نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د بېنوا دغه خبر تاسو څرنګه ارزوی ؟
بابړ
24.09.2008
د بېنوا دغه خبر تاسو څرنګه ارزوی ؟
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=21063
په خوست ولايت کې متون مدنې ټولنې د بېنوا پښتو پاټې مشر ته د يوې غونډې په ترڅ کې د هغه زرغون مډال مبارکي وه ويله، چې نومړي ته څو ورځې وړاندې د امريکا متحده ايلاتو په شمالي کلفورنيا کې د ميشته افغان ځوانانو لخوا ورکړل شو.
متون مدني ټولنې هم د ښاغلي هادي هغه چارې چې د پښتو د ودې او غښتلتيا په اړه يې کړيدي وستايلې.
په غونډه کې چې په لسګونو ځوانانو د قلم خاوندانو او د سيمې يو شمير اوسيدونکو ګډون کړي وو، له افغان حکومت نه يې وغوښتل چې ښاعلي هادي ته د ادب په برخه کې د سرو زرو مډال ورکړي او د ولس مشرحامد کرزي لخوا په لوړ ستاينليک ونازول شي.
د غونډې برخوالو له افغان ولس مشرحامد کرزي نه دام وغوښتل چې ښاعلي هادي د په هغه سفرونو کې چې اوس يې د امريکا په متحده ايلاتو لري له ځان سره د يوه تکړه افغان ځوان په صفت ملګرى کړي.
د متون مدني ټولنې مرستيال عتيق الله سورانې بېنوا ته وه ويل چې که چېرې ولس مشرښاعلى کرزى خالد هادي د تکړه افغان ځوان په صفت له ځان سره وګرځوي، هادې به تشويق اونور افغان ځوانان به هم د هيواد خدمت ته وهڅول شي.
د غونډې برخوالو له نورو ځوانانو،د ادب مينه والو، او د فرهنګيانو له ټولنو نه هم وغوښتل چې د هادې د ورکړل شوي مډال په هرکلي کې د غونډې جوړې کړي.
ترڅو د دا شان تکړه او با احساسه سټو ستاينه په ژوندون شوي وي.
اتل سادات
رښتینی
24.09.2008
بینوا خو خیر خو داد متون وال چی ولی دومره جدی دی
اوخامخا کرزی ته شله دی چی هادی دی له ځانه سره ومنی
هغه دمدعی سست ګوا چست خبره خو نده ؟؟
Re: د بېنوا دغه خبر تاسو څرنګه ارزوی ؟
pattang
24.09.2008
بابړ خانه !
ځينوخوستيانو تل له شرمه ډک چاپلوسه کارونه کړي دي ، دخلقيانو په وخت کې ،
خوست کمکی ماسکو وو ٠ دامريکايانو په وخت کې واشنګټن شه٠
د بينوا له پاڼې پرته نورې افغاني پاڼې هم شته، ولې هغوی ته دا مډال نه ورکول
کيږي ? بينوا خو يواځې خبرونه ليکي ،د BBC پښتو يې له بېنوا نه مخ کې ليکي
او هغوی هم افغانان دي چې داپاڼه يې په پښتوجوړه کړې ده٠
هادي لا په زانګو کې وو چې نورو خلکو پر دې برخه کې ډېر کو ششونه او کاروه نه
کړي دي٠
ولې دا جائيزه ټول افغان ته نه ورکول کيږي چې هم خبرونه ، مقالې ، نوي کتابونه
اعلانونه او تر ټولو ډېر مهمه داده ، چې هغه دبېنوا پاڼه نلري او دا د بحث فوروم دی
چې په هغه کې لاندېني شيان زده کيږي ، روزل کيږي او بحث پرې کيږي :
- اسلامي مالوماتونه او تشرېحات يې
- د پښتو ګرامر او ليکنه
- د پښتو ليکل، زد کول او څېړنې
- اولسې ملغلرې لنډۍ ، شعرونه اوشعر جوړ ونه
- پښتانه اومظلومه پښتونخوا ، د ډېورند کرښه
- اولسي ټوکې
- ګټور مالوماتونه
- سياسي بحثونه
- فلسفي او علمي بحثونه
که سړی زور فکر وکړي ،ټول افغان دکلتور ، فرهنګ او د پښتو ادبياتو د روزنې
پالنې يو مهم ښونځی دی چې يوله بل نه يې سړی زدکوي ،لوني يې او پوښتنې او سوالونه کوي ٠
زه په خپله نيت بدي نکوم ځکه چې پښتو د يوه سړي ،ز ما اود بل نده ،بلکې دټولو
پښتنو ګډ ميراث دی ٠
زه له خدای پاک نه ډېر راضي يم چې ځوانان را لوی شول ،تخنيک پر مخ لاړ او
مسبت تغير يې وخوړ ، دې ځوانانو دبېرته پاتې پښتو په پراختيا کې په هره خوا
کې علمي ګامونه واخيستل او زمونږ د زړه دردونه يې را کم کړل ٠
خو حقيقت به وايو او سپين به يې وايو :
دغه لاندې وړانديز پر دې شرائطو، پر دې سيناريو او دې وګړي ته يوه لودګي په
طاقت دپنځو ده ، چې کم تر کمه يو جذر يې موهومي او غېرې
حقيقي دی ٠
[quote:0731c78704="بابړ"]د بېنوا دغه خبر تاسو څرنګه ارزوی ؟
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=21063
په خوست ولايت کې متون مدنې ټولنې د بېنوا پښتو پاټې مشر ته د يوې غونډې په ترڅ کې د هغه زرغون مډال مبارکي وه ويله، چې نومړي ته څو ورځې وړاندې د امريکا متحده ايلاتو په شمالي کلفورنيا کې د ميشته افغان ځوانانو لخوا ورکړل شو.
متون مدني ټولنې هم د ښاغلي هادي هغه چارې چې د پښتو د ودې او غښتلتيا په اړه يې کړيدي وستايلې.
په غونډه کې چې په لسګونو ځوانانو د قلم خاوندانو او د سيمې يو شمير اوسيدونکو ګډون کړي وو، له افغان حکومت نه يې وغوښتل چې ښاعلي هادي ته د ادب په برخه کې د سرو زرو مډال ورکړي او د ولس مشرحامد کرزي لخوا په لوړ ستاينليک ونازول شي.
د غونډې برخوالو له افغان ولس مشرحامد کرزي نه دام وغوښتل چې ښاعلي هادي د په هغه سفرونو کې چې اوس يې د امريکا په متحده ايلاتو لري له ځان سره د يوه تکړه افغان ځوان په صفت ملګرى کړي.
د متون مدني ټولنې مرستيال عتيق الله سورانې بېنوا ته وه ويل چې که چېرې ولس مشرښاعلى کرزى خالد هادي د تکړه افغان ځوان په صفت له ځان سره وګرځوي، هادې به تشويق اونور افغان ځوانان به هم د هيواد خدمت ته وهڅول شي.
د غونډې برخوالو له نورو ځوانانو،د ادب مينه والو، او د فرهنګيانو له ټولنو نه هم وغوښتل چې د هادې د ورکړل شوي مډال په هرکلي کې د غونډې جوړې کړي.
ترڅو د دا شان تکړه او با احساسه سټو ستاينه په ژوندون شوي وي.
اتل سادات[/quote:0731c78704]
روان
25.09.2008
زه خو وايم :
د بېنوا په پاڼه کي چي نن همدغه خالد هادي حيدري کوم غوبل را شروع کړی دئ نو دا ددې لپاره دئ چي دغه خالد هادي پخپله د سي ای اې اجنټ دئ او غواړي چي دغه پاڼه بس د هماغه هغوی په خدمت کي راولي او ځانته ډالري ور باندي را غونډي کړي !
همدا اوس د http://www.benawa.org/پاڼه چي د بېنوا اصلي پاڼه ده د همدې خالد هادي حيدري لخوا بلاک شوې ده او اجازه نه ورکوي چي خپلي عادي خپروني وکړي .
دغه خالد هادي د سي ای اې اجنټ دی او ډالرو ته ډېر شوق لري هغه را غونډ کړي !
wazirafghan
25.09.2008
درنو وروڼو سلام !
خالد هادي دبینوا ټولنې سره ډیر کچه کار وکړ.
او هغه پاڼه چې دبینوا دټولنې دیوې ډلی ځوانانو په مټه په ګډه چلیدله، له ټولنی
غصب کړه.
دومره ښکاره خیانت چې نور هیڅ ثبوت ته اړتیا نه لري.
ددی لوي خیانت تر سره کولو نه وروسته هیڅ بعیده نه ده چې دا خالد دآي اس آي سره
یا نورو استخباراتي ایجنسیانو سره
دلیکوالانو پټ معلومات (دکمپيوټر آي پي او داسي نور معلومات) شریک کړي،
چې له لیکوالانو څخه ځیني په مستعار نوم لیکل کوي، او ځیني يي په خپل اصلي
نوم لیکل کوي.
ما خپله بینوا ویبپاڼې ته ډیری لیکنې استولي دي،
خو ددی کچه کار نه وروسته مې یوه لیکنه هم نه ده ورلیږلې، او نه به يي ورولیږم.
او نور لیکوالان هم باید دې ټکی ته کلک پامځیر شي چې ډیر خطرناک ټکۍ
راته بریښي.
دپښتو سره ستره جفا
خیریوسی
25.09.2008
محترمو وروڼو السلام عليكم ورحمة الله
ورڼو ټول افغان او بینو ډات کوم په ډیرو سختو شرایطو کی وپښتواو پښتنو ته ډیرزیات خدمتونه کړی دی هیڅ وخت دهیریدو نه دی
څوک چې دخالد هادی حیدری او کاموال صاحب پر خدمتونو سترګې پټوی او خدمتونه یې هیروی هغه دافغانستان او پښتنو سره ستره جفا کوی مهربانی وکړی خپلی ټاپې مو په خپلو جیبو کې واچوی
په درناوی
Re: دپښتو سره ستره جفا
pattang
25.09.2008
ajaza صېب سلام عليکم!
د cia نه يې نه يم خبر ،خو زه يې پېژنم، يو غوړ ، پوک رقمه سړی دی .
او واز واز غږيږي نه يې سر مالوميږي نه کونه ، مېړه بايد خرپ او يا ترپ ولري ٠
بر سېره پردې ډېرې لاپې ولي او دروغ هم وايې٠
خو دايې خپل کار دی امادداسې جائيزې او ستايني وړ هم ند ی ٠
په لسګونو پښتو سايټونه شته ٠
[quote:ff154530b4="ajaza"]محترمو وروڼو السلام عليكم ورحمة الله
ورڼو ټول افغان او بینو ډات کوم په ډیرو سختو شرایطو کی وپښتواو پښتنو ته ډیرزیات خدمتونه کړی دی هیڅ وخت دهیریدو نه دی
څوک چې دخالد هادی حیدری او کاموال صاحب پر خدمتونو سترګې پټوی او خدمتونه یې هیروی هغه دافغانستان او پښتنو سره ستره جفا کوی مهربانی وکړی خپلی ټاپې مو په خپلو جیبو کې واچوی
په درناوی[/quote:ff154530b4]
خیریوسی
25.09.2008
محترم پتنګ صاحب سلام ته وعلیکم السلام وایم
زه دخالد صاحب سره خپله نه پیژنم لاکن دهغه خدمت ټول لوستونکی وینی لمر په دوو ګوتو نه پټېږی
هغه په لسګونو ویبپاڼی چې تاسو ورته اشاره کړیده دهغو څخه زیاتی دده په موټ جوړی شوی دی خالد صاحب باید و ستایل شی نه داچې دهغه خدمت هیر کړو او بیله کوم ثپوت نه پر هغه يو ډول او بل ډول ټاپې ووهو
او بل دا چې هرافغان و هیواد ته خدمت وکړی باید وستایل شی دهغه ژبی توکم او منطقی ته ونه کتل شی دیو افغان په صفت ونازول شی تر شخصی ګټو او شخصی خلاف تیر شو
موږ ډیر لږ دخدمت سړی لرو هغه هم اکثره سپین ږیری دی دهغوی داوږدعمر خواست به کوو چې دخالد هادی په شان پر ژبه او وطن مین ځوانان راته وروزی
په درناوی
wazirafghan
25.09.2008
عاجزه صیب
په چا ټاپی نه لږوو، نو دبینوا ویبپاڼه تنها دخالد هادي زیار نه دی،
بلکه دګڼ شمیر ځوانانو په مټه چلیدله، او دبینوا فرهنګې ټولنی
پورې تړلی وه.
نو خالد په ډیری سپينسترګۍ غصب کړه.
داسي بي ایمانه کار خو هم څوک نه کوي.
نو ته خپله ووایه چې یو داسی کچه کار وکړي، لکه خالد هادي چی کړې،
نو نورو کچه کارونو ته به لاس وانه چوي.
عبد السلام
25.09.2008
پتنګ صاحب! سلامونه او درناو ﺉ تاسو ته او ددې غورې پاڼې ټولو ګډونوالو ته وړاندې کوم:
په ټوله معنې دټول افغان په اړه ستاسو دخبرو په تآید باید عرض کړم چې کوم نه هیردوندونګﺉ خدمت چې ددې پاڼې (ټول افغان) دبنسټ ایښودونکو اوچلونکو له خوا دپشتو ژبې اواو دهیواد کولتورته په خاصه، او دهیواد دننه اوبهر پښتو ژبو وګړو دهر اړخیزه پوهې دپراختیا په لړکې شوﺉ بې سارﺉ او تر ټولو دمخه دتقدیر وړدﺉ.
راغلو بینوا پاڼې او دهغې دچلونکي تقدیر ته په کلیفورنیا کې دمیشته پښتنو له خواچې تر ډیره حد دامریکاد کلتوراو رواج مثبت ټکﺉ په ګوته کوي چې هغه عبارت دنیک عمل دتقدیر او تشوق څخه دﺉ
(زه نه وایم چې دا کړنه دنورو دودو برخه نه ده ولې تر نورو امریکایان ترمخه دي ) چې په خپله دستاینې او قدر وړ دﺉ .زه شخصاٌ خالد هادی نه پیژنم او نه هم دهغه شخصی ژوند را ته مطرح دﺉ ،ولې زیار او خدمت یې ټولو ته څرګند دﺉ .چې باید تقدیر شي . او زه به خپل وار ورته ددې لاسته راوړنې مبارکی وایم.
په پای کې
دخوست دمتون مدنی ټولنې خبرې او دکرزی ګوډاګې څخه یې غوښتنه یوه معموله
غوړه مالی او ځانته ډنډوره ده چې نه باید د اصلی موضوع سره ګډه شي.
عادل عادل
27.09.2008
سلامونه
وروڼو ددې بحث نه د نفاق بوی راځي
وایي دوه پک هغه هم سره ورک
زما وړاندیز دادی چې خپلې نیوکې مو ښاغلي خالد ته په مستقیمه توګه ولیژی تر څو هغوی تاسو ته قانع کوونکی ځوابونه ووایي او یا هم په خپله اصلاح فکر وکړي. هر څوک عیب لري کوښښ وکړی د یو چا د رټلو په ځای او د هغوی په اصلاح کې مرسته وکړی.
خو دغه بحث په خاصه توګه د ټول افغان په ټغر نه یوازې چې اصلاح نه راولي بلکه د دوو سایټونو په منځ کې اختلاف ته لاره هوارول دي.
TAAK
27.09.2008
کور دی وادان عادل صېب ځومره ښې خبري د کړې
هغه ورونه چي په ناحقه توګه په نورو ورنو ټاپې لږوي هغوینه یوه هیله لرم هغه چي د ټاپو وهلونو نه لاس واخلي اودا بدبختې ټاپې نور سند ته وارتاوۍ دا ټولي ستونځي چې مونږ پښتنو ته راپخي دي علت همدا ټاپه وهل دي مونږ پښتانه به دا دټاپووهلو کلتورځخه ځه وخت ورکوو؟؟
رښتینی
27.09.2008
عادل صیب لیکی :
[code:1:93be143601]خو دغه بحث په خاصه توګه د ټول افغان په ټغر نه یوازې چې اصلاح نه راولي بلکه د دوو سایټونو په منځ کې اختلاف ته لاره هوارول دي.[/code:1:93be143601]
داسمه ده چی یوچاته باید لومړی دهغه تیروتنه یا عیب په نا اعلان سوی
توګه په ګوته شی او که هغه له خپلی غلطی نه اوړی بیا یی په عامه توګه
عیب بیانول ځکه ښه دی چی مسلمانان یی له شر نه خبر شی
خو عادل صیب داخبره دی سمه نده چی داپاس دی کړی ده دلته د دووسایټونو
خبر باید بلکل رامنځته نشی داخو زه او ته یو چی دلته دیوه اوبل په اړه نظرونه
او یا په یوه بل نیوکی کوو ایا دلته دویب کوم مسئول دا سکالو رامنځته کړی
او یا هغه مازی کوم نظر هم وړاندی کړی دی ؟
نو دویب د لتاړولو خبر بیځایه ده
اوبل که هادی یابل دهغه کوم اندوال او ملګری دلته ددی تورونو په اړه
صفایی وړاندی کړی نو لا به ښه وی او زموږ غوندی بی پری خلک خو به
قانع شی .......
په مینه
wazirafghan
27.09.2008
[quote:5240499512="عادل عادل"]سلامونه
وروڼو ددې بحث نه د نفاق بوی راځي
وایي دوه پک هغه هم سره ورک
زما وړاندیز دادی چې خپلې نیوکې مو ښاغلي خالد ته په مستقیمه توګه ولیژی تر څو هغوی تاسو ته قانع کوونکی ځوابونه ووایي او یا هم په خپله اصلاح فکر وکړي. هر څوک عیب لري کوښښ وکړی د یو چا د رټلو په ځای او د هغوی په اصلاح کې مرسته وکړی.
خو دغه بحث په خاصه توګه د ټول افغان په ټغر نه یوازې چې اصلاح نه راولي بلکه د دوو سایټونو په منځ کې اختلاف ته لاره هوارول دي.[/quote:5240499512]
دوستانو
دا خو په والله چې ډیر لوي ظلم ده، چې ظالم يي ترسره کوي، هم ظلم کوي، تجاوز
کوي، او دبینوا ټولنې بله پاڼه هم بلاک کوي، او بیا ددې کوښښ هم کوي چې
دټول افغان په آزاد منبر کې دمظلوم په خوله پټۍ ولګوي، چې شکایت ونه کړي
دبینوا پاڼه د خالد هادي شخصي پاڼه نه وه، او نه ده، چې ده غصب کړله،
دبینوا ویبپاڼه تر څو کلونو پورې دډیرو بینوایانو په مرسته په ګډه چلیده،
او همدا سبب وو چې نوم يي هم وکړ، او دهر پښتون دزړه سوب پرې کیده، خو دی خالد
هادي په دی کچه کار کولو سره دټولو پښتنو زړه ته ډیر سخت ګوذار ورکړ،
او هیڅ پروا يي ونه کړه.
که خالد چیرته له ټولنې خواشينې شوی وای، نو ورته پکار وه، چې ټولنی سره يي
ګډ کار پريښي واي، او ویبپاڼه به يي دهغوي په واک کې ورکړې واي، خپل ځانته
به يي بله پاڼه جوړه کړي واي
سهی ده چې دقانون له مخې به بینوایان پاته راشي، ځکه چې هغوي په لمړي سر
کې په داسې غاصب اعتبار وکړ، چې پاڼه يي دهغه په نوم کړه، ځکه چې ددوي
په ټولنه کې یو غړې وه، خو دۍ به خداي ته او خپل وجدان او ټول هغو پښتنو ته چې
له دی کیسي څخه خبري څه ځواب وکړي؟
آیا څه ځواب لري او که نه؟
ما خو دبینوا ویبپاڼه هره ورځ څو څو واره کتله، خو اوس مې داسی زړه تور دی، چې
بیخي سر نشم ورښکاره کولاي، ځکه مونږ خو هغه پاڼه دټولو پښتنو شریکه ګنله،
خو چې خالد هادي دخپلو خواهشاتو په خاطر شخصي کړله، نو هیڅوک مجبور
نه دې، چې دچا دخواهشاتو دپوره کولو لپاره دبینوا پاڼې چوپړ وکړي
عادل جانه
دی کی خبره دنفاق نه ده، خبره دحق ویلو ده،
او دحق ویلو نه سترګي پټوونکې ګونګ شیطان وي
که ته دخالد هادي ددی کچه کار دسپيناوۍ لپاره څه لري ، نو مونږ سره يي شریک کړه
او که نه نو دظالمانو څخه دفاع به دی دظالمانو په جمع کې راولي
صافی
27.09.2008
درنو ورنو السلام علیکم ورحمه الله.....
یارانو ساده مې ګڼﺉ او که داصلی خبرې بې خبره! زه خو ددې بحث په مطلب پوه نه شوم! دومره پوه یم چې خالد هادی ته په امریکا کې کوم انعام ورکړ شوﺉ ، خوستاسو دبحثه ولاکه پوه شوئ يم چې دئ يعنی خالد ولې دستاينې وړ ندئ؟ دسدوزي صاحب دليکنو څخه داسې ښکاري چې خالد هادی دې يو اغوا کونکئ وي ،او بينوا پاڼه دې دبل چاوي! دانورکسان چې ښاغلئ سدوزی يې يادوي څوک دي؟نومونه يې څه دي؟ او یاولی دخالد هادی او یا بل افغان زیار اوزحمت تقدیر نشي؟ ورنو! بې ټوکو وایم لږ مې سر پرې خلاص کړﺉ.
wazirafghan
27.09.2008
[quote:8bf6d65864="صافی"]درنو ورنو السلام علیکم ورحمه الله.....
یارانو ساده مې ګڼﺉ او که داصلی خبرې بې خبره! زه خو ددې بحث په مطلب پوه نه شوم! دومره پوه یم چې خالد هادی ته په امریکا کې کوم انعام ورکړ شوﺉ ، خوستاسو دبحثه ولاکه پوه شوئ يم چې دئ يعنی خالد ولې دستاينې وړ ندئ؟ دسدوزي صاحب دليکنو څخه داسې ښکاري چې خالد هادی دې يو اغوا کونکئ وي ،او بينوا پاڼه دې دبل چاوي! دانورکسان چې ښاغلئ سدوزی يې يادوي څوک دي؟نومونه يې څه دي؟ او یاولی دخالد هادی او یا بل افغان زیار اوزحمت تقدیر نشي؟ ورنو! بې ټوکو وایم لږ مې سر پرې خلاص کړﺉ.[/quote:8bf6d65864]
لاندینۍ خبرې دبینوا ټولنې دمشر عبد الأحمد محمد یار دي، له کومی ټولنې
چې بینوا ډاټ کم غصب شوه، په دی سربیره بینوا ټولنې بله پاڼه د بینوا ډاټ اورګ
په نوم پرانیځله چې هغه هم داسي ښکاري چې دخالد هادي په هڅو بلاک شوي وي،
لاندینۍ لیکنه په بینوا اورګ کې پرته وه، خو چون چه هغه اوس بنده ده، نو بل
مأخذ نه يي تاسو ته کاپی کوم:
سپيناوى، ولي بېنوا ډاټ اورګ؟ ------(اداره )
رپوټونه او مركې
د بېنوا ټكى اورګ (www.benawa.org) ويبپاڼي ډېرو درنو لوستونكو!
په سلامونو او مينه مو درنښت كوو.
تاسو ته څرګنده ده چي څه مهال مخكي بېنوا فرهنګي ټولني خپله www.benawa.com ويبپاڼه د افغانستان د ملي ارزښتونو سره د ټكر له امله تر هغه له ځانه بېله كړه چي دا ويبپاڼه بيرته ملي چوكاټ ته برابرېږي او واك يې د نوموړي ټولني د امتياز په توګه بيرته وټولني ته سپارل كېږي.
د پاڼي د بېلتون دلايل او لاملونه موږ د يوه اوږده متن په ترڅ كي پوره روښانه كړل او هغه مو له ځينو مجربو او مشرانو ليكوالانو سره شريك كړل، ځينو دغو استادانو په هغه كميت او كيفيت د هغه متن د خپرېدو مشوره رانكړه. موږ يې هم پر ځاى وروسته يو لنډ متن خپور كړ.
له بده مرغه چي له يوې خوا نه يوازي بېنوا ټكى كام ويبپاڼه له ټولني څخه غصب شوه، بلكي بڼه او ډيزاين يې هم بدل كړه شو، له بلي خوا هغه دوستان چي په اصلي كيفيت خبر نه وو، نو د هغه لنډ متن له مخي يا سم پوه شوي نه وو او يا يې هم برعكس برداشت كړى و، د هغه چا چي د تماس امكانات وو د تليفونونو او برېښنا ليكونو لړۍ يې راسره ونښلېده، اوس هر يوه ته جلا جلا قناعت وركول هم ستونزمنه خبره وه او ډېر هغه دوستان چي د تماس امكان يې نه وو لا به د بې شمېره پوښتنو سره په اندېښنو كي پاته وي.
بېنوا فرهنګي ټولني بالاخره د ډېرو دوستانو په ټينګار او د درنو مشرانو په سلا او مشوره هوډ وكړ چي د افغانستان دغه فرهنګي سنګر په ډېر لږ توپير د www.benawa.org په نوم په هماغه پخوانۍ بڼه او ډيزان له ټولو هغو څلور كلنو موادو سره چي په آرشيف كي مو يې يوه كاپي راسره ساتلې وه،بيرته فعال كړي، خو www.benawa.com په هر صورت د بېنوا ټولني امتياز دئ، چي څلور كاله د عبدالله احسان په مشرۍ په ملي چوكاټ كي ښه كاميابه وچلېده، خو چي د 01/07/2007 نېټه يې د چلولو واګي د بېنوافرهنګي ټولني له خوا د څليرويشتم نمبر رسمي اعلاميې په خپرولو خالد هادي ته وسپارل شوې، هغه نه يوازي خپله شخصي پاڼه ځني جوړه كړه، بلكي ملي ضد چوكاټ ته يې واچوله او په دې توګه يې د غريبو فرهنګيانو په خولو ګټلى اعتبار خاوري اوپر تتۍ يې وغورځوله، د نوموړي د تخنيکي خدمتونو بېلګو ته په کتو سره موږ فکر کاوه، چي د تخنيكي مسوليت تر څنګ د خپرنيزو چارو د مسوليت په ورسپارلو به ښاغلی هادي دا پاڼه لا وځلوي، خو نوموړي د بېنوافرهنګي ټولني له دې پريکړي څخه ناسمه ګټه پورته کړه، او آخير يې لاس تر وكښئ، بېنوا ډاټ كام بايد په هر صورت چي وي بيرته بېنوا ټولني ته وسپارل شي، ځكه دا د بېنوا فرهنګي ټولني روا حق دئ، له دې پرته يې په شخصي بڼه د ټولني (بېنوا) په نامه چلول ناقانونه او ملي خيانت ګڼل كېږي.
اى كاش چي د دغو كرښو ليكلو ته نه واى اړ كړه شوي، خو چي له پېښي څخه تېښته نشته نو www.benawa.org دي ټولو د افغانستان، افغان ملت او افغان فرهنګ رښتينو دوستانو ته مبارك وي او ورسره سم بلنه وركوو چي د خپل دغه ملي او فرهنګي سنګر په دفاع او پالنه كي د تېر غوندي په مينه او خلوص او په لا زيات اختيار ونډه واخلي او په دې توګه سره د افغانستان د هغو غليمانو شوم ارمانونه له خاورو سره خاوري كړي چي تل د دغه ډول ملي سنګرونو په الوزولو او تباهۍ كي له هر ډول ناروا تاكتيكونو څخه كار اخلي.
موږ په دې باور يو چي د افغان او افغانستان دښمنان زموږ د ملي ارزښتونو پر مورچو باندي بې رحمه وارونه كولاى شي، كله – كله ضرر هم ور رسولاى شي، خو يو مخ يې له منځه نشي وړلاى، بلكي دا هرڅه د افغان فرهنګيانو د لا انسجام او همږغۍ سبب كېږي او د دوى فرهنګي بنسټونه نور هم كلكېږي او پخېږي.
ډېرو درنو لوستونكو!
نه يوازي دا چي د وياړ او شوق خبره يې نه بولو، بلكي ډېر افسوس كوو چي د www.benawa.com ستونزي او د ټولني له خوا ورسره د پرېكون لاملونه درته روښانه كوو، خو په ابهام، تشويش او سوء تفاهماتو كي د خلګو پرېښوول هم د اخلاقو او وجدان غوښتنه نه راته اېسي، ځكه نو سخت اړ يو چي له ځينو رښتياوو څخه پرده پورته كړو، او د هغه اوږده متن ځيني برخي ستاسو مخي ته كښېږدو، چي نه خپرول يې ځينو مشرانو مصلحت بللى وو خو اوس له وچه ناكامه داكار كوو.
د لوى افغانستان مار او لړم هم زموږ د محبوبي خاوري پيداوار دي، تر هغه وخته چي نېښ يې يوازي موږ ته متوجه وې ښايي د وهلو زړه يې ونكړو، خو كه يې د زهرو فواره زموږ د ملت او وطن پر ژوند وربرابره شوه بيا نو:
چي زما د كور اغزي ته كاږه ګوري
وايم اور شواى د هغه پر ګلستان
چي نشه د استبداد لري په سر كي
ماته يو دى كه مغل دى كه افغان
اجمل خټك
ښايي د دې مغل او دې افغان په يوه تله تلل هم زموږ پر ملي روحيه فشار راوړي، خو كه ملي ګټو ته د وفادارۍ خبره وي بيا به نو پرته له دې بله چاره څه وي چي د خپل سكه ورور او پلار تر خون به هم تېرېږې.
په دې توګه نو راځو د www.benawa.com غميزي ته.
بېنوا ټكى كام د افغانانو د يوه پاخه ملي – فرهنګي سنګر په توګه څلور كاله مخكي د بېنوا فرهنګي ټولني له خوا د هغو ژمنو پر بنسټ رامنځته شوه چي يو رښتينى او پاك افغان يې بايد له خپل ملت او فرهنګ سره ولري.
د دې فرهنګي سنګر په جوړونه كي بنسټيز نقش د تخنيكي مسئول په توګه د نيويارك مېشتي خالد هادي حيدري او د مسئول چلوونكي په توګه د هالنډ مېشتي عبدالله احسان و، دغو ځوانانو خوب او آرام پر ځانو حرام كړ او benawa.com يې د افغانستان د يوه رښتيني ملي – فرهنګي سنګر په توګه زباد كړ.
د افغانستان په لر وبر او د دنيا په كونج – كونج كي هر پر ملي ارزښتونو مين افغان د دغه ملي مورچل د ماهيت په درك سره نه يوازي خپل ملاتړ ورسره اعلاناوه، بلكي عملاً يې د قلم وسله اخيسته او په هومره مېړانه، اخلاص او د قربانۍ په سرشاره جذبه يې د افغان ملت او افغانستان د ارمانونو دفاع كوله چي سړى يې اصلاً تعريف ته عاجزه شي.
موږ د هغو ټولو سرتېرو هوډياليو د وطني جنون پر بنسټ د مبارزې و عجيب سټايل ته ډېر په تعجب كي پاتېږو چي دوى ته نه يوازي دا چي د دغه كار او پيكار په مقابل كي كوم امتياز نه وركول كېدئ، بلكي دوى به له خپله جېبه د انټرنيټ، ټلېفون، كېمرې، ټيپ، سفر او وخت قربانۍ ته په دومره شوق اوږه وركړې وه چي سړى د افغانستان په دربدره شرايطو او له افغانستان څخه دباندي د پردېسۍ په ډېرو سختو حالاتو كي د افغانستان د ارمانجنو زامنو وحيرانوونكي ملي روحيې ته ګوته په غاښ پاتېده.
Benawa.com په افغانستان او نړۍ كي د پاكو او با وجدانه قلموالو د همت په زور د افغانانو خپ شوى ږغ راپورته كړ، د وطن او خلګو د دښمنانو له مخونو يې د ټګۍ او فرېب پردې پورته كړې، د فساد او استبداد پر ضد يې د فكري او قلمي جهاد ږغ اوچت كړ، د افغان فرهنګ د دفاع، ځلښت او پايښت جنډه يې جګه كړه، جنګ ځپلي او پاشلي افغانان يې د ملي روحيې پياوړتيا او پر يوه ملي پليټ فارم د راټولېدو لپاره راوبلل، په دې توګه نو نوموړې پاڼه د لوى افغانستان او دنيا په ګوټ – ګوټ كي د افغانانو ترمنځ د پيوستون يوه محكمه كړۍ وګڼل شوه، ځكه يې د خپلو افغانانو بېسارى ملاتړ خپل كړ او د وطن د بې باورۍ په زهرجنه فضاء كي د اعتماد د يوې پخې مرجع په توګه وپېژندل شوه، همدا رنګه يې په افغانستان او دنيا كي د افغاني رسنيو لپاره د يوه معتبر اخځ په توګه پرېمانه خبرونه او نور فرهنګي مواد په خلاص لاس برابر كړل.
په دغه ټوله دوران كي موږ ډېر جدي متوجه وو چي زموږ د ارزښتونو دښمنانو دغه پاڼه پر خپلو ككريو بند چنګك باله او له بېلا بېلو لارو يې د دغه سنګر د الوزولو هڅي كولې، خو د همږغو او متفقو ځوانانو په بركت دا ډول شومو هڅو د اوبو پر سر د كرښو حيثيت درلود.
له بلي خوا د افغانانو خصلت او حاكمو شرايطو ته په پام سره دا هم طبيعي وه چي د بېنوا ويبپاڼي په اداره كي به هم يا د يو شخص د شخصي سليقې او يا هم د غليم د هڅو تر اغېز لاندي وخت ناوخت ځيني ستونزي راولاړېدې، چي هغه به يا د ځينو خواخوږو مشرانو له خوا په سړه سينه د اواري لارښووني راته كېدلې يا يې له زغم پرته بله لاره نه وه.
په دې ترڅ كي له بده مرغه داسي لاملونه هم رامنځته كړه شول چي له مخي يې ويبپاڼي خپل ډېر وفادار او سرتېر قلمي همكاران هم ونشواى ساتلاى. او د ډېرو كوچنيو او عندي تمايلاتو پر سر يې دغه ګران سنګر په پرېښود، د بېلګي لپاره به د ځينو هغو فرهنګي خدايي خدمتګارانو درانه نومونه خامخا يادوو چي له بده مرغه د پاڼي له خوا په خورا ناځوانۍ پرمخ ووهل شول:
ښاغلي: محمدنعيم حقمل، رحيم ګل څاروان، عبدالاحد پيغام، جاويداحمد تسل، جعفر هاند، غلام جيلاني ځواك، مجيب الرحمان انګار، عبدالله احسان او ډېر نور هغه خواخوږي چي پرته د نومونو د يادولو يې نازولو، هڅولو او پاللو، موږ نه پوهېږو چي اوس به زموږ په ژبه د دوى ستاينه څه مانا او اغېز ولري او نه يې هم وړ ستاينه زموږ په توان پوره ده او له دغي ويبپاڼي سره د دوى د همكارۍ تفصيلي څرنګوالى بېله څېړنه او مقاله غواړي، خو د دوى نه يوازي دا چي كور ودانى ونه ويل شو، بلكي لا داسي څه له لاسه ورته وويل شول چي ناځواني څه چي كفر ګڼلاى شي، له دوى ټولو درنو څخه له بخښني غوښتلو پرته نور څه كولاى شو؟
له بده مرغه چي بېنوا ټولنه د خپلو دغو خدايي خدمتګارانو په دفاع كي پاته راغله، جدي عمل يې ځكه نه شواى كولاى چي يو دم د ټول سنګر د سقوط امكانات زيات وو، په دې توګه نو دا درد د ټولني ملګرو په پټه خوله په زړونو كي جذب كړ، په زړه پوري لا دا چي د دغو وهل شوو ملګرو د خواخوږۍ په كچه كي توپير رانغئ او لا يې د لاسه د پرله پسې زغم توصيه راته كوله، خو د دوى پر مخونو د ويبپاڼي د وربندېدو له امله پاڼه سخته متاثره شوه.
دا هم بايد ومنو چي له دغه ملي سنګر څخه كله – كله داسي ږغونه هم پورته كېدل چي زموږ ملي حيثيت يې پيكه كاوه، موږ د دغسي پېښو د مخنيوي لپاره له اوښكو، زاريو، عجز او د خداى (ج) له روى څخه كار اخيست، چي له بده مرغه زياتره مهال به بې اغېزي وو.
زياتره مهال به د خواخوږو مشرانو پخې مشورې له پامه غورځول كېدې چي طبعاً دې كار به د يوه ناڅرګند كس له امله د ټولني د ټولو ملګرو پر بېباكۍ دلالت كاوه، خو له دې ټولو سره – سره دوستانو يوازي پرې نښودو، ځينو مو درد او مجبوري محسوسوله، او ځينو هم د انساني خواخوږۍ له مخي، د خپلي ميني له غېږي نه غورځولو.
بېنوا ويبپاڼي تر ټولو سخته ضربه هغه مهال وخوړه چي تر يوې مياشتي زيات مهال د ناڅرګندو ستونزو له امله د لوستونكو پر مخ وتړل شوه، په هغه پسې يې بله لويه جيټكه دا وه چي له مشرتابه پلاوي څخه يې اساسي ترينه ستن (عبدالله احسان) له منطقي دليل پرته د مصلحت له مخي ليري كړل شو، په پاڼه كي د ښاغلي احسان كار او زيار، انساني چلن، د ځوانۍ په دوران كي پوخ عظمت، ښې اړيكي، د ملي درد پر مهال په چيغو – چيغو ژړا، لوى عجز، صبر، پراخه سينه او ډېري نوري ځانګړني چي د ده پر سړيتوب دلالت كوي، له بده مرغه په پاڼه كي د ده له دغو غوره ځانګړنو څخه نه يوازي دوامداره ګټه وانخيستل شوه، بلكي لا د لاسه په سپكه ورته وكتل شوه، ما چي كله د دغه انسان احسان په ټينګار له پاڼي څخه د ده د ليري كېدو كرښي ليكلې، ګواكي د خپل وجدان په ټټر كي مي په خپل لاس په زهرو لړلې برچه وهله:
د ارمانونو پر ساحل مي بېړۍ ډوبه شوله
بيده قسمته دا ګودر د غرقېدلو نه و
جهاني
دا كيسه داسي وه:
پروسږكال چي خالد هادي حيدري له نيويارك څخه كراچي ته د خپل واده په نيت روان و او د ويبپاڼي قباله، كوډونه او شفرونه هم ټول له ده سره خوندي وو، نو پاڼه يو دم بنده شوه، پر لومړي مخ يې يوازي دا جمله وليكل شوه ((پاڼه له تخنيكي ستونزو سره مخ ده، چي په څو شېبو كي به بيرته جوړه شي))، د پاڼي زرګونه كتونكي چي د دغي پېښي شاهدان دي، په ډېره بې صبري يې تريخ انتظار كاوه، خو د څو شېبو وژونكى انتظار تر مياشتي واووښت، پرته له خالد جان هادي څخه هيڅوك نه وو خبر چي پاڼه ولي له تخنيكي ستونزو سره مخ ده؟ او دا ستونزي څنګه ليري كېداى شي؟
ښاغلي هادي حيدري دي خداى (ج) تل خوښ لري، د خپل نېكمرغه واده په سنګين كار بوخت و او له ټولو خواوو سره يې هر ډول تماسونه غوڅ كړي وو، او د زرګونه خلګو غوښتنو او پوښتنو ته هيچا يو فيصد جواب هم نه شواى ويلاى.
آن د څو شېبو د تخنيكي ستونزي د خبرتيا ليري كولو توان هم له چا سره نه و چي لږ تر لږه لوستونكي خو له وژونكي انتظار څخه ژغورل شوي واى. د هيواد د تکړه کمپيوټرپوهانو ( ډاکټر نيک محمد ويال او شيرزاد کامه وال) د مشورو او همکارۍ او زيات شمېر لوستونکو او همکارانو د نيوکو پر اساس شاوخوا يوه مياشت وروسته عبدالله احسان په دې وتوانيدئ، چي د خالد هادي له خوا د پاڼي پر مخ د څو شېبو ژمنه چي څو اوونۍ پر ځای پاته وه تصحېح کړي، چي سمدستي د ويبپاڼي د سيسټم کوډونو بيا په داسي حال کي تغير وکړ چي مسئول چلوونكى (عبدالله احسان) بيرته پاڼي ته نه شواى ننوتلاى، بيا هم له ښاغلي هادي سره هيڅ ډول تماس ممکن نه و، موږ يې په کندهار او کوئټه د روغتيا دعا کوله، حبيب الله غمخور يې په کابل او هرات کي د دوستانو په ذريعه د جوړ نا جوړ د حال معلومولو په هڅو بوخت و، او احمدشا هوتکي يې له کاناډا څخه د کورنۍ او ملګرو په ذريعه د تماس موندلو هڅي کولې خو يوه هم نتيجه ورنه کړه، له ښه مرغه د بېنوا فرهنګي ټولني سره د هغه مهال د ټولو يادو شوو موضوعګانو مستند شواهد وجود لري. تر دې هم دوې اوونۍ وروسته پاڼه له ډېرو ګډوډيو سره پرانيستل شوه، موږ چي هرڅه سوچ، سلا مشورې وكړې د حل بې خطره لار مو پيدا نكړاى شواى، دا ځكه چي د شخصي غرضونو او سليقې له چلنج سره مخ وو، په داسي حال كي نو د حل معقوله لار كله – كله يو مخ بنده شي.
بالآخره ښاغلى احسان دې نتيجې ته ورسېد چي دى بايد د پاڼي له مشرتابه پلاوي څخه ليري او خالد هادي حيدري د تخنيكي مسئوليت ترڅنګ د مسئول مدير په توګه وټاكل شي، ځكه احسان ته د خالد هادي سره د بېنوا فرهنګي ټولني د ويبپاڼي د ګډ کار پر مهال خپل منځي حساسيتونه، نزاكتونه او غرضونه مالوم شوي وو.
بېنوا ټولنه له ډېري ناوړي او حتمي فيصلې سره مخ وه، ځكه چي خپل يو ايماندار، با احساسه او مبارز ځوان يې د هغه د بېسارو، بې غرضو او وياړمنو خدمتونو په بدل كي، بېله كور وداني او له منطقي دليل پرته ليري كاوه. ټولني احسان ته ويل چي تا ټول خلګ پېژني، ټول كارونه دي دوى ته روښانه او د منلو وړ دي، هغوى ته به هيڅ دليل د قناعت وړ نه وي، خو احسان په خپل ټول لوىوالي وويل چي مهمه خبره د يوه ملي ارزښت او د خلګو د ارمانونو د كور ساتنه ده، دا كه د يوه تن په قرباني ژغورل كېداى شي، نو دى هر ډول قربانۍ ته تيار دئ. ده وويل چي د خلګو لپاره به دا دليل بس وي چي په هره اداره كي د كارونو د سمون په خاطر بدلون راځي.
اى كاش چي يوازي د دا يوه تن په قرباني د چا زړه يخ شوى واى، موږ خو د ډېرو يارانو قرباني وركړه، خو پايله يې دا راوخته چي نن دا بدرنګه، بدخونده او ترخې كرښي ليكو.
ګران احسان د خپلي ځوانۍ د جوش په اوج كي د تل غوندي له داسي هوش څخه كار واخيست چي سارى يې ډېر لږ دى، نه يې د خپلي قربانۍ او جهاد عوض وغوښت او نه يې د خلګو په څټ كي ځان سپور كړ، ته به وا دا فلسفه يې د ژوند سرمشق ټاكلى و:
ته خپله وينه ور نذرانه كړه
داحتمي نه ده چي ته به بر شې
قرباني هسي د ميني كار دى
عوض يې نشته چي پرې خبر شې
سلېمان لايق
دا عجيبه فيصله هم وشوه او د احسان له پېش بينۍ سره سم تخنيكي ستونزه هم اواره شوه، خو ورسره هم مهاله پاڼه داسي پر تتۍ ولوېده چي بيا يې د راپورته كېدو چانس ونه موند، له دې هرڅه سره – سره د خواخوږي احسان ټينګار و، چي د وس تر بريده بايد پاڼه له مرګه وژغورل شي، محمدعمر واحديار د پاڼي د مرستيال په توګه شپه او ورځ پر ځان يوه كړه او مرګ ته يې ونه سپارله، اخير د ده د زهره چاودي خدمت په بدل كي هم د ده مخي ته د ډبرو غورځول شروع شول، تر دې چي په ځينو حساسو وختو كي به يې پر مخ پاڼي ته د ننوتلو كوډونه بند شول، آخر سړى دې ته حيران شي چي د يو چا د ډېر ښه خدمت په مقابل كي بايد دغسي ورسره وشي؟ او بل، يو څوك ولي داسي فكر وكړي چي خپل يو ښه بريالى كارګر، مخلص او ځلېدونكى ملګرى خپل كريډيټ او نامه ته خطر وبولي؟ آيا خبره برعكس نه ده؟ خو دا پوښتني دي په چا اورېدلې؟
په هر صورت آخير كيسه دې بريد ته راورسېده چي په پاڼه كي خلګو ته ښكنځل او سپكاوى شروع شو.
يوه ورځ ماځيګر د هرات دروازې پر چوك ولاړ وم چي له بي بي سي راډيو څخه د ډاكټر داؤد جنبش تليفون راغئ، په ډېره مهرباني او حكمت يې راياده كړه چي د اشخاصو نومونه او كورنۍ په سپك نامه يادول څنګه كار دئ؟
د ده اشاره هغي بې بنسټه ليكني ته وه چي په بېنوا ويبپاڼه كي خپره شوې او د بي بي سي د ټكولو ترڅنګ يې ښاغلى ايمل پسرلى او د هغه درنه كورنۍ په سپكه ياد كړي وو، پر ما سر وګرځېد، د ډاكټر جنبش د پوښتني جواب روښانه و، له خجالته وننېدم، نه پوهېږم چي ډاكټر صاحب ته مي څه ګډي وډي وويلې، له كابله محمود كوچي هم د دغي موضوع په باب تليفون راوكړ، هغه هم كباب – كباب كړم، خو چي د پاڼي له واكمن سره په تماس كي شوم، هغه وويل چي دا يو مستند راپور و، ما ورته وويل چي دغه ډول مستند (!) راپورونه چي زموږ بنياد باسي، زموږ د پاليسۍ برخه نه ده، خو په چا دي منله؟
ورپسې په ډاكټر لطيف بهاند پسي ښكنځل خپاره شول، په دې باب ډاكټر شيرحسن له ماسكو څخه د ډېرو خبرو ترڅنګ د خپلي همېشنۍ خواخوږۍ په ژبه راڅخه وپوښتل چي موږ ولي بايد خپلي ريښې په خپله ووهو؟ له ډېرو خواوو د مشرانو له ورته (ولي؟) سره مخ شوم، ډېر دا فكر كاوه چي دا بېنوا ټولني ولي داسي لېونۍ اوبه پر سر اړولي دي، خو دا پته ورته نه وه چي (ږيره زما ده، واك يې د ملا دئ) زه چي به د پاڼي له واكمن سره په تماس كي شوم، د هغه غوڅ جواب به دا وو چي دا هرڅه رشتيا دي، بايد خپاره شي.
د دې تر څنګ به ځيني داسي بې بنسټه خبرونه خپرېدل، چي د ژورناليزم پر اخلاقو او اصولو به سخت ګوزار و، مثلاً يوه ورځ د پوليسو دوه موټرونه د ټولني مخته ودرېدل او له غوصې پړسېدلي په وسلو سمبال پوليس ټولني ته راننوتل او د دفتر پلټنه يې پيل كړه، ما ويل خير دئ، څه خبره ده، دوى په ډېر قهر وپوښتل چي تاسو ته چا وويل چي د كندهار په شاولي كوټ ولسوالي كي پر والي صاحب ځانمرګى بريد شوى، چي د امنيه قومندان سيدآغا ثاقب له خولې مو دا خبره په ويبپاڼه كي خپور كړى دئ، ما ويل زه به يې مالومات وكړم، وروسته چي يې امنيه قومندان ته تلېفون وكړ، هغه هم ډېر په غوصه و، قومندان ويل چي دى به دا خبره راسره سپينوي چي موږ ولي په درواغو له ځانه د ده له خولې خبري اخيستي، خو بيا يې هم كور ودان يوازي يې د دغسي كار د نه تكرار په لارښوونه پرېښودو. ما چي كله د پاڼي له مسئول سره تماس ونيو چي دا خبر يې هم خپله جوړ كړى و، هغه ويل دا خبر ده ته يو چا د امنيه قومندانۍ د يوه عسكر له خولې وركړى و، پر دې اساس نو طبعاً دا د امنيه قومندان خبره كېداى شواى، په داسي حال كي عسكر هم نا مالوم و، وروسته مو له قومندان څخه بخښنه وغوښته.
بالآخره پاڼه تر ټولو چاودېدونكي بريد ته ورسېده هغه داسي چي پكښي د هغو چارواكو بې اړتيا دفاع په روښانه ټكو كي پيل شوه، چي پر هغوى د دنيا په كچه په څرګنده د اداري فساد د اساسي ريښو تور لګېدلى و، په پاڼه كي د پېژندل شوو د فساد د ريښو او د نشه يي توكو د قاچاقبرانو د دفاع يو منظم كمپاين پيل شو، چي د دې هرڅه شاهدان د پاڼي ټول درانه كتونكي دي.
مثلاً اسدالله خالد چي د كندهار د خلګو په اند د كندهار په تاريخ كي تر ټولو بې كفايت ترين او بدنامترين والي و، پرهغه يو ځل د غزني د ولايت پر مهال د بدنامۍ ډېري ټپلي نښتي وې او هلته مطلق ناكام و. له بده مرغه په كندهار كي يې په ټاكلو سره د سيمي ټول سياسي، ټولنيز، ملي، اسلامي او . . . . ازرښتونه ګډوډ شول، له يوې خوا د كندهار خلګو د خپل اعتراض د ږغ اوچتولو وړتوب بايللى وو، له بلي خوا ده د امريكا د بېساري ملاتړ پر اساس آن د ولسمشر كرزي پروا هم نه ساتله، بالآخره يې نړيواله ټولنه هم تر پزي راوسته او د كاناډا د باندنيو چارو وزير ماكسيم برنير كندهار ته د سفر پر مهال د كندهار په هوايي ډګر كي ژورناليستانو ته وويل چي په سيمه كي د كندهار والي د ټولو نا امنيو لوى عامل او د فساد اصلي جرړه ده، خو له نوموړي والي سره په دغو شپو ورځو كي د خالد هادي د تازه شروع شوي شناخت او ناستي ولاړي له امله په بېنوا ډاټ كام كي د خلګو او نړيوالي ټولني او هغه كاناډايانو په وړاندي چي عسكر يې خپله نوموړى والي او كندهار ساتي داسي دفاع شروع شوه چي د يوه سپېڅلي افغان ضمير ته يې سخته جټكه وركولاى شواى، نيژدې و چي اسدالله خالد د يوه ملي اتل په توګه معرفي كړي او په دې توګه نو په پاڼه كي د افغان ملت له ارمانونو او ارزښتونو څخه يو سل او اتيا درجې انحراف رامنځته شو. دا هرڅه د پټولو نه وو او د پټولو هڅه يې هم ملي خيانت ګڼل كېداى شواى.
بيا چي كله نوموړى والي د روان كال د اسد پر ۲۶-مه د كندهار له ولايته ليري كړل شو، نو په پاڼه كي يې په باب وليكل شول چي ((د كندهار والي اسدالله خالد خپل واك جنرال رؤفي ته سپاري او ده د خپل مسئوليت پر مهال سلګونه د بيا رغوني پروژې بشپړي كړې او په همدې شمېر نوري رواني دي)).
په دې توګه نو دا په څرګنده د خلګو په سترګو كي خاوري اچول او لمر په دوو ګوتو پټول دي، ځكه د دغه والي په ټاكل كېدو سره د نا امنۍ، اداري فساد او ګډوډۍ او نورو ناخوالو ترڅنګ د بيا رغوني مخكني كارونه هم ټول په ټپه ودرېدل، او د ده د ټولي درې كلني واكمنۍ په دوران كي آن يوه كوچنۍ د بيا رغوني پروژه هم څوك نشي ثابتولاى.
دلته يو بل ډېر عجيب ټكى او تريخ واقعيت دا هم دى چي ښاغلي خالد هادي ډېرو دولتي چارواكو او كاركوونكو ته په پاڼه كي په مستعارو نومونو كوډونه پرانيستل او دا نو طبيعي وه چي هغو به بېله شكه خپله اداره پاكه او خپلي كړني بريالۍ تبليغولې چي دا نو تر ټولو لويه د شرم خبره وه.
زموږ پر ملي باور ايمان لرونكو كسانو راته وويل چي نور په پاڼه كي دا حالت د زغملو نه دئ، كه يې كنترولولاى نه شئ، لاس ځني واخلئ، او كه دا كار نه كوئ نو د ملي خيانت طوق لعنت به مو غاړي ته درلوېږي، دا خو مو سم دم له غلو سره د جوال خوله نيولې ده.
د دوستانو يې كور ودان بيا يې هم وخت راكړ، د پاڼي چلوونكي خالد هادي حيدري ته مي وويل چي د خدا (ج) لپاره د كوم مجبوريت له مخي دي د تورنو چارواكو سپيناوي ته ملا تړلې ده، دغسي يو كار كه ممكن واى هغه به ستا ملګرو په افغانستان كي كولاى، چي هره لحظه يې پر ككريو د دغو غلو او قاتلانو د غضب خنجرونه راځوړند دي، خو ستا يارانويوه ميلۍ هم كښته نه دي ورته كتلي، تاته په غرب كي كوم سياسي، ټولنيز يا اقتصادي خطر متوجه دى چي له امله دي يې د افغانستان غليم د افغانستان د ارمانونو په سنګر كي كښېناوه او هغه د چا خبره په بريالي بريد كي دي پرشاتګ وكړ.
اخير ولي؟ ولي؟ ولي؟
خو ده په ډېر قهر راته وويل:
((ماغزه مي مه را خرابوه، په دې كي زه خپل كار لرم، ستا سر نه په خلاصېږي، كه دي درد راوستئ، دا پاڼه بندوم او . ... . ))
ما ورته وويل چي كه د دغو ناخوالو مخ ونه نيول شي، نو تر دغسي ضد ملي پاڼي تر چلولو د هغې بنديده زر واري بهتر دي، بيا مي ورياده كړه چي پاڼه خو د بېنوا ټولني امتياز دئ، دا چي كوډونه، شفرونه او جواز يې ستا په لاس كي دئ، دا خو پر تا د ټولني د خاص باور له مخي دي، ته بايد له خپل دغه اعتبار څخه ناوړه ګټه وانخلې او نه يې د بندېدو ګواښ وكړې، خو ده يو عذر هم ونه مانه.
له دې سره سم د اعتراضونو خصوصي او عامه لړۍ راپيل شوه، د بېنوايانو په خطاب له ترخو پېغورونو او تورونو ډكي ليكني خپرې شوې، چي تر ډېره بريده رشتيا هم وې، زموږ د ملي ارزښتونو غليمانو په پوره هوښيارۍ د خپلي لمني په اور وسوځولو او په خپل كور كي يې غم راته پېښ كړ او خپل ورور يې راته بلا كړ.
زه خوشال له نورو څه لره فرياد كړم
پر زړه – زړه واړه په خپل غشي ويشته يم
خپل دغه ورور ته مو ليك واستاوه چي ګرانه، خلګ د اصلي كيفيت سپيناوى غواړي، راځه چي بيرته د خلګو لاري ته برابر شو، خو ده د ډېرو نورو خبرو ترڅنګ راته وليكل چي ((هرڅه مو زړه غواړي ويې ليكئ، ما شپږه هم نه خوري)) او نه مو د اوتو بوتو پروا لرم.
موږ غوښتل چي پر مسئله تر خپل منځ خبري وكړو، خو ده زموږ ليك او ورسره جواب ډېرو نورو خلګو ته هم واستاوه او ورسره يې د خلګو پر ملي ويبپاڼه شخصي قبضه ولګوله او موږ ته يې رډ جواب راكړ او دعوه وكړه چي ما مخكي هم له ټولني څخه د دې پاڼي د بېلولو پروګرام لاره، اوس يې نو را پرېږدئ، بيا مو بل اوږد ليك ور واستاوه چي ګرانه، زموږ خپل منځي ليكونه نورو ته مه استوه او لږ په سړه سينه سوچ وكړه، كاشكي په دغه لانجه كي يوازي زموږ شخصي تباهي واى، دا د ټول افغانستان هيلو ته دروند ګوزار دى، بېنوا ويبپاڼه د بېنوا ټولني امتياز دى، دغي ټولني ته يې وسپاره او ته دكوم حق، جواز او اصولو له مخي له بېنوا ټولني څخه د هغې د يوه خپرني ارګان د بېلولو او شخصي كولو حق لرلاى شې او . . . . .
د دغه ليك د جواب غوښتنه مو بيا – بيا وكړه، خو تر اوسه يې جواب رانغئ، او د پاڼي دروازه د بېنوا ټولني پر مخ وتړل شوه، ځكه مو نو فيصله وكړه چي د پاڼي د بيرته اختيار اخيستو تر مهاله پاڼه له بېنوا ټولني بېله اعلان كړو. د هغه لېونتوب لړۍ چي په دغه پاڼه كي روانه ده اوس يې هم خلګ زموږ څخه پوښتنه كوي، مثلاً د افغانستان د مشهور ليكوال او شاعر ښاغلي عبدالغفور لېوال په اړه يې ليكلي وو چي هغه د ولسمشر حامد كرزي وياند ټاكل كېږي، هغه بېنوا ټولني ته په ډېر ادب او غير مستقيم ډول شكايت وكړ، چي دغه خبر مو اوس د كومو اصولو پر بنسټ خپور كړى دئ؟ موږ ورته ويل چي د همدغسي بې شمېره، بې بنسټه او له ځانه جوړو شوو خبرونو او وړاندوينو پر اساس مو دغه پاڼه له ټولني بېله اعلان كړې، د همدغي پوښتني سره ښاغلى لېوال د بي بي سي په اوومه سټډيو كي هم مخ شو، هغه دا خبره بې ځايه وبلله، ځكه مو نو دغه ځيني څرګندوني اړيني وبللې.
لوى خداى (ج) دي موږ ټولو ته د نېكيو هدايت وكړي. آمين
دا يې تاسو او دا يې په پخوانۍ بڼه ستاسو بېنوا (www.benawa.org) ويبپاڼه، موږ به د تل غوندي ستاسو د مشورو، نيوكو او لارښوونو په تمه يو.
په ادب او مينه
د بېنوا فرهنګي ټولني د مشورتي جرګې په استازيتوب
عبدالاحمد محمديار
افغانستان
۲۸/۵/۱۳۸۷
http://wranga.com/nuke/modules.php?name=News&file=article&sid=766
wazirafghan
27.09.2008
دا هم وګورۍ:
tolafghan.com
د دانش خپرندويې ټولنې له خوا www.benawa.org
٢٨ / ٥ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-08-18 12:27:00 م
بېنوا فرهنګي ټولنه له تېرو څو کلونو راهيسې د افغاني فرهنګ پر هسک ځلېږي، مجلې خپروي، کتابونه چاپوي، غونډې او سيمينارونه جوړوي... دې ټولنې د www.benawa.com په نامه يوه غني ويبپاڼه هم لرله، چې له ملي او فرهنګي ارزښتونو څخه د ملاتړ او دفاع يوه مضبوطه کرښه وه؛ خو له بده مرغه، چې د ځينو ستونځو له امله ددې غني ويبپاڼې هغه منلې روحيه او پاليسي ټکنۍ شوه او بېنوا فرهنګي ټولنه اړ شوه، چې له دې ويبپاڼې څخه خپلې جرړې راټولې کړي.
اوس، چې بېرته دا ټولنه د www.benawa.org په بېړۍ کې له هماغې پخوانۍ روحيې سره د انټرنيټ په سيند ورګډېږي، د خوښۍ او نېکمرغۍ زېرى دى.
دانش خپرندويه ټولنه، بېنوا فرهنګي ټولنې ته د www.benawa.org د مبارکۍ تر څنګ د پخوانۍ روحيې او دريځ ساتلو هيله هم وړاندې کوي.
ټولو فرهنګيانو او دوستانو ته دې مبارکه وي.
درنښت
دانش خپرندويه ټولنه
http://www.tolafghan.com/detail/10712
http://www.larawbar.net/detail.php?id=5390
عادل عادل
28.09.2008
سلامونه و رحمت الله و برکاته
سدوزئ ورور لیکي:
[color=brown:320ae214cc][size=9:320ae214cc]عادل جانه
دی کی خبره دنفاق نه ده، خبره دحق ویلو ده،
او دحق ویلو نه سترګي پټوونکې ګونګ شیطان وي
که ته دخالد هادي ددی کچه کار دسپيناوۍ لپاره څه لري ، نو مونږ سره يي شریک کړه
او که نه نو دظالمانو څخه دفاع به دی دظالمانو په جمع کې راولي[/size:320ae214cc][/color:320ae214cc]
وروره زما مطلب دا دی چې دغه د حق ویل دې ظالم ته مخامخ ووایه/ولیګه
زه هادي نه پیژنم او نه هم د بینوا سره په اوله درجه کې علاقه لرم
روان
28.09.2008
د عادلانو عادله !
کړه خو دي و نامه ته نه پاتې کيږي !
ته چي وايې :
(زه هادي نه پیژنم او نه هم د بینوا سره په اوله درجه کې علاقه لرم )
نو تادڅه له پاره په دې بحث کي ځان ته دخل ورکړ !
بدر
29.09.2008
محترم محمد يار صاحبه !
دبېنوا اورګ پاڼه اوس بايد وخت و ناوخته خپلو ليدونکو ته خبر ورکړي چي ستونزي يې چيرته رسېدلي دي او کله پاڼه بيرته جوړيږي . دا يوه ګونګه مامله شوه چي لاسونه پکښې وهل کيږي او هر يو ځان ور باندي پورته کښته کوي. ستاسو د بېنوا د پاڼي سره اوس هم زياته همدردي شته خو دا پاڼه بايد ځانته تحرک ورکړي او د معامله ګرانو د منګلو نه يې را وباسي . ټول افغان او د لر او بر افغانستان پاڼي کولای شي ستاسو پاڼي سره مرسته وکړي اوبيرته يې و خپل اصلي حالت ته را و ګرځوي . تاسو بايد د دوستانو نه د مرستي غوښتنه وکړی او يا بله د حل لاره ورته پيدا کړی .
په درناوي
بدر
06.10.2008
مقصد داچي دا دوې مياشتي کيژي کله چي دبېنوا پاڼه خلاصه شي نو وايي چي :
بېنوا ويبپاڼي ته د ځينو ستونزو د ورپېښېدو له امله زموږ معذرت ومنئ !
دغه خبرتيا څه معنی ورکوي ؟!
زموږ هيله د بېنوا پاڼي نه داده چي هغوی بايد خپلو لوستونکو ته تازه او سره معلومات ورکړي چي خبره څه ده او ستونزه څه وخت ليري کيژي؟!
بېنوا پاڼه چي ستونزي ورته پيښي شويدي بايد حکيکت و ټولو ته بربنډه کړي .
momtaz
06.10.2008
وزګارو دوستانو سلام علیکم
په بې اتفاقۍ مینو عزیزانوڅومره شر پسې ګرځئ ؟؟؟ داسې ښکاري چې د زړونو دومره پړسوب شخصی دلیلونه لری، که نه نو دا لاندې پاڼه هم ډېره ښه پاڼه ده !
http://benawa.com/
pattang
06.10.2008
ښه شوه چې بيا په لارې راغلي !!
...................................................
متاز خانه چېرې ورک يې ، له افغانستا نه به څه غورې وکړې ?
ميدان سوړ مه پرېږده .
حقيقت وېيل شر ندی ، بلکې د حالتاتو او روابطو واضح کول دي ٠
شيطاني او دروغ د شر نطفه کېدای شي نه حقيقت
پتنګ
[quote:57f2cdf197="momtaz"]وزګارو دوستانو سلام علیکم
په بې اتفاقۍ مینو عزیزانوڅومره شر پسې ګرځئ ؟؟؟ داسې ښکاري چې د زړونو دومره پړسوب شخصی دلیلونه لری، که نه نو دا لاندې پاڼه هم ډېره ښه پاڼه ده !
http://benawa.com/[/quote:57f2cdf197]
momtaz
06.10.2008
دوستانو سلام علیکم
[quote:195ffa0b49="pattang"]
حقيقت وېيل شر ندی ، بلکې د حالتاتو او روابطو واضح کول دي ٠
شيطاني او دروغ د شر نطفه کېدای شي نه حقيقت
[/quote:195ffa0b49]
پتنګ آشنا، ته خو د خیر اوشر فرق نشې کولای، ملامت هم نه یې زه پوهېږم چې ... ستونزې لرې.
[quote:195ffa0b49="pattang"]ولې دا جائيزه ټول افغان ته نه ورکول کيږي چې ...[/quote:195ffa0b49]
ګرانه، دواړه پاڼې پخپل وار پښتو ژبې او د پښتنو فرهنګ ته ډېر خدمتونه کړي دي او کوي یې لا، نو پدې ستونزمن حالت کې دوی یو له بل سره داسې یو اړخیځ مقایسه کول حقیقت ویلو پورې هیڅ اړه نلری بلکې که له حقیقت نه تېر نشوو دا یو ډول شیطنت او فتنه ګي ده. که څنګه؟؟؟
pattang
06.10.2008
زه چې ستا منطق ته ګورم ،حيران پاته شم .
لوده خانه هر شی تناسب لري او نسبتي دی او هم پردې معيارونو يې ارزيابي
ښوودل کيږي٠
زه يو شی دورورۍ درته وايم:
چې په سر کې د څه نشته نو له پتنګ سره بحث څه کوې !
[quote:4b484df167="momtaz"]دوستانو سلام علیکم
[quote:4b484df167="pattang"]
حقيقت وېيل شر ندی ، بلکې د حالتاتو او روابطو واضح کول دي ٠
شيطاني او دروغ د شر نطفه کېدای شي نه حقيقت
[/quote:4b484df167]
پتنګ آشنا، ته خو د خیر اوشر فرق نشې کولای، ملامت هم نه یې زه پوهېږم چې ... ستونزې لرې.
[quote:4b484df167="pattang"]ولې دا جائيزه ټول افغان ته نه ورکول کيږي چې ...[/quote:4b484df167]
ګرانه، دواړه پاڼې پخپل وار پښتو ژبې او د پښتنو فرهنګ ته ډېر خدمتونه کړي دي او کوي یې لا، نو پدې ستونزمن حالت کې دوی یو له بل سره داسې یو اړخیځ مقایسه کول حقیقت ویلو پورې هیڅ اړه نلری بلکې که له حقیقت نه تېر نشوو دا یو ډول شیطنت او فتنه ګي ده. که څنګه؟؟؟[/quote:4b484df167]