اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
و.افغان
20.01.2009
دبحث ټولو محترمو ګډونوالو ته سلامونه او نيکې هيلي!
له ښاغلې کابل جان څخه مو دا توقع نه وه، چې داسې په آسانه خپله لیکنه ړنګه کړي،
پکار خو دا وه چې دخپلې علمي ليکنې په اړه يي دځينو ملګرو دپوښتنو ځواب کړې ود،
په دی خو مې یقين دی، چې ښاغلې کابل جان به خفه نه وي، او ضرور به دا فوروم خپل
فوروم ګڼې، او په خپلو رنګينو علمي لیکنو به يي ښايسته کوي.
په درنښت
عبدالله صابر
24.01.2009
محترم حليمي صاحب
په دي بحث کښ يوکارنيمګړئ دی هغه داچي بحث ټول په بدعت راڅرخي خو دا
بدعت بيا دلته تعريف شوئ نه دی چي ايادبدعت څه شی دی ؟
که تاسومحترم لومړئ دلته بدعت تعريف اوتشريح کړئ نولوستونکوته به زيات
معلومات وشي اوهم به بيادتعريف څخه بدعت پيژندل اسان شي اودومره اوږدبحث
ته به اړتيا نه پيداکيږي ٠
دوهمه خبره ياپوښتنه داده چي دا دمسجد امام ته تنخواه ورکول خوبه بدعت نه وي ؟
والسلام
ع کريم حليمي
24.01.2009
ډېر ګران ،مکرم عبدالله صابر صاحب ، درنو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته !
په عقايدو اعمالو او اخلاقو او معاملاتو او عاداتو چه خواږه نبي کړي
او اصحابو کرامو(خلفاالراشيدين ) طريقه ،او تابعينو طريقه د امت لپاره
سنت ده ، او تبع تابعين خبره زموږ لپاره په سنتونو کښي نه حسابيږي
بدعت په لغت کښي اَحْدثَ في دين ته ويل کيږي
يعني نوي شئ په دين او شرعت کښي پيدا کول
چا چه په بدعت شروع وکړه ، هغه نو اصلا د دين په نړولو شروع وکړه
او هر څوک چه د دې بدعتي پر قدمونو قدم ايږدي ، د دين په نړولو کښي
کمک ورسره کوي
او بعضي ياران وايي چه فلان کار خو بدعت حسنه دی
نو کله چه بدعت سو ، نو بيا حسنه کېدای نسي ، ولي چه بدعت حرام او ناروا
دي ، نو هيڅ ناروا حسنه کېدای نسي ، شيطان ئې اعمال ورته ښايسته کړي
زين لهم الشياطين اعمالهم
د بدعت له اسبابونو څخه يو جهل دی ، او څوک چه بې له عذره اتباع د سنتو
پريږدي ، نو کفر خفي دی او يا روښانه حماقت
پوښتنه - دا دمسجد امام ته تنخواه ورکول خوبه بدعت نه وي ؟
د اسلام دين د نبي په ژوند تکمل سو
اجماع د حضرت عمرفاروق په ژوند او عصر کي تکمل سوه
فاروق اعظم رضي الله عنه لمړي انسان وو چه ځان ئې خليفه نه ګڼلی
ويل ئې چه دالقب پر ما ډير دي ، نو ځان ئې امير المؤمنين ګڼلی
امير المؤمنين له بيت المال څه معاش اخستلي ،او امامت ئې هم کاوه
دومره لږ معاش ئې اخستلی ، چه په نس هم نه مړېدلی ، سور او سپين
سړی وو ، همېشه ئې پر مخ د لوږي سيايي معلومېده
حسنينو ته ئې في نفر ٥٠٠٠ ورکولي ، حضرت عباس رضي الله عنه ته ئې
٢٠٠٠ رياله ورکول ، او اسامه رض ته ئې له ٣٠٠ تر ٤٠٠ وو مقرري کړي وې
نو طبعاچه:
هو ! پاچا ،قاضي ،ملا او دقوم سردار شرعا د معاش حق لري ، هر هغه څوک
د اذان کولو وظيفه پر غاړه اخلي او يا مقرر يا تعيين کيږي ، شرعا
د معاش د ورکولو او اخستلو حق نه لري
مبارک امر کړی وو چه مؤذن دي معاش خوره نه وي يعني بې له معاش تنخواه
به اذان کوي ، او حضرت فاروق اعظم هم و مؤذن معاش نه وو مقرر کړی
په درنښت