اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
عبادت په خپله ژبه
sabawoon azadkhial
20.12.2008
تېره ورځ مې د ملی تلويزيون دلارې د يوملا څخه چې په وجود يې کورتۍ خو په سر يي غټه پګړۍ وه واوريدل چې داسلام دين د نړۍ ټولو خلکو او هيوادونو ته نازل شوی دی او د یو هیواد يوې ژبې يا ملت پورې ارتباط نه لري. داخبره مې خوښه شوه خو راته سوال پيدا شو چې ولي زموږ ۹۹ سلنه خلک لمونځ او دعاګاني په عربي ژبه کوي او په مانا يي هيڅ نه پوهيږي. دنورو مذهبونو عبادتونه ټول ترجمه شوي او د هرهیواد خلک په خپله ژبه عبادت کوي.موږ چې دا کار نه کوو دليل يي څه دي؟؟؟ ايا اسلام اجازه نه ورکوي که عربي شيخان او نشنلستان غواړي موږ دعربي ژبې په لوست اوزده کړه مجبوروي. لطفا که مدرن ملايان په دې باب خپل نظر وړاندې کړي بې ګټې به نه وي.
Re: عبادت په خپله ژبه
pattang
20.12.2008
عربي ژبه د عربو داولس ژبه ده ، نه يوازې د عربو دشيخانو او عياشو مردار خورو٠
ولې پر د ې خبره کې کوم شک بولې ? داخو حقيقت دی ، خونه په زور او په جنګ ٠
د اسلام دين تر ټولو مکمل اومعقول دين دی چې نه عيسويت اونه يهوديت داسې اديان دي ٠ دا چې ته ازاد خياله ازلي ورسره کوږ يې هغه ستا پرابلم دی ٠
په مانا پو هيدل تر سواده پورې تړلی دی، خود دې څو کرښو لمانځه سره په عربي
ژبه حساسيت ښوودل څه مانا ور کوي ٠
يو بل بحث را واخله په هيواد کې ډېرې مردارۍ روانې دي٠
[quote:310e76ad35="sabawoon azadkhial"]تېره ورځ مې د ملی تلويزيون دلارې د يوملا څخه چې په وجود يې کورتۍ خو په سر يي غټه پګړۍ وه واوريدل چې داسلام دين د نړۍ ټولو خلکو او هيوادونو ته نازل شوی دی او د یو هیواد يوې ژبې يا ملت پورې ارتباط نه لري. داخبره مې خوښه شوه خو راته سوال پيدا شو چې ولي زموږ ۹۹ سلنه خلک لمونځ او دعاګاني په عربي ژبه کوي او په مانا يي هيڅ نه پوهيږي. دنورو مذهبونو عبادتونه ټول ترجمه شوي او د هرهیواد خلک په خپله ژبه عبادت کوي.موږ چې دا کار نه کوو دليل يي څه دي؟؟؟ ايا اسلام اجازه نه ورکوي که عربي شيخان او نشنلستان غواړي موږ دعربي ژبې په لوست اوزده کړه مجبوروي. لطفا که مدرن ملايان په دې باب خپل نظر وړاندې کړي بې ګټې به نه وي.[/quote:310e76ad35]
باتور
20.12.2008
آزاد خياله ته يو وار دا خپلي ژبي ته يو څه خدمت وکړه، چي د فارسيوانو له پيغورونو نه بېغمه شې. . عربو ستا په پوهنتون يرغل نه دی کړی.
وای
وړې ډبري يې له خپلي لاري نه سوای ټولولای، خوبونه يې د غرونو د ښورولو ليدل. .
په درنښت
sabawoon azadkhial
21.12.2008
په تنګانو که ځواب نه لری نو چوپه خوله بهتره ده. دموضوع څخه لرې هسې اپلتې ويشتل درته هيڅ ګټه نه لري. وخت ډیر قيمتي دی او په دې بې مانا ليکنو د خلکو وخت مه ضایع کوی.
میوند ننګیال
21.12.2008
ګران ازاد خيال،باتور خان ،او پتنګ خانه سلامونه ومنۍ
ازادخياله اسلام دانه وايي چه ته دعا په عربي ژبي وغواړه دعا په هره ژبه كولی شي هو لمونځ بغير دعربي نه په بله ژبه نشي كولي بله دا چه زه دمسوؤلينو نه داخواهش لرم جه را تيكنه بايد ر اسلام حصي ته وليږرول شي
مننه
larghonay laraway
21.12.2008
سلامونه!
د ازادخيال پوښتنه دومره نا روا هم نه ده ځكه چې لوى خداى ج وايي:
(زما په ذات خدايئ كې فكر وكړئ خو زما په ذات كې فكر مه كوئ) *1
هر مسلمان حق لري چې د خپلو اسلامي اركانو په اړه پوښتنې وكړي او خپل تشويشونه له منځه يوسي. د خداى هر حكم له حكم سره سره فلسفه هم لري.
امام اعظم خو په پاړسو هم لمونځ روا كړى دى. اوما يو ځل عبدالرحيم چترالي له خولې اوريدلي وو چې د جمعې خطبه په پښتو په كار ده نه په عربي.
زه خو وايم په هره ژبه به لمونځ كولو كې كومه ستونزه نه وي خو په عربي كول يې د مسلمانانو په وحدت دلالت كوي او كعبې ته د ټولو مسلمانانو د مخ كولو فلسفه هم د دوى د وحدت او يو والي نښه ده. خداى ج هم په يو والي او وحدت ډېر ټينګار كړى دى.
خداى ج وايي زه اراده لرم چې پر تاسو اساني راولم . پر تاسو د سختۍ راوستلو اراده نه لرم.
دا چې كله پر مسلمانانو سختي راځئ په دې كې يې هم خير دى.
زما په نظر كه چېرته قوي علماء وپوښتل شي كيداى شي چې څه لار راوباسي ځكه خداى ج وايي( هغه لمونځ كوونكو ته هلاكت دى چې له خپل لمانځه ناخبره وي) نو دا هم يوه ناخبري ده چې په لمانځه ولاړ وي او نه پوهېږي چې څه وايم.
حليمي صيب او وهاج صيب بايد پرې رڼا واچوي او دا بحث د اسلام څانګې ته يووړل شي.
مننه ستاسو لاروى
------------------------------------------------------------
[color=white:eb085c68f7]مکرم او ګران ورور لاروی صاحب ، ښې هيلي
-تتفكروا في الخلق ولاتتفكروا في الخالق ،فانه لاتحيط به الفکر
تاسو په مخلوق کښي فکر کوئ ، اوپه خالق کښي تصور مه کوئ چه ذات دده په عقل او تصور کښي نه راځي
پورته عربي متن اوجمله او *1ممکن صوفيانه خبره وي ، ولي چه سردار د صوفيانو
جنيدبن محمد فرمايلي چه ; لايعرف الله الاالله [/color:eb085c68f7]
حليمي
میوند ننګیال
21.12.2008
لاروي صيب سلامونه !
بلكل بايد پوښتنه وشي وايي چه پوښتنه كول د علم كونجى ده.
پا تي شوه دچترالي صيب خبره اوله خطبه جايز ده چه په پښتو وويل شي او په اكثره جوماتونو كي ويل كيږي خو دويمه خطبه واجب ده
pattang
21.12.2008
ددې سوالوضرورت څه دی
هر څوک دوعا په خپله ژبه کوي ( خدايه ما وبخښې ،زما مور او پلا راو زما
استاد .... ) نو ستا مقصد څه شی دی ? دا خو ولا که کومه علمي او يا
سياسي موضع وي چې تا را منڅ ته کړې ده ، مونږ مخکښې لدي نه نور ډېر
پرابلمونه لرو٠
زه د چا دازادې مفکورې په خلا ف نيم او نه سر منشي د موضع او بحث د څرنګه
والي يم او نه ځان ته دا حق ور کوم ، خو که يادشوي شيان د پښتني اساساتو
( پښتو , پښتنولي او اسلام ) په خلاف، سيخ او ياپه زاويه وي نوبيا مې وينه په
جو ش راځي٠
[quote:888adcb665="sabawoon azadkhial"]په تنګانو که ځواب نه لری نو چوپه خوله بهتره ده. دموضوع څخه لرې هسې اپلتې ويشتل درته هيڅ ګټه نه لري. وخت ډیر قيمتي دی او په دې بې مانا ليکنو د خلکو وخت مه ضایع کوی.[/quote:888adcb665]
sabawoon azadkhial
23.12.2008
د نورو لوستونکو لپاره راځم اصل موضوع ته:
په خپله ژبه د عبادت موضوع ډیره اساسي او مهمه ده ، نپوهیږم زموږ مولوي صاحبان ورباندې ولې چوپ دي. که په قران شريف کې ددې زکرشوي وي چې بايد لمونځ او کلمه حتمي ټولو مسلمانانو ته په عربي وي خو بيا نو موضوع ختمه ده اوزه ورباندې کوم اعتراض نه لرم خو که لکه د اريانا تلويزيون ملا چې ويل اسلام د کومې خاصې ژبې او ولس دين نه دی بلکې د ټولو انسانانو لپاره نازل شوی دی نوبيا خو بايد هرڅوک يپه خپله ژبه عبادت وکړي. لکه عيسويان چې ټول همدغه طريقه کاروي.
زما مرحوم پلار چې نوي کاله ژوند وکړ او دهغه دخولې اتیا کاله يي عبادت کاوه خوپه مانا يی نه پوهيده. ولي بايد داسې وي؟ زموږ ډیرکلمه ویونکي د کلمي په مانا نه پوهيږي. د آلله اکبر په نوم جهاد کوي خو نپوهیږي چې مانا يی څه ده. زموږ دپارلمان دستيج د پاسه يو ایات يا حديث ليکل شوی ، ایا څو وکيلان په عربي پوهيږي چې په مانا يي پوه شي.
که تاسې متوجه شوي ياست اکثر ځان وژونکي او مذهبي فدايان نالوستي اويا کم سواده وي چې نور څوک يی په اسانۍ او ډيرژر ماغزه بدلولی شي او برعکس څومره چې د چا دپوهې کچه لوړه وي په هماغه اندازه کم تعصبه او معتدل وي.
ولي ملا امامان د ځان پورې بمونه نه تړي؟ کوم تنظيمي رهبرځان يا خپل زوی قربانۍ ته تيارکړی دی؟ ايا ددوي جنت نه خوښيږي؟ ولي بايد دغه ځان قربانونکي ډيرعاجز ، کم عمره، بې تجربي او کم لوسته کسان وي؟ پس نه پوهيدنه د بنيادګرايی سره مستقيم تړاو لري.
لاروی صیب تاسې ليکلي چې په عربي ژبه د لمونځ کول دمسلمانانو وحدت راولي.
زه خو وايم کاشکې داسې وای خو په عمل کې داسې نه ده. ايا اوس په مسلمانانو کې وحدت زيات دی او که په عيسويانو کې؟ کوم اسلامي هيواد د کوم سره دوست دی؟ . اسلامي تنظيمونه سره په خپلوکې څومره وحدت لري؟
هیله ده چې ملاصاحبان چوپ پاتي نه شي او دغه ډيرې بنیادي پوښتنې بې ځوابه پرې نه ږدي. داسې پوښتنې د نورو مذاهبو د پيروانوله خوا په بحثونو کې مطرح کيږي اوځواب ورکول يی اسان نه دي. هغوی وايی چې تاسې څنګه عبادت کوی چې په ژبه يی نه پوهیږی او پخپله نه پوهیږي چې څه وايي.
pattang
23.12.2008
lol
- په هغه لار چې ته او ستا نور ملګري ځې زما دې خدای پښې ماتې کړي٠
- که په پښتو شي ، څه به وشي ? هرکار بايدخپل مفهوم او ګټه ولري
- اخ يوه اشاره بله هم درکوم: دغه شيان چې ته يې ليکې د خلقيانواول
وختونه مې په ياد راځي٠
هرعمل خپل عکس العمل لري
[quote:a0f863628b="sabawoon azadkhial"]
د نورو لوستونکو لپاره راځم اصل موضوع:
په خپله ژبه د عبادت موضوع ډیره اساسي او مهمه ده ، نپوهیږم زموږ مولوي صاحبان ورباندې ولې چوپ دي. که په قران شريف کې ددې زکرشوي وي چې بايد لمونځ او کلمه حتمي ټولو مسلمانانو ته په عربي وي خو بيا نو موضوع ختمه ده اوزه ورباندې کوم اعتراض نه لرم خو که لکه د اريانا تلويزيون ملا چې ويل اسلام د کومې خاصې ژبې او ولس دين نه دی بلکې د ټولو انسانانو لپاره نازل شوی دی نوبيا خو بايد هرڅوک يپه خپله ژبه عبادت وکړي. لکه عيسويان چې ټول همدغه طريقه کاروي.
زما مرحوم پلار چې نوي کاله ژوند وکړ او دهغه دخولې اتیا کاله يي عبادت کاوه خوپه مانا يی نه پوهيده. ولي بايد داسې وي؟ زموږ ډیرکلمه ویونکي د کلمي په مانا نه پوهيږي. د آلله اکبر په نوم جهاد کوي خو نپوهیږي چې مانا يی څه ده. زموږ دپارلمان دستيج د پاسه يو ایات يا حديث ليکل شوی ، ایا څو وکيلان په عربي پوهيږي چې په مانا يي پوه شي.
که تاسې متوجه شوي ياست اکثر ځان وژونکي او مذهبي فدايان نالوستي اويا کم سواده وي چې نور څوک يی په اسانۍ او ډيرژر ماغزه بدلولی شي او برعکس څومره چې د چا دپوهې کچه لوړه وي په هماغه اندازه کم تعصبه او معتدل وي.
ولي ملا امامان د ځان پورې بمونه نه تړي؟ کوم تنظيمي رهبرځان يا خپل زوی قربانۍ ته تيارکړی دی؟ ايا ددوي جنت نه خوښيږي؟ ولي بايد دغه ځان قربانونکي ډيرعاجز ، کم عمره، بې تجربي او کم لوسته کسان وي؟ پس نه پوهيدنه د بنيادګرايی سره مستقيم تړاو لري.
لاروی صیب تاسې ليکلي چې په عربي ژبه د لمونځ کول دمسلمانانو وحدت راولي.
زه خو وايم کاشکې داسې وای خو په عمل کې داسې نه ده. ايا اوس په مسلمانانو کې وحدت زيات دی او که په عيسويانو کې؟ کوم اسلامي هيواد د کوم سره دوست دی؟ . اسلامي تنظيمونه سره په خپلوکې څومره وحدت لري؟
هیله ده چې ملاصاحبان چوپ پاتي نه شي او دغه ډيرې بنیادي پوښتنې بې ځوابه پرې نه ږدي. داسې پوښتنې د نورو مذاهبو د پيروانوله خوا په بحثونو کې مطرح کيږي اوځواب ورکول يی اسان نه دي. هغوی وايی چې تاسې څنګه عبادت کوی چې په ژبه يی نه پوهیږی او پخپله نه پوهیږي چې څه وايي.[/quote:a0f863628b]
ع کريم حليمي
24.12.2008
درنو او مکرمو ، محترمو د دين وړونو ، سباوون ازادخيال صاحب ،
پتنګ صاحب ،ميوند ننګيال صاحب ،او دا زمونږ لاروی صاحب ته
السلام عليکم !
مکرم ازاد خيال صاحب !
دا پوښتنه دي د ٦٥٠٠٠ زرو ډالرو ارزښت لري
[quote:ec73311e51]تېره ورځ مې د ملی تلويزيون دلارې د يوملا څخه چې په وجود يې کورتۍ خو په سر يي غټه پګړۍ وه [/quote:ec73311e51]
نو خورا ډېر بدي خندلي هم وي ، ماته هم خندا راغله ٠ د ولي اوڅرنګه پوښتنه
به نه راڅه کوې
[quote:ec73311e51] راته سوال پيدا شو چې ولي زموږ ۹۹ سلنه خلک لمونځ او دعاګاني په عربي ژبه کوي او په مانا يي هيڅ نه پوهيږي. دنورو مذهبونو عبادتونه ټول ترجمه شوي .[/quote:ec73311e51]
شريعت او حنفي فقه ترجمه سوېده ، په ډېره اسانه او صحيح ډول ،
چه رشيد البيان نوميږي ، چه ډېر خواږه شعرونه دي ، څوک چه دغه اشعار
ولولي ، حنيفي فقه به ئې ټوله زده سي ، او که له ځانه عالم جوړوي نو
بيا دي شرح د رشيد البيان وګوري
دوه جلده / د مولانا رحمت الله تاليف نوم دکتاب / رحمت بيان ،
شرح د رشيدالبيان / جلد اول ئې ٧٠٨ مخه لري او جلد دوهم ئې ٦١٦ مخه
دا کتاب په ٩/١١ سنه ١٩٦٣ ليکل سوئ
تاسو ښه واياست !!! دين خامخا بايد ترجمه سي
اما دپښتانه دوښمني له کتاب سره ده ، کتاب والله که په ووايي
اس به اوبو ته ورولې ،چيښې ئې په چا
[quote:ec73311e51]او د هرهیواد خلک په خپله ژبه عبادت کوي موږ چې دا کار نه کوو دليل يي څه دي؟؟؟ [/quote:ec73311e51]
اعمال په مجموع کښي په نيت دي ، په لسان اړه نه لري ، هر عبادت او ذِكر
په خپل لسان کوه ،بېله فرض لمانځه ولي چه لمونځ نو ندي لمونځ بيله قران څخه او خاص بيا سوره الْفَاتِحَةَ( " لاَ صَلاَةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَاْ بِاُمِّ الْقُرْانِ " )
لمونځ په دې سبب کوو چه د سردار عالم پر خوله راته ويل شوي
چه واقم الصلواة ،نو پر موږ فرض او لازمه ده چه په لمانځه کښي سوره الْفَاتِحَةَ ولولو ، او که ئې ترجمه کړو او ترجمه ئې ولولو ، او ترجمې ته
قران نه ويل کيږي نو کلام الله نسو، يعني دغه د الله کلام ، حتی که دغه
کلام الله واړوې لسان العرب ته نشو ورته ويلای چه
کلام الله !!
[quote:ec73311e51]ايا اسلام اجازه نه ورکوي که عربي شيخان او نشنلستان غواړي موږ دعربي ژبې په لوست اوزده کړه مجبوروي [/quote:ec73311e51]
نه وروره ! عرب هم مجبوره دي چه اول عربي فصيح زده کړي نو بيا هغه وخت
په دين او عباداتو پوهه پيدا کوي ، هغو عيسايانو چه so cal بايبل
چه ئې ترجمه کړئ ، د ٩٩ % دو انګرېزانو دين نه زده ،
په والله که په شک لاهم وي
که ئې زده وای ! والله که ئې يوه ورځ و کليسا ته سترګي ور اړولي وای
نن عيسوي دين د mass control لپاره کاره وي ، نه پوهېږم چه تاسو به
باور وکړئ که يا ، زه چرچ ته ور رغلئ يم ، ورځ ئې د عبادت وه ٣ نفره په
کښي ناست وه ، هغه نعتونه چه ئې ويل د هغه هم دين نه وو زده ، ويل
سبا راسه پادر به وي نو خبري ورسره که ، زه په دين کښي دبحث قوه نه لرم
محترما !
دين چه په خپله ژبه وي هم زده کړه غواړي ، حفظېده غواړي
که څوک غواړي چه زدکړه وکړي ، هر علم ځان ته ژبه لري
د فزيک ژبه د کيميا ژبه ، د هندسې ژبه د اقتصاد ژبه او د دين ژبه
د اسلام د دين ژبه عربي ده
هر علم ځان ته لغتونه لري ، کيميا ډکشنري ځانته ، او د فزيک ډکشنري ځانته
نه ده فرض چه خلک دي ،سته او قران ، شريعت او حنيفي فقه ټوله زده کړي
هومره لازمه ده چه ضرورت وي او بس
موږ چه په کوم ملک کښي اوسيږو ، بې اندازي ضروت سته چه د ملک قانون
او کودونه مو زده وي ، خو دومره مو زده چه په کاريږي مو ،
حتی قانوندانانو هم ټول قوانين نه زده ، د کانستوشن د قانوندان د
ملک او جايداد په قوانينو اګا نه وي
ډېره زدکړه انسان له ږوند څخه اچوي ، اينشټاين نيمه ليونئ وو ،
ټسلر د مخترعينو پلار پوره لېونئ لېونئ وو ، داسي لېوني نه وه
چه کالي ئې څرل ، سوشل نه وه
ډېره د دين زدکړه نه ده روا ، ټول علما که د اسلام ،که د کفر که ګبر دي پر دې
ئې اتقاق کړئ او موافق دي چه "خير الامور اوسط"
مسلمان امت که عالم دی که امی تقوا کوي د دين په کار کښي ، نوي لاري
نه جوړه وي ، ولي چه هره نوې لار په دين کښي بدعه ده
خَيْرَ الْحَدِيثِ كِتَابُ اللَّهِ وَخَيْرَ الْهَدْيِ هَدْيُ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَشَرَّ الْاُمُورِ مُحْدَثَاتُهَا وَكُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ
هو ! له خپل استاد څخه مي اورېدلي چه امام اعظم ابو حنيفه فتوا ورکړې وه
چه لمونځ په فارسي روا دئ ، په حواله اَخْبارُ الاْخْيار: تاليف دعبدالحق محدث دهلوي. او سير الاوليا ، تاليف د فريدالدين عطار
نوټ : زه دغه کتابونه په لاس کي نه لرم ، او کتلي مي هم نه دي نه ليدلي
عطا ترک کوښ وکړ چه لمونځ په ترکۍ ژبه ترجمه کړي ،
خو کاميابه نسو ، الحمد الله
دا د الله دين دی او الله ئې ساتي ،
امت مسلمه د امام اعظم په فتوا هم عمل ونه کړ ، د بدعت له خوفه
که چا بدعت کاوه که څه يو عمل وي او بدعت وي او همېشه او دوام دار
هيڅ عبادت ئې نه قبليږي ، تر هغو چه توبه ئې نوي کړي له بدعت نه !!!
[quote:ec73311e51]نپوهیږم زموږ مولوي صاحبان ورباندې ولې چوپ دي[/quote:ec73311e51]
پېږندل د هري عقيدې په دليل اجمالي سره فرض عين دي ، او په دليل
تفصيلي سره فرض کفائي دي ، نو بنا پر دې په هره کوښه او هر ملک کښي
پر مسلمانانو واجب دي ، چه يو داسي عالم وي چه هري عقيدې په دليل
تفصيلي خبردار وي
قال الله تعالی فاسئل به خبيرا
سوال وکړه اې انسانه د معرفت د خدای له چا چه ئې په صفاتو دلائلو پېژني
شاعر وايي
معرفت د الله فرض دی --- لازم شوئ لکه قرض دئ
معرفت يعني پېژندل د الله تعالی ضروري دي ، ايمان بېله معرفت نه صحيح
کيږي ،معرفت هغه علم دی ،چه مطابق له واقع سره وي ، او تردد په کښي نه وي
او پيدا شوی وي له دليله
قال الله تعالی فاعلم انه لااله الا الله ، يقين وکه چه په تحقيق بل خدای نسته
بيله الله چه معبود برحق دی
اه اه اه څه ښه ئې ويلي چه :
معرفت د خدای څرګنددی په هرڅه کښي
سترګي وخوره چه څوک همري نظر نه کا
چه د خدای له معرفت خبرندي
هغه واړه که بيدار دی هم ويده وي
جواب خو په اني واحد کي درته ليکلئ سوو ، اما .....
په ډيره مينه
و.افغان
27.12.2008
دروند اودقدر وړ مولانا حلیمي صاحب او دبحث ټول ګډونکوونکو ته دزړه له کومې سلامونه او درناوۍ وړاندې کوم:
السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته.
معزز حليمي دومره ښکلې جالبه ليکنه کړيده، چې باید دسرو زرو په بیه راونيول شي،
زه څه نوي څه نه لرم، خو دمکرم حليمي صاحب په ليکنه يو څو تأييدي تبصري کوم:
[quote:4211467c9e]
[/quote:4211467c9e]
[quote:4211467c9e]عرب هم مجبوره دي چه اول عربي فصيح زده کړي نو بيا هغه وخت
په دين او عباداتو پوهه پيدا کوي [/quote:4211467c9e]
بیخي همداسې ده، عربي فصيحه ژبه په کومې چې دقرآن او سنت ډیر خدمت شوي دی، دټولو
مسلمانانو مشترکه ديني ژبه ده، هغه عرب چې دفصيحې عربي دزده کړي کوښښ ونه کړي، نو پرې نشي غږيدلاي، او نه بیا په شرعي کتابونو دپوهيدني جوګه وي.
تاسو باور وکړۍ، چې ځينې دوکتوران عرب استاذان چې په فصيحه عربي ژبه يي اهتمام نه وو کړي، نو په خبرو کې به ډیر غلطيدل، او کله کله به دخپلو شاګردانو دخندا ګرځيدل.
په عربي ملکونو کې عربي لهجو په مختلفو ژبو بدلې شوي دي، چې له فصيحي عربي څخه په ډیرې فاصله کې دي، سره له دې چې ما دعربي ژبې زده کړو کې ډیر وخت تیر کړې دی، خو زه ددغو خلکو په عامې لهجه ډیر کله نه پوهيږم، او په عامې شعرونو خو يي بیخي نه پوهيږم.
او بیا خو په اسلامي شرعه کې ټول عبادتونه پرته له لمانځه او قرآن لوستلو څخه په غیر عربي ژبې روا دي، نو آیا يو شخص دخپل دين او خداي جل جلاله درضامندۍ لپاره دومره نشي کولاي چې يو څو کرښې سورة فاتحة او ورسره څو سورته قرآن زده کړي، او په معنا يي هم پوه شي، چې ټول ټال چې انسان کوښښ وکړي، يوه ورځ دربر نه نيسي.
په لمانځه کې سورة فاتحة ويل او ورسره څو آيته قرآن ويل په عربي ژبه دي، خو په رکوع او سجده کې که چیرته انسان له عربي اذکارو عاجز شي، نو په خپله ژبه که دالله ذکر وکړي، ځانته دعاوې وکړي، نو لمونځ پرې نه خرابیږي، البته که يو څو جامعې عربې دعاوې سره له معنو زده کړي، نو دا ډیره ښه خبره ده، او پکار هم ده، کمې مأثوره دعاوې چې قرآن کې راغلې وي، او یا له نبې کریم صلی الله علیه وسلم څخه روايت شوي دي، نو هغو کې فصاحت او بلاغت زیات وي، کلمې لږې خو معناګانې ډیرې په کې راټولې شوي وي.
لکه: ربنا آتنا فې الدنیا حسنة وفې الآخرة حسنة وقنا عذاب النار.
يا رب لک الحمد کما ینبغې لجلال وجهک ولعظيم سلطانک.
سباوون آزاد خیال صاحب ته وايم چې ښاغليه:
په دا مونږ کې دا جس نشته، چې اسلامي تعليمات خلکو ته آسان کړو، او پښتو ته يي
وژباړو، عرب ددې ممانعت نه کوي، مونږ خپله کمزوري يو، دشرعي احکاموپه لسګونه
کتابونه همدا اوس دسعودي حکومت په مصرف پښتو ژبې ته ژباړل شوي، او چاپ شوي
دي، مفته په پښتنو ويشل کیږي، او لړۍ همداسې روانه ده، دومره ده چې دپښتنو علما ځان کې دومره جس پيدا کړي چې يا خپله اسلامي کتابونه په پښتو ژبې وليکي، او يا نور عربي ژبې اسلامي کتابونه پښتو ته ترجمه کړي، خپل يو مستقل مرجعيت منځ ته راوړي، او نړۍ کې
دخیر ډیر فاعلين شته دي، چې هغه کتاب ورته چاپ او خپور کړي.
هغه کابلۍ تفسیر چې دافغانستان علماوو په پښتو ليکلې وو، دملک فهد مطبعې په زرهاوو ټوکه چاپ کړل، او دومره خرچه يي پرې وکړه، دومره عالي کاغذ يي په کې کارولې وو، چې هرې نسخې باندې به يي کم نه کم له يونیم زر افغانيو زیاته خرچه راغلې وه، په پښتنو ویشل شوو، خو ځينې ملايانو او عامو خلکو خپل بازار خلاص کړ، په لسګونه نسخې به يي دمدرسې او جومات په نوم راوويستلې، بیا يي په قصه خوانۍ کې په اتیا روپۍ يوه يوه نسخه خرڅوله.
[quote:4211467c9e]
هر عبادت او ذِكر
په خپل لسان کوه ،بېله فرض لمانځه ولي چه لمونځ نو ندي لمونځ بيله قران څخه او خاص بيا سوره الْفَاتِحَةَ( " لاَ صَلاَةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَاْ بِاُمِّ الْقُرْانِ " )
لمونځ په دې سبب کوو چه د سردار عالم پر خوله راته ويل شوي
چه واقم الصلواة ،نو پر موږ فرض او لازمه ده چه په لمانځه کښي سوره الْفَاتِحَةَ ولولو ، او که ئې ترجمه کړو او ترجمه ئې ولولو ، او ترجمې ته
قران نه ويل کيږي نو کلام الله نسو، يعني دغه د الله کلام ، حتی که دغه
کلام الله واړوې لسان العرب ته نشو ورته ويلای چه
کلام الله !! [/quote:4211467c9e]
بل هغه قرآنې آیت هم ددې مسئلې لپاره په استدلال کې وړاندې کيداي شي، کوم چې
دلمانځه په باره کې نازل شوي دی:ة
((ان ربک یعلم أنک تقوم أدنی من ثلثي الليل ..... ...... فاقرءوا ما تیسر من القرآن)).
تیسر من القرآن څخه مقصد سورة الفاتحة او يو آسان سورت دې، چې لمونځ کوونکې لپاره آسان وي، نو هغه دې خپل لمانځه کې ووايي، دې آيت کې دامر صيغه ده، او امر
دوجوب لپاره وي.
په عربې ژبې دقرآن لوستلو او لمونځ کولو کې ډیر حکمتونه نغښتي دي:
لمړۍ حکمت: په اجماع دأمت اسلام تفسير يا ترجمې ته قرآن نه ويل کیږي، بلکه قرآن هغه دی چې په عربي ژبه بلفظه دلوي خداي جل جلاله له اړخه رانازل شوي دی، او په الفاظو کې يي هيڅ رنګه بدلون نه دی راغلې، ځکه چې الله جل جلاله يي دساتنې وعده کړيده:
الله جل جلاله فرمايي: بلسان عربي مبین، نزل به الروح الأمين.
انا نحن نزلنا الذکر وانا له لحافظون.
دوهم حکمت: دقرآن کريم په هر حرف لوستلو سره تلاوت کوونکې ته لس حسنات ليکل کيږي، خو په ترجمه کې حروف کميږي، آو زياتیږي، ځکه خو دغه ثواب يواځي دهغه چا لپاره ځانګړي کيږي، چې قرآن په هغه ژبه لولي، په کومه چې رانازل شوي دی.
دریم حکمت: که هر انسان قرآن کريم په خپله ژبه ولولي، نو ډیر تحریفات به رامنځ ته شي، هر څوک به دخپل ذوق مطابق آیتونه ترجمه کوي، خو الله جل جلاله قرآن له تحریف څخه په همدې یواځينۍ فصيحي عربي ساتلې دی، په همدې ژبې پاته دی، او تر أبده به په همدي ژبې پاته وي، ولو کره الکافرون.
څلورم حکمت: دمسلمانانو په وحدت کې پوره رول لوبوي، البته که ټول مسلمانان له دې لارې کوښښ وکړي، دالله جل جلاله په قرآن منګولې ولګوي، او قرآن دسنت نبوي متضمن دی: وما آتاکم الرسول فخذوه وما نهاکم عنه فانتهوا
پنځم حکمت: عربي ژبه تر ټول ژبو ډیره فصيحه، ډیره بلیغه، او ډیره دقیقه ده.
شپږم حکمت: په قرآن کريم دمریض دمول ډیر أثر لري، اګر که هغه مريض يي په معنی هم پوه نه شي، خو په ترجمه يا تفسير کې دا ځانګړتيا نشته.
اووم: دقرآن کريم تلاوت په ډیرو سختو زړونو اثر غورځوي، ولو که اوريدونکې يي په معنی هم پوه نشي، دا خبره ډیره مجربه او معروفه خبره ده.
نور ډير حکمتونه هم شته دی، خو په پورتنیو په بسنه وکړم.
[quote:4211467c9e]
هو ! له خپل استاد څخه مي اورېدلي چه امام اعظم ابو حنيفه فتوا ورکړې وه
چه لمونځ په فارسي روا دئ ، په حواله اَخْبارُ الاْخْيار: تاليف دعبدالحق محدث دهلوي. او سير الاوليا ، تاليف د فريدالدين عطار
نوټ : زه دغه کتابونه په لاس کي نه لرم ، او کتلي مي هم نه دي نه ليدلي
عطا ترک کوښ وکړ چه لمونځ په ترکۍ ژبه ترجمه کړي ،
خو کاميابه نسو ، الحمد الله
دا د الله دين دی او الله ئې ساتي ، [/quote:4211467c9e]
امام صاحب که فتوا ورکړې ده، نو رجوع يي هم ترې کړیده (حاشية ابن عابدين 1/484)، په لسم هجري قرن کې
امام سيوطي په خپل کتاب مناهل العرفان کې 2/117 داسلامي امت دټولو علماوو اجماع
رانقلوي چې لمونځ له مأثورو الفاظو (چې په عربي ژبه دي) پرته په نورو ژبو جواز نه لري،
تر دې که په نورو عربي متردافو الفاظو وشي، نو هم جواز نه لري، مثلا که څوک دالله أکبر
پر ځاي الله أجل ووايي، چې معناګانې يي نږدي هم دي، نو هم جواز نه لري.که چیرته انسان دعربي ژبې دځينو الفاظو دصحي ويلو څخه عاجز شي، نو دخپل کوښښ په اندازه مسئول دی، او ديوه اجر پر ځاي ورته خداي دوه اجره ورکوي، خو په عربي دلوستلو وجوب ترې
نه ساقطيږي.
البته په رکوع او سجده کې دعا کول بیا بیله خبره، که چیرته دچا مسنونې دعاګانې نه وي زده، نو بیا علماوو جواز ورکړې دی، چې په خپلې ژبې دعا وکړي،
په درنښت
sabawoon azadkhial
27.12.2008
محترم حلیمي صیب اووهاج صیب
ډېره مننه چې په دې موضوع مو لوستونکو ته يو څه رڼا واچوله. زه ملا نه يم او نه په عربي پوهیږم نو له همدې کبله غواړم په دغه موضوع له منطقي او حقوقي نظره بحث وکړم. تاسې په اصولو کې داخبره منلي ده چې دين بايد ترجمه شي خوبيا مودغه اصل په خپلو ليکنو کې بېرته نقض کړی دی. حليمي صیب ليکي
:[quote:269cc33275]اعمال په مجموع کښي په نيت دي ، په لسان اړه نه لري ، هر عبادت او ذِكر
په خپل لسان کوه ،بېله فرض لمانځه [/quote:269cc33275]
نيت په لسان اړه لري ځکه لسان د پوهې وسيله ده او چې انسان پوه شي نيت يي دپوهې په اساس په ښه يا بد لورې بدليږي.
[quote:269cc33275]دين چه په خپله ژبه وي هم زده کړه غواړي ، حفظېده غواړي
که څوک غواړي چه زدکړه وکړي ، هر علم ځان ته ژبه لري
د فزيک ژبه د کيميا ژبه ، د هندسې ژبه د اقتصاد ژبه او د دين ژبه
د اسلام د دين ژبه عربي ده [/quote:269cc33275]
هو همداسې ده، خو په خپله ژبه زده کړه اسانه ده اوهرڅوک غواړي علم په اسانۍ او پخپله ژبه که امکان ولري زده کړي. دفزيک ژبه ، دکيميا ژبه او دنورو علومو ژبې ځانکړې ژبې نه دي بلکې يواځې يو څه خارجي اضافي لغات لري چې په خپله ژبه کې ورته مترادف لغات نه پيدا کيږي. مګر نه شو ويلی چې بيلې ژبې لرو.
وهاج صیب ليکي:
[quote:269cc33275]په دا مونږ کې دا حس نشته، چې اسلامي تعليمات خلکو ته آسان کړو، او پښتو ته يي وژباړو، عرب ددې ممانعت نه کوي، مونږ خپله کمزوري يو[/quote:269cc33275]
دموږ څخه مو مقصد څوک دی؟ مقصد دې په عربي ژبه سنبال مولويان او ملايان دي؟ که داسې ده نو تاسې دواړه هم د هغوی له جملې ياست نو ولي يي خلکوته نه اسانوي؟ ښه به نه وي چې سمدستي په دې کار شروع وکړی او ترجمه پيل کړی. که دين خلکوته نه اسانوی نوبيا له خلکو ولي ګيله لری چې په اسلامي اصولو پابند نه دي او ياژر د نورو عقيدو تر اغیزې لاندې راځي.
[quote:269cc33275]دوهم حکمت: دقرآن کريم په هر حرف لوستلو سره تلاوت کوونکې ته لس حسنات ليکل کيږي، خو په ترجمه کې حروف کميږي، آو زياتیږي، ځکه خو دغه ثواب يواځي دهغه چا لپاره ځانګړي کيږي، چې قرآن په هغه ژبه لولي، په کومه چې رانازل شوي دی[/quote:269cc33275]
بيا نو دملي تلويزيون هغه ادعا سمه نه ده چې وايی اسلام دين د کومې خاصې ډلې اوياژبې دين نه دی بلکې د ټولو انسانانو لپاره نازل شوی دی.
[quote]که هر انسان قرآن کريم په خپله ژبه ولولي، نو ډیر تحریفات به رامنځ ته شي، هر څوک به دخپل ذوق مطابق آیتونه ترجمه کوي، خو الله جل جلاله قرآن له تحریف څخه په همدې یواځينۍ فصيحي عربي ساتلې دی، په همدې ژبې پاته دی، او تر أبده به په همدي ژبې پاته وي[quote:269cc33275]
آيا واقعیت برعکس نه دی. که يوه معتبره ترجمه د معتبروعلماوو د کنترول او تصويب څخه وروسته په خپله ژبه ولرو نو دابه ددې مخه ونيسي چې هرڅوک يي اويا هرملايي دخپلو منافعوپه اساس وژباړې لکه همدااوس چې همداسې ده.يو ملا دولتي اوبل د مخالفينودواړه اياتونه او حديثونه وړاندې کوي او خپل ځان ته براات ورکوی
[/quote:269cc33275]څلورم حکمت: دمسلمانانو په وحدت کې پوره رول لوبوي، البته که ټول مسلمانان له دې لارې کوښښ وکړي، دالله جل جلاله په قرآن منګولې ولګوي، او قرآن دسنت نبوي متضمن دی[quote:269cc33275]
ولي چې زموږ لوستي او نالوستي هیوادوال يی په مانا نه پوهیږي نوڅنګه به دلوست ترتاثیرلاندې راشي اوله حکمونو يي پّه خپل ژوند کې ګټه واخلي. تراوسه خو په مسلمانانوکې کوم داسې وحدت نه ګورم چې ترنورو مذاهبوزيات وي.
[/quote:269cc33275]پنځم حکمت: عربي ژبه تر ټول ژبو ډیره فصيحه، ډیره بلیغه، او ډیره دقیقه ده[quote:269cc33275]
وهاج صیب لږ ورو ځه. ايا ستاسو دنړۍ ټولې ژبې زده دي چې داسې يوه مقايسوي نتيجه موترې اخيستې؟ په کوم جرات او کوم ثبوت داسې يوه زوروره ادعا کوی
. په علم کې خو راته د نورو نړیوالو ژبو په پرتله خوراکمزوري ښکاري.
[/quote:269cc33275]شپږم حکمت: په قرآن کريم دمریض دمول ډیر أثر لري، اګر که هغه مريض يي په معنی هم پوه نه شي، خو په ترجمه يا تفسير کې دا ځانګړتيا نشته .
[quote:269cc33275]
بيانو دا عربان ولي خپل مریضان اروپا ته ددرملنې لپاره راولي. او بيانو په اسلامي هيوادو کې طبي ډاکټرانو ته کوم ضرورت نه ليدل کيږي. آيا تاسې چې پخپله مریض شی نو ځان دموی او که ډاکټرته ځی؟ اميد چې ځواب راکړې. او که وايی چې دم لږه اغیزه لري نو داخو د خدای دکلام عاجزي شوه نو داخو بيا کفرشو او ګناه ده.
[/quote:269cc33275]اووم: دقرآن کريم تلاوت په ډیرو سختو زړونو اثر غورځوي، ولو که اوريدونکې يي په معنی هم پوه نشي، دا خبره ډیره مجربه او معروفه خبره ده.
[quote:269cc33275]
هوتلاوت په خوږه ژبه رښتيا هم چې تاثيرلري.خو داتلاوت که په هره ژبه وي تاثيرغورځوي. په خوږه پښتوژبه نعتونه هم تاثیرغورځوي. ديوپردۍ ژبې سندرغاړی هم خلک ترتاثیرلاندې راولي. دډاکټرنجيب بيانونو ته به ولسي خلکو ژړل اوزړونه به يی نرمول خو دببرک کارمل ، رباني او ځني نورو په ويناوو به يي خپل تلويزونونه مړه کول.تاثیرات مختلف دي او په مختلفوخلکو مختلف اثرغورځوي.
داچې ځني ديني کتابونه ترجمه شوي او ستاسې په وينا خلک ورسره مينه نه لري، دليل يی دادي چې کليدي کتابونه نه دي. داکارهغه وخت شونی دی چې له هرڅه څخه اول لمونځ چې هره ورځ يی پنځه وخته کووپه خپله ژبه واړول شي او قران کريم په خپله ژبه ولرواوداکارتاسې وايي چې شونی نه دی او اجازه نشته. نوبيا شک نشته چې ځني ترجمه شوي کتابونه خپل عتبارنه شي ساتلی او دسوال سره مخامخ کيږي.
که موږپه خپله ژبه ټول مذهبي مراسم نمانځلی او قران شريف مو هم په پښتو درلودی نو دډیرو خرڅ شوو ملايانو له تحريفي تفسيرونو څخه به خلاص وی او هرچابه پخپله کتابونو ته مراجعه کولی او اړونده پوښتته به يي ځانته ځوابولی.په تياره کې دخلکو ساتل ددين او دنيا په ګټه نه دي او دهيواد په ټولنيزه - سياسي خپلواکۍ سيوری غوړوي. اوشته داسې قوتونه چې همدغه مقصد لري. [/quote:269cc33275]
sabawoon azadkhial
27.12.2008
له لوستونکو څخه په بښنه په تيره ليکنه کې څلورم، پنځم ، شپږم ، اوم او اتم اقتباسونه نه بلکې زما تشريحات دي اوليکنه يوڅه ګډه وډه شوې ده، اقتباسونه برعکس په تورعادي ليک کې راغلي دي.
ع کريم حليمي
28.12.2008
سباوون ازاد خيال صاحب ! اومکرم اومحترم استاد قاري صاحب
و عليكم السلام و رحمه الله و بركاته ، الله دي پر حوض کوثر ملاقات په برخه
کړه ٠
سباوون صاحب !
[quote:045293f93d]ډېره مننه چې په دې موضوع مو لوستونکو ته يو څه رڼا واچوله. زه ملا نه يم او نه په عربي پوهیږم نو له همدې کبله غواړم په دغه موضوع له منطقي او حقوقي نظره بحث وکړم. تاسې په اصولو کې داخبره منلي ده چې دين بايد ترجمه شي خوبيا مودغه اصل په خپلو ليکنو کې بېرته نقض کړی دی. حليمي صیب ليکي
: اقتباس:
[color=white:045293f93d]اعمال په مجموع کښي په نيت دي ، په لسان اړه نه لري ، هر عبادت او ذِكر
په خپل لسان کوه ،بېله فرض لمانځه [/color:045293f93d][/quote:045293f93d]
کلام الله هم داسي فرمايي چه : إِنَّ الانسنَ لَفِى خُسرٍ(2) إِلا الَّذِينَ ءَامَنُوا......
بيشکه چه انسانان په زيان کښي دي ، بېله هغه چه ايمان ئې راوړي
څرنګه حقوق ،او حقوق دي له کومه وه؟، له خالق نه حقوق غواړې ؟؟؟
او دغه لاندي تاسو منطق بولئ ؟، منطق دي ! اما غلط منطق دي؟
[quote:045293f93d]نيت په لسان اړه لري ځکه لسان د پوهې وسيله ده او چې انسان پوه شي نيت يي دپوهې په اساس په ښه يا بد لورې بدليږي[/quote:045293f93d]
نيت قلبي حالت دی
زه يوايم چه اعمال په مجموع کښي په نيت دي ،
چه د يوه کار کولواراده په زړه کښي در وګرځي چه داسي به ئې وکړم
دغه فکر کول يعني نيت ، خدای دي وکړي چه يو لاک ډالره خيرات کړې
که په قلب کښي دروګرځېدل ، چه په دې کار به لوی نوم وګړي ،
لوی نوم وکړي (نيت ) داد قلب حال دي ژبه دي نده ښورولې
ټغر چه ډېر غار غار سي غمبار سي د غورځولو دی د ګنډلو نه وي ٠ نه ئې ګنډم
وخت يعني دُر يکتا عقيق بې بها
په درنښت
z.shaheen
28.12.2008
دوستان سلام!
به فتواى ابوحنيفه امام اعظم اهل سنت، اذان و نماز و تلبيه به زبان فارسى جايز است (السرخسى، المبسوط، ج1، ص36ـ37):
[color=blue:9152c32241][ 36 ] الله الكبير الله كبير وعند الشافعي رضى الله تعالى عنه لا يصير شارعا الا بلفظتي الله أكبر الله الاكبر وعند مالك رحمه الله لا يصير شارعا الا بقوله الله أكبر واستدل بقوله صلى الله عليه وسلم لا يقبل الله صلاة امرئ حتى يضع الطهور مواضعه ويستقبل القبلة ويقول الله أكبر وبهذا احتج الشافعي ولكنه يقول الله الاكبر أبلغ في الثناء بادخال الالف واللام فيه فهو أولى وأبو يوسف استدل بقوله صلى الله عليه وسلم وتحريمها التكبير فلابد من لفظة التكبير وفى العبادات البدنية يعتبر المنصوص عليه ولا يشتغل بالتعليل حتى لا يقام السجود على الخد والذقن مقام السجود على الجبهة والانف. والاذان لا ينادى بغير لفظ التكبير فالتحريم للصلاة أولى وأبو حنيفة رحمه الله ومحمد رحمه الله استدلا بحديث مجاهد رضى الله عنه قال كان الانبياء صلوات الله عليهم يفتتحون الصلاة بلا اله الا الله ولان الركن ذكر الله تعالى على سبيل التعظيم وهو الثابت بالنص قال الله تعالى وذكر اسم ربه فصلى وإذا قال الله أعظم أو الله أجل فقد وجد ما هو الركن فأما لفظ التكبير وردت به الاخبار فيوجب العمل به حتى يكره افتتاح الصلاة بغيره لمن يحسنه ولكن الركن ما هو الثابت بالنص. ثم من قال الرحمن أكبر فقد اتى بالتكبير قال الله تعالى قل ادعوا الله أو ادعوا الرحمن الآية والتكبير بمعنى التعظيم قال الله تعالى فلما رأينه أكبرنه أي عظمنه وربك فكبر أي فعظم والتعظيم حصل بقوله الله أعظم (فاما) الاذان فالمقصود منه الاعلام وبتغيير اللفظ يفوت ما هو المقصود فان الناس لا يعلمون انه أذان فان قال الله لا يصير شارعا بهذا اللفظ عند محمد رحمه الله لان تمام التعظيم بذكر الاسم والصفة وعند أبى حنيقة رحمه الله يصير شارعا لان في هذا الاسم معنى التعظيم فانه مشتق من التأله وهو التحير وان قال اللهم اغفر لي لا يصير شارعا لان هذا سؤال والسؤال غير الذكر قال عليه الصلاة والسلام فيما يأثر عن ربه عزوجل من شغله ذكرى عن مسألتي أعطيته أفضل ما أعطى السائلين فان قال اللهم فالبصريون من أهل النحو قالوا الميم بدل عن ياء النداء فهو كقولك يا ألله فيصير شارعا عند ابى حنيفة والكوفيون قالوا الميم بمعنى السؤال أي يا ألله آمنا بخير فلا يصير شارعا به ولو كبر بالفارسية جاز عند أبى حنيفة رحمه الله بناء على أصله أن المقصود هو الذكر وذلك حاصل بكل لسان ولا يجوز عند أبى يوسف ومحمد رحمهما الله الا أن لا يحسن العربية فأبو يوسف رحمه الله تعالى مر على أصله في مراعاة المنصوص عليه ومحمد فرق فقال للعربية من الفضيلة
[ 37 ] ما ليس لغيرها من الالسنة فإذا عبر إلى لفظ آخر من العربية جاز وإذا عبر إلى الفارسية لا يجوز وأصل هذه المسألة إذا قرأ في صلاته بالفارسية جاز عند ابى حنيفة رحمه الله ويكره وعندهما لا يجوز إذا كان يحسن العربية وإذا كان لا يحسنها يجوز وعند الشافعي رضى الله عنه لا تجوز القراءة بالفارسية بحال ولكنه ان كان لا يحسن العربية وهو أمي يصلى بغير قراءة وكذلك الخلاف فيما إذا تشهد بالفارسية أو خطب الامام يوم الجمعة بالفارسية فالشافعى رحمه الله يقول ان الفارسية غير القرآن قال الله تعالى انا جعلناه قرآنا عربيا وقال الله تعالى ولو جعلناه قرآنا أعجميا الآية فالواجب قراءة القرآن فلا يتأدى بغيره بالفارسية والفارسية من كلام الناس فتفسد الصلاة وأبو يوسف ومحمد رحمهما الله قالا القرآن معجز والا عجاز في النظم والمعنى فإذا قدر عليهما فلا يتأدى الواجب الا بهما وإذا عجز عن النظم أتى بما قدر عليه كمن عجز عن الركوع والسجود يصلى بالايماء وأبو حنيفة رحمه الله استدل بما روى أن الفرس كتبوا إلى سلمان رضى الله عنه ان يكتب لهم الفاتحة بالفارسية فكانوا يقرؤن ذلك في الصلاة حتى لانت ألسنتهم للعربية. ثم الواجب عليه قراءة المعجز والاعجاز في المعنى فان القرآن حجة على الناس كافة وعجز الفرس عن الاتيان بمثله انما يظهر بلسانهم والقرآن كلام الله تعالى غير مخلوق ولا محدث واللغات كلها محدثة فعرفنا أنه لا يجوز أن يقال انه قرآن بلسان مخصوص كيف وقد قال الله تعالى وانه لفي زبر الاولين وقد كان بلسانهم. ولو آمن بالفارسية كان مؤمنا وكذلك لو سمي عند الذبح بالفارسية أو لبى بالفارسية فكذلك إذا كبر وقرأ بالفارسية (وروى الحسن) عن أبى حنيفة رحمهما الله أنه إذا أذن بالفارسية والناس يعلمون أنه أذان جاز وان كانوا لا يعلمون ذلك لم يجز لان المقصود الاعلام ولم يحصل به ثم عند أبى حنيفة رحمه الله انما يجوز إذا قرأ بالفارسية إذا كان يتيقن بأنه معنى العربية فأما إذا صلى بتفسير القرآن لا يجوز لانه غير مقطوع به إذا افتتح الصلاة قبل الامام ثم كبر الامام فصلى الرجل بصلاته لا يجزئه لقوله عليه الصلاة والسلام انما جعل الامام اماما ليؤتم به فلا تختلفوا عليه والاتمام لا يتحقق إذا لم يكبر الامام وقد اختلف عليه حين كبر قبله فلا يجزئه الا أن يجدد التكبير بعد تكبير الامام بنية الدخول في صلاته وحينئذ يصير قاطعا لما كان فيه شارعا في صلاة الامام والتكبيرة الواحدة تعمل هذين العملين كمن كان في النافلة فكبر ينوى الفريضة. ومن غير هذا[/color:9152c32241]
sabawoon azadkhial
28.12.2008
حلیمي صیب
زه پوه نشوم چې تاسې نيت څه ته واياست. بحث مو ډير ګونګ دی. د بحث په يوه وړوکي جز متمرکزشوي ياست اود اصل موضوع نور ټول مواد مو پريښې دي اوله ځواب څخه مو ځان ګوښه کړی دی. خوبياتاسې ليکی:
[quote:64911df02a]نيت قلبي حالت دی زه يوايم چه اعمال په مجموع کښي په نيت دي ،
چه د يوه کار کولواراده په زړه کښي در وګرځي چه داسي به ئې وکړم
دغه فکر کول يعني نيت ، خدای دي وکړي چه يو لاک ډالره خيرات کړې
که په قلب کښي دروګرځېدل ، چه په دې کار به لوی نوم وګټي ،
لوی نوم وکړي (نيت ) داد قلب حال دي ژبه دي نده ښورولې [/quote:64911df02a]
اول خو نيت قلبي حالت نه بلکې دماغي حالت دی. قلب نيت نه کوي بلکې دنده يي د وينې دوران او پمپ کول دي. پس نيت په دماغ کې زيږيږي او دماغ کيدی شي هره ګړۍ ترتاثیرلاندې راشي او نيت بدلون ومومي. داکيدی شي په پوهه وي، کيدی شي په درملو وي او کيدی شي په شرابو وي. ډيرخلک چې شراب وچښي نيشه شي، په نيت کې ښه ځوان شي، ښه سخي شي ، خو دويمه ورځ بيا پښيمانه وي. يا چې نيشه شي، تجاوزکارشي. په ښځو تیری کوی او داسې نور. ځکه چې نيت يي بدشوی اوبيا عمل ته لاس اچوي. يا خوستاسې په نظر نیت خدايی پيداشوی او هيڅ څوک يی بدلولی نشي.
که لسان مهم نه دی لکه چې تاسې يي ليکی نو بيا ولي لمونځ په پښتوکې جایز نه دی. که لسان مهم نه وي نو بيا څه فرق کوي چې په پښتو کې وي..
[quote]څرنګه حقوق ،او حقوق دي له کومه وه؟، له خالق نه حقوق غواړې [quote]
خدای تعالی زموږ دټولوخالق دی. ويل کيږي چې خدای عادل دی ، نو ايا حق نه لرم چې له هغه څخه زما دژبني عدالت په باب پوښتنه وکړم. داچې خداي زه په يوه پښتنه کورنۍ کې پيدا کړی يم او هغه ته په عبادت مکلف يم نو ايا کولی شم داکار په خپله ژبه وکړم ؟ موږ ته به دينی علماوو ويل چې دخداي په هرحکم کې حکمتونه پراته دي. نوزما پوښتنه هم داوه چې ولي يواځې په عربي ژبه دلمونځ کول او دقرآن تلاوت جایزدی. دکوم په مانا چې زموږ ۹۵ سلنه عبادت کونکي نپوهيږي چې خدای ته څه وايي او څه لولي. او ولي بيا د ملي تلويزيون ملا وايي چې اسلام د کوم خاص قوم اويا ژبې دين نه دی بلکې ټولو انسانانو ته مساوي نازل شوي دی.
pattang
28.12.2008
که زه دغسي بې منطقه کارګر ولرم نو دستي به له
کاره وباسم٠ دې خوشې پوښتنو ته مې دومره حوصله تنګه شوه چې په نس او
سر يې رادردکه٠
دپښتنو د هوښياري په هيله
[quote]حلیمي صیب
زه پوه نشوم چې تاسې نيت څه ته واياست. بحث مو ډير ګونګ دی. د بحث په يوه وړوکي جز متمرکزشوي ياست اود اصل موضوع نور ټول مواد مو پريښې دي اوله ځواب څخه مو ځان ګوښه کړی دی. خوبياتاسې ليکی:
[quote:be05610e7a]نيت قلبي حالت دی زه يوايم چه اعمال په مجموع کښي په نيت دي ،
چه د يوه کار کولواراده په زړه کښي در وګرځي چه داسي به ئې وکړم
[color=white:be05610e7a]دغه فکر کول [/color:be05610e7a]يعني نيت ، خدای دي وکړي چه يو لاک ډالره خيرات کړې
که په قلب کښي دروګرځېدل ، چه په دې کار به لوی نوم وګټي ،
لوی نوم وکړي (نيت ) داد قلب حال دي ژبه دي نده ښورولې [/quote:be05610e7a]
اول خو نيت قلبي حالت نه بلکې دماغي حالت دی. قلب نيت نه کوي بلکې دنده يي د وينې دوران او پمپ کول دي. پس نيت په دماغ کې زيږيږي او دماغ کيدی شي هره ګړۍ ترتاثیرلاندې راشي او نيت بدلون ومومي. داکيدی شي په پوهه وي، کيدی شي په درملو وي او کيدی شي په شرابو وي. ډيرخلک چې شراب وچښي نيشه شي، په نيت کې ښه ځوان شي، ښه سخي شي ، خو دويمه ورځ بيا پښيمانه وي. يا چې نيشه شي، تجاوزکارشي. په ښځو تیری کوی او داسې نور. ځکه چې نيت يي بدشوی اوبيا عمل ته لاس اچوي. يا خوستاسې په نظر نیت خدايی پيداشوی او هيڅ څوک يی بدلولی نشي.
که لسان مهم نه دی لکه چې تاسې يي ليکی نو بيا ولي لمونځ په پښتوکې جایز نه دی. که لسان مهم نه وي نو بيا څه فرق کوي چې په پښتو کې وي..
[quote]څرنګه حقوق ،او حقوق دي له کومه وه؟، له خالق نه حقوق غواړې [quote:be05610e7a]
خدای تعالی زموږ دټولوخالق دی. ويل کيږي چې خدای عادل دی ، نو ايا حق نه لرم چې له هغه څخه زما دژبني عدالت په باب پوښتنه وکړم. داچې خداي زه په يوه پښتنه کورنۍ کې پيدا کړی يم او هغه ته په عبادت مکلف يم نو ايا کولی شم داکار په خپله ژبه وکړم ؟ موږ ته به دينی علماوو ويل چې دخداي په هرحکم کې حکمتونه پراته دي. نوزما پوښتنه هم داوه چې ولي يواځې په عربي ژبه دلمونځ کول او دقرآن تلاوت جایزدی. دکوم په مانا چې زموږ ۹۵ سلنه عبادت کونکي نپوهيږي چې خدای ته څه وايي او څه لولي. او ولي بيا د ملي تلويزيون ملا وايي چې اسلام د کوم خاص قوم اويا ژبې دين نه دی بلکې ټولو انسانانو ته مساوي نازل شوي دی [/quote:be05610e7a]
باتور
28.12.2008
آزاد خيال خان ته .
ته د اسلام په خونه کي ناست يې او د لمانځه او د قرآن کريم د ترجمې په اړه پوښتني وړاندي کوې . د ا د دې ښکارندوی دی چه ته يو مؤمن مسلمان يې او غواړي چي نورو پښتنو ته د لمانځه او عبادت په کارونو کي آسانتياوي برابري کړې. . د دې موضوع په پيل کي دي پتنګ خان او ماته وليکل چي ته له موږ سره په دې موضوع نه غواړې چي بحث وکړې او غواړې چي صرف (ستا په قول) له مدرنو ملايانو سره دا موضوع مطرح کړې. .
ښاغلي حليمي او ښاغلي ساپي دواړو ښه معقول او هر اړخيزه ځوابونه درته وليکل او په ډېره حوصله او احترام يې ستا پوښتنو ته بيا بيا ځوابونه وليکل. . لېکن، تا د هغو له ځوابونو نه صرف هغه ټکي را ټول کړل چي ستا منطق او استدلال د هغو په اړه ځواب ورته ويلای سوای، د مثال په توګه د ښاغلي حليمي نوري ټولي خبري دي څټ ته پرېښودې او صرف د قلب په اړه دي علمي دلايل ورته وړاندي کړل، چي نيت په قلب کي نه بلکه په دماغ کېږي، او يا د ښاغلي ساپي د دلايلو نه دي صرف د دم او تاويز خبره در پورته کړه او هغه ته دي وليکل چي که ته مريض سې نو ملا ته ورځې او که ډاکټر ته . . . . . . . .
که غواړې چي بحث وکړې نو منطقي بحث وکړه، که نه نو بيا په داسي پوښتنو مه د نورو وختونه ضايع کوه او مه خپل . . او مه د خلګو د نسونو او د سرونود درد سبب کېږه. . او مه ځان ته دا اختيار ورکوه چي که چا درته وليکل چي د دې بېمعناوو خبرو په علت مي په نس درد سو، د هغه د توهين لپاره مردار الفاظ استعمال کړې. .
او بله دا چي:
دا بحثونه صرف ستا او د نورو محترمانو تر منځ د شخصي ايميلونو په ذريعه نه تر سره کېږي، بلکه په يو عام بحثفورم کي چي په سلهاوو نور افغانان هم هره ورځ سر ورته را وهي او تعقيبوي يې،تر سره کېږي.
نو که زما منې دا سپک الفاظ دي بېرته در ټول کړه او له پتنګ خان نه بښنه وغواړه، او له هغه نه وروسته خپل لاشرعي بحث ته دوام ورکړه. .
په درنښت
z.shaheen
28.12.2008
دوستان سلام
[quote:56afaaedae]که زه دغسي بې منطقه کارګر ولرم نو دستي به له
کاره وباسم٠ دې خوشې پوښتنو ته مې دومره حوصله تنګه شوه چې په نس اوسر يې
رادردکه٠
دپښتنو د هوښياري په هيله [/quote:56afaaedae]
پتنگ یا باتور، این چه بحث است که به ارتباط موضوع میکنید؟ مثل قوخ زدگی ها آرام تان نمی گیرد که یک چیز ننویسید. اگر به ارتباط موضوع چیزی گفتنی دارید بفرمائیدبنویسید، در غیر آن بگذارید که مردم نظریات خود را تبادله کنند!
باتور
28.12.2008
z. shaheen يا Temur Lang يا کوشان !!!!
قوخ زدگی ها ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
و.افغان
29.12.2008
سباوون آزاد خیال صاحب:
په ډیرو ځايونو کې داصل بحث څخه وتلي یاستۍ، خو زه به بیا هم کوښښ وکړم چې
پوښتنې مو ځواب کړم:
[quote:22164b8988]نيت په لسان اړه لري ځکه لسان د پوهې وسيله ده او چې انسان پوه شي نيت يي دپوهې په اساس په ښه يا بد لورې بدليږي. [/quote:22164b8988]
داسې نه ده، ژبه دانسانانو تر منځ دپوهاوي وسيله ده، دنيت ښکاره کوونکې هم ده،
خو چې کله پرې انسان رښتيا ووايي، البته ژبه دنيت لپاره ځاي نه دی، ډير کله انسان په ژبې
ديو چا ډیر صفت بیان کړي، خو زړه يي ورته له غوصي جوش کوي، ډیر کرته انسان
ديوه بل چا په حضور کې دځان څخه ملائکه جوړه کړي، خو په باطن کې تر ده بل
فاسق او فاجر نه وي، البته داسلام دين په دنیا کې په ظاهر تعامل کوي، ځکه خو
نبې کريم صلی الله علیه وسلم دمدينې منافقينو سره دمسلمانانو تعامل کاوه، البته
دخداي په نیز چې ظاهر او باطن دواړه يو شی دی، نو دانسان صالح عملونه دهغه د
پاک نيت دقوت او کمزورتیا په اندازه دروندوالې او سپکوالې پیدا کوي.
هیله کوم چې اوس به دی سر پرې خلاص شوي وي.
[quote:22164b8988]
دموږ څخه مو مقصد څوک دی؟ مقصد دې په عربي ژبه سنبال مولويان او ملايان دي؟ که داسې ده نو تاسې دواړه هم د هغوی له جملې ياست نو ولي يي خلکوته نه اسانوي؟ ښه به نه وي چې سمدستي په دې کار شروع وکړی او ترجمه پيل کړی. که دين خلکوته نه اسانوی نوبيا له خلکو ولي ګيله لری چې په اسلامي اصولو پابند نه دي او ياژر د نورو عقيدو تر اغیزې لاندې راځي. [/quote:22164b8988]
صحي ده، هر څوک تر خپلې وسعې مسئول دی، خو په يو څو ګلانو نه سپرلې کیږي،
زه ډیر کوښښ کوم، چې خپل ټول ملګرې او دوستان دې کار ته وهڅوم.
[quote:22164b8988]آيا واقعیت برعکس نه دی. که يوه معتبره ترجمه د معتبروعلماوو د کنترول او تصويب څخه وروسته په خپله ژبه ولرو نو دابه ددې مخه ونيسي چې هرڅوک يي اويا هرملايي دخپلو منافعوپه اساس وژباړې لکه همدااوس چې همداسې ده.يو ملا دولتي اوبل د مخالفينودواړه اياتونه او حديثونه وړاندې کوي او خپل ځان ته براات ورکوی [/quote:22164b8988]
اوس وخت چې اسلامي امت ټوټې ټوټې دی، او په مختلفو برخو ویشل شوې دی،
اسلام ته دولاء او اخلاص پر ځاي يي ولاء او اخلاص نورو رنګا رنګ فکري اتجاهاتو باندې تقسیم شوي ده.
رنګا رنګ ډلې په کې پيدا شوي دی، نو ستاسو دغه زرینه تمنا راته ډیره لیري بريښي،
زه هم دداسې يو څه ارزو لرم، خو هر مسلمان دخپلې وسعې په اندازه مسئول دی، په مجمل ډول مسلمانان په عموم ډول سره دقرآن کریم او سنت نبوي دتعلیماتو دحقانیت قائل دي، او پرې دعمل کولو دعوا لري.
[quote:22164b8988]وهاج صیب لږ ورو ځه. ايا ستاسو دنړۍ ټولې ژبې زده دي چې داسې يوه مقايسوي نتيجه موترې اخيستې؟ په کوم جرات او کوم ثبوت داسې يوه زوروره ادعا کوی
. په علم کې خو راته د نورو نړیوالو ژبو په پرتله خوراکمزوري ښکاري. [/quote:22164b8988]
وروره: دا يو څو ژبې چې زما زده دي، نو هغه ټولې په فصاحت او بلاغت کې دعربي فصيحي ژبې ګرد ته هم نشي رسيدلې، ددې دا مانا هم نه ده چې سړې په خپلې مورنۍ ژبې اهتمام نه کوي، دژبو اختلاف او تنوع يوه خدايي معجزه ده:
ومن آياته خلق السموات والأرض واختلاف ألسنتکم وألوانکم.
ددنیا اوسنۍ مشهورې ژبې چې دعصري علم دحاصلولو لپاره ډیرې اړينې بلل کیږي، خو په فصاحت او بلاغت کې دعربي ګرد ته هم نشي رسيدلاي.
دا زما دعوا ده، او اوس هم پرې ولاړ يم، او که تاسو يي نه منۍ، نو یوه بیله موضوع خلاصه کړۍ، او دنړۍ مشهوري ژبې به دګرامر او فصاحت له مخي عربي ژبې سره پرتله کړو.
[quote:22164b8988]بيانو دا عربان ولي خپل مریضان اروپا ته ددرملنې لپاره راولي. او بيانو په اسلامي هيوادو کې طبي ډاکټرانو ته کوم ضرورت نه ليدل کيږي. آيا تاسې چې پخپله مریض شی نو ځان دموی او که ډاکټرته ځی؟ اميد چې ځواب راکړې. او که وايی چې دم لږه اغیزه لري نو داخو د خدای دکلام عاجزي شوه نو داخو بيا کفرشو او ګناه ده. [/quote:22164b8988]
وروره: مریضان ددرمل لپاره ډاکټر ته بوتلل يو مطلوب شرعي او مسنون کار دی،
نبې کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: تداوو عباد الله، فان الله لم ینزل داء الا وأنزل له
دواء.
ژباړه: دوا وکړۍ دالله جل جلاله بندګانو، په تحقیق سره خداي جل جلاله يو مرض هم پرته له تداوۍ نه دې نازل کړې.
ددې دا معنی هم نه شوه، چې په شرعي دعاګانو او دقرآن کریم په آیتونو باندې به ځان نه دموو.
په دواړو کې شفا ده، زه خپل ځانې په قرآن کریم او شرعي دعاګانو هم ځان دموم، هم خپل ماشومان دموم، او هم يي ډاکټر ته دتداوۍ لپاره بوځم.
مقصد دا چې ددې دواړو کارونو تر منځ هیڅ تضاد نشته، لکه تاسو يي چې تصور کوۍ.
[quote:22164b8988]هوتلاوت په خوږه ژبه رښتيا هم چې تاثيرلري.خو داتلاوت که په هره ژبه وي تاثيرغورځوي. په خوږه پښتوژبه نعتونه هم تاثیرغورځوي. ديوپردۍ ژبې سندرغاړی هم خلک ترتاثیرلاندې راولي. دډاکټرنجيب بيانونو ته به ولسي خلکو ژړل اوزړونه به يی نرمول خو دببرک کارمل ، رباني او ځني نورو په ويناوو به يي خپل تلويزونونه مړه کول.تاثیرات مختلف دي او په مختلفوخلکو مختلف اثرغورځوي. [/quote:22164b8988]
کاش چې عربي ژبه دی زده واي، او بیا دقرآن کریم اعلی بلاغت او فصاحت باندی ذهن رسيدلې واي، نو هيڅکله به دی ددی بدرنګ قياس جرأت نه وي کړي.
[quote:22164b8988]داچې ځني ديني کتابونه ترجمه شوي او ستاسې په وينا خلک ورسره مينه
نه لري،[/quote:22164b8988]
دا خبره ما نه ده کړې.
[quote:22164b8988]که موږپه خپله ژبه ټول مذهبي مراسم نمانځلی او قران شريف مو هم په پښتو درلودی نو دډیرو خرڅ شوو ملايانو له تحريفي تفسيرونو څخه به خلاص وی او هرچابه پخپله کتابونو ته مراجعه کولی او اړونده پوښتته به يي ځانته ځوابولی.په تياره کې دخلکو ساتل ددين او دنيا په ګټه نه دي او دهيواد په ټولنيزه - سياسي خپلواکۍ سيوری غوړوي. اوشته داسې قوتونه چې همدغه مقصد لري.[/quote:22164b8988]
په قرآن دپوهيدو لپاره پښتو تفسیرونه شته دي، چې هغه ستاسو دغه پورتنۍ مشکل حل کولاي شي، البته دقرآن تلاوت په پښتو ژبې سره دمخکینیو ډیرو وجوهاتو
له مخې جایز نه دی.
قرآن په عربي ژبه دالله جل جلاله کلام دی، البته په پښتو به دانسان دلاس جوړ يو څیز وو.
که چیرته هر چاته دا لار خلاصه شي، نو هر څوک دخپلې هوا مطابق قرآن ليکې، خو
که چیرته دځينې علماوو دغلطو تفسیرونو په اړه شکمن شي، نو کولاي شي چې په
آسانه عربي ژبه زده کړي، او دالله جل جلاله هغه کلام ته رجوع وکړي، چې اوو اسمانونو پورته ځمکې ته نازل شوي دی.
[quote:22164b8988]به فتواى ابوحنيفه امام اعظم اهل سنت، اذان و نماز و تلبيه به زبان فارسى جايز است (السرخسى، المبسوط، ج1، ص36ـ37): [/quote:22164b8988]
شاهين صاحب: امام صاحب له دی فتوا څخه رجوع کړيده، مبسوط په حنفي مذهب
کې ديوې موسوعې حیثیت لري، دحنفي مذهب یو بل معتمد کتاب حاشية ابن عابدين کې تصريح شوي ده چې امام صاحب له دی فتوا رجوع کړيده.
حاشية ابن عابدین: (حاشية ابن عابدين 1/484)، او بیا په لسم هجري قرن کې
امام سيوطي په خپل کتاب مناهل العرفان کې 2/117 داسلامي امت دټولو علماوو اجماع
رانقلوي چې لمونځ له مأثورو الفاظو (چې په عربي ژبه دي) پرته په نورو ژبو جواز نه لري.
[quote:22164b8988]اول خو نيت قلبي حالت نه بلکې دماغي حالت دی. قلب نيت نه کوي بلکې دنده يي د وينې دوران او پمپ کول دي. پس نيت په دماغ کې زيږيږي او دماغ کيدی شي هره ګړۍ ترتاثیرلاندې راشي او نيت بدلون ومومي.[/quote:22164b8988]
اګر که دا اختلاف ځمونږ په موضوع کوم اثر نه غورځوي، البته تر اوسه دعصري علومو ډیر علما
دداسې کارونو نسبت زړه ته کوي، ددی دا مانا هم نه ده، چې دماغ دفکر کولو وظيفه په غاړه نه لري، که چیرته همدا سکالو تاسو ديوه مستقل سرلیک
لاندې پرانیزۍ، نو ګټوره به تمامه شي.
په درنښت
ع کريم حليمي
30.12.2008
ډېر مکرم ازادخيال صاحب
[quote:35c9bacd1e]که لسان مهم نه دی لکه چې تاسې يي ليکی نو بيا ولي لمونځ په پښتوکې جایز نه دی. که لسان مهم نه وي نو بيا څه فرق کوي چې په پښتو کې وي[/quote:35c9bacd1e]
هو ! هزار دي افرين سه ، دغه خبره دي اصله خبره ده ، زه خپلو خبرو ته مسؤل يم
نو عمل په کوم ، زه دخپلو خبرو سپکاوئ نه کوم
زه رشتيا درته وايم ، زه خو والله ، پر دې نه يم کاميابه سوئ چه بسم الله په
پښتو ترجمه کړم ، زما ئې ستا سره وعده چه زه به لمونځ په پښتو ادا کوم
که تاسو ماته بسم الله ترجمه کړه ، او ممنون به دي هم يم
رښتینی
30.12.2008
سلامونه اونیکی هیلی
ستاسوبحث په زړه پوری اودلچسپ دی اوازادخیال صیب ته د
ښاغلی باتورصیب توصیه ډیره معقوله اودلوستوالودوخت د
ژغورلو له پاره باید محترم ازادخیال صیب هم غور پری وکړی
اوبل داچی دادووه دری ورځی مخکی دسعودی څو وتلیو علماو
فتوی ورکړه چی دجمعی خطبه له عربی پرته په نورو ژبوهم رواده
په مینه
sabawoon azadkhial
30.12.2008
هاج صيب ! که څه هم کيدی لږ څه د اصل موضوع څخه ووځم خو بيا هم يوڅه ارتباط ورسره لري او غواړم ستادليکنې په څو ټکوتم شم. د دري ژبو په وينا - ازګپ ګپ ميخيزد
تاسې ليکلي:
[quote:f101474f14]صحي ده، هر څوک تر خپلې وسعې مسئول دی، خو په يو څو ګلانو نه سپرلې کيږي
[/quote:f101474f14]
ولي نه، يوګل تخم ورکوي اوډيرنورګلان منځ ته راوړي
[quote:f101474f14]اوس وخت چې اسلامي امت ټوټې ټوټې دی، او په مختلفو برخو ويشل شوې دی، [/quote:f101474f14]
بيا نوستا هغه ادعاچې په عربي ژبه د لمانځه اوقران په تلاوت کې دمسلماناو دوحدت حکمت پروت دی، پخپله نقض شوه.
[quote:f101474f14]په تحقيق سره خداي جل جلاله يو مرض هم پرته له تداوۍ نه دې نازل کړې[/quote:f101474f14]
بيانو دايدز، تورزيړي اودسرطان مرضونو تداوي چېرته ده؟
[quote:f101474f14]په دواړو کې شفا ده، زه خپل ځانې په قرآن کريم او شرعي دعاګانو خپل ځان اوماشومان دموم، او هم يي ډاکټر ته دتداوۍ لپاره بوځم[/quote:f101474f14]
زه شخصا هيڅکله د دمولو له پاره نه ځم، کله چې ماشوم وم نو دمريضۍ په وخت به مور راته تاويز کاوه او کله به يي د کلي ملا ته ددم لپاره هم بوتلم. ملابه څو چوفونه راباندې وکړه خو ښه به نه شوم. خو بيا به دکلينک د ډاکټر يودانه اسپرين ښه کړم. ډيرې مريضي ګاني د مکروب اويا ويروس څخه پيداکيږي، نو زه نپوهيږم چې دم کول دغه ويروسونه اومکروبونه وژلی شي او ايا په اسلام کې ددې ذکرشوی دی. خوپه دوا کې داسې زهر دی چې دغه موجودات وژني اويا يې له منځه وړي..
خوکه زه شخصاپه دم د ناروغۍ ددرملنې معتقد وای نو بيا به ستا برخلاف هيڅکله ډاکټر ته نوای تللی. دا دواړه بيخي يودبل په ضد بيلې فلسفي دي او بيلې منشاګانې لري. دواړه غاړې نه خوړل کيږي. خوداسې ښکاري چې تاسې پخپله ددم په قوت پوره باور نه لری نوځکه بيا ډاکټر ته ځي او دا دمذ هبي لارښونو له مخې ګناه ده. ځکه تاسې يي په تاثيرکې کمزوري يا شک ګڼی او دا ټکی دخدای دکلام په باب ګناه شميرل کيږي.
باتورصيب ليکلي:
[quote:f101474f14]ښاغلي حليمي او ښاغلي ساپي دواړو ښه معقول او هر اړخيزه ځوابونه درته وليکل او په ډېره حوصله او احترام يې ستا پوښتنو ته بيا بيا ځوابونه وليکل. . لېکن، تا د هغو له ځوابونو نه صرف هغه ټکي را ټول کړل چي ستا منطق او استدلال د هغو په اړه ځواب ورته ويلای سوای، د مثال په توګه د ښاغلي حليمي نوري ټولي خبري دي څټ ته پرېښودې او صرف د قلب په اړه دي علمي دلايل ورته وړاندي کړل، چي نيت په قلب کي نه بلکه په دماغ کېږي، او يا د ښاغلي ساپي د دلايلو نه دي صرف د دم او تاويز خبره در پورته کړه او هغه ته دي وليکل چي که ته مريض سې نو ملا ته ورځې او که ډاکټر ته[/quote:f101474f14]
وروره يا خو دې زما ليکنه سمه لوستې نه دې او يا کيدی شي چې نيم خوبه وې. داټولې خبرې چې تا يادې کړي دبحث لپاره مهمې دي اوزما په اند ډيرې مهمې دي. خوداچې په دغسي موضوعګانو تراوسه موږ دبحث عادت نه لروبيله خبره ده اودا ځکه چې موږ ورڅخه منعه وو. خو دااوس پريږدو ځکه بحث به بيخې بلې خوا لاړشي.
بل زما مقصد د موضوع د مطرح څخه دا نه دی چې زه د وهاج صيب يا حليمي صيب سره مسابقه وکړم ، هغوی دينی عالمان دي. زما مقصد ټولو لوستونکو مخ تهپه ننيو سياسي -ټولنيزو - حقوقي شرايطوکې د دموضوع اچول او ورباندې نظرونه څرګندول دي او بايد ټول په کې برخه واخلي. زه د وخت دکمي له کبله کيدی شي ډيروخت په دې باب بيا دليکلو وخت پيدا نه کړم. اصل موضوع دعربي د انحصارڅخه ځان خلاصول او په خپله ژبه ټول دينی مراسم سرته رسول دي. که په فزيک او کميا کې ډيرنوي شيان کشف شي خو دهرهيواد پوهنتون او پوهان يي تدريس په خپله ژبه کوي. نورمذاهب هم خپل دينی مراسم ټول په خپلو ژبو کوي. ساده او کم لوستي مسلمانان حق لري پوه شي چې په لمانځه کې څه وايی. داموږ ته دنورو هذهبونو پيروان د پيغورپه ډول هم استعمالوي. هغوی وايی ډير غير عربي مسلمانان ځکه بنيادګرايان دي چې اصلا په خپل دين خبر نه دي اودنورو سوء استفاده کونکوپه واسطه په اسانۍ ددوی مغزونه وينځل کيږي. راځي دهمدغه يو اصل ريښې پيدا کړو چې :
((په عموم ډول ولي زيات بې سواده مسلمانان ترباسوادو زيات په مذهب کلک ولاړدي؟؟)) يانې څومره چې کم پوهيږي هغومره زيات مذهبي تعصب لري.
[/quote]