د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په اوسنۍ مرحله کې افغانان څه خيارونه په لاس کې لري؟

و.افغان
07.02.2009

دټول افغان دفورمونو محترمو لوستونکو ته سلامونه او نیکې هيلې وړاندې کوم
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ګرانو وروڼو!
په اوسنۍ مرحله کې آیا افغانان دمقاومت دخيار تر څنګ بل سياسي خيار پر مخ وړلې شي، او که نه؟
او که سياسي خيار ولري، نو څرنګه به وي؟ څه ځانګړتياوي به لري؟ آيا دغه سياسي
خيار به دمقاومت له خیار سره ټکراو شي او که نه؟

په درنښت


باتور
08.02.2009

وهاج خانه وروره !

خيار ته زموږ خلګ بادرنګ وايي، هغه خيار چي تا څو څو واره په خپله ليکنه کي کښېناستلی دی، زما په نظر تشرېح ته ضرورت لري.

په درنښت


و.افغان
08.02.2009

باتور صاحبه!
دخيار کلمې پورې خو دی ريشخند وهلې دی، خو که تاسو همدی کلمې ته نږدې يوه پښتو
کلمه را په ګوته کړئ، نو احسان به مو وي.
په درنښت


Sangar Watan
08.02.2009

محترم وهاج ساپې،خفه کيږه مه،دخيار په معنی زه هم نه پوهيږم٠


هیښ
08.02.2009

سلامونه

ښاغلي سافي صاحب !
دښاغلي باتورصاحب او ښاغلي سنګر صاحب انديښنه په ځائ ده .زه خپله ددې مشکل سره مخامخ شوم او سمدلاسه مې په ډيکشنري ور مڼډه کړل ،ترڅو دخيار معني پيدا کړم .
خيارــــ عربي کلمه ده
معنی يي :
١ـــــ په خپل ميل او غوښتنه يوه کار ته اقدام (اقدام کول )او يا په خپل اختيار ديوې معاملې فسخ کول او يا ديوه کار سرته رسول اوانتخابول .
٢ـــــ جمع دخير
٣ـــــ په پهلوي ژبه کې لکه باتور صاحب چه ويلي دي دبادرنګ معني ورکوي .

ته خفه کيږه مه ،موږ اوتاسو ټول يودبل نه دزده کولو اوورزده کولو وظيفه لرو اويودبل په مرسته به خپلې نيمګړ تياوې پوره کوو.
زه ستا ټولې ليکنې ډير په غور اودقت لولم اوزه افتخار کوم چه ستا غوندې زيرک ،هوښيار ،بااستعداده ،سپيڅلي ،دوخت اوزمان  د غوښتنو او ننګونو نه باخبره او ديوه پراخه ليد او نظر لرونکئ شخص زموږ په ټولنه کې وجودلري ،چه افتخاريي نه يوازې دپښتنو بلکه دټولې اسلامي نړئ اوانسانيت دئ .يقينأ که زموږ په ټولنه کې ستاسو په شان يو څو شخصيتونه چه دزرو او زور سره يي په دين ،وطن ،خلکو او امت معاملې اوسوداګرئ نه کولئ او مسائل يي لکه څرنګه چه دي هغسې ليدلائ اوپه همغه شان يي بيانولائ نو نن به افغانان په دفلاکت او بدمرغئ نه اخته کيدل او مشکلات به يي ډيرکم وو .

ستا دمطرح شوي موضو ع په هکله چه دمقامت دنهضت تر څنګ دسياسي نهضت او تحريک د وجود او جوړيدو ضرورت او امکانات .

زما په نظر سياسي جريانونه او حرکتونه اوس هم په افغانستان کې شته او خپل فعاليت ته دوام ورکوي .مګر دا ټول هغه جريانونه دي چه داشغالګرانو سره په همکارئ او تابعيت کې قرار لري او دهغوئ دمنافعو او نظرونو سره مطابق خپل سياسي ژوند ته دوام ورکوي .ددوئ په منځ کې توپير يوازي سليقوي دئ او ټول کوښښ يي دادئ چه څرنګه ځانونه امريکايانو او دهغوئ ملګرو ته تر نورو وفاداره او اخلاص مند وښيي .

داسې يو سياسي نهضت چه دافغانستان دملي ګټو اوملي ارزښتونو نه قاطعانه دفاع وکړي او ديوه مستقلې کړنلارې اوستراتيژي په لرلو سره دبهرنيانو په مقابل کې دوولس نمايندګي وکړي تر اوسه وجود نه لري . علت يي هم هغه اختناق ،وحشت ،ظلم اوناروا عملونه دي چه دمتجاوزينو او اشغالګرانو له لوري په ډير غير انساني توګه دمخاليفينو په مقابل کې ترسره کيږي .هغه څوک چه دوطن داشغال او موجوده ظلم او زياتي څخه رنج وړي ،دتروريست ،طالب ،بنسټ پاله اونورو مشابه تورونو نه ويريږي او دسياسي مبارزې او يوه سياسي تشکل دجوړيدو جسارت او جراأت نه لري ،يوازې په دې يي بسنه کړې چه دانترنيت په پاڼه په مستعار نامه خپل غمرازئ وښيي او يا په کوم واده او خيرات کې دافغانستان په دې غملړلي حالت باندې داماتورانو او شوقيانو په شان غمګينانه قيافه ونيسي .دهغه څه دپاره چه دافغانستان وولس ور ته اشد ضرورت لري چه ديوه سياسي تشکل او انسجام جوړيدل او دوولس دغږ اوچتيدل دي عملي اقدام صورت نه نيسي .
ډيره دخواشينئ او تاسف خبره داده چه ځنې جنابان ددې په ځائ چه دمقاومت دتحکيم ،اصلاح ،تشويق په برخه کې خپل ملي،افغاني او اسلامي رسالت سرته ورسوي ،داشغالګرانو او دهغوئ د مريونو په شان يي دهغوئ دبدنامولو دپاره تبليغاتو ته ملا تړلې ده ،چه دا ډول موضع ګيري يوازې داشغالګرانو او دهغوئ د مزدورانو د غير انساني اعمالو غير مستقيم تاييد دئ .
همدا وجه ده چه دخپلواکئ دمبارزې دروند بار يوازې دطالبانو او اسلامي حزب په اوږو پروت دئ او په دسختو شرايطو کې يوازې همدوئ دي چه په ډيره ميړانه مبارزه او مقاومت کوي .
داسي يو سياسي نهضت او حرکت چه دافغانستان  دملي ،منطقوي ،سياسي ،اقتصادي ،کلتوري ،امنيتي اوتاريخي ارزښتونو او ګټو نه دزړه داخلاصه او په پوره ايماندارئ دفاع وکړي او په سياسي ډګرکې يي په پوره صراحت او وضاحت منعکس کړي ، دمقاومت دنهضت دپار ه دهغوئ دمبارزې په تيز والي او موثروالي کې مرسته کوي او په هغه دامونو کې دنښليدو او لويدو دخطر مخه به ونيسي چه مقاومت ته دخپلې مبارزې په لاره کې دمختلفو انګيزو او هدفو دپاره غوړول شوي دي .

مننه



ع کريم حليمي
09.02.2009

مکرم هيښ صاصب سلام !
د دغه لاندي متن په سبب زه هم هېښ سوم ، 
پوښتنه کوم ،خوخوابدی به نه کوې ! 
ايا تاسو په لوی لاس خپل ځان په دغه د شوقيانو په قطار کښي و نه دراوه ؟؟

[quote:160ad3482b]،يوازې په دې يي بسنه کړې چه دانترنيت په پاڼه په مستعار نامه خپل غمرازئ وښيي او يا په کوم واده او خيرات کې دافغانستان په دې غملړلي حالت باندې داماتورانو او شوقيانو په شان غمګينانه قيافه ونيسي[/quote:160ad3482b]


و.افغان
09.02.2009

دبحث ټولو ګډونوالو ته سلامونه او نیکې هیلي:
محترم هيښ صاحب: دتشويقولو څخه يوه نړۍ مو مننه، خو زه ځان دپورته ستاینې جوګه نه بولم.
تاسو دخيار دکلمې ښې معناوي کړي، البته کومه معنا چې زما دلته پکار ده، هغه اوس هم ونه شوه، زه ډیر پسی وګرځیدم خو پښتو کې کوم وييزي ددې کلمې لپاره پيدا نه کړ، البته په انګلش کې يوه کلمه شته چې دغه معنا ادا کړي: option، لکه :
Political option، سياسي خيار
Strategic option استراتيجي خيار
War option دجګړې خيار،
او داسي نور.
راځو خپلې موضوع ته:
ستاسو خبرې پر ځاي دي، چې سياسي خوزښتونه اوسمهال هيواد کې ډیر دي، خو ټول
يي دامريکايانو په اشاره دامريکا په محور کې څرخيږي.
پرته له شک څخه چې دښکيلاګرو په وړاندې مقاومت دافغانانو شرعي او قانوني حق دی، دا حق هيڅوک هيڅکله له افغانانو څخه نشي اخيستلاي، نو که چیرته طالبان دخبرو
لاره هم تجربه کړي، نو دې کی به څه تاوان وي؟، که ګټه يي وکړه، نو ښه تر ښه، ټول طالبان به پرې راټول شي، او که ګټه
ونه کړي، نو دجګړې خيار خو هسې هم له مونږ څخه چا نه دی وړی.
دا خبرې مې دښاغلې غيرت صاحب ددی ليکنې په هکله وکړی:

[quote:e139ee6db3]
په هر یوه باندې مو خپله تبصره کړې خو یونوم چې پاس شته (۸ لمبر نوم ) ، ولې تبصره مو پرې نه ده کړې، ددې څه لامل شته او که هیر شوی مودی؟
زما په اند که طالبان یوکاندید لکه متوکل وړاندې کړي اوهغه لوړه وکړي چې د ملي ګټو په سر به د هیڅ چا سره معامله ونکړي، ملي ګټې به یې د بهرنی اوکورنی سیاست تلسټ وي اساسي قانون به پلی کوي او بهرني ځواکونه به وباسي آیا ګومان نه کوئ چې پښتانه به پرې راټول شي او له ټولو ګوډاګیانو څخه به یې وګټي ؟
[/quote:e139ee6db3]

فکر کوم چې دطالبانو ځینې سياسي مخکنې لوړ پوړي خلک دغه رنګ نظر لري؟
نو ستاسو لوستونکو په اند به دغه کار څومره امکان ولري؟ دڅومره کاميابۍ
اميد ترې کيدلاي شي؟؟؟؟

په درنښت


خاټول
09.02.2009

وروڼو سلامونه مي ومنۍ.
فکرکوم چي دخیار ښه متبادل به لار وې
اوزه په ټولېز ډول دهیښ صاب له نظر سره موافقه یم، سافی صاب چي دمقاومت تورې په
جهاد واړوې ته واخوند به ونکه؟


و.افغان
09.02.2009

[quote:e5345c43a0="خاټول"]وروڼو سلامونه مي ومنۍ.
فکرکوم چي دخیار ښه متبادل به لار وې
اوزه په ټولېز ډول دهیښ صاب له نظر سره موافقه یم، سافی صاب چي دمقاومت تورې په
جهاد واړوې ته واخوند به ونکه؟[/quote:e5345c43a0]

درنې خاټول خوري!
اسلامي شرعه کې دجهاد ډیر شروط دي، چې وجود يي دجهاد دصحت لپاره اړين دی، غټ شرط په کې دموحد قائد او موحد قيادت شتون دی، ځينې فقهاء بيا دغه مکتمل الشروط جهاد ته جهاد الطلب وايي.
خو بل دفع الصائل دی، چې یرغلګر په وړاندې مقاومت دی، دخپل کور، مال، او ناموس څخه دفاع ده، دا هغه وخت کې چې بهرنې دښمن دې په کور راننوتی وي، چې دجهاد ډیر شروط په دې حالت کې ساقطيږي.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي: من قتل دون ماله فهو شهيد، من قتل دون عرضه
فهو شهيد....
دې مقاومت ته ځینې فقهاء بيا جهاد الدفع وايي.

خاټول خوري ! جهاد به هغه وخت وي چې مسلمان په واشتګتن او لندن کې دظلم دراوزي وټکوي.

په درنښت


عادل عادل
09.02.2009

ټولو ته سلامونه

هیښ وروره !

د پهلوي دیګ-شینري ساتې خو د عربي ژبې سره ګومان کوم چې تربګینت کوې!

د ساپي صیب د پوښتنې په اړه مې چې ستاسو د بادرنګ )پښتو کلمه نده( کیسه ولوسته چې دا لاندې کیسه مې رایاده شوه:

که مو په یاد وي د کمونستانو په وخت کې به د جامعه شناسئ په نوم یو مضمون په لیسو او فاکولتو کې تدریس کیده چې یوه ورځ د همدغې مضمون ناولئ استاد ټولګي ته د اول ځل لپاره داخلیژي او د مادې په تعریف پیل او بحث کوي، ډیره تشریح ورکوي او بالاخره د لیکچر په جریان کې یو شوخ خو مسلمان ورور ورته پورته کیژي او داسې ورته وایي:

استاد ! وخت ماره ضایع نکو! ما یک دانه نر میشناسیم و یکي هم ماده !!، که نر، نر است و ماده هم ماده !! دیګه جای ګپ نداره !! ټول محصلین کټ کټ خاندي .............

او کمونست استاد خپل تخته پاک او دوسیه تر کوت کوي او د صنف نه قهرجن وزي چې د الله په فضل بیا تر آخره صنف ته نه ورځي.

اوس به اصل مطلب ته راشو:

د سیاسي لاروچارو نه تفاهم ته رسیدل هغه وخت شوني دي چې د مقاومت د ډلو لومړئ شرط ومنل شي هغه دا چې اشغالګر بلاقید او شرط نه ووزي. که نه زما په نظر :-

1( د اشغال لاندې شرایطو کې کاندید وړاندې کول او یا هم په سیاسي بهیر کې شاملیدل د اشغال او اشغالګرو تسلیمول دي او د مقاومت او خپلواکئ د غازیانو او ولس سره نه بښونکې جفا ده .
2( د اشغال لاندې شرایطو کې لاسپوڅو ډالري کاندیدانو ته رایه ورکول د خپل ایمان خرڅول دي.
3( داشغال لاندې شرایطو کې د تفاهم او سیاسي حل په لار کې د دریم ګړو په صفت جدوجهد کول په خپل ایمان لوبې کول دي.
4( د مقاومت د ډلو د برلاسي او ورځ تر بلې پیاوړیتوب یوازینی سبب همدا د اشغال ضد دریځ دی چې که دغه دریځ په موجوده لاسپوڅې اداره کې هم څوک خپل کړي نو لرې نده چې ولسي ملاتړ به د ځانه سره ولري .

د اشغالګرو د ماتیدو په هیله


عادل عادل
09.02.2009

د خاټول خور نظر په لږ تغیر سره تائيدوم:

خیار = لارې چارې

زما په نظر پورتنی دواړه کلمې جمع دي خو په یو ځای کیدو کې د یوې بلې واحدې کلمې )خیار( مفرده مانا ورکوي.


رښتینی
09.02.2009

ټولووروڼواوخويندوته سلامونه !

او كه خيار په (غوراوي) سره وژباړو څنګه به وي ؟
اختيارول اوغوره كول خو يودبل معني كيدي شي
نوله خيار او اپشن يره به زما په اندغوراوي مناسب وي

اصلا موضوع دهيواد دسياسي جوړجاړي په اړه روانه ده
بناء هغي ته زياته توجه په كار ده

په مينه


و.افغان
09.02.2009

ګران عادل صاحب:
پرته له شکه چې دسولې او کرارۍ دراوستلو لپاره له افغانستان څخه دښکيلاګرو وتل يو اړين شرط دې، چې په هيڅ قيمت ترې مونږ افغانان پر شا کيداي نشو، البته دښکيلاګرو
وتل له افغانستان څخه ټول حل نه دی، بلکه دحل يو جزء دی، دافغانستان څخه دښکيلاګرو
له وتلو مخکې ملي پخلاينه اړينه ده، همدارنګه ديرغلګرو له وتو څخه وروسته دحکومت ټول مهم ماشينونه (اداري، سياسي، فوځي، تعليمي او نور) فعالول او پياوړي کول دافغانستان دسولې، کرارۍ، پرمختګ،او دافغانانو دعزت خوندي کولو
لپاره ډیر اهم څيزونه دي، چې په هيڅ توګه ترې مونږ نشو تيريداي.

راځۍ وروڼو چې صريح سره وغږيږو، اګر که زه په خپل نوم ليکل کوم، خو تر کومي به ويريږو، تر کومې به دويرې له وجهې دخپلو نيمګړتياوو څخه سترګي پټوو، مرګ خو يو مرګ وي، چې په نيټه وي، هغه که دسي آي ای په ګولۍ وي، او که دآي اس آي، او که په کټ کې په ملاسته وي.
راځۍ چې يو څو پوښتنې مطرح کړو، او دځوابولو کوښښ يي وکړو:
که چيرته ښکيلاګر دګران افغانستان څخه داسي وخت کې ووځي، چې سياسي خلا موجوده وي، بلکه خلا آي اس آي ته پريږدي، نو آيا څوک دبين الأفغاني پخلاينې
درامنځته کيدو تصور کولاي شي؟، يا داسې حال کې دبین الأفغاني پخلاينې لپاره حرکت کولاي شي چې
په سر يي دآي اس آي توره ځوړنده وي؟؟
آیا ددې ضمانت څوک کولاي شي، چې راروان حکومت به دولس خوښې او انتخاب ته
اهميت ورکړي، او که په زور به خپل ځان او خپل سياست په خلکو ومني؟؟

آیا ددې ضمانت به څوک وکړي، چې سياستپوهه او ملتپاله افغانانو ته په دغه حکومت
کې ونډه ورکړل شي، تر څو حکومت په ښه توګه مخ په سيالۍ روان کړي؟؟

آيا ددې ضمانت به څوک وکړي، چې ددغه حکومت دبرحالۍ په وخت کې به آي اس آي
ځمونږ عالم، ملا، ډاکټر، اينجينر، معلم، او په وطن مين ملي خلک نه وژني؟؟
(دطالب مخکنې حکومت په وخت کې دافغانستان په خاوره آي اس آي يوه خصوصي شبکه لرله، چې مسئوليت يواځې او يواځې دهوښيارو، ملتپالو په نښه کول او وژل وو)).

آيا ددې ضمانت به څوک وکړي، چې آي اس آي به ځمونږ دوطن دترقۍ، پرمختګ او نورو نړيوالو سره دعلاقاتو جوړولو په مخ کې خنډ نه جوړيږي؟؟

زه پوهيږم چې افغان طالبان ډیر کلک مسلمانان، او په خپل دين او وطن دواړو مين دي، دهغه نه پيرزو کيږي چې پنجابې دهغه پښتون مسلمان ورور دده مخکې له تيغه تیر کړي،
خو آيا ددی ضمانت په څوک وکړي، چې افغان طالبان به دومره ځواک ولري، چې ددغو مجرمو کیرغنو شبکيانو لاسونه لنډ کړي؟؟؟

آیا ددې ضمانت به څوک وکړي، چې داوسني حکومت ځينې نسبي ښيګڼو (لکه دتعليم په اړخ کې، اداري اړخ، امني اړخ کې، اګر که نسبت نړيوالو قرضونو او کومکونو ته په کې ډیر کمې ليدل کیږي) ته به رشد ورکړي، او له منځه به يي نه وړي.؟؟

آیا ددې ضمانت به څوک وکړي، چې په نړۍ کې له افغانانو څخه سلب شوي عزت، بيرته
هغوي ته اعاده کړي، تر اوسه خو ګورو چې بهر کې افغانانو ته څوک دانسان په سترګه نه ګوري، ځکه چې افغان دی، دولت، او حکومت نه لري، چې پوښتنه يي وکړي.؟؟

او داسې نورې ډیرې پوښتنې شته، چې دهر ځوريدلې افغان په ذهن کې تاويږي راتاويږي،

درنو ښاغلو:
دې زمانه کې لکه څنګه چې هر څه تطور وکړ، همدارنګه فتنو هم تطور وکړ، دعربانو متل دی چې وايي: اختلط الحابل بالنابل،،، هر څه سره ګډ وډ دي، کاش چې داسي واي، چې
يو اړخ ته سوچه کافر صف واي، او بل طرف ته سوچه مسلمان صف واي، پاک صفا جهاد واي، نو بیا به دا جګړه
کول او ګټل دواړه ډیر آسان واي.

هو کيداي شي، چې اوسمهال دامريکا کارونو ته په کتو سره وخت لا مناسب نه وي، ځکه چې امريکا بیا هم اميد لري، چې په زور مقاومت ماتولاي شي، خو مونږ سره باید سياسي
خيار دمناسب وخت لپاره چې زمونږ افغانانو په کې ګټه وي ضرور موجود وي، تر څو داسي ونه شي، والعياذ بالله چې ديوه ښامار له خولي څخه ووځو، او دبل ښامار په خولې کې ورپريوځو.

په درنښت


و.افغان
09.02.2009

دا هم واورۍ چې دزړه زنګ مو لري شي:
http://www.youtube.com/watch?v=WXrLdt2g6qA
په درنښت


هیښ
09.02.2009

سلامونه

ښاغلئ او محترم حليمي صاحب !

ستاسو دفرمودې چه :

[[list:8f1fa6820b]quote]پوښتنه کوم ،خوخوابدی به نه کوې !
ايا تاسو په لوی لاس خپل ځان په دغه د شوقيانو په قطار کښي و نه دراوه ؟؟ [/quote][/list:u:8f1fa6820b]
په ځواب کې بايد ووايم چه :
اول :
ولې به خوابدئ کيږم ،
سره ددې چه زه شخصأ ستا دنظر سره دافغانستان په مساييلو کې په ځينو مواردو کې موافق او همنظره نه يم ،ليکن ستاسو دمشرتوب او روحاني مقام قدر اواهميت راته ډير محترم او دارزښت وړ دئ .بحثونه به سره کوو ،خپل نظرونه به بيانوو ،خو دمشرانو او علمايي کرامو اوفقهاوو بې قدري به نه کوو .

دوهم:
بلکل همداسې ده او دنښې منځ دوويشت ،زه خو هم دهمدې ټولنې غړئ يم ، نو ته هم داسې مه کوه چه سړئ تر خوږ ګوته کلک ونيسې ، کله ناکله تجاهل عارفانه هم خوند کوي .
په هرحال دبحث موضوع ډيره مهمه ده ،په هغې باره کې ستاسو او دنورو وطنوالو د عالمانه تبصرو او نظرونو په هيله .

مننه


pattang
09.02.2009

افرين هيښه خدای پاک دې ستا غوندې نور ځوانان هم را پېداکړي ، دمشرانو او ديني علماو احترام زمونږ لرغونۍ کلتور دی څوک يې چې پالي خدای پاک دې هغه
انسان وپالي٠

[quote:d792473cd2]سره ددې چه زه شخصأ ستا دنظر سره دافغانستان په مساييلو کې په ځينو مواردو کې موافق او همنظره نه يم ،ليکن ستاسو دمشرتوب او روحاني مقام قدر اواهميت راته ډير محترم او دارزښت وړ دئ .بحثونه به سره کوو ،خپل نظرونه به بيانوو ،خو [color=white:d792473cd2]دمشرانو او علمايي کرامو اوفقهاوو بې قدري به نه کوو[/color:d792473cd2] [/quote:d792473cd2]


ډوکتر څپاند
09.02.2009

درنو هيواد وال سلامونه او احترام !
په يوه پخواني بحث کی دافغانانو د "خيار"يا " چال چلند" په هکله دنظرياتو
دراکړی،ورکړی په موقع،زما فرضيه داسی عرض شوی وه :

د ليکنې نېټه : شنبه ميئ 10, 2008 11:00 am عنوان :

درنواو عزتمنو هيواد والو،يو ځل بيا ددی غریب سړی دزړه خبری ته توجه وکړی٠
پداسي حال کی چه د دنيا تر ټولو ځواکمند پوځ
يعنی ناتو او نور، دافغانستان اداره په مستقيم ډول په لاس کی لری خو دادی څه ناڅه پنځه کاله وشوه چه نه سوله راغله او نه وطن په قراره شو.
دناتو تر موجوديت پخواطالبانو د انګليس او امريکی په غير مستقيم اودپاکستان
په مستقيم ملاتړ ،داسی سوله راوستې وه چه اکثريت خلک د تيارو پيړيو په دوره کی دطالبانو او القايدی د" شخصی اسلامی"تفاسیرو او قوانينو لاندی ژوند تيراوه.
ترطالبانو دمخه،شرق،غرب،شمال او جنوب په جنګ او جګړو کې اخته او هيواد په
عملی ډول تجزيه شوی وو٠
زما پيشنهاد داسی دي ; د امريکی،انګليس او باقيمانده ناتو پوځ دی اخراج اوپر ځای دی د څو بيطرفه
اسلامی هيوادو لکه مليزيا،اندونېزيا,بنګله ديش،ليبيا،سوریی،اوداسی
نورو هيوادو، يو مختصرا وموقت سوله ساتونکی پوځ ،په هيواد کی دسولی ساتنی لپاره وګمارل،اوبيا ازاد او دموکراتيک انتخابات تر سره شی،نوبيابه ددی سوله ساتونکو قوتونو د اخراج په برخه کی دخلکو منتخب دولت تصميم ونيسي٠

ديادولو وړ ده چه زما نظر د يوه عادي افغان شخصي نظر وو اودی،او دحکمتيار
دطرحی سره هيڅ ډول تړاو نلري،اوقسم چه ددی مطلب دليکلو په موقع زه لا
خبر هم نه وم چه ښاغلی حکمتيار داسی يو پروګرام لري٠

په درناوي،


و.افغان
09.02.2009

دروند ورور ښاغلې بيصدا صاحب:
ستاسو فرضيه پر ځاي ده، يو نيم کال وړاندې ښاغلي دکتور عثمان روستاړ ترکې صاحب هم
دیته نږدی حل لاره وړاندې کړې وه:

فرانسه
د سپتامبر ۱۸
۲۰۰۷ کال
هغه وايي:
(( ــ د امنیت د تأمین په موخه دوهم الترنتیف ، چه د امن دوهمه جرګه ورباندی غږیدلی شی په تول افغانستان کی د م ، م د سولی ځواکونو استقرار دی .
دغه قوأ چه باید اسلامی هیوادونو په کی ونده ولری ، د اوسنی نړیوال نظامی ائتلاف ځای نیسی، او د هغه حکومت ملاتړ کوی چه د امن په دوهمه جرګه کی په جوړیدو یی توافق شوی وو .
د م ، م د سولی قواوو تر هغه وخته پوری په افغانستان کی پاتی کیږی چه افغان امنیتی ، ملی اورګانونه د امنیت د تأمین په موخه وړتیا راپیدا کړی ...)).

خو دا خبرې هغه وخت امکان لري، چې امريکا په کې اخلاص وښودي، که نه نو دغه
ځواکونه به څنګه او دچا دمشرۍ لاندې افغانستان ته راځي.
که ملګري ملتونه يادوۍ، نو امريکا خو دملګرو ملتونو په خولو پياز هم نه خوري،
په افغانستان باندې دامريکايي يرغل په پیل کې کوفي عنان په امريکا غږ وکړ، چې
امريکا دځان څخه ددفاع حق لري، خو ددې حق نه لري چې افغانې رژيم (طالبانو دولت)
بدل کړي.
وروره: دخبرې وروستې حل يواځې دافغانانو او امريکا لاس کې دی، دکابل په اداره
کې ناست غیر مجرم ملې خلکو ته شجاعت پکار دی، او يا دامريکا اخلاص پکار دی،
او فکر نه کوم چې امريکا دافغانانو سره دومره اخلاص وکړي، چې خپلې موخې تر پښو
لاندې کړي.

ډاکټر عثمان روستار ترکې صاحب: ليکي:

الف ـ د افغانستان د اوسنی معضلی د حل کلید د افغان ولسمشر په لاس کی ده. نوموړی د وطن او خلکو په خاطر د یو زړور اقدام په ترڅ کی کولای شی د خپل استعفأ له لاری ځان د جنګی دلو د اسارت نه خلاص او د نوی سیاسی فصل په پرانیستلو کی جګړی ته د پای تکی کیږدی.
ب ـ د بهرنیو هیوادونو او د هغی جملی څخه پاکستان او امریکا د افغانستان د اوسنی ناورین په ختمیدو کی ستر رول لوبولی شی .
په عمومی دول سره بهرنی هیوادونه باید :
ــ په راتلونکی سیاسی پروسه کی خپل لنګر د افغانستان د ملی حاکمیت په تینګیدو کی په کار واچوی .
ــ د یو لاس پوڅی حکومت د جوړیدو شیطانی مفکوره په هغو هدیرو کی خشه کړی چه د افغانی آزادی غوښتونکو له طرفه مخکی کیندل شوی ده .
ــ یوه دله د بلی دلی په وړاندی استعمال نکړی .
ــ د ملی امنیتی اورګانونود چتکی ودی له لاری د افغانانو سره د یو مرکزی ، پیاوړی حکومت په
جوړولو کی مرسته وکړی .
ــ مخکی له دی نه چه د امن په دوهمه جرګه کی د توافق شوی ناپییلی، ملی حکومت په جوړیدو پریکړه کیږی ، باید په جنګی جنایت د تورنو کسانو لیست د بشر د حقونو د یو نړیوال سازمان له خوأ اعلام شی ، تر حو چه په حکومت کی د تورن کسانو د غړیتوب مخه ونیول شی .
ــ افغانستان په سیمه کی د جګړی د پراختیا په مرکز بدل شویدی .
یو مرکزی ، پیاوړی ، ملی حکومت کولی شی چه د یو با اندوله بهرنی سیاست پر بنسټ باندی،
هیواد په سیمه کی د سیاسی ثبات ،سولی او اقتصادی پرمختیا په یو ستر محور بدل کړی.

په درنښت


ډوکتر څپاند
10.02.2009

[quote:57d0d7a8bd="Fared Besada"]درنو هيواد والو سلامونه او احترام !
په يوه پخواني بحث کی دافغانانو د "خيار"يا " چال چلند" يا "تګلاره" په هکله دنظرياتودراکړی،ورکړی په موقع،زما فرضيه داسی عرض شوی وه :

د ليکنې نېټه : شنبه ميئ 10, 2008 11:00 am عنوان :

درنواو عزتمنو هيواد والو،يو ځل بيا ددی غریب سړی دزړه خبری ته توجه وکړی٠
پداسي حال کی چه د دنيا تر ټولو ځواکمند پوځ
يعنی ناتو او نور، دافغانستان اداره په مستقيم ډول په لاس کی لری خو دادی څه ناڅه پنځه کاله وشوه چه نه سوله راغله او نه وطن په قراره شو.
دناتو تر موجوديت پخواطالبانو د انګليس او امريکی په غير مستقيم اودپاکستان
په مستقيم ملاتړ ،داسی سوله راوستې وه چه اکثريت خلک د تيارو پيړيو په دوره کی دطالبانو او القايدی د" شخصی اسلامی"تفاسیرو او قوانينو لاندی ژوند تيراوه.
ترطالبانو دمخه،شرق،غرب،شمال او جنوب په جنګ او جګړو کې اخته او هيواد په
عملی ډول تجزيه شوی وو٠
زما پيشنهاد داسی دي ; د امريکی،انګليس او باقيمانده ناتو پوځ دی اخراج اوپر ځای دی د څو بيطرفه
اسلامی هيوادو لکه مليزيا،اندونېزيا,بنګله ديش،ليبيا،سوریی،اوداسی
نورو هيوادو، يو مختصرا وموقت سوله ساتونکی پوځ ،په هيواد کی دسولی ساتنی لپاره وګمارل،اوبيا ازاد او دموکراتيک انتخابات تر سره شی،نوبيابه ددی سوله ساتونکو قوتونو د اخراج په برخه کی دخلکو منتخب دولت تصميم ونيسي٠

ديادولو وړ ده چه زما نظر د يوه عادي افغان شخصي نظر وو اودی،او دحکمتيار
دطرحی سره هيڅ ډول تړاو نلري،اوقسم چه ددی مطلب دليکلو په موقع زه لا
خبر هم نه وم چه ښاغلی حکمتيار داسی يو پروګرام لري٠

په درناوي،[/quote:57d0d7a8bd]


عادل عادل
10.02.2009

ساپي وروره

سلامونه

نظریات مو باالکل سم دي

زمونږ د ملک په حالاتو کې په تیورئ اتکاء کول زما په نظر اشتباه ده.

اول به دا راسره منې چې د اوس په شمول د تاریخ په اوږدو کې هر مقاومت او پاڅون د ضرورت پر بنا منځ ته راغلئ، همدا سبب دی چې د بري پړاو ته په رسیدو سره سم د ستونزو سره مخ شوي یو. هغه په دې مانا چې د مقاومت تر څنګ د بري نه د وروسته پړاو لپاره د چارو د سمبال هیڅ نوع کار نه دی شوی، ځوان او بااستعداده اشخاص نه تنها چې روزل شوي او ساتل شوي ندي بلکه مسلحانه مقاومت ته بلل شوي او د شهادت جامونه یې نوش جان کړي او یا هم د تورو تمبو شا ته اسیران شوي دي.

په بل عبارت عام ولس د اشغال په سختو او کړکیچنو شرایطو کې خپله ایماني او وجداني وظیفه په پوره میړانه او سرښندنې سره اجرا کړې ده، دښمن یې مات کړئ او وطن یې د بهرنیو او کورنیو اوږدمهاله دسیسو څخه ژغورلای دی.

خو دا چې ولې پاتې راغلي یو دا مسوولیت د ای-اس-ای او بهرنیو کړیو نه دی بلکه زما، ستا او نورو لوستو او یا په اصطلاح روڼ اندیو خلکو دی چې د ملت ارادو ته مو احترام ندی کړی، د شهیدانو وینو ته پابند نه یو پاتې، ملي ګټو ته مو پر شخصي ګټو ترجیح نده ورکړې او د همدغو سازماني کړیو سره د معاملې لومړي او وروستي خلک پاتې شوي یو.

روښانه مثالونه یې همدا اوس اوس موجود دي.

تاسو لطفا وښایاست چې په افغانستان کې فعلا د درګیرو سیاسي اطرافو تعداد څو دی؟؟؟؟

زما په نظر درې اطرافه وجود لري او بس:

یوې خوا ته

1( طالبان
2( حزب اسلامي

بلې خوا ته

3( د امریکې تر پالنې لاندې د اشغالګرو ایتلاف

اوس چې تاسو د سیاسي لارو چارو نه د بین الافغاني ډیالوګ پیشنهاد کوي دا ډیر اړین او پر ځای کار دی خو مشکل دلته دی چې ټول هغه افغاني سیاسي ډلې او اهل د کار شخصیتونه چې تاسو یې یادونه کړې ددې پر ځای چې په روانه غمیزه کې څلورم، پنځم او .............لسم او شلم طرف ولوبوي، په تاسف سره په خواسته یا ناخواسته ډول د پورتني دریم طرف تر sponsorship لاندې تبارز کړی، چې په داسې حال کې ددوی سره مذاکره نه تنها چې بین الافغاني بڼه نلري بلکه هیڅ ډول نتیجه به هم پرې مرتبه نشي، ددې پر ځای بایده چې خپله اصلي Sponsor مذاکراتو ته راوړاندې شي او د یوه اشغالګر طرف په صفت د خپلو پلیتو پښو د سپکولو په خاطر د مذاکرې وړاندیز وکړي.

د یادونې وړ بولم چې په کور د ننه او ټوله بهرنئ نړی کې زما په ګډون غوڅ اکثریت لوستي، روشنفکره، سیاسي، ملي، مسلکي او پوه افغانان د پورتني دریم طرف په ګټه سندرې وایو او ددوی د دروغجنې دیموکراسئ ګول مو خوړلئ دی.

پکار خو دا ده چې د اشغال خلاف اصولي همجهته دریځ او پالیسي د جزوی بین الافغاني سیاسي توپیرونو قرباني نه شي. د مثال په توګه د طالب او حزب سره زموږ اختلاف په دې مانا نه وي چې د اشغالګرو سره ملګري شو.

د خپلواک او سرلوړي افغانستان په هیله


میوند ننګیال
10.02.2009

سلامونه او ښي چاري !
ساپي وروښه ليكن مووړاندي كړي او ورونو پري ښي تبصري هم كړيدي چه دټولو دي كور ودان وي٠

مهمه خبر دمقاومت ترڅنګ پخپلو كي د تفاهم ده که مقاومت وشي او خارجيان وشړل شي او افغانستان يوازاد او مستقل هيواد هم شي دادياده مه اوياسي چه دافغانستان حالات به دهغو تيرو حلاتو نه ډير خراب او تور وي لكه څنګه چه د تنظيونو داختلافاتو له وجي پيدا شوي ول او نن افغانستان تاسو ويني چه دهمغي اختلافاتو له وجي نن پدي زړه دردونكي او نه هيريدونكي حلاتو سره مخامخ دي لكه څنګه چه تاسو ته معلومه ده نن دوه لوي حركتونه د حكومت دسختو مخاليفينو نه دي چه يو يي د طالبانو حركت دي او بل دحزب اسلامي اول بايد دوي دواړه پخپلو كي سره كيني او متحد شي كه داسي ونكړي نو بيا دامريكانو وتلو ته ضرورت نشته كيداي شي چه دادواړه تنظيمونه دخپلو اختلافاتو له وجي افغانستان يو داسي بحران سره مخا مخ كړي چه بيا به يي دحل لاره هم نوي ددي نه وروستو دي هغه خرڅ شوي كسانو سره كيني چه اوس هم لږ څه دخپلو قومونو په زړونو كي ځاي لري لكه سياف رباني قانوني او داسي نور او تفاهم دي وكړي كه څه هم دا كار ناشوني ښکاري خو وخت غواړي بله دا چه تر څوچه ايي اس ايي يا ايراني لاس وهنه وي ملي پخلاينه مشكله ده خو ناممكنه نده ځكه مونږداسي مشران لرو چه اوس هم دملي پخلايني لپاره كار كوي نه دكوم حكومت دتأثير لاندي دي او نه د كوم تظيم يا اداري پوري اړه لري يو اځني مشكل زمونږه دادي چه مونږه يوه منظمه اردو نلرو دخرڅ شوي او لاسپوڅي كرزي حكومت پدي 7 يا 8 كالو كي تر اوسه منظمه اردو جوړه نكړه که په اوسني حالاتو كي مونږه يوه منظمه او تكړه اردو لرلي نوكيداي شي بيا به دبهرنيو نه دومره زيات خطر نوي لكه د ايي اس ايي يا نور [color=red]سافي وروره[/color] تاليكلي :

راځۍ وروڼو چې صريح سره وغږيږو، اګر که زه په خپل نوم ليکل کوم، خو تر کومي به ويريږو، تر کومې به دويرې له وجهې دخپلو نيمګړتياوو څخه سترګي پټوو، مرګ خو يو مرګ وي، چې په نيټه وي، هغه که دسي آي ای په ګولۍ وي، او که دآي اس آي، او که په کټ کې په ملاسته وي.

كه ما اوستا غوندي ځوانان صريح ونه غږيږي نوبيا خو ددي ځواني هيڅ فايده نشته همدا زما اوستا غوندي ځوانانو ته ضرورت دي كه هغه دقلم ليكنه وي او كه دژبي بيان وي هغه حديث دي چه بهترين جهاد دظالم په مخكي حق خبره ده
پا كستان د 30 كالو نه افغاني ليكوالان سياست پوهان او قومي ،مذهبي مشران يا تروركړي او يا يي خرڅ كړي خو ايا ددوي ددي كار سره پدي كي كوم كمي راغلي يا څوك چپ پاتي شوي كه ما او تا دخپلي ازادي يا ملي پخلا يني لپاره كار ونكړو والله كه يي عربان يا ايران او پا كستان وكړي كه يو څوك زمونږه دښمن وي او مونږته دهغه د ښمني معلومه هم وي نوبيا ډار څه پكار .


هـ . غیرت
10.02.2009

سلامونه د فورم ټولو لوستونکوته !
ځماپه نظر د option لپاره په پښتوکی تر ټولو ښه وییز همدا غوراوی دی
چی مخکی یی هم چا یادونه کړی وه
:!:


Sangar Watan
10.02.2009

په اوسني وخت کې موږ څه خيارونه يا امکانات لرو؟
پدی هکله دبيصدا صيب نظر تر ټولو منطقي او عملي ښکاري٠
دا اوس په افغانانو،خاصتاپه روڼ انده قشر ،فعاليت او تکل پری تړاو لري
چه څنګه خپل پيام نړېوالوته ورسوي٠که دټول افغان دسايټ اکثريت غړئ پدې
"خيار"راضي وي،نو موږ کولای شو چه يو متن جوړ او ټولو افغانی سايټونو
او نورو مراجعو ته ئی واستوو٠
پدی لاندي اړيکتون کی تاسو کولی شې چه د نورو افغانانو سره اړيکه ټينګه
کړې :
http://www.afg-info.com/


رښتینی
10.02.2009

وروڼوزما سلامونه اونيكي هيلي ومنئ !

دفريد صيب له مقدمي كه راتير شو نظر يي دمنلو وړاوګټور بريښي خو دډاكتر
روستا تركي انديښوته هم توجه په كار ده هغه ليكي :

[code:1:553c5298a9]خو دا خبرې هغه وخت امکان لري، چې امريکا
په کې اخلاص وښودي، که نه نو دغه
ځواکونه به څنګه او دچا دمشرۍ لاندې افغانستان ته راځي[/code:1:553c5298a9]

په مينه


عادل عادل
10.02.2009

سلامونه

د یوه افغان په صفت زما وړاندیز او د حل لاره :

1( خارجي قواوې بايد د قيد او شرط نه پرته د افغانستان څخه ووځي.

2( د کرزي حکومت او پکې حشرګړي سياسي احزاب دې منحل اعلان شي.

3( سرتاسري اوربند د وشي، د اوربند څارنه دې د اسلامي کنفرانس غړي هيوادونه او د هغوی سوله ساتي ځواکونه وکړي )بغير د ګاونډيو هيوادونو(

4( د 12 مياشتو لپاره دې د اوولس د استازو نه جوړه يوه جرګه د چارو واګی په موقته توګه په لاس کې واخلي.

5( د پورتنۍ جرګې اصلي او اساسي دندې د اوربند ټينګښت، د وروڼو قومونو په منځ کښې د سولې او يو تربله د بښنې او زغم منډې ترړې، او انتخاباتو لپاره لاره هوارول دي.

6( د پورتني يو کال په د ننه کښې دې انتخابات تر سره شي او منتخب حکومت دې د چارو واګي په لاس کښې واخلي، تر دوو کلونو پورې دې د اسلامي هيوادونو سوله ساتي پاتې شي.

7( منتخب حکومت دې د نړی د هيوادونو سره په لاندې مهمو ټکو کې د تضمينونو راکړه ورکړه وکړي:

الف( : د نړۍ هيوادونه په خاصه توګه ايران او پاکستان دې د افغانستان په کورنيو چارو کښې د لاسوهنې څخه لاس واخلي.

ب( : نړۍ ته دې تضمين ورکړل شي چې د افغانستان د ننه څخه به د هيڅ هيواد په ضد هيچا ته دهيڅ ډول فعاليت ته اجازه نه ورکوي.

8( د منتخب حکومت د کور د ننه لومړی دنده دې د سولې ټينګښت او ورپسې د جنګي جنايتکارانو محاکمه تشکيل کړي.

9( د اسلامي نواميسو په رڼا کښې دې ملي او فرهنګي بيا رغاونه وشي.

10( کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته دې لاره هواره شي.

11( ساختماني بيا رغاونه او پروژې دې کار شي.

12( لوړو زده کړو ته دې د هيواد په د ننه کښې اسانتياوې برابرې شي.

13( پياوړي اقتصاد لپاره دې د ودې زمينه برابره شي.

14( ملي پوځ او پليس دې د مسلکي زده کړو تر څنګ په ملي او وطني مينه سمبال شي، د پوځ او پليس غړي دې هغه څوک وي چې بهرني ملکونه يې نه وي ليدلي او نه هلته اوسيدلی وي.

15( د ولس دنده:
د وروڼو قومونو د لا نږديکت په موخه دې دهر ولايت په سطحه د مخکښو سپين ګيرو او ويښو ځوانانو سل کسيز ټولګي راووځي او په نورو ولاياتو دې وګرزي، کوربه ولايات دې د دغو ټولګيو پالنه او خدمت وکړي، ملي اتڼ، لوبې، او د لورينې ژور احساسات دې سره تبادله کړي. او دا لړی دې هر کال په مشخص تاريخ تکرار شي تر څو ملي بڼه خپله کړي.

............. او داسې نور ........چې د هر دردمن افغان د زړه انعکاس کوي.

د خپلواک او ودان افغانستان په هيله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more