نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دټول افغان وزين سايټ چلونکو ته يو وړانديز !
ډاکتر څپاند
20.11.2008
دټول افغان وزين سايټ چلونکو ته يو وړانديز !
زما پيشنهاد دادی چه دفورمونو په برخه کې دې يو بل بخش علاوه شی چه هلته
ددی سايټ محترم ګډونکونکی،زموږ د هېواد هغه پوهان،وتلي سياستوال،
هنرمندان اونور دقدر وړ وګړي چه لا هم ژوندي دي،نورو ته ور وپيژني٠داکار بايد ژر شروع کړو،مخکی لدي چه زموږ دګوتو په شمير حقداران زموږ
څخه ولاړ شي٠داځکه چه پس له مرګه ډير لږ خلک به پېداشی چه بد وي٠
خیریوسی
20.11.2008
محترم څپاند صاحب السلام علیکم ورحمة الله
وروره ډېری ښې موضوع ته دی پام سوی دی
دا کار باید ټول افغان وکړی چې هیوادوال خپل پوهان وپیژنی او دهغوی دخدمت څخه خبر سی نو به نور ځوانان دهیواد و خدمت ته تشویق سی
خو دیوی خبری سره دی موافق نه یم هغه دا چې په بحث فورم کی اذاد بحث پر وشی که کوم نومیالۍ څوک نه پیژنی او دهغه دخدمتونوڅخه خبر نه وی او یا دهغه مخالف وی نوبه په هغه پسی یو اوبل ډول څه ولیکی چې دډیرو دخوابدئ لامل ګرځی
دا زما شخصی نظر دی
په درناوی
ډاکتر وطنمل
30.11.2008
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ نومیالي دي چې یادیږي ۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
هو، ددغسې یو سرلیک لاندې باید په لومړي مخ کې د تاریخ نومیالي، د سیاست نومیاليی،د پوهنې هنر او ادب نومیالي اوداسې نورو نومیاليو یادونې، د هغوی د کارنامو او آثارو ارزونې اوارزښتنونې وړاندې شي، بی له دې چې هلته پرې بحثونه پیل شي . په بحثفورمونوکې د بحث مخه نه نیول کیږي، نو ځکه باید په لومړي مخ کې ځای ورکړل شي او اړونده مقالې وېبماسټر ته ولیږل شي .
که د سکالو په تړاو مقالې واستول شي وېبماسټر به حتمأ ورته [color=blue:934fa22de0]وړین ، یا وړیز [/color:934fa22de0] سرلیک پرانیځي !
::::::::::::::::::::::::::::
اړ : اړین ، وړ : وړین = مناسب ،
وړۍ : وړین = له وړۍ څخه جوړ شوی
په درنښت
larghonay laraway
02.12.2008
كه څه هم زه له هيڅ ډول ستاينو سره نه يم جوړ او نه مې خوښېږي خو بيا هم كه جوړ شي ډېره به بده نه وي.
خو كه هرڅوك څه ليكي بايد يو شخص بې ځايه ونه پړسول شي بلكې د هر چا وړ پېژندګلوي دې وشي. په پښتنو كې بې ځايه ستاينې ډېر دود دي چې له يو چا لاره وركوي. يو څه تنقيد هم ګټه لري هغه كه په يو ستر شخصيت وي او كه په يو ځوان او نوي ليكوال او سياستوال.
انسان بايد تر مرګه زده كړه وكړي دا چې مونږ په خپلو مشرانو تنقيد نه كوو نو د هغوى نيمګړتياوې به څنګه سمې شي؟
او كه نېمګړتياوې نه لري نو بيا خو انسانان نه بلكې پرښتې دي!؟
دا زه هم منم چې د چا سپكاوى بايد ونه شي خو كه اوس څوك جهاني صيب، پهلوال يا معصوم هوتك صاحبانو ته ووايي چې پښتو املا مو غلطه ده نو دا خو سپكاوى نه شو بايد سمه يې كړي او كه ستاينې پيل كړو چې په املا كې يې هيڅ خو نشته نو ګټه به يې څه وي؟
او ولې له چا د واورې غر جوړ شي چې د حقيقت لمر يې ويلي كړي؟
زما خو وړانديز دا دى چې د ټول افغان په لومړي مخ كې دې داسې يوه څانګه پرانيستل شي چې پر مشرانو اصلاحي او واقيعي نيوكې وكړو چې په تېر عمر كې يې خپلو نيمګړتياوو ته پام شي. هم به د دوى نيمګړتياوې ورپه ګوته شي چې يو اسلامي او اخلاقي كار هم دى او هم به راتلونكو نسلونو ته په سمه معنى وروپېژندل شي.
مننه
ستاسو لاروى
ihtesham
02.12.2008
زه د لرغوني لاروي د خبرې په تاييدولو سره وايم چې په چا نيوکه کول که هغه مشر وي او که کشر سپکاوى ندى بلکې دا ډېره ښه خبره ده او بايد رواج ورته ورکړل شي.
pattang
02.12.2008
وروڼو زه به بله خبره درته وکړم، لکه هر چېرته سپينه :
پښتنو ورڼو په مړو ويا ړ کوۍ او که په ژوندويو ?
که په مړووياړکوۍ خبره مو روغه ده، خو داهم داسې ده چې څوک به
په امين وياړکوي ، څوک به په ترکي , ...... اوکه په ژوندويو وياړ کوۍ
نوداسې ځوان به نوي چې هغه به يوپلو / لوری نوي لرلی او هر يو لوري تراوسه
يوملي سياست نه بلکې غلط او پردی سياست کړی دی، نو ډېره سخته به
وي چې بې لرګي مميز پيداکړو٠
زه لا اوس غاړې درباندې خلا صوم ، څوک چې په لاسپوڅي او اجنټ ، مذدور
رژيم کې په جګو جوکويو کې کار کوي ، هغه دنالت وړدي ٠
(بېله ټولو هغو غريبانو چې دوی په مذدور رژيم کې خېټې نه پړسوي ، بلکې
داوږي او لاد نفقه پيدا کوي او دملت درد په زړه کې لري٠ )
بيا هم زه د ستاسو دمفکورې پلوي کوم٠
[quote:5f2b8035b2="ihtesham"]زه د لرغوني لاروي د خبرې په تاييدولو سره وايم چې په چا نيوکه کول که هغه مشر وي او که کشر سپکاوى ندى بلکې دا ډېره ښه خبره ده او بايد رواج ورته ورکړل شي.[/quote:5f2b8035b2]
Ghairat
02.12.2008
زما په اند دا د ټول افغان دنده نه ده چې کره کتنې وکړي، اوکه یې کوي نود ادبي بهیر په څیر ټولنو د کره کتنې لېنک دې ورکوي ،که نه په خپل نامه د یو شاعر یا ادیب نیمګړتیاوې په ګوته کول لورییزو او سیمییزو اختلافاتو ته لمن وهنه بلل کیږي او هېڅوک چمتو نه دی چې د یومشر نیمګړتیا ته ګوته نیول د خپلې اړوندې سیمې سپکاوی ونه ګڼي او په ځواب کې مقابل سیموالوته سپکاوی ونکړي!
دا ډول غبرګونونه ملي اوقامي وحدت ته زیان رسوي، نو په غیر سیاسي مشرانو له بحث نه باید جدي ډډه وشي ۰
آن د سیاستوالوهم سیمییز کیش اولمانځنه کیږي چې څوک پرې نیوکه وکړي اړونده سیموال پرې ځانونه تحقیر بولي،د ساري په توګه پر تره کي تنقید په سهیل لویدییزو خلقیانو تر نورو خلقیانو ډیر بد لګیږي، او په نوروخلقیانو بیا تر غیر ګوندیانو ډیر بد لګیږي۰ یو بیطرفه ارزونه یې څوک هم نه کوي ، یایي لوړ ارزښتوي او یايې دوښمن او د سپکاوي وړ بولي۰
په درنښت
larghonay laraway
03.12.2008
غيرت داسې يوه خپرونه غواړي لكه له كابله خپرېدونكې هيواد او اصلاح چې هره ورځ په كې دحكومت د كابينې ستاينې وي. كاشكې پوه شي چې ټول افغان يوه آزاده او خپلواكه او ملي ويب پاڼه ده. دلته سيمه ايز بحث هيڅ مطرح نه دى كه څوك سيمه ايز بحث وكړي نو د پاڼې له مسؤولينو مخكې نور د دې پاڼې داسې مينه وال شته چې په منطقي دلايلو سره سيمه ايز بحث كوونكى ته قناعت وركړي او لارې ته يې راسم كړي.
غيرت صيب تاسو ته دا حق چا دركړى چې افغان ادبي بهير دې كره كتنه وكړي او ټول افغان دې يې نه كوي؟
كاشكې تاسو مخكې له دې چې د ټول افغان په بحث فورمونو كې برخه واخلئ لومړى په خپله په ټول افغان كې د ټول افغان په اړه ولولئ چې څه شى دى او څه كوي، ولې يې كوي او د چالپاره يې چېرته كوي؟
[color=red:443b943b1c]لاندې اقتباس له ټول افغان څخه اخيستل شوى چې د ځان په اړه وايي:
ټول افغان له خپل نوم سره سم له امو تر اباسينه پورې د ټولو افغانانو د ملي فرهنګ ، علم ، ادب ، فلسفې ، هنر او سياست ناپېېلې بريښنايي پاڼه ده او له نامه څخه يې په ډاګه کيږي چې فردي او سيمه ييز ، سمتي او ژبه ييز ، توکمي او ګروهه ييز محدوديت او شوونيزم نه مني .
ټول افغان زمونږ د لرغوني اريايي ټاټوبي لوی افغانستان خدمت ته ملا تړلې ، د بې وځلي ، مظلوم، مېړني او اتل اولس په چوپړ کې يې په نه ستړې کېدونکو هلو ځلو لاس پورې کړی .
ټول افغان د ملي فرهنګ د پياوړتيا لپاره يواځې په ملي ژبه پښتو ، او دري باندې خپرونې کوي . نو د پښتو وېبپاڼو د مخکښ په توګه په وياړ سره د رحمان بابا په ژبه وايي :
نور وېبپاڼې زما وېنزې غلامان دي
ټول افغان په پښتو ژبه عالمګير يم[/color:443b943b1c]
زه نور نه غواړم چې د بهير په هكله دلته خبرې وكړم خو وروره پښتانه بايد د نړۍ له قومونو سره سيال شي. نن سبا د ټولو هيوادونو ليكوال او سترګور نړۍجال كې خپرونې لري چې ښه او بد، منطقي او غير منطقي انتقادونه په كې كېږي حتى د اسلام او افغاني فرهنګ په اړه په كې پوښتنې اښتنې كېږي خو په منطقي توګه د خپلو پوښتنو ځواب تر لاسه كوي نو ستاانديښنه بې ځايه ده.
ټول افغان په نړيوال كېدو يا Golbalizationكې تر ټولو وړاندې دى. او كه دا هڅه هم وكړي نو باور دى چې په ملي مسؤوليت يې له توانه وتلى شي.
ګرانه يو نقد وي او بل سپورې سپكې . نقد كه په ستر شخص وشي او كه په واړه هم د ټولنې او هم د شخصيت په ګټه دى . دلته د نقد معنى دا نه ده چې څوك دې د چا په شخصيت او كركټر كره كتنه وكړي بلكې د هغه په ليكنو او مفكورو كره كتنه كولى شي او همدا راز د هغه په سياسي او ادبي لوري نقد او كره كتنه كولى شي. او دا چاره د هر سياستوال او ليكوال په ګټه ده. خو كه يو ستر ليكوال يا سياستوال او يا هم شاعر له نقد او كره كتنې تښتي ډېره ضرور ده چې بايد ټولنې ته وروپېژندل شي. خو فكر نه كوم چې داسې څوك وي چې له كره كتنې وتښتي او يا پرې بده ولګېږي او په داسې حال كې چې داسړى بيا ځانته يو ليكوال او سياستوال هم ووايي.
زه پر هر چا كره كتنه شونې او ګټوره بولم خو ټول افغان بايد دې ته كلكه پاملرنه وكړي چې پر هر چا چې كره كتنه كېږي موضوع دې معلومه كړي چې پلانى ليكوال يا شاعر يا سياستوال دى د هغه په مفكوره، شعر، نثر او سياست كره كتنه كوي نه دا چې د هغه په كورنۍاو شخصي كړنو. يعنې د يو شخص په هغو چارو دې كره كتنه وشي چې ټولنې ته يې وړاندې كوي نه پر هغو چې يوازې د ده ځاني وي.
z.shaheen
03.12.2008
با توجه به هرهنگ بحث در تول افغان مناسب نمی بینم که شخصیت های فرهنگی ، سیاسی و یا علمی افغان درین صفحه معرفی گردد.
[quote:417244b6d5]هو، ددغسې یو سرلیک لاندې باید په لومړي مخ کې د تاریخ نومیالي، د سیاست نومیاليی،د پوهنې هنر او ادب نومیالي اوداسې نورو نومیاليو یادونې، د هغوی د کارنامو او آثارو ارزونې اوارزښتنونې وړاندې شي، بی له دې چې هلته پرې بحثونه پیل شي . [/quote:417244b6d5]
اگر چنین باشد که امکان بحث اصلاً میسر نباشد درست است ولی در صفحات بحث شخصیت ها متضرر میگردند زیرا هستند مردم بی بند وباری که تحت نام های مستعار به شخصیت ها تجاوز میکنند. به گونۀ مثال توجه تانرا به نوشتۀ پتنگ که بینی خود را پاک نمی تواند و به کدام لهجه به شاعر توانمند پشتو ودری آقای سلیمان لایق تعرض مینماید:
اقتباس
" انډيواله څو واره مو ليکلي دي چې پښتو يوازې ژبه نده لايق دې ډېر چټل شخصيت
تېر شوی ،نورو تبصرو ته حاجت نشته هغه نه يواځې ديوه اديب پښتون بلکې ديوه
دهقان پښتانه پښتني معيارونه هم نشي پوره کولی ٠ "
و باز آقای غیرت تمام معیار های بحث را گذاشته به شکل بازاری به زندگی شخصی اشخاص تعرض میکند:
اقتباس
او داچې لایق کوم یهود یا صلیبي روسي ته لور ورکړې زه ترې خبر نه وم ، خو دده له یوه بل لوړ پوړي پرچمي پښتون ملګري څخه خبر وم چې دغه کار یې کړی او هغه هم د پرچمیانو دسیاسي دفتر ، انقـُلابي شوری او مرکزي کمیټې غړی نور احمد نور و !
خدا شخصیت های افغانستان را از چنگال بحث کنندگان ویرانگر تول افغان در امان داشته باشد
باتور
03.12.2008
shaheen ليکلي !
خدا شخصیت های افغانستان را از چنگال بحث کنندگان ویرانگر تول افغان در امان داشته باشد
زه بيا وايم چي :
خدای دي افغان شخصيتونه د افغانستان د دښمنانو لکه ( لطيف پدرام ) له بازاري خبرو نه وساتي !
په درنښت
pattang
03.12.2008
شاهينه !
ستا شخصيت اودسليمان لا ئق شخصيت ګمان کوم يو شی وي ، څکه يې ستاينه
کوې ٠هره ټولنه ځانته خصوصيات اوقوانين لري که څوک يې مراعات نکړي بيا
چې هر شی شي ، په خپل قام کې به هيڅ شی نوي ٠
[quote:b067c1e6f9]اگر چنین باشد که امکان بحث اصلاً میسر نباشد درست است ولی در صفحات بحث شخصیت ها متضرر میگردند زیرا هستند مردم بی بند وباری که تحت نام های مستعار به شخصیت ها تجاوز میکنند. به گونۀ مثال توجه تانرا به نوشتۀ پتنگ که بینی خود را پاک نمی تواند و به کدام لهجه به شاعر توانمند پشتو ودری آقای سلیمان لایق تعرض مینماید[/quote:b067c1e6f9]:
Ghairat
03.12.2008
[quote:025ffd051e]و باز آقای غیرت تمام معیار های بحث را گذاشته به شکل بازاری به زندگی شخصی اشخاص تعرض میکند[/quote:025ffd051e]:
ښاغلی شاهین !
تاسې وینئ چې لایق لومړی یوسیاستوال او بیا شاعر دی، اوآن په همدغه دلته وړاندې شوي شعر کې یې هم سیاسي سکالووړاندې کړې ده. دده شعر د ناوړه سیباسي اهدلفووسیله وه او دسیاستوال په توګه چې هغه کومې کارنامې کړي،نود ولس، وطن، ملت، دین او پرمختک ددوښمنانو په لیکه کې د یوه ولاړ قصاب دریځ لري، چې په شعر او شاعرۍ ترې سړی نشي خلاصېدلای ۰،مګر په یو شرط چې د خپل مسلمان ولس سره ودریږي اوپه خپله تیروتنه اعتراف وکړي او د کمونستانو لړۍ په خپل ټول شعري ځواک اوعقلي تحلیل سره د غندنې تنقید،کرکې اونفرین لاندې ونیسي۰ نو هله به یې هغه حقایق هم وزن پیدا کړي چې د ښی اړخوډلو،تنظیمي مجغدینو ، طالبانواویا نورو جنایتکارانود کمونستي جنایتکارانوپشان تر سره کړي دي!
دا باید ومنو چې :
بدکسان په بدترو نه بښل کیږي اونه بدتر په بدو پټېدایشي !
په درنښت
باتور
04.12.2008
پښتانه ښو ته ښــــــــــه وايي او بدو ته بـــــــــــــــــد ! دا د پښتنو د غيرت او سرلوړۍ ښېګڼي دي . .
پښتانه هم له پاچا سره ښکر وهي هم له ګدا سره خپله ډوډی وېشي . .
په درنښت
لرغونى لاروى
larghonay laraway
04.12.2008
زه بيا وايم چې شاهين صيب درانه خلك په سپكو خبرو نه سپكېږي خو دا چې سپكو خلكو له ځانه درانه غرونه جوړ كړي وي بايد ټولنې ته وروپېژندل شي.
ګرانه په كومه ټولنه كې چې نقد نه وي هغه خو يوازې د غوړه مالانو او ړندو ټولنه وي. نقد خپل اصول لري ښنځلې نقد نه دى. خو دا چې ته د چا دفاع كوې بايد خپل دلايل وړاندې كړې. مونږ خو په سليمان لايق كې بې له دې چې يو شاعر دى، د شخصيت كومه نښه نه وينو. او پر شاعرۍ يې هم ما مخكې خبرې كړي چې ښه شاعري هم لري، كمونيستي اهدافو ته وقف شوې شعاري شاعري هم لري او چټيات هم لري لكه ( ډنګه ډنګه ډنګه ډنګ- د ملا په كونه ننوت بادرنګ) يا دې ته ورته نور ډېر چټيات.
نو ته ووايه چې پتنګ دې ته چټيات نه بلكې صوفيانه كلام ووايي؟
ګرانه بې ځايه زړپالى كېږه مه. پاړسوان خو د نوښت ډېر پلويان دي. باور وكړه چې د شپې په هندي فلم كې كوم نوى موډ ښكاره شي نو پاړسوان هلكان او نجونې سهار همغسې ځان جوړوي. نه پوهېږم چې تاسو څنګه پاړسوان يئ.
وروره پرېږده چې افغانان د ټول افغان له بركته د اشخاصو په شخصيتونو بحث وكړي او شخصيتونه په كې وپېژني ولې خلك په تيارو كې ساتل غواړې.
ما مخكې هم ووې چې په راډيوګانو، ټلويزيونونو او حتى ادبي بهيرونو كې دپښتو ژبې يوازيني پوهاند مجاور احمد زيار په شخصيت، ليكنو بحث كېږي او حتى د بي بي سي راډيو هميش ځينې بې سواده خلك چې هغوى د يو لړ ستونزو له بركته فرانسې ته تللي او هلته يې چېرته فرانسوي ژبه زده كړې نور يې تر دې وخته نه كومه علمي ليكنه كړې او نه يې ادبيات مسلك دى، خو تش په دې خاطر چې بي بي سي راډيو يې په شا وډبوي او د يو پوهاند پر وړاندې يې ودروي. ايا په دې كار پوهاند زيار سپك نه شو بلكې د هغه په درانه او علمي شخصيت كې يې نوره هم اضافه وكړه.
بيا هم په دې ټينګار كوم چې كه ټول افغان دغسې پاڼه پرانيزي نو يو داسې شخص بايد ورته مسؤول وټاكي چې هغه په خپله هم ملي مفكوره ولري، وخت ولري او په بشپړ مسؤوليت په دې پاڼه كې د ښكنځلو مخنيوى وكړي او د منطقي علمي او اصولي نقد يا كره كتنې پر بنسټ ليكنې پرېږدي.
مننه
په همدې هيله
ستاسو لرغونى لاروى
z.shaheen
04.12.2008
[quote:0bc009fbab]مګر په یو شرط چې د خپل مسلمان ولس سره ودریږي اوپه خپله تیروتنه اعتراف وکړي او د کمونستانو لړۍ په خپل ټول شعري ځواک اوعقلي تحلیل سره د غندنې تنقید،کرکې اونفرین لاندې ونیسي
[/quote:0bc009fbab]
آقای غیرت نمی دانم که شما در بارۀ چه چیز صحبت میکنید؟ انتقاد من بالای شمااین بود که موضوع بحث را گذاشته خود را در زندگی فامیلی شخص شریک ساختید!
شما از آقای لایق تقاضای اعتراف به اشتبا و عذر خواهی مینمائید، بدون اینکه من در مورد معقولیت ومشروعیت تقاضای شما ابراز نظر نمایم میخواهم به عرض برسانم که:
افغان و به اشتباه خود اعتراف کردن و باز عذر خواهی؟سبحان الله، من به شمول خودم چنان افغان را سراغ ندارم.
نمی خواهم چندان دور بروم: آیا شما کسی راحتی زیر نام مستعار که موضوع بحث را کنار گذاشته به اشخاص و خانواده و اصل و نصب دیگران تعرض کرده باشددر همین فوروم سراغ داریدکه به اشتباه خود اعتراف کند و معذرت بخواهد؟ بر عکس آنها به تمام نیرو تلاش میکنند که دشنام و اهانت خود را به نحوی توجیه کنند..
شما چنان تقاضائی را بایداز اشخاص مربوط به جامعۀ بکنید که فرهنگ چنان شیوۀ زندگی را داشته باشد! افغانها در مجموع نه فرهنگ اعتراف به اشتباه را دارند و نه فرهنگ پزیرش باخت را. اگر افغانها انتخابات را ببازند به جای آنکه به باخت خود اعتراف کنند و به رقیب خود مبارکی بگوینددر صدد دسیسه سازی میشوند تا به نحوی باخت خود را توجیه کنند و در بسیاری از حالات دست به سلاح میزنند.
با آنهم
در پر طائوس که زر پیکر است
سرزنش پا کجا در خور است
http://www.youtube.com/watch?v=q8c5cVndoRw&feature=related
[quote:0bc009fbab]بيا هم په دې ټينګار كوم چې كه ټول افغان دغسې پاڼه پرانيزي نو يو داسې شخص بايد ورته مسؤول وټاكي چې هغه په خپله هم ملي مفكوره ولري، وخت ولري او په بشپړ مسؤوليت په دې پاڼه كې د ښكنځلو مخنيوى وكړي او د منطقي علمي او اصولي نقد يا كره كتنې پر بنسټ ليكنې پرېږدي. [/quote:0bc009fbab]
جناب larghonay laraway،
اگر چنین باشد من هم مخالف آن نیستم ولی در حال حاضر قسمیکه آقای وطنمل هم مینویسدکار مشکل است.
همانطوریکه دیدگاه هاو اندیشه ها مختلف اند قضاوت ها هم در مورد اشخاص از هم متفاوت اند. هر کس برای خود از وطنپرستی، صداقت،خدمت به وطن و مردم و غیره تعریف و تعبیر خود را دارد. ازینرو اگر از طرف مدیر فوروم کنترول جدی نشودشخصیت های مورد نظر صدمه میبینند.
Ghairat
04.12.2008
دروند لاروی صيب ،
کۀ دځان
غوندې څو تنه نور هم موندی شې ، چې کره کتنې وکړي اوبحثونه هم سم کنترول او رهبري کړي ،نو زه يې هم پلوی کوم ،خوبي ژمنې به مټې اوبې ګودره به
پينڅې نه را نغاړو٠ ستابه په يادوي چې دپسر لي صيب په اړه
دځينو لوستونکوشخصي نظر څومره کسان ، څومره ټولنې او څومره همکاران له ټول افغان څخه خواشيني کړل ،حال داچې داد ټول افغان پړه هم نه وه ٠
نولومړی دتخريب دمخنيوي ژمنه اوبيا په دغه سپېڅلي کارچاره لاس پورې کړئ ٠
تاسو اووېبماسټر ته په دې ښه کارکې له لوی خدای څخه پوره بری غواړم ٠
ډوکتر څپاند
07.12.2008
دحامد صيب نظر تر ټولو ښايسته ښکاري٠
Ghairat
09.12.2008
[quote:782bbd2e57]آقای غیرت نمی دانم که شما در بارۀ چه چیز صحبت میکنید؟ انتقاد من بالای شمااین بود که موضوع بحث را گذاشته خود را در زندگی فامیلی شخص شریک ساختید! [/quote:782bbd2e57]
د سیاستوالو د شخصي ژوند نارمونه تر سیاسي او اخلاقي پوښتنې لاندې راتلای او مجازات کیدای هم شي ،که داسې نه وای نو هر کافر اوبداخلاقه به په مسلمان او شریف ولس د حکومت حق درلودای ۰ خو ستا خبره به په دې تړاو سمه وي چې له محکمې پرته څوک یو سیاستوال د هغه د شخصي ناوړوعملونو له امله په سزا نشی محکومولای، ځکه چې محاکمه یواځې د قاضي او مَحکمې کار دی ۰
[quote:782bbd2e57]شما از آقای لایق تقاضای اعتراف به اشتبا و عذر خواهی مینمائید، بدون اینکه من در مورد معقولیت ومشروعیت تقاضای شما ابراز نظر نمایم میخواهم به عرض برسانم که: افغان و به اشتباه خود اعتراف کردن و باز عذر خواهی؟سبحان الله، من به شمول خودم چنان افغان را سراغ ندارم. [/quote:782bbd2e57]
سیاست شخصي ژوند نه دی او د ټولنې او آن تاریخ په وړاندې مسولیت لري نو سیاستوال یې باید د خپلو شخصي ارزښتونوپورې ونه تړي،نو که یې وتړي د ولس په وړاندې د سختې پړې لاندې لاندې راځي) زما مطلب هم یواځې دغه پړه په ګوته کول وو چې باید د خلق او پرچم جنایتکاران باید د خپل ولس په وړاندې لږتر لږه په خپلو جنایاتو اعتراف وکړي،څوددې حق پیدا کړي چې په اوسیزه او راتلیزه کې
هم په سیاسي کواندتیا کې برخه واخیستلای شي۰
خوکه دوی سیاسي قدرت يوه غلا ،قتل اوداړماري بولي ،نوداړه ماران او قاتلان چې تر څو نیول شوی او زندان یا اعدام ته نه وي وړاندې شوي ، له پولیسي تعقیب
څخه هم خپلې تیښتې او پټ ژوندانه ته دوام ورکولی شي، نودوی هم تر هغې پورې
چې محاکمه کيږي د ژوند حق لري،خود سیاسي فعالیت قانوني حق نه لري ۰
لکه څنګه چې فاشیستي فعالیتونه له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته منع دي، دغسې باید د دوی سیاسي فعالیت هم لږتر لږه تر محاکمې او قضایی برائت اخیستو پورې بند پاتې اوسي۰
[quote:782bbd2e57]نمی خواهم چندان دور بروم: آیا شما کسی راحتی زیر نام مستعار که موضوع بحث را کنار گذاشته به اشخاص و خانواده و اصل و نصب دیگران تعرض کرده باشددر همین فوروم سراغ داریدکه به اشتباه خود اعتراف کند و معذرت بخواهد؟[/quote:782bbd2e57]
که په غیرسیاسي برخوکې قانوني مجازات نافذ وای اوڅوتنه په سزا ورسیږي او له سختې سزا څخه په اعتراف او معذرت غوښتلو او تْضمین ورکولو خلاصېدای،نو لرې نه ده چې ډیرو به اعتراف کړی او معذرتونه به یې هم وړاندې کړی وای۰
که د ګوند په تیر سیاست دغسې اعتراف، توبه او پښیماني له مشرتابه پرته نور ټول ګوندیان له سیاسي ګناه څخه خلاصوي اونوي سیاسي فعالیت ته یې هم لار پرانیزي ،نو اړونده مشرتابه باید د خپلوجنایاتو سیاسي مسولیت په غاړه واخلي داوطلبانه محاکمې ته حاضر او سزا ته غاړه کیږدي، څو ګوندیانوته د نوي ګوند او نوي مرام له لارې د سیاسي فعالیت امکانات پرانیزي ۰
په دې توګه دوی ګوندي او سیاسي فعالیت نوی بیا را ژوند ی کولی او غزولی شي، خوکه دا نه کوي نو په دموکراسۍ کې پرې صرف خپل سیاسي مرګ تر محاکمې پورې اوږدولی شي او بس،نو ګرانه وروره افغانان په خپل شق غرور او لجاجت سره په سیاست کې سیاست نه، بلکې صرف خپل سیاسي مرګ اوږدولی شي او له دې څخه خلق، پرچم، تنظیمونه ، طالبان ، شمالي ټلواله اونور سیاسي ګوډاګي جنایتکاران ـــ یوهم مستثنا نه دي!
ع کريم حليمي
11.12.2008
ډېر مکر م غيرت صاحب تر سلام او حترام او ښو هيلو نه ورسته
په دې خبروخپل زړه ښه کوئ ؟؟؟ تاسو د تاريخ په اوږدو کښي
کوم وخت دا ورېدلي يالوستي چه کوم سياسي فرد دي په خپلو جناياتو
اعتراف کړئ وي ؟؟
[quote:aac97b5559] زما مطلب هم یواځې دغه پړه په ګوته کول وو چې باید د خلق او پرچم جنایتکاران باید د خپل ولس په وړاندې لږتر لږه په خپلو جنایاتو اعتراف وکړي،[/quote:aac97b5559]
نو کله چه په پخپلو ګناهونو،جناياتو،او جرم اعتراف وکړي نو بيا ستاسو
په فقه او اند ، دغه جنايت کاره ته !په اينده کښي دسياسي فعاليت حق ورکوي
[quote:aac97b5559]څوددې حق پیدا کړي چې په اوسیزه او راتلیزه کې هم په سیاسي کواندتیا کې برخه واخیستلای شي۰ [/quote:aac97b5559]
په مجموع کښي ستاسو ليکنه سمه ده خو لمړی اعتراف کول غواړي
بيا په ساست کښي د ونډي حق ورکوئ ،ورسته بيا واياست چه :
محاکمې ته حاضر او سزا ته غاړه کېږدي ٠
نه !! مکرم غيرت صاحب !!
سياسي مجرمين هيڅ وخت محکمې ته په خپله خوښه ندي حاضر شوي
ملت دا مسؤليت لري چه د محاکمې غوښتنه ئې وکړي ، اوپر څارنوالي
لازمه ده چه دسياسي جرمونو دوسېې جوړي کړي ،
دا هغه وخت ممکنه ده ، چه په څارنوالي کښي مجرمين پر چوکيو نه وي ناست
[quote:aac97b5559]خلق، پرچم، تنظیمونه ، طالبان ، شمالي ټلواله اونور سیاسي ګوډاګي جنایتکاران ـــ یوهم مستثنا نه دي![/quote:aac97b5559]
داسي معلوميږي چه پورته سياسي حلقو ستاسو په اند ، جرمونه کړي
که پورته سياسي حلقې سره جمعه کړو يعني ټول افعان ملت
نو به څوک څوک محکمه کوي ؟؟؟؟؟ يو اسېوان بل هم اسېوان
په درنښت
باتور
11.12.2008
زه فکر کوم چي تاسو دلته د سياست او منصب تر منځ توپير نه شئ کولای؟
سياستوال چېري او منصبدار چيري !
په درنښت
ع کريم حليمي
12.12.2008
[quote:e2082c761a]زه فکر کوم چي تاسو دلته د سياست او منصب تر منځ توپير نه شئ کولای؟ [/quote:e2082c761a]
د عدليې وزارت منصبدار او که د دفاع وزارت منصبدار ؟؟؟ توپير
چا پوښتنه وکړه ، چه اوښ پېژني ،هغه وويل چه هو ! اوښ داسي شئ دی
لکه ماهی درختي ته خېژي ، ده ورته وويل پوه شوم ، اوښ خو نه پېژنې
چه څشي دی ، خو ماهی هم نه پېژنې
باتور
12.12.2008
د لېوه اعتراف او محاکمه
روسانو يو څو ناپوهان سره را ټول کړل او په دولتي چوکيو يې کېنول، څوک يې وزيران، څوک يې رئيسان کړل. .
امريکايانو هم تر هغو بتر ناپوهان او ظالمان سره را ټول کړل، منصبونه يې ور ووېشل او د خوار او غريب په سر يې مسلط کړل. . په دا تېرو حکومتونو کي، او هم په دا اوسني حکومت کي يو سياستپوه هم نه سئ پيدا کولای. . ټول عقده اي ناپوهان يا حرفه اي غله دي، د يو او بل په ضد توطئې او دسيسې کوي، خوار ملت په وړ وړ شعارونو غولوي، خپلي غاړي يې د پرديو په رسيو کي بندي کړي او هغو ته د خدمت په لار کي له هر وړ جنايت، لوټماري، افغان وژنې، او وطنپلورني نه درېغ نه کوي .
له دوی نه د اعتراف او معذرت طمع مه لرئ، له ليوانو او شغالانو نه څاروي هيڅکله هم د رحم او عدالت توقع نه لري. او د محاکمې تر خبري: په چا يې محاکمه کوئ؟ خلقيان او پرچميان په مجاهدينو او په طالبانو او بيا مجاهدين او طالبان بېرته په خلقيانو او پرچميانو؟ او که بالعکس؟ او که له هغو هېوادونو نه چي دا ډلي يې روزلي، پياوړي کړي او قدرت ته رسولي، دا توقع لرئ چي خپل وفادار سپي درته حلال کړي؟
د چا سپين خوښېږي، د چا سور او د چا تور. . د چا ګټي په يوه کي دي د چا هم په بل کي. . که يې صفتونه کوئ که يې بديوې بيانوئ، خپل کار مو ده، د هر چا خوښه خپله او قلم هم خپل دی. .دا کارونه د وخت د تيرېدا لپاره ښه دي، نور هيڅ کوم ثمر نه لري. . خلقيان، پرچميان، ستميان، مجاهدان . . . . . . ټول يو ځای د امريکې تر بيرغ لاندي ناست دي او په ګډه سره د ولس ويني څښي او د بيت المال خزانه په خپل منځ کي سره وېشي. .
په درنښت
میوند ننګیال
13.12.2008
سلامونه او نيکي هيلي
ګران اومحترم ورورباتورجانه ! خوشحالي دي درحيم رب نه غواړم ٠
څه سپينه خبردي کړي په قلم دي برکت شه ،خاصتاداچه : نور هيڅ کوم ثمر نه لري. . خلقيان، پرچميان، ستميان، مجاهدان . . . . . . ټول يو ځای د امريکې تر بيرغ لاندي ناست دي ٠
خو زه به دلته يوه خبره زياته کړم چه : هغه داسلام ټيکه داران چه ځانونه يي داصحابانو اولاده کڼله اوچاويلي چه دانبياوووارثان دي (العلما ورثه الانبيا) نه دشرميدلي روس په وخت کي مجاهد وه اونه زه ورته مجاهد وايم ،مخکي دروس او نوروملکونوسره په دسترخوان ناست وه ،او اوس دامريکا سره ،زما په نظر دمجاهد کلمه يوه پاکه او سپيڅلي کلمه ده دا بايد دومره سپکه نشي چه هر بي غيرته اوبي احساسه انسان ته استعمال شي ،مخکي خلقيان ،پرچميان ،کمونستان ،دروس سره ناست ول لکه نن چه دابعضي مخوردامريکايانوسره ناست دي ددي اودهغي ترمنځ څه فرق دي په والله که يي هيڅ فرق وي
ددي
momtaz
13.12.2008
[quote:5ca6e96b74="ميوند ننګيال"]سلامونه او نيکي هيلي
ګران اومحترم ورورباتورجانه ! خوشحالي دي درحيم رب نه غواړم ٠
څه سپينه خبردي کړي په قلم دي برکت شه ،خاصتاداچه : نور هيڅ کوم ثمر نه لري. . خلقيان، پرچميان، ستميان، مجاهدان . . . . . . ټول يو ځای د امريکې تر بيرغ لاندي ناست دي ٠
[/quote:5ca6e96b74]
سپینه خبره یې کړې ده ، خو که د CIA او ISI ریښتیني بچیان طالبان یې هم ور سره زیات کړي وای خبره به یې تکه سپینه شوې وای !
میوند ننګیال
13.12.2008
momtaz صاحب سلامونه !
خفه نشي دا دطالبانو له باندي لږ رڼا واچوه