نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
زموږ غــــــــــــــرور څوک نه شي ماتولای !
باتور
01.08.2008
د پکــــــــــــــــــــــــتيا ځوانانو ته !
http://www.youtube.com/watch?v=9iakEfwxhJo&feature=related
په درنښت
باتور
01.08.2008
افرېدو او وزيرو ته !
http://www.youtube.com/watch?v=iDbKoPov8Jg&feature=related
په درنښت
باتور
01.08.2008
که ژاړۍ او که خاندۍ !
http://www.youtube.com/watch?v=Qy_F5n3zpRg&NR=1
په درنښت
باتور
01.08.2008
د ګران وطن د خپـــــــــــــــــــــــــــــــلواکۍ په لار پرمخــــــــــــــــــــــــــــــــــــتګ !!
http://www.youtube.com/watch?v=0s7dI5MMB5U&NR=1
په درنښت
لرغونى
larghonay1
03.08.2008
كه احمد زي دي كه ځاځي دي
منګل ځدراڼ په غورځي كلي ورانوينه
باتوره زه خو دا كار توره نه بولم.
توره كلي جوړول وي نه ورانول. پخوا چې جګړه توره وه نو هغه توره هم خپلو اهنګرانو راته جوړوله اوس خو هم كلاشينكوف او راكټ لانچر پردى دى او هم مفكوره او هدف پردى دى نو نن سبا د يو جګړه مار او راكټ لانچر هيڅ توپير نشته دواړه د نورو له پاره استعمالېږي.
ته يې وشمېره چې همدا سږ كال دې څومره ښوونځي تړلي دي ايا راتلونكې دې څنګه ګورې؟
زه پخوانيو غازيانو ته پوره درنښت لرم خو اوس وخت كې جګړه توره نه ده بلكې زده كړه توره ده. او د جګړې زور مو هم معلوم شو چې له تورو اوبونه يې زمونږ د طالبانو روانې ډاډسنې وويشتې نو په دې خو هيڅ بحث كول هم نه دي پكار.
يوه خبره درته وكړم چې : جنګ په وسله كېږي او ننګ په غله
ګرانه ته نه وسله لرې او نه غلله كوښښ وكړه چې هم وسله وګټې او هم غله او په راتلونكې كې له نړۍ سره خپل وران هيواد سم كړې
په همدې هيله
باتور
03.08.2008
جنګ او جګړه په رښتيا هم له هوښيارو خلګو سره نه ښايي، د هوښيارانو کار پوهې او روزنې ته د لارو چارو برابرول وي چي راتلونکي نسلونه هوسا او راحت ژوند ولري . . ليکن مخکي له دي چي ددي فلسفې جالب محتويات زموږ خړو خوارو بې سواده پښتنو ته بيان کړي، ورشه د نړی هغو پرمختللو روښانفکره باسواده خلګو ته دا بيان وکړه. .
هغو ته ووايه چي د نړی له پرمختلليو هيوادونو سره نه ښايي چي د دنيا تر ټولو بې وزله، جنګ او نېستي ځپلی هيواد تر پښو لاندي کړي او د مظلومو خلګو په رسم او رواج او عنعنو باندي ټوکي ټکالي وکړي. . د غلو او لوټمارانو نه حکومت او سياسي نظام ورته جوړ کړي . .
زموږ له خاوري دي خپل اشغالګر قوتونه وباسي، دا غله او لچکان دي هم ورسره بوځي بيا به موږ هم د وطن د اشغال په اړه څه نه وايو او د وطن د خپلواکۍ نارې به هم نه وهو.
په درنښت
pattang
03.08.2008
[quote:0a00aa0b7e="باتور"]
هغو ته ووايه چي د نړی له پرمختلليو هيوادونو سره نه ښايي چي د دنيا تر ټولو بې وزله، جنګ او نېستي ځپلی هيواد تر پښو لاندي کړي او د مظلومو خلګو په رسم او رواج او عنعنو باندي ټوکي ټکالي وکړي. . د غلو او لوټمارانو نه حکومت او سياسي نظام ورته جوړ کړي . .
[/quote:0a00aa0b7e]
دنړۍ نور هېوادونه خو څکوي، دا خپل مفعول خيل د څه کارونه کوي ? ايادې
دوی کارونه د بشريت او انسانيت په تاريخ کې توره لکه نده ?
نالت په چټلو لاسپوڅيو او اشغالګرو
د هوښيارانو کار پوهې او روزنې ته د لارو چارو برابرول وي چي راتلونکي نسلونه هوسا او راحت ژوند ولري .جنګ او جګړه پ
ع کريم حليمي
03.08.2008
مکرم او محترم باتور صاحب ، ښې هيلي مي ومنه
ليکني چه دي ګورم ساده سړی نه يي ، سل په سل کي پوهېږم
چه طبيعي استعداد لرې او هم صاحب د مطالعې يي ، نو کله چه مي ستاسو
دغه خبره ترسترګه سوه چه ;
[quote:d78e543e46] جنګ او جګړه په رښتيا هم له هوښيارو خلګو سره نه ښايي [/quote:d78e543e46]
يو خو مي خوښه نشوه او بل صحيح خبره هم نده ، جهد، قتل او قتال خو ښايږي
له هوښيار او پوه سړي سره ، کله چه سړی ناپوه وي او په جنګ شروع وکړي
دا جنګ به ئې سر وخوري ، ايا داسي نده ؟؟
او که سر ونه خوړۍ ، ناپوه سړی خو جنګ شروع کولی شي ، او جنګ ته د پای
ټکی نه سي ايښودلی ، شروع خو اسانه ده ختمول او درول ئې عقل ،سواد او
پوهه غواړي ، هم داسي ئې بولې ؟؟
راسه داسي ئې راسره فرض که چه ; دا خارجي عسکر زما تر امر لاندي
او طالبان ستا تر امر لاندي دي
نو راسه چه دا جنګ بند کړو ! څنګه ئې بندوې ، اول خو بايد د جنګ پر
بنديز خبري وکړو او دوهم قدم به پر وتلو خبري وکړي
په ډېره مينه
باتور
03.08.2008
عزتمن او قدرمن حليمي ته .
محترمه وروره !
که ته په خپله د پوهي د نعمت په څادر کي پټ نه وای، نو د نورو د پوهي اندازه به درته معلومه نه وای. . . ستا د پوهي او منطق نه ډک هر اړخيز معلومات زه په ډېر شوق سره لولم او خوند ورنه اخلم.
را به شو ستا خبري ته .
هغه دا چي هوښياران جنګ او جګره کوي او که ناپوهان؟
زما په نظر هوښياران د جنګ لاري چاري او وسايل آماده کوي او ناپوهان د هغو په اشاره جنګ او جګړه کوي .
هوښياران د خپلو خواهشانو او غوښتنو د تحقق لپاره له ناپوهانو نه سوء استفاده کوي. .
زموږ د وطن شرايط فرق لري . . د اشغالګرو دولتونه چي په تخنيکي او علمي لحاظ هوښياران ګڼل کيږي او ځانو ته د نړی او د بشرد حقوقو ټېکه داران هم وايې، په دومره پستي او سپين سترګي زموږ د خاوري د اشغال لپاره له هر وړ درواغو نه د استفادې په ذريعه راغلل ، خپل ناولی او د ملت د ښمن حکومت يې ځای په ځای کړ چي له هر ډول بي ناموسۍ او مردارۍ نه درېغ نه کوي. .
موږ دوی ته د جنګ لپاره نه يو ورغلي، د دوي په خاوره او ښه او بد باندي مو يرغل نه دی کړی . . زموږ جنګ د خپلي خاوري او ناموس نه د دفاع په خاطر ده. . نه د دې دپاره چي د قزاقستان او ترکمنستان تېل او ګاز را خپل کړو.
د جنګ شروع هم موږ نه ده کړي او جنګ ته د ختم ورکولو توان هم زموږ په لاس کي نه ده.
په درنښت
momtaz
04.08.2008
[quote:bd83d89fe5="باتور pattang alias "]را به شو ستا خبري ته .
هغه دا چي هوښياران جنګ او جګره کوي او که ناپوهان؟
زما په نظر هوښياران د جنګ لاري چاري او وسايل آماده کوي او ناپوهان د هغو په اشاره جنګ او جګړه کوي .
[color=blue:bd83d89fe5]هوښياران د خپلو خواهشانو او غوښتنو د تحقق لپاره له ناپوهانو نه سوء استفاده کوي. [/color:bd83d89fe5]. [/quote:bd83d89fe5]
هو پتنګه د باتور تر نامه لاندې دې اوس ورو ورو اصلی څېره څرګندېږي. د همدغه فارمولبندی له مخې ناپوهه تنکی هلکان را ټولوئ او بمونه پرې تړئ چې ځانونه والوځاوي تر څو د آی اس آی غوښتنې چې د افغانانو تباهی ده تر سره شی. دا دﺉ یو ځل بیا د خپلې ډلې د [color=yellow:bd83d89fe5]هوښیارانو[/color:bd83d89fe5] تبلیغاتی ویدیو وګوره چې لافې وهي اوپه ډېر افتخارد ځانوژنې په موخه د نا پوهه، معصومو تنکی هلکانو د غولولو اختراع یوۍ اټومی بټۍ سره مقایسه کوي :
http://www.youtube.com/watch?v=vdyICgsdl5Y&feature=PlayList&p=32EAF9C35296D15F&index=1
[quote:bd83d89fe5="باتور pattang alias "]
زموږ جنګ د خپلي خاوري او ناموس نه د دفاع په خاطر ده.
[/quote:bd83d89fe5]
اوس خوټولو ته څرګنده ده چې د تا دډلې جنګ د پاکستان په ګټه او د افغانستان د تباهۍ لپاره دئ.
تاسو چېرې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې جګړه کړې ده؟ د خپرو شوو تلفاتو څخه څرګندېږي چې ستا د آی اس آی تر نظارت لاندې جګړه یواځې یو هدف لری او هغه د افغانستان تباهی ده او بس!
په سوځول شویو ښوونځیو کې بهرني زده کړه نکوي! دا وژل شوي معلمان او ډاکټران او نور افغانان د افغانانو لپاره وو نه د بهرنیو لپاره ! د تړل شویو ښونځیو له امله د افغان ( په ځانګړي توګه پښتانه)بچي د تعلیم له نعمته بې برخې کېږي ، نه بهرني!
ناموس ناموس وایې، وګوره چې همدا اوس مو پر یوې افغانې کورنۍ څه ماتم بر پا کړ:
[color=blue:bd83d89fe5]سیزده تن به شمول یک عروس و داماد در ولایت قندهار کشته شدند.
تاریخ : Aug 02, 2008
كتگوري : General
منابع : BNA
سیزده تن به شمول یک عروس و داماد در نتیجه انفجار ماین کار گذاری شده در کنار جاده در ولسوالی سپین بولدک ولایت قندهار کشته شدند.جنرال عبد الرزاق رئیس ارکان لوای سرحدی گفت: موتر عروس و داماد با اقاربش در حالیکه از ولسوالی معروف به ولسوالی سپین بولدک روان بود در منطقه لوی کاریز باماین جاسازی شده از سوی تروریستان تصادم نمود .و گفت: در میان کشته شده گان عروس ، داماد و هفت زن و طفل دیگر شامل است.در این حادثه شش نفر بشمول سه زن نیز مجروح گردیده اند. [/color:bd83d89fe5]
پتنګه په دې بلې ویدیو کې څرګندېږي چې [color=yellow:bd83d89fe5]هوښیارانو[/color:bd83d89fe5]ځانوژونکې ډلې بیلابېلو هېوادونو ته واستولي دي.
http://www.youtube.com/watch?v=dhqPJCdj42I&feature=PlayList&p=32EAF9C35296D15F&index=2
داسې ښکاری چې د جرمنی د ډلې مشرتابه ستا په غاړه وي!
په فارسی کې یو متل دی چې وایي:
ملخک یکمرتبه جست، دو مرتبه جست آخر به دست !
larghonay1
04.08.2008
باتور صيب ګل خبره دې كړې ده له هيڅ دليل ويلو پرته يې درسره منم
اقتباس
زما په نظر هوښياران د جنګ لاري چاري او وسايل آماده کوي او ناپوهان د هغو په اشاره جنګ او جګړه کوي .
هوښياران د خپلو خواهشانو او غوښتنو د تحقق لپاره له ناپوهانو نه سوء استفاده کوي. . )
دا پورته جمله څو څو ځله ولوله بېخي سمه دې ليكلې ده ته او خداى پاكستان او امريكا دواړه او حتى انګليس او نور يې له طالبانو همداسې ناوړه ګټه يا ستا په اصطلاح سوء استفاده نه كوي؟
نور نو د محترم حليمي صاحب او ممتاز خبرې زه هم تاييدوم .
pattang
04.08.2008
ما مجبوره وې چې په کلاسيکه پښتوځواب درکم خودابه په عصري پښتنو بده
ولګيږي !٠
که پتنګ باتور دی او که ندی دواړه دهېواد دازادۍ لپاره او داشغالګرو دظلم او
ناروا په هکله تر خپله وسه پورې ليکنې کوي ٠ دا حقوق له مونږ نه هيڅوک هم نشي
اخيسی او که په اخيستلويې مړ هم شم دا به زمالپاره وياړ وي٠
نالت په هغه بېکارو مفعولانو چې يوازې په انګليسي ګډ او مات پو هيږي اونور په
هيڅ يوه کار هم نه پو هيږي ، خره به سړي شي خو لاسپوڅي مفعوله کرزيخيل پر دې
٧ کالونو کې تر اوسه د سيستم دجړولو په ډيزاين او پر مانا يې ندي پو هيدلې ٠ دورځې له اشغالګرو پيسې اخلي د شپې غلا وې کوي٠
دمکتبونو نصاب غېرې اسلامي دی په هغه کې ټول غربي کلتور ځای شوی دی بيا
هم که مفعوله جاهلان ، غله، رشوت خواره، بېکاره او جاسوسان ورک شي بيابه
مکتبونه هم نه سوځل کيږي ٠
په ځينې نورو شعارو دې خلک نه غوليږي ، که ته خپله کونه پټه وساتې او واک يې
ستا په لاس شي نو ISI به څه شی وي ?
ښې پلمې ISI اوتروريزم دي چې اشغالګر او بېکاره لاسپوڅي اولسونه پرې غلطوي
او پېسي يې په خپلو جيبونو کې اچوي٠
که وجدان لرې راشه ستا دملګرو کارنامې را وښيه ?
اوس خو يې له بويه ټوله نړۍ په تنګ شوې ده ٠
نالت په مړ سترګيو لا سپوڅيو او اشغالګرو
رحمت دپښتنو په جنګيالويو٠
[quote:22cf74ef5c="momtaz"][quote:22cf74ef5c="باتور pattang alias "]را به شو ستا خبري ته .
هغه دا چي هوښياران جنګ او جګره کوي او که ناپوهان؟
زما په نظر هوښياران د جنګ لاري چاري او وسايل آماده کوي او ناپوهان د هغو په اشاره جنګ او جګړه کوي .
[color=blue:22cf74ef5c]هوښياران د خپلو خواهشانو او غوښتنو د تحقق لپاره له ناپوهانو نه سوء استفاده کوي. [/color:22cf74ef5c]. [/quote:22cf74ef5c]
هو پتنګه د باتور تر نامه لاندې دې اوس ورو ورو اصلی څېره څرګندېږي. د همدغه فارمولبندی له مخې ناپوهه تنکی هلکان را ټولوئ او بمونه پرې تړئ چې ځانونه والوځاوي تر څو د آی اس آی غوښتنې چې د افغانانو تباهی ده تر سره شی. دا دﺉ یو ځل بیا د خپلې ډلې د [color=yellow:22cf74ef5c]هوښیارانو[/color:22cf74ef5c] تبلیغاتی ویدیو وګوره چې لافې وهي اوپه ډېر افتخارد ځانوژنې په موخه د نا پوهه، معصومو تنکی هلکانو د غولولو اختراع یوۍ اټومی بټۍ سره مقایسه کوي :
http://www.youtube.com/watch?v=vdyICgsdl5Y&feature=PlayList&p=32EAF9C35296D15F&index=1
[quote:22cf74ef5c="باتور pattang alias "]
زموږ جنګ د خپلي خاوري او ناموس نه د دفاع په خاطر ده.
[/quote:22cf74ef5c]
اوس خوټولو ته څرګنده ده چې د تا دډلې جنګ د پاکستان په ګټه او د افغانستان د تباهۍ لپاره دئ.
تاسو چېرې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې جګړه کړې ده؟ د خپرو شوو تلفاتو څخه څرګندېږي چې ستا د آی اس آی تر نظارت لاندې جګړه یواځې یو هدف لری او هغه د افغانستان تباهی ده او بس!
په سوځول شویو ښوونځیو کې بهرني زده کړه نکوي! دا وژل شوي معلمان او ډاکټران او نور افغانان د افغانانو لپاره وو نه د بهرنیو لپاره ! د تړل شویو ښونځیو له امله د افغان ( په ځانګړي توګه پښتانه)بچي د تعلیم له نعمته بې برخې کېږي ، نه بهرني!
ناموس ناموس وایې، وګوره چې همدا اوس مو پر یوې افغانې کورنۍ څه ماتم بر پا کړ:
[color=blue:22cf74ef5c]سیزده تن به شمول یک عروس و داماد در ولایت قندهار کشته شدند.
تاریخ : Aug 02, 2008
كتگوري : General
منابع : BNA
سیزده تن به شمول یک عروس و داماد در نتیجه انفجار ماین کار گذاری شده در کنار جاده در ولسوالی سپین بولدک ولایت قندهار کشته شدند.جنرال عبد الرزاق رئیس ارکان لوای سرحدی گفت: موتر عروس و داماد با اقاربش در حالیکه از ولسوالی معروف به ولسوالی سپین بولدک روان بود در منطقه لوی کاریز باماین جاسازی شده از سوی تروریستان تصادم نمود .و گفت: در میان کشته شده گان عروس ، داماد و هفت زن و طفل دیگر شامل است.در این حادثه شش نفر بشمول سه زن نیز مجروح گردیده اند. [/color:22cf74ef5c]
پتنګه په دې بلې ویدیو کې څرګندېږي چې [color=yellow:22cf74ef5c]هوښیارانو[/color:22cf74ef5c]ځانوژونکې ډلې بیلابېلو هېوادونو ته واستولي دي.
http://www.youtube.com/watch?v=dhqPJCdj42I&feature=PlayList&p=32EAF9C35296D15F&index=2
داسې ښکاری چې د جرمنی د ډلې مشرتابه ستا په غاړه وي!
په فارسی کې یو متل دی چې وایي:
ملخک یکمرتبه جست، دو مرتبه جست آخر به دست ![/quote:22cf74ef5c]
باتور
04.08.2008
محترم Larghonay1 ته !
د يوي موضوع د مفهوم نه د افادي لپاره د موضوع ټولي جملې بايد وويل شي او له هغه نه وروسته مطلب سم درک کېدای شي. . دا سي نه چي د چا له خبرو نه صرف هغه څه چي ستاسو له منطق او تګلاري سره سمون خوري راټول کۍ او ورته وليکۍ چي واه واه، هغه ده زما په زړه برابره خبره دي کړي. .
زما مطلب له هوښيارانو نه انګرېزان او د هغو مزدوران (امريکايان) دي . . او له ناپوهانو نه مي مطلب د دوی اجير عسکر دي چي په وړ وړ بهانو يې زموږ د وطن د اشغال لپاره سره را غوڼد کړي.
هوښياران خپلو غوښتنو ته د رسېدلو لپاره له ناپوهانو نه سوء استفاده کوي . . دا خبره زه يو وار بيا هم تائيدوم.
د دې ناپوهانو په ډله کي زموږ د اوسني په اصطلاح حکومت تالۍ څټي هم شامل دي .
په درنښت
باتور
04.08.2008
http://www.youtube.com/watch?v=aj8NsEl2lT0&feature=related
په درنښت
ع کريم حليمي
05.08.2008
مکرم او زړه ته رانيزدې ورور باتور صاحب ، سلامونه او ښې هيلي مي ومنه
السلام عليکم و رحمه الله !
[quote:07e82e1c6c]زما په نظر هوښياران د جنګ لاري چاري او وسايل آماده کوي او ناپوهان د هغو په اشاره جنګ او جګړه کوي .
هوښياران د خپلو خواهشانو او غوښتنو د تحقق لپاره له ناپوهانو نه سوء استفاده کوي. . [/quote:07e82e1c6c]
دغه خبري دي منم ، له هغي زاويې چه له حدف مخالف وي ، اوکه د حدف سره
موافق وي نو بيا دا مطلب او جملې ډيري غلطي او بې اساسه ورته ښکاري
د طلب غورځنګ هم په دې تکيه لري او د کابل حکومت هم پر دې اصولو تکيه
کوي
تاسو هم دقيق منطيقي ،او نقاشې څه کار اخلۍ ، څوک چه تاسو په دښمن نيولی
چه ماته ورکړي او هغوي چه تاسو دښمنان ګڼي هم له هم دې منطيقو او تعريفونو
او نقاشيو کار اخلي ، تاسو في سبيل الله جنګ ته بلني ورکوۍ ، او مخالف
طرف مو ، د ازادۍ د ساتلو له پاره بلني ور کوي ، که د اسلام اصول بېخکي
وکتل سي اسلام هم ازادي راولي او امن راوستل چه د بنده حق پايماله نسي
دوۍ نارې وهي کوچني ماشومان وجنګ ته هڅوۍ ، او هغه خلک چه ځان په
وچه مړۍ نه سي مړولی ، تاسو ئې اولا ترې اخلۍ او هغه ئې هم درکړي چه هم
به ئې اولاد په نس مور سي او هم به کتابي نص زده کړي ٠
او تاسو بيا نارې شروع کړي چه ځوانان ئې په ٧٠٠ ډالره معاش رانيولی ، حال داچه هغوۍ يوه ترجمان ته له ٨٠٠٠٠ $ تر ٢٢٠٠٠٠ $
ډالرو پوري معاش ور کوي ، ستاسو او د دوۍ پر په دې کښي دۍ
چه دوۍ په شنو کاغذنو خلک راګير کړي ، او تاسو ئې د في سبيل الله
په داسي حال کښي هر څوک د دې في سبيل الله د په تعريف او نقاشۍ
درسره موافق نه دي لکه له دوۍ سره چه د ازادۍ په تعريف او تطبق کښي
موافق نه دي
نو راسه ،راسره وه درېږه او زه درته ولاړ يم ، راځه جنګ بند،او څه ډول چه
دغه جنګ درولی سي جنګ ته به د پای ټکی کښېږدو ، او ورسته به
د طبعي حقوقو غوښتني را مخته کړو ، چه ټول بشر که باريان دي که بې باوره
د طبعي حقوقو مخالف نسي کولی ، يو طبعي خبره ده
طبعي غوښتني بېله جنګه لاس ته راځي
پروپاګنډې ته ضروت نه لري
او قتل او قتال ته هم ضرورت نه لري
يو شي ته ډير اشد ضرورت لري چه : تر ډېر حده بايد پاک او صاف و اوسو
طالب جوړه روغه نه کوي او نه امريکا
د قوم زور د خدای زور دي ، که قوم د جوړي او روغي ږغ پورته نه کړي نو
نو داجنګ به شل کاله دوام وکړي ، جنګ په مثال د اور دۍ ، او اور دوږخ دۍ
راځۍ له جنګه لاس واخلو، جهاد به وکړو ، چه تر يوم القيامه پوري ئې د دوام
حق لرو ، جنګيالي قومونه اکثره وخت ورک سي ، او مجاهد قوم هيڅ وخت
ناکامي نه لري ٠
ايا تاسو باتور صاحب شخصا غواړۍ چه جنګ بند سي ؟؟؟
باتور
05.08.2008
محترم او قدرمن حليمي ته !!
ستاسوله دې وړو خبرو نه به تير شو چي اشغالګر يوه ترجمان ته څومره معاش ورکوي او طالبان خلک بي معاشه د في سبيل الله په لارکي را غونډوي . .
ځکه چي دا خپله د دې ويندوي دی چي د اسلام نه د دفاع لپاره مومن مسلمان د ډالرو په خبرو پسې نه ګرځي. .
او دلته خبره نه يواځي له اسلام نه د دفاع ده بلکه د وطن او ناموس خبره هم ده.
را به شو ستا پوښتني ته !
هغه دا چي آيا زه شخصاً د جنګ ختمېدل غواړم او که نه؟
نــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه !!!!
تر څو چي دا ځمـکه اسمان وي
تر څو چي اشغال افغانستان وي
تر څو چي د غلو دولت ودان وي
تل به دا جنـــــــــــــــــــــګ روان وي
په درنښت.
ع کريم حليمي
05.08.2008
محترم او قدرمن باتور ته !!
[quote:08f185e655]هغه دا چي آيا زه شخصاً د جنګ ختمېدل غواړم او که نه؟
نــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه !!!! [/quote:08f185e655]
په ټول روا او مشروع کارونوکي کاميابه اوسې
او الله دي هدايت درته وکړي سره د بنده
larghonay1
06.08.2008
باتور صيب كه د استاد حليمي په خبرو عمل وكړې په ګټه دې دي.
ما ستاسو ټوله ليكنه په غور ولوسته خو ستا دا جمله مې ډېره خوښه شوه (هوښياران خپلو غوښتنو ته د رسېدلو لپاره له ناپوهانو نه سوء استفاده کوي . .)
كه تا په هره موخه ويلې وي دا ډېره ښكلې جمله ده زه يې منم او يو ريښتونى حقيقت دى. د طالب په غاړه كې هم پردۍ وسله او پردۍ پيسې دي او د ملي اردو هم. ملي اردو هم اذانونه او لمونځونه كوي او طالبان يې هم كوي. ملي اردو هم د هيواد او نواميسو ساتلو دعوه كوي او طالبان هم د اسلام او هيوادباټې وهي. اوس لا ملي اردو او طالبان يو توپير لري هغه دا چې ملي اردو د پيسو له پاره څوك نه نيسي خو طالبانو اوس ښۀ سوداګري شروع كړې كه څوك ونيسي او ښې ډېرې پيسې وركړي نو بيا نه جاسوس دى او نه ماسوس او كه ور يې نه كړې نو حلالوي يې. تر ټولو بده لا دا چې افغانان ونيسي نو حلالوي يې او كه بهرنيان د عيسويت د تبليغ له پاره هم راغلي وي نو د پيسو په بدل كې يې پرېږدي.
اوس خو بېخي تر لمر هم روښانه ده چې طالبان او ملي اردو د يوې ونې دوه څانګې دي. دواړو ته انګليسان او امريكا هغه د كابل د مامورينو خبره (اعاشه او اباطه ) وركوي . خو كفار يې همدا مونږ راګېر كړي يو . طالبان مو له يوې خوا وژني او امريكايان له بلې خوا . هاخوا او دېخوا د پښتون په كور كې غم دى. نه د پاكستان د پنجاب نصاب كفري دى او نه د امريكې نصاب كفري دى او نه يې بايد ښوونځي وسوځول شي. بس همدا افغانان او په ځانګړې توګه پښتانه كافر دي چې له هرې خوا بايد وځپل شي.
باتور صيب !
زه بيا هم ستاله ليكنې همدا يوه په زړه پورې جمله را اخلم چې: (هوښياران خپلو غوښتنو ته د رسېدلو لپاره له ناپوهانو نه سوء استفاده کوي . .)
دا ډېره بشپړه جمله ده كيداى شي تاسو ترې يو تعبير وكړئ خو د ملايانو خبره دومره مانع او جامع جمله ده چې هر ناپوهه ترې مراديداى شي. كه هرڅوك د نورو د ګټو له پاره جنګېږي هغه ناپوه دى. بلكې زه خو د يو راكټ لانچر او د هغه ځوان هيڅ توپير نه شم كولى چې د بل لپاره ډزېږي.
باتور
07.08.2008
محترم او قدرمن لرغوني ته !
زما هم ستاسو دا لاندي جمله خوښه شوه .
زه خو د يو راكټ لانچر او د هغه ځوان هيڅ توپير نه شم كولى چې د بل لپاره ډزېږي.
محترمه وروره !
که راکټ لانچر دی او که ځوان. . دواړه د خدای پاک د حکمتونو او نعمتونو د سخاوت له برکته حاصل دي. .
موږ مسلمان افغانان بايد او بايد د خپل دين او وطن ساتنه وکړو. .په خاصه توګه په دې اوسنيو شرايطو کي چي زموږ د دين دښمنان زموږ د ديني هويت د له منځه وړلو تلاش کوي او زموږ ملي دښمنان زموږ د ملي هويت د له منځه وړلو لاري چاري لټوي . .
په درنښت
pattang
07.08.2008
لرغونی صېب سلام عليکم !
باتورخو ګل خبرې کوي ، دافغانستان د مسئلې سياسي حل خو لاسپو څيو، بېکارو، رشوتخورو او د هغوی ساتونکيو اشغالګرو شعوري يوه Dilemma ګرزولې ، ځکه لاسپوڅي او اشغالګر ګډ اقتصادي هدفونه لري دا چې اولس له معنوياتو او مادياتو لويږي دې دوی لپاره کومه مانا نلري٠
د ا Dilemma حل نلري تر څو چې مسير (څرک) (که دائروي حرکت فرض کړو ) ته يې په زور تغير ور نکړو او مات يې نکړو٠
زه ګمان نکوم چې اشغالګر له ملت او پا څون سره د خبرولار ونيسي ٠
نو که تاسو کومه معجوزه لرۍ راميدان ته يې کړۍ٠
Ghairat
07.08.2008
[quote:3367a34d81]موږ مسلمان افغانان بايد او بايد د خپل دين او وطن ساتنه وکړو. .په خاصه توګه په دې اوسنيو شرايطو کي چي زموږ د دين دښمنان زموږ د ديني هويت د له منځه وړلو تلاش کوي او زموږ ملي دښمنان زموږ د ملي هويت د له منځه وړلو لاري چاري لټوي . . [/quote:3367a34d81]
د بحث ګرانو او منلوګډونوالو ته سلام !
د وطن ساتنه خو لومړی ملی دنده ده او د دین ساتنه اسلامی. خو تاسو دواړه یو برابر او یواځې په مسلمان افغان ور غورځولې دي . حال داچې وطن او دین دوه بیلې خبرې دي : که اسلام څپاند ه مسلط وي د مسلمان په توګه یې ښایی څوک هم بیا پوښتنه ونکړي چې واکمن مو عرب (اسامه) دی که پنجابی (ISI)، او له همدې نیمګړتیا او خالیګاه څخه پنجابیان ګټه پورته کوی او د دین او اسلام په په پلمه مو د طالب په مرسته پر وطن خپله واکمنی رامنځته کوي یا لږ تر لږه غواړي د وطن ستره برخه لره پښتونخوا د ډیورن د کرښې په تحمیلولو سره د طالب په زور له خپل ستونی تیره کړي. نو نتیجه داچې د اسلام په نامه راڅخه وطن له لاسه درومی ولې برعکس د وطن او ملت په نامه پاڅون کې راڅخه څوک اسلام نشي اخیستلای ، بلکې هم ملت او وطن او هم مو د اسلام سپیڅلی دین ساتل کیږي!
نو دطالب دا روانه جګړه یواځې د امریکایانو او نورو بهرنی ځواکونو پر ضد نه، بلکې د وطن بشپړتیا او ملی واکمنۍ ته هم ګواښ دی، خو که د ملی پاڅون بڼه خپله کړي د پاکستان په شمول د هرې بهرنۍ لاسوهنې پر ضد راوڅرخی ، نو هله به یې په ټول افغانان ملاتړ وکړي او دمقاومت یا پاڅون لیکو ته به ورودانګی !
و من الله التوفیق !
ع کريم حليمي
07.08.2008
مکرم پتنګ صاحب سلامونه مي ومنه ، سربېره پر دې چه زه تاسو ته ډېر احترام
ستاسو دغه جمله (زه ګمان نکوم چې اشغالګر له ملت او پا څون سره د خبرولار ونيسي ) ده منلو نده ، او هر وخت غلطه وه او غلطه به وي
که چيري تاسو دا پورته جمله داسي ليکلې وای چه :ګمان کوم چې اشغالګر له ملت او پا څون سره د خبرولار ونيسي
نو بيا کومه خبره نه وه ولي چه ګمان همېشه درواغ خېژي ، ګمان رشتيا نه وي
اول هم خبري کيږي او اخر به هم خبري کيږي ، روس په هغه غريبه ورځ چه خورک
ئې پټاټې وې شل کاله ئې جنګ وکړ ، او ورسته تر خبرو چه ټول همسايه
ملکونه ئې پر يوه مېز سره کښېنول نو روس او امريکا جوړه وکړه ،خبري
ئې خلاسي کړي بيا نو روس ووتلۍ ، او امريکايي عسکر چه پيپ سۍ چيښي
او b52 ئې پر سر ګرځي درې سوه مليونه نفوس لري او دده ډالر پر نړۍ چليږي
طالب هم معامله په ډالر کوي ٠ که فرضاطالب سهار و امريکا ته شکست ورکړي
امکان نسته چه بې خبرو او بې ګيردي مېزه او بې امضاوو دي وو ځي
خبرو ته نه کښېنستل د بيعلۍ علامه ده ، چه يو لور ئې تر ملا وي په سپکه
مه ورته ګوره (له هغه ئې مه رغوه )
روغه او جوړه فرض ده ، جوړه او روغه معنی خبري ، معجزې ته ضرورت نسته
که خبرو نتيجه ورګړه ښه تر ښه ، که نه ، په اس نه پوهېږو او د جنګ نو زامن
يو ، که خبرو نتيجه ورنه کړه ، جنګ خو دی په لاس کي دۍ ٠
نو که چا جوړه نه غوښته زه هم درسره د رېږم
د بازاره ووځه له نرخه به نه وزې ، خبرو ته ناسته ضرور ده
ع کريم حليمي
08.08.2008
[quote:65b1ea0642] (که دائروي حرکت فرض کړو ) [/quote:65b1ea0642]
مکرم پتنګ صاحب پسله سلامه غرض کوم ، واقعا يو دائره وي حرکت باندي
سره راڅرخي
پرون روس حمله وکړه ، امريکا سلاس راکړ ،په افغاني مړانه او د امريکا د
سټنګر په سبب ، روس ماته وخوړه ، هغه! لاس چه ئې راکړي وو ، نن ورسره
لاس په ګرېوان ياست ، او نن بيا روس او ايران لاس در کړی او کومک کوي
د جګياليو سره ، که امريکا پسله شل کاله ماته وخوړه ، نو بيا به د خيره
که رب غوښتي وي ، نو به له ايران سره لاس په ګرېوان سي ، او بيا به روس
لاس درکړي که خدای غوښتي وي ،ايران ته به ماته ورکړي ، تکرار
دې ته وايي دايره وي حرکت
په ګټه کښي به اهو پابريکه وتړل سي ، د پلاستک پاکستانۍ چپکي به په
پښو کوو ، ګلبهار به وتړل سي ، پاکستانۍ بټېرا به رانيسو ، د لښکر ګاه د
غوړو پابريکه به وتړل سي ، که خدای غوښتي وي ، نو ډالډا به خورو
او دغه سي به روان يو 180 درجې چه په مخه راځي او په درد مو خوري هغه
به له منځه وړو ، او د ١٨٠ درجې حرکت پای هم نامعلومه ،
ربه ! موږ خو ئې چپه وهو ! ته ئې په غيبو راراسته که ٠ خدايه ! دوئ چه ډز
وهي ، موږ ئې شل وژلي يوو ، او موږ ډز ګړو ، هم مو خپل سل وژلي
يا ربه ! چپه بېړۍ مو ته را راسته کړې
يا الله هرڅه چه راسره کړې ، دغه غرور مه راڅه اخله ، بل څه خو نه لرو الحمدالله
pattang
10.08.2008
قدرمندحليمي صېب سلا م عليکم!
خبره دې په پرينسيپ کې درسته ده خو په عمل کې نه :
امريکا يو ظالم قوم دی چې تهداب يې په ظلم کېښودل شوی دی ، ازادي ، ښه ژوند
هغوی د ځان لپاره غواړي نه دنورو انسانانو لپاره ٠ تاسو محترم يو وار تاريخ ته
وګورۍ ! امر يکا سوله کوي په مېز کښېني خوپه خپله ګټه اودنورو په نقص ٠
افغانانو نه ترور کړی او نه له دې لعين ابليس سره کوم کار لري ولې يې افغانستان
اشغال کړی او اولس يې داسې وژني لکه چر ګان ٠
دامريکا ډېرې انتي بشري dignity ، انتي civilization جنايتونه :
په جاپان د دو اتومي بمونو غورځول وو چې په يوه کې 145000 او په بل کې
85000 [color=red:560c3c9f53] اولسي [/color:560c3c9f53]انسانان مړه شول او لا اوس هم مري ٠
- د کوريا او ويتنام جنګونه
- د cia فسق او فساد هر چېرته
- داسرائيلو پيدا يشت
- د ابو غريب بنديخانه او دهغې نوي دظلم او تحقير مېتودونه
- په جنوبي امريکا کې ظلم او کودتاوې او نور د cia
- ګوانتانامو د انسانيت او حقوقيت ضد کارونه او دا ټول ديموکراتي تر بېر غ لاندې
[color=brown:560c3c9f53] دامريکا يوه نوې انتي انساني اوحقوقي ډرامه ::[/color:560c3c9f53]
هغه دګوانتينامو بنديان چې دکو مو محکمه ګناه سبوت نشي کړی ، سره لدې بايد ازاد نشي ځکه دوی د بشريت لپاره خطر نا ک دي ٠??
داسې بربريت هم چېرې شته ??
امريکا د خپل سياسي او اقتصادي business لاره ، که حق وي او که نا حقه کلکه
ساتي ، که طالبانو په بوستن کې له اونيکال سره قرارداد کړی وی نو اوس به هم
فعاله وو٠
زه ګمان نکوم چې پاکستان به په افغانستان باداري وکولی شي ، څکه چې زوی
هيڅ وخت دا په پلار نده کړې ، هوپاکستان ډېره علاقه لري چې غربي سرحدته يې دوست هېواد وي او دا دپښتنو په ګټه هم ده ٠
نوره ټوله دغيرې پښتني قومونو پرو پاګنده ده چې هغوی تل پښتانه له پاکستان
سره تړي ، چې اقليت يې خراسان غواړي اوبل اکسريت يې افغانستان غواړي خو
بېله پښتنو او يا که بيا وي نو د تاجک په کلتور او جامه کې٠
[quote:560c3c9f53="ع کريم حليمي"]مکرم پتنګ صاحب سلامونه مي ومنه ، سربېره پر دې چه زه تاسو ته ډېر احترام
ستاسو دغه جمله (زه ګمان نکوم چې اشغالګر له ملت او پا څون سره د خبرولار ونيسي ) ده منلو نده ، او هر وخت غلطه وه او غلطه به وي
که چيري تاسو دا پورته جمله داسي ليکلې وای چه :ګمان کوم چې اشغالګر له ملت او پا څون سره د خبرولار ونيسي
نو بيا کومه خبره نه وه ولي چه ګمان همېشه درواغ خېژي ، ګمان رشتيا نه وي
اول هم خبري کيږي او اخر به هم خبري کيږي ، روس په هغه غريبه ورځ چه خورک
ئې پټاټې وې شل کاله ئې جنګ وکړ ، او ورسته تر خبرو چه ټول همسايه
ملکونه ئې پر يوه مېز سره کښېنول نو روس او امريکا جوړه وکړه ،خبري
ئې خلاسي کړي بيا نو روس ووتلۍ ، او امريکايي عسکر چه پيپ سۍ چيښي
او b52 ئې پر سر ګرځي درې سوه مليونه نفوس لري او دده ډالر پر نړۍ چليږي
طالب هم معامله په ډالر کوي ٠ که فرضاطالب سهار و امريکا ته شکست ورکړي
امکان نسته چه بې خبرو او بې ګيردي مېزه او بې امضاوو دي وو ځي
خبرو ته نه کښېنستل د بيعلۍ علامه ده ، چه يو لور ئې تر ملا وي په سپکه
مه ورته ګوره (له هغه ئې مه رغوه )
روغه او جوړه فرض ده ، جوړه او روغه معنی خبري ، معجزې ته ضرورت نسته
که خبرو نتيجه ورګړه ښه تر ښه ، که نه ، په اس نه پوهېږو او د جنګ نو زامن
يو ، که خبرو نتيجه ورنه کړه ، جنګ خو دی په لاس کي دۍ ٠
نو که چا جوړه نه غوښته زه هم درسره د رېږم
د بازاره ووځه له نرخه به نه وزې ، خبرو ته ناسته ضرور ده [/quote:560c3c9f53]
pattang
10.08.2008
نه داسې نده :
دين او ملت هر يو وخت يو ځای دي او وو٠ هريو دازادي حرکت اسلامي وو(تاريخ به به نه هېره وو) او که غېرې اسلامي وو نو هغه دکورنۍ او قومي ګټو په اساس وو خوملي بڼه يې نه درلوده ٠ دغېرې اسلامي قواوو په ضد دازادۍ پاڅون هر وخت
اسلامي وو٠ دملت د ازادۍ پېژندنه اوس د اسلام له سوري لاندې روانه ده٠ په
سيکولار ه (secular) ټولنه کې دا شی امکان لري خو په افغانستان کې سيکولاره
ټولنه امکان نلري ٠
[color=white:20cd2d9ffe]له بلې خوا کوم ملت پالونکي دهېواد د ې ازادۍ په لوري په داخل
او په خارج کې بېرغ پورته کړی ? دالر له امريکې وهي ، طالب د پاکستان او isi لښکرمعرفي کوي او بس دا دې ملتپالو شعاردی٠ [/color:20cd2d9ffe]
دډېورن کرښه دپښتنو تر منځ خبره ده هغه تر پاکستان او افغاستان پورې مربوطه
نده ٠دپښتنو ازادي نه پنجابيان او نه يې افغانستان په نني شکل اوپه تېرو شکلو غوښته او نه يې غواړي٠
دپاکستان سره ښه مناسبات دپښتنو په ګټه دي او بد مناسبات اوس او تر يو مالوم
(.....) وخت پورې د پښتنو په نقص دي اودنوروقومونو په ګټه٠
[quote:20cd2d9ffe="Ghairat"][quote:20cd2d9ffe]موږ مسلمان افغانان بايد او بايد د خپل دين او وطن ساتنه وکړو. .په خاصه توګه په دې اوسنيو شرايطو کي چي زموږ د دين دښمنان زموږ د ديني هويت د له منځه وړلو تلاش کوي او زموږ ملي دښمنان زموږ د ملي هويت د له منځه وړلو لاري چاري لټوي . . [/quote:20cd2d9ffe]
د بحث ګرانو او منلوګډونوالو ته سلام !
د وطن ساتنه خو لومړی ملی دنده ده او د دین ساتنه اسلامی. خو تاسو دواړه یو برابر او یواځې په مسلمان افغان ور غورځولې دي . حال داچې وطن او دین دوه بیلې خبرې دي : که اسلام څپاند ه مسلط وي د مسلمان په توګه یې ښایی څوک هم بیا پوښتنه ونکړي چې واکمن مو عرب (اسامه) دی که پنجابی (ISI)، او له همدې نیمګړتیا او خالیګاه څخه پنجابیان ګټه پورته کوی او د دین او اسلام په په پلمه مو د طالب په مرسته پر وطن خپله واکمنی رامنځته کوي یا لږ تر لږه غواړي د وطن ستره برخه لره پښتونخوا د ډیورن د کرښې په تحمیلولو سره د طالب په زور له خپل ستونی تیره کړي. نو نتیجه داچې د اسلام په نامه راڅخه وطن له لاسه درومی ولې برعکس د وطن او ملت په نامه پاڅون کې راڅخه څوک اسلام نشي اخیستلای ، بلکې هم ملت او وطن او هم مو د اسلام سپیڅلی دین ساتل کیږي!
نو دطالب دا روانه جګړه یواځې د امریکایانو او نورو بهرنی ځواکونو پر ضد نه، بلکې د وطن بشپړتیا او ملی واکمنۍ ته هم ګواښ دی، خو که د ملی پاڅون بڼه خپله کړي د پاکستان په شمول د هرې بهرنۍ لاسوهنې پر ضد راوڅرخی ، نو هله به یې په ټول افغانان ملاتړ وکړي او دمقاومت یا پاڅون لیکو ته به ورودانګی !
و من الله التوفیق ![/quote:20cd2d9ffe]