اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ع کريم حليمي
12.07.2009
ډیر محترم او مکرم ، ډاکټر جلال احمد زی صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
[quote:d2e1ca4cba] دا به ډيره بده خبره وي چې د سعودي ټول علماء ته د شك أو ترديد په سترګه وكتل سي،
[/quote:d2e1ca4cba]
طبعاً دا بده خبره ده ، د داسي جملو لیکونکو او منونکو ته دا وایم چه :زه داسي احمقانه جملې نه لیکم . دا پورته جمله ستاسو خپل ادراك ، اخستنه ده ، که تاسو ته تکلیف نه وي ، یو وار بیا په
آرامه ، حوصله ،تیري لیکني ولوله یقییناً چه ستاسو إدراك خیانت درسره کړی
فکري کوښښ مي وکړۍ چه پوه شم ستاسو په آدراك ، موفق نه شوم
نو له تاسو پوښتم چه څه رنګه تاسو دا احساس وکړ چه ما د سعودي ټول علماء ته د شك په سترګه کتلي ؟؟؟؟؟
په درنښت
..Ahmadzai
12.07.2009
محترم ع.كريم حليمي صاحب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
قدرمنه دا خو ټولې ستا خبرې
[quote:243cfb2941] د سعودي ننني فقها ټول ايمانداره دي اما د اسلام ئې درک نسته!!!! [/quote:243cfb2941]
[quote:243cfb2941]سعودي عربستان غواړي چه دغه کلتوري حجاب ته فرضي شکل ورکي ،ولي؟[/quote:243cfb2941]
په دغه خبره د عربستان ټول علماء متفق دي , أو حجاب فرض ګڼي, د هغه له جملې څخه د مخ پټول, د ويښتانو پټول, تور حجاب ښه ګڼي, خو نورو رنګونو باندې هم إعتراض نلري.
نو أيا دغه علماء ټول درباري دي, أو نا جائزه د حكومت په ګټه فتواوې وركوي؟
أو كه درباري عالم د شرع مطابق سمې فتواوې وركړي أيا دا به هم بد كار وي, أو د منلو وړ به نه وي؟
[quote:243cfb2941]اما دغه د سعودي کلتوري حجاب نه منم[/quote:243cfb2941]
ولې؟ څه مشكل لرې؟
وروره عربستان كې ډير ټكړه علماء تير سوي, أو ليا سته, وروه عربستان كې محمد صلى الله عليه وسلم ځيږيدلى, د صحابوو وطن أو ټاټوبى ده, د مسلمانانو قبله پكې ده, ته به هم ورغلې يې يا د عمرې يا هم دحج لپاره,
د سعودي سياسي تګلارې باندې زه أو هم ته أو نور ډير خلك نيوكې لري, خو دا به د دې جواز نه وركوي,چې هر كله هم د بحث موضوع نور پر مخ نسې بيولى نو د عربستان ملايانو علماؤ ته د شك أو ترديد أپلتې شروع كړې, أو د درباري علماؤ ټاپې پرې لګوې, هو درباري خرڅ سوي علماء منم چې سته, خو أكثريت صادقه دي, أو ډير كم يې درباري دي, هغه هم د سياسي مسائل لپاره نه د حجاب أو داسې نورو فرعي مسائلو لپاره.
د بيلګۍ په توګه: د عربستان ټول ملايان علماء وايي چې د ګيرې پريښودل, أوږدل فرض ده, أو دې مورد كې 29 حديثونه د أمر په حيث راغلي,خو پاچا أو مشران فرنسوۍ ګيرې پريږدي , ځوانان يي خريي, او علماء سندرې موسيقي حرام ګڼي, خو رسمي تلفيزيون رادوګانې شپه ورځ ډمګيرت خپروي, نو ولې درباري ملايان يي نه حلالوي, چې حكومت له إحراج څخه خلاص سي.
په درنښت
أحمدزى
عادل عادل
17.07.2009
سلامونه
دروند ډاکټر صیب احمدزی
دووس ته خو نن سبا دیموکرات، موډیریټ او روڼ اندۍ ویل کیژي، تاسو ولې د نویو او پستو اصطلاحاتو نه پرتوګ وباسۍ؟
د کابل د تاجکو معموله اجتماعي ناسته ولاړه او خوش امدید د یوه سره په دووسۍ بنا دي او چې پښتون یې کوښښ وکړي نو بیا تر تاجک یو ګام وړاندې
ږدي او د ځان او قوم لپاره د شرم تومنه جوړیژي
لنډه دا چې پښتانه په ستر ډیر ښه او درانه بریښي