د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د اسلام له نظره د عورت ستر

..Ahmadzai
22.11.2008

محترمو وروڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

دووس په أصل كې يوه عربي كلمة ده چې تپښت ېې كړی عربي أصل ېې ديوث ده.

أو أوس ېې إستعمال أو معنی ېې هم څه توپير کړی.
رسول الله صلى عليه وسلم د دووس داسي تعريف كړی

[color=darkred:6ab998d35e] لا يدخل الجنة ديوث. قالوا: ومن الديوث يا رسول الله؟ قال: الذي لا يغار على محارمه }[/color:6ab998d35e] [رواه احمد].
[color=indigo:6ab998d35e]

ترجمة

رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل دووس جنت ته ننوځی (داخليږي) دوي وويل (صحابوو): إي د خدای رسوله دغه دوس څوك ده؟
هغه وويل : دووس هغه څوك ده چې د خپل كور په محارمو غيرت نه كوي.

[/color:6ab998d35e]

[color=darkred:6ab998d35e] قال الإمام أبو حنيفه رحمه الله : (إمرأةٌ خرجت من البيت ولا يمنعها زوجها فهو ديوثٌ). [/color:6ab998d35e]

إمام صاحب وايي: هر هغه ښځه چې له كور څخه ووځي او ميړه ېې رامنع نه كړي هغه دووس ده.

فالد[color=green:6ab998d35e]يوث: هو الذي لا يغار على أهله ومحارمه ويرضى بالمعصية والفاحشة والخنا عليهم، ولاشك أن هذا يتنافى مع الدين، فلا دين لمن لا غيرة له[/color:6ab998d35e]

لنډه دا چې دوس هغه چا ته ويل كيږي چې بې ناموسه وي او په خپل ناموس ورته غيرت نه دريږي او يا هم دومرة بده نه ګڼي أو كيدای شي چې په ډيرو بدوا أو بې حيائي يې سترګې پټې کړي أو غوږ هم پرې ونه ګروي، بې شكه چې دا دإسلام أخلاق ندي بلكې بالكل ورڅخه مغاير أو خلاف دي أو هغه څوک چې غيرت ونلري هغه رښتونې مسلمان نشي كيدلى.

كابل أو د شمال ښاراتو كې چې زه ګورم دووسي أو دلتوب أوج ته رسيدلى
أو ښار د زرهاوو بې سره أو بې پدره د دووسانو ښځې، لوڼې أو خويندو نه ډک وي، تر ماښامه ګرځي داسې لباس ېې أغوستی وي چې بي له فاحشې څخه شريفه مسلمانه ښځه ېې نشي أغوستی .
په ډېر درنښت
أحمدزى
----------------------------------------------------
[color=white:6ab998d35e]درنو خويندو او وړونو
دغه جمله (لا يدخل الجنة ديوث. قالوا: ومن الديوث يا رسول الله؟ قال: الذي لا يغار على محارمه)
ترجمة
رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل دووس جنت ته ننوځی (داخليږي) دوي وويل (صحابوو): إي د خدای رسوله دغه دوس څوك ده؟
هغه وويل : دووس هغه څوك ده چې د خپل كور په محارمو غيرت نه كوي.

د ليکوال د فکر زېږنده اومحصول ده ،خپله مفکوره او احساسات څرګندوي ،نه حديث نبوي[/color:6ab998d35e]



ع کريم حليمي
24.11.2008

درنو او مکرمو لوستوونکو ، السلام عليکم و رحمته الله ...
مکرم jalal ahmadzai ستاسو ليکنه ماهم ولوستل عظيمه ليکنه وه
خو عظيم الشانه نوه ، دېرش کاله پخوا مي هم داسي يو بيان لوستی وو
کوښښ مي کړ چه هغه کتاب بيا يووار وګورم ، چون چه د کتاب شکل او نوم راڅه هېر
دی ، کتابونه مي ډېر پورته کښته کړه هغه کتاب په لاس نه راغلی

مطلب مي دادی چه هغه کتاب هم ليکلي وه چه : قال رسول الله لا يدخل الجنة ديوث.

اوتاسو بيا جوړه حواله ورکړې چه : [رواه احمد]
کوم کتاب او په کوم باب کښي ؟؟؟؟؟
ستاسو خو عربي لسان دومره زده چه خوب به هم په عربي وينئ
او داچه بعيد اوسېږي دا معنی نه چه له کتاب خانې څخه هم بعيد اوسېږې

تاسو ته معلوم وي چه خواږه نبي فرمايلي چه : لا تکذب علی............

او دابه هم درته معلومه وي چه اِنَّ الْكَذِبَ يَهْدِي اِلَى الْفُجُورِ، وَاِنَّ الْفُجُورَ يَهْدِي اِلَى النَّارِ، وَاِنَّ الرَّجُلَ لَيَكْذِبُ، حَتَّى يُكْتَبَ عِنْدَ اللَّهِ كَذَّابً

او داسي حديث به هم تاسو لوستی وي چه : قال نبی عليه السلام وَمَنْ كَذَبَ عَلَىَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّار

له ربه و ډارېږه
يَا اَيُّهَا الَّذِينَ امَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِين

هو زه نه وايم چه درواغ مه وايه وېوايه که دي د ناموس خطر وو
دغه د إِبراهِيم ـ عليهِ السّلاَم حديث ولوله
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ قَالَ لَمْ يَكْذِبْ إِبْرَاهِيمُ ـ عَلَيْهِ السَّلاَمُ ـ إِلاَّ ثَلاَثَ كَذَبَاتٍ ثِنْتَيْنِ مِنْهُنَّ فِي ذَاتِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ، قَوْلُهُ ‏{‏إِنِّي سَقِيمٌ ‏}‏وَقَوْلُهُ ‏{‏بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَذَا‏}‏، وَقَالَ بَيْنَا هُوَ ذَاتَ يَوْمٍ وَسَارَةُ إِذْ أَتَى عَلَى جَبَّارٍ مِنَ الْجَبَابِرَةِ فَقِيلَ لَهُ إِنَّ هَا هُنَا رَجُلاً مَعَهُ امْرَأَةٌ مِنْ أَحْسَنِ النَّاسِ، فَأَرْسَلَ إِلَيْهِ، فَسَأَلَهُ عَنْهَا‏.‏ فَقَالَ مَنْ هَذِهِ قَالَ أُخْتِي، فَأَتَى سَارَةَ قَالَ يَا سَارَةُ، لَيْسَ عَلَى وَجْهِ الأَرْضِ مُؤْمِنٌ غَيْرِي وَغَيْرُكِ، وَإِنَّ هَذَا سَأَلَنِي، فَأَخْبَرْتُهُ أَنَّكِ أُخْتِي فَلاَ تُكَذِّبِينِي‏.‏ فَأَرْسَلَ إِلَيْهَا، فَلَمَّا دَخَلَتْ عَلَيْهِ ذَهَبَ يَتَنَاوَلُهَا بِيَدِهِ، فَأُخِذَ فَقَالَ ادْعِي اللَّهَ لِي وَلاَ أَضُرُّكِ‏.‏ فَدَعَتِ اللَّهَ فَأُطْلِقَ، ثُمَّ تَنَاوَلَهَا الثَّانِيَةَ، فَأُخِذَ مِثْلَهَا أَوْ أَشَدَّ فَقَالَ ادْعِي اللَّهَ لِي وَلاَ أَضُرُّكِ‏.‏ فَدَعَتْ فَأُطْلِقَ‏.‏ فَدَعَا بَعْضَ حَجَبَتِهِ فَقَالَ إِنَّكُمْ لَمْ تَأْتُونِي بِإِنْسَانٍ، إِنَّمَا أَتَيْتُمُونِي بِشَيْطَانٍ‏.‏ فَأَخْدَمَهَا هَاجَرَ فَأَتَتْهُ، وَهُوَ قَائِمٌ يُصَلِّي، فَأَوْمَأَ بِيَدِهِ مَهْيَا قَالَتْ رَدَّ اللَّهُ كَيْدَ الْكَافِرِ ـ أَوِ الْفَاجِرِ ـ فِي نَحْرِهِ، وَأَخْدَمَ هَاجَرَ‏.‏ قَالَ أَبُو هُرَيْرَةَ تِلْكَ أُمُّكُمْ يَا بَنِي مَاءِ السَّمَاءِ‏.‏
ترجمه:

څوک چه چاته ښکنځل وکړي نو هغه بيا د ده مور او ابا ته ښکنځا کوي 
هم به ئې ابا ته ښکنځل شوي وي او هم به  من اکبر الکبائر ګناه کاره سي 

حَدَّثَنَا اَحْمَدُ بْنُ يُونُسَ حَدَّثَنَا اِبْرَاهِيمُ بْنُ سَعْدٍ عَنْ اَبِيهِ عَنْ حُمَيْدِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اِنَّ مِنْ اَكْبَرِ الْكَبَائِرِ اَنْ يَلْعَنَ الرَّجُلُ وَالِدَيْهِ قِيلَ يَا رَسُولَ اللَّهِ وَكَيْفَ يَلْعَنُ الرَّجُلُ وَالِدَيْهِ قَالَ يَسُبُّ الرَّجُلُ اَبَا الرَّجُلِ فَيَسُبُّ اَبَاهُ وَيَسُبُّ اُمَّهُ


و.افغان
24.11.2008

دروند حامد صاحب: ددې موضوع لاندې ځما هغه اوږده ځوابي لیکنه څه شوه؟
او که د ړنګولو مستحقه وه، نو پوي مې کړه.


ډاکتر وطنمل
24.11.2008

محترم ورور وهاج صاحب ته له سلام اونیکوهیلووروسته :
دا موضوع له ټولګړي ۰۰۰۰ فورم څخه چې ډیر ناوړه بحثونه پرې شوي و، دلته را ولیږدول شوه ، څو له سره پرې یواځې اسلامي بحثونه وشي ، نو رې ټولې لیکنې بی ارزښته او حتی ډیرې یې داسې ناوړه لیکنې وې چې په غصې سره مې ړنګې کړې ، متأسفانه د وخت د لږوالي له امله ستاسو لیکنه هم چې ښايي په دغو ایرو کې دلعل غوندې پټه وه، په تیروتنه کې ړنګه شوې ده، نو بخښنه غواړم اومننه کوم که د لته مو دلیکنې د تکرارولو له پاره د تکلیف بیا ګاللو احسان دریغ نکړئ ، اوکه نه ، هره ناغه چې ږدې، منم یې!

په درنښت ۰



ع کريم حليمي
25.11.2008

کومه غزل چه تاسو راخستې ،چه د خپل زړه دردونه په کښي بيان کړې ، يا 
ننئ حالت توضيح کړي ، ته لکه يو صحرايي هنرمند چه له دوتاري سره نعرې 
کوې ، کومه غزل چه تاسو شکل کړې ،   آلات ، اسبابونه غواړي  ، کومه غزل 
تاسو شکل کړې ، دا و مختلف الشکله الاتو ته ضرورت لري ، يو هنرمند هغه 
وخت ټولني ته ګټمند چه د ټولني احساسات او افکار څرکند کړي 

که چيري  صحرا او کليو کي د "دوتاري"ساده خاختمان ته وګورو ، نو پوهيږو
چه د دوتاري څښتن يوه ناره ورسره کولی سي ، او يابه يوازي د خپلي معشوقې
ياد پکښي وکي ، 

خو دخپلي ټولني ژور او عميق رنځونه دردونه لکه څنګه چه لازمه ده 
پوره نشي څرګندولاي 

اووس به دي ليکنه در وشنم ، که رب غوښتي وي 

کوم جمله ته ليکلې وه ياده هغه حديت نبوي نه دي  ستا د خولې خبره ده 
حديث داسي دی ، 
مسند أحمد / المجلد الثاني
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ثلاث لا يدخلون الجنة ولا ينظر الله اليهم يوم القيامة العاق والديه والمراة المترجلة المتشبهة بالرجال والديوث وثلاثة لا ينظر الله اليهم يوم القيامة العاق والديه والمدمن الخمر والمنان بما اعطى‏.‏

سنن النسائي/ باب المنان بما اعطى ‏‏
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏ ثلاثة لا ينظر الله عز وجل اليهم يوم القيامة العاق لوالديه والمراة المترجلة والديوث وثلاثة لا يدخلون الجنة العاق لوالديه والمدمن على الخمر والمنان بما اعطى ‏"

خبره په ديوث کي ده ، هغه نور ئې پرېږه 
ديوث په پښتو کي موردګاو ته ويل کيږي ، او دلَّه هم ورته وايي ، 
دلَّه يا مردګاو هغه سړي ته ويل کيږي چه د زنا لپاره نر او ښځه يوځاي کوي 
فرق نه کوي که ئې خپله ښځه وي او که دبل ، او که ښځه بې مېړه وي 

د داسي خلکو في صدي په پښتنو کښي تقريبا 0,001 ده يعني صفر 

[quote:05852544b9]قال الإمام أبو حنيفه رحمه الله : (إمرأةٌ خرجت من البيت ولا يمنعها زوجها فهو ديوثٌ).[/quote:05852544b9]
هو ! خرجت من البيت ، دڅه لپاره  ؟؟ خرخت من البيت د ناروا لپاره ؟؟؟ 
نو بيا هو ! فهو ديوثٌ
او که خرجت من البيت الی مدرسه ؟؟؟ نوبيا راګرځول ئې بعقلی ده 
ولي چه طلب د علم فرض دی 
هو ! کلام الله فرمائې چه :

  وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ [الأحزاب:33]
يعني هغه د جالت دعصر په شکل مه وځئ ، چه ټول زينت مو ښکاره وي 
په حيا او حجاب سره وتل بيا روا دي ، او بېله ضرورته وتل له کوره نر ته هم 
ندي ښه ٠

[quote:05852544b9]هغه خلك چې خپلو ښځو، لوڼو أو خويندو ته ېې پتلونونه ورأغوستي وي أوبی ستره اوبی حجابه یی ځان سره بازار يا عامو ځايو كې ګرځوي.[/quote:05852544b9]

تاسو له دوتاري سره اواز پورته کړي 
ستر او حجاب په شکل کښي د علماوو اختلاف دي ، تاسو لمړي شرعي 
ستر لوستونکو ته وښياست ؟؟؟ 

[quote:05852544b9]هغه خلك چې د كور ښځينه طبقه ېې خارجي مؤسسو أو يا هم هغه دفترو أو ځايو كې كار كوي چې هغلته نارينو سره إختلاط كيداى شي[/quote:05852544b9]
ايا د مصر علما ، د الازهر  دمتعلمينو واليدين ټول ٠٠٠٠ دي ، ايا د ډوبۍ او 
ايران ،پاکستان ، هند ټول "د ي و ث ان " دي ، ستاسو جرائت د ستايلو وړ دی 

اختلاط يعني څه ؟؟؟؟؟ ستاسو ليکنه له سره تر پايه اختلات او مسخره نه ده ؟ 
او که له اختلاط څخه ستاسو مطلب  ارتِباط وي ، ايا بي بي  السيده فاطمه الزهراء رضى الله تعالى عنها له امت سره په ارتباط کښي نه وه 

او بله شرعي خبره خواده چه : کله چه ښځه پنځوس کالو ته ورسيږي ، خو بيا 
هيڅ ستر ندی پر واجب 

[quote:05852544b9]هغه خلك چې د كور ښځې ېې د ښځينو په عام حمامو كې لامبي.[/quote:05852544b9] 
حمام او لامبو !! تا دا چيري ليدلي ،  زه نه پوهېږم چه تاسو واياست ??

[quote:05852544b9]ټول هغه خلك چې ښځې ېې مخونه نه پټوي أو يا سرونه لڅوي.[/quote:05852544b9]
مخ پټول په شريعت  کښي نسته ، هو ! غوږونه پټول شرعي دي 

[quote:05852544b9]هغه خلك چې خپل كورته نا محارم راننباسي چې دا مې د كاكا ځوې، د ماما ځوې ، د عمه ځوې، د خاله ځوې أو داسې نور خپلوان أو د كور ښځينو ته إجازه وركوي چې ستړي مشي ورسره وکړي او مجلس ورسره وکړي، أګر كه دا خلك دښځې دا رنګه خپلوان وي چې محارم نه دي.[/quote:05852544b9]

دې ته کوچنۍ ګناه ويل کيږي 
الله فرمائې چه :إن تجتنبوا كبائر ما تنهون عنه نكفر عنكم سيئاتكم

[quote:05852544b9]تول هغه خلک چې ښځو ته ېې د إنترنت سهولت برابر كړی وي أو هغوي پرې چيټينګ کوي يا تعارف پکې کوې، همدارنګه بې ضرورته مبائل جينكو ته أخستل.[/quote:05852544b9]
د چا د اولادنه چه  اسلامي اخلاق ولري ، هغوته نعمت ،او  چه اخلاق 
له لوړه سره نوي ،نو پلار ته ئې هم اجازه نسته چه   إنترنت سهولت  ولري 


میوند ننګیال
25.11.2008

ګرانوسلامونه او احترامات ومنې
ګران حليمي صيب زه انتقاد نه کو م خپل نظر ورکوم جلال احمدزۍ که کوم قوم نخښه کړي وي دا به يي ډيره بده کړي وي ٠
زما په نظر پښتون يواځيني قوم يا ملت دي چه پرده پکي ډيره زياته ده احمد زئ پښتا نه ندي په ګوته کړې هغه دومره ويلي چه په کا بل او شمالي علا قو کي، په کا بل کي يواځي پښتانه نه اوسيږي هر قسم خلک شته بله خبره دپردي ده حليمي صيب تا سو ليکلي چه په حجاب او ستر کي د علماوواختلاف دي دا زه منم خو هغه اختلاف صرف په مخ او لا س او پښو کي دي اوبياډ ير علما وايي چه که چير ته د فتني وخت يي نو دمخ پټول واجب دي حليمې صا حب ته والله چه کا بل کي څه حالات دي بله خبره دا چه هغي څه رقم لباس اغوندي که د څلورواړو مسلکو د علماو رايه واخلو چه دمخ په پټو لو کي څه وايي٠
١: حنفي مسلک:
حنفي علما وايي چه دمخ لوڅول ندي جايز دا ددې لپاره نه چه عورت دي بلکه دا ځکه چه ددي نه فتنه پيدا کيږي د بعضو علماو اقوال به واخلو٠
ابو بکر جصاص رحمت الله وايي چه په ځوانه جلۍ واجب دي چه دا جا نبو نه مخ ستر پټ کړي او ځان پټ کړي تر څو دخلکو نظر ور وانه وړياحکام القران 458/3[/ او شمس الايمه امام سرخسي وايي: حرمة النَّظر لخوف الفتنة، وخوف الفتنة في النَّظر إلى وجهها، وعامة محاسنها في وجهها أكثر منه إلى سائر الأعضاء (المبسوط 10/152) او علاء الدين الحنفيُّ رحمت الله وايي چه:وتُمنع المرأة الشابَّة من كشف الوجه بين الرجال چه ځوانه جلۍ با يد منع شې چه مخ لوڅي د سړيو په منځ کي وګرځي٠
ابن عابدين دا دسي معنی کوي چه: ښځي دمخ لڅولو نه ځکه منع دي چه کله يي و ويني نو په فتنه کي اخته کيږي ځکه چه سترکي ډيري اثرناکه دي او د انسان شهوت ورسره راويښيږي،او شهوت داسي تفسيروي چه دانسان زړه په حرکت شي او د خوند يا لذت خواته لاړ شي(حا شيه ابن عابدين 261/3 ٠
امام طحاوي هم دا وايي چه پيغله جلۍ بايد داجنبيانو نه مخ پټ کړي (رد المحتار 1/272) ونصَّ الإسبيجانيُّ والمرغينانيُّ والموصليُّ على أنَّ وجه المرأة داخل الصلاة ليس بعورة، وأنَّه عورة خارجها، او اسبيجاني مرغيناني او موصلي وايي چه دښځي مخ د لمانځه په وخت کي عورت نه دي يعني کو لي شي چه په لوڅ مخ هم لمو نځ وکړي خو بغير دلمونځ نه مخ يي عورت ده ( أمَّا عند وجود الأجانب فالإرخاء واجب على المحرمة عند الإمكان) حاشية إعلاء السنن للتهانوي 2/141). دنوري مطالعي لپاره وګوره حاشية ابن عابدين (1/406-408)، اوالبحر الرائق لابن نجيم (1/284 و2/381)، وفيض الباري للكشميري 308/4/4 ٠
او دپاکستان مفتي اعظم مولانا محمد شفيع وايي :چه فقهاء پدي متفق دي چه ځوانۍ جلۍ ته ندي جا يز چه خپل مخونه د اجنبيانو په منځ کي لوڅ کړي او زړي ښځي کولي شي چه مخ لوڅي وګرځي (المرأة المسلمة ص 202).
٢: مالکي مسلک٠
قاضې ابوبکر بن العربي اوامام قرطبي رحمهما الله د واړه وايي ښځه ټول عورت دي اواز يي هم عورت دي مګر د ضرورت په وخت خير دي( أحكام القرآن 3/1578)، والجامع لأحكام القرآن (14/277).
شيخ ابو علي مشدالي وايي که چيرته ديو سړي ښځه مخ لوڅي او داسي ګر ځي چه د وجود څه حصه يي ښکاري دهغه شاهدي او امامت نه دي جايز ٠
او ابي وايي چه ابن مرزوق دا وايي چه مالکي مذهب اجماعا داوايي چه دمخ او لاسونو پټول واجب دي که د فتني وخت وي(جواهر الإكليل 1/41).
٣: شافعي مسلک ٠
امام جوييني وايي مسلما نان پدي اتفاق کوي چه ښځي مخ لوڅي دکور نه بهر نه پريدي يعني منع کوي ،ځکه نظر د فتني مرکز دي اودشهوت راويښوونکي دي، ،
(روضة الطالبين 7/24)، بجيرمي على الخطيب 315/3
ونقل ابن حجر -رحمه الله- عن الزياديّ، وأقرَّه عليه: أنَّ عورة المرأة أمام الأجنبي جميع بدنها، حتى الوجه والكفين على المعتمد.
٤: حنبلي مسلک٠
امام احمد رحمت الله وايي چه :ظفر المرأة عورة، فإذا خرجت من بيتها فلا تبن منها شيئاً ولا خفها، فإن الخفَّ يصف القدم، وأحب إلي ان تجعل لكمها زرا عند يدها حتَّى لا يبن منها شيء ( الفروع 1/601).
والسلف والأيمة كمالك والشافعي وأبي حنيفة وغيرهم لم يتكلموا إلا في عورة الصلاة، فقال الشافعي ومالك: ما عدا الوجه والكفين، وزاد أبو حنيفة:
القدمين، وما أظن أحدا منهم يُبيح للشابة أن تكشف وجهها لغير حاجة، ولا يبيح للشاب أن ينظر إليها لغير حاجة (تيسير البيان لأحكام القرآن 1001/2 ٠

ګران استاذحليمي صيب زما خو چه څه ياد وه ومي ليکل او که تاته پکي څه ښکا ري خبر مي کړه په ټوله اسلامي او پښتنه مينه



ع کريم حليمي
26.11.2008

[quote:c9463cfd88]لا يدخل الجنة ديوث. قالوا: ومن الديوث يا رسول الله؟ قال: الذي لا يغار على محارمه } [رواه احمد].
ترجمة
رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل دووس جنت ته ننوځی (داخليږي) دوي وويل (صحابوو): إي د خدای رسوله دغه دوس څوك ده؟
هغه وويل : دووس هغه څوك ده چې د خپل كور په محارمو غيرت نه كوي. [/quote:c9463cfd88]

ګران اومکرم ميوند ننګيال صاحب ،او درندو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله ......
پر ستر به په ورسته کښي مفصل بحث وکړو 
په نننۍ عصر کښي ډيره عامه خبره ده چه وايي :
د فساد مخه چه نيسې ،کوښښ وکه چه بل عظيم فساد پيښ نکړې 
مکرم  أحمدزي غوښته چه د يوې يا څو کوجنيو ګناهونو مخه ونيسي 
په داسي ډول ،چه تر لمړي فساد ئې ، پخپله په کبيره فساد کښي ځان 
و دراوه ! والله اعلم چه خپل الفاظ او که د يوه فقهه الفاظ ئې په نبي 
عيله السلام پوري وتړله ، او ددې ساختګي حديث په قوت ئې خلک
غيري مستقيم ديوث ونمول 
أحمدزی يو بې سواده سړی ندی ! چه د پېښور چاپ راسالې لولی 
دئ خو لوړ کتابونو کتلی سي او دده خو صحيح سته ته لاس رسيږي 

خبره داده بله نه ده ، کومي انګېزې دئ و پاراوه چه په سرادار عالم پوري 
خپله خبره وتړي ،او مرتکب د ګناه کبيره سو ،مطلب ئې د يوه کوچني فساد 
مخه نيول وه او که غوښتل ئې چه يو عظيم فساد پېښ کړي 

زه و مکرم  احمدزي ته کلکي خبري نسم ليکلي ولي چه خوله مي د اوبو 
ډکه ده ، چه دئ دا فکر ونکړي چه  بنده د رب خپل قصد او اِعتزم اخلي 

په درنښت


میوند ننګیال
26.11.2008

ګران او محترم حليمي صاحب سلا مونه او نيکې هيلي.
زه ستا سو دشاګرد په ځاي يم تاسي استاذ ياست دا زه منم او دا ايمان لرم چه دا حديث (من کذب علي متعمدا فليبوا مقعده من النار) صحيح دې٠
وسلام


و.افغان
26.11.2008

[quote:3558b416b8="ډاکتر وطنمل"] نو بخښنه غواړم اومننه کوم که د لته مو دلیکنې د تکرارولو له پاره د تکلیف بیا ګاللو احسان دریغ نکړئ ، اوکه نه ، هره ناغه چې ږدې، منم یې!
په درنښت ۰[/quote:3558b416b8]

دروند ډاکټر صاحب:
بې ناغې خو مو نه پريږدم :D

ناغه نه بلکه مشوره ده، چې مونږ ټولو ته او دې فوروم ته به ګټوره تمامه شي.
هغه دا چې که چیرې فوروم کې یو داسې بله خونه اضافه شي، چې پرته له مودیراتوره
يي بل څوک نشي لیدلاي نو ډیره به ښه وي.
مونږ یو بل فوروم کې دا تجربه لرله، او ډیر کامیابه هم وه.
په دې کې څو ګټې دي:
لومړۍ ګټه: دکومو سکالوګانو لاندې چې ناوړه لیکنې کیږي، نو هغه به فورا پرته له
ځنډه دغې خونې ته لیږدول کیږي، او بیا په قراره په سړه سینه ترې ناوړه لیکنې پاکې
شي، او پاکه لیکنه لوستونکو ته په لیکه شي.
دوهمه ګټه: ځينې کسان چې غواړي په عمدي ډول دمختلفو نومونو لاندې هر وخت دفوروم فضا خرابه کړي، نو
دهغه کس لیکنې په هغه باندې دحجت په څیر نوموړي مخفي فوروم کې ثبت کيږي، چې کله دضرورت په حالت کې ترې استفاده وشي، ځکه چې ډير کله ددغه عمدي ښکنځلمار او دفوروم دفضا دتخريشوونکې په وړاندې دآي پي بندول، یا اکاونټ تړل ګټه نه لري، ځکه چې له نورو نورو ځايونو لیکل کوي، خو چې کله يي لیکنې مونږ سره ټولې ثبت پرتې وي، نو دضرورت په وخت کې کولاي شو چې دڅاروندوالۍ له لارې هم ددغه داړونکې ليوني مخه ونيسو.
دریمه ګټه: په اړوند خونه کې دفوروم د تطوير لپاره دمختلفو خونو مودیراتوران سره
مشوري او مرکې هم کولاي شي.
له دې پرته نورې ګټې هم لري.
خو بیا هم یوه مشوره وه، او بس.
په درنښت.


باتور
15.12.2008

د اسلام په پاک دين کي د ښځو د پټوالي (شرف، پت، عزت او حرمت ) په اړه ډېري زياتي ليکني سته او د هغو د تطبيق لپاره د عربو امامانو ډېري هلي ځلي کړي، لېکن د معاصرو حکومتونو د زور له کبله د هغو دا کوښښ له ډېري مودي را هيسي په صفرکي ضرب شوی.. .

موږ خړو پښتنو په خپله پښتونولۍ کي دا ټول خدايي احکام، رسولي سنت اواخلاقي ښېګڼي په کلکه توګه ساتلي. .

په درنښت



ع کريم حليمي
16.12.2008

مکرم او محترم باتور صاحب ، السلام عليکم ورحمه الله ٠٠٠٠٠ 
ستاسو ټولي ليکني ډېري پخې وې ، نه پوهېږم چه داڅرنګه پېښه سوه 
چه داسي حروف دي اوډلي  (د اسلام په پاک دين کي د ښځو د پټوالي (شرف، پت، عزت او حرمت )
داجمله ډېره کمزورې شکاري ، اسلام د ښځو پټوالي باندي هيڅ نه دي ويلي 
هو ! د عورت پوټېدل ئې واجب کړي ، د ښځو پټول بيا کوم کتاب دی ؟؟؟؟ 
هو ! خړو پښتنو دا کار کړئ ، چه ښځي ئې پټي کړي ، چه نه خدايي حکم او 
، اونه اخلاقي ښېګڼي 

که ستاسو دغه جمله (د اسلام په پاک دين کي د ښځو د پټوالي (شرف، پت، عزت او حرمت )
که په دې ښکل وليکل سي ښه به نه وي ؟؟
د اسلام په پاک دين کي د ښځو او نارينه وو د عورت پټوالئ (شرف ،پت ،عزت
او حرمت )

په درنښت  

 


باتور
16.12.2008

ښاغلي عالم حليمي ته سلامونه وړاندي کوم.

له حسن نظر نه مو مننه !

هغه خبري چي په تلوار وليکل سي، هغه هغو پاستو ته چي له تناره نه په بېړه راويستل سي ورته وي. . ستاسو نيوکه په ځای ده، زما پورتنۍ ليکنه، لنډه، خامه او له مفهوم نه تسه ده. :زه به انشاء الله په کراره د دې موضوع په اړه يو څه تاسو او نورو محترمو بحثکونکو ته وړاندي کړم . . بيا به قضاوت تاسو ته در پرېږدم. .

اوس صرف دومره پې ورزياتوم، چي زه په عام ډول د ښځو د مخپټولو او د هغو په کور کي له بندولو سره مخالف يم، لېکن چي ضرورت او علت موجود وي، بيا يې هم له مخپټولو او هم له کور نه د نه راوتلو ملاتړ کوم. . ( د مثال په طور په هغو شرايطو کي چي د شورای نظار او د ګلم جم مليشې په کابل کي ښکته پورته کېدې او د خلګو لوڼي او ښځي يې د جنګي غنايمو په حيث ګڼلې) .

په درنښت



ع کريم حليمي
18.12.2008

درنو او مکرمو لوستوونکو ، السلام عليکم ورحمه الله 
 حياء ډېر اقسام لري ، زه دوو قسمونوته اشاره کوم ،يوې ته فطري وايم اوبلي ته 
شرعي حياء حياءيوه فطري غريزه ده ، کله چه  آدم  اوحواء  له هغي ممنوع درختي مېوه وخوړل لمړي  أثر اوتأثيرئې دا وو چه عورت ئې لڅ سوو ،او عجله ئې وکړه چه د درختي 
په بلګونو او پاڼو خپل عورت پټ کړي ، په داسي حال کښي دوی شرعي عورت 
نه پېږندی ، کله چه بدن ئې لڅ سو ،  فطري حياء  ئې درلوده ، دغه  حياء وه 
چه وئې هڅول چه ځان ئې په پاڼو پوټاوه ،تر نن ورځي پوري ئې په اولادونو 
کښي فطري حياء ليدل کيږي ، چه هر څومره بني آدم  بې حياء سي ، بيا هم يوڅه 
حياء  ورسره وي ، حياء  د انسان څه په قطعي ډول نه ورکيږي ، ولي چه 
فطري ده ، لکه خندا او ژړا چه لمنځه نه ځي ، خندا او ژړا ورکه کيږي خو لمنځه 
نځي 

د عورت پټول يو فطرت او خصلت دي ، د نړۍ ټول اقوامو ته د عورت پټول 
يو اخلاقي ارزښت لري ، حتا وحشي او بومي انسانان هم دعورت د پټولو 
اخلاق لري ، داچه څرنګه اخلاق لري پر دې به په ورسته کي بحث وکوو 

شرعي حياء :
په اسلام کښي لمړۍ حياء  داده چه له الله عزوجل  څخه حياء  وکړو ، 
او له کذب  څخه انسان لاس پر سر کړي ، ووايي چه  لا إله الا الله ،او له ذَنْب , سيئة اعمالو ځان وساتي او بيا له نبي عليه السلام 
څخه  حياء وکړي او له کذب څخه لاس پر سر کړي ووايي
لا إله الا الله محمد رسول الله  ( په الله او رسول الله پوري خبري متعمداً  ونه ټړي)
او د ملائکو څه حياء وکړي ،او د ټول مخلوقاتو څخه حياء  وکړي ، او ټول 
حقدارو ته پوره حق ورکړي ، يعني حياء  د ايمان جز ده 
او عورت پټول دحياء علامه ده    
هر نبي و خپل امت ته ،د الله په امر د عورت ستر فرض کړي ، او سردارعالم 
د الله په امر پر خپلو ازواجو حجاب فرض کړي 

هر هغه ښځه او سړي چه د خپل شرعي عورت ستر په ښه شان سره ونه کړي،
 تقريبا هيڅ حياء نه لري 

 حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ الْمُثَنَّى، وَمُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ، - وَاللَّفْظُ لاِبْنِ الْمُثَنَّى - قَالاَ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ جَعْفَرٍ، حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، عَنْ قَتَادَةَ، قَالَ سَمِعْتُ اَبَا السَّوَّارِ، يُحَدِّثُ اَنَّهُ سَمِعَ عِمْرَانَ بْنَ حُصَيْنٍ، يُحَدِّثُ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم اَنَّهُ قَالَ ‏[color=cyan:e21dc46f1d]"‏ الْحَيَاءُ لاَ يَاْتِي اِلاَّ بِخَيْرٍ ‏"‏[/color:e21dc46f1d] ‏.‏ فَقَالَ بُشَيْرُ بْنُ كَعْبٍ اِنَّهُ مَكْتُوبٌ فِي الْحِكْمَةِ اَنَّ مِنْهُ وَقَارًا وَمِنْهُ سَكِينَةً ‏.‏ فَقَالَ عِمْرَانُ اُحَدِّثُكَ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم وَتُحَدِّثُنِي عَنْ صُحُفِكَ ‏.‏


حَدَّثَنَا زُهَيْرُ بْنُ حَرْبٍ، حَدَّثَنَا جَرِيرٌ، عَنْ سُهَيْلٍ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ دِينَارٍ، عَنْ اَبِي صَالِحٍ، عَنْ اَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏"‏ الاِيمَانُ بِضْعٌ وَسَبْعُونَ اَوْ بِضْعٌ وَسِتُّونَ شُعْبَةً فَاَفْضَلُهَا قَوْلُ لاَ اِلَهَ اِلاَّ اللَّهُ وَاَدْنَاهَا اِمَاطَةُ الاَذَى عَنِ الطَّرِيقِ وَالْحَيَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الاِيمَانِ ‏"‏ ‏.‏

وَحَدَّثَنَا زُهَيْرُ بْنُ حَرْبٍ، وَمُحَمَّدُ بْنُ الْمُثَنَّى، وَاَحْمَدُ بْنُ سِنَانٍ، قَالَ زُهَيْرٌ حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ مَهْدِيٍّ، عَنْ شُعْبَةَ، عَنْ قَتَادَةَ، قَالَ سَمِعْتُ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ اَبِي عُتْبَةَ، يَقُولُ سَمِعْتُ اَبَا سَعِيدٍ الْخُدْرِيَّ، يَقُولُ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم [color=white:e21dc46f1d]اَشَدَّ حَيَاءً مِنَ الْعَذْرَاءِ فِي خِدْرِهَا [/color:e21dc46f1d]وَكَانَ اِذَا كَرِهَ شَيْئًا عَرَفْنَاهُ فِي وَجْهِهِ -------سبحان الله !!!سبحان الله !!!!انظر للحياء

حَدَّثَنَا اَبُو مَعْمَرٍ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الْوَارِثِ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الْعَزِيزِ بْنُ صُهَيْبٍ، عَنْ اَنَسٍ ـ رضى الله عنه ـ قَالَ بُنِيَ عَلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم بِزَيْنَبَ ابْنَةِ جَحْشٍ بِخُبْزٍ وَلَحْمٍ فَاُرْسِلْتُ عَلَى الطَّعَامِ دَاعِيًا فَيَجِيءُ قَوْمٌ فَيَاْكُلُونَ وَيَخْرُجُونَ، ثُمَّ يَجِيءُ قَوْمٌ فَيَاْكُلُونَ وَيَخْرُجُونَ، فَدَعَوْتُ حَتَّى مَا اَجِدُ اَحَدًا اَدْعُو فَقُلْتُ يَا نَبِيَّ اللَّهِ مَا اَجِدُ اَحَدًا اَدْعُوهُ قَالَ ارْفَعُوا طَعَامَكُمْ، وَبَقِيَ ثَلاَثَةُ رَهْطٍ يَتَحَدَّثُونَ فِي الْبَيْتِ، فَخَرَجَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم فَانْطَلَقَ اِلَى حُجْرَةِ عَائِشَةَ فَقَالَ ‏"‏ السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ اَهْلَ الْبَيْتِ وَرَحْمَةُ اللَّهِ ‏"‏‏.‏ فَقَالَتْ وَعَلَيْكَ السَّلاَمُ وَرَحْمَةُ اللَّهِ، كَيْفَ وَجَدْتَ اَهْلَكَ بَارَكَ اللَّهُ لَكَ فَتَقَرَّى حُجَرَ نِسَائِهِ كُلِّهِنَّ، يَقُولُ لَهُنَّ كَمَا يَقُولُ لِعَائِشَةَ، وَيَقُلْنَ لَهُ كَمَا قَالَتْ عَائِشَةُ، ثُمَّ رَجَعَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم فَاِذَا ثَلاَثَةُ رَهْطٍ فِي الْبَيْتِ يَتَحَدَّثُونَ، [color=cyan:e21dc46f1d]وَكَانَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم شَدِيدَ الْحَيَاءِ[/color:e21dc46f1d]، فَخَرَجَ مُنْطَلِقًا نَحْوَ حُجْرَةِ عَائِشَةَ فَمَا اَدْرِي اخْبَرْتُهُ اَوْ اُخْبِرَ اَنَّ الْقَوْمَ خَرَجُوا، فَرَجَعَ حَتَّى اِذَا وَضَعَ رِجْلَهُ فِي اُسْكُفَّةِ الْبَابِ دَاخِلَةً وَاُخْرَى خَارِجَةً اَرْخَى السِّتْرَ بَيْنِي وَبَيْنَهُ،[color=blue:e21dc46f1d] وَاُنْزِلَتْ ايَةُ الْحِجَابِ‏[/color:e21dc46f1d].‏

يا الله پر مځکه  ستر غواړو ، يا الله کله چه د مځکي پغېږ ورسم ستر غواړو 
يا الله په دې دونيا او هغه جهان ستر غواړم ، زه فقير يم ته غني يې 
 فقير سترګي ستا دربارته نيولي دي ، ته مي رب يي زه دي 
بنده يم ، او بېخي شرمنده يم 
 


..Ahmadzai
24.01.2009

محترمو السلام عليکم ورحمه الله وبرکاته
محترم مولانا صاحب حليمي
ښه به دا وه چې د حديث دصحيح توب او ضعف لپاره دې محترم وهاج صاحب ته وخت يا هم دعوت ورکړی وی چې هغه پرې تبصره کړې وی
دا بې ځايه تور لګول او تهمت لګول به تا سره نه ښايي ٠
سپينږيری سړی ېې بايد د وقار لپاره ډيره حوصله وکړې٠

بله خبره دا چې بايد ستر او پت ته دې دعوت کړې وی نه دا چې دفاع له هغو خلکو څخه کول چې په خپل ناموس هم ورته غيرت نه درېږې٠
زه پوهيږم چې حقېقت تريخ ده خو ته راسه کابل ته او دلتوب او دوسي به خپله وويني چې داخل د افغانستان او خاصتا کابل او دشمال ښارو کې څومره دوسي روانه ده٠

وهاج صاحب تاسو ته جدي دعوت درکوم چې خپل دريځ څرګند کړې٠
ته خو عالم الحديث يې او حليمې ته هم او زه هم پېزنم چې څومره اندازه دينې علم لري٠

بله دا چې زه غواړم دووسان زه او ټول خلک وپېژنې چې څوک دې، دې کې ولې دې چا لحاظ وشي چې خفه نشي ٠
ځان دې اصلاح کړي٠

حليمي صاحب د موضوع ګډوډولو ته دې څه ضرورت ده
٠
ښځينه حمامو څخه کابل ډک ده ښځې پکې ګډې لامبې يو بل نه خاصه پرده نه کوي
د کارتنو درېم سرک ته لاړسه لږ سېل وکړه کيداې سي مفکوره دې بدله سي٠

نور بيا
په رنښت
جلال احمدزی



ع کريم حليمي
24.01.2009

محترمو السلام عليکم ورحمه الله وبرکاته
ډاکتر صاحب 
حوصله هم يو حد لري ؟؟؟ 
کله چه دي ماته قبح او شرم اوره ليکنه کړې وه ، نو ستاسو او د ځان د وقار 
په خاطر مي  حياء وکړه ‏"‏ الْحَيَاءُ لاَ يَأْتِي إِلاَّ بِخَيْرٍ ‏"‏

[quote:6931f76766]سپينږيری سړی ېې بايد د وقار لپاره ډيره حوصله وکړې٠ [/quote:6931f76766]
کله چه خبره د مردود حديث  راغله ، نو بيا حوصله بې وقاري ده 
او شخصا دي احترام پر ما واجب دی ، ستاسو په احترام کولو سره 
زه هم محترم کېږم ، که ستاسو بې قدري وکړم ، اصلا ئې دخپل ځان بې 
قدري ګڼم ٠ 
ته زما ورور ئې حقوق راباندي لرې ،زه ئې پر تاسو لرم 
په مينه او مننه 


میوند ننګیال
25.01.2009

سلامونه او احترامات !
ګران او محترم ورورجلال احمدزئ صيب سلامونه !
له ډيري مودي وروسته راښكاره شوي ٠
ګرانه دووس هر سړي پيزني ددي ضرورت نشته چه مونږ پري تبصري وكړوبغير د ښځينه حمامونو نه په كابل كي هغه كارونه كيږي چه د امريكي په بد نام لاس ويګاس كي هم نه كيږي محترمه ټول افغان ته كله كله سر را ښكاره كوه مننه !٠

ګران استاذ حليمي صيب سلامونه !
ستاسو د حياء كولو يو جهان مننه الله مو كامياب او سرلوړي لره٠


و.افغان
25.01.2009

دروند ډاکټر احمدزي صاحب:!

تاسو ويلي دي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم ديوث دا رنګه تعریف کړې دی:

لا يدخل الجنة ديوث. قالوا: ومن الديوث يا رسول الله؟ قال: الذي لا يغار على محارمه

بيا مو حواله په مسند أحمد ورکړيده.
خو فکر کوم چې دا حديث په مسند أحمد کې نشته، دديوث تعریف په پورتنې عبارت کې صحيح دی، خو دکوم حدیث الفاظ نه دي.
په مسند أحمد کې ددیوث باره کې درې حديثه راغلي دي، چې دوه يي دصحیح لغيره په مرتبه کې دي، او دريم يي دحسن په مرتبه کې دی.
په هغی حدیثونو کې نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي، چې په دیوث انسان باندې خداي جل جلاله جنت حرام کړی دی، او ديوث هغه چاته ويل کيږي، چې دخپل اهل ( محارم، ښځه) په خباثت (بدکارۍ) باندې راضي وي، نو معنا يي همدا شوه چې په خپلو
محارمو غیرت نه کوي، یا ورته غيرت نه دریږي.

مسند أحمد م مؤسسة قرطبة/6 - (ج 2 / ص 69)
5372 - حدثنا عبد الله ثنا أبي ثنا يعقوب ثنا أبي عن الوليد بن كثير عن قطن بن وهب بن عويمر بن الأجدع عمن حدثه عن سالم بن عبد الله بن عمر انه سمعه يقول حدثني عبد الله بن عمر ان رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : ثلاثة قد حرم الله عليهم الجنة مدمن الخمر والعاق والديوث الذي يقر في أهله الخبث

مسند أحمد م مؤسسة قرطبة/6 - (ج 2 / ص 128)
6113 - حدثنا عبد الله حدثني أبى ثنا يعقوب ثنا أبى عن الوليد بن كثير عن قطن بن وهب بن عويمر بن الأجدع عمن حدثه عن سالم بن عبد الله بن عمر انه سمعه يقول حدثني عبد الله بن عمر ان رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : ثلاثة قد حرم الله تبارك وتعالى عليهم الجنة مدمن الخمر والعاق والديوث الذي يقر في أهله الخبث

6180 - حدثنا عبد الله حدثني أبي ثنا يعقوب ثنا عاصم بن محمد يعني بن زيد بن عبد الله بن عمر بن الخطاب عن أخيه عمر بن محمد عن عبد الله بن يسار مولى بن عمر قال أشهد لقد سمعت سالما يقول قال عبد الله رضي الله عنه قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : ثلاث لا يدخلون الجنة ولا ينظر الله إليهم يوم القيامة العاق والديه والمرأة المترجلة المتشبهة بالرجال والديوث وثلاثة لا ينظر الله إليهم يوم القيامة العاق والديه والمدمن الخمر والمنان بما أعطى

په درنښت


..Ahmadzai
30.03.2009

ر سه

حليمي صاخب
د لاندې خبرو ته دې یو ځل بیا ځي

[quote:520766fa96]د ښځو پټول بيا کوم کتاب دی ؟؟؟؟
هو ! [color=darkred:520766fa96]خړو پښتنو دا کار کړئ[/color:520766fa96] ، چه ښځي ئې پټي کړي ، چه نه خدايي حکم او
، اونه اخلاقي ښېګڼي

[/quote:520766fa96]

د خدای ډیر لوی شکر ده چې مونږه خړ پښتانه يو ځکه چې ښځې مو ستر کړي
خدای دې مونږ داسې ړوند انده نکوي ، چې د خپلې بې پروايۍ او د خپل ژوند غلط طرز او عادت تجويز لپاره د الهي احکامو تحريف ته مخه کړو تر څو خپلې سستۍ ته شرعي جواز وړاندې کړو.

قال تعالى : " وقرن في بيوتكن ولا تبرجن تبرج الجاهلية الأولى ، وفي الآية فائدة بلاغية ، وهي : أن الله – سبحانه وتعالى - أضاف البيوت إلى النساء ، وليست الإضافة إضافة ملك بل هي إضافة إسكان ، فالمرأة سكنها ومقرها الدائم في بيتها . في عمدة التفسير : " (وقرن في بيوتكن) أي : الزمن بيوتكن فلا تخرجن لغير حاجة ، ومن الحوائج الشرعية: الصلاة في المسجد بشرطه ... (ولا تبرجن تبرج الجاهلية الأولى) قال مجاهد : كانت المرأة تخرج تمشي بين يدي الرجال ، فذلك تبرج الجاهلية ، وقال قتادة : (ولا تبرجن تبرج الجاهلية الأولى)إذا خرجتن من بيوتكن –وكانت لهن مشية تكسر وتغنج- فنهى عن ذلك ، وقال مقاتل بن حيان :(ولا تبرجن تبرج الجاهلية الأولى) : والتبرج : أن تلقي خمارها على رأسها، ولا تشده فيواري قلائدها وقرطها وعنقها ،ويبدو ذل كله منها ،وذلك التبرج،ثم عمت نساء المؤمنين في التبرج .

په درنښت


..Ahmadzai
30.03.2009

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

دا هم درواخله

الحجاب

فرض الله تعالى الحجاب على المرأة المسلمة تكريما لها ، و حفاظا على مكانتها السامية من أن تمس بسوء من الفساق و أشباه الرجال . كما أن الحجاب يمنع من وقوع الرجال في فتنتهن ، و يحفظهن من الأذى المترتب على ذلك .
ففي الإسلام يجب على كل امرأة مسلمة أن تلبس الحجاب الشرعي أمام الرجال الأجانب ، و هم جميع الرجال باستثناء المحارم ،

و هم :

1ـ الآباء 2 ـ الأجداد 3 ـ آباء الأزواج 4 ـ أبناء الأزواج

5 ـ أبنائهن 6 ـ الأخوة 7 ـ أبناء الأخوة 8 ـ أبناء الأخوات

9 ـ الأعمام 10 ـ الأخوال 11 ـ المحارم من الرضاع

كما ورد فى الاية الكريمة

{وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعاً أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ }
النور31

و تحرم مخالفة شرط من شروط الحجاب الشرعي الثمانية أينما وجد الرجال الأجانب . فبعض النساء يرتدين حجابا شرعيا خارج بيوتهن ، و لكنهن يخالفن بعض هذه الشروط أمام بعض أقاربهن كأبناء أعمامهن ، أو أبناء أخوالهن فيغطين رؤوسهن ، و لكنهن يلبسن لباسا محددا للجسم كالبلوزة مثلا ، فيقعن بذلك في الحرام و الإثم .

و شروط الحجاب الشرعي هي :

الشرط الاول

أن يكون ساترا لجميع العورة

أجمع أئمة المسلمين كلهم ـ لم يشذ عنهم أحد ـ على أن ما عدا الوجه و الكفين من المرأة داخل في وجوب الستر أمام الأجانب .

قال الجزيري في كتابه الفقه على المذاهب الأربعة ج 5 / ص 54 :

( عورة المرأة عند الشافعية و الحنابلة جميع بدنها ، ولا يصح لها أن تكشف أي جزء من جسدها أمام الرجال الأجانب ، إلا إذا دعت لذلك ضرورة كالطبيب المعالج ، و الخاطب للزواج ، و الشهادة أمام القضاء ، و المعاملة في حالة البيع و الشراء ، فيجوز أن تكشف وجهها و كفيها . و عورة المرأة عند الحنفية والمالكية جميع بدن المرأة إلا الوجه و الكفين ، فيباح للمرأة أن تكشف وجهها و كفيها في الطرقات ، و أمام الرجال الأجانب . و لكنهم قيدوا هذه الإباحة بشرط أمن الفتنة . أما إذا كان كشف الوجه و اليدين يثير الفتنة لجمالها الطبيعي، أو لما فيهما من الزينة كالأصباغ و المساحيق التي توضع عادة للتجمل أنواع الحلي فإنه يجب سترهما ) .

و كذا ورد في كتاب الفقه الإسلامي وأدلته للدكتور وهبة الزحيلي ج 1 / ص 585

.أما تفصيل أقوال الفقهاء فى هذا الشرط فهي كالتالي :

1 ـ الحنفية

قال ابن عابدين ( المتوفى سنة 1200 هـ ) في كتابه رد المحتار ج 1 / ص 272 :

( تمنع المرأة الشابة ، و تنهى عن كشف الوجه بين الرجال لا لأنه عورة ، بل لخوف الفتنة ، أي : تمنع من الكشف لخوف أن يرى الرجال وجهها ، فتقع الفتنة لأنه مع الكشف قد يقع النظر إليها بشهوة )

و قال الزيلعي ( المتوفى سنة 700 هـ ) في كتابه البحر الرائق / كتاب الصلاة :

( تمنع المرأة الشابة من كشف وجهها بين الرجال في زماننا للفتنة )

وقال الطحطاوي في حاشيته على مراقي الفلاح ص( 131 ) :

(و مَنْعُ الشابة من كشفه لخوف الفتنة ،لا لأنه عورة )

2 ـ المالكية

قال الدسوقي ( المتوفى سنة 1230 هـ ) في حاشيته على الشرح الكبير للدردير ج 1 / ص 200 :

(يجب ستر وجه المرأة و يديها إذا خيفت الفتنة بكشفها )

وقال الدردير ( المتوفى سنة 1201 هـ ) في كتابه الشرح الصغير/باب الصلاة :

( عورة المرأة مع رجل أجنبي منها أي : ليس بمحرم لها جميع البدن غير الوجه و الكفين ، و أما هما فليسا بعورة ، و إن وجب عليه سترهما لخوف الفتنة ) .

و قال محمد الخطاب ( المتوفى سنة 954 هـ ) في مواهب الجليل شرح مختصر خليل /كتاب الصلاة :

(إن خشي من المرأة الفتنة يجب عليها ستر الوجه و الكفين )

و قال القرطبي في تفسيره:ج 12 / ص 229: قال ابن خويز منداد ـ و هو من علماء المالكية ـ:

المرأة إذا كانت جميلة ،و خيف من وجهها وكفيها الفتنة ،فعليها ستر ذلك

3 ـ الشافعية

قال الباجوري في حاشيته ج 1 / ص 141 :

(عورة المرأة جميع بدنها عند الرجال الأجانب)

و في تحفة الحبييب

(عورة المرأة بحضرة الأجانب جميع بدنها )

وقال الشرواني في حاشيته على تحفة المحتاج/ باب شروط الصلاة :

(عورة المرأة بالنسبة لنظر الأجانب جميع بدنها حتى الوجه و الكفين)

4 ـ الحنابلة

قال البُهوتي في كتاب كشاف القناع / باب الصلاة :

( و الكفان و الوجه من المرأة البالغة عورة خارج الصلاة )

و قال المرداوي في كتابه الإنصاف :

( المرأة كلها عورة حتى ظفرها ) ،

وكذا ورد في كتاب المبدع شرح المقنع لإبراهيم بن مفلح المقدسي / كتاب الصلاة .

و جاء في كشف المخدرات شرح أخصر المختصرات:

( كل المرأة البالغة عورة حتى ظفرها و شعرها مطلقا ، إلا وجهها في الصلاة ) .

و هكذا ، فقد ثبت بالإجماع عند جميع الأئمة

( سواء منهم من يرى أن وجه المرأة عورة كالشافعية و الحنابلة ، و من يرى منهم أنه غير عورة كالحنفية و المالكية ) أنه يجب على المرأة أن تستر وجهها عند خوف الفتنة بأن كان من حولها من ينظر إليها بشهوة . كما أنهم اتفقوا على جواز كشف المرأة وجهها ترخصا وضرورة كتعلم، أو تطبب ، أو عند أداء شهادة ، أو تعامل من شأنه أن يستوجب شهادة .

الشرط الثانى

ألا يكون زينة في نفسه، أو مبهرجا ذا ألوان جذابة تلفت الأنظار،

لقوله تعالى:{ و لا يبدين زينتهن إلا ما ظهر منها } [ النور :31 ]
و معنى {ما ظهر منها} أي بدون قصد ولا تعمد ،

فإذا كان في ذاته زينة فلا يجوز إبداؤه ،و لا يسمى حجابا ،لأن الحجاب هو الذي يمنع ظهور الزينة للأجانب.فأين هذا الشرط مما تفعله المتحجبات المتبرجات بأنفسهن ؟فعلى من يريد أن ينسب حقا إلى الحجاب الشرعي أن يراعي فيه أن يكون من لون داكن،وأفضل الألوان لذلك اللون الأسود لأنه أبعدها عن الزينة و الفتنة ،كما يجب أن يكون خاليا من الزخارف و الوشي مما يلفت النظر

الشرط الثالث

أن يكون سميكا لا يشف ما تحته من الجسم ،

لأن الغرض من الحجاب الستر ، فإن لم يكن ساترا لا يسمى حجابا لأن لا يمنع الرؤية ، و لا يحجب النظر ،

لقوله صلى الله عليه وسلم فيما رواه مسلم :
( صنفان من أهل النار لم أرهما بعد : نساء كاسيات عاريات مميلات مائلات رؤوسهن كأسنمة البخت المائلة لا يدخلن الجنة ، و لا يجدن ريحها ، و إن ريحها ليوجد من مسيرة كذا و كذا ..)
و في رواية مسيرة خمسمائة سنة .

و معنى قوله صلى الله عليه وسلم : ( كاسيات عاريات ) أي :كاسيات في الصورة عاريات في الحقيقة لأنهن يلبس ملابس لا تستر جسدا ، و لا تخفي عورة . و الغرض من اللباس الستر ، فإذا لم يستر اللباس كان صاحبه عاريا .

و معنى ( مميلات مائلات ) : مميلات لقلوب الرجال مائلات مشيتهن يتبخترن بقصد الفتنة والإغراء .و معنى (كأسنمة البخت) أي : يصففن شعورهن فوق رؤوسهن حتى تصبح مثل سنام الجمل،وهذا من معجزاته صلى الله عليه و سلم

الشرط الرابع

أن يكون فضفاضا غير ضيق ولا يجسم العورة ولا يظهر أماكن الفتنة في الجسم ،

وذلك للحديث السابق عن(الكاسيات العاريات) و ما تفعله بعض المتحجبات من ارتداء ملابس محددة للخصر و الصدر كالبلوزة و التنورة ، و لو كانت طويلة ، لا يفي بشروط الحجاب الصحيح

الشرط الخامس

ألا يكون الثوب معطرا ،

لأن فيه إثارة للرجال، فتعطر المرأة يجعلها في حكم الزانية ،

لقوله صلى الله عليه وسلم :
(كل عين زانية ، و المرأة إذا استعطرت فمرت بالمجلس فهي كذا و كذا يعني زانية )
رواه الترمذي .

أي كالزانية في حصول الإثم لأنها بذلك مهيجة لشهوات الرجال التي هي بمنزلة رائد الزنا .

الشرط السادس

ألا يكون الثوب فيه تشبه بالرجال ، أو مما يلبسه الرجال

للحديث الذي رواه الحاكم عن أبي هريرة رضي الله عنه :

( لعن النبي صلى الله عليه وسلم الرجل يلبس لبسة المرأة ، و المرأة تلبس لبسة الرجل ) ،

وقال صلى الله عليه وسلم فيما رواه البخاري و الترمذي و اللفظ له :

( لعن الله المخنثين من الرجال ، و المترجلات من النساء )

أي المتشبهات بالرجال في أزيائهن و أشكالهن ، كبعض نساء هذا الزمان .

الشرط السابع

ألا تشبه زي الراهبات من أهل الكتاب ، أو زي الكافرات ،

و ذلك لأن الشريعة الإسلامية نهت عن التشبه بالكفار ، و أمرت بمخالفة أهل الكتاب من الزي و الهيئة ،

فلقد قال صلى الله عليه وسلم لعبد الله بن عمرو بن العاص حينما رأى عليه ثوبين معصفرين ـ مصبوعين بالعصفر ـ :
( إن هذا من ثياب الكفار فلا تلبسهما )
رواه مسلم .

الشرط الثامن

ألا يكون ثوب شهرة ،

لقول صلى الله عليه وسلم فيما رواه ابن ماجه :
( من لبس ثوب شهرة في الدنيا ألبسه الله ثوب مذلة يوم القيامة )

و ثوب الشهرة هو الثوب الذي يقصد بلبسه الاشتهار بين الناس كالثوب النفيس الثمين الذي يلبسه صاحبه تفاخرا بالدنيا و زينتها ، و هذا الشرط ينطبق على الرجال و النساء ، فمن لبس ثوب شهرة لحقه الوعيد إلا أن يتوب رجلا كان أو امرأة .

و الشروط الثلاثة الأخيرة يجب أن تتقيد بها المرأة المسلمة سواء كانت في دارها ، أو خارجة عنه ، و سواء أكانت أمام أجانب عنها أم محارم . فالواجب على المرأة المسلمة أن تحقق كل هذه الشروط في حجابها ، و كذلك يجب على كل مسلم أن يتحقق أن هذه الشروط متوفرة في حجاب زوجته ، و كل من كانت تحت ولايته ،

و ذلك لقوله صلى الله عليه وسلم فيما رواه البخاري :
( كلكم راع ، و كلكم مسؤول عن رعيته ) ،
كما عليه أن يعود بناته منذ سن العاشرة على ارتداء الحجاب الشرعي ،

و ليتذكر قوله صلى الله عليه وسلم فيما رواه الحاكم:
( الحياء و الإيمان قرنا جميعا ، فإذا رفع أحدهما رفع الآخر ).

و ليتذكر أخيرا قول الله تعالى :
{ فليحذر الذين يخالفون عن أمره أن تصيبهم فتنة أو يصيبهم عذاب أليم }
[ النور : 63 ] .
په درنښت
احمدزی


دووسان څوک دي

..Ahmadzai
30.03.2009

محترمه
زما د موضوع عنوان یا سرلیک چې د [color=darkred:65540a4c9a]دووسانو څوک دي[/color:65540a4c9a] وو خو کیدای سي دغه سر لیک تاته خوند نه وي درکړیو چون ته ددغه فورم له چلونکو څحه ېې او دا حق لرې چې ليکنې کې او یا یی سرلیک کې بدلون راولې÷÷÷÷÷ او یا موضوع ړنگه کړې.
خو د موضوع بدلول او سرلیک داسې بدلول چې بلکل له موضوع سره تړاو ونه لري دا به لوی ظلم وي.
په [color=indigo:65540a4c9a]اسلام کې د عورت ستر[/color:65540a4c9a] د دووسان څوک دي څه تړاوو لري ځکه چې دستر نه مراعتول خو د دوسۍ یوه برخه تشکیلوي.

دووسۍ رانگارنگ ډولونه لري.

په درنښت
احمدزی


watanmal
31.03.2009

ټولو دوستانو ته سلامونه او ښى چارى

كله مى چى د موضوع عنوان وليدو نو سمدلاسه مى پرى كليك وكړو خو چى موضوع پرانستل شوه ګورم چى بحث د ستر عورت پر ځاى د دوسانو په اړه دى ، خو خير د ليكنه ورستۍ حصه تر عنوان پورى تړى كيږى،
د موضوع په اړه زما نظر دادى چى [color=darkblue:72896329dc]د عنوان په بدلولو سره بايد د سترعورت مربوط لومړۍ ليكنه د نورو ليكنو سر ته راوړل شوى وايى ، [/color:72896329dc]او يا دى د دوس او ستر عورت موضوعګانى د دوه جدا سرليكونو لاندى پيل كړى.

[color=darkred:72896329dc]==== لا يدخل الجنة ديوث. قالوا: ومن الديوث يا رسول الله؟ قال: الذي لا يغار على محارمه ====[/color:72896329dc]

راځم هغه حديث ته چى د جلال احمدزى لخوا ليكل شوى او د ملګرو پرى اختلاف دى ، ما هم د حديث د صحيح والى او غير صحيح والى معلومولو لپاره كوشش وكړو خو [color=green:72896329dc]دغه حديث مى نه د امام احمد په مسند كى پيدا كړى شو او نه په نورو كتابونو كى ، [/color:72896329dc][color=white:72896329dc]فكر كوم چى دا به جلال احمدزى صيب په همدى روايت په كوم عربى منتدا يا فورم كى كتلى وى او بغير ددى څخه چى تحقيق وكړى له هغه ځاى څخه ئى رانقل كړى ،[/color:72896329dc] ځكه دغه حديث بغير د سنده او په حواله د مسند امام احمد سره په لسګونو عربى فورمونو كى شته ، د مثال په ډول دغه يو وه ګورۍ:

http://www.kalemat.org/kalemat.php?op=vk&kid=11

د حديث [color=darkblue:72896329dc]لومړۍ حصه فقط[/color:72896329dc] [color=white:72896329dc]== لايدخل الجنة ديوث ==[/color:72896329dc] حديث دى او ابوداود الطيالسى په خپل مسند كى سره د سنده بيان كړى، او ابن كثير په خپل تفسير كى د سورة النور دريم نمبر ايات په شرحه كى بيان كړى ، له سند سره ئى داسى ذكر كړى:

وَقَالَ أَبُو دَاوُد الطَّيَالِسِيّ فِي مُسْنَده حَدَّثَنِي شُعْبَة حَدَّثَنِي رَجُل مِنْ آلِ سَهْل بْن حُنَيْف عَنْ مُحَمَّد بْن عَمَّار عَنْ عَمَّار بْن يَاسِر قَالَ : قَالَ رَسُول اللَّه صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : "[color=darkblue:72896329dc] لَا يَدْخُل الْجَنَّة دَيُّوث "[/color:72896329dc]

او باقى د دوس ښه تعريف دى خو د كوم حديث الفاظ راته نه ښكارى، والله اعلم

په مينه
وطنمل



ع کريم حليمي
02.04.2009

درنو او مکرمو ، استاد قاري صاحب ، وطنمل خان  صاحب 
او ډاکتر احمدزی صاحب ،سلامونه مي ومنئ !

ډاکتره !
موږ ئې منو ! ستر فرض دی ، حجاب فرض دي ،هو ! دامنم چه پيتنې کموي 

ستا تر ليکنو نه لمخه  ما 'أدلة الحجاب ' تاليف د الدکترمحمد بن احمد إسماعيل المقدم کتلی
خو د دې المؤلف ئې کور ودان ،چاته ئې دووس نه دي ويلي ، وئې ګوره ډېر 
ښه کتاب دی 

ډاکتره !
سعودي عربستان غواړي چه دغه کلتوري حجاب ته فرضي شکل ورکي ،ولي؟ 
په دې چه دسعودي حکومت نه غواړي ، چه د سعودي نجوني له خارجي امت 
سره واده وکړي ، نو په کورونو کي ئې بندياني ساتلي دي ، زموږ ښايسته 
پښتانه په سعودي کي او سيږي ، خو د واده حق نه لري له سعودۍ سره !!
زه دا منم چه :
ولا تبرجن تبرج الجاهلية الأولى ، په ستر کښي چه د راوتلو اجاره وکړي 
نو بيا دې ته الجاهلية الأولى نه ويل کيږي  

اما دغه د سعودي کلتوري حجاب نه منم ، چه د خارجيانو مخه ئې په نيولې ده
 

او د سعودي ځوانان حق لري چه له عجميانو سره واده وکړي ، 
دا کوم شريعت دی ؟؟؟ خپل سياسي کلتور ته شرعي بڼه ورکوي 
او ښځه چه شرعي حق لري چه په خپله خوښه واده وکړي ، دې ته بيا اجازه 
نه لري ، د سعودي ننني فقها ټول ايمانداره دي اما  د اسلام ئې درک نسته!!!!
ترما بدتره 

په درنښت 


..Ahmadzai
04.04.2009

مولوي صاحب حليمي

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

زه پوهيږم چې أمريكا كې هر أفغان كولی سي چې له امريكايۍ ښځې او جينۍ سره واده وكړي، خو دأفغاني او پښتو او إسلامي ستر مراعاتول نا ممكن دی إلا من رحم الله، نو ځکه ته خپل ما حول ته ګورې او غواړې چې نور ستا دغه رقم يا ډول د ژوند دوود ته عذر ونيسي أو د مباح په سترګه ورته وګوري.

[quote:5126c1571a]زموږ ښايسته
پښتانه په سعودي کي او سيږي ، خو د واده حق نه لري له سعودۍ سره [/quote:5126c1571a]

دا خبره د ې هيڅ حقيقت نلري. داسې قانون او يا هم د قانون كومه ماده نه سته چې سعودۍ جينۍ د عجمو يا نورو مسلمانو أجنبيانو سره واده كولو نه منع كړي.
د دا ډول ودونو ډير مثالونه سته، خو عموماً چون د سعودي عرب هم لكه پښتانه په قام او قبيلو ويشل سوي او خپل عادات او إجنماعي مترابط ژوند لري نو لكه پښتانه دوۍ هم ډير كم پردويو ته لوڼې په نكاح وركوي.

په درنښت
احمدزی



ع کريم حليمي
07.04.2009

مکرم ډاکتر احمدزی صاحب ، السلام عليکم و رحمه الله !
[quote:50d05e09dc]داسې قانون او يا هم د قانون كومه ماده نه سته چې سعودۍ جينۍ د عجمو يا نورو مسلمانو أجنبيانو سره واده كولو نه منع كړي. [/quote:50d05e09dc]
هو! 
[quote:50d05e09dc]دا خبره د ې هيڅ حقيقت نلري[/quote:50d05e09dc]
ټولي جملې ستاسو خپلي دي ، که حقيقت لري هم په تا اړه لري ، که حقيقت 
نه لري هم  ستاسو دي 

 د سعودي در باري فقها دي ژوندي وي ، دا ساختګي احاديث چه ملت ته تبلغ 
کيږي ،حکومت خدای وهلئ ؟چه قانون ورته وليکي 
د درباري ملا سوټئ تر قانون ډېر غښتلئ دی 
  

په مينه 

 


..Ahmadzai
05.07.2009

محترم مولانا صاحب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

[quote:731cf8fcae]د سعودي در باري فقها دي ژوندي وي ، دا ساختګي احاديث چه ملت ته تبلغ
کيږي ،حکومت خدای وهلئ ؟چه قانون ورته وليکي
د درباري ملا سوټئ تر قانون ډېر غښتلئ دی
[/quote:731cf8fcae]
مولانا صاحب دا به ډيره بده خبره وي چې د سعودي ټول علماء ته د شك أو ترديد په سترګه وكتل سي، دغه حديث ما ډير پخوا د تعليم په دوره كې (ليسه) كې لوستلى وو ألبته متن به ېې إختلاف لرلو، أو أوس چې وهاج صاحب پرې نظر وركړ نو حتماً أو يقيناً زما حافظې خيانت كړې، أو د حديث صحيح متن وهاج صاحب ذكر كړى نو زه خپله تيروتنه منم.
هو سعوديان أكثريت ستر مراعتوي أو پرته له شرعي نارينه محارمو څخه پردي يا نامحارم كوروته دننه نه ننباسي أو خپلو محارمو ښځينوو سره په ګډ مجلس كې ځاى نه وركوي، إستثناأت سته، نا محارم لكه كاكا زوى, ماما زوى, خالة زوى, عمة زوى .... داسې نورو ته مخونه نه ورلوڅوي أو أزادانه ګپ أو مجلسونه ورسره نلري، بلكې، ليورأو ليورزي نه هم ستر كوي.
څرنګه چې موضوع دووسۍ پورې أړه لري نو أصل موضوع ته راګرځم.
هر مسلمان سړی مكلف ده چې د خپلو محارمو د حياء عفت أو پت ته ويښ أو ځيرك پاتې سي أو هسې كدو نه وي أو په حسن ظن باندې هم متكيء نه وي، إعتبار دې مورد كې قابل قبول نده(ځكه چې دغه ناوړه كارونه زياتره په إعتبار كې كيږي)، بلكې جدي إجراأت پكار دي .
د مثال په طور هغه جونې يا ښځې چې پتلون أغونزي أو بازار كې ګرځې يا عامو أو خاصو ځايو كې نو په طبيعي ډول د نارينوو نظر د دوي د بدن مخصوصو أو حساسو برخو ته أوړي أو كه ډير شهواني ځوان وي نو شيطان به يي خامخا غلطوي أو جنابت پري أوړي يا على الأقل مذي ترې خارجيږي، خاصتاً زمونږ په إجتماع كې، نو خپلې ښځينه خو داسې شو كول(show) چې نارينة ترې لذت واخلي ماته ستره دووسي ښكاري.
أو داسې ډير نور مثالونه په نورو مواردو كې سته كه غواړې مخكې به ېې كړم.
په درنښت
أحمدزى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more