اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
اې ځوانانو!
De Islam Shagird
18.04.2008
اې ځوانانو!
ځوانانو! زموږ تر ټولو لويه ستونزه داده چې دنورو سيل كوو، له نورو څخه د كار او خدمت توقع لرو، خو لازمه داده چې هر كس د خپل توان او قدرت په اندازه كار وكړو.موږ بايد نه يوازې له عالمانو، چارواكو، پانګوالو، لوستو او دمقام له څښتنانو څخه د خدمت انتظار ولرو، بلكې خپله به هغه وخت بريالي كيږو، چې پوره په اسلام كې داخل شو او دژوند په ټولو چارو كې اسلام پاله واوسو. داچې نن موږ په ذلت كې يو، ددې علت يو دادى چې موږ د اسلام ځينې برخې منو او پلې كوويې، خو ځينې نورې برخې يې نه منو.
موږ هغه خلك يو چې ځان مو هېر كړى دى، زموږ عقلي وړتيا چې بې مصرفه ده ، لدې مو هم ګټه نه ده اخيستې، موږ د كوښښ په ځاى تقليد كوو، د نوښت پر ځاى په بل پسې ځو، د ابتكار پر ځاى مو تكرار ته مخه كړې ده، د تفكر پر ځاى موضوعات په يادو زده كوو، ددې په عوض چې د خپلو علماوو نظرونه ومنو دپرديو نظرياتو ته خدمت كوو، زموږ تعليمي نصاب له زده كوونكي څخه مزدور جوړوي نه عالم، زموږ عملي قدرت نشته، زموږ اقتصادي قدرت فلج دى، زموږ نفوس ډېر دى خو هريو په بېلابېلو لارو روان يو، روحي قوه مو هم ضعيفه ده، چې دايمان او عقيدې په ضعف باندې دلالت كوي.
را به شو دې ته چې مسوليت د چا دى؟! ايا مسووليت يوازې دقدرت د خاوندانو دى؟ نه مسووليت د ټولنې د ټولو غړو دى، د خپل قدرت او توان په اندازه، زما په اند لومړى مسووليت د علماوودى، ځكه چې دوى بايد دټولنې په لارښونه كې فعاله ونډه واخلي، متاسفانه چې دوى او ددوى علم د پانګوالو او دقدرت د خاوندانو ښكار شوى دى.
دوى د خپل خداى سره په تعهد كې پاتې راغلي دي. په دويم قدم كې چارواكي د لوى مسووليت خاوندان دي، خو ددې پړه ځكه بيا په عوامو ور اچول كيږي، چې ددوى لخواټاكل كيږي، حديث شريف دى (څنګه چې تاسې وئ هماغسې به مو حكومتونه وي).په دريم قدم كې دعوامو مسووليت دى، او دوى بيا د ځينو نورو مسووليت لري كوم چې ددوى تر تسلط لاندې دي ( كلكم راع و كلكم مسوول عن رعيته) زموږ علما بايد له حكومتي اسلام څخه لاس واخلي بلكې خلكو ته واقعيت ووايي.
له نفاق څخه خلك وژغوري، خلك دې ته پرې نږدي چې په خپلو تېرو بې ځايه افتخاروكړي، موږ هېڅ نه دي كړي، مخكې له دې چې نور نيوكه را باندې وكړي، خپله په ځان انتقاد وكړو، بيړه ونه كړو، تاسې فكر وكړئ كله چې نوح(ع) ۹۵۰ كاله دعوت وكړ ، خداى ج دا هم كولاى شواى، چې دده دعوت په هماغه لومړيو كې بريالى كړي خو د ازميښت لپاره يې دومره وخت ونيوه، وروسته چې كله دده ښېرا دخداى په حضور كې قبوله شوه، نو بيا هم د مسلمانانو نجات ددوى په هڅه او هاند پورې تړلى و، خداى ج دوى ته مفت نجات نه وركاوه، بلكې دوى د خپل نجات لپاره په خپل لاس كښتۍ جوړه كړه او وروسته دوى په كې سپاره شول او د طوفان پر مهال يې نجات وموند. موږ كه خپلې پورتنۍ نيمګړتياوې پوره كړو هېڅ ملت به زموږ په شان بريالى نه وي، موږ هغه څه لرو چې كفار
او غربي نړۍ يې نلري:
۱- موږ په اسلامي فطرت سره نړۍ ته راغلي يو، د ثابتې او حاكمې عقيدې خاوندان يو .
۲- موږ له ځان سره هغه حقيقت ملګرى لروچې ځمكې او اسمانونه يې په لاس كې دي.
۳- موږ اسلامي امت له ځانه سره لرو چې زموږ ملاتړ وكړي، هغه هم په معنوي اومادي لحاظ.
۴- موږ دانساني مصلحت قوانين له ځان سره لرو چې هېڅ استكباري قدرت يې نلري. پس موږ د خداى(ج) تاييد اوملاتړ لرو.
ځوانانو راځى له خپل كور او كلي نه يې را پيل كړو او بالاخره د هېواد په هر ګوټ كې د اصلاح لپاره مټې راونغاړو او نه ستړې كېدونكې هلې ځلې وكړو، د خپل مسووليت سره سم د ټولنې ټول قشرونه راويښ كړو او خپلو دندو ته يې متوجې كړو تر څو ډېر ژر د نوښت او تجدد سبب شو، او يو اباد، آزاد، او ا سلامي افغانستان ولرو.
اور- بل
18.04.2008
[quote:73c2c579eb]چې نوح(ع) ۹۵۰ كاله دعوت وكړ[/quote:73c2c579eb]
قدرمنه تاسو نه له سلامونو او نیکو هیلو وروسته دوه پوښتنې لرم :
۹۵۰ کاله عمر په لاندې حالتونو کې ممکن دی :
۱ــ په ۹۵۰ کالو کې د نوح (ع) د قوم څو نسلونه هغه مړه شوي وو ، کله چې پاتې یی بیايه طوفان کې غرق شول ؟ که د هر نسل عمر له زیات نه زیات ۵۰ کاله هم ونیسو نو ۱۸ نسلونه په خپل مرګ مړه شوي او نولسم یې وروستنی نسل حسابیږي چې په طوفان کې غرق شو .آیا همداسې یې تصور کوئ ؟ يه دې صورت کې د تیرو ۱۸ نسلونو سزا هم ، چې بیغمه یې ژوند وکړ او په خيل مرګ مړه شوو، له وروستي نولسم نسل ته ورکړل شوه چې غرق شول ، ایا دا امکان لري ؟
۲ــ او که د هغه وخت کال د اوسني وخت له یوې ونۍ څخه هم دومره کم و چې له ۹۵۰ کالو څخه ایله په بیله اوسني ۳۰ یا ۳۵ کاله جوړیدای شول ، ځکه په هغه وخت کې په عامه توګه د یوه نسل ژوند له ۲۵ ـــ ۳۰ کالو څخه زیات نه دی اټکل شوي .
۳ ـــ او که یواځې د پیغمبر ژوند نه بلکې د ټول قوم ژوند یې ۹۵۰ کاله و؟ دا د تاریخ د قانونمندۍ له مخې امکان نه لري ! صرف ځینو بهلوانانو د هغه وخت له اوسط څخه څوکاله زیات ژوند کړی خو د بسته یو قوم ۹۰۰ کاله ژوند د تصور وړ نه دی .
۴ــ د کلونو ذکر په قران کې نه دی راغلی ، صرف د تفسیرونو مولفینو له خپل اټکل څخه کار اخيستې او نورو تر نن ورځې پورې پرې ستاسې خبره [color=white:73c2c579eb]بی مصرفه فکر [/color:73c2c579eb]هم نه دی کړی او په پټو ستر ګو یې آټکلونه منلي دي . او یا خو نور بیغمبرانو له نوح (ع) د قوم د ۱۸ نسلونو لړۍ ته تبلیغ کړی خو هغوی بو هم نه و منلی تر څو چې وروستي پغمبر یې د غرقولو غوښتنه وکړه اوالله تعالی قبوله کړه ،
مفسرینو د هغوی د ریالت دورې هم له نوح (ع) یره حیاب کړی دی .
په دې څلورو امکاناتو کې څلورم حالت ډیر امکان لري ، ستاسو په فکر کوم امکان سم بریښي ؟
۲ــ ایا یواځې په اسلام د یوې ټولنې سیاسي اقتصادي ، ساینسي تخنيکي پرمختګ تضمین کیدای شي ؟ که کیدای شي کوم مثال یې په اوس وخت کې په ټوله نړۍ کې وړاندې کولی شئ؟؟؟ که تیل یې نه لرلای ایا ستاسې په اند به عربي هیوادونه دومره هم يرمخ تللي وای چې اوس دي، سره ددې چې دوی کوم علمي تخنیکي او تولیدي پرمختګ اوس هم نه لري او کله چې تیل یې ختم شي، حال به یې څه وي؟
زما په اند خو به دیني او دنيوي پرمختګ دواړه اړین وي !
په درنښت
..Ahmadzai
19.04.2008
[quote:1a462564f7]
۴ــ د کلونو ذکر په قران کې نه دی راغلی ، صرف د تفسیرونو مولفینو له خپل اټکل څخه کار اخيستې [/quote:1a462564f7]
ددې دلیل له قران کریم څخه
{[color=darkred:1a462564f7]فلبث فيهم ألف سنة إلا خمسين عاماً فأخذهم الطوفان وهم ظالمون} (سورة العنكبوت:14[/color:1a462564f7]
په درنښت
جلال احمدزی
ع کريم حليمي
19.04.2008
ګراني او دانشمندي خور غوټۍ وربل ، اومکرم جلال صاحب
زما سلامونه ومني (خدای دي ئې قبول وګرځوي ستاسو په باب )
السلام عليکم ورحمه الله ٠٠٠٠٠٠٠
ګراني خور او ګران وروره !
زه به يو څه سرکښي وکم ، په ايه کريمه کښي راغلي يعني په نص کښي
ألف سنة او خمسين عاماً
سنه و درې سوه پنځه شپېتوو ورځو ته نه ويل کښي ،سنه و دور اويا ته
ويل کيږي ، او عام وهغه سنې ته چه 365 د کار ورځي وي
دلته يو خاص مطلب سته چه ولي رب العزت د ألف سره سنة ياده وي
او د خمسين سره بيا عاماً کاره وي
هو ! دغه د 950 کاله د نوح عمر په حديثو کښي نسته ، دا خبري او أقوال د علماوو او د سلفو دي ، د خواږه نبي له خولې صريح سند ما تر نن
ګريه نه دي لوستی ، په تفسير القرآن العظيم (لابن كثير )
کښي راغلي چه د نوح عمر 950 کاله وو د قتاده په قول
ملك الموت له نوح ع څه پوښتنه وکړه چه د اوږد ژوند نبي عمر څنګه
درباندي تېر سو ، نوح ع ورته وويل چه :كرجل دخل بيتا له بابان ، فقام في وسط البيت هنيهة – القليل من الزمان - ، ثم خرج من الباب الآخر
دلته زه د استاد قاري صاحب (وهاج ساپی ) نظر غواړم د سنې او عام
په باره کښي
په درنښت
په
،
لمړۍ باید قانون په اثبات ورسول شي، او بیا پر نورو مماثل حالاتو تطبیق شي
و.افغان
19.04.2008
دبحث ټولو ګډونوالو ! هر یو محترم مولانا حلیمي صاحب، دروند ورور داسلام شاګرد صاحب، ګران ورور ډاکټر احمدزي صاحب، او پتمنې خور غوټۍ اوربل ته دمینې ډک ډک سلامونه وړاندې کوم،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دبحث اراده مې نه درلوده، او نه مې ورته فی الحال وخت لره، خو دآغلې درنې خور غوټۍ اوربل یوې جملې راجذب کړم،
آغلې لیکي:
[quote:546c057cc4][color=white:546c057cc4]ځکه په هغه وخت کې په عامه توګه د یوه نسل ژوند له ۲۵ ـــ ۳۰ کالو څخه زیات نه دی اټکل شوي[/color:546c057cc4] .[/quote:546c057cc4]
محترمې خورې: تاسو لمړۍ دغه پورتنۍ خبره په علمي مفصلو دلائلو سره په اثبات ورسوۍ، او بیا وروسته دهغې نتیجې په بنیاد احکام ، قوانین، او تفسیر وضعه کړۍ، دقرآن کریم دآیت ظاهر خو داسې دې چې نوح علیه السلام کم نه کم ۹۵۰ کاله په خپل قوم کې تیر کړي دي، او ځینې مفسرینو بیا دا ویلي دي چې دتبلیغ موده يي ۹۵۰ کاله وه، چې دقرآني آیت څخه موخه هم دا ده، او نوح علیه السلام له دغه تبلیغ څخه مخکې او له طوفان څخه وروسته نور عمر هم لاره، چې ځیني يي بیا ۱۴۰۰ کالو ته رسوي، او ځیني يي بیا ۱۲۴۰ کالو ته رسوي.
تر هغې چې درنه خور آغلې غوټۍ اوربل مونږ ددغه خبرې داثبات لپاره یو علمي مدللــه لیکنه برابروي ، نو ما تاسی محترمینو ته یوطنز تیار کړې ( البته ځما نه دی)، چې ددې سکالو سره یو څه ارتباط لري، هیله لرم چې خوند ترې واخلۍ:
دانسان عمر دیوه چرڅي دارویني په آند
یا په دنیا کې دیوه دارویني زندګې
وایي: چې یو چرڅي دارویني له خپل یوه ملګري سره ناست وو، نو خپل ملګري ته يي مخ راواړوه ، او ورته ويي ویل: چې دوسته!
آیا پوهیږې چې دانسان اصلي عمر دیرش کاله وو؟؟
ملګري يي ورته وویل: زه خو نه پوهیږم.
چرڅي دارویني ورته وویل: ښه چې نه پوهیږي نو غوږ شه:
په پیل کې دانسان، خر، سپې، او بیزو ټولو عمرونه سره یو شانته وو،
ټولو دیرش کاله عمر لره، خو انسان دهغوي ټولو څخه هوښیار وو، نو له ځانه سره يي وویل: چې ماته خو دا دیرش کاله ډیر کم دې، دا خو مې نه بس کیږي، اوږد فکرونه يي له ځان سره وسنجول، بیا يي وویل: راځه راشه ، په دغو چارپایانو چل وکړه، او له هر یوه نه شل شل کاله عمر واخله، بیا به دې عمر نوي کاله شی، او داسې به اوږد دخوشالۍ او خوښۍ ژوند وکړم،
نو په لومړي ګام کې دغه انسان خره ته ولاړ، او ورته ويي ویل: چې اۍ خره !
ته غواړې چې دیرش کاله ژوند وکړې، ستا ژوند خو ټول له سختیو ډک دی، ټول عمر دې ستومانتیاوي دي، او زه ستا لپاره یوه ډیره ښه لاره لرم چې له دې سختیو دې وژغورم، مطمئن اوسه، له هر رنګه بارونو به دې خلاص کړم،
داسې وکړه چې له خپل عمر څخه شل کاله ماته راکړه، او ستا دا لس کاله بس دي،
خره له ځانه سره فکر وکړ، او ويي ویل: چې دا خو ډیر ښه خبره ده، دا انسان څومره خکلې رحمناک زړه لري، ددې شلو کالو مشکلات به ته ځما له اوږو لیرې کړي، او شل کاله به ځما پر ځاي هنګارې کوي،
داسې دانسان عمر پنځوسو کالو ته ورسید، بیا سپې پسې ورغۍ، داسې حال کې چې سپې ستونۍ له غپا پړسیدلې وو، نو سپې ته يي وویل، چې آیا ته به دا ټول دیرش کاله غپیږې؟
څومره سخته ده !
که دا شل کاله دې ما ته راکړل، نو شل کال به له غپا خلاص شي،
سپې ورته مخ را واړوه ، او ورته ويي ویل: چې ښا، ته به شل کاله ځما پر ځاي غپیږې، نو هغه ورته وویل: چې هو، ولې نه !
سپې خوشاله شه ، او دخپل عمر شل کاله يي ورته ورکړل، نو دانسان عمر
اویا کالو ته ورسید،
له دې وروسته يي له ځانه سره وویل، چې باید ضرور بیزو پسې ورشم، نو که بیزو موافقه وکړه، نو بیا به مې مزي وي، بیزو ته چې ورغۍ، بیزو په پنجره کې بنده وه، له یوه ځايه څخه يي بل ځاي ته خیزکې وهلې، او نورو ورته شاوخوا خندل، انسان ورنږدې شو، او و رته ويي ویل:
چې اۍ بیزو!
له خپل دې ژوند څخه تنګه شوې نه يي؟
ټوله دنیا در پورې شپه او ورځ خندا کوي،
بیزو وویل: نو ځما لاس کې خو داسې څه نشته چې دخلکو خولې پرې وتړم،
انسان ورته وویل: حل شته،
داسې کار وکړه ، چې دا شل کاله عمر دې ماته راکړه ، نو له دې مسخرې او ټوکو به خلاص شې، بیزو وویل: دا خو ډیره ښه خبره ده ، ځما خو به دا لس کاله عمر وي، او خلک به شل کاله هغه پورې بیا خاندې،
نو غږ يي وکړ، چې موافقه یم، زما شل کاله عمر ستا شو، نو داسې
دانسان عمر نوې کاله ته ورسید،
دې وخت کې دچرڅي دارویني ملګري چرڅی دارویني ته وکتل، او ورته ويي ویل: چې ستا
په ګومان چې دانسان عمر نوي کاله دې ؟؟
چرڅي دارویني وویل: نه ، دیرش کاله دې، خو هغه دخره، سپې، او بیزو شل شل کاله عمر و اخیست، او اوس دغه ټول عمر دهغوي په عذاب ګرفتار دې،
ملګري يي ورغبرګه کړه چې هغه څنګه؟
چرڅي وویل: چې دانسان عمر څلور مرحلې دې:
لمړۍ مرحله:
دهغه حقیقي عمر ، چې دیرش کاله دې، ښه ژوند تیروې، مزې او خوندونه څکې، دچا پرې غرض نه وي.
دوهمه مرحله :
د-۳۰ - ۵۰ پورې دخره عمر دې، او هغه داسې چې کله يي بچې پیدا شي، نو دخره په څیر پرې ناکوبې ګالي.
دریمه مرحله:
له پنځوسو څخه تر اویا پورې ، دسپې عمر دې ؟
دا هغه عمر دې چې په هغې کې انسان په خپلو بچیو او ښځې چیغې کاږې،
او له پښو په کې هم ستومانه شوې وي
څلورمه مرحله.
له اویا څخه تر نوي پورې :
دا دبیزو عمر دې، چې کله دغه انسان بوډا شي، کمزورې شي، او په ګډو وډو شروع وکړي، نو ځامن يي دکور په یوه کونج کې ګیر کړي، او ټول پرې په جمعه خاندې ، او یا خويي پاګل خانې ته بوځې، او ځان ترې خلاص کړي.
و.افغان
19.04.2008
[color=white:3556b9b0b8]دې خونه کې د تغییر امکانات هم نشته ،
غواړم چې دآغلې غوټۍ اوربل پام یوه ټکې ته راواړوم، او هغه دا چه :
هیڅ ضرور نه ده، چې هر انسان او یا هر نسل دې په دې دنیا خپل سزا وڅکې.
دآخرت دورځې سزا ټولو ته انتظار کوي.[/color:3556b9b0b8]
ډاکتر څپاند
20.04.2008
دانسان عمر څو کاله دی ؟؟
ددی سوال ځواب علم او پوهی او ياثبوت ته نه بلکه يو څه فکر کولو ته اړه
لری٠دانسان عمرپه مختلفو جوامعو کی مختلف دی،داسی چه هغه په پرمختللو
هيوادو کی تر ټولو اوږد او په فقیرو هيوادو کی تر ټولو لنډ٠
کله چه ويل کيږی چه په افغانستان کو د انسان متوسط عمر ٤٠ او په فرانسه
کي ٨٠ کاله دی، ددی معنی داشوه چه خلک په اوسط ډول هغومره ژوند کوی٠
و.افغان
20.04.2008
دمخکینۍ لیکنې پر وخت ځما په ذهن کې یو بل معلومات هم وو، خو زه يي
مصدر پسې ګرځیدم ، تر څو يي توثیق وکړم،
او هغه دا چې:
لیرې به نه ځو، اسلامي مؤرخین د سلمان الفارسي رضي لله عنه باره کې وايي:
چې هغه درې نیم سوه کاله عمر درلود، کوم چې دوه نیم سوه کاله دي، نو هغو کې
خو اهل علم هیڅ شک او شبهه نه کوي.
مؤرخ ابن الاثیر رحمه الله بیا په خپل کتاب کې لیکي:
په شپږم دیرشم هجري کال کې سلمان الفارسې وفات شو، او ویل شوي دي چې هغه
دعیسی علیه السلام ځینې شاګردان هم درک کړي دي، (یعنې دهغوي سره همزمان ده هم ژوند کولو)
مؤرخ ابو نعیم رحمه الله بیا وايي: سلمان الفارسې له هغو خلکو څخه وو، چې ډیر عمرونه يي درلودل.
ابن الأثیر: اسد الغابة ۲/412، الکامل فی التاریخ 3/287.
نو چې دا خبره په دا ډول ثابته شي، نو دنوح علیه السلام دغومره عمر ثابتیدو کې څه مشکل لیدل کیږي، او
بیا خداي جل جلاله ته خو هر څه آسان دي.
البته کوم خبره چې محترم مولانا حلیمي صاحب د عام او سنة باره کې کړې، نو نورو
علماوو ورته هم اشاره کړې، او دغو دواړو کلمو لږ فرق سره شته ده ، که وشو
بله لیکنه کې به پرې وغږیږم.
اور- بل
20.04.2008
السلام علی من التبع الهدا !
[quote:cfdd35f573]۱
۱ــ لیرې به نه ځو، اسلامي مؤرخین د سلمان الفارسي رضي لله عنه باره کې وايي: چې هغه درې نیم سوه کاله عمر درلود، کوم چې دوه نیم سوه کاله دي، نو هغو کې خو اهل علم هیڅ شک او شبهه نه کوي...
۲ــ مؤرخ ابن الاثیر رحمه الله بیا په خپل کتاب کې لیکي:
په شپږم دیرشم هجري کال کې سلمان الفارسې وفات شو، او ویل شوي دي چې هغه
دعیسی علیه السلام ځینې شاګردان هم درک کړي دي، (یعنې دهغوي سره همزمان ده هم ژوند کولو)
. [/quote:cfdd35f573]
دلومړي ټکي په اړه :
اسلامي مؤرخین هم باید مورخین وي او دومره پوه وي چې تاریخ د زمان او مکان په قید کې د پیښو بیان ته وايي ! آیا د درې نیم سوه یا دوه نیم سوه کالو په ادعا سره
د فارسي (رض) د ژوند پیښه د زمان او مکان په قید کې راغله چې کله شوی او کله مړ شوی او چیری شوی او وفات شوی ؟ نو ایا سره له دې دومره نیمګړتیاو هغوی ته مورخین ویل کیدای شي ؟؟؟
د دویم ټکي په تړاو :
که صرف د وفات له تاریخ څخه ( چې د هغه شپږ دیرشم هجري کال دی ) د زیږیدو له نیټې پرته دچا عمر مالومیږی نو په دغه کال خوبه ډیر خلک وفات شوي وي ایا هغوی ټولو به دوه نیم سوه دری نیسوه کاله ژوند کړی که څنګه .
اوکه دعیسی (ع) د شاګردانوسره یې اسمان ته د عیسی (ع) له تلو وروسته همزمان ژوند کړی وي او تاسو دې ادعا ته اسلامي مورخینو تاریپوهنه وایئ نو بیا خو که نوموړی د مسیح په ژوند کې نه وي زیږیدلې نو له مسیح (ع) وروسته خو حتمأ په لومړیو درې لسیزو کې زیږیدلی، څو د هغه د وروستیو شاګردانو سره د ژوند یو څو کاله همزماني ولري، ايا همداسې نه ده ؟
چې ده نو بیا خو په ۳۶ هجري کې د هغه وفات ثابتوي چې عمر یې له ۵۵۰ یا پوره شپږ سوو شمسي کالوڅخه په هیڅ صورت کم نه و . آیا همداسې نه ده ؟
چې ده ، نو بیا د دوه نیم سوه او درې نیم سوه کالو عمر ادعا تش یو خیالي اټکل نه دی ؟ هغه سړي (رض) لږ تر لږه ( ۵۵۰ ) کاله عمر کړی او تاسو یې دوه نیم سوه کالو ته را ټیټوئ ایا دا ظلم نه دی؟ بهتان نه دی ؟؟ په تاریخ کې لاسوهنه نه ده ؟؟؟
نو که چیرې څوک د تاریخ پر ځای داسلامي مورخینو په علم غیب ایمان نه لري ، دغسې ادعا وې به د تاریخ په نامه وړاندې نکړي !
و.افغان
20.04.2008
[quote:8ef1e325aa="غوټۍ وربل"]السلام علی من التبع الهدا !
[quote:8ef1e325aa]۱
۱ــ لیرې به نه ځو، اسلامي مؤرخین د سلمان الفارسي رضي لله عنه باره کې وايي: چې هغه درې نیم سوه کاله عمر درلود، کوم چې دوه نیم سوه کاله دي، نو هغو کې خو اهل علم هیڅ شک او شبهه نه کوي...
۲ــ مؤرخ ابن الاثیر رحمه الله بیا په خپل کتاب کې لیکي:
په شپږم دیرشم هجري کال کې سلمان الفارسې وفات شو، او ویل شوي دي چې هغه
دعیسی علیه السلام ځینې شاګردان هم درک کړي دي، (یعنې دهغوي سره همزمان ده هم ژوند کولو)
. [/quote:8ef1e325aa]
دلومړي ټکي په اړه :
اسلامي مؤرخین هم باید مورخین وي او دومره پوه وي چې تاریخ د زمان او مکان په قید کې د پیښو بیان ته وايي ! آیا د درې نیم سوه یا دوه نیم سوه کالو په ادعا سره
د فارسي (رض) د ژوند پیښه د زمان او مکان په قید کې راغله چې کله شوی او کله مړ شوی او چیری شوی او وفات شوی ؟ نو ایا سره له دې دومره نیمګړتیاو هغوی ته مورخین ویل کیدای شي ؟؟؟
د دویم ټکي په تړاو :
که صرف د وفات له تاریخ څخه ( چې د هغه شپږ دیرشم هجري کال دی ) د زیږیدو له نیټې پرته دچا عمر مالومیږی نو په دغه کال خوبه ډیر خلک وفات شوي وي ایا هغوی ټولو به دوه نیم سوه دری نیسوه کاله ژوند کړی که څنګه .
اوکه دعیسی (ع) د شاګردانوسره یې اسمان ته د عیسی (ع) له تلو وروسته همزمان ژوند کړی وي او تاسو دې ادعا ته اسلامي مورخینو تاریپوهنه وایئ نو بیا خو که نوموړی د مسیح په ژوند کې نه وي زیږیدلې نو له مسیح (ع) وروسته خو حتمأ په لومړیو درې لسیزو کې زیږیدلی، څو د هغه د وروستیو شاګردانو سره د ژوند یو څو کاله همزماني ولري، ايا همداسې نه ده ؟
چې ده نو بیا خو په ۳۶ هجري کې د هغه وفات ثابتوي چې عمر یې له ۵۵۰ یا پوره شپږ سوو شمسي کالوڅخه په هیڅ صورت کم نه و . آیا همداسې نه ده ؟
چې ده ، نو بیا د دوه نیم سوه او درې نیم سوه کالو عمر ادعا تش یو خیالي اټکل نه دی ؟ هغه سړي (رض) لږ تر لږه ( ۵۵۰ ) کاله عمر کړی او تاسو یې دوه نیم سوه کالو ته را ټیټوئ ایا دا ظلم نه دی؟ بهتان نه دی ؟؟ په تاریخ کې لاسوهنه نه ده ؟؟؟
نو که چیرې څوک د تاریخ پر ځای داسلامي مورخینو په علم غیب ایمان نه لري ، دغسې ادعا وې به د تاریخ په نامه وړاندې نکړي ![/quote:8ef1e325aa]
درنې آغلی غوټۍ خورې!
تاسو چې په کومو خبرو تبصره کړې ده، خبرو مو تر یوه حده صحیح بريښې،
او ماته هم دغه اقتباس شوې خبرې یواځې دیوې ضمیمې او استفادې په حیث کړې وې، زه پرې خپله عقیده نه لرم، په دې معنا چې په زندګۍ کې ځما تګلاره داده چې په پټو سترګو خبره نه منم، په هرې خبرې باندې داعتقاد لپاره صحیح سند اړین بولم، ځکه خو دسلمان الفارسې په اړه بې سنده روایاتو باندې یقین نشم کولې، دهمدې په خاطر مخکینۍ لیکنه کې یو احتمالې جمله کارولې وه، او ویلې مې وو:
[quote:8ef1e325aa]نو چې دا خبره په دا ډول ثابته شي ...[/quote:8ef1e325aa]
اصلي مهمه خبره بله وه ، چې ما په خپلې لومړنۍ لیکنه کې له تاسو غوښتې وو، خو تاسو هیڅ نظر ورته نه دی کړې، او امکان دې ولرې چې سترګې مو پرې نه وي لګیدې:
تاسو خپله لیکنه کې داسې لیکلې و و:
[quote:8ef1e325aa][color=white:8ef1e325aa]ځکه په هغه وخت کې په عامه توګه د یوه نسل ژوند له ۲۵ ـــ ۳۰ کالو څخه زیات نه دی اټکل شوي [/color:8ef1e325aa][/quote:8ef1e325aa]
[color=cyan:8ef1e325aa]او ما درته بیا لیکلې وو: [/color:8ef1e325aa]
[color=white:8ef1e325aa]محترمې خورې: تاسو لمړۍ دغه پورتنۍ خبره په علمي مفصلو دلائلو سره په اثبات ورسوۍ، او بیا وروسته دهغې نتیجې په بنیاد احکام ، قوانین، او تفسیر وضعه کړۍ، دقرآن کریم دآیت ظاهر خو داسې دې چې نوح علیه السلام کم نه کم ۹۵۰ کاله په خپل قوم کې تیر کړي دي، او ځینې مفسرینو بیا دا ویلي دي چې دتبلیغ موده يي ۹۵۰ کاله وه، چې دقرآني آیت څخه موخه هم دا ده، او نوح علیه السلام له دغه تبلیغ څخه مخکې او له طوفان څخه وروسته نور عمر هم لاره، چې ځیني يي بیا ۱۴۰۰ کالو ته رسوي، او ځیني يي بیا ۱۲۴۰ کالو ته رسوي. [/color:8ef1e325aa]
نو هیله کوم: چې دغه پورتنې بحث باندې په تفصیل او په دلائلو وغږیږۍ، ځکه چې تاسو آغلې یو بې دلیله وهمې قانون ايښې، او بیا ددغه بې دلیله قانون په بنیاد مو احکام صادر کړي دي.
بله دا چې تاسو دمسلمانۍ دسلام پر ځاي لیکلي دي:
[quote:8ef1e325aa][color=white:8ef1e325aa]السلام علی من التبع الهدا ! [/color:8ef1e325aa][/quote:8ef1e325aa]او زه په دې ښه پوهیږم، چې تاسو آغلې په دې ښه پوهیږۍ چې دغه سلام غیر مسلم ته اچول کیږي، نه مسلمان ته،سره له دې چې دې بحث کې ټول ورونه مسلمانان دي.
خو بیا هم کیداي شې چې سهوا درڅخه دا کار شوۍ وي.
..Ahmadzai
21.04.2008
ټولو ګډونوالو ته
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
محترم حلیمي صاحب
عربي ژبه یوه ډیره پراخه ژبه ده او د یو مطلب د ښه څرګندولو لپاره پکې ډیر مترادف لغات شته، او همدغه د عام او سنه لفظونه هم مترادف الفاظ دي چې په قطعي ډول همغه فتره یا دزمان محدوده موده په بر کې نیسي، چې مونږ ورته کال وایو، داسې مترادف الفاظ نور هم شته چې د همدغه مطلب لپاره کارول کیږي لکه (حول، حجة).
یعني د زمان د قیاس له لحاظه څه توپير نلري، خود بعضې نورو اِعتباراتو له لحاظه کیدای شي مختلفو ځایو او مختلفو حالاتو لپاره وکارول شي، خو په دغه ایه کریمه کې د دواړه یوځاې کارول به زما په اند صرف د دې لپاره وي چې د سنه د لفظ تکرار مخه ونیول شي، او جمله درنده او ثقیله تمامه نشي، نو دا به د بلاغت او فصاحت د اِعتبار له مخې کارول شوي وي.
خو بیا هم وایم چې سنه او عام د زمان د حساب له مخې هیڅ توپیر نلري، نو کوم کلونه چې دغه ایه کریمه کې ذکر شوي هغه په قطعي او یقیني ډول 950کاله دي،
او په دې باید اِیمان ولرو،او ددې مقابل کې د کفارو علمي څیړنې هیڅ اِعتبار نلري،چې د هغوي د څیړونو په بنسټ مونږ د نوح علیه السلام عمر وټاکو.
په ډیر درنښت
جلال احمدزی
ع کريم حليمي
26.04.2008
بسم تعالی -يَأَيهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لا تَسئَلُوا عَنْ أَشيَاءَ إِن تُبْدَ لَكُمْ تَسؤْكُمْ وَ إِن تَسئَلُوا عَنهَا حِينَ يُنزَّلُ الْقُرْءَانُ تُبْدَ لَكُمْ عَفَا اللَّهُ عَنهَا وَ اللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ(101)
مکرم جلال احمد زی صاحب ، سلامونه مي ومنه
[quote:58aac7ebd8]نو کوم کلونه چې دغه ایه کریمه کې ذکر شوي هغه په قطعي او یقیني ډول 950کاله دي، [/quote:58aac7ebd8]
هو ! په دې خو ايمان لرو
[quote:58aac7ebd8]او ددې مقابل کې د کفارو علمي څیړنې هیڅ اِعتبار نلري،چې د هغوي د څیړونو په بنسټ مونږ د نوح علیه السلام عمر وټاکو. [/quote:58aac7ebd8]
ټول هغه کفار چه اسماني کتابونه مني داسي پوهېدلی يم چه ټول په دې موافق دي چه نوح ٩٥٠ کاله پر مځکه تيرکړي دي
درنې او پتمني خور تاسو ته هم ګېډۍ ګېډۍ سلامونه وړاندي ګوم
[quote:58aac7ebd8]ــ په ۹۵۰ کالو کې د نوح (ع) د قوم څو نسلونه هغه مړه شوي وو ، کله چې پاتې یی بیايه طوفان کې غرق شول ؟ که د هر نسل عمر له زیات نه زیات ۵۰ کاله هم ونیسو نو ۱۸ نسلونه په خپل مرګ مړه شوي او نولسم یې وروستنی نسل حسابیږي چې په طوفان کې غرق شو .آیا همداسې یې تصور کوئ ؟[/quote:58aac7ebd8]
مکرمي خور !
خبره داسي ده ، نوح د ادم ع درې سوه پنځوسم اولاد بلل سوی
(وهو ابن ثلاثمائة خمسين ) نو داسي معلوميږي چه د ادم او نوح عليه السلام
دعصر عمرونه به د زر کالو په شاوو خوا کي وه
او تر تر طوفان ورسته بيا هم نوح درې سوه پنځوس کاله ژوندی وو
کله چه طوفان سو نو نوح د 600 کالو څه کم او بالا عمر درلو دی
هو ! پورته جملې د نبي عليه السلام خبري او حديث ندي
د ابن جرير رض خبري دي ، زه نه پوهېږم چه ابن جرير رض په کوم سند
دا خبري کوي !
او بعضي خبري دي هغه د نبي قول وي لکه يولاک څليرويشت زره انبيا
(يا رسول الله كم وفى عدة الانبياء قال مائة الف واربعة وعشرون الفا ....)
دغه حديث مي نن په مخ راغلی داسي مي پياديږي چه تاسو يوڅه بحث پر
کړی وو ما ئې مستند او سند واره جواب نه درلود هغه وخت
په درنښت
اور- بل
29.04.2008
درنو او محترمو اسلامي پوهانو السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته !
محترم ، مکرم او معظم حلیمي صاحب لیکلي :
[quote:c663bcc23b]خبره داسي ده ، نوح د ادم ع درې سوه پنځوسم اولاد بلل سوی (وهو ابن ثلاثمائة خمسين ) نو داسي معلوميږي چه د ادم او نوح عليه السلام دعصر عمرونه به د زر کالو په شاوو خوا کي وه [/quote:c663bcc23b]
محترم استاد !
تر اوسه خو مې باور داو چې ګڼې د زرو کالو په شاوخوا کې د نوح (ع) عمر به هم د هغه پیغمبر یوه معجزه وه، چې ګڼ شمیر نسلونو ته یې تبلیغ کړی، خواوس تاسو راته روښانه کړه چې د هغه وخت نسلونو ټولو دغسې اوږود عمر درلود .
اوس نو د کال موده که هم ډيره رالنډه حساب نشي، نو د اوسني انسان په پرلته د هغوی عمر نږدې ۱۸ـــ ۲۰ ځله زیات حسابیږي .پر دې نتیجې په خبرې وکړو، خویوه بله نتیجه یې داده چې له آدم نه تر نوح (علیهم السلام) پورې وختونیز واټن
۳۵۰X۱۰۰۰ مساوي ۳۵۰۰۰۰ کاله وخت کیږي چې ښايي ۳۵۰ زره کالو تصور به له آدم نه تر نوح (علیهم السلام) پورې هیڅ کوم اسلامي مورخ هم نه وي کړی ، که څنګه ؟
دغه راز د يو انسان زر کاله عمر د یو زرکلن مدنیت د عیني شاهدۍ او عملي برخې اخیستنې ښودونکې دی، دغومره مجرب انسانان بیا څنګه د وحشت او ناپوهۍ او
غیرمدني ژوند په پوړیوکې ژوند کوي ؟
همدارنګه د غه زر کلن انسان د عمر په لومړیو ۲۰ او وروستیو ۸۰ کالونوپرته په نورو ټولو ۸ یا ۹ سوه کالو کې اولاد زیږولی دی، نو که په ۲ یا ۳ کالو کې یې ۱ ځوی یا لور زیږولی وی بیا هم د هرې جوړې ۳ یا ۴ سوه اولادونه شول ، په داسې حال کې چې نن هم پاتې لا هغه وخت له ۳ یا ۴ اولادونو څخه زیات اولاد ته روزی نشوه رسلای نو درېیا څلور سوه لوڼو او زامنو ته یې څنګه ډوډۍ رسولای شوه ؟
سربیره پردې کوم دلیل و چې د خلکو عمرونه د هغه وخت له زرو کالو څخه د اوس وخت ۵۰ یا ۶۰ کالو ته راولوېد ؟ محترم وهاج صافی صیب که تاسو راته ووایاست چې ایا دا هم کومه معجزه وه چې عمرونه شل چنده راکښته شول ، که څنګه ؟ ایا د نوح د توفان یوه نتیجه دا وه که څنګه چې ښایی له نوموی طوفان ورسته د هرچاعمر شلمې برخې ته راټیټ شوی وي ؟ او که البته ددې استنتاج بنسټی مقدمات سم نه دی ؟ په درنښت !
اور- بل
29.04.2008
درنو او محترمو اسلامي پوهانو السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته !
محترم ، مکرم او معظم حلیمي صاحب لیکلي :
[quote:bc009df426]خبره داسي ده ، نوح د ادم ع درې سوه پنځوسم اولاد بلل سوی (وهو ابن ثلاثمائة خمسين ) نو داسي معلوميږي چه د ادم او نوح عليه السلام دعصر عمرونه به د زر کالو په شاوو خوا کي وه [/quote:bc009df426]
محترم استاد !
تر اوسه خو مې باور داو چې ګڼې د زرو کالو په شاوخوا کې د نوح (ع) عمر به هم د هغه پیغمبر یوه معجزه وه، چې ګڼ شمیر نسلونو ته یې تبلیغ کړی، خواوس تاسو راته روښانه کړه چې د هغه وخت نسلونو ټولو دغسې اوږود عمر درلود .
اوس نو د کال موده که هم ډيره رالنډه حساب نشي، نو د اوسني انسان په پرلته د هغوی عمر نږدې ۱۸ـــ ۲۰ ځله زیات حسابیږي .پر دې نتیجې په خبرې وکړو، خویوه بله نتیجه یې داده چې له آدم نه تر نوح (علیهم السلام) پورې وختونیز واټن
۳۵۰X۱۰۰۰ مساوي ۳۵۰۰۰۰ کاله وخت کیږي چې ښايي ۳۵۰ زره کالو تصور به له آدم نه تر نوح (علیهم السلام) پورې هیڅ کوم اسلامي مورخ هم نه وي کړی ، که څنګه ؟
دغه راز د يو انسان زر کاله عمر د یو زرکلن مدنیت د عیني شاهدۍ او عملي برخې اخیستنې ښودونکې دی، دغومره مجرب انسانان بیا څنګه د وحشت او ناپوهۍ او
غیرمدني ژوند په پوړیوکې ژوند کوي ؟
همدارنګه د غه زر کلن انسان د عمر په لومړیو ۲۰ او وروستیو ۸۰ کالونوپرته په نورو ټولو ۸ یا ۹ سوه کالو کې اولاد زیږولی دی، نو که په ۲ یا ۳ کالو کې یې ۱ ځوی یا لور زیږولی وی بیا هم د هرې جوړې ۳ یا ۴ سوه اولادونه شول ، په داسې حال کې چې نن هم ، پاتې خو لا هغه وخت چا له ۳ یا ۴ اولادونو څخه زیات اولاد ته روزی نشوه رسولای نو وه وروره دا درې یا څلور سوه لوڼو او زامنو ته یې څنګه ډوډۍ رسوله ؟ ؟ ؟
سربیره پردې کوم دلیل و چې د خلکو عمرونه د هغه وخت له زرو کالو څخه د اوس وخت ۵۰ یا ۶۰ کالو ته راولوېد ؟ محترم وهاج صافی صیب که تاسو راته ووایاست چې ایا دا هم کومه معجزه وه چې عمرونه شل چنده راکښته شول ، که څنګه ؟ ایا د نوح د توفان یوه نتیجه دا وه که څنګه چې ښایی له نوموی طوفان ورسته د هرچاعمر شلمې برخې ته راټیټ شوی وي ؟ او که البته ددې استنتاج بنسټی مقدمات سم نه دی ؟ په درنښت !
اور- بل
29.04.2008
درنو او محترمو اسلامي پوهانو السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته !
محترم ، مکرم او معظم حلیمي صاحب لیکلي :
[quote:8208f89f14]خبره داسي ده ، نوح د ادم ع درې سوه پنځوسم اولاد بلل سوی (وهو ابن ثلاثمائة خمسين ) نو داسي معلوميږي چه د ادم او نوح عليه السلام دعصر عمرونه به د زر کالو په شاوو خوا کي وه [/quote:8208f89f14]
محترم استاد !
تر اوسه خو مې باور داو چې ګڼې د زرو کالو په شاوخوا کې د نوح (ع) عمر به هم د هغه پیغمبر یوه معجزه وه، چې ګڼ شمیر نسلونو ته یې تبلیغ کړی، خواوس تاسو راته روښانه کړه چې د هغه وخت نسلونو ټولو دغسې اوږود عمر درلود .
اوس نو د کال موده که هم ډيره رالنډه حساب نشي، نو د اوسني انسان په پرلته د هغوی عمر نږدې ۱۸ـــ ۲۰ ځله زیات حسابیږي .پر دې نتیجې په خبرې وکړو، خویوه بله نتیجه یې داده چې له آدم نه تر نوح (علیهم السلام) پورې وختونیز واټن
۳۵۰X۱۰۰۰ مساوي ۳۵۰۰۰۰ کاله وخت کیږي چې ښايي ۳۵۰ زره کالو تصور به له آدم نه تر نوح (علیهم السلام) پورې هیڅ کوم اسلامي مورخ هم نه وي کړی ، که څنګه ؟
دغه راز د يو انسان زر کاله عمر د یو زرکلن مدنیت د عیني شاهدۍ او عملي برخې اخیستنې ښودونکې دی، دغومره مجرب انسانان بیا څنګه د وحشت او ناپوهۍ او
غیرمدني ژوند په پوړیوکې ژوند کوي ؟
همدارنګه د غه زر کلن انسان د عمر په لومړیو ۲۰ او وروستیو ۸۰ کالونوپرته په نورو ټولو ۸ یا ۹ سوه کالو کې اولاد زیږولی دی، نو که په ۲ یا ۳ کالو کې یې ۱ ځوی یا لور زیږولی وی بیا هم د هرې جوړې ۳ یا ۴ سوه اولادونه شول ، په داسې حال کې چې نن هم ، پاتې خو لا هغه وخت چا له ۳ یا ۴ اولادونو څخه زیات اولاد ته روزی نشوه رسولای نو وه وروره دا درې یا څلور سوه لوڼو او زامنو ته یې څنګه ډوډۍ رسوله ؟ ؟ ؟
سربیره پردې کوم دلیل و چې د خلکو عمرونه د هغه وخت له زرو کالو څخه د اوس وخت ۵۰ یا ۶۰ کالو ته راولوېد ؟ محترم وهاج صافی صیب که تاسو راته ووایاست چې ایا دا هم کومه معجزه وه چې عمرونه شل چنده راکښته شول ، که څنګه ؟ ایا د نوح د توفان یوه نتیجه دا وه که څنګه چې ښایی له نوموی طوفان ورسته د هرچاعمر شلمې برخې ته راټیټ شوی وي ؟ او که البته ددې استنتاج بنسټی مقدمات سم نه دی ؟ ایا دا ټول خو به هغه اساطیر نه وی چې ، چېرې چې د الله تعالی ایت او د رسول (ص) حدیث نشته ، ځینو اصحابانو ترې کار اخیستی وی ؟ په درنښت !
و.افغان
01.05.2008
دبحث ټولو ګډونوالو ته یو ځل بیا سلامونه او نیکې هیلي
[quote:236f2a1c8f="غوټۍ وربل"]
خویوه بله نتیجه یې داده چې له آدم نه تر نوح (علیهم السلام) پورې وختونیز واټن
۳۵۰X۱۰۰۰ مساوي ۳۵۰۰۰۰ کاله وخت کیږي چې ښايي ۳۵۰ زره کالو تصور به له آدم نه تر نوح (علیهم السلام) پورې هیڅ کوم اسلامي مورخ هم نه وي کړی ، که څنګه ؟
[/quote:236f2a1c8f]
دا خبرې مو پر ځاي بریښې ، او حساب مو هم ډیر صحي کړې دی، دنوح علیه السلام دوخت او له هغوي څخه دمخکې تیر شویو خلکو په اړه، نه په قرآن کریم او نه په صحیح أحادیثو کې دخلکو دعمرونو دلنډوالې یا اوږدوالې یادونه شوې ده،
کومو اسلامي تاریخي کتابونو کې چې دپخوانیو خلکو دعمرونو په اړه څه راغلي دي، هغه یا اسرائیلیات دي (له تورات او انجیل څخه اخیستل شوي معلومات) او یا خو دنورو پخوانیو خلکو څخه شفاهي او لیکلي معلومات دي.
او دمسلمانانو عقیده داسرائیلیاتو باره کې واضح ده، او هغه داده چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: چې هر کله تاسو اهل الکتاب څه ووايي، نو تاسي دهغوي خبرو ته نه ددروغو نسبت کوي، او نه درښتیا.
د عبد الله بن عباس رضي الله عنه څخه ثابت دي چې هغه ویلي دي، د آدم علیه السلام او دنوح علیه السلام تر منځ لس اجیال وو، دغه خبره اوس معلومه نه ده، چې ابن عباس له چا څخه نقل کړې ده؟؟
، خو غالب ګمان دا دې چې له کعب الاحبار څخه به يي اخیستي وي (کعب الأحبار یو یهودي لوي عالم ووچې په اسلام کې داخل شوي وو او ابن عباس له هغه څخه اسرائیلیات روایت کړې)
او څنګه يي چې منبع په یقیني طور سره معلومه نه ده، نو په هیڅ وجه اسلام ته نشي منسوبیداي، په هر حال ددغې خبرې دتفسیر په باره کې اسلامي علماء دوه نظره لري، ځيني وايي، چې مراد له جیل څخه قرن دې چې یو قرن بیا سل کاله دی، نو مطلب دا چې لس اجیال زر کاله جوړيږي، او ځیني بیا وايي چې مطلب له جیل څخه نسل دې، نو مطلب دا چې دآدم علیه السلام او نوح علیه السلام تر منځ لس نسله دي، نو که هر یو نسل زر کاله عمر هم ولري، نو بیا هم دآدم علیه السلام او دنوح علیه السلام تر منځ موده لس زره کلونو ته نه رسیږي.
اګر چې دا اوس دسومریانو ځیني لیکل شوي تختي دآثاروو دعلماوو په لاس کې شته دي، کومې چې له میلاد څخه درې قرنه وړاندې لیکل شوي دي، او له طوفان څخه مخکې دخپلو اتو ۸ پاچاهانو نومونه او دپاچاهۍ موده په کې په ګوته شوې ده، او په کې ویل شوي دي، چې دغه پاچاهانو 241200 کاله حکومت کړې دی، یعنې هر پاچا عمر نږدې دیرش زره کاله پاچاهې کړې، نو معنا دا چې عمرونه يي له دې هم زیات وو.
خو زه خپله په دغه ټولو سومري خبرو عقیده نه لرم، بلکه خرافات او اساطیر يي بولم، خو اوس ځینې ملحدین کوښښ کوي چې دنوح علیه السلام دعمر په اړه په قرآني آیت کې طعن وکړي، او وايي :چې قرآن کریم له دغو سومري تاریخي لیکنو ته متأثر شوې دې، ځکه يي نوح علیه السلام ته دومره عمر ورکړې، خو دا خبره صحي نه ده ، لومړۍ دا چې قرآن کریم او نبوي سنت کې دهغو حقبو خلکو عمرونه په دومره اندازې نه دي ذکر شوي، لکه څرنګه چې سومریانو ذکر کړې، که متأثر وايي، نو کم نه کم به هغو شمیرنو ته نږدې یو رقم ښودلاي واي، بله دا چې په قرآن کریم کې یواځې دنوح علیه السلام دعمر په اړه خبره راغلې، چې دا معجزه هم کیداي شي ، او امکان دا هم لري چې دهغه وخت دخلکو عمرونه همدومره اوږده وو، معجزه ورته په هغه وخت کې ویلاي شو چې که دا علما په قطعي ډول سره ثابته شي، چې دهغه وخت خلکو عمرونه لنډ وو، او که دا ثابته شي چې اوږده وو، نو معنا يي داده چې نوح علیه السلام لکه دنورو خپلو همعصرو عمرو درلود،
نن صبا چې داسې خلک پیښیږې چې عمرونه يي یوسل څلویښت، او یو نیم سلو ته رسیږي، نو ددې امکان هم سته چې دپخوانیو خلکو عمرونه له دې زیات وو.
دلته باید یوې خبرې ته ضروري اشاره وکړم، او هغه دا چې طبیعي تاریخ نن صبا دملحدو داروینیانو په قبضه کې دی، او هغوي دخپلې الحادې عقیدې دنشر لپاره، او همدرانګه دداروین دتکامل دنظريي دپخش لپاره په دغه طبیعي تاریخي څیړنو کې دومره ښکرور درواغ وايي چې ښکرې يي اسمان ته رسیږي، او که څوک وغواړې نو تنها ددغه دورغو باره کې پوره یو کامل کتاب لیکلاي شي،
دغه داروینیان هماغه دجادوګرانو خوي لري، چې یوه خبره صحي کوي، او نهه نوي ورسره دروغ غوټه کوي، او بیا دروغو ته مزیف علمي لباس ور په تن کوي، تر څو خلک ورباندې وغولوي، په هر حال تنها ددیناصوراتو دانتقالي حالاتو باره کي دومره دروغ و یلي دي چې انسان پرې شرمیږي، او دغه دروغ وار وار په امریکا او اروپايي مختلفو ممالکو کې دهغوي دځانګړیو په نامه علمي مجلو له لارې نشریږي، چې جرمني کې هم دوي دغه رنګ مجلې لري حتا تر دې چې مرغه دیناصور يي په خپل لاس جوړ کړ، او دعوی يي وکړه، چې مونږ مرغه دیناصور موندلی دی، په دې معنا چې هغه څه مو موندلي دي، چې په واسطه يي دا ثابتیږي، چې مرغانو له دیناصوراتو څخه تکامل کړې دې، ځکه خو دیناصورات له منځه تللي، دا خبرې او دعوی ګانې په ډیرو علمي مجلو کې خورې شوې، چې څو کاله وروسته ثابته شوه چې دا خبره دروغ وه، او هغه دیناصور کوم لرغونې څیز نه ، بلکه دیوه انسان په لاس جوړ شوې څیز وو.
په هر حال باید ووایم، چې دنوح علیه السلام عمر باره کې چې قرآن کریم په نهه نیم سوه کالو تصریح کړې ده، نو همدغه نهه نیم سوه کاله ترې مراد دي، هغه کال کوم چې مونږ نن و رځ دخپل ژوند دشپو او ورځو دحساب لپاره استعمالوو، او ددې خبرې لپاره زه څو دلایل لرم،
لومړۍ دا چې: خداي جل جلاله په قرآن کریم کې دکال په اړه تصریح کړې، او فرمايلي يي دي:
ان عدة الشهور عند الله اثنا عشر شهرا فی کتاب الله یو م خلق السموات والأرض.
ژباړه: بیشکه چې شمار دمیاشتو په نزد دالله کې دولس میاشتې دي په کتاب دالله کې (لوح محفوظ) هغه ورځ چې پیدا کړي يي دي آسمانونه او ځمکه.
په بل آیت کې دلمر او سپوږمۍ باره کې فرمايي:
ولتعلموا عدد السنین والحساب
او ددې په خاطر چې تاسو وپوهیږۍ په شمیر دکلونو او حساب.
مونږ ټولو ته خو معلومه ده، چې لمر یز کال تقریبا 365 ورځې دې، او ورځي يي په دې معلومیږي، چې هره ورځ لمر له مختلف ځاي څخه راخیږي، او په مختلف ځاي کې ډوبیږي، تر څوکال پوره شي، بیا هماغه مخکیني ځاي ته دیوه دوران په شکل ورګرځي او بیا هره ورځ بیل بیل مطلع او مغرب لري، او په همدې سره ورځې اوږدېږي او لنډیږي.
او دیته الله جل جلاله په دې آیت کې اشاره کړي:
فلا أقسم برب المشارق والمغارب انا لقادرون،
ځما دې قسم وي په رب دمشرقونو او مغربونو،
مشرق خو یو دې، او مغرب هم یودې، خو دلته مطلب له مشرق او مغرب څخه دهرې ورځې بیل مختلف مشرق، او بیل مختلف مغرب، چې ځاي يي له مخکینۍ ورځې او راروانې ورځې سره توپیر لري.
همدارنګه سپوږمۍ هم دلمر غوندې خپل حساب لري، کمه شي، او لویه شي، او ددغه لويوالې او کموالې څخه يي خلک دمیاشتې ورځې او شپې معلوموي، خو سپوږمیز کال بیا تر لمریز کال تقریبا یوولس ورځې کم دې، چې دېته هم قرآني آیت اشاره کړې ده،
الله جل جلاله داهل الکهف باره کې فرمايي:
ولبثوا فی کهفهم ثلاثمائة سنین وازدادو تسعا.
ژباړه: او مدت تیر کړې وو، دغو (ځلمیو) په غار کې دې سوه کاله (شمسې) او زیات کړې وو پرې دوي نهه (قمري کلونه نور هم)
که حساب ونیسو:
هر سپوږمییز کال تر لمریز کال یوولس ورځې کم وي،
ددې معنا داده چې:
په هرو درې دیرش کالو کې یوقمري کال زیاتیږي،
33 X ورځې 11= 363 ورځې = یوکال
300کاله تقسیم/ 33کاله = 9کاله.
یعنې په درې سوه کالو نهه کاله اضافه کیږي، لږ څه اندکه کسر منځ کې راځې ، خو هغه مهم نه دې.
له پورتنې حساب څخه معلومیږي، چې قرآن کریم کې دکلونو حساب ډیر په دقت سره شوې دې، او دا هم معلومیږي، چې قرآن کریم کې له کال څخه همدغه کال مقصد دې کوم چې مونږ په خپلو حسابونو کې استخداموو.
[quote:236f2a1c8f]دغه راز د يو انسان زر کاله عمر د یو زرکلن مدنیت د عیني شاهدۍ او عملي برخې اخیستنې ښودونکې دی، دغومره مجرب انسانان بیا څنګه د وحشت او ناپوهۍ او
غیرمدني ژوند په پوړیوکې ژوند کوي ؟[/quote:236f2a1c8f]
دا اندیښنه چې تاسو ددغې حقبې خلکو په اړه ښوولې ده، دنورو ورستیو کم عمره خلکو په اړه هم منځ ته راتلاي شي.
هغه داسې چې: درې زره کاله ما قبل المیلاد څخه تر پنځلسمې میلادې پیړۍ پورې هماغه یو انسان اوسیدلۍ دې، دغه زرګونه کاله چې دغه انسان په ما بعد التاریخ موده کې تیر کړي، په دغو کلونو کې دغه انسان ولې داسې حضارت منځ ته رانه وړ، کوم حضارت چې نن مونږ په سترګو وینو؟؟
، دغه پخوانې انسان ته زه ځکه یو انسان وایم، په دې چې هر انسان راتلونکې انسان ته خپل ټول علم وربخشې، او راتلونکې انسان له هغه ځايه شروع کوي په کوم ځاي کې چې تیر شوي انسان ودریدلې وي، نو بیايي ولې ونشو کړاي چې ننې حضارت منځ ته راوړي،
ځواب دادې چې دغه انسان همدومره مودې ته ضرورت درلود تر څو دومره مترقي حالت ته رشد وکړي،
که چیرې ددې ځمکې په سر ټول انسانان ختم شي، او یواځې نو پیدا ماشومان پاته شي، نو هغوي به داوسنۍ ترقي ته رسیدلو لپاره همدغه رنګ زرګونه کلونو ته اړتیا ولري.
[quote:236f2a1c8f]همدارنګه د غه زر کلن انسان د عمر په لومړیو ۲۰ او وروستیو ۸۰ کالونوپرته په نورو ټولو ۸ یا ۹ سوه کالو کې اولاد زیږولی دی، نو که په ۲ یا ۳ کالو کې یې ۱ ځوی یا لور زیږولی وی بیا هم د هرې جوړې ۳ یا ۴ سوه اولادونه شول ، په داسې حال کې چې نن هم ، پاتې خو لا هغه وخت چا له ۳ یا ۴ اولادونو څخه زیات اولاد ته روزی نشوه رسولای نو وه وروره دا درې یا څلور سوه لوڼو او زامنو ته یې څنګه ډوډۍ رسوله ؟ ؟ ؟ [/quote:236f2a1c8f]
تاسو دلته صغری غلطه ایښې ده، ځکه خود بخوده کبری او نتیجه غلطه راختلې،
دغه سړي چې مثلا او فرضا څلور سوه بچې راوړي دي، نو دا ټول هغه ته تر غاړي نه دي، ښځه کم نه کم هر بچې نهه میاشتې په خیټه ګرځوې او په معمول طور سره تر یوه کاله پورې بل نه په خیټه کوي، نو داسې په شلو کلونو کې ایله په بیله لس بچیان منځ ته راوړلاي شي، او بچۍ چې شلو پنځه ویشت کالو ته ورسیږي، نو هغه ددې جوګه شوي و ي چې خپل ځان لپاره دخوراک څښاک غم وخوري، پن نن زمانه کې خو واړه واړه ماشومان غټې کورنۍ چلوي، په امریکا کې یو ماشوم چې اتلس کلن شي نو قانونا يي هر څه په خپل ځان شي.
[quote:236f2a1c8f]سربیره پردې کوم دلیل و چې د خلکو عمرونه د هغه وخت له زرو کالو څخه د اوس وخت ۵۰ یا ۶۰ کالو ته راولوېد ؟ [/quote:236f2a1c8f]
لکه څرنګه چې دهغه خلکو دعمرونو داوږدوالې باره کې عقیده دلیل ته ضرورت لري، همدارنګه ستاسو دا خبره علمي دلیل ته ضرورت لري، چې و ايي، :
په هغه زمانه کې دخلکو عمر له ۲۵ کلو څخه ۳۰ کلو آټکل شوې دې،
دخلکو دعمرونو باره کې نه په قرآن کې څه راغلې، او نه په نبوي حدیث کې، نو که څوک ددغې مسئلې په اړه دقطعي علمي دلائلو له مخې کومه خبره ثابتوي، نو دا مسلم حق لرلاي شي، البته دین ته نه شي منسوبیداي.
[quote:236f2a1c8f]
محترم وهاج صافی صیب که تاسو راته ووایاست چې ایا دا هم کومه معجزه وه چې عمرونه شل چنده راکښته شول ، که څنګه ؟ ایا د نوح د توفان یوه نتیجه دا وه که څنګه چې ښایی له نوموی طوفان ورسته د هرچاعمر شلمې برخې ته راټیټ شوی وي ؟ او که البته ددې استنتاج بنسټی مقدمات سم نه دی ؟ ایا دا ټول خو به هغه اساطیر نه وی چې ، چېرې چې د الله تعالی ایت او د رسول (ص) حدیث نشته ، ځینو اصحابانو ترې کار اخیستی وی ؟ په درنښت ![/quote:236f2a1c8f]
لکه چې مخکې مې وویل، دخلکو دعمرونو داوږدوالې باره کې نه قرآن کریم څه ویلي دي، او نه صحیح سنت نبوي، البته دنوح علیه السلام دعمر باره کې صریح آیت دې او مونږ پرې ایمان لرو،
تر دې آخوا ددینې منبع په ژبه دنورو څیزونو دعوی نه شو کولاي، او نه يي دین ته منسوبولاي شو، او نه ددغو موضوعاتو په اړه په دینې ژبې غږیدلو ته څخه اړتیا لیدل کیږي.
همدارنګه د اوسنیو طبیعي تاریخ څیړندویانو خبرې هم په آسانه او بې دلیله نشو منلاي، ځکه چې طبیعي تاریخ د ملحدینو او دداروین دتکامل دنظريي دهمنظرو په ولکه کې دی، او دغو خلکو په وار وار په خپلو څیړنو کې داسې ښکرور درواغ ویلي دي، چې وروسته يي خپله په خپلو عمدي درواغو اقرار کړې دی، او دا ټولې هلې ځلې يي ددې لپاره کړې چې الحاد په اثبات ورسوي، ځکه چې ملحدینو ته دداروین له نظريي پرته بله کومه لاره نه ده پاته چې علمي رنګ ورکړي.
[color=white:236f2a1c8f]آغلې غوټۍ اوربل:
له ډیرو ورځو را په دیخوا ستاسو لیکنې ته سترګې په لار وم، ددې لپاره چې تاسو ماته ستاسو دیوې دعوې او اټکل دلیل وړاندې کړۍ، خو دادې تاسو راغلۍ او زه موهماغسې بې ځوابه پریښودم،
تاسو لیکلې وو، چې په هغه وخت کې دخلکو عمر له پنځه ویشتو کلونو څخه تر دیرشو کلونو پورې اټکل شوې دې،
هیله کوم چې ددغې خبرې لپاره علمي قطعي مفصل دلائل وړاندې کړۍ، او که داسې ونه کړۍ نو مهرباني وکړۍ او دغه خپله خبره بیرته درواخلۍ، البته باید ووایم ، چې په دلائلو دفلان او فلاني خبرې په ځاي پریږدو ، او پر ځايي يي مفصل علمي دلائل ولیکۍ.[/color:236f2a1c8f]
منلی
01.05.2008
ټولو وروڼو اوخویندواسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ساپی صاحب په قلم موبرکت شه ډیر په زړه پوری معلومات مو وړاندی کړی مګر دلته مو یو شی ته توجه غواړم .دعربی په لغاتو کې سَنَـةٌ په فصل باندی هم اصلاق کوی چې په کال کې څلور وی یعنی دڅلور فصلونو یوکال په دی اعتبار سره داَلفَ سَنَـةٌ معنی شوه ۲۵۰ کاله او عامٌ چې پوره کال ته ویل کیږی په دی اعتبار سره خمسین عاما (پنځوس کاله ) تری منفی کړی شی باقی دوه سوه کاله پاتی کیږی .
چې دومره عمر څه مستبعد نه ده .
ع کريم حليمي
01.05.2008
السلام عليكم ورحمة الله !!
درنې ،پتمني ، دانشمندي خور او استاد قاري صاحب او
ګران منلې منلي صاحب تاسو ټول زما احترامات او ښې هيلي ومنۍ
[quote:115c0e6287]۳۵۰X۱۰۰۰ مساوي ۳۵۰۰۰۰ کاله وخت کیږي چې ښايي ۳۵۰ زره کالو تصور به له آدم نه تر نوح (علیهم السلام) پورې هیڅ کوم اسلامي مورخ هم نه وي کړی ، که څنګه ؟ [/quote:115c0e6287]
هو !زه پر خپله ليکنه کلک ولاړ يم ، او تاريخ خو زه نه منم ، هغه تاريخ منم چه
motion picture وي ، تر دې له مخه ٩٠ % ئې ښکرور درواغ ګڼم
خور دې د رسول الله له خولې تاريخي بيان ته غوږ راسته کړه او کړۍ
عن ابي هريرة، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال " خلق الله ادم على صورته، طوله ستون ذراعا..........
خور ادم شپېته شرعي ګزه اوږد او يا جګ وو ، څوک چه 60 ګزه وي چه هر ګز به
تقربا ١٨ انچه وي
د بيالوجي او د طب تجربه و موږ ته راښوي چه : هر ږوندی شی چه کوچنی او
وړکی وي د لږ عمر وي او يا لږ عمر لري ،
کوم ږوندي چه وړوکي وي د زړه حرکت ئې ډېر دي ، هر څومره چه ږژوندی
شی غټ اولوی وي ،نو دزړه حرکت ئې کرار وي ، کله چه د زړه حرکت کرار کرار
وي نو عمر اوږد وي ، سپی چه 7 کالو ته ورسيږي د انسان د اويا کالو سره
برابر (اقتباس مه کوه ) تقريبي مي وليکل اوس ئې حواله نه لرم
نو وايم چه اولي انسانانو ډېر عمر درلود
فيل چه يو څه غټ دی نو د ډېر عمر خاوند دي
او ادم چه 60 ته ګزه وو تاسو فکر وکړی چه څومره عمر به ئې درلود
په درنښت
اور- بل
01.05.2008
زه هم ښاغلي وهاج ورور د سلامونو له وړاندې کولو وروسته له هغوی څخه د جالبې لیکنې له امله مننه کوم !
مخکې له دې چې د اٌصلي پوښتنې ځواب پیل کړم، له لیکنې څخه مو لاندې نتیجو ته رسیږم :
۱ـــ د پخوانیو نسلونو عمر د قران کریم او احادیثو له مخې نه دی معلوم، نود ځانګړو پیغمبرانو لکه آدم او نوح ( علیهم السلام) اوږده عمرونه ښايي د یوې معجزې په توګه درک او له دې امله استٍثناآت وبلل شي، نه د اړوندو امتونود هر نسل د عمرونو نمونې او مثال، خو کله که ثابته شوه چې د ټولو خلکو عمرونه هغه وخت زرو کالو ته تقرب کاوه، نوهله به بیا د نوموړوپیغمبرانو عمر هم نوره استثنا او معجزه نه وي !
۲ـــ په قران کریم او احادیثو کې نشته چې د اوسني انسان عمرد پخوانو انسانانو
د عمر نږدې شلمې برخې ته رالویدلی . له دې څخه مالومیږي چې د پخوانو هغو عمر تر معاصر انسان اوږود نه و، که نه دا پیښه دومره مهمه ده چې په تورات انجیل او قران کریم کې به یې ضرور انعکاس موندلی وای .
محترم وهاج صاحب ښايي دا راسره ومنئ چې په مخکینیو ټولنو کې د وروستیو ټولنو په پرتله د مولده ځواکونو وده کمه اوله دې کبله د طبیعت د تسخیر درجه هم
ټیټه وي . نو تر ټولو لومړنۍ بشري ټولنه کې پر طبیعت د انسان د تسلط درجه صفر او طبیعت ته تسلیم و . د انسان ژوند په تصادفي توګه دوام درلود او ډیر نشو غزیدلای او ډیر کم انسانان زړښت ته رسیدل .
د لومړۍ بشري ټولنې د هر نسل عمر د ۲۵ او ۳۰ کلونو پورې اټکل شوی ! دا ډول ټولنه لږ تر لږه د ۳۷۰۰۰ ـــ ۲۰۰۰۰ قبل المیلادي کالونو تر منځ تثبیت شوې ده . دا د مولده ځواکونو د ودې د تاریخ په ډیرو کتابونو کې لوستلای شئ .
دلویدیځوالو د عمر د اوسط شل کاله د دریمې نړۍ د عمرونو څخه زیاتوالی هم د مولده ځواکونو د زیاتې ودې بی انکاره نتیجه ده.
مولده ځواکونه د ټولنې سکلیټ او ستون فقرات جوړوي او وده یې د تاریخي بشپړتیا او تکامل تلسټ (بنسټ) دی، نو په لږه او ټیټکچه وده کې اوږده عمرونه
ناممکنه بريښي ، مګر داچې د استثناو په توګه خدايي معجزه اوسي او یا د د سپورتي او ښکاري اتلانو د استثنايي ژوند نوګې سره تړاو ولري . تاسو په دې اړه څه نظر لرئ
په درنښت
و.افغان
02.05.2008
دبحث ټولو ګډونوالو هر یو مکرم او معزز حلیمي صاحب، ګران و رور منلې صاحب، او درنې خور غوټۍ اوربل ته سلامونه وړاندې کوم:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
[quote:63d3a5eb15]دعربی په لغاتو کې سَنَـةٌ په فصل باندی هم اصلاق کوی چې په کال کې څلور وی یعنی دڅلور فصلونو یوکال په دی اعتبار سره داَلفَ سَنَـةٌ معنی شوه ۲۵۰ کاله او عامٌ چې پوره کال ته ویل کیږی په دی اعتبار سره خمسین عاما (پنځوس کاله ) تری منفی کړی شی باقی دوه سوه کاله پاتی کیږی .
چې دومره عمر څه مستبعد نه ده .[/quote:63d3a5eb15]
ښاغلې منلې صیب:
زه ډیر پسې وګرځیدم ، خو دغه خبره مې پیدا نه کړه ، که تاسو راته حواله راکړۍ نو مننه به مو وي،
البته مفسرینو دا معنا نه ده کړې، او که عربي ژبه کې دا اطلاق ثابت هم شي، نو بیا هم دپورتنیو دلیلونو له مخې قرآنې اطلاق کیداي نه شي، بله دا چې ۹۵۰ سوه کالو په اړه هیڅ علمي مشکل نه لیدل کیږي، او مونږ خو بیا دیوه پیغمبر باره کې عقیده لرو، دټولو خلکو باره کې مو دعوی نه ده کړې، خو له منطق ، عقل او علمي قیاس له لارې دا هم ثابتیداي شي چې دهغو عقبو کې دخلکو عمرونه اوږده وو، چې زه به دې خبرې ته وروسته راشم.
خو که چیرې وروسته په علمي قطعي دلآئلو دمخکینیو خلکو دعمرونو اوږدوالې منفي شي، نو ځمونږ د پیغمبر نوح علیه السلام په متعلق به دغه اوږد عمر یوه معجزه وي، (په خاصه معنا سره ، اګر که دخداي ټول کارونه له اعجازه ډک دي).
[quote:63d3a5eb15]۳۵۰X۱۰۰۰ مساوي ۳۵۰۰۰۰ کاله وخت کیږي چې ښايي ۳۵۰ زره کالو تصور به له آدم نه تر نوح (علیهم السلام) پورې هیڅ کوم اسلامي مورخ هم نه وي کړی ، که څنګه ؟ [/quote:63d3a5eb15]
فکر کوم ، که غلط نشم، ما ته چې څومره معلومه ده چې دنوح باره کې ځینې داسې روایت راغلې چې وايي: نوح علیه السلام هغه وخت پیغمبر شو چې دۍ (ابن ثلاثمائة وخمسین وو) یعنې عمر دپیغمبر کیدو په وخت درې نیم سوه کاله وو، او دا رنګه اطلاقات په عربي ژبه کې ډیر کیږي.
لکه یو بل ته وايي: ابن کم أنت ؟؟
نو دا بل ورته وايي: ابن خمسین، (یعنې پنځوس کاله عمر مې دې)
البته دا خبره چې نوح علیه السلام دآدم درې سوه پنځوسم بچۍ دې، څه معلومات په دې اړه پیدا نه کړل.
[quote:63d3a5eb15="غوټۍ وربل"]دا د مولده ځواکونو د ودې د تاریخ په ډیرو کتابونو کې لوستلای شئ .
[/quote:63d3a5eb15]
آغلې وربل خورې:
که دمولده ځواکونو دا صطلاح په اړه لږه نوره رڼا واچوي، نو منندوي به مو شم،
مولده ځواک نه مو مراد ذهنې ځواک دي، او که هغه ځواک دې چې دخوراک څښاک له مخې انسان ته قوت وربخښې، او که ذهنې او جسمې دواړه ځواکونه مو مراد دي.
و.افغان
08.05.2008
[quote:9ab6dca200]د لومړۍ بشري ټولنې د هر نسل عمر د ۲۵ او ۳۰ کلونو پورې اټکل شوی ! دا ډول ټولنه لږ تر لږه د ۳۷۰۰۰ ـــ ۲۰۰۰۰ قبل المیلادي کالونو په زریزو کې تثبیت شوې ده . دا د مولده ځواکونو د ودې د تاریخ په ډیرو کتابونو کې لوستلای شئ .[/quote:9ab6dca200]
آغلې غوټۍ وربل خو رې:
ستاسو دغه خبره یو مجردې آټکل دې، چې د سموالې او ناسموالې دواړو احتمال لري، دغه خبره مجردې یوه نظریه ده، کومه علمي تطبیقي تجریبي قانون نه دی، چې دیوه فیزیايي یا کیمیاوي تجربې په نتیجه کې منځ ته راغلې وي، ځکه خو ورته یو علمې قانون نشو ویلاي، بلکه د داروین او فروید دنظریو غوندې يي یوه نظریه بللې شو.
ددغې نظریي په مقابل کې نور داسې تحلیلونه کیداي شي، چې دغه نظریه برهم کولاي شي، او په مقابل کې يي دپخوانې انسان دعمر داوږدوالې لپاره دلیل جوړیداي شي.
هو! که چیرې مونږ دداروین نظريي ته دیوه علمي قانون په توګه غاړه ګیږدو، نو بیا دغه آټکل دیقین تر پولو رسیدلاي شي، خو اوسني علمې تجربو او قوانینو ټولو په یوه آواز دداروین دنظريي دبطلان شاهدي ورکوي.
داروین چې دا نظریه لرې: چې ټولو ژوندې موجوداتو له یوې خليي څخه تطور کړې دی (دتکامل اصطلاح راته لغوي غلطه بریښي) نو خامخا دغې خليي دتطور ډیر مراحل طي کړي دي، دکوم په نتیجه کې چې قسماقسم ژوندې کائنات منځ ته راغلل، او ددغه تطور په نتیجه کې انسان ورو ورو تطور وکړ تر څو چې دغه اوسني حالت ته ورسید،
خو تر اوسه په ژوندې کائناتو یو انتقالي حالت هم پیدا نه شو، سره له دې چې دوي شپه او ورځ پّه مختلفو ځایو کې له ډیره وخته راهیسې کیندنې شروع کړي دي، او کومې دعوې يي چې دانتقالي حالاتو باره کې کړې دي، بیرته رسوا شوي دي، او په خپلی شاهدۍ يي دروغ په اثبات رسیدلي دي.
په دې سربیره حیران دیته یم ، چې دغه لومړنۍ خلیه څومره ځواکمنده وه، چې ډیره ساده خلیه وه، دومره پیچیده هم نه وه، خو بیا هم دتصادف له مخې وتوانیدله چې مقاومت وکړي او تطور وکړي، او نور خليي وځیږوي.
ستاسو دا خبره چې وايۍ:
[quote:9ab6dca200]چې په مخکینیو ټولنو کې د وروستیو ټولنو په پرتله د مولده ځواکونو وده کمه اوله دې کبله د طبیعت د تسخیر درجه هم
ټیټه وي . نو تر ټولو اومږنۍ بشري ټولنه کې پر ېبیعت د انسان د تسلط درجه صفر او طبیعت ته تسلیم و . د انسان ژوند په تصادفي توګه دوام درلود او ډیر نشو غزیدلای![/quote:9ab6dca200]
پر ځاي نه بریښي، دانسان ژوند هیڅکله په تصادفي توګه دوام نه درلود،
که چیرې په تصادفي توګه يي دوام درلود، نو هیڅکله به دغه انسان تر ننه نه واي رارسیدلۍ، او هماغه وخت به ختم شوۍ وو،
که چیرې مطلب مو له مولده ځواکونو څخه ذهنې ځواک وي، نو دپخوانیو خلکو ذهنیت تر ننې خلکو ډیر قوي وو، او که چیرې په مراد جسمي ځواک وي، نو دهغوي جسمي ځواک هم دننې انسان څخه په څو چنده زیات وو، چې زه يي تاسو مثالونه وړاندې کوم،
دا خبره مو پرځاي ده چې دطبیعت دتسخیر درجه ډیره کمه وه، خو سبب يي دا نه دې ، کوم چې تاسو ذکر کړې ، دغو خلکو ته دخداي جل جلاله له طرفه دطبیعت دتسخیرولو کونجیانې په لاس ورکړل شوې وې، او دوي دطبیعت دتسخیر لپاره وخت او کار ته ضرورت درلود، چې په دغه وخت اوکار سره دوي ورځ په ورځ طبیعت تر خپلې ولکې لاندې راوستو، او هر مخکیني انسان خپل علمي زیرمې راتلونکې انسان ته وربخښلې، تر څو چې داسې ورځ راورسیدله چې انسان ذرې ته ورسید، او په ذرې کې بیا پروتون الکترون او نیوترون ته ورسید، دا په دې نه چې اوسنۍ انسان له مخکیني ډیر ذکې دي، او یا يي ذهنې ځواک تر مخکینې زیات دې، نه ، بلکه ټول انسانیت دیوه انسان په توګه دومره وخت ته ضرورت لرلو تر څو ذرې او ډې این ای ته ورسیږي، او کیداي شې تر دې وروسته نور ډیر څیزونه کشف کړي، ما مخکې هم ویلي وو، که چیرې په دې نړۍ ټول انسانان ختم شي او یواځې تې خور ماشومان پاته شي، نو هغوي به دومره وخت ته ضرورت ولري، تر څو چې ننۍ ترقۍ ته ورسیږي، البته دالاهي کونجیانو په شتون کې به دوي وکولاي شي چې خپل ژوند مخ په وړاندې بوځې، او که چیرې الاهي الهام له هغوي سلب شي، نو هیڅکله به دژوند کښتۍ مخ په وړاندې بونه ځې، دالاهي الهام یو کوچنې مثال وړاندې کوم: کله چې ماشوم له مور ځیږیږي نو مور ورته تۍ ورکړي، زر يي په رودلو شروع وکړي، دغه کار پرته له یوه خدايي الهام څخه نا شونې دی.
پخواني لومړني انسان ادم علیه السلام ته لوي خداي جل جلاله دهر څیز نوم ورښودلې وو،
الله جل جلاله فرمايي:
وعلم آدم الأسماء کلها ثم عرضهم علی الملائکة .....
انسان له ډیر پخوا څخه په مجمله توګه هغه څیزونه پیژندل چې دوي ته يي ګټه ورسوله، او یا يي تاوان ورسولو، اوبه يي پيژندلې، اور يي پيژندو، غنم يي پيژندل، زراعت يي پيژانده، دغوښې خوراک يي پيژانده،
دپخوانې انسان دعمر اوږدوالې لپاره ډیر دلیلونه وړاندې کیداي شي، چې مکرم مولانا حلیمي صاحب هم پرې ډیر ښکلې جالب تحلیل کړې دی،
[quote:9ab6dca200]
خور دې د رسول الله له خولې تاريخي بيان ته غوږ راسته کړه او کړۍ
عن ابي هريرة، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال " خلق الله ادم على صورته، طوله ستون ذراعا..........
خور ادم شپېته شرعي ګزه اوږد او يا جګ وو ، څوک چه 60 ګزه وي چه هر ګز به
تقربا ١٨ انچه وي
د بيالوجي او د طب تجربه و موږ ته راښوي چه : هر ږوندی شی چه کوچنی او
وړکی وي د لږ عمر وي او يا لږ عمر لري ،
کوم ږوندي چه وړوکي وي د زړه حرکت ئې ډېر دي ، هر څومره چه ږژوندی
شی غټ اولوی وي ،نو دزړه حرکت ئې کرار وي ، کله چه د زړه حرکت کرار کرار
وي نو عمر اوږد وي ، سپی چه 7 کالو ته ورسيږي د انسان د اويا کالو سره
برابر (اقتباس مه کوه ) تقريبي مي وليکل اوس ئې حواله نه لرم
نو وايم چه اولي انسانانو ډېر عمر درلود
فيل چه يو څه غټ دی نو د ډېر عمر خاوند دي
او ادم چه 60 ته ګزه وو تاسو فکر وکړی چه څومره عمر به ئې درلود
په درنښت [/quote:9ab6dca200]
ددې تر څنګ ډیر داسې دلائل هم شته چې دپخوانې انسان دجسمي او ذهنې دواړو ځواکونو ښودنه کوي:
مثلا پخوانې انسان لپاره دروغ ژوند ډیر اسباب وو، مثلا صفا اوبه، صفا هوا، طبیعي خوراک، طبیعي څښاک، دمرضونو کموالې، او داسې نور،
که اوسنۍ ټیکنالوجۍ ته سوچ وکړو نو وبه وینو چې هر علمي اکتشاف او تطور له ځانه سره ډیر زیات قسماقسم مرضونه هم راوړي دي، چې مثلا ځیني مثالونه يي ، موبایل، تلفزیون، برق او داسې نور ډیر څیزونه دي چې دآب وهوا دککړتیا او ګنګۍ سبب ګرځیدلي دي، چې ډیر خلک يي په ګوناګون مرضونو اخته کړي دي، ورسره ورسره هغه ډیر غمونه چې انسان له مختلفو مصیبتونه په وجهه رسیږي، او دانسان دعمر دلنډوالې سبب ګرځي.
که دپخوانیو خلکو ذهنې ځواک ته سوچ وکړو ، نو په پخوانیو خلکو کې به داسې ذکې او پوهه خلک مخ ته راشي، چې ننۍ نړۍ کي سارې نه لیدل کیږي، کومه خبره چې ددې معنا ورکوي چې پخوانۍ نړۍ کې هم ډیر لوي لوي حضارتونه تیر شوي دي.
دمصر هرمونه چې له میلاده درې سوه کاله مخکې جوړ شوي دي او شمیر يي سلو ته رسیږي، دپخوانیو پاچاهانو او دهغوي دښځو قبرونه دي چې ټولو يي په آخرت او دبل ژوند عقیده لرله.
همدارنګه لوړ او دنګ هرمونه ددنیا په ټولو اطرافو کې جوړ شوي وو، تر دې چې په مکسیک ، بیرو، بولیویا، جنوبي امریکا، چین، هند، ایرلنډ ، جاپان، اندونیشیا، او دامریکا په میسیسپی ولایت کې داسې هرمونه موجود دي، چې دتاریخ دفرعونیانو له زمانې څخه هم زوړ دې،
بلکه په سمندر کې دبارې جزیرې (په الباما کې ) سره نږدې داوبه لاندې یو داسې نا اشنا حضارت تیر شوې دې، چې رنګا رنګ هرمونه په کې موجود دي، او په شکل کې مصري هرمونو ته نږدې دي.
په سوډان کې دبجراویة هرمونه دي چې شمیر يي ۵۷ ته رسیږي، او له میلاد څځه درې سوه کاله مخکې جوړ شوي دي.
د یوناجوني هرمونه چې په ۱۹۹۵ کال کې په جاپان کې دیوه سمندر لاندې پیدا شو، چې ۳۱۱ میلونو په اوږدو کې پراته وو، یعنې دهرمونو پوره یو ښار وو، او دهر یوه هرم اوږدوالې دوه سوه څلویښت قدمونو ته رسیده.
همدارنګه دیته ورته نورې لويي پیچیده آباديګانې چې په زرګونو کلونه دمخه دیوه انسان په لاس تر سره شوي دي، کومې چې لوي طاقت، لوي جسمي او ذهنې ځواک ته ضرورت لري.
دمصر هرمونه
[img:9ab6dca200]http://www.moveed.com/data/media/143/w6w_04220601042407872437.jpg[/img:9ab6dca200]
[img:9ab6dca200]http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/c/c5/Egypt.Giza.Sphinx.01.jpg[/img:9ab6dca200]
داوندونیشیا هرمونه
[img:9ab6dca200]http://www.samliquidation.com/images/pram1.jpg[/img:9ab6dca200]
دماکسیک هرمونه
[img:9ab6dca200]http://www5.0zz0.com/2007/11/08/21/86978868.jpg[/img:9ab6dca200]
دچین دیوال
[img:9ab6dca200]http://www.greatwall-alternative.com/great_wall_good_pic.jpg[/img:9ab6dca200]
[img:9ab6dca200]http://www.cathiedesigns.com/Sets/Muraille/muraille-top.jpg[/img:9ab6dca200]
دغسې آبادیانې دیوه فولاذي بشري قوت په مټ تر سره شوي دي، کوم قوت ته چې اوسنې بشریت لاسرسۍ نه لري، سره له دې چې هر رنګه لوي بې شمیره امکانات هم موجود دي، هر رنګ ځواکمند ماشینونه جوړ شوي دي، او روغتیايي تقدم هم ډیر پرمختګ کړې دی.
د مصر هرمونه د تیږو (ګټو) له لویو لویو توکړو جوړ شوي دي، چې دیوې توکړې وزن څو ټنونه ته رسیږي، ـــــــ له یوه ټن څخه تر دولس ټنو پورې ــــــــــــ او دهرم لوړوالې ۱۴۶ یو سلو شپږ څلویښت متره دی، تر اوسه ډیرو جرمني تاجرانو او انجینرانو کوښښ کړې دې چې ددغو هرمونو په څیر دجرمني په ختیځ کې ددیساو په منطقه کې دغه رنګ هرمونه جوړ کړي، خو تراوسه پرې نه دي توانیدلي.
چارلز سمیس په خپل کتاب (ځمونږ میراث دلوي هرم په وړاندې ) کې وايي ۱۸۶۴م: : آیا پوهیږې که چیرې مونږ دهرم اوږدوالې په ملیار کې ضرب شي، نو له : 14967000 کم سره مساوي کیږي، او دا هغه مسافه ده چې ځمکې او لمر تر منځ ده ، او هغه مدار چې دهرم له مرکز څخه تیریږي دنړۍ ټولې وچې په پوره دوه مساوي نیمو ویشي، او دهرم بنیاد دهرم دلوړوالې په دوه چندوالې تقسیم شوی دی، کوم چې مونږ ته د (لودولف) مشهوره شمیره را کوي : (3.14) ، کومه چې په حساب ماشینونو کې موجوده ده، او دهرم څلور واړه اساسونه دهرم څلورو اصلي اړخونو په طرف په ډير حیرانوونکې دقت سره اتجاه پیدا کوي، تر دې چې یوه ورځ ځینې علماوو اعتراض وکړ چې په یوې زاویې کې له اصلي اړخونو څخه لږ اندکه کوږوالې لیدل کیږي، مګر د قیاس لپاره داوسنیو الکتروني دقیقو ماشینونو په مټ ښکاره شوه چې دهرم زاويي هم صحي وي او هم ډیرې دقیقي.
نو آیا اوسنې انسان کولاي شي چې دپخوانیو امکاناتو په مټ یوه داسې آبادې وکړي، بلکه داوسنیو امکانانو په مټ به ورته هم دغه کار آسان نه وي.
د جسمي ځواک یو بل مثال وړاندې کوم:
پخوانیو امیدوارو ښځو به خپل بچې په هر حالت کې ځیږوو، کله به يي په لار کې راوړو، کله په پټې کې، او هر وخت به يي ځیږول ښه طبیعي او له روغتیا برخمند وو.
خو اوس دطبابت له پرمختګ سره سره ، دروغتونو دوجود سره سره ډیرې ښځې له ځیږولو دسختیو شکایت کوي، او ډیر کرته ماشوم د قیصري جراحي عمليي په مټ له ښځې راویستل کیږي، کومه چې په دې دلالت کوي، چې کوم ځواک چې پخوانیو ښځو کې دحمل لپاره موجود وو، په اوسنو ښځو کې نشته،
که چیرې یو بل مثال راواخلو : نو وبه وینو چې دغره بچۍ دښار له بچې سره په صحت او روغتیا کې ځمکه او اسمان فرق لري، دغره بچۍ په وجود تکړه وي، په صحت روغ وي، خو دښار بچۍ چې له هرې ناحیيي مستریح وي، تر هغه کمزورې او بې صحته وي، کومه خبره چې په دی دلالت کوي چې اوسنۍ ټیکنالوجۍ دډیرو آسانتیاوو سره سره دانساني دجسمي او ذهنې ځواک لپاره ډیر مرضونه هم له ځانه سره راوړې دي،
یوه بله خبره هم کومه چې اوسنۍ ټکنالوجۍ ته درسیدو لپاره ددې ډیر وخت دضرورت له اسبابو څخه یو سبب ظالمې پادشاهۍ او غلط مذهبې افکار وو چې دخپلو شخصي مفاداتو لپاره يي دعلمې تطور او ذهني پیشرفتیا مخه نیوله، او که نه نو سبب یي دانسان دذهن کمزوروالې نه وو، دیوه پاکستاني یا هندو ذهن چې آتوم يي جوړ کړې تر ډیرو زیاتو امریکايي ذهنونو شاید لوړ وي، خو دلته بیا په پاکستان او افغانستان کې دظالمو حکمتونو او مذهبي علماوو دتخلف په وجهېې خلک له علم او ترقۍ څخه لیرې ساتل شو ي د ي، متخلف او وروسته پاتې شوي دي، او په دې سربیره کړاوونو او غمونو خوړلې دي، خو دا ددې معنا نه ورکوي چې ددې اوسنیو افغانانو دماغ داوسني امریکانو ددماغو په شان دعلمي پرمختګ وړتیا نه لري.
ستاسو دا خبره :
[quote:9ab6dca200]
دلویدیځوالو د عمر د اوسط شل کاله د دریمې نړۍ د عمرونو څخه زیاتوالی هم د مولده ځواکونو د زیاتې ودې بی انکاره نتیجه ده.
مولده ځواکونه د ټولنې سکلیټ او ستون فقرات جوړوي او وده یې د تاریخي بشپړتیا او تکامل تلسټ (بنسټ) دی، نو په لږه او ټیټکچه وده کې اوږده عمرونه
ناممکنه بريښي ، مګر داچې د استثناو په توګه خدايي معجزه اوسي او یا د د سپورتي او ښکاري اتلانو د استثنايي ژوند نوګې سره تړاو ولري . تاسو په دې اړه څه نظر لرئ[/quote:9ab6dca200]
ستاسو دا خبره درسره منم، خو دا خبره ستاسو له مخکنې آټکل لپاره دلیل نشي جوړیداي،
په دې نړۍ کې دخداي جل جلاله یو معین نظام چلیږي، چې په ټولو پلې کیږي، دغه نظام کوني نظام یا السنة الکونیة وايي، دکوني نظام له مخې دانشي کیدلاي چې دافغانانو دعمر اوسط دې دامریکایانو دعمر له اوسط څخه زیات شي، ځکه لکه څنګه چې امریکان کوني نظام ته خاضع دي، همدارنګه افغانان هم خاضع دي، دافغانانو دعمر اوسط ځکه دامریکانو څخه کم دې ، ځکه چې دیوه انسان په عمر کې دهغه خوشالي، خفګان، غمونه ، مصیبتونه ، او داسې نور څیزونه ډیر رول لوبوي، که چیرې دغه چې اوس په افغانانو دې یا ددریمي نړۍ په ځینو نورو دولتونو دې په امریکا راشي، او دامریکايانو سوکالي دافغانانو په برخه شي، نو وبه ګورۍ چې تناسب څنګه عکسي کیداي شي.
که چیرې دهمدغو امریکایانو فوځ ته فکر وکړو، بیا يي عام امریکايي وګړو سره مقایسه کړو، نوضرور به دې نتیجې ته رسیږو، چې دفوځ اوسط عمر له عامه امریکايي وګړو له عمر څخه ښکته دې، ځکه ډیر يي مري ، ځینې يي خودکشي کوي، او ځینې يي دجنګونو په سبب دروانۍ ناروغیو له امله مړه کیږي، او یا يي عمر لنډیږي.
دلته په سعودي کې یو اتیا کلن بوډا مثلا دافغانستان دیوه عادي شپیته کلن وګړي څخه تکړه وي، امیران چې سوکاله او آرامه ژوند لري عمرونه يي تر سلو او نوي کلونو رسیږي.
نو څنګه اسباب چې انسان ته برابریږي، نو هماغسې عمر هم ورته برابریږي.
په هر تاسو آغلې غوټۍ ته به دچینايي دولت یوه دعوی کیږدم، چې داروینیانو ته به سلام وکړۍ:
دچین دولت وايي، له کومې ورځې چې دوي دتبت منطقه په ۱۹۵۱م تر خپلې ولکېې لاندې راوستې ده، او دهغوي یو مشر دالاي لاما يي شړلې دی، نو روغتیايي حالات ډیر ښه شوي دي، او دیوه تبتی انسان دعمر اوسط ۶۷ کالو ته ورسیدۍ، چې مخکې له پنځه دیرشو کالو نه اوړیدۍ، یعنې څلویشت کاله دمخه يي اوسط پنځه دیرش کاله وو یا تر دې هم کم؟؟
نو اوس په دې کې تاسو څه وایۍ؟
اور- بل
09.05.2008
محترم وهاج صاحب تاسو او دبحث ټولو ګډونوالو ته سلامونه او نیکې هیلي !
لومړی خو له مولده ځواکونو څخه مطلب انسان ، د هغه پوهه او کاري تجربه او دکار او تولید وسایل دي، چې د پرمختک سطحه یې پرون نن او سبا هر چاته څرګنده ده . دا روښانه ده چې د انسان ټولنیز پرمختګ د هغه د کوم روان بیولوژیکي پرمختګ نتيجه نه ده، انسان له هغه راهیسې چې انسان پیژندل سوی ، کوم بیولوزیکي تطور نه دی کړی ، بلکې انسان ټولنیز تکامل لري نه تطور: ځکه هغه د ټولنې مولده ځواکونو ته پرمختګ ورکوي او له هغوی سره سم د ټولنیزو اړیکوپراختیا رامنځته کوي او په همدې بدلئونکې کواندتیا سره یې هم په شعور او هم په طبیعي او ټولنیز چاپیریال کې بدلون او پرمختګ رامنځته کیږي او لکه چې تاسو ویلي هر نسل بل راتلونکي نسل ته د تیر نسل په پرتله د ژوند غوره شرایط ، غوره چاپیریال او د خوځښت او کواندیا غوره مقدمات په میراث پریږدي او هر راتلونکی نسل پرې یو څه سمونونه او اصلاحات نور هم ورزیاتوي او په دې توګه د پرمختګ او تکامل ( نه تطور) لړۍ دوام مومي !
له دې کبله علمي او منطقي نه ده او تحقیقات هم نشي کولی ثابته کړي چې
د ژوند د اوږدیدو پروسه د ې دانسان د ژوندانه د ښه کیدو او تکامل سره معکوس تناسب ولري، یعنې د ټولنیز تکامل په لومړیو پوړیو کې دې ژوند اوږود او په متکاملو هغو کې دې بیا لنډ شي !
داچې د پخوانیو انسانانو قدونه تر ننی انسان لنډ وو ، د اروپا په تاریخي موزیمونو کې یې سکلټونه او نمونې هم لیدل کيږي ، خو خبره په عمر کې وه ، چې د تکامل سره يې مسقیم تناسب ساتلی ، که څه هم موقتي استثناآت هم شته چې د ځانکړو شرایطو له امله د یوه برخه انسانانو ژوند تر نورو ډیر اوږود پاتې شوی، بی له دې چې دلته مونږ ځینو پیغمبرانو د عمر معجزوي اوږود والی تعمیم کړو . لنډه یې دا چې هر څه چې وو، د کلونو اندازه او د هغې په قیاسي واحد کې بدلون راغلی او هغه په سوونو کلونو عمر بیا هم په کلي توګه د اوسني انسان له اویا ، اتیا کاله عمر څخه که لنډ نه و نو اوږود خو په هیڅ ډول نشي تصور کېدای ، که نه د ژوند له ښه والی سره که د عمر هغه چټک لنډوالی ومنو چې تاسو یې فکر کړی، باید د اوسنی انسان قد اوس له حشراتو څخه هم ټيټ او پر ځمکه ننوتی وای، د قیامت راتګ ته به هم
انتظار وآ آ آ آخته ختم شوی وای . البته داسې یوه تیوري ( اندڅار) هم شته چې وایی د نوح (ع) طوفان د ځمکې په وضعي او انتقالي حرکت او مدار کې بدلون راووست، شپې ورځې او کالونه اوږده شول . خو په دې صورت کې هم عمرونه نه دي لنډ شوي ، بلکې دکلونو شمیر یې کم شوی دی او بس!
[color=yellow:f3dbababd9]د قد ونو په هکله هم مبالغی شته ، که نن څوک د ننګرهار د چهل ګزي بابا زیارت هم راوسپړي ، وبه ګوري چې له چهل ګزي بابا څخه دوه ګزی بابا جوړ شوی دی .[/color:f3dbababd9]
خو د مکرم حلیمي صیب خبره سمه ده چې د وړو حیواناتو د زړه حرکت چټک اوعمرونه یې لنډ وي، ولې هیڅکله نه دي لیدل شوي چې ستر حیوانات په وړو بدل شوي او سست زړونه یې چټک شوي او ژوندون یې رالنډ شوی اوسي، خو بر عکس د قدونو تاریخي اکسلېریشن شته .
پاتې شوه دمکسیکو، مصر اهرامونه او دبابل د ښار نښانې، یا د چین دیوال، هر یو که زرونه کلونه نه وي نو په سوونو کالونو کې د زرګونو غلامانو او استبدادي بیګارونو په کار زیار او مرګ سره جوړ شوي دي، چې د برده دارۍ د ظلمونو د زمانی استازیتوب کوي . یو یې هم له طبقاتي، برده دار نظام څخه د مخه نه دي جوړ شوي، معنی داچې مولده نيرو دومره وده کړې وه چې خصوصي ملکیت او هغه لومړۍ طبقاتي برداره ټولنه شونې کړه
او هغې طبقاتي ميکانيزم بیا هغه شعور منځته راوړ چې دنوموړو اثارو د
جوړولومهارتونه یې خپل کړل ، خو که دوخت واټن دپرسونل ډيروالی ، دظلمونو شدت او د قربانۍ کثرت ټول په پام کې ونيسو د اوسني وخت په پرتله يی زرمه برخه بريا هم نشو بللی، آیا صافي صیب همداسې نه ده ؟ ٠
البته له طبقاتي ټولنې څخه د مخه انسان لږ تر لږه دیرش رزه کاله ژوند کړی، چې د لیک له تاریخ څخه ۶ چنده زیاته زمانه ده ، ولې په هغه ټوله دوره کې انسان یو داسې اثر نه دی رامنځته کړی چې ستاسې د یادکړو آثارو سره یوه تقریبي سیالي هم وکړای شي، آیا د هغوی ماغزه خراب وو؟ ایا په هغوی کې نوابغ نه وو ؟ آیا هغوی
له پیغمبرانو پرته د انسان ځامن نه وو؟
هو د هغوی د شعور فزیکي او بیالوژیکي اساس هندغه دی چې نن هم دي، خو دهغوی ټولنه او ټولنیزې اړتیاوی او له دې کبله د شعور کواندتیا بدله وه ، د لهرامونو جوړولو ته یې نه اړتیا لرله ، نه وخت او نه د هغوی تصور !
محترمه !
ستاسې ټولې خبرې ډیری جالبې او په زړه پورې دي، ډیر یې سم حقایق دي، خو په انګیرنو او نتیجګیریو کې یې د بحث وړ بولم ، چې په فرصت سره به یې په جزیاتو داوګرځو . والسلام
په درنښت
..Ahmadzai
10.05.2008
ټولو ګډونوالو ته
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
قدرمن ورور وهاج صاحب
اغلۍ خور غوټۍ اوربل لاندې پوښتنه هم کړې وه، چې د اصلي موضوع پورې تړاو لري.
[quote:63837e87d7]۲ــ ایا یواځې په اسلام د یوې ټولنې سیاسي اقتصادي ، ساینسي تخنيکي پرمختګ تضمین کیدای شي ؟ [/quote:63837e87d7]
خو چا جواب ورنکړ، او خبره لاړه د عمر قیاس پسې، چې نوح علیه السلام 950 کاله رښتیاخپل ټبر کې تیر کړي او کنه ، د دې لپاره چې هر څوک خپل اند تقویه کړی ډیر تآویلات وسول ، او آن دقران کریم په صریحو ایاتو اِعتراضونه وسول او ورته د شک اوریب په سترګه وکتل سو.
آغلۍ خورې ستا نیوکې بې ځایه دي او دې اصلي قضیې خدمت نه کوي هیله ده چې ترې تیره سې.
وهاج صاحب بیاهم د غوتۍ خور دوهم سوال ته که جواب ورکړې ډیر به ښه وي او مهرباني به د وي.
په درنښت
احمدزی
اور- بل
10.05.2008
احمدځی صیب !
وايي چې :
[color=yellow:4d0d694180]خیټه که دې وږې شوه خواړه پرې واړوه[/color:4d0d694180]
................................................................. [color=red:4d0d694180]خو:[/color:4d0d694180] [color=white:4d0d694180]اورته لمن مه وهه اوبه پرې واړوه[/color:4d0d694180]
تر اوسه زما نه دي تر سترګو شوي چې غوټۍ خور د صریحو ایتونو پر ضد څه لیکلي وي، خو دا خبره دې سمه ده چې تا اقتباس کړې پوښتنه یې نه ده ځواب شوې
او بحث بلې خواته پراختیا موندلې، خو په سم علمي منطقي او له درناوي ډک چوکاټ کې غزیدلی دی ، یوه بله پوښتنه یې هم نه ده ځواب شوې
چې [color=yellow:4d0d694180]د اوسني انسان عمر ولې او په څه دلیل د پخوانو انسانانو د عمر نږدې شلمې برخې ته رالویدلی ؟؟؟؟[/color:4d0d694180]
نور پریږده چې بحث دوام وکړي ، وهاج صیب تر غوټۍ هم زیات
دغسې بحث ته لیوالتیا ښودلې ده .
په سلام، نیکو هیلو او درناوي
ع کريم حليمي
10.05.2008
مکرم جلال صاحب !
سلام عليک !
[quote:345ca5f30e]ریب په سترګه وکتل سو[/quote:345ca5f30e]
نه هيڅ کله ريب نسته ، اما شک به په ترجمو کښي وي پيدا کيږي يوطبيعي
حالت دی
[quote:345ca5f30e]ایا یواځې په اسلام د یوې ټولنې سیاسي اقتصادي ، ساینسي تخنيکي پرمختګ تضمین کیدای شي ؟ [/quote:345ca5f30e]
اخلاق دي ! چه د انساني ټولني د پرمختګ تضمينوي ، او اسلامي ليکلي
اخلاق دي ،چه په ټوله نړۍ کښي منلي دي ،دنړۍ ټول پر مختللي ټولني له اسلامي شرعي او فقهي په استفاده پر مخ ټګ کوي
د انګرېز انو ټولنه يوه پر مختللې ټولنه ده ، د ملک اساس ئې پر common law
تکيه لري ، او دغه کامن قانون (معروف ) اسلامي اصول او اصل دی
هو ! د سلام د شرعي په استفاده يوازي دنيوي پر مختګ سته
او په منلوسره ئې بيا دوهم ژوند هم پر مختللی او ارام وي
نوټ :دغه د نن ورځي تخنيکي پر مختګ پر مخ تګ نه دې !
راتلونکي نسل ته ئې زهرجنه توره بحيره ور پرېږدي ، چه ټوله اټومي رېډډېشن
ترحم پر حيواناتو د اسلام ليکلي اخلاق دي ، او غرب پرون په پوه سو
او نن ئې حيوانانو په ترحم شروع وکړه
کله چه ئې ازاد خلګ غلامان کړي وه ، پر مختګ ئې هم نه وو
کله چه ئې د بادارۍ لاس واخستۍ ، نو پر مخټک ئې شروع سو
خو ! ابوبکر صديق رض 14 وه کاله مخکي ويلي وه چه :
تاسو څوک غلامانوي ، هغه څوک چه له موره ازاد پيدا سوی !
او حضرت على کرم الله وجهه ويلي وه چه : د بل چا نه عبد مه جوړه وه ، ځان عبد
که !
د سړک د سر اخلاق نه ! ليکلي اخلاق د ټولني زير بنا ده (اسماني اخلاق )
په درنښت