نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
pattang
04.04.2008
کوشانه بيالګيايې اپلتې ولې چې نه پوهېږې ولې لګيايې ?
دا تر مارکس او لينين ناولي پورې هيڅ ربط نلري ، دوی خپله د يوه فرهنګي رڼا
او يوي حقوقي ټولني محصول دي٠
د فرانسي انقلاب (1789 - 1799) ،دکارګرانو ټولني او سوسيال ديموکراتي
ګوندونه له مارکس څخه په مخ کې وو٠ د حقوقو ديووالي او استعمار ضد
حرکتونه د ټولنې له منځه څخه تکامل کوي اونه د باندې له خوا څخه , که دباندې
له خوا رهنمايې شي نو احوال به يې دافغانستان غوندې شي٠
دروسې انقلا بيانو او غربيانو دولتونو په دريمه نړۍ کې اقتصادي رقابت لاره او
هر يوه کوشش کاوو چې خپل اقتصادي اهداف لاس ته راوړي٠
دروسې له کارګرانو څخه د غرب د کارګرانو ژوند په عنعناتي ډول سره ډېر لوړ وو
نو هغه روسي فاسد رژيم چې په مليونو نو انسانان يې له خاورو لاندې کړل او يوه
مردار خواره به يې ( نه او هو ) وېلې ، ددې علت نشي کېدای چې هغوی دې
د کارګرانو د حقوقو د ساتلو او د سوسيال ديموکراتي دتکامل سبب په غرب کې شي ٠
دې دغو ټولو شيانو سر چينه تر دين او مذهب پورې رسيږي چې ته يې هر وخت مخالفت کوې او په سترګو ړونديې٠
[quote:9a8b335540="کوشان"]مېرمن وربل
زما په اند ، البته زه دومره مهم هم نيم ، خو مارکسيزم د شلمې پېړۍ ډير
پرابلمونه حل کړل .
نن کپيتاليستي سيستم د مارکسيزم له ډاره په خپله يو سوسيال سيستم
جوړ شوی دی .
دغه دې بېکارۍ بيمه او سوسيالي مرستې چې نن په کاپيتاليستي هيواد
و کې مروجې دي ، مخکې د مارکس نه وجود ندرلودې .
مخکې تر مارکس نه خو کاپيتاليزم يو ډير بې رحمه سيستم وو . کارګرانو
او بزګرانو هيڅ ډول بيمه يي حقوق ندرلودل . که چېرې يو کارګر نارغ او يا به
معيوب شوو ، نو هغه په خپل کورنۍ تاوان وو .
نن داسې خبرې نشته او هر کارګر او دهقان د ناروغتيا او بېکارۍ په وړاندې
بيمه دی . نو دغه د بيمې قوانين ټول د مارکسيزم له ډاره منځته راغلي .
له بلې خوا کله چې لمړنی سوسياليستي دولت په روسيې کې جوړ شو ، نو دوۍ
د درېيمې نړۍ او يا د هغو هيوادو چې د کاپيتاليستي هيوادو مستعمرې وې ،
په خپلو سياسي ، اقتصادي او نظامي مرستو سره دې ته وهڅول چې
خپلواک دولتونه جوړ کړي ، چې د دې بېلګې تاسي په افريقا او لاتينه امريکې
کې موندلی شئ .
زه مارکسيست نيم ، خو دا چې ماکسيزم د کاپيتاليزم څېره واړوله او د
کاپيتاليزم نه يې سوسيال دمکرات سيستم جوړ کړ . څوګ ترېنه سترګې
نشي پټولی .
مونږه چون د دې خبرې تر تاثير لاندې راغلي يو چې مارکسيزم يعنې الحاد .
نو زمونږه سترګې ړندې شوي او د مارکسيزم اغېزې د نړۍ په سرنوشت کې
ناديده نيسو . خو حقيقت دا دی چې مارکسيزم نه يواځې چې د شلمې
پېړۍ پرابلمونه د کارګر او کارفرما تر منځ حل کړل ، بلکې په افريقا ،
اسيا او لاتينه امريکا کې د خپلواکو دولتونو د جوړېدلو سبب هم شو .
په درناوۍ[/quote:9a8b335540]
فانډمنټاليسم د جګړو او ټولنيز و ناامنيو منبع ده!
Mohammad Hassan
11.04.2008
د بحث درنو ګډون کوونکو او لوستونکو ته د زړه له کومی سلامونه ! خدای مو روغ او خوشحاله لره!
په مخکنۍ ليکنه کې مو ولوستل چې فانډمنټاليسم هغه ارتجاعی، سرزوری، افراطی، بې حلمه او د معاصرو ټولنیزو او طبيعی علومو ضد حرکت دی چې د نولسمې پېړۍ په آخرو او د شلمې پيړۍ په اولو کالونو کې د امريکا د متحدو ايالتونو د عيسوی دين د پروټسټانت د مذهب په پیروانو کې رامنځته شو. دا اصطلاح تر ډيره وخته په همدې حرکت پورې محدوده پاته وه. کله چې په ۱۹۷۹ عيسوی کال کې په ايران کې د حضرت خمينی تر مشرۍ لاندې اسلامی انقلاب بريالی شو او په ايران کې يې هغه د اسلام دابتدا او لومړيو وختو رواجو ته مراجعه وکړه او د ۱۴۵۰ کالو ترمخه د اسلام د نزول د لومړيو وختو حقوقی او عدلی احکامو(لکه د لاس غوڅولو، سنګسارولو، د سر پريکولو او نورو...) ته د هیواد په قانون کې رسميت ورکړ، نو د ژورناليستی ، سياسی او دينی علومو په ډګر کې د بنسټپالو کلمه او فانډمنټاليسم د حضرت خمينی د اسلامی انقلاب د جنبش له پاره هم وکاريد، ځکه چې ددې اسلامی حرکت ډیرې نښې نښانی له همغه عيسوی فانډمنټاليستی حرکت سره يو شان وې. په دې توګه د فانډمنتاليسم د اصطلاح د استعمال ساحه پراخه شوه او له شمالی امريکا څخه آسياته راغله.
په تدريج سره د فانډمنتاليسم اصطلاح د عيسويت نه د باندې را ووته او د اسلام د دين په پیروانو کې يې هم ځای وموند. د ايران تر انقلاب وروسته بيا په اسلام کې نورې بنسټپالې ډلې هم په شعيه ګانو او هم په سنيانو کې را زياتې شوی او د اسلام د دين په اړه يې د هيڅ بحث زغم نه کاوه او نه ئې کوی او په دې اړه هرډول علمی او غير علمی بحث، استدلال، تنقيد او کره کتنه د خپلې عقيدې او دين سپکاوئ بولې او د زغم توان يې نه لری . عصبی مزاجه، فناتيک او د هر ډول زور او وسلې کارولو، د ځان او د بل وژلو ته چمتو دی. دااو ډير داسې نور هغه څه دی چې دا ډول اسلامی حرکتونه له همغه فانډمنټاليستی عيسوی حرکت سره مشابه کوی.
.داسې چې دا اصطلاح د خپل تعريف او مشخصاتو له مخې په تيزۍ سره د نورو اديانو او مذاهبو د پیروانو له پاره هم وکارېده چې له دين او مذهب څخه يې په سياست کې د زور او فشار د قوې په حيث کار اخيسته. د شلمې پیړۍ په آخره لسيزه کې يې استعمال بيا د ټولو محافظه کارو، وسله والو، فناتيکو، متعصبو، بې زغمه ، افراطی او تروريستی دينی، مذهبی، ايديولوژیکی او سياسی ډلو له پاره عموميت وموند. یعنې نوره دا اصطلاح نه يوازې د عيسوی دين له ډګر څخه د نورو اديانو ساحې ته ورداخله شوه، بلکې د نورو ايديولوژیو او سياسی کړيو خواته هم ور ننوته چې اوس هرې هغې ډلې ته چې د فانډمنټاليسم پورته ياد شوی خواص ولری، استعمالېدای شی.
د فانډمنتاليسم د اصطلاح د رامنځته کېدو او د هغو درواجېدو او استعمال مرحلې څرګندوی چې دا اصطلاح په عيسويت، اسلام او په هر بل دين، مذهب او ياکومه بله ايديولوژی کې يوډول معنا لری، اساسات او بنسټونه يې يې سره شريک دی. د فروعو د تنوع او تفاوتونه سره۰ سره يې اصول سره ورته دی. تعريف يې معين او مشخصې علامې يې واحدې او خاصيت يې منفی دی . مثبت فانډمنتاليسم وجود نه لری .
دا بايدموږ ته معلومه وی چې فانډمنتاليسم په ټولو ځايو کې يوه منفی اصطلاح ده چې د مدنيت سره د ضديت څرګندویه ده . د مدنيت په ضد د ساده خو متعصبوافرادو او ډلو سطحی او غير علمی عکس العمل دی. بنسټپالان پخپله ايديولوژیکی مبداء او منبع باندې هر ډول تبصره، نيوکه او انتقاد ځان ته توهين او سپکاوی بولی. ځان په دګمونو پورې نښلوی او د علمی حقايقو له منلو څخه سر غړوی.
معاصر بشريت د خپل تير تاريخ او دپخوانيو انسانانو له مثبتو تجربو او پوهې څخه کار اخلی او هغه د خپلو زمانی او مکانی شرايطو سره سم په کار اچوی. یعنې د پخوانيو انسانانو تجربې او اصول مطالعه کوی او ګوری چې په دې زمانه او د معين هېواد په شرايطو کې يې له کومو څخه ګټه اخیستلای شی، هغه په کار اچوی او له هغو نورو څخه چې په معينو شرايطو او د انسانانو د اجتماعی تاريخی تکامل په ټاکلې مرحله کې د تطبيق وړ نه دی، يا يې د تطبيقولو توان نشته او يا يې تطبيقول د ټولنی د پرمختګ مخه نيسی، ور ځنې صرف نظر کوی. داسې چې د حضرت محمد (ص) ، حضرت صديق (رض)، حضرت عثمان(رض)، حضرت عمر (رض) ، حضرت علی(ک.و) او نورو تاريخی اسلامی نظامونو له تجربو څخه په اوسنيو شرايطو کې ګټه اخيستل يو بالکل روا او په ځينې وختو کې ضروری کار دی. دا فانډمنتاليسم نه دی، بلکې دا له ښو تاريخی تجربو څخه پخپل وخت او ځای کې مثبته ګټه اخيستنه ده.
خو دا هم امکان نه لری چې په اوسنيو ټولنيزو ، تاريخی شرايطو کې دې د حضرت محمد (ص) او يا د نورو پخوانيو خليفه ګانو او اميرانو د وخت ټولنيز نظم او کړه وړه په عين شکل او بې له تغير او فرقه عملی شی.
عدل،انصاف، دوستی،ورورولی،صداقت ،ايمانداری او داسې نور ښه انسانی او اسلامی اوصاف هميشه د ټولنې له پاره د منلو وړ دی او دا په رشتينی آزاده، دموکراته او پلوراليستی ټولنه کې ښه عملی کيدای شی. خو فانډمنتاليستان دا بيا بل ډول ګوری. بنسټپالان د دموکراسۍ مخالف او ټولنه پلوراليستی نه، بلکې يوازې او يوازې دواليستی وينی. بنسټپالان دا نه شی منلای چې په ټولنه کې د مختلفې، مخالفی او متضادې مفکورې او عقيدې يوځای ژوند وکولای شی. هغوی ټولنه په دوو برخو، په دوست او دښمن ويشی. هغه څوک چې د دوی له خوا په رسم کړی مستقيم خط روان دی، د دوی دوستان او نور له دې خطه ښۍ او يا چپې خواته لږ او يا ډير منحرفين يې ټول یوشان دښمنان دی. د مثال په ډول: سنی بنسټپاله مسلمانان لکه څنګه چې د ملحدينوسره نه پخلاکيدونکې دښمنی لری ، همدا ډول له عيسويت، یهوديت، کمونيسم څخه هم نفرت لری. په همغه ډول له بودايانو، سکهـانو ، هندوانو او نورو ټولو اديانو سره دښمنی کوی. ان د داروينيسم او حتی له دموکراسۍ او سيکولاريسم سره هم په نه پخولاکيدونکی خصومت کې دی. دوی لا شعيه ګان هم خپل دښمنان بولی او په اسلام او ان په سنيانو کې د نورو ډولو موجوديت هم نه شی تحمل کولای. د اسلام تر پرده لاندې د سياسی قدرت د ترلاسه کولو هڅې کوی او نورې ټولې سياسی ډلې د ځان دښمنې بولې او په وطن او سياست کې ورته د ځای د ورکولو سره موافق نه دی. بده يې لا داده چې دوی د هرې سياسی او يا دينی مخالفې ډلې ګناه په عامه توګه د ډلې په ټولو غړو ور اړوی او په معينو ډلو کې د تفريق او انفرادی تشخيص سلوک نه قبلوی.
دوی ګناه او اشتباه د کوم فرد شخصی ښوئېدنه نه ګڼی، بلکې دا د کورنۍ، ډلې ، تنظيم او ټولنې غلطی او ګناه بولی . په همدې پلمه فانډمنټاليستان د ځان له پاره د دين او مذهب د سياسی کولو منطق مومی او غواړی چې سياسی قدرت تر لاسه کړی، چې له هغې لارې وکولای شی خپل مخالفين له معنوی او فزيکی لحاظه محو او نابود کړی اود يوه دينی او مذهبی ظالم او استبدادی رژیم داستحکام له لارې خپلې ګټې وساتی.
همدا علت دی، چې په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان باندې د پوځی حملې او بيا په عراق باندې د نظامی تعرض په وخت کې د امريکا د متحدو ايالتونو په ولس مشر، بوش او د هغه د نويې محافظه کاره ډلې په ملګرو هم ډير ځله د عيسوی فانډمنتالیسم نوم کيښودل شو، د هغوی سياست يې د صليبی جګړو د سره را ژوندی کول وبلل او د اسلام او شرقی کلتور په وړاندې يې د دښمنۍ او تعصب ټاپه پرې ولګوله. په هغه وخت کې بوش هم همداسې دنيا په دوو برخو وويشله او اعلان يې کړ چې هغه څوک چې له موږ سره ولاړ دی، زموږ ملګری دی او هغه څوک چې له موږ سره نه دی، هغوی د شرارت د محور (ايران، شمالی کوريا او عراق) ملګری او زموږ دښمنان دی. ان خپل اروپايی نږدې متحدين يې له ځانه لرې کړل، اروپايې هیوادونه يې هم په نويې اروپا او زړه اروپا وويشل. له القاعدې او طالبانو څخه یې په مصنوعی ډول داسې هيولا او بلاجوړه کړه، چې ټوله نړۍ ترې وډاره کړی او له دې لارې يې د امريکا متحدو ایالاتو ته د۲۱ مې پيړۍ د ستراتيژيو د عملی کولو په خاطر په عراق او افغانستان کې د خپلو نظامی ځواکونو د موجوديت شرايط برابر کړل.
په اديانو او په تېره بيا د اسلام په دين کې د مختلفو مذهبو او طريقو په پیروانو کې د فانډمنټاليسم او فانډمنټاليستی ګروپونو د تيوريکو اصولو پيژندنه تل له ستونځو ډکه ده. په دې معنا چې د مختلفو مذهبو پیروان او د مختلفو طريقو څښتنان په اسلام کې پر مختلفو او يو له بله سره په متفاوتو احکامو ټينګار کوی. د مسئلې د ښې توضيح له پاره ليکلای شو چې مثلا سني بنسټپالان په اسلام کې په يو ډول غوښتنو، او د قرآن کريم او نبوی احاديثو په يوه برخه ټينګار کوی، خو شعيه بنسټپالان بيا د نورو اياتو او احادیثو او نورو اسلامی احکامو په عملی کولو فشار راوړی. داسې چې په تيوريکی ډګر کې د مختلفو بنسټپالو ګروپونو له پاره مختلف منابع، مقياسونه او روشونه مطرح دی. یوه ډله یې د يو ډول او بله يې بیا د بل ډول اصولو ، فروعو او احکامو د تطبيق په لاره کې پخپل فکر په «جهاد» مشغول دی. د همدې تيوريکی اصولو او فروعو تفاوت مذهبی فانډمنټاليستانو ته دا اساس او بهانه په لاس ورکوی چې یو د بل په ضد د کفر او دښمنۍ فتوا ورکړی . که يې کافران او بې دينان او په اصطلاح کمونستان پيدا نکړل، نو يو د بل په وړاندې د «جهاد» اعلان کوی ، يو د بل په وړاندې وسله اخلی ، يو د بل په سرونو ميخونه ټکوهی، يو پر بل باندې د مړو رقص کوی، يو پر بل باندې راکټونه اوروی او په ټولنه کې د عامه امنيت د اختلال او د جنګ او جګړو او قتل او قتال سبب ګرزی. په دې ډول د محدودو او وړو ګروپونو په تضاد او تشدد کې ټوله جامعه د نا امنۍ او بدبختۍ خواته کشول کيږی . د ټولنې عام، عادی او نورمال وګړی چې په هيڅ ګروپ او ډله کې سازمانی تشکل نه لری، د دواړو خواوو تر فشار لاندې قرار نيسی او تر بنسټپالانو زيات زیان، زجر، قربانی، مرګ او تلفات وينی.
.
او س ايله د فانډمنټالستۍ په مانا پوه شوې او خپله څیره دی هم بیا ښکاره کړه
پښتون زلمی
11.04.2008
[quote:b3c6858c42]فانډمنټاليسم ... . کله چې په ۱۹۷۹ عيسوی کال کې په ايران کې د حضرت خمينی تر مشرۍ لاندې اسلامی انقلاب بريالی شو او په ايران کې يې [color=red:b3c6858c42]هغه د اسلام دابتدا او لومړيو وختو رواجو ته مراجعه وکړه او د ۱۴۵۰ کالو ترمخه د اسلام د نزول د لومړيو وختو حقوقی او عدلی احکامو(لکه د لاس غوڅولو، سنګسارولو، د سر پريکولو او نورو...) ته د هیواد په قانون کې رسميت ورکړ، [/color:b3c6858c42][/quote:b3c6858c42]
[color=white:b3c6858c42]اوس ایله دفامنډمنټالیسم په معنا پوه شوې، او په دې هم پوه شه چې ایران سره له دومره پابندۍ او تشدد چې پاک اسلام ترې هم بیزاره دی، بیا هم دومره ترقي وکړه، چې فضا سپوږمۍ جیګولې شي، آتوم بم جوړولاي شي، اقتصاد يي ډیر ښه دی، شارونه يي آباد دي، او ښه ترقي یافته ملک دی، که چیرې داسلامي اصولو سره سم عادلانه ژوند په کې واي، نو تر دې به يي لا څو چنده زیاته ترقي کړي واي.[/color:b3c6858c42]
خو دا خبری دی:
[quote:b3c6858c42]په مخکنۍ ليکنه کې مو ولوستل چې فانډمنټاليسم هغه ارتجاعی، سرزوری، افراطی، بې حلمه او د معاصرو ټولنیزو او طبيعی علومو ضد حرکت دی[/quote:b3c6858c42]
[color=white:b3c6858c42]هغماغه دسرسختو دیکتاتورانو، انسان وژونکو، بیرحمو ، په زړه کافرو، فرعونیانو، نمرودیانو، خلقیانو، پرچمیانو او کمونستانو ټاپی دي، کومو چې دکور ، کالو، ډوډۍ وعدی ورکولې، خو افغانانو ته يي ، ګور، کفن، غمونه ورکړل، او په ویر او ژړاګانو يي کښینول، او بیا هم نه شرمیږي، نه ورته حیا دریږي، او دبیشرمه شرمښانو غوندې هر چیرته نیغ نیغ کیږي، او خپل مردار مخونه او څټونه هر چیرته بوڅ بوڅ کوي.[/color:b3c6858c42]
[quote:b3c6858c42]که يې کافران او بې دينان او په اصطلاح کمونستان پيدا نکړل، نو يو د بل په وړاندې د «جهاد» اعلان کوی ، يو د بل په وړاندې وسله اخلی ، يو د بل په سرونو ميخونه ټکوهی، يو پر بل باندې د مړو رقص کوی، يو پر بل باندې راکټونه اوروی او په ټولنه کې د عامه امنيت د اختلال او د جنګ او جګړو او قتل او قتال سبب ګرزی. په دې ډول د محدودو او وړو ګروپونو په تضاد او تشدد کې ټوله جامعه د نا امنۍ او بدبختۍ خواته کشول کيږی . د ټولنې عام، عادی او نورمال وګړی چې په هيڅ ګروپ او ډله کې سازمانی تشکل نه لری، د دواړو خواوو تر فشار لاندې قرار نيسی او تر بنسټپالانو زيات زیان، زجر، قربانی، مرګ او تلفات وينی.[/quote:b3c6858c42]
[color=darkred:b3c6858c42]دلته دی بیا خپله حقیقي څیره ښکاره کړه، ددغه ناورینونو سبب خو همدا تاسو یاست، په خپل فساد، جرمونو، جنایتونو، وژلو، قتلولو، وروانولو، او تخریبي کارونو خوله پټوي، او دا نور چټیات لیکۍ، چې حقیقت ستاسو په لاس رامنځته شوي، [/color:b3c6858c42]
[color=white:b3c6858c42]رښتیا هم چې کمونستان دهیچا ځامن نه دي، په پیل کې يي ځان دروس ځولۍ ته واچوه، بیا يي سره دمنافقت په لار دمجاهدینو په ځولیګانو کې تقسیم تقسیم شول، او داخلي جنګونو کي يي هم پوره ونډه لرله، بیا په طالبانو کې ننوتل، او په رشوتونو يي شروع وکړه، او اوس بوش لا لا ته له ځانونو خوریینه او ماماګان جوړوي.
لعنت شه او به دغه دووس بیغیرته قوم شه.[/color:b3c6858c42]
فانډمنټاليسم له مدنيت او تاريخی تحليلی ميتود سره نه جوړيږی!
Mohammad Hassan
11.04.2008
د بحث ټولو ګډون کوونکو او لوستونکو ته د زړه له کومی سلامونه!
ښاغلی افغان پښتون تاسې ته هم خاص سلامونه وړاندې کوم او هيله لرم چې دغه لاندې د ښاغلی وهاج صافی خبرې تل په غوږ کې و نيسې، چې وايی:
[quote:63febf03c9]په بحث کې دملحدینو تګلارى: له موضوع تښتیدل، دموضوع ګډوډول، دځواب شوو سوالونو تکرارول، سپکاوۍ او بدې ردې دمتقابل نظر داحترام په نامه،تر ټولو ګنده اسلوب منافقت، دلادینیت تر نامه ځان پټول[/quote:63febf03c9]
د تاسې له خوا ليکل شوې ډيرې خبرې يا له موضوع سره ارتباط نه لری، یعنې دا چې د ښاغلی وهاج د منطق پر اساس د ملحدو په لاره تللی یې، نورو د بيا موضوع ګډه وډه کړې،ځينې د ډيرې احساساتی خبرې کړې او خپل قهر د کښینولی دی، خوځینې د بحث وړ څيزونه هم لری، چې که ژوند باقی ؤ، بيا به پرې وغږيږو.
اوس به راشم دې موضوع ته چې فانډمنټاليسم له مدنيت او تاريخی تحليلی ميتود سره نه جوړيږی!
لکه څنګه چې مو د مخه وويل، اوس په معمولی او رواجې ژبه کې ټولو هغو دينی، مذهبی، ايديولوژیکی او نورو ارتجاعی، محافظه کارو، د زور کارولو ته تيارو، بې تحمله، فناتيکو، عصبی او افراطی وړو ګروپونو ته د بنسټپال
اصطلاح استعماليږی چې پر خپلودينی، ايديولوژيکو، حزبی، تنظيمی او يا نوروبنسټونو داسې ټينګ ولاړ وی چې د هغو په اړه هيڅ ډول سوال، شک، بحث او خبرو ته نه حاضريږی، په خپلو «بنسټونو» باندې سوال، خبرې او انتقاد د ځان توهين بولی، د نورو په وړاندې بې زغمه وی او له مخالفينو سره له افراط، شدت، هجوم او زور څخه کار اخيستلوته چمتو وی او له مخالف لوری څخه د غچ اخيستلو ته تل تږی ناست وی.
د بنسټپالنې تاريخی منشاء او د هغو را وروسته وده په ډاګه کوی چې فانډمنټاليسم اساسا د مدرنيسم دښمن او د مدنيت ضد حرکت دی. يا په بل عبارت: بنسټپالنه د عامې بشری او محدودې ملي ټولنې د مدرنيزاسيون او تمدن په وړاندې د محافظه کارو، بې علمه يا کم علمه افرادو عکس العمل دی، چې دمدرنيسم، علم او مدنيت په پرمختګ او رواجولو کې د خپلو عقايدو او موجودو منل شوو ټولنيزو عنعناتو په بې اعتباره کېدو او له منځه وړلو ډاريږی. د بحث او علمی منطق حوصله او توان ورپکې نه وی او یوازې دا لار ورپاته وی او داورته ممکنه او آسانه ښکاری چې د زور، عصبانيت ، خشونت ، جګړې او وسلې د کارولو له لارې د مدرنيسم او مدنيت په وړاندې عکس العمل وښئی.
که د اسلام په اساس او بنياد کې (په بنيادی اسلام کې) د نورو ځورول او متاءثرول په ژبه ، ليک يا عمل سره ناروا ګڼل کيږی، خو فانډمنتاليسم دقيق د همدغه پرنسيپ سره په مخالفت کې قرار لری او د نورو عقيدو او نظرو څښتنان تر ځان ټيټ، سپک او خپل دښمنان بولی او د هغوی په وړاندې زغم او تحمل د خپلې عقيدې د ضعف او له دين سره د بې پروايۍ په نامه غندی، د نورو ځورول ، متاءثرول او ورباندې هجوم کول خپله دينی وجيبه او عقيدوی دنده او جنت ته د تلو د سفر توښه بولی. د همداسې برداشت پر اساس دوی
[quote:63febf03c9]
د خپل ليک په پای کی يو لاس رسم يوه ګوته نوری ټولی نړی ته واړوی،او ددې نه هم بيخبره چه څلوری نوری ګوتی ئی ځانته اړولی
[/quote:63febf03c9]
ځينې کسان داسې وړانديز کوی چې:
[quote:63febf03c9] که غواړې چه اسلام د يوه ستر لارښوداو د بشریت دنجات ورکونکی مذهب په توګه نړی ته ور و پيژندل شی نو زموږ اسلامی پوهان بايد سره يوه ستره نړيواله اسلامی(غير سياسي)شوری جوړه او هغوی دی دقران عظيمالشان او نبوی احاديثودتفصیر وظيفه په غاړه واخلی او په ټولو ژبو دی ترجمه کړی٠داسی يوه اسلامی شوری به وکولای شی دزمانی دايجاباتو اودوقت دغوښتنو سره سم اسلامی هدايات صادرکړی٠
هله به موږ پوه شو چه کميس پرتوګ،دریشی،نيکتائئ،په موټرو،طيارو کی
چکرونه،موسيقی،فلمونه او نور اونور ،په اسلام کي روا دی او که ناروا٠او که
چیری نارواوی نو د هغو دمنع په خاطر دانسانانو وژل جواز لری؟؟
[/quote:63febf03c9]
د اسلامی بنسټپالانو اصلی طراحان او تيوريسنان هم لکه د نوروډيرو بنسټپالو ګروپونو د طراحانو او د هغوی د دماګوژيکو تيوريسنانو په شان په غالب ګمان دوه مخی او منافق دی. په خوله یې يوه او په زړه یې بله ده. دوی که په ظاهره د اسلام د دين د خپراوی او نجات نارې او سورې وهی، خو په حقيقت کې د همدې نارو او سورو تر شا د خپلو شخصی ګټو او سياسی موخو له پاره د رسېدو چالونه جوړوی. د دين ، مذهب او عقيدې د خپرولو تر شا د سترو نړيوالو ميليټاريستی کنسرسيومونو او لويو وسله والو شرکتونو او مونوپولونو د ګټو له پاره شرايط جوړوی. د دين او مذهب څخه سياسی وسيله جوړوی او غواړی له دې لارې ځان قدرت ته ورسوی. له دې کبله دوی د ريښتينې بې طرفې «نړيوالې اسلامی شورا» طرفدار نه، بلکې سر سخت مخالف دی. دوی اسلام د يوه دين او د غير سیاسی عقيدې په حيث نه پيژنی او نه يې منې. د دوی له پاره اسلام تر هر څه لومړی يوه سياسی وسيله او سیاسی قدرت ته د رسيدو لاره ده. د دوی اسلام سياسی اسلام دی. بې له سياسته د اسلام تصور ورته ناممکن دی. له همدې کبله د غير سياسی اسلامی شورا د جوړولو په لارکې سخت خڼدونه رامنځته کوی. تر هغې وخته چې اسلامی بنسټپالان په اسلامی امت کې برلاسی ولری، د اسلامی امت د کتلوی رښتينی دينی اتحاد او د داسې يوې شورا د جوړولو امکان په ملی او نړيواله کچه منتفی دی، مګر دا چې د دوی په خوښه، د دوی په رهبرۍ او د دوی د اهدافو له پاره ګټوره وی، چې دا به بيا نه رښتينی اسلامی وی او نه بيطرفه. څرنګه چې دا فانډمنټاليستان د جنګ او جګړو له پاره شرايط برابروی او د وسلو د خرڅلاو او له دې لارې د سترو ګټو د ترلاسه کولو امکانات منځته راوړی، د سترو نړيوالو وسلو جوړوونکو او وسلو پلورونکو شرکتونو په ګټه عمل کوی او له همدې کبله د هغوی حمايت او لارښونه له ځانه سره لری، هغوی ورته اطلاعاتی ، پولی او مالی شرايط برابروی، نو جداستونځمنه خبره ده، چې اسلامی امت د داسې زر د بنسټپالو له شره ځان خلاص کړای شی او واقعی اسلامی او دينی وحدت د په ملی او يانړيواله کچه منځته راوړی شی.
په اوسني عصر کې « دقران عظيم الشان او نبوی احاديثوتفسیر»هم هغه موضوع ده، چې اساسا فانډمنټاليسم د همدغې موضوع پر ضد قرار لری. بنسټپالان په معاصرو شرايطو کې، د معاصرو علمی اصولو او روشونو په رڼا کې د معاصرو رښتينو عالمانو له خوا او هغه هم په ډله ايزه توګه، د معاصرو بشری ټولنو د غوښتنو مطابق د قرآن د آیاتونو او احاديثو نوی ترجمه، تعبير، تحليل او تفسير ردوی او دا يو ابداعی او ګمراهی عمل بولی.
ځينې دينې عالمان داسې ادعا کوی، چې که له محمد (ص) څخه سل، دوه سوه يا درې سوه کاله وروسته یوه دينی عالم په همغه وروسته پاته شرايطو او کمه پوهه ددې توان، واک او صلاحيت درلود، چې د قرآن شريف آيات او نبوی احاديث ترجمه، تعبير، تشريح او تفسير کړی، نو په اوسنيو پرمخ تللو شرايطو کې د علم د زيات پرمختګ په موجوديت او د بشری ټولنې د حال او احوال له مثبت بدلون سره سم د اوسنۍ زمانې عالمان هم ددې صلاحيت او واک لرلای شی چې د قران کريم آيات او نبوی احاديث نوی او په مدرنو علمی ميتودونو او منل شوو روشونو ترجمه، تفسير او تشريح کړی، له هغو څخه لازمی نتیجی را وباسی او په اوسنيو شرايطو کې د هغو د عملی کولو او په کارولو له پاره نوی اجکام او فتوی ګانې ورکړی. او « دزمانی د ایجاباتو او د وقت د غوښتنو سره سم اسلامی هدايات صادر کړی».
خو په اسلامی امت کې مسلطه روحيه او په تېره بيا اسلامی فانډمنټاليسم له دې کار سره جدا مخالفت کوی. دوی په دې باور دی او يا په سم عبارت، دوی داسې عقيده تبليغوی، چې د قرآن عظيم الشان تاريخی تحلیل او تفسير د اسلام سره په تضاد کې قرار لری.
که د اوسنی عصر دينی عالمان قرآن کريم نوی تفسير او تشريح کوی، نو په غالب ګمان به پر دې هم بحث صورت نیسی چې آيا سیاست د له مسجده راووزی او که همدا ډول د سیاست د مسجد د ملايانو کار وی؟ په ټولنه کې دعدلی او قضایی پرپکړې د دينی ملايانو له خوا کيږی او که د هغو له پاره د دشرايطو مطابق داسې مدنی قانون موجود وی چې د ټولنې د عمومی خلکو له پاره په آسانه سره د منلو وړ وی؟ دموکراسی، پلوراليسم، د بشر حقوقو او په دې لړ کې د ښځو حقوقو ته احترام او داسې ډير نور شيونه د معاصرو شرايطو مطابق تر تحليل لاندې نيول کيږی او طبعا چې ځينې نتيجې به يې هم نویې راوزی. په دې اړه به دا د بنسټپالانو د تيوری په اساسی پرنسيبونو ستر ګزار وی. نو له دې خاطره بنسټپالان د داسې طرحو سره نه شی جوړيدای او همدا اوس هم له ډيرو دينی عالمانو سره په دې اړه مشکلات لری. په دې ډول تحلیل او تفسير کې د فانډمنټاليسم حیثیت ته زيان رسی، وروسته پاته مروج او منل شوی رواجونه او قبول شوی رسمونه زيان مومی او دا هغه څه دی، چې د بنسټپالو په ګټه نه دی.
پخپله يوازې همدا د قرآنی آیاتو او نبوی احاديثو پر سر نوی بحث کول ددې معنی ورکوی، چې پر اسلام باندې بحث کيږی، د هغې بعضی ځايونه د ځينو له خوا تر تاريخی انتقادی تحلیل لاندې نيول کيږی او ددې زمينه برابريږی چې د اوسنيو شرايطو سره سم د يوه او يابل آیت او حديث په اړه متفاوت نظرونه وړاندې شی او په دې لړ کې ځينی کسان داسې هم ووایی چې دا او يا هغه آيت او يا حديث په اوسنيو شرايطو کې د عملی تطبيق وړتيا نه لری. صرف همدا بحث کول او د يوه او يا بل آیات او حدیث تر سوال لاندې راوستل د فانډمنټاليسم پر اساسی بنسټ قوی ګزار دی. بنسټپالان پر خپله عقيده باندې بحث کول، انتقاد او د هغو تر سوال لاندې راوستل نه شی زغملای.
:
آيا ټول محافظه کاران فانډمنټاليستان دی؟؟
Mohammad Hassan
15.04.2008
د بحث ټولو ګډون کوونکو او لوستونکو ته بيا هم سلامونه!
آيا ټول محافظه کاران فانډمنټاليستان دی؟؟
د ا خبره دې پام وړ ده چې ټولې هغه دينی او ياسياسی – ايديولوژیکی ډلې چې د ټولنيزې ترقۍ او د علمی- تخنيکی پرمختګونو په نتيجه کې دټولې بشری جامعې او د هغو د ملی او محلی واحدونو د ژوند د طرز او د کلتور او رسم او رواجونو له بدلون سره جوړ نه دې او د بدبينۍ او شک په سترګه ورته ګوری، بنسټپالې او فانډمنتاليستان نه شو بللی. په دنياکې ډيرې داسې دينی، مذهبی، سياسی او ايديولوژیکې ډلې او ګروپونه شته، چې د خپلو افکارو ، معنوياتو او يا مادی او مالی ګټو له په نظر کې نيولو سره د ټولنې د پرمختګ او د حالاتو له تغير سره مخالفت کوی. دا مخالفتونه ډول ، ډول دی.
ځينې يې د ټولنيزې ترقۍ او د علم او تخنيک د پرمختګ په نتيجه کې د ژوند په شرايطو کې له راغلو بدلونونو سره جوړ نه دی، د هغو د عملی کولو څخه ځان ساتی او د بيطرفۍ (فعال او يا غير فعال) موقف نيسی.
بل ډول يې هغه ډلې او افراد دی چې د علم ، تخنيک او ټولنيزو علومو د انکشاف او عملی تحقق په نتيجه کې د انسانانو په ژوند کې د راغلو بدلونو نو سره مخالفت کوی، د مدنيت ضد او د موجودو حالاتو او رسم او رواجونو ساتونکی او فعال طرفداران دی. دوی هم د مدنيت او د ټولنيز ژوندانه د مدرنو بدلونو په لار کې خنډ دی او د خپل تر لاسه کړی ټولنيز موقف او مادی او معنوی ګټو د ساتلو په خاطر د هر ډول مترقی بدلون او مدنيت په ضد کلکه او فعاله مبارزه کوی.
خو دا دواړې پورته يادې شوې ډلې د فانډمنټالستانو په جمله کې نه شميرل کيږی. دوی د موجودو اجتماعی مناسباتو او هغو کلتوری نارمونو ساتونکی دی، چې دوی ورپکی خپل داسې ځای او موقف موندلی، چې ترې رضا دی او يا لږ تر لږه ورځنې شکايت نه لری او يا هم په نويو پرمخ تلليو شرايطو کې د خپل ټولنيز، کلتوری موقف او روځنی ژوند د شرايطو د ښېګڼې امکان نه وينی. خو دوی که د پرمختګ او مدنيت سره مخالفت کوی، نو دا هم نه غواړی چې ټولنه دپرشاتګ وکړی او د دين او ايديولوژۍ مبداء او لومړيو کلونو ته د بيرته وګرځی. دوی د موجودوحالاتو او شرايطو ساتونکی دی، خو د اوضاع په پرمختګ کې هم د خپل ځان تاوان وينی او د شرايطو په پرشاتګ کې هم له مادی او معنوی تاوان سره مخامخ دی.
بنسټپالان يوازې د ترقۍ او تمدن هغه نه پخلاکيدونکی دښمنان دی چې په عين حال کې د موجودو شرايطو سره هم جوړ نه شی راتلای او غواړی چې ټولنه د خپل دين، مذهب، ايديولوژی او مفکورې او عقيدې د راپيدا کېدو اولو وختو، د هغو د تر نظر لاندې دينی او ايديولوژیکی منبع د حکم او ګفتار مطابق حالاتو ته بيرته په قرنونو او کلونو په شا وګرځوی او فکر کوی چې دا کار ممکن دی. دوی نه يوازې چې له نوښتګرو اومترقی عناصرو سره دښمنی لری، بلکې ټول عادی انسانان، د خپل دين، مذهب او جريان نورمال پیروان او معمولی محافظه کاران هم خپل دين او عقيدې ته په خيانت او بې وفايۍ تورنوی.
له دې څخه له ورايه ښکاری چې فانډمنټاليستی کړۍ په لويو دينی، مذهبی او ايديولوژیکو جريانونو کې هغه وړې، په ټاکلی جريان او ټولنه کې تجريد حلقی دی، چې خپل ځان د همغه دين، مذهب او ایډيولوژۍ د طرفدارانو په وړاندې هم هر وخت ، سم ، په منظمه او رښتينی توګه نه شی ښکارولای. د خپلو نظرونو له پاره په پټو تشکيلاتی او سازمانی توطيو لاس پورې کوی. څرنګه چې قوی سازمان او تشکل لری، فناتيک عمل ته چمتودی، دوه مخی، دوه ژبی او له هرې روا او ناروا وسيلې څخه د کار له اخيستلو څخه مخ نه اړوی، د نورو له نظرونو پناه دی، نو ځکه ډير ځله په دې توانيږی چې په مختلفو کړيو او جريانونو کې نفود وکړی او د هغوی ځواک او امکانات پخپله ګټه وڅرخوی.
څرنګه چې بنسټپالان هر ډول مترقی ، متمدن او د ټولنې په ژوندانه کې نوی بدلونونه د خپلې عقيدې،نظر او اهدافو ضد بولی او داسې انګيری چې هر نوی بدلون د مبداء او ابتدا په لور د بيرته ګرځيدو فاصله زياتوی اود بيرته په شا ګرځېدو امکانات یې ورمحدودوی، نو ځکه دوی له نورو محافظه کارانو څخه زيات په ډیر عصبانيت او افراطيت د هر نوی عمل او نوی بدلون په وړاندې عکس العمل ښئی.
سره له دې چې د دينی توتاليتاريسم، تروريسم او فانډمنټاليسم تر منځ زيات ورته والی او نژدیوالی شته، خو بايد پام ونيسو چې دا درې واړه سره يو شی نه دی.