د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

13م ميلمه
07.03.2008

[quote:8d638a83c4="Lotfollah"].....
دا چې د ښاغلي خروټي لیکنه د هغه له خوا نه بلکه د 13م ميلمه له خوا بحث ته ایښودل شوې ده، نو دﺉ باید د پورتني [color=red:8d638a83c4]سپکو سپورو ځواب [/color:8d638a83c4]ووایي ![/quote:8d638a83c4]
محترم لطف الله صېب !
ستاسو پورتنئ غوښتنه را ېاد شوه که مقصد مو رښتېا هم ځما له خوا د دغسې وګړو سپکې سپورې ځوابول وي نو دومره به وواېم چې مامې خپل په قاموس کې ورته د نوموړي په فهم مناسب څه ميندۀ نه کړه، هو د ښاغلي خروټي ليکنه ما ګټوره ګڼلې نو ځکه مې هغه دنوروښاغلېو د لوستلو لپاره دلته کېښوده، [color=red:8d638a83c4]هر څوک پوه شه اوخپله اخيستنه ئې ، هر څوک پوه شه او خپل د پوهيځ ،کلتور،روزنې کچه ئې ![/color:8d638a83c4]
نن مې په ېو بل بحث کې خپل ځينې اندونه وړاندې کړل، خو چې بېا متوجه شوم ، دسکالو سره د نيغ تړاو په لامل به د هغې ليکنې لپاره دغه ځاۍ ډېر مناسب وي،ځکه ترېوې اندازې د خروټي له ليکنې سره ځماغبرګون هم ګڼلی شي. له بلې خوا اوسمهال په ټول افغان کې دليکنو بيخي باران دۍ، کېدای شي د چا ورته پام نوي شوۍ ، نو زه به ئې دلته را کاپي کړم :
hoshiyar ليکلي:
[quote:8d638a83c4]
خلک کوم ځاييونو ته ورسيده دوي ته اوسه پوري دا نکاح کول
و اذان کول دومرره لوي معجزه يا کارنامه شکاري[/quote:8d638a83c4]


ټولو ته دې سلام وي!
ما نه غوښتل چې پدې بحث کې در ګډ شم ، خو له دې سره زه مخالف يم چې ملا دې نکاحوې هم نه تړي، ېو خو[color=yellow:8d638a83c4] د ټولنې (افغاني) تام اکثرېت ځان کې اسلامي هوېت حسوي[/color:8d638a83c4]، نو ځکه د ديندارئ د "سختوالي درجې" په پام کې نېولو پرته اوله دين نه د ګروهي او ېا انفرادي مختلف تعبير او اخيستنې هم پرته، همدارنګه د عرف او عنعنې په توګه، په افغانستان کې واده په نکاح ترسره کيږي چې د ملا له خوا عقد کيږي،[color=white:8d638a83c4] دا دۍ د ټولنې ېو واقعيت .[/color:8d638a83c4]نو ځکه پر اسلام په ټوليزه توګه داسې دانګل معقول ندي او هم د خلکو د عقاېدو داحترام له اصله پکار ندي چې داسې له پولو اوښتنه دې وشي!
خو [color=yellow:8d638a83c4]د سکټونو (ډلګېو) او اصلي (mainstream) اسلامي انګېرنو توپير بيخي ضرور بولم[/color:8d638a83c4]:
بر خلاف، هغه نور کارونه چې د ملا دکولو نۀ دي، هغه دې هېڅ نه کوي!
[color=white:8d638a83c4]ملا نباېد چې پر سياست حاکم وي[/color:8d638a83c4] ځکه پکار دي چې سياست د دولت او دهغۀ د ځانګړي ولس په چوپړ کې اوسي ، نه په جلا توګه د ديني ګټو لپاره!!
سياستونو لپاره اړين دي چې دمانور او تغيير خپلواکه فضا ورته خوندي وي ، نه چې د دوګمونو په بندکې تلپاتې را ښکېل وي .
دا دواړه ([color=yellow:8d638a83c4]سياست او دين [/color:8d638a83c4])،باېد دومره سره واټن ولري او بيل وساتل شي چې د ديني عواطفو او دګمونو له مخې تشدد،مذهبي نفرت، نژادي نفرت ، جګړه مارئ او د دغې سلسلې نور منفي احساسات د سياستونو (کورني او بهرني)، عوامل و نه ګرځي .
همدارنګه ،[color=white:8d638a83c4]ټول عصري علوم (طبيعي اوټولنيز) ، هم باېدۀ دي چې له دين څخه دجلا رشداو تطبيق زمينه ولري [/color:8d638a83c4]. د ټولنې متمدن پرمختګ لپاره هم متمدن اداري سيسټم ته اړتېا ده، هلته هم پکار دي چې دين دې ترې هغومره بېل کړاۍ شي چې پورتنئ موخې ته د چټکې رسېدو مخنيوۍ و نه کړي .
په سياسي، اداري، علمي او داسې نورو خبرو کې له پورتني چوکاټ نه بهر د ادېانو
شموليت دهغو له طبيعي ودې او موجوديت سره په نه پخلاکيدونکي تضاد کې راځي ، نو ځکه ځماپه اند، پاېله به ئې د [color=yellow:8d638a83c4]تشدد او اکسټرېميزم خواته د ټولنې ټېل وهل وي او داهغه څه دي چې په نني عصر کې د نړئ له خوا د منلو وړ ندي او نه هم زمونږ د ولس په ګټه دي!!! [/color:8d638a83c4]
مونږ لپاره هيڅ ضرور نده چې داسلام څخه د تشدد او قهري انګېرنې کې خپل هوېت پېدا کړو او په دغه "[color=yellow:8d638a83c4]ډول[/color:8d638a83c4]" اسلام کې خپله ژغورنه (دنېوي او اخروي) ولټوو، داصرفا د ځانګړېو "[color=red:8d638a83c4]سياسي مذهبېونو[/color:8d638a83c4]" تبليغ او د هغو خاصه مفکوره او اخيستنه ده . دغه ډول بڼسټپاله او متشدده [color=white:8d638a83c4]ديني ډلې (سکټونه) sectarianism [/color:8d638a83c4]په نورو ادېانو او سيکولارو اېدېالوژيګانو کې هم شته ، ځکه نو موږ افغانان هم له بده مرغې ترې مستثنا نه ېوپاتې.
ډېرې نورې خبرې هم شته چې واقعا زړې او پخوانئ دي ، او د ديني رواېاتو له مخې ١٤٠٠ کالو ته ئې سوابق رسيږي نو پکار دا دي چې له ډېر احتياط او تعقل له مخې ئې په ننئ، ېانې ٢١ مې پېړئ کې د هغو دبېا پکارولو امکان او ېا هم ردول وڅېړل شي ، نه دا چې په زور او جبر په افرادو او ټولنې ورؤتپل شي . دغه نوع برخورد ېوازې د هرج اومرج خوا ته دتګ بلنه ورکولای شي او هېڅ کله هم د ټولنيز ثبات او سوکالي لامل نشي کېدای. ښکاره بېلګه ئې زموږ په هېواد کې د جهادېانواو ورپسې بېا د طالبانو واکمنئ دي. له هغو دواړو نه زموږ ولس تر اوسه بېزاره دۍ، او دا ټولو ته زباد شوه چې دوۍ د [color=red:8d638a83c4]ملت لپاره ېوازې ذلت راوړو!!!![/color:8d638a83c4]له القاعدې او نړېوالې ترهګرئ سره دهغو ټلواله خو بيخي زموږ پر افغاني هوېت هم منفي اغېزه را اچولې او مونږ شتون د ېو سوله پال ملت په حېث تر غټې پوښتنې لاندې راولي، نوځکه موږ نشو توانېدلای چې[color=red:8d638a83c4] د اسلامي تشدد او افراطېت په تګلارې [/color:8d638a83c4] خپل ملي ېووالۍ، خپلواکي او نور معنوي ارزښتونه هم سره خوندي کړو. [color=red:8d638a83c4]دې ته مو پام اوسه !!!![/color:8d638a83c4]
په درنښت،
13م ميلمه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more