د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ


ع کريم حليمي
04.03.2009

السلام عليکم !
ډېرو درنو او مکرمو دوستانو ، استاد قاري صاحب ،خوږ ابو اسيد صاحب ،
د ميوند په غازيانو کښي حساب سې ميوند ننګيال صاحب ، 
او ګران کابل جان صاحب ، تاسو ټول زما ښې هيلي راڅه ومنۍ ، 

[quote:cf39bf299a]دا په هغي باندي تهمت دي، [/quote:cf39bf299a]

مکرم کابل جان صاحب ، بحث به کوو ، خوابدی بند دی !!!!!
 غيبت ناروا دی ، تهمت ويل ناروا 
د هر ورور عيبت ، د هغه غوښي خوړل دي ، او د عالم ورور غيبت بيا 
په مثال د هغو غوښو دی ، لکه په زهرو چه لړلي وي ، د هيچا عيبت نه کوم 
خو د علماوو هغې بېخي نه کوم 
[quote:cf39bf299a]قال عبد الله بن شقيق كان أصحاب النبي صلى الله عليه وسلم لا يرون شيئا من الأعمال تركه كفر غير الصلاة. [/quote:cf39bf299a]
ته په رشتيا د الشيخ شاګرد ئې ، ستا شيخ صاحب په خپله فتاوا په هم دغه 
حديث ورکوي 
دا عبد الله بن شقيق  صاحب خو صحابي نه دي ، نو حديث ئې مرسل دی 
او زه شک لرم پر دې حديث ، دا د نبي ص د خولې حديث ندی 

حکم نه په کيږي ، که داسي وای لکه صلاة التسبيح نو بيا پروا نه کول 
عبادت وو کټه پر بنا وو ، 

 [quote:cf39bf299a]أوبيا تاسو ليكلي: {ايمان خپل ځان کښي مفرد دي ، مرکب ندي} دا مبهمه جمله ده پوي پري نه شوم هيله لرم لګ يي واضح كري ځكه إيمان يو لوي مركب لفظ دي.[/quote:cf39bf299a]
پوهېږم ستاسو په فکر کښي ، 'یا ایها الذین آمنوا،امنو بالله '،
او "الذين آمنوا وعملوا الصالحات" سره څرخي ، زموږ فقها ئې مفرد ګڼي 
ولي چه ، ايمان قوي کيږي او ضعيفه کيږي ، په هيږم ستاسو مشايخ ا وعلماء
ئې مرکب ګڼي او دا د ايران علماء ئې هم مرکب ګڼي 
په درنښت


میوند ننګیال
04.03.2009

سلامونه !

ابواسيد صيب !

لمونځ يواځني بنا ده چي په يوه حالت كي هم نده معاف شوي كه دولاړي استطاعت نلري په ناسته كه په ناسته يي نشي كولي په ملاسته او اشاره كه تاسو داسي ليكنه كوي نو بيا خو به هر سړي وايي چه :

زه زنا كوم زه قتل كوم زه شراب څكم زه سود خورم خو حلال يي نه ګڼم ته ځكه چي كه حلال يي وګڼم بيا كافر كيږم خو كلمه وايي او يو غوبل ي داسلام نه جوړي كړي وي تاسو پكار ده دوارننګ لپاره دا وايي تر څو خلك وډار شي نه دا چي تاسو ورته لار اسانوي ٠

بيا خو قاديانيان هم ندي كافر ځكه كلمه وايي په سلو كي يو فيصد ايمان لري .
پاتي شوه دخيرالقرون اوشرالقرون نو امام عثيمن هم دامام احمد بن حنبل يا امام شافعي خبره كړي هغوي هم خيرالقرون ول دا نه دتعصب خبره ده او نه بل څه شي دي



ع کريم حليمي
04.03.2009

مکرم ابو اسيدصاحب ، لنظره نه سې ، ما شاء الله
ګل اوسې ، عمر دي د ګل مسه !!!


ابومحمدحنفي
04.03.2009

[quote:98239220d2="ع کريم حليمي"]مکرم ابو اسيدصاحب ، لنظره نه سې ، ما شاء الله
ګل اوسې ، عمر دي د ګل مسه !!![/quote:98239220d2]

وماشاء الله عليک

الله جل جلاله دي ستاسو عزت او کړي

او الله جل جلاله دي ستاسو د شفقت نظر په ما عاجز باندي هميشه لري

[img:98239220d2]http://www.al-forquan.com/up/upfiles/6st47946.gif[/img:98239220d2]


ابومحمدحنفي
04.03.2009

[quote:f21459920c="ميوند ننګيال"]سلامونه !

ابواسيد صيب !

لمونځ يواځني بنا ده چي په يوه حالت كي هم نده معاف شوي كه دولاړي استطاعت نلري په ناسته كه په ناسته يي نشي كولي په ملاسته او اشاره كه تاسو داسي ليكنه كوي نو بيا خو به هر سړي وايي چه :

زه زنا كوم زه قتل كوم زه شراب څكم زه سود خورم خو حلال يي نه ګڼم ته ځكه چي كه حلال يي وګڼم بيا كافر كيږم خو كلمه وايي او يو غوبل ي داسلام نه جوړي كړي وي تاسو پكار ده دوارننګ لپاره دا وايي تر څو خلك وډار شي نه دا چي تاسو ورته لار اسانوي ٠

بيا خو قاديانيان هم ندي كافر ځكه كلمه وايي په سلو كي يو فيصد ايمان لري .
پاتي شوه دخيرالقرون اوشرالقرون نو امام عثيمن هم دامام احمد بن حنبل يا امام شافعي خبره كړي هغوي هم خيرالقرون ول دا نه دتعصب خبره ده او نه بل څه شي دي[/quote:f21459920c]
محترم ننګيالي صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
الله جل جلاله دي له مانه مه خوابده کوه

محترمه زمونږ ه دا دومره غوبل دالته په عقيده کښي دے
د عقيدي بيانول لازمي دي پاتي شوه محترمه څوک چه غلا کوي هغه د ملا په وعظ
باندي نه حصاريګي نو که دغه غلاګر په غلا کافر کيده نو قران شريف به په اوله مرتبه کښي غلاګر ته د قتل حکم کړے وو بلکه داسي نه ده

هر څه ستاسو دا خبره چه خلقوا ته داسي سستي اچونکي مسلي نه دي بيانول پکار
زه درسره منم په سر او په سترګوا خو محترمه خلقوا ته داسي عقيدي بيانول چه ته په مطلق مونځ نه کولو سره کافر کيږي او يا په که دي کلمه کښي
لا اله حق الا الله ونه وئلي نو ته مسلمان کيدے نه شي داده ډير تعجب خبره ده

او پاتي شوه تکفير ده قائدانيانو

نو محترمه بائد مونږ ټول مسلمانان اول د خپل دين اصول ياد کړو بيا د هغي اصولو مطابق خبره او کړو

محترمه دا زمونږه ددين متين اصول دے چه
چه زمونږ ددين يو اصولي مسئلي دي او بل فروعي مسئلي دي

هر څه که هر څوک مونږه سره په اصولو کښي موافق وي نو هغه مونږه نه کافرکوو اوس که څوک زمونږه سره په اصولو کي مخالف وي لکه قايدانيان نو په اتفاق دعلماء شرق وغرب هغه کافر دے
ځکه د قائدانيان کلمه داده لا اله الا الله غلام محمد مرزا رسول الله( نعوذ بالله)
همدارنګه اهل التشيع وغيره

او هر څه که څوک مونږه سره مخالفت په فروع کښي لري لکه رفع اليدين

قرئت خلف الامام وغيره نو په دي سره هغه نه کافر کيګي

محترمه خداي دي وکړي چه خوابده نه شي

په درنښت


كابل جان
04.03.2009

محترم أبو أسيد صاحب:
ملګريه درسول الله صلى الله عليه وسلم دحديث په مقابل كي دي سومره جوابونه ليكلي دي ماشاء الله أو په تا باندي، چه مذهب درباندي سترګي پټي كړي دي، أو بيا واي دد حديث دا جواب كوو أو ددي حديث دا جواب كوو، داسي چه دهر حديث جواب داسي په جرأت كوي دا دين به پاتي نشي،
درسول الله صلى الله عليه وسلم صحابوو به چه حديث واوريدو نو ويل به يي سمعنا وأطعنا، أو مونګ چه يي واورو نو جوابونو پسي ګرزو، خير آخره زمانه ده.
آيا تا دإمام أبو حنيفة رحمه الله داقول ندي ليدلي واي چه يو حديث راشي نو بيا زمونګه أقوالو ته مه ګوري أو داخبره نورو إمامانو هم كړي ده،
هر بحث چه يو مسلمان كوي بايد په شروع كي ورسره دا سوچ وكړي چه ځما مطلب أو نيت صرف حق ته رسيدل دي، أو که كله ماته حق واضحه شي هغه به اخلم، دا دنيكو علماء صفت أو علامه وه چه دحق طرف داري به يي كوله دچا أقوالو پسي به نه ګرځيدل، الله دي وكړي چه مونګ هم دهغوي نه وګرزوي.
والسلام نور بحث به بيا كاوه.


ابومحمدحنفي
04.03.2009

محترم کابل جان السلام عليکم

محترمه اول ته دي خپل حديث متنا او سندا رانقل کړه سره ده مصدره

بيا ماجوابونه د خپل ځان نه دي کړي ما هم د دغه اسلافوا دخولي جواب درکړي

ما عيني د اما م صاحب قول ذکر کړے دي سترګي کولاو که د خپل شيخ تقليد کول درته ثواب ښکاري او زه چه د خپل امام تقليد کوم نو په غلطه يم

ځه خبر نه يم چه ته اسلاف چاته واي

اول اسلاف ماته او ښيي

چه ستا په نزد څوک سلف او څوک خلف دے


كابل جان
04.03.2009

بسم الله الرحمن الرحيم:
محترم حليمي صاحب تاسو ليكلي: {زموږ فقها ئې مفرد ګڼي
ولي چه ، ايمان قوي کيږي او ضعيفه کيږي ، په هيږم ستاسو مشايخ ا وعلماء
ئې مرکب ګڼي او دا د ايران علماء ئې هم مرکب ګڼي}
محترما زمونګ مشائخ نه بلكه كتاب أو سنت يي مركب كڼي، إيمان مركب دي دريو سيزونونه أول په ژبه وينا، أو بيا په زړه باندي تصديق كول أو بيا عمل ظاهري كول.

إيمان چه چري ذكر شوي دي خامخا ورسره يو نه يو ددي دريو شيانو ذكر كيګي، د أهل السنة والجماعة دصحابو دعهد نه تر تابعينو أو تبع تابعينو أولاندنيو سديو ټولو إيمان په دي شكل معرف كړي دي: الإيمان قول باللسان، وعمل بالأركان وتصديق بالجنان،
أو لوي دليل دإيمان په تركيب باندي درسول الله صلى الله عليه وسلم قول دي چه واي: [الإيمان بضع وستون أو بضع وسبعون شبعة أعلاها قول لا إله إلا الله وأدناها إماطة الأذى عن الطريق والحياء شعبة من الإيمان]
ژباړه: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: إيمان سه لپاسه أويا سانګي
دي، أوچته سانګه يي لا إله إلا الله ده، أو أدنى سانګه يي دلاري نه ګندكي لري كول دي، أو حياء هم دإيمان يوه سانګه ده.

محترمو كه چري تاسو په دي حديث كي سوچ وكړي نو په دي كي دريو شيانو ته إشاره ده دكوم نه چه إيمان جوړ شوي دي، أول كلمه ده په ژبه ويل كيګي، دويم: كندګي لري كول داپه ظاهري أندامونو كيګي، أو دريم حياء ده چه ددي تعلق دزړه سره دي.

دا يو دليل دي چه ما تاسو ته ذكر كړو، داسي په زرهاو دليلونه شته چه ددي تقاضا كوي چه إيمان مركب دي دأعمالو صالحه ونه،
ددي وجي نه نفي د إيمان چه كله وارده شوي ده، هغه په مختلفو أساليبو باندي راغلي كله دمؤمن نه إيمان نفي كيګي دا په هغه صورت كي چه إنسان يوه عظيمة ګناه اوكړي په دي سره نفي دإيمان واجب كيګي، أو كله نفي دإيمان مستحب كيګي چه كله يو إنسان يو مستحب كار پريكدي،

خو ددي شيانو په ارتكاب سره سړي نه كافر كيګي، بغير دهغه سيزونونه چه نصوصو په هغه باندي كفر إطلاق كري وي لكه سحر أو استهزاء د الله ددين پسي أو لمونځ بالكل نه كوي، أو داسي نور شيان چه دهغي تقيد په نصوصو كي راغلي وي.

رازم خپلي خبري ته، محترم حليمي صاحب چه كومه خبره كلي ده چه إيمان مفرد دي دا يوه بي بنياده أو بي دليله خبره ده، هيس كوم دليل باندي مبنى نده، پكار خو داوه چه ده هغه نصوص په ذهن كي نيولي وه كوم چه دإيمان په تركيب كي راغلي دي،

هر هغه كار چه په كولو يي نفي دإيمان واجب كيګي دهغي عمل پريخودل دإيمان نه دي، أو هر هغه كار چه په نه كولو سره يي إيمان نفي كيګي هغه كار كول دإيمان نه دي، نو بيا تاسو خپله سوچ أو كړي آيا إيمان مركب دي أو كه نه دي.

زه په دي خبري تاسو سره متفق يم چه إنسان يوه ګناه كبيره وكړي هغه دإسلام نه نه ووځي، خو په دي بايد هم متفق شو چه دهغي إيمان ناقص شو أو دالله دوعيد لاندي راغلي،

په ګناه كبيره باندي ددين نه خارجول دا د خوارجو أو معتزلوو عقيده ده، خو په دي هم پوهه شه چه په ګناه كولو سره يو چا ته دإيمان لقب وركول داد مرجئوو عقيده ده دا دواړه فريقي په باطلة دي أو حق فريقه هغه ده چه دي ددواړو ترمنځ په وسط كي پاتي شوي وي.

دا سنګه خبره ده چه يو إنسان كي 99 فيصده علامي دكفر وي أو يوه فيصده دإيمان هغه ته مؤمن لقب وركوي، دمؤمن لقب وركول مطلقا په قرآن كي هغه چاته وركول شوي دي چه يا نبيان وي أو يا چه سوك دهغو په نقش باندي روان وي الله تعالى وي: {إنما المؤمنون الذين إذا ذكر الله وجلت قلوبهم وإذا تليت عليهم آياته زادتهم إيمانا وعلى ربهم يتوكلون} داد مؤمن بعضي صفات دي.

هغه خلك چه علامي دكفر أو يادفسق پكي وي هغوي مطلقا مؤمنان نه دي بلكي ناقص الإيمان دي، لكه سنګه چه ما واضحه كړه إيمان ډيري مرتبي لري په ټولو كي أدنى مرتبي ته إنسان په هغه وخت كي رسيګي چه صرف يي كلمه ويلي وي أو مرتكب دكفر نوي، أو أعمال واجبه هم نه كوي.

كه چري مونږ په هغه قاعدي باندي عمل وكړو كومه چه أبو أسيد صاحب ذكر كړي ده، نو بيا په دي باندي ډير لوازم رازي،نه مونږ منافقينو ته كافر ويل شو ځكه هغوي كلمه په ژبه ويلي ده، أو دارنګه أبو طالب ته هم كافر نشو ويلي ځكه هغه به زړه كي رسول الله منلي وه خو په ژبه يي كلمه نه ويله،

نو په دي أساس باندي خفلي خبري ته خاتمه وركوم أو وايم إيمان مركب دي نه مفرد، أو دا دأهل سنة والجماعة عقيده ده چه أهل السلف ورته هم ويل كيګي.

حدثنا أبو بكر بن أبي داود قال : حدثنا سلمة بن شبيب قال : حدثنا عبد الرزاق قال : سمعت معمرا وسفيان الثوري ومالك بن أنس وابن جريج وسفيان بن عيينة يقولون : الإيمان قول وعمل يزيد وينقص ( الشريعة للآجري)

قال ابن عبد البر رحمه الله : " أجمع أهل الفقه والحديث على أن الإيمان قول وعمل ولا عمل إلا بنية والإيمان عندهم يزيد بالطاعة وينقص بالمعصية والطاعات كلها عندهم إيمان.


رښتینی
04.03.2009

.
.

محترمو وروڼو سلامونه اونیکی هیلی می ومنئ !

محترمو علماء کرامو ستاسو بحث ډیرپخوانی اوګومان کوم ددی بحث
ټولیزه اوعمومی پایده به هم دومره زیاته نه وی دلته نو خبره ماتریدیه
اهل حدیثو او اشعریه و ته ځی اوداتفصیلات د زړوعقائدو له فن سره
تړاو لری خو زما په اند نن موږ نویو بحثونو ته اړتیا لرو نن داستشراق
او ختیځپوهنی له خوا په اسلام مختلفی نیوکی کیږی دهغوی له پاره
مقنع او ساینټیفک ځوابونوته اړتیا لیدل کیږی چی له دا ډول ځوابونو
پرته هغوی په نقلیاتو او دزړو عقائدو په فلسفه لړلیو ځوابونه
نشی قانع کیدلی

بناء له تاسو نه زما احترامانه هیله ده چی دوخت پوښتنی ډیری اوژوری دی
او ځوابونه موندل یی ډیر زیار اوخواریو ته اړتیا لری که هغه لورته ځیر سو
دابه مو په خپل وخت کی اسلام ته واقعی خدمت اوپه ځای چوپړ وی

اوستاسو په بحث کی خو خبره مذهبی اختلافاتو ته رسیږی اویا به په
سلفیت او دیوبند باندی راڅرخی او منم چی داډول اختلافونه به دخواصو
علمی نیشه اشباع کړای شی خوخالی الذهنه خلکوته دګټی په ځای
تاوان رسوی

ستاسو دبحث داخلالولو بی ادبی به می کړی وی خودی کارته ستاسو
لویوحوصولواوپه کشرانو دشفقت لورینی زړور کړم اوموخه می داده
چی دبحث مخه دوخت اړتیاو ته متوجه شی

په مینه



ع کريم حليمي
05.03.2009

موږته منلې او مکرم حامد صاحب ،وعليکم السلام ورحمه الله وبرکاته !
هيڅ طرف ته ئې نه بيايوي ، مفيد او ښه بحث کوو ،غواړو چه 
له مکرم کابل جان نه نوي زده ګړم ، تاسو ته اطمنان درکوم چه :
مجلس او بحث به ډېر ښه مخته بيايو ، ولي چه د بحث ملګري هريو 
 ابو اسيد ، کابل جان  ،مکرم او پوهان ځوانان دي ، دپوهانو له بحث 
هيڅ شئ نه راوځي بېله خير 

ته وا دوئ (خالی الذهنه )به ئې لولي  :lol:
-----------
بسم الله الرحمن الرحيم:
مکرم کابل جان صاحب ، السلام عليکم !!!
وروره ! موږ له تاسو پښتني کړي تاسو جواب ندي ويلی ، نه پوهېږو چه ولي !!
[quote:fff7591abb]زمونګ مشائخ نه بلكه كتاب أو سنت يي مركب كڼي، إيمان مركب دي دريو سيزونونه أول په ژبه وينا، أو بيا په زړه باندي تصديق كول أو بيا عمل ظاهري كول. [/quote:fff7591abb]
[quote:fff7591abb]محترم حليمي صاحب چه كومه خبره كلي ده چه إيمان مفرد دي دا يوه بي بنياده أو بي دليله خبره ده، هيس كوم دليل باندي مبنى نده، پكار خو داوه چه ده هغه نصوص په ذهن كي نيولي وه كوم چه دإيمان په تركيب كي راغلي دي، [/quote:fff7591abb]

نه ! داسي مه وايه چه :بلكه كتاب أو سنت يي مركب كڼي،
داسي ووايه ، تاسو او ستاسو استادان داسي اخسته ترې کوي چه :ايمان مرکب
دی 
اول بايد تاسو مرکب او مفرد تعريف کړي ، او ورسته به ئې بيا  ستاسو
له دلائلو سره پرتله کوو چه سر سره خوري که يا 

او د دې حديث شريف  - حَدَّثَنَا هِشَامُ بْنُ عَمَّارٍ، حَدَّثَنَا الْوَلِيدُ بْنُ مُسْلِمٍ، حَدَّثَنَا أَبُو عَمْرٍو، حَدَّثَنَا قَتَادَةُ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ ‏"‏ إِنَّ بَنِي إِسْرَائِيلَ افْتَرَقَتْ عَلَى إِحْدَى وَسَبْعِينَ فِرْقَةً وَإِنَّ أُمَّتِي سَتَفْتَرِقُ عَلَى ثِنْتَيْنِ وَسَبْعِينَ فِرْقَةً كُلُّهَا فِي النَّارِ إِلاَّ وَاحِدَةً وَهِيَ الْجَمَاعَةُ "‏ ‏.‏
په باب هم يوه پښتنه لرم ، دابه ورسته درنه وکړم 

درنښت


رښتینی
06.03.2009

.
درنو وروڼو او جناب حلیمی صیب

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

څه موده مخکی دعربی مشهور تلویزیون الجزیره په خپل یوه پروګرام
(الاتجاه المعاکس)کی دامریکا له لاس انجلاس ایالت نه له یوی عربی
ډاکټری وفاء سلطان سره خبری لرلی خبری په صراع الحضارات یا
دتهذیبونوپه ټکر روانی وی نوموړی ډاکټری په دی اړه وویل چی دا
ټکر مسلمانانو پیل کړی دی دالجزیری ویاند وپوښتله چی دتهذیبونو
تیوری خو سمویل هنګټګټون (Samuel Phillips Huntington )
وړاندی کړی ده داخو کوم مسلمان مشر نده وړاندی کړی دی وویل نه
داسی نده دا تیوری له هغی ورځی راپیل شوی ده چی دمسلمانانو پیغمبر
ویلی دی چی : امرت ان اقاتل الناس حتی یقولوا لااله الا الله .....

تاسو ددی ډاکټری خبری په یوتوب کی اوریدلی شی ددی نوم خو دیوی
مسلمانی میرمنی ده خو دامسلمانه نده ځکه دی په خپله په دی خبرو کی
ویلی چچی زه نه یهودی یم نه مسلمانه نه او نه..... بلکی دی ویل زه یوه
علمانی یم یعنی سیکولریسته او ازادخیاله (دسباون صیب له مخی
دی حیا وی !)

دنقل کفر کفر نیست په اساس می تاسو ته دوفاء سلطان خبری ولیکلی
مطلب می داده چی نن سبا داپوښتنی ځواب غواړی الایمان یزید وینقص
الایمان مفرد اما مرکب اوداسی نور موضوعات به په خپل ځای کی
مهم وی خو داحقیقت ده چی دوخت غوښتنی نوری دی ...

په مینه

.


و.افغان
06.03.2009

دبحث ټولو درنو ګډونوالو ته سلامونه او نیکی هیلی
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
درنو وروڼو !
دیوه بحث يا يوی مسئلې اهميت دهغه بحث په اثر پوری اړه لري.
نو ښاغلی کابل جان ورور دی دا واضحه کړي چي دالایمان یزيد وينقص - العمل من الایمان
دعقیدی په شتون او نه شتون باندی کوم آثار مرتب کیږي، چې دغی قضيي ته اهميت وربخښي، او که خلاف په دی مسئله کی لکه ځينی خلک چی وايي لفظي دی.؟؟
بل اوريدلي می دي، چې جمهور دعلماوو په دی عقيده دي، چې تارک دلمانځه کافر نه دی.
او دا می هم اوريدلی چې دلمانځه دپريښودونکی نه کافر، له دی سره کوم تضاد نه لري چې
عمل دی دايمان یوه برخه نه و ي، لکه څرنګه چی دایمان دزیادت او نقصان سره هم کوم
تضاد نه لري.

هيله کوم چې ښاغلی محترم کابل جان په هلکه رڼا واچوي.
په درنښت


Ghairat
06.03.2009

ددین درنو عالمانو السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !

د حامد صیب اند ګور پر ځای دی، ددین خدمت دحل شویو زړو سکالوګانو او د هغوی د حل نه مخکې اختلافات راسپړل نه، بلکې هغه هلې ځلې شنډول او ځوابول دي چې د دین د دوښمنانو له خوا رامنځته کیږي ، په اصطلاح یو لړ تیوریکي او تبلیغاتي متنونه او محتویات دي چې د اسلام پر ضد خپریږي ۰

مفرد اومرکب :
زه ددین عالمنه یم،خو دومره پوهیږمچې دین په ماشومانواولیونو فرض شوی نه دی، یعنې د عقل اومنطق سره تړاو لري، نو راځئ چې دلته هم ترې لږکار واخلو:

په دې خو هر څوک پوهیږي چې د ایمان کیفیت د یوې رڼا اونور په څیر دی، چې د نور زرې ډیرې شي رڼا په کمي توګه ډیریږي له شمعې څخه د برق او له برق څخه د لمر رڼا ته رسیږي،خوکیفیت یې یو او ثابت کیفیت دی، د ایمان کیفیت د لا اله الا الله محمد الرسو ل الله په منلو او عقید ې سره رامنځته کیږي اونور ټول عبادات د همدغه ایمان لږ یا ډیر کمّي ضریبونه دي ،څو د ژوند ټول ډګر د ایماني رڼا لاندې راولي ،خوکه نور نېک عملونه ورسره نه وي، درڼا په کیفیت کې څه بدلون نه راځي، بلکې صرف را محدوده کیږي او محدوده پاتې کیږي یعنې بیا د ژوند ،دنیا او آخرت ډیرې برخې نه رڼا کوي، یا په بل عبارت د یوې سپرغۍ یا ډیوې د رڼا په محدوه کې پاتې کیږي چې صرف د کفر دتیارې له غلبې څخه پرې مؤمن بچ پاتې کیږي ، خو د بشپړ ایمان رڼا ته یې چې د ورځې یا لمر د رڼا په څیر ده پراختیا نه ده موندلې ۰
دا حقیقت کابل جان صیب په خپلومٍالونو ثابت کړی هم دی، هغه څوک چې صرف له لارې څخه ګندګي لیرې کوي دایمان د زیاتیدو صرف یو وړوکی ضریب لري، خوآیمان باید مخکې ولري چې دغه عمل یې د ثواب سبب وګرځي، که کافر وي
یواځې د لارې ګندګي نه چې دکابل ټولې ټټۍ هم د خلکو په خدمت کې پاکې کړي،
په صفر شوي ایمان کې یې ضربیدل بیا هم صفر دي !
برعکس چه د لمانځه او دنورو دیني ارکانو سترو ضریبونه لکه زکواة،حج، روزې، حج ، او اسلامي تقوا هم ولري،نو بیا یې د ایمان د بشپړتیا کچه هم همغومره لویه او لوړه ده!
نو ایمان زیاتیدای اوکمېدای شي یعنې په کمّي توګه بشپړېدای اونیمګړی کېدای شي خو ترکیبیدای اوتجزیه کیدای نشي ۰
مونږته دې خدای توفیق راکړي چې ددغه ځلانده لمر زرې په خپل زړه ، قول اوعمل کې لا زیاتې کړو څوایمان مو بشپړ شي ، اود ایمان له تجزیې څخه دې چې د ایمان له منځه تلل اوکفر دي لوی الله سبحانه وتعالی مونږ او تاسې وساتي، امین ثم امین !


ابومحمدحنفي
07.03.2009

[quote:0f4d3eef24="Ghairat"]ددین درنو عالمانو السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !

نو ایمان زیاتیدای اوکمېدای شي یعنې په کمّي توګه بشپړېدای اونیمګړی کېدای شي خو ترکیبیدای اوتجزیه کیدای نشي ۰
مونږته دې خدای توفیق راکړي چې ددغه ځلانده لمر زرې په خپل زړه ، قول اوعمل کې لا زیاتې کړو څوایمان مو بشپړ شي ، اود ایمان له تجزیې څخه دې چې د ایمان له منځه تلل اوکفر دي لوی الله سبحانه وتعالی مونږ او تاسې وساتي، امین ثم امین ![/quote:0f4d3eef24]

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته

مسئله په زيادت او نقص دايمان کي
نو د اهل السنة والجماعة دا عقيده ده
وايمان اهل السماء والارض لا يزيد ولا ينقص من جهة المؤمن به ويزيد وينقص من جهة اليقين والتصديق يعني ان ايمان الملائکة وايمان الانس والجن لا يزيد ولا ينقص في الدنيا والاخرة لان من قال امنت بالله وبما جاء به النبي صلي الله عليه وسلم من عند الله وامنت بارلسول الله صلي الله عليه وسلم وبما جاء من عند رسول الله صلي الله عليه وسلم فقد امن بجميع ما يجب الايمان به فهو مؤ من ومن امن ببعض ما يجب الايمان به بان
امن بالله وملائکته وکتبه ورسوله ولم يؤمن باليوم الاخر فهو کافر بالله وبرسوله ومن امن بالله ورسوله ولم يؤمن بغيرهما فهو کافر ايضا بالله وبرسوله فلافرق بين من يؤمن ببعض المؤمن به وبين من يکفر بکل المؤمن به في کونهما کافرين حقا................کذا ذکر علامه ابو المنتهي
والمؤمنون مستوون في الايمان بحسب المؤمن به
ننبيه هام
ان قول اما م اعظم رحمه بان الايمان لا يزيد ولا ينقص . وذالک بعد انتقال النبي صلي الله عليه وسلممن دار الدنيا الي دار الاخرة وبعد انقطاع الوحي بانتقاله صلي الله عليه وسلم واما ماقبله فکان تزايد مؤمن به يو ما فيو ما کما هو الظاهر

خلاصه

ايمان د اهل السماء لکه فرشتي او دزمکي لکه پيران انسانان

نه زياتيږي او نه کميږي لطرفه ده هغه څه چه تا په ايمان راوړي او زياتيږي کميږي

له طرفه ده تصديق او يقين نه

نو دالته دوه څيزونه دي ١ مؤمن به مؤمن به هغه څه ته واي چه
په کوم څيز مونږ ايمان راوړو لکه مونږه ايمان راوړي په الله
او په هغه څه چه له الله جل جلاله له خوا راغلي
او مونږه ايمان راوړي په نبي صلي الله عليه وسلم
او په هغه څه چه له نبي صلي الله عليه وسلم لطرفه راغلي

نو په ديکښي کمي او زياتي نه دازي

او ٢ دالته تصديق او يقين دے
نو په ايمان کښي زياتي او کمي رازي له جهته ده تصديق او يقين

داعقيده ده اهل السنة والجماعة ده



ع کريم حليمي
07.03.2009

درنو او مکرمو وړونو ، ابو اسيد صاحب ،غيرت صاحب ، کابل جان صاحب 
حامد صاحب ، السلام عليکم ورحمه الله و برکاته !
[quote:3cff54337d]نو ایمان زیاتیدای اوکمېدای شي یعنې په کمّي توګه بشپړېدای
اونیمګړی کېدای شي خو ترکیبیدای اوتجزیه کیدای نشي ۰ [/quote:3cff54337d]
هو ! بيله شکه چه ايمان نه تجزيه کيږي ، ايمان يوه معنا ده ، معنا به يا غلطه 
وي او يا صحيح ، د ترکيب او د تجريې کيفت په کښي نسته ، او کمکېدای او 
زياتوب هم نه پکښي راځي الا خو قوي او ضعيف کېدای سي  

ايمان يو باور دي د وحدانيت ، او په دي باور کښي د څلورو کتابونو خلک 
يو ايمان لري ، خوکله چه سرادر  باندي وحي راغلي ، کومو يهودو نصارا 
وو چه قوي ايمنانونه درلوده ، هغو د لا اله الله سره محمد رسول الله 
او د تشهد کلمه هم وويل ، نو مؤمنان سوه ، هغو چه محمد رسول الله رد کړی 
نو په ايمان کښي ئې نقص پيدا سو ، او هغو چه سردار عالم ومنلي 
نو قوي ايمان ئې له نقص څه خلاص سو او او تکمل ئې هم کړئ 

من قال امنت بالله وبما جاء به النبي صلي الله عليه وسلم من عند الله و امنت بالرسول الله صلي الله عليه وسلم وبما جاء من عند رسول الله صلي الله عليه وسلم ........

او نو وايو چه د ايمان قوت له کومه کيږي ؟؟ کله چه يقين پيدا کيږي او کلکيږي 
ايمان قوت پيدا کوي ، ښه مثال ئې ابراهيم عليه السلام دي چه له رب نه ئې 
د ژوندي کېدو پوښتنه وکړه ، نو سبحان تعالی ورته و فرمايل  چه : "فخذ أربعة من الطير٠٠٠٠٠٠ "    په دې کښي مقصود داوو چه مطمئن سي ، او يقيني سي 
 کله چه خبري يقيني سي ، ايمان قوي سي ، دا منعی نه ! چه ايمان زيات سوو 
ايمان له ځانه نور لري نور نه زياتيږي ، بلکه قوي کيږي او ضعيفه کيږي 

 بعضي فقها وايي  ،   من أصول السنة التي بينها الإمام وقررها الإيمان بالميزان يوم القيامة كما جاء يوزن العبد يوم القيامة فلا يزن جناح بعوضة، وتوزن أعمال العباد كما جاء في الأثر، والإيمان به والتصديق به والإعراض عمن رد ذلك وترك مجادلته، فمن عقيدة أهل السنة والجماعة الإيمان بالميزان، وأن الأعمال توزن والأشخاص يوزنون، فالإيمان بالميزان من عقيدة أهل السنة والجماعة وأنه ميزان حسي.
ايمان نه تلل کيږي
ښکاره خبره ده چه د بندګانو اعمال تلل کيږي ، ايمان نه تلل کيږي 
ولي چه ايمان تر سوال لاندي نه راځي ، يائې لري يائې نه لري ، کوم شخص 
چه ايمان نه لري ، د هغه سره حساب هم نسته ، کوم خلک چه د تکمل ايمان 
خاوندان وي او عمل الصالحات ئې ډير کم وي او يا مفلس سي 

نو هغه د تکمل ايمان په سبب لايق د شفاعت ګرځي ، کوم چه په ديث کي راغلي 
چه '‏ إِنَّ بَنِي إِسْرَائِيلَ افْتَرَقَتْ عَلَى إِحْدَى وَسَبْعِينَ فِرْقَةً وَإِنَّ أُمَّتِي سَتَفْتَرِقُ عَلَى ثِنْتَيْنِ وَسَبْعِينَ فِرْقَةً كُلُّهَا فِي النَّارِ إِلاَّ وَاحِدَةً وَهِيَ الْجَمَاعَةُ ‏'‏ ‏.‏
يعني يوه ډله خلک جنت ته بيله شفاعت او حسابه جنت ته ځي ، نور خامخا د 
دوزخ اور څکي ، د څکلو ورسته هم د سردار عالم په شفاعت 
له دوزخ نه را ايستل کيږي ، 

ايمان له سړي څخه جلا کيږي ، خو ناقيص کېداي نه سي 
څوک چه د زنا کولو په حالت کښي وي ، ايمان ترې جلا سي ، لکه سايوان 
پر سر ئې ولاړ وي ، 
 نو ډېر ښه ئې ويلي چه اعمال تلل کيږي ، نو که ايمان دوه يا دري يا څلور 
جزه وای نو ايمان هم تلل کيږي 

هو ! په حديث کښي راغلي چه ; 'الإيمان بضع وستون أو بضع وسبعون شعبة أعلاها قول لا إله إلا الله وأدناها إماطة الأذى عن الطريق والحياء شعبة من الإيمان'
صحيح خبره ده ، ايمان ډېري شعبې لري ، خو د شعبو په کمېدو يا پرېښوولو 
ايمان لمنځه نځي ، هو شعبې ئې درجې لري ، ايمان ځان ته دايره لري 
او په دايره کښي شعبې لري ، هو منکره  يوې شعبې نو بياکافر وي ، په ترک سره 
ګنهاهګار دی ، 

 درنښت 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=blue:3cff54337d]إِلاَّ وَاحِدَةً وَهِيَ الْجَمَاعَةُ ‏'‏ ‏.[/color:3cff54337d]‏ که مکرم اومعظم مولینا صاحب ګرانو لوستونکوته دغه برخه وژباړي اوتشریح یې کړي ګټه به یې خورا ډیره وي


Ghairat
12.03.2009

له مولینا صیب څخه ډیره مننه چې چې منلسب لفظونه اوکلمات یې یې ورته وموندل۰ په نیکوکارونود دایمان له زیاتیدلوڅخه زما مطلب هم د ایمان قوي کیدل و، خو د ایمان زیاتوالی اوکموالی کمي پوهیزي دي اود سړي د تیروتنې سبب ګرځي چې ګوندې د ایمان قوت به یوکمی مفهوم وي،خو داسې نه ده او د مولینا صیب خبره تاییدوم چې:
د ایمان قوت او ضعف د ایمان د کیفیت پیاوړتیا او نۀ پبیاوړتیا ده،خود ترکیب اومرکبوالی یا ساده توب او فردیت پورې هیڅ تړاونه لري ! یعنې ایمان مفرد دی او په نیکوکارونو اوعباداتو یې کیفیت پیاوړی کیږي اوکه بد کارونه څوک وکړی ایمان یې ضعیف او پیاوړتیا یې په شا ځي خوهیڅکله نه ترکبیږي اونه تجزیه کیږي، په کفر سره له منځه ځي،خو په څو اجزاو تجزیه کیږي نه !


هیښ
24.03.2009

درنو اومحترمو علمایې کرامو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دادب اواحترام په وړاندې کولو او دبښنې په غوښتلوسره ستاسو دخواصو دبحث نه ماته او ښائي ټولو عوامو ته داتشویش پیدا شو چې:
اوس موږ همغه اولينۍ او پخوانئ کلمه طیبه (لااله الاالله محمدرسول الله)
او
که دانوې كلمه (لا اله حق الا الله محمدرسول الله)
ووایو .
اوس وخت داسې راغلئ چه عوام هم کله ناکله دخواصو دمجلس خونې ته سر ورښکاره کولائ شي ،خوپه ټولو خبرو ئې سر نه خلاصیږي اوستاسو دلارښونې اولورينې په مرسته به زموږ دښوئيدلو او لويدلو مخه ونيول شي .

مننه


Ghairat
05.04.2009

زما په اند او عقیده دواړو د الوهیت شتون د هغه د حق والي تعریف او ثبوت هم دی او[color=blue:f96e4b75a7] اِلاَّ اللَّهُ [/color:f96e4b75a7]ته یې منسوبول د شرک مخه نیسي ، نو د [color=white:f96e4b75a7]الا الله [/color:f96e4b75a7]سره له [color=blue:f96e4b75a7]اله[/color:f96e4b75a7] څخه وروسته بیا د حق تکرارولو ته هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي،خوکه څوک ‌ کمالی او جملالي اسما الحسنی د ذکر له پاره د ذاتي نوم الله سره زیاتوي دغسې پرې حق هم زیاتولی شي لکه په دې قرانی عبارت کې :
[color=white:f96e4b75a7]لاَ اِلَه الاالله ُالمَلِک ُالحق ُالمبین[/color:f96e4b75a7]

[color=red:f96e4b75a7]یادونه : [/color:f96e4b75a7] [color=blue:f96e4b75a7]باطل خدای نشته، باطله یواځې د خدایۍ ادعا ده چې له الله پرته د هرشي په اړه وشي ! د الُهویت سره وحدانیت لاینفک تړلی دی، او دواړه په الله سبحانه وتعالی پورې تړلی ، محدود او په هغه ذات (ج )تمام دی ![/color:f96e4b75a7]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more