د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

هغه بدعتونه أو يا نور ناروا كارونه چه حنفي علماء كرامو رد كړي دي (أوله برخه)

كابل جان
13.09.2008


غورځنګ ghorzang
17.12.2008

ډېره مننه ورورجانه
په ريشتيا چې ډېر مهم او ګټور مسايل دې واضحه کړي، الله دې تاته اجر درکړي


باتور
18.12.2008

ښاغلي کابل جان ته !

دا بې معنی ليکني دي له کوم بېهوده سايټ نه را اقتباس کړي ؟؟

په درنښت


غورځنګ ghorzang
18.12.2008

[quote="باتور"]
دا بې معنی ليکني دي له کوم بېهوده سايټ نه را اقتباس کړي ؟؟

:lol: باتوره وروره! ليکنه دې بېهوده ګڼلې خو دا دې نه دي ليکلي چې ولې بېهوده ده؟ ايا ته د کوم علمي دليل له مخې دا خبره کوې او کنه هسې.........
که کوم علمي دليل لرې، ويې ليکه چې ټول لوستونکي پرې پوه شي او که پرته له کوم دليل نه ورته بېهوده وايي [color=red:35ca4d8383]نو ايا ډېره بده خبره نه ده؟[/color:35ca4d8383]


باتور
19.12.2008

کــــــــــــــــابل جان ته !

وروره تا ليکلي:

ټولو محترمينو ورونو ته غوارم چه هغه بدعتونه أو[color=darkred:ac95b9cfaa] ناروا [/color:ac95b9cfaa]كارونه [color=brown:ac95b9cfaa]ور وخايم[/color:ac95b9cfaa]
چه حنفي علماء كرامو يي رد كړي دي، أو ثابت ندي ددين نه، أو داهغه بدعتونه دي چه ډير خلك پكي مبتلا دي أو دخپلو روزمره ؤ عبادتونونه يي ګر ځولي دي

[color=darkred:ac95b9cfaa]ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ[/color:ac95b9cfaa]

آيا زموږ د وطن اوسني شرايط، د دې ايجاب کوي چي موږ په دې پسې وګرځو، چي داستنجا په اوبو اودس کول روا دي او که نه ؟ دريو ځلورو ځلو نه زيات د اندام وينځل روا دي او که نه؟ او يا د غسل کولو نه وروسته، اودس کول لازم دی او که نه ؟

موږ نور تکليفونه کم لرو، چي په اوسنيو شرايطو کي دا تکليفونه هم په خپلو اوږو سپاره کړو ، چي اودس مي سم نه دی کړی، لمونځ مي سم نه دی کړی، ناروا کارونه مي کړي. .

خـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــدای يو قـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرآن يو دی!
رســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــول يو ســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــنت يو دی!

قال الله تعالی:

فإن تنازعتم في شيء فردوه إلى [كتاب] الله و[سنة] الرسول[color=brown:ac95b9cfaa] إن كنتم تؤمنون بالله [/color:ac95b9cfaa]واليوم الآخر ذلك خير وأحسن تأويلا) ـ صدق الله العظيم ـ 59 /4

په درنښت


رښتینی
22.12.2008

ښاغلي باتور سلام !

وروره ته چي له كوم شي سره ليوالتيا نلري نو هغه ته بي معني مه وايه
البته ته به له سياست سره مينه لري او دسياست غورځو پورځو او دهيواد روانوستونزو به زورولي يي خو ددي خو نو دا مانا هيڅكله نده چي نور موضوعات ټول بي مانا دي

شايد تاسو ته به پته وي چي بدعت يو لوي جرم دي او له دي نه دخلكو خبرول يو مهم كار دي نه بي مانا او بلداد اسلام فورم ده دلته بايد همدا مسائل وڅيړل شي نو تاسو ولي هغه ته بي مانا وايي ؟

په مينه


ghareebdost

ghareebdost
01.01.2009

كابل جانه! الله دي ددې علمي ليكنې اجر دركړي,,
باتورجانه!ديني ليكنوته بې معنا ويل مناسب ندي,دي ورورډير مهم مسائل تحليل كړي,دهرچا خپل ذوق دي,


Re: ghareebdost

و.افغان
11.01.2009

[quote:e40ec6645d="ghareebdost"]كابل جانه! الله دي ددې علمي ليكنې اجر دركړي,,
باتورجانه!ديني ليكنوته بې معنا ويل مناسب ندي,دي ورورډير مهم مسائل تحليل كړي,دهرچا خپل ذوق دي,[/quote:e40ec6645d]

درنو وروڼو سلام علیکم
دا کابل جان ورور خپله چیرته ورک دی؟ چې دسکالو متعلق دځينو لوستونکو
انديښنې خپله لري کړي.
په درنښت


ghareebdost
12.01.2009

ساپي ستړی مه شې!
کابل جان خوورک دی کيدای شي دايې لومړی او ورستی ګذار وي،هسي يې هم پښتو توري د٢١مي صدي له ګرامرسره سمون نه خوري،خوموضوع اومعلومات يې ښه اومناسب دي،ځکه يې بايد ننګه وشي٠٠٠


باتور
13.01.2009

ښاغلو ورونو ته سلامونه او احترامونه !

دا چي ما ولي دې مسائلو ته بېمعنا ويلي، د هغه علت دا دی:

لومړی دا چي دا بديع ملايان او اِمامان چي ښاغلي کابل جان ذکر کړي، اکثريت پښتانه يې نه پېژني، او نه د هغو له فتواګانو او يا بدعتونو سره سر او کار لري . . دوهم دا چي د يوې غلطي فتوی يا بدعت تشرېح کول او توضېح کول چي خلګ پې خبر هم نه وي، څه ضرورت لري؟

که داسي وای چي زموږ وروڼه د نورو په بدعتونو پسې روان ول او بيا يې له علماؤو نه د سم او ناسم د توپير پوښتنه کړي وای، بيا نو حق او واجب وو چي توپير ورته تشرېح کړو. . که نه نو په هغو خرافاتو چي صوفي، احمدي يا ديوبندي پيروان عقيده لري، په هغو يې زموږ څه ؟

ښاغلي کابل جان خو ځان نه کړ را ښکاره، له ننګيوالو نه يې چي ښاغلي: gareebdost، غورځنګ او حامد خان دي غوښتنه کوم چي د هغو بدېعو علماوو په اړه چي ښاغلي کابل جان ذکر کړي، موږ ته يو څه معلومات وړاندي کړي ! او دا هم وليکي چي په پښتني ټولنه کي د هغو اثر څومره دی .

إمام موصلي
إمام عيني
امام علي قارئ
إمام ناطفي
امام عبد الحي اللكنوي
ٌٌامام محمد يوسف لدهيانوي
امام كاساني
امام ابن النجيم الحنفي
امام طاهر بن عبد الرشيد البخاري
امام محمد يوسف لدهيانوي
إمام طحاوي
إمام سرخسي
امام محمد يوسف لدهيانوي

[color=white:439dd693d7]او بالاخص :[/color:439dd693d7]

امام اشرف تهانوي

په درنښت



ع کريم حليمي
14.01.2009

ډېر ګران او مکرم ورور باتور صاحب ، السلام عليک 
د کابل جان ليکنه چه ما ولوستل ، زه هم ورته حيران او ويران سوم 
نو مي له ځانه سره وويل ، ډېر عمر ښه شئ دي ٠٠٠٠٠٠ 
خو کله چه مي ستاسو دغه 
[quote:f460070fb8]ديوبندي پيروان عقيده لري، په هغو يې زموږ څه ؟ [/quote:f460070fb8]
جمله ولوستل ، نو بيا حيران او ويران سوم .
مکرم باتور صاحب !
 د ديوبند دار العلوم يوازنۍ مدرسه ده چه د الإمام أبي حنيفة مذهب تدريس 
کوي ، هو!  تصوف ته په درنه سترګه ګوري (الصوفية الأربع  )
الجشتيَّة، والسهروردية، والقادرية، والنقشبندية.
ايا تاسو د کرامت ، برکت  څخه منکره ياست ، او ستاسو مطلب له دې خبري( ديوبندي پيروان عقيده ) څخه څه شي دي ، جمله قليل لفظ ده ، خو ډېر 
بخوره خبره ده ، له خبري دي داسي اخسته کيږي ، ٠٠٠٠٠  

أشرف علي تهانوي د هندي علماوو څخه دی ، صوفي وو

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ وَبحَمْدِكَ، أشْهَدُ أنْ لا إلهِ إلا أنْتَ، أسْتَغْفِرُكَ وَأتُوبُ إليْكَ


عبدالله صابر
14.01.2009

باتورخانه ليکنې دزه هم حيران اودريان کړم
ګوره باتورخانه داسياسي بحث نه دی چي فرضي نظرونه ورکړل شي ياپښتانه اوغير
پښتانه پکښي راتاړکړي ، دلته ډيرپام کوه ، که په کوم ځای ياخبره پوهه نه شوي نو
پوښتنه کوه اوځان پوهوه ،ضروري نه ده چي کو م عالم دپه پښتانوکښ اثرولري اود
هغه خبره دمنلووي باقي نه ، کابل جان واقعا ډيرګټورمطالب ليکلي اوهغه عالمان
چي تاورته اشاره کړي يوڅوباره کښ خوزه معلومات لرم بالکل حق پرست عالمان
اوتاوره سره په دي نه ده جوړه چي داپښتانه نه دي نوداډول تعصب په اسلام کښ
سخت منع دي اوډيره لويه ګناه ده ،پښتانه دځان تکړه کړي داسي عالمان دځان
جوړکړي بياتاته هم کوم مشکل نه وي ،
په پای کښ محترم باتورصاحب ژبني تعصب ته بايد دومره غلبه ورنه کړي چي 
له پښتون پرته دبل چاخبره نه اوري ،لطفاخپله ليکنه واپس واخله اوله الله تعالی
څخه بخښنه وغوړه ځکه ديني موضوع ګانوته خرافات ويلوباندي تاسوپخپله
سوچ وکړئ 
والسلام 


و.افغان
14.01.2009

درنو وروڼو !
یو ځل بیا سلام علیکم
دښاغلي باتور ددی خبره سره موافق نه یم چې دګران کابل جان ورور لیکنې ته يي دبیهودګۍ نسبت کړیدی.
البته دخبرو دبل اړخ سره يي موافق يم، او غواړم چې څه رڼا پرې واچوم:
دباتور صاحب مطلب دادی چې په دې نړۍ کې خو ګمراه کارونه او بدعتونه ډیر زیات دي،
رنګا رنګ مختلفې ډلې دي، چې ډول ډول عقيدي لري، نو دا صحي ده چې ددغو عقيدو او باطلو مفکورو او بدعتونو څيړلو کې به ګټه ضرور وي، خو څنګه چې دغه کارونه ځمونږ په افغاني ټولنه کې نشته، نو افغانانو ته يي مطرح کول، يا دعام افغانانو غوږونو ته يي رسول دوخت ضايع کول او دخلکو دذهنونو مغشوشول دي.

نو پکار داده، چې مونږ يواځي هغه مشکلات وڅيړو چې مونږ ورسره اوس لاس او ګريوان يو، (هر رنګه مشکلات: عقيدوي، فکري، اخلاقي، وغیره) او کله چې داسې حد ته ورسيدو چې خپل مشکلات مو وپيژندل، حل مو کړاي شو، نو که بیا دنورو خلکو باطلي عقيدي او په هغې باندې رد خپلو خلکو ته بیان کړو نو بده به نه وي، بلکه داسې مثال به ولري، چې مونږ يو وار قوي تهداب ويستلې وي، او بیا پرې وروسته پوخ ديوال پورته کوو.
نو نه پوهيږم چې کابل جان ورور به په خپلې علمي ليکنې کې دغه پورتنۍ ټکې په نظر کې نيولې وي، او که نه ؟؟
آیا دغه ټول بدعتونه په مونږ پښتنو کې شته دی، چې پښتنو ته بیان شي او رد پرې وشي؟؟
که وي، نو بیا يي ليکنه بايد دسرو زرو په بیه راونيول شي.
او که نه وي نو، کيداي ډیرو خلکو ته دا لیکنه يا دليکنې ځينې برخي جالبی نه وي.
ولې کابل جان صاحب نور خطرناک بدعتونه چې ځمونږ ټولنه يي دډیرو ستونځو سره مخ کړي، نه شرحه کوي؟؟
مثلا ځمونږ اوسنۍ مشکل دزیارتونو مشکل او دهغی اړوند دخلکو شرکي او بدعي عقيدي؟
بل مشکل چې اوس ورسره خلک لاس او ګريوان دي، په افغانستان کې دایراني آخوندانو خطرناک پلانونه،،،
ځمونږ تنکې، پاک زړي، سپيڅلي ځوانان دځينې پاکستاني ذو نفاقه ملايانو دمنافقو فتواو قرباني کیږي.
دپاکو افغانانو دعقيدي دلړزولو لپاره په وطن کې دعلمانيانو ملحدينو اعلامي هڅي.
او داسی نورې موضوعګانې....
داسې حال کې به مو په دی پرتمينې قاعدې عمل کړې وي: الأهم فالمهم.
خو په آخر کې يو وار بیا تأکيد کوم چې دکابل جان موضوع ديوې علمي موضوع په حیث
يو لوړ قيمته څيړنه ده.

په درنښت.


باتور
14.01.2009

ټولو ته سلامونه او احترامونه !

په پورته جمله کي مي د [color=darkred:397d593691]بعضي[/color:397d593691] کلمه هېره سوي وه! بښنه غواړم !

که داسي وای چي زموږ وروڼه د نورو په بدعتونو پسې روان ول او بيا يې له علماؤو نه د سم او ناسم د توپير پوښتنه کړي وای، بيا نو حق او واجب وو چي توپير ورته تشرېح کړو. . که نه نو په هغو خرافاتو چي [color=brown:397d593691]بعضي[/color:397d593691] صوفي، احمدي يا ديوبندي پيروان عقيده لري، په هغو يې زموږ څه ؟

مطلب له هغو پيروانو څخه دی چي د نورو مبدعينو تر تاثير لاندي راغلي، په هغو يې زموږ څه. . په ايران کي هم ډېر سني افغانان اوسي چي د قم د ملايانو تر تاثير لاندي راغلي، (يا له مجبوريته، يا له شوقه). . . لېکن همدا خلګ چي بيا وطن ته راسي، بېرته په خپل مذهب روان سي،[color=white:397d593691] مار چي سوري ته راورسېږي سيخ سي[/color:397d593691]. . په نورو هېوادونو کي هم زموږ ځوانان د ضعيف النفسي له کبله، غلطو کارونو ته لاس اچوي . . هغوی ته د سم او ناسم تشرېح کول لکه [color=white:397d593691]خره ته ياسين شريف بيانول دي[/color:397d593691]. .

او له خرافاتو نه مي مطلب دا وو:

د مثال په طور:

. . . خنزير ته په كتلو أودس ما تيږي
. . . د ښځي د كور نه په وتلو أودس ما تيږي
. . . دځينو خلكو داخبره چه په بدو أوسپكو أو يا په أوچت أواز سره خاندا باندي أودس ما تيږي
. . . په جامو ايستلو سره أودس ما تيږي
. . . ماشوم ته تى (يعني شيدې) وركولو سره أودس ما تيږي
. . . . . . . . .
زه د امکان تر حده اکثراً لنډي ليکني کوم،نه غواړم چي په اوږدو مقالو ستاسو سر در وخوږوم، په لنډه ليکنه کي تفصيل کم وي، نو کله نا کله مفهوم غلط افاده سي . ښاغلي ساپي زما مطلب تر ما بهتره واضح کړی، کور يې ودان .

ښاغلي صابر ته!

وروره تا ليکلي چي :
[color=darkred:397d593691]اوهغه عالمان چي تاورته اشاره کړي يوڅوباره کښ خوزه معلومات لرم بالکل حق پرست عالمان
اوتاوره سره په دي نه ده جوړه چي داپښتانه نه دي نوداډول تعصب په اسلام کښ
سخت منع دي اوډيره لويه ګناه ده ،پښتانه دځان تکړه کړي داسي عالمان دځان
جوړکړي بياتاته هم کوم مشکل نه وي .[/color:397d593691]

وروره، د روسانو د اشغال په وخت کي تقريباً د نړی ټولو ديني عالمانو په يو غږ سره د جهاد فتواوي ورکړې، د امريکې د اشغال نه اووه کاله تېر سول،اکثريت د هغو عالمانو تر اوسه خولې پټي نيولي .

له دې جملې نه مي مطلب دا دی چي، د ديني عالمانو ( د هر ځای چي وي ) په ديني پوهه او علم يې زه شک نه لرم، لېکن د سياسي قدرتونو په نه مرييتوب يې شک لرم. . ځکه مي وپوښتل چي د دې عالمانو په اړه موږ ته معلومات وړاندي کړی، چي چېري اوسي (اوسېدل) او د کوم سياست تابع دي ( يا ول ) . .

په درنښت


رښتینی
14.01.2009

يإمام موصلي
........
إمام عيني

امام بدرالدين العيني دمصر او دبخاري شارح دي اوشرحه يي عمدة القاري نوميږي
دي حنفي مذهبه اودعلامه ابن حجر معاصر تيرشوي دي ګومان كوم دزرمي هجري ي
پيړۍ په شاوخواكي تيرشوي دي

امام علي قارئ

ملاعلي القاري دافغانستان دهرات اوسيدونكي وروسته مصرته تللي او په
مصركي يي ډير تدريس كړي او بيا مكي ته تللي او هلته وفات او دفن شوي دي
دحديثو په مشهور كتاب مشكوة المصابيح يي لويه شرحه ليكلي چي مرقاة نوميږي او نوري ډيري وړي او لويي رسالي يي ليكلي دي اودي هم حنفي مذهبه اوګومان كوم ديولسمي ديولسمي هجري پيړۍ په شاوخوا كي تيرشوي دي

إمام ناطفي
.....
امام عبد الحي اللكنوي
دا يوهندي عالم دي او خورا زيات كتابونه يي ليكلي دي دده نيكه له هرات نه
هندته تللي دي او په هند كي دفرنګي محل په علماو سره مشهور وو پټه دي نه وي
چي دديني مدارسو موجوده درس نظامي دده يوه نيكه ملا نظام الدين ته منسوب
ده اودا نظام هغه ترتيب كړي ودي هم حنفي مذهبه اوګومان كوم ددولسمي هجري
پيړۍ په شاوخوا كي تير شوي دي

ٌٌامام محمد يوسف لدهيانوي

دا دكراچي يو مفتي او عالم و چي څوكاله مخكي په كراچي كي نامالومو كسانو مړكړاو دده فتواوي ډيري مشهوري او په كتابي شكل خپري شوي دي

امام كاساني

امام كاساني دحنفي فقهي وتلي امام تيرشوي دي او دحنفي فقهي مشهوركتاب
بدائع او صنائع دده تصنيف ده

امام ابن النجيم الحنفي

دا هم يومصري حنفي امام دي او په حنفي مذهب كي يي كتابونه ليكلي دي
لكه الاشباه والنظائر او رسائل ابن نجيم

امام طاهر بن عبد الرشيد البخاري
.....
امام محمد يوسف لدهيانوي
....مكرر....
إمام طحاوي

داګومان كوم په دريمه هجري پيړي كي تيرشوي دي دي لوي محدث او حنفي
مذهبه امام دي او دحديثو مشهور كتاب شرح معاني الاثاردده تصنيف ده چي
طالبان يي په لويه دوره كي تلاوت كوي او يوبل ښايسته كتاب يي مشكل الاثار
دي چي په خورا ډيرو جلدونو كي ليكل شوي دي

إمام سرخسي
امام سرخسي دحنفي مذهب لوي امام دي چي په ماوراء النهر كي تير شوي دي
او دالمحيط په نامه مشهور كتاب دده ده چي تقريبا ديرش ټوكه ده

امام محمد يوسف لدهيانوي
...مكرر...

دا ليكنه مي له كوم مأخذنه نده راخيستي او له يادو مي ليكلي نوځكه مي ګومان
كوم .....توري په مكرره توګه پكي ځي كړي دي او كه كومه تيروتنه شوي وي دهغي بښنه غواړم
ښاغلي باتور صيب څوځله غوښتنه كړي وه او دا مختصر مالومات شايد يوڅه كفايت وكړي

په مينه


كابل جان
16.01.2009

.[color=darkred:1ad7737ed2][/color:1ad7737ed2]


رښتینی
16.01.2009

كابل جان خپله ليكنه ړنګه كړه ده او په وروستي برخه كي يي
دري همزي دي كه يوسل اويولس ليكلي دي چي دپښتو يانورو
ماته مالوموژبوپه ليكدودكي دكوم مطلب ټكي نه بريښي

په هرصورت دكابل جان په ليكنه ډير نظرونه وړاندي شوي و
اوپه ټولوكي دباتورخان نظر مخالف و نور ټول تقريبا موافق او
باتورخان ته يي دكابل جان لخوا ځوابونه هم ليكلي دي
اوس دكابل جان دخوابدي كوم جوازنشته اوله ليكني يي
مالوميږي چي يوعالم اوپوهه سړي هم دي نو بناء ليكنه ړنګول
يي يوغير اصولي كار كړي دي او ددي بي اصولي له پاره ځواب
دده وجيبه اومسئوليت دي
اوداخبري مي په صغري اوكبري اوداسي شدومد سره ځكه بيان
كړي چي دلته داسي خلك راځي چي ښي په خرپ ښكنځلي يي
ليكلي وي او كه څوك نيوكه پري ولري دخپلوښكنځلودړنګولو
يا بښني غوښتلوپه ځاي نوري ښكنځلي هم علاوه كړي خودټول
افغان وروڼه له هغو خلكو سره هم ګذاره كوي
نودكابل جان په څير يوشريف ليكوال كه فرضا خپه وبولوبايد خوشاله يي
كړو اوښاغلي باتوردي هم خپل دريځ نرم كړي

په مينه


عبدالله صابر
19.01.2009

قدرمن حامد صاحب
دکابل جان ليکنې ړنګيدل يوه ضايعه ګڼلئ شو ،کابل جان په خپله ليکنه دادوه 
خبرې هم ليکلي وي چي 
 په سرباندي دوه ياباربارمسحه کول اوله غسل وروسته بيااودس کول بدعت 
دی ،دا دوه داسي خبرې وي چي زما يوملګري کښ موجودي وي اودده ليکنې ورو
سته يی پريښودي يعني هغه وسواسي غوندي ووپه سربه يی څوواره مسحه کوله او
له غسل وروسته به يی اودس کاوه خوکله يی چي په ټول افغان کښ دکابل جان ليکنه
ولوستله نوبيا عملا داکارپريښود ،کيدی شي يوچاته دابيهوده خبره وبريښي خو
هغه څوک چي په داډول کارونواخته وي بيانوهغه لپاره دکابل جان ليکنه مرغلره
ده ،
ښاغلي باتوربياليکلي چي
[color=blue:ecfb2ec601]او له خرافاتو نه مي مطلب دا وو:

د مثال په طور:

. . . خنزير ته په كتلو أودس ما تيږي
. . . د ښځي د كور نه په وتلو أودس ما تيږي
. . . دځينو خلكو داخبره چه په بدو أوسپكو أو يا په أوچت أواز سره خاندا باندي أودس ما تيږي
. . . په جامو ايستلو سره أودس ما تيږي
. . . ماشوم ته تى (يعني شيدې) وركولو سره أودس ما تيږي

. . . . . . . . . [/color:ecfb2ec601]

باتورصاحب په ځينوخلکودجهالت کچه تردي هم لوړه وي دا ممکنه ده چي داسي
خلک دموجودوي چي داپورته شيان به داودس ماتوونکي ګڼي اوداسي فکرکوي
چي ګني په دي سره اودس ماتيږي نواياکه دوی ته داوښودل شي چي په دي شيانو
اودس نه ماتيږي څه بده خبره ده ؟


باتور
19.01.2009

ټولو ورونو ته سلامونو او احترامونه !

صابر خانه محترمه ! الله تعالی دي موږ ټول د صبر له صفت نه برخوردار کړي ! آمين.

وروره، يو وار نه سل واري په ديني موضوعګانو رڼا واچوئ . . خوار ولس ته د دين په اړه هر وړ معلومات
وړاندي کړئ، هر مسلمان به مو کور ودانی وکړي، هر يو به ځني يو څه زده کړي . . لېکن

موضوع د څټ له خوا مه پيل کوئ!

ددې په ځای چي خلګ له هغو کارونو څخه چي بعضي اقليتونه يې کوي آګاه کړی، دې ته ملا
وتړئ چي خلګ له هغو کارونو څخه چي اکثريت يې پرې روان دي بهتره وپوهوئ. . زموږ ولس ته د خپل
دين او مذهب اصلې خواوي سمي تشرېح کړئ !

په خپل مذهب چي زموږ ولس سم پوه سي، په پرديو بدعتونو پسې به نه روانېږي!

په درنښت
-


غسل د څټ له خوا مه پيل کوئ!


ع کريم حليمي
20.01.2009

ښاغلي او مکرم باتور صاحب ته او محترم عبدالله صابر ته 
سلامونه !
[quote:ad50a87df6]له غسل وروسته به يی اودس کاوه خوکله يی چي په ټول افغان کښ دکابل جان ليکنه
ولوستله نوبيا عملا داکارپريښود [/quote:ad50a87df6]
دلته دوې خبري دي ، بدعت په کښي نسته 
داسي معلوميږي چه ستاسو د دوست غسل نه زده ، 
 څوک چه  کالي وباسي ، لمړی به په پټه خوله, خِفْيَة ،بسم الله واي ،[color=white:ad50a87df6]( په لڅ عورت د رب نوم يادېدل ناروا دي)[/color:ad50a87df6] ،
 بيا به اودس کوي ، بيا غسل 

داچه څوک اول غسل کوي ، او ورسته اودس ،طرق د سنتو پېښېږي 
بدعت نسته 


میوند ننګیال
20.01.2009

ټولو ورنو ته ښي چاري !

ددې په ځای چي خلګ له هغو کارونو څخه چي بعضي اقليتونه يې کوي آګاه کړی، دې ته ملا وتړئ چي خلګ له هغو کارونو څخه چي اکثريت يې پرې روان دي بهتره وپوهوئ.
ښه خبره مو كړي خو دي خبري ته دي سوچ كي لاړم چه :

په خپل مذهب چي زموږ ولس سم پوه سي، په پرديو بدعتونو پسې به نه روانېږي!

دپردي بدعت نه ستا څه مراد دي كه لږ يي تشريح كړي ښه به وي مننه٠

حليمي صيب !

څوک چه کالي وباسي ، لمړی به په پټه خوله, خِفْيَة ،بسم الله واي ،( په لڅ عورت د رب نوم يادېدل ناروا دي)
محترمهما داسي اوريدلي وه چه بايد انسان دلمبا په وخت كي لوڅ نشي بلكه كم از كم خپل عورت پټ كړي ځكه ټول بدن لو څول د ادابو خلاف ده والله اععلم تاسو څه وايي


عبدالله صابر
20.01.2009

محترم حليمي صاحب
له غسل وروسته اودس که بدعت وي اوکه ترک سنت خومطلب ديوچا اصلاح ور
باندي وشوه ، اوکه لازمي وګڼل شي نو بي له شکه بدعت ګرځي ٠

اومحترم باتورصاحب
دکابل جان ليکنه کښ داسي څه نه ووچي تاکومومقصدونوته اشاره کړي دهغومخه
دنيولي وی ، ياپه بل ډول که تاته يی ګټه نه وي نظرشوي نوتاوان يی هم نه وو،
دحامد ورور خبره چي دلته خودخلکوښکنځل اوبد الفاظ هم کله کله زغمل کيږي
اودهمدرد صاحب په شعري ليکنه خويواځي ميوند ننګيال صاحب سخت غبرګون
وښود نوره چاخو دومره څه ونه ويل اوتاسويی په دالاندي جملې سره نيم ملاتړهم
کړئ وو٠

[quote:b50dee0d70]ننګيال خان ته سلامونه!

وروره، همدرد کوښښ کړی چي د خپل زړه دردلږکي سپک کړي[/quote:b50dee0d70]
نوايادکابل جان ليکنه دهمدرد ترليکنې هم ناسمه وه ؟؟؟


میوند ننګیال
20.01.2009

ګران ورورصابر صيب سلامونه1
ګاه دهمدرد صيب ليكنه غير اخلاقي وه او ما ته ډيره بده ښكاره شوه بد افاظ مي استعمال كړي خو ورورسته مي بخښنه هم غوښتي خير بهرحال.

تاسو ليكلي :

له غسل وروسته اودس که بدعت وي اوکه ترک سنت خومطلب ديوچا اصلاح ور
باندي وشوه ، اوکه لازمي وګڼل شي نو بي له شکه بدعت ګرځي ٠

ګرانه دا بدعت ندي لكه څنكه چه حليمي صيب ويلي پدي كي اختلاف دي نه بدعت مننه


عبدالله صابر
20.01.2009

[quote:64fda8f33a]ګرانه دا بدعت ندي لكه څنكه چه حليمي صيب ويلي پدي كي اختلاف دي نه بدعت مننه
_________________[/quote:64fda8f33a]

محترم ننګيال صاحب
داچي بدعت نه دی نوزه هم خپله خبره واپس اخلم اوبخښنه غواړم ، مننه



ع کريم حليمي
20.01.2009

مکرمو وړونو ،ميوند ننګيال صاحب ، عبدالله صابرصاحب ، باتور صاحب 
تاسو ټولو ته ، السلام عليکم 

[quote:5eeb388d66]دلمبا په وخت كي لوڅ نشي بلكه كم از كم خپل عورت پټ كړي ځكه ټول بدن لو څول د ادابو خلاف ده والله اعلم تاسو څه وايي[/quote:5eeb388d66]
هو ! ښه اخلاق دي ، که ئې امکان وو ،  د کرام الکاتبين څه هم بايد حيا وکړو 

[quote:5eeb388d66]ياپه بل ډول که تاته يی ګټه نه وي نظرشوي نوتاوان يی هم نه وو، [/quote:5eeb388d66]
هو ! که داسي وي ، نو راځئ چه دا د کنيزو د حقوقو په باب بحث وکړو 
که څه هم زمانه ئې نېستي سوې ده ، خو تاوان ندی پر بنا 

[quote:5eeb388d66]په پرديو بدعتونو پسې به نه روانېږي! [/quote:5eeb388d66]
کوم بدعتونه چه کابل جان صاحب ليکلي وه ، په پښتنو په ټولنه کښي وجود
نه لري ، هو ! په هند او بنګلدېش  کي ممکن وه ، خو نن هلته هم د داسي 
نظر او فکر خلګ نور نسته ، چه داسي فکر دي  وکړي چه که ښځه له کوره 
ووتل ، اودس ئې ماتيږي 
يوه زمانه وه چه يهودو د خپلو سره د حيض په ورځو کښي  پر يوه دسترخوان 
ډوډي نه خوړل ، او بعضو خبري هم نه ورسره کولې 
نن يهودو هم د داسي اعمالو لاس اخستی ، د اسلام له برکته 

هره زمانه ځان ته نوي بدعتونه زېږوي ، بدعتونه مري او زيږي 
مړه بدعتوتونه پردي دي ، په لوی لاس ځان شهيدول (اشتهادي ) بدعت دی 
ولي چه د نفس ساتل له مرګه واجب دي ، که پر کوښښ سربېره بيا 
شهيد سو ، نو مبارک شه ،بسمه تعالی - ولا تقولوا لمن يقتل في سبيل الله اموات بل احياء ولكن لا تشعرون


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more