نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
و.افغان
10.02.2009
[quote:7ae373cf1a]
خو دا چې ولې پاتې راغلي یو دا مسوولیت د ای-اس-ای او بهرنیو کړیو نه دی بلکه زما، ستا او نورو لوستو او یا په اصطلاح روڼ اندیو خلکو دی چې د ملت ارادو ته مو احترام ندی کړی، د شهیدانو وینو ته پابند نه یو پاتې، ملي ګټو ته مو پر شخصي ګټو ترجیح نده ورکړې او د همدغو سازماني کړیو سره د معاملې لومړي او وروستي خلک پاتې شوي یو.
[/quote:7ae373cf1a]
ګران عادل صاحب:
خبرې مو پر ځاي دي، خو مونږ افغانان اوسمهال داسې تيکه تيکه يو، چې ځمونږ روڼ اندي، پوه، او هوښيار خلک، دخپلې طبيعي ويرې له وجهې غږ نه شي کولاي، ځکه که غږ وکړي، وژل کیږي، دشهيد داد الله په اړه درته ووايم، چې نسبتا يو فکري، او عملي استقلال يي لره، په جګړې او قيادت کې دخپل خوښې په پروګرام چليده، سره له دی چې يو کلک طالب وو، دامريکا او د افغانستان دحکومت په ضد جنګيده، په ډیرو لوړو معنويات سمبال جنګيالي يي جګړې ته تيارول، خو آخر څه وشول؟
چا وواژه؟؟
ټول کوټه وال په يوه خوله وايي،چې هغه دډيورنډ کرښې څخه ديخواته دآي اس آي له خوا تصفيه شو، او بیا يي ورته مړې په امريکا خرڅ کړ.
داسې به فرض کړو، چې طالبانو په اسلامي روحيي سره دجګړې په نتيجه کې امریکایان د هندوکش په سويل کې وتلوته اړ کړل ، نو ددې به څوک ضمانت وکړي، چې دشمال خلک به دواحد افغانستان دپاتې کيدو او دتجزيي دمخنيوي لپاره په شمال کې هم خپل اسلامي او افغاني اخلاص څرګند کړي، دامريکايانو په ضد به پاڅون او جګړې پيل کړي؟؟، آیا دا ممکنه نه ده، چې له سويل څخه دوتلو وروسته به امريکا د شمالي ټلوالې مشري پیل کړي، ايرانیانو او خراسانیانو ورته له اوس نه هر څه تيار کړي دي، او د هیواد په ویش به تمام شي، کوم ویش چې روسانو غوښته خوویې نشوکړای ، امریکایان به یې په ډیره آسانۍ سره تر سره کړي او شمالي اتلاف به هلته د ناتو اوامریکا له پوځي شتون څخه داسې ګټه پورته کړي چې د پښتنو په وړاندې به یو ډیر غښتلی دولت رامنځته کړي ، چې له یوې خوا د تاجکستان ، ازبکستان او له بلې خوا د ایران ملاتړ به هم ورسره وي.
نو دافغان ملت له مشوري او شامیلدو پرته وسلوال مقاومت به یواځې او يواځې دافغانستان په تجزيي تمام شي، افغان طالبانو ته پکار دي، چې دا ټکې خپلو ذهنونو
کې ضرور ونيسي، او دوطن دملتپالو سياستوالو سره همغږي پیل کړي، چې په ګډه ددې
کشالې يو څه حل راوباسي.
په درنښت
pattang
10.02.2009
وروڼو سلامونه!
دتاجکو،اوزبکو، اوهزارګانو مشران په اوسني جنګي حالت کې خپلې ګټې
ويني او خپل اولسونه يې هم ورپسې ولاړ دي ،هغوی افغانستا ن ددې
لپاره غواړي چې خپلې اقتصادي او کلتوري ګټې يې پکشې وي٠
دا خلک کوم واحد کودکس (لکه پښتونولي نلري ) هرې خواته ککيږي اوډېر
ژر پردې کلتور ته تسليميږي٠ هغوی په سوله کې خپل زيان بولي٠
دعادل صيب خبرې هلته دعمل جنبه نلري چې ټولو اوسېدونکو افغانستان
خپل ټاټوبی بللی٠ يوازېنۍ چاره جنګ ده بله لاره نلري او يوه ملي ديکتاتوري
ملي هويت ورته ورکولی شي او له خپلو غدارو مشرانو څخه يې بېلولی شي٠
Sangar Watan
10.02.2009
ښاغلي عادل داسې ليکلي :
[quote:e17b19a890]
3( سرتاسري اوربند د وشي، د اوربند څارنه دې د اسلامي کنفرانس غړي هيوادونه او د هغوی سوله ساتي ځواکونه وکړي )بغير د ګاونډيو هيوادونو[/quote:e17b19a890]
اسلامي کنفرانش شو دامريکی او انګليس نوکر اودهغو دمنافعو مدافع٠
تر اسلامي کنفرنس نه همدا موجوده "غير اسلامي کنفرانس" واضحتر ښکاري
داځکه چه کفريت ئی معلوم او خلک داسلام په نامه پری نه تير وزی٠
واضح خبره ده چه امريکايان به ديو څو محدودو اسلامي ناپيلو هيوادوپوځ
په افغانستان کی ونه مني٠مګرکه ديوی خوا نظامي فشار پري مخ په زياتیدو وی،اوله بلی خوا اروپايان
ورسره مرسته زياته نکړی،اوهم دنړۍ عامه اذهان ددوي په ګټه نوي،نو
امريکايان به ونه غواړي چه يو بل ويتنام ځانته جوړ کړی٠
ډيره مهمه او حياتي خبره داده چه موږ افغانان ديو ستر هدف د لاس ته راوړو
يعني دوطن دازادۍاود يوه اسلامي،ملي او دموکراتيک نظام دجوړولو په خاطر
بايد په تاکتيکي او موقت ډول خپل نو اختلافات يوی خواته پريږدو٠
ددی ستر هدف لپاره پخپله "فرضي جبهۀ" کی هر هغه سړي ومنلئ شو چه موږ
سره پدی لاره کی تکل کوی٠
عادل عادل
11.02.2009
محترم ساپي صیب او د بحث ګډونوالو او ټولو لوستونکو ته
سلامونه و رحمت الله و برکاته
ساپي وروره
تاسو به تر مانه هم په دې خبره ډیریقین لرئ چې مقاومت ډیره یو مقدسه کلمه ده.
مقاومت لکه څنګه چې ماضي کې هم ثابته ده هیڅ وخت د تجزیې سبب نه شي کیدای، دا منم چې دښمن به خپلې ټولې حربې په کار اچوي، زه ډیر کله داسې هیره لرم چې اشغالګر په تدریجي توګه دختیځو، جنوبي او جنوب لویدځو ولایتونو او منطقو څخه د روان مقامت په وړاندې پښې سپکې کړي او په شمالي ولایتونو کې کلک او ددوی په عقیده نه ماتیدونکي سنګرونه ونیسي، په ازادو منطقو کې د بمبارئ ، یرغل او وحشت نه لاس په سر شي او که چیرې مقاومت شمالي ولایتونو کې ددوی په تعقیب لاس پورې کړي نو بیا به د خپل اعظمي وحشت نه کار اخلي او د یادو شوو سنګرونو په اوږدو کې به په مجاهدینو بې رحمه ګوزارونه کوي چې ددغې لړی ادامه د هیواد د تجزیې مانا ورکولئ شي.
خو لکه څنګه چې پتنګ ورور لیکلي دي، د هغه د نظر خلاف مونږ نبایده چې د شمالي ولایتونو په ولسونو بې باوره شو، هغوی مسلمانان دي، په لنډمهال کې د خپلو جعلي او د ګوتو په شمیر مجرمو او بچه هرکسو مشرانو د تبلیغاتو په دام کې راګیر دي، ډیره نژدې ده چې د صبر کاسه یې لبریزه شي او د روان وحشي اشغال په وړاندې د الله اوامرو ته لبیک ووایي.
ز مونږ د بې باورئ د اسبابو نه یو هم زمونږ په منځ کې د هغو پښتنو تبلیغات دي چې د اشغالګرو په لمن کې لویدلي، څیرل او ګنډل یې د صفر سره برابر دي خو د پښتو او پښتونستان نارې سورې وهي او د افغانستان لږکي غیر پښتنو قومونو ته د کرکې او نفرت په سترګه ګوري، مونږ او هغوی د یو بل سره د دښمنئ شدت ته هڅوي، خو پخپله ددین او پښتو تر څنګ نه دي تیر .
مونږ ته پکار ده چې د عالي ظرفیت او زغم په خپلولو سره د روانو حالاتو سره برخورد وکړو، پرې نږدو چې زمونږ د توپیرونو نه پردي ګټه اوچته کړي، د بدیل پر ځای د موجوده دخیل او مطرح طرف په اصلاح او لا ښه توب کې مټې راونغاړو.
مونږ یو باتدبیره افغان ، حکیم، دیکتاتور، اصیل پښتون خو په ورته وخت کې کلک مسلمان زعامت ته اړتیا لرو چې زمونږ ټولو ناخوالو ته ځواب وویلئ شي.
د یو موټي ازاد، ودان او خپلواکه افغانستان په هیله
نور بیا .....
عبدالله صابر
11.02.2009
محترم وهاج صاحب
دادالله isi شهيد کړ ؟
چي ډاکټرنجيب isi مړکړ ، ملابورجان isi مړکړ ،حکيم تنڼيوال isi مړکړ ، ملارباني
isi مړکړ او دادی اوس وايی چي دادالله هم isi شهيدکړو ٠
دحيرانتيا ځای دادی چي دا isi کوم ډول مخلوق دی ، دوی انسانان دي که پيريان او
يا ياجوج اوماجوج دي که بل کوم عجيبه مخلوق چي داشخاص وژل له دوی پرته
ناممکن کوي ، بيا د دادالله په وژلوسره isi چپ ولي شي ؟ دوی خوله امريکايانوسره
په ښکاره دطالبانوخلاف لومړي کرښه کښ دي او دادالله وژل به دامريکا لپاره دisi
يولويه تحفه وي او isi به په فخرسره امريکاته وايی چي دادالله مي درته ووژه ٠
داټول دisi په ګټه تبليغات دي اودisi لپاره په خلکوددي لپاره خپريږي چي خپل دو
ښمنان له دي لارې وويره وي اوهغوی ته دا پيغام ورکړي چي د isi سره دوښمني به
دمرګ په بيه درته تماميږي ،isi دومره هم نه ده څومره چي دکرزي ادارې ورڅخه لويه
بلا جوړه کړي ده ٠
والسلام
و.افغان
11.02.2009
[quote:df3e05c695="عبدالله صابر"]محترم وهاج صاحب
دادالله isi شهيد کړ ؟
چي ډاکټرنجيب isi مړکړ ، ملابورجان isi مړکړ ،حکيم تنڼيوال isi مړکړ ، ملارباني
isi مړکړ او دادی اوس وايی چي دادالله هم isi شهيدکړو ٠
دحيرانتيا ځای دادی چي دا isi کوم ډول مخلوق دی ، دوی انسانان دي که پيريان او
يا ياجوج اوماجوج دي که بل کوم عجيبه مخلوق چي داشخاص وژل له دوی پرته
ناممکن کوي ، بيا د دادالله په وژلوسره isi چپ ولي شي ؟ دوی خوله امريکايانوسره
په ښکاره دطالبانوخلاف لومړي کرښه کښ دي او دادالله وژل به دامريکا لپاره دisi
يولويه تحفه وي او isi به په فخرسره امريکاته وايی چي دادالله مي درته ووژه ٠
داټول دisi په ګټه تبليغات دي اودisi لپاره په خلکوددي لپاره خپريږي چي خپل دو
ښمنان له دي لارې وويره وي اوهغوی ته دا پيغام ورکړي چي د isi سره دوښمني به
دمرګ په بيه درته تماميږي ،isi دومره هم نه ده څومره چي دکرزي ادارې ورڅخه لويه
بلا جوړه کړي ده ٠
والسلام[/quote:df3e05c695]
ګران او دروند ورور صابر صاحب:
نه غواړم چې بحث بلې خوا ته لاړ شي، خو دومره درته ويلي شم،
چې دپنجابیانو سياسي ځيرکتيا او انتفاعي خاصيت په برکت په هغوي پسې
داسې زورور باروت ورپسې کړي، چې هغه باروت يي هر هدف ته ډیر ژر رسوي،
لکه توغندي پسې چې باروت زورور وي، نو ډير له لیرې لیرې واټنونو وهلو وروسته
خپل هدف ویشتلې شي، دا چې دا باروت دچا دي؟ نو نور پسې آخوا نه ځم.
خو دغه ځیرکتيا مونږ افغانانو کې نشته،
ایران چې زمونږ ازلي دښمن دی،او هيڅ روغه ورسره ممکنه نه وينم، اونن سبا
ټول عربي ملکونه چې غني ملکونه هم په کې شامل دي، دايران له ويرې لړزيږي، ځکه
چې دايران په ضد شرقي او غربي جبهې دواړو سقوط وکړ، نو که چیرته مونږ وغواړو چې شرقي جبهه راژوندۍ کړو، او مستقیما له دغو ويريدلو سره خپله اړيکې ټينګې کړو، په حالاتو يي وپوهوو، نو مونږ سره ډیر کومک کولاي شي، چې ددواړو په خیر تمامیږي.
خو أفسوس چې تر اوسه مونږ ځان ددی جوګه نه کړ، ځمونږ خپلې معاملې ځمونږ په غیاب کې ځمونږ
په سر آي اس آي کوي.
تاسو کوټه وال وپوښتۍ، ټول يي په يوه خوله وايي، چې داد الله چا شهيد کړ، داد الله
دامريکې دګټې لپاره نه، بلکه ددې لپاره ووژل شو، چې يو استقلالې شخصيت وو، آینده
کې خطر جوړیدلې شو.
خو دمرګ څخه وروسته يي جسد هم ډیر قيمتې وو، ځکه يي ورته جسد په امريکايانو
وپلورو، او دا خو څه بعيده خبره نه ده، هغه څوک چې خپله ژوندۍ مور او خور دپنځه زره
ډالرو په قيمت په امريکایانو خرڅوي، نو ته څه وايي چې دداد الله مړې به نه خرڅوي؟؟
دا هغه چټل انتفاعي خلک کې دي، چې بل چټل ددنيا پر مخ له دوي څخه نه وي.
په درنښت
میوند ننګیال
12.02.2009
سلامونه !
پوښتنه داده چه د داد الله سره دچا مرسته وه ٠
Lotfollah
12.02.2009
ګرانو دوستانو څوک دا صلاحیت لری چې ادعا وکړی چې پلانکئ شهید شو ؟
ملا دادالله د تنکيو مصوموهلکانوپر ځان بمونه تړل او هغو ته دجنت وعدې ورکولې چې ځانونه والوځاوي، نو آیا دا مجاز دﺉ داسې قاتلانو ته د شهید لقب ورکړوو؟ دا لاندې ویدیو ته ځیر شئ؛
http://www.youtube.com/watch?v=YK8NF6u28is&feature=related
آیا کیدﺉ نشی چې د دغو معصوموماشومانو د میندو دعاوې د پاک الله په دربار کې قبولې شوې وي او ملا دادالله یې د خپلو اعمالو په جزا ورساوه؟ الغیب عندالله
والسلام
wazirafghan
12.02.2009
[quote:56439a62d7="Lotfollah"]ګرانو دوستانو څوک دا صلاحیت لری چې ادعا وکړی چې پلانکئ شهید شو ؟
ملا دادالله د تنکيو مصوموهلکانوپر ځان بمونه تړل او هغو ته دجنت وعدې ورکولې چې ځانونه والوځاوي، نو آیا دا مجاز دﺉ داسې قاتلانو ته د شهید لقب ورکړوو؟ دا لاندې ویدیو ته ځیر شئ؛
http://www.youtube.com/watch?v=YK8NF6u28is&feature=related
آیا کیدﺉ نشی چې د دغو معصوموماشومانو د میندو دعاوې د پاک الله په دربار کې قبولې شوې وي او ملا دادالله یې د خپلو اعمالو په جزا ورساوه؟ الغیب عندالله
والسلام[/quote:56439a62d7]
لطف الله ګله !
ويډيو مې وکتله، کوم ماشوم خو مې ونه ليده، چې ځان يي الوزولې وی، خو کمعمره
ماشومانو ته په اوس وخت کې منافقينو له سترګو څخه لری فضا کې جهادي تربیه ورکول اړين
کار دی، تر څو غلام ذهنه غټ نشي، او له خپل حريم څخه په ميړانه دفاع وکړي.
دا چې ملا داد الله په وړو کمعمره ماشومانو باندی عمليات سرته رسولي، ثبوت ته ضرورت لري،
او که ثابت هم شي، نو دا خپلمنځې مسئله ده، بايد طالبان يي خپله حل کړي، خو يرغلګر او ديرغلګرو غلام بیغیرته ملګري حق نه لري، چې په
مجاهدينو اعتراض وکړي، ځکه چې يرغلګر له شل زره متره څخه پورته بمبارۍ کوي،
ماشومان وژني، ښځې وژني، ودونه بمبار کوي، ولس بې عزته کوي، نو په مخالف
اړخ باندې دهيڅ اعتراض حق نه لري، چې هر رنګه بالمثل تعامل له دوي سره کوي،
پکار ده چې ويي کړي.
په مينه
Lotfollah
12.02.2009
[quote:94c6d33461="sadoozy"]
لطف الله ګله !
ويډيو مې وکتله، کوم ماشوم خو مې ونه ليده، چې ځان يي الوزولې وی، خو کمعمره
ماشومانو ته په اوس وخت کې منافقينو له سترګو څخه لری فضا کې جهادي تربیه ورکول اړين
کار دی، تر څو غلام ذهنه غټ نشي، او له خپل حريم څخه په ميړانه دفاع وکړي.
[color=blue:94c6d33461]دا چې ملا داد الله په وړو کمعمره ماشومانو باندی عمليات سرته رسولي، ثبوت ته ضرورت لري،
او که ثابت هم شي، نو دا خپلمنځې مسئله ده، [/color:94c6d33461]بايد طالبان يي خپله حل کړي، خو يرغلګر او ديرغلګرو غلام بیغیرته ملګري حق نه لري، چې په
مجاهدينو اعتراض وکړي، ځکه چې يرغلګر له شل زره متره څخه پورته بمبارۍ کوي،
ماشومان وژني، ښځې وژني، ودونه بمبار کوي، ولس بې عزته کوي، نو په مخالف
اړخ باندې دهيڅ اعتراض حق نه لري، چې هر رنګه بالمثل تعامل له دوي سره کوي،
پکار ده چې ويي کړي.
په مينه[/quote:94c6d33461]
سدوزﺉ صیب زه ستاسو نظر تائيدولای نشم. ځکه دا به هغه وخت د طالبانو خپلمنځي کار وي چې دوی پر ځانونو چاودیدونکي توکي وتړي او سیده جنت ته لاړ شي! دا ستاسو خبره کمعمره ماشومان د هغو پلرونه او میندي لخوا د ځانوژنې لپاره مدرسو ته ندي لیږل شوي چې د دغوبې رحمو ښکاریانو ښکار شي او باټې ووهي چې داده موږ خپله اټومي بټۍ خلاصه کړه .
پاک الله دې پښتانه د جهالت له منګلو څخه وژغوري!
والسلام
Ghairat
12.02.2009
یو ورور وایی :
[quote:71625bf221]مونږ یو باتدبیره افغان ، حکیم، دیکتاتور، اصیل پښتون خو په ورته وخت کې کلک مسلمان زعامت ته اړتیا لرو چې زمونږ ټولو ناخوالو ته ځواب وویلئ شي.[/quote:71625bf221]
خو داسې چې خبره په شخص پورې محدوده او هغه هم دیکتاتور یا یو اصیل پښتون ته را ټوله شي ، نو دا سړي ته دوه ټکي رایادوي چې یا خو داسراییلو دغلامۍ ددورې غوندې چې د فرعونیانو مریان شوی وو او د هغی په مُهین عذاب اخته وو، نو ټولو به دیوه پیغمبر د راتګ دعاوې کولې چې دوی د فرعون له عذابه څخه خلاص کړي ، تر څو چې ۳-۴ سوه کاله وروسته یې دعا قبوله او موسی (ع) ورته خدای راولیږه او دوی ته یې نجات ورکړ . خو دیکتاتور نه موسی و او نه اسراییلو کې چاله الله تعالی څخه دیکتاتور غوښتی و ، آیا د پښتنو حالت ترهغوی هم بتر شوی چې آن د دکتاتور ارمان وکړو ، اصول، لاره ، هدف او رسالت پریږدو ، صرف یو شخص ته سترګې په لار او وازه خوله کښینو چې اوس به با با غوښې ډوډۍ راوړي؟
دوهم دا ټکی سړي ته را یادوي چې ایا دلته خو به له دیکتاتور څخه د عادل عادل مطلب کوم معلوم او مشخص « اصیل پښتون» لکه ملا عمر نه وي ؟؟؟
یو بل ورور صابرصاحب بیا لیکي :
[quote:71625bf221]دادالله isi شهيد کړ ؟
چي ډاکټرنجيب isi مړکړ ، ملابورجان isi مړکړ ،حکيم تنڼيوال isi مړکړ ، ملارباني
isi مړکړ او دادی اوس وايی چي دادالله هم isi شهيدکړو ٠
دحيرانتيا ځای دادی چي دا isi کوم ډول مخلوق دی ، دوی انسانان دي که پيريان او
يا ياجوج اوماجوج دي که بل کوم عجيبه مخلوق چي داشخاص وژل له دوی پرته
ناممکن کوي .[/quote:71625bf221]
نو صابر خانه د وهاج صافي صیب ځواب د مشت نمونه خروار په توګه د کاڼي کرښه وبولئ، د هندی او ایرانی دولت تاریخ ډیر لرغونی دی ، چې په مقابل کې یې د افغانستان ددولت دا مات وګوډ تاریخ صرف تراحمد شاه دورانی پورې رسیږي، چې ټول ټال ۲۶۱ کاله لرغونتوب لري، او په هندی دولت کې په ټولګړې او اسلامی دور کې په ځانګړې توګه پنجابیانو اوچت رول لوبولی دی ، اوبیایې د انګلیس په غلامۍ کې نور هم ماهرشول . نو دهغوی سیاسی نیرنګ او سیاسی کشتونوته چې رقیب ته یې ورکوی د ساده بوده پښتنو، په تیره بیا تش جذباتی طالبانوساده شعور کله ر سیدای شي، او بیا ISI چار صدو بیست ته ؟
نو ..................................................[color=red:71625bf221]ISI څوک دی ؟[/color:71625bf221]
[color=darkblue:71625bf221] لر پښتون چې یې ښکیل کړی ISI دی
..................................................................برطالب چې زیږولی ISI دی
چې د هند په پوله جنګ ته تیارسۍ دی
..................................................................په کشمیر هم اور بل کړی ISI دی
قبایلو کې دې چا طالب پیدا کړ
..................................................................دام پښتون ته غوړولی ISI دی
CIA سره په ګډه خپل مرام ته
..................................................................ستا طالب را پاڅولی ISI دی
دافغان خاورې دویش چې کوم پلان دی
..................................................................سي . آی . ای . سره جوړ کړی ISI دی
یو جهادیې ستا په څو ډلو تقسیم کړ؟
..................................................................ستا وطن خو پرې وران کړی ISI دی
چې قدرت یې شمالی اتلاف ته ورکړ
..................................................................ګلبدین هم ستا، شړلی ISI دی
که اعدام د امین کار د KGB و
..................................................................د نجیب سر خو پرېکړی ISI دی
د بورجا ملا وژل په نیمه لار کې
..................................................................دا دالله په مرګ لړلی ISI دی
په رښتیا د سیاسی فتنو دجّال دی
..................................................................طالبانو مسیح کړی ISI دی[/color:71625bf221]
عبدالله صابر
13.02.2009
[color=red:2849ed3ebf]داډول درواغجنو تبليغاتو اوپروپاګنډ وټوله ګټه isi ته رسيږي [/color:2849ed3ebf]
Ghairat
13.02.2009
[quote:b4d11be6dd="عبدالله صابر"][color=red:b4d11be6dd]داډول درواغجنو تبليغاتو اوپروپاګنډ وټوله ګټه isi ته رسيږي [/color:b4d11be6dd][/quote:b4d11be6dd]
وروره صابر خانه دغه جمله دې په دلایلو سره روښانه کړه چې په مطلب دې زه او مونږ ټول لوستونکي پوه شواوکه بیا دلایل ورته نه لرې اوهسې یوه تشه ادعا وي، نو بیا خو تشه ادعا بیرته اخیستلی شې ، که څنګه ؟
باتور
13.02.2009
ښاغلي وهاج ساپي ته سلامونه !
که نوري موضوعګاني حل نه سوې او يا لا د حل په لار کي ټوپکي وهي. . دا د خيار موضوع خو حل سوه !
زموږ پښتانه اوس لا اقل د خيار په معنی پوی سول :wink:
په درنښت