د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Ghairat
14.12.2008

دروند، محترم،معظم اومکرم استاد حلیمي صاحب السلام علیکم و رحمةالله و برکاته ! د لوی خدای څخه تاسوته ښه روغتیا، سلامتیا او اوږود عمر غواړم!

۱ــ ټول مطلب زما دادی چې سیاسي جانیان باید لږ تر لږه پښېماني وښيي ،مخکې له دې چې د بیا فعالیت اجازه تر لاسه کړي اود هرې پښېمانۍ مخګام اعتراف دی،نو که څوک اعتراف ونکړي په تیر جنایت به پښېمانه هم نه وي او چې پښېمانه نه وي نو که امکان به لاس ورشي د جنایت د تکرار ګواښ یې هم شته، نو آیا هغه ته د بیا سیاسي فعالیت اجازه ورکول کیدای شي؟ هو، خو په دې شرط چې تیر جنایت یې هډو جنایت ونه بلل شي او له محکمې څخه برائت واخلي۰

۲ــ بله خبره د مسولیت اخیستلو ده، د سیاسي عملو او سیاسي عمالو مسولیت باید یو څوک مشر یا مشرتابه په غاړه واخلي پرته له دې چې ځان یې پړ یا وړ بللی وي، دپړ اووړ پته به هم په محکمه کې کیږي۰

۳ــ اعتراف ، پښېماني او بښنه غوښتل د دوه ډلو حق دی :
لومړی د ګوندي غړو حق دی چې مشرتابه یې د سیاسي عملونو له مسولیت٨ تر لاسه کړي چې د ګوند
د جنایي سیاست له تلسټونو سره مقاطعه وکړي ،ویې غندي او خپله سیاسي لار له سره وټاکي، له دې کار پرته نوموړی ګوند ژوندی نشي پاتې کیدای یا ځان د نویو شرایطو سره سم بیا نشي عیارولای۰
کله چې د برلین دیوال ړنګ شو،نو په اصطلاح د «دموکراتیک» المان د ګکومست ګوند هونېکر ټول سیاسي مسولیت په ځان ومانه، د مرکزي کمېټې له غړو پرته نور ټولو غړو د SED رژیم او سیاسي جنایتونه وغندل او له سره په دوه نویو سیاسي ګوندونو کې تنظیم او تر نن ورځې پورې فعال پاتې شول ، چې یو ګوند یې ولسواک سوسیالیزم او بله ډله یې د ۹۰ ــ یم کال اتحاد نومیږي چې د شنو سره یې وحدت کړی دی۰
د خلق او پرچم مشرانو برعکس خپل ګوندونه او ګوندی غړي د تل له پاره یرغمل
کړي او د خپلو سیاسي جنایاتو مسولیت د هغوی په اوږو بار وړي،حال داچې سیاسي مسولیت یواځې د سیاست ټاکونکې مقام مرکزي کمېټې او سیاسي دفتر په غړو پورې منحصر دی، د ګوند د غړو جنایات په فردي توګه د محکمې په وړاندې مطرح کیدای شي او هغه که د ګوند غړی وي که نه وي رول په کې نه لري ۰

داچې افغانان د ګوند دسیاسي ګټوله پاره هم په خپلو جرمونو اعتراف نه کوي ، څرګندوي چې دا خلک له سیاست څخه ډیر لیرې پاتې دي او ځانونه پخپله په خپل
غولېدنکی غرور کې غرقوي۰
د مکې کفار هم په ورته غرور اوجهالت داسې تنبیه شوي وو:

[color=red]انا جعلنا فی اغناقهم اغلالاً فهی الی الاذقا ن فهم مقمحون ۰[/color
]



ع کريم حليمي
16.12.2008

ډېر محترم ،مکرم او دانشمند غيرت صاحب ، زه د الله حمد وايم 
چه ستاسو زما سره بحث ته زړه ښه کوئ ، جزاك الله خيرا، مننه کور مو ودان 

 [quote:439009d73c]ټول مطلب زما دادی چې سیاسي جانیان باید لږ تر لږه پښېماني وښيي ،مخکې له دې چې د بیا فعالیت اجازه تر لاسه کړي اود هرې پښېمانۍ مخګام اعتراف دی،نو که څوک اعتراف ونکړي په تیر جنایت به پښېمانه هم نه وي او چې پښېمانه نه وي نو که امکان به لاس ورشي د جنایت د تکرار ګواښ یې هم شته، نو آیا هغه ته د بیا سیاسي فعالیت اجازه ورکول کیدای شي؟ هو، خو په دې شرط چې تیر جنایت یې هډو جنایت ونه بلل شي او له محکمې څخه برائت واخلي۰ [/quote:439009d73c]

پورته خبري ډيري پخي او اساسي خبري دي ، په خپل مکان او زمان کښي 
تر کوم حده چه زه پوهېدلی يم ، ټول سياستوال د اعتراف له جملي لاس اړه وي 
او اعتراف پر خوله نه راوړي ، سياستوال همېشه اعمال غندي !!!
د امريکا حکومت وو چه غلامي ئې په رسميت پېژندل ، او دتور بنده 
پلورل ئې د بادارنو حق ګڼلی ، دا ډېر لوي جنايت وو او وي به 

امريکايي تور پوستو له حکومت نه غوښتنه وکړه چه سپينه ماڼۍ دي ، بخښنه 
و غواړي او پر جرم دي اعتراف وکړي ، سپيني ماڼۍ له بخښني څخه انکار وکړ
که چيري سپيني ماڼۍ له تور پوستو څخه بخښنه غوښتې وای ، نو تور پوستو 
ته دوې لاري په لاس ورتلي ، چه ډير زاړه سپين پوستي به ئې محکمې ته راکش 
کړيوای او يابه ئې سپينه ماڼۍ محکمې ته راکش کېواي او د جبران ،تاوان او 
د تلافۍ غوښتني به ئې کړيوای ،او دې جبران ته قيمت نه ايښودل کيږي 

خو سپيني ماڼي غلامي وغندل اوبس ، او خوښي ئې ښکاره کړه چه د غلامۍ 
عصرټول سو ، او په تکامل ئې خوښي څرګنده کړه 

سياسي جرمونه تور او سپين نه دي ، سپين بخونه او توربخون دي ، 
که چيري کوم عمل ئې تور ثابت سي په محکمه کښي ، بيا  مجرم ندی معلوم 
چه مجرم څوک دي ، سياسي جرمونه له کښتي رتبې rank  څه شروع کيږي 
ولي چه دوسيه پوليس جوړه وي بيا څارنوالۍ ته ځي بيا محکمې ته ځي 
بيا وزارت ته ځي او په اخر کي رئيس ئې امضا کوي 

دغه سبب دی چه سياسي خلک چنداني محکمې ته نه راکشيږي 
د تاريخ په اوږدو کي تر نن ورځي سل سياسي نفره ، جهاني محکمې ته ندي 
راکش سوي 

هو ! کله چه دوه ملکونه جنګ وکړي مغلوب ئې مجرم دی،No Matter What
لکه عراق او افغانستان ، ملاسوويچ ، خو د ساوت افريکا سياست وال بيا 
ندي مجرمين ، منډېلا دوی مجرمين ونه بلل 

نو که د افغانستان پخواني سياستوال چپي ضدبشري اصول او فلسفه وغندي 
دابه ئې ډېر ښه سياسي اقدام وي ،او نور سياسي فسادونه به نه زېږوي 
او يو ملي healing به شروع سي 

په درنښت 


momtaz
16.12.2008

دوستانو سلامونه
[quote:3e8f111cba="ميوند ننګيال"]momtaz صاحب سلامونه !
خفه نشي دا دطالبانو له باندي لږ رڼا واچوه[/quote:3e8f111cba]
ولې خپه شم ګرانه، د طالبانو د رامنځته کیدو داستان خو ټولو ته څرګند دﺉ. ټول پو هېږي چې بېنظیر بوتو او نصیرالله بابر دCIA درملو په مرسته دوی زېږولي او ISI په ډېر مهارت سره دوی روزلي دي او تر ننه پورې یې په فتنو او شیطنت سمبالوی او په ډول ډول پلموافغانستان پرې ویجاړوي.
نوګرانو لانت( لعنت) والا و ته په کار ده چې که دوی پخپله لانتي نه وي، د لانتیو( لعنتیو) په کتار کې د دوی عزت هم وکړي !


pattang
17.12.2008

ممتازه ورک يې لکه د نوي کال ورڅ يوه وارې په کال کې راځې !
خو بيا هم له غفار لا لا نه ته ښه يې ،اورېدلي مې دي چې لا لا دلاسپوڅي
رژيم سره لګياده او د اشغالګرو پلانونه مخ ته وړي٠
ا وس به اصلي خبرې ته راشم:
انډيواله ځينې واقعتونه  داسې پټوې لکه ستميان ، مخکې لدې نه چې خپله
تيوري وړاندې کړې بايد له ځان سره فکر وکړې چې طالبان څه وخت په کومو
شرائطو کې راغلل???????
او د څه دپاره ? داچې چا مرسته ورسره کوله هغه بله خبره ده خو مهم ټکۍ دادی
چې کوموشرائطو لاره برابره کړه چې طالبان راغلل ??
ولې په خپله پرو پاګنده کې يواځې منفي ټکي ليکې او له مسبتو ټکيو دغله
په دود پښه اړوې ??
 

[quote:e5724bdbd8="momtaz"]دوستانو سلامونه
[quote:e5724bdbd8="ميوند ننګيال"]momtaz صاحب سلامونه !
خفه نشي دا دطالبانو له باندي لږ رڼا واچوه[/quote:e5724bdbd8]
ولې خپه شم ګرانه، د طالبانو د رامنځته کیدو داستان خو ټولو ته څرګند دﺉ. ټول پو هېږي چې بېنظیر بوتو او نصیرالله بابر دCIA درملو په مرسته دوی زېږولي او ISI په ډېر مهارت سره دوی روزلي دي او تر ننه پورې یې په فتنو او شیطنت سمبالوی او په ډول ډول پلموافغانستان پرې ویجاړوي.
نوګرانو لانت( لعنت) والا و ته په کار ده چې که دوی پخپله لانتي نه وي، د لانتیو( لعنتیو) په کتار کې د دوی عزت هم وکړي ![/quote:e5724bdbd8]


larghonay laraway
20.12.2008

سلامونه!
پتنګ صيب دا خبره خو زه هم درسره منم چې طالبانو د داسې تورې او وحشي دورې لمن ورټوله كړه لكه په مكه مكرمه كې چې د پېغمبر تر بعثت وړاندې دوره وه.
خو دا چې ممتاز صيب وايي چا جوړ كړل دا هم يو تريخ واقعيت دى.
زه وايم كه هر چا جوړ كړي واى خو كاشكې يې له فرصته ګټه اخيستې واى او قرون اسطى ته نه تلاى، بلكې په نننۍ نړۍ كې يې ژوند كړى واى.


Ghairat
20.12.2008

[quote:30b8fb598d="larghonay laraway"]سلامونه!
پتنګ صيب ۰۰۰خو دا چې ممتاز صيب وايي چا جوړ كړل دا هم يو تريخ واقعيت دى.
زه وايم كه هر چا جوړ كړي واى خو كاشكې يې له فرصته ګټه اخيستې واى او قرون وسطى ته نه تلاى، بلكې په نننۍ نړۍ كې يې ژوند كړى واى.[/quote:30b8fb598d]
زه هم ددریواړو خبره منم خو په لږ تفکیک سره چې :
دطالبانو حکومت ISI جوړ کړي و او د کرزي حکومت CIA جوړ کړی، لومړني ډیرې پیسې نه لرلې نو د لرغونلاروي خبره د قرون وسطی ارزان بیه جاهلان یې رامنځته کړل ، دویمې ډلې ډیرې پیسې لرلې نو او سنی حکومت یې رامنځته کړ چې د لاروي خبره په نننۍ نړۍ كې يې ژوند کوي،خو د غلامۍ جغ ددواړو په څټ
بار شوی، نواوس حکومت ته لارو ایله د [color=white:30b8fb598d]کاشکې[/color:30b8fb598d] د وییزي کارولوته اړتیا نه لري، ملي واکمني هماغسې د ګواښ لاندې پاتې ده لکه
چې وه، اودا سمه نه ده چې ووایود ISI له طالبی حاکمیت څخه خو بیا آزادي اخیستل اسانه وه نسبت د CIA له ګوډاګي حکومت څخه! که طالبان هر څومره د اوسني حکومت په وړاندې دمقاومت په راس کې واقع دي، خود حکومت په وړاندې یوه سیاسي او ملي الټرناتیف نه جوړوي ۰
هر کله چې یې دغسې یوه ملي سیاسي الټرناتیف جوړه کړه نوروان وسله وال مقاومت به یې د بري چانس هم تر لاسه کړي۰له دې پرته به یې بری داځل د افغانستان په تجزیه اویواځې د برو پښتنوله پاره به د یو وړوکي پښتونستان په نامه د طالبانو په مشرۍ د یو قفس په جوړولو تمام شي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more