اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ع کريم حليمي
10.03.2008
ډیر محترم، او دقدر وړ، استاد قاري صاحب:
زما له طرفه هم د مینې او محبت څخه ډک ډک سلامونه ولوله،
او ستاسو و سلام ته وعليکم دي سلام و رحمه الله و برکاته وايم
درنو مسلمانانو لوستکو تاسوته هم،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته. وايم
هو ښيار صاحب !
ما داسي ليکلي وه چه :
هو ! غلو او بد کارو خلکو به ډير خلک وژلي وي ، اما که د اسلام د ١٥٠٠
کلونو ګراف په ړنو سترګو وګورو ، اسلامي محکمي په تېر ١٥٠٠ کاله ٢
نفره هم د عقيدي و مفکوري په اختلاف ندي وژلي
نو مي بيا تاسو ته وليکل چه :
درې نفره راوښيه چه وژلي ئې وي
که ئې نسې ثابتولی ، نو خپلي خبري دراخله
خبره د اسلامي محکمې ده !!!!!تر عشره مبشره ورسته به ږغېږو
عشره مبشره جنتي پېژندل سوي ، په لس نفرو کښي خبري مه کوه
د ځان سپکاوی دی
په درنښت
hoshiyar
11.03.2008
[quote:5545d4da9d="ع کريم حليمي"] خبره د اسلامي محکمې ده !!!!!تر عشره مبشره ورسته به ږغېږو
عشره مبشره جنتي پېژندل سوي ، په لس نفرو کښي خبري مه کوه
[/quote:5545d4da9d]
محترمه حليمي صاحب
تاسي يو عالم شخص ياست زکه زه وايم چي تاسي خامخاصلاحيتت لرئ چي
په دي خبره په خپله فکر وکئ چي کوموکسانو ته په دنيا د جنت زيري شوي
هغو دومره بي ګناه خلک وژلي وعام قتلونه کړي نو دنورو يي څه حساب وکتاب؟
ع کريم حليمي
12.03.2008
مکرم هوښيار صاحب
سلام على من اتبع الهدى، أما بعد
فإني أدعوك بدعاية الإسلام، أسلم تسلم، يؤتك الله أجرك مرتين!
مکرمه !
قتل او قتال خو يو جز دی د دنيا
هيڅ داسي وخت به په عمر ؤ نه وينې چه قتل او قتال دي نه وي
په نن عصر او په اينده کښي به هم داسي ملک ونه وينې
چه وزارت دفاع(وزارت قتل اوقتال ) به نه لري ، خامخا به هره ټولنه
جنګي خلک روزي او جنګ ته به ئې استوي ، په دغه ٣٠ کاله کښي امريکا
د ٦ جنګونو declaration کړی ، تاسو فکر وکړئ چه په کوم تعداد خلک
به وژل سوي وي
مکرمه !
جنګ يو طبيعي شئ دي ، وريځي هم سره جنګيږي ، حيوانات هم سره جنګيږي
تول اضداد په يوقسم د اقسامو په جنګ او مبارضه اخته دي ، نو انسانان
هم د طبيعت جز دي طبعا به جنګيږي او قتل اوقتال به کوي
د نورو اضدادو جنګونه به اوس پرېږدو يوازي به پر حيواني جنګ او
انساني جنګ خبري وکړو
حيواني جنګ هغه جنګ ته ويل کيږي چه بې خبره او بې اتره ور حمله کړي
او تر ښارګ ئې داړي ور وباسي لکي شنې ئې راواړه وي ، دې حملې او
جنګ ته حيواني جنګ ويل کيږي ، چه داسي جنګ له انسان سره نه ښايي
او که داسي وکړي نو دغه جنګي سری يا ټولنه له انسانيته خلاصه ده !!
او بل بيا انساني او اخلاقي جنګ (قتل اوقتال ) دي
چه لمړي ئې خبري او اتري شروع کيږي ، که په خبرو موضع خلاصه نسي
ضرور به د جنګ declaration کوي او ورځ به معلومه وي چه په کومه
ورځ حمله کوي ،د معلوم تاريخ نه چه ورسته ، چه جنګ او قتل اوقتال شروع
سو ،نو دېته ويل کيږي انساني جنګ ، ولي انساني جنګ ورته ويل کيږي
په دې سبب چه يو ئې اعلان د جنګ کړئ ؤ او بل جنګ کول ئې هم ځانته
خاص اخلاق لري ٠
او د دې جنګ نتيجه داسي وي هر طرف چه مغلوب سؤ هغه طرف ملامت
هم وي ،
هو ! طبيعي خبره ده چه اصحابو کرامو قتل او قتال د حق لپاره کړې
په دې کښي سوال نه پيدا کيږي (د قتل او قتال ) په باره کښي
ولي چه د محمد صلی اللہ علیہ وآلہ وسلم اصحابو کرامو هيڅ قتل او قتال بېله declaration څخه ندی شروع کړی
نو هيڅ وخت موږ دانسو ويلی چه فلان پاچا څومره قتل او قتال کړي او
يا وژني ئې کړي ، هو ! که ئې جنګ بايلاوه نو بيا دي ځان ورته ټينګ کړي
خو کمال د اصحابو کرامو داوو ، چه د حق لپاره جنګېدل ، نو هم ئې دا دنيا
کاميابه ،ښاده وه او هم ئې هغه دنيا ښاده ده
هر قوم چه د حق او د ملت د دفاع له پاره قتل او قتال کوي ،چه وئې ګټي او
غالب سي اقتصاد ئې ښه سي پر مخ ولاړ سي
او که مغلوب سي نو خاوري دي خوري تر څو ځان تيار کړي
سپې قوم هيڅ وخت جنګ نسي ګټلی ، قوم چه تکړه نه وي او قتل او قتال چه
شروع کړي نو بيا ئې يو لاک عسکر د قتل او قتال پر ميدان تسليم سي
هو پړ هم ملامت
سکندر ته چا ويلي ؟ چه ملامت وو ؟ غزنوي ته چاويلي چه ملامت ؤ ؟
هو ! ملامت خو هيټلر دئ چه جنګ کښي مغلوب سو
هر پاچا چه د حق له پاره قتل او قتال وکړي او غالب سي
هغه قاتل نه بلل کيږي ، هغوته د حق د لاري قهرمانان ويل کيږي
اصحابي کرام خو د اسلام او اسلامي ټولنو پاک قهرمانان وه ، او دي ،
او وي به !!!
جنګ او قتل او قتال هر وخت کوه ستاحق دی په دې شرط چه اول ئې
قانوني رنګ ورکړې او بل ئې وګټې نو ته هم د قهرمانانو په قطار کښي
درېږې ! او که دي قانوني رنګ نه سوای ورکولی ، نو ډير امکان لري
چه جنګ بايلل کيږي ، جنګ په دوه طرفه ګټل کيږي ، حرب او سياست
که څه هم د بحث او مباحثي په شکل وي که غالب سوې ، نو بيا د هم نظرو
دي قهرمان ئې !!!
هو ! زه خو دي د خپل رب العزت څخه مغلوب غواړم په دې بحث کښي
او راته مکرم او محترم ئې په هر وخت کښي که مغلوب وېې لاهم
په درنښت
hoshiyar
12.03.2008
[quote:58e401ce0f="ع کريم حليمي"] مکرمه !
جنګ يو طبيعي شئ دي ، وريځي هم سره جنګيږي ، حيوانات هم سره جنګيږي
تول اضداد په يوقسم د اقسامو په جنګ او مبارضه اخته دي ، نو انسانان
هم د طبيعت جز دي طبعا به جنګيږي او قتل اوقتال به کوي
[/quote:58e401ce0f]
محترم حليمي صاحبه بيامحترم
اول وايم چي جنګ وقتال د انسان لپاره طبيعي شي ندي دادمذهب يوه بله دوکه ده
چي خلکو ته وايي جنګ طبيعي نوبس جنګونه وکئ خړاوي وکئ
هرمذهب خلکوته واييي چي جنګ طبيعي شي دي وخداي هوم دانسانانو ويني ته
ړيره اړتيا لري نوجنګونه وکئ داهسي دوکه ده
انسان عقل لري وعقل دعلم وپوهي لپاره دي نه د جنګ لپاره
دغه ستاسي مفکوره چي انسان طبعيت جنګي دي اوس غلطه سابته شوي
زه نورديره څه درته نه ليکم مګريو مسال درکوم
سويډن (زما کور سويډن کي دي مګراوس په اندونيزيا کي ميلمه يم يوه مياشت)
هغه هيواددي چي ته به په مياشتوپکي چيرته جنګ ونه گوري
د نړئ ترتولو غټ فلاحي رياست دي په دنيا کي هرچيرته خلکو ته وړيا مرستي کوي
وددي هيواد ٦٥ فيصده خلک ملحدان دي يعني يو مذهب نه مني
نو دا مسال مي دي دپاره درکړو چي انسان له داد جنګونو وفساتونو مفکوره مذهب ورکړي
که مذهب له منځه لاړي بيا به دا جګړي هم ځي
خوکه تاسي تينگار کوۍ چي نه جګړي دبشرلپاره طبيعي دي
بيا هم زه يي درسره منم
مگر زما پوشتنه هماغه ده چي اول مي کړي
علي ومعاويه وعايشه په خپلو کي خپل مسلمانان په جگړو کي وژلي
وبيا يي د شاغلي وهاج په قول خپله غلطي هم منلي
مگر ندي محاکمه شوي
ايااسلامي عدل همدي ته وايي؟
چي خلک وژنه وبيا نه محاکمه نه پوشتنه نه غندنه
دا ځکه ويم چي زه هغه خبرو نه کوم چي دوي کافروژلي
خپل مسلمانان يي وژلي او ظلم دا چي بيا دواړه خواويي وايي چه په حقه يو
نوتاسي چي د کوم اسلامي عدل خبره کوۍ هغه څه شو؟
دواړه خواويي څنګه په حقه کيدي شي؟
ع کريم حليمي
15.03.2008
سلام على من اتبع الهدى
مکرم هوښياره رفيقه !
نه پوهېږم چه تاسو دا احصايه له کومه پيدا کړې ده ، چه د سويډن نفوس په
سل کښي ٦٥ مو ملحدين ښکاره کړي
هو ! طبيعي ده چه تاسو به دا في صدي د ملحدينو د سايټ څه اخستې وي
د انټرنيټ هر سايټ د اعتبار وړ نه دي ولي چه بې مسؤليته دي
خو په مقابل کښي دولتي او با مسؤليته سايټونه هم سته
تاسو چه د بې مسؤليته سايټونو په حوله څه ليکۍ ، نو تاسو هم د بې مسؤليته
انسان مقام ته تقرب کوۍ ، که دا عمل او ليکني تکرار پرتکرار سي
تاسو به يو بې مسؤليته شخص ؤ پېږندل سۍ
د امريکا وزارت خارجه داسي ليکي چه :
د ٢٠٠٣ ګزارش
تقريبا ٧٠ % کوچنيان ته په کليسا کښي غسل تعميد ورکول کيږي ،
او نوم ورکول کيږي (baptized )...............
او تقريبا ٦٠ في صده خلک په کليسا کښي ودونه کوي ( مراسم عقد نکاح ) ...
........او بيا ليکي چه په دولتي يا public مکتبونو کښي مذهبي ښونه
اجباري ده ٠٠٠٠٠٠ کليسا او حکومت سره جلا دي خو په سنه ٢٠٠٠
کښي حکومت موافقه وکړه چه د ټول مذهبي مؤسسو سره به مالي مرستي کوي
هوښيار او مکرم رفقه !
په جهان کښي د ملحدينو ګراف مخ پر ځور روان دی ، او تاسو ئې په وچ
زور لوړ ښکاره کوۍ ، که د ملحدينو عقيده مخ په وړاندي تلله نو نن به په
روسيه کښي مخ وړاندي وای ، حال داچه په روس کښي مذهبي عقايد په
په مزه کښي دي دقيقه احسايه ئې نده رامعلومه خو داسي مي پياد ده چه
د لامذهبه %دي تر ٢٠ کمه ده
http://www.state.gov/g/drl/rls/irf/2003/24435.htm
په درنښت
hoshiyar
22.03.2008
[quote:ff71a39929="ع کريم حليمي"]سلام على من اتبع الهدى
مکرم هوښياره رفيقه !
نه پوهېږم چه تاسو دا احصايه له کومه پيدا کړې ده ، چه د سويډن نفوس په
سل کښي ٦٥ مو ملحدين ښکاره کړي
هو ! طبيعي ده چه تاسو به دا في صدي د ملحدينو د سايټ څه اخستې وي
د انټرنيټ هر سايټ د اعتبار وړ نه دي ولي چه بې مسؤليته دي
خو په مقابل کښي دولتي او با مسؤليته سايټونه هم سته
تاسو چه د بې مسؤليته سايټونو په حوله څه ليکۍ ، نو تاسو هم د بې مسؤليته
انسان مقام ته تقرب کوۍ ، که دا عمل او ليکني تکرار پرتکرار سي
تاسو به يو بې مسؤليته شخص ؤ پېږندل سۍ
د امريکا وزارت خارجه داسي ليکي چه :
د ٢٠٠٣ ګزارش
تقريبا ٧٠ % کوچنيان ته په کليسا کښي غسل تعميد ورکول کيږي ،
او نوم ورکول کيږي (baptized )...............
او تقريبا ٦٠ في صده خلک په کليسا کښي ودونه کوي ( مراسم عقد نکاح ) ...
........او بيا ليکي چه په دولتي يا public مکتبونو کښي مذهبي ښونه
اجباري ده ٠٠٠٠٠٠ کليسا او حکومت سره جلا دي خو په سنه ٢٠٠٠
کښي حکومت موافقه وکړه چه د ټول مذهبي مؤسسو سره به مالي مرستي کوي
هوښيار او مکرم رفقه !
په جهان کښي د ملحدينو ګراف مخ پر ځور روان دی ، او تاسو ئې په وچ
زور لوړ ښکاره کوۍ ، که د ملحدينو عقيده مخ په وړاندي تلله نو نن به په
روسيه کښي مخ وړاندي وای ، حال داچه په روس کښي مذهبي عقايد په
په مزه کښي دي دقيقه احسايه ئې نده رامعلومه خو داسي مي پياد ده چه
د لامذهبه %دي تر ٢٠ کمه ده
http://www.state.gov/g/drl/rls/irf/2003/24435.htm
په درنښت[/quote:ff71a39929]
محترم مکرم حليمي صاحب
ستاسي په خبره کي يو غت مشکل شته چي ستاسي کوم معلومات گوري نو
هغه يوازي هغه ارخ گوري چي ستاسي بي دليله خبره يو څه ورسره اړخ لري
مگر هغه برخه يي نه گوري چي ستاسي خبره پکي رنگيزژي
دغه تاسي چي کوم لينک راوړي دا برخه تاسسي کتلي؟
The country has a total area of 173,732 square miles, and its population is an estimated 8.9 million. Approximately 81 percent of the population belong to the Church of Sweden. It is possible to leave the Church of Sweden, and an increasing number of persons do. In 1999 when the Church and the State separated, 33,299 persons left the Church of Sweden, more than twice as many as in the previous years. The number decreased somewhat in 2000, and increased to a record high 53,702 in 2001. In 2002 44,760 persons left the Church of Sweden.
دا وايي چي اته مليونه خلک چي د church سره تړاو لري اجازه لري چي church
پريژيدي ياني ملحد شي په ١٩٩٩ کال کي دي کار امکان پيدا کړ
نو ٣٣٢٩٩ خلک church ياني خپل مذهب پريشود ملحد شو. بيا په دوه زره يو ٥٣٧٠٢ خلک مذهب پريشود و په ٢٠٠٤ کي ٤٤٧٦٠ خلک پريشود
اوس ته فکر وکا چي ٢٠٠٨ کي به څونه خلک مذهب پريشي وي؟
Ghairat
29.03.2008
هوشیار صیب السلام علی من اتبع الهدی !
[quote:f46881635d]دغه لینک چې تاسو ورکړی ....دا وايي چي اته مليونه خلک چي د church سره تړاو لري اجازه لري چي church پريژيدي ياني ملحد شي په ١٩٩٩ کال کي دي کار امکان پيدا کړ نو ٣٣٢٩٩ خلک church ياني خپل مذهب پريشود ملحد شو. بيا په دوه زره يو ٥٣٧٠٢ خلک مذهب پريشود و په ٢٠٠٤ کي ٤٤٧٦٠ خلک پريشود
اوس ته فکر وکا چي ٢٠٠٨ کي به څونه خلک مذهب پريشي وي؟[/quote:f46881635d]
ایا دا به مو هوشیاري وي که تد هغې برعکس چې دلته سخت تیروتي یاست .
څکه له کلیسا نه وتل له عیسوي دین څخه د وتلومعنی ، او بیا د ملحد کیدلومعنی خوپه هیڅ صورت نه ورکوي ! د کلیسا غړیتوب پریښودل صرف د کلیسا د مالیې له ورکولو څخه سرغړونه ده او ص رف د همدې موخې له پاره ډیر عیسویان له کلیسا څخه وځي او بس!
د کلیسا غړیتوب په عیسوي دین کې هم نه فرض، نه ړواجب او نه سنت دی، بلکې د مستحبو سره پَـرتـَله کیداس شي ، خو کلیسا د خپلو اقتصادي ،اجتماعي او آن سیاسي ګټو له پاره له فرضو او واجبو څخه هم لوړ شرط بللی دی !
د عیسی په وخت کې کلیسا نه وه نو په هغې کې وتل اوننوتل به ولې د عیسویزم شرط وي؟ حو په منځنیو پیړیو کې کلیسا دولتي او لدلري قدرت درلود او د دهقانانو په مالیو باندې تر ټولو لوړ مالداره ځواک کلیسا وه چې تر نن ورخې پورې یې د هغو مالیاتو یوه برخه بیا هم جاري ساتلې ده، نو که هغه څوک نه ورکوي له کلیسا څخه اخراجیږي او بر عکس که څوک ترې وتل هم غواړي نو ص رف د ملیې د بچت کولو له پاره او بس !
که دوی ته څوک ملحد وایي یابه یې هوش او هوشیاري له لاسه ورکړې وي او یابه تر دې هم بدتر : سیاسي ملحد وي .
هم داسې کسان هم لږ نه دي چې په یو ټاکلی دین باور نه لري خو د ټولو ادیانو مشترک ټکې چې د خدای وجود او وحدانیت دی مني ! دوی ته هم ملحد ویل ګرمتوب دی .
او بیا هوښیاره وروره دې ته هم ضرور فکر کول په کار دي چې الحاد کوم اړین
کار نه دی او نه ورته کومه اړتیا او ضرورت احساسیږي. ددروغ ویلو، غلا او قتل اجازه چاته په الحاد هم نه میلاویږي او نوره جنسي عیاشي خو نه کلیسا او نه اړوندو دولتونو بنده کړې ده ، نو بیا الحاد دوی ته د کومې اړتیا ، کومې خوښۍ او کوم ارمان د پوره کولو زیری ورکوي چې څوک ورته مخه کړي؟؟؟ او د عیاشۍ هغه شکلونه چې په لویدیځ کې بند دي هغه پر ملحدینو هم بند دي ، نو الحاد بیا د څه له پاره ؟؟؟
خو له ملحد څخه سپک ، ذلیل ، ناکام، ناآرام شرمیدلی او جنایتکار ژوند څوک لري ؟؟
له دې کبله د ځان ، هر افغان ، او په تیره بیا د پښتون په توګه شخصا ستا له پاره هم له الحاد څخه د لوی خدای په مرسته امان غواړم !
hoshiyar
30.03.2008
[quote:fb7930db34="Ghairat"] او د عیاشۍ هغه شکلونه چې په لویدیځ کې بند دي هغه پر ملحدینو هم بند دي ، نو الحاد بیا د څه له پاره ؟؟؟
[/quote:fb7930db34]
گرانه وروره صاحب
خلک وايي د وگي پر غوگ هر وخت د ډوډئ ټپار اوريدل کيزي
په دنيا د څلور شځو عادي و جنت کي د ٧٠ حورو په طمع ناست مولايانو ته په هره خبره کي د شځو عياشي وفحاشي و عرياني شکاره کيزي
د مولا نظر و توله مفکوره څرنګي چي له خيټي پيليزي اوپر [color=white:fb7930db34].... [/color:fb7930db34]اختتام نيسي نو ځکه نور هيڅ نه ويني
د الحادي مفکوري له دي شيانو سره کار نشته.
په دنيا چي څونه علم عاميژي خلک مذهب پريژدي ځکه پوهيژي چي دا هيڅ ندي دوکه ده
که خلک په سويدن کي که په هر ځاي کي چرچ پريژدي که جمات پريژدي که تاسي هر نام ورکئ مگر هغوي پوهيژي چي ټول ژوند په دوکه تير کړي نور بس دي
د مذهب والحاد ماناوي داسي دي]]
مذهب مانا جهالت-غلامي- زور- تشدد - تروريسم - بي عقلي - علم دوشمني- بي اخلاقي
الحاد مانا علم -ازادي- امن- ورورولي- پرمختگ- عقل- علم دوستي- اخلاق
ع کريم حليمي
31.03.2008
بسم الله الرحمن الرحيم
سلام على من اتبع الهدى، أما بعد
يو a نفر د خپل دوست کورته ورغلی ، دوست ئې په کور کښي تشريف
نه درلود ، a وغوښته چه خط ورته وليکي چه زه راغلم ستاسو ليدو ته
بد بختانه تاسو په کور تشريف نه لری ، قلم او کاغذ ئې پيدا نه کړل
نو يو څه وخت انتظار وکړي رابسي ، خو دوست ئې نه راغلۍ، او a ته قهر راغلۍ را ولاړ سو ، چه کوري يو مېز ئې وليدی چه دوړي پر
پرتې وې ، نو په ګوته ئې پر مېز وليکل چه احمقه , نو له کور څخه راووتلی
نو يو څه وخت ورسته a خپل دوست په بازار کښي وليدۍ ، نو ورته وئې
ويل چه درغلی وم تاسو کور نه واست ، د a دوست ورته وويل چه هو !
ستاسو امضا مي وليدل
[quote:63f06a5672]د مذهب والحاد ماناوي داسي دي]]
مذهب مانا جهالت-غلامي- زور- تشدد - تروريسم - بي عقلي - علم دوشمني- بي اخلاقي
الحاد مانا علم -ازادي- امن- ورورولي- پرمختگ- عقل- علم دوستي- اخلاق[/quote:63f06a5672]
الحاد هم په خپل ځان کښي يو مذهب دی .
ما لمړی ګمان کاوه چه په انګرېزي نه پوهيږي ، اود مذهب او الحاد
تعريف ته چه ګورم ، ګمان او ظن نه کوم ! پوه سوم !چه
اصلا نه پوهېږي په هغه څه چه ليکې ئې !
د رياضي په اصولو
د مساوات راسته طرف چه غلط سي نو چپ طرف هم غلط سي