اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
كابل جان
29.03.2009
ډير محترمو ورنور پس دسلام نه مي نيكي هيلي ومني
محترمو لوستنكو رباب أو مسيقى استعمالول د ذكر سره دا په أصل كي د مسيحيانو أو رومانيانو عادت وه چه مونګ مسلمانانو ته ډير دوختنه را نقل شوي دي، مخكنيو إمامو ددي كار ذكر ځاي په ځاي كلي دي أو تنبيه يي وركړي ده چه نه خاي مسلمانانو ته چه په دغه شيانو ځانونه مصروف كړي، ولي ځكه زمونګ دين كامل دي، د ذكر په باب كي رسول الله صلى الله عليه وسلم پوره خودنه كړي ده، أو هم يي صحيح طريقه خو دلي ده، ولي ځكه چه مسلمانان هيڅكله نورو أديانو أو مذاهبو ته محتاجه نشي، پدي أړه باندي غواړم يو سو أقوال هم تاسو ته رانقل كړم چه حنفي إمامانو أو نورو علماء كراموا كړي دي:
يقول الإمام الشّافعي رحمه الله: (خلفت ببغداد شيئا أحدثته الزنادقة يسمّونه "التّغبير" يصدّون به النّاس عن القرآن).سير أعلام النبلاء: 10/91.
ويقول الإمام ابن التركماني الحنفي رحمه الله: (أما ما يبتدع من السّماع فقد انتشر في جميع الأقطار، فترى أهله يتواجدون على سماع الأشعار، ويطربون على ذكر الخد والقدّ والعذار، ويرقصون على ضرب الكف والقصب والطّار، فتضر المساجد) إلى أن قال:
(فيخرجون بقولهم وفعلهم عن طريق النّبي المختار، والصّحابة الأخيار، والتّابعين الأبرار). انظر: اللمع في الحوادث والبدع: 1/76
معنى التواجد: هو: حركات المتواجدين وقوة صياحهم وتخبطهم. انظر: تلبيس إبليس، ص: 315.
ع کريم حليمي
02.04.2009
مکرم کابل جان صاحب او محترم وطنمل خان صاحب سلام !
محترمو !
وَ مَا هَذِهِ الْحَيَوةُ الدُّنْيَا إِلا [color=white:54269992e1]لَهْوٌ وَ لَعِبٌ [/color:54269992e1]وَ إِنَّ الدَّارَ الاَخِرَةَ لَهِىَ الْحَيَوَانُ لَوْ كانُوا يَعْلَمُونَ
دنيا هم بده ده ، هم ښه ده ، درواغ هم بد دي هم ښه دي ، غلا هم ناروا ده
هم روا ، خبري هم ښې دي او هم بدي ، قتل هم روادی او هم ناروا
د خنزير غوښوخوړل هم ناروا دي هم روا ، تجارت هم روا دی او هم ناروا
موسيقي هم رواده او هم ناروا ، ٢٤ ساعته عبادت ناروا دی
هيڅ شئ مطلق نسته ، بېله يوه الله !!!!
لهو ولعب هغه ته ويل کيږي چه د الله او د اخرت څه څوک غافل کړي
دا که مال وي ،که ښايسته ښځه وي ، که اولاد وي ،که ملک او جايداد وي ،
په هره بلا چه انسان غافله سو ، هغه ته لهو ويل کيږي ،
يَأَيهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لا تُلْهِكمْ أَمْوَلُكُمْ وَ لا أَوْلَدُكمْ [color=cyan:54269992e1]عَن ذِكرِ اللَّهِ [/color:54269992e1]وَ مَن يَفْعَلْ ذَلِك فَأُولَئك هُمُ الْخَسِرُونَ
رِجَالٌ لا تُلْهِيهِمْ تجَرَةٌ وَ لا بَيْعٌ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَ إِقَامِ الصلَوةِ وَ إِيتَاءِ الزَّكَوةِ يخَافُونَ يَوْماً تَتَقَلَّب فِيهِ الْقُلُوب وَ الاَبْصرُ
هو ! مجازي اشعار په غنا سره ويل مصاديق لهو الحديث او حرامه ده
او هغه غنا چه انسان ته رب ور پيادوي او اخرت (د حقيقت اشعار )
د لهو الحديث اطلاق نه پر کيږي
د نل په ژبه ،د رباب په ژبه ،د سورنا په ژبه ، په هره ژبه چه الله درياد سو
او اخرت ئې در پياد کړي هغه ته ذِكْرِ ويل کيږي
تاسو لمړي ذِكْرِ تعريف کړي ، که زما خبر ستاسو له تعريف سره سر نه
خوړی ، نوبيا به خپلي خبري زه پخپله وخورم
watanmal
02.04.2009
ټولو دوستانو او حليمي صيب:
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
خوشحاله ژوند درته غواړم.
حليمى صيب ، كه موضوع ډيره وشنو يو خو به ئى په راټولولو ستړى شو او [color=darkred:985e6f461f]بل به د لوستونكو څخه اصلى موضوع وركه شى [/color:985e6f461f]، ځما په نظر ښه به دا وى چى فقط په خپله اصلى موضوع خبرى وكړو.
[color=green:985e6f461f]حليمى صيب د الله پاك ذكر يا د هغه يادونه د موسقى الاتو له غږ سره ، زمونږ موضوع ده [/color:985e6f461f]او[color=white:985e6f461f] ما تر اوسه هيڅ داسى كوم سند يا ثبوت نه دى پيدا كړى چى رسول الله صلى الله عليه وسلم يا صحابه كرامو يا تابعينو يا تبعه تابعينو د موسقى الاتو له غږ سره او د ډانس په حالت كى خپل مشر ته د سجدو په كولو سره د الله پاك ذكر كړى وى ،[/color:985e6f461f] [color=darkblue:985e6f461f]كه تاسى يا بل كوم ورور كوم ثبوت يا سند پيدا كړ [/color:985e6f461f]نو ډيره مهربانى به ئى وى چى راسره شريك ئى كړى.
په مينه
وطنمل
ع کريم حليمي
02.04.2009
ټولو دوستانو او وطنمل خان صاحب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
تاسو ته هم خوشحاله ژوند غواړو.
دا ستاسي ليکني داسي ښکارې لکه زموږ يو پخوانئ ملګری ، چه څپله جنازه
او شهادت ئې پخپله خپور کړ ٠ الله دې وبخښي ، ځنګله تهولاړئ بيا نه دی
معلوم سوئ چه څه شو ،الله ښه خبر دی
[quote:0b7e6884b5]حليمى صيب د الله پاك ذكر يا د هغه يادونه د موسقى الاتو له غږ سره ، زمونږ موضوع ده او ما تر اوسه هيڅ داسى كوم سند يا ثبوت نه دى پيدا كړى چى رسول الله صلى الله عليه وسلم يا صحابه كرامو يا تابعينو يا تبعه تابعينو د موسقى الاتو له غږ سره او د ډانس په حالت كى خپل مشر ته د سجدو په كولو سره د الله پاك ذكر كړى وى ، كه تاسى يا بل كوم ورور كوم ثبوت يا سند پيدا كړ نو ډيره مهربانى به ئى وى چى راسره شريك ئى كړى. [/quote:0b7e6884b5]
چه خدای سل کاله عمر در کي،بيابه هم څوک سند در پيدا نکړي
ګرانه وروره !
الذين آمنوا وتطمئن قلوبهم بذكر الله ألا بذكر الله تطمئن القلوب
ترجمه : آنها كسانى هستند كه ايمان آورده اند و دلهايشان به ياد خدا مطمئن (و آرام ) است ، آگاه باشيد با ياد خدا دلها آرامش مييابد!
هر فرض عبادت ځانته خاصه مسنونه طريقه لري ، او فرض ارکان
ذِكرِ يو ازاد عبادت دی هيڅ قيد نه لري ، هر انسان حق لري چه په هر ډول
چه ئې زړه وغواړي ، د ذِكرِ اجازه لري
او نبي عليه السلام هيڅ کله نه دي فرمايلي چه په فلا ډول يا شکل يا صورت
سره ذِكرِ مه کوئ ، نو سند څوک له کومه کړي ،
ته سند راوړه !!! تا ولي نارې پورته کړي چه سند غواړم !!!!
نبي کريم د اتڼ اوملي رقص تماشا کړې ده د بي بي عائشې سره يو ځاي
چا ويلي چه ملي رقص يا اتڼ ناروا دی ، هر څوک چه ملي اتڼ ناروا ګڼي
درواغجن دی ، او نبي عليه السلام په کور کي غزلي سندري ويل شوي
له دريې سره
د اختر په ورځ، غزلې او ډوول خو بېخي روا کار دی ، او نجوني چه لا نه وي پېغلي سوي ، د هغو غزلي او سندري (حقيقت )خو بيا سل سل کي روا دي
هر څوک چه ئې ناروا بولي ، درواغجن دی
موسی عليه السلام چه د رب کلام ته تللی ، يو سړي په خپل يو ډول ذِكرِ کاوه
موسی ع ورته وويل چه دا ته څه وايي ، هغه ورته وويل چه د خدای ذِكرِ کوم
او يا ئې ورته وويل چه د خدای سره خبري کوم ، موسی ع ته درد ورغلۍ
او دا سړئ ئې منع کړي
کله چه موسی ع د رب کلام ته ورغلئ نو رب پوښتنه ځيني وکړه ، چه موسی
پر لاري دي څه وليدل موسی د دې سړي نقل وکړئ ، رب ورته وفرمايل
چه د خلکو خولې مه بندوه
موسی ع تجربه کړې وه ، نو محمد ص ته د موسی قصه ور ښودل سوې وه
نو محمد عليه السلام هم چاته ندي ويلي چه فلال ډول ذِكرِ مه کوه
دا حديث اوس په لاس کښي نه لرم ، که خدای غوښتي وه حواله
به در پيدا کړم
هو ! داسي چه سازنده راولې او پيسې ورکې چه ذِكرِ کوو !!! دې ته نو بيا
ذِكرِ ويل کيږي ، اما اخلاص نسته پکښي چا چه مزد واخستلی ، هغه يوازي
د مزد ګټه وکړه ، او هغه په مزد ناخبره خلګ چه ورته ناست دي او فکر
او چورت د ذِكرِ وي ، هغوی د ذِكرِ ثواب ګټي
د مثال داسي دی لکه : يو ملا چه د مخه وي او اودس نه لري او لمونځ ورکوي د مقتديانو ئې لمونځ صحيح دي ، ملا ګنهکاره
لمونځ ډېرښه ذِكرِ دی ،په دې کي شک نسته (وأقم الصلاة لذكري )
حسبي الله ونعم الوكيل هم ښه ذِكرِ دی
لا إله إلا أنت سبحانك إني كنت من الظالمين دا هم ښه ذِكرِ دی
موسی ع له رب العزت نه پوښتنه وکړه ، چه داسي څه راوښووه چه ياد دي
کړم ، رب العزت ورته وفرمايل ، لااله الا الله ،نو عظيم ترين ذِكرِ يعني لااله الا الله
دا يوه ښکاره او روښانه خبره ده ، چه د ساز او اواز ذِكرِ اعلی درجه
ذِكرِ ندی !!
هيڅ ذِكرِ ته ناروا نسو ويلئ ، په کولو کښي بدعت نسته ، اما ريا ئې بيا ثواب
خوري ، او د ريا علاج بيا اخلاص دی
نېکۍ کول او ذِكرِ کول هيڅ چوکاټ نه لري ، په هر شکل او صورت چه نېکئ کولای سئ اجازه سته ، په هر شکل د اشکالو چه اخرت او الله در پياديږي
درېغ مه پر کوئ ،ولذكر الله أكبر
درنښت
watanmal
04.04.2009
ټولو دوستانو او حليمى صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
حليمى صيب هغه وخت تير سو چى د ملا د خولى هره خبره خلكو دين ګڼلو ،
اوس خلكو دينى زدكړى ډيرى كړى او همدارنګه باشعوره پلرونه دا احساس لرى اوپوهيږى چى
صليبى يرغل يواځى په خاروه نه دى بلكى په دين او كلتور هم دى ، كوشش كوى چى خپل بچى د عصرى علومو ترڅنګ په دينى شيانو هم پوه كړى،
تر څو ئى څوك د فكر په منحرف كولو بريالى نه شى.
حليمى صيب د ليكنى په پيل دى پوه نه شوم چى ستاسى په نظر به زه څوك يم ، ستاسى څخه وړاندى يو بل كس راته ليكلى وه چى ته د – و، س – په نوم ليكنى كوى ، ما د – و ، س – په نامه هيڅ كومه ليكنه پيدا نه شوه كړى، خير بعضو مى د ليكنو د ړنګولو غوښتنه هم كوى ، ماته دغه خبرى كوم اهميت نلرى ، او دا د بعض ليكوالانو عادت وى چى د خبرى ځواب نه وى ورسره نو پدى توګه كوښښ كوى چى د لوستونكو نظر بل طرف ته واړوى.
حليمى صيب زه په ټول افغان كى هيڅ كوم كس نه پيژنم ، ځكه ټول د پردى تر شا دى ، او زما د ليكوال د نوم او شكل د پيژندلو سره كومه علاقه نشته بلكى زما كار ئى د ليكنى سره دى.
[color=white:ffc05325ff]حليمى صيب كه سند دى پيدا كړو ، مهربانى به دى وى كه راسره شريك دى كړو ،[/color:ffc05325ff]
په مينه وطنمل
ع کريم حليمي
05.04.2009
مکرم وطنمل خانه ، السلام عليکم !
اول هغه وينا کونکئ خطا کوله او غلط او ضعيف حديث ئې بيانولئ
او تاهم له انلاين نه غلط حديث رااخستي ،او د 'ټول افغان ' پاکه پاڼه
په لړې ، او د کتاب حواله او مؤخذ هم نه ورسره ليکې
[quote:2343fd9079]حليمي صيب:
تاسي په خپله ليكنه كى ويلى چى – لايحل تعليم المغنيات – حديث نه دى او دغه عالم دروغ ويلى ، ليكن ما ددى په اړه څه داسى پيدا كړل:
= = = = = = = = = =
عن علي بن يزيد عن القاسم عن أبي امامة قال قال رسول الله: ( [color=white:2343fd9079]لايَحِلُّ تَعْلِيم المُغَنِّيَاتِ [/color:2343fd9079]ولاَ بَيْعِهنَّ وَأَثْمَانُهُنَّ حَرَام )
وفي مثل هذا نزلت هذه الآية ( وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَري لَهْوَ الحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ ) إلى آخر الآية
وقال ثور بن أبي فاختة عن أبيه عن ابن عباس : نزلت هذه الآية في رجل اشترى جارية تغنيه ليلا ونهارا . [/quote:2343fd9079]
ستا له خوا رانقل سوئ حديث هم غلط دی ، دا څرنګه معلومات دي ،
بې حوالې ، دا حديث هم په 'سته ' وو کښي ندي درج
نارې دي پورته کړي چه :حليمى صيب كه سند دى پيدا كړو ، مهربانى به دى وى كه راسره شريك دى كړو ،
ورک سه هلکه ،زما يوه جمله راته اقتباس که چه جواب درته وليکم يا سند
ستا د خپلو خبرو سند ته راوړه زما نه د څه شي سند غواړي
[quote:2343fd9079]مولانا عبدالصبور چى په خپله وينا كى كوم حديث ويلى == لايحل تعليم المغنيات ....==
دغه حديث ما په تفسير طبرى كى ليدلى وه او هغه داسى:[/quote:2343fd9079]
نو دا راته ووايه چه طبري پر چا حواله ورکړې که يا
که تفسير طبري حواله نده ورکړي نو دا حديث بيا هم د منلو نه دی
تفسير خو قران نه دی چه منم به ئې طبري خو غوث د زمانې نه دی
طبري په طبرستان سترګي خلاصي کړي په 224 هجری قمری کښي
دئ خو صحابي نه دی ، چه خبره ئې سند وي ، له طبري نه هم موږ سند
غواړو ، هو ! دا به ومنم چه د ده تفسير په ام التفاسیر شهورت لري
که دئ صحابي وای نو بيا ئې سند ته ضرورت نه درلودی
[quote:2343fd9079]ځما د ليكنو خلاصه داده چى د مولانا عبدالصبور لخوا بيان شوى حديث موضوعى حديث نه دى او د موضوعى حديث تعريف عبدالسلام ورور په خپله ليكنه كړى.[/quote:2343fd9079]
اې کاش چه موضوعي وای ، غلط دی مردود دي
ترمذي داسي راوړئ چه لايحل بيع المغنيات ........
وقد اخرج الترمذي من حديث ابي امامة رفعه " لا يحل بيع المغنيات ولا شراؤهن " الحديث، وفيه " وفيهن انزل الله (ومن الناس من يشتري لهو الحديث) الاية، وسنده ضعيف.
د ترمذي حديث ضعيفه دي ، او ستا د مولانا عبدالصبور هغې خو له سره
غلط دی
بي بي عائشه رصی الله عنها فرمايي چه :
حدثنا زهير بن حرب، حدثنا جرير، عن هشام، عن أبيه، عن عائشة، قالت جاء حبش يزفنون في يوم عيد في المسجد فدعاني النبي صلى الله عليه وسلم فوضعت رأسي على منكبه فجعلت أنظر إلى لعبهم حتى كنت أنا التي أنصرف عن النظر إليهم
د اختر په ورځ حبش راځي مسجد ته او لعب (د اختر د خوشالۍ رخصونه )
کوي او مبارک عائشه رض هم راغواړي
اختر يو مذهبي ورځي ده ، رقص په کښي روا دی ، ساز په دې ورځو روا دي
په شرط د دې چه مجازي او شهواني اعمال په نه ترې څرګنديږي
[quote:2343fd9079]حليمى صيب د الله پاك ذكر يا د هغه يادونه د موسقى الاتو له غږ سره ، زمونږ موضوع ده او ما تر اوسه هيڅ داسى كوم سند يا ثبوت نه دى پيدا كړى چى رسول الله صلى الله عليه وسلم يا صحابه كرامو يا تابعينو يا تبعه تابعينو د موسقى الاتو له غږ سره او د ډانس په حالت كى خپل مشر ته د سجدو په كولو سره د الله پاك ذكر كړى وى ، كه تاسى يا بل كوم ورور كوم ثبوت يا سند پيدا كړ نو ډيره مهربانى به ئى وى چى راسره شريك ئى كړى. [/quote:2343fd9079]
دا ستا خپلي خبري دي ، بې سنده دي ، زه سند نسم ورته پيدا کولی ،ولي ؟
ځکه چه : غلطي جملې دي سره پېيلي دي ، ستا د غاړي هار دی
زما غاړه ګېڼې لري ، ښه پوره
حدثني هارون بن سعيد الأيلي، ويونس بن عبد الأعلى، - واللفظ لهارون - قالا حدثنا ابن وهب، أخبرنا عمرو، أن محمد بن عبد الرحمن، حدثه عن عروة، عن عائشة، قالت دخل رسول الله صلى الله عليه وسلم وعندي جاريتان تغنيان بغناء بعاث فاضطجع على الفراش وحول وجهه فدخل أبو بكر فانتهرني وقال مزمار الشيطان عند رسول الله صلى الله عليه وسلم فأقبل عليه رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال " دعهما " فلما غفل غمزتهما فخرجتا وكان يوم عيد يلعب السودان بالدرق والحراب فإما سألت رسول الله صلى الله عليه وسلم وإما قال " تشتهين تنظرين " . فقلت نعم فأقامني وراءه خدي على خده وهو يقول " دونكم يا بني أرفدة " . حتى إذا مللت قال " حسبك " . قلت نعم . قال " فاذهبي " .
درنښت
watanmal
05.04.2009
محترم حليمى صيب او يارانو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
حليمى صيب ستاسى په څير زه ځان نه د كومى فرقى محدث او نه مفسر ګڼم ،
بلكى [color=darkblue:07257cc572]زه ځان طالب د علم ګڼم ،[/color:07257cc572] د ويښى څه حصه
د كتابونو په كتلو تيروم ، [color=white:07257cc572]د مولانا عبدالصبور لخوا بيان شوى
حديث ما لوستى وو ، نو د كتاب حواله سره د حديث د سنده مى ستاسى
مبارك مقام ته پيش كړو ، [/color:07257cc572]اوس چى حديث ستاسى خواهيشاتو يا....
خلاف دى او نه ئى منۍ او اوس هم ترينه منكر يي سره ددى چى د موضوعى او
ضعيف فرق هم درته په همدى موضوع كى په ګوته كړى شو،
[color=darkblue:07257cc572] نورو نو زه دا مسئله لوستونكو ته پريدم چى په خپله
د تور او سپين فرق كولى شى. [/color:07257cc572]او پدى پوهيږى چى حديث په
مختلفو روايتونو راغلى خو ټول يو مفهوم افاده كوى ، چى
[color=white:07257cc572] د ډمو او ډمانو جوړولو – يعنى د ډم توب تعليم وركول –
او ددوى اخستل او خرڅول او پيسى ئى حرامى دى. كه ته ئى حلال ګڼى هغه
ستا خپله فتوى ده[/color:07257cc572] چى څه اهميت نلرى.
حليمى صيب په علمى بحثونو كى غصه د كمزورى تله درندوى ،
[color=darkblue:07257cc572]تاسى مبارك ويلى وه چى د الله پاك ذكر د موسقى الاتو له غږ سره
جائز دى او ما د يو طالب العلم په صفت در څخه عاجزانه غوښتنه وكړه چى داسى
كوم محفل سند حواله راكړه چى په هغى كى د الله پاك ذكر د موسقى الاتو له غږ سره
شوى وى او رسول الله صلى الله عليه وسلم ، يا صحابه كرام ، يا تابعين او يا
تبعه تابعينو پكى شريك شوى وى. [/color:07257cc572]
متاسفانه چى تاسى په هر ليكنه كى كوښښ كړى چى د بحث لورى بل طرف ته كړى او له اصلى موضوع څخه زه ما او د لوستونكو نظر واړوى ،
به هر حال حليمى صيب چى [color=white:07257cc572]خبر دى تر خوشكو ورسوله[/color:07257cc572]
نو باره زه هم بيا درڅخه ستاسى مبارك د خبرى د سند پوشتنه نه كوم ،
[color=darkblue:07257cc572]او كه ما ستاسى د خبرى په اړه څه پيدا كړل ، بغير
د خوشكو به ئى درسره شريك كړم.[/color:07257cc572]
كور مو ودان ، مننه.
وطنمل
و.افغان
06.04.2009
دبحث ټولو ګډونوالو ته سلامونه :
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
دبحث سرلیک لږ څه بازاري او مونږ بیګناهو (غير دخيلو) ته ټکاندهنده خطاب وو،
فکر نه کوم، چې کوم واعظ عالم به دخپلو خبرو سرليک دا ټاکلې وي، چې آیا غواړئ
چې لورګانې مو ډمانې شي، ځما خو ورسره غونې زيږيده.
ځکه مې بدلون په کې راووست، بخښنه غواړم.
نورې خبرې ان شاء الله بیا.
په درنښت
ع کريم حليمي
07.04.2009
ډېر ګرانو او مکرمو استاد قاري صاحب ، وطنمل خانه ، او درنو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله و بر کاته !
اللهم إنك تحب العفو فعفو عنا يا رب العالمين
مکرما !
لمړي به ستاسو د ښه خلق او حوصلې په سبب له تاسو مننه کوم ،
خوشکه نه وه ،اما د سن او سال تقاظا وه او ده ،
او خپله کمزوي منم !!
اما بيا هم ځان ته دا حق نه ورکوم ،
[quote:dfeaa33c80]تاسى ويلى وه چى د الله پاك ذكر د موسقى الاتو له غږ سره
جائز دى[/quote:dfeaa33c80]
لمونځ ، جج فرض دي ،او دغه ځان ته واجبات، سنتونه ، مستحبات او ارکان
لري ، که کوم رکن ځيني پاته سي ، عبادت ناقص سي
ذکر هم فرض عبادت دی ، او له عظيم ترين عباداتو له جملی څخه دی
واجبات او ارکان نه لري ، ازاد عبادت دي وخت نه لري
ددغه ذکر سبب د دې کيږي ، چه نور د ژوند اعمال راباندي حرام کړي
هر هغه عمل او کلام چه صد سي ، عن ذكر الله هغه عمل بيا اکثره وخت
راته حرام سي ، (اشتغاله بها وصدها عن ذكر الله والصلاة)
ښځه راځي و سردار عالم ته چه :
ان امراة جاءته فقالت: اني نذرت ان رجعت من سفرك سالما ان اضرب على راسك بالدف فقال النبي -صلى الله عليه وسلم-: اوف بنذرك) رواه ابو داود
که موسيقي حرامه وي نوبيا ئې ، يامرها به؟؟؟؟؟؟؟؟
فان النبي -صلى الله عليه وسلم- قال: (اعلنوا النكاح واضربوا عليه بالدف) اخرجه مسلم
دا معلومه ده چه په ودونو کښي ساز اجازه ورکړه سوېده ، که ناروا واي
نو به به نکاح او ودونو کښي هم اجازه نه وای ورکړه سوې
هو ! الشافعي, انه مكروه في غير النكاح
او شافعي ئې غير له نکاخ څخه ، موسيقي مکروه ګڼي ،
د شافعي او ابو بکر رض شخصا موسيقي نه خوښېدله ، دا معنی نه لري چه
چه حقيقي غزلی ويل نو حرامي دي
که پورته خبري ومنل سي ، تر دې چه تاسو حقيقي غزلي حرامي بولئ
په دې حساب خو سطرنج په اشهد بالله سره حرام سو ، ولي چه صد عن
ذكر الله دي !! او تردې لاندي ايات شريف لاندي راځي ، داسي ده که نه ؟؟
إِذْ قَالَ لأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَا هَذِهِ التَّمَاثِيلُ الَتِي أَنتُمْ لَهَا عَاكِفُونَ
وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّور : له هغو خبرو بايد اجتناب وکړو چه څوک د اصلي لار
نه په اوړي ، د حقيقت له خبر او قصيدو او منظومو څخه بايد ځان وساتو ؟
اوکه له باطلو خبرو ؟؟؟
هو ! رذلي او قذفي غزلي به هر وخت ناروا وي ، وې او دي
او چه خبره راسي د حقيقت قصيدو او منظومو او غزلو ته ، د بدر او احد په جنګونو کښي د سردارعالم په حضور کښي ويل سوي ،
دا چه تاسو حقيقي ساز او اواز حرام ګڼي ، نو ټول د
خلګ چه د لا اله الا الله پر ذکر سربېره د په ساز او اواز سر هم ذکر کوي
زه له دې بېرېږم ، چه بدعت به ئې هم ګڼي ، که داسي وي ، ؟
نو دا خو معنی دين ړنګ کونکي ، چه دين ړنګه وي معنی کفر ته دريږي
چه کفر ته و درېدل ، نو بيا ئې مرګ هم روا سو
نو به دغه د تکفير ټاپې شروع وي ، او يو د بله به مسلمانان سره وژنې
لکه نن سبا چه په پاکستان کښي د ملايانو او پيرانو چه سره جنګ دي
او يو او بل د پير او مرد په نامه وژني
هو ! هيڅ وخت نبي ع د ساز سره ذکر نه دي کړی ، خو منع ئې هم نه ده کړي
هو ! رب العزت فرمائې چه : وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّور
منه ، په درنښت
و.افغان
08.04.2009
محترم او معزز مکرم حليمي صاحب، ښاغلې وطنمل صاحب، او دبحث نورو ټولو ګډونوالو
ته سلامونه او نیکی هيلي:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
رښتيا هم حليمي صاحب چې دموسيقۍ دحرمت باره کې صريح صحيح نصوص ډیر نشته
دي، يا ضعيف احاديث دي، او يا دځينې صحابه کرامو يا وروستي دخیر القرون دسلفو
تفسیرونه دي، چې دخپل علم په بنا يي دآيتونو تفسیر کړی دی.
البته يو صحیح حدیث شته دی، چې مسلمان ته لکه دغره ولاړ دی، دصحيح البخاري حدیث
دی، صحيح اسناد لري، او تاسو ته معلومه ده، چې دصحیحینو ټول احادیث داسلام
علماوو منلي دي، (تلقته الأمة بالقبول).
نو تاسو ددی حدیث په اړه څه وایاست؟
عن عبد الرحمن بن غنم قال : حدثني أبو عامر أو أبو مالك الأشعري سمع النبي - صلى الله عليه وسلم - يقول : { ليكونن من أمتي قوم يستحلون الحر والحرير والخمر والمعازف } أخرجه البخاري وفي لفظ : { ليشربن ناس من أمتي الخمر يسمونها بغير اسمها يعزف على رءوسهم بالمعازف والمغنيات يخسف الله بهم الأرض ويجعل منهم القردة والخنازير
هو دريا وهل مستثنی دي، ځکه چې ددریا باره کې مستقل صحي حدیثونه راغلي دي.
بله دا چې آيا پخواني سلف، صحابه، اوتابعین، له مونږه څخه دقرآن په تفسیر ښه نه پوهيدل؟
آیا داهل السنت والجماعة عقیده دا نه ده؟ چې الأخذ بالکتاب والسنة علی فهم سلف
الأمة، په دی معنا که چېرته (فهم سلف الأمة) له منځه يوسو نو ددی خبر معنا داده چې
دا ټولې ګمراه ډلې صحي عقيدي لري، ځکه چې ټول په قرآني آیتونو استدلال کوي، او قرآني آیتونه تأويلوي.
آیا دسلفو څخه(صحابه کرام، تابعین او نور) کوم مادي دليل په لاس کې لرئ چې هغوي
موسیقا روا بللي وي، خو بر عکس دحرمت اقوال ترې په صحي سندونو ډیر نقل شوي
دي.
بله دا که موسیقا روا هم وبلل شي، نو دا شرطونه به ورسره اړين وي:
۱- انسان دالله جل جلاله له ذکر څخه غافل نه کړي.
۲- انسان دګمراهۍ پلو ته کش نه کړي.
۳- دالله جل جلاله له دین څخه او شرعي مکلفیتونو څخه مسلمانان وانه اړوي.
۴- نور ناروا او منکر کارونو ورسره ګډ نه وي، لکه دډمو ګډیدل، محرم اختلاط،
او داسی نور
نو آیا اوسنۍ موسیقا کې مونږ دا شرطونه لیدلی شو؟
آيا دګمراهۍ لپاره بلنه نه ورکوي؟
آیا زنا او فحشا ته لار نه هواروي؟
آیا انسان دالله جل جلاله له ذکر څخه نه غافلوي؟.
کيداي شي چې تاسو ووایاست چې ټوله موسیقي دغه رنګه نه ده، خو زه په یقين ويلی شم
که ټوله موسیقي دغه رنګه نه وي، نو 99٪ په سلو کې به ضرور دغه رنګ وي.
ځکه خو که څوک دموسیقۍ جواز هم ورکوي، نو دغه ټکې ته يي باید ضرور سوچ وي،
مطلقه فتوی ورنه کړي، او نه خلکو ته دفساد لار پرانیزي، بلکې داسې حالاتو کې پکار
ده چې فتوا ډیره تفصیلي او ډیره دقیقه وي، او دغه تفصيل په مکرر ډول سره دهری فتوا
سره بیان کړي، او که نه نو ځان ته به ددوزخ کنده ګوري، ځکه چې دیوه څیز دحلیت یا
حرمت فتوا ورکول ددی معنا لري، چې دغه انسان درب العالمین له طرفه خلکو ته امضاء
کوي، (توقيع عن رب العالمین)، او نن سبا خو خلک ایله په بیله په داسي فتواګانو
پسې ګرځي، چې خپل مکلفیتونه کم کړي، او وايي چې:
الا بلا به ګردنی ملا.
په درنښت.
ع کريم حليمي
09.04.2009
محترم استاد قاري صاحب، ښاغلې وطنمل صاحب، او دبحث نورو ټولو ردنو
کتونکو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
هو ! هيڅ وخت دانسو ويلاي چه هره موسيقي يا په مجموع کښي موسيقي
روا ده
تنها هغه موسيقي رواده چه :انسان دالله جل جلاله له ذکر څخه غافل نه کړي
او اشعار ئې حقيقي وي ، په مجلس کښي ئې شراب خوري نه وي ،
ښځي او نر به سره ګډ او وډ نوي
[quote:e106f86534]عن عبد الرحمن بن غنم قال : حدثني أبو عامر أو أبو مالك الأشعري سمع النبي - صلى الله عليه وسلم - يقول : { ليكونن من أمتي قوم يستحلون الحر والحرير والخمر والمعازف } أخرجه البخاري وفي لفظ : { ليشربن ناس من أمتي الخمر يسمونها بغير اسمها يعزف على رءوسهم بالمعازف والمغنيات يخسف الله بهم الأرض ويجعل منهم القردة والخنازير [/quote:e106f86534]
پورته حديث مي نه وو لوستي دا لمړئ وار دی چه ومي لوستلی
خو دا ويلی سم چه د څو احاديثو حروف په کښي ځای پر ځای شوي
د سنن ابن ماجه او بخاري
اما اصلا صحيح بخاري حديث داسي راوړي او متفق عليه هم نه دی چه :
وَقَالَ هِشَامُ بْنُ عَمَّارٍ حَدَّثَنَا صَدَقَةُ بْنُ خَالِدٍ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ يَزِيدَ بْنِ جَابِرٍ، حَدَّثَنَا عَطِيَّةُ بْنُ قَيْسٍ الْكِلاَبِيُّ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ غَنْمٍ الاَشْعَرِيُّ، قَالَ حَدَّثَنِي اَبُو عَامِرٍ ـ اَوْ اَبُو مَالِكٍ ـ الاَشْعَرِيُّ وَاللَّهِ مَا كَذَبَنِي سَمِعَ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ " لَيَكُونَنَّ مِنْ اُمَّتِي اَقْوَامٌ يَسْتَحِلُّونَ الْحِرَ وَالْحَرِيرَ وَالْخَمْرَ وَالْمَعَازِفَ، وَلَيَنْزِلَنَّ اَقْوَامٌ اِلَى جَنْبِ عَلَمٍ يَرُوحُ عَلَيْهِمْ بِسَارِحَةٍ لَهُمْ، يَاْتِيهِمْ ـ يَعْنِي الْفَقِيرَ ـ لِحَاجَةٍ فَيَقُولُوا ارْجِعْ اِلَيْنَا غَدًا. فَيُبَيِّتُهُمُ اللَّهُ وَيَضَعُ الْعَلَمَ، وَيَمْسَخُ اخَرِينَ قِرَدَةً وَخَنَازِيرَ اِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ ".
هو دامنم چه د مبارک په امت کښي به داسي خلګ پيداسي ، زنا به کوي ،او
ورېښمين به اغوندي ،شراب به چښي ،باجې ،سارنګئ هم ږغوي ، په داسي
ډول چه روا به ئې ګڼي ،
داسي يوه ټولګي خلګ به هم وي، په يو بغل کي ئې ځای نيولی وي ،دا
به يا علماوي او سرمايداران والله اعلم ، نو غريب چوپان او يا غرېب مالدار
به سوال ځني کوي ، دوی به جواب ورکي چه سبا راسه ، نو رب به دوئ
ماښام ته خراب کي ، او مسخه به کي ، ترقيامته به همداسي وي لکه بېزګان
او خنځران وي
دا چه شراب حلال وګڼي ،او ورېښمين کالري روا وګڼي ، او هغه ساز او اواز
چه نر او ښځه زنا ته هڅوي روا وګڼي ، او هغه علم او سرمايدار چه فقير
او سوال کونکي ته منفي جواب ورکوي ، نو طبعي خبره ده چه اسمان به پر
رانړيږي ، عزت او شان به ئې لمنځه ځي ، خامخا به ذليل او حقير کيږي !!
خو دا مه هېروئ ، هغه علما چه په ورکړي علم صحيح قضاوت نه کوي
او هغه خلکوته چه رب مال ورګړي ، چه د فقيرانو اوسوالګرو حق ادانه کوي
او هغه هنرمردان چه رب هنر ورګړي له هغه هنره شيطاني او ناوا ګټي واخلي
داټول به رب خراب کړي ، که ئې خراب نه کړي ، نو په طغيان کي دي ،
رب خپل سر ته پرېيښي دي
هغه چه خراب ئې کړي ، نو خامخا رب نور صالح انسانان پېدا کوي ، چه
په اسماني اخلاق ځان ښايسته وساتي ،
توفک چه د غله په لاس ورسي غلا په کوي
او د پوليس په لاس چه توپک ور سي ، د غلو مخه په نيسي ٠
نو هر ښئ هم ښه دی او هم بد
[quote:e106f86534]انسان دالله جل جلاله له ذکر څخه غافل نه کړي.
۲- انسان دګمراهۍ پلو ته کش نه کړي.
۳- دالله جل جلاله له دین څخه او شرعي مکلفیتونو څخه مسلمانان وانه اړوي.
۴- نور ناروا او منکر کارونو ورسره ګډ نه وي، لکه دډمو ګډیدل، محرم اختلاط،
او داسی نور
[/quote:e106f86534]
موافق يم
[quote:e106f86534]کيداي شي چې تاسو ووایاست چې ټوله موسیقي دغه رنګه نه ده، خو زه په یقين ويلی شم
که ټوله موسیقي دغه رنګه نه وي، نو 99٪ په سلو کې به ضرور دغه رنګ وي. [/quote:e106f86534]
ستاسو په قول 1 % ، زه هم د دا يو %خلګو په حق کښي ظلم نه کوم
هغه ٩٩ وټکوئ چه څومره مو وس وي ، زه هم درسره مل يم
د حقيقي فقېرانو او عارفانو به ليري ښورئ او ليري ښورم !
په درنښت
ع کريم حليمي
10.04.2009
استاد قاري صاحب ، السلام عليکم !
نن مي د مولانا عبد الصبور تبلغ يو څه بيا واورېدلی
مولانا عبد الصبور د خپل تقرير په پنځمه دقيقه او ٢٥ ثانيه کښي فرمايي
5:25
[quote:b59a726390]من جلس الی قينة يسمعوا منها[/quote:b59a726390]
د دې حديث حواله نده رامعلومه ، ايا دا حديث نبوي دی ؟؟؟
http://www.youtube.com/watch?v=16PISD8zpcs&feature=related
په درنښت
watanmal
12.04.2009
ټولو دوستانو او محترم وهاج ساپى صيب او محترم حليمى صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
وهاج ساپي صيب نن مى په نيل الاوطار كى باب ماجاء في آلة اللهو كتلو نو ستاسى لخوا وركړى شوى احاديث مي پكى وليدل خو د حليمى صيب خبره صحيح ده چى يو حديث د صحيح بخارى دى او بل د ابن ماجه.
[color=green:52d35f96dd]نيل الأوطار » الجزء الثامن» باب ما جاء في آلة اللهو ص 109[/color:52d35f96dd]
[color=white:52d35f96dd]3558 - ( عن عبد الرحمن بن غنم قال : حدثني أبو عامر أو أبو مالك الأشعري سمع النبي - صلى الله عليه وسلم - يقول : { ليكونن من أمتي قوم يستحلون الحر والحرير والخمر والمعازف } أخرجه البخاري وفي لفظ : { ليشربن ناس من أمتي الخمر يسمونها بغير اسمها يعزف على رءوسهم بالمعازف والمغنيات يخسف الله بهم الأرض ويجعل منهم القردة والخنازير } رواه ابن ماجه [/color:52d35f96dd]
حليمي صيب د مولانا عبدالصبور لخوا بيان شوى دغه حديث – من جلس الى قينة ..... زه د خپلو معلوماتو لپاره پسى وګرځيدم نو په اړه ئى لاندينى معلومات په لاس راغلل ستاسى او لوستونكو سره به ئى شريك كړم ، او د وهاج ساپي صيب څخه هيله لرم كه په اړه ئى نور څه پيدا كړل چى زمونږ سره ئى شريك كړى.
أحكام القرآن لابن العربي
محمد بن عبد الله الأندلسي (ابن العربي)
دار الكتب العلمية
رقم الطبعة: ط1 : د.ت
عدد الأجزاء: أربعة أجزاء
[color=green:52d35f96dd]الجزء الثالث = ص 525 = سورة لقمان[/color:52d35f96dd]
[color=white:52d35f96dd]وروى عبد الله بن المبارك عن مالك بن أنس عن محمد بن المنكدر عن أنس بن مالك قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : من جلس إلى قينة يسمع منها صب في أذنيه الآنك يوم القيامة [/color:52d35f96dd]
په مينه
وطنمل
و.افغان
12.04.2009
دبحث محترمو درنو ګډونوالو !
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
دمولانا صاحب دغه حدیث هم ضعیف دی، ضعیف نه بلکه باطل او موضوع دی،
مولانا صاحب ته پکار نه دي، چې دا رنګه حدیثونه خلکو ته ذکر کړي، اګر که يي نيت نصيحت يا پند وي، داسلام محدثينو دداسې موضوعي او باطل أحاديثو له روایت څخه
په ډيره کلکه منع راوړی ده، او دموضوعيت يا دضعف له بيان پرته يي نورو خلکو ته
اورول ناروا بللې دي.
امام احمد رحمه الله دغه پورتنۍ حدیث باطل ګڼلې دی، دمحدثينو دمصطلحاتو مطابق
دباطل وصف دموضوعي حديث له اوصافو څخه دی، کوم چې په دروغو سره په نبي کريم
صلی الله علیه وسلم باندې تپل شوې وي.
دسندرو دتحریم باره کې کوم صريح صحيح حدیث تر اوسه ما نه دی ليدلې، کوم چې
راغلي دي، يا ضعيف
دي او يا موضوع دي، پرته دصحيح بخاري له پورتنې حدیث څخه چې ما يي لفظ راوړی .
خو له صحابه کرامو څخه بیا په صحي سندونو دغناء يا سندرو حراموالې رانقل شوې دی،
چې هغوي لهو الحدیث غناء يعنی سندرو ته ويلي دی.
الله جل جلاله فرمايي: ومن الناس من یشتري لهو الحدیث ليضل عن سبیل الله بغیر علم
ویتخذها هزوا، أولئك لهم عذاب مهين. وإذا تتلى عليه آياتنا ولى مستكبراً كأن لم يسمعها كأن في أذنيه وقراً فبشره بعذاب أليم.
نو ځينو مفسرينو دآيت له اول څخه مطلقه غناء يا سندري اخيستي دي، نو دسندرو
دحرمت فتوا يي ورکړې، چې دا مذهب دجمهور العلما دی، او ځينو نورو بيا دآیت
نوره برخه ورضميمه کړيده، چې په دې شرط لهو الحدیث حرام دی چې کله دالله جل جلاله
له لارې څخه خلک ګمراه کړي، او دخداي جل جلاله لاره او آیتونو په کې مسخره ونیول شي، ځکه خو دغه دويمه ډله لهو الحديث مطلقا حرام نه ګڼې.
دحرام لهو الحديث يو مثال چې دپورتني آیت وعيد کې ضرور شاميلیدې شي، نن ورځې
ځينې پښتانه لیکوالان او کيسه ليکوونکې دي، چې دغربي ګمراهو اديبانو په پله روان
دي، په خپلو کيسو کې ددين په رموزو او شعائرو مسخري کوي، دالله جل جلاله له دين
څخه دخلکو زړونه توروي، او ديته بیا په ډیرې بیشرمۍ سره دنوښتګرۍ نوم ورکوي.
په هر حال دسندرو دمطلق حراموالي په اړه اختلاف اوسنې نه دی، بلکه زړې ريښې لري،
خو که چا جواز ورکړی دی، نو په ډيرو تنګو حدودو کې يي جواز ورکړې دی، چې هغه باید دمفتي له نظره ونه غورځیږي ځکه چې اوسنۍ له 99٪ زياته موسیقا دپورتني آیت دوعيد لاندی پرته له شک څخه راتللی شي.
البته مکرم حليمي صاحب سره دا نشم منلې، چې دخداي جل جلاله ذکر دی له ټنګ ټکور
سره جائز وي، ځکه چې عبادات ټول توقیفي دي، نه اجتهادي، په دی معنا چې څرنګه
منصوص عليه راغلې وي، هماغه رنګ تر سره کیږي، هيڅ رنګه تغيير او تبديل په کې
جواز نه لري.
البته نوازل بيا بیله مسئله ده، چې احکامو کې يي دوخت په بدلیدو سره بدلونونه راتلاي شي، خو په عمومي توګه دشرعي صريحو نصوصو کوم چې داصولو او قوانینو مرتبه
لري، تر لاندې يي درج کیږي، خو غالبا نوازل عباداتو پورې اړه نه لري.
داسلامي امت فقها په دی اجماع لري، چې الأصل فی العبادات التحريم، قاعده يا قانون
په عبادتونو کې حراموالې دی، يواځې هغه عبادت جائز ، يا واجب، يا فرض کيداي شي،
کوم چې اسلامي صريحونصوصو جائز، يا واجب، يا فرض بللې وي،
عائشة رضي الله تعالی عنها دنبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه روايت کوي چې هغه
مبارک فرمايلي دي:
من عمل عملا ليس علیه امرنا فهو رد.
بل لفظ يي داسی دی: من أحدث في أمرنا هذا ما لیس منه فهو رد. متفق علیه.
ژباړه: هر څوک چې يو داسې کار وکړي، چې ځمونږ په دین کې نه وي، نو هغه مردود دی.
که چیرته دا قاعده او قانون نه وي، نو هر څوک به يو نوې نوې عبادت
ايجادوي، او دلیل به نيسې چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم ترې منع نه ده راوړې.
سلف دعلماوو په دې اجماع لري، چې دعمل دقبلیدو لپاره دوه شرطونه اړين دي:
لومړۍ: اخلاص دی، چې يواځې دالله جل جلاله لپاره وي، بل څوک په کې شريک ونه نيول
شي.
دویم: دپيغمبر صلی الله علیه وسلم په طريقه يي تر سره کول دي.
(الاخلاص + المتابعة) = القبول.
والسلام علیکم.
په درنښت.
watanmal
12.04.2009
ټولو دوستانو او محترم وهاج ساپى صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
محترم وهاج ساپى صيب مننه كور مو ودان چى په زړه پورى معلومات مو زمونږ
سره شريك كړل.
تاسى ليكلى:
[quote:aad51c21da]امام احمد رحمه الله دغه پورتنۍ حدیث باطل ګڼلې دی،[/quote:aad51c21da]
وهاج ساپى صيب تاسى ته معلومه ده چى د صليبيانو له يرغل څخه زمونږ دين او
كلتور محفوظ نه دى نو په اكثره ځايو كى همدا بحثونه كيږى ، ددى لپاره زه غواړم
چى د موضوع مربوط هر نص د كتاب د حوالى سره معلوم كړم. نو [color=white:aad51c21da]ستاسى څخه
هيله كوم چى د هغه څه حواله راكړى چى امام احمد صيب دغه حديث باطل ګرځولى
او ولى ئى ګرځولى ، د كتاب حواله راكړه ان شاء الله زه به ئى پيدا كړم او وه به ئى ګورم ،[/color:aad51c21da]
په خپلو معلوماتو كى به اضافه والى وكړم او كه تاسو ئى دلته سبب د بطلان وليكۍ
سره د حوالى نو پدى توګه به ئى نفعه عامه شى او ټول لوستونكى به ترينه فايده واخلي.
په مينه مننه
وطنمل
و.افغان
12.04.2009
[quote:558d94d056="watanmal"]ټولو دوستانو او محترم وهاج ساپى صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
محترم وهاج ساپى صيب مننه كور مو ودان چى په زړه پورى معلومات مو زمونږ
سره شريك كړل.
تاسى ليكلى:
[quote:558d94d056]امام احمد رحمه الله دغه پورتنۍ حدیث باطل ګڼلې دی،[/quote:558d94d056]
وهاج ساپى صيب تاسى ته معلومه ده چى د صليبيانو له يرغل څخه زمونږ دين او
كلتور محفوظ نه دى نو په اكثره ځايو كى همدا بحثونه كيږى ، ددى لپاره زه غواړم
چى د موضوع مربوط هر نص د كتاب د حوالى سره معلوم كړم. نو [color=white:558d94d056]ستاسى څخه
هيله كوم چى د هغه څه حواله راكړى چى امام احمد صيب دغه حديث باطل ګرځولى
او ولى ئى ګرځولى ، د كتاب حواله راكړه ان شاء الله زه به ئى پيدا كړم او وه به ئى ګورم ،[/color:558d94d056]
په خپلو معلوماتو كى به اضافه والى وكړم او كه تاسو ئى دلته سبب د بطلان وليكۍ
سره د حوالى نو پدى توګه به ئى نفعه عامه شى او ټول لوستونكى به ترينه فايده واخلي.
په مينه مننه
وطنمل[/quote:558d94d056]
ګرانه وروره دا خبره ابن قدامة المقدسي رحمه الله په خپل کتاب المنتخب
من العلل للخلال کې له امام احمد رحمه الله څخه روایت کړې ده، او خلال دامام
رحمه الله شاګرد دی، فکر کوم چې دخلال خپل اصل کتاب مفقود و ي، او امام
ابن قدامة المقدسي دهغه کتاب مختصر کړې دی، ځکه يي پرې دمنتخب نوم
ايښې دی.
(المنتخب من العلل للخلال لابن قدامة المقدسي، حديث رقم ۴۲، صفحة رقم 10).
أخبرنا المروذي، أن أبا عبد الله سئل عن حديث ابن المبارک عن مالک عن ابن المنکدر، عن أنس ، عن النبی صلی الله علیه وسلم: من جلس الی قینة صب في
أذنیه الآنک يوم القيامة؟
فقال: هذا باطل.
بیا دا حديث علامة الامام ابن الجوزي رحمه الله په خپل هغه کتاب کې راوړی دی
چې په دمعلول او ضعيفو حديثو لپاره خاص کړې شوی دی.
العلل المتناهیة ۲/786، حديث رقم 1311.
حديث آخر: روی رجل من أهل حلب عن المبارک عن مالک عن ابن المنکدر عن
أنس ...... الخ.
قال أحمد بن حنبل: هذا حديث باطل.
تاسو دلته ګورئ چې له امام ابن المبارک څخه چې راوي روایت کړی دی، هغه مجهول دی، که نور هيڅ نه وي، نو حديث په درجه دمتروک يا ضعيف جدا کې دی،
ځکه چې يو مجهول شخص پرې متفرد شوې دی.
دا چې نورو علماوو لکه ابن العربي په احکام القرآن کې، او امام قرطبي په خپل
تفسير کې پرته له بيان څخه راخيستې دی، نو ښه کار يي نه دی کړې، او همدا
سبب چې ډیر کرته محدثين په اهل التفسير او نورو باندې نيوکي کوي، چې ضعيف
حديثونه راوړي، او ضعف يي نه بيانوي، اګر که هغوي يو اندازه معذور په دی
دي، چې سند يي راوړی دی، ومن أسند لک فقد أحالک، نو کله چې يو عالم
اسناد راوړي، نو غاړه يي خلاصه شي، دسند نه معلوميږي، چې يو مجهول راوي
تفرد کړې دی، خو په نن زمانه کې چې په اسانيدو او علم الحديث باندې جهل ډیر
منتشر دی، نو هيڅ يو عالم ته نه دي پکار، چې ضعيف يا موضوعي حدیث پرته
دضعف يا موضوعيت له بيانه خلکو ته واوروي، اګر که اسناد يي هم راوړي.
په درنښت.
watanmal
13.04.2009
محترم وهاج ساپى صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
د حديث په اړه مو چى كوم معلومات وركړى ، زه ترى دى نتيجى ته ورسيدم چى د حديث
په سند كى مجهول رواى دى نو ځكه حديث باطل دى.
مننه كور مو ودان
په مينه
وطنمل
و.افغان
13.04.2009
محترم او معزز حليمي صاحب:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دبخاري شريف که الفاظو ته کوم ځير شو، نو ژباړه يي داسي کیږي:
وَقَالَ هِشَامُ بْنُ عَمَّارٍ حَدَّثَنَا صَدَقَةُ بْنُ خَالِدٍ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ يَزِيدَ بْنِ جَابِرٍ، حَدَّثَنَا عَطِيَّةُ بْنُ قَيْسٍ الْكِلاَبِيُّ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ غَنْمٍ الاَشْعَرِيُّ، قَالَ حَدَّثَنِي اَبُو عَامِرٍ ـ اَوْ اَبُو مَالِكٍ ـ الاَشْعَرِيُّ وَاللَّهِ مَا كَذَبَنِي سَمِعَ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ " لَيَكُونَنَّ مِنْ اُمَّتِي اَقْوَامٌ يَسْتَحِلُّونَ الْحِرَ وَالْحَرِيرَ وَالْخَمْرَ وَالْمَعَازِفَ،
وَلَيَنْزِلَنَّ اَقْوَامٌ اِلَى جَنْبِ عَلَمٍ يَرُوحُ عَلَيْهِمْ بِسَارِحَةٍ لَهُمْ، يَاْتِيهِمْ ـ يَعْنِي الْفَقِيرَ ـ لِحَاجَةٍ فَيَقُولُوا ارْجِعْ اِلَيْنَا غَدًا. فَيُبَيِّتُهُمُ اللَّهُ وَيَضَعُ الْعَلَمَ، وَيَمْسَخُ اخَرِينَ قِرَدَةً وَخَنَازِيرَ اِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ ".
حديث دوه برخې لري، چې هر يوه يي جدا حکايت دی:
دلومړۍ برخې ژباړه: په تأکيد سره به وي ځما ځما له امت څخه داسې خلک چې زنا،
وريښم، او ټنګ ټکور به حلال ګڼې دی.
ددی مفهوم مخالف دادی چې دا څیزونه شرعا حرام دي، خو دا خلک به يي حلال ګڼې،
او ترې انجاميږي به.
دويمه برخه يي بيا بيله کيسه ده، چې له اولې سره تړاو نه لري.
نو دا تاسو دحديث لومړۍ برخه څنګه توجيه کوئ، ظاهر خو يي داده چې دغه ذکر شوي
خلک به حرام حلال ګڼي، او که داسې نه ده؟
په درنښت
ع کريم حليمي
14.04.2009
مکرم او محترم قاري صاحب او وطنمل خان صاحب ، درنو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته
[quote:c8e10934f9]نو دا تاسو دحديث لومړۍ برخه څنګه توجيه کوئ، ظاهر خو يي داده چې دغه ذکر شوي
خلک به حرام حلال ګڼي، او که داسې نه ده؟ [/quote:c8e10934f9]
مِنْ اُمَّتِي اَقْوَامٌ يَسْتَحِلُّونَ الْحِرَ وَالْحَرِيرَ وَالْخَمْرَ وَالْمَعَازِفَ،
دا بې اندازې عظيم حديث دی ، او ټول تکړه او جيد علما په هم دې حديث
استدلال کوي ، چون چه دوئ د ډيري تقوا خاوندان دي حق ئې دئ
د ايمان قوت فرق کوي تر سړي پوري
په حديث کښي څلور شيان ذکر شوئ ، دوه ئې مطلق حرام ،او دوه ئې ندي
مطلق حرام ، اختالفي
د څو ګوتو په اندازه چه له ورېښمو کار واخسته شي په کالو کښي ، روا
دي ،د اصحابي په قول ،
او قصيدې ويل ،له دريې او يا ډولک سره روا دي ، د نکاح په ورځ ،د اختر
په ورځو ، او د ملي خوښيو په ورځ ،
ولي چه مبارک ص هم قصيدو ته غوږ نيولی وو
او څوک چه زنا کوي او شراب چښي او روا ئې ګڼي ، دې خلکو ته کفر ويل
کيږي ، مطلق کافر !!!
اشاره دې ته ده چه د نبي په امت کښي به داسي خلګ پيدا سي چه په شونډانو
به ايمانداره وي ، تر شونډانو به ئې ايمان نوي ورکښته يعني په ستوني
او حلق کښي به ئې هم ايمان نه وي ، دغه په خوله کښي به ئې پورته
کښته کوي او بس
هو ! داسي وخت راتلونکئ دی ، چه تاريخ به بيا تکراريږي
په خلاصه خوله به نارې وهي ، چه مځئ مسجد ته ، راسئ ، ساز او اواز ته
نو خامخا به لڅي ښځي هم ورته رخسوي او ګډوي ، دغه خلکو ته هم کفر
ويل کيږي ،
د دې حديث زمانه ډيره ليري ده ، والله اعلم ، چه کله بې ئې زمان راسي
[quote:c8e10934f9]البته مکرم حليمي صاحب سره دا نشم منلې، چې دخداي جل جلاله ذکر دی له ټنګ ټکور
سره جائز وي، ځکه چې عبادات ټول توقیفي دي، نه اجتهادي، په دی معنا چې څرنګه
منصوص عليه راغلې وي، هماغه رنګ تر سره کیږي، هيڅ رنګه تغيير او تبديل په کې
جواز نه لري. [/quote:c8e10934f9]
زه ستاسو د خبرو رد نه وايم خو ضلالت هم نه کوم چه أحدث في الدين
وکړم ، د رب يادېدل په هر لسان روا، د خپل رب د مهربانئ اظهاراو بيان
چه په هر فرم او ډول وي، يو تذکر دی او بس
ذکر ته قيد نسته
په درنښت
عبدالله صابر
15.04.2009
السلام عليکم
ډيروښاغلولوستونکو
او طنمل ،وهاج اوحليمي صاحبانو
دموسيقي په اړه يوه ډيره په زړه پوري اوتحقيقي څيړنه مي په اصلاح انلاين کښ
پيداکړه چي زماپه فکردپورتني بحث لنډيزدی ،اودګرانولوستونکولپاره يی دلته
راکافي کوم ،هيله ده چي دپورته بحث نتيجه تري راووزي ٠
[color=blue:e1abafbdd3]آیا موسيقي اورېدل روا دي؟
خپروونکى: حبيبي
دوشنبه, 13 April 2009 08:46
السلام علیکم ورحمة الله و برکاته
زه غواړم چې ستاسې څخه د موسیقۍ په باره معلومات تر لاسه کړم، چې آیا دا حلال ده او که نه او نبي کریم صلی الله علیه وسلم مدینی ته د هجرت په وخت کې خلکو داریا وهلی او ده مبارک څه نه دی ورته ویلی .
هیله لرم په دې باره مفصل معلومات راکړی، ډیره مهربانی به مو وی .
ستاسې د لا بریالیتوب په هیله
روح الله
جواب : مولوي امين الله ازره وال
دموسيقى ډولونه اودهغوشرعى حكمونه
موسيقي، ساز او سرود چې نن ورځ يې د هر مجلس او هرې وړې لويې د ښكلا بڼه غوره كړې ده، په اسلامي ټولنو كې يې د شرعي حكم په اړه د ځينو خلكو سره يو لړ سوالونه او انديښنې شته، او اّن تر دې چې يو لړ ملتزم او متدين وګړي هم په دغه مرض اخته دي او د شرعې حل او حرمت په اړه يې كله ناكله په زړونو كې ټكني كيږي، لدې كبله مونږ وغوښتل چې په دې اړه په ډيره مختصره توګه خپلو لوستونكو ته څه وليكو، او هڅه وكړو چې د فقهاو دنظرياتو د ذكر كولو څخه وروسته، هغه دلائل او شواهد بيان كړو، كوم چې مسلمانو پوهانو دهغې څخه په استدلال د موسيقي شرعي حكم ذكر كړى دى.
دفقهاو نظريات:
د موسيقي په اړه د څلور واړه معتبرو فقهاو نظر دا دى چې موسيقي په درې ډوله ويشل كيږي، چې يو ډول يې اتفاقا مباح، بل ډول يې اتفاقا حرام او دريم ډول يې اختلافي ده، چې تفصيل به يې وروسته ذكر شې خو دهغې څخه مخكي مونږ د تحريم په اړه چې د څلورو مذاهبو ځيني فقهاو كوم نظريات وركړي دي، هغه ذكر كوو:
په فتاواى تتارخانيه كى راغلى دى چى سازاوسرود په ټولواديانو(شريعتونوكى) حرام ګڼل شوى دي.1
علامه مرغيناني او د الذخيره مصنف، سازاوموسيقى كبيره ګناه ګڼلى ده2
په بحرالرائق كى راغلى دى چى زمونږ مذهب دادى چى موسيقى په مطلق ډول حرامه ده او هغه څوك چى موسيقى اورى اويا ورته كښينى دقاضى په وړاندې د ده شاهدى قبوله نده .3
علامه ابن الصلاح په خپله فتاوى كي فرمايي: فاذا هذا السماع حرام باجماع اهل الحل والعقد من المسلمين، ويستدل بالآيۍ على حرمۍ الملاهي كالرباب والجنك والسنطير والكمنجۍ والمزماروغيرها بناء على ماروى عن ابن عباس والحسن انهما فسرا لهوالحديث بها نعم انه يحرم استعمالها واستماعها فقد صح من طرق( د موسيقي اوريدل د مسلمانانو داهل حل وعقد په اجماع سره حرام دي، او د لهو داسبابو د حرمت په اړه پراّيت باندي استدلال كيږي لكه رباب او چنګ ، تنبور، شپيلي او داسي نور، ځكه چې د ابن عباس او حسن څخه روايت دى چې هغوى لهو الحديث په همدې سره تفسيركړى، هو د دغه شيانو استعمال او اوريدل دواړه حرام دې چې د متعددو لارو څخه ثابت دي.4
امام مالك به له موسيقى څخه منع كوله اوله ده څخه پوښتنه وشوه چى دمدينې ځينى اوسيدونكى خوداكار كوى نوامام مالك په ځواب كى ورته وويل دا كاردلته فاسقان ترسره كوى .
امام شافعى فرمايلى دى چى د سازنده نروى اوكه ښځه ګواهى اوشاهدى قبوله نده5
امام شافعى په يوبل ځاى كى ويلى دى (هي دياثۍ اى ديوث ) موسيقى غږول اواوريدل ديوثى ده6
امام احمد وايى چى د موسيقى اّلات ټول حرام دى.7
دفقهاو په نيز د موسيقي ډولونه:
د فقهاو په نيزموسيقى په درى ډوله ده :لمړى حرام دوهم مباح دريم مختلف فيه چى تفصيل يى په لاندى ډول دى :
حرامه موسيقى :
دغه ډول موسيقى د علماوو په اتفاق سره حرامه ده اوهيچا پكى اختلاف ندى كړى د رسول الله r له زمانى څخه يى را واخله تر نن ورځى پورى اوترقيامته به حرامه وى د دى حرام والى اتفاقي دى د دى ډول موسيقى يوڅوصورتونه دى چى په لاندى ډول شرح كيږى :
هرهغه لهواولعب ، ساز اوموسيقى چى په هغه كى هيڅ كوم دينى اويادنيوى شرعي مقصد نوى، برابره خبره ده كه سړى په خپله دا كاركوى اويابل ته غوږ ږدى د موسيقى اّلات پكى وى اوكه نوى .
د موسيقى ټول هغه اّلات چى په ذاتى ډول سره سرورپيداكوى اودهغواصلي وضع دلهواولعب لپاره شوى وى لكه شپيلى، باجى اوربابونه اوداسى نور.ددغو اّلاتواستعمال په مطلق ډول سره حرام دى كه سندرى ورسره وى اوكه نوى .
هرهغه سندرى اوموسيقى چى غفلت پيداكوى اود يو واجب كار اوعمل د ترك سبب ګرځى اويا سړى په حراموكى مبتلاء كوى د مثال په ډول دسندرو مضمون په فاحشو اونارواخبرو باندى مشتمل وى اويا سندرغاړى کې مشکل وي اود هغه سندرى اوريدل حرام وى لكه بالغه اونامحرمه ښځه .
چى له سندرو اوموسيقى څخه كسب اوپيشه جوړه كړل شى او يا دموسيقى اّلات اواسباب جوړول اوبيا له دى څخه د رزق ذريعه جوړه كړى .
دفاسقانواوفاجرانو د لهجو مطابق اشعار اوسندرى ويل .
دښځو سرود اوسندري چى اجنبى اوغير محرم ورته غوږ ايښى وى
په مباح سرود كى دومره زياتوالى كول چى په همدى باندى شهرت تر لاسه كړى.
پورته ذكر شوى صورتونه دموسيقى هغه ډولونه دي چى په اتفاق دامت سره حرام دى دده دجواز يوه شائبه هم په قران ،حديث اونه د خيرالقرون په دور كى دچا له عمل څخه ثابتيدلى شى كه څوك داخبره كوى هغه له بهتان اوله درواغوڅخه پرته بل هيڅ شى نه وايي.
مباح اوجائز موسيقى اوسندرى :
داهغه سندرى اوموسيقى ده چى ددى په اباحت اوجواز كى اختلاف نشته چى ددى يوڅوصورتونه دى چى په لاندى ډول شرح كيږى :
دکارواني سندرې : دا يوډول سندري اوترانې دي چې د اوښانوپه تيزولو اود لارى په لنډولوكى ترې استفاده کيږي ، لكه عبدالله بن رواحه صاحب به ويلي : اللهم لولاانت مااهتدينا – ولاتصدقنا ولاصلينا + فاغفر فداء لك ما اقتفينا + وثبت الاقدام ان لاقينا .
رجز : په جنګ اوجهادكى اشعار ويل چى جګړه كوونكى اومجاهدين د جګړى خواته تشويق شى رجزبلل کيږي د مثال په ډول عبد الله بن رواحه دموته په غزوه كى دا لاندى اشعار ويل : اقسمت بالله لتنزلنه + طائعه اولتكرهنه + ان اجلب الناس وشدوا الرنه + مالى اراّك تكرهين الجنه
هغه اشعار اوسندرى ويل چى ستړتيا پرى رفع كيږى لكه داقول د انصارو كله چى دوى دخندق په غزوه كې زمزمه كاوه : نحن الذين بايعوا محمدا + على الجهاد مابقينا ابدا او ددوى په ځواب كى به رسول الله r وويل : اللهم لاعيش الاعيش الاخره + فاغفر الانصار والمهاجره .
په ودونو ، اخترونو ، سنت ګري او دمسافرينو راستنيدلو په وخت سندرى او دائره ياچمبه وهل .
كله چي مور خپل ماشوم ويده كوى اوڅه اشعار اوسندرى ورته وايي.
ددغه ډول سرود اوموسيقى شرائط :
نوموړى شعر اوسرود بايد په داسې الفاظو مشتمل نوى چې د شريعت خلاف وګڼل شي.
له فرائضو اوله واجباتوڅخه بايد مانع واقع نشى اوهمدا ډول دكوم شرعى مكلفيت لپاره مانع واقع نشى .
زيات وخت بايد پرى ونه نيول شى اونه بايد خپل ځان دشهرت حد ته پكى ورسوى .
پرته له دائرى(دف) څخه نور د موسيقى اّلات پكى نوى لكه باجه رباب اوداسى نور
سندر غاړى اواشعارويونكى بايد بالغه ښځه اوياکم عمره هلک نوي
له سندرو اوموسيقى څخه بايد كسب اوپيشه جوړه نشى
مختلف فيه موسيقى :
داهغه ډول موسيقى دى چى له واده ، اخترونواونوروشرعى خوشحاليو څخه پرته دائره (دف) اوسندرى ويل اوياداسى اّلاتوڅخه استفاده وكړل شى چى دموسيقى لپاره نوى وضع شوى لكه كاسه ،بوشكه اوداسي نور . داډول موسيقى هم د جمهوروپه وړاندى ناجائزده . ددى په جوازباندى صرف ځينى شوافعو قول كړى خوددى لپاره يى يولړشرائط ذكركړى دي، كه دغه شرائط پكى مراعت نشى نوبيا د دوى په وړاندى هم ناروا ده.
دا دى د فقهاو د اقوالو د ذكر كولو څخه وروسته هغه اّياتونه او احاديث ذكر كوو كوم چې علماو پرې په دې اړه استدلال كړى دى:
قرانى اّياتونه :
ددين امامانوپه لاندى اّياتونوباندى دموسيقى په حراموالى، استدلال كړى دى:
اللهU په سورت لقمان كى فرمايلى : ]وَمِنْ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا ډُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ[ يعنى ځينى له انسانانونه داسى هم شته چى بابيزه اوچټى خبرى پيرى تر څوچى خلك د الله Y له لارى څخه پرته له كوم علم اوپوهى څخه بي لارى اوګمراه كړى او دغى لارى پورى مسخرى وكړى ددغسى خلكو لپاره ذليل كوونكى عذاب دى
د لهوالحديث تفسير:
د لهولغوى معنا ده په غفلت كى اخته كيدل كوم شيان چىانسان له ضرورى كارونوڅخه په غفلت كى اچوى (لهو) بلل كيږى او داسى شيانوته هم لهو ويل كيږى چى كومه معتبره فائده پكى نوى.
په لهوالحديث كى دمفسيرينو اقوال :
په عمومى ډول مفسرين په دى اړه په دوه ډلو ويشل شوى دى
حضرت عبدالله بن مسعودt د "لهوالحديث" په هكله فرمائى " هو والله الغناء " سوګند په الله e چى له دى څخه مراد سرود اوموسيقى ده، اودا تفسير له ابن مسعود r څخه په صحيح سند سره ثابت دى د داسى جليل القدر صحابى لكه ابن مسعودt تفسير د مسند اومرفوع حديث حيثيت لرى ځكه چى داسى مسائل په عقل اواجتهاد سره نه پيژندل كيږى كله چى صحابى داسى خبره كوى نوضروربه ئى له رسول الله rڅخه اوريدلى وى .
له حسن بصرى t څخه ددى اّيت په تفسير كى لاندى قول راغلى دى " ږن لهوالحديث كل ماشغلك عن عبادۍ الله وذكره من السمر والډضاحيك والخرافات والغناء ونحوها " يعنى هرهغه شى چى تا د الله تعالى له عبادت اوياد څخه مشغول كوى هغه لهوالحديث دى د مثال په ډول سمر(د ماسخوتن دلمانځه څخه وروسته مجلسونه كول)، خنداګانى ، خرافات ،موسيقى اوددوى په څيرنورشيان. له ابن عباس r څخه روايت دى چى له "لهوالحديث" څخه مراد " هوالغناء واشباهه " لنډه داچى دټولومفسرينو اقوال په همدى دوه ډوله تفسير باندى څرخيږى چى يوتفسير دا دى چى له "لهوالحديث" څخه يوازې موسيقى اوسرود مراد دى اوبل تفسير دا دى چى دا اّيت شريف عام دى موسيقى اودده په څير نوروشيانوته هم شامل دى البته په دىخبره د ټولو اتفاق دى چى موسيقى اوسرود دلهوالحديث له جملى څخه دى
دقران كريم يوبل اّيت شريف "لايشهدون الزور"په تفسير كې امام ابوحنيفه t ، مجاهدt اوځينى نوروعالمانو د "الزور" تفسير په سرود اوموسيقى سره كړى دى
]وَاسْتَفْزِزْ مَنْ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَډَجْلِبْ عَلَيْهِمْ بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الْډَمْوَالِ وَالْډَولَادِ وَعِدْهُمْ وَمَا يَعِدُهُمْ الشَّيْطَانُ ږِلَّا غُرُورًا[8مجاهد رحمه الله د وَاسْتَفْزِزْ مَنْ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ تفسير په سندرو او شپيليو سره كړى دى.
]ډَفَمِنْ هَذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ وَډَنْتُمْ سَامِدُونَ[ 9 له ابن عباس r څخه روايت دى چى له ]وَډَنْتُمْ سَامِدُونَ[ څخه مراد سرود دى " هوالغناء باليمانيۍ وكانوا اذا سمعوا القران غنوا تشاغلا عنه " په يمني ژبه كې دغه كلمه سندور ته وايې او كله به چې هغوي قراّن واوريده نو په همدغي ډول به يې سرود وايه ترڅو د قراّن د اوريدو څخه مشغول شي.
نبوي احاديث:
په دى اړه يوشميرزيات احاديث راغلى دى چى شميره يې د څلويښتو څخه زياته ده، چى مونږدلته يوڅواحاديث د مثال په ډول ذكركوو اونوروته به صرف يوه اشاره قدرى وكړو:
امام ابوداود، ابن ماجه اوابن حبان له ابومالك اشعرى څخه لاندى روايت رانقل كړى دى چى رسول الله r فرمايلى دى" ليشربن ناس من امتى الخمر يسمونها بغيراسمها يعزف على رړوسهم بالمعازف والمغنيات يخسف الله بهم الارض ويجعل الله منهم القردۍ والخنازير ". يعنى زماامت به شراب د نوم په بدلولوسره څښي اود دوى په وړاندى به سرودګرى ښځى سندرى وايى نو الله تعالى به دوى په زمكه كى خسف كړى اوځينى نوربه الله تعالى مسخ كړى شاديان اوخنزيران به ترى جوړكړى. علامه ابن حبان دى حديث ته صحيح ويلى دى .
امام بخاري په خپل صحيح كي په كتاب الاشربه كې روايت كوي: (عن عبد الرحمن بن غنم قال حدثنى ابوعامر اوابومالك الاشعرى r انه سمع النبى r يقول ليكونن من امتى اقوام يستحلون الحر والحرير والخمر والمعازف.) داحديث ياد شوى مطلب په ګوته كوى اوداهم صحيح حديث دى
له حضرت ابن عباس t نه روايت دى چى نبى كريم r فرمايلى دى چى الله U شراب ، جوارى اوقماربازى اود سرود الات حرام كړى.
اوپه يوبل حديث كې چى ابوهريره t روايت كړى دى فرمايي: چى رسول الله r فرمايلى دى (كله چى غنيمت شخصى مال وګڼل شى ، زكات تاوان وبلل شى اوكله چى د دين علم ددنيا د حصول لپاره زده كړل شى ، كله چى د ښځى حكم ومنل شى اودمورنافرمانى وكړل شى ، اودوست ځانته رانيږدى كړل شى اوپلار له ځان څخه ليرى كړل شى اوپه مساجدو كى په زوره خبرى پيل شى اودقوم اوقبيلى مشرفاسق سړى مقرر شى اوكله چى د قوم سردار رذيل سړى وى اوكله چى دشرير سړى اكرام له دى وجى وكړل شى چى خلك يى له شرڅخه ويريږى اوكله چى سندرغاړى ښځى اوسرودونه عام شى اوكله چى د شرابوڅښاك ظهوروكړى اود امت وروستنى خلك په ړومبنيوخلكو لعنت ووايى نوپه دغه وخت كى تاسى د يوسورباد ، دزلزلى ، دخسف اودمسخه كيدلوانتظار وكړى د قيامت نښى به يو په بل پسى داسى راروانى وى لكه چى د يوهار مزى پري شى اومرى يى يوپه بل پسى پرله پسى له مزى څخه وزى اوپه زمكه باندى تويږى .دا حديث امام ترمذي په خپل سنن كې ذكر كړى دى.
عبدالله بن مسعودt روايت كوي چى رسول الله r فرمايلي دي: سندرې په زړه كې نفاق زرغونوي، لكه څرنګه چې اوبه شنه بوټي زرغونوي)
په بل حديث كې چې امام احمد او طبراني روايت كړي دي فرمايي:عن ابن عباس وابى امامه مرفوعا: ليكونن في هذه الامۍ خسف وقذف و مسخ وذلك اذا شربواالخمور واتخذوا القينات وضربوا بالمعازف. دحضرت ابن عباس څخه مرفوع روايت دى چې فرمايي: ارومرو به په دې امت كې په ځمكه ننوتل او ويشتل او مسخ كيدل راځي، كله چې شراب وڅښي او سندرغاړي ونيسي او د موسيقي اّلات ووهي.
امام احمد يو بل حديث روايت كړى دى:عن ابى امامه t قال رسول الله r وامرنى ربى بمحق المعازف والمزامير والاوثان والصلب وامر الجاهليه ) د حضرت ابوامامه څخه روايت دې چې رسول اللهr وفرمايل: ماته خپل رب د موسيقي د اّلاتو، شپيليو، بتانو، صليب او د جاهليت د نښو د ړنګولو امر كړي دى
امام بخاري يو بل حديث په خپل سند سره روايت كړي دي فرمايي: حدثنى ابوعامر اوبومالك الاشعرى والله ما كذبنى سمع النبى r يقول ليكونن من امتى اقوام يستحلون الحر والحرير والخمر والمعازف ) ابوعامر او يا ابوعامر ماته ويلي دي اوپه الله قسم چې دروغ يې راته نه دى ويلي، چيك د رسول الله r څخه يې اوريدلي دي، چي فرمايل يې: خامخا به زما په امت كې داسي خلك پيدا كيږي چي زنا، وريښم ، شراب او موسيقي به حلالوي.
ابوداود الطيالسي اواحمد روايت كوي:عن ابي امامه t ان رسول اللهr قال: ان الله عز وجل بعثنى هدى ورحمه للمومنين، وامرني بمحق المزامير والاوتار والصليب وامر الجاهليه. الله تعالى زه د مومنانو لپاره هدايت او رحمت رااستولى يم، او ما ته يې د مزاميرو(هغه اّلات چې په خوله وهل كيږي) اوتارو( دموسيقي هغه اّلات چې تارونه لري) دصليب او د جاهليت د نښو د له منځه وړلو امر كړي دي.
نورپه ديارلسو احاديثوكى د الهى ډول ډول عذابونو د راتګ لامل، په موسيقى او ساز اوسرود كى وړاندى والى اوانهماك ښودل شوى دى. اوپه ځينى نورو احاديثو كى بيا د څيرومسخ كيدل را نقل شوى دى
په يوه بل حديث كى راغلى دى چى څوك سندرغاړى اوبازنګرانى ساتى اودغه سړى مړشى نوجنازه پرى مكوﺉ.
دا دهغه احاديثو لنډه يادونه وه چې د موسيقي په حرمت دلالت كوي او د هغې په رڼا كې فقهاو د موسيقي د حراموالي قول كړى دى.
دسلف صالحينو ويناوي:
حضرت ضحاك t فرمايي: ساز او سرود مال له منځه وړي، دالله تعالى دغضب سبب ګرځي او زړه فاسدوي.
حضرت جابر t فرمايي: د ساز او سرود څخه ځان وساتئ، ځكه چې دا د ابليس لخوا ده، او د شرك په اندازه ګناه لري، او دشيطان پرته بل ځوك سندري نه وايي.
فضيل بن عياض فرمائى موسيقى د زنا منتر دى
د حضرت ابن عمر t څخه روايت دى چې رسول الله r د سندور او دهغې د اوريدو څخه منع كړي ده او همدا ډول يې د چغل ګړي او دهغې د اوريدلو څخه منع كړيده. دا روايت طبراني ذكر كړى دي.
اوداسى نور ډير اقوال شته چى په هغوكى دموسيقى بدى بيان شويده.
بل نظر:
دحرمت په احاديثوباندى ځينى خلكو لكه ابن حزم اوهمدا ډول دده په پله باندى تقريبا داكتر يوسف قرضاوى هم قدم ايښى دى ويلى دى چى په دى اړه چى څومره احاديث راغلى دى هغه ضعيف دى په ظاهرى ډول سره دغه اعتراض ځينى خلكوته قوى په نظرورځى خوپه حقيقت كى دا ډير كمزورى اوسرسرى نيوكه ده كوم اصولى حيثيت نلرى اونه كوم وزن لرى اصولى خبره اودرسته خبره پدى هكله داده چى د موسيقى په اړه درى قسم روايات راغلى دى : صحيح ، حسن او ضعيف
اصلى قاعده خوداده چى د يوشى د حرمت لپاره يوصحيح حديث هم كفايت كوى دا ضرورى نده چى يوشى به هلته حرام ګرځى چى د هغه په اړه ډير صحيح احاديث موجودوى او يا دهغه په اړه بايد ټول رانقل شوي احاديث صحيح وي. په حقيقت كى دايوه بى اساس خبره د ه چى هيچاداسى ندى ويلى. سره له دى چى د موسيقى په اړه چى كوم احاديث راغلى دى ډيرزيات دى چى ځينى ئى صحيح دي اوځينې يي دحسن مرتبى ته رسيږ ى اويوشميرنوربيا ضعيف دى . كله چى ديوى موضوع په اړه صحيح اوضعيف احاديث راشى نوقاعده داده چى هغه ضعيف احاديث هم قوى كيږى اوددى وړګرځى چى استدلال پرى وشى نه داچى د ضعيفو احاديثوپه واسطه قوى اوصحيح احاديث او روايات ضعيف وګرځول شى بلكى خبره برعكس ده . دا اصولي مسائل دى چى دلته صرف اشاره ورته كيږى د زيات تفصيل لپاره دى داصول فقهى اواصول حديث كتابونوته مراجعه وشى .
له دى څخه پرته د موسيقى حرمت په قران كريم سره هم ثابت دى لكه چى مخكى مو د هغه يادونه كړى ده چى د ټولومفسيرينو په دى باندى اتفاق كړى چى له لهو الحديث څخه مراد موسيقى ده د ټولو دلائلوپه رڼاكى ويلى شوچى د موسيقى حرمت په يقينى ډول سره ثابت دى په دىكى هيڅ شك اوشبهه نشته .
لدې برسيره داچى په دى اړه دامت اجماع راغلى ده هيڅ سندى مسائلوته پكى اړه نه پيدا كيږى.
اوكه څوك دا وائىچى دا يوه اختلافى مسئله ده اوپه اختلافى مسائلوكى انكارنوى داهم ډيره غلطه خبره ده ځكه چى په خير القرون كى ددى حرمت اتفاقى وه هيچا پكى اختلاف نه وه كړى قاعده دا ده چى په هغه اختلافى مسئله كى انكار نوى چى په خيرالقرون كى اختلافى وى دموسيقى مسئله له پنځم قرن څخه وروسته ځينى په موسيقى مينو خلكو اختلافى كړى ده چى په اصولى ډول هيڅ اعتبارنلرى .
يوفاسد اوبى لارى كوونكى تاويل اود هغى ځواب :
ځينى په سازاوسرود زړه بايللى خلك وايى چى موسيقى اودهغه اّلات خوپه نفس الامركى حلال دى خوكله چى له نوروحراموشيانوسره ګډ شى نوبيا حراميږى كه دغه نورحرام شيان ورسره ملګرى نوى نوبيا حرام نه بلل كيږى كوم وعيدونه چى راغلى دى هغه ددى په مجموعه باندى راغلى دى .
ځواب :دغه تاويل درست ندى بلكى ګمراه كوونكى دى اود نصوصومعنوى تحريف بلل كيږي، ځكه چى موسيقى د هغه حرامو په قطاركى راغلى ده چى دهغوى حرمت قطعى دى لكه شراب ،زنا وغيره اويوپه بل باندى دنحوى قاعدى مطابق د واو په تورى عطف شوى دى اودواو تورى د مطلقى جمعى لپاره دى. نو معنا دا ده چې ټول شيان په ځانګړي توګه دحرمت په حكم كې داخل دي. اوله بله پلوه لدى څخه خو دا فساد هم رامنځ ته كيږى چى شراب اوزنا دى هم يواځى حرام نشى اوحلال دى وګڼل شى اودا خوښكاره كفراوبى دينى ده . نودا فاسد تاويل كوونكى د قران كريم له دى اّيت شريف سره څه كوى " ]يَاډَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ږِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْډَنصَابُ وَالْډَزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ[
كه ددوى خبره درسته شى نوبيا خوددوى په نيز په دغه اّيت شريف كى ياد شوى شيان هم حلال بلل كيږى نوله دى څخه خوكفر لازميږى .
بله داچى د خيرالقرون دزمانى امامانو سلفواوصالحينو له يادشويو نصوصو څخه همدا فهم اخيستى دى چى مونږيى يادونه كړى ده . دهمداسى نصوصودفهم په اړه اصولى خبره داده چى هغه د رسول الله r اوسلفواوصالحينو د منهج مطابق وى له خپله ځانه له نصوصوڅخه فهم اخستل د متجددينوكاردى اوهواي نفس اوتحريف بلل كيږى.
ډيره دتعجب اوحيرانتيا خبره خوداده چى ځينى معاصر ځوانان دابن حزم دنظريي اوهمدى ته ورته د ډاكټرقرضاوى تابعدارى كوى سره له دى چى دابن حزم نظريه له قران ،احاديثو اودټولوسلفواوصالحينو له اقوالواونظريو څخه خلاف د ه اّن تردى چى ابن الصلاح، ابن حزم په دى مسئله كى ضال اومضل بللى دى اوځينو نورو پوهانو بيا ابن حزم ديولړمتضادوصفاتوشصخيت بللى دى اونوموړى ځينى شاذى اونادرى نورى نظريي هم لرى .
كه مونږ له ډير حسن ظن نه كارواخلو نودابه ووايو چى ابن حزم او د ده امثالو په دى ځاي كى اشتباه كړيده اوخطاء شوى دى نور دا چى د دوى په خبره عمل وشى نو دا له ګمراهى اود نفس له تابعدارى څخه خالى نده ځكه چى د يو چا خطاء اوغلطى زمونږلپاره دليل نشى جوړيدلى . ځكه مشهوره قاعده ده چى مونږ حق په رجالونه پيژنوبلكى مونږ حق په قران اوسنت نبوى باندى پيژنو ځينى معاصرين په همدى خطاء كى پريوتلى د ى او وايى چى داخبره خو ابن حزم كړى اوډاكټرصاحب قرضاوى كړى ده اوهلته قران ،حديثو اودسلفواوصالحينو اقوالوته نه ګورى چى هغوى څه فيصله كړى ده
په بنيادى ډول حرام اوحلال په قران اوپه نبوى احاديثوباندى ثابتيږى د حلالواوحرامومصادر قران اوسنت دى اوپه داسى مسائلوكى بايد قران ،سنتو اودسلفواوصالحينو طرزعمل ته مراجعه وشى نه داچى د كوم شخص شخصيت اود يو چا قول او وينا ته وكتل شى .
په پاى كې به ځينې هغه احاديث ذكر كړو چې په هغې كې د موسيقي د ځينو ډولونو جواز او اباحت ذكر شوي دى او بيا به د دواړه ډوله احاديثو ترمنځ تطبيق ذكر كړو.
عن الربيع بنت معوذ بن عفراء جاء النبى r فدخل حين بنى على فجلس على فراشى كمجلسك منى فجعلت جويريات لنا يضربن بالدف ويندبن من قتل من اّبائى يوم بدر اذقالت احداهن وفينا نبى يعلم مافى غد فقال دعى هذا وقولى بالذى كنت تقولين ) ربيع بنت مغوذ رضي الله عنها فرمايې چې رسول الله r زما د واده په وخت راغې او زما په ځاى كښيناست، لكه څرنګه چې ته زما سره ناست يي. نو څو ماشومانو جينكو د دايري په وهلو پيل وكړ، او زما دهغه پلرونو يادونه يې كوله چې د بدر په غزوه كې شهيدان شوي و. نو يوې جينې وويل: په مونږ كې يو نبي دې چې په هغه څه پوهيږي چې سبا ته كيږي. پيغمبرr ورته وفرمايل: داخبري پريږدئ او هغه څه ووايې چې مخكي مو ويل. دا حديث امام بخاري روايت كړى دي.
عن عائشه (رض) عن النبى r قال اعلنوا النكاح واضربوا عليه بالدف ) دحضرت عايشي څخه روايت دى چې نبى r فرمايلي دى: چې تاسې د نكاح اعلان وكړئ او پرې دايره ګانې ووهي. داحديث ترمذي روايت كړى دى.
عن انس بن مالك t ان النبى r مر ببعض المدينه فاذا هو بجوار يضربن بدفهن ويتغنين ويقلن نحن جوار من بنى النجار يا حبذا محمدمن جار فقال النبى r الله يعلم انى لاحبكن ) دحضرت انس څخه روايت دى، چې نبى r يو ورځ په مدينه كې تيريده چې ناڅاپه په څو جينكو تير شو چې هغوي دايره وهله او سندرې يې ويلي او ويل يې مونږ د بني نجار نجونې يو او محمد r څومره ښه پناه راوړونكى دى، رسول الله r وفرمايل: الله تعالى عالم دي چې زه له تاسې سره مينه لرم.دا حديث ابن ماجه روايت كړي دى.
اوداسى نوراحاديث هم په دى اړه راغلى دى. ددى لپاره چى خبره اوږده نشى نو په همدى باندى بس والى كوو .
داحاديثو تطبيق:
په ظاهرى اوسطحى نظرسره كه څوك وګورى نو د حرمت اودجواز داحاديثوترمنځ تعارض معلوميږى خوپه حقيقت كى داسى نده اوهيڅ تعارض ددى احاديثوترمنځ نشته هغه داچى موسيقى اوغناء په دوه ډوله ده. لمړى ډول حرامه موسيقي ده، چى په اول قسم احاديثوكى ورته اشاره شويده اودوهم ډول مباحه ده،گ چى هغه ته په دوهم ډول احاديثوكى اشاره شويده چى هغه په ودونو،اخترونه او په سنت ګيريو كى دائره اوسندرى ويل دى. په دې هكله چى څومره احاديث راغلى دى، هغه ټول د ودونو،اخترونو اود مسافرينوكورته د راستندوپه اړه د ى اوهغه هم صرف دوړوجنكودائره(دف) اوسندرى ويل دى اويارجزويل دى اوداسى نور چى تفصيل مخكې ذكر شو .
يادونه :
پاتى دى نه وى چى په اوسنى زمانه اوعصركى اكثره خلك ناپوهان اوجاهلان دى دجائز اوناجائز موسيقى ترمينځ توپيرنشى كولايى اوپه همدى ډول دهغى شرائط اواداب هم نشى مراعات كولايى نوپه دى اساس "دسد زريعى" دقاعدى له مخى دموسيقى ټول ډولونه ناجائز بلل كيږى .
[/color:e1abafbdd3]
http://www.eslahonline.org/index.php?option=com_content&view=article&id=1683:2009-04-13-04-23-59&catid=40:fitwagane-aw-mashware&Itemid=1683:2009-04-13-04-23-59
والسلام
كابل جان
15.04.2009
محترم صابر جانه وروره؟
سندري موسيقى أو أنشايد (يعني: نعت)، أو أشعار په منځ كي ډير توپير دي، خو تا په يوه تله كي ويشتلي، ددي تولوټ جدا حكمونه دي.
watanmal
15.04.2009
ټولو دوستانو او محترم عبدالله صابر صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
مننه كور مو ودان چى د موسقۍ په اړه مو تفصيلى ليكنه رانقل كړى ده، [color=darkblue:75b515043e]د
لوستونكو د اسانتيا لپاره به زه ترينه مقصود بغير د دليله دلته رانقل كړم.[/color:75b515043e]
ګرانو لوستونكو د مولوي امين الله ازره وال په ليكنه كى موسقى درى ډولو ته
تقسيم شوى ، مباح ، مختلف فيه ، او حرامه. درى واړه ډولونو په اړه دغه مختصر
معلومات ولولى د مفصل معلوماتو لپاره د مولوي صيب خپله ليكنه ولولي:
[color=white:75b515043e]مباح موسقى:[/color:75b515043e]
دا موسقى بايد لاندى شرائط ولرى
نوموړى شعر اوسرود بايد په داسې الفاظو مشتمل نوى چې د شريعت خلاف وګڼل شي.
له فرائضو اوله واجباتوڅخه بايد مانع واقع نشى اوهمدا ډول دكوم شرعى مكلفيت
لپاره مانع واقع نشى .
زيات وخت بايد پرى ونه نيول شى اونه بايد خپل ځان دشهرت حد ته پكى ورسوى .
[color=darkblue:75b515043e]پرته له دائرى(دف) څخه نور د موسيقى اّلات پكى نوى لكه باجه رباب اوداسى نور[/color:75b515043e]
سندر غاړى اواشعارويونكى بايد بالغه ښځه اوياکم عمره هلک نوي له سندرو
اوموسيقى څخه بايد كسب اوپيشه جوړه نشى
[color=white:75b515043e]مختلف فيه موسيقى : [/color:75b515043e]
داهغه ډول موسيقى دى چى له واده ، اخترونواونوروشرعى خوشحاليو څخه پرته
دائره (دف) اوسندرى ويل اويا[color=darkblue:75b515043e]داسى اّلاتوڅخه استفاده وكړل شى چى دموسيقى
لپاره نوى وضع شوى لكه كاسه ،بوشكه اوداسي نور . [/color:75b515043e]داډول موسيقى هم د
جمهوروپه وړاندى ناجائزده . ددى په جوازباندى صرف ځينى شوافعو قول كړى
خوددى لپاره يى يولړشرائط ذكركړى دي، كه دغه شرائط پكى مراعت نشى نوبيا د
دوى په وړاندى هم ناروا ده.
[color=white:75b515043e]حرامه موسيقى : [/color:75b515043e]
دغه ډول موسيقى د علماوو په اتفاق سره حرامه ده اوهيچا پكى اختلاف ندى كړى د
رسول الله r له زمانى څخه يى را واخله تر نن ورځى پورى اوترقيامته به حرامه وى د دى حرام والى اتفاقي دى د دى ډول موسيقى يوڅوصورتونه دى چى په لاندى ډول
شرح كيږى :
هرهغه لهواولعب ، ساز اوموسيقى چى په هغه كى هيڅ كوم دينى اويادنيوى شرعي
مقصد نوى، برابره خبره ده كه سړى په خپله دا كاركوى اويابل ته غوږ ږدى د
موسيقى اّلات پكى وى اوكه نوى .
د موسيقى ټول هغه اّلات چى په ذاتى ډول سره سرورپيداكوى اودهغواصلي وضع
دلهواولعب لپاره شوى وى لكه شپيلى، باجى اوربابونه اوداسى نور.ددغو
اّلاتواستعمال په مطلق ډول سره حرام دى كه سندرى ورسره وى اوكه نوى .
هرهغه سندرى اوموسيقى چى غفلت پيداكوى اود يو واجب كار اوعمل د ترك سبب
ګرځى اويا سړى په حراموكى مبتلاء كوى د مثال په ډول دسندرو مضمون په فاحشو
اونارواخبرو باندى مشتمل وى اويا سندرغاړى کې مشکل وي اود هغه سندرى
اوريدل حرام وى لكه بالغه اونامحرمه ښځه .
چى له سندرو اوموسيقى څخه كسب اوپيشه جوړه كړل شى او يا دموسيقى اّلات
اواسباب جوړول اوبيا له دى څخه د رزق ذريعه جوړه كړى .
دفاسقانواوفاجرانو د لهجو مطابق اشعار اوسندرى ويل .
دښځو سرود اوسندري چى اجنبى اوغير محرم ورته غوږ ايښى وى
په مباح سرود كى دومره زياتوالى كول چى په همدى باندى شهرت تر لاسه كړى.
پورته ذكر شوى صورتونه دموسيقى هغه ډولونه دي چى په اتفاق دامت سره حرام دى
دده دجواز يوه شائبه هم په قران ،حديث اونه د خيرالقرون په دور كى دچا له عمل
څخه ثابتيدلى شى كه څوك داخبره كوى هغه له بهتان اوله درواغوڅخه پرته بل هيڅ شى نه وايي.
=============== = =
په مينه
وطنمل
و.افغان
15.04.2009
[quote:33e4faa7dc="كابل جان"]محترم صابر جانه وروره؟
سندري موسيقى أو أنشايد (يعني: نعت)، أو أشعار په منځ كي ډير توپير دي، خو تا په يوه تله كي ويشتلي، ددي تولوټ جدا حكمونه دي.[/quote:33e4faa7dc]
کابل جان صاحب:
په خیر راغلې.
که غلط نشم، نو أناشید، په ترنم غزل يا شعر ويل، او ورته نور ټول دموسیقۍ داصل
لاندې راځي، دا فرق خو په کې اهل تصوف وکړ، چې داسلامي أناشيدو نوم يي ايجاد کړ.
په بل عبارت اسلامي أناشيد يا ترانې، ترانې يا نعتونه داهل تصوفو ډمګري ده.
چې مونږ مولويانو او طالبانو ته اوس په میراث پاته ده.
خو سو چ کوم چې دا دډم نوم ښه نه لګیده، نو يو نوې ښه نوم يي ورته غوره کړ.
او که داسې نه ده؟
په درنښت