اوبي عزتي اوهمدارازپه دي اوسني جنايت ګار اوګوډاګي نظام کي چي کوم جنايات اوبي ناموسئ رواني دي ،دطالبانو په دوره کي يې هيڅ بيلګه نشته،خلګويوپاټک لاره په هغه يې هم زرداد کينولى و،چې له انسانانو يې سپي جوړول،دوي په ٩٠فيصده خاوره کې نسبي امن او عدالت راوستى وو،که پرچا تعصب غالب وي يا يې زهن دغربي ميډيا زهرو ناروغ کړى وى نو هغو علاج نشي کيدي،خوموږ له نوروسره دمقايسې پربنسټ طالبان ښه ګڼو،داچې په محصلينويې پکړۍ په سرولې دداډول تشديدات زه هم مخالف يم،خوکه موږ لږ سوچ وکړو نو ايا پکړۍ به ښې وي، که نيکټايي؟پکړۍ خوبهرنى او کفري دود اويونفورم نه دي،بلکي افغاني ،پښتني او سلامي بڼه لري،هم دپيغمبرصلى الله عليه وسلم سنت وى اوهم د ميرويس او ابدالى بابا دوياړ نښه او دود دى،داد ديموکراسي په کليمه خو ماته نوره خندا راشي،داډول ديموکراسي به افغانان څه کوي چې نه پکي ٥کلنه لور مصئونه وي او نه يې پکې خيټه مړه وي او نه هم په دي ديموکراسي کي ديرغلګرو بهرني وحشي عسکرو لپاره کوم قانون شته،بلکي چې کله زړه وغواړي نود عزتمندوپښتنو په کورونو کي لويدلي وي،خوپردې برسيره بياهم يوشمير بې ناموسان چې ځان ته پښتانه هم وايي دا يرغل مثبت توجيه کوي، داوسني تاريخي اونرمقاومت پرمهال تر طالبانو نره،افغانى اومسلمانه بله ډله زه نه وينم،ځکه کومي نړيولي ټيکنالوجي ته چې سينې سپر او په سينې سپرکړې،دداډول قربانى سارى په نړى کې نشته،دا يوازي اويوازي ايماني قوت کيداى شي،
ghareebdost
25.03.2009
زموږځيني ورڼو له يوې خوا دپښتوچيغي وهي له بلي خوا ونګارګرپه څير دمتعصب ستمي ليکنه په دليل کې راوړي،دوي( شمالي وال)اوس هم دخپلي غلامي دپټولوهڅه کوي،خپاه څرګنده غلامي پټوي
میوند ننګیال
25.03.2009
محترم ورورغريب دوست خانه!
وروره !
مامخكي هم ليكلي ول چي زه دطالبانو مخالف نه يم ما يي بعضي غلطياني يادي كړي اورته دا توصيه لرم چي دنوروورونو سره يو اتحاد وكړي تر څو په غليم نور هم زورورشي خوتاچي دپټګي خبره كړي هو پټګي سنت ده خو خپل رنګونه او قيود لري دانه چي هر هغه سړي دي پټګي په سر كړي چي خبر نه وي چي څنګه ساتل كيږي خير دي لږمطالعه وكړه وايي چي كه څوك ږيره لري اواوږده وي نو فليكرمها نه لږه دځنګلي غوندي ګډه وډه چي څوك ي وويني نو داسي ګومان كوي چي ليوني دي نو بيا څه فايده ددي ږيري وروره ديموكراسي چس څوك غواړي هغه دهغوي خپل كار دي او دبده خبره ده چي ته اوس دلته حكمتيار يادوي ځكه هغه هم اوس دطالبانو غوندي مقاومت كوي مخكي ي غلطي كړي خو اوسمهال دانده پكار دانور خو مخكي هم ................وه او اوس خو يي دامريكي سره نكاحګا ني تړلي مننه
watanmal
25.03.2009
د بحث ټولو ګډونكونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ښه او هوسا ژوند درته غواړم.
ميوند ننګيالى صيب هغه وخت چى طالبان په غزنى كى وه ، ډيرو د خير خلكو كوشش وكړو چى [color=darkred:0b94acf0b3]حكمتيار صيب پدى قانع كړى چى د طالبانو سره ډغره ونه وهى او ترينه جلال آباد ته راشى ،[/color:0b94acf0b3] ځكه هغوى ويل چى ددوى پته په كابل كى معلوميږى او هيڅ امكان نلرى چى دوى دى د [color=violet:0b94acf0b3]دوستم ، مزارى ، مسعود ، ربانى او سياف [/color:0b94acf0b3]سره اتفاق ته ورسيږى ځكه پدوى كى څه بيدينه دى او څه د قدرت داسى ليونى دى چى په چوكى د كينستو څخه وړاندى ئى ډيره الفى پرى اچولى وه چى دغه مباركه بيا ترينه څوك ونسى شكولى، نو دغه د خير خلكو ورته ويل چى ستا خو هسى هم ددغه خلكو سره جنګ دى كه طالبانو پسى واخيستل نو مسلمان پښتانه دى ورسره يوځاى شه او كه طالبان ئى پسى راواخستل نو ته به ترينه خلاص شى خو ته ددوى منځ كى ځان مه راګيروه ، بايد په تاسف سره ووايم چى حكمتيار صيب دغه خبره خوښه نه كړى اوپرى ډير زيات غوصه شو خو اخر نتيجه دا شوه چى د همغه دښمن سره په يو ټغر كينستلو د كوم سره چى ئى كلونه كلونه جنګ كړى وه او پدى كار سره ئى خپل محبوبيت تر ډيره حده د لاسه وركړو.
خو [color=darkblue:0b94acf0b3]نن چى د حكمتيار كوم موقف دى [/color:0b94acf0b3]چى هغه د صليبيانو سره مقاومت نو مونږ ورته د برۍ دعاګانى كوو او له خداى پاك څخه غواړو چى په همدى موقف تر اخره پاتى شى او د تنظيم هغه منحرفين چى د صليبيانو سره ناست دى الله پاك دى ورته د نيكۍ او سمى لارى هدايت وكړى كنه نو مونږ دى ترينه بيغمه كړى او [color=darkred:0b94acf0b3]كه په مقاومت كونكو كى هرچا د منحرف كيدو اراده وكړه الله پاك دى د منحرف كيدو څخه وړاندى ورته مرګ راولى. امين.[/color:0b94acf0b3]
پاتى شوه د [color=blue:0b94acf0b3]طالبانو خبره [/color:0b94acf0b3]نو وروره ان شاء الله چى طالبانو به ددغه انقلاب څخه ډير زيات درس اخيستى وى او خپلى ټولى غلطۍ به ورته په ګوته شوى وي او همدارنګه كله چى دوى په قدرت كى ول امكان دى ولرى چى چا به ورته ددوى غلطۍ نشوى په ګوته كولى خو الله پاك پرى داسى امتحان راوستلو چى ډير كم خلك پكى كامياب شول او پدى دور كى خلكو دوى ته ددوى غلطۍ په ګوته كړى.
[color=darkblue:0b94acf0b3]خو بيا هم كه دوى د اتحاد او اتفاق او ورورولۍ اصل ته قانع نشول نو د كتاب حكيم فيصله مونږ ته معلومه ده:[/color:0b94acf0b3]
وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (الأنفال46)
[color=indigo:0b94acf0b3]او كه دوى د اسلام د مقدس دين اصول پريدى نو الله پاك به ددين د حفاظت لپاره د همدى قوم بله طبقه خلك پدوى حاكم كړى ، لكه دوى ئى چى په نورو منحرفينو باندى غالب كړل.[/color:0b94acf0b3]
وَإِنْ تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ (محمد38)
فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ مَا أُرْسِلْتُ بِهِ إِلَيْكُمْ وَيَسْتَخْلِفُ رَبِّي قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّونَهُ شَيْئًا إِنَّ رَبِّي عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَفِيظٌ (هود57)
په منيه
وطنمل
عبدالله صابر
25.03.2009
السلام عليکم
[quote:4951cebc77]ګڼو،داچې په محصلينويې پکړۍ په سرولې دداډول تشديدات زه هم مخالف يم،خوکه موږ لږ سوچ وکړو نو ايا پکړۍ به ښې وي، که نيکټايي؟پکړۍ خوبهرنى او کفري دود اويونفورم نه دي،بلکي افغاني ،پښتني او سلامي بڼه لري،هم دپيغمبرصلى الله عليه وسلم سنت وى اوهم د ميرويس او ابدالى بابا دوياړ نښه او دود دى[/quote:4951cebc77]
غريب دوسته وروره زبردست مثال د ورکړئ ،ستاپه دي خبره پسي يوه قيصه راياده
شوه ، وايی چي يوسړي هره ورځ دپنځوروپيو نوټ ته اور ورته کاوه اوسوځولويی
په خلکوپه ليوني مشهورشوچي فلانئ سړئ ليونئ دی هره ورځ پنځګون سوځوي
يوچاورڅخه پوښتنه وکړه چي صاحب تاسو دليونيانوکار ولي کوئ ؟ اودا هره و رځ
پنځګون سوځول خوکه ليونتوب نه وي نورڅه دي ؟ ده ورته په ځواب کښ وويل هغه
خلک چي دورځې يوپنځګون سګرټ څکوي هغوته خلک فيشن وايی اوماته ليونئ
که دسګرټ څکول ليونتوب نه وي نودپنځګون سوځول ولي ليونتوب دی ؟؟
نوښاغلئ غريب دوست همد ااوس په افغانستان کښ داسي ښونځې شته چي
نکتايی اوپتلون يی لازمي يونيفارم بلل کيږي ، ياپه بل ډول که طالبانوپګړئ په
زور ورپسرولي خوا وس نکتايی اوپتلون په زور وراغوندي ،که طالبانوپه خلکو
ږيرې په زور پريښودي خوبياظاهرشاه په عسکروږيرې په زور خريلي ،همغه د
پنځګون او سګرټ خبره ده بي انصافه نړئ ده ګيله له چاوکړو؟
عادل عادل
26.03.2009
سلامونه
درنو وروڼو او پتمنو خویندو
خبرې ډیرې خو سر یې یو دی.
الله پاک ته مالومه ده چې زما په شان ډیرئ افغان وروڼه شته چې نه خو په کوم تنظیم او تحریک پورې تړلي، نه هم د بهر څخه وارد شوي، نه ورته څوک پیسې ورکوي او نه هم د قدرت پر ګډئ ناست دي، خو د دې ټولو سره سره خپل اصل چې دین او پښتني کلتور دی ښه پیژني، پرې ویاړي، او دهغې په رڼا کې د عزتمند ژوند غوښتونکي دي. نو که دغه ډول خلک د طالبانو په راتګ کې د خپل پورتنیو یادو شوو اهدافو خوندیتوب ویني او یا په بل عبارت د یرغلګرو او لاسپوڅو د دفعې او ټکولو لپاره د طالبانو د بري هیله کوي نو ایا دا به ددې مانا ورنکړي چې همدا طالبان دي چې د ولس د ارادو نه دفاع کوي؟ ایا زه دغه ډول خلک د ولس یوه برخه نه ده؟؟
ښاغلئ غیرت صیب
په درګه کې درګه مه راباسه، که پس مانده او تاریک یو نو د یوه سره یو، که نه طالبان تر مونږ عادي افغانانو نه ډیر روښانه، زیرک او با نزاکته خلک دي، ما او تا ته خو د روانې اوه کلنې دورې د روڼ اندیو او په اصطلاح متمدنو اشخاصو ظرفیتونه او عمق ډیر ښه مالوم دي، د نړیوالې ټولنې په پیسو مو په بهر کې د سمینارونو او کاري وړتیا د پیاوړتیا په موخه مختلف سفرونه وکړل، ددې پر ځای چې ددغه چانسونو نه مثبته اعظمي ګټه پورته کړو، ټولې شپې مو په ډیسکوګانو کې سبا شوې او خپل ځانونه مو ساړه کړل او بس، یو یا دوه به خامخا را پکې مثتثنی وي. کابل کې دې څه ورځ ده، ته پوهیژې چې HIV ویروس په کومه کچه د خوریدو په حال کې دی، ته پوهیژې چې په کابل او د اطراف په کلو کې د شرابو مصرف په کومه اندازه لوړ دی، تا ته مالومه ده چې په هفته کې څو کانتینره شراب د مسلمان افغانستان پلازمینې کابل ته راځي؟؟ تاریک خو به زه او ته وو چې په دغو مهلکو افغاني ضد دسایسو او ټولنیزو امراضو سترګې پټوو.
زما خو دا هم په یاد دي چې د پاکستان نه به ډیرو معتبرو خلکو خپل پوډري )معتاد( زامن یا د کور غړي چې نور به د انسانیت نه وتلي وو، د اصلاح او تداوئ لپاره طالبانو ته راوستل، او د دوه درې میاشتو نه وروسته به د یو بشپړ ملتزم انسان په بڼه خپلو کورونو ته ستنیدل.
طالبان د ټولنیزو امراضو د وقایې بهترین ډاکټران دي.
طالبان په نن وخت کې د افغان ولس د ارادو بهترین ممثلین دي.
طالبان د افغان ولس د خپلواکئ د اعادې بهترین مبارزین دي.
طالبان د واحد او نه تجزیه کیدونکي افغانستان بهترین مدافعین دي.
طالبان د اسلامي نړئ د ولسونو په زړونو کې بهترین ځای لري.
طالبان هغه مثالي ممیزې لري چې حتی نن سبا یې غرب او اروپايي ټولنه هم تسلیموي.
عبدالله صابر
26.03.2009
السلام عليکم
ښاغلئ عادل عادل په ګوتواوقلم دبرکت ،يقيناتاسوواقعيتونه بيان کړي ، ژوند مو
اوږد اوقلم موتاند اوسه ،
والسلام
ghareebdost
26.03.2009
دروندننګيال صيب،صابرجانه اوعادل جانه اونور ورڼوته درناوى!
بښنه غواړم که مي دچا دل ازاري کړې وي ،په بحث کې کله ناکله موضوع يوخوا بله خواځي،خواصلي هدف مي دا وو،چې ترطالبانونه وړاندي او ورسته حکومتونو نه، طالبان په کراتو مراتو ښه وو،کمونستان خو دخاوري ،دين اوبشريت درې واړو دښمنان وو،درباني په کوڅه واکي ،که څه هم دحکومت اطلاق هم نشي کيدي ،خودکابل په ښارکي،درباني دفترته په څوکيلوميتري کې دبي عفتي له ويري نه پيغلو انجنوله څلورم منزل ځانونه را وغورځول،په اوسني غلومت(حکومت)کې دحکومتي پوليسو له خوا پر٥کلنو انجنوله تيري نه نيولې په کابل ښارکي ترعامي سړي تښتوني اوغلا ،اوپه بګرام کي له سپين ږيري ډګروال سره ترلواطت پوري څه څه ونشول؟؟؟اونور لا دڅه انتظار کوئ؟دا خو عجيبه منطق دى،چې دامربالمعروف تهديدونه دي،تر جنسي تيريو،غلا اوسړي تښتوني بد وګڼل شي،(په دي کاروکي دحکومتي پوليسو پر لاس لرنه څوځله حکومت هم اعترف کړى)زه دطالبانو دامربالمعروف له بې ځايه تشديداتو سره مخالف وم،خوکه موږلږ شاوخوا وګورو نو چې په مصرکې څوک بې ليسنسه ږيره نشي پريښودى،په ترکيه کې دښځوله سره په زورپړونه غورځول کيږي ،دا هرڅه جبرا کيږي ،خونړيوال نه يوازي پري اعتراض نه کوي،بلکي ښکاره هرکلى يې کوي ،خوپه يو اسلامي هيواد کې چې يو اسلامي حکومت ،خلګوته داسلامي لباس ،امر کوي نو بيا څوک داعتراض څه حق لري؟؟؟ايا يو حکومت حق نه لري چې په ښونځيوکې اوحکومتي اداروکې خلګ په يوخاص يونيفورم مکلف وګرځوي؟ خلګ لندن ته روان وي ،ګيره کله کړي ،چې بيامې انټريو نه کيږي اويامي په ايرپوټ تنګوي،نوايا خلګ خپل اسلامي هيوادته په راتللو ولي ددي هيواد له رسمي قانون سره سم اسلامي لباس نشي مراعتولى؟ ايا اسلامي شعائر او اسلامي حکومت خلګوته دومره سپک ښکاري؟؟چې دفرنګيانو هرجبرمني اوداسلامي حکومت اوامرنه مني؟؟؟؟ځيني خلګ دطالبانو دحکومت پرمهال اسلامي حدود په شکنجو نوموي،ايا قصاص ،دغلا او زنا حدود دقران حکمونه نه دي؟؟قصاص کيدونکي شخص خود مقتول ،دورثې له خوا وژل کيږي، په دې کې دطالبانو څه شخصي ګټې نه وي،که دمقتول ورثې بښلى واي نو هيڅ کله به هم نه وي،قصاص شوى،داپه شرعي محکمه دمقتول دورثې شرعي حق و،په ټوله نړۍ کې چې دحکومتونو له خوا دهيروئنوپه قاچاق،سړي وژني،اونوروجرمونوخلګ اعداميږي،هغه ته دنياوال شنکنجه نه وايې،امريکايانو ديوه امريکايې دوژلو په تور د((ايمل کاسي))په نوم يو پاکستانى اعدام کړ ايا داشکنجه نه وه؟؟او طالبانو چې قصاص کولو،نو هغه بيا ولي شکنجه شوه؟؟که څوک وايې چې په قصاصونوکې ستونځي وي،نوپه لسوکې به ستونځي وي،ايا دا٩٠فيصده عدالت چې خلګوته ورسيد ،ددې مثال په نوروحکومتونوکې راکولى شئ؟؟؟هرڅوک مو ازمويل ،چا له طالبانو نه ښه امتحان ورکړى؟ دبهرنى يرغل په وړاندي په کلک اوسپنيز دريځ کې څوک له طالبانوسره سيالي کولى شي؟؟په اخواني شيخ اسامه کلک دريدل دطالبانو د عدم تعصب او اسلام پالني بهترينه بيلګله ده،دامريکا له خوا له بار بار وړانديز سره سره،په حکومت کې نه ګډون اوپرخپل دريځ کلک دريدل،له قدرت سره دهغوي دنه شوق بهترينه بيلګه ده،
که څه هم زموزپه هيواد دغربي شيطاني ميډيا جال خور دى،او(طالب غندنه )ديومنظم پلان له مخي يوعنعنه ګرځول شوې،خوڅرنګه چې د دروغو مزل لنډ وې،نو نور موږ تور اوسپين سره پيژندلي ،هيڅوک هم نور له موږ نه دټبليغاتو په زور حقيقت نشي پټولى،
زه بياهم طالبان په کلي توګه مثبت نه ګڼم،خوايابديل يې شته؟؟؟نورموټول ازمويلي ،ازموده را ازمودن خطا است،تراوسه دملت په دي امتحان کې دطالبانو نمرې دنوروپه پرتله ښې دي،
دطالبانو اتيافيصده جنګي مشران،له امريکايانو سره په مخامخ جګړوکې شهيدان شول،اوعام تلفات يې هم وليدل،خوبيايې هم زور يو تر بلي ورځي زياتيږي،ايا ددې څرګند دليل نه دي ،چې طالبان په اصل کې نن دملت مقاومتې شکل دى؟؟
watanmal
26.03.2009
ټولو دوستانو او عادل عادل ، عبدالله صابر ، ميوند ننګيال او غريب دوست صاحبانو ته
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
هيله لرم چى روغ او جوړ به وۍ.
[color=darkblue:6297748e8d]ماشاءالله تاسى ښى ليكنى كړى[/color:6297748e8d] ، غريب دوست صيب ، ستاسى سره موافق يم ، هغه څه چى تاسى د توركى او مصر ذكر كړى دا حقيقت لرى ، زمونږ مصرى استاذان به چى مصر ته تلل خپلى غټى غټى ږيرى به ئى له همدى وجه خريلى او د توركى د حالاتو زه ښه اسناد لرم ، خير ستاسى د معلوماتو لپاره به ووايم چى د[color=white:6297748e8d] تونس [/color:6297748e8d]پارلمان په دوهمه ښځه كولو بنديز ايښى ، همدارنګه د عراق [color=white:6297748e8d]ګردستان [/color:6297748e8d]هم په دهمه ښځه بنديز ايښۍ دى ، خو افسوس چى د ډيرو ځوانانو هغه سترګه ړنده ده چى نورى دنيا ته پرى ګورى او د نظر ټول قوت ئى همدغى يوى سترګى ته راجمعه شوى په كومه چى امارت ته ګورى ، او كتل ئى هيڅكله د انصاف په تله نه وه او نه دى ، او كه د دغه ښاغلو څخه پوښتنه وشى چى په تيرو 13 كلو په دوران كى افغانستان ته راغلى يى؟ وايى به نه ، [color=darkblue:6297748e8d]دغه مسكنان فقط د صليبيانو له ميډيا څخه متاثر دى .[/color:6297748e8d]
په افغانستان كى د ميډيا د ميدان يوه ښځينه كاركونكى[color=white:6297748e8d] == ريډلى == [/color:6297748e8d]څو ورځى په افغانستان كى بند تير كړو ، څه ئى وليدل؟ څه ئى وارويدل؟ كوم اخلاق ورسره وژل؟ د هغى په كتاب كى واضح شوى خو د ټولو څخه مهمه خبره چى هغه مسلمانه شوله .
پدى كى شك نشته چى طالبانو په څه كارونو كى تشدد كولو ، خو [color=darkblue:6297748e8d]ږيره او پټګۍ د افغانى د كلتور حصه ده ، [/color:6297748e8d]او همدارنګه د نبى عليه السلام سنت دى، زه نه پوهيږم چى هغه كسان چى د پښتو او پښتنو چغى وهى له دغه كلتور څخه ولى تښتى ؟ ، كه وكتلى شى [color=white:6297748e8d]همدغه د پښتو او پښتنو چغى وهونكى اكثره له ظاهرى شكل څخه پښتانه نه معلوميږى ، [/color:6297748e8d]كه د عيسويانو، يهوديانو، يا نورو قومونو والاو سره ودريږى ، هلته به ئى وپيژنى چى خبرى وكړى، نو چى دوى په خپل ځان د پښتنو كلتور نشى تطبيق كولى نو ددغه كلتور ساتنه به څنګه وكړى ، خلاصه بايد ووايم چى [color=white:6297748e8d]دغسى خلك د ترقۍ او پرمختګ خنډ په عمل كى خپل كلتور ګڼى او په ژبه د ساده پښتنو غولولو لپاره د پښتو او پښتنو چغى وهى [/color:6297748e8d]او ، په حقيقت كى د قومونو بقا د كلتور په ساتنه كيږى، او پرمختګ په علم كيږى نه د ښځو پر بربنډولو او د بيدينو د كلتور په انتخابولو ، متاسفانه په هيواد كى د افغانى كلتور د ختملو او د هندى او غربى كلتور د پلى كولو لپاره د پلان له مخى ډير زيات كارونه روان دى ، الله پاك دى زمونږ ټولو حافظ او ناصر شى.
په مينه
وطنمل
میوند ننګیال
26.03.2009
سلامونه !
محترموهريو وطنمل صيب ،غريب دوست صيب ،صابرصيب،عادل صيب الله موروغ او جوړلره .
محتر غريب دوست صيب !
بي ايمانه او منافق به وي چي څوك دپارلمان غړو او خرڅ شوو لاسپوڅي د طالبانو نه ښه ګڼي او دفاع يي كوي وروره ما دطالبانو مخكني خطاګاني ليكلي وي پاتي شوه دمصر خبره كه مصريو اسلامي حكومت وي نو بيا صحيح وه هغوي خو كمونستان دي لكه څنګه چي په افغانستان كي ول اودي بديل نلري خو دوي هم پوره ندي اوس خو هغه حزب اسلامي هم په ميدان كي دي ايا طالبانو ته نده پكار چي دحزب سره په ګډه كار وكړي يا كه چيرته نور مجاهدين ورونه وي دهغوي سره ٠
وطنمل صيب !
دكلتور خبره كوي ماخو هم دبودا دبت خبره كړي وه هغه خو هم دافغانستان يوه تاريخي حصه وه ما خو دا ويلي وه چي طالبانو تيروتنه وكړه او پاكستان تير باسل او دا مي ويلي ول چي په اينده كي بايد داسي تيروتني ونه کړي
عبدالله صابر
27.03.2009
السلام عليکم
[quote:4f621b86be]اوس خو هغه حزب اسلامي هم په ميدان كي دي ايا طالبانو ته نده پكار چي دحزب سره په ګډه كار وكړي يا كه چيرته نور مجاهدين ورونه وي دهغوي سره ٠ [/quote:4f621b86be]
ښاغلئ ننګيال صاحب دحزب اسلامي ميدان که څه هم سمبوليک بڼه لري خوبياهم
طالبان يی هرکلئ کوي ، تاسوبه پوهيږئ چي حزب اسلامي په کال کښ د دوه دري
حملو مسئوليت په غاړه اخلي نوره ټول کال بي غمه پروت وي ، بل پلوزمادمعلوما
تو له مخي دحزب اسلامي عملي کارپرځای تبليغاتي اړخ ډيرخوښيږي ٠
خودابايدله حزب اسلامي وپوښتل شي چي ولي له طالبانوسره يوځای کارنه
کوي ؟
والسلام
ghareebdost
28.03.2009
ګران اومحترم ميوندننګيال صيب!ډيره بښنه غواړم ته راته يو دروند،مسلمان پښتون ښکارې طبعا په نظرياتوکې به څه ناڅه فرق وي،خو داويا فيصده اتفاق په وړاندي به په ديرش فيصده اختلاف زړه تنګوو،د روان مقاومت ديوالي ارزو هر مخلص مسلمان لري،خو زماشخصي نظر دادى،چې ائتلافي مقاومتونه لنډمهاله وي،او افغانان له ګڼ ګوندي مقاومتونو نه ښه تجربه نلري،که ممکنه وي او دطرفينوقلبي اخلاص وي،نو پکارده چې دمقاومت محدودي ډلي په عام او اکثريتي مقاومت کې مدغمي کړى شي اوټول يوه مقاومتي ډله وګرځي ،که داسي ونشي نو له يوې خوا خوبه سميزمغرض هېوادونه دخپلوشخصي اهدافو لپاره ډيري وړې مقاومتي ډلي وزيږوي،اوله بلي خوابه دبريالتوب له ترلاسه کولو وروسته په په فطري ډول ائتلاف مات اوخپل مينځي شخړي پيل شي،يوازي دادغام په صورت کې له داډول فتنوخوندي کيداى شوى،
البته دازما شخصى نظر دى، داچې څومره عملي بڼه لري،نو والله اعلم
watanmal
29.03.2009
ټولو دوستانو او لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
محترم ميوند ننګيال صيب هيله لرم چى روغ او جوړ به وۍ.
تاسى د بوتانو د كلتور خبره كړى ، زما مشوره داده كه [color=white:de1c72a8bd]= بوتانو ماتول د اسلام له نظره =[/color:de1c72a8bd] تر عنوان لاندى يوه موضوع په اسلام فورم كى پيل كړى نو د فورم علماء به درته ډير څه پري وليكى او همدارنګه د موضوع مختلف اړخونه به څرګند شى دا په هغه صورت كى كه د اسلام فورم كى پدى اړه څه بحث نه وى شوى.
[color=darkblue:de1c72a8bd]د يو مسلمان په صفت هر لوستونكى دى فكر وكړى چى:[/color:de1c72a8bd]
[color=darkred:de1c72a8bd]د بوتانو كلتور ښه كلتور دى كه خراب؟
د علم كلتور دى كه د جهل؟
د بوتانو كلتور په اړه اسلام څه وايى؟
د بوتانو ماتولو كلتور له څه وخته او چا د چا په امر پيل كړى؟
د بوتانو ماتول ولى كيږى؟
د خپل جهل يا ناپوهۍ ثبوتونو ساتل ښه كار دى كه بد؟[/color:de1c72a8bd]
[color=darkblue:de1c72a8bd]په افغانى تاريخ كى دوه مشران لرو چى بوتان ئى مات كړى ،[/color:de1c72a8bd] پد كار سره د متعصبينو لخوا [color=white:de1c72a8bd]پښتون مشر [/color:de1c72a8bd][color=red:de1c72a8bd]ناپوه [/color:de1c72a8bd]بل كيږى او [color=white:de1c72a8bd]فارسوان مشر [/color:de1c72a8bd][color=green:de1c72a8bd]اتل[/color:de1c72a8bd] ګڼل كيږى، [color=orange:de1c72a8bd]نه پوهيږم چى پښتانه ولى د ستميانو پل نيونكى دى؟ [/color:de1c72a8bd]
په مينه
وطنمل
میوند ننګیال
29.03.2009
سلامونه او احترامات !
رانزدي غريب دوست صيب !
محترمه ! ستاسو دحسن نظر نه يو جهان مننه خداي دي وكړي چي همداسي وم بهر حال وروره ما چي څه ليكلي همدا مي ليكلي چي طالبان او نور مجاهدين بايد تفاهم كړي وروره زه ستا سره موافق يم پخپلو كي دي بي اتفاقي نكوي او دخداي خاطر دي وكړي كيداي شي طالبانو ته څه پاكستاني خيټور ملايان مشوري وركوي خو بايد يو لايحه عمل د خپلو افغانو مجاهدينو ورونو سره تياره كړي مننه٠
محترم وطنمل صيب !
بوتان عكسونه او تصوير حرام دي په ا سلام كي دومره د جاهلانو نظر هم مه راته كوه ٠
محترمه !
دكوم پښتون خبره چي كوي (ملا عمر ) ناپوه ورته وايي او كه يو عامي سړي هغه دي خپله خبره ده خو داووايه چي سلطان محمود هند ته تللو تر څو بوتان مات کړي نو ولي يي په افغانستان كي نه ماتول بله دا چي ددي نه خو كوم خطر نوه لكه دسومنات نه چي وه هلته خو ورته سجدي كيدي دلته خو كراره كراري وه ملا صيب ! ايا د طالبانو وخت كي اسلام افغانستان ته راغي او كه مخكي راغلي وه ته او ستا خداي چي دا كار يي د پاكستان د يو څو بي دينه ملايانو په خلي نوه كړي پا تي شوه داسلام خبره اسلام يي ناروا كڼي خو ايا ته داسي يو ملك ويني چي هلته اسلا م سل په سلو كي وي نور مو وخت نه نيسم والسلام
رښتینی
29.03.2009
دادبوداپه اړه د مشر شاعر پسرلي صيب څلورزه رايد شوه
[color=yellow:3602010f16]چي كتاي نشئ نن زما لـــورته
بتئ اوشمي مه راوړئ ګــورته
ستاسو دستوردي چي مړپه سروړئ
ژونـــدي مونكړل لــه خاوروپوتـــه [/color:3602010f16]
بودابه هم خداي خبر په دي سپيره هيواد كي په تشه ګيډه
څومره شپي سبا كړي وي خواوس يي زرهاو كلونه وروسته
هم دمجسمي په كردوړو جګړي اوناندري رواي دي !!!
watanmal
31.03.2009
ټولو دوستانو او محترم ميوند ننګيال صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ټولو ته ښه ژوند غواړم.
ميوند ننګيال صيب خبرى به كوو خو عوصى به نه كوو، [color=white:85e49b7d72]خداى دى نه كړى چى زه تاسى ته د جاهلانو نظر وكړم،[/color:85e49b7d72] نه پوهيږم چى ولى مو خبره په ځان اخيستى، په تيره ليكنه كى د پوښتنو څخه زما څو مقصده ول ، يو ئى داوه چى تاسى كه د اسلام په فورم كى د بوتانو موضوع پرانستلو فيصله وكړه نو په خپله لومړۍ ليكنه كى بيان شوى اړخونه له نظره ونه غورځوى ،
ستاسى د پوښتنو په اړه به ووايم:
زه د امارت په وخت كى په خپل درس اخته وم ، هغه مليان – كه هرڅوك دى – چى د بوتانو ماتولو فتوى ئى وركړى وه تاسى ورته بى دينه واياست ، خو زه د ورور په توګه مشوره دركوم چى هر پيښه د اسلام په ترازو تله نه په نورو ، ستاسى د علم لپاره به ووايم چى د بوتانو ماتول او د ماتولو فتوى ئى د بى دينانو كار نه دى بلكى د بوتانو پالل د بى دينانو كار دى. [color=darkblue:85e49b7d72]== خبره په ځان وانخلى == [/color:85e49b7d72]
[color=darkblue:85e49b7d72]په اوسنى افغانستان كى د بوتانو د وجود څخه څه خطر شته او كنه؟[/color:85e49b7d72]
د پوښتنى د جواب څخه وړاندى به څه حقائق په ګوته كړو، شيطان د انسانانو سره مل دى او هميشه ئى د ګمراهۍ په لورى د بيولو كوشش كوى، ورسته له هغى چى الله پاك مونږ ته د اسلام رڼا رانسيب كړه په مونږ كى د الله پاك د وحدانيت فكر راغلو ، خو دوخت په تيريدو سره داسى كارونه په مونږ كى بيا پيدا شوى چى د اسلام د وحدانيت د فكر سره همداسى په ټكر كى دى لكه څنګه چى بوتان ول ، هغه وروڼه چى د هيواد په داخل كى يا لنډ ورسره وخت تيروى پدى ښه خبر دى چى نن زمونږ د هيواد يو جز خلكو د بوتانو او اور پر ځاى د قبرونو او اونو بوټو ته هغه څه منسوبول پيل كړى ، كوم ته چى شرك ويل كيږى د بيلګى په توګه دغه خلك عقيده لرى چى پلانى زيارت د ليونيان جوړونكى دى ، پلانى زيارت د بادو ښه كونكى دى ، پلانۍ چينه د سرى مخى ښه كونكى ده، پلانى زيارت بچى وركونكى دى، په پلانى ځاى كى ونه ده ميخ په ټكوه د غاښ درد دى ښه كوى او ...... او د داسى فاسدى عقيدى خپرولو لپاره نن بريلويان په مختلف شكلونو د ميليونو پيسو په خرڅوكولو لاس پورى كړى ،
وروره كه د بوتانو فلسفه وه ګورى ، په بوتخانو كى د همداسى مختلفو كارونو كونكى مختلف بوتان ول ، متاسفانه چى د شريكياتو دغه شكل شيطان زمونږ په ذهنونو كى بدل كړى نو په دغه شكل څه د بوت عبادت څه د قبر يا ونى بوټى عبادت.
چى خبره رانه اوږده نشى نو وه به وايم چى د شر وقايه مخكى د شر پيښيدو څخه بايد وشى ، كه د قبرونو يا ونو بوټو باندى زمونږ عقيده همداسى ډيره شه ، او ددى كار د مخ نيوى لپاره كار ونه شى هغه ورځ لرى مه ګڼه چى په هيواد كى يوځل بيا د شرك او كفر تورى ورځى خپرى شى ، او د قبرنو او ونو څخه غوښتونكى يو ځل بيا د بوتانو څخه په غوښتنه لاس پورى كړى، الله پاك دى زمونږ هيواد له دغسى ورځى څخه وه ساتى. آمين.
[color=white:85e49b7d72]كوم شى چى اسلام حرام كړى وى ، پريښودل ئى په كوم دليل؟[/color:85e49b7d72]
روروه دا موضوع ډيره اوږه ده ، هيله لرم چى زما په مقصد به پوه شوى وى.
هيله لرم چى د نظر د اختلاف په سبب خفه نشى.
په مينه
وطنمل
میوند ننګیال
31.03.2009
ګيډي ګيډي سلامونه او ښي هيلي ٠
محترم حامد صيب !
ناندري روا دي او كنه والله كه پو هيږم خو دا ډير بد كار شوي ٠
رانزدي وطنمل صيب !
محترمه !دلته هر سړي حق لري چي ليكنه وكړي او خپل شخصي نظر بيان كړي نه خداي دي نه كړي چي زه به دچا نه خوابدي كيږم ٠
وروره زه هره خبره داسلام په ترازو دتللو كوشش كوم خو ته راته دا ووايه چي د فتوى چا ورکړي ايا فضل الرحمن او...........او سميع الحق نده وركړي په پاكستان كي كوم كارونه نه كيږي دامارت ددوري دستر محكمي مشر مولوي نورمحمد ثاقب دخولي خبره ده چي وايي داكار دپاكستانيانو وه دا يي ماته په شمشتو كي كړي وه وروره [color=blue]زه منم بوتان پا لل دبي دينانو كار دي خو دتاريخ او كلتور هيرول د نامردو كار دي [/color]اميد كوم خفه نشي .
محترمه ناسو ليكلي :
د شر وقايه مخكى د شر پيښيدو څخه بايد وشى ، كه د قبرونو يا ونو بوټو باندى زمونږ عقيده همداسى ډيره شه ، او ددى كار د مخ نيوى لپاره كار ونه شى هغه ورځ لرى مه ګڼه چى په هيواد كى يوځل بيا د شرك او كفر تورى ورځى خپرى شى ، او د قبرنو او ونو څخه غوښتونكى يو ځل بيا د بوتانو څخه په غوښتنه لاس پورى كړى، الله پاك دى زمونږ هيواد له دغسى ورځى څخه وه ساتى ٠
ګرانه ډير داسي دشر كارونه ول چي بايد دهغي مخه نيول شوي وه پا تي شوه دقبرونو خبره دا خو په افغانستان كي د پيړيو راروانه خبره ده څوك تري زوي غواړي او څوك تري يو او څوك بل مخكي يو څو كسانو ددي نه خلك منع كول همدغه ملايان ول چي د وهابيانو او اخوانيانو اونورونومونه يي وركول وروره هغه ورځ راروانه نده له مخكي موجوده وه او په قندهار غزني او هرات كي څه نه كيدل طالبانو خو د هم كو لي شول چي هغه لوي لوي زيارتونه وران کړي چي خلكو به ورته طوافونه كول ٠
تاسو ليكلي :
كوم شى چى اسلام حرام كړى وى ، پريښودل ئى په كوم دليل؟
محترمه ډير داسي كارونه شته چي حرام دي نو دهغوي پريښودل په كوم دليل نور بيا[/code]
رښتینی
31.03.2009
سلامونه مي ومنئ !
ماليكلي و ناندري رواني دي
نون پاتي شوي و بښنه !
___________________
او دادفتوي خبره سمه نده ثاقب صب
هغه مهال لوي قاضي و ده نشوي كولي
هغه فتوي يي رده كړي وي ؟
يوروايت :
لوي قاضي ثاقب صيب دعربو اواسلامي نړي دعلماو په مخكي
دبوتانو دماتولو دجواز بلكي لزوم دلايل ويل اود حضرت موسي
عليه السلام په لاس يي دسامري دخوسي دماتولو قراني كيسه
بيانوله : لنحرقنه ثم لننسفنه في اليم نسفا
خودازهر شيخ ورته وويل : حضرت هارون عليه السلام هم پيغمبر
واودبوتانو پرماتولو مكلف و خوبيايي هم دموسي عليه السلام تر
راتګه پوري صبر وكړبناء ستاسو (طالبانو) له پاره اوس وخت منا
سب نده نوله مصلحت نه كار واخلئ
داكتر يوسف قرضاوي ورته وويل بوتان بايد هر وخت اوهرځاي
چي وي مات كړل شي خواوس ستاسو سياسي نظام له مختلفو
خطراتو سره مخامخ ده ټوله نړۍ يهود اونصاري مو دښمنان دي
او له تاسو سره په شاوخوا كي بودايان لكه جاپانيان سيرلنكيان او
.....لا ستاسو په اړه بي طرفه دريځ لري او كه دابوتان مات كړئ
هغه به مو هم دشمنان وګرځي او له ټولي نړۍ سره دشمي ستاسو
په تاوان ده
هغه مهال په هرات كي دشاوخوا ولايتونو مهاجر اوسيدل
او په هرات كي په يوه كيمپ كي ګڼ شمير ماشومان هم مړه
شول يوه باندني عالم كوم طالب چارواكي ته د طعني اوپيغور
په ډول داهم ويلي وچي ياره دا كومه خرڅه چي دبوتانوپه نړولو
كوئ دا هغو له وږي مړه كيدونكو ماشومانو ته وليږئ
خوموږهر وخت دخپلوكړمو مسئوليت د نوروپر
وږوباروو ! اوپه دي توګه خپلي وږي سپكوو !!!
ghareebdost
31.03.2009
دلته نن دټولي خاوري د قوالې مسئله ده.پرعقيده،کلتور او فکرمستقيم تيرى شوى،تاسو دبودايانو پرکلتور اوښکي توئ،دقران په کلتور يرغل روان دى،دا درته صمني ښکاري،
ددې يرغل سره جنګيدونکو،په سرو وينو او قربانۍ پوري ولي خاندئ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
عادل عادل
01.04.2009
سلامونه
ډیر ښه یې وکړل چې د کفري فرهنګ دغه لوی سفیر یې ونړاوه.
زما په نظر که طالبانو ته د ملل متحد په شمول په هر ملک کې د سیاسي نمایندګئ او په رسمیت پیژندلو حقه حق حاصل وای نو دغه کار به یې نه وو کړی.
کفري نړی که د خپل لوی سفیر غم کولی نو د طالبانو د په رسمیت پیژندلو څخه به یې انکار نه کاوه.
ګومان نه کوم چې د اسلامي نړی علما به د دغه کار د مخنیوي لپاره طالبانو ته ننواتې ورغلي وو بلکه د کفري نړی د نه اړیکو او د په رسمیت نه پیژندلو په سبب، پر اسلامي ملکونو د فشار په نتیجه کې ورلیژل شوي وو.
په هر صورت که ددغه بودا نړول یا نه نړول به ګناه نه وه خو اوس پرې اوښکې تویول خو ماته د ثواب کار نه بریښي، او نه هم دومره مهم دي چې اوس دې د هغې پر سر د مسلمان ورور سره دښمني وشي.
میوند ننګیال
01.04.2009
دروند و اوښاغلوورنو سلامونه !
رانزدي حامد صيب !
ثاقب صيب ښه سړي دي خو چي دا فيصله يي كړي دايي خپله نده مننه ٠
غريب دوسته !
دا دقوالي مسئله څه نوي نده محترمه كوم بي ناموس به پدي يرغل خوشحاله وي ما دطالبانو د غلطيانو خبره كړي دا مي ندي ويلي چي څنګه دي او الحمد لله اوس راته دډير بي غيرتو او بي ايمانو نه ( هغه چي ځانونه يي دجنت ټيكه داران او داسلام فيلسوفان كڼل ) راته ډير نزدي او محترم دي زه دبودايانو په كلتور نه دافغانستان په تاريخ اوښكي تويوم الحمد لله مسلمان يم نه په مجاهدو پوري خاندم اونه دسرووينو په تويودلو ايا تا دروسانو او كمونستانو ددوري په وخت كي كوم شهيد وركړي ايا اوس دس دامريكايانو سره جنګ كي كوم شهيد وركړي او يا دي برخه اخيستي وروره خلكو شهيدان وركړي هسي ټو قي ندي الحمد لله مونږ ته اسلام د خپل مل او اولاد نه ډير ګران دي دا كمزوري خبري مكوه ته [color=blue]((( قسم وكړه چي دومره فكر درسره دي كومه شپه دتهجدو لپاره راپا څيدلي يي او مجاهدينو دكاميابي لو داشغالګرو د تباهي لپاره دعا كړي ايا داوسني مجاهدينو سره دي كتلي او يا دي ورسره څه مرسته کړي )))[/color] دومره نه بي غيرته او بي ايمانه نه يو په اوسني وخت كي دهر مجاهد سره اوږه په اوږه ولاړيو خو تيري غلطياني يي ځكه يادوو تر څو په اينده كي بيا دا تكرار نكړي ٠
عادل صيب !
محترمه !زه پري اوښكي نه تويوم خو ته دا ووايه چي يو سړي ملي شتمني يا تاريخ وانوي هغي ته څه وايي دغه ستاسو غوندي خلكو به بعضو ته ملي خاينان ويلي چي نن يي چارتراش خرڅ کړل يا يي دا وكړل يا دا پاتي شوه ددښمني خبره تاسره كوم دليل شته چي مونږ دطالبانو سره دشمني كوو مننه كورموودان اميد كوم چي خاطر دروند نكړي[size=18][/size][size=12][/size]
ghareebdost
01.04.2009
ننګيال صيب!
دا وښکو خبره مي چې کوله ،نوخداي سته دامي په زهن کې نه وو،چې دبودا موضوع چا شروع کړې.که نه بيا به مي ستوخه نه کولى،خير خوله هغه چازړه مه بدوه !چې دبښني غوښتلو عادت ولري،،،
دا دشهيدانو او تهجدو اعلان خو په فورم کې نشم کولي...
والله اعلم!!!
عبدالله صابر
01.04.2009
السلام عليکم
ميوند ننګيال صاحب
دبوتان ماتول لوی افتخاردی اوبراهيمي عزم غواړي خودماتولوشرائطو په هکله
ښايی يوڅه مصلحتونه وي نور ډيرښه کارشوئ ، نه موداډول تاريخ پکارده اونه ملي
شتمني ،توبه له داسي تاريخه چي دخپلونيکونوکفرباندي وياړ وکړوچي زمونږ
نيکونه يو وخت بودايان او الله تعالی يی واحد اولاشريک نه منه ،ماته خوپه بودا
وياړل شرم بريښي عينا داسي ده لکه څوک چي وايی زمونږ نيکونودغوا متيازې
څښلي ،څه دبوادعبادت اوڅه دغوامتيازې څښل دواړه يوشئ دی چي دبودا عبادت
يی کړئ خامخابه يی دغوامتيازې دتبرک په ډول څښلي وي نودا ښه کارده چي مونږ
يی ملي شتمني وګڼواودخپلونيکونوشرمندګئ ګناه والا شيان وساتو ،
دګناه ښکاره کول خوبله ګناه ده مونږبايد ګناهونه ښکاره نه کړواوبياداخوترټولو
لويه ګناه ده ٠
پاتي شو ملي شتمني ،نوايافاحشه خاني ته هم ملي شتمني ويلئ شو؟؟
داټول ناپوهي اوجهالت داسلام دوښمنانوپوچ تبليغات سره يوځای شوي اوځيني
ناپوه مسلمانان يی دبتانودفاع ته کلک دره ولي ٠
اوس چي بتان مات شوي ډيردوياړځای دی بايدمونږورباندي ووياړونه داچي
دا لوی وياړهم پاکستان منسوب کړو٠ بل وار ته بايد دمزار بت هم وران شي ،
دوښمن دپاکې خاورې دافغان به ماتوم
ملت دابراهيم يمه بتان به ماتوم
والسلام
میوند ننګیال
01.04.2009
سلامونه !
محترمو پخيرراغلي هركله راشي !
غريب دوسته !خير ورروه هر انسان حق لري چي څه ووايي تاسو هم حق لري زه په بوتانو نه وياړم بله پخپل تاريخ وياړم چي هر رقم دووسان او بي ناموسان پدي خاوره تير شوي او بقايا يي پا تي دي ٠
عبد الله صابر صيب !
زه هم منم چ لوي افتخاردي او ابراهيمي عزم غواړي وروره دپاكستاني يو څو بي غيرتو اوبي ايمانو ملايانو په خوله كه د جنت زير هم وشوي زه يي مخا لفت كوم او دا كار هم دپاكستان دي ٠
محتر مه !
افغانان دطالبانو دراتګ سره مسلمانان شول او كنه مخكي ول ايا په مخكنو نيكونو كي يو هم مسلمان نوه ټول مشركين ول چي دا بوتان يي نوه مات كړي او كنه هغوي ددي نه نوه خبر زه كه طالبان وي او حزب خو چي دپاكستاني بعضي علماوؤ په خبره عمل كوي مردود دي ٠
٠
الحمد لله مونږ هم مسلمانان يو نه كمونستان يو او نه بريليان نه شيعه پا تي شوه دنيكونو خبره ته دا ووايه چي افغانانو خاصا پښتنو ته خو يهودان هم ويل شوي او ويل كيږي چي پښتانه يهود دي نور وايي ارين دي او نور وايي سنكسرت او نور بل څه تر اوسه خو ددوي داصل هم معلوم ندي بله دمتازو خبره نو وروره كه پخوانيو نكونو متيازي څكلي نو اوسني خو دي هم دومره سوچه مسلمانان ندي دقبرورنو طوافونه كوي او دپيرانو نه مدد غواړي ته ووايه متيازي څكل ښه دي او دلايزا ل رب سره شريك نيول ٠
تاسو ليكلي :
پاتي شو ملي شتمني ،نوايافاحشه خاني ته هم ملي شتمني ويلئ شو؟؟
هغي ته زه نه ملي شتمني وايم كه تاسو ورته وايي بيا بيله خبره ده هو ددي ملك وني بوټي تيكي ته زه ملي شتمني وايم محترمه مامخكي هم ليكلي چي هر هغه كار چي دپاكستاني د بعضو بي دينو اوبي غيرتو ملايانو په خوله كيږي زه پي نا لت وايم كه چيرته دجنت زيري هم وي هو كه پخپله خوښه اوازادي كوم كار كوي زه درسره اوږه اوږه ولاړيم
ghareebdost
01.04.2009
دا دبتانو په شرعي حثيت خبري کول يومستقله موضوع ده، دابايد په اسلام فورم کې وڅيړل شي،دا چې چا دچا په خوله مات کړل،دا اټکلونه هم جوت نه دي،خوپه دې کې شک نشته،چې داسلامي نړۍ علمايې په ماتولوکې شرعي موانع نه ويني، ځکه چې دشرک ابتدا له بتانو شوې،
حو زموږ تاسو موضوع دغربي ښامار په وړاندي دمقاومت خبره وه،دطالبانو ټول کارونه نشو تائيدولې،خوپه اوسني مقاومت کې دطالبانو ننګه دهرمسلمان وظيفه ده،ځکه چې دټول اسلامې امت ستر دښمن امريکا ده ،او دامريکا په وړاندي جنګيدل،يو ډير غوره عمل دي،نو ځکه خو موږبايد غوره عمل تائيد کړو