نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
باتور
13.02.2009
ښاغلي غيرت ليکلي :
[color=darkred:10ce21b90f]د روس او چين ( او)د تيلو او ګازو زېرمي کنترولول ؟[/color:10ce21b90f]
ـ راته تر نورو موخو ټاکونکې بریښي ، دا نور یا له پلمو پرته زیات څه نه دي اویا ځینې یې دوهمه درجه دلیلونه دي اوبس !
ها زما پوښتنه او دا هم ستاسو ځواب . .
مننه ! دا نوري بابولالي به فعلا نورو موضوعګانو ته پرېږدو. .
په درنښت
ع کريم حليمي
14.02.2009
محترم باتور ته ښې هيلي
[quote:65fda448c5]له ښاغلي حليمي او ښاغلي غيرت نه يوه ساده پوښتنه !!!
امريکا او ناټو ولــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي زموږ وطن اشغال کړ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ [/quote:65fda448c5]
ستاسو د فرمودې سره موافق يم ، ريشتيا هم چه يوه ساده پوښتنه ده
کور چه دي اور واخلي ، اول اور وژنه ، زموږ کور اور اخستی لمبې ئې
اسمان ته پورته کيږي ، او ته پر خېټه کرار کرار لاس تېروي چه دا اور ئې
څرنګه واخست ؟؟؟
ستاسو په احترام به خپل نظردرته څرګندکړم اصلا نظر نه بلکي حقيقت
يوار دوه واره درې واره ئې وويل چه دا مېلمه په لاس راکه ، اول ئې خوست
درلمبه کي ، تاويل تې پرېږه دئ لا څه کا
بيا ئې لس واره عبدالحکيم مجاهد ور وغوښت چه دا مېلمه راکئ
حکومت مو ساتل کيږي ، د ملل متحد چوکۍ به در کړو
تاسو په يوه موزه دواړي پښې چخ کړې چه نه !! تاسو فکر کاوه چه دا سړي
د چنجا کارېز دی
نو دوئ هم د جنګ اعلان درته وکئ ، وخت ئې درکئ ، تاسو بيا هم غوږ
ونه ګراوه ، هر کله چه د جنګ اعلان څوک وکي ، نو بيا داجنګ مشروعيت
پيدا کي ، نو تاسو په جنګ کښي ماته و خوړل ، نو اشغال سوې
که دي جنګ ګټلی وای ، نو بيا د دوئ نهه منه اوړه يوه پتيره کېدل
چه ماته دي وخوړل تاسو هغې ئې در يوه پتيره کړل
د پښتون قوم دي هم درسره غرق کړي ،
زه دا بابولالي نه منم چه شرق ميانه نيسي مرکزي اسيا نيسي
نيول چه شي دي ؟؟؟، تجارت کوي بازار پيدا کوي تيل په پيسواخلي
پر پايپلاين کراهه ورکوي ،
بن لادن ويل پايپلان زه جوړوم ، په راسته لاس جهاد کاوه او په چپ لاس
ئې تجارت ، چه د خدای سره چم کوي دغه به ئې پای وي
اوس ئې په لاس ورکه ، شرطونه پر کښېږده ، له قمار څه چه هر وخت ولاړ سې
ګټه دي وکړه
تا راوستلي ؟؟؟؟؟ که ريشتيا اشغال نه خوښوې او ګټه نه درته لري ، توپک
کښېږده ، سياسي مبارزه شروع که ملت ټول درسره دريږي ،
جنک دي پرخپل سر شروع کړي ، پر دوه روخه نسې جنګېدلی
د ملت سره هم جنګېږي ، د امريکا سره هم جنګېږي ، د بل په باروتو
دا باروت هم مفت نه دي ، چه دا جنګ وګټي ، بيا دا باروت والا هم غوښتني
لري ، چه دئ وباسي په لس کاله جنګ ، بيا دا د نن ورځي دوستان دي اشغالوي
زه فکر کوم دې ته اشغاليان نه وايي ، که څنګه ؟؟؟؟؟؟
په مينه
Ghairat
14.02.2009
[quote:b92575dd8e]دا نوري بابولالي به فعلا نورو موضوعګانو ته پرېږدو. .[/quote:b92575dd8e]
باتور خانه سکالوخو تاسې وړاندې کړې اوتر اوسه پورې دې پرې خپل نظر هم نه دی ور کړی، نو که بل څوک پرې نظر ورکړي او بیا هغې ته تاسې د بابولالې ارزښت ورکوئ ، دابه مو له اصولو څخه جوته سرغړونه وي، ځکه له دلیل پرته د چا دلیکنې ارزښت راټیټول ډاګیزه تیری دی ـــ په تیره بیا چې د موضوع په اړه مو د خپل نظر څرګندونه هم نه وي کړی، او بیا د هغه چا له پاره چې ستاسې پشان یې موضوع هم پخپله وړاندې کړې وي ، آیا همداسې نه ده؟ که وي نو لطفأ خپل نظر دې هم وړاندې کړه چې لوستونکي دې هم د موضوع دوړاندې کولو په موخه او هم مو په مشخص نظر پوه شي .
محترم حلیمي صاحب ډير ترخه حقایق بیان کړي دي ، برید کونکي خو به هر ډول موخې لري ، د شوروي موخې خوتر نن ورځې پورې چا سمې روښانه نکړی، ولې د خلق او پرچم له واک پرته دهغوی په افغانستان تیری نشوکولای، نو مهمه دا ده چې ددې موخو له پاره بهرنیانوته ولې پر افغانستان د برید کولو موقع په لاس ورشي، امریکا ته دا موقع چا ورکړه ، د چا جهالتورکړه، ولې یې ورکړه او زمونږهیواد ولې د طالب دجهالت له لاسه دومره کښته راوغورځول شو چې آن له امریکا څخه زمونږ د ملي ناموس ګریوان ته لاس راتیر شو؟؟ ؟
باتور
14.02.2009
که طالبان نه وای، امريکايان به نه راتلل، که شورای نظاريان نه وای طالبان به نه راتلل، که نجيبيان نه وای نظاريان به نه راتلل، که خلقيان نه وای کارمليان او نجيبيان به نه راتلل، که خلقيان او پرچميان نه وای روسان به نه راتلل، که داودخان نه وای کړي نو کمونستان به نه راتلل، ، دا سلسله که پسې اوږده کړو نو هان د آدم ع تر وخته پوري به ورسېږو. .
آيا زموږ د خاوري اشغال صرف د طالبانو د اشتباهو له کبله دی ؟؟؟
ښاغلي حليمي ته :
زموږ په کور او کلي دا اور نوی نه دی لګېدلی، له دېرشو کلونو راهيسي دا اور زموږ په خاوره بلېږي. . د دې اورونو منشا که پيدا نه کړو او په علت که يې پوه نه سو ، نو به دې اورونو ته هيڅکله هم د خاتمې توان ونه لرو!.
ښاغلي غيرت ته :
ستاسو د ډاډېيني لپاره دومره ليکم چي :
زه لا دلته يم، د دې بحث په اړه به خپل نظر هم ستاسو او نورو دوستانو حضور ته وړاندي کړم.. ما غوښتل او لا غواړم چي لومړی د نورو نظرونه وپلټم او ويې لولم .
په درنښت
ډاکتر څپاند
14.02.2009
محترم غيرت صيب بيا هم سلامونه،
اول خو داستاسو ليکني په تخنيکي لحاظ ،ددی سايټ په معين چوکاټ کی
نه ځايږی او لوستل ئی ګران دي٠ هيله ده چه د خپل ليک دهرې ليکي
اوږد والی ددی چوکاټ سره عيار کړی٠
تاسو ليکلي چه :
[quote:ff74ca825e]شوروي موخې خوتر نن ورځې پورې چا سمې روښانه نکړی، [/quote:ff74ca825e]
په کال ١٩٩٣ کی دKGB مشرانو دمسکو دتلويزيون له لاری يو څه حقايق
بربنډ کړه،چه ځينی افغانانوهغه ثبت او ما هم دهغی يوه کاپی وليده چه په
انګريزي ژبه ژباړه شوی وه٠
په ١٩٩٣ کی په روسيه کی حال احوال داسی وو چه هر چا،او کيدای شي چه
KGB ترهر چا زياد تلاش درلود چه "حقايق"تر ټولو لمړی څرګند او ځان دغرب
طرفدار وبولي٠داځکه چه په هغو شپو ورځو کی د روس حکومت CIA ته
دا امکانات ورکړی ول چه د KGB ارشيف ته لاره پيدا کړی٠
پدی خبرو اترو کي د KGB جنرالانو هر يوه دبل په رقابت تلاش کړی چه تر
ټولو ډيره افشاګري وکړی٠هغه څه چه ځما په ياد پاته دي(قاله ،قاله) او خدای
مې دې غاړه نه بندوي پدی ډول ول :
"دافغانستان انقلابي دولت دسقوط په حال کی اوپه ايران کی اسلامي
انقلاب بريالی شوی وو٠ که په افغانستان کی هم اسلامی دولت ايجاد شوی وی
دی حالت به دشوروی اتحاد پر اسلامي جمهوريتونو بد تاثير کړی وی،او پايله
به ئی د شوری اتحاد تجزيه وله"
ديوه جنرال نه وپوښتل شوه چه تودو ابو ته رسيده،ايا ددی حملی سبب نه وو؟
هغه وويل"موږ پخپلو تودو خولو کی داسی ډوب ووچه تودی اوبه مو هيڅ
په تصور کی هم نه ګرزیدی :lol: ".
يوه بل جنرال داسی علاوه کړه"سياسي بيرو دعسکري قطعاتو دليږلو تصميم
ونیوه،دخلق اوپرچم ګوند رهبری ته تصميم اعلان شو،کارمل خپل جرات له لاسه
ورکړی وه،موږ پدی فکر کی وو چه اسدالله سروری ددولت دريس په توګه
تعين کړی شي،مګر شايد کارمل دسروی له ډاره ،با جراته شوی وي :lol: ٠"
دبل سوال ځواب داسی وه :
"تر هغه ځايه چه زموږ اجنټانو مالومات راکول،CIA ددی عملياتو سره چندان
مخالفت نه وه ښوولی"
الغيب عندالله
مګر که دبشريت تاريخ ته وکتل شي،ټول تاريخ دانسانانو تر منځه له جنګ او
لانجو ډک دی٠يوه عالم ويلی "انسان هغه حېوان دی چه لا تراوسه اهلي شوی ندی"
په نړۍ کی به ډير کم خلک پيدا شي چه ووائی ياره زما ئی همدومره بس!
قناعت نشته،څوک لګيادی پدی دنياکی ځانته جنتونه جوړوی،او ځينی نوربيا
دځان په وژلو،يادنورو خلکو په وژلو او زورولو، په عقبی کی دجنتونو،حورو
او غلمانو په فکرونو کی ډوب وي٠
دګوتو په شمير انسانان،شايد پدی عقيده وی چه بلاعوض عبادت وکړي٠
Ghairat
15.02.2009
دروند سپاند صیب او ښاغلی باتور خان له لیکنو څخه مو مننه
ښاغلي سپاند ښوټکوته اشاره کړې، برژنیف پخپله هم هغه وخت اعلام کړه چې امپریاليزم افغانستان ته چې زمونږ سهیلي ګاونډي دی،د ضد انقلاب په صادرولو سره زمونږ په پښو ټوپک ایښی و،نومونږمجبور شو چې دخپلې دفاع له پاره دغه هیواد ته پوځي مرستې واستوو!
دا چې امپریالیزم د شوروي د همدغسې غبرګون یعني د شوروي پوځي مداخلې انتظار درلود، څوپه افغانستان کې شوروي ته ماته ورکړي برژنیو یې په دغه هدف نه پوهیده اوهغه څه یې وکړل چې امریکا او لاسپوڅو یې ( جیمي کاتر او ضیأالحق) غوښتل ۰
باتور خان لیکي :
[quote:6ba23d2009]که طالبان نه وای، امريکايان به نه راتلل، که شورای نظاريان نه وای طالبان به نه راتلل، که نجيبيان نه وای نظاريان به نه راتلل، که خلقيان نه وای کارمليان او نجيبيان به نه راتلل، که خلقيان او پرچميان نه وای روسان به نه راتلل، که داودخان نه وای کړي نو کمونستان به نه راتلل، ، دا سلسله که پسې اوږده کړو نو هان د آدم ع تر وخته پوري به ورسېږو. . [/quote:6ba23d2009]
دا سمه خو تا ته هم مهم نه ده، مهمه داده چې له دې پړاوونو او یونه بل ته د قدرت له بدلونونو څخه مونږڅه نتیجې اخلو او په وروستیو دېرشوکلونوکې حالت ولې پرله پسې له بد نه بدتر کیده اود بهر نيانو مداخلوته لار پرانیستل کیدله ؟ که مونږ دغه علتونه اونیمګړتیاوې راوباسواوویې شنو د نجات سخته خو ډاډمنه لار به هم راته روښانه شي! دتېرونظامونو یادونه باید صرف همدغه شنندوی هدف ولري ،نه دهغوی غندنه یا ارزښتونه! دا کار تر اوسه یو حاکم دولت نه دی کړی او خپله لار یې پرې نه ده روښانه کړې او يايې نه دي غوښتي چې له زور زیاتي پرته په عقلي لار هم ډډه ولګوي او دې لاندې ستونزې ته د پای ټکئ کېږدي :
[quote:6ba23d2009]زموږ په کور او کلي دا اور نوی نه دی لګېدلی، له دېرشو کلونو راهيسي دا اور زموږ په خاوره بلېږي. . د دې اورونو منشا که پيدا نه کړو او په علت که يې پوه نه سو ، نو به دې اورونو ته هيڅکله هم د خاتمې توان ونه لرو!. [/quote:6ba23d2009]
[color=white:6ba23d2009]د دې اورونو منشا او علت : [/color:6ba23d2009]
واکمن ۰۰۰۰۰۰۰۰اسلام۰۰۰۰۰۰۰۰۰ملتپال ۰۰۰۰۰۰۰۰ولسواک)۰۰۰۰د بهرمي اغیز لاندې؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داود خان۰۰۰۰۰۰۰۰۰هو۰۰۰۰۰۰۰۰ هو۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ نه۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ ۰ هو، د شوروي!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ترکئ۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ نه!۰۰۰۰۰۰۰۰ نه۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰نه ۰۰۰۰۰۰۰۰۰هو د شوروي ګوډاکی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
امین۰۰۰۰۰۰۰۰۰نه۰۰۰۰۰۰۰۰۰«هو»۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰نه۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ هو، د شوروي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کارمل۰۰۰۰۰ نه۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰نه۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ نه ۰۰۰۰۰۰۰۰۰هو، بالکل د شوروي غلام
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جهادیانن ۰۰ هو۰۰۰۰۰۰نه۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ نه۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ هو د ISI ګوډاګیان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
طالبان۰۰۰۰هو۰۰۰۰۰نه۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰نه۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ هو، د ISI غلامان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کرزی۰۰۰نه۰۰۰۰۰۰۰نه۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰«هو»۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ هو،د CIA غلام
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه حکومتونه چې درېواړه معیارونه پوره نکړي یو یا دوه معیاره یې کم وي
هغوی مشرعیت هم نه لاره او له ماتې سره مخ شول یا به مخ کیږی! دداود خان
واکمني تر لویې جرګې پورې ۵ کاله نامشروع وه، خو بالمقابل دنیمه دموکراسۍ د دورې یا اساس قانون د لسیزې ټول حکومتونه مشروع وو او دریواړه معیارونه یې پوره کړی وو! له همغې راوروسته په افغانستان کې د بهر د بهر لاسوهنې، کودتاګاني، جعلي انقلابونه اوجګړې راپیل شوي او دا بده ورځ په افغان ولس روانه ده، نوکله چې هیواد آزاد او دریواړه معیارونه سره جوخت اواوږه په اوږه پلي شي، افغانستان به له طوفاني مسیر څخه بچ او د خپل تاریخ اصلي مسیر ته بیرته داخل شي! ددې وړتیا نه طالب لري،نه مجاهد،نه کمونیست اونه د امریکا ګوډاګیان، ددغو ډلومشرتابه باید په سولۍ شي او ډلې پخپله سره لکه ورونه د یوملي اسلامي او ولسواک زعامت په رامنځته کولو سره راټول اومتحد شي! هر څوک چې په هره لار وي، ددریواړومعیارونو وحدت به مني،که نه د سیاسي واکمني دې نه غواړي!
له ملا او طالب نه د ملتپالنې اوولسواکۍ تمه نشي کېدای،خو د ملتپال اوولسواک اسلامي حکومت د منلو او په هغې کې د ګډون تمه ترې کیدی شي او باید ګډون په کې ولري!
له پخوانو کمونستانوڅخه دا تمه کیدای شي، خود خپلې تېرې کمونستی دورې سره دې مقاطعه او دوښمني اعلام کړي او خپل پخواني مشرتابه دې محاکمه کړي اویا دې لا اقل د هغوی محاکمه وغواړي، نو بیا ددوی هر تن هم جمهوري ریاست ته د کاندید کیدلو اوهم په حکومت او شورا کې د برخې لرلو حق لري اوکولی شي د ملي اسلامي اوولسواک زعامت له پاره هم هڅې وکړي!
ډاکتر څپاند
15.02.2009
محترم غيرت صيب،
که مو اجازه وي نو يوه يادونه به درته وکم٠
هغه داچه "دافغانانو په خټه کی لا ددموکراسۍ يا ولسواکۍ اثار نه ليدل کيږی"
کنه نو ستاسو په شان يو ازاد خياله او دکره معلوماتو څښتن به داسی قضاوت
نکوی،داځکه چه پدی هکله قضاوت دخلکو،دټول افغان ولس حق دی چه څوک
محاکمی ته راکش کړي او څوک دجمهور ريس په توګه انتخابکړي٠
تاسو داسی ليکلی :
[quote:a87b8efb6a]له پخوانو کمونستانوڅخه دا تمه کیدای شي، خود خپلې تېرې کمونستی دورې سره دې مقاطعه او دوښمني اعلام کړي او خپل پخواني مشرتابه دې محاکمه کړي اویا دې لا اقل د هغوی محاکمه وغواړي، نو بیا ددوی هر تن هم جمهوري ریاست ته د کاندید کیدلو اوهم په حکومت او شورا کې د برخې لرلو حق لري اوکولی شي د ملي اسلامي اوولسواک زعامت له پاره هم هڅې وکړي! [/quote:a87b8efb6a]
ستاسو نوموړی نظر ديو شمير خلکو په اند،دکمونستانو په طرفداري ليکل
شوی،خو ځما په عقيده ،تر ټولو دمخه،دا يو غير دموکراتيک نظر ښکاری٠
بله خبره داشوه چه هغه جنايات چه دوستم(کمونست)،يا احمدشاه مسعود اويا
سياف کړي،سره څه تفاوت لري؟
يوۀ داسلام په نامه،بل دقوم او بل دزحمتکش تر نامه لاندي ،خپل اعمال پټ
کړي٠موږ به مالومات څرګند،اوخلک به قضاوت کوی٠
په درناوی،
Ghairat
16.02.2009
دروند سپاند صیب او منلو ګډونوالو ته سلام !
تاسو لیکلي :
[quote:a530b57c06]ځکه چه پدی هکله قضاوت دخلکو،دټول افغان ولس حق دی چه څوک
محاکمی ته راکش کړي او څوک دجمهور ريس په توګه انتخابکړي٠ [/quote:a530b57c06]
داسې بریښي چې دموکراسي تاسې ته له مسولیت څخه آزادۍ ته وايي،که نه
څنګه کیدای شي یوولس وژونکی دیکتاتوري نظام چې د شوروي زبرځواک سره یې د خپل وطن په اشغالولو کې مرسته کړې وي ، په میلیونو هیواد وال یې په جګړوکې وژلي او لا ډیر یې بی کوره کړي وي ، ددغسې تالیسټي رژیم د مشرتابه غړي له مسولیت اومحاکمې څخه آزاد تصور کړای شي۰ دادې د ورته پولپُت لوړ پوړي استازي هم اوس په کمبودیا کې محکمې ته راکښل شوي دي!
هغه وخت چې د نازيانو مشران د نورنبرګ محاکمې ته راکښل شول ایا هغه یو ضد دموکراتیک عمل و؟ که نه و، د کوم ولس په کومه ټولپوښتنه هغوی محکمې ته راکښل شوي وو؟
د هیټلر، ستالین، فرانکو، پُلپُت، پينوچې او خلق و پرچم دیکتاتوری رژیمونو
ماهیت یو شی او یو ډول ضددموکراتیک رژیمونه وو ، صرف چپه او ښي بڼه یې سره توپیرېدله !
[quote:a530b57c06]
ستاسو نوموړی نظر ديو شمير خلکو په اند،دکمونستانو په طرفداري ليکل
شوی،خو ځما په عقيده ،تر ټولو دمخه،دا يو غير دموکراتيک نظر ښکاری[/quote:a530b57c06]٠
له ماتې وروسته دموکراسي هم د ښي او هم چپو دیکتاتوریو د پلو یانو په ګټه ده په یو شرط چې له دغه پلوي څخه تیر شي او هغه رژیمونه بد وګڼي ، له رهبرانو څخه یې کرکه وکړي، یعنې مشران یې محاکمه او پلویان یې دموکراتان شي، نو که هغه طالبان وي،که خلقیان او پرچمیان وي، که تنظیمي مجاهدین وي اوکه نورلیونیان وي چې له خپل جنون اولیونتوب څخه تیر او دارالمجانین څخه روغ راووځي آیا دا به دې ټولوته ګټه ونه لري؟، ملت به جوړ،آرام او جنګ جګړې به ختمې نشي؟ بالکل به ختمیږي !
نوکه چا ویلې وي چې زما په دې نظر کې د کمونستانوګټه ده، سم یې ویلي خو حقیقت یې نیمګړی ویلی، ځکه چې دا نظر یو دموکراتیک نظر دی او په ټولو یو شان تطبیقیږي، نو یواځې د کمو نستانو مشرتابه نه ، بلکې د ټولو جهادي تنظیمونو او طالبي ډلو مشران باید محاکمې ته راکش شي د ولس د مظلومیت پوښتنه ، حساب اومحاسبه باید وشي! دموکراسي دا پښتومتل پلی کوي چې :
[color=white:a530b57c06][size=24:a530b57c06]۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰وروري به کوو حساب تر منځه![/size:a530b57c06][/color:a530b57c06]
پورتنۍ محاکمې ته راکښل بل شی نه دی ــ په ورورۍ کۍ ددقیق حساب ورکولو ته راکښل دي ، دغو مشرانو د هرې ډلې چې وو د افغانانوملي وروري ماته کړې او تر پښو لاندې کړې یې ده، داسې یې د پښو لاندې کړې چې آن په لکاو اومیلیونونو افغانان ورونه یې وژلي دي، آخر د خدای له پاره،تاسې یې اوس محاکمې ته هم نه راکشوئ؟؟؟؟ پریږدئ یې چې آزاد او په خلاصو پښووګرځي؟ داسې چې غلو داړهمارانو، جنایتګرو سیاسي اوملي خاینانو،ولس وژونکوقاتلانو ته برأت ورکول کیږي، بلکې تر دې هم زیات : هغه نازول کیږي اوآن جمهوري ریاست ته کاندیدول کیږي ، نو بیا بخښنه مخکې غواړم : دا نشئ ویلای چې افغان ولس یو تلپایه مظلوم،خړ سترګې، مړ تت او شوده ولس نه دی چې هم یې دیکتاتوران ۰۰۰۰ اوهم یې پرې بیا پاکوي!
[quote:a530b57c06]بله خبره داشوه چه هغه جنايات چه دوستم(کمونست)،يا احمدشاه مسعود اويا سياف کړي،سره څه تفاوت لري؟ [/quote:a530b57c06]
دکمونستانومٍثال دې ولې دوستم راوړی، خلق او پرچم باید نه په دوستم محدود شي او نه د دوستم په جنایاتو پټ کړل شي، دوستم هم د پرچم یا مستقیم د شوروي د ظلمونوجز حسابیږي،خوکه ستا خبره
[quote:a530b57c06]يوۀ داسلام په نامه،بل دقوم او بل دزحمتکش تر نامه لاندي ،خپل اعمال پټ کړي٠[/quote:a530b57c06] بیا هم دوی په دې خبره کې سره برابر نه دي چې یو دپردي شوروي قدرت له پاره ولس وژلی، او بل دخپلې دیکتاتورۍ او آن د وطن د آزادۍ په نامه ظلمونه کړي دي، خودا فرقونه به بیا محکمه راسپړي چې د اعمال یې له کومه اړخه ارزوي ، سیاسي، پوځي او زورواکیز یا شخصي ضریبونه به یې په سزا کې معلومیږي، نو هغه د محکموکار دی اود بحث موضوع نه ده !
[color=blue:a530b57c06]زمونږاو ستاسې رغنده او ژغورنده نظر په دې اړه یواځې او يواځې دا کیدای شي چې د سیاسي ، جهادي او طالبي جوړښتونو سیاسي مسولین محاکمه او نور پلویان یې ددوی د سیاسي جنایاتو له تور څخه وژغورل شي او دملي وحدت اوملي همکاریو ډګر ته د یوه واحد وطن اوملت د ځامنوپه توګه یو بل ته سره ورغاړې وځي او دسیاسي نظر اختلافات د بیلابیلوګوندونو په جوړولو سره صرف د نظر او تبلیغ په سطحه محدود کاندي!
ومن الله التوغیق! [/color:a530b57c06]
باتور
22.03.2009
[color=green:62578ba7df]ســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلامونه[/color:62578ba7df] ټولو ته وړاندي کوم .
دا لاندي ويديو وګورئ او که مو وخت پيدا کړ ، په اړه يې يو څه څرګند کړئ !
http://www.youtube.com/watch?v=sKemTX-ufp8
په درنښت
احمدبلال
29.08.2009
Asalam O Alaikum!
staso dae mozo ta zama sa da rangae nazar dae che amrica ke yawa idara da che hagha tole policiane jorawe ao har hokomat ta malomat war kave che dae idare ta THINK TANK waye. dae idarae che kala na research wako no dae ta pata walagida che pa donia ke da telo(oil) resources pa khatmedo dae no dae da koshish waka che da energy la para sa nor zarae ra payda karae. no pa hamdae waqt ke pa tajikistan ke da gas field kashf sho no dalta da ratlo la para dae ta yawa lara wa ao hagha afghanistan. da tajikistan na deta gas wabasal da afghanistan ao pakistan ya iran (siasat ao diplomacy ke sa hom na wayal kege : paroney doshman da nan dost) la larey. SWAL da dae che wale AFGHANISTAN? da zaka che dae larey na yaw kho pa dae masarif kam raze ao nor wajeh ye sa da range dae. 1:
dae zaye na dae chine control ke, zaga amricayan ta da chine da iqtisade ao military power jegaydo na dar lare
2:che da iran inqilabe hokomat control ke, da khpale mashoqe ISRAEL la pare, la kom na che dwar darege
amricayano ao da haghae matboat mutabiq haghe da pakistan islami atom bomb na darige che goya da da alqaieda ao ya da arabano las ta wana walega. da afghanistan la lare dae da central asia na da russia asarat hom kamawale she, che da bia da dae lapara yawa gata showa.
ka monga tarekh ta wagora da afghanistan pa stage bande yawa ghata loba lobige che warta awal yao angrez RUDYARD KIPPLING yao angrez novel nigar warta THE GREAT GAME nom warkarae da. che da loba pa 19 ao 20 sade ke da russia ao da bartani pa menze ke da taqat ao da wasaielo da jang la para jangedale wa.
ASALAM O ALAIKUM