نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پښتون زلمی
10.08.2008
[quote:94a4f99ca5="pattang"]نه داسې نده :
دين او ملت هر يو وخت يو ځای دي او وو٠ هريو دازادي حرکت اسلامي وو(تاريخ به به نه هېره وو) او که غېرې اسلامي وو نو هغه دکورنۍ او قومي ګټو په اساس وو خوملي بڼه يې نه درلوده ٠ دغېرې اسلامي قواوو په ضد دازادۍ پاڅون هر وخت
اسلامي وو٠ دملت د ازادۍ پېژندنه اوس د اسلام له سوري لاندې روانه ده٠ په
سيکولار ه (secular) ټولنه کې دا شی امکان لري خو په افغانستان کې سيکولاره
ټولنه امکان نلري ٠
[color=white:94a4f99ca5]له بلې خوا کوم ملت پالونکي دهېواد د ې ازادۍ په لوري په داخل
او په خارج کې بېرغ پورته کړی ? دالر له امريکې وهي ، طالب د پاکستان او isi لښکرمعرفي کوي او بس دا دې ملتپالو شعاردی٠ [/color:94a4f99ca5]
دډېورن کرښه دپښتنو تر منځ خبره ده هغه تر پاکستان او افغاستان پورې مربوطه
نده ٠دپښتنو ازادي نه پنجابيان او نه يې افغانستان په نني شکل اوپه تېرو شکلو غوښته او نه يې غواړي٠
دپاکستان سره ښه مناسبات دپښتنو په ګټه دي او بد مناسبات اوس او تر يو مالوم
(.....) وخت پورې د پښتنو په نقص دي اودنوروقومونو په ګټه٠
[quote:94a4f99ca5="Ghairat"][quote:94a4f99ca5]موږ مسلمان افغانان بايد او بايد د خپل دين او وطن ساتنه وکړو. .په خاصه توګه په دې اوسنيو شرايطو کي چي زموږ د دين دښمنان زموږ د ديني هويت د له منځه وړلو تلاش کوي او زموږ ملي دښمنان زموږ د ملي هويت د له منځه وړلو لاري چاري لټوي . . [/quote:94a4f99ca5]
د بحث ګرانو او منلوګډونوالو ته سلام !
د وطن ساتنه خو لومړی ملی دنده ده او د دین ساتنه اسلامی. خو تاسو دواړه یو برابر او یواځې په مسلمان افغان ور غورځولې دي . حال داچې وطن او دین دوه بیلې خبرې دي : که اسلام څپاند ه مسلط وي د مسلمان په توګه یې ښایی څوک هم بیا پوښتنه ونکړي چې واکمن مو عرب (اسامه) دی که پنجابی (ISI)، او له همدې نیمګړتیا او خالیګاه څخه پنجابیان ګټه پورته کوی او د دین او اسلام په په پلمه مو د طالب په مرسته پر وطن خپله واکمنی رامنځته کوي یا لږ تر لږه غواړي د وطن ستره برخه لره پښتونخوا د ډیورن د کرښې په تحمیلولو سره د طالب په زور له خپل ستونی تیره کړي. نو نتیجه داچې د اسلام په نامه راڅخه وطن له لاسه درومی ولې برعکس د وطن او ملت په نامه پاڅون کې راڅخه څوک اسلام نشي اخیستلای ، بلکې هم ملت او وطن او هم مو د اسلام سپیڅلی دین ساتل کیږي!
نو دطالب دا روانه جګړه یواځې د امریکایانو او نورو بهرنی ځواکونو پر ضد نه، بلکې د وطن بشپړتیا او ملی واکمنۍ ته هم ګواښ دی، خو که د ملی پاڅون بڼه خپله کړي د پاکستان په شمول د هرې بهرنۍ لاسوهنې پر ضد راوڅرخی ، نو هله به یې په ټول افغانان ملاتړ وکړي او دمقاومت یا پاڅون لیکو ته به ورودانګی !
و من الله التوفیق ![/quote:94a4f99ca5][/quote:94a4f99ca5]
محترم پتنګ صیب
څومره ښکلې، ښایسته او دسیاسي بصيرت نه ډکې خبري دي
خو کاشکې چې ستاسو خوشبيني دحقيقت دځمکې سره اړخ لګولي.
دلته په پاکستان کې هغه چا ته دځان سمبالولو او دعملیاتو ترسره کولو اجازه ورکول کيږي ، چې د آي اس آي کارټ ورسره وي ، او هر ګام دآي اس آي په رهبرۍ پورته کوي
خپلواک مجاهدینو ته هیڅکله وخت نه ورکول کيږي ، او په رنګا رنګ تهمتونو ترې
سرونه پرې کوي.
دغه خلک که وغواړم نومونه يي هم اخیستلې شم دآي اس آي کارټونه په جیب کې ګرځوي ، او په ټول پاکستان کې له ځانه سره وسلي هم ګرځوي ، او حتی چې ګاړي يي نمبر پليټي هم نه لري ، خو چیرته چې يي پوليس ودروي ، نو دکارټ ليدلو وروسته
ورته په دواړو لاسونو سلوټ و هي.
دامريکي په ضد جګړه ، مقاومت، جهاد، او سولیيزه مبارزه ټول دافغانانو حق دې او بايد رهبري يي هم دافغانانو په لاس کي وي ، ځکه چې افغانستان ته په بدمعاشۍ دامریکایانو راتګ ته هيڅوک نشي کولاي چې پرتوګ جوړ کړي، امریکا اشغال کړې ، ظالمانه غیر قانوني حمله يي کړې، نو افغانان حق لري چې په هره وسیله له ځان څخه دفاع وکړي،
خو که چیري لږ وروسته لاړ شو، نو دافغان روسيي جګړي څخه مخکې چې څه جګړي شوي دي، ټولو اسلامي افغاني بڼه درلوده، او دغه کار يي دکاميابتیا سبب هم وو.
په منطقه کې امريکايي وجود او هندي نفوذ دپاکستان لپاره خطر دی، نو څنګه چې دافغانانو او پاکستانیانو یو مشترک دښمن دی، نو په ګډه دې سره لاس ورکړي ، خو پاکستان هیڅکله دا حق نه لري چې ددغې جګړي واګي په لاس کې واخلي، او افغانان دخپلو مفادو لپاره دنانځکو په څیر استعمال کړي.
پتنګ صیب
ماته ژوندي احوال رارسیږي ، دي آی اس آي دومره مجاهدین تر تیغه تیر کړل، چې حد يي نشته ، ځکه چې هغوي دخداي لپاره جګړه کوله ، دآي اس آي تخریبي رهبري يي نه تعقیبوله ،
نو سزا يي دا شوه چې شهیدان يي کړل ، په ډیره وحشیانه توګه يي په دې پيښور ، باجوړ، او مومند ایجنسۍ کې ووژل، ځیني تنکي ځوانان ورسره تر اوسه ورسره بندیان دي ، دشکنجو لاندي نیولي دي.
څو ورځي مخکې خبر شوم چې ځيني يي راخلاص کړي ، په چا يي لاسونه مات کړي دي، په چا يي ملا ګانې ماتي کړي دي
دا خبره اوسنۍ نه ده ، دا خبره ډیر له مخکې روانه ده ، خو دغه ځوانانو حال نه وایه چې حالت به نورمال شي ،،،،،،،
نو ولې دغه افغانان چې دامريکي په ضد جګړه کوي، په زغرده پاکستانیانو ته نه وايي، چې دا ځمونږ ددواړو مصلحتي جګړه ده ، تاسو مونږ سره دګډ هدف لپآره
مرسته کولاي شۍ، خو ځمونږ رهبري به خپله وي ، او که داسې نه وي ، نو دا جګړه ښکاره خبره ده چې ځمونږ په ګټه نه ده ، او نه يي نتیجه مونږ ته لاس ته راځي ،
نو تاسو تور مخي پنجابیان تکړه شۍ ، او که ځان کې جس وينۍ نو میدان ته راشۍ
خداي دی رحم وکړي
پښتون زلمی
10.08.2008
وروڼه دې نه خفه کيږي
زه دا هم وايم چې کاشکي دې پنجابو کې دومره زړه خوږ وايي چې دا افغانستان
يي په پاکستان کې مدغم کړي واي ، او مونږ ته يي داسې حقوق راکړي واي څنګه يي چې
پنجابي له ورکړي دي ،
خو نه ،
پاکستان دا هم نه غواړي ، پاکستان غواړي چې افغانستان لکه د آزاد کشمیر
غوندي یو آزاد افغانستان وي چې دکشمیر غوندي یو سردار په کې ناست
وي ، پیسه په کې کلداره چلیږي ، فرمان په کې داسلام آباد چلیږي،
دپاکستان جوړه مرداریږي په کې خرڅیږي ، بس دپاکستان دسوداوو لپاره یو تور
بازار وي ، له ټولې نړۍ سره يي رابطی شلیدلي وي، او په بله نړۍ کې یو بیل ژوند
وي، ،
دغه ده دپاکستان مبتغا
pattang
10.08.2008
وروره خبرې به منطقي کوو :
نوچې داسې دی څه دې وشي ? ملتپال ولي خپل سرونه ،نه پورته کوي ولې ميدان
ته نه را وزي ? ولي د اجنټ کرزي دولت نه تخريبه وي ? ولې جلا وطنه دولت که څه
هم سيمبوليک شکل به ولري نه جوړوي ? يواځي isi او طالب د حل لاره نده
بلکې قاطع يرېکړه په کار ده ٠
دا خوډېره دخندا خبره ده :
نن طالب ډېر تخريبيږي کوم چې شايد ? په راتلونکي کې
دځينوپه عقيده مذدور وخيځېږي ، خو هغو مذدورانو ته چې اوس په قدرت
او له اشغالګرو حمايه کېږي پټې خولې نيولې ٠
که د طالبانو په مشر تابه دغلامي لاسليک سبوت شي نو بيا به دوی دهر وخت لپاره مختوري وي اوکه يواځي دراتلونکيو ښورو ابطوپه خاطر پاکستان له طالبانوسره مرسته کوي او يودوست غربي ګاونډی هېوادځانته پيداکوي نولدې
نه خوښه کار نشته داسې مرستې هم کتابي او تاريخي دي٠
[quote:72a597fdc0="افغان پښتون"][quote:72a597fdc0="pattang"]نه داسې نده :
دين او ملت هر يو وخت يو ځای دي او وو٠ هريو دازادي حرکت اسلامي وو(تاريخ به به نه هېره وو) او که غېرې اسلامي وو نو هغه دکورنۍ او قومي ګټو په اساس وو خوملي بڼه يې نه درلوده ٠ دغېرې اسلامي قواوو په ضد دازادۍ پاڅون هر وخت
اسلامي وو٠ دملت د ازادۍ پېژندنه اوس د اسلام له سوري لاندې روانه ده٠ په
سيکولار ه (secular) ټولنه کې دا شی امکان لري خو په افغانستان کې سيکولاره
ټولنه امکان نلري ٠
[color=white:72a597fdc0]له بلې خوا کوم ملت پالونکي دهېواد د ې ازادۍ په لوري په داخل
او په خارج کې بېرغ پورته کړی ? دالر له امريکې وهي ، طالب د پاکستان او isi لښکرمعرفي کوي او بس دا دې ملتپالو شعاردی٠ [/color:72a597fdc0]
دډېورن کرښه دپښتنو تر منځ خبره ده هغه تر پاکستان او افغاستان پورې مربوطه
نده ٠دپښتنو ازادي نه پنجابيان او نه يې افغانستان په نني شکل اوپه تېرو شکلو غوښته او نه يې غواړي٠
دپاکستان سره ښه مناسبات دپښتنو په ګټه دي او بد مناسبات اوس او تر يو مالوم
(.....) وخت پورې د پښتنو په نقص دي اودنوروقومونو په ګټه٠
[quote:72a597fdc0="Ghairat"][quote:72a597fdc0]موږ مسلمان افغانان بايد او بايد د خپل دين او وطن ساتنه وکړو. .په خاصه توګه په دې اوسنيو شرايطو کي چي زموږ د دين دښمنان زموږ د ديني هويت د له منځه وړلو تلاش کوي او زموږ ملي دښمنان زموږ د ملي هويت د له منځه وړلو لاري چاري لټوي . . [/quote:72a597fdc0]
د بحث ګرانو او منلوګډونوالو ته سلام !
د وطن ساتنه خو لومړی ملی دنده ده او د دین ساتنه اسلامی. خو تاسو دواړه یو برابر او یواځې په مسلمان افغان ور غورځولې دي . حال داچې وطن او دین دوه بیلې خبرې دي : که اسلام څپاند ه مسلط وي د مسلمان په توګه یې ښایی څوک هم بیا پوښتنه ونکړي چې واکمن مو عرب (اسامه) دی که پنجابی (ISI)، او له همدې نیمګړتیا او خالیګاه څخه پنجابیان ګټه پورته کوی او د دین او اسلام په په پلمه مو د طالب په مرسته پر وطن خپله واکمنی رامنځته کوي یا لږ تر لږه غواړي د وطن ستره برخه لره پښتونخوا د ډیورن د کرښې په تحمیلولو سره د طالب په زور له خپل ستونی تیره کړي. نو نتیجه داچې د اسلام په نامه راڅخه وطن له لاسه درومی ولې برعکس د وطن او ملت په نامه پاڅون کې راڅخه څوک اسلام نشي اخیستلای ، بلکې هم ملت او وطن او هم مو د اسلام سپیڅلی دین ساتل کیږي!
نو دطالب دا روانه جګړه یواځې د امریکایانو او نورو بهرنی ځواکونو پر ضد نه، بلکې د وطن بشپړتیا او ملی واکمنۍ ته هم ګواښ دی، خو که د ملی پاڅون بڼه خپله کړي د پاکستان په شمول د هرې بهرنۍ لاسوهنې پر ضد راوڅرخی ، نو هله به یې په ټول افغانان ملاتړ وکړي او دمقاومت یا پاڅون لیکو ته به ورودانګی !
و من الله التوفیق ![/quote:72a597fdc0][/quote:72a597fdc0]
محترم پتنګ صیب
څومره ښکلې، ښایسته او دسیاسي بصيرت نه ډکې خبري دي
خو کاشکې چې ستاسو خوشبيني دحقيقت دځمکې سره اړخ لګولي.
دلته په پاکستان کې هغه چا ته دځان سمبالولو او دعملیاتو ترسره کولو اجازه ورکول کيږي ، چې د آي اس آي کارټ ورسره وي ، او هر ګام دآي اس آي په رهبرۍ پورته کوي
خپلواک مجاهدینو ته هیڅکله وخت نه ورکول کيږي ، او په رنګا رنګ تهمتونو ترې
سرونه پرې کوي.
دغه خلک که وغواړم نومونه يي هم اخیستلې شم دآي اس آي کارټونه په جیب کې ګرځوي ، او په ټول پاکستان کې له ځانه سره وسلي هم ګرځوي ، او حتی چې ګاړي يي نمبر پليټي هم نه لري ، خو چیرته چې يي پوليس ودروي ، نو دکارټ ليدلو وروسته
ورته په دواړو لاسونو سلوټ و هي.
دامريکي په ضد جګړه ، مقاومت، جهاد، او سولیيزه مبارزه ټول دافغانانو حق دې او بايد رهبري يي هم دافغانانو په لاس کي وي ، ځکه چې افغانستان ته په بدمعاشۍ دامریکایانو راتګ ته هيڅوک نشي کولاي چې پرتوګ جوړ کړي، امریکا اشغال کړې ، ظالمانه غیر قانوني حمله يي کړې، نو افغانان حق لري چې په هره وسیله له ځان څخه دفاع وکړي،
خو که چیري لږ وروسته لاړ شو، نو دافغان روسيي جګړي څخه مخکې چې څه جګړي شوي دي، ټولو اسلامي افغاني بڼه درلوده، او دغه کار يي دکاميابتیا سبب هم وو.
په منطقه کې امريکايي وجود او هندي نفوذ دپاکستان لپاره خطر دی، نو څنګه چې دافغانانو او پاکستانیانو یو مشترک دښمن دی، نو په ګډه دې سره لاس ورکړي ، خو پاکستان هیڅکله دا حق نه لري چې ددغې جګړي واګي په لاس کې واخلي، او افغانان دخپلو مفادو لپاره دنانځکو په څیر استعمال کړي.
پتنګ صیب
ماته ژوندي احوال رارسیږي ، دي آی اس آي دومره مجاهدین تر تیغه تیر کړل، چې حد يي نشته ، ځکه چې هغوي دخداي لپاره جګړه کوله ، دآي اس آي تخریبي رهبري يي نه تعقیبوله ،
نو سزا يي دا شوه چې شهیدان يي کړل ، په ډیره وحشیانه توګه يي په دې پيښور ، باجوړ، او مومند ایجنسۍ کې ووژل، ځیني تنکي ځوانان ورسره تر اوسه ورسره بندیان دي ، دشکنجو لاندي نیولي دي.
څو ورځي مخکې خبر شوم چې ځيني يي راخلاص کړي ، په چا يي لاسونه مات کړي دي، په چا يي ملا ګانې ماتي کړي دي
دا خبره اوسنۍ نه ده ، دا خبره ډیر له مخکې روانه ده ، خو دغه ځوانانو حال نه وایه چې حالت به نورمال شي ،،،،،،،
نو ولې دغه افغانان چې دامريکي په ضد جګړه کوي، په زغرده پاکستانیانو ته نه وايي، چې دا ځمونږ ددواړو مصلحتي جګړه ده ، تاسو مونږ سره دګډ هدف لپآره
مرسته کولاي شۍ، خو ځمونږ رهبري به خپله وي ، او که داسې نه وي ، نو دا جګړه ښکاره خبره ده چې ځمونږ په ګټه نه ده ، او نه يي نتیجه مونږ ته لاس ته راځي ،
نو تاسو تور مخي پنجابیان تکړه شۍ ، او که ځان کې جس وينۍ نو میدان ته راشۍ
خداي دی رحم وکړي[/quote:72a597fdc0]
پښتون زلمی
11.08.2008
[quote:b7291b4c4b]
اوکه يواځي دراتلونکيو ښورو ابطوپه خاطر پاکستان له طالبانوسره مرسته کوي او يودوست غربي ګاونډی هېوادځانته پيداکوي نولدې
نه خوښه کار نشته داسې مرستې هم کتابي او تاريخي دي٠
[/quote:b7291b4c4b]
كـــــــــــــــــــــــــاش چــــــــــى داسي واي
او يا داســــــي وشــــــــــــــــــــــــــــــــــي
Ghairat
11.08.2008
ښايي دا ليکنه مو ډيرې پوښتنې ځواب کړي :
فاسد پاکستاني جاسوسان د طالبانو سره مرستې کوي. د سن ډی ټایمز تبصره
ژباړه او لنډیز: الهام الحق یاسیني
د تېرې یکشنبې په ورځ سن دي ټایمز – چې له لندن څخه په انګلیسي ژبه خپرېږي – په افغانستان کې د پاکستان د څارګرې ادارې آی ایس آی د رول او په دې اړه د پاکستان ، متحده ایالاتو، افغانستان او هندوستان ترمنځ د تاوتریخوالي او بې باورۍ په هکله یو رپوټ خپور کړی دی.
په رپوټ کې راغلي دي چې امریکا په ښکاره ډول د پاکستان څارګره اداره یا ISI تورنه کړې چې په افغانستان کې د ناټو ضد بریدونو کې لاس لري او طالب او القاعده جنګیالو سره د جګړې د دوام په موخه مرستې کوي.
سن ډی ټایمز وايي چې د امریکا ولسمشر د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني ته مخامخ خبردارې ورکړی چې په راتلونکي کې په افغانستان کې بریدونه ونکړي. بوش ګیلاني ته ویلي چې امریکا کره ثبوتونه لري چې د پاکستان څارګرې ادارې ISI په کابل کې د هندوستان د سفارت په چاودنه کې لاس درلود. بوش ګیلاني ته دا هم ویلي چې که چېرته یې بیا داسي ثبوتونه وموندل چې ISI په چاودنو کې لاس لري نو امریکا به یې په ضد جدي ردعمل وښايي.
سن ډی ټایمز وایي چې په دې سفر کې د امریکا د څارګرې ادارې CIA مشر میشل هایډن په کابل کې د هندوستان د سفارت په اړه ګیلاني ته د معلوماتو یوه دوسیه ورکړه چې دا ثابتوي چې د پاکستان څارګرې ادارې ISI د هند د سفارت په چاودنه کې لاس درلود او هم داسې ثبوتونه او معلومات په کې راغونډ شوي چې د طالبانو سره د آی ایس آی دوامداره مرستې ثابتوي.
په دې ثبوتونو کې د آی ایس آی د ادارې د یو کارکونکي داسې تلیفونې خبرې هم شته چې په اسانۍ سره ترې دا جوتېږي چې د هندوستان په سفارت برید آی ایس آی کړی او د چاودنې لارښوونکی او مدبر عقل یا ماسټر ماینډ د همدې ادارې یو کارکونکی دی. په دوسیه کې د آی ایس آی د هغو کارکونکو په هکله معلومات هم شته دی چې افغان او امریکایي ځواکونو په افغانستان کې نیولي دي.
داسې ښکاري چې کوم پاکستاني چارواکي - چې د ولسمشر بوش سره په لیدونکي پاکستانۍ ډله کې مل و - د سن ډی ټایمز خبریالې کریسټینا لامپز ته د کتنې ټول جریان ویلی دی.
کریسټینا لامپز وایي چې پاکستاني وزیرانو ویلي دي چې د واشنګټن څخه سرګردانه راستانه شوي دي. وزیرانو ویلي دي چې د پاکستان او امریکا تر منځ د باور کچه بېخي ټیټه شوې ده ترې چې دوی یې په یو رنګ ټکان ورکوکني حالت کې – چې ویل یې وریتونکی حالت ؤ - واقع کړي دي.
پاکستاني وزیرانو دا هم ویلي دي چې امریکایان د پاکستان په څارګرې ادارې "ډېر ګرم (برګ) ؤ، ډېر زیات ګرم ؤ. کله چې موږ ورڅخه نور معلومات وغوښتل، بوش په خندا شو او ویې ویل: کله چې ستاسو کسانو سره [د ترهګرو په اړه] معلومات شریک کړو نو [ترهګر] تل تښتي." دلته بوش هغه ټکي ته د پاکستانیانو پام راوړولی دی چې آی ایس آی له امریکا څخه معلومات اخلي او مخکې له دې چې امریکایان او ناټو هدفونه بمبار کړي د پاکستان استخبارات يې خبروي او له بمبار څخه مخکې له مخکې ترهګر بمبارېدونکي ځایونه پرېږدي.
د پاکستان د سرحد په ایالت کې د د عوامي ګوند مشر افراسیاب خټک وایي: دلته پوښتنه پیدا کیږي چې ولې د پاکستان د څارګرې ادارې کړنو ته د امریکا دومره وروسته پام شو ؟ افراسیاب خټک وایي چې له کلونو راهیسې موږ دا خبره کوله خو چا پرې غوږ نه ګراوه.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک سنډې ټایم ته ویلې چې د امریکا دا تورونه ناسم دي، "په افغانستان کې اې اس اې هیڅ لاس نه لري."
څه وخت مخکې رحمان ملک په لندن کې د انګلستان د لوړپوړو چارواکو او د هغوی د څارګرې ادارې کسانو سره دا منلي وه چې آی ایس آی د سفارت په چاودنه کې لاس لري. دا لومړی ځل دی چې سپینه ماڼۍ د ۱۱/۹ د پېښې څخه وروسته پاکستان ته مخامخ داسې سپینې خبرې کوي.
په انګلیسي د سن ډی ټایمز پوره رپوټ دلته لوستلی شئ:
http://www.timesonline.co.uk/tol/news/world/article4449330.ece
په درنښت !
Habib Mashaal
11.08.2008
Da laa noror maaloumato lapara dagha link hom
katay shay, ka tawajoh wakrhay no khayee dalchaspa wee!!! :lol:
http://www.destaar.com/hujra/viewtopic.php?t=492
lotfan sara moqaessa wakrhay :lol: :lol: :lol: :lol:
باتور
11.08.2008
بوش دا پورتنۍ خبري صرف د هندوستان د دولت د خوشحالولو لپاره د پاکستان دولت ته کړي، د دې دپاره چي د ګوډاګيانو د دولت او د بوش د نامشروع جنګ د بودجې لپاره يو څوسوه مليونه ډالر ورنه راوباسي. .
په درنښت
pattang
11.08.2008
اول خو دغسې خاص مجلسونه داسې ژر نه مېداني کيږي ، څکه بيا ټول سياسي
ادر او اعتبا ر له منځه ځي٠
پر دې کې خو هيڅ شک نشته چې نه يواځې پا کستان ،بلکې ، ايران ، چين..، عربي شېخان له طالبانو سره مرسته کوي او ټولې مرستي کتابي او تاريخي اورواجي
دملي څارګرو او امنيتي ادارو له خوا څخه اجرا کيږي ،د اخبره خو نوې نده !!!
اصلي اومهمه خبره خوداده چې ايا دد غوضروري مرستو په مقابل کې طالب
څومره اوڅرنګه ځان خرڅوي اوڅه شرائط لري ? ايا دا خرڅول ? په منطقه کې ديوه هوموګېن ،تجارتي، اقتصادي اوښه ګاونډيتوب طبيعت لري او که ډېر نور ??
د ISI سره تماس او خبرې نه توره تبه او نه د HIV-Infektionen / AIDS
ويروس دی چې سړی ترې مرض پېدا کوي ٠
باتور
14.08.2008
زموږګران وطن . . زموږ ناموس دی
http://www.youtube.com/watch?v=B_0tBgHzYcU&feature=related
په درنښت
momtaz
14.08.2008
http://www.youtube.com/watch?v=dY332Xwr_M4&feature=related
pattang
15.08.2008
غږ خو يې هېڅ دکار ندی خو څڼې ښې اړوي () ?
[quote:d9181112a1="momtaz"]http://www.youtube.com/watch?v=dY332Xwr_M4&feature=related[/quote:d9181112a1]