نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
امريکا او ناټو ولې زموږ وطن اشغال کړ ؟؟؟!!!
باتور
20.01.2009
درنو او محترمو بحثکونکو او د بحثفورم کتونکو !
[color=darkred:d0322703b3]امريکې او ناټو ولي زموږ وطن اشغال کړ ؟؟!![/color:d0322703b3]
نظرونه مختلف دي :
د سپتمبر د يوولسمي د غچ اخيستل؟ د بشر د حقوقو ساتل؟ د روس او چين کنټرول؟ د شورای نظار مرسته کول؟ ښځو ته حقوق ورکول؟ د ديموکراسۍ تطبيقول ؟ د تيلو او ګازو زېرمي د ځان کول؟ د کوکنارو د کرنې ميدانونه پراخول او اداره کول؟ د خپلو نويو اسلحو تجربه کول؟ د مسيحيت د دين لپاره تبليغ کول؟ . . . . . . . . . . . . . . .
تاسو څه واياست؟
په درنښت
ع کريم حليمي
20.01.2009
مکرم پوښتنه کوونکي او محترمو بحثکونکو او د بحثفورم کتونکو !
ته سلامونه !!
يوه بله پوښتنه ، د باتور صاحب پر پوښتنو ،ور اضافه کوم چه :
و دې بدرنګه او تک تور اشغال ته چا زمينه سازي وکړه ؟؟؟؟؟؟
په مينه او درنښت
میوند ننګیال
20.01.2009
محترمو هر يو باتور او منلي حليمي صيب سلامونه !
ددي اشغال په باره كي مختلفي ليكني شوي او مختلف نظرونه ورتاسو چه ليكلي خو زما په نظر :
امركا افغانستان باندي هجوم ددي لپاره ندي کړي چه ديوولسم ستمبر غچ واخلي يا د بشر حقوق وساتي او يا ديموكراسي تطبيق كړي اود نه شمال ټلوالي غم ورسره دي بلكه هماغه خبره ده چه دكرمو ابو ته رسيدل چين ته ځان رسول ځكه چه دچين اقتصادي حالت ډير په مخ روان دي او يو نړيوال ځواك دي چه امريكا د چين د پرمختګ نه په ويره كي دي د حليمي صيب د پوښتني په ځواب كي بايد داووايم چه يو څه طالبان هم وو نور پاكستان سعودي امارات او نور مخ تورن ځكه ددي نه بغير اشغال نا ممكن دي ٠
په پښتنه او اسلامي مينه
Sangar Watan
20.01.2009
زما سلامونه هم ومنۍ،
دمحترم باطور صيب په ځواب کی بايد عرض شي چه که د بشر حقوق،
دموکراسي ،دښځو حقوق او دی ته ورته مسايل مطرح وای،نو نن به په سعودی
عرب ،داموجوده فاصدې شاهي کونۍ حکومت نکولی اونه به اسرايلو ته دا
حق ورکړ شوی وی چه فلسطينيان قتل عام کړی :!:
پاته شوه د محترم حليمی صيب پوښتنه،ځما په عقيده چه دحبيب الله (کلکانئ
غل)نه بيا تر کرزي پوري،داډول سياسی رژيمونه لږ اوډير ددی ناورين مسوليت
لري٠
که دشاهي نظام په دوره کی دهيواد ترقۍ او دخلکو دپوهنې دلولړتيا لپاره
کار شوی وو،نو افغانان به نه دکمونستانو او نه هم دافراطي اسلاميستانو د
ناوړه پاليسيو ښکار کيدل٠
کمونستان وتوانيدل چه دترقی،عدالت،"کور-ډوډۍ-کالي"په شعارونو سره
يو ډله افغانان په ځان راټول کړي٠ځيني کمونستان دی ته حاضر ول چه دکمونست
شوروي دمنافعواودخپلوعقایدو ددفاع په لاره کی خپل سرونه قربان کړی،سره ددی چه دجنت،حورو اوغلمانو دلاس ته راوړو اند ئی هم ندرلود،مګر دوی
څه ليونيان ول؟؟
اسلامي افراطيون هم دی ته حاضر شول چه د خپلو شخصي او عقيدتی مبارزاتو
په لړ کی حتی دپاکستان،ايران،امريکی،انګليس او نورو غربي هيوادو دګټو
دساتلو لپاره وجنګيږی٠
باتور
27.01.2009
له ښاغليو استاد حليمي، ميوند ننګيال او sangar watan نه مننه !
دا نور ورونه او خوندي مي په کوم درانه خوب ويده دي چي دې پوښتني ته د ځواب ليکلو وخت نمومي!
په درنښت
و.افغان
27.01.2009
باتور صاحب:
لنډ ځواب:
هدف يي دمنځنۍ آسيا دګازو، تيلو، او نورو طبيعي زیرمو، لاندې کول دي،
البته ددې هدف لپاره هغوي مختلفي جبهي په کار اچوي، دمسيحيت جبهه، دداخلي شقاق
جبهه (فرق تسد) دالحاد جبهه، دفحاشۍ جبهه، دمعنوياتو دله منځه وړلو جبهه او داسي نورې
ډیرې جبهي چې دپورتني مهم هدف دحاصلولو لپاره ترې کار اخيستل کیداي شي.
پورتني هدف ته درسيدو سره امريکا په دې توانيږي، چې په نړۍ کې نوي نړيوال نظام رامنځته کړي، چې په نتيجه کې به يي په ټوله نړۍ يواځي امريکا حکومت کوي، او بس،
دنړۍ ټول
مسائل به دحل او فصل لپاره امريکا ته وړاندي کیږي، دشوروي له سقوط نه وروسته امريکايان په دی عقيده شو چې دوي کولاي شي يا ددي مستحق دي چې دټول عالم قيادت په خپل لاس کې واخلي، خو داسي ښکاري چې ان شاء الله دا فرعوني عقيده به يي دوه پنځوسي ټوټې کړي، او دتاريخ ډیران ته به يي ګوذار کړي.
په درنښت.
میوند ننګیال
31.01.2009
درندو ورونو سلامونه او ښي چاري !
وهاج صيب خداي مو په خله برکت کړه رب لايزال قادر او قهار دې دروس نه هم بد تر او بد حا له کړي او ورسره دي دانا ست ګوډاګيان هم داسي کړ ي چي ليوني شي امين ٠
زما په نظر چي تر څو دا لاسپوڅي غلا مان او خائينان د ميدان نه نوي ورک شوي نو دا کار لږ څه مشکل دي ځکه دا بي غيرته او ډارن پخپله هيڅ نشي کولي تر څو زمونږ دخاورې خائينان ورسره نه وي والله که خو يوه دقيقه م ايثار شي مننه .
Ghairat
02.02.2009
مهمه سکالو د ملي وحدت په پام کې نیول اوساتل دي ، مقاومت باید وتوانیږي چې ملي وحدت د ستر ګودتور په څیر وساتي او په دغه تلسټ خپله شتراتیژي ورغوي ۰ ملي وحدت د وطنوالو د هیلو ارزوګانو، افکارواو غوښتنو په پلي کولو اوټولو روا آزادیو په خوندي کولو سره ساتل کیدای شي !
ددې له پاره لومړی ګام دادی چې مقاومت باید یوه ګرځنده ملي شورا ولري چې په سلوکې ۶۰ غړي یې بیطرفه ملي کسان وي چې نه طالب،نه کمونست اونه کومې بلې ډلې ته منسوب اوسي۰
هو، په سلوکې ۳۰ غړي یې طالبان، ۳۰ ٪ نور یې روڼاندي ملي شخصیتونه ، ۳۰٪ قومي مشران او ۱۰ په سلوکې نور یې تجربه لرونکي مسلکي لوړ پوړي ملي پوځيان وي۰
شورا دې د قامونو له فیصدي سره سمه جوړه او اوموقتي مشر دې خیر دی ملا عمر وټاکي!
په دې توګه به خلک هم دوی خپل استازي وګڼي او اوملاتړ به ورسره اعلام کړي!
په درنښت
باتور
02.02.2009
[color=darkred:f24cc97f36]ملي وحدت، ملي وحدت، ملي وحدت . . . او بيا هم ملي وحدت ![/color:f24cc97f36]
غيرت خانه !
دا ملي وحدت له چا سره غواړې چي په پښو يې ودروې؟
له پښتنو نه پرته ورسه د وطن نورو اوسېدونکو ته، ته يو وار د ملي وحدت وړانديز وکړه! هم به دي په خوله پوري وخاندي، هم به دي په مطلب پوري. . .
موږ پښتنو ته په کار دی چي خپلمنځي اتفاق بېرته په لاس راوړو، بين الپښتني اتفاق ته يو او بل را وغواړو. . دا چي مو حاصل کړ، بيا به د ملي وحدت خبري کوو. . .
په درنښت
میوند ننګیال
02.02.2009
سلامونه !
باتور خانه د نخښي منځ دي ويشتلي ځكه كه پښتانه پخپل منځ كي وران وي ملي وحدت خو لاڅه چي هغه دچا خبره چه دپيازو شوروا به هم ونه وينو كه پښتون ملت په يو اتفاق شي نو بيا لري نده چه ملي وحدت جوړ شي دانن چه كوم حالات ددي دا ټول دپښتنو دبي اتفاقي وجه ده٠
ع کريم حليمي
02.02.2009
باتور ته سلام
[quote:0dc3765001]بين الپښتني اتفاق ته يو او بل را وغواړو[/quote:0dc3765001]
که پښتانه اول له جنک کولو لاس واخلي ، او خپل مخالف وړونه په مرګ
ونه ډاروي ، نو بيا بين الپښتني اتفاق ته د لاري د پرانيستلو امکان پيدا کيږي
دا چه هلته ملا مړ ، هلته معلم مړ ،.................... څنګه اتفاق ؟
تورن جنرالان جنګ د حل لاره ګڼي ، خبرو ته هم نه کښېني ،
که اتفاق د جنګ له پاره غواړې ، هيڅ جنک سبب د اتفاق کېدای نه شي
راسه چه پردې خبره اتفاق وکړو ، چه څلور کاله به جنګ نه کوي
بيابه وګورو ، چه دا سره اوسپين وځي که يا !!
که د وتلو اراده ئې نه درلوه ، نو بيا به په يوه اتفاق جنګېږو
بيا که ملا ، معلم مخاليفين سوه ، بيا به نو ، نه سره ګورو ،نه سپين ،نه معلم
خون ئې په خپله غاړه
دا ئې زما وعده له تاسو سره ، موافقه ده ؟
که پر کلونو نه ياست موافق ، يو څه به در وڅکېږم او څه به ته را وڅکېږي
درنښت
Sangar Watan
03.02.2009
مکرم حليمی صيب،
خبره خومو ډيره ښه کړی،مګر څوک به شي شاهد،څوک به وکړی تضمين؟؟
دلته مي د ملا نصرالدين نکل را يادشو٠
ملا دخپل خره سره پاچا ته ورغی اوتعهد ئی وکړ چه په لسوکلونو کی به خپل خر
په خبرو راولي او ددی کار لپاره ئی لس زره دطلا سکي وغوښتی٠پاچا سکي ورکړیخو شرط ئی داشو چه که خر ه پس له لسو کلو خبری ونکړی شوی،ملانصرالدين به اعدام کړی شي٠ملا شرط ومانه او د طلاوو سره کورته رهي شو٠خلکوملا ملامت کړ چه خدای دی خوارکړه،خر به څنګه په خبرو راولې،داخو هيڅ امکان نلری اوته به اعدام شی،ولي داسی بيعقله ئی٠ملاورته کړه چه زه نه بلکه
پاچا بيعقله دي،داځکه چی تر لسو کالو به يا زه مړ يم يا پاچا او يا خر٠
نو محترم حليمی صيب،اوسمهال پښتانه داسي سره دبی اتفاقي اوبی اعتمادی
داور په لمبوکی سوځي چه يو هم دی ته حاضر ندی چه دبل خبری ته حتي غوږ
شي ٠تاسو وګوری،په دانورو بحثونو کی کله چه د يوه افغان نوم راياد شی
چه فلانی سړی ګواکی دولسمشرۍ لپاره ښه کانديد دی،سم دم دا نور پی راټوپ
کړی چه دا خو کمونست،ياCIA,KGB,ISI اوڅه نمونه چه نه یی پری لګوی٠
په نوره نړۍ کی چه يو کس ځان کاندی کړی نو د هغه داهليت،شخصيت،پوهي
تقوی،پاک لاس،وطندوستی،مسلمانۍ،ملتپالني،تجربی،اتوريتی،اداري وړتيا
او نور اونور خصوصيات په نظر کی نيول کيږی خو موږهمدا يوه شړی لرو او
پر هر چا يی غړوو او پرهر چا دبطلان ستره ټاپه وهل کيږی٠
لوی خدای (ج)دی افغان ولس سمی لاری ته هدايت کړي٠
ع کريم حليمي
03.02.2009
[quote:09e1017786]اوسمهال پښتانه داسي سره دبی اتفاقي اوبی اعتمادی
داور په لمبوکی سوځي چه يو هم دی ته حاضر ندی چه دبل خبری ته حتي غوږ
شي [/quote:09e1017786]
اوپه تېره بيا دا زموږ باتور صاحب ، خو بېخي خبرو ته هيڅ عقيده نه لري
باتور صاحب يو وخت په جواب کي ماته ليکلي وه ، چه خبرو ته نه کښېنو
اول جنک کوو ، بيا خبري
او په داسي حال کښي بيا باتور صاحب ، و مکرم غيرت صاحب ته وائې
چه اول اتفاق راوله ، وروره ! ته اول دغه ګولۍ او خودکوشۍ و دروه
په يوه کال کښي به پښتني اتفاق بيرته راغبرګ سي
و
Ghairat
04.02.2009
سنګر صیب تاسې د نورې نړۍ یو هیواد را په ګوته کړئ چې د افغانی کمونستانو د مشرتابه په څیر یې یو زبر ځواک پر خپل هیواد د ټول ملت ، آزادۍ ، ملی واک او ناموس پر ضد تیری ته رابللی و ي او بیا هم یې همغه ملی خاین د خپل لیاقت پوهې تقوی،پاک لاس،تجربی،اتوريتی،اداري وړتيا او ...له مخې واکمنۍ ته کاندید کړی وي ، که داسې هیواد نه وی نو بیا مو که دا لاندې خیالبڼنې ، چې غالبأ مو د حبیب منګل له پاره را بـڼـلې دي ، بیرته در واخلئ بده به نه وي :
[quote:39434b0d26]٠تاسو وګوری،په دانورو بحثونو کی کله چه د يوه افغان نوم راياد شی
چه فلانی سړی ګواکی دولسمشرۍ لپاره ښه کانديد دی،سم دم دا نور پی راټوپ
کړی چه دا خو کمونست،ياCIA,KGB,ISI اوڅه نمونه چه نه یی پری لګوی٠
په نوره نړۍ کی چه يو کس ځان کاندی کړی نو د هغه داهليت،شخصيت،پوهي
تقوی،پاک لاس،وطندوستی،مسلمانۍ،ملتپالني،تجربی،اتوريتی،اداري وړتيا
او نور اونور خصوصيات په نظر کی نيول کيږی خو موږهمدا يوه شړی لرو او
پر هر چا يی غړوو او پرهر چا دبطلان ستره ټاپه وهل کيږی٠ [/quote:39434b0d26]
ددې سرو لیوانو په اړه مو د دری هغه متل هیر کړ چې : [color=red:39434b0d26]ازموده را ازمودن خطا ست !؟؟؟[/color:39434b0d26]
Ghairat
04.02.2009
سنګر صیب تاسې د نورې نړۍ یو هیواد را په ګوته کړئ چې د افغانی کمونستانو د مشرتابه په څیر یې یو زبر ځواک پر خپل هیواد د ټول ملت ، آزادۍ ، ملی واک او ناموس پر ضد تیری ته رابللی و ي او بیا هم یې همغه ملی خاین د خپل لیاقت پوهې تقوی،پاک لاس،تجربی،اتوريتی،اداري وړتيا او ...له مخې واکمنۍ ته کاندید کړی وي ، که داسې هیواد نه وی نو بیا مو که دا لاندې خیالبڼنې ، چې غالبأ مو د حبیب منګل له پاره را بـڼـلې دي ، بیرته در واخلئ بده به نه وي :
[quote:5caa8782a0]٠تاسو وګوری،په دانورو بحثونو کی کله چه د يوه افغان نوم راياد شی
چه فلانی سړی ګواکی دولسمشرۍ لپاره ښه کانديد دی،سم دم دا نور پی راټوپ
کړی چه دا خو کمونست،ياCIA,KGB,ISI اوڅه نمونه چه نه یی پری لګوی٠
په نوره نړۍ کی چه يو کس ځان کاندی کړی نو د هغه داهليت،شخصيت،پوهي
تقوی،پاک لاس،وطندوستی،مسلمانۍ،ملتپالني،تجربی،اتوريتی،اداري وړتيا
او نور اونور خصوصيات په نظر کی نيول کيږی خو موږهمدا يوه شړی لرو او
پر هر چا يی غړوو او پرهر چا دبطلان ستره ټاپه وهل کيږی٠ [/quote:5caa8782a0]
ددې سرو لیوانو په اړه مو د دری هغه متل هیر کړ چې : [color=red:5caa8782a0]ازموده را ازمودن خطا ست !؟؟؟[/color:5caa8782a0]
باتور خان ته همدومره ويل بس دي چې له ملي وحدت پرته هر جنګ په ملي خيانت انجا ميږي ، بلکې دغسې جنګونه موجود ملي وحدت هم له منڅه وړي او د هيواد د تجزيې او د ملت غاړې ته د يوې بلې ،لا درندې غلامۍ د وندر د ورغورځيدلو سبب ګرځي ٠
Ghairat
04.02.2009
سنګر صیب تاسې د نورې نړۍ یو هیواد را په ګوته کړئ چې د افغانی کمونستانو د مشرتابه په څیر یې یو زبر ځواک پر خپل هیواد د ټول ملت ، آزادۍ ، ملی واک او ناموس پر ضد تیری ته رابللی و ي او بیا هم یې همغه ملی خاین د خپل لیاقت پوهې تقوی،پاک لاس،تجربی،اتوريتی،اداري وړتيا او ...له مخې واکمنۍ ته کاندید کړی وي ، که داسې هیواد نه وی نو بیا مو که دا لاندې خیالبڼنې ، چې غالبأ مو د حبیب منګل له پاره را بـڼـلې دي ، بیرته در واخلئ بده به نه وي :
[quote:d1053a44f0]٠تاسو وګوری،په دانورو بحثونو کی کله چه د يوه افغان نوم راياد شی
چه فلانی سړی ګواکی دولسمشرۍ لپاره ښه کانديد دی،سم دم دا نور پی راټوپ
کړی چه دا خو کمونست،ياCIA,KGB,ISI اوڅه نمونه چه نه یی پری لګوی٠
په نوره نړۍ کی چه يو کس ځان کاندی کړی نو د هغه داهليت،شخصيت،پوهي
تقوی،پاک لاس،وطندوستی،مسلمانۍ،ملتپالني،تجربی،اتوريتی،اداري وړتيا
او نور اونور خصوصيات په نظر کی نيول کيږی خو موږهمدا يوه شړی لرو او
پر هر چا يی غړوو او پرهر چا دبطلان ستره ټاپه وهل کيږی٠ [/quote:d1053a44f0]
ددې سرو لیوانو په اړه مو د دری هغه متل هیر کړ چې : [color=red:d1053a44f0]ازموده را ازمودن خطا ست !؟؟؟[/color:d1053a44f0]
باتور خان ته همدومره ويل بس دي چې له ملي وحدت پرته هر جنګ په ملي خيانت انجا ميږي ، بلکې دغسې جنګونه موجود ملي وحدت هم له منڅه وړي او د هيواد د تجزيې او د ملت غاړې ته د يوې بلې ،لا درندې غلامۍ د وندر
د ورغورځيدلو سبب ګرځي ٠ د پښتون له وحدت څخه خو دې پاکستان لا پخوا د ترنګړ څلور بيلې بيلې ټوټې جوړې دي او په محکوم پښتونستان ، ازاد قبايلو ، جنوبي پښتونستان او
افغانستان په پښتنوسره ويشلي يا ويشلي ساتلي دي ، لومړی د هغوی د وحدت غم وخوره ، نور افغاني قومونه هر وخت له پښتنوسره ملي وحدت کولی شي او کوي يې په دې شرط چې د پښتنو طرحه د ملي وحدت رښتينې طرحه وي ٠
Sangar Watan
05.02.2009
موږ پدی سايټ کی يواځی دخپل ځان نمايندګی کوو او هر څه چه په ليکه کيږي
يو انفرادي نظر ګڼل کيږي٠
زه به خپل شخصي نظر د جمهوري رياست دکانديد په هکله وليکم،دابه ستايا
ستاسو انفرادي نظر وي چه دهغی په هکله څه ليکۍ٠
ما په خپل پخواني وړانديز کی ديوه کانديد لازمي صفات په ليکه کړل٠واضح
خبره ده چه هيڅوک به دګناه او بدو خصوصياتو نه خالي نه وي٠مګر موږ په دی
تله يا ترازو کی مختلف افراد تلو او نتيجه تری اخلو٠ځينی دوستان ودي ته
حاضر ندي چه فلانی،يابسمدانی دی پدی تله کی وتلل شي٠نو داشو
دهغه سړی شخصی نظر٠که داسړی وغواړی چه خپل شخصي نظر په نورو تحميل
کړی،داشو يو غير دموکراتيکه عقيده او عمل،که څنګه؟
راځی په دا لاندی ځو کسانو باندې خپل شخصي نظريات وليکو٠
1 کرزی،٢جلالي،٣ اشرف غني،٤ ځلمئ خليلزاد،٥ رمضان بشردوست،٦ عبدا لله
عبدالله،٧ يونس قانوني،٨ ملا عمر،٩ داکتر حبيب منګل،١٠ احدي د ماليي وزير
١١ جبار ثابت، ١٢ ستارسيرت ١٣ګا اق شيرزوی، اونور ٠ ٠ ٠ ٠ ٠
زما په شخصی عقيده،دپورتنيو اشخاصو نه يو هم مستحق ندی٠
که چيري دداکتر عبدالظاهر په کابينه کی د صدارت لمړی مرستيال،ښاغلي
داکتر عبدالصمد حامد چه په جرمني کی تشريف لری،کانديد شي زه به ١٠٠ په
سلو کی دهغه طرفداری وکړم٠
اوسني کانديدان:
١-کرزی دامريکی دلښکرو په وسيله په قدرت ورسول شو،يو ناپوهۀ او ناتوانه
رهبر دی،ډير ژر بايد لری کړي شي٠
٢-جلالی هم د امريکائی اشغالګرو سره يو ځای را پيدا او وزير شو،داستعفی
دقيق علت ئی هم معلوم نشو،سابقه خلقي افسر او ٢٠ کاله د CIA نږدي همکار
وو،با دسپلينه سړی دی٠
٣-اشرف غني هم د امريکائی اشغالګرو سره يو ځای را پيدا او وزير شو،داستعفی
دقيق علت ئی هم نشو معلوم،پوه سړی رامعلوميږی،مګر دجلالی پشان دی هم
داسی يوه څيره ده چه اعتماد کول پری مشکل دي٠
4-خليلزاد معلومدار امريکنی دی،که څوک ددی معضلی سره مشکل ونلري،تر
ټولو ازموده شوی او مجرب سياستمدار دی٠
5-رمضان بشردوست داشرف غني او جلالي پشان داشغالګرو سره يو ځاي را
پيدا او وزير شو،بيائی استعفي ورکړه او دپارلمان غړی شو٠جنجال بر انګيز
سړي رامعلوميږی،دير ښه منتقد دی او غټی غټی وعدی کوی٠مګر څنګه به
داعتماد وړ وګرځي؟ايا دی به پخپلو وعدو وفاوکړی،اياهغه قوم يا قومونه
چه د افغاني جامعي اکثريت تشکيلوی،ودی تکاملي مرحلی ته رسيدلي چه
خپل ولسمشر داقليت نه وټاکي؟٠
٦-عبدالله او٧-يونس قانونی د١٩٩٢ تر ١٩٩٦ او بيا د اشغال راهيسی خپل
امتحانونه په مطلقه ناکامۍ سره تير کړی،نه پوهيږم په کوم جرات داسی فکرونه
ورته پيداشوی؟
9-ډاکتر حبيب منګل دروسانو دراتګ سره،په ملي سطحه وپيژندل شو،
پداخل دهيواد کی ئی چندان دولتی کارونه ندی کړی،ځکه چه نوموړی دکارمل
په وخت کی په مسکو کی سفير وو٠ دچادوژلو يازورولو مستقيم شواهد پري
نشته مګر دهغه وابستګی دپخواني شوروی سره له يوی خوا او د هغه پوهه او
داداري توان له بلی خوا،؟هر شخص به بيا هم خپل انفرادي نظر لري٠
١٠ ډاکټر انورالحق احدی هم د کرزی دفاصدی او دامريکی دلاسپوڅي نظام يوه
بله څيره ده٠سره ددی چه ګواکی په کوم امريکائی پوهنتون کی تدريسی غړی وو
مګر ډير بيسويه سړی رابريښي٠دی د مالیی د وزیر په توګه هيڅ ډول برجسته
لاسته راوړنه نلري٠
11-جبار ثابت دجلالي پشان د امريکی غږ او غوږ وو،کله بيا دحکمتيار دوست
کله درحيم وردک دښمن،يو احساساتي سړی بريښی٠
١٢-عبدالستار سيرت هم دمرحوم ډاکټر ظاهر په کابينه کی دعدل وزير وو٠
کله چه ملګرو ملتونو (ددرغو او منافقت له مخی)ګواکی پلان در لود چه د
ډاکتر نجيب حکومت په يوه "بيطرفه"اداره بدل کړي،نو هلته هم دستار سيرت
تر مشري لاندي يوه موقته اداره جوړه و ګواکی په کويټه کی ئی انتظار درلود
چه د کابل واګی تر لاسه کړی.خو ځما په عقيده دامريکی،روس،ايران،پاکستان
اوغيره ذيربطو اړخونو نظر داوو چه هغه څه بايد وشي لکه چه په عمل کی وشول٠
سيرت صيب د برلين په کنفرانس کی بيا هم درهبري کانديد وو،مګر غربيانو
دکرزي په هکله خپل تصميم نيولی وو او دا کنفرانسونه او يا انتخابات تش
نمايشنامی دي او بس٠
١٣-دګل اقا شيرزي نوم هم دلته او هلته ياديږی،زه ئی نه پيژنم،مګر دامريکی
نږدی دوست ښکاری،دغه راز په ننګرهار کی د رشوت او فساد اوازی
هم ورپسی شته٠
pattang
05.02.2009
هو صمدحامد اقتصادپوهه لايق پاک سړی دی خو ډېر زوړ مريض اوبې زړه
سړی دی٠ څووارې مونږ ورغلو خو کومه ګټه يې ونکړه٠
Ghairat
05.02.2009
ښاغلی سنګر خان تاسې بشپړ نوملړ وړاندې کړی :
[quote:ab1d425453]راځی په دا لاندی ځو کسانو باندې خپل شخصي نظريات وليکو٠
1 کرزی،٢جلالي،٣ اشرف غني،٤ ځلمئ خليلزاد،٥ رمضان بشردوست،٦ عبدا لله
عبدالله،٧ يونس قانوني،٨ ملا عمر،٩ داکتر حبيب منګل،١٠ احدي د ماليي وزير
١١ جبار ثابت، ١٢ ستارسيرت ١٣ګا اق شيرزوی، اونور ٠ ٠ ٠ ٠ ٠ [/quote:ab1d425453]
په هر یوه باندې مو خپله تبصره کړې خو یونوم چې پاس شته (۸ لمبر نوم ) ، ولې تبصره مو پرې نه ده کړې، ددې څه لامل شته او که هیر شوی مودی؟
زما په اند که طالبان یوکاندید لکه متوکل وړاندې کړي اوهغه لوړه وکړي چې [color=blue:ab1d425453]د ملي ګټو په سر به د هیڅ چا سره معامله ونکړي، ملي ګټې به یې د بهرنی اوکورنی سیاست تلسټ وي [/color:ab1d425453][color=red:ab1d425453] اساسي قانون به پلی کوي [/color:ab1d425453][color=white:ab1d425453] او بهرني ځواکونه به وباسي [/color:ab1d425453] آیا ګومان نه کوئ چې پښتانه به پرې راټول شي او له ټولو ګوډاګیانو څخه به یې وګټي ؟
و.افغان
05.02.2009
[quote:bff66a414b] زما په اند که طالبان یوکاندید لکه متوکل وړاندې کړي اوهغه لوړه وکړي
چې د ملي ګټو په سر به د هیڅ چا سره معامله ونکړي، ملي ګټې به یې
د بهرنی اوکورنی سیاست تلسټ وي اساسي قانون به پلی کوي او
بهرني ځواکونه به وباسي آیا ګومان نه کوئ چې پښتانه به پرې راټول شي
او له ټولو ګوډاګیانو څخه به یې وګټي ؟
[/quote:bff66a414b]
دروند غيرت صاحب:
په پښتو کې يو متل دی، وايي: چې په ګوړه مري نو زهرو ته څه اړتيا ده، ضرور نه ده
چې هر ابر قدرت ته به افغانان سينه نيسي، هغه به هم ختموي، او ځان به هم بربادوي.
که چیرته داسي وشي، يا داسي شوني وي، لکه څنګه چې تاسو ويلي، نو له دی
بله ښه خبره چیرته ده، زه فکر کوم چې ان شاء الله پښتانه به ضرور داسي يو ملي کس
ته خپل ووټونه ورکوي، پرې راټول به شي خو ريښتينې کاميابي به هله منځ ته راځي،
چې متوکل صاحب
وکولاي شي، دخپل حکومت په لومړۍ شپو او ورځو کې دښکيلاګرو او جنايتکارانو په وړاندې
پريکنده ګامونه واخلي، دې سره به دمقاومتي ځواک صادق او په وطن مين ځوانان هم
دمتوکل صف ته ورواوړي.
خو دا خبره هغه وخت ممکنه ده چې امريکا دا ومني، چې نور په زور يي نشم ګټلې، او
نه غواړم چې دروس غوندي زه هم شرميدلې له افغانستان څخه ووځم، بلکه اوسمهال
ضرور ده چې يوه دوړو يا خټو پوزه ځان لپاره جوړه کړم.
نو ددغې پوزې جوړولو کې به هم دافغانانو ګټه وي، او هم به امريکا يو څه نا څه عزت
له ځان سره بیرته يوسي.
خو زه چې اوس څومره حالات ګورم، نو ويلي شم، چې دپورتنۍ خبرې وخت لا نه دی
رسيدلې، بلکه امريکا اوس هم دا فکر کوي، چې دزور له لارې ورته دبرې چانسونه
لا مخې ته شته دي، ځکه خو اوباما دیرش زره نور فوځيان افغانستان رالیږي، تر څو
په وچ زور مقاومت مات کړي، او له دې سره يي داربکيو جوړونه هم پیل کړه.
نو په داسې حالت کې دمتوکل او دغير متوکل ټولو خلکو په نصيب يواځې ناکامي
کيداي شي او بس.
په درنښت
باتور
05.02.2009
ټولو ته سلامونه !!
هغه دوستان چي د ګوډاګيتوب لپاره د کانديدانو اعلانونه دلته تېروي، هغو ته وايم چي دا موضوع د ولسمشري يا ولسکشري د کانديدانو د راپېژندولو په اړه نه ده !!!!!!!
[color=brown:028e37d083]د ګوډدګيتوب لپاره د کانديدانو يو [/color:028e37d083]نوی سرليک خلاص کړئ او هغلته د خپل زړه خواله تس کړئ !
په درنښت
Sangar Watan
06.02.2009
محترم باتور صيب،
ستاسو نظر سم دی،مګر له بده شاميته،کله چه يو ګړبړ دپيل په باره کی سر
شي،ډير ژر دچنجی بحث شروع کيږي٠دا زموږ کلتور دی٠
اوغيرت صيب،څګه موپه استلاح"خوده ده کوچه حسن چپ زدي".
ماته مو داسی ليکلي وه :
[quote:49b0c3e678]
نو بیا مو که دا لاندې خیالبڼنې ، چې غالبأ مو د حبیب منګل له پاره را بـڼـلې دي ، بیرته در واخلئ بده به نه وي [/quote:49b0c3e678]
او اوس د طالبانو په هکله ما پوښتی؟؟
ستاسو دمالوماتو او زما په شمول دډيرو نورو افغانانو اخيستنه خو داده چه
له بده شاميته،دالبانو دغرځنګ پر رهبری باندی دISI سره دتړاو ابهامات شته٠
نو که په رښتيا هم طلب يو ملي جنبش وي،ورته لازمه ده چه خپل غږ پور ته
کړي او په ډاګه دی ووائی چه ISI او دپاکستان زموږ دښمنان وو او دي٠
دغه راز يو رهبر ته پدی عصر وزمان کی نه ښائی چه دپردی تر شا ناست او
فتوي ګانی دی ور کوی٠
که په رښتيا هم ملاعمر دطالب جنبش رهبر دی او درهبری او اداری توان لری نو
دادی اوس خو دسياسي لحاظه د بلوغ عمر ته رسيدلی٠نوموړی په 1996 کی
کله چه طالبانو په افغانستان کی دشر او فساد نظام ته سقوط ورکړ ٣٤ کلن وه٠
او که ملا عمر او دده ياران لا هم په خپلو مستعارو نومونو،دطالب جنبش
تش پنامه رهبری دعوی کوی نو زما په زړه کی خو شک را پيداشی او هغه دا چه، داشغال په ضد ملي پاڅون،دادی دطالبانو يا لااقل دهغو دځينو رهبرانو په واسطه دپاکستان،ايران او اشغالګر پوځ، دلاس په يوه وسيله تبديليږی٠
باتور
08.02.2009
سنګر وطنه وروره !
ستا د چنجي خبره سمه ده، لېکن زه نه غواړم چي دا موضوع دي بېځايه خواوو ته کش سي.. .
د اشغال د علتونو په اړه که نظر لرۍ، را وړاندې کړۍ، کنه نوبلي خواته يې مه کشوئ !
په دنښت
باتور
13.02.2009
له ښاغلي حليمي او ښاغلي غيرت نه يوه [color=green:546c310f12]ساده[/color:546c310f12] پوښتنه !!!
[color=darkred:546c310f12]امريکا او ناټو ولــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي زموږ وطن اشغال کړ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:546c310f12]
په درنښت
Ghairat
13.02.2009
باتور صیب
[quote:7c99df609b]د روس او چين ( او)د تيلو او ګازو زېرمي کنترولول ؟ [/quote:7c99df609b] راته تر نورو موخو ټاکونکې بریښي ، دا نور یا له پلمو پرته زیات څه نه دي اویا ځینې یې دوهمه درجه دلیلونه دي اوبس !
خو د حلیمی صاحب داپوښتنه بالکل پرځای ده چې نوړی برید ته په شعوری یاغیر شعوری ډول زمینه سازی چا وکړه ؟ که طالب دا کارپه غیرشعوري توګه کړی وي ، وي به ، خو دتصور وړ نه ده چې ددوی مربی آی . اس . آی به په دې زمینه سازۍ کې شعوري لاسوهنه نه وي کړې ! ددې جګړې غزول او پراختیا هم د سی . آی. ای او هم د آی . اس . آی له خوا په ګډه سره پر مخ بیول کیږي . موخه یې هم سره ګډه ده :
پښتانه لر اوبر د پاکستان او دهغه په وسیله د انګلستان تر کنترول لاندې راوستل او د شمالی اتلاف سیمی د منځنۍ اسیا داړوندو غزیدنو سره د امریکا د خپل نفوذ
لاندې راوستل بریښي ، البته اقتصادی ګټې یې د ټولو پوځي ګډون لرونکو لوېدیځوالو سره ګډې دي .
په هر صورت تر څو چې پاڅون ټولملته بڼه ، ګډون او توافق ونه لري د
تلفاتو او ماتې خوړلو امکانات به یې تر ۷۰ ــ ۸۰ فیصدو هم زیاته وي او سیاسی نتیجه به یې هم د زیاتې قربانیو ورکونکو پښتنو پر ضد تمامیږي . او دا کار په تاریخ تر اوسه پورې تل همداسې په وار وار تکرارشوی دی ، خو تر ټولو بد ، تر نیمګړتیاو ډکه بڼه یې روانه جګړه ده چې ظاهراً د طالب په مشرۍ خو د پردې ترشا متاسفانه د آی . اس . آی په مشرۍ دوام لري ، که دا سې نه وای طالبان په وختی د نورو ورونو اتنیکونو سره لومړی ملی توافق او بیا په ملی مقاومت کې د ټولو ملی ګډون ته رسیدلی وای . داچې د شوروی د تیري پر ضد جهاد کې ټولو برخه لرله خو ددېسره سره یو ملی توافق ددوی تر منځ د جهاد په لس کلنه دوره کې منځته رانغی او بیا په وطن ورانونکی کورنۍ جګړې واوښت علت یې صرف او صرف افغاندوښمنه ، په تیره بیا پښتوندوښمنه آی . اس . آی وه او بس ، نو اوس څنګه کیدای شي چې له طالبره دې دهغې همکاري زمونږ د هیواد دلا ورانولو او د پا پاکستان په وړاندې د ملی خپلواکۍ د بایللو سبب نشي( ؟) په داسې حال ې د جګړې دواړه خواوې ( امریکا او طالب ) دواړه له دوی سره دوستان اوسی !