د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دقرآن او دمبین دین اسلام حقانیت او اعجاز

و.افغان
13.02.2008

محترمو وروڼو او خویندو:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
الله جل جلاله فرمايي: وما خلقت الجن والانس الا لیعبدون.
ژباړه: نه مې دي پیدا کړي پیریان او انسانان مګر ددې لپاره چې ځما عبادت وکړي.

محترمو:
دقرآن کریم او داسلام دمبین دین په اعجاز، او حقانیت بې شماره دلیلونه موجود دي، زه غواړم چې ددې موضوع لاندې یواځې مادي دلیلونه راوړم، او له تاسو څخه هم غواړم چې له ما سره ددې ښکلې موضوع په وده کې مرسته وکړۍ.
له مادي دلیلونه څخه مې مطلب لاندیني څیزونه دي:

لومړۍ: هغه کَوْنـــــِي، او فلکي اکتشافونه چې قرآن یا حدیث ورته اشاره کړې ده، او ننې عصري علم هغه څیزونه په قطعي ډول ثابت کړي دي.

دوهم: هغه پخواني لرغوني کتابونه چې داسلام دحقانیت لپاره شاهدي ورکوي.
دریم: داسلام توافق هغو لرغونو پخوانیو خطې ټوټو سره چې اوس ځمونږ لاس ته راغلې دي.
څلورم: په تورات او انجیل کې داسلام دحقانیت نصوص.
پنځم: هغه معجزې چې داسلام په تاریخ کې پیښې شوې دي، او ځمونږ په تاریخ کې ذکر شوې دي، او اوس دټکنالوجۍ له لیارې دهغو پیښو مادي دلائل لاس ته راوړل شوې.

او دیته ورته نور څیزونه.

هیله کوم چې دې ښکلې موضوع کې په پراخه پیمانه ونډه واخلۍ او وده ورکړۍ.


hoshiyar
05.03.2008

dera manana che dagha bahs washi
za ba yau poshtana wakam
aya pa koran au hadith ke chere da computer au internet yadawana shawe da?
dranawi
-------------------------------------------------------------------
ډېره مننه ، چي دغه بحث وشي ، زه به يوه پوښتنه وکړم 
ايا په قران او حديث کي چيري د کمپيوتر او انټرنيټ يادونه شوې ده 
درناوي  


رښتینی
06.03.2008

شاغلي هوشيار ليكي :

[code:1:d3c1b492ba]aya pa koran au hadith ke chere da computer au
internet yadawana shawe da?[/code:1:d3c1b492ba]

محترمه به واضخه او دا موجوده نومونو خو يي يادونه نه ده شوي خو اشاره ورته شوي ده او هغه داسي جي به يوه ايت كي د انسان د ضرورت شيان بيان شوي دي او به اخر كي يي راغلي جي لوي خداي به نور هم داسي شيان بيدا كري سي تر او سه لا تاسو ته نه دي مالوم

ويخلق ما لا تعلمون

دا خطاب سو سوه كالي مخكي انسانانو ته شوي دي نو به دي كي به عمومي توكه نوي تيكنالوجي ته اشاره برته ده جي ستاكمبيوتر او انتر نيت هم به كي راتلاي شي

به ديره مينه


hoshiyar
06.03.2008

[quote:7143c89efb="حامد"]شاغلي هوشيار ليكي :

[code:1:7143c89efb]aya pa koran au hadith ke chere da computer au
internet yadawana shawe da?[/code:1:7143c89efb]

محترمه به واضخه او دا موجوده نومونو خو يي يادونه نه ده شوي خو اشاره ورته شوي ده او هغه داسي جي به يوه ايت كي د انسان د ضرورت شيان بيان شوي دي او به اخر كي يي راغلي جي لوي خداي به نور هم داسي شيان بيدا كري سي تر او سه لا تاسو ته نه دي مالوم

ويخلق ما لا تعلمون

دا خطاب سو سوه كالي مخكي انسانانو ته شوي دي نو به دي كي به عمومي توكه نوي تيكنالوجي ته اشاره برته ده جي ستاكمبيوتر او انتر نيت هم به كي راتلاي شي

به ديره مينه[/quote:7143c89efb]
مخترم حامدصاحپ
بخنه غوارم خو ده ديرکمزوري دليل دي
داسي خبره به زه نن وکړم چي راتلونکي وخت کي ډير شيان به پيدا شي چي خلک اوس ندي ترې خبر
نو اوس په ما و الله کي سه فرق شو؟
دا خبره خو به پنځه زرو کالو پخوا هم خلکو کړي وي
دا خبره خو هر وخت هره زمانه کي هر څوک کړي


رښتینی
06.03.2008

شاغلي هوشيار !

ما فقط د يوي اشاري خبره كري ده او خبله خبره مي دليل نه ده بللي
او قرانكريم كوم تخنيكي كتاب نه دي بلكي دا يو مذهبي كتاب ده خلكو
ته يي شرعي احكام او اسلامي اخلاق بيان كري دي

مننه


hoshiyar
06.03.2008

[quote:baae6b4275="حامد"] قرانكريم كوم تخنيكي كتاب نه دي بلكي دا يو مذهبي كتاب ده خلكو
ته يي شرعي احكام او اسلامي اخلاق بيان كري دي
[/quote:baae6b4275]
خو شاغلي صافي وايي

محترمو:
دقرآن کریم او داسلام دمبین دین په اعجاز، او حقانیت بې شماره دلیلونه موجود دي، زه غواړم چې ددې موضوع لاندې یواځې مادي دلیلونه راوړم، او له تاسو څخه هم غواړم چې له ما سره ددې ښکلې موضوع په وده کې مرسته وکړۍ.
له مادي دلیلونه څخه مې مطلب لاندیني څیزونه دي:

لومړۍ: هغه کَوْنـــــِي، او فلکي اکتشافونه چې قرآن یا حدیث ورته اشاره کړې ده، او ننې عصري علم هغه څیزونه په قطعي ډول ثابت کړي دي.


و.افغان
06.03.2008

ښاغلې هوشیار صاحب:

ټول افغان ته په خیر راغلۍ ،
محترما
بحث به کوو خو دادب په فضا کې ، داسلامي دمقدساتو دسپکاوۍ څخه ډیر لیري ،
په هر حال بحث مو باید علمي وي ، او له احساساتو لیري وي،
ددې روانې موضوع لاندې زه تاسو سره بحث نه کوم ، ځکه چې دا یوه اسلامي خالصه
موضوع ده ، او ډیر لویه او تفصیلي موضوع ده او زه ورته اوس وخت نه لرم ،
البته تاسو چې خپله ددین او مذهب څخه انکار کړۍ نو ما دملحدینو
او لادینیانو لپاره یوه بیله موضوع دلاندیني لینک لاندې خلاصه کړې
تاسو هلته راشۍ او بیا به خبری کوو،

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=3650

پاته دې نه وي چې ډیر خوښ شوم چې پښتو توري چې په انګلش لیکل، بیرته خپله دپښتو تورو ته واړول، ښه کار په دې دی چې داسې به ماته او نورو لوستونکو ته ستا دلیکنو لوست اسان وي ، او که نه نو ستاسو لیکنې خو درې څلور کرته لوستلو وخت آخیست.

په هر حال په دې موضوع به خبرې پریږدو او هر څه سوالونه چې لرۍ کولاي شۍ
هلته يي مطرح کړۍ


رښتینی
06.03.2008

سلام پر هغه چاچي سمه لاره يي موندلي وي

هوشياره وروره موږافغانان ډير كړيدلي او زوريدلي يو داسلام په دين كي مو څوارلس سوه كلونه وتلي دي په دي دين مو زړونو اوبه څښلي دي ددي دين په سر ډيرو دروهلي هم يو او ددين د ټيكداري په نامه يي ډيرڅه رانه لوټلي دي خو هغوي په لنډ وخت كي رسوا شوي او بدنام شوي دي داځكه چي دا دين ناپاك او پليت خلك بهرته غورځوي

اوس نو د تنصير او تبشير له خطر سره هم مخامخ يو اوله الحاد او بي ديني سره هم كركه لرو ته هم د مذهب د بي زاري تبليغ راته كوي ولا وروره دا خبره ددي ولس په مزاج دومره بده لګيږي چي كه تا په بي دينه سره مخاطب كړم نو غوسه به شي ياره كوم رغوونكي موضوعات را واخله دا تخريبي موضوعات شاته وغورځوه او كه فرضا ستا دا كار وي يادي مجبوري وي نو بيا هم د يوه پښتانه ورور په صفت بل كار درته وغواړه ځكه په دي كي دي تاوان ده

په مينه



ع کريم حليمي
07.03.2008

سَلاَمٌ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى، أَمَّا بَعْدُ
هوښياره وطنداره په خېر راغلې ، ستړی مشې 

[quote:12bc00b526]بخنه غوارم خو ده ديرکمزوري دليل دي
داسي خبره به زه نن وکړم چي راتلونکي وخت کي ډير شيان به پيدا شي چي خلک اوس ندي ترې خبر
نو اوس په ما و الله کي سه فرق شو؟
دا خبره خو به پنځه زرو کالو پخوا هم خلکو کړي وي
دا خبره خو هر وخت هره زمانه کي هر څوک کړي[/quote:12bc00b526]

دا منطق او اصول  (دا خبره خو به پنځه زرو کالو پخوا هم خلکو کړي وي)

پورته جمله هم اسماني مفهوم دی ،د اسماني کتابونو زده شوې ده ممکن تر 
پنځه زره کاله لا هم نوره زړه وي  

قران ټول نوي اخلاق او قوانين نه دي،  د ټول حق اديانو مجموعه ده !!
(تورات +انجيل + زبور داود + صحيفې د نبيانو + فرقان محمدي )
هم دغه اسماني مجموعې ته ويل کيږي قران کريم 
 
دغه لاندي ايه ولوله چه اينشټان درنه جوړ کړي

بِسمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَ السمَاءَ بَنَيْنَهَا بِأَيْيدٍ وَ إِنَّا لَمُوسِعُونَ(47)سوره ذاريات
ژباړه :موږ اسمان په قدرت سره بنا کړۍ او همېشه وسعت ورکوو !

موږ مسلمان  پنځلس سوه کاله پخوا خبر ؤ ، اما البرټ اينشټان پرون 
و پوهېدی په فلک کښي ستوري او کهکشان سره ليري کيږي او وسعت پيدا 
کوي 
دې ته ويل کيږي اعجار د قران او معجزه د خاتم الأنبياء صلى الله عليه وسلم

[quote:12bc00b526]داسي خبره به زه نن وکړم چي راتلونکي وخت کي ډير شيان به پيدا شي چي خلک اوس ندي ترې خبر [/quote:12bc00b526]

داجمله تاسو اورېدلې ده ، او په ذهن کښي دي څرخي ، او هغوغۍ بيا له بل 
چا نه اورېدلې وه ، ٠٠٠٠٠٠٠٠٠ او کوم اول سړي چه داخبره کوله نو 
طبعا ئې له اسماني کتاب او ياصحيفې نه کوله  

په مينه 
 


hoshiyar
07.03.2008

[quote:53c42dbb98="ع کريم حليمي"]موږ مسلمان  پنځلس سوه کاله پخوا خبر ؤ ، اما البرټ اينشټان پرون 
و پوهېدی په فلک کښي ستوري او کهکشان سره ليري کيږي او وسعت پيدا 
کوي 
دې ته ويل کيږي اعجار د قران او معجزه د خاتم الأنبياء صلى الله عليه وسلم

په مينه 
 [/quote:53c42dbb98]

شاغلي حليميي صاحب
ډير خشوحاله شوم چي تاسي ١٥٠٠ کاله پخوا خبر واست
مګر په دي پوه نه شوم چي بيا دا انترنيت او کمپويتر تاسي ١٥٠٠ کاله
پخوا ولي جوړ نه کا؟
دا په ٢١ صدي کي چي کوم سائنسي پرمختګ شوي تاسي هماغه ١٥٠٠ کاله پخوا ولي نه کاوه؟
که تاسي خبر واست او نه مو کاوه نو بيا د دې مطلب دا دي چې اسلام د بشر پرمختګ نه غوښت که څنګه؟



ع کريم حليمي
07.03.2008

سَلاَمٌ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى، أَمَّا بَعْدُ
بيا دي خدای راوله !

[quote:557fef3ddc]کمپويتر تاسي ١٥٠٠ کاله پخوا ولي جوړ نه کا؟ [/quote:557fef3ddc]
دا جمله ستاسو ناخبري علامه ده ، ناپوهي دي نه ده ،نه ئې په  خبر ! 

د کمپيوټر مخترع نه دې معلوم ، دا کمپيوټر په ٢١ صدي کي نه دي جوړ سوې تر زرکاله لاهم زړه پوهه ده ، په ٢١ صدي کښي تکمل شو 

 


hoshiyar
07.03.2008

[quote:63a32f56c0="ع کريم حليمي"]سَلاَمٌ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى، أَمَّا بَعْدُ
بيا دي خدای راوله !

[quote:63a32f56c0]کمپويتر تاسي ١٥٠٠ کاله پخوا ولي جوړ نه کا؟ [/quote:63a32f56c0]
دا جمله ستاسو ناخبري علامه ده ، ناپوهي دي نه ده ،نه ئې په  خبر ! 

د کمپيوټر مخترع نه دې معلوم ، دا کمپيوټر په ٢١ صدي کي نه دي جوړ سوې تر زرکاله لاهم زړه پوهه ده ، په ٢١ صدي کښي تکمل شو 

 [/quote:63a32f56c0]
حليمي صاحب
برکتي شي چي زما پر علمم مو اظافه وکه
ميګر زما پوشتنه هماغه پخوانئ ده
ولي مسلمان ١٥٠٠ کالهه پخوا کمپيوتر و انترنت جوړ نه کا چي ستاسي په ونيا مسلمان ١٥٠٠ کاله پخوا د نن علم و پرمختګ نه خبر وه؟



ع کريم حليمي
07.03.2008

هوښيار صاحب ،سَلاَمٌ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى، أَمَّا بَعْدُ
علم او پوهه د بشر ده ، په کوم قوم او ډله پوري تعلق نه لري ، که الجبر 
نه وای ، نو نن به دغه برقې کمفيوټر هم نه وای ، 

نن چه امريکا هوا ته پورته کيږي ، په ناسا کښي مسلمان ، هندواڼ ،يهود ، 
نصارا، او ستاسو د فکر په شان  هم وظيفه لري او کار کوي 

په تاريخ کښي طبيعي علومو ته بشر کار کړې ،  نه يوې ډلې يا مذهب

داچه تاسو هيڅ دين ته عقيده نه لرۍ ، نو داهم يو مذهب دي ، يعني بې دينه 
مذهب ، له جنجاله نه خلاصېږي ، داهم يو جنګ او جدال دی که څنګه ؟ 
همداسي نه ده ؟ 


hoshiyar
07.03.2008

[quote:bfb1696306="ع کريم حليمي"]
په تاريخ کښي طبيعي علومو ته بشر کار کړې ،  نه يوې ډلې يا مذهب [/quote:bfb1696306]
شاغلي حليمي محترم ورور
اوس دي حق خبره وکړه بشر هله کار کړي چي د مذهب تر سختي او ناروا ولکي وتلي
که تاريخ په خلاص زړه او روښانه سترګو مطالعه ه کړي بيا ګوري چي مذهب تل
د هغه علم مخالف پاته شوي چي بشر د مذهب له بدماشۍ پرته ورته رسيدلي
مذهبونه خلک د خپل شخصي مفاد ل پاره جوړه وي او بيا هر مذهب لپاره
ضروري ده چي د بل مذهب پر وړاندي کرکه خپره کړي که داسي ونکړي مذهب
نه کاميابيژي دغسي که علم او پوهه راشي مذهب پرمختګ نه کا نو ځکه ټول
مذهبونه کله چي تسلط لري د علم او پرمختګ مخنيوي کړي او يو خاص ډول
پروپاګنډي ته د علم نوم ورکړي
ځکه خو زه د بشر پر ارزشت عقيده لرم نه د مذهب زه humanist يم
وايم چي د بشر ارزشت تر مذهب ډير لوړ دي
وايم چي د مذهب، عقيده، مفکوره يا دين ل پاره د خلکو وژل ظلم دي دا کار چي هر چا کړي ظالم دي او مذهبونو دا کار تر هر چا زيات کړي د تاريخ پاڼي د مذهبيي جنګونو په وينو سري دي



ع کريم حليمي
07.03.2008

هوښيار صاحب ،سَلاَمٌ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى، أَمَّا بَعْدُ

نو راځه چه هغه چاته سر پر مځکه کښېږدو چه موږ ئې پيداکړي يو 
راځه وژنه نه کوو ، يوازي هغه څوک د محکمې په حکم مړه کړو چه 
قاتلان وي ، راسه ښه او منلي اخلاق به شروع کړو ، چه زه اوته سم 
شوو ، دنيا سمه سوه ، له مونږ نه مه جلاکېږه ، داهم بد اخلاقي ده ، چه 
څوک له قوم نه جداسي ، او په غم کښي ئې نوي ،داسي راته معلميږي 
چه بد اخلاقي دي نه خوښيږي !

که له موږ نه جلا سوي ، نو بيا راته بلا سو ، او درته بلايو 
ورسه مسجد ته تبلغ وکه ، قوم دي غرق کيږي ، او تا دعوا را اخستې 
ستا د خالق سره ، ايا تا بل داسي انسان ليدلی چه :
د خپل خالق سره په جنګ وي ؟؟؟؟

[quote:9150ac9a9d]ځکه خو زه د بشر پر ارزشت عقيده لرم نه د مذهب زه humanist يم [/quote:9150ac9a9d]

هو ! دا خبره هم د مذهب ده ، چه تا لا په دې نړۍ کښي سترګي نوې خلاصي
کړي ، ټولو مذهبو او ايانو ويلي چه حقوق بشر حق اوليت لري ، 
که چا د بشر مسلم حق تر پښو لاندي کړۍ ، خدا تر مسلم حق نه ورتېريږي 

مننه 


hoshiyar
07.03.2008

[quote:2de2963f12="ع کريم حليمي"] داهم بد اخلاقي ده ، چه 
څوک له قوم نه جداسي ،[/quote:2de2963f12]
حليمي صاحب محترم و مکرمه
ماته خو ډير جانانه سړي راشکاره شوي
خو په خبرو کي لږ misunderstanding کوي
هغه دا چي په قوم خو زه افغان پشتون يم له دي نه يم جلا شوي
يواځي د مذهبونو (ټولو) سره اختلاف لرم
قوم سره خو اوس نږدي شوم چي په دي سايټ کي مي پشتو يزده که
لومړي ما نشوي کول چي په پشتو ليک وکم
يو شاغلي محترم ورور د دي سايټ په پوه کړم چي څنګه وليکم
نو اوس خو مي پشتو هم يزده که
بيا قوم سره ولي راته وايسات چي جلاي شوي يم؟
مګر له ړندو عقيدي مي توبه ايستلي



ع کريم حليمي
07.03.2008

سلامونه مي ومنه هوښيار صاحب !

[quote:b1d62316eb]يواځي د مذهبونو (ټولو) سره اختلاف لرم [/quote:b1d62316eb]
هو ! احسن اختلاف دي حق دی ، 
او که د اسماني اخلاقو منکر سوې ، نو رانه جدا سوې 
داچه د اسماني اخلاقو منکر نه ئې ، نو زموږ په دين هم ورور ئې 
او داچه افغان ئې نو خپل قوم مي هم ئې ، نو ته پرموږ حقوق لرې او موږ ئې 
پر تاسو لرو ، راځه يو د بل حقوقو ته به په درنه سترګه ګورو 

تر دې بل ښه اصول به تاته هم نوي درمعلوم ، که ئې لرې راسره شريک 
که !!
په دغه مذهب يم ، او دين مي پر وحدانيت ولاړ دي 


hoshiyar
07.03.2008

[quote:9b314bd460="ع کريم حليمي"] تر دې بل ښه اصول به تاته هم نوي درمعلوم ، که ئې لرې راسره شريک 
که !!
[/quote:9b314bd460]
ګر انه محترمهه وروره
زما په اند ټولونه شه اصل دادي موږ د مذهبونو پر ځاي علم، اخلاق، تمدن، ته وده ورکو
زه دا نه ويم چي ټول خلک دي مذهب پريژدي (څرنګه چي ټول خلک په يو مذهب نشي کيدلي) مګير داويم چي مذهب دټولني د افرادو شخصي معامله ده ټولنه، قانون، اخلاق، و علم و تمدن بايده ده چي له مذهبه بالا ويي
د رياست و قانون پريکړه بايد د مذهب له مخي نه وي د بشري حقونو له مخه وي
خلک او د خلکو قانون، اخلاق، علم، تمدن و چاري دي له مذهبي غلامئ ازادي وي
مذهبي د غلامئ نوم دي ازادي موږ ټول پوهيژو چي نعمت دي له غلامئ بهتر دي
غلام نه سوچ کولي شي، نه خبره کولي شي، نه ليک کولي شي، نه پرمختګ کيدي شي
نه شه ورځ ليدلي شي نه د ټولني په کار راتلي شي
د مذهب په ولکه کي ګير خلک همدغسي غلامان دي او زما پر زړه سوځي



ع کريم حليمي
08.03.2008

هوښياره وروره ، ښې هيلي 
[quote:51856ba9a1]موږ د مذهبونو پر ځاي علم، اخلاق، تمدن، ته وده ورکو [/quote:51856ba9a1]

دغه خپله جمله څو واره ولوله او هر لغت ترجمه کړه ، 
سمه ده د مذهب پر ځای به علم او اخلاق او تمدن ته  وده ورکوو 
دا پخپله يعني دين او مذهب 
دين خو بل هيڅ شئ نه دي بېله علم او اخلاق او تمدن 
او علم فرض دی ،بيا اخلاق فرض دي چه دغه دواړه عملي سي ، نو تمدن 
پخپله منځ ته راځي 

اسلام يوازي دوه کاره لري ، يو اخلاق او بل منسک 
داچه ته اخلاق غواړې ، نو بيا ولي مذهب غندې ؟؟ 

که مذهب نه منې ، نو له اخلاقو هم لاس واخله ، دا سي نه ده صحيح چه 
د ښوروا  دي مرور يم او د غوښي بيا پوخلا يي 
که د ښورو مرور ئې نو دغوښو به هم مرور ئې 

په درنښت   


hoshiyar
08.03.2008

[quote:ec060e24d5="ع کريم حليمي"] دين خو بل هيڅ شئ نه دي بېله علم او اخلاق او تمدن 
او علم فرض دی ،بيا اخلاق فرض دي چه دغه دواړه عملي سي ، نو تمدن 
پخپله منځ ته راځي 

اسلام يوازي دوه کاره لري ، يو اخلاق او بل منسک 
داچه ته اخلاق غواړې ، نو بيا ولي مذهب غندې ؟؟ 

که مذهب نه منې ، نو له اخلاقو هم لاس واخله ، دا سي نه ده صحيح چه 
د ښوروا  دي مرور يم او د غوښي بيا پوخلا يي 
که د ښورو مرور ئې نو دغوښو به هم مرور ئې 

په درنښت   [/quote:ec060e24d5]
محترمه وروره حليمي صاحبه
دا چي تاسي د اخلاقو لپاره خپل يو بغلي ستيندرد تاکلي دي ستاسي خپل شخصي نظر دي
د بشري ارزشت له نظره د عقيدي و مفکوري په اختلاف د خلکو وژل لويه بداخلاقي و ظلم دي او دغه کار مذهبونو تر هر چا زيات کړي دي
نو د چا وژلو ته که تاسي اخلاق واياست دغسي اخلاقو (مذهبو) نه زموږ لا پخوا توبه ده



ع کريم حليمي
08.03.2008

هوښيار صاحب ، ښې چاري 
[quote:bb46d965ef]د بشري ارزشت له نظره د عقيدي و مفکوري په اختلاف د خلکو وژل لويه بداخلاقي و ظلم دي [/quote:bb46d965ef]
هو ! غلو او بد کارو خلکو به ډير خلک وژلي وي ، اما که د اسلام د ١٥٠٠ 
کلونو ګراف په ړنو سترګو وګورو ، اسلامي محکمي په تېر ١٥٠٠ کاله ٢ 
نفره هم د عقيدي و مفکوري په اختلاف ندي وژلي 

په نړۍ کي د چين محکمه ډير خلک وژني !
امريکا ئې هم وژني death penalty ،Capital punishment

لکه ژړا او خندا چه د ژوند جز دي ، قانوني وژنه يعني قصاص هم د ژوند 
جز دی ، هو ! غيري قانوني قتل کولو ته بد اخلاقي نه ويل کيږي لويه ګناه ده

قتل په قتل دی 

 [quote:bb46d965ef]دا چي تاسي د اخلاقو لپاره خپل يو بغلي ستيندرد تاکلي دي ستاسي خپل شخصي نظر دي [/quote:bb46d965ef]

تاسو ته بايد ده چه جهاني ستېنډر ئې وليکۍ چه زما فکر او نظر اصلاح سي 
منه به هم وکړم 


hoshiyar
08.03.2008

[quote:d567f9349d="ع کريم حليمي"]
تاسو ته بايد ده چه جهاني ستېنډر ئې وليکۍ چه زما فکر او نظر اصلاح سي 
منه به هم وکړم [/quote:d567f9349d]
استاد صاحب
جهاني ستيندرد يا به درته وايم universtal standrad دادي چي د بشر وژل په عقيدوي اختلاف ظلم دي
ايا په اسلام کي د مرتد جزا مرګ ندي؟
که دي نو بيا دا پر عقيدوي اختلاف وژنه و قتل ندي؟
که دي نو بيا دا جهاني اخلاق څنګه شو؟
بله خبره استاد
که چين يا امريکا چيري ظلم کوي نو موز دا نشو ويلى چي هو سمه ده اسلام دي هم ظلم وکي يا دي فلانکي هم وکي
ظلم ظلم دي هر څوک چي کړي غندنه يي کوو



ع کريم حليمي
08.03.2008

هوښيار صاحب !

[quote:020e47cd3e]ايا په اسلام کي د مرتد جزا مرګ ندي؟ [/quote:020e47cd3e]

درې نفره راوښيه چه وژلي ئې وي 
که ئې نسې ثابتولی ، نو خپلي خبري دراخله 

اوليکني دي ارزښت بايلي ،که څنګه ؟ 


hoshiyar
08.03.2008

[quote:d96e9ff633="ع کريم حليمي"]هوښيار صاحب !

[quote:d96e9ff633]ايا په اسلام کي د مرتد جزا مرګ ندي؟ [/quote:d96e9ff633]

درې نفره راوښيه چه وژلي ئې وي 
که ئې نسې ثابتولی ، نو خپلي خبري دراخله 

اوليکني دي ارزښت بايلي ،که څنګه ؟ [/quote:d96e9ff633]

١
دابوبکر په خلافت کي يو شځه ام قرفه کافره شوه ابوبکر هغه ووژله (بيهقي)
٢
علي ته يو سړي راوستل شه چي اول عيسوي وبيا موسلمان شه خو بيا عيسوي شه
علي وپوشتل ولي دي داسي وکه؟
هغه سړي وايي ماته معلوم شوه چي زما مذهب ستاسو تر مذهبه بهتر دي
علي دغه سړي مړ که (طحاوي)
٣
علي په رحبه کي وه چي چا وويل دلته يو کور کي بوتان دي
علي هغه کور ته ورغي بوت يي پيدا که
علي هغه کور ته اور واچو خلک يي پکي وسيځل (فتح الباري)
٤
محمد ويلي چا چي دين بدل که ودي وژل شي (متواتر حديث بخاري)
٥
عايشه نه روايت دي پيغمبر محمد وايي د مسلمان وينه تويي کول ندي روا
په دري شرطونو روا دي
اول چي واده يي کړي وي زنا وکي
دويم چي مسلمان وي و کافر شي
دريم چي قتل وکي (بخاري)
مسالونه په زرګونه دي حليمي صاحب
دغه خو يو څو دي چي مي د اول وخت درته يادي کري
عبدالرحمان و پرويز کامبخش په افغانستان کي اوسني مسالونه دي
England ولي د سلمان رشدي پر حفاظت هر کال ملياردونه ډالري خرڅ کيي؟
ځکه چي مسلمانانودهغه دوژلو ل پاره څو سوه فتوي ورکري دي
دغه يو حديث په انګليسي کي هم وګوره
5.632:
Narrated Abu Burda:
That the Prophet sent his (i.e. Abu Burda's) grandfather, Abu Musa and Mu`adh to Yemen and said to both of them "Facilitate things for the people (Be kind and lenient) and do not make things difficult (for people), and give them good tidings, and do not repulse them and both of you should obey each other." Abu Musa said, "O Allah's Prophet! In our land there is an alcoholic drink (prepared) from barley called Al-Mizr, and another (prepared) from honey, called Al-Bit"' The Prophet said, "All intoxicants are prohibited." Then both of them proceeded and Mu`adh asked Abu Musa, "How do you recite the Qur'an?" Abu Musa replied, "I recite it while I am standing, sitting or riding my animals, at intervals and piecemeal." Mu`adh said, "But I sleep and then get up. I sleep and hope for Allah's Reward for my sleep as I seek His Reward for my night prayer." Then he (i.e. Mu`adh) pitched a tent and they started visiting each other. Once Mu`adh paid a visit to Abu Musa and saw a chained man. Mu`adh asked, "What is this?" Abu Musa said, "(He was) a Jew who embraced Islam and has now turned apostate." Mu`adh said, "I will surely chop off his neck!"


و.افغان
08.03.2008

ډیر محترم، او دقدر وړ، مولانا حلیمي صاحب:
له مینې او محبت څخه ډک ډک سلامونه مې ولوله،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
ستاسو ټولې لیکنې مې ولوستې، ډیر مې پرې سترګې خوږې او یخې شوې، الله مو
دجنت په نعمتونو سترګې خوږې او یخې کړه.
ښاغلې هوشیار ته مو ډیر ښې خبرې کړې، خو چې هغه په کې فکر وکړي، او خصوصا
داخلاقو باره کې،
[color=white:2662f871f9]هوشیار صاحب مو خو ما هم په همدغه نقطه کې راګیر کړ، خو کوښښ کوي چې ځواب رانه کړي، او موضوع آخوا دیخوا بوځې،
اصلا چې هوښیار صاحب یو مذهب هم نه مني، اخلاق يي له کومه منځ ته راوړل،
آداب يي له کومه منځ ته راوړل، که هغه وايي چې دعقل له لیاري، نو بیا دې دا واضحه کړي چې دغه عقل خداي ورکړې، او که مادې ورکړي؟؟
دوه کلمې ځواب دې خو ښاغلې هوشیار دورکولو جرأت تر أوسه نه دې پیدا کړې.[/color:2662f871f9]

اوس راځم دښاغلې هوشیار دلیکنو تحلیل ته:

[quote:2662f871f9="hoshiyar"]
دابوبکر په خلافت کي يو شځه ام قرفه کافره شوه ابوبکر هغه ووژله (بيهقي)
[/quote:2662f871f9]

مصدر پوره په ګوته کړه، دامام بیهقي په لسهاوو کتابونه دي، او هر کتاب يي په مجلدونو دې، باید خپل خبر توثیق کړې، او جزء او صفحه ذکر کړې، بیا به پرې
غږیږو.

[quote:2662f871f9="hoshiyar"][٢
علي ته يو سړي راوستل شه چي اول عيسوي وبيا موسلمان شه خو بيا عيسوي شه
علي وپوشتل ولي دي داسي وکه؟
هغه سړي وايي ماته معلوم شوه چي زما مذهب ستاسو تر مذهبه بهتر دي
علي دغه سړي مړ که (طحاوي)[/quote:2662f871f9]

ښاغلیه:
دامام طحاوي رحمه الله هم ډیر زیات کتابونه دي، او هر کتاب يي په مجلدونو دې
ستاسو خبرې داسې بې توثیقه اخیستل هیڅ معنا نلري، جز او صفحه په ګوته کړۍ،
او همدارنګه دکتاب طبعه په ګوته کړۍ، که چیرې رښتیا تاسو دا حدیث له طحاوي څخه راخیستي وي.

٣[quote:2662f871f9="hoshiyar"]
علي په رحبه کي وه چي چا وويل دلته يو کور کي بوتان دي
علي هغه کور ته ورغي بوت يي پيدا که
علي هغه کور ته اور واچو خلک يي پکي وسيځل (فتح الباري))[/quote:2662f871f9]

فتح الباري څورالس مجلده ده، او ځیني طبعات يي شل مجلده ده، هیله کوم
چې جزء صفحه او طبعه يي ذکر کړې، چې کومې خوني چاپ کړی، تر څو ورته
مراجعه وکړم.

٣[quote:2662f871f9="hoshiyar"]
٤
محمد ويلي چا چي دين بدل که ودي وژل شي (متواتر حديث بخاري)[/quote:2662f871f9]
دا صحي حدیث دې، هر هغه څوک چې اسلام کې داخل شي، او بیا له اسلام څخه ووځي، نو سزا يي مرګ دې، اګر له اوله ورته پوره آزادي ده چې هر دین اختیاروي،
ددې باره کې ځواب ما ډیر په تفصیل کړې چې زه به يي دلته را کاپې کړم، چې ولې
اسلام داسې مرتد ته دمرګ سزا اوروې، مخکې دهغه نقل څخه دې یوې خبرې ته پام وي، چې اسلام څوک دزړه په خبرې نه نیسې، یعني که یو څوک عیسوي وي، مسلمان شي، او بیا مرتد شي، نو خپل ارتداد دې نه ښکاره کوي، ځکه چې عام نظام ته مشکل پیښوي، او خیانت عظمی مرتکب ګرځي، خو که خپله ارتدادي عقیده يي پټه وساتله، دنر غوندې دی ژوند کوي ....تفصیل ورستنۍ لیکنه کې راځي.

٣[quote:2662f871f9="hoshiyar"]
عايشه نه روايت دي پيغمبر محمد وايي د مسلمان وينه تويي کول ندي روا
په دري شرطونو روا دي
اول چي واده يي کړي وي زنا وکي
دويم چي مسلمان وي و کافر شي
دريم چي قتل وکي (بخاري))
[/quote:2662f871f9]

دا حدیث هم صحي دی، او ددې وجوهات به لاندینۍ لیکنه کې په پوره تفصیل سره بیان شې.

٣[quote:2662f871f9="hoshiyar"]
عبدالرحمان و پرويز کامبخش په افغانستان کي اوسني مسالونه دي
England ولي د سلمان رشدي پر حفاظت هر کال ملياردونه ډالري خرڅ کيي؟
ځکه چي مسلمانانودهغه دوژلو ل پاره څو سوه فتوي ورکري دي[/quote:2662f871f9]

نه دفتواوو له خاطر نه ، بلکه دغه خلک داسلامي دولتونو په ضد او دخپلې نفعي
په خاطر ساتي، دغه خلک داسلامي عام سیاسي نظام لپاره او اسلامي ټولنې لپاره خطر وي نو ځکه يي دوي نازوي، دعبد الرحمن، پرویز کامبخش، او دسلمان رشدي
قیصه ټوله یوه ده، تر ټولو شاته دبهرني دښمن لاسونه دي، ځکه خو اعدام دسزا
مستحق ګڼل کیږي، ځکه چې هغوي د خیانت عظمی مرتکب کیږي، او په خیانت
عظمی باندې هر دولت داعدام فیصله کوي، یا دأبدي حبس کیدلو،
دا خبره دې ښه په ذهن کې ونیسه، چې اسلام یوآځې مذهب نه دې، اسلام په عین حال کې یو سیاسي نظام هم دې.

دغه يو حديث په انګليسي کي هم وګوره

[quote:2662f871f9="hoshiyar"][5.632:
Narrated Abu Burda:
That the Prophet sent his (i.e. Abu Burda's) grandfather, Abu Musa and Mu`adh to Yemen and said to both of them "Facilitate things for the people (Be kind and lenient) and do not make things difficult (for people), and give them good tidings, and do not repulse them and both of you should obey each other." Abu Musa said, "O Allah's Prophet! In our land there is an alcoholic drink (prepared) from barley called Al-Mizr, and another (prepared) from honey, called Al-Bit"' The Prophet said, "All intoxicants are prohibited." Then both of them proceeded and Mu`adh asked Abu Musa, "How do you recite the Qur'an?" Abu Musa replied, "I recite it while I am standing, sitting or riding my animals, at intervals and piecemeal." Mu`adh said, "But I sleep and then get up. I sleep and hope for Allah's Reward for my sleep as I seek His Reward for my night prayer." Then he (i.e. Mu`adh) pitched a tent and they started visiting each other. Once Mu`adh paid a visit to Abu Musa and saw a chained man. Mu`adh asked, "What is this?" Abu Musa said, "(He was) a Jew who embraced Islam and has now turned apostate." Mu`adh said, "I will surely chop off his neck

[/quote:2662f871f9]

دا حدیث هم صحي دی، او ددغو صحي حدیثونو لپاره اوس دا لاندینۍ لیکنه
وګورۍ، البته دهغه نورو نقلونو لپاره باید ضرور توثیق وکړۍ، مصدر ذکر کړۍ، جزء او صفحه ذکر کړۍ، او همدارنګه چاپ ذکر کړې، چې زه ورته مراجعه وکړم،
دلته په عامه مطالعو کتابخانو کې ټول چاپونه شته دي.

دمرتد کیدو حکم څو اړخونه لري:
لومړۍ اړخ يي دادې چې: په اسلام کې داخلیدل په رضا او خوښې بنا دي، نه په جبر او زور سره، داسلام له داخلیدلو څخه مخکی کافر لپاره پوره اختیار ورکول کیږي نو که اسلام ته داخلیږي نو ښه په پوره رضا، قناعت، او بصیرت داخلیږي.
که مونږ یو عاقل با انصافه نظر دې دین ته وکړو، نو له ورایه به معلوم شې چې دغه دین له باطلو څخه پاک، او دبشري حاجت دېن دي، او روغ ذهنونه هم ورسره توافق کوې، او فطرت يي هم غوښتونکې دې.
دوهم اړخ: داسلام تاریخ په اوږدو کې هیڅ داسې یو مرتد نه دې په ګوته شوې، چې دغه اسلام څخه يي زړه بد شوې وي، او یا يي اسلام دناسمۍ په وجهه پریښې وي.
او هغه څوک چې مرتد شوې دې هغه به له دوه حالتو څخه خالې نه وي:
۱- یا غواړې په دې چل سره نور ضعیف النفس نوې مسلمانان له دین څخه واړوې، او یا دی دین ته راداخلیدل ختم کړي، لکه څرنګه چی داسلام په لمړیو وختونو کې به یهودو یو بل ته ویل چې دورځې په لمړۍ برخه کې اسلامې کې داخل شۍ، او دورځې په وروستۍ برخه کې له اسلام څخه ووځۍ، او په قرآن کافر شۍ تر څو دمسلمانانو ترمینځ ګډوډې رامینځ ته شې، ځکه چې یهود اهل کتاب وو، او کله چې به داسې کار وشو، نو ځینو ضعیف النفسو زړونو کې به وګرځیدل چې دغو یهودانو ته که ددې اسلام خطايي نه وې معلومې شوې نو دوي بیرته ترې نه پر شا کیدل، نو دهغوي مقصد او هدف دالله جل جلاله دلارې څخه خلک منع کول وو، .
الله جل جلاله فرمايي:
وقال طائفة من أهل الكتاب آمنوا بالذي أنزل على الذين آمنوا وجه النهار واكفروا آخره لعلهم يرجعون.

۲- دوهم سړې هغه دې چې یواځې او یواځې غواړې چې دخپل شهوت پړۍ ورخلاص کړې، او له هررنګ قیدنو څخه ووځې، او هر رنګ مرداریو باندې شروع وکړي.
ډیر نادر حالات او کم حالات دې چې یو مسلمان له اسلام څخه بل دین ته اوړې، بلکه الحاد غوره کوي، او هغه هم ددوو پورتنیو سببونو له امله.

دریم اړخ: له اسلام څخه وتل د اسلامي دولت د عام نظام پر ضد جنګ اعلانول دې، اسلام یو کامل دین دې، لکه څرنګه چې دبنده او خداي ترمینځ علاقه باندې اهتمام کوي، همدارنګه دبنده او نورو بندګانو تر مینځ علاقو باندې اهتمام کوې، دسړې او ښځې ترمینځ علاقو باندې اهتمام کوي، له خپلوانو سره، ګاونډیانو سره،او ددښمنانو سره په علاقو اهتمام کوې، هغه که جنګې حالت کې وي، او دصلحې حالت کې وي.
داسلام قوانین په عبادت، معاملاتو، او قضاء او نورو ټولو دنیايي عام نظامه بخشونو کې لا مثاله قوانین لري.
نو په دې بنا باید اسلام ته دیو متکامل کل په نظر وکتل شي، او دا فکر ونه شې چې اسلام یواځي درب او بنده ترمینځ داړیکو لپاره دې.

او کله چې خبره داسې وي، نو مرتد کیدل دعام نظام څخه وتل دي.
او ددې لوي مثال دافغانستان خلقیان وو، له عام نظام څخه ووتل، نو څومره ګډوډې او بې نظمي يي رامینځ ته کړه، دټولنې سره په جګړه شو، ډیرې لويي تباهیګانې يي په افغانستان کې رامینځته کړې.
که ددغو ملحدینو مخه له اوله نیول شوې وه، نو دغه مشکلات به هیڅکله مینځه ته نه راتلل.

څلورم اړخ: دمرتد دوینې په هدرولو کې دهغه کافر لپاره زجر او تهدید دې چې غواړې په دېن کې دنفاق خورولو لپاره داخل شي، دعام نظام، او دعام نظام دتبعه وو دامن دګډوډولو لپاره په اسلام کې داخلیږي، همدارنګه که نیت داسلام يي کړې و ي، نو دهغه لپاره یو درس دې چې مخکې له ښه قناعت کیدو څخه دی دین ته داخل نه شي، نو دغه وخت چې دۍ کله بیا داخلیږي نو په پوره بصیرت، او ښکاره قوي دلائلو سره داخل شي، ځکه چې دین قیودات دي، شعائر دي، او دمنافقینو او دخاصو ګټو خلکو لپاره پرې پاتې کیدل اسان کار نه دې.

پنځم اړخ: دانسان لپاره ښه پوره فرصت دې مخکې له دې چی اسلام کې داخل شي، چې کافر پاتې کیږي، او که ایمان راوړي، نو که هغه دځان لپاره هر دین غوره کوي، نو په هغه اعتراض نشته، او دښه امن او سلامتیا دزندګۍ حق لري.او کله چې اسلام غوره کړې، او په کې داخل شي، او ایمان راوړي، نو دهغه لپاره پکار ده، چې اخلاص وکړي، او داسلام په اوامرو او نواهیو عمل وکړو، او په اصولو او فروعو کې يي تګلاره وګرځوي.

بيا وايم: چې آیا دبیان آزادې دیته وايي، چې سړې دټولنې سره جنګ اعلان کړي، دټولنې قوانین تر پښو لاندې کړي، او دټولنې افرادو سره دښمنې شروع کړي،؟؟؟
آیا دوطن سره خیانت، او دوطن دښمنانو لپاره جاسوسي هم آزادي، لکه خلقیانو چې د کی جی بي لپاره کاملا جاسوسي کوله، او وطن يي پرې وران کړ، آیا دوطن په ښارو، لارو، کوڅو، او کلو کې ګډوډي جوړول، او ددین په مقدساتو باندې ریشخند وهل، او استهزاء کول هم آزادې ده؟؟؟

کله خلقي ملحدینو چې به دا کار کاوه، او ددې لپاره زه بې شماره مثالونه لرم، او یوه لیکنه مې هم کړې.
هو په دا رنګه وضع دمسلمانانو دقانع کولو کوښښ کول یوه لویه بیعقلي ده، او هغه کس چې دمسلمانانو دبیرغ دختمیدو، او دین دورانیدو کوښښ کوي، دهغه زندګې غوښتل له مسلمانانو څخه یوه لویه سادګې ده.

زه په زغرده وایم، او ددې فورم ځینې یاران دې هم په ځیر وګورې چې نن سبا دعقیدو پټول، او داخلاقو دختمولو کوښښ دمنصرینواو مبشرینو دځينو ډلو یوه لویه سپشیلسټي وسیله ګرځیدلې، او دا هغه خلک دې چې داسلام سره په زړه کې بد بیني او کراهت لري، دقرآن او سنت او دهغې دپیروانو سره دښمني لري، او دهمیشه لپاره يي کوښښ کړې چې مړې فتنې را ژوندۍ کړې، داور لګیدو اسباب تیار کړې، ددې لپاره چې اسلامي ټولنه ولړزوي، او سرچپه يي کړي.

مونږ حق لرو چې دخپل دین څخه ددفاع لپاره خپل اوازونه جګ وساتو، دا اوس دآزادیو په وطنونو کې فرانس پرطانیا او امریکا دملتزمو مسلمانانو سره څومره بده رویه کیږي، فرنسویانو قانونا حجاب منعه کړ، په دلیل چې ځمونږ عام امن ته په کې ضرر رسیږي، مونږ هم حق لرو چې دخپل ځان پوښتنه وکړو چې مونږ باندې په یوه نوم او بل څه او څه نه کیږي.

او بیا دا اعدام سز ا نن سبا په ډیرو قوانینو کې شتون لري، او دا کار يي یواځي ددی لپاره کړې چې ګټور دې، او ښه نتیجه لري، جرمونه کموي، او دټولنې حمایت کوي، خو هیچا ونه ویل په دغو دولتونو کې چې دغه اعدام ددغو خلکو دحریت او ازادۍ ټکراو لري، ځکه چې دغو خلکو په خپلې آزادۍ سره دنورو ازادۍ تر پښو لاندې کړي دي.

اسلام څوک دزړه په ایمان نه نیسي، که چیرته یو مسلمان په مسلمان ټولنه کې اوسیږي هم، خو په زړه کافر وي، وي دې، تر څو چې خپل کفر اعلان نه کړي، نور ورته دعوت نه کړي، او ټولنه کفر ته راکش نه کړي.

په نړیوالو قوانینو کې یو اعدام دې چې دلوي خیانت په سبب پرې مجرم مجازات کیږي، دغه لوي خیانت، دخپل وطن سره خیانت دې، خو هیڅکله دغو تنصیری مؤسساتو دا ونه ویل، چې دغه سړې خپل شخصي ازادي لري، دا نظام يي نه دې دبل نظام لپاره جاسوسي کوي، هغه يي خوښ دې، بلکه دپانسۍ تختې ته يي کش کوي.
خو برعكس له مسلمانانو څخه بیا غواړې چې دهغوي دتجسس لپاره په اسلامي ټولنه کې خلقي ملحدینو دکې جی بې جواسیسو ته ځاي ورکړي، سیکولریانوته ځاي ورکړي، چې زړه اوخوله يي دواړه دغرب سره دي،
ماسونیانو ته ځاي ورکړې چې ټول غم او هم يي دلوي اسرائېل آبادول، هغه که دهرچا دوینو په قیمت وي.

دومره کفایت کوي.

ښاغلي، محترم او مکرم حلیمي صاحب هم دې باره کې لیکنه کړې چې په لاندیني لینک کې ده:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=25395#25395

په درنښت.
ښاد او آباد اوسۍ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more