اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
اور- بل
11.05.2008
په عربي پوهیدونکو ، په تیره وهاج صیب له تاسو څخه یوه ژبییزه پوښتنه لرم ، که زحمت نه وي راته یې روښانه کړئ چې آیا [color=white:5efc70a958]اغلی[/color:5efc70a958] په عربي کې شته او څه معنی لري؟ داسې اورم چې دا ټکی يښتو نه ، عربي دی او محترم ته ورته معنی لري . د پښتو یوې سیمه ییزې لهجې له اغلی سره د [color=yellow:5efc70a958]ښه[/color:5efc70a958] مختاړی او ستاینویی د سړي له پاره ور زیات کړی
او [color=blue:5efc70a958]( ښه +اغلی= ښاغلی)[/color:5efc70a958] [color=red:5efc70a958] ښاغلی [/color:5efc70a958]یې ترې جوړ کړی او[color=blue:5efc70a958] اغلې [/color:5efc70a958]یې د ښځینه له پاره په خپل حال پریښودی دی ، ایا دا د عربیت خبره یې سمه ده ؟ په عربي کې اغلی شته؟؟؟
په درنښت او سلامونو !
..Ahmadzai
11.05.2008
ټولو ګډونوالو ته
السلام علیکم
محترمې پتمنې خور غوټۍ اوربل
ستا د پوښتنې په جواب کې باید درته ووایم چې ښاغلې او آغلې دواړه سوچه پښتو لفظونه دي او عربي ژبې سره هیڅ تړاو نه لري ،لا من قریب ولا من بعید.
د پښتو ژبې پوهان به یې د آصل، فصل، منشا، معنی باره کې نور معلومات درکړي .
محترمې ما درته یو سالم دلیل وړاندې کړې وو چې هغه قراني ایت وو او پکې په صریح ډول د نوح علیه السلام د ژوند یوه برخه ذکر شوې وه چې 950 کاله ته رسیږي
او چون نوح علیه السلام د هغې زمانې یو اِنسان وو (اګر که پغیمبر هم وو)خو تر اوسه ما ندي اوریدلي یا لیدلي چې د ده دغه آوږد عمر یوه معجزه وي، او د پاتې خلګو عمر د 25 یا 35 کاله وي.
چون ته دعوه لرې چې د هغې زمانې اِنسانانو عمر اوسط 25 تر30 کاله وو او ماته دا هیڅ د منلو وړ نده، نو لطفاٌ لکه څرنګه چې وهاج صاحب څو کرته درنه غوښتنه کړې وه چې خپلې خبرې دې په علمي او تحقیقي بڼه په اِثبات ورسوه تر څو مونږ هم پرې قانع شو.
[quote:a551f6efa0]ځکه په هغه وخت کې په عامه توګه د یوه نسل ژوند له ۲۵ ـــ ۳۰ کالو څخه زیات نه دی اټکل شوي .[/quote:a551f6efa0]
چې خبره درته اسانه شي
د دغې پورتنۍ خبرې لپاره دې له کومو مراجعو اِستفاده کړې او دا د چا نظریه ده او ولې تا ته دومره معتبره ده.
په درنښت
احمدزی
اور- بل
12.05.2008
ښاغلی جلال احمد، ته سلام !
تاسې د نوح (ع) په اړه لیکلي :
[quote:6cdd1cb6cc]تر اوسه ما ندي اوریدلي یا لیدلي چې د ده دغه آوږد عمر یوه معجزه وي، او د پاتې خلګو عمر د 25 یا 35 کاله وي. [/quote:6cdd1cb6cc]
وروه له نن څخه وړاندې لا د افغانانو د عمر اوسط هم ۴۰ کاله و، چې کیداې شي همدا اوس هم اوسط ۵۰ ته نه وي رسیدلی ، نو د نوح د طوفان نه مخکې خو بالکل ددرک وړ ده چې عام عمرونه زړښت خو څه چې ۴۰ کلنۍ ته هم نه رسیدل . ځانګړي کسان طبعآ او ځینې پیغمبران ډیر عمر ته رسیدلي دي . ۹۵۰ کاله عمر یواځې معجزوي حالت ګڼل کیدای شي .
که ۹۵۰ کاله عمر استثنا او معجزه نه وای ، نو د څه لپاره یې یادونه کیدله، په داسې حال کې چې د هرچا او هر نسل عمر ۹۰۰ او ۹۵۰ یا ۱۰۰۰ کالو ته رسیدۀ؟ او ۹۵۰ کالو څخه ۹۰۰ کاله رسالت او تبلیغ پخپله معجزه ده چې له اعجاز پرته نورمال انسان ورته هډو دوام نشي ورکولی! معجزه یواځې د یو غوښتل خارق العاده شرط پوره کولو ته نه وایی بلکې د یو پیغمبر هره خارق العاده ځانګړ تیا اعجاز دی !
که برعکس هغه وخت د هر چا عمر ۹۵۰ کاله وبولو، نو دا پوښتنه مطرح کیږي چې ولې او په څه علت د انسانانو عمر له کومې پیښې څخه له ۹۵۰ کالو څخه ۴۰، ۵۰ یا ۷۰ کالو ته راولوېد؟؟؟ دا پوښتنه مخکې هم شوې او تر اوسه ځواب شوې نه ده !
که دا هم دلیل ګڼئ او وایاست چې تر اوسه ما له ملایانو دا او دا نه دي اورېدلي نو حقیقت هم نه لري ، نو تاسې راته ویلی شئ ملاصیبانو تر اوسه پورې کومه دینې مسله حل کړې ده (؟) ــــ د ژوند او سیاست په مسلو کې خوطبعأ ګچ و ګول دي .
په درنښت
اور- بل
12.05.2008
ښاغلی جلال احمد، ته سلام !
تاسې د نوح (ع) په اړه لیکلي :
[quote:f430e04303]تر اوسه ما ندي اوریدلي یا لیدلي چې د ده دغه آوږد عمر یوه معجزه وي، او د پاتې خلګو عمر د 25 یا 35 کاله وي. [/quote:f430e04303]
وروه له نن څخه شا کاله وړاندې لا د افغانانو د عمر اوسط هم ۴۰ کاله و، چې کیداې شي همدا اوس یې هم اوسط ۵۰ ته نه وي رسیدلی ، نو د نوح د طوفان نه مخکې خو بالکل ددرک وړ ده چې عام عمرونه زړښت خو څه چې ۴۰ کلنۍ ته هم نه رسیدل . ځانګړي کسان طبعآ او ځینې پیغمبران ډیر عمر ته رسیدلي دي . خو ۹۵۰ کاله عمر یواځې معجزوي حالت ګڼل کیدای شي .
که ۹۵۰ کاله عمر استثنا او معجزه نه وای ، نو د څه لپاره یې یادونه کیدله، په داسې حال کې چې د هرچا او هر نسل عمر ۹۰۰ او ۹۵۰ یا ۱۰۰۰ کالو ته رسیدۀ؟ او ۹۵۰ کالو څخه ۹۰۰ کاله رسالت او تبلیغ پخپله معجزه ده چې له اعجاز پرته نورمال انسان ورته هډو دوام نشي ورکولی! معجزه خو یواځې د یو غوښتل خارق العاده شرط پوره کولو ته نه وایی بلکې د یو پیغمبر هره خارق العاده ځانګړ تیا اعجاز دی !
[color=white:f430e04303]که برعکس هغه وخت د هر چا عمر ۹۵۰ کاله وبولو، نو دا پوښتنه مطرح کیږي چې ولې او په څه علت د انسانانو عمر له کومې پیښې څخه له ۹۵۰ کالو څخه ۴۰، ۵۰ یا ۷۰ کالو ته راولوېد؟؟؟ [/color:f430e04303]
دا پوښتنه مخکې هم شوې او تر اوسه ځواب شوې نه ده !
که دا هم دلیل ګڼئ او وایاست چې تر اوسه ما له ملایانو دا او دا نه دي اورېدلي نو حقیقت هم نه لري ، نو تاسې راته ویلی شئ ملاصیبانو تر اوسه پورې کومه دینې مسله حل کړې ده (؟) ــــ د ژوند او سیاست په مسلو کې خوطبعأ ګچ و ګول دي .
په درنښت
..Ahmadzai
12.05.2008
سلامونه او نیکې هیلې
[quote:5c946b8bb5]وروه له نن څخه شل کاله وړاندې لا د افغانانو د عمر اوسط هم ۴۰ کاله و، چې کیداې شي همدا اوس یې هم اوسط ۵۰ ته نه وي رسیدلی [/quote:5c946b8bb5]
ستا دغه خبره څومره حقیقت لري نه پوهیږم ، خو زما نیکونو (خدای دې د مسلمانانو ټول مړي وبښي ) چې څومره ژوند کړی هغه دا ده.،
زما د پلار پلار د 85 کاله په عمر وفات سوې
زما د مور پلار 95 په عمر وفات سوی
زما نیا 80کلنه ده لیا ژوندي ده کوچیتوب کوي ( د مور مور )
زما پلار اوس 77 کلن ده ،تره مې74کلن ده،زما د پلار د تره زوی 96 کلن ده ژوندی ده نور زمونږ داسې ډیر خپلوان سته چې له 80 کالو څخه زیات عمر لري.
خو عموماٌ ذ شپیتو او اویا ترمنځ عمومیت لري .
دا هم منم چې ډیرو آفغانانو د د نیا د ناخوالیو او سختیو له لاسه ځوانمرګ سوي
او ډیرو خلګو خپل زوند د جنګو له امله له لاسه ورکړې او د خلګو د زوند سویه له هر نګاه نه ټیټه سوې چې ستا په نظر به یې د خلکو د ژوند اوسط 40 کالو ته راټیټ کړې وي،
یوحدیث کې داسې راغلي:
[color=darkred:5c946b8bb5]عن أبي هريرة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال أعمار أمتي ما بين الستين إلى السبعين وأقلهم من يجوز ذلك .[/color:5c946b8bb5]
ترجمه :
زما د امت عمرونه د شپیتو او اویا ترمنځ دي او ډیر لږ به دې څخه تجاوز (واوړي) وکړای سي.
نو دینه معلومیږي چې د مخکینیو خلګو عمر له دې څخه زیات وو، ځکه وایې چې (وأقلهم من يجوز ذلك) یعنې د دوي لږ برخه به له دې څخه زیات او اوږد زوند وکړي.
[quote:5c946b8bb5] د ژوند او سیاست په مسلو کې خوطبعأ ګچ و ګول دي .
[/quote:5c946b8bb5]
دې خبرې دې ماته خوند را نه که ځکه چې د علمانیت بوي ترې ځی.
خو بیا هم ته ملا چا ته وایې؟؟؟؟؟؟؟؟
په درنښت
احمدزی
اور- بل
12.05.2008
قدرمنه وروره جلال صیب !
د عمرونو اوسط هم د ریاضي یو ځانګړی پوهیزی دی، څو کورنۍ، ډیرکي او لږکي یواځې اوسنی اوسط نشي جوړولای، تاسو یې په دقیقه توګه باید تصور کړئ . د نفوسو د محاسبې په څیر څیړنیز مرکزونه یې اعلاموي او د شخصي تجربوله حاصل سره تړاو نه لري . په نړیوالو محاسبو کې د افغانستان د وګړو د عمرونو اوسط ۲۰ کاله وړاندې ۴۰ کاله ښودل شوی و، اوسنی اوسط هم ضرور نشر شوی خو همدا اوس مې په لاسرسي کې نه دی چې دسرچینې سره یې درته ولیکم .
د موثقو احادیثو متنونه زما لپاره د عقیدې په کچه له هر ډول شک، تردید او نسبیت څخه مبرا دي، خو دلته زمونږ بحث له د یني دلایلو څخه دعقلي او علمي دلایلوملاتړ دی، نه د وروستیو هغو په لومړیو اړول . په درنښت او سلامونو
ع کريم حليمي
13.05.2008
ګراني قدرمني او پتمني خور غوټۍ اوربل ، د ورور دي د ميني ډک سلامونه
ومنه !
[quote:84c1df9c4e]ستا د پوښتنې په جواب کې باید درته ووایم چې ښاغلې او آغلې دواړه سوچه پښتو لفظونه دي او عربي ژبې سره هیڅ تړاو نه لري ،لا من قریب ولا من بعید. [/quote:84c1df9c4e]
أغلى سوچه عربي ده او و ډير ګران ، بې اندازې قيمتي شي او شخص ته
هم استماليږي ، أغلى ابوبکر
ګران ترين د ماهيانو حوض په جهان کي (أغلى حوض سمك بالعالم )
او شافعي رح داسي په ليکنو کښي استعمال کړی :الشافعي قال ذلك لان البر كان [color=red:84c1df9c4e]اغلى[/color:84c1df9c4e] في وقته ومكانه لان المستحب ان يخرج [color=blue:84c1df9c4e]اغلاها[/color:84c1df9c4e] ثمنا
قوله (اخذ الله على الحكام ان لا يتبعوا الهوى ولا يخشوا الناس) ولا يشتروا بايات الله ثمنا قليلا ثم قرا (يا داود انا جعلناك خليفة في الارض - الى - يوم الحساب) وقرا (انا انزلنا التوراة فيها هدى ونور - الى قوله - ومن لم يحكم بما انزل الله فاولئك هم الكافرون) قلت: فاراد من اية (يا داود) قوله (ولا تتبع الهوى فيضلك عن سبيل الله) واراد من اية المائدة بقية ما ذكر واطلق على هذه المناهي امرا اشارة الى ان النهي عن الشيء امر بضده، ففي النهي عن الهوى امر بالحكم بالحق، وفي النهي عن خشية الناس امر بخشية الله، ومن لازم خشية الله الحكم بالحق، وفي النهي عن بيع اياته الامر باتباع ما دلت عليه، وانما وصف الثمن بالقلة اشارة الى انه وصف لازم له [color=cyan:84c1df9c4e]بالنسبة للعوض فانه اغلى[/color:84c1df9c4e] من جميع ما حوته الدنيا.
اغلي د ثمن سره ډير استمماليږي ، او مکان او زمان سره استعماليږي
هو ! داچه پښتانه ئې و پتمنو خويندو ته استعماله وي ، او (ی ) ئې مؤنسه
کړې ، خپل کار ئې دی ، اما خوشحال خان ،رحمان بابا ، غني خان خو
له داسي القابو سره شناخت نه درلود
په درنښت
..Ahmadzai
13.05.2008
محترم مولانا حلیمي صاحب
سلامونه او نیکې هیلې
مولانا صاحب عجیبه منطق لرې، رښتیا هم چې ډیر مې وخندل، خدای دې ژوندی لره.
[quote:86a39ebb88]أغلى سوچه عربي ده او و ډير ګران ، بې اندازې قيمتي شي او شخص ته
هم استماليږي ، أغلى ابوبکر [/quote:86a39ebb88]
ستا دغه د پښتو آغلۍ د عربی اغلی (اغلا) ته منسوبول او هغه سره پرتله کول یا تړل
کټ مټ دې ورته لکه چې سړې لاندې تناسب وکړي
پښتو (خر) عربي (خر)
پښتو (اشر) عربي (اشر)
پښتو (بر) عربي (بر)
پښتو(سر) عربي (سر)
يښتو (وتل) عربي (وتل)
پښتو (غنم) عربي (غنم)
پښتو (لو) عربي (لو)
او داسې نور ډیر الفاظ سته چې تلفظ یاهم لیکل یې یو شانتې دي خو په معنا کې بلکل سره مخالف دي.
سم مې په یاد ندي خو ښاغلي او اغلۍ د ښکاروندوی په قصیده کې زما تر سترګو سوی چې ښکاروندوې دعبدالرحمن او خوشحال خان نه ډیر پخوا زمانه کې تیر سوی او د شهاب الدین غوري د ستاینې په مورد یې دا قصیده ویلې ده. پټه خزانه ته مراجعه وکړي.
اغلی ابو بکر اول ځلې اورم.
اغلی یعني له نورو ټولو څخه قیمته ( د ثمن له لحاظه).
غالي یعني قیمته او یغلي قیمته کول او یا هم یو شی جوش(خوټول) ول، خوټیدل
نور نو چې عربي کې ماهر یې لاندې وګوره
[color=darkred:86a39ebb88]غلا (لسان العرب)[/color:86a39ebb88]
[color=indigo:86a39ebb88]الغَلاءُ[/color:86a39ebb88]: نَقيضُ الرُّخْصِ. غَلا السِّعْرُ وغيرُه يَغْلُو غَلاءً، ممدود، فهو غالٍ وغَلِيٌّ؛ الأَخيرة عن كراعٍ.
وأَغْلاهُ الله: جَعَلَه غالِياً.
وغالى بالشيءِ: اشْتَراهُ بثَمنٍ غالٍ.
وغالى بالشيءِ وغَلاَّه: سامَ فأَبْعَطَ؛ قال الشاعر: نُغالي اللَّحمَ للأَضْيافِ نِيئاً، ونُرْخِصُهُ إِذا نَضِجَ القَديرُ فحذف الباء وهو يريدُها، كما يقال لَعِبْتُ الكِعابَ ولَعِبْتُ بالكِعابِ، المعنى نُغالي باللحمِ.
وقال أَبو مالك: نُغالي اللحمَ نَشتَريه غالياً ثم نَبْذُلُه ونُطْعِمُه إِذا نَضِجَ في قُدُورِنا.
ويقال أَيضاً[color=darkblue:86a39ebb88]: أَغْلى؛ [/color:86a39ebb88]قال الشاعر: كأَنَّها دُرَّة أَغْلى التِّجارُ بها وقال ابن بري: شاهدُ أَغْلى اللحمَ قول شَبيب بن البَرْصاء: وإِني لأَغْلي اللحمَ نِيئاً، وإنَّني لمُمْسٍ بهَيْنِ اللحم، وهو نَضِيجُ الفراء: غالَيْتُ اللحمَ وغالَيتُ باللحم جائز.
ويقال: غالَيتُ صَداق المرأَة أَي أَغْلَيته؛ ومنه قول عمر، رضي الله عنه: لا تُغالوا صُدُقات النساء، وفي رواية: لا تُغالوا صُدُقَ النساء، وفي رواية: في صَدُقاتِهنَّ، أَي لا تُبالِغُوا في كثرة الصَّداقِ، وأَصلُ الغَلاء الارتفاعُ ومُجاوَزة القَدْرِ في كلِّ شيء.
وبِعْتُه بالغَلاءِ والغالي والغَلِيّ؛ كلهنَّ عن ابن الأَعرابي؛ وأَنشد: ولو أَنَّا نُباعُ كَلامَ سَلْمى، لأَعْطَيْنا به ثَمَناً غَلِيَّا وغَلا في الدِّينِ والأَمْر يَغْلُو غُلُوّاً: جاوَزَ حَدَّه.
وفي التنزيل: لا تَغْلُوا في دينِكم؛ وقال الحَرِث بن خالد: خُمْصانة قَلِق مُوَشَّحُها، رُؤْد الشَّبابِ غَلا بها عَظْمُ التهذيب: وقال بعضهم غَلَوْت في الأَمر غُلُوّاً وغَلانِيَةً وغَلانِياً إِذا جاوزْتَ فيه الحَدّ وأفْرَطْت فيه؛ قال الأَعشى: أَنشده ابن بري: أَوْ زِدْ عليه الغَلانِيا وفي التهذيب: زادوا فيه النونَ؛ قال ذو الرمة: وذو الشَّنْءِ فاشْنَأْه، وذو الوِدِّ فاجْزِه على وِدِّه، وازْدَدْ عليه الغَلانِيا زاد فيه النونَ.
وفي الحديث: إِياكم والغُلُوَّ في الدين أَي التَّشَدُّدَ فيه ومجاوَزة الحَدِّ، كالحديث الآخر: إِنَّ هذا الدينَ مَتِينٌ فأَوْغِلْ فيه بِرفْقٍ، وقيل: معناه البحثُ عن بواطنِ الأَشْياء والكَشْفُ عن عِلَلِها وغَوامِضِ مُتَعَبَّداتِها؛ ومنه الحديث: وحاملُ القرآن غيرُ الغالي فيه ولا الجافي عنه، إِنما قال ذلك لأَنَّ من آدابه وأَخلاقِه التي أَمرَ بها القَصْدَ في الأُمورِ، وخيرُ الأُمورِ أَوْساطُها.
و: كلا طَرَفَيْ قَصْدِ الأُمورِ ذَمِيمُ والغُلُوُّ: الإِعْداءُ.
وغَلا بالسَّهْمِ يَغْلُو غَلْواً وغُلُوًّا وغالَى به غِلاءً: رَفَع يدَه يريد به أَقْصَى الغاية وهو من التجاوزِ؛ ومنه قول الشاعر: كالسَّهْمِ أَرْسَلَه من كَفِّه الغالي وقال الليث: رمى به؛ وأَنشد للشماخ: كما سَطَع المِرِّيخُ شَمَّره الغالي والمُغالي بالسِّهْمِ: الرافِعُ يدَه يريدُ به أَقصَى الغايةِ.
ورجلٌ غَلاَّءٌ: بَعيدُ الغُلُوِّ بالسِّهْم؛ قال غَيْلانُ الرَّبَعِي يصف حَلْبَة: أَمْسَوْا فَقادُوهُنّ حولَ المِيطاءْ بمائَتَيْن بغِلاءِ الغَلاَّءْ وغَلا السَّهْمُ نفسُه: ارتفَع في ذَهابِه وجاوَزَ المَدَى، وكذلك الحجَر، وكلُّ مَرْماةٍ من ذلك غَلْوَةٌ؛ وأَنشد: من مائةٍ زَلْخٍ بمرِّيخٍ غال وكلُّه من الارتفاعِ والتَّجاوزِ، والجمعُ غَلَواتٌ وغِلاءٌ.
وفي الحديث: أَهْدَى له يَكْسُومُ سِلاحاً وفيه سَهْم فسَمَّاه قِتْرَ الغِلاءِ؛ الغِلاء، بالكسر والمدّ: من غالَيْته أُغالِيه مُغالاةً وغِلاءً إِذا رامَيْتَه، والقِترُ سَهْم الهَدَف، وهي أَيضاً أَمَدُ جَرْيِ الفَرَسِ وشوْطِه، والأَصلُ الأَول.
وفي حديث ابن عمر: بَيْنه وبينَ الطَّرِيق غَلْوةٌ؛ الغَلْوَةُ: قدرُ رَمْيةٍ بسَهْمٍ، وقد تُسْتَعْمَل الغَلْوة في سِباقِ الخَيْل، والغَلْوَةُ الغاية مقدار رَمْيةٍ.
وفي المثل: جَرْيُ المُذْكيات غِلاءٌ.
والمِغْلاةُ: سهمٌ يُتَّخَذُ لمغالاة الغَلْوَة، ويقال له المِغْلَى، بلا هاءٍ؛ قال ابن سيده: والمِغْلى سَهْمٌ تُعْلى به أَي تُرْفَعُ به اليَدُ حتى يَتَجاوزَ المِقدارَ أَو يقارِب ذلك.
وسهمُ الغِلاءِ، ممدودٌ: السهمُ الذي يقدَّر به مَدَى الأَمْيالِ والفراسِخِ والأَرضِ التي يُسْتَبَقُ إِليها. التهذيب: الفَرْسَخ التامُّ خمسٌ وعشرون غَلْوَةً.
والغُلُوُّ في القافِية: حَرَكَةُ الرَّوِيّ الساكِنِ بعد تمامِ الوزنِ، والغالي: نونٌ زائدة بعد تلك الحركة، وذلك نحو قوله في إنشادِ من أَنشده هكذا: وقاتِم الأَعْماقِ خاوي المُخْتَرَقِنْ فحركة القافِ هي الغُلُوُّ، والنونُ بعد ذلك هي الغالي، وإنما اشتُقَّ من الغُلُوِّ الذي هو التجاوُزُ لقدر ما يحبُ، وهو عندهم أَفْحَشُ من التَّعَدّي، وقد ذكرنا التَّعَدِّيَ في الموضع الذي يَليق به، ولا يُعْتَدُّ به في الوزنِ لأَنَّ الوزنَ قد تَناهَى قبلَه، جعلوا ذلك في آخرِ البيت بمَنْزلة الخَزْمِ في أَوَّله.
والدابَّة تَغْلُو في سَيْرِها غَلْواً وتَغْتَلي بخفَّةِ قوائمِها؛ وأَنشد:فَهْي أَمامَ الفَرْقَدَيْن تَغْتَلي ابن سيده: وغَلَتِ الدابة في سَيرِها غُلُوًّا واغْتَلت ارْتَفَعَت فجاوَزَت حُسْنَ السَّيْر؛ قال الأَعشى: جُمالِيَّة تَغْتَلي بالرِّداف، إِذا كَذَبَ الآثِماتُ الهَجِيرَا والاغْتِلاءُ: الإِسْراعُ؛ قال الشاعر: كَيْفَ تَراها تَغْتَلي يا شَرْجُ، وقد سَهَجْناها فَطال السَّهْجُ؟ وناقةٌ مِغْلاةُ الوهَقِ إِذا تَوَهَّقت أَخفافُها؛ قال رؤبة: تَنَشَّطَتهُ كلُّ مِغْلاةِ الوَهَقْ، مَضْبُورَةٍ قَرْواءَ هِرْجابٍ فُنُقْ الهاء للمُخْتَرَق، وهو المفازة.
وغَلا بالجارِية والغلام عَظْمٌ غُلُوًّا: وذلك في سرعة شبابهما وسَبْقِهِما لداتِهِما، وهو من التجاوُزِ.وغُلْوانُ الشَّبابِ وغُلَواؤُه: سُرْعَتُه وأَوَّله. أَبو عبيد: الغُلَواءُ، ممدودٌ، سرعةُ الشبابِ؛ وأنشد قول ابن الرُّقَيَّات: لمْ تَلْتَفِتْ لِلِداتِها، ومَضَتْ على غُلَوائِها وقال آخر: فَمَضَى عَلى غُلَوائِهِ، وكأَنَّه نَجْمٌ سَرَتْ عَنْهُ الغُيُومُ فَلاحَا وقال طُفَيْل: فَمَشَوْا إِلى الهَيْجاءِ، في غُلَوائِها، مَشْيَ اللُّيُوثِ بكُلِّ أَبْيَضَ مُذْهَبِ وفي حديث علي، رضي الله عنه: شُمُوخُ أَنْفِه وسُمُوُّ غُلَوائِه؛ غُلَواءُ الشبابِ: أَوَّلُه وشِرَّتُه؛ وقال ابن السكيت في قول الشاعر: خُمْصانَة قَلِق مُوَشَّحُها، رُؤد الشبابِ غَلا بِها عَظْمُ قال: هذا مثلُ قول ابن الرقيات: لمْ تَلْتَفِتْ لِلِداتِها، ومَضَتْ على غُلَوائِها وكما قال: كالغُصْنِ في غُلَوائِهِ المُتَأَوِّدِ وقال غيرُه: الغالي اللّحْمُ السَّمِينُ، أُخِذَ منه قوله: غَلا بها عَظْمُ إِذا سَمِنَتْ؛ وقال أَبو وجْزَة السَّعْدي: تَوَسَّطَها غالٍ عَتِيقٌ، وزانَها مُعَرّسُ مَهْرِيٍّ، به الذَّيْلُ يَلْمَعُ أَراد بمُعَرّس مَهْرِيّ حَمْلَها الذي أَجَنَّتْه في رَحِمِها من ضِرابِ جَملٍ مَهْرِيّ أَي تَوَسَّطَها شَحْم عَتِيق في سنامِها.
ويقال للشيء إذا ارْتَفَع: قد غَلا؛ قال ذو الرمة: فما زالَ يَغْلُو حُبُّ مَيَّة عنْدَنا، ويَزْدادُ حتى لم نَجِدْ ما نَزِيدُها وغَلا النَّبْت: ارْتَفَع وعَظُمَ والْتَفَّ قال لبيد: فغَلا فُرُوعُ الأَيْهُقانِ ، وأَطْفَلَتْ، بالجَلْهَتَيْنِ ، ظِباؤُها ونَعامُها وكذلك تغالى واغْلَوْلَى؛ قال ذو الرمة: مِمَّا تَغَالَى مِنَ البُهْمَى ذَوائِبُه بالصَّيْفِ، وانْضَرَجَتْ عنه الأَكامِيمُ وأَغْلى الكَرْمُ: التَفّ وَرَقُه وكَثُرَتْ نوامِيهِ وطالَ، وأَغْلاهُ: خَفَّفَ من وَرَقِه لِيَرتَفِعَ ويَجُودَ.
وكلّ ما ارْتَفَع فقدْ غَلا وتَغالى.
وتَغالى لَحْمُه: انْحَسر عند الضَّمادِ كأَنّه ضِدٌّ. التهذيب: وتَغالى لحمُ الدابَّة أَو الناقة إذا ارتفع وذهَب، وقيل: إذا انْحَسَرَ عندَ التَّضْمِير؛ قال لبيد: فإذا تَغالى لَحْمُها وتحَسَّرَتْ، وتقَطَّعت بعدَ الكَلالِ خِدامُها تغالى لَحْمُها أَي ارْتفَع وصارَ على رُؤوس العِظام، ورواه ثعلب بالعين غير المعجمة.
والغُلَواءُ: الغُلُوُّ.
وغَلْوى: اسمُ فرَسٍ مَشْهورَةٍ.
وغَلَتِ القِدرُ والجَرَّةُ تَغْلي غَلْياً وغَلَياناً وأَغْلاها وغَلاَّها، ولا يقال غَلِيتْ؛ قال أَبو الأَسود الدُّؤَ : ولا أَقولُ لِقدرِ القَوْمِ: قدْ غَلِيتْ، ولا أَقولُ لبابِ الدَّارِ: مَغْلُوقُ أَي أَني فَصِيح لا أَلْحَنُ. ابن سيده: قال ابن دريد وفي بعْضِ كلامِ الأَوائِلِ أَنَّ ماءً وغَلِّه، قال: وبعضهم يرويه: أُزَّ ماءً وغَلِّه.والغالِيَةُ من الطِّيب: معروفة وقد تَغَلَّى بها؛ عن ثعلب ، وغَلَّى غَيرَه. يقال: إنَّ أَولَ منْ سَمَّاها بذلك سليمانُ بنُ عبدِ المَلكِ، ويقال منها تَغَلَّلتُ وتَغَلَّفْتُ وتَغَلَّيْت، كله من الغالية.
وقال أَبو نصر: سألت الأَصمعي هل يجوز تغَلَّلت؟ فقال: إنْ أَرَدْتَ أَنَّكَ أَدْخَلْتَه في لِحْيَتِك أو شارِبك فجائِزٌ.
والغَلْوى: الغالية في قول عَديّ ابن زيد: يَنْفَحُ من أَرْدانِها المِسْكُ والـ ـعَنْبَرُ والغَلْوى ولُبْنى قَفُوص وفي حديث عائشة، رضي الله عنها: كنتُ أُغَلِّفُ لِحْيَةَ رسولِ الله، صلى الله عليه وسلم، بالغالِيةِ؛ قال: هو نوعٌ من الطِّيب مَرَكَّبٌ من مِسْكٍ وعَنْبَرٍ وعُودٍ ودُهْنٍ، وهي معروفة، والتَّغلُّف بها التَّلَطُّخ.
[color=darkred:86a39ebb88]غلا (الصّحّاح في اللغة)[/color:86a39ebb88]غَلا في الأمر يَغْلو غُلَوًّا، أي جاوز فيه الحد.
وغَلا السعر غَلاءً.
وأغْلى الله السعر.
وغَلَوْتُ بالسهم غَلْواً، إذا رميت به أبعدَ ما تقدر عليه.
والغَلْوَةُ: الغاية مِقدار رميةٍ.
وغالى باللحم، أي اشتراه بثمن غالٍ.
ويقال أيضاً: أغْلى باللحم.
وقال:
كأنَّها دُرَّةٌ أغْلى التِجارُ بها
والاغتٍلاءُ: الإسراع.
وتَغالى لحم الناقة، أي ارتفع وذهب والغلواء: الغلو.
والغُلَواءُ أيضاً: سرعة الشباب وأوَّله.
[color=darkred:86a39ebb88]غَلاَ (القاموس المحيط)[/color:86a39ebb88][/color]غَلاَ غَلاَءً، فهو غالٍ وغَلِيٌّ: ضِدُّ رَخُصَ.
وأغْلاهُ اللّهُ.
وبعْتُه بالغالِي والغَلِيِّ، كَغَنِيٍّ، أي: الغَلاَءِ.
وغالاهُ،
و~ به: سامَ فأَبْعَطَ.
وغَلاَ في الأَمْرِ غُلُوًّا: جاوَزَ حَدَّهُ،
و~ بالسَّهْمِ غَلْواً وغُلُوًّا: رَفَعَ يَدَيْهِ لأقْصَى الغَايَةِ،
كغالاهُ،
و~ به مُغالاةً وغِلاءً،
فهو رجلٌ غَلاءٌ، كسماءٍ، أي: بعيدُ الغُلُوٍّ بالسَّهْمِ،
و~ السَّهْمُ: ارْتَفَعَ في ذَهابِهِ، وجاوَزَ المَدَى.
وكلُّ مَرْماةٍ غَلْوَةٌ
ج: غَلَوَاتٌ وغِلاءٌ.
وفي المثلِ؛ "جَرْيُ المُذَكِّيَاتِ غِلاءٌ".
والمِغْلَى، بالكسر: سَهْمٌ يُغْلَى به.
والغُلَواءُ، بالضم وفتح اللام ويُسَكَّنُ: الغُلُوُّ، وأوَّلُ الشَّبابِ، وسُرْعَتُهُ،
كالغُلْوانِ، بالضم.
والغالِي: اللحمُ السمينُ.
والغَلاءُ، كسماءٍ: سَمَكٌ قصِيرٌ
ج: أغْلِيَةٌ.
والغَلْوَى، كسكْرَى: الغالِيَةُ، وأما اسْمُ الفَرَسِ، فبالمهملةِ، وغَلِطَ الجوهرِيُّ.
وتَغَالَى النَّبْتُ: ارْتَفَعَ،
و~ لَحْمُ الناقة: ذَهَبَ،
و~ النَّبْتُ: الْتَفَّ وعَظُمَ،
كَغَلاَ وأغْلَى واغْلَوْلَى.
وأغْلاهُ: خَفَّفَ من وَرَقِهِ.
واغْتَلَى: أسْرَعَ.
په درنښت
احمدزی
..Ahmadzai
13.05.2008
پتمنې خور غوټۍ اوربل
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
پدې خبرې دې خوښ سوم
[quote:46ae1895c9]د موثقو احادیثو متنونه زما لپاره د عقیدې په کچه له هر ډول شک، تردید او نسبیت څخه مبرا دي،[/quote:46ae1895c9]
خو لاندې خبرې ته دې حیران سم
[quote:46ae1895c9]نو د نوح د طوفان نه مخکې خو بالکل ددرک وړ ده چې عام عمرونه زړښت خو څه چې ۴۰ کلنۍ ته هم نه رسیدل . [/quote:46ae1895c9]
دا دومره ټینګه عقیده او پوخ باور دې په کوم بنیاد ده ، ولې دومره تاته معتبره ده
چې نقیض یې هیڅ نه منې، او ولې داسې دلیل نه پیش کوې ، چې مونږ ته د قناعت وړ وي.
تاته دا یو مسلمه نتیجه ښکاري چې هیڅ شک او تردید نه مني.
هیله ده چې د دغې مفکورې مصدر او منبع څخه مونږ خبر کړې.
په درنښت
احمدزی
ع کريم حليمي
13.05.2008
ګرانو ، درندو او مکرمو خويندو او وړونو _پتمني غوټۍ وربل استاد قاري صاحب ، منلي جلال صاحب ، ګډون والو او لوستونکو
زمونږ سلامونه ومنۍ
السلام عليکم ورحمه الله و برکاته !!
اغلا جلال صاحب !
که د چا ورور مړ سي ، مونږ ويلی سو چه : الحمدالله
اما معروفه داسي ده چه ووايو : انالله واناالیه راجعون
دا صحيح خبره ده چه مروجه خبره نده چه ووايو چه اغلی ابوبکر
اما داسي چه ووايو چه : اغلا ابوبکر صديق رضی الله عنه ، نو بيا په منلي
ليک دود کي دريږي ، زه مطمئن يم چه ستاسو ډيره ښه عربي زده ده
او باوري يم چه ترپښتو ژبي په عربي لسان د خپل زړه اظهار کولي سې
دا د عربي ژبي کمال دي ، چه ښه حال د زړه په بيان کېداي سي ، او ستاسو
کمال دادی ! چه زده دي ده
بسم الله:
يرفع الله الذين آمنوا منكم والذين أوتوا العلم درجات.............
---------------------------
[quote:80e11bfecb]پښتو (خر) عربي (خر) [/quote:80e11bfecb]
هو ! خَرَّ ، سقط
(ر )ئې قوي اوشديده لوستل کيږي
[quote:80e11bfecb]اغلی یعني له نورو ټولو څخه قیمته ( د ثمن له لحاظه). [/quote:80e11bfecb]
هو!حقده
[quote:80e11bfecb]سم مې په یاد ندي خو ښاغلي او اغلۍ د ښکاروندوی په قصیده کې زما تر سترګو سوی چې ښکاروندوې دعبدالرحمن او خوشحال خان نه ډیر پخوا زمانه کې تیر سوی او د شهاب الدین غوري د ستاینې په مورد یې دا قصیده ویلې ده. پټه خزانه ته مراجعه وکړي[/quote:80e11bfecb]
دا پټه خزانه خو زما د نيا د کاکا زوي په خپل قلم ليکلې ، هغه ملا د ملا زوی
او د ملا (ژوندۍ کتابخانه) له اولادونو څخه وو ، داسي فسح او وسع اوخلاصه عربي ئې زده وه ، [color=red:80e11bfecb]که[/color:80e11bfecb] اغلۍ او ښاغلي ئې ليکلي وي منم
ئې ،ولي چه دا د پرون کندهارۍ پښتو لهجه ده،" اغلۍ " و يوه سړي ته
استعمال کيږي ، ښاغلۍ هم يوه نفر ته ، او ښاغلي د احترام په خاطر يوه او ډيرو
ته استعمال کيږي ٠
ما پټه خزانه وکتل اواغلۍ مي په سترګه نه سو
[quote:80e11bfecb]شهاب الدین غوري د ستاینې په مورد یې دا قصیده ویلې ده[/quote:80e11bfecb]
شهاب الدين نر دۍ او که سړۍ ده ، که شهاب الدين نر وي نو زما خبره سر
سره خوري او که سړۍ وي ٠٠٠
په درنښت
..Ahmadzai
14.05.2008
ِښاغلی حلیمي صاحب
سلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
[color=indigo:4a5267eece]ښکارندوی [/color:4a5267eece]تقریباٌ 1000 کاله پخوا وفات سوی
هغه ویلي[color=darkred:4a5267eece]
د مسیح په پو به مړو ژوندون بیا موند
پسرلی مګر مسیح سو په پوکړونه
له مړو خاورو ئې آغلی ګل راویوست
وچ بیدیا او غر ئې کړله جنتونه[/color:4a5267eece]
بل ځای کې داسې وائي :
[color=darkred:4a5267eece]په هر کال اټک د ده ښه راغلې کاندي
غوړوي په څنډو خپل پاسته سالونه
پښتونخوا ښکلي ځلمي چې زغلي هند ته
نو آغلیه پیغلې کاندي اتڼونه[/color:4a5267eece]
[color=indigo:4a5267eece]شیخ تیمن[/color:4a5267eece] رحمه الله چې د غوریانو د زمانې ده هغه هم داسې وایي
[color=darkred:4a5267eece]
د څښتن پار دی هیر مې نه کړې
آغلیه مخ چې په یا نه کړې
اوربل دی پریښووی واته کړې
پر ما د بل اور کړوون راغی
ږغ سو ناڅاپه چې بیلتون راغی[/color:4a5267eece]
اوپوهاند عبدالحې حبیبي رحمه الله ( آغلی) ته لاندې تشریح ورکړی
آغلی : بمعنی زیبا وآراسته و خوشګل وقشنګ است و مؤنث آن آغلې بیای مجهول
است.
په پاړسي تا سو له ما څخه ښه پوهیږي ، نو هیله ده چې ما ته یې
بیرته پښتو ته وژباړۍ.
دغه د اغلې او ښاغلې بحث زه نور مخکې نشم بوولی ، ځکه چې معلومات پکې نلرم، نو ښه به داوي چې څوک په پښتو ژبه کې وارد وي هغه پرې بحث وکړي.
مونږبه ورته دعا وکړو.
په درنښت
احمدزی
ع کريم حليمي
14.05.2008
مکرم ، اغلا جلال صاحب يوار بيا زما سلامونه احترامات ومنه
اومکرمي او دانشمندي غوټۍوربل پتمني خور او استاد قاري صاحب
ته ګېډۍ ګېډۍ سلامونه وړاندي کوم ، الله دې قبل وګرځوي
السلام عليکم و رحمه الله !
پټه خزانه يو تاريخي اثر دي ،د صرف او نحوه د استفادې نه ده!
[quote:35129cf824]اوپوهاند عبدالحې حبیبي رحمه الله ( آغلی) ته لاندې تشریح ورکړی
آغلی : بمعنی زیبا وآراسته و خوشګل وقشنګ است و مؤنث آن آغلې بیای مجهول
است. [/quote:35129cf824]
هو ! ډېره اعلی ترجمه ئې کړېده
آغلی داسي هم ترجمه کېدای سي : ګرانبها، نفيس ،با ارزښته ،تصنعی ګرامي ،
قيمتي ،بسيا ، قوق العاده ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
دا تصنعي مي په دې سبب وليکل چه : داسي هم ويلی سو ، اغلی موټر ، تليفون
دا چه پوهاند عبدالحې حبیبي ئې يا ور مجهله کړې ، د پوهاند سره دا صلاحيت وو او اخستی ئې وو
د علم په زور ئې اخستي وو ، ملا وو خو انګرېزۍ توره شفو خولۍ ،
توره درېشي ئې اغوستل ، هر څه ئې دملايي په زور کول ، مسلم حق ئې
وو چه له آغلی څخه اغلې جوړه کړي ، اغلې کار کړي و خويندو ته ئې وليکۍ
اما و به ئې نه منم چه آغلی صفت پښتو دی
[color=cyan:35129cf824]آغلیه مخ چې په یا نه کړې [/color:35129cf824]
[color=blue:35129cf824]له مړو خاورو ئې آغلی ګل راویوست [/color:35129cf824]
آغلې صيغه کاذبه ده او اغليه بيا يوڅه سر سره خوري ، ولي چه ة په آخر کي
ورکړه سي مونثه کيږي
اوس به نو زه هم ميدان پرېږدم وګران استاد قاري صاحب او
دانشمندي غوټۍ وربل ته
په درنښت
Ghairat
16.05.2008
مکرم او معظم استاد حليمي صيب او د بحث درنو ګډونوالوالسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته خدای دې ډير او روغتيامن ژوند درکړي !
داسې بريښي چې په نوموړې خزانه کې يواځې پښتو ويوني پټ نه دي ،بلکې دعربي او مغولي ژبويوني هم په کې پټ شوي او [color=white:1ba4409527]راپټ شوي [/color:1ba4409527]دي . د يرغالم ټکي د امير کروړ په نامه شعر کې شته (لکه : يرغالم په ميرڅمنو باندې ) او په يرغل کې يرغه په مغولي ژبه کې د آس رام او روزلي حرکت
او ځغستا ته وايي . له دې څخه يې د پښتو د بريد له پاره يرغل او يرغالم (بريد کوم)
جوړ کړي دي . اياهمداسې خوبه نه وي ؟
ehsas
16.05.2008
[quote:314ae90026="ع کريم حليمي"]ګراني قدرمني او پتمني٠٠٠ [quote:314ae90026]ستا د پوښتنې په جواب کې باید درته ووایم چې ښاغلې او آغلې دواړه سوچه پښتو لفظونه دي او عربي ژبې سره هیڅ تړاو نه لري ،لا من قریب ولا من بعید. [/quote:314ae90026]
أغلى سوچه عربي ده او و ډير ګران ، ٠ ٠٠[/quote:314ae90026]
د بحث عزتمنو ګډونوالو،
که له دغې ليکنې وړاندې البته د هغې په شمول ، ټولې تبصرې چې د اغلې او ښاغلي په اړوند څرخي، تر همدې عنوان لاندې د نوې موضوع په شکل د(پښتو ادب او ګرامر او ېا نو د پښتو پوهنيزه پراختېا) بېلګې ته ور انتقال سي، ډېره به ښه وي، ځکه چې د اسلام په خونې کې ئې خو ځای ندی٠
ېاده دې وي چې د (ټولګري بحثونه ) په بېلګه کې دغه موضوع د (پښتو لغتونه ) تر عنوان لاندې دځينو ملګرو لخوا تر ېوۀ حده څېړل شوې هم ده، لينک ئې دا دی :
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=13796#13796
که چيري مسئول کسان دغه ليکنې سره د( اغلې او ښاغلی) تر نوي عنوان لاندې ټول کړي نو زما په خېال ډېره به ښه وي٠
په درناوی ، احساس
و.افغان
21.05.2008
ټولو درنو او محترمو ښاغلو ورونو ! هر یو مکرم استاذ حلیمي صاحب، معزز احمدزې صاحب، درنه خور غوټۍ وربل صاحبه، پتمند ورور غیرت صاحب، او ګران ورور احساس صاحب ته سلامونه او درناوۍ وړاندې کوم
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د ( آغلی ) باره کې دومره وایم، چې دمحترم ورور احمدزې صاحب خبرې پر ځاي بریښې، خو دمعزز استاذ حلیمي صاحب خبرې هم له امکان څخه لیرې نه دي،
ډیرې داسې کلمې شته دي چې په پښتو ژبه کې استعمالیږي او اصول يي عربي دي،
خو دپښتو په استعمال کې يي یو اندازه بدلون خوړلې وي، عربي حروف يي په پښتو بدل شوي وي، او سبب يي دادې چې په پښتو ژبې دخبرو په مهال هغه عربي حرف باندې تلفظ کول ډیر سخت وي، او له سختوالې سره سره دخبرو خوند هم خرابوي، خو البته دغو ډیرو کلماتو کې تر اوسه عربي حروف پر ځاي پاته دي، په کلمو کې هماغسې لیکل کیږي، لکه انګلش کې چې سایلنټ حروف لیکل کیږي، اګر که ځینو ورونو اوس دپښتو دبډايۍ په پلمه او دفارسۍ سره درقابت په پلمه دغه حروفو سره یو اندازه دښمني راخیستې ده، بلکه ټولو عربي اصله کلمو پسې يي راخیستي ده، او غواړې چی په لوي لاس دپښتنو بچې له خپلې مورنۍ ژبې څخه پردي کړي، خو حقیقت دادې چې پښتو ژبه په دغه کار سره نه بډاي کیږي، بلکه ورکیږي، فارسې چې ډیره بډاي ژبه او رسیدلې ژبه ده، په خپلې غیږې کې يي له شپیته سلنو زیاتو عربي کلماتو ته ځاي ورکړې، خو بیا هم پرمختللې حتی نړیواله ژبه شمیرل کیږي، ځینې خو بیخي غواړې چې پښتو حرفونه په لاتینې حروفو واړوې.
په هر حال ، په عربي ژبه کې اغلی کلمه استعمالیږي، دقیمتترین، ګرانترین ، په معنا،
تر اوسه يي عرب په دې شکل استعمالوي:
یا أمي یا أغلی الناس في العالم:
ژباړه : اي ځما مورې ، اي قیمتترین یا ګرانترینو دخلکو په دې نړۍ کې،
یا داسې: اغلی رجل عندي:
ځما په نیز ګرانترین سړې دې، یعنې په ما باندې ډیر ګران دې، ، او دې ورته نور ددې کلمې استخدامات شته دي،
البته په دې کلمه کې د لام حرف ځور لرې، او په آخر کې يي الف مقصوره ده، یعنې د یاء حرف نه دی، خو په عربي لیکدود کې دغه رنګ الف د یا په شکل کې لیکل کیږي،
اما په پښتو کې بیا لام زیر لري، او یا په کې منقوصه ده ، یعنې مخکې ترې زیر دی،
نو لری نه ده چې یوه پښتون دا کلمه اوریدلې وي، خوږه پرې لګیدلې وي، او په پښتو کې يي ورته یا په الف بدله کړي وي، او لام ته يي زور ورکړې وي، او بیا دا رنګه دا کلمه عامه شوي وي،
خو دا خبره ثبوت ته اړتیا لري ، او فکر کوم چې اوسمهال ددې خبرې ثبوت نشته،
البته په عربي ژبه کې دا کلمه داسې استعمال نه لري:
اغلی ابو بکر
اغلی احمدزی،،، ،،،
په درنښت
و.افغان
21.05.2008
دپتمنې خور غوټۍ وربل سره یوه ټوکه:
وايي: چې یو سړي چې هر وخت به يي دروغ ویل، داسې اندازې ته په دروغو کې ورسید چې په خپلو دروغو به يي بیا درښتیا ګمان کاوه ،
نو پتمنې خورې !
کله کله چې یو انسان یوه خبره ډیره او بیا بیا يي واوري، نو ضرور دهغه په زړه او دماغو په غیر ارادي توګې سره اثر غورځوي، په پیل کې کیداي شي نوموړي انسان ځان هغې خبرې ته نه وي تسلیم کړې، خو له بار بار اوریدو وروسته يي ورته نفس غیر اختیاري تسلیم شي، او پرته له دلیله يي قبوله کړي:
محترمې خورې:
تاسو خو دنوح علیه السلام دهم معاصره خلکو دعمر په اوږدوالې کې شک کوۍ، او یا یقین لرۍ چې هغو خلکو اوږده عمرونه نه لرل، او ددې خبرې لپاره تاسې تجریبي دلایل هم نه لرۍ ، خو بیا ډیر په آسانه سره وايۍ: چې دغه خلک ددیرش زره او څلويښت زره ما قبل المیلاد کلونو منځ کې تیر شوي دي، ،، ،
تاسو چې په دومره اطمئنان سره وايۍ: چې دیرش زره او څلویښت زره
آیا ددې لپاره تاسو کوم ساینسي دلیل لرۍ، ؟؟
او که یواځې مو ددارویني مجلو او نشراتو له لارې دا خبرې بار بار لوستلي دي، تر دۍ چې تاسو اړ شوي یاست چې پرته له کوم دلیل او علمي قانون څخه يي ومنۍ؟؟
تاسو باید په دې پوه شۍ، چې انسان تر اوس په دې کار نه دې کامیاب شوې چې دماقبل التاریخ دلرغونو څیزونو په اړه دقیق تاریخ وښيي، او یا دیوه څیز په اړه حقیقت ته نږدې تقریبي عمر وښيي،،،،
او دا کومې دعوی چې داروینیان کوي ، ټولي دروغ دي ، هیڅ حقیقت نه لري، ،
زه تاسو ته یوه کیسه کوم چې یوه وخت په کومه خاوره اتش فشان تیر شوي وو، ټول ټال دوه سوه کاله يي نه وو شوي، نو خلکو ورته دغه دطبیعي تاریخ ځیني څیړونکې راوغوښتل تر څو معلومه کړي چې دغه آتش فشان کله تیر شوې دی، نو هغوي له کشف څخه و روسته ورته د څو یونیم ملیون کلونو عمر ورکړ.
محترمې خورې:
تنها ددغه طوفان په اړه دوي مختلف رنګا رنګ تاریخونه ښودي، ځیني يي له ما بعد التاریخ ۷۰۰۰ کاله وړاندې ښودي، ځيني يي لس زره او ځيني تر د ې هم زیات،
کومه خبره چې په دې دلالت کوي، چې دوي ددغه رنګ څیړنو په اړه دقیق معلومات نشي ورکولاي، او نه تر اوسه دغه مرحلې ته رسیدلي دي.
تاسو دا وايۍ: چې څنګه دخلکو عمرونه او قدونه په یوه ځل دنوح علیه السلام
له طوفان څخه وروسته ښکته راوغورځیدل؟؟
اصلا ستاسو دا پوښتنه په غلط تصور بنا ده ،
هیڅ څوک دا دعوی نه کوي چې له طوفان څخه و روسته فورا عمرونه او قدونه ښکته راوغورځیدل، په یوه اسلامي مستند کې هم ددې دعوی نه ده شوې، یواځې فکر کوم چې په توراة کې دې خبرې ته اشاره شوې ده، خو اوسنۍ تورات دمنلو وړ نه دې، ډیرې لاسوهنې په کې شوي ، او ډیر سومري نصوص په کې هم ورنوتلې دي.
نو پتمنې خورې:
د نوح علیه السلام دطوفان او د ما بعد التاریخ په منځ کې معلومه نه ده چې څو زره کاله تیر شوي دي، ،،،،،
ښايي چې ډیر زیات کلونه تیر شوي وي، ، ،
دنوح علیه السلام دطوفان او مابعد التاریخ ددواړو مرحلو تر منځ په مستندې توګه دپیړیو دقیق شمیر چا نه دې معلوم کړې، او نه يي په تقریبې شمیر کې کومې نیتیجې ته رسیدلي دي، ، ،
نو ددې خبرو په اړه دځینو مغرضو خلکو بې دلیله خبرې منل دانسان دکم فهمۍ دلیل ګرځیداي شي، ،،
دغه تاریخونه چې دوي ورکوي، چې سل ملیونه کاله مخکې، دوه سوه ملیونه کاله مخکې، درې سوه ملیونه کاله مخکې، شپږ سوه ملیونه کاله مخکې، دا ټول دروغ دي، ددغو شمیرو لپاره چې دوي کوم اسباب استعمالوي ، ټول هسې وهمې اسباب دي،
او که ځما دا خبرې پر ځاي نه وي، نو تاسې که چیرې په اروپا کې اوسیږۍ ، نو تاسې
کولاي شي چې دځینو څیزونو په اړه تجربي تر سره کړۍ، او بیا مونږ ته معلومات راکړۍ، او فکر کوم چې ستاسو تخصص هم رياضیات وي، او دریاضي تیورو سره بکافي بلدتیا هم لرۍ، ،،،
نو کولاي شۍ چې ددغو حساباتو په اړه مونږ ته دقیق معلومات راکړۍ، البته دفلاني او فلانۍ خبرې درسره نشو منلۍ، ، ،
یو وار بیا هم ستاسو ددیرشزریز او څلویښتزریز حسابونو لپاره باید مونږ ته خپله
حواله وړاندې کړۍ، چې تاسو دا حسابونه له کومه ځايه راخیستي،
کولاي شۍ مشخص کتاب او یا مشخصه مجله او یا نشره په ګوته کړۍ، ،،
منندوي به مو وم.
اور- بل
28.05.2008
د محترم ورور وهاج صافي صیب سره يوه ټوکه :
وایي دیوه سړي زړه مور سیند وړې وه، کله چې خبر شو نو د هغې مړی یې له اړونده ځای څخه پورته لټاوه، چا پرې غږ وکړ چې څه لټوې، وې ویل: مور مې اوبو وړې ده، اوس یې مړی لټوم . پوښتونکي ورته وویل چې که سیند وړې وي نو ښکته به یې وړې وي ته خویې پورته لټوې ؟ مور مړي ورته ځواب ورکړ : والله ابۍ ډیره سر زورې وه، کیدای شي په اوبو کې پورته تللې وي :lol: :lol: :lol:
دا دساینسي علومونتیجې هم یو بحر دی، ځینې یې له ډیر معروف والي څخه په مجهولو صیغو بیا نیږي، که سړی یې هره یوه نتیجه دروغ بولي ، دا به هم د ساینسي علومو د نتایجو بهیر ته د سر ورښکاره کولو پرځای له ګودر څخه پورته د سیند وړې ابۍ لټول شي .
وګورئ په منځنیو پیړیو کې د انسانانو د عمرونو اوسط ۳۵ کاله ، او په ۸ میلادي پېړۍ کې د پخواني روم د مړو د شناختو په سلو کې په اتیا ډبرو لیکل شوي عمرونه له ۲۵ ــ ۳۰ کالو څخه زیات نه و.
هو، د ځینو عمر ۳۵ او ښايي د ډیرو لږو کسانو عمر ۴۰ کالو ته هم رسیدلی وي ،
حال داچې ایله اوس د اروپایانو دعمر اوسط ۷۶،۵ ته رسیدلی . نو دهغو انسانانو عمر چې لس یا شل زره کاله پخوا یې ژوند کړی، اوسط یې څنګه تر سلو کالو زیاتیدای شي ؟ البته له قانونمندۍ څخه استثناآت هم شته، خو قانونمندي طبعأورته نشو ویلای . د نوح او ادم (ع) عمرونه په واقعیت کې همغومره وو چې په مبارک حدیث کې راغلي، خو هغه به حتمأ یا استثناآت وو او یا به هغه وخت د کال مفهوم نننی نه، بلکې کورټ بل ډول و.
د اغلی په اړه داسې راته بریښي چې د پټې خزانې لیکونکی هم په عربي او هم په پښتو ډیر ښه پوهیده ، لومړی یې ښه اغلی (د ل په فتحه) د نارینه له پاره کارولی او بیا یې د ښځو له پاره هم فکر کړې او د پښتو د تانیث له حالت څخه مجبور شوی چې ل ته کسره ورکړي . یرغل هم بلژبی لغت دی او له مغلي ژبې څخه اخیستل شوی ، د آس ځغلولو یا د اس ځغلونکي برید ته وايي ، او پښتو ته د هر برید په معنی اړول شوی او پټې خزانې هم پټ خوندي کړی دی .
په درنښت !
و.افغان
29.05.2008
پتمنې خور غوټۍ اوربل!
لومړۍ خو دا چې نه پوهیږم چې دغه پورتنۍ ټوکه دې ما پورې کړې او که خپل ځان پورې :lol:
زه خو دومره سرزورې نه یم، خو داسې ښکاري چې دا ابۍ ګانې ډیرې زیاتې سرزوري وي، شپه او ورځ يي له بچو ، ننګیانو ، او لوریانو سره بد حال راخیستي وي، او په هیڅ صورت له خپلې خبرې نه تیریږي، په هر حال ښه دخندا وړ ټوکه وه ، مننه
دوهمه دا چې په مخکینۍ لیکنو کې چې ما له تاسوڅخه دروان بحث په اړه څه غوښتي وو، هغه مو پوره نه کړل.
او دې وروستۍ لیکنه کې مو یو داسې وروست دلیل راوړ چې بیخي دټینګې نه دی،
صحي ده چې زه ساینسپوه نه یم، او نه په ساینس پوهیږم، ځکه خو نوې څه لاس ته نشم راوړلې، البته خداي جل جلاله عقل راکړې په خبره پوهیدې شم، او تحلیل يي هم تر یوې اندازې کولاي شم.
نو ګرانې خورې: په منځنیو پیړیو تاسو خپله فکر وکړۍ چې څومره جنګونه شوي دي، او بیا فکر وکړۍ چې په دغو جنګونو کې څومره په زرهاوو بلکه په لکهاوو خلک له منځه تللي دي،
او په دی هم پوهیږۍ چې په جنګونو کې زاړه خلک شرکت نه کوي، ټول په کې پنځلس کلن، شل کلن ، پنځه ویشت ، دیرش کلن او دې نږدې ځوانان شرکت کوي، ځکه دجنګونو پر مهال ځوانان ډیر وژل کیږي، نو آیا دا به سخته نه وي چې ددغو خلکو دقبرونو له ډبرو څخه دخلکو دعمر اوسط معلوموۍ، په دې معنا چې هغه وخت کې خلکو فقط دهمدومره عمر وړتیا لرله،
تاسو منځنۍ پیړۍ په ځاي پریږدۍ، راشۍ دوه نړیوال جنګونو ته چې څو ملیونه خلک په کې تباه شول، ددغه جنګونو ډیر وخت نه کیږي، په تیر قرن کې تیر شوي،
که تاسو دهغه وخت دخلکو عمرونو باره کې داوسط حساب وکړۍ، نو ضرور به نتیجه ۳۰ -- ۳۵ یا تر دې هم کمه راووځي، خو آیا دا حساب او دا اوسط پر ځاي دې، او آیا بیا د اوسط دتیر قرن څخه دمخکې قرنونو په خلکو پلې کیدي،
نه ، هیڅکله نه ،
ددې خو دا معنا شوه چې له دغه جنګ څخه دې مخکې خلکو عمر لس کاله پنځلس کاله وو، او دا خبره سراسر غلطه ده،
همدارنګه افغانستان، که چیرې دافغانستان دخلکو دعمرونو په هکله دجنګونو مخکې احصائیه وشي، نو ضرور به اوسط لوړ راخیږي، خو که دجنګونو په وخت دخلکو دعمرونو احصائیه وشي، نو ضرور به اوسط ډیر کم راخیږي،
نو تاسو دلته فکر وکړۍ، تناسب بیخي عکسي شو، کوم چې ستاسو زرین او نه راستنیدونکې قانون تسنوسوي،
خو له طبقاتې زندګۍ څخه مخکې او ماقبل التاریخ دا مشکلات موجود نه وو، ډیره سولییز ژوند وو، ژوند د دوام ورکولو لپاره اسباب هغوي ته ښه برابر وو، هر څه صفا وو، کوم مرضونه چې اوس ورځ په ورځ پیدا کیږي، او زیاتیږي، هغه وخت يي وجود نه درلود، زندګې يي په تصادف نه وه روانه، خلک کم او هر څه ډیر وو، نو آیا
دهغه خلکو قیاس په دې اوسنیو خلکو کول صحي بریښي؟ !!!
اوس که څومره ټنکنالوجي پر مخ ځي، هماغه اندازه له ځانه سره مرضونه او تباهۍ راوړي،
دغو فضايي راکټونو دآوزون فضايي پوخ وشکاوه، بې امنه يي کړ، رنګا رنګ فابریکو دځینو څیزونو دتولید په سبب دهوا تودوخه زیاته کړه، بحرونه يي چټل کړل، دځمکې دمرداریو دتحمل په مقابل کې يي کمزوري کړل، دبحر دغاړو په لکونو خلک يي ووژل ، او دډیرو ژوند اوس هم له خطر سره مخ دی،
نو ددې انسان قیاس په پخواني انسان باندې چې په یوه عادې حالت کي ژوند کاوه، ناسم بریښي.
او پاتې طبیعي علومو ته دځینو منتسبینو دروغ، نودهغې باره کې تفصیل څخه به (د هغه دښاغلې محمد حسن خبره) ټول افغان عاجز شي.
خو چې تاسو ته يي هره خبره صحي او رښتیا ښکاري نو دا مو بیا سرزوري ده.
البته دیته مو فکر وي چې تاسو دساینسي علومو تجریبي قاطع قوانین دطبیعي تاریخ ددروغو او رښتیا دعوو سره ګد کړۍ، چې دا ګډول ځما په نظر غیر علمي او په عین حال کې غیر منصف دي.
نور به بیا شي.
اور- بل
30.05.2008
محترم وهاج صیب ته درناوی او سلامونه !
څوک نه وایی چې ناروغۍ وباګانې ، افتونه ، جګړې او ناورینونه پخوا لږ وو،بلکې دناروغۍ او ساری مرضونو او د[color=white:b7b2985afa] طب [/color:b7b2985afa]، تولید صنعت او اواقتصاد د وروسته والی له کبله د خلکو ژوند د نن په پرتله لنډ و، نه یواځې د سړیو ،بلکې دښځو هم چې په جګړو کې یې ګډون نه درلود ژوند په کابو ورته تناسب و!
خو هغه څه چې تکرار او تجربه کیدای نشی تاریخې پیښې دي چې یواځې دتاریخ په کتابونو او عتیقه اثارو کې لټول کیدای شي . نو دثبوت لپاره یې تجربه څه نشی وړانې کولی بکې نومې منابع دی دی چې ار ترې اخیستل کیږی او بس .
د ژوند ښه والی او اوږود والی دواړه پر طبیعت د انسان د لاسبری او تسلط له درجې سره مستقیم تناسب لري نه معکوس ! داسې پېښې او تاریخی دوره نشته چې ددغسې معکوس یو معکوس تناسب ښکارندوی اوسي ، بلکې ټول شواهد مستقیم تناسب انځوروي . که دعدن باغ په ځمکه ( بین النهرین یا افریقاکې) تثبیت هم شی هلته به د ژوند نېکمرغی لکه نباتی خواړه او جنسی لذتونه بیدریغه وو ، چې دانسان په ذهن کې یې له یوه نه بل نسل په ارمانی او [color=yellow:b7b2985afa]تجریدي[/color:b7b2985afa] بڼه انتقال موندلی ، چې آن عدن او جنت سره نږدې بولي، خو مړینې چې له هر علت ، ساری ناروغیو ، حیوانی بریدنو او زهری چیچنو ، طبیعی پیښو له امله وې ، طبیعی ګڼل کیدې ، د نسان ذهن ترې چندان نه متاثر کیده، ځکه ژوندی پاتې سره ټول خویندې ورونه وو او د تلف شوو تلافی به د نویو د زیږون روانې لړۍ کوله ! د فردی شعور د نشتوالی یا سخت محدودیت او د خودبخودي کلېکتیوي ژوند توګې له امله د افرادو ناوړه برخلیکونه ، مړینې او ناروغۍ ټولې د یوه ناوړه تصادف پایلې ګڼل کیدې چې د په فرد فرد یې مستقیمأ چندان ډیر ناوړه روانی اغیز نه پریښوده .
د هابیل او قابیل ترمنځ د مرګونې پیښې کیسه هم د لومړۍ بشری ټولنې د اجتماعی کاروېش په نتیجه کې دمشت شویو کروند ګرو او پونده شپنو د غړو تر منځ د لومړی تصادم انځوروړاندې کوي. دامثال هم صرف د فردي شعور
د نسبيت او نشتوالي په تړاو یادوم او بس . په درنښت .
اور- بل
30.05.2008
محترم وهاج صیب ته درناوی او سلامونه !
څوک نه وایی چې ناروغۍ وباګانې ، افتونه ، جګړې او ناورینونه پخوا لږ وو،بلکې برعکس دناروغۍ او ساری مرضونود ډیروالی او له بلې خوا د[color=white:a597754be1] طب [/color:a597754be1]، تولید صنعت او اواقتصاد د وروسته والی له کبله د خلکو ژوند د نن په پرتله لنډ و، نه یواځې د سړیو ،بلکې دښځو هم چې په جګړو کې یې ګډون نه درلود ژوند په کابو ورته تناسب و!
خو هغه څه چې تکرارېدای او تجربه کیدای نشی تاریخې پیښې دي چې یواځې دتاریخ په کتابونو او عتیقه اثارو کې لټول کیدای شي . نو دثبوت لپاره یې تجربه څه نشی وړاندې کولی، بلکې نوموړې يواځينۍ منابع دی چې کار ترې اخیستل کیږی او بس .
د ژوند ښه والی او اوږود والی دواړه پر طبیعت د انسان د لاسبری او تسلط له درجې سره مستقیم تناسب لري نه معکوس ! داسې پېښې او تاریخی دوره نشته چې ددغسې یو معکوس تناسب ښکارندوی اوسي ، بلکې ټول شواهد مستقیم تناسب انځوروي . که دعدن باغ په ځمکه ( بین النهرین یا افریقاکې) تثبیت هم شی هلته به کيدای شي د ژوند نېکمرغی لکه نباتی خواړه او نورو لذتونو پرېماني وه ، چې دانسان په ذهن کې یې له یوه نه بل نسل ته په ارمانی او [color=yellow:a597754be1]تجریدي[/color:a597754be1] بڼه انتقال موندلی دی تر دې چې آن عدن او جنت سره نږدې بولي، خو مړینې چې له هر علت ، ساری ناروغیو ، حیوانی بریدنو او زهری چیچنو او ناوړو طبیعی پیښو له امله رامنځته کېدلې ، هم طبیعی ګڼل کیدې ، د انسان ذهن ترې چندان نه متاثر کیده، ځکه ژوندی پاتې
کسان سره ټول خویندې ورونه، او د تلف شوو تلافی به د نویو د زیږون روانې لړۍ کوله ! د فردی شعور د نشتوالی یا سخت محدودیت او د خودبخودي کلېکتیوي ژوند توګې له امله د افرادو ناوړه برخلیکونه ، مړینې او ناروغۍ ټولې د یوه ناوړه تصادف پایلې ګڼل کیدې چې په فرد فرد یې مستقیمأ چندان ډیر ناوړه روانی اغیز نه پریښوده .
د هابیل او قابیل ترمنځ د مرګونې پیښې کیسه هم په حقيقت کې د لومړۍ بشری ټولنې د اجتماعی کاروېش په نتیجه کې دمشت شویو کروند ګرو او پونده شپنو د غړو تر منځ د لومړی تصادم انځوروړاندې کوي. البته داهم صرف د فردي شعور د نسبيت او نشتوالي له پاره د مثال په توګه يادوم چې د نارينه تر منځ د لومړي
اجتماعي کارويش يوه پايله بلل کيږي .
په درنښت .
رښتینی
30.05.2008
سلامونه اونيکي هيلي !
دنوح عليه السلام دتبليغ نه سوه اوپنځوس کاله عمر په قرانکريم سره
ثابت ده اوقرانکريم دي ته هم باريکي اشاري کړي چي دادده معجزه وه
ځکه تاسوبه په قران کي ليدلي وي چي ديوه پيغمبر دعمرپه باره کي څه
نه دي ويل شوي يواځي دانوح عليه السلام دي چي دده دتبليغ دمودي په
اړه داسي تصريح راغلي ده
اوبل يوځاي نوح عليه السلام خپل قوم ته ښيراکړي ده اووايي : ......ولايلد
منهم الا فاجرا کفارا که دي ښيراته ځيرشوداسي بريښي لکه دخپل قوم ډير
نسلونه چي ده شه تجربه کړي وي اواخيردي ښيراته مجبورشوي وي له طائف
نه دراستيدوپه مهال رسول الله ته خپل ملګري زيدوويل چي دطائف خلکوته
ښيراوکړه هغه ورته وويل نه له دوي نه به داسي اولادونه پيدا شي چي هغه به
ښه وي نوبناےدنوح عليه لسلام له دي شيرانه هم موږ ته يوه نغوته په لاس راغله
والله اعلم
په مينه