د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دستګير خروټی :له انسان څخه د انديښنې د خپلواکې اخستل، له انسان څخه د انسانيت، د ارادې او د شخصيت اخستلو په معنې

13م ميلمه
28.02.2008

[color=yellow:959fe46fd8]دستگېر خروټی [/color:959fe46fd8]

[color=blue:959fe46fd8]اساسي ستونزه د خپلواکې انديښنې نشتوالی دی[/color:959fe46fd8]

«هغوې چي د ټولنېزو مسلو د قطعي او مطلق حل مدعيان دي غولونکې او خطرناک دي»

[color=white:959fe46fd8]انسان او انديښنه [/color:959fe46fd8]
سره ددې چي ما په تېرو ليکنو کي په دې هکله مطالب وړاندي کړې دلته يو ځل بيا غواړم په لنډه توگه د انسان او انديښنې په هکله يو څه وړاندي کړم. انسان د نورو حیواناتو په شان د طبعيت برخه او يو بيولوژيکې موجود دی. يوشمېر حيوانات هم انسان ته په ورته شان دنيا ته راځې او د ژنيتک په برخه کي له ٩٠٪ زیات انسان ته ورته والی لرې. خو پوښتنه داده انسان څه ډول وکولاي شول چي له ټولو نورو حيواناتو څخه ځان را جلا کړ او څه شی له دی جلاکړون سره مرسته وکړه؟ ددې پوښتنې د ځواب له پاره به د Theodosius Dobzhansky خبرې را واخلم. هغه وايې:
» بيولوژې به هېڅ معنې ونه لرې که د Evolutiontheorie په رڼا کي ورته ونه کتل شي« ټولې بيولوژيکې پديدې د Evolution پايلې دې. که انسان د انديښنې خاوند دی، خو انديښنه په خپل وار سره انسانيت جوړونکې ده. انسان په طبعيت او د طبعيت د ناخوالو په ضد له انديښنې پرته بله وسيله نه لرې.
انسان په طبعيت د مټو په زور غلبه نه کوي، بلکي انسان د تودوخې، سړو. سيلابونو، زلزلو، توفانونو، ناروغيو... په وړاندي د انديښنې په زور مقاومت او په هغوې د غلبې لارې او وسيلې پيدا کوي. همدارنگه انسان د غاښونو، منگلو، شکرونو، زهرو، زور...په ځای د انديښنې او کار په برکت له طبعيت ځان را جلا کړ، ټولنېز ژوند يې پېل کړ، فرهنگ يې ايجاد کړ، د وسيلو جوړول يې پېل کړل، او ټولنه يې جوړه کړه. انسان يوازي د طبعيت محصول نه، بلکې تر ډېرې اندازې د ټولنې او ټولنېزو اړيکو محصول دی. په بل عبارت انسان په خپله د ټولنېزو اړيکو مجموعه ده. که انسان له طبعيت څخه جلا شوی نه واي اراده او د تصميم نيولو او پريکړې کولو وړتيا به يې هم نه درلوده. ځکه طبعيت نه اراده لرې او نه د پريکړې کولو وړتيا ور سره شته دی. دلته هر څه ساده او تکراريدونکې بڼه لرې. انسان ددې له پاره له طبعيت څخه را جلا شو تر څو د خپلې ارادې خاوند شي، تر څو د خپل عقل او شعور په بنياد عمل وکړې، تر څو په خپل برخليک او په خپل ژوند واکمن شي. تر څو د خپلې انديښنې او کار په وسيله ځان ته يو ټولنېز چاپېريال جوړ او له نورو سره په گډه د ناخوالو او گواښونو په وړاندي مقاومت او په هغوې غلبه وکړې. انسان د ودې اوتکامل دا لاره په يوه شپه نه ده وهلې. دې ودې په زرگونو او په سلگونو زره کالونو ... نيولې دې.
انسان د طبعيت ډېرکمزورې موجود دی. فکر ورته وکړې چي انسان له پيدا کيدو وروسته څومره ورو وده کوي او څومره د هرې ناخوالې په وړاندي کمزورې ښيې. يو ماشوم له اوږدې مودې وروسته په پشو درېږې او بيا کالونه تېرېږې ترڅو د ځان ساتلو او ځان بسيا کولو وړتيا پيدا کړې. خوپه طبعيت کي نور حيوانات ډېره چټکه وده کوي، ډېر ژر په پښو درېږې، ډېر ژر د ځان ساتلو او د ځان د دفاع کولو وړتيا پيدا کوي او همدارنگه په چټکې سره د غذا پيدا کولو له پاره چمتو کېږې. انسان نه يوازي د طبعيت په وړاندي، بلکې په طبعيت کي د حيواناتو په وړاندې هم کمزوری دی. د بيلگو په توگه انسان د مار د زهرو په وړاندی، د زمری او ليوه د غاښونو او پنجو په وړاندي، د سخوندرو د شکرونو په وړاندي... کمزورې ښايې، هغه څه چي انسان ددې گواښونو په وړاندي ساتې او ورباندي غلبه کوي انديښنه او تفکر دی.

[color=yellow:959fe46fd8]دانديښنې ازادي اود زده کړې خپلواکې [/color:959fe46fd8]
د انديښنې او فکر ازادي نه يوازي متفکرينو ته ددې وس ورکوي چي نوې اندیښنې او نوي فکرونه ايجاد کړې ،بلکې ټول هغوې چي په فکرکولو عادت کېږې کولاي شي نوې انديښنې او نوي فکرونه را منځ ته کړې. د فکر کولو له عادت څخه مطلب دادی چي انسان له ايديولوژيگانو، تقليد کولو او پېروی کولو څخه د ژغورولو وس او مېړانه ولرې او په خپله فکرې ټمبلې باندي غلبه وکړې. سره ددې چي موږ هېڅ نه دي کړي، خو په فکري لحاظ ځانونه سخت ستړې احساس کوو او ډېر ژر عصبې کېږو دا حالت د يوې ټولنېزې او تارېخې فکري ټمبلې او په فکري برخه کي په کورنۍ او ټولنه کي د کمزورې او يا نه روزنې پايلې دې. ټول د فکرکولو او د خپل عقل د په کار اچولو وړتيا لرې، خو ستونزه د " مېړانې نشتوالی " دی.
زده کړه انسان دې ته هڅوې چي د انديښنې په کولو او په خپله په فکر کولو عادت شي او نوې انديښنې او فکرونه ايجاد کړې. انسان د زده کړې په برکت ځان پيدا کوي تر څو د نورو له پاره د وسيلې په توگه استعمال نشي. تر څو نور له هغه څخه د يوې وسيلې په توگه کار وانخلې. [color=white:959fe46fd8]ترڅو له هغه څخه ژوندی بم جوړ نه شي[/color:959fe46fd8].
له پاره ددې چي انسانان خپلواک وروزل شي. له پاره ددې چي زده کړه د انسان د انديښنې او کار له ودې او پرمختگ سره مرسته وکړې بايد خپلواکه وي. په بل عبارت زده کړه له هر ډول مذهبې او نه مذهبې ايديولوژې څخه خپلواکه شي. [color=red:959fe46fd8]کيميا. بيولوژي، فزيک.حساب، طب، حقوق، اقتصاد، سياست ... خپلواک علوم دي او يوازي په خپلواکه توگه زده کيداي او موثريت تر لاسه کولاي شي[/color:959fe46fd8]. په ځانگړې توگه ټولنېز علوم دخپلواکې تر څنگ له تبعيض او کرکې څخه هم خلاص وي. په دي علومو کي نه بايد ددې او هغه ټولنېز گروپ برترې تعريف شی. ټولنېز علوم نه بايد د " اصيل" ، " برتر" او " موږ تر ټولو ښه او سپېڅلې يو" د زده کړې او روزنې ډگر وي. دا ډوله زده کړه او روزنه د نورو په وړاندي منفي ذهنيت او کرکه منځ ته راوړې. ددې او هغه ټولنېز يا مذهبې گروپ او يا ډلې د " اصليت" ، " برترې" په بنياد زده کړه د انسانې حقونو، انسانې آرزښتونو او د انسان په هکله د بشري حقونو د نړيوالې اعلامېي مخالف کاردی. [color=white:959fe46fd8]د زده کړې د خپلواکئ له منځه وړل د انسان او د ټولنې د خپلواکئ له منځه وړل دی[/color:959fe46fd8]. د ټولنې خپلواکې د هر ځانگړی وگړی په خپلواکې کي دی. د زده کړې د خپلواکئ د له منځه وړلو معنې دادي چي انسانان هميشه پيشوا، رهبر او امېر ته ضرورت لرې او انسانان د هميشه له پاره د گلو، رمو او پادو په شان رهبري شي.
د زده کړې په هکله به يو ځل بيا دکانت چلند او خبرې را يادې کړم. کانت د روزنې او زده کړې په کار کي په کلکه ددې مخالف وو چي انسانان په چوکات شوې توگه له پخوا څخه د جوړ شويو وچو او نه بدليدونکو معيارې اصولو په اساس وروزل شي. هغه همدارنگه په کلکه د زده کړې او روزنې په کارکي د کورکورانه او کلک انضباط مخالفت کاوه. د کانت له نظره زده کړه او روزنه په حقيقت کي د انسان د عقل او خرد له روزلو څخه عبارت دی، کوم چي له ازاد انتخاب څخه پرته نه تر لاسه کېږې. کانت وايې: " د انسان علم دوه خواوې لرې: حس او فهم. حس د علم موضوع ده او فهم د عقل په يارې هغه په علم بدلوې. علم او عقل په تجربه او آزمايش تکيه کې..."
" حس" د پېږندنې پېل دی، نه پېږندنه. د بيلگې په توگه تاسو د خپلې سينې په چپ لور کي درد حس کوې، خو نه پوهېږې چي نوموړې درد ولې پيدا شوی او لامل يې څه دی؟ اوس د درد د لامل د پيدا کولو ضرورت منځ ته راځې، کوم ته چي " حس" نه ځواب ورکولاي شي او نه يې د پېږندلو جوگه دی. د درد د لامل د پېږندنې لاره له پوښتنو، شکونو او آزمايښتونو تېرېږې. ډاکتر نه يوازي له تاسو څخه پوښتنې کوي، بلکې شکونه هم ورسره شته دي: ډاکتر شک لري چي دا به د زړه ناروغې وي، دا به دکومې عضلې درد وي ... له پوښتنو او شکونو ورسته د څېړنو او ازمايښتونو وار راسېږې، کوم چي د عقل او علم پوسيله تر سره کېږې.
په انسانې ټولنه کي پرمختگ هغه وخت پېل شو چي " انديښنه ازاده" او " زده کړه خپلواکه" شوه. ورته وگورې دا لويې او درنې طيارې هوا ته د کرامتونو په ځای، له زرگونو آزمايښتونو، زرگونوشکونو، زرگونوترديدونو او د زرگونو تېروتنو له منلو او سمولو وروسته د انديښنې او تفکر په برکت فضا ته پورته کېږې.
په ننۍ نړۍ کي ترټولو لوی ځواک پوهنه ده او دا ځواک د زده کړې پوسيله تر لاسه کيداي شي. د پوهنې ځواک په خپلواکې او په هميشنی بدلون کي دی. د پوهنې ځواک په " ولې" ، " شک" ، " ترديد" او " ازمايښت" کي دی. په نړۍ کي نه يوازي د يوه او دو هيوادونو، بلکې د ډېرو هيوادونو تجربې ښيې چي پرمختگ هغه وخت پېل شو چي زده کړه او پوهنه له دين څخه خپلواکه شوه. لامل هم دادی چي په دين کي د شک، ترديداو ازمايښت له پاره ځای نشته دی او د دين حکمونه ازلې او ابدي دي، خو دعلم او د علمي د پرمختگونو محرکه قوه شک اوازمايښت دي. په بل عبارت شک او آزمايښت د علم روح بلل کېږې.
ماشومان ددې له پاره ښوونځی ته استول کېږې چي ذهنونه يې روښانه شی او د خپل عقل او خرد د په کار اچولو سره ددې وړتيا پيدا کړې چي ترڅو ځان، دنيا او د دنيا واقعيتونه وپېږنې او ټولنې ته هم عقل او پوهنه راوړې او د واقعيتونو، ستونزو، ناخوالو، نابرابريو او حالاتو په هکله پوښتنې، شکونه او ترديدونه را پورته کړې. د زده کړې اساسي موخه داده چي ماشومان د سبا له پاره چمتوشي. د زده کړې موخه داده چي د يوه ځانگړی وگړی استعدادونه او ابتکارونه و غوړېږې. د زده کړې موخه داده چي ماشومان نورو ته د درناوی او احترام کولوپه روحيه وروزل شي او په تېره بيا د گلوبالېزم په شرايطو کي، چېرې چي بری او ماتې، وروسته پاتی والی او پرمختگ د علم او تکنولوژې په برخو کي په سياليو پوری تړلی دي. سبا به بريالې هيوادونه هغوې وې چي د خپلو ماشومانو له پاره يې له کرکې او تبعيض څخه خالې پراخ او پرمختلونکي امکانات برابر کړې دې.
[color=yellow:959fe46fd8]له بده مرغه په افغان ټولنه کي تر همدې دمه پوري د زده کړې د وژلو او د انديښنې اخستلو او ځپلو هڅې پېاوړې پاتې کېږې او هغوې چي له ځانه او زمانې بيگانه دي دا ډول هڅې د فرهنگ او په تېره بيا د مذهب په نومونو تر سره کوي[/color:959fe46fd8].[color=red:959fe46fd8]له انسان څخه د انديښنې د خپلواکې اخستل، له انسان څخه د انسانيت، د ارادې او د شخصيت اخستلو په معنې هم دي او دا د انسان او د هغه په وړاندي نه بښونکی جنايت دی [/color:959fe46fd8]. که له يوه لوری ملاـــ طالب د ښوونځيو په سوزولو سره لس گونو زره ماشومان د زده کړې او پوهې له حقه محروموي، له بله لوری په مزار کي يوه بدوې محکمه په ورته دود سره له سيد پرويز کامبخش څخه د پوښتنې او انديښنې په گناه د ژوندحق اخلې.
انسان د معدې تر څنگ ذهن اوعقل هم لرې، کوم چي د معدې په شان تغذیه کولو ته اړتيا لرې. دانديښنې ازادې او د پوهې خپلواکې دي چي ذهن او عقل ته غذا ورکوې. د انسانانو د ذهن او عقل ايسارول او له هغوې څخه د پوهې حق اخستل په انسانانو کي ماليخوليايې حالت منځ ته راوړې، چېرې چې انسان له دنيا او ژوندڅخه مخ گرزوې، چېرې چي انسان له ځانه او ټولنې بيگانه کېږې، چېرې چي انسان هيلې او اميدونه له لاسه ورکوي او چېرې چي انسان ته د بې ارزښتې او يوازيتوب پېاوړی احساس پيدا کېږې. دا د انسان له پاره ډېر ناوړه روانې حالت دي. همدارنگه دا د انسان څېره او د هغه بيولوژيکې جوړښت نه دي چي د هغه چلند، تلنو او کړو ته لوری ورکوي، بلکي دا د هغه روانې حالت دي چي د هغه د چلندونو او تلنو لوری ټاکې.

[color=yellow:959fe46fd8]ننیو واقعيتونو ته په" پرون "کي تعريف او حل نه پيدا کېږې[/color:959fe46fd8]
افغانې ټولنه له ډېرو او رنگارنگو ستونزو سره مخامخه ده. دا ستونزې څوگونې او اوږد تارېخ او ژورې ريشې لرې. دلته له پېړيو را پاتې ستونزې نه يوازي حل شوې نه دي، بلکې پېږندل شوې هم نه دې. له موږ سره له ډېرې پخوا دا تفکر مل دی چي له يوې خوا ستونزو ته سر ټيټ کړو، د نصيب او تقدير په نومونو يې قبولې کړو، د خپل برخليک نه جلاکيدونکي برخه يې وبولو او له بلې خوا د شته ستونزو ملامتې په بل چا وروغورزو. دا ډول چلند نه يوازي د خپلې ټمبلې د پټولو هڅه ده، بلکې له مسؤلیت څخه د ژغورلو هڅه هم شمېرل کېږې. موږ تر اوسه ددې وس هم نه دی موندلی چي ستونزې وچڼو او وگورو چي د ستونزو په اوږده او پېجېلی ځنځېر کي اصلي کړۍ چېرې ده. په بل عبارت فکر وکړو چي په ستونزو کي اصلې ستونزه کومه ده. د اصلې ستونزې يا د اصلې کړۍ په پيدا کولو سره ددې عملي امکان منځ ته راځې چي د پيښو لوری درک او د حل سمه لاره هم پيدا شي.
بله نيمگړتيا داده ،په ځای ددي چي په خپله فکر وکړو او د ستونزو حل را وباسو خوښېږې مو چي دحل لارې د نورو په فکرونو، د نورو فارمولونو او په پرونی جوړشويو حکمونو کي ولټوو. د بيلگې په توگه که پرون موږ له ستونزو سره مخامخ کيدو، بې له دي چي په خپله فکر وکړو، او بې له دي چي له خپل خرد او عقل څخه کار واخلو، بې له ځنډه مو لنېن او د هغه منتخباتو ته مراجعه کوله چي هغه په دي هکله څه ويلې. د ستونزو په حل کي دي ډول تقليد په موږ دومره غلبه کړې وه چي په خپله فکر کول را څخه هېر شوی وو. همدارنگه ايديولوژيک او د تقليد تفکر له موږ څخه دا وړتيا اخستې وه چي خپلې نيمگړتياوې او تېروتنې پيدا کړو. د ټولو ناخوالو، نيمگړتياو او حتې د خپلو تېروتنو ملامتې مو هم په نورو وراچوله.
همدا اوس هم په پراخه کچه يو شمېر د ننۍ دنيا واقعيتونو ته په پرونېو حکمونو کي تعريفونه پيدا کوي او ننۍ پېچېلې ستونزې د توراو سپين، د حلال او حرام په ساده معيارونو حل کول غواړې. په تېره بيا ټولنېزو مسلو او پيښوته، کومې چي نه يوازي په هميشنی بدلون کي دي، نه يوازي بې سارې چټکي سره بدلېږې، بلکې ډراماتيکې ځانگړتياوې لرې او سختې پېچېلې هم دي. د پاکستان حالاتو ته وگورې او فکر ورته وکړې. دلته ورستيو ټاکنو د ډېرکتونکو د باورونو خلاف د دموکراسي الترناتيف په پېاوړې توگه را څرگند شو او د واک دو پېاوړيو فکتورونو، دواړو، ملا او جنرال د خلکو له خوا کلکې څپېړې وخوړلې. د پښتنو په سيمو کي هم د انتظار په خلاف خلکو ملا اومولانا ته شا ور وگرزوله او سيکولر استاذو ته يې خپله رايه ورکړه. په نړۍ کي وېره دا وه چي په پاکستان کي مذهبې بنسټ پالنه واکمنه نه شي، [color=white:959fe46fd8]خود پاکستان خلکو په دې ټاکنو کي له سياست څخه نه يوازي د جنرال، بلکې د ملا او مولانا د جلا کولو روښانه او پېاوړی پېام هم درلود[/color:959fe46fd8].اوس هيله داده چي رامنځ ته شوی حالت ټينگ او پراخ شي او دواړه ملا او جنرال له دي پيام څخه درس او عبرت واخلې. رښتيا هم چي په پرون کي د نن له پاره ځواب نه پيدا کېږې. [color=red:959fe46fd8]هغه وگړې چي ټولنېزو مسلوته د قطعي او مطلق حل غوښتونکي دي نه يوازي له زمانې بيگانه او د پيښو د لوری د پېږندلو په کارکي پاتې راغلې دي، بلکې غولونکي او خطرناک هم دي[/color:959fe46fd8].
بله نېمگړتيا له ستونزو او د هغوې له حل کولو سره پرادوکس ډوله چلند کېږې. له يوې خوا ستونزې ساده کېږې او له بلې خوا د حل له پاره يې له وروستې وسيلې " زور" څخه کار اخستل کېږې. دلته له پېړيو پېړيو له انسانانو څخه په جوړه شوې يوه ټولنه کي د ډېرو وړو ستونزو د حل له پاره د " [color=yellow:959fe46fd8]زور[/color:959fe46fd8]" ، " [color=red:959fe46fd8]قهر[/color:959fe46fd8]" او د " [color=blue:959fe46fd8]غلبې[/color:959fe46fd8]" له فرهنگ څخه گټه اخستل کېږې. نه يوازي د واک او حاکميت په ډگر کي، بلکې په عادي، ورځنی او کورنی ژوند کي هم " زور" او د زور په کار اچول واکمنه بڼه لرې. د دا ډول يوه حالت معنی دا دی چي افغان ټولنه د د زور، ډار د فرمان ورکولو او فرمان وړلو يوه ټولنه ده.
موږ تر اوسه په دي نه پوهېږو هغه څه چي په ټولنه کي پيښېږې او د ناورينونو او تراژيدېو بڼه غوره کوي د موږ د غفلت، د موږ د ناپوهې اود موږ بې مسؤليتې پايلې دې. موږ نه تر اوسه په خپلواکه توگه د فکر کولو روزنه تر لاسه کړې اونه د نورو خپلواکو انديښنو او فکرونو ته آرزښت ورکو. موږ په رښتيا سره هغه مرحلې ته نه يو رسيدلې چې ټولنېزې ستونزې، تارېخې ستونزې او سياسي پيښې د بدليدونکي تفکر او خپلواکې انديښنې په بنياد مطالعه اوڅېړنه يې وکړو. که موږ له دگمونو څخه د ځان د ژغورولو وس پيدا نکړو، که له خپل عقل څخه په کار اخستلو کي پاتې راشو او انديښنې مو خپلواکې نشې همدا شان به د بنسټ پالنې ښکار او انديښنې به مو په ځوړ روانې وي.

[color=yellow:959fe46fd8]موږ او"پرونې"[/color:959fe46fd8]
موږ ته پرونيو ډېر څه کړې دي. هغوې ډېر شيان توليد کړي دي. هغوې دا وطن موږ ته را پريشی دی. هغوې ددې وطن د فرهنگ او تارېخ په ايجاد او وده کي برخه اخيستې ده. هغوې لوې او تارېخې حماسې را منځ ته کړې دې. سره ددي چي موږ په خپله د هغوې ادامه يو. خو موږ د هغوې په شان کيداي نشو. موږ پل په پل او قدم په قدم د هغوې پېروي او تقليدنشو کولاي. له پرون او له ډېر ښه پرون هم واټن نيول د يوې پرمختلونکې ټولنې طبعيې ځانگړتيا ده. که څوک غواړي او که نه غواړې ټولنې پرمختگ کوي او مخ ته ځې. دلته ستونزه له پرون څخه په واټن اخستلو کي نه، بلکې ستونزه د ټولنې د پرمختگ په څرنگوالی کي دی. پوښتنه داده چي افغانستان دکومو ځانگړتياو او دکومو آرزښتونو په واکمن کولو سره مخ ته ولاړ شي. په طبعي توگه نه يوازي پرون، بلکې نن هم په دي هکله د ټولنېز بلوغ نښانې کمزورې ښکارې. په دي برسېره د موږ اوپرون دنياوې له يو بل سره توپېر لرې. د هغوې دنيا لويه او ساده دنيا وه. د هغوې دنيا ډېره ورو او ورو بدليدله. دموږ دنيا وړه دنيا ده او په دې وړه دنيا کي شیان او پیښې په بې سارې توگه پيچيلې شوې دې او په بې سارې چټکې سره بدلون مومې. همدا اوس دنيا په لس کاله کي د سلو او دو سوو کالنو لاره وهې. کله کله داسي څه پيښېږې چي هېڅوک يې انتظار نه کوې او په تېره بيا په افغانستان کي په وروستيوکالنو کي پيښو او بدلونونو دا ډول يوه ډراماتيکه بڼه خپله کړې ده چي وړاندوينه يې هم اسانه کار نه دی.
هغوې پرون د ستونزو د حل له پاره خپلې انديښنې او خپلې لارې درلودې. هغوې هم غوښتل چي يو ښه او هوسا ژوند ايجاد کړي، خو هغوې نه يوازي په دي کار کي بری نه درلود، بلکې موږ ته يې هم داسي څه نه دي پريښي چي د نيکمرغې او پرمختگ په لور د موږ لارښونه وکړې. پرونيو موږ ته هغه څه هم په مېراث پريشي چي درې سوه کاله، دوه سوه کاله او سل کاله پخوا بايد حل شوي واي. نورو همدومره پخوا ورته ستونزې حل کړې دې. هغوې ددې وس پيدا نکړ هغه آرزښتونه او نورمونه ايجاد کړې چي په افغانستان کي د ملت جوړولو له چارې سره مرسته وکړې. په پرونيو کي چا ته د يوې هوسا ټولنې، د يوې خپلواکې ټولنې او د يوې سياسي شوې د ټولنې د ايجاد له پاره مراجعه کولاي شو نه يوازي پرون، بلکې نن هم په تېره بيا روشنفکرانو ددې وس نه دي موندلې چي ځانونه له قبيلې پالنې او قوم پالنې څخه راوباسي. له بده مرغه دوی د دنيا او افغانستان په پيښو د قوم پالنې په زاړه دود قضاوت کوي او ددې چلند په کولو سره د پيښو او حالاتو د پېږندنې او څېړنې په کار کي خپله بشپړه بې وسې او څرگنده کمزورې ښيې.
همدارنگه له پرونيو څخه موږ ته داسي يوه علمې پانگه په مېراث نه دي را پاتې چي په دي پراگماتيکه نړۍ او د گلوبالېزم په حالاتو کي د موږ لارښوونه او مرسته وکړې او را ته وښيې چي په دې نړۍ کي د موږ ځای چېرې دی، هغسي يوه انديښنه او هغسی يوتفکر چي په دي پراگماتيک حالت کي د موږ عمل او پراتيک ته لوری ورکړې. د موږ په پراگماتيکه دنيا کي پوهه، نورمونه او ارزښتونه دعمل او پراتيک په معيارونو سنجول کېږې او په دي دنيا او په تېره په افغانستان کي د ستونزو او پرابلمونو حل د عملي چلند په کولو سره د عملي پايلو غوښتونکی دی. ددې خبرو له يادولو د ما مطلب دادی چي افغانې ټولنه تر اوسه هم د علمې تفکر او خپلواکې انديښنو له نشتوالی سره مخامخه ده. د موږ په وړاندي د پرونيو په پرتله ډېرې او څو اړخېزې پوښتنې اوپېچېلې ستونزې پرتې دي. دې پوښتنو ته د ځواب ورکولو او دې ستونزو ته د حل پيدا کولو په کارکي پرون د موږ مرسته نشي کولاي.


ډوکتر څپاند
29.02.2008

ګرانو لوستونکو!
يوه عالم ويلی دی چی  "په خبره نه پوهيدم نو ځکه رانه اوږده شوه"
که موږ په ننی نړی کی د برياليو لارښونکو او واکدارانو مقالی او ويناوی واورو
او ولولو نو دا به جوته شی چه مطالب په خلص اوساده ډول بيانيږی او هر څوک پری
پوهيدی شی او دهغی دغلط تعبير نه مخنيوی کيږی٠
زما په اند دخروټی دا مقاله ودی مطلب ته ګوته نيسی چه ګواکی مذهب ددی 
زمانی ضرورياتو ته ځواب نشی وکولای او د زمانی ستره لارښوده ايدېولوژی
غربی دموکراسی ده او بس٠
زه سره ددی چه  په مذهب او په غربی دموکرسی کی تحصيلات نلرم مګر دا راته
په ډيره سادګی او روښانتيا جوته شوه چه ښاغلی خروټی د اسلام دمقدس دين په
اړ کافی معلومات نلری٠دی چه داسلام نه بحث کوی نو طالبان او اخوانيان دده
نمونی او مثالونه دی٠
جناب خروټی: ور شه او داسلام دصدر په اړ مطالعه وکړه،هله به پوه شی چه"اين
راه که تو ميروی به ترکستان است"


pattang
29.02.2008

زه به يوه بله ور پسې کړم :
دا خلک په خپلو قومي او ديني اخلاقو او معنوياتو باور او ايمان نلري ، دا پر دې
مانا چې غلط لوی شوي دي ٠
اوپه پښتو کې سړی داسې ورته وايې :
هلکه خپله کونه درڅخه ورکه شوې ده ٠


mehman
29.02.2008

دوستان عزیز سلام بر شما !
[quote:99b6e05c23]دخروټی دا مقاله ودی مطلب ته ګوته نيسی چه ګواکی مذهب ددی
زمانی ضرورياتو ته ځواب نشی وکولای او د زمانی ستره لارښوده ايدېولوژی
[color=blue:99b6e05c23]غربی دموکراسی[/color:99b6e05c23] ده او بس٠ [/quote:99b6e05c23]
مقولۀ دموکراسی غربی در افغانستان آفریدۀ کسانیست که در مخالفت با دولت کنونی همۀ نا بسامانی های موجود در کشور را محصول به گفتۀ شان" دموکراسی غربی " میدانند. این شیوۀ طرز دید شبیه نظر آنعده از کسانیست که عملکرد منفی و ویرانکاری اسلامگرا ها را به دین اسلام مرتبط میدانند!

تعریف و درک دموکراسی عمیقتر از انست که بتوانیم در چند سطر آنرا تحلیل نمائیم.
[color=blue:99b6e05c23]به نظر من عالیترین و پیشرفته ترین و مشکلترین شکل حاکمیت که بشر تا امروز توانسته است به وجود بیاورد، سیستم دموکراسی میباشد.دموکراسی در کشور های مختلف و جوامع مختلف فرق میکند.این سیستم از اول تکمیل نبوده و با گذشت زمان اصلاح و مکملتر میگردد.[/color:99b6e05c23]

با تقدیم حرمت


منلی
29.02.2008

يوځاي داسې لېکي
[quote:b602a6a999]د بيلگې په توگه که پرون موږ له ستونزو سره مخامخ کيدو، بې له دي چي په خپله فکر وکړو، او بې له دي چي له خپل خرد او عقل څخه کار واخلو، بې له ځنډه مو لنېن او د هغه منتخباتو ته مراجعه کوله چي هغه په دي هکله څه ويلې د ستونزو په حل کي دي ډول تقليد په موږ دومره غلبه کړې وه چي په خپله فکر کول را څخه هېر شوی وو. همدارنگه ايديولوژيک او د تقليد تفکر له موږ څخه دا وړتيا اخستې وه چي خپلې نيمگړتياوې او تېروتنې پيدا کړو. د ټولو ناخوالو، نيمگړتياو او حتې د خپلو تېروتنو ملامتې مو هم په نورو وراچوله. [/quote:b602a6a999]

يوه بلا بلې بلا ته وايي باوو


Lotfollah
29.02.2008

[quote:41784b3c17]يوه بلا بلې بلا ته وايي باوو[/quote:41784b3c17]
یعنې څه ؟ دا اشاره تفصیل ته اړتیا لری!


پښتون زلمی
01.03.2008

دبیان آزادۍ په اړه په هر ځاي کې هر دولت خپلې سرې کرښي لري ، چې هیچا ته
حق نه ورکوي چې له هغو سرو کرښو تیر شو ، او دبیان د آزادۍ دا مانا نه ده

چې هر یو دې راځی او هر څه چټیات دې له خولې او قلمه وباسي او مونږ به ورته
لاسونه پړقوو چې دا خو دبیان آزادي ده
اروپا او امریکا چې ځانته دبیان دآزادۍ مور وايي ، که له تاسو (دکامبخش مدافعینو) کوم کس دا زړه وکړي چې په یوه اخبار کې دې دیهودو دهولوکاسټ
دشمیرنو په اړه یواځې خپله اندیښنه وښايي ، چې مثلا دوژل شوو یهودو شمیر
دومره نه وو، بلکه کم وو، نو بیا به ورته پته ولګیږي چې له سیر نه څو پخیږي
سره له دې چې تاریخي حقیقت دادې چې دیهودو شمیر تر شپږو ملیونو ډیر کم وو، ایله بیله به یو لک ته رسیږي یا یو نیم لک ته رسیږي، اصلا په ټول المان کې شپږ ملیونه یهودان نه وو، نو څنګه دومره له منځه لاړل،
او دا یونیم لک ځکه وژل شوي، ځکه چې هټلر خپل هر مخالف له منځه وړه، او په
همدومره اندازه المانیان يي هم وژلي دي.
نو دبیان دآزادۍ دعواګرو:
تاسو یو وار ته دا جرات وکړۍ ، پس له دې جراته بیا حق لرۍ چې د بیان دمطلقې آزادۍ په اړه وغږیږۍ

په کامل احترام


Anonymous
01.03.2008

[quote:db17c92a91="افغان پښتون"]دبیان آزادۍ په اړه په هر ځاي کې هر دولت خپلې سرې کرښي لري ، چې هیچا ته
حق نه ورکوي چې له هغو سرو کرښو تیر شو ، او دبیان د آزادۍ دا مانا نه ده

چې هر یو دې راځی او هر څه چټیات دې له خولې او قلمه وباسي او مونږ به ورته
لاسونه پړقوو چې دا خو دبیان آزادي ده
اروپا او امریکا چې ځانته دبیان دآزادۍ مور وايي ، که له تاسو (دکامبخش مدافعینو) کوم کس دا زړه وکړي چې په یوه اخبار کې دې دیهودو دهولوکاسټ
دشمیرنو په اړه یواځې خپله اندیښنه وښايي ، چې مثلا دوژل شوو یهودو شمیر
دومره نه وو، بلکه کم وو، نو بیا به ورته پته ولګیږي چې له سیر نه څو پخیږي
سره له دې چې تاریخي حقیقت دادې چې دیهودو شمیر تر شپږو ملیونو ډیر کم وو، ایله بیله به یو لک ته رسیږي یا یو نیم لک ته رسیږي، اصلا په ټول المان کې شپږ ملیونه یهودان نه وو، نو څنګه دومره له منځه لاړل،
او دا یونیم لک ځکه وژل شوي، ځکه چې هټلر خپل هر مخالف له منځه وړه، او په
همدومره اندازه المانیان يي هم وژلي دي.
نو دبیان دآزادۍ دعواګرو:
تاسو یو وار ته دا جرات وکړۍ ، پس له دې جراته بیا حق لرۍ چې د بیان دمطلقې آزادۍ په اړه وغږیږۍ

په کامل احترام[/quote:db17c92a91]
کاکو زه نپوهيژم هولوکاست څشي دي مګر تا پخپله خو په اړه يي ليکلي نو د تا سر چا درغوڅ کئ؟
يوه شځه چي هيوان ريدلي يا څشي نوميژي په بريتانيه دولت کي مسلمانه شوي ده د بريتانيي دولت پر ضد ليکني کوي د بريتانيي دولت خو تر دي ګړئ نده اعدام کړي؟ مګر کامبخش چي يوه پوشتنه کړي يا نيوکه کړي اعدام کيژي نو دا څومره توپير دي؟ ازادي نو څشي وي کاکو؟


pattang
01.03.2008

ځينې .......، پر دې افتخار کوې چې د غربيانو ګران شی وروڅټې
اوبس بر تانيا خپل قانون لري ا فغانستان خپل او شريعت خپل .
په تکساس USA کې ولې خلک ادامېږي اوپه انګليستان کې نه ?
هر ملک هر يې قانون ، ته نو نور څه وکړې ? يو څه خو به ليکې چې دالر کم نشي
نالت پر هغوی چې خپل معنو يات خرڅوي او دنورو کلتوري غلامي کوي ٠

[quote:f2a9fb856e="khan jan"][quote:f2a9fb856e="افغان پښتون"]دبیان آزادۍ په اړه په هر ځاي کې هر دولت خپلې سرې کرښي لري ، چې هیچا ته
حق نه ورکوي چې له هغو سرو کرښو تیر شو ، او دبیان د آزادۍ دا مانا نه ده

چې هر یو دې راځی او هر څه چټیات دې له خولې او قلمه وباسي او مونږ به ورته
لاسونه پړقوو چې دا خو دبیان آزادي ده
اروپا او امریکا چې ځانته دبیان دآزادۍ مور وايي ، که له تاسو (دکامبخش مدافعینو) کوم کس دا زړه وکړي چې په یوه اخبار کې دې دیهودو دهولوکاسټ
دشمیرنو په اړه یواځې خپله اندیښنه وښايي ، چې مثلا دوژل شوو یهودو شمیر
دومره نه وو، بلکه کم وو، نو بیا به ورته پته ولګیږي چې له سیر نه څو پخیږي
سره له دې چې تاریخي حقیقت دادې چې دیهودو شمیر تر شپږو ملیونو ډیر کم وو، ایله بیله به یو لک ته رسیږي یا یو نیم لک ته رسیږي، اصلا په ټول المان کې شپږ ملیونه یهودان نه وو، نو څنګه دومره له منځه لاړل،
او دا یونیم لک ځکه وژل شوي، ځکه چې هټلر خپل هر مخالف له منځه وړه، او په
همدومره اندازه المانیان يي هم وژلي دي.
نو دبیان دآزادۍ دعواګرو:
تاسو یو وار ته دا جرات وکړۍ ، پس له دې جراته بیا حق لرۍ چې د بیان دمطلقې آزادۍ په اړه وغږیږۍ

په کامل احترام[/quote:f2a9fb856e]
کاکو زه نپوهيژم هولوکاست څشي دي مګر تا پخپله خو په اړه يي ليکلي نو د تا سر چا درغوڅ کئ؟
يوه شځه چي هيوان ريدلي يا څشي نوميژي په بريتانيه دولت کي مسلمانه شوي ده د بريتانيي دولت پر ضد ليکني کوي د بريتانيي دولت خو تر دي ګړئ نده اعدام کړي؟ مګر کامبخش چي يوه پوشتنه کړي يا نيوکه کړي اعدام کيژي نو دا څومره توپير دي؟ ازادي نو څشي وي کاکو؟[/quote:f2a9fb856e]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=white:f2a9fb856e]ځينې .......،[/color:f2a9fb856e]

پتنګه !
بیا دې تیری وکړ (؟) تردې بد عمل بدتر غبرګون ته سترګې په لار اوسه ،سر بیره پر دې د بحث د بڼې د خرابولو مسولیت هم ستا به غاړه درلویږي چې لومړی تیری دې کړی .
وطنمل


ډوکتر څپاند
02.03.2008

غربی دموکراسی و هغه لوځی شځی ته ورته ده چه له ورايه ډیر زينت لری
مګر که مجبور شوی چه په يوه کور کی ژوند ورسره وکړی نو هله به خبر 
شی چه تارو جبی له ورشی٠
غربی دموکراسی دجمعی اطلاعاتو د وسايلو په ژبه او لاس چليږی،او دا وسايل بيا د سترو سرمايدارانو تر مطلق کنترول لاندی دی٠
په دی هيوادونو کی دوه ګوندونه چه هغوې هم دپردی تر شاه سره يو دی حکومت کوی٠کله يو او کله بل ګند په قدرتکی وی او دویمګړی دمخالف ګوند تر نامه لاندی
 فعايت کړې او معاش اخلی٠که چير ته يو دريم ګوند را پيدا شی نو بيا دا دواړه ورته یو شی او ل منځه ی یوسی٠ 


مازدیګر
02.03.2008

[quote:7e5eacef8f]غربی دموکراسی دجمعی اطلاعاتو د وسايلو په ژبه او لاس چليږی،او دا وسايل بيا د سترو سرمايدارانو تر مطلق کنترول لاندی دی٠ [/quote:7e5eacef8f]

دنخښی منځ پکی همدغه ده له بده مرغه د غرب دموکراسی دیهود لنګه غوا ده
کوچ یی سودخواره یهودان خوری په شړومبو یی غربیان خوبیولی دی او
شوتلو پنډو ته یی دا زموږ مور مړی پلار مړی ساتلی دی
ویل کیږی چې یوازی په امریکی کی هرکال دشلو زرو شاو خوا خلک داسلام
دین ته اوړی داسلام دین په امریکا او اروپا کی تر نورو ټولو ادیانو زیات
په چټکتیا خپریدونکی دین ده نو نه خود بوش په وطن کی او نه هم کوم اروپایی هیواد کی
څوک په دی تور په دار شول او نه به شی دا ځکه چی کوم سودخواره چی
ددموکراسۍ دپردی تر شا ناست دی او دپیپسی کولا کوکاکولا په نوم
دغربیانو او شرقیانو وینی څښی هغوی دمسلمانانو په کلمه ویلو لمونځ روژی حج زکات نه خفه کیږی هغوی صرف له دی ډاریږی چې مسلمان چرته ددی جوګه نشی
چی هغه اقتصادی ټولنیز نظام ته مخ وا نه ړوی کوم چې له ننه څوارلس سوه کاله
مخکی په مدینه کی راغی ( او دمسلمان کم نصیبی به ورته ووایو چی له نبی (ص) اوخلفای راشدینو رضی الله تعالی علیهم اجمعین نه پس چا په سترګو ونه لید)
نو دیهود ویره صرف همدغه ده او ددی د مخ نیوی لاره یی همدا پیدا کړی ده
چې (میډیا)یی تر خپل قوی کنترول لاندی ساتلی ده
دومره په زوره زوره دروغ وایی چې رشتییا پکی ګرسره نه اوریدل کیږی بلکه
زموږ خپل مسلمانان خواران پکی داسی لاهو دی چی ددوی په ژبه ددوی
دخیرن نظام تعریف او تو صیف ډیر علمیت ګڼی او غواړی موږ هم په دی وپوهوی
چې هاغه پرون مو چې دمارکس سندری درته ویلی هاغه یوه کوچنۍ غوندی
اشتباه وه اصل شی خو این است.........
چې لنډه یی کړو نو دومره ده چې ټوله جګړه په نظام ده دیهود نظام سودخوړل
ده غربیان دیهود په ولکه کی دی او مسلمان له خپل نظام نه نا خبره او لری ده
دجهان (میډیا) پوهان او نا پوهان ټول دیهود په چوپړ کی ده
او چې تر څو مسلمان له خپل نظام نه خبر نه ده او په ځان یی نه ده عملی کړی
او بیا یی نورو ته نه ده وړاندی کړی تر هغی به دغه جهان وی او دغه به یی ناورین
نه به پکی خپله مسلمان ښه ورځ ووینی او نه غربیان.


Anonymous
02.03.2008

[quote:ed4545a69d="pattang"]ځينې خلک د خره مازغه لري ،پر دې افتخار کوې چې د غربيانو ګران شی وروڅټې
اوبس بر تانيا خپل قانون لري ا فغانستان خپل او شريعت خپل .
په تکساس USA کې ولې خلک ادامېږي اوپه انګليستان کې نه ?
هر ملک هر يې قانون ، ته نو نور څه وکړې ? يو څه خو به ليکې چې دالر کم نشي
نالت پر هغوی چې خپل معنو يات خرڅوي او دنورو کلتوري غلامي کوي ٠

[/quote:ed4545a69d]
ځيني سړي بيا پدري خرکوس وي کاکو لکه خداي چي په پشتنو کي ته او ستا په څير نور پيدا کړي دي د پلار ماندينه دي المانيانو دروغوله هغه سړي مي په کندهار کي ليدلي چي ستا پر شځو پسي سوباړي په لاس ګرځيدلئ د هغه څيره په قران تر خره کمه نه وه کاکو
قانون د هر چا خپل دي مګر بشري حق هر سړي هرچيري لري - په تکساس کي کوم سړي د عيسوي مذهب پر پريشودو اعدام شوي؟ يوه بيلګه خو راکه
که ترورستان اعداميژي نو هغه انصاف دي بد نکړي نو-


بابړ
02.03.2008

خروټيه!
ته کوستې زن خو داسي ځان ښيې چې ګني يو څه خو به يې !
خو غول هم نه يې ،
تا تر اوسه افغاني ټولنه نده پېژندلې !
ته خر ک وس کتابي خبري يوې خواته پرېژده ،د افغاناني د چاپېريال په حدودو کې يو څه ووايه!
دا افغانستان دی ؟!
په درناوي


Lotfollah
02.03.2008

[quote:9f5971f063]خروټيه!
ته کوستې زن خو داسي ځان ښيې چې ګني يو څه خو به يې !
خو غول هم نه يې ،
تا تر اوسه افغاني ټولنه نده پېژندلې !
ته خر ک وس کتابي خبري يوې خواته پرېژده ،د افغاناني د چاپېريال په حدودو کې يو څه ووايه!
دا افغانستان دی ؟!
په درناوي[/quote:9f5971f063]
دا چې د ښاغلي خروټي لیکنه د هغه له خوا نه بلکه د 13م ميلمه له خوا بحث ته ایښودل شوې ده، نو دﺉ باید د پورتني سپکو سپورو ځواب ووایي !


13م ميلمه
02.03.2008

[quote:623ef14f76="Lotfollah"]
دا چې د ښاغلي خروټي لیکنه د هغه له خوا نه بلکه د 13م ميلمه له خوا بحث ته ایښودل شوې ده، نو دﺉ باید د پورتني سپکو سپورو ځواب ووایي ![/quote:623ef14f76]

ستاسود دغۀ وړانديز په ځواب کې ستاسي خپلې خبرې چې دغلته مو کړي راوړم، فکر کوم ډېر مناسب به وي:

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=24502&highlight=#24502

[quote:623ef14f76="Lotfollah"]
ګرانو دوستانو سلام علیکم
ښه به دا وی چې دغه شخصی تعرضونه پرېږدوو !

والسلام![/quote:623ef14f76]

نو : [color=white:623ef14f76]ګرانو دوستانو سلام علیکم
ښه به دا وی چې دغه شخصی تعرضونه پرېږدوو ! [/color:623ef14f76]

والسلام


pattang
02.03.2008

خبره به دې درغبرګه کړم:
زه ګمان کوم چې کاکو دې اول خوند کتلی وي , نو ځکه له کاکو سره حساسيت لرې ،
بې ناموسه ! کاکو خو اوس هم ستا ناموس در ګټي خو تاسو مردګاوانو په کابل
کې اشغالګرو ته فاحشه خانې جوړې کړې دي.
د بې منطقه زويه ته خپل غول کناراب ته نشې روسولی ته د بيان دازادي په مانا
څه پو هېږې ? ستا لپاره دايوشی ازادي ده ، دالر واخله ناموس خرڅ کړه٠
تاسولودګان په څه شي پوهېږ ۍ ? هرڅومره چې اشغالګر په افغانستان کې وي 
هغومره به ستاسو غواورسره لنګه وي٠  تاسوبېناموسانو ښه پلمه له اشغالګروسره
يو ځای جوړه کړې : [color=yellow:beea8443f7](طالب ،القاعده او تروريزم)[/color:beea8443f7]  
اشغالګر صليبيان دخپلواقتصادي اوکلتوري هدفونو لپاره دې پښتنو کورونه
تلاشي کوي او بي ګنايې وژني ، خو تاسې دخوګ اولاده او مردګاوانو سترګې
کښته اچولې او خپل ناموس په دالرو خر څه وۍ٠
د بې کلتوره زويه ته بيا ماته د بيان د ازادي درس را کوې ?
په مور خو به دې ډينمار کيان نوي سپاره شوي چې دبيان دازادۍ نزاکت
او سرحد داسې تعريفه وې لکه غربيان ?په افغاني ، اسلامي جامعه کې دبيان
ازادي خپل سر حد لري ٠ په غرب کې خو دبيان ازادي داسې هم دی که د چا په مور
څوک سپور وي او يو بل څوک يوه ښه بيان پسې وليکي نودې زوی لپاره يې
بې تفاوته ده ،نو ته داراته ووايه که ستا په مور يو سور خوټۍ امريکايې سپور شي
اوتاته يې څوک قصه وکړي ته به څه کوې ?
[quote:beea8443f7]هغه سړي مي په کندهار کي ليدلي چي ستا پر شځو پسي سوباړي په لاس ګرځيدلئ د هغه څيره په قران تر خره کمه نه وه کاکو[/quote:beea8443f7]
دخرې زويه دلته په ټولو کنداريانو قومي تعرض کوې او دکند هار خلک خو
تاريخي کلک پښتانه دي ، زه ګمان نکوم چې هغه په کندهار کې (سوباړي په لاس
ګرځېدلی وي ) کنداريان خوبيا له خپل سره څخه هم تېرېږي نو که تا ليدلی وي
نو يواځې ستا دماندينې د خوب په ځای کې به دې ليدلی وي٠
که نور غول دې وخواړه نور به دې هم سپک کړم٠
نالت دې خدای دې وي پر تاسي چټل خورو او بې ناموسانو٠

[quote:beea8443f7="khan jan"][quote:beea8443f7="pattang"]ځينې خلک د خره مازغه لري ،پر دې افتخار کوې چې د غربيانو ګران شی وروڅټې
اوبس بر تانيا خپل قانون لري ا فغانستان خپل او شريعت خپل .
په تکساس USA کې ولې خلک ادامېږي اوپه انګليستان کې نه ?
هر ملک هر يې قانون ، ته نو نور څه وکړې ? يو څه خو به ليکې چې دالر کم نشي
نالت پر هغوی چې خپل معنو يات خرڅوي او دنورو کلتوري غلامي کوي ٠

[/quote:beea8443f7]
ځيني سړي بيا پدري خرکوس وي کاکو لکه خداي چي په پشتنو کي ته او ستا په څير نور پيدا کړي دي د پلار ماندينه دي المانيانو دروغوله هغه سړي مي په کندهار کي ليدلي چي ستا پر شځو پسي سوباړي په لاس ګرځيدلئ د هغه څيره په قران تر خره کمه نه وه کاکو
قانون د هر چا خپل دي مګر بشري حق هر سړي هرچيري لري - په تکساس کي کوم سړي د عيسوي مذهب پر پريشودو اعدام شوي؟ يوه بيلګه خو راکه
که ترورستان اعداميژي نو هغه انصاف دي بد نکړي نو-[/quote:beea8443f7]


منلی
02.03.2008

Lotfollah لیکی
[quote:de931ed112]اقتباس:
يوه بلا بلې بلا ته وايي باوو

یعنې څه ؟ دا اشاره تفصیل ته اړتیا لری![/quote:de931ed112]

که لڼډه یی درته وویم خروټی صیب په خلقیانو اوپرچمیانو پوری خندا کوی او خپله په ګریوان کې سر نه ټیټه وی چې ځما اودهغه څه فرق دی په تقلید او غلامی کې


mehman
03.03.2008

دوستان عزیز سلام بر شما!
[quote:4e27083853]غربی دموکراسی و هغه لوځی شځی ته ورته ده چه له ورايه ډیر زينت لری
مګر که مجبور شوی چه په يوه کور کی ژوند ورسره وکړی نو هله به خبر
شی چه تارو جبی له ورشی٠
غربی دموکراسی دجمعی اطلاعاتو د وسايلو په ژبه او لاس چليږی،او دا وسايل بيا د سترو سرمايدارانو تر مطلق کنترول لاندی دی٠
په دی هيوادونو کی دوه ګوندونه چه هغوې هم دپردی تر شاه سره يو دی حکومت کوی٠کله يو او کله بل ګند په قدرتکی وی او دویمګړی دمخالف ګوند تر نامه لاندی
فعايت کړې او معاش اخلی٠که چير ته يو دريم ګوند را پيدا شی نو بيا دا دواړه ورته یو شی او ل منځه ی یوسی٠ [/quote:4e27083853]
دموکراسی غربی؟ کدام غرب ؟ آیا تمام کشور های غربی نظام یک رنگ دارند؟ آیا کدام دموکراسی دیگر هم وجود دارد؟ اگر دارد تفاوت آن چیست؟
ابراز نظر فوق نمایانگر مخالفت نویسندۀ آن به عملکرد کشور های غربی در عراق، افغانستان و غیره میباشد که به دموکراسی هیچ ارتباط ندارد همانگونه که طالبان و القاعده عملکرد شان را مطابق به رهنمود های اسلام میدانند در حالیکه همه میدانند که این عملکرد شان صرف به منظور اهداف سیاسی است و به دین اسلام ارتباط ندارد.
یکبار دیگر باید عرض شود که صحبت بالای دموکراسی است نه بالای عملکرد این و یا آن کشور!
نکتۀ مهمیکه در مقالۀ آقای خروتی جلب توجه مینماید [color=blue:4e27083853]آزادی اندیشه و استقلال در دانش است[/color:4e27083853] که یکی از ارکان مهم دموکراسی است.

با تقدیم حرمت


Lotfollah
03.03.2008

[quote:f2023eb102]که لڼډه یی درته وویم خروټی صیب په خلقیانو اوپرچمیانو پوری خندا کوی او خپله په ګریوان کې سر نه ټیټه وی چې ځما اودهغه څه فرق دی په تقلید او غلامی کې[/quote:f2023eb102]
دروند منلی صاحب زه اعتراف کوم چې ما د ښاغلي خروټي صاحب لیکنه دوه ځلی ولوستله، خو دخلقیانو او پرچمیانو کلمې مې په کښې ونه موندل .
زما په نظر خروټي صاحب زمونږ په ټولنه کې [color=blue:f2023eb102]د خپلواکې انديښنې د نشتوالي[/color:f2023eb102] په اړه یوه ډېره په زړه پورې لیکنه کړې ده او پدې ارزي چې سړﺉ دا مقاله په غور او ناپېلتوب ولولي او که لازم وي دوه ځلي یې ولولي، ځکه چې مقاله اوږده ده او بیا دې عادلانه قضاوت وکړي او له ځانه وپوښتي چې آیا ښاغلي خروټي دواقعیت خبرې یې ندي کړي؟

والسلام


وطندوست
03.03.2008

[quote="Lotfollah"][quote:1a855bdcc0]
زما په نظر خروټي صاحب زمونږ په ټولنه کې [color=blue:1a855bdcc0]د خپلواکې انديښنې د نشتوالي[/color:1a855bdcc0] په اړه یوه ډېره په زړه پورې لیکنه کړې ده او پدې ارزي چې سړﺉ دا مقاله په غور او ناپېلتوب ولولي او که لازم وي دوه ځلي یې ولولي، ځکه چې مقاله اوږده ده او بیا دې عادلانه قضاوت وکړي او له ځانه وپوښتي چې آیا ښاغلي خروټي دواقعیت خبرې یې ندي کړي؟
والسلام[/quote:1a855bdcc0]

دواقعیت خبری نه
بلکه سوچه جک يي وهلي دي ،
ما خو کرت ولوستله ، په لوستلو او په وخت ضایع کولو يي پښیمانه شوم
دوه روپۍ نه ارزي ، لکه څنګه چې دځینو سرونه دوه انې نه ارزي
رنګ دې ورک شې ددی ټولو مردار خورو او دهغوي د لاسپوڅو


Lotfollah
03.03.2008

watanzar لیکي:
[quote:0f6ad29528]دواقعیت خبری نه
بلکه سوچه جک يي وهلي دي ،
ما خو کرت ولوستله ، په لوستلو او په وخت ضایع کولو يي پښیمانه شوم
دوه روپۍ نه ارزي ، لکه څنګه چې دځینو سرونه دوه انې نه ارزي
رنګ دې ورک شې ددی ټولو مردار خورو او دهغوي د لاسپوڅو[/quote:0f6ad29528]
watanzarصاحب ښې چارې !
زه ستاسو نظر ته احترام کوم خو باید عرض شی چې ستاسو نظر نا پېلئ نه برېښي !
زه ښاغلئ خروټئ نه پېژنم خو داسې ښکاري، چې تاسې هغه ښاغلي سره پخوانۍ ستونزې لرئ.
که مهربانی وکړﺉ ولیکئ چې ښاغلي خروټي [color=blue:0f6ad29528]ولې سوچه جک يي وهلي دي[/color:0f6ad29528] ؟ ځکه ما د هغه په لیکنه کې کوم بد شئ و نه موندل !

والسلام


منلی
03.03.2008

Lotfollahلیکی
[quote:dd588c91fe]دروند منلی صاحب زه اعتراف کوم چې ما د ښاغلي خروټي صاحب لیکنه دوه ځلی ولوستله، خو دخلقیانو او پرچمیانو کلمې مې په کښې ونه موندل .[/quote:dd588c91fe]
Lotfollahخان صاحب تاسو دخروټی صیب ددی لاندی ټکو څخه څه مطلب اخلی ؟
[quote:dd588c91fe]بې له ځنډه مو لنېن او د هغه منتخباتو ته مراجعه کوله چي هغه په دي هکله څه ويلې د ستونزو په حل کي دي ډول تقليد په موږ دومره غلبه کړې وه چي په خپله فکر کول را څخه هېر شوی وو. همدارنگه ايديولوژيک او د تقليد تفکر له موږ څخه دا وړتيا اخستې وه چي خپلې نيمگړتياوې او تېروتنې پيدا کړو. د ټولو ناخوالو، نيمگړتياو او حتې د خپلو تېروتنو ملامتې مو هم په نورو وراچوله. [/quote:dd588c91fe]


Lotfollah
03.03.2008

[quote:b98fc643e2][color=blue:b98fc643e2]Lotfollahخان صاحب تاسو دخروټی صیب ددی لاندی ټکو څخه څه مطلب اخلی ؟ [/color:b98fc643e2]
اقتباس:
بې له ځنډه مو لنېن او د هغه منتخباتو ته مراجعه کوله چي هغه په دي هکله څه ويلې د ستونزو په حل کي دي ډول تقليد په موږ دومره غلبه کړې وه چي په خپله فکر کول را څخه هېر شوی وو. همدارنگه ايديولوژيک او د تقليد تفکر له موږ څخه دا وړتيا اخستې وه چي خپلې نيمگړتياوې او تېروتنې پيدا کړو. د ټولو ناخوالو، نيمگړتياو او حتې د خپلو تېروتنو ملامتې مو هم په نورو وراچوله. [/quote:b98fc643e2]
زه به ستاسو په اجازه د همدغه پاراګراف ( خبر) لومړۍ برخه ( مبتدا) هم ولیکم چې د ټول پاراګراف مفهوم سم څرګند شي. هغه لیکلي:
[color=blue:b98fc643e2]بله نيمگړتيا داده ،په ځای ددي چي په خپله فکر وکړو او د ستونزو حل را وباسو خوښېږې مو چي دحل لارې د نورو په فکرونو، د نورو فارمولونو او په پرونی جوړشويو حکمونو کي ولټوو. د بيلگې په توگه که پرون موږ له ستونزو سره مخامخ کيدو، [/color:b98fc643e2]... .
له دې پاراګراف څخه زما اخیستنه لږ تر لږه دا ده چې :
۱ - دماضی زمانې سره د ښاغلئ خروټي انتقادی چلند څخه دا څرګندېږي، چې دی یواځې پر نورو نیوکې نکوي بلکې دﺉ پخپله هم ځان د همغه سیستم یوه برخه ګڼي.
۲ - دا لیکنه دا هم څرګندوي چې ښاغلي خروټئ د ډېرو نورو هېوادوالو بر عکس د ژوند له تجربې څخه یې ډیر شیان زده کړي دي، چې د نوموړي د لوړ اخلاقی جر‌ات څرګندوی دﺉ.

والسلام


ډوکتر څپاند
04.03.2008

[size=18:9ba54f26a5]خروټی دمذهب په ضد داسی لیکی:
په نړۍ کي نه يوازي د يوه او دو هيوادونو، بلکې د ډېرو هيوادونو تجربې ښيې [color=white:9ba54f26a5]چي پرمختگ هغه وخت پېل شو چي زده کړه او پوهنه له دين څخه خپلواکه شوه. [/color:9ba54f26a5]لامل هم دادی چي په دين کي د شک، ترديداو ازمايښت له پاره ځای نشته دی او د دين حکمونه ازلې او ابدي دي، خو دعلم او د علمي د پرمختگونو محرکه قوه شک اوازمايښت دي. په بل عبارت شک او آزمايښت د علم روح بلل کېږې.

خروټی د کانټ نه چه هغه په تیوریک لحاظ د مارکس او لینن استاد گڼل کیری درسی نقل قول کوی:
کانت د روزنې او زده کړې په کار کي په کلکه ددې مخالف وو چي انسانان په چوکات شوې توگه له پخوا څخه د جوړ شويو وچو او نه بدليدونکو معيارې اصولو په اساس وروزل شي. هغه همدارنگه په کلکه د زده کړې او روزنې په کارکي د کورکورانه او کلک انضباط مخالفت کاوه. د کانت له نظره زده کړه او روزنه په حقيقت کي د انسان د عقل او خرد له روزلو څخه عبارت دی، کوم چي له ازاد انتخاب څخه پرته نه تر لاسه کېږې. کانت وايې: " د انسان علم دوه خواوې لرې: حس او فهم. حس د علم موضوع ده او فهم د عقل په يارې هغه په علم بدلوې. علم او عقل په تجربه او آزمايش تکيه کې..."

نو ګرانودوستان مهربانی وکړی او ووايست چا ښاغلی خروټی څوک دی؟په کم سياسي جريان،پارټی او ډلی پوری تړلي دی؟[/size:9ba54f26a5]


hoshiyar
05.03.2008

[quote:6a266ad760="Fared Besada"][size=18:6a266ad760]خروټی دمذهب په ضد داسی لیکی:
په نړۍ کي نه يوازي د يوه او دو هيوادونو، بلکې د ډېرو هيوادونو تجربې ښيې [color=white:6a266ad760]چي پرمختگ هغه وخت پېل شو چي زده کړه او پوهنه له دين څخه خپلواکه شوه. [/color:6a266ad760]لامل هم دادی چي په دين کي د شک، ترديداو ازمايښت له پاره ځای نشته دی او د دين حکمونه ازلې او ابدي دي، خو دعلم او د علمي د پرمختگونو محرکه قوه شک اوازمايښت دي. په بل عبارت شک او آزمايښت د علم روح بلل کېږې.
[/size:6a266ad760][/quote:6a266ad760]
shaghle kharoti rekhtia wayi
da dunya tarikh pa de shahid da che mazhabi khalko tal da ilam aw civilization makha niwale da au khalk e pa jahalat ke satali di. da talebano krane pa afghanistan ke star saboot da


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more