د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

روان
08.10.2008

هغه پښتو پاڼي چې شاغلی خالد هادي ادعاکوي د يوه سره هغه په خپله مړانه او پوهي جوړي کړي دي نودهغوی و چلونکو ته په کار ده چي دغه ټکی په پام کي ولري چي پر هغوی باندي کنټرول او د وايروس د اچولو چل هم د خالد هادي په واک کي دی . خدای مکړه چي بس همداسي کانه به په کيژي لکه دبېنوا د فرهنګي ټولني په پاڼه د بېنوا په پاڼه چي وشوه او همدا اوس د ستونزو سره مخ ده . ټوله اګاه دي چي همدغه خالد هغه يوځل دستونزو سره مخه کړه او وروسته يې بيا ﻻس ور باندي تېر کړ .
داسي ويل کيژي چي خالد هادي ددې پاڼو د جوړولو په نامه د امريکايي منابعو نه لويه اندازه پيسې را ټولي کړي دي . داچي په کندهار کي يې د بېنوا د پاڼي اختيار پخپله ځانته غذب کړ نو علت يې هم دادئ چي دغه نا مرده غواړي ځان په هغه وباندي غټ کړي او ان داسي چل ول ته يې لاره پرانيستې ده چي کرزی يې په سفرو کي هم د ځانه سره ملګری کړي او بس خپلي مزې به ورباندي کوي .

د بېنوا د اصلي پاڼي چلوونکي يعني د http://www.benawa.org پاڼي چلوونکي چې دا درې مياشتي کيژي د ستونزو سره مخه ده بايد خپلو ليدونکو ته معلومات او ډاډ ورکړي چي په پاڼه يې څه غوبل شروع دی اوکله سميږي .
هغوی بايد پرې نږدي چي دغه شاني سر در ګومه ماملې ﻻ زياتي نوري خبري را پورته کړي .
په درناوي


مختار
27.10.2008

ما د ټول افغان دغه تازه ليکنه چي تر دغه سرخط ﻻندي خپره شوېده ولوستل :

د الکوزي صيب په امر (( ټول افغان)) اخستل غواړم
http://www.tolafghan.com/detail/11377

ايا تاسو سه فکر کوی چي خالد هادي به هم د بېنوا د ټولني سره د پښتون په نامه دغه شاني د خراسانيانو غوندي چل نه وي کړی ؟ څوک دا ويلای شي چي دغه نامرده د بېنوا پاڼه چي همده په دومره چالاکي او درغلي تر خپلي ولکې ﻻندي را وستله نه وي پلورلې ؟خالد هادي خو په امريکا کي ناست دی څوک دا اتبار کولای شي چي همدغه چالاکه او حرامخوره به په راتلونکي کي ان د هر ليکوال په ليکنو باندي د امريکايانو نه اجرت و ا نخلي ؟ دخالد هادي مقصد سه وو چې د بېنوا فرهنګي مشهوره او با اتباره ټولنه يې شاته پرېشودله، د خپلو يارانو سره يې نامردي او درغلي وکړه او د ځانه يې دخاين او احمق بوش غوندي جامع اکمالات و نوماوه او په يوازي سر بې حسابه او بې کتابه د ځان دپاره هر څه جوړول غواری ؟!


ډاکتر وطنمل
28.10.2008

[color=blue:836a1e9ba2]درنولوستونکو!
که څه هم دغت ټولې لیکنې د بینوا د برېښنا پاڼې سره د یوډول پیوستون په موخه شوي اوهر یو هغه لوبې چې هادي ددغې پاڼې سره راخیستي غندلې دي،خو
کیدای شي په دې توګه نه یواځې د هادي په ډیرو خدمتونو سترګې پټې شي ، بلکې د بینوا په روان بحران د ځینو لیکونکو ناوړه خوښي هم انځور کاندي او په نتیجه کې بالمقابل د بینوا ځینې غړي له ټول افغان څخه ګیلمن شي ۰ نودرنو او پتمنو ورونو، بحث همدومره وي چې پرې وشو، راځئ ددې له پاره چې ناوړه انګیرنې رامنځته نشي دغه بحث چې نور په هیڅډول مثمر هم نه دی ،نور وتړو او نورو جدي اوګټورو سکالوګانوته مخه وکړو!

هیلمن یم ستاسو د ټولو موافقه راسره وي ۰
په درنښت اوسلامونو ![/color:836a1e9ba2]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more