د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

wazirafghan
15.03.2008

ګرانه او خوږه غيرت صيب:
خداي مو هميشه شته لره
څه ګل خبري مو كړي , كاش چي ټول افغانان په داسي درميانه فكر سره را ټول شي
مونږ خو همدي افراط او تفريط داسى تباه كړو چى اوس بيخي ځاي ته نه راځو.

يوه هيله در څخه كوم جي ددى بنسټپال كلمى پر ځاي متشدد, افراطي, او داسى
نور كلمات وكاورۍ.
ځكه چى بنسټپال هغه چا ته ويل كيږي چى خپل اصول پالي,
كاش چي مونږ خپل اصول پاللې نو دى بد حالت ته به نه رارسيدلو ,
مسيحيان او يهودان چي له خپله دينه ليري سو , ترقي يي وكړه
خو مونږ چي له خپلو رباني تعليماتو څخه ليري سو , ناكام سو , او شاته پاته
سو.


Ghairat
15.03.2008

دروند سدوزی صیب ته سلام او نیکې هیلې !
که له لفظونو تیر او واقعیت ته پام واړوو، نو یواځې مذ‌هبي بنسټپالان تندلاري، متشدد او افراطي وو، نور اصول پالونکي متشددین نه وو، نو ځکه بنسټپال اوس یواځې مذهبي تند لارو ته ویل کیږي لکه اخوانیان، طالبان او القاعده .
تر اسلامي بنسټپالانو پخوا عیسوي بنسټپالان هم متشدد ، تند لاري او
ترهګر هم وو . نو که د بنسټپال لغوي معنی اصول پال دی، نو اصطلاحي معنی یې
تند لاري او متشدد دی . اود توپیر په وخت کې اصطلاحي معنی تر لغوي مهمه وي .
بیا هم ستاسې مشوره غوره ده ، ځکه چې »تند لاري » مذهبي بنسپال ټول په لمن کې رانغاړي، خو بنسټال ټول تندلاري په لمن کې نه رانغاړي ، که څه هم تر مذهبي بنسټپالانو زیات تند لاري شته هم نه !
که د اسلام سره ملتپالنه او له ملتپالنې سره ولسواکي نه وي، لکه په شکل کې چې متن او محتوا نه وي او یا د ملتیالنې او ولسواکۍ په وخت کې چې له دوی پرته د
اسلام محتواد ټولنې له پاره بسنه نه کوي او نیمګړې اوسي . خو ولسواکي له متپالنې پرته د یوملت او ملتپالنه له اسلام پرته د مسلمان ولس له پآره بی ګټې
او بی شکله لویږي !


بنسټپالنه له مطلقيت، افراط او بې زغمۍ سره ملګرې ده!

Mohammad Hassan
17.03.2008

ښاغلی غيرت، سدوزی او نورو ټولو د بحث ګډونوالو او مينه والو ته سلامونه!
ښاغلی غيرت صاحب ما مخکې له تاسې څخه داسې پوښتنه کړې وه:
[quote:a209ecdb07]د دنيايی ژوند د سمبالولو له پاره چې فاشيسم په درد نه خوری، هغه خو زما په خيال توضيح ته اړتيا نه لری. د کمونيسم په اړه هم د تاسې نظر معلوم دی او موږ ورباندې بحث کړی دی، خو دا فانډمنتاليسم(بنسټ پالی) لکه چې لږ ګونګ پاته دی، له دې څخه ستاسې مطلب څه دی؟ که دا لږ تشريح شی، بده به نه وی. [/quote:a209ecdb07]

خو تاسې مو په بل ليک کې هم له هغې څخه تير شوی ياست او تماس مو ورباندې نه دی نيولی. دا نورې خبرې مو چې د الحاد، شوروی او نورو په اړه کړې زما له نظره پوره سمې هم نه دی او په اوس وخت کې دومره دلچسپه هم نه راته ښکاريږی.
په شعارونو او شعرونو د هم خپل زړه يخ کړی، ښه دې کړی، د زړګی د غم بار به د سپک شوی وی.
بيانو چې ښاغلی سدوزی داسې وړانديز کړی چې : [quote:a209ecdb07]يوه هيله در څخه كوم جي ددى بنسټپال كلمى پر ځاي متشدد, افراطي, او داسى
نور كلمات وكاورۍ. [/quote:a209ecdb07]

کله مې چې اوس دې وړانديز ته ستاسې ځواب وليد ما هم وغوښتل چې د بنسټپالنې په اړه خپل معلومات له تاسې او له ټولو درنو لوستونکو سره شريک کړم.

زما د معلوماتو پر اساس فاندمنټاليسم يا بنسټپالنه لکه څنګه یې چې له نامه څخه ښکاری ، هغه نظر او عقيده ده، چې د خپل حقانيت د ثبوت له پاره د هغې په اولی مبداء ، په لومړنی بنسټ او لومړنی پيدا يښت تکيه کوی. د آسمانی اديانو او د بشر د مذهبونو سربيره ډيرې داسې نورې فلسفی نړۍ ليدونه او سياسی مفکورې هم په تاريخ کې منځته راغلې دی، چې هرې يوې ځان مطلقه حقيقت او رښتينتيا بللې او نورې ټولې يې غلطې بللې او رد کړی دی. په دې ډول يې د ټولې نړۍ بشريت په ايماندارو او بې ايمانه ، د سمې عقيدې او کږې عقيدې او په لنډه توګه په ښو او بدو ډلو او په دوست او دښمن باندې ويشلی دی. بنسټپالان داسې عقيده لری چې هغه څوک چې له موږ سره دی، بايد مطلق زموږ په څير و اوسی او هغه چې مطلق زموږ په څېر نه دی، نو زموږ دښمنان دی.
فانډمنتاليسم پخوا د عيسويت په دين کې رامنځته شوی او بيا په نورو فلسفی او سياسی تيوريو او د اسلام په دين کې هم رواج شوی دی. دا بايد په یاد ولرو چې په ډيرو فلسفی نړۍ ليدونو او مذهبونو کې فانډمنتاليستان او فانډمنټاليسم شته، خو کله کله، په ځينې خاصو شرايطو کې په ځانګړو فلسفی نظريو، سياسی مفکورو او دينی عقيدو کې کثرت، شدت او تسلط مومی. د مثال په توګه په پخوا وختو کې همدې جريان په عيسويت کې ډیر نفوذ موندلای ؤ. کله به چې کوم علمی کشف او يا کومه هنری او فنی اختراع وشوه او دينی عالمانو به هغو ته په انجيل شريف کې د توضيح لاره ونه موندله، نو کاشف او مخترع به یې کافر باله، جزا به يې ورکوله او واژه به يې. له همدې کبله عيسويت تر ډیره وخته د علم د پرمختګ مانع او دښمن ؤ.
په شوروی اتحاد کې بيا ويلای شو چې مارکسيستی او لنينيستی بنسټپالنه را څرګنده شوه او هرې پيښې ته يې د مارکس او لنين په تاءليفاتو او کلياتو کې توضيح او د حل لاره کتله. هره بله نظريه او د اجتماعی پرابلمونو د حل بله لار يې مطلقه غلطه بلله او لرونکی ته یې د اظهار، تشريح او خپرولو اجازه نه ورکوله. دا ډول فانډمنتاليسم په شوروی کې د نويو اجتماعی- سياسی نظريو د راپيدا کېدو او د هغو د رشد او پخوالی د مخنيوی سبب ؤ. حتې تر دې چې پخپله د مارکس اولنين د نظرياتو تعبير او تفسير هم د حاکمې کړۍ په اختيار کې ولويد او له هغې څخه هم د حاکمې کړۍ د نظر پر خلاف بل چا بل ډول تعبير او تفسیر نه شوای کولای. عملا داسې شوه، چې مارکسيستی تيوری له خپل خلاقيته ولوېده او د يوې مړې نظريې په حيث يې د دولتی او ګوندی واکمنانو په خدمت کې قرار ونيو.
اوس بيا د ډيرو سياستوالو په نظر همدا مفکوره په اسلام او اسلامی هیوادو کې ډيره خپره او مسلطه ده، چې يوازې د اسلام دين مقدس او نور ټول اديان، فلسفی او عقايد مردود، غلط، غير مقدس او د ځان دښمن بولی. د اوسنيو علمی، هنری او فنی کشفياتو او اختراعاتو له پاره د توضيح او تشريح منطق يوازې په قرآن شريف کې لټوی او که په هغو کې يې د کوم شی له پاره د توضيح استدلال ونه موند، ردوی يې او کفری پديده يې بولی.

بنسټپالنه هر څه ته د صحیح توضيح او هر سوال ته د سم حل د لارې موندل پخپله مبدا او اولی آثارو کې لټوی. د نمونې په توګه، هغه مارکسيستان چې دمعاصرو پروسو سمه توضيح او تفسیر د مارکس په آثارو کې لټوی او د مارکس خبرې مطلقې سمې او د نورو ټولو غلطې بولی، دا فانډمنټاليست مارکسيستان بلل کیدای شی.
هغه عيسويان چې د معاصرو پرابلمونو حل د ۲۰۰۰ کلن پخوانی کتاب، انجيل شريف په پاڼو کې لټوی او د اوسنيو حوادثو په اړه د انجيل شريف احکام مطلق سم او د نورو ټولو هغه مطلق غلط بولی، د عيسوی بنسټپالانو په نوم نومول کېدای شی.
همدا راز هغه مسلمانان چې د اوس زمانې د ټولو دنيايی پرابلمونو د حل سمې لارې او د ټولو اجتماعی او طبيعی حوادثو توضيح او تفسير یوازې په قرآن کريم کې لټوی او له هغو نه پخپل فکر را ايستل شوی تعبيرونه مطلق درست او نور ټول ورته په کامله توګه غلط ښکاری، د اسلامی فانډمنتاليستانو په نوم ياديږی.

د فانډمنتاليسم بله مشخصه علامه داده چې د نورو عقايدو، اديانو او نظريو زغم نه لری. ان د هغو مفکورو په وړاندې هم زغم او طاقت او تحمل نه کوی، چې ډيرې ورته نږدی او شريکه مبداء ولری. يعنې دا چې بنسټپالنه د مبداء د تشريح او تفسير د رنګارنګوالی تحمل او برداشت هم نه لری.
مثلا کله چې په عيسويت کې پروټسټانت را پیدا شول، نو د سختو جګړو او قتل او قتال وروسته يې په ټولنه کې ځان تثبيت کړ. داسې چې کاتوليکانو په عيسويت ، چې مبداء يې ورسره شريکه وه، بله طريقه نه شوای زغملای. خو په اوس زمانه کې دا کار بيا په عيسویت کې آسان شونی دی، هر څوک کولای شی، چې انجيل شريف پخپل فکر او پوهه تعبير او تفسير کړی.
همدا ډول په شوروی کې هم د مارکسيسم تعبير د حاکمانو په زړه جوړ کېدای شوای، چې بل ډول تعبير او تفسير یې رويزيونيسم باله.
په اسلامی فانډمنټاليسم کې بيا مثلا سنی مذهبه بنسټپالان حتی د شعيه ګانو تحمل نه شی کولای، هغوی کافر او له دينه وتلی او د ځان دښمنان بولی. شعيه فاندمنتاليستان بيا د سنيانو په وړاندې همداسې فکر کوی او زغم او تحمل يې نه لری. د قرآن د آياتونو نوی تفسير او يا پخپله له قرآن عظيم الشان سره بل ډول چلند د سپکاوی او ابداع تر نامه لاندې ردوی او د مجازات وړ يې بولی. نور اديان او سياسی او فلسفی مفکوری خو واضحه خبره ده چې نه شی تحمل کولای، د کفر، بې دينۍ اوالحاد ترنامه لاندې يې د ځان دښمنان بولی، د مغلوبولو، ورکولو، له منځه وړلو او يا د ځانته تسليمولو له پاره یې هرې وسيلې ته لاس اچوی. اسلامی فانډمنټاليستان د اسلام ،قرآن شريف او احاديثو یوازې هغه ډول تفسير او تشريح سمه بولی چې د دوی په زړه برابره وی. د هغه څخه نور ډولونه يې نه منی.

د بنسټپالنې دريمه مشخصه علامه بيا افراط ګری او راديکاليسم دی. بنسټپالان کله چې د خپلې عقيدې او نظر د دفاع او د هغو د خپرولو، نشرولو او په نورو باندې د منلو له پاره منطقی او سوله ايزې، انسانی معتدلې لارې او شرايط ونه مومی، نو بيا د زور، وسلې، چل، توطيې جګړی او فتنې له لارې دې کار ته اقدام کوی.

عيسوی فاندمنتاليستانو د خپلو مخالفينو او دښمنانو په وژلو کې ځنډ نه کاوه، هر ډول غير انسانی اعمال او دسيسې يې د خپل دين او عقيدې د ساتلو او بريالی کولو له پاره روا او جايزې بللې. مارکسيستی فاندمنتاليستانو هم همدا کار کاوه او اسلامی فانډمنتاليستان هم همداسی کوی.
فانډمنتا ليسم له هرې روا او ناروا، انسانی او غير انسانی، سوله ايزې او جنګی، پټې او برملا وسيلې څخه د خپلې عقيدې او نظر د خپرولو او معمولا له دې لارې د خپلو ګټو د ساتلو له پاره کار اخلی.

هيله ده چې نور وروڼه به هم په دې اړه خپل معلومات وليکی.
خوښی او روغتيا مو غواړم.


منلی
20.03.2008

ټولو محترمووروڼو سلامونه اوښی چاری
فاندمنټاليس په شروع کې هغه عیسویانو ته ویل کیده چې خپل کتاب بایبل یی ټکی په ټکی منه او عمل یی پری کاوه ،اوس همدغه اصطلاح مسلمانانو ته دهمغه معنی او مفهوم سره استعمالیږی چې دهمدغه معنی اومفهوم ته په فکر نیولو سره هر هغه مسلمان فاندمنټالیس ده چې قرآنکریم ټکی په ټکی منی او عمل پری کوی .

په درنښت


په فانډمنټاليسم کې د چا ګټه ده؟

Mohammad Hassan
20.03.2008

[color=darkblue:21df59bf18][/color:21df59bf18]د ټول افغان درنو چلوونکو، د بحث ګډون کوونکو او لوستونکو ته په لومړی ګام کې او ټولو افغانانو خويندو او وروڼو ته په دوهم ګام کې د نوی ۱۳۸۷ کال او مولود شريف مبارکی وړاندې کوم.

ما ټول افغان را خلاص کړ او فکر مې کاوه، چې اوس به بحثونه ګرم وی. خو چې ګورم ټول د مولود شريف او نوی کال په تجليل بوخت دی او په بحث کې ګرمی نشته. نو زه به هم همدا پخوانی بحث بيرته را واخلم او يوڅه نور به هم پکښې ور زيات کړم

په فانډمنټاليسم کې د چا ګټه ده؟

معاصر فاندمنتاليسم د شلمې پيړۍ په اولو کالو کې د عيسوی دين د پروتستانو په طريقه (مذهب) کې په امريکا کې پیدا شو.فاندمنتاليسم د مدرنيزاسيون، ترقۍ او اعتلاء پرضدد محافظه کارو، پرشاتلونکو او ارتجاعی اصلاحاتو غوښتونکی بهير دی. د پروتستانت عيسوی مذهب چې پخپل آغاز کې يې دټول عيسویت د عصری کيدو او د بشر د تاريخی غوښتنو سره د هغو په جوړیدو کې رول لوبولی دی، د فانډمنټاليسم په وجود کې اوس په يوه ارتجاعی مفکوره او ځواک بدليږی . که پخوايې د زغم او تحمل او يوځای ژوند کولو له پاره مبارزه کوله، اوس د هغه فانډمنټاليسم د نورو د له منځه وړلو او په ټولنه کې د تشنج او کشمکش په راپيدا کولو کې نقش لوبوی.
دې مذهب چې د خپل پيدايښت په وخت کې يې د عيسوی محافظه کارو او د پرمختګ ضد بهيرونو او طريقو په مقابل کې مقاومت کاوه، اوس دعيسوی مذهب دتوضيح د تاريخی او انتقادی تحليلی ميتودونو سره پخپله په مخالفت کې را ولاړ شواود مدرنو دينی علومو د سيستم د محافظه کارانه اصلاح له پاره يې مټې راونغښتې او کلمه په کلمه يې د انجيل سره د مطابقت غوښتونکی شو. فاندمنټاليست پروتستان په هر څه او هره موضوع کې د انجيل شريف دبشپړ او ټکی په ټکی عملی کيدو او ليدوپه مجاهدينو بدل شول. له هر هغه شی او هغې پيښې سره يې دښمنی پيل کړه چې د انجيل له محتوا سره یې ټکی په ټکی سمون نه لاره. په دې لړ کې يې د داروين د تکامل له معاصرې تيوری سره هم مخالفت شروع کړ، ځکه چې د عيسويت د انسانی خلقت له نظر سره يې سر نه خوړ. دوی حتی جنجالونه وکړل، له دولتونو سره يې دعواوې شروع کړی او غوښتنه يې کوله او کوی يې چې دا تيوری د د ښوونځيو له درسی پروګرامه ولويږی.
فاندمنتاليستان د خپل فکر او عقيدې د مطلقې رښتينتيا مدعی دی او په هغو کې هيڅ رنګه شک او شبهه نه شی زغملای او تر هيڅ ډول سوال او پوښتنې لاندې يې د را وستلو زغم نه لری. دخپل فکر او عقيدې په اړه د مطلقې رښتينولۍ باوراو د نورو ټولو اديانو ، عقيدو، فلسفو او تيوريو په اړه د مخکې تر مخه دقطعی غلطۍ د حکم کولو په پايله کې د هر بل نظر، فکر او عقيدې په وړاندې په تعصب چلند کوی، د هغود اوريدلو زغم نه لری او ورباندې د ځان د پوهولو اړتيا هم نه وينی، ځکه چې هسې هم ورته غلط او بې ګټې ښکاری. د نورو په وړاندې په عصبانيت چلند کوی او د عقل پرځای دقهر او احساساتو څخه کار اخلی. په شور او ځوږ او له ځانه تېرېدنه او د نورو په وړاندې له قهر او غضب څخه د کار اخيستلو له لارې د خپلې عقيدې او نظر څخه دفاع کوی. د هرې بلې نظريې، تيوری او عقيدې زغم ورته خپلو ارزښتونو ته خيانت ښکاری او داسې فکر کوی چې دا د دوی د عقيدې او ژوند د له منځه وړلو له پاره شرايط برابروی او د عقيدې د اولی مبداء او بنسټ څخه یې لرې کوی. د خپلې عقيدې او نظر فناتيک پیروان د هغې په خاطر ځان هم وژنی او د نورو له مرګه هم مخ نه اړوی.
داسې نظريې هم شته چې د عيسوی فاندمنټاليسم په رامنځته کيدو او خپریدو کې د پطرو شيمی او وسلو جوړولو ا و په وسلو تجارت کولو سترو نړيوالو شرکتونو رول لوبولی دی او لوبوی يې. اوسنۍ اسلامی فاندمنتاليسم هم د همدوی په تحريک، ملاتړ او تشويق پراختيا مومی او دوی ورباندې مستقيم او يا غير مستقيم کنترول لری. دا ډول سرمايداران چې هر څه پخپله ګټه اړول غواړی او په هره معامله کې د خپلو سرمايو ډیرول يې اساسی هدف وی، غواړې په دې توګه د بشر ترمنځ نفاق، کينې او دښمنۍ ته لمن ووهی، یو د بل په ضد یې تحريک او په داسې عقيده يې وروزی چې جنګ او جګړې او قتل او قتال ته چمتو شی. فاندمنټاليسم چې د تشنج او جنګ او جګړو ښه سبب دی، د وسلو د توليدوونکو او تجارت کوونکو له پاره سترې ګټې راوړی، د تروريستی او د مافيایی فعاليتونو دپراختيا له پاره عقيدوی، مادی او محيطی شرايط برابروی.


ډوکتر څپاند
20.03.2008

ګرانو دوستانو !
زما په عقيده اسلامی فونډامنتاليزم بيله معنی او مفهوم لری او يو مثبت نظر دی٠
که داسلامی بنسټپالنی نه هدف داوی چه مسلمانان دی خپل کړه ،اخلاق او
دولتی اداره،داسلام دبنسټ يعنی د حضرت محمد(ص), حضرت صديق (رض)
او حضرت عمر (رض) داداری او زمانی پشان تنظيم کړی،نو پدی کی که هر
مسلمان مخالفت وکړی هغه به ملامت وی٠ځکه چه په هغه زمانه کی عدل،انصاف، دوستی،ورورولی،صداقت ،ايمانداری
او نور عالی اسلامی صفات به د ښه مسلمانتوب معياروه٠هلته امير او فقیر د
اسلامی قانون په تله،سره برابر وه٠هلته داسی نه وه چه د اميرانو ځامن دی په 
امريکی او يورپ کی عياشی کوی او دغريب زوی  دی په جنګ کی مړ شی٠
په هغه زمانه کی خلکو ښه کارونه کول نه داچه دچا دډار او ايری پخاطر بلکه
انسان به د اسلامی اصولو په بنياد داسی تربيه درلوده چه اصلا هيچا بد کار
 نکاوه ٠اسلام دهورو او غلمانو د لاسته راوړوپه خاطر نه بلکه د دهغه دانسانی
او ډيرو عالي کړو او نظرياتو په خاطر منل او عملی کيده.
دلته را په ياد شو چه زمونږ يو دوست ليکلی وه چه که مذهب نه وی نو خلکو به
خدای مکړه د خور او مور سره زنا کوله٠دی محترم دوست ته مشوره ورکوم چه
لږ وخت دی ضايع اود حيواناتو په هکله دی مطالعه او تحقيق وکړی٠
يو زيات شمير حيوانات دزمری،سپی،خره او غوائی په خلاف د ناموسداری 
شعور لری٠دمثال په توګه ليوه(wolf)هغه حیوان دی چه ډیر باناموسه دی٠
ما په يوه مستند فلم کی وليدل چه يوی مونسی ليوی دخپل ميړه سره خيانت
او ديوه بل نارینه ليوه نه ئی حمل اخيستی وه٠کله چه حرامی ماشومان وزیيږيدل
نو د مونسی لیوی اصلی ميړه چه دا احساس ور سره له پخوا پيداشوی وه چه
ماندينی ئی ور سره خيانت کړی،نوی زيږيدلی ليوان ئی ټول ووژل پداسی حال
 کي چه د ماشومانو مور هيڅ نوع عکسلاعمل ونښوده٠

دغه راز په بنيادی اسلام کی دنورو زورول او متاثرول که په ژبه،ليک ياعمل 
سره وی وی ناروا ګڼل کيږی، هلته دا رواج نه وه چه د خپل ليک په پای کی يو 
لاس رسم يوه ګوته نوری ټولی نړی ته واړوی،او ددې نه هم بيخبره چه څلوری
 نوری ګوتی ئی ځانته اړولی٠

په پای کی غواړم عرض کړم چه که غواړې چه اسلام د يوه ستر لارښوداو د 
بشریت دنجات ورکونکی مذهب په توګه نړی ته ور و پيژندل شی نو زموږ 
اسلامی پوهان بايد سره يوه ستره نړيواله اسلامی(غير سياسي)شوری جوړه
او هغوی دی  دقران عظيمالشان او نبوی احاديثودتفصیر وظيفه په غاړه واخلی
او په ټولو ژبو دی ترجمه کړی٠داسی يوه اسلامی شوری به وکولای شی دزمانی
دايجاباتو اودوقت دغوښتنو سره سم اسلامی هدايات صادرکړی٠
هله به موږ پوه شو چه کميس پرتوګ،دریشی،نيکتائئ،په موټرو،طيارو کی
چکرونه،موسيقی،فلمونه او نور اونور ،په اسلام کي روا دی او که ناروا٠او که
چیری نارواوی نو د هغو دمنع په خاطر دانسانانو وژل جواز لری؟؟٠
په ډیره درناوی٠
، 


د اصولو پالل بنسټپالی نه ده!

Mohammad Hassan
25.03.2008

د بحث ټولو ګډون کوونکو او درنو لوستونکو ته سلامونه!
ښاغلی سدوزی په بحث کې داسې ليکلی چې :
[quote:3beae5b99c] چى بنسټپال هغه چا ته ويل كيږي چى خپل اصول پالي,
كاش چي مونږ خپل اصول پاللې نو دى بد حالت ته به نه رارسيدلو [/quote:3beae5b99c]

په دې اړه اول اړتيا ده چې اصول تشريح کړو او د هغو په تعريف موافقه وشی.
لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده، اصول د يوه علم، د يوې تيوری، يوه فلسفی نړۍ لید، یوه دين او مذهب هغه بنيادی، لوړو، معتبرو، منل شوو عمومی قاعدو، مقررو، او تعاملاتو ته وايی چې منل يې حتمی او ضروری ګڼل کيږی. يو څوک هغه وخت د علم په مشخصه څانګه کې متخصص شميرل کيږی، چې د هغه اصول ومنی او د هغې مطابق خپل تحقيق او فعاليت وکړی. که يو څوک د کومې تيوری، فلسفی نړۍ ليد، دين او مذهب اصول ونه منی، د نوموړې تيوری، فلسفی نړۍ ليد او دين او مذهب له لارويانو څخه نه شميرل کيږی.
د اصولو د مقولې په وړاندې بله اصطلاح «فروع» دی چې دا پخپله له اصولو رازيږی او د هغو د منلو نه وروسته ددې د منلو او عملی کولو سوال را پورته کيږی.
په مشخصه توګه دينی او مذهبی اصول هغه عقيدوی بنسټونه دی چې لومړی بايد په هغو ايمان راوړل شی او بيا یې په فروعو باندې عمل وشی. که څوک د دين په اصولو ايمان ونه لری، يا ترې منکر شی، هغه د نوموړی دين څخه وتلی دی او يا ترې وزی، خو د فروعو په نه اجراکولو له دينه نه وزی، البته ګناه کوی!
په بل عبارت سره ويلای شو. چې اصول عقيدوی موضوع ده، په هغو باندې بايد عقيده راوړل شی او فروع يې بيا عملی کارونه، عبادتونه او هغه کړه وړه دی چې انسان يې د خپلو عقيدوې اصولو پر بنا پر اجرا کولو مکلف دی.
که څوک مثلا د خدای په وحدانيت، د محمد په نبوت او د قيامت په ورځ په حساب او کتاب عقيده ونه لری، که هر څومره ډیر لمونځونه وکا، روژې ونيسی او زکاتونه ورکړی، مسلمان نه شی کيدای.خو که د خدای په وحدانيت، د محمد په نبوت، د قيامت د ورځې په راتلو او نورو دينی او مذهبی اصولو عقيده ولری، خو لمونځونه او روژې ترې قضاشی، زکات ور نکړی، حج ته ولاړ نه شی، ګناهګار به وی، خو له اسلامه نه وزی.

نو د اصولو منل او پالل بده خبره نه ده ، بلکې ضروری شی دی!
هر هغه څوک چې ځان د يوې او يابلې تيوری، فلسفی مکتب، دين او مذهب پیرو بولی، هغه د همغې تيورۍ، فلسفی مکتب، دين او مذهب د اصولو په منلواو قبلولو مکلف دی.
که څوک مثلا مسلمان وی، هغه مجبور او مکلف دی چې د اسلام په اصولو عقيده ولری. له دې اصولو انکار هغه له اسلامه باسی. که څوک د يوه دين (مثلا اسلام) په اصولو باور ونه لری، هغه د همغه دين (مثلا اسلام) له پیروانو نه شميرل کيږی. پس هر ديندار بايد د خپل دين په اصولو، د هرمذهب پیرو بايد د خپل مذهب په اصولو او د هرې فلسفی ايديولوژی پیرو بايد د همغې په اصولو عقيده ولری، ويې پالی او پر ځان يې تطبيق کړی.
په مدنی قوانینو او د ملګرو ملتو د بشر د حقوقو د اعلاميې د موادو پر اساس هر فرد د خپلې عقيدې آزادی لری او دا د هغه انسانی حق دی چې د خپل ځان له پاره پخپل «زړه جوړ»، پخپله خوښه دين، مذهب او عقيده انتخاب کړی او د هغې څخه رازيږيدلی او را پورته شوی فروع عملی او آزادانه عبادت وکړی. هر څوک کولای شی، حق او آزادی لری او بايد ورته ورکړل شی، چې خپل عقيدوی اساسات وپالی، په سوله ایزه توګه د قانون مطابق يې تشريح، تبليغ او له ممکنو قانونی لارو خپاره کړی، نورو ته ورباندې قناعت ورکړی او همدا ډول خپل دينی او مذهبی فروع هم آزاد عملی او نور په هغې له علنی او قانونی سوله ايزو لارو باورمند او روږدی کړی. دا هيڅ بد کار نه دی، دا په مدنی او انسانی قوانینو کې ممنوعيت نه لری او دا د انسان مثبت کرکټر دی او په هيڅ صورت سره ، په هيڅ قانون او په هيڅ مذهب کې بنسټپالی او فاندمنټاليسم نه دی.
بنسټپالی او فانډمنټاليسم منفی صفتونه دی. د هغو نښې نښانې هغه وخت راڅرګنديږی، چې يو څوک يا يوه دينی، مذهبی، فلسفی اود سياسی تيوری پیروه ډله د خپلې عقيدې آزادی وغواړی، خو د نورو عقيدو د آزادۍ په ضد وی. د خپلو اصولو پالل خپل حق وبولی، خو نورو ته د هغوی داصولو د پاللو د حق شديد مخالف وی. د خپلو فروعو د عملی پلی کولو آزادی وغواړی، خو نورو ډلو ته د هغوی د فروعو د آزادۍ ممانعت شروع کړی. د خپل دين او عقيدې تبليغ او رواجول ضروری وبولی، خو د نورو له پاره جواز ور نکړی او بالآخره ددې مدعی شی، چې د دوی لاره د نړۍ يوازينۍ مطلقه سمه، حقه او صحيح لاره ده او دوی حق، مکلفيت او رسالت لری چې خپل دين، طريقه، مذهب او اصول په زور، اکراه، جبر، هجوم، جنګ، ترور او وحشت او دهشت په نورو ومنی. ټولنيز نظم مختل، ملی او نړيوال اجتماعی او دولتی قوانين تر پښو لاندې کړی. په متعصب او فناتيک ډول له نورو اديانو، مذهبو، عقيدو او فلسفو سره دښمنی او کرکه ولری. د نورو عقيدو څښتنان تر ځان ټيت، پست او بې عزت اوبې شرفه وګڼی او هر ډول تعدی او تیرۍ ورباندې جايز وبولی. د عقيدې په خاطر دې ته حاضر شی، چې خپل ځان هم ووژنی او د نورو مرګ هم ورته روا او ثوابی کار وی او دا هم نه يوازې د اعلان شوې جنګ او جګړې په ميدان کې، بلکې د هر ډول ترور، وحشت او ويرې د خپرولو او د توطيو او بې قانونه اعمالو د ترسره کولو له لارې.
داسې چې فانډمنتاليسم ځان ته د ژوند حق غواړی، خو د نوروعقيدو لرونکو انسانانو څخه د ژوند حق اخلی. خپله فکر ته آزادی غواړی، خو نور په زور يا په رضا د خپل فکر په حلقه او جال کې راګیرول او بندی ساتل غواړی.
د يوې سياسی تيورۍ، يوه فلسفی نړۍليد او دين او مذهب اصول هم د مختلفو کسانو، ډلواو فرقو له نظره په مختلفو وختو او متفاوتو تاريخی حالاتو کې تغير خوری، بشپړيږی او د وخت له غوښتنو سره مطابقت مومی. که موږ مثلا زر يا يونيم زر کاله مخکې د انسانانو فکر، پوهه او له اجتماعی او طبيعی پديدو او پروسو څخه د هغوی د پېژندنې درجې ته نظر واچوو، څرګنديږی چې د اوسنی انسان د پوهې او د زرو يا يونيم زرو کالو مخکې انسان د پوهې د درجې تر منځ ستر تفاوت موجود دی. ددې امکان شته چې هغه چاچې مثلا زر يا يونيم زر کاله تر مخه انجيل شريف لوستی، هغه يې توضيح او تشريح کړی وی، پوهه، استدلال او د توضيح سطحه يې له هغه چا سره فرق ولری، چې همدا کار په اوسنی عصر کې کوی. عملا هم همداسې شوی. په مختلفو تاريخی حالاتو او متفاوتو زمانی مقطعو کې په رنګارنګ ټولنيزو شرايطو کې له انجيل شريف څخه متفاوت برداشتونه شوی او د هغو پر اساس په عيسويت کې مختلفی مذهبی فرقی رامنځته شوی دی، چې يو له بله سره په اصولو او فروعو کې تفاوت لری او اوسنيو پيښو ته هم له مختلفو زاويو څخه ګوری او د معاصرو پرابلمونو د حل په اړه متفاوت وړانديزونه کوی. . د عيسويت په دين کې د کاتوليک، پروټسټانټ، ارتودوکس. ، د خدای شاهدان او نورو لويو او وړو مذهبو او ډلو موجوديت له انجيل شريف څخه په مختلفو وختو کې ، په مختلفو ځايو کې د متفاوتو پوهانو د مختلفو برداشتونو پايله ده.
که مارکسيستی نړۍ ليد او د هغو تاريخی ودې او له هغو څخه د تاريخ په اوږدو کې متفاوتو برداشتونو ته نظر واچوو، هم همداسې نتيجه ترې لاسته راځی. د مارکس له نظرياتو څخه هم په مختلفو وختو کې، په مختلفو ځايو کې مختلف برداشتونه شوی دی او د هغو څخه د عملی ګټې اخيستنې شرايط او حالات هم د مختلفو پوهانو او ډلو له نظره يو له بله سره فرق کوی. د سوسيال دموکراتيکو ګوندونو، مارکسيستی – لنينيستی ګوندونو، مائوئيستی ګوندونو، اروپايی کمونستی ګوندونو او ډیرو نورو ترمنځ کشمکشونه او تفاوتونه له مارکس او مارکسيسم څخه د همداسې متفاوتو برداشتونو او تعبيرونو نتيجه ده.
د اسلام په دين کې هم وضعه همداسې ده. د اسلامی عالمانو له خوا د قرآن شريف او نبوی احاديثو په اړه مختلف برداشتونه او تحليلونه د مختلفو مذهبو د رامنځته کيدو سبب شوی، چې یو له بله سره د اصولو له لحاظه هم فرق لری. د مختلفو فقهو او مختلفو مذهبو او په مذهبو کې د متفاوتو ډلو موجوديت د همداسی متفاوتو پوهانو له خوا د مختلفو برداشتونو، تحليلونو او استدلالونو پايله ده.


Re: د اصولو پالل بنسټپالی نه ده!

پښتون زلمی
25.03.2008

[quote:55e33c4558="Mohammad Hassan"]بنسټپالی او فانډمنټاليسم منفی صفتونه دی. د هغو نښې نښانې هغه وخت راڅرګنديږی، چې يو څوک يا يوه دينی، مذهبی، فلسفی اود سياسی تيوری پیروه ډله د خپلې عقيدې آزادی وغواړی، خو د نورو عقيدو د آزادۍ په ضد وی. د خپلو اصولو پالل خپل حق وبولی، خو نورو ته د هغوی داصولو د پاللو د حق شديد مخالف وی. د خپلو فروعو د عملی پلی کولو آزادی وغواړی، خو نورو ډلو ته د هغوی د فروعو د آزادۍ ممانعت شروع کړی. د خپل دين او عقيدې تبليغ او رواجول ضروری وبولی، خو د نورو له پاره جواز ور نکړی او بالآخره ددې مدعی شی، چې د دوی لاره د نړۍ يوازينۍ مطلقه سمه، حقه او صحيح لاره ده او دوی حق، مکلفيت او رسالت لری چې خپل دين، طريقه، مذهب او اصول په زور، اکراه، جبر، هجوم، جنګ، ترور او وحشت او دهشت په نورو ومنی. ټولنيز نظم مختل، ملی او نړيوال اجتماعی او دولتی قوانين تر پښو لاندې کړی. په متعصب او فناتيک ډول له نورو اديانو، مذهبو، عقيدو او فلسفو سره دښمنی او کرکه ولری. د نورو عقيدو څښتنان تر ځان ټيت، پست او بې عزت اوبې شرفه وګڼی او هر ډول تعدی او تیرۍ ورباندې جايز وبولی. د عقيدې په خاطر دې ته حاضر شی، چې خپل ځان هم ووژنی او د نورو مرګ هم ورته روا او ثوابی کار وی او دا هم نه يوازې د اعلان شوې جنګ او جګړې په ميدان کې، بلکې د هر ډول ترور، وحشت او ويرې د خپرولو او د توطيو او بې قانونه اعمالو د ترسره کولو له لارې.
داسې چې فانډمنتاليسم ځان ته د ژوند حق غواړی، خو د نوروعقيدو لرونکو انسانانو څخه د ژوند حق اخلی. خپله فکر ته آزادی غواړی، خو نور په زور يا په رضا د خپل فکر په حلقه او جال کې راګیرول او بندی ساتل غواړی..[/quote:55e33c4558]

قاضي محمد حسن !

دغه پورتنۍ خبرې مې چې ولوستلې ، نو ستاسو دکمونستانو انقلابونه مې مخته
ودریدل ، چې پرته له ترور ، وحشت ، زور ، وژنې ، حق آخیستنې ، ظلم کولو، دهشت ، او دهر رنګې آزادۍ کوبلو په کې پرته بل هیڅ نه وو ،،

او که داسی نه ده ؟
آیا تاسو دغه پورته تور ټکې له خپلو کمونستي انقلابونو څخه نفي کولی شۍ ،
بلکه تاسو له خپل دیکتاتور کمونستې نظام په تاریخ او واقع کې پر دغو
تورو داغونو سترګې پټولاي شۍ ؟

که شخ سترګې ونه کړۍ ، نو په نره په ځواب راکړۍ ، چې دغه ټول مصیبتونه
په مونږ کې شته دي ، انکار ترې نشو کولاي ، بلکه لا اوس په دې فکر کې
یو چې که چوکۍ راشي نو دمجاهدینو غوندې به عامه بخښنه نه کوو، بلکه
دخپلې لعینې دیکتاتورۍ دښمنان به ضرور بدني تصفیه کوو

آیا داسې نه ده ؟؟

همداسې ده ، ځکه چې تاسو اوس هم په هماغه زاړه خره سپاره هستۍ
عقل مو لا سر ته نه دی راغلې ، سیاست مو خپل بدل نه کړ ، هماغه د پرون
په شان مو دین او ملا پسې راخیستې ، او پوه شۍ چې بیا درز خورۍ

ستاسو له پښو څخه سر ته دعقل راتلو په هیله

نوټ : د (ستاسو) تورې ستاسو ځان ته متوجه نه ده ، بلکه هر کمونست ته ده ، چی
خواشینې نه شی


اور- بل
27.03.2008

شاغلی محترم محمد حسن صافي صاحب ته سلامونه او نیکې هیلې !
ستاسې مالومات د فنډامنټالیزم په اړه جالب او تر ډیره د قناعت وړ دي، ځکه تاسې دغه ځلیزه(پدېده) یوه زورواکه او تندلارې عقیده بللې چې پر نورو تپل او په زوره منل کیږي . د عیسوي او اسلامي فندمنتالیزم تر څنګ مو په یوه بله لیکنه کې د ایدیالوژیکي فندامنتالیزم په بیلګو کې مارکسیستي - لېننستي فندامنټالیزم ته هم په ډیره لنډه ګنډه توګه ګوته نیولې وه چې شوروي او د هغه سپوږمکي هیوادونه پرې روان وو.
آیاستاسې دا لنډه اشاره هم ستاسې د تیوریکي او څیړنیز ې بیطرفۍ زیری نه دی؟
که خدای وکړي چې وي او بیطرفي مو د علمي میتود په توګه خپله کړې وي ، نو هیله کوم چې پر مارکسیستي فندامنټالیزم. لېننيستي فندامنټالیزم، ستالینستي فنډامنټالیزم او ماویستي فنډامنتتالیزم باندې هم، که موجود وو، په تفصیل سره رڼا واچوئ . عملي بیلګې او ناوړه پایلې یې لومړی په کمونستي بلاک، چین او بیا په افغانستان کې همدغسې بی امانه بیان کړئ لکه د اسلامي فنډامنټالیزم په اړه چې مو کوم زبردست تفصیلات ورکړي دي او دا په ژوندیو مٍثالونو سره په ګوته کړئ : هغه سیاسي مرګونه او قتلونه عاموژنې او لیکویداڅیا چې یو ګوندي کمونستي رژیمونو تر سره کړی د مارکسیزم غوښتنې وې او که نه ، یواځې او یواځې د لېننستي ستالنیستي او ماویستي فندامنتالیزم کارنامې وې ؟؟؟؟

په دې هیله مو بری غواړم ، په درنښت


ehsas
27.03.2008

درنو دوستانو سلامونه وړاندې کوم بېا،
پتمنې اغلې غوټۍ اوربل!
ستاسو دغوښتنې په تائید د عزتمن ښاغلي محمدحسن څخه دهغه له خوا وړاندې شوېو مالوماتولامله په مننه،ښه به داوي که دفنډامنټالېزم ، بنېادګيري او افراط په هکله ليکنې دې تر جلا عنوان لاندې په نوي بحث کې راوړل شي ، ځکه اوسنی عنوان (د ادېانو احصائېه) به د پورتني مسائلو سره سمون و نه لري.
اغلې غوټۍ،
تا سو د روسي لغت( ليکويداڅېه) ېادونه کړې، چې نور دوستان
او ممکن هم ښاغلی محمدحسن پرې پوه شوي نه اوسې،نو لازمه مې وګڼله چې
خپل لنډ مالومات دلته وړاندې کړم:
ليکويداڅېه = له منځه وړل همداسې نېست کول، ؤرکول،
په انګليسي کې ورته liquidation ; elimination وائې.


وطندوست
27.03.2008

[quote:ffd203f431="غوټۍ وربل"]شاغلی محترم محمد حسن صافي صاحب ته سلامونه او نیکې هیلې !
ستاسې مالومات د فنډامنټالیزم په اړه جالب او تر ډیره د قناعت وړ دي، ځکه تاسې دغه ځلیزه(پدېده) یوه زورواکه او تندلارې عقیده بللې چې پر نورو تپل او په زوره منل کیږي . د عیسوي او اسلامي فندمنتالیزم تر څنګ مو په یوه بله لیکنه کې د ایدیالوژیکي فندامنتالیزم په بیلګو کې مارکسیستي - لېننستي فندامنټالیزم ته هم په ډیره لنډه ګنډه توګه ګوته نیولې وه چې شوروي او د هغه سپوږمکي هیوادونه پرې روان وو.
آیاستاسې دا لنډه اشاره هم ستاسې د تیوریکي او څیړنیز ې بیطرفۍ زیری نه دی؟
که خدای وکړي چې وي او بیطرفي مو د علمي میتود په توګه خپله کړې وي ، نو هیله کوم چې پر مارکسیستي فندامنټالیزم. لېننيستي فندامنټالیزم، ستالینستي فنډامنټالیزم او ماویستي فنډامنتتالیزم باندې هم، که موجود وو، په تفصیل سره رڼا واچوئ . عملي بیلګې او ناوړه پایلې یې لومړی په کمونستي بلاک، چین او بیا په افغانستان کې همدغسې بی امانه بیان کړئ لکه د اسلامي فنډامنټالیزم په اړه چې مو کوم زبردست تفصیلات ورکړي دي او دا په ژوندیو مٍثالونو سره په ګوته کړئ : هغه سیاسي مرګونه او قتلونه عاموژنې او لیکویداڅیا چې یو ګوندي کمونستي رژیمونو تر سره کړی د مارکسیزم غوښتنې وې او که نه ، یواځې او یواځې د لېننستي ستالنیستي او ماویستي فندامنتالیزم کارنامې وې ؟؟؟؟

په دې هیله مو بری غواړم ، په درنښت[/quote:ffd203f431]

غوتي اوربل خوري

ديره هوشياره يي , داسي خو تاسو شاغلي محمد حسن صاحب ته يوه خكلي لوحه برابره كره , جي هغه بري خبله نقاشي وكري
او به مرموز دول مو دهغه سخه او دهغه كمونستي دعوت سخه دفاع وكره
زكه جي شاغلي محمد حسن به ستا له ليكني وروسته دير
زر ووايي , جي هو همداسي ده ,
جرمونه سوي دي , قتلونه سوي دي , خو ماركسيزم او ليننيزم يي مسؤول نه دي
بلكه مسؤول يي كمونيست فاندمنتالستان دي , لكه سنكه جي به دي نورو مفكورو
والا كي فاندمنتالستان او معتدلين سته دي ,

آيا همداسي نه ده ؟

نه داسي نه ده , د ماركسيزم ,او لينينيزم اساس له بيخه خراب دي
ماركسي بنست به ترور , وحشت , ديكتاتورئ , قتلونو , جرمو , او به خونري
انقلابونو ولار دي

نو دشاغلي محمد حسن لباره مو دلاري برابرولو ناكامه هسه بيزايه ده

[quote:ffd203f431]آیاستاسې دا لنډه اشاره هم ستاسې د تیوریکي او څیړنیز ې بیطرفۍ زیری نه دی؟
که خدای وکړي چې وي او بیطرفي مو د علمي میتود په توګه خپله کړې وي ،[/quote:ffd203f431]
??????!!!!!!!!

[quote:ffd203f431]نو هیله کوم چې پر مارکسیستي فندامنټالیزم. لېننيستي فندامنټالیزم، ستالینستي فنډامنټالیزم او ماویستي فنډامنتتالیزم باندې هم،[color=white:ffd203f431] که موجود وو، [/color:ffd203f431][/quote:ffd203f431]

?!?!?!?!?!?!?!?!!?

[quote:ffd203f431]او که نه ، یواځې او یواځې د لېننستي ستالنیستي او ماویستي فندامنتالیزم کارنامې وې ؟؟؟؟[/quote:ffd203f431]

?!?!?!?!?!?!?!!?!?!?

[color=yellow:ffd203f431]بشتو كي يومتل دي
كوره كوره وايه , خوله به دي خوكه وي[/color:ffd203f431]

شاغلي احساس ليكي:

[quote:ffd203f431]
تا سو د روسي لغت( ليکويداڅېه) ېادونه کړې، چې نور دوستان
او ممکن هم ښاغلی محمدحسن پرې پوه شوي نه اوسې،نو لازمه مې وګڼله چې
خپل لنډ مالومات دلته وړاندې کړم:
ليکويداڅېه = له منځه وړل همداسې نېست کول، ؤرکول،
په انګليسي کې ورته liquidation وائې.[/quote:ffd203f431]

نه احساس صيب , شاغلي محمد حسن به دغه فن كي سبيشلست دي , ولي به
بري نه بوهيزي ,
خو بيا هم له تاسو ديره مننه جي زمونز لباره مو دغه لغت شرحه كر.

وبخشي
له كمبيتره مي بشتو وتلي ده , او بيرته يي نه اخلي , زكه خوبه زما دليكني به لوستلو كي لز تكليفيزي
كي


shokoor
27.03.2008

[quote:6416bd31e6="watanzar"][quote
غوتي اوربل خوري

ديره هوشياره يي , داسي خو تاسو شاغلي محمد حسن صاحب ته يوه خكلي لوحه برابره كره , جي هغه بري خبله نقاشي وكري
[/quote:6416bd31e6]
نو محترم وطنزار صاحب ستونزه په څه باندې ده؟ مونږ خو په ټول افغان کې حکومت نه جوړوو، چې په تګلاره یې شخړې ولروو. هسې چې د بحث سرلیک نه هم څرګنده ده مونږ دلته خپل نظر څرګندوو او د نورو له نظرونو څخه به خامخا یو څه زده کوو!

هغه څه چې ښاغلی محمدحسن لیکي علمی تیوریکي مسایل دي، چې تشریح کوی یې. که څوک د ښاغلي محمد حسن په تشریحاتو موافق نه وي او بل نظر ولري، کولای شی پرته له شخصی تعرضونو په منطقی دلیلونو د هغه نظر رد کړي او نور لوستونکي به هم ور څخه یو څه زده کړي.

زه هم د ښاغلي احساس نظر تائيدوم چې دفنډامنټالېزم بحث لپاره جلاه سرلیک وټاکل شي.

په درنښت


ما تر اوسه يوازې په اسلامی فانډمنټاليسم نه، بلکې په عام فاندمنتاليسم خبرې کړی دی!

Mohammad Hassan
27.03.2008

دبحث ټولو محترمو ګډون کوونکو، هر يوه ، غوټۍ وربل، افغان پښتون، احساس، وطنځار، شکور، کوشان ، منلی او نورو ټولو مينه والو ته سلامونه!
دا چې ځينو دوستانو دا وړانديز کړی چې دا د فانډمنتاليسم بحث د تر ځانګړی عنوان لاندې راشی، دا کار زما له نظره يوازې وطنمل صاحب کولای شی. ځکه چې په دې اړه د مختلفو ليکوالو ليکنې دی او يوازې د يوه تن له خوا د ټولو نورو د انتقال موضوع ستونځمنه ده. نو که وطنمل صاحب دا کار وکړی، زه هم ورسره موافق يم.

غوټۍ وربل ليکلی:
[quote:bff6d104cd]
((آیاستاسې دا لنډه اشاره هم ستاسې د تیوریکي او څیړنیز ې بیطرفۍ زیری نه دی؟
که خدای وکړي چې وي او بیطرفي مو د علمي میتود په توګه خپله کړې وي ، نو هیله کوم چې پر مارکسیستي فندامنټالیزم. لېننيستي فندامنټالیزم، ستالینستي فنډامنټالیزم او ماویستي فنډامنتتالیزم باندې هم، که موجود وو، په تفصیل سره رڼا واچوئ . عملي بیلګې او ناوړه پایلې یې لومړی په کمونستي بلاک، چین او بیا په افغانستان کې همدغسې بی امانه بیان کړئ لکه د اسلامي فنډامنټالیزم په اړه چې مو کوم زبردست تفصیلات ورکړي دي او دا په ژوندیو مٍثالونو سره په ګوته کړئ : هغه سیاسي مرګونه او قتلونه عاموژنې او لیکویداڅیا چې یو ګوندي کمونستي رژیمونو تر سره کړی د مارکسیزم غوښتنې وې او که نه ، یواځې او یواځې د لېننستي ستالنیستي او ماویستي فندامنتالیزم کارنامې وې ؟؟؟؟))
[/quote:bff6d104cd]
لکه تاسو ټولو ته چې معلومه ده، دا د فانډمنتاليسم موضوع هسې د يوه سوچه تصادف پراساس له غيرت صاحب سره په بحث کې مطرح شوه او له همدې کبله هم د يوه ځانګړی عنوان پرځای تر دې عنوان لاندې راغله.
ما چې تر اوسه په دې اړه څه ليکلی، هغه د فانډمنتاليسم په اړه زما معلومات دی او هغه د هر ډول فانډمنتاليسم خواص دی.
کله چې ما د فانډمنتاليسم په اړه ليکنه شروع کړه، هسې د تصادف له مخې مې درې مثاله، عيسويت، مارکسيسم- لنينيسم او اسلام مخ ته راغلل. ښایی په دې خاطر چې دې دريو واړو زما په حافظه کې ژوندۍ نمونې لرلې.
خو فانډمنتاليسم په هره بله ايديولوژی او دين او مذهب کې هم وجود لری، چې وقتا فوقتا د شرايطو د برابرۍ په نتيجه کې زور او شدت مومی او د خپل ځان قوت بيرون ته را باسی. دا په هندو دين کې هم شته، په سکهانو کې هم شته، په یهوديانو کې هم او همداراز په نورو نسبتا قوی ايديولوژیو او فلسفو کې هم ځان ښکاروی.

تر اوسه پورې چې ما څه ليکلی، هغه د هر ډول فانډمنتاليسم عمومی خواص دی. ما ليکلی چې فانډمنتاليسم خپل حقانيت، په مبداء کې لټوی، مطلقيت، راديکاليسم، فاناتيسم او بی زغمی هغه علامی دی چې په هرډول فاندمنتاليسم کې ليدل کېدای شی. نو دا که عيسوی وی، که مارکسيستی وی، که یهودی وی، که اسلامی او يابل کوم...
ما تر اوسه په مشخصه توګه د هيڅ ډول فانډمنتاليسم په باب خاص او ځانګړی بحث نه دی کړی. زما بحث عام دی، خو مثالونه مې غير ارادی ډير په عيسويت، بيا په مارکسيسم او کم په اسلامی فانډمنتاليسم ورکړی دی. ما تر اوسه مشخص د اسلامی فانډمنتاليسم په باب څه نه دی ليکلی. څه مې چې ليکلی هغه د عام فانډمنتاليسم د تيوری د توضيح له پاره صرف کوچنی مثالونه دی. يوځل بيا تکراروم، ما چې همدا اوس خپلې ليکنې ولوستې، پوه شوم چې په ناڅاپی او غير ارادی ډول مې ډير مثالونه په عيسويت ورکړی، دوهمه درجه مثالونه مې په مارکسيسم او تر هغې کم مې په اسلام ورکړی. داسې چې زما دا ليکنې صرف د اسلامی فانډمنتاليسم په اړه مه بولی.
په بله دوهمه ليکنه کې مې دا ويلی، چې فانډمنتاليسم د دين، ايديولوژۍ، مذهب او فلسفی نړۍ ليد څخه د ميليتاريستی کړيو د اقتصادی ګټې پورته کونې په خاطر تشويق او حمايه کيږی. او په دريمه ليکنه کې مې دا واضح کړی، چې د اصولو پالل فانډمنتاليسم نه دی . مثلا هر څوک چې ځان ته مسلمان وايی، بايد د اسلام اصول ومنی او ويې پالی، او دا نه يوازې ښه، بلکې لازم او ضروری کار دی. خو داسې هڅې سمې نه دی، چې ووايی (ميم زرما، واړه زما) یعنې چې دا ټوله نړۍ بايد زما په شان فکر وکړی، زما په دين او مذهب واوسی، له قرآن کريم او احاديثو څخه داسې برداشت ولری، لکه زه يې چې لرم او که داسې نه وی، زه يا ځان وژنم او يا ټولې نړۍ ته اور اچوم.
نو کله چې وخت راغی او موقع مساعده شوه او د فانډمنتاليسم په مختلفو انواعو باندې ځانګړی بحثونه شروع شول، بيا به که خير ؤ، په تفصيل سره تر هغو چې امکان يې راسره وی، په مارکسيستی او لنينيستی فانډمنتاليسم هم رڼا واچوو.
ښاغلی وطنځار ليکلی :
[quote:bff6d104cd]
((نه داسي نه ده , د ماركسيزم ,او لينينيزم اساس له بيخه خراب دي
ماركسي بنست به ترور , وحشت , ديكتاتورئ , قتلونو , جرمو , او به خونري
انقلابونو ولار دي

نو دشاغلي محمد حسن لباره مو دلاري برابرولو ناكامه هسه بيزايه ده))
[/quote:bff6d104cd]

ته خو چې له هرې خوا خبره را شروع کړې نو په همدې ډول خبرو وربرابريږی. لږ خو موضوع ګوره، چې څه ده؟ تاته لکه چې دا خاورې محمد حسن پوخ مارکسیست ښکاری؟ او که غټ حزبی درته معلوميږی. تا ته همدومره ډاډ درکوم، چې دا ډول فکرونه د له مغزه وباسه، چې تر ټولو زيات تاته مضر دی!

بيا د ليکلی:
[quote:bff6d104cd]
((ديره هوشياره يي , داسي خو تاسو شاغلي محمد حسن صاحب ته يوه خكلي لوحه برابره كره , جي هغه بري خبله نقاشي وكري
او به مرموز دول مو دهغه سخه او دهغه كمونستي دعوت سخه دفاع وكره)) [/quote:bff6d104cd]

ولې داسې بدبينه او متعصب يې؟ تاسې ولې داسې زر په هرچابدګمانه کيږی؟ ولې داسې زر د هرچا له خوا د اسلام د دفاع تر نامه لاندې خبرو ته تسليميږی؟ هغه څوک چې په افراطی ډول د اسلام او يا هرې بلې عقيدې د ساتلو ډنډورې وهی، هغوی د خپلې عقيدې له پاره ګټه نه رسوی، بلکې اکثره يې نورې شخصی او ګروپی ګټې لری. دا ډول کسان په ډيرو خوږو او اصيلو عسلو او شاتو کې د زهر اچولو مهارت لری!
آيا تاسې پخپله خپل ځان ته تکليف نه ورکوی، مغز مو داسې ټنبل روږدی کړی، چې فقط د بل په قومانده دی؟
ته د لږ سترګې وغړوه، ددې بحث په کوم ځای کې ما د کمونستۍ دعوت کړی؟ تا لکه چې کوم خوب ليدلی؟ بحث په فانډمنتاليسم دی، او تاته بيا د کمونيسم دعوت ښکاره شوی؟
دا چې تاسو ليکلی:
[quote:bff6d104cd]((نو دشاغلي محمد حسن لباره مو دلاري برابرولو ناكامه هسه بيزايه ده))[/quote:bff6d104cd]
له يوې خوا مو د خپلې پوهې او فکر سطحه رسوا کړې او له بلې خوا مو مقابل لوری او نورو کسانو ته د کم عقلانو خيال کړی.
اوس به راشم د ښاغلی وهاج مدافع وکيل يا د ښاغلی افغان پښتون خبروته!
ښاغلی وهاج په خپلو ټولو ليکنو کې ليکی چې :[quote:bff6d104cd]په بحث کې دملحدینو تګلارى: له موضوع تښتیدل، دموضوع ګډوډول، دځواب شوو سوالونو تکرارول، سپکاوۍ او بدې ردې دمتقابل نظر داحترام په نامه،تر ټولو ګنده اسلوب منافقت، دلادینیت تر نامه ځان پټول[/quote:bff6d104cd]
نو تاسې چې دښاغلی وهاج مدافع وکيل ياست، ولې د ملحدينو لاره تعقيبوی؟
تاسې ليکلی:
[quote:bff6d104cd]دغه پورتنۍ خبرې مې چې ولوستلې ، نو ستاسو دکمونستانو انقلابونه مې مخته
ودریدل ، چې پرته له ترور ، وحشت ، زور ، وژنې ، حق آخیستنې ، ظلم کولو، دهشت ، او دهر رنګې آزادۍ کوبلو په کې پرته بل هیڅ نه وو ،،
[/quote:bff6d104cd]

اول خو هغه څه چې تاسو زما له ليکنې رانقل کړی دی، هغه د هر ډول فانډمنتاليسم او په دې جمله کې د کمونيستی فانډمنتاليسم له پاره هم دی.
دوهم دا چې تاسې ولې په دې بحث کې، چې فانډمنتاليسم مطرح دی، د کمونيستی انقلابو او د هغو د خرابيو په ياد کښيوتی؟ او بيا مو ولې دلته مطرح کړی؟ داسې خو به نه وی چې خدای ناخواسته عمدی مو د وهاج ساپی د خبرو پر اساس د الحاد لاره نيولې وی، موضوع ګډوډول غواړې، له اصل بحث څخه تيښته کوی، په مقابل لوری تهمت او ټايې وهې او....
دريم دا چې که مو نظر د فانډمنتاليسم په اړه بل ډول وی، نو خپل نظر د هغو په اړه آزادانه وواياست، بې دليله ولې په ما باندې اتهام او ټاپې وهې؟
څلورم دا چې دا کمونيستی انقلابونه نه زما دی او نه هم زما د پلار ميراث، لکه چې تاسې هم د اسلامی انقلابونو د وراثت دعوا نه شی کولای.
پنځم يې داچې زه درته په ډاګه وايم چې زه د هيڅ کمونيستی او يا اسلامی او يا کوم بل انقلاب د مالکيت او وراثت مدعی نه يم. او نه چا د هغو په دفاع کې مدافع وکيل نيولی يم. که د زړه وی، دا ټول تاسې ته در بخښم.
شپږم داچې زه د اسلام په جامه کې د اسلام د تخريب له پاره شرايط نه جوړوم او هغه څوک چې دې کارته ملا وتړی او زه پرې پوه شم، منافقت به يې رسوا کړم.
اووم دا چې که چاته د ځينو علمی، فلسفی، دينې، سياسی او اخلاقی – کلتوری موضوعاتو تيوريکی توضيح او د هغو په اړه د لرلی معلومات وړاندې کول ګناه او الحاد ښکاری، دا دهغوی خپل عقل، منطق او پوهه ده، زه ورپکې څه ويلای شم؟

يو ځلې بيا اصله موضوع وګوره، زما ليکنه ولوله، پخپله ليکنه د هم تجديد نظر وکړه او بيا وجدانا ووايه چې د چا عقل په پونده کې دی؟

که د فانډمنتاليسم په اړه کوم نظر لرې، را وړاندې يې کړه او که نه، نو له موضوع څخه مه وزه او موضوع مه ګډوډوه!
نور به زه څه نه ليکم.


Re: ما تر اوسه يوازې په اسلامی فانډمنټاليسم نه، بلکې په عام فاندمنتاليسم خبرې کړی دی!

wazirafghan
27.03.2008

دبحث ټول ګډونوالو ته ګیډۍ ګیډۍ سلامونه!

ګرانو دوستانو!

دبنسټپالنی په اړه بحث هغه وخت شروع شو ، کله چې ما ښاغلې غیرت صاحب ته عرض وکړ ،
چې که کولاي شۍ د بنسټپالنی په ځاي ، سخت دریزه، متشدد او افراطي او داسى نور
کلمات وكاروئ نو ښه به وي ،
ځکه چې دبنسټپال معنا ده ، اصول پال،
بنسټ اصل یا آساس ته ویل کیداي شي ،
ځمونږ دمسلمانانو اصلي اصول قرآن ، حدیث، دي
او فرعي اصول بیا اجماع او قیاس دي ،
نو هر کله چی مونږ دخپلو اصولو سره سم عمل وکړو ، نو
مونږ دبنسټپالنی ، یا اصولپالنی کلمې لاندی راتلاي شو،
اصلا دا ځمونږ لپاره یو فخر دی ، اګر که دښمنان دغه کلمه
دټاپی په طور استعمالوي، او همدغه معنا يي هدف وي, او د ځینو مسلمانانو قلمونو او خولو هم دغه کلمه جذبه کړې ، او په خپلو لیکنو او تقریرونو کي يي
استعمالوي ، اګر که ځیني ترې بیا دمتشدد، سخت دریزه، او داسې نوری معناګانې اخلي ، خو البته دبنسټپال معنی متشدده یا سخت دریزه نه ده ، بلکه هر اصول پال ته بنسټپال ویل کیږي
ځما عرض یواځي دا وه چې مونږ مسلمانان باید دومره ژر
غربي اصطلاحات جذب نه کړو، کومو کې چې هغوي خپل
مصلحتونه او ګټې لټوي ، علمي اصطلاحات نه وي , بلكه د تبليغاتو لپاره كارول كيږي
اوس که دتشدد ، افراطیت، سخت دریزۍ، اصطلاح استعمال شي نو ښه به نه وي ،
همدارنګه زه دتروریست داصطلاح سره هم مخالف یم ، او له دغې اصطلاح څخه ځمونږ دښمنان ډيره ګټه پورته کوي ، چې په دی نوم صرف مسلمان کوبل کیږي ، او روانې پیښې تاسو
په خپلو سترګو وینۍ ، چې ځانته يي ددې کلمې په اساس دهر تجاوز ظلم او تیرې اجازه ورکړې.


په هر حال خبره داسې وه ، دلته دفاندمنتالیستۍ په اړه ددومره لويي شرحی ته
هیڅ ضروت نه لیدل کیده ، خو څنګه چې
دښاغلی محمد حسن دهر مناسب فرصت څخه استفاده کوي ، نو دلته يي هم استفاده وکړه ، تر څو دکمونستانو په ګټه او دافغانانو
په تاوان خپل تبلیغات بیا پیل کړې ، لکه څنګه چې کوشان په هره سکالو کې اسلام پسې بدی ردی وايي ، او پرته له دې کار
پرې وخت نه تیریږي

په هر حال شه وخت ورته غواړم


اور- بل
27.03.2008

وطنځار صاحب ته سلامونه او درناوی !
د مارکس ښونه یوه تیوري ده او په هغې کې د زور زیاتی په اړه هیڅ نشته، د انقلاب تیوري هم د لېنین یوه ناکامه تیوریکي هڅه وه، چې د مارکس له ښونې څخه څه نه لري، نو که زور زیاتی لري په مارکس نه تپل کیږي .
له دې کبله چپ فنډامنتالیزم د کمونستي رژیمونو کار و، او د هغه رژیمونه د
لېننیزم، ستالنیزم، ماویزم په نامه یادیږي او زمونږ په هیواد کې یې خلقیزم او پرچمیزم استازي وو . نو ښه داده چې د چپ یا کمونستي فندامنتالیزم د جنایاتو
انځورپخپله له محمد حسن صاحب څخه واورو.
هو فهدامنتالیزم صرف د اصولو بیروۍ ته نه وایي بلکې اړونده اصول د زور ، برچې، بم ، توپ ، ترهګرۍ او دولتي قدرت له لارې به نورو منلو ته وايي . نو نورمال مسلمانان بنسټبال نه دي او ښاغلی محمد حسن
(( [color=white:de9ba08728]په دريمه ليکنه کې ... واضح کړی، چې د اصولو پالل فانډمنتاليسم نه دی . مثلا هر څوک چې ځان ته مسلمان وايی، بايد د اسلام اصول ومنی او ويې پالی، او دا نه يوازې ښه، بلکې لازم او ضروری کار دی. خو داسې هڅې سمې نه دی، چې ووايی (ميم زرما، واړه زما) یعنې چې دا ټوله نړۍ بايد زما په شان فکر وکړی، زما په دين او مذهب واوسی، له قرآن کريم او احاديثو څخه داسې برداشت ولری، لکه زه يې چې لرم او که داسې نه وی، زه يا ځان وژنم او يا ټولې نړۍ ته اور اچوم. [/color:de9ba08728])).
همدغسې برداشت به کمونستانو هم د مارکسیزم ـ لنینزم څخه کاوه ، د ولس قصابان لکه ستالین، ماو،پلپت، د شمالي کوریا مشران ، او په افغانستان کې تره کی او وفدار شاګردان یې امین او سروري ، کارمل او نجیب به یې صحیح کمونستان او انقلابی لېننستان بلل ايا همداسې نه وه ؟!


wazirafghan
28.03.2008

[quote:ac1b437ede="غوټۍ وربل"]وطنځار صاحب ته سلامونه او درناوی !
د مارکس ښونه یوه تیوري ده او په هغې کې د زور زیاتی په اړه هیڅ نشته، د انقلاب تیوري هم د لېنین یوه ناکامه تیوریکي هڅه وه، چې د مارکس له ښونې څخه څه نه لري، نو که زور زیاتی لري په مارکس نه تپل کیږي . ![/quote:ac1b437ede]

سلام ټولو دوستانو ته!

خبره داده , چي داسلام باره كي مونږ واقعي تاريخي تجربه لرو , هغه داسى چي
هر وخت مسلمانانو اسلام په صحي معنا تطبيق كړى دى , عدل راغلى ,
انصاف راغلى , فقر ختم شوى , امن راغلى , علومو تقدم كړى ,
خو كله چى مسلمانان له اسلام نه ليري شو , عدل ورك شو , انصاف ختم شو
فقر زيات شو ... او داسي پسي ورځه ...
خو سره له دى هم كمونستان او دخداي ددين دشمنان اسلام پسى تبليغات كوي
او د ځينو افرادو غلط كارونه اسلام پسي تړي .

اصلي مطلب مى دادى چى په لنډ ډول ووايم , چى دا كمونيزم شروع او نشر
له شوروي څخه شو , او بيرته په شوروي ختم هم شو , نو اوس تاسو څنګه
دا دعوى كوئ , چي ګواكي ماركسيت يو شي وو , او د شوروي دولت بل
شي وو , ځكه خوماركسيت كي ګناه نشته ,
دا نو سنګه انسان تصور كړي ,
حقيقت دادى چى ماركسي قوانينو د زور زياتي او مختلف النوعه جرمونو
لپاره لار خلاصه كړى , او دغو وورستيو شاغلو لينين او ستالين هماغسي
تطبيق كړى

آينده كى به همدا موضوع خپل بحث وګرځوو , يعنى ماركسيزم د نظريي
او تطبيق له لحاظه

په آخر كى ښاغلي محمد حسن صاحب ته وايم چه :

تاسو اوس ولي لنينيزم له ماركسيزم څخه جدا شميرئ , او دلنينيزم جنايتونه
دماركسيزم محصول نه بولئ ,
او ددى سره سره يو بل متضاد كار هم كوئ , هغه دا چى دمائيوئستانو حزب لپاره كله
د شولي او كله دوريجو تر نامه تبليغات كوئ كوم چي ماركسيزم , لنينيزم , او مائيوئيسم ديوه بل تكميلوونكي ګڼي

او داسي شعار پورته كوي

زندباد ماركسيزم
زنده باد لينينيزم
زنده باد مائيوئزم

منافقت ښه كار نه دى.


ehsas
28.03.2008

ښه عزتمنو، اوس نو دې ته سړی څه ځواب ووائي؟؟؟؟؟

[quote:8cf7a9c56e="sadoozy"][size=18:8cf7a9c56e]دمائيوئستانو حزب لپاره كله
د شولي او كله دوريجو تر نامه تبليغات كوئ كوم چي ماركسيزم , لنينيزم , او مائيوئيسم ديوه بل تكميلوونكي ګڼي

او داسي شعار پورته كوي

زندباد ماركسيزم
زنده باد لينينيزم
زنده باد مائيوئزم[/size:8cf7a9c56e]

[size=24:8cf7a9c56e][color=red:8cf7a9c56e]منافقت ښه كار نه دى[/color:8cf7a9c56e][/size:8cf7a9c56e].[/quote:8cf7a9c56e]
no comments! :oops: :oops: :oops: :oops: :oops:


د فانډمنتاليسم د اصطلاح توضيح سؤتفاهمات له منځه وړی

Mohammad Hassan
28.03.2008

د بحث ټولو ګډون کوونکو او لوستونکو ته سلامونه او احترام وړاندې کوم.
دا خو ښه شوه چې د فانډمنتاليسم موضوع تر ځانګړی سرليک لاندې راغله سره له دې چې همدې ځای کې پنځه وارې تر سواليه لاندې راغلې، یعنې چې پنځه سواليې ئې مخې ته ورته ايښې دی. په اول کې دا موضوع ماته هم دومره ډیره د اهميت وړ نه ښکاريده، خو ورو، ورو ګورم چې د هغو د توضيح او ورباندې بحث کولو اهميت خورا زيات دی.
ښاغلی سدوزی صاحب حې په دې اړه رڼا اچولې، چې دا د فانډمنتاليسم بحث څنګه را شروع شو، نو په يوه خورا غلطه پايله یې ورته اختتام ورکړی. ده ليکلی دی چې:
[quote:9a9623d8b5]په هر حال خبره داسې وه ، دلته دفاندمنتالیستۍ په اړه ددومره لويي شرحی ته
هیڅ ضروت نه لیدل کیده ، خو څنګه چې
دښاغلی محمد حسن دهر مناسب فرصت څخه استفاده کوي ، نو دلته يي هم استفاده وکړه ، تر څو دکمونستانو په ګټه او دافغانانو
په تاوان خپل تبلیغات بیا پیل کړې
[/quote:9a9623d8b5]
اوس خو به ښاغلی سدوزی هم په دې عقيده شوی وی، چې په فنډمنټاليسم باندې بحث تر خورا ډیرو نورو هغو موضوعاتو مهم ؤ، چې تر اوسه پورې بحث ته وړاندې شوی دی. که دا موضوع همدا اوس بحث ته نه وای وړاندې شوی، نو هر چا به له هغې څخه پخپل زړه برابر او د خپلو معلوماتو پراساس لاس ته راغلی مفهوم اخيست. که يو چا هغه د منفی، متعصب، راډيکال او نازغمه سياسی، فلسفی، مذهبی او دينی حرکت په حيث پيژانده او په همدې ډول يې پخپلو ليکنو او خبرو کې کاراوه، بل به بيا هغه د دين، مذهب، او سياسی ايديولوژۍ د اصولو د پاللو او عملی کولو مثبت جنبش باله او د هغه وړاندينی کس ليکنې او بيان به يې د نورمالو ديندارو، په مذهب مينو او سياسی يا فلسفی تيوری ته د وفادارو کسانو په ضد بللې. برعکس، که دا بل بيا فانډمنتاليسم د عادی ديندارو، مذهبی او فلسفی پيروانو په اړه د مثبت خاصيت په حيث استعمالاوه، نو مقابل لوری به يې فکر کاوه چې د متعصبو، افراطی، فتنه ګرو او فناتيکو کسانو او ډلو ستا ينه کوی. دا طبیعی خبره ده چې دې به ستر سؤتفاهمات د بحث او مکالمې په وخت کې رامنځته کول.
دې بحث ددې موقع برابره کړه چې لږ تر لږه زموږ تر منځ دا موضوع يو څه روښانه شی.
مثلا که چيرې سدوزی صاحب د فاندمنتاليسم کلمه استعمالوی، زه پوهيږم چې مطلب يې عادی او نورمال دينداران او د مذهبو او فلسفو وفادار پيروان دی. خو که زه چيرې همدا کلمه استعمالوم، سدوزی صاحب به پوهيږی چې مطلب مې عادی دينداران، خپل ځان، خپل مور او پلار او خپل عادی کليوال او وطنداران نه دی، د یوې او يا بلې ښې يا خرابې عقيدې او فلسفې نورمال پیروان هم نه دی، بلکې هغه څوک يادوم چې خپله ښه او يا خرابه عقيده، نظريه او فلسفه د نازغمۍ،زور، فناتيسم او افراط له لارې پر نورو تحميلول غواړی.
ددې له پاره چې دا ډول سؤتفاهمات د نورو ترمنځ هم د امکان تر حده له منځه ولاړ شی، د فانډمنتاليسم په اړه د نور لا اوږده بحث کول او د مختلفو کسانو له خوا په دې اړه د نظر وړاندې کولو اړتيا ډيره ده.
زه به دلته سدوزی صاحب ته اعتراف وکړم، چې ما داسې فکر نه کاوه، چې د فانډمنتاليسم له اصطلاح څخه به مختلف کسان دومره متفاوت برداشتونه لری. هسې د غيرت صاحب ليکنې او وروسته ستاسې ليکنې او د غيرت صاحب ځواب ماته هم دا انګيزه را پيدا کړه، چې په دې اړه خپل نظر وليکم. نو ستا دا نظر نه يوازې دلته، بلکې په مجموع کې زما په اړه غلط دی چې له هر فرصت څخه د کمونيسم په اړه تبليغات کوم. دا د ډیر ابتدايی او ساده برداشت کړی. زه پخپله د هيڅ ډول کمونيسم له پاره د تبليغ غوښتونکی نه يم. چيرته چې په دې اړه ما خپل نظر وړاندې کړی، هغه مې د کمونيسم د هغو متعصبو او افراطی دښمنانو په وړاندې عکس العمل دی، چې هرډول پرمختګ غوښتونکی، متمدن، د آزادۍ او دموکراسۍ طرفدار کسان په کمونيسم او الحاد محکوموی او تخريبوی. هغوی له دين او مذهب څخه د خپلو مادی او سياسی ګټو د ساتلو له پاره ډال جوړ کړی او د خپلوسياسی او ايډيولوژيکو دښمنانو په وړاندې همدا دين او مذهب د وژونکې خنجر په حيث کاروی.
ته خو يې نمونې په همدې خوار افغانستان کې وينی. هغو ځينو جهادی مشرانو چې د اسلام تر پرده لاندې خپلې اصلی څيرې پټې کړی وی،ځانونه يې د کفارو په خدمت کې مزدوران کړی ؤ، افغانی احساساتی ځوانان يې د کفر او الحاد په نامه په ډيرانو ذبح کول او په کاه دانو کې وژل، هغوی نن خپل جيبونه او شخصی بانکونه له ډالرو ډک لری، د پخوا په شان په پټه نه، بلکې په برملا ډول د کفارو په خدمت کې عملا مصروف دی او بيا هم همدوی په يوه او يابل نامه د افغانانو د وژلو او غلامولو له پاره له خپلو بادارانو سره مرسته کوی.
دا چې بيا تاسې زما تبليغات د کمونيسم په ګټه او د افغانانو په تاوان بللی، دا ډول تقسيمات نو زه هم نه پوهيږم چې ستاسې د مغزو محصول دی او که له کومه بله ځايه مو دا الهام اخيستی؟ له هر ځايه چې دی، خو غلط او نامعقول دی.
ستاسې دا ډول قضاوت ته په دری کې نامعقوله «پيشداوری» ويل کېدای شی. دا هغه څه دی چې تاسو له خپل ځان سره تصور کړی، خو بيرونی واقعيت نه لری.
ښاغلی سدوزی صاحب په بله خپله ليکنه کې زما په آدرس داسې ليکلی:
[quote:9a9623d8b5]
په آخر كى ښاغلي محمد حسن صاحب ته وايم چه :

تاسو اوس ولي لنينيزم له ماركسيزم څخه جدا شميرئ , او دلنينيزم جنايتونه
دماركسيزم محصول نه بولئ ,
او ددى سره سره يو بل متضاد كار هم كوئ , هغه دا چى دمائيوئستانو حزب لپاره كله
د شولي او كله دوريجو تر نامه تبليغات كوئ كوم چي ماركسيزم , لنينيزم , او مائيوئيسم ديوه بل تكميلوونكي ګڼي
[/quote:9a9623d8b5]
زه نه پوهيږم چې تاسې په کوم اساس او علت دا سوال ماته راجع کړی دی؟ تاسې محترم دا زما له کومې ليکنې څخه را اخيستی او ما چيرته داسې بحث کړی چې ما پخپل فکر لنينيسم له مارکسيزمه جدا بللی او د لنينيسم جنايتونه مې د مارکسيسم محصول نه دی بللی. البته زه په دې موضوعاتو کې هم د نورو موضوعاتو په شان خپل نظر لرم، خو زما په ياد نه راځی، چې ما د داسې موضوع تر اوسه په دې بحث کې څيړلی وی. تاسې دا بحث د سره وګوری، که چيرې مو زما په ليکنو کې داسې شی وموندل، نو هغه را اقتباس کړی، زه به په دواړو سترګو درته ځواب ووايم. خو که د ونه موندل، نو بيا خو ځوانمردانه پخپله اشتباه اعتراف هم وکړه او هسې دا بحث مه ګډوډوه!
همدا ډول تاسې ماته دا را وښياست چې ما چيرې د مائوئیسم په اړه د شولې، وريجو او دا ډول بحث کړی، دا را ښودلی شی؟ له مانه هير دی چې ما دا ډول بحثونه چيرته کړی او ولې مې کړی؟ زما خو نه په ياديږی چې نه په دې او نه په کوم بل بحث کې ما داسې فکاهيات ويلی او ليکلی وی! نو تاسې ورپسې وګرزی او دا راپيدا او اقتباس کړی!
او که د راپیدا نکړل، نو بيا خو ځوانمردانه له دې اتهام څخه يوه ساده بښنه وغواړه! آيا دا کار کولای شی؟
د بحث ښه ډول به دا وای، چې تاسې د موضوع په اړه (د فانډمنتاليسم په اړه) خپل نظر آزاد ليکلی وای او پر ما يا کوم بل چا مو شخصی غرض نه وای کړی . ستاسې نظر او معلومات د فانډمنتاليسم په اړه په زړه پورې او د بحث او دقت وړ دی. په هغې کې داسې موضوعات شته، چې بايد توضيح او ورباندې خبرې وشی. زه به هم انشاءالله په راتلونکو بحثونو کې، چې وخت لاس ته راغی، ورباندې تماس ونيسم.
سدوزی صاحب بيا داسې ليکلی:
[quote:9a9623d8b5]خو سره له دى هم كمونستان او دخداي ددين دشمنان اسلام پسى تبليغات كوي
او د ځينو افرادو غلط كارونه اسلام پسي تړي
[/quote:9a9623d8b5]

بې له شکه چې د اسلام ددين دښمنان او مخالفان ډیر دی. هر دين او مذهب هم د خپل ځان په ګټه کار کوی. خو د وخت له په نظر کې نيولو سره کله د يو ه او کله بيا د بل دښمن خطر زياتيږی. مسلمانان بايد همدا اوس اوضاع دقيقه تحليل کړی او وګوری چې اصلی خطر له کومې خوانه ورته متوجه دی او په کومو وسايلو او ذرايعو د هغو دفعه کولای شی؟
دلته زه يو نظر داسې لرم، چې د اسلام سره د هيڅ بلې مشخصې عقيدوی ډلې داسې خاصه دښمنی نشته. دا مسلمانان او هغه هم فانډمنټاليست او افراطی مسلمانان دی چې د نړۍ په نورو دينو، مذهبو، فلسفو او سياسی تيوريو په پیروانو کې ځانته دښمنان پيدا کوی او د اسلام په وړاندې د هغوی کينه او نفرت را پاروی. چې دا بيا بيل بحث ته اړتيا لری.

غوټۍ وربل په ځای يو مثال راوړی او په خپل مثال کې يې ښودلې، چې زما له خوا د فانډمنتاليسم په اړه وړاندی شوی عموميات د هر فانډمنټاليستی حرکت په اړه د تطبيق وړ دی، دا فانډمنټاليسم که د ښې عقيدې د پیروانو له خوانه دی او که د بدې.

ما د فانډمنتاليسم په اړه پخپله لومړی ليکنه کې هم دې ته واضح اشاره کړی او ليکلی می دی چې :

((په شوروی اتحاد کې بيا ويلای شو چې مارکسيستی او لنينيستی بنسټپالنه را څرګنده شوه او هرې پيښې ته يې د مارکس او لنين په تاءليفاتو او کلياتو کې توضيح او د حل لاره کتله. هره بله نظريه او د اجتماعی پرابلمونو د حل بله لار يې مطلقه غلطه بلله او لرونکی ته یې د اظهار، تشريح او خپرولو اجازه نه ورکوله. دا ډول فانډمنتاليسم په شوروی کې د نويو اجتماعی- سياسی نظريو د راپيدا کېدو او د هغو د رشد او پخوالی د مخنيوی سبب ؤ. حتې تر دې چې پخپله د مارکس اولنين د نظرياتو تعبير او تفسير هم د حاکمې کړۍ په اختيار کې ولويد او له هغې څخه هم د حاکمې کړۍ د نظر پر خلاف بل چا بل ډول تعبير او تفسیر نه شوای کولای. عملا داسې شوه، چې مارکسيستی تيوری له خپل خلاقيته ولوېده او د يوې مړې نظريې په حيث يې د دولتی او ګوندی واکمنانو په خدمت کې قرار ونيو.))

نن مو نور په خدای سپارم.

.


wazirafghan
28.03.2008

تاسو په خپلی لومړنۍ لیکنی کی داسی لیکلِِي وو:

[quote:124306e54e]زما د معلوماتو پر اساس فاندمنټاليسم يا بنسټپالنه لکه څنګه یې چې له نامه څخه ښکاری ، هغه نظر او عقيده ده، چې د خپل حقانيت د ثبوت له پاره د هغې په اولی مبداء ، په لومړنی بنسټ او لومړنی پيدا يښت تکيه کوی. د آسمانی اديانو او د بشر د مذهبونو سربيره ډيرې داسې نورې فلسفی نړۍ ليدونه او سياسی مفکورې هم په تاريخ کې منځته راغلې دی، چې هرې يوې ځان مطلقه حقيقت او رښتينتيا بللې او نورې ټولې يې غلطې بللې او رد کړی دی. په دې ډول يې د ټولې نړۍ بشريت په ايماندارو او بې ايمانه ، د سمې عقيدې او کږې عقيدې او په لنډه توګه په ښو او بدو ډلو او په دوست او دښمن باندې ويشلی دی. بنسټپالان داسې عقيده لری چې هغه څوک چې له موږ سره دی، بايد مطلق زموږ په څير و اوسی او هغه چې مطلق زموږ په څېر نه دی، نو زموږ دښمنان دی.
فانډمنتاليسم پخوا د عيسويت په دين کې رامنځته شوی او بيا په نورو فلسفی او سياسی تيوريو او د اسلام په دين کې هم رواج شوی دی. دا بايد په یاد ولرو چې په ډيرو فلسفی نړۍ ليدونو او مذهبونو کې فانډمنتاليستان او فانډمنټاليسم شته، خو کله کله، په ځينې خاصو شرايطو کې په ځانګړو فلسفی نظريو، سياسی مفکورو او دينی عقيدو کې کثرت، شدت او تسلط مومی. د مثال په توګه په پخوا وختو کې همدې جريان په عيسويت کې ډیر نفوذ موندلای ؤ. کله به چې کوم علمی کشف او يا کومه هنری او فنی اختراع وشوه او دينی عالمانو به هغو ته په انجيل شريف کې د توضيح لاره ونه موندله، نو کاشف او مخترع به یې کافر باله، جزا به يې ورکوله او واژه به يې. له همدې کبله عيسويت تر ډیره وخته د علم د پرمختګ مانع او دښمن ؤ.[/quote:124306e54e]

گرانه ورره:
دلته د بنسټپالني د تعريف باره كي خبره روانه وه , ډيرو پرپرو ته هيڅ ضرورت نه ليدل
كيږي ,
تاسو يي په يوه كرښه كي تعريف كري دي, :
تاسو ويلي دي:
[quote:124306e54e]زما د معلوماتو پر اساس فاندمنټاليسم يا بنسټپالنه لکه څنګه یې چې له نامه څخه ښکاری ، هغه نظر او عقيده ده، چې د خپل حقانيت د ثبوت له پاره د هغې په اولی مبداء ، په لومړنی بنسټ او لومړنی پيدا يښت تکيه کوی[/quote:124306e54e]

زه هم درسره دغه خبره منم , او زما مقصد هم دغه دي , ستاسو نورى خبري دبنسټپالني د تعريف
سره هيڅ تړاو نه لري ,
او كه مخكنيو انگريزي قواميسو ته وگرځي , نو همدغه معنا به په كي ومومي ,

او دغه معنا ديوه مسلمان لپاره د افتخار ځاي دي , زه هم د خپلو اصولو پالنه كوم ، او په دغی پالني افتخار كوم ¸خو ددي دا معنا نه ده ، چي زه دي ځانته بنسټپال يا اصول پال او يا فاندمنتاليست ووايم ¸ زما لپاره دمسلمان نوم او لقب تر هر څه اوچت دى او كفايت كوي ,

تاسو بايد د خپل نظر لپاره په لغوي كتابونو حوالي وركرئ ، تر څو معلومه شی چي تاسو په څه تكيه كړي ده


wazirafghan
28.03.2008

[quote:a8e64c08d4]sometimes initial capital letter) a movement in American Protestantism that arose in the early part of the 20th century in reaction to modernism and that stresses the infallibility of the Bible not only in matters of faith and morals but also as a literal historical record, holding as essential to Christian faith belief in such doctrines as the creation of the world, the virgin birth, physical resurrection, atonement by the sacrificial death of Christ, and the Second Coming.
2. the beliefs held by those in this movement.
3. strict adherence to any set of basic ideas or principles: the fundamentalism of the extreme conservatives. [/quote:a8e64c08d4]

[quote:a8e64c08d4]
fun·da·men·tal·ism (fŭn'də-měn'tl-ĭz'əm) Pronunciation Key
n.
A usually religious movement or point of view characterized by a return to fundamental principles, by rigid adherence to those principles, and often by intolerance of other views and opposition to secularism.

often Fundamentalism An organized, militant Evangelical movement originating in the United States in the late 19th and early 20th century in opposition to Protestant Liberalism and secularism, insisting on the inerrancy of Scripture.
Adherence to the theology of this movement. [/quote:a8e64c08d4]

[quote:a8e64c08d4]fundamentalism

noun
the interpretation of every word in the sacred texts as literal truth [/quote:a8e64c08d4]

كه مونږ دغو ټاپو ته چپه خوله پاته شو , بله ورځ به مجردى د "مسلمان" كلمه
هم ديوي ټاپي په شكل استعماليږي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=white:a8e64c08d4]
ښاغلی سدوزی صیب که لږ زیار وباسئ او را کاپي کړي مطالب مو پښتو ته واړوئ نو په ټول افغان کې به د پاتې کیدو وړ وګرځي ، که نه په پردۍ ژبه لیکنې د ړنګیدو د ګواښ سره مخامخ اوبیا ډیر لوستونکې ترې بی برخې پاتې کیږي . نور نو د ژباړې توفیق درته له لوی خدای څخه غواړو .[/color:a8e64c08d4]


sayed
28.03.2008

سدوزی صاحب سلام عليکم
تاسی د موضوع ښه تحليل کړی . زه ستاسو د طرز ء تفکر نه طرفداری کوم او خپل ټول قوت سره تاسی سره دریږم . افغانستان يو اسلامی مملکت دی او په دغه هيواد کی د الحاد او داسلام توهين ته ځای نشته .
نن مونږه فونډاميټاليست يو ، صباح به تروريست او بله ورځ الله پوهيږي څه شی ؟؟
مسلمانان ټول يو بل سره ورونه دی او د يو بل سره يو ځای بايد د اسلام د دښمنانو سره روحی او فزيکی جهاد وکړی او دا اجازه ورنکړی چی مسلمانان په دغه او يا هغه نامه ياد شی . د ا د الله فرض دی په مونږ باندی .


Ghairat
28.03.2008

لنینیزم شوروی کمونستانو د هغه وخت روسیې په شرایطو کې د مارکسیزم پلی کولو او د هغه شرایطو سره د مارکسیزم تیوریکي مطابقت ورکولو ته وايۀ او بیا وروسته يې له پانګوالۍ څخه سوسیالیزم ته د اوښتلواو ګذار د زمانې مارکسیزم بالۀ . ماویزم هم په همدې ډول بیا چینایي کمونستانو د سوسیالستي دورې لننیزم باله او په دې ډول هر یو د مخکینی مارکسیزم بشپړونکې برخه بلل کیده .
نو د کمونستانو په وینا رښتیا هم ماویزم او لننیزم له مارکسیزم څخه نشي بیلیدای ! او دا سیاسي قدرت ته د رسیدلو او یا ساتلو له پاره سره یوشی ګڼي .
خو د بیطرفو ، غیر سیاسي او علمي څیړونکو په اند امکان نه لري چې مارکس به لننیزم د ګذار د دورې مارکسیزم بللی وای او یابه لېنین ماویزم ته د سوسیالستي دورې لننیزم ویلی وای !
فندامنتالستان هم د سیاسي قدرت غوښتنه لري او ځانونه یې یواځینې مستحق بولي،نو ددې هدف له پاره ځانونه د اصلي اسلام وارثان او له ټاکنو پرته د ټولو مسلمانانو سیاسي رهبران بولي . ملا عمر ځان ته امیر المؤمنین او حسامه بن لادن او اوس الظواهري د امیرالاُمراءُ المؤمنين  ادعا لري . دوی اسلام له سیاسي قدرت پرته نه قبلولای شي او نه له سیاسي تړاو پرته ورته کوم ارزښت لري . نو سیاست د فنډامنتالیزم یو بیلګړی معیار دی او غیر سیاسی اسلام په فنډامنتالیزم نشي ورګډیدای !


ژبه د افهام او تفهيم وسيله ده!

Mohammad Hassan
03.04.2008

د بحث ټولو درنو ګډون کوونکو او لوستونکو ته ډير سلامونه!

وایی چې ژبه د افهام او تفهيم وسيله ده، د همدې له پاره پيدا شوې او په همدې لوری کې بايد وده وکړی، چې د امکان تر حداو اندازې د زياتو خلکو ترمنځ افهام او تفهيم آسانه کړی، نه داچې داسې «نوښتونه» پکې راشی، داسې لغتونه او اصطلاحات پکې وکارول شی چې د افهام او تفهيم ستونځې ډیرې کړی. د لغاتو او اصطلاحاتو معنی د ټولنيزو قراردادنو او توافقونو له لارې ټاکل کيږی. که له مونږه پخوانيو انسانانو «ډبره» لرګی او «لرګی» ډبره نومولې وای، اوس به مونږ هم په همدې نامه يادول. په ځينو حالاتو کې د زمانې په تېريدو او د شرايطو په اوښتو سره د ځينې لغاتونو او اصطلاحاتو مفهوم او معنې هم بشپړيږی، نويې محتوا اخلی ، تغير کوی او يا يې په ټولنه کې له اخلاقی، دينی ، سياسی او نورو کلتوری معيارونو پر اساس د مفهوم ځای بدليږی. ځينې منفی اصطلاحات ځانته مثبت خاصيت نيسی او ځينې مثبت خاصيتونه په منفی اوړی.
په دينی علومو کې ډیر داسې جنجالمن اصطلاحات شته، چې ځينې يې په يوه او ځينې نور يې بيا په نورو مفهومو کاروی او د هغو په تعريف باندې توافق نه وی. د مثال په ډول، که د«روح» اصطلاح په نظر کې ونيسو، مختلفې دينی او مذهبې ډلې ورته مختلفې معناوې او تعريفونه ورکوی، په يوه تعريف يې موافقه نه ده شوې او په دې اړه ګډوډی لا تراوسه جريان لری. هغه د چا خبره، روح لا تر اوسه چا سم نه دی تعريف کړی.

بنسټپالنه او فانډمنتاليسم هم يوه همداسې جنجالمنه ، نسبتا نوېې اصطلاح ده، چې دزمانې په اوږدو کې يې معنی او تعريف تغير کړی او لا تر اوسه پورې يې هم نوی تعريف پوره نه دی خپور شوی او په لازمه توګه يې د نړيوالو او په تيره بيا د ځينو مذهبيونو او په خاصه توګه د معمولی مسلمانانو اذهان نه دی تسخير کړی. په غالب نظر چې د فانډمنتاليسم دې نوی تعريف په علمې،دينی او سياسی کړيو او مؤسسو کې ځای نيولې او رواج يې موندلی دی. په تدريج سره به په دينی مخالفو حلقو اوعوامو کې هم همدا تعريف خپله لاره خلاصوی، خو په ځينو ځایو کې به له ډيرو او په ځينو ځايو کې به له کمو ستونځو سره مخامخ وی. بده به نه وی که موږ دلته د فانډمنتاليسم د اصطلاح د رامنځته کېدو او د هغو تاريخی پس منظر ته يوه لنډه کتنه وکړو:

د نولسمې عيسوی پيړۍ په آخرو او د شلمې عيسوی پيړۍ په اوايلو کې د فانډمنتاليسم اصطلاح د امريکا د متحدو ايالتونو د عيسوی دین د پروتستانو د مذهب د پيروانو ترمنځ په عيسويت کې د آزادۍ او تمدن دميلان د پرمختګ پر ضد د يوه پرشاتلونکی (عقبګرا)، محافظه کار او ارتجاعی جنبش له پاره استعمال شوه. د پروتستانتانو دا جنبش په عيسوی دين کې د تمدن، آزادۍ او د علمی اکتشافاتو په اړه د دين د تحمل او بردبارۍ د ميلان او رواج په وړاندې را پیدا شو. دا جنبش د هغه وخت د نورمال او معمول عيسويت په وړاندې ، چې په خلکو کې خپور ؤ، راپورته شو. په معمول او رواجی عيسويت یې داسې حملې شروع کړې، چې ځينو فکر کاوه، چې دا د عيسوی دين څانګه نه، بلکې بيخی يو نوی دين دی. دوی يوه خپله ډيره مهمه نشريه چې مصارف يې کوم سرمايدار ورکړی ؤ او په میليونونو کاپۍ يې په وړيا توګه په روحانيونو اومحصلينو وويشلې دFundamentals: A Testimony to the Truth
(د حقيقت د بيان بنسټونه) تر نامه لاندې خپره کړه. همدا ليکنه په لنډه توګه د Fundamentalsد (بنسټونه) په نامه مشهوره شوه او د هغې پر اساس همدې حرکت د fundamentalists فانډمنټاليست يا بنسټپالونکی نوم واخيست او تيوری يې په fundamentalism فانډمنټاليسم يا بنسټپالنه مشهوره شوه.

په دې ډول د فانډمنتاليسم هغه لغوی معنی چې د اصولويا بنسټونه پالل کيدای شوای، نوره له همدې ځايه په نويې اصطلاح واوښته او ځان ته يې نوی محتوا او تعريف وموند. د وخت په تيرېدو ، د اوضاع له نوی انکشاف او نويو اجتماعی- سياسی حوادثو سره يوځای د فانډمنتاليسم د اصطلاح منځپانګه نويې، غنی او تکميله شوه، تر څو چې دې اوسنی حالت ته راورسيده.

هغه عيسوی پروټسټانتی ريفورميستی نهضت چې خپل اساسی تیزسونه يې «د حقيقت د بيان د بنسټونو» په نامه ياد کړل او وروسته يې د خپلو طرفدارو ژورنالستانو او ليکوالو له خوا په لنډه توګه د بنسټونو نوم ونيو او له همدې نامه څخه بيا دا جنبش د فاندمنټاليسم يا بنسټپال په نامه ياد شو، په نشر شوو مشهورو «بنسټونو» کې يې څلورو شيونو ته زيات پام ورګرځولی ؤ، یا په بل عبارت سره ، دې ارتجاعی ريفورميستی نهضت څلور مهم بنسټونه درلودل.
اول : د انجيل د مقدس کتاب په تحت اللفظی او ټکی په ټکی (نه په استنتاجی) صحت او رښتينوالی يې ټينګار کاوه او په دې عقيده ؤ چې ددې کتاب هر حرف او جمله په همغه ډول چې ليکل شوې، کلمه په کلمه د تطبيق وړ او له هر ډول سهوې او خطا خالی دی.
دوهم: د ټولو هغو موجودوعصری دينی علومو محو او له منځه وړل چې تر اوسه پورې يې رواج درلود او د دوی په نظر د انجيل شريف سره يې ټکی په ټکی انطباق نه درلود.
دريم: دوی په دې عقيده ؤ چې هر هغه څوک چې د دوی د نظر نه يوې او يابلې خواته ميلان لری او د دوی په مستقيم خط روان نه دی، نو عيسويان هم نه دی او دين ته خاينان دی.
څلورم: دوی د دولت او کليسا ترمنځ د بيلوالی او مدنی ژوندانه دحقوقی نظم سره مخالف ؤ او په دې يې ټينګار کاوه چې کليسا او دولت د سره يو شی او یا دا چې دولت بايد د کليسا تر کنترول او لاس لاندې وی.

سره له دې چې دوی خپل تيوريکی «بنسټونه» په احتياط سره په ملايم ډول فورمولبندی کړی ؤ ، خو بيا هم د هغو له جملو او محتوی څخه د هغوتر شا پټ اهداف او عملی نتيجی ليدل کېدلای شوای. ددې بنسټپالو اصلی څيرې د هغوی د «بنسټونو» نه زياتې بيا د دوی د اعمالو په نتيجه کې ولسونو ته څرګندې شوې. دوی د هرې مدنی پديدې سره ضديت کاوه او په ټولنه کې يې تشنج، ناآرامی، بې اتفاقی او وهم او ترس را پیدا کاوه.
دوی داسې تبليغ کاوه چې وخت آخر دی، قيامت ډير رانږدی دی او د عيسويت دين د امحاء او نابودۍ په خطر کې دی. له دې کبله بايد رښتينی عيسويان هر هغې سوله ايز يا قهری عمل ته لاس واچوی، چې د عيسويت دين له نابودۍ او امحاء څخه وژغوری.
دوی له يوې خوا خپلو پیروانو ته داسې روحيه ورکوله چې مطلق حق د دوی په خوا دی او له بلې خوا يې ورته تبليغ کاوه چې عيسوی دين ، دا دنړۍ یوازينی د خدای له خوا را ليږل شوی او ثابت شوی حق او حقيقت، د ورکوالی او له منځه تلو په خطر کې واقع دی، چې ساتنه يې د موږ عيسويانو دینی وجيبه او عبادتی ثوابی کار دی. دې روحيې او دې ډول تبليغاتو د فانډمنتاليسم طرفدار عيسويان له عصبی تشنج او روحی ناقراريو سره مخامخ کول. دوی يې د دوی په نظر د عيسوی دين د مطلق او يوازينی حق او رښتينتيا په منطق د نورو اديانو او باورونو په وړاندې متعصب او فناتيک روزل، له ټولو نورو عقيدو او اديانو څخه يې کرکه او نفرت لاره، دهغو سره منطقی بحث او د هغوی د خبرو اوريدو ته نه ؤ چمتو او له هغوی سره يوځای ناسته او ولاړه يې حرام او ناروا بلل. له يوې خوا به ډار اخيستی ؤ، چې دين یې د امحاء په خطر کې قرار لری او له بلې خوا يې فکر کاوه چې ټول هغه انسانان چې ددوی له باورونو سره سل په سلو کې جوړ نه ؤ، منحرف، بې دينه کافر او له لارې وتلی دی او بديې ترې راتلل، نو ځکه یې د هغو په وړاندې کينه لرله او د حلم او زغم لرلو توان يې ترې اخيستی ؤ. دوی عصبی مزاجه، فناتيک، ورانکاره او زورزياتی ته تيار ؤ. د خپلې عقيدې د نجات او خپرولو له پاره يې له هرډول ترور او وحشت څخه مخه نه اړوله. د نوروعقيدو د څښتنانو وژل او ځورول يې د خدای په لارکې عبادت او پر ځان لازم عمل ګاڼه. هر چا او هر بل عيسوی به چې د دوی په زړه او نظر جوړه خبره او عمل نه کاوه، هغه یې دين ته خاين، منحرف او کافر باله.

دوی داسې غير واقعی او توهمی افکار خپرول چې د نورو عقيدود څښتنانو په وړاندې زغم او تحمل ناروا دی. د دولت او کليسا (د دين او دولت) جدايی او متمدن ټولنيز سيستم يې د عيسويت زوال باله. مدنيت يې د خپلې عقيدې سره په ټکر کې باله او داسې فکر او باور يې لاره چې د نورو په وړاندې تحمل او بردباری د دوی عقيدې ته د خيانت او له خپلو دينی او عقيدوی «بنسټونو» څخه لری والی او پردی کيدلو ته زمينه جوړوی.

په دې ډول د کلونو په اوږدو کې په سياسی، اجتماعی او دينی علومو کې فانډمنتاليسم په اصطلاحی لحاظ ځان ته نوی تعريف وموند او په علمی، سياسی او دينی مؤسسو، محافلو او کړيو کې په امريکا، اروپا، آسيا ، افريقا او استرالياکی قبول او ومنل شو او خپل ځای يې ونيو.
اوس نو موږ ټولوته لازمه ده چې هغه داسې استعمال کړو چې د نورو تر منځ په علمی، سياسی، دينی او اجتماعی علومو کې قبوله شوی او چې له نورو سره زموږ افهام او تفهيم آسانه کړی، صرف نظر له دې څخه چې د چا له خوا، په کوم ځای کې او په څه ډول منځ ته راغلې ده. که چيرې داسې علمی، تحقيقاتی مؤسسې د کافرو او يا مسلمانو، د افغانانو اويا خارجيانو، د عربو او يا عجمو له خوا را پيدا شوی، چې د هغی تعريف ته یې تغير ورکړ، بشپړ يې کړ او هغه يې په نړيواله سطحه د علمی او دينی مؤسسو ترمنځ د قبول وړ وګرځاوه، نو بيا به موږ هم د افرادو په حيث د هغې تعريف په نظر کې نيسو او همغسې به يې کاروو. خو تر هغې وخته ددې نویې اصطلاح سره مخالفت او يا هغو ته بل ډول تعريف ورکول هسې پخپل منځ کې او هم له نورو سره په افهام او تفهيم کې د غير لازمی ستونځو را پيدا کول دی. د فانډمنټاليسم اصطلاح له مونږه مخکې نورو کسانو په مشخصو شرايطو کې په همدې ډول تعريف کړې،د هغو نه منل او په دې اړه جنجال کول بې ګټې دی. له هغې څخه سترګې پټول او د هغې خواته نه کتل هم د پرابلم د حل لار نه ده.

.


اور- بل
03.04.2008

وطنزاره وروره او درنو لوستونکو سلامونه او نیکې هیلې مې ومنئ !

[quote:39d1fffdac]غوتي اوربل خوري
ديره هوشياره يي , داسي خو تاسو شاغلي محمد حسن صاحب ته يوه خكلي لوحه برابره كره , جي هغه بري خبله نقاشي وكري او به مرموز دول مو دهغه سخه او دهغه كمونستي دعوت سخه دفاع وكره زكه جي شاغلي محمد حسن به ستا له ليكني وروسته دير زر ووايي , جي هو همداسي ده , جرمونه سوي دي , قتلونه سوي دي , خو ماركسيزم او ليننيزم يي مسؤول نه دي بلكه مسؤول يي كمونيست
فاندمنتالستان دي , لكه سنكه جي به دي نورو مفكورو والا كي فاندمنتالستان او معتدلين سته دي , آيا همداسي نه ده ؟ [/quote:39d1fffdac]
لومړی خو باید تاسو ته ډاډ درکړم چې ښاغلی محمد حسن صیب زما ملاتړ ته اړتیا نه لري او پخپله د مستقل لیکنتوګې او سماندتوګې خاوند دی او قلمي ځواک یې له ورایه ځلیږي . پاتې شوه زما د ً هوښیارۍ ً ادعا ، چې تاسو ورته اشاره تیره کړې ، هغه هم حقیقت نه لري ځکه : د انقلاب تیوري لېنین لیکلې ، نه مارکس، خو شوروي پلوه کمونستان لننیزم د مارکسیزم لاینفک جز او آن دعمل په ډګر کې دهغه د خلاقانه پلي کولو تیوري بولي . هو صرف د شوروي او شوروي پلوه کمونستان ، نه لویدیځوال کمونستان او مارکسستان !
سره ددې مارکس په انقلاب کې د زور کارول او په حاکمیت کې د پرولتاریا دیکتاتوري نه ده رد کړې . علت داو چې دمارکس په وخت کې د مطبوعاتو آزادي په ډبره نسبي اونیمګړي شکل موجوده وه، ولې ولسواکي چا نه پیژندله .که دموکراسي موجوده وای مارکس په په تمامه معنی د دموکراسۍ د پراختیا لاره نیولې او هغه به یې د کارګرانو او زیاکښانو په ګټه څرخولې او ښايي د پرولتاریا د دیکتاتورۍ شعار یې په خپله تیوري کې نه وای ځای کړی ، بلکې د پرولتناري دموکراسۍ تیوري یې بشپړه کړې وای !
په هر صورت په مارکسیزم کې ډیرې نیمګړتیا وې ، غلطۍ او تیروتنې شته چې له دې کبله یې د شلمې پیړۍ ډیرو پوښتنو ته ځواب نشو ویلای، نو د ۲۱ پیړۍ خو هیڅ یوه اساسي ستونزه هم نشي حلولای! او که چیرې یې حلولای شي، نو څوک دې وښيي چې کومه ستونزه [color=red:39d1fffdac]څنګه[/color:39d1fffdac] حلولای شي (؟)، بی له دې چې د تشو آرمانونو او خیالي آرزو ګانو بیانولو ته پناه یوسي . په عملي ډګر کې داشتراکی اقتصاد ماتې دا تاریخي جبر ثبوت کړ چې په اشتراکیت یواځې د لومړي کمون ټولنه جوړېدای شي او د پانګوال اقتصاد برلاسي دا تاریخي جبر په اثبات ورساوه چې خصوصي ملکیت سل ځله د کارګرانو له پاره تر دولتي اشتراکي هغه ګټور تمامیدای شي . شوروي په ۷۰ کالو کې په دې ونه توانید چې د اشتراکي اقتصاد دمولدیت کومه تیوري راوباسي اوپه علمي او عملي ډګر کې یې په اثبات ورسوي ، بلکې دهغې برعکس یې عملا د خپل سیستم په زوال اوړنګیدو سره په ثبوت ورساوه !
نور نو د کمونیزم نه د خطر او نه یې دلرلید امکان ات شته، یواځې د افغاني کمونستانو د ژوند د ضایع کیدو د مخنیوي له پاره اړینه بریښي چې دوی هم
د شوروي شرمیدلې ، سرخوړلې او د تاریخ کندې ته غورځېدلې، په ګور شوې پدیده په نړیوال تاریخ کې د یو تصادف او تیروتنې په توګه درک کاندي . کمونیزم د افغاني چپیانو سر زورې ابۍ وه چې دتاریخ سیند ترې وړې ، خو دوی یې مړی اوس هم د وړلو له برید څخه هم پورته لټوي ، [color=blue:39d1fffdac]ځکه دوی استدلال کوي چې ابۍ سرزورې وه ښایي په اوبو کې پورته تللې وي ! و من الله[/color:39d1fffdac] [color=white:39d1fffdac]تــغــریق ![/color:39d1fffdac]

.


اور- بل
04.04.2008

آفرین کوشانه وروره ايله دې اوس د مسلمانۍ خبره وکړه او حقیقت دې په ډاګه کړ :
چې مارکسیزم د کاپیتالیزم د اجتماعي ودې ،ننګونې او ډارونې او تنقید تیوري وه او بس،په دې خو د لویدیځ سوشل دموکراتانو يو څۀ عمل کړی ، بی له دې چې داشتراکي نظام پلوی یې کړی وي . ځکه دوی مارکسیزم د سرمایداري ټولنې د تنقیدي تیوري، نه د کمونیستي ټولنې د غوښتونکی په توګه درک کوله .
خو په ختیز کې متاسفانه مارکسیزم په هغه قیمت بریالیتوب تر لاسه کړ چې د وارسا په بلاک کې یې د میلیونونو وګړو ژوند د ستالنیستي دیکتاتورۍ لاندې تباه کړ او کمونیزم اساسا د مولده ځواکونو د پرمختک مخه د لنډې لومړنۍ ودې څخه وروسته ډب کړه او نتیجه یې اوس داشوه چې یواځې له فیوډالیزم څخه د
سرمایدارۍ په لور د ټولنې لیږداو يې په اوږده اونا اشنا لاره راتاو کړ او هغه هم د سرو وینو د سیلابونو په زور .
[color=white:10becb58ef]نوآیا کمونیزم د غرب له پاره د پند لاره بولې (؟؟؟؟) او که دا د غرب په شمول دټولې نړۍ له پاره دعبرت لاره وه؟؟؟؟[/color:10becb58ef]
[color=red:10becb58ef]له پند خالي وه د عبرت لاره وه ... د مارکس لېنین او شیطانت لاره وه[/color:10becb58ef]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more