د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ


ع کريم حليمي
01.01.2009

ډېر ګران محترم استاد قاري صاحب ، درنو لوستونکو 
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته 
محترم استادقاري صاحب !
تر کوم حده چه زه ګورم ، ابى حنيفة رحمه الله د هيڅ کتاب تاليف ئې نه دی کړئ 
بېله يوې يا دوو رسالو څخه  ، چه مشهوره رساله ئې مسمی په ((الفقه الاکبر ))
اوبله رساله ئې په نامه د ((العالم والمتعلم )) 
د ابى حنيفة رحمه الله  ټوله رسالې د علم اکلام دي يعني لم يؤلف کتابا في الفقه 
 زما پوښتنه داده چه داسي جملې (وقال أبو حنيفة‏:‏ مَنْ قَرَأَ بِالْفَارِسِيَّةِ فِي صَلاَتِهِ‏:‏ جَازَتْ صَلاَتُهُ ) 

 يا لکه دغه لاندي فتوا :  د ابو حنيفه نه وه خوښه چه پر څپليو او جراپو 
مسحه وکړي ،ليکن  خپل فکر يعني فتوا ئې واخته ،درې يا اووه ورځي تر مخه دمرګ ، او مسح ئې وکړه پر څپليو ،کله چه دئ مريض وو ،
 څوک چه دده ليدلو ته ورغلي وه 
ورته وئې ويل ، هغه څه کوم ، چه پخوامي خلکو ته ويل ، چه پر څپليو 
مسح مه کوي (Fiqh-us-Sunnah /Fiqh 1.44a )

 د چا له خولې ويل کيږي ؟؟؟  

په درنښت 


هیښ
05.01.2009

سلامونه !
ښاغلئ وهاج صاحب ليکلي:

[quote]اوس وخت چې اسلامي امت ټوټې ټوټې دی، او په مختلفو برخو ویشل شوې دی،
اسلام ته دولاء او اخلاص پر ځاي يي ولاء او اخلاص نورو رنګا رنګ فکري اتجاهاتو باندې تقسیم شوي ده.
[code:1:249d88790b]

دامت دټوټې،ټوټې کيدو مسؤليت د علماوو کرامو په غاړه نه دئ ؟
عوام اوامت هميشه دعلماوو او ديني سکالرانو خولو ته غوږ نيولئ او دهغوئ د ارشاداتو او توضيحاتو پيروي يي کړی ده .
دا څه رنګه علما دي چه ادعا دپوهې هم کوي ،لاکن ديوه واحد نظر دپيداکولو پوهه او لياقت نه لري ؟
زموږ ددين اساس قران کريم او احاديث نبوي دي ،چه په اکثره سياسي ، اجتماعي ،فرهنګي او اقتصادي مساييلو کې صريح احکام او اوامر لري چه په هر وخت او هر ځائ کې لازم الاجرادي ،نو اختلاف او دښمني په څه کې ده او ولې بايد راولاړه شي؟ ايا داد علماوو خودخواهي او ددين سره جفا نه ده ؟
دامت يوه ټوټه ترڅو پورې دعلماوو دفتواووپه اساس دبلې ټوټې سره نفرت ،کينه ،ضديت او بالاخره جګړه وکړي ؟
دامت نه خو لاره ورکه ده او دعلماوو کرامو دبرکت نه حيران دي چه څه وکړي او دکومې ډلې علماوو په بيان باور وکړي،ايا ددې مشکلاتو دحل دپاره څه تجويز په کاردئ اوکه نه؟

مننه

[/code:1:249d88790b]


هیښ
05.01.2009

سلامونه !
ښاغلئ وهاج صاحب ليکلي:

[code]اوس وخت چې اسلامي امت ټوټې ټوټې دی، او په مختلفو برخو ویشل شوې دی،
اسلام ته دولاء او اخلاص پر ځاي يي ولاء او اخلاص نورو رنګا رنګ فکري اتجاهاتو باندې تقسیم شوي ده.

دامت دټوټې،ټوټې کيدو مسؤليت د علماوو کرامو په غاړه نه دئ ؟
عوام اوامت هميشه دعلماوو او ديني سکالرانو خولو ته غوږ نيولئ او دهغوئ د ارشاداتو او توضيحاتو پيروي يي کړی ده .
دا څه رنګه علما دي چه ادعا دپوهې هم کوي ،لاکن ديوه واحد نظر دپيداکولو پوهه او لياقت نه لري ؟
زموږ ددين اساس قران کريم او احاديث نبوي دي ،چه په اکثره سياسي ، اجتماعي ،فرهنګي او اقتصادي مساييلو کې صريح احکام او اوامر لري چه په هر وخت او هر ځائ کې لازم الاجرادي ،نو اختلاف او دښمني په څه کې ده او ولې بايد راولاړه شي؟ ايا داد علماوو خودخواهي او ددين سره جفا نه ده ؟
دامت يوه ټوټه ترڅو پورې دعلماوو دفتواووپه اساس دبلې ټوټې سره نفرت ،کينه ،ضديت او بالاخره جګړه وکړي ؟
دامت نه خو لاره ورکه ده او دعلماوو کرامو دبرکت نه حيران دي چه څه وکړي او دکومې ډلې علماوو په بيان باور وکړي،ايا ددې مشکلاتو دحل دپاره څه تجويز په کاردئ اوکه نه؟

مننه



ع کريم حليمي
06.01.2009

سلامونه!!
هو ! دسعودي  د مدرسو مدرسين او  ديوبند د مدرسو مدرسين 
دوه جلا أصول تدريسه لري  


هیښ
06.01.2009

قدرمن مولوي حليمي صاحب !
سلامونه اونيکي هيلي .
تاسو ليکلي :[quote:0a45529750][coهو ! دسعودي د مدرسو مدرسين او ديوبند د مدرسو مدرسين
دوه جلا أصول تدريسه لري
de][list:0a45529750]

دانو ځواب شو او که ستا دفرمودې مطابق (په اذانونو ګذاره ده)

مننه[/list:u:0a45529750][/code][/quote:0a45529750]


و.افغان
09.01.2009

[quote:0cc34fbb7b="sabawoon azadkhial"]
ولي نه، يوګل تخم ورکوي اوډيرنورګلان منځ ته راوړي [/quote:0cc34fbb7b]

آزاد خيال صاحب: خفه نه شۍ په تاویلو ماويلو مو پيل وکړ. :wink:

[quote:0cc34fbb7b="sabawoon azadkhial"]
بيا نوستا هغه ادعاچې په عربي ژبه د لمانځه اوقران په تلاوت کې دمسلماناو دوحدت حکمت پروت دی، پخپله نقض شوه. [/quote:0cc34fbb7b]
نه آزاد خيال صاحب ، داسې نه ده، اسلام دوحدت يوه لنډه مستقيمه آسانه او دکاميابۍ لاره ده، خو که چیرته اسلامي دولتونه پرې راټول شي، دا چې مسلمان نن څومره ټوټه دي، نو هومره له قرآني رڼا او حديثي مشال څخه ليري دي.
خو بیا هم ډیر اسلامي عبادات دوحدت يو رمز دی، لکه لمونځ په جمع کول دوحدت رمز دی، وروګلوي رامنځ ته کوي، تعارف رامنځ ته کوي، سلام اچول لوي عبادت دی، نو هر کله چې مسلمانان یو بل ته سلام واچوي، نو اګر که يي ژبې مختلفي وي، یو بل ته نږديکت او انس احساسوي.
تاسو ګورۍ، چې مکې مکرمې او مدينې منورې ته په مليونونه خلک دچې له يو نيم سلو څخه دزياتو دولتونو تابعيت لري راځي، اکثريت يي مختلفي ژبې لري، چې دیوه بل په ژبه نه پوهيږي، نو تاسو خپله سوچ وکړۍ ، که چیرته دوي ټولو په خپله ژبه لمونځ کولې، نو دجمعې دلمانځه امکان نه پاتې کيده، او یا بې ګټې وه، ديوې جمعې په ځاي به په سلګونو جمعې په يو ځاي کې کيدلې، دا هسې ديوه مثال په ډول درواخله، ډیر اسلامي عبادات دمسلمانانو دوحدت او يووالې، او خپلمنځې میني او محبت لپاره مهم رموز دي.

[quote:0cc34fbb7b]بيانو دايدز، تورزيړي اودسرطان مرضونو تداوي چېرته ده؟[/quote:0cc34fbb7b]

همدغه حديث شریف ددی ځواب کړی دی، چې (عرفه من عرفه وجهله من جهله) هو دمرضونو دوا ضرور شته دی، الله جل جلاله يي دوا هم پيدا کړي، خو څوک يي وپيژني، او څوک يي ونه پيژنې، دايډز، تور زیړي ، او سرطان دوا به هم خلک وپيژني.

[quote:0cc34fbb7b]په دواړو کې شفا ده، زه خپل ځانې په قرآن کريم او شرعي دعاګانو خپل ځان اوماشومان دموم، او هم يي ډاکټر ته دتداوۍ لپاره بوځم[/quote:0cc34fbb7b]

[quote:0cc34fbb7b]
زه شخصا هيڅکله د دمولو له پاره نه ځم، کله چې ماشوم وم نو دمريضۍ په وخت به مور راته تاويز کاوه او کله به يي د کلي ملا ته ددم لپاره هم بوتلم. ملابه څو چوفونه راباندې وکړه خو ښه به نه شوم. خو بيا به دکلينک د ډاکټر يودانه اسپرين ښه کړم. ډيرې مريضي ګاني د مکروب اويا ويروس څخه پيداکيږي، نو زه نپوهيږم چې دم کول دغه ويروسونه اومکروبونه وژلی شي او ايا په اسلام کې ددې ذکرشوی دی. خوپه دوا کې داسې زهر دی چې دغه موجودات وژني اويا يې له منځه وړي..
خوکه زه شخصاپه دم د ناروغۍ ددرملنې معتقد وای نو بيا به ستا برخلاف هيڅکله ډاکټر ته نوای تللی. دا دواړه بيخي يودبل په ضد بيلې فلسفي دي او بيلې منشاګانې لري. دواړه غاړې نه خوړل کيږي. خوداسې ښکاري چې تاسې پخپله ددم په قوت پوره باور نه لری نوځکه بيا ډاکټر ته ځي او دا دمذ هبي لارښونو له مخې ګناه ده. ځکه تاسې يي په تاثيرکې کمزوري يا شک ګڼی او دا ټکی دخدای دکلام په باب ګناه شميرل کيږي.[/quote:0cc34fbb7b]
سباوون آزاد خیال صاحب:
په قرآن کريم او مأثوره دعا ګانو دمول ضرور تأثیر لري، شفا په کې ده، خو آلبته ددم آثر
ددم ويونکي، او دمريض دعقيدي ځواکمنتيا پورې اړه، همدارنګه ددم صحي اختيار، ددملو دطریقي صحي اختیار، او ددمولو دوقت صحي اختيار هم ډیر اثر لري.
الله جل جلاله فرمايي:
وننزل من القرآن ما هو شفاء ورحمة للمؤمنين.
ژباړه: او نازلوو مونږ له قرآن څخه هغه څه چې شفا او رحمت وي دمؤمنانو لپاره.
نو دايمان صحت او ځواکمنتیا اړين شرط دی.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم خپل ځان په قرآني آيتونو دم کړی دی، صحابه کرامو ته يي
امر کړی دی، چې ځانونه دم کړي، دي باره کې ډیر صحي احادیث راغلي دي، کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم باندې يو يهودي (لبید بن الأعصم) سحر کړي وو، نو سحر خو حقیقت او تأثیر دواړه لري، نو پيغمبر صلی الله علیه وسلم مريض شو، بیا الله جل جلاله سورة الفلق او سورة الناس رانازل کړو، چې ټول یوولس آیته جوړيږي، ملايکو له سحر او دسحر له ځاي
څخه خبر کړو، نو خپل ځاي يي دم کړو، هغه سحر يي له منځه يووړ، او خپل صحت ورته
راوګرځيد.
کیداي شي چې تاسو اوس دسحر له حقیقته هم انکاري شۍ او که څنګه؟؟

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more