د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

اور- بل
10.02.2008

ډېر محترم ، معظم او مکرم مولینا حلیمي صاحب او درنو لوستونکو السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته !
خدای مو د ا د فیض او برکاتو ډک ژوند د ښې روغتیا او نیکمرغۍ سره ډیر اوږود کړه !
تاسو یوه چینایي سنه لیکلې.: [color=white:ee382f6ea7]کال 722 BCE - 481 BCE[/color:ee382f6ea7] دلته له ‌BCE څخه مطلب څشی او کومه سنه یا جنتري ده و آیا دا د عیسوي کالونو سره سمون خوري ، که نه، باید وښودل شئ چې خیر د کوم قبل المیلادي کلونو سره سمون خوري . که د ۳۳۰۰ ق .م څخه دمخه وخت نه وي نو بیا ؟
د عیسی (ع) له ریږیدنی مخکې هم ښايي بل تقویم با جنتري موجوده وه، خو دا به دا معنی ونه لري چې هغه دې ګواکی له ۳۳۰۰ ق .م. کال څخه د مخه هم موجوده اوسي
او که موجوده اوسي باید وښودل شي او په ثبوت ورسیږي ، چې د تاریخ او ماقبل التاریخ دورو بیلونکې پوله نوې وټاکل شي . نر نن ورځې خو تاریخي دورې ۳۳۰۰ مخزیږدي کال ته رسیږي او تر هغې وړاندې دماقبل تاریخ دورې بلل کیږي .
خو هدف له ۳۳۰۰ مخزېږدی کال څخه د مخه د صحیفو دموجودیت ثبوت دی چې د انسان په واسطه د خط ایجاد پرې رد کیږي او اسماني سرچینه یې ثابتیږي . دا خبره د اسماني ادیانو د تاریخ له پاره هم خورا ډیره بنسټواله ده، تر نن ورځې پورې خو د ادیانو تاریخ هم د خط د ایجاد له تاریخ (۳۳۰۰ ق .م) څخه وړاندې له عقیدې پرته نشي ثابتیدای ، مګر داچې له دغې نیټې څخه د مخه د کوم پیغمبر (ع) په تړاو کوم
عطیقه آثار راووځي .
والسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته !



ع کريم حليمي
11.02.2008

مکرمي او معظمي غوټۍ وربل خور سلام ته دي وعليکم السلام و رحمه الله 
و برکاته وايم 

[quote:0591068774]کال 722 BCE - 481 BCE دلته له ‌BCE څخه مطلب څشی او کومه سنه یا جنتري ده [/quote:0591068774]
زموږ معظمي خور !
کوم خلک چه عيسی په خدايي مني او هم ئې بيا د خدای زوي ګڼي 
دغه خلک قبل المیلادي په BC سره ليکي (before Christ )
کوم انسانان چه عيسی په خدايي نه مني نو دغه سړي يې په BCE سره 
ليکي "Before the common era"

[quote:0591068774]خو هدف له ۳۳۰۰ مخزېږدی کال څخه د مخه د صحیفو دموجودیت ثبوت دی چې د انسان په واسطه د خط ایجاد پرې رد کیږي او اسماني سرچینه یې ثابتیږي . دا خبره د اسماني ادیانو د تاریخ له پاره هم خورا ډیره بنسټواله ده، تر نن ورځې پورې خو د ادیانو تاریخ هم د خط د ایجاد له تاریخ (۳۳۰۰ ق .م) څخه وړاندې له عقیدې پرته نشي ثابتیدای [/quote:0591068774]

خوږې او معظمي خور !
اول به داسي تاسوته ووايم چه ; تاريخ ابراهيم عليه السلام نه پېژني او دده
هيڅ تاريخي اثار يا اثر پر مځکه تاريخ پوهانو ته په لاس ندی ورغلی  
ابراهيم ع پېږندنه يوازي او يوازي په اسماني کتابونو   کيږي اوبس 

اوبله خبره چه زه ئې مهمه بولم هغه داده چه ;
په مځکه کښي هر ٢٥٠٠٠ کاله ورسته داسي يو تغير راځي 
چه موږ ته نده معلومه چه څه به پېښه سي يا څه پېښه سوې وه 

يعني د مځکي د مقناطس قطبونه سره اوړي ، شمال ئې جنوب سي او جنوب 
ئې شمال شي ، داسي ئې وبوله چه يو کوچنی قيامت راځي ، 
نو نده معلومه چه څه به پېښيږي ، خو دا ويلي سم چه هر څه به له خاورو 
سره خاوري سي اما ډبرين اثار په تر اوبو او خاورو لاندي سي او د بل 
نسل له پاره به تايخي اثار سي ، اما صحفې او ورقي به پاته نسي او کمپيوټر 
به هم پاته نه سي ولي چه د کمپيوټر مقناطس هم معکس کيږي 
خو يوازي هغه څه په ښه شان سره پاتيړي چه په سينو کښي وي ، 
د ټولو اديانو ليکلي اثار به ورک سي لکه دا اسماني  صحف مكرمة چه 
ورک سوه ، اما يوازي په ښه شان به قرآن کريم پاته وي ، ولي چه  قرآن
د مبارک معجزه ده ، او يوازي قرآن دي چه په سينو کښي ساتل کېدای سي 

حيرت ولی وړې ئې او متحيره ولي يي ، ودې ته چه صحیفې راغلي دي که يا 
خط اسماني دی له زميني ، لکه هر څه چه ئې په الحام راښودلي نوطبعا ئې 
د خط الحام هم کړی وو ، 
داسي معماوي چه په عقايدو کښي لرو  ، نو په عيني شکل په طبيعي علمو 
کښي هم معماوي سته ، سبب ئې دا دی چه د انسان پوه لا پوره سوې نه ده 
او پوره به نسي ، ولي چه ژوند لنډ دی ! 

په ډېر درنښت 

  


شاکری
11.02.2008

ګرانو لوستونکو!
اسلام عليکم ورحمه الله وبرکاه
ګرچه غاښلی ساپی صيب او حليمی صيب ډير ښه دلايل وړاندی کړی زما مداخلی ته هم ضرورت نشته خو بيا هم په ډيره مهربانی سره له ستاسو محترموڅخه اجازه غوښتونکی يم .
غوټی خوری !
ستا پوښتنو خو زه حيران کړی يم
ځکه ستا پوښتنی داسی مانا لری لکه څوک چه ووايی ماته دآدم ع کلی او قبر راوښيه چه هغه چيرته ژوند کړی او اوس يی قبر چيرته ده .

قرآنکريم 124 زره کم او ذياتو پيغمبرانو راتګ ته اشاره کړی او تنها د 30 پيغمبرانو په شا اوخوا کی احوال په قرآن کی ذکر شوی دی .

که ددغه ټولو پيغمبرانو احوال ذکر شوی وای نو اوس خو يواځی څوپيغمبرانو داحوالو څخه دقصص الانبياء په نوم کتاب جوړ شوی چه دقيقه مطالعه يی کم درکم لس ورځی غواړی .

نو124 زرو پيغمبرانو د قصصو او احوالو دمطالعی لپاره چه تقريبا 5000 دا ډول کتابونه ورڅخه جوړيږی 136 کاله وخت نيسی نو دی احوالو ته عقلا څه ضرورت دی او دومره حوصله به کوم انسان ولری
حال داچه مونږ پريوه کتاب قرآن باندی هم را تر اوسه صحی علم نلرو .

بل داچه صحفی څه شوی او خط له کوم شوه ؟

ګرانی خوری قرآن کريم چه 100 صحفو ته اشاره کړی 90 صحفی دنوح (ع) څخه مخکی نازلی شوی دی او دنوح (ع) درسالت په دورکی نړی له يوه سره غرقه شوی يواځی يوګروپ مسلمانان دحيواناتو جوړيی نمونی او دنباتاتو تخمونه بيړی ته پورته شوی او پاتی شوی دی نور هر څه له مينځه تللی دی .
اوفقط لس صحيفی پرابراهيم (ع) نازلی شوی چه ورسته له ابراهيم ع نه 40 زره پيغمبران مبعوث شوی

دهيڅ کوم بل پيغمبر نه ورسته بل پيغمبر نه راځی مګر په دريو علتونو:

۱- چی دمخکی پيغمبر تعليمات له مينځه تللی وی او دی ته ضرورت وی چه بيا خلکو ته وړاندی شی .
۲- دمخکی پيغمبر تعليمات کامل اوپوره نه وی نو دی ته ضرورت وی چه کامل شی .

۳- چی دپيغمبر تعليمات يوه قوم او امت ته خاص شوی وی چی نور قومونه او امتونه هم دی ته ورته پيغمبر ته ضرورت ولری .
نوضرور به دا صحيفی همغه وخت له مينځه تللی وی .

پاتی شوه دخط موضوع :

د خط ليکلو لومړی کشف کونکی بشر اسلامی مفسيرينو اوعلماؤ ادريس (ع) ښودلی دی
ادريس (ع) لومړی کس ؤ چه په قلم سره دخط ليکل ،دجامو ګنډل ،دنجوم اوحساب علم ،دډبری څخه د ساختمانی موادو په حيث کار اخيستل او دتول ترازو آلات يی په نړی کی کشف کړل .
او ادريس (ع) د نړی له غرقيدلو (نوح ع ) څخه مخکی تير شوی دی .
همدغه ښه دقيق معلومات کيدای شی .

نور دی هم ډير ی پوښتنی کړی .
ګرانی خوری د ټولو پوښتنو ځوابو په قرآنکريم کی موجود دی
او قرآن کريم د نړی ټولو هغه انکشافاتو اوعلومو ته چه تر قيامته راتلونکی دی اشاره کړی چه تحليل ، فکر او عملی او کاری جمبه يی بيا د انسان عقل ته سپارلی ده .
قرآنکريم هغه څه بيان کړی اوهغه څه ته يی ځواب ورکړی کوم چه د بشر له توانه خارج دی .
نور قرآنکريم دومره عادی کتاب ندی
نه کوم ساينسی کتاب دی او نه هم تاريخی کتاب او نه هم دنړی دټولو واقعاتو دثبت کتاب دی .
دا هغه الهی کتاب چه هغه څه بيانوی چه بشر نه ورباندی پوهيږی .
دانسان په فکر کی دايم داسی پوښتنی راګرځی
۱- زه له کومه شوم ؟
۲- دانسان لړی او پيدايښت سلسله له کومه پيل شوه ؟
۳- آخرانجام به می څه وی .؟
۴- ولی دنړی خلک دمال ، پوهی اوقوت له حيثه فرق لری ؟
۵- موجوده کاينات په دومره منظم ډول کوم ذات پالی او دچا په واک دی ؟
۶- زه نو چا پيدا کړلم ؟ د څه لپاره ؟ او ولی می ژوند موقتی دی؟
۷- موجوده کاينات څه ډول منځ ته راغلی ؟ دڅه لپاره ؟ او کله به له مينځه ځی ؟
او داسی نور چه بشر ورته ځواب نشی ويلای قرآنکريم انسان ته په دی اړه پوره معلومات وړاندی کړی دی .

او زما په فکر ددی ټولو پوښتنو لپاره به چه صحيفی څه شوی تورات څه شوه
دقرآنکريم تصديق کافی وی او همدا دليل به کافی وی چه هيڅ دين او پيغمبر نه راځی هغه قوم ته ترڅو چه هلته سماوی ارشادات له منځه نه وی تللی .
نوبيا بل دين او پيغمبر راځی .
که دموسی (ع) ارشادات وی نو بيا ولی انجيل او عسی (ع) نازل شول .
او دموسی (ع) کتاب تورات منسوخ شو.

حمدالله شاکری


اور- بل
11.02.2008

درنو او محترمو ورونو السلام علیکم و رحمت دالله وبرکاته!
دوه موضوعګانې سره بیلې کړئ :
یو موثق تاریخی معلومات دي چې کیدای شي ځینې دیني مالومات هم تایید کاندي .
بل دیني مالومات دي چې له ثبوت پرته هم د عقیدې په اساس منل کیږي .
ددیني مالوماتو هغه برخه چې د ثقه (ساینسي او تاریخي) علومو پواسطه تاییدیږي
یا تاییدیدای شي د ادیانو پر مخالفینو یو ګزار دی . له دې کبله ددې برخې پوښتنې هم جالبې او هم یې ځوابول ستوزمن کار دی . ددغې برخې پورې زما پوښتنه هم تړلې وه.
د خط دایجاد پوښتنه تاریخپوهنې ځواب کړې او آن تاریخ یې د خط په ایجاد پیل کړی دی. د محترم شاکري صاحب په څیر ډیر دیني عالمان هم وايي چې صحیفې په خط لیکل شوې وې او صحیفې ډیر شمیر پیغمبرانو ته رسیدلې دي او داسې انګیري چې دصحف لرونکي پیغمبرانو شمیر هم ګڼ دی او هم ښايي ډیر یې د خط له ایجاد نه هم پخوا تیر شوي وي !
دا سې کاواکه انګیرنې نو یو ې علمي شننې ته غورځول بیا واقعا ډیرې پوښتنې او هغه پوښتنې بیا محترم او مکرم حلیمي صاحب سره له ورته دینپوهاهنو پرته نور محترمین عصباني کوي . کوښښ کوي چې یا پوښتنه بل ډول واړو ي یا یې بی اهمیته وبولي او یا يرې پله کومه ټاپه ولګوي او یا هم ځان په دې بسیا کړي چې ګواکې هغه ټولې داسې ورکې شوي چې راوتل یې هډو امکان نه لري . [color=yellow:4b101f7973]د لته سم معترف ځواب دادی چې د صحیفو وجود یو دیني عقیدوي فکت دی اوبس . ترڅو چې یې وجود په تاریخي علمي توګه نه وي په زبات رسیدلې تر هغې پورې یې ارزښت یواځې دیني عقیدوي ارزښت دی نه تاریخي ![/color:4b101f7973]يه دې کې شک نشته چې په قران کریم کې ډیر تاریخي حقایق بیان شوي چې پر عقیدې سربیره يه تاریخي توګه ثابتیدای شي ، کوم چې د شاکري صیب خبره دمسلمان [color=white:4b101f7973]دعقل کار [/color:4b101f7973] یا تاریخي علومو دنده او رسالت دی چې ثابت یې هم کړي، ولې د اسلامي عالمانو خپله نیمګړتیا دوی ته دا اجازه هم نه ورکوي چې په خپلې دې تاریخي نیمګړتیاو اعتراف وکړي چې اسلامپوهانو ته اسلامي امرینو او رژیمونو دا زمینه او ًاجازهً نه ده ورکړې چې قرانې اشارې ٍثابتې کړي او اعجاز یې لا روښانه کړي .دوی د قران هره اشاره د تفکر تحقیق او څیړنو او ٍثبوت موندنې له پاره اشاره نه بولي څو يه ژوند او علمي بهیر کې ترې ؛ټه يورته کاندي یلکې بلکې د تعجب او عقیدې د ټینګیدو له پاره اشاره په خپل حال او ځای اشاره پریږدي او ځپله دنده تر سره بولي چې قراني اشارې ته یې اشاره کړې ده .
که کړې اشاره یې هیڅ علمي نه ده، نو لږ تر لږه خو ( یو اسلامي ) عالم کړې ده .
زه دا د اسلامي عالمانو نیمګړتیا نه بولم، خو د اسلامي سلطنتونو نیمګړتیا څه چې جرم، خیانت او جنایت یې ضرور بولم چې د اسلام رڼا یې د خپل مغرضانه قدرت د ساتلو له پاره د تعصب ، محافطه کارۍ ، بیعلمۍ او جهالت په تیارو اړولې ده او تر
ټولو زیات زور او قصور یې بیا مسلمانو ښځو ، خویندو میندو ته وتلی دی .


و.افغان
11.02.2008

محترم مولانا حلیمي صاحب، او دقدر و ړ انیجنر صاحب ، او درنې غوټۍ خورې:
سلامونه مې ومنۍ:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
لمړۍ خو باید بیا تکرار کړم، چې روانه موضوع دخداي دموجودیت او په مجمل ډول سره ددیانتونو دثبوت سره هیڅ تړاو نه لري.
دغه دوه څیزونه په قطعي، کــــــوني ، یقیني، او منطقو دلائلو ثابت شوي دي، او لا يي ثبوت مستمر دې.
نو دځینو دصحیفو دورکیدا په ما قبل التاریخ دوره کې په دې دلالت نه کوي، چې ګواکې ادیان باطل دي.
همدرانګه که فرضا او تنازلا دا ومنو چې خط پیغمبرې ښودنه نه ده، په دې وجهه دغه خبره ومنو چی اوس مونږ سره په لاس کې دماقبل التاریخ دورې صحیفي شتون نلري، او دا ووایو چې د خط دایجاد څخه وروسته ددین والاوو خط ددیانتونو دنشر او پخش لپاره دیوې وسیلې په توګه استعمال کړې، نو دا خبره منل یواځې په دې دلالت کوي چې دادیانو والا دغه نوې اختراع (خط) ددین دخدمت لپاره استعمال کړې، لکه څنګه چې په دې زمانه کې دادیانو والا نوې نوې اختراعګانې په پراخه پیمانه ددین خدمت لپاره استعمالوي، لکه راډیو، تلویزیون، انټرنټ، وغیره.
سره له دې چې ښاغلي اینجینر صاحب تاسو دا هم ذکر کړي، چې خط د ادریس علیه السلام په وخت کې موجود وو، او دهغه زده وو، او هغه په ماقبل التاریخ دوره کې تیر شوې دی.
صحي ده چې په دې خبره باندې مادي دلیل وجود نلري، خو پیدا کیدل يي هم مستحیل نه دي، خو چې کله پیدا شي بیا به هم دغه ملحدین یو طرف ته او بل طرف خولې ویجاړوي، او له ایمان څخه به تښتي، او نورې نورې پوښتنې به راولاړه وي، چې جنت چیرته دی؟؟ مونږ خو نه دی لیدلې، دوزخ چیرته دی؟؟ دجال چیرته دی، هغو خوهم مونږ په سترګو ونه لید، او نه مو پیدا کړ، او دیته ورته نورې پوښتنې، ځکه چې دغه ملحدینواصلا خپل عقل او منطق معطل کړې دې، او یواځې په هغه څه عقیده لري چې په خپلو سترګو يي ویني، دا په جزيي طور، خو ددغو ظالمانو سترګې ددې لويي دنیا له لیدنې ړندی وي، او دا نه وايي، چې آیا داسی یو متسق او منسجم نظام هم پرته له کوم فاعله مینځ ته راتلاي شي.

دټولو ادیانو ځیني برخي په غیبیاتو بنا وي، هر کله چې انسان په عموم ډول سره دیوه دین حقانیت ته غاړه کیږدي، او په قطعي دلائلو سره يي ورته حقانیت ثابت شي، نو بیا دهغه دین په مادي څیزونو او غیبي څیزونو دواړو ایمان راوړي.

ددغو ملحدینو لپاره دادیانو دحقانیت یوه لويه نښه دا هم ده، چې یو فیلسوف وايي: تر اوسه مونږ دځمکې په سر داسې یو ښار پیدا نکړ چې هغه کې دې معبد نه وي.

په آخر کې دغوټۍ خور څخه پوښتم، چې آیا ممکنه نه ده، چې یو ورځ دماقبل التاریخ څخه هم ځیني صحیفي لاس ته راشي، او چې کله راشي نو بیا به ددغو مغرورو ملحدینو غبرګون څه وي؟ آیا په دې ایمان راوي؟ سره له دې چې دغه مغرور انسان تر اوسه دډیرو طبیعي ظواهرو په وړاندې عاجزه ده؟؟ یو مثال يي دبرمودا مثلث دې، برمودا مثلث یو ورکه شوې صحیفه نه ده، مادي وجود لري، خو تراوسه دا مغرور انسان ددغه مثلث له حقیقت درک کولو څخه عاجزه دی.
بله دا چې دآثارو دعلماوو تر مینځ تر اوسه په دی اختلاف دې چی آیا سومري خط لومړۍ مینځ ته راغلې، او که هیروغلیفو خط لومړۍ مینځ ته راغلۍ، او بیا په دې وروستیو کې په کال ۱۹۹۳ م کی یوې المانۍ بعثې دمصر دالصعید په منطقه کې په یو قبرستان کې څو ټوټې لیکنې پیدا کړې چې پنځه دوه سوه کاله مخکې تاریخ يي لرلو، په دې معنا چې داسې هیروغلیفي خط له سومري خط څخه دوه سوه کاله دمخه مینځ ته راغلې، دغو علماوو دخط دغه اختراع کومو مشخصو کسانو ته نه ده نسبت کړي، بلکه دآثري ټوټو له مخې يي دغو عصرونو ته متوجه کړې، دغه اوسنۍ لنډه خبره ده، نو آیا ممکنه نه ده، چې دسومري خطونوداسې ټوټې پیدا شي شي دهیروغلیفي خط ټوټو څخه زیات عمر ولري،؟؟؟ او یا داسی خط ټوټې پیدا شي چې عمر يي ما قبل التاریخ دورې پورې ورسیږي؟؟؟
آیا دآثارو دغه اوسنۍ ایجاد په دې دلالت کولاي شي چې ددغه مودې څخه دمخه نورو خطونو وجود نه درلود؟؟؟
او که یواځې په دې دلالت کوي چې لاس ته راغلو آثري ټوټو تاریخ دغو عصرونو ته منسوب کیداي شي؟؟؟

دروند او دقد وړ انجنر شاکري صاحب:
ستاسو ډیرې تشکري کوم، او ستاسو ممنون یم، چې ځما معلوماتو ته مو دغه مهمه مستنده خبره زیاته کړه، چې ادریس علیه السلام لمړنۍ هغه کس دې چې خط يي لیکلې دی، دغه معلومات له ما څخه غایب وو، یو جهان مننه درڅخه کوم.

نو اوس چې ملحدین دا تاریخ نه مني، نو غواړې چې دماقبل التاریخ او ما بعد التاریخ وقائع هغوي ته په یوه سینمايي فیلم کې و ښودل شي،او یا چې مخکینۍ تاریخ ټول دهغوي مخ ته یو وار بیا تیر شي، او ددوي عمر هم ورته په زرګونو کلونو اوږد وي، چې تر څو يي پرې یقین راشي. او دا کار مستحیل دې، یو ټکې ته باید اشاره وکړم چې ډیر زیات وقائع دي چې مؤرخین په اتفاق سره دهغی دواقعکیدو اقرار کوي، حال دا چې کوم مادي څیز يي مونږ په لاس کی نلرو.

دملحدینو انکار دخداي څخه علم نه دی، بلکه دخداي په وجود جهل دی.
دنوې عصر دهر علمي اکتشاف سره دوي دا کوښښ کړې، چې خپل الحاد ته علمي رنګ ورکړي، حال دا چه دهغوي عقیده دعلم، او منطق څخه ډیره لیري ده.
کله چې دفلک علماوو دا اکتشاف کړه، چې لمر په خپل ځاي ثابت دې، دوي ټولو نعری شروع کړې،چې قرآن وايي: والشمس تجري لمستقر لها....
او علم تجریبي یقينی وايي چې لمر ثابت دې، نو قرآن غلط دې، او چې غلط نو دخداي کتاب نه دی.
خو څه وخت وروسته همدغو فلکي علماوو دا ومنله چې لمر هم خپل فلک لري چې په هغې کې په حرکت کې دې، البته موقعیت يي ځمکې ته ثابت دې، او دا خبره دالله جل جلاله دهغه آیت مصداق دې چې فرمايي: ((وکل في فلک یسبحون)).
همدارنګه دغو ملحدینو دتطور دنظريي لپاره غټ دلیل دانسان تریخې نیولو، چې دغه تریخې داسی یو عضوه ده چې دتطور په نتیجه کې اکسپایر شوې، او نوره دګټې اخیستنې لپاره صالحه نه ده، خو نن ورځ بیالوژي علم دا ثابتوي چې تریخي څومره مفید اوګټور دې، او هیڅکله ناصالحه ټوټه نه ده.

همدارنګه دغو ملحدینو، دقرآن په هغو آیتونو پورې خندا کوله چې په کې راغلي دي:، چې سپوږمۍ دوه ټوټې شوې بیا یو ځاي شوې، خو نن فلکي علم دا ثابتوي چې په سپوږمۍ کې ډیر لوي لوي درزونه دي، چې په دی دلالت کوي چې سپوږمۍ دوه ټوټې شوې.

همدارنګه دغو ملحدینو به حجامت پورې خندا کوله، او ویل به يي چې هیڅ ګټه نه لري، ((حجامت دبدن دمخصوصو ځایونو څخه وینه اخیستل))) هو ننې علم او طبي څیړنې ثابتوي چې په حجامت کې څومره ګټې لري، او یوې امریکايي څیړنې دحجامت په اړوند ډیر توصيي کړي.

دپیغمبر صلی الله علیه وسلم په پیغمبرۍ باندې حتی ځيني هندو مقدسو کتابونو شاهدي ورکړې، چې په دې دلالت کوي چې دغه هندي ادیان په اصل کې هم اسماني سرچینه لري، خو بیا له تحریفاتو له وجهې ډیر بدل شوې.

نن مې په یوه ویبپاڼه کې په یوې موثقې موضوع سترګې ولګیدې، چي په کې يي لیکلو وو، چې دهندوانو یو مقدس کتاب چې بفوشيا برانم نومیږی، او څلور زره کلن تاریخ یعنې تر پیغمبر صلی الله علیه وسلم دوه نیم زره کاله مخکې لیکل شوې، دنوموړې کتاب په 3جزء، ۳ فصل، ۵ عبارت کې راغلي چې:
((واورۍ اۍ خلکو، بیشکه خداي خپل هغه کورته چې ابراهام جوړ کړې، داسی یو سړې لیږي، چې دقیدار له بچو څخه به وي، او دخلکو قیادت به په توره او دشرعي په رڼا کوي، نوم يي محمد دی، او اتباع به يي مسلین وي.)))
ډیر خلک دا اعتقاد لري چې دلته دمسلین دکلمې څخه مراد مسلمین دي, او قيدار داسمعيل عليه السلام زوي دي لكه څنګه چې دتورات سفر التکوین کې راغلي دي.

نصاروو دا کتاب لیدلې، په دی نه دې توانیدلې چې ووايي، چې دا کتاب څلور زره کلن تاریخ نلري، یواځې دا خبره کوي، چې صحي ده چې دغه هندوسي کتابونه ډیر زاړه او لرغوني دي، خو په هندوسي کتابونو اعتماد نه دی پکار، مونږ باید په خپل مقدس کتاب اعتماد وکړو.

په درنښت.
خوشاله اوسۍ.


اور- بل
12.02.2008

محترم ورور صافي صاحب ته سلام !
[quote:a6dd1fd987]آیا ممکنه نه ده، چې یو ورځ دماقبل التاریخ څخه هم ځیني صحیفي لاس ته راشي، [/quote:a6dd1fd987]
ولې نه، هغه څه چې تر اویه تر لاسه شوي په دې شاهدي ورکوي چې تر هغوی لا لرغوني آثار لاسته راتلای شي، دیني قراني حقایق تر تاریخي هم لوړ او ارزښتمن دي او که تاریخي حقایق یې تایید کاندي نو دعلم الیقین له پاره به لا ګټورپریوځي !
[quote:a6dd1fd987]او چې کله راشي نو بیا به ددغو مغرورو ملحدینو غبرګون څه وي؟[/quote:a6dd1fd987]
هغه چاته چې خدای هدایت وکړي نو همدالږې اوبه یه یې هم دارو شي، او که نه دتاریخي او تجربوي حقیقتونو په بحر به یې هم تنده ماته نشي او دوزخ ته به تیار تږي درومي .
خو یوه ګټه شته چې ددوی به یو دلیل مات او د دیني حقیقت له پاره به یو بل تاریخي دلیل هم ورزیات شي او دا یوه سوچه ګټه ده .
ډیره مننه چې یو لړ دغسې نورو موندنو ته مو اشاره کړې ده، خدای دې اجرونه درکړي .
دینی عالمانو نه ده ښودلې چې د نوح (ع) طوفان له میلاد څخه څوکاله مخکې تیر شوی نو د ادریس (ع) زمانه هم مالومه نه ده ، سره له دی چې له نوموړي طوفان څخه د مخه وه . تاریخ ښایی ددغه طوفان ثبوت هم نه وي وړاندې کړی . ځینو اټکلونو دغه طوفان له نن څخه ۹-۱۰ زره کاله دمخه ښودلی، خو بیا هم اټکل دی او تاریخي لاسوندونه یې نه دي تر لاسه شوي . د ترکیې د کردستان په یوه غره د اوسپنې یوه لس متره اوږده پټۍ موندل شوی او بیا ټیک په هماغه ځای کې چې د قران کریم له مخی هلته د نوح کشتۍ درېدلې وه . د اوسپنې له موندل شوې پټۍ څخه د نوح (ع)کشتۍ او ددغې پېښې تر نن نږدې ۹ زره کاله قدامت چې یقینا له قبل التاریخ ډیره پخوانۍ پیښه ده اټکل شوې ده . هغه وخت تاریخ معلومه بشر لا د اوسپنی په کارولو هم نه و توانیدلی چې دا د نوح (ع) یو بل الهي اعجاز هم په ګوته کوي چې څنګه یې د کښتۍ د ملاتیر په جوړولو کې له اوسپنې څخه کار اخیستی دی .
تاسو د شق القمر نښو نښانو ته په سپوږمۍ کۍ ګوته نیولې ده، البته په تلویزیون کې د نوموړو نښو په لیدلو سره یو بلجیمی دینڅېړونکی هم مسلمان شوی دی، خو زه غواړم له تاسو نه وپوښتم چې ایا نشئ کولی د سعودي مقامات دې ته وهڅوئ چې د شق القمر د معزې مشاهده کولو دعلمي تخنیکي امکاناتو له پاره یو څه لګښت په غاړه واخلي او ټولو نړیوالو ته ددغې معجزې لیدل ممکن کاندی :
په استرونومي کې د ستورو د رڼا د تجزیې او تحلیل يواسطه ممکنه شوې چې د ستورو سیارو او سپوږمۍ حرکتونه آن دعیسی (ع) تر زمانې او لا لرغونو وختو پورې تعقیب کړي او ننداره کونکو ته یې وښيي ! اړونده اروپايي ستور پوهان
دغه کار په اسانۍ سره کولی شی چې له مکې څخه د شق القمر په شپه د سپوږمۍ مقام ، تغیر او تبدیل او دوه پړقه کیدل له نن څخه ۱۴ سوه کاله پخوا نۍ شپې تعقیب کړي او فیلم یې ونیسي . د عیسی (ع) د تولد په شپه یې د ستورو دریځونه رڼا او حرکتونه ښودلي نو دا کار هم د پیسوپه بدل کې کولای شي . که دا کار وشي څه فکر کوئ چې بی شمیره اروپایان، امریکایان هندوان او نور نړیوال به ایمان رانه وړي او پر اسلام به مشرف نشي ؟ خدای (ج) دې دا یری د اسلام په یرخه کړي . و من الله التوفیق



ع کريم حليمي
13.02.2008

درنو او مکرمو وړونو او خويندو ; قاري صاحب ( استاد وهاج ساپی),
منلي شاکری صاحب او درنې پتمني خور غوټۍ وربل
السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته !

[quote:b802f1b42a]د شق القمر د معزې مشاهده کولو دعلمي تخنیکي امکاناتو له پاره یو څه لګښت په غاړه واخلي او ټولو نړیوالو ته ددغې معجزې لیدل ممکن کاندی : [/quote:b802f1b42a]
مکرمي او پتمني خور !
دښمنانو د معجزونه ورسته هم ايمان رانه وړۍ 
نمرود چه إبراهيم عليه الصلاة والسلام په اور کښي روغ رمټ او
 ښاد او ارام وليدۍ بيا ئې هم ايمان رانه وړۍ 
او فرعونانو چه د موسی معجزه وليدل بيا ئې هم ايمان رانه وړی 
ابوجهل او ابولهب چه د مکې قحطي او د سپوږمۍ د دوه ځايه کېدو معجزې 
ئې غوښتي وې ، بياهم د ايمان د لوړ او ښکلي نعمت څخه محروم پاته سوه 

ليکن سره د دې خبرو معجزه يوازي باايمانه او دا مابيني خلکو ته ګټه رسوي 
يعني دا معجزه  ايماندارو خلکو ايمان نور ور کلک کوي 
او د مابيني خلکو د بصيرت پر هنداره چه څه ګرد او دوړي پرېوتلي وي 
د معجزي په وړانګو ئې هنداره پاکه سي او چغي کړي چه ;
آمَنَّا بِرَبِّ هَارُونَ وَمُوسَى ، 

[quote:b802f1b42a]په استرونومي کې د ستورو د رڼا د تجزیې او تحلیل يواسطه ممکنه شوې چې د ستورو سیارو او سپوږمۍ حرکتونه آن دعیسی (ع) تر زمانې او لا لرغونو وختو پورې تعقیب کړي او ننداره کونکو ته یې وښيي ! اړونده اروپايي ستور پوهان
دغه کار په اسانۍ سره کولی شی چې له مکې څخه د شق القمر په شپه د سپوږمۍ مقام ، تغیر او تبدیل او دوه پړقه کیدل له نن څخه ۱۴ سوه کاله پخوا نۍ شپې تعقیب کړي او فیلم یې ونیسي . د عیسی (ع) د تولد په شپه یې د ستورو دریځونه رڼا او حرکتونه ښودلي نو دا کار هم د پیسوپه بدل کې کولای شي . که دا کار وشي څه فکر کوئ چې بی شمیره اروپایان، امریکایان هندوان او نور نړیوال به ایمان رانه وړي او پر اسلام به مشرف نشي ؟ [/quote:b802f1b42a]
نه تاريخ ښودلې ده ، هيڅ کله به په ايمان مشرف نسي ، د بېخي اکثريت 
ئې زړونه داسي دي لکه ښرنه ځمکه راعت نه پر کيږي ، 

زموږ خواږه نبي صلی الله عليه وسلم چه پېشګوئي د روم د فتحي په 
خصوص کښي ئې کړې وه پوره سوه ، د کفر او اسلام
 په تاريخونو کښي درج ده 
نو هغه وخت ئې په دغه برهان او دليل ايمان رانه وړ ، 

تر شق القمر ، لويه نخښه او برهان او دليل " کتاب الله " دی 
 نن چه  کتاب الله زموږ سره سته ، نو نوري تول  معجزې ورته وړې دي 

ساده به هغه څوک وي چه په روښانه برهان او دليل ايمان رانه وړي (قران )
او په ډېر وړوکي دليل په تناسب د قران بيا ايمان راوړي ٠ 

درنښت 
       


شاکری
13.02.2008

درنو او مکرمو وړونو او خويندو ; ښاغلی حليمی صاحب قاري صاحب ( استاد وهاج ساپی) او درنې پتمني خور غوټۍ وربل

السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته !
زه هم دښاغلی حليمی صاحب د نظريی څخه په کلکه ملاتړ کوم .
خورکی اسلام د نورو اديان پر وړاندی يو برحق دين دی .
نه دتيرو شويو معجوزو مادی ثبوت او فلم ته ضرورت لری .
اونه هم پدی لاره کی لګښت ته ضرورت شته .
برحق اوژوندی دين دی او معجوزه يی هم چه قرآنکريم دی ژوندی دی .
دغه الهی کتاب د۱۴ کالو را پديخوا منکرينو ته داسی اعلان کوی .
ذَلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ پدی کتاب کی هيڅ شک نشته .
اوڅوک چه شک ورباندی کوی دمقابلی چلنج يی هم ورکړی
وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُواْ شُهَدَاءكُم مِّن دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ( دالبقره آيتونه )
نومونږ همدا اوس هم دا قوی معجوزه لرو چه په ۱۴ سوه کاله کی هم چا ددی کتاب مقابله ونه کړه او نه به يی ورسته وکړلای شی .
نن ورځ چه عيسويان خپل مسوخ دين ته تبليغ کوی
څرنګه چه نه کومه مجوزه اونه هم ثابت کتاب لری د پيسو عيش اونوش او منصب له لاری خلک رابولی چه هغه هم دخپلو سياسی او اقتصادی ګټو لپاره د يوه بنده بنده ګی ته نه د رحمن خدای (ج) بندګی ته .
نواسلام برحق دی همدا لويه معجوزه کافی ده .
وسلام


و.افغان
13.02.2008

دقدروړ، عزتمند مولانا حلیمي صاحب، محترم، ښاغلې اینجنر شاکري صاحب، او درنې عزتمندی غوټۍ خورې: یو وار بیا مې سلامونه او نیکې هیلې ومنۍ:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

دنوح علیه السلام دطوفان او کښتۍ باره کې چې کوم تفصیلات قرآن کریم ذکر کړي، هغه تفصیلات له موسی علیه السلام څخه په سوونه کاله مخکې سومري تاریخ په میخې یا مسماري خط لیکلې، او فی الحال مونږ له دغو سومري وثیقو څخه دوه وثیقې په لاس کې لرو، په وثیقو سربیره ددغې کښتۍ په اړه چې اوس کوم موندنې ترلاسه شوي خورا جالبې دي، او دهماغه غره په سر کې تر لاسه شوي دي، کوم غر چې قرآن کریم نومولې دې، چې هغه دجودي په نامه غر دې، دې خبرې ته وروسته راځم، لومړۍ دیادو شوو دوه وثیقو په اړه تفصیلات:
(((ملاحظه: دغه لاندینۍ خبری می له لاندیني لینک څخه ژباړلې، او ډیر لږ څه خبرې مې ورسره دملاحظو په توګه زیاتې کړي، البته ځینې کلمې مې دفهم دسختوالې له وجهي له ژباړې پرته هماغسې پریښي دي.)))

http://www.albadri.info/aathar/a3.htm

لومړۍ سومري خطي میخي وثیقه:
په دغه وثیقه کې دهغو پاچاهانو نومونه ذکر شوي دي، چې په عراق کې يي له ډیره پخوا واکمنۍ تیرې شوي دي، او دایسن پاچا د کورنۍ دواکمنۍ ختمیدلو پورې دپاچاهو نومونه په سلسله وار ډول درج کړي دي، دایسن کورنۍ له ۲۰۲۰ قبل المیلاد څخه تر ۱۷۹۰ ماقبل المیلاد پورې حکمراني چلولې ده، او داسی ښکاري چې دغه وثیقه د اور پاچا دکورنۍ دحکمرانۍ په وخت کې لیکل شوې، کومه کورنۍ چې دایسن کورنۍ څخه مخکې تیره شوې، او کیداي شي چې له دغې مودې هم مخکې وي، خو وروستۍ ددغې وثیقی دایسن پاچا دکورنۍ وخت ورګرځې.
دغه وثیقه دهغو حاکمو کورنیو او نسلونو شمیرنه کړې، کوم چې له طوفان څخه مخکې تیر شوي دي، او هغه خلکو چې دغه وثیقه راټوله کړې د پادشاهۍ (الملوکیة) نوم يي پری ایښی.
((له دغې پورتنۍ خبرې داسي ښکاري ، چې دا وثیقه یوه کس نه ده لیکلې، بلکه یو سلسله واره تاریخي وثیقه ده چې دپاچاهانو حالات یا نومونه په کې وخت په وخت درج شوي دي.
په دې وثیقه کې راغلي دي:
((کله چې ملوکیت داسمان څخه راښکته شو، نو لومړۍ داریدو په ښار کې وو، بیا دبادتبیرا ښار ته لاړ، بیا دلارک ښار ته، بیا دسبار ښار ته، بیا دشروباک ښار ته .... بیا طوفان راغۍ او ټول وطنونه يي له ځانه سره یوړل، او له طوفان څخه وروسته ملوکیت بیا راښکته شو، او په کیش کې شروع شو...)).

http://www.albadri.info/aathar/a3.htm

[img:cee8c6c94b]http://www.albadri.info/aathar/images/a3/a3-07.jpg[/img:cee8c6c94b]

دوهمه وثيقه: په دې وثیقه دطوفان قصه په لږ زیات تفصیل ذکر شوې، او له دغې وثیقي څخه یو تخته مونږ ته رارسیدلې، دغه وثیقه د نفر په ښار کې دلومړي ځل لپاره دنفر په ښار کې په کال ۱۹۱۴ کال پیدا شوې، او څیړونکې وايي، چې دغه وثیقه دبابلي لرغونې دورې پورې اړه لري چې تقریبا د۱۶۰۰ شپاړس سوه کاله ما قبل المیلاد په حدود کې تیره شوې، او ځینې څیړونکې بیخي شک نه کوي، او وايي: چې دغه وثیقه دیوه سومري تألیف څخه نقل شوې، چې دغه سومري تألیف ددغې وثیقي څخه څو قرنه وړاندې لیکل شوې، په ځانګړی توګه چې دغه طوفان ته اشاره په ډیرو ادبي او دیني سومري نصوصو کې راغلې، کومې چې دپاچا اشمي دکان پورې تعلق لري، او هغه د۱۹۵۳ ماقبل المیلاد څخه تر ۱۹۳۵ ما قبل المیلاد کې تیر شوې دی.
له دې دوه سومري وثیقو څخه وروسته نورې وثیقي هم شته چې طوفان په کې یاد شوې دی، او دبابل لرغونې دورې پورې اړه لري، تر ټولو زړه تخته چې د أمي صدوقا پاچا په دوره کې لیکل شوې ده، کوم چې له ۱۶۴۶ قبل المیلاد څخه تر ۱۶۲۶ قبل المیلاده پورې پاچاهي کړې، او ورپسې یوولسمه تخته ده چې دکلکامش دجګړې دوخت ده، او وروستي او نوې نصوص چې مونږ ددغې جګړې څخه په لاس راغلي دي، هغه په خټینو تختو لیکل شوې دي، او داووم قرن ماقبل المیلاد پورې تعلق لري، دغه تختې دآشوري پاچا آشور بانیبال په کتابتون کې تر لاسه شوې دي، او ټول څیړونکو په دې اتفاق دي چې ددغې جګړې تدوین نیټه له ۲۰۰۰ دوه زره ماقبل المیلاد څخه تر یونیم زر ۱۵۰۰۰ قبل المیلاد پورې رسیږي.
له مسماري (میخي) نصوصو څخه دیوې برخي ژباړه:
((وروسته له دې چې آنو ، انلیل، او ننخرساک، دتورو سرونو خاوندان پیدا شول نو جوړ يي کړل...... ښارونه........ او نومونه يي ورکړل، لومړني ښار اریدو يي نودیمود قائد ته ورکړ.
دوهم ښار بادتبیرا يي نوکک ته ورکړ.
دریم ښار لاراک يي بابلساک ته ورکړ.
څلورم ښار سبار يي اوتو ته ورکړ،
پنځم ښار شروباک يي سود ته ورکړ.
نو معبدونه يي په کولنګونو او مساحیو (؟؟) جوړ کړل، او لوي کاریز (؟) غاړې يي ودانې کړي.
یو زرو دوه سوه کاله تیر لا نه وو، چې وطنونه ډیر پراخ شول، او دا سې خریدل لکه غوايي چې خریږي، نو خداي دهغوي له بدو آوازونو څخه په تنګ شو، او ويي ویل (انلیل) په تحقیق دبشر چیغې او سوري په ما باندې ډیرې سختې شوي دي.
کوم چې اتراخاسیس وو، او د (ایا) عبادت يي کولو.
دشروباک په ښار کې وو، چې دفرات سیند په غاړه پروت دی.
نو هغه به ډیر ژړل.
یادونه : (((علماء دا وايي: چې دا سړې نوح علیه السلام دې، چې ډیر زیات به يي ژړل نو ځکه نوم يي هم نوح شو، من ناح ینوح نوحا))).
ژباړه دوام لري:
او قرباني ګانې به يي راوړلې.
او دخپل بادار (ایا، یعنې خداي) خبرو ته به يي اوریدونکې
غوږونه نیولې وو.
هغه سره يي خبرې وکړلې.
او اترخاسیس دخداي څخه اوامر تر لاسه کړ.
مشران يي راجمع کړل، او ورته ويي ویل:
دخپلو خدایانو عبادت مه کوۍ، او خپلو خدایانو ته لمونځونه
مه کوۍ.
لیکن تاسو د (نمتار) خداي دروازې ته قصد وکړۍ، او هغه به
له تاسو څخه خپل لاس پورته کړي.
دې وخت خدایانو دیوه کامل هلاکت، او دطوفان رامنځته کیدو فیصله وکړه

او وویل (انکې) خپل بنده ته:
یوه کښتۍ جوړه کړه، او خپله ښځه، ملګرې، دوستان، ماهر کارګران، دهوارې حیوانات، او داسمان پرندې په کې بار کړه،
او دهغه ټاکلې وخت انتظار کوه، چې زه به دې ترې خبروم.
نو اتراخاسیس خپله خوله وازه کړه، او خپل خداي (ایا) ته يي وویل:
له مخکې کې مې هیڅکله کښتۍ نه ده جوړه کړېڼ ما ته په ځمکه یو انځور وباسه، نو (ایا) انځور په ځمکه وباسه.
ملاحظه: ((محترمو وروڼو: قرآن کې الله جل جلاله فرمايي: واصنع الفلک بأعیننا ووحینا، ژباړه: او جوړه کړه کښتۍ ځمونږ پر سترګو او وحيي سره، ، ، ، )).
او اتراخاسیس مشران راجمع کړل او ورته ويي ویل:
بیشکه ځما خداي ستاسو دخدایانو سره اتفاق نه کوي.
او په نن شپه کې په تاسو ډیر په قهر دی
او دغه وخت کې ډیره وچکالي وه، ډیر کموالې وو په کښت، باران، او نورو څیزونو کې.
او رحمونه وچ شوې وو، یو بچې يي نه وو ځیږولې.
نو نجار خپل تبر راواخیست، او دباڼس سړي خپله تیږه راواخیسته، او ماشوم قیر راواخیسته، او فقیر سړي نور لوازم راواخیسته.
ملاحظه : ((مقصد له دغو خلکو هغه کارګران دي چې دکښتۍ په جوړولو کې يي مرسته کړې، او فقیرانو ته دالله جل جلاله دا آیت اشاره کوي: : : وما نراک اتبعک الا الذین هم أراذلنا بادي الرأي))).
ژباړه دوام لري:
او ويي ټمبل په هغې کې دلرګو میښونه چې اوبه منع کړي.

ملاحظه: ((الله جل جلاله ددغې کښتۍ باره کې فرمايي: وحملنا علی ذات ألواح ودسر.... ،،،، دسر په عربي ژبه کې میخونه ته وايي.)).
او کله چې ټاکلې شوې وخت رانږدې شو،
دکښتۍ په شا يي خپله کورنۍ، خپلوان، ټول حرفه کاروونکې، دپټې حیوانات، او دوچۍ وحشي حیوانات، مګر دۍ خپله وته او ننوته، نو نشو يي کولاي چې کښیني، او یا استقرار پیدا کړي، زړه يي مات وو، او له خولی يي تریخوالي خوت.
بیا دهوا مظاهر بدل شو، وریځو کې دتندرونو آوازونه پورته شول.
او بیا طوفان شروع شو، او طوفان په خلکو باندې په خپل شدت کی داسی وو، لکه شدیده سخته جګړه.
نو سړې نشو کولاي چې خپل ورور وویني، او هره رڼا په تیارې بدله شوه.
دویرانۍ دویرې او دهشت له امله دیو بل دپیژندلو امکان هم پاته نشو.
طوفان داسې خریده، لکه یو غوايي چې خریږي.
بادونه ډیر سخت لګیدل.
او دلمر دپریوتلو وروسته تورتم هم ډیر زیات وو.
بادونه څلور ډوله وو: سهیلي باد، شمالي باد، ختیځي باد، او لویدیځي باد.
جنوبې باد دهغه اړخ ته ولاړ وو.
داسې حال کې چې دلویدیځ اړخ باد دهغه تر څنګ ډیر سخت لګیده.
او دجنوب باد دپوره یوې ورځې لپاره دوام پیدا کړ.
دلګیدا په حال کي تیزوالې نور هم زیات شو.
دطوفان سختو څپو دوام پیدا کړ، داسې حال کې چې جنوبي بادونو ځمکې لاندې کولې.
او کله چې دطوفان اوومه ورځ راورسیده، دطوفان جنوبي څپې په کراره شوې، بیا بحر په کرار شو، بیا بادونه په کرار سو او طوفان ختم شو:
((ملاحظه: په تورات کې بیا راغلې چې طوفان څلویښت ورځي دوام وکړ)).
او کښتۍ دنیسیر په غره ودریده.

((ملاحظه: الله جل جلاله په قرآن کې دالجودي غره په نوم نومولې دی، او دغه غر اوس هم وجود لري، او دکښتۍ ډیر ټوټې همدلته پیدا شوې دي.)))

دکښتۍ انځور دجودي په غره.
[img:cee8c6c94b]http://www.geocities.com/fallofchristianity/1.jpg[/img:cee8c6c94b]

له پورته څخه دکښتۍ انځور، چې متحجره شوې ده.
[img:cee8c6c94b]http://www.geocities.com/fallofchristianity/2.jpg[/img:cee8c6c94b]

دکښتۍ اکتشافوونکې او دهغه ملګري دکښتۍ دیوه مرساة سره ولاړ دي، مرساة دکښتۍ هغه برخه ده چې کښتۍ ورپورې غوټه کیږي، او په اوبو کې ښکته خوشي کیږي، ددې په خاطر چې دکښتۍ توازن له مینځ لاړ نه شې، او دغې کښتۍ تر شلو زیات مرساتونه لرل، چې له تیږو جوړ شوې و و، او په سر کي يي غټ غټ سوري شوې وو، لکه څرنګه چې انځور کې ښکاري، تر اوسه له دغو مرساتو دیارلس مرساته دمکتشفینو لاس ته ورغلي دي.
[img:cee8c6c94b]http://www.geocities.com/fallofchristianity/3.jpg[/img:cee8c6c94b]

دوثیقي ژباړه دوام لري:
په تحقیق سره دنیسیر غره کښتۍ ونیوله، او پري نښوده چې حرکت وکړي.
(اوتنابشتم) بهر ته سر ښکار کړ، نو ويي لیده چې چوپتیا هر ځاي کې خوره ده، او ټول خلک په خټو بدل شوې دي، نو ووت، او سجده يي وکړه.
او تر دې وروسته دملوکیت مرکز کیش ښار وګرځید.

[img:cee8c6c94b]http://www.albadri.info/aathar/images/a3/a3-08.jpg[/img:cee8c6c94b]

په مسماري (میخي) تختو کې دوعظ خبرې، دخدایانو دیاد، او دنورو نصیحتونو یو انځور:

[img:cee8c6c94b]http://www.albadri.info/aathar/images/a3/a3-09.gif[/img:cee8c6c94b]

په درنښت:
آینده کې به ان شاء الله دنوح علیه السلام دطوفان او دهغی کښتۍ داوسنیو ټوټو

دپیداکیدنې په اړه یوه بله لیکنه وکړم.


اور- بل
17.02.2008

محترم مولانا حلیمي صاحب، او دقدر و ړ انیجنر شاکری صاحب او مکرم قاري وهاج صافي صاحب او درنو لوستونکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
مونږ باید اصولي پوښتنې د موضوع د اصل سره سم ځواب کړو او هڅه ونکړو چې
د اصل پرځای یې د فرعي کونجونو له مخې و اړوو راواړوو .
څلور اسماني کتابونه د احکامو له مخې اسماني معجزې دي، چې له اسمانه راغلي دي ، مادي وجود یې د انسانانو په لاس لیکل شوې املا ده . اسماني لیک په تورات کې موجود و، خو یهودو هغه یا له منځه وړی او یا یې داسې پټ ساتي چې احد من الناس یې لیدلای نشي نو په نشت حساب دی . د تورات په څیر د وړاندې صحیفو ادعا شته چې لیکل شوي صحف له اسمانه راغلي دي . که ادعا داسې نه وای او صرف دا وای چې ایتونه یا سورتونه نارل شوي او وروسته انسانانو د قران او انجیل په څیر هغه نوټ کړي او د پاڼو (صحیفو) په شکل ساتل کیدل نو بیا د اسماني لیک د مشاهدې تنده یې نه راپورته کوله . هر دیندار په تیره بیا مسلمان دا
تنده لري چې د تورات آسماني لیک مې یوځل لیدلی وای ، داچې تورات اسراییلو غیب کړ نو ایا صحیفې کومه یوه نه ده موندل شوې چې دغه تنده پرې ماته شي ؟ آخر هغه خط آسماني خط و ،د زرګونو موزیمي آ ثارو څخه د یوې اسماني کرښې ارزښت لوړ دی ! هارون، داود او سلیمان علیهم السلام ولې د تورات اصل اسماني نسخه ونه ساتله او که هغوی ساتلي وي دې نورو ولې له منځه ویوړه . هو یو دلیل موجه دی چې دا ددې له پاره چې دوی یې په نورو نسخو کې لاسوهنه کړې او دغه لاسوهنه به د اصل سره د مقایسې په مټ رسوا شي ! خو آیا دا یواځینی دلیل وي او که د یهودو د کاسې لاندې نورې نیمکاسې هم شته ؟
خو په صحیفو کې د محتوا اړول هم مطرح نه دي ځکه هغه یواځې دیهودو قومي نیکونو ته نه دي راغلي بلکې په نورو قومونو کې هم پر پیغمبرانو نازلې شوي وي .
خو که صحیفې هم د خژ له ایجاد نه مخکې نه وي نارلې شوي او لکه څنګه چې وهاج صیب ورته ګوته نیولې په قرا کې یواځې د (( صحف ابراهیم و موسی)) ذکر شوی ، نو دوی دواړه په تاریخي مرحله کې وو نه په ماقبل تاریخ کې، مو نازل شوې صحیفې به یې هم ضرور په هغه خط وې چې انسانو ایجاد کړی و، که داخط میخي و که هیرغلیف او که کوم بل یو ، هیڅ رول نه لري .خو وهاج صیب خپله خبره لبرته نسبي کوي او وايي چې نه ، مخکې يه مورز هم نارل شوي وي چې لړۍ یې وړاندې شی ادریس او آن ادم (علیهم السلام ) پورې رسیږي.
دلته نو د یو پر ځای دوه ټکی د علاقې وړ ګرزي .
۱ ـ هماغه مینه چې صرف د اسماني لیک ننداره ده که دا ایجاد شوی میخي وی که هیرو غلیف او که په بل کوم انساني لیکدود لیکل شوی وي .
۲ـ ماقبل تاریخي اسماني لیک چې انسان هم خط له هغه نه زده کړی وي . په دې صورت کې د خط ایجاد د انسان په واسطه چوره چلیپه کیږي او خط یوه اسماني ډالۍ او اسماني ښودنه ثبوتيږي . د اسماني خط مادي ثبوت د هغو احکامو اسمانیتوی هم ثابتوي چې په اسماني خط لیکل شوي دي ، په دې کې بیا ملحد بل او بل کافر څه ویلی شي؟ که ایمان نه راوړي هغه بیله خبره ده ولې چئپه او مهر ولاک خوله پاتې کیدل او ددلایلو فلجیدل یې بیا حتمي دي !
[quote:c8463ca4e9]سره له دې چې ښاغلي اینجینر صاحب تاسو دا هم ذکر کړي، چې خط د ادریس علیه السلام په وخت کې موجود وو، او دهغه زده وو، او هغه په ماقبل التاریخ دوره کې تیر شوې دی. صحي ده چې په دې خبره باندې مادي دلیل وجود نلري، خو پیدا کیدل يي هم مستحیل نه دي،[/quote:c8463ca4e9]
د خط له ایجاد نه مخکې د خط موجودیت او هغه هم ددیني لارښونو د تعمیم په بڼه
موجودیت که د انسان له پاره مستحیل نه وي ن بیا یې ولې د نیمګړی مشکل او ناقص هیروغلیف یا میخي خط د ایجاد له پاره یې قرنونه قرنونه زیار ګاله خو له موجود بشپړ اسماني مروج او تعمیم شوي لیک څخه یې استفاده نه کوله؟؟ آخر د انسان له پاره نو استحال او مستحیل نور څشي ته وایي ؟[quote:c8463ca4e9]
خو چې کله پیدا شي بیا به هم دغه ملحدین یو طرف ته او بل طرف خولې ویجاړوي، او له ایمان څخه به تښتي، او نورې نورې پوښتنې به راولاړه وي، چې جنت چیرته دی؟؟ مونږ خو نه دی لیدلې، دوزخ چیرته دی؟؟ دجال چیرته دی، هغو خوهم مونږ په سترګو ونه لید، او نه مو پیدا کړ، او دیته ورته نورې پوښتنې،[/quote:c8463ca4e9]
وروره جنت او دوزخ خو ددې دنیا خبرې نه دي نو هیڅوک یې اصولا پر دې دنیا د لیدلوغوښتنه اوړ پوښتنه نشي کولی، خو صحف او اسمان لیکلی تورات يه همدې دنیا بشر ته رانازل شوي دي ، خدای پټې نه دي ساتلي، بلکې الله تعالی وایي چې هغه مې پر انسان ښکاره کړي ، داچې له انسانانو څخه بیاهم ورکیږي داد انسانانو او تر ټولو مخکې د مسلمانانو نیمګړتیا ده چې موندلی اړ تاریخ یې روښانه کولی نشي . د قران کریم نښې نښانې ،ایتونه او اشارې خو د ثبوت موندلو، تحقق او سترګې غړولو له پاره دي ، څو د الله تعالی قدرتونه ورته په زوندانه کې هم ګام په ګام ثابت شي !
[quote:c8463ca4e9]دټولو ادیانو ځیني برخي په غیبیاتو بنا وي، هر کله چې انسان په عموم ډول سره دیوه دین حقانیت ته غاړه کیږدي، او په قطعي دلائلو سره يي ورته حقانیت ثابت شي، نو بیا دهغه دین په مادي څیزونو او غیبي څیزونو دواړو ایمان راوړي. [/quote:c8463ca4e9] د صحیفو احکام غیبي دي خو مادي وجود یې غیبي نه بلکې مادي دی، خو مادیت یې غیبول اوپه مادي غیابت یې هم لکه یو مقدس حقیقت ایمان راوړل ښايي د بی علمه ملایانو د اعتراف پر ځای د خیټې خبرې وي او بس ![quote:c8463ca4e9]
ددغو ملحدینو لپاره دادیانو دحقانیت یوه لويه نښه دا هم ده، چې یو فیلسوف وايي: تر اوسه مونږ دځمکې په سر داسې یو ښار پیدا نکړ چې هغه کې دې معبد نه وي . [/quote:c8463ca4e9] که څه هم په ډیرو معبدونو کې یې د ارباب الانواع پرستش ، ستاره يرستي، اور- او بتپرستي روانه وي ؟؟؟
وروره فیلسوفان څه نه وایي، هغوی خو دا هم وایي چې :
[color=white:c8463ca4e9](( که چیرې خدای نه وای نو هم انسانانو به زیار ویستلای چی هغه اختراع کړی )).[/color:c8463ca4e9]
دا جمله څرنګه ارزوئ او څه ترې اخیستل کیدای شي ؟؟
[quote:c8463ca4e9]آیا دآثارو دغه اوسنۍ ایجاد په دې دلالت کولاي شي چې ددغه مودې څخه دمخه نورو خطونو وجود نه درلود؟؟؟ [/quote:c8463ca4e9]
ولې نه! خو تر څو چې نه وي کشف شوي، ادعا یې هم نشي کیدای ، خو
عقیدوي لارښودنې ددغسې کشفیاتو هڅونکې دي .
د ساري په توګه د ادریس علیه السلام لمړنۍ هغه کس دې چې خط يي لیکلې دی، که دغه حقیقت ثابت شي د تاریخ دوره به د ادریس (ه) له وخنه څخه پیل ومومي او که اړونده صحیفه یې موندل شي نو د خط آسماني سرچینه به هم ثایبه شي ، خو څوک دی چې په تیرو لس زرو کالو کې یې دا کار ونشو کړای چې هغې دورې ته نږدې وو، خو اوس به یې وکړی ؟ د کامیابیو په صورت کې به دا له شک پرته یوه ستره دیني بریا وي ![quote:c8463ca4e9]
همدارنګه دغو ملحدینو، دقرآن په هغو آیتونو پورې خندا کوله چې په کې راغلي دي:، چې سپوږمۍ دوه ټوټې شوې بیا یو ځاي شوې، خو نن فلکي علم دا ثابتوي چې په سپوږمۍ کې ډیر لوي لوي درزونه دي، چې په دی دلالت کوي چې سپوږمۍ دوه ټوټې شوې[/quote:c8463ca4e9].
ځکه خو که اوس شق القمر پیښه په عصري تختیک او سایتسي علومو یره تکرار و ښودل شي د ملحدینو خوله به چینګه باتې شئ او ډیر نور به په اسلام مشرف شي !
ایا همداسې نه ده ؟
[quote:c8463ca4e9]دپیغمبر صلی الله علیه وسلم په پیغمبرۍ باندې حتی ځيني هندو مقدسو کتابونو شاهدي ورکړې، چې په دې دلالت کوي چې دغه هندي ادیان په اصل کې هم اسماني سرچینه لري، خو بیا له تحریفاتو له وجهې ډیر بدل شوې. [/quote:c8463ca4e9]
نو آیا ددې دلالت له په اساس د بودا پر پیغمیرۍ ایمان لرئ ؟ ایا د تحریف نه مخکې اصل بودیزم هم یو اسماني دین بولئ ؟؟؟ که په تفصیل مالومات ورکړئ ګټور به ولویږي . ښايي هندوان تر اوسني عیسویانو او یهودو اسلام ته نږدې وي، دوی د قران به ایاتونو تعویذونه لیکي او درناوی یې کوي ! دا لاندینۍ لیکنه مو جالبه ده .[quote:c8463ca4e9]
نن مې په یوه ویبپاڼه کې په یوې موثقې موضوع سترګې ولګیدې، چي په کې يي لیکلو وو، چې دهندوانو یو مقدس کتاب چې بفوشيا برانم نومیږی، او څلور زره کلن تاریخ یعنې تر پیغمبر صلی الله علیه وسلم دوه نیم زره کاله مخکې لیکل شوې، دنوموړې کتاب په 3جزء، ۳ فصل، ۵ عبارت کې راغلي چې:
((واورۍ اۍ خلکو، بیشکه خداي خپل هغه کورته چې ابراهام جوړ کړې، داسی یو سړې لیږي، چې دقیدار له بچو څخه به وي، او دخلکو قیادت به په توره او دشرعي په رڼا کوي، نوم يي محمد دی، او اتباع به يي مسلین وي.)))
ډیر خلک دا اعتقاد لري چې دلته دمسلین دکلمې څخه مراد مسلمین دي, او قيدار داسمعيل عليه السلام زوي دي لكه څنګه چې دتورات سفر التکوین کې راغلي دي. [/quote:c8463ca4e9]په درنښت.
خوشاله اوسۍ.
_________________



ع کريم حليمي
18.02.2008

مکرمو او محترمو ،استاد قاري صاحب انیجنر شاکری صاحب
او مکرمي درنې غوټۍ وربل، درنو لوستونکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
دينداري او پتمني خور !

تاسو داسي پښتني راپورته کړي چه جوابونه ئې بايد د عيسايانو سره وي 

زموږ دخوازه نبي کريم ص شريعت  خو تر سوال نه لاندي کيږي ، ولي چه
زموږ رسول خو أَخِيري او متاخر  دين راوړی دی ، او يوازي ئې منسک نوې 
او جديد دی اوبس 

که چيري داسي پېښه وای چه مبارک د يو مشکل او سخت دشوار مستصعب
دين له ځان سره روړی وای ، نو به موږ مسلمانان مجبوره او مکلف وای 
چه قسم قسم دلائل مو وړاندي کړي واي و ملحدينو ته 

و دې حکمت ته نه ګورې ، هر سوال چه پيدا کيږي د اسماني دينونو په 
باره کښي  لمړی و بودايي ، يهودي او عيسويانو ته متوجه دی 
که بودايان ، يهوديان او عيسويان د ملحدينو جواب نه لري ، نو موږ ئې 
له کومه کړو ، زموږ مبارک وختي دا راته ويلي چه ; 
بسمه تعالی -الذين يؤمنون بلغيب ويقيمون الصلوةَ ومما رزقنٌاهٌم ينفقون 3 والذين يؤمنون بما انزل اليك وما انزل من قبلك وبلاخرة هم يوقنون4

ملحدين دي لمړی دي له دا سختو او مشکلو اديانو سره دا سپينه کړي چه ;
بودايانو يهودو او عيسايانو ، تاسو ولي دا دينونه دومره سخت کړي !
او ستاسو کتابونه تر سوال لاندي راځي ، دا ولي ؟ 

دغه ملحدين او مجسوسين چه له موږ اوتاسو(غوټۍ وربل)څه پښتني کوي 
علت ئې دادی چه دوي رنج وړي ، په مشکل کښي ئې اچولي او ملحدين سوي 
يعني په دې کافر سوي چه دغه ملحدين ښه پوهيږي چه ټولو اديانو په 
الهي برهان او هم ئې په  فرقان کښي لاس وواهه 
او هم ښه پوهيږي چه د نبي کريم ص  په شريعت او په کتاب الله کښي 
لاس وهنه نده شوې ، لمړی دليل دا دی چه تر 5 بليونه زيات کتانونه 
په دې دونيا کښي چاپ سوي ټول يوشان دي 

مکرمي او پتمني  خور ! همدا اصلي کونجونه دي چه سره را اړوم ئې 
خور دا ملحدين کوښښ کوي چه موږ او تاسي په يو داسي خبرو اخته کړي 
چه اصلی بحث او ديني تبلغ  له موږ او تاسو پاته سي او د دوی په سورنا 
او ګډا ورګډ سو او په څه چه مکلف يو هغه راڅه پاته کړي 

زما مشوره تاسو ته دا ده ! کوم وخت چه د دغو ملحدينو له سوالونو 
سره مخامخ شوې ، نو داسي ئې جواب کړي چه :
 

اسلام يعني 

د خدای د ذات وجود او د هغه توحيد او د هغه کامل صفات د مرسلينو بعثت
يوازي د خدای خالص عبادت ، د انساني حقوق لوړ اخلاق ، د ښو او بدو
عملونو پوښتنه ، او جزا ، سزا دا د ټولو مذهبنو هغه بنيادي او اساسي
خبري دي چه په دغو خبرو ټول حق مذهبونه سره يو او متفق دي

او که په دوی کښي له کوم يو جهت څخه کوم اختلاف سته
نو هغه يا د تعبير د طرېقې غلطي ده او يا له خارج څخه پکښي کوم نقص
ګډ او شامل سويدی

مسلمانان ته يوازي د منسک (د عبادت طرقه ) په باب سوال کېداسي 
او د اسلامي اخلاقو په باره کښي ، او د سنګسار ،غاښ په غاښ 
تر پښتونو لاندي لمړی يهود او نور اديان راځي ، ولي چه خواږه نبي کريم ص ندي ويلي چه زه د يو نوې دين سره راغلي يم 
داچه ټول اسماني حق اديان په وحدانيت موافق دي 
نو يو ١٠ في صده ملحدين دي چه ټول اديان تر پښتنو لاندي راولي 
نو هيڅ نده ضرور چه د دې لس في صده له پاره دي اديان جوابونه ووايې 
که ئې ووايو هم ، متمئين يم چه ګټه نه لري ، بېله تاوانه 
ولي چه د منځني خلکو (زړه نرمي خلکو ) چه په زړه کښي کومه ړنا سته 
هغه ړنا له منځه ځي ( ملحدينو د سوالونو په سبب )

موږ نشو ويلاي چه لقمان نبي وو ، نو داخو بېخي دسره نسو ويلاي 
بودا نبي وو 
هو ! داسي ويلای سو چه ; بودا به نبي صفته انسان وو 

په درنښت 


و.افغان
18.02.2008

مكرم مولانا حلیمي صاحب، دقدر وړ انیجنر شاکری صاحب ، درنی غوټۍ وربل خوری او درنو لوستونکو، سلامونه او نیکې پیروزینې مې ومنۍ
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

درنې غوټۍ خورې: تاسې چې کومه مسئله بیا بیا په مکرر ډول سره په همدې موضوع مطرح کړې، ما پرې په مکرر ډول سره ځوابونه کړي، او دبیا بیا مکررو سوالونه بیا بیا مکرر ځوابونه مې نه خوښیږي.
بیا تاسو ته خبره په څو ټکو کې په خلص ډول واضح کوم:

[color=white:91e6b74ef0]دصحیفو پیدا کیدنه او نه پیدا کیدنه دخداي جل جلاله دوجود او په مجمل ډول سره دادیانو داحقیت سره هیڅ تړاو نلري، هیڅ تعلق نلري، نه له نږدې څخه، او نه له لرې څخه.....[/color:91e6b74ef0]

[color=white:91e6b74ef0]
تاسو هغه لرغوني اسماني صحیفي غواړۍ کومې چی د ابراهیم علیه السلام څخه دمخه نازلې شوې دي، دهغي صحیفو مادي شتون غواړۍ: [/color:91e6b74ef0]
[color=blue:91e6b74ef0]نو وایم:
چې هغه صحیفي اوس نشته، نشته، نشته، نشته،
تاسو له دې خبرې نور څه کوچ او غوړي وباسۍ.[/color:91e6b74ef0]

[color=white:91e6b74ef0]دهغي صحیفو په پیدا کولو مونږ ملزم نه یو، نه یو، نه یو.[/color:91e6b74ef0]

[color=blue:91e6b74ef0]
که بالفرض والتقدیر له قرآن کریم څخه مخکې یو آسماني کتاب هم نه وو راغلي، نو بیا هم خپله قرآن یو معجز کلام ددې کفایت کوي چې انسان دې پری ایمان راوړي.[/color:91e6b74ef0]

ځمونږ قرآن کریم له اسمانه څخه په شفهي توګه نازل شوې دی، مونږ دلیکل شوي قرآن دنازلیدو دعوی نه ده کړي.
ستاسو سوالونه لکه څنګه چې مکرم حلیمي صاحب ویلي دي، بالدرجة الأولی یهودو ته متوجه کیږي.

[color=white:91e6b74ef0]مونږ دصحیح ثابتو حدیثونو له مخې په دې معتقد یو چې له قرآن څخه مخکې سل صحیفي نازلې شوي دي، او ادریس علیه السلام لومړنۍ کس وو چې خط يي ولیکلو.[/color:91e6b74ef0]

[color=blue:91e6b74ef0]که چیرې په دې خبره مادي دلیل وجود هم ونلري، نو تر مادي دلیله ځمونږ دشرعي دلیل ډیر قوي دي، ځکه چې مونږ اصلا دقطعي، او یقیني اوفطري دلائلو له مخې دالله جل جلاله په وجود او داسلام په حقانیت ایمان لرو، نو ځکه خو داسلام ټولو خبرو ته غاړه ږدو، هغه که غیبي وي، او غیر غیبي، او دمسلمان برتری هم په دی خبره کې ده، ...الذین یؤمنون بالغیب..[/color:91e6b74ef0]

[color=white:91e6b74ef0]
دخط ایجاد چا هیروغلیف ته نه دې منسوب کړې، بلکه لاس ته راغلې لرغوني خطي ټوټي يي هغه دور ته منسوب کړي دي، او هیڅ کله په دی دلیل کیداي نشي، چې له دغې دورې مخکې خط شتون نه لره.[/color:91e6b74ef0]

[color=blue:91e6b74ef0]که بالفرض والتقدیر دا تنازلا ووایو: چې خط ادیانو مینځ ته نه دی راوستې، بلکه له ادیانو وروسته مینځ ته راغلې، او ادیانو ترې بیا په خپل نشر او پخش کې استفاده کړې،
دا خبره یواځې ددې ښودنه کولاي شي، چې ادیانو دغه نوې اختراع ددین دخدمت لپاره استعمال کړی، او بس، اوبس.
لکه څرنګه چې ادیان اوس، تلفزیون، رادیو، انترنت، کمپوټر وغیره ددین خدمت لپاره استعمالوي.[/color:91e6b74ef0]

[color=red:91e6b74ef0]دصحيفو پیدا کیدنه احتمال لري، مستحیل نه دې، په دې چې امکان لري چې پیدا شي.[/color:91e6b74ef0]

[color=white:91e6b74ef0]که چیرې دغه صحيفي پیدا هم شي، نو ځمونږ ایمان کې به هیڅ زیادت را نه ولي، ځکه چې ځمونږ ایمان په قرآن باندې ډیر متیقن دې نسبت هغو صحیفو ته چې له پیدا کیدنې وروسته به يي یو څوک دیوه دلیل توګه استعمالوي.
هیڅ یو مسلمان ددغو صحیفو دپیدا کیدلو لپاره تږۍ نه دی، چې تنده به يي پرې ماته شي.[/color:91e6b74ef0]

[quote:91e6b74ef0="غوټۍ وربل"] خو آیا دا یواځینی دلیل وي او که د یهودو د کاسې لاندې نورې نیمکاسې هم شته ؟[/quote:91e6b74ef0]

دیهودو دکاسو تر لاندې نیمي ډیرې کاسې شته ، خو دلته زه ستا په خبره صحي پوه نشوم، که مطلب مو داوي چې یهودو په دروغو سره تورات یو آسماني کتاب مینځ ته راوړې نو دا خبره مو سراسر غلطه ده.
ځما دغه پورتنۍ استنتاج ستاسو دجملې دفحوا پیداوار دی

[quote:91e6b74ef0="غوټۍ وربل"] او لکه څنګه چې وهاج صیب ورته ګوته نیولې په قرا کې یواځې د (( صحف ابراهیم و موسی)) ذکر شوی ، نو دوی دواړه په تاریخي مرحله کې وو نه په ماقبل تاریخ کې،[/quote:91e6b74ef0]

ما په ماقبل التاریخ مرحله کې دصحیفو دنازلیدو څخه نه انکار کړې وو، نه مې په اثبات رسولې وې، بیا ښاغلې انجینر شاکري صاحب دې نقطي ته متوجه کړم، چې دهغه خبرو په صحیحو احادیثو بنا ده، او زه يي زیاته تشکري کوم، چې دغه نقطه يي راوښووله.
نو ماقبل التاریخ کې هم صحيفي نازلې شوي، او ادریس علیه السلام لومړنۍ کس وو، چې په قلم يي لیکل کړي دي.

[quote:91e6b74ef0="غوټۍ وربل"]وروره جنت او دوزخ خو ددې دنیا خبرې نه دي نو هیڅوک یې اصولا پر دې دنیا د لیدلوغوښتنه اوړ پوښتنه نشي کولی، خو صحف او اسمان لیکلی تورات يه همدې دنیا بشر ته رانازل شوي دي ، خدای پټې نه دي ساتلي، بلکې الله تعالی وایي چې هغه مې پر انسان ښکاره کړي ، داچې له انسانانو څخه بیاهم ورکیږي داد انسانانو او تر ټولو مخکې د مسلمانانو نیمګړتیا ده چې موندلی اړ تاریخ یې روښانه کولی نشي . د قران کریم نښې نښانې ،ایتونه او اشارې خو د ثبوت موندلو، تحقق او سترګې غړولو له پاره دي ، څو د الله تعالی قدرتونه ورته په زوندانه کې هم ګام په ګام ثابت شي ! [/quote:91e6b74ef0]

دتورات باره کې پښتونې له یهودو وکړه، زه به دومره درته ووایم، چې همدا اوس یو معجز کلام ځمونږ سره پروت دی، چې هغه قرآن کریم دی، دفصاحت او بلاغت پرې انتها ده، دقریشو فصیحو بلیغو او تکړه شاعرانو ونشو کولاي چې ددغه قرآن په شان یوسورت بلکه یو آیت مینځ ته راوړي.
او دڅوارلس سوه کالو په اوږدو کې يي ټولو اهل الدنیاوو ته چیلنج ورکړي چې ددغه قرآن غوندې یو آیت یا یو سورت مینځ ته راوړي، خو ټول ترې عاجز دي، خو بیا هم ډیر ایمان نه راوړي، دقریشو کافرو سره له ډیرو معجزو ایمان رانه وړ، او پیغمبر صلی الله علیه وسلم يي په جادوګرۍ متهم کړ.
دموسی علیه السلام دډیرو معجزو دلیدو سره فرعونیانو پرې ایمان رانه وړ، دعیسې علیه السلام زمانه خو په تاریخي دوره کې تیره شوې ده، او دهغه په معجزاتو کتابونه لیکل شوي دي، ډیر لوي لوي معجزات يي لرل، سره له دې هم یهودو پرې ایمان رانه وړ، او دهغه دوژلو هڅه يي وکړه.

[color=blue:91e6b74ef0]دوزخ او جنت په ځاي پریږده، ملحدين ددي لويي دنیا، او ددې منسق نظام، او ددې منسجم کون په لیدلو سره ولې ددې کون په خالق ایمان نه راوړي، آیا له دې څخه بل لوي مادي دلیل شته؟؟؟[/color:91e6b74ef0]

بیا وایم: دقرآن کریم دحقانیت لپاره دلیل خپله قرآن دی او بس، دقرآن داحقیت ثابتولو لپاره مونږ بل هیڅ دلیل ته ضرورت نلرو، که بیخي سره تورات او انجیل هم له مینځه تلې وی، او هیڅ توکړه يي هم نه وه پاتې شوه، بیا هم دې کار ځمونږ ایمان کې یو زره نقصان نه وې راوستلې.

[quote:91e6b74ef0="غوټۍ وربل"]
[/quote:91e6b74ef0] که څه هم په ډیرو معبدونو کې یې د ارباب الانواع پرستش ، ستاره يرستي، اور- او بتپرستي روانه وي ؟؟؟
وروره فیلسوفان څه نه وایي، هغوی خو دا هم وایي چې :
[color=white:91e6b74ef0](( که چیرې خدای نه وای نو هم انسانانو به زیار ویستلای چی هغه اختراع کړی )).[/color:91e6b74ef0]
دا جمله څرنګه ارزوئ او څه ترې اخیستل کیدای شي ؟؟[/quote]

[color=white:91e6b74ef0]تاسو لمړۍ خپله پرې فکر وکړۍ، یو طرف ته د تاریخي حقیقت خبره ده، او بل طرف دفیلسوف وهمي نظریه ده، نو تاسو څنګه دا دواړه خبرې یو بل سره مقایسه کوۍ؟؟؟
ددې دواړو خبرو تر مینځ دمقایسې هیڅ تصور نشي کیداي.[/color:91e6b74ef0]

[quote:91e6b74ef0="غوټۍ وربل"]
نو آیا ددې دلالت له په اساس د بودا پر پیغمیرۍ ایمان لرئ ؟ ایا د تحریف نه مخکې اصل بودیزم هم یو اسماني دین بولئ ؟؟؟ که په تفصیل مالومات ورکړئ ګټور به ولویږي . ښايي هندوان تر اوسني عیسویانو او یهودو اسلام ته نږدې وي، دوی د قران به ایاتونو تعویذونه لیکي او درناوی یې کوي ! دا لاندینۍ لیکنه مو جالبه ده [/quote:91e6b74ef0]

مکرم مولانا حلیمي صاحب تاسو ته ډیر ښه ځواب درکړې، بودا او زرادوشت دواړه نبي صفته خلک وو، خو دپیغمبرۍ دثبوت لپاره يي قطعي شرعي دلائل پکار دی، او بس.
[color=blue:91e6b74ef0]کوم چې دهندوانو، او زدوشتیانو دلرغونو کتابو باره کې د تفصیلي معلوماتو خبره ده نو زه به له هغو څخه هغه معلومات رانقل کړم، کوم چې داسلام دین سره تعلق لري، خو ځما دیو بلې موضوع لاندې به پرې شروع وکړم: دقرآن او داسلام دمبین دین حقانیت او اعجاز.[/color:91e6b74ef0]

[color=white:91e6b74ef0]درنې غوټۍ خورې: فکر کوم چې دخطونو باره نور شنډ دی، او ټول تکرار فی تکرار دی، اضافه څه په کې نشته، نو ښه به دا وي چې نور وخت پرې ضایع نه کړو، او نورو مفیدو موضوعګانو ته ترې مخ واړوو.[/color:91e6b74ef0]


pattang
20.02.2008

قدرمنو حليمي صيب او ساپی صيب سلامونه !
دغو خلکو لا تر اوسه زده نکړل چې مسلمانان ځانونه نه ګمراکوي او اسماني دينونه
يې په عقيده او روحياتوکې تړلي دي ٠ دغه ملحدين په نورو القابو او د
شغال په ګامونو هغې خواته حرکت کوي چې په کومه کې د اسلامي ملتونو روح مري.
په پښتني مينه
پتنګ

---------------------------------------------
[color=cyan:381742d3ce]مکرم پتنګ صاحب !
ستاسو ليکنه مي يو څه تصحيح کړه ، هندسه ئې سمه نه وه ،
او يقيني ليکنه نه ؤ ! دې ليکني واضح بغاري وهلې چه دا د پتنګ صاحب
شخصي باور دی ، کوم څه چه ستاسو باور وي ، و لوستوونکو ته نو بيا
نه ښايي چه يقيني ئې وګڼی ٠
يعني ستاسو ليکنه پر احتمال او ګمان ولاړه وه ، نو جايز نه وه .
[/color:381742d3ce]
حليمي 


اور- بل
24.02.2008

دروند ورور قاري صاحب وهاج ته سلامونه او درناوي !
[quote:107db7b761]دصحیفو پیدا کیدنه او نه پیدا کیدنه دخداي جل جلاله دوجود او په مجمل ډول سره دادیانو داحقیت سره هیڅ تړاو نلري، هیڅ تعلق نلري، نه له نږدې څخه، او نه له لرې څخه..... [/quote:107db7b761]
وروره دغه ادعا خو چا کړې هم نه ده، تاسې ولې دغې خواته اندبښنې راپه مخه کړي یاست . پوښتنه خو صرف داوه او داده چې خط انسان ایجاد کړی که آسماني دی او بس ! که انسان ایجاد کړی وي ثبوت ئې کم نه کم ۳۳۰۰ ق م ته رسیږي او که تر دی هم لرغونتوب وړاندی ثبوت شي له نوموړو صحیفو پرته به یې ثبوت بیا هم د خط د انساني ايجاد ثبوت وي ،د اسمانیتوب مادي ثبوت یې یواځې په هغه صحیفو کیږي چې پر پیغمبرانو راغلي دي او وموندل شي ! دا یوه مثبته او ارزښتمنه خبره ده ، که ونه موندل شي نو بیا هم عقیدوي ثبوت خو یې شته او وي به او پر دی هرڅوک پوهیږي ، خو تاسو ولې په عصبانیت سره یواځې هغه عقیدوي ځوابونه تکراروئ چې مونږ ټولو منلي ، معلوم دي او هر مسلمان پرې عقیده لری! دغه صحیفې چې پر ادریس (ع) نازلې شوي ایا د هغه وخت د ایماندارو له پاره
له عقیدې سربیره دعلم اليقین سند هم نه و ؟؟؟ نو که تر اوسه موندل شوې وای نو
آیا د علم الیقین سبب به ګرځيدلې نه وای.
داچې تاسو وایاست چې :
[quote:107db7b761] چې هغه صحیفي اوس نشته، نشته، نشته، نشته،
تاسو له دې خبرې نور څه کوچ او غوړي وباسۍ. [/quote:107db7b761] ددې غوړي او کوچ تاسو پخپله وویستل چې :
۱ـ دا به ستاسو ویلو ته هم اړه ونه لري ځکه دغه عقیدوي حقیقت هر مسلمان ته مالوم دی او شکر باور پری لرو. تاسوپه دې اړه کومه نوې خبره نه ده وړاندې کړی !

۲ـ تاسو درک نه کړه چې اصلي پوښتنه د ادیانو د مادي آثارو د موندلو په اړه وه نه دعقیدوي متونو په تکرارولو کې !
د اسماتي ادیانو تاریخي قدامت ددغسې اسنادو د موندلو پوری اړه لري، داچې
یهودو اصلي تورات پټ کړی ، د خپل ککړ مطلب بر څنګ یې دتورات تاريخي ثبوت او قدامت هم له منځه وړی دی . نو وګوره د صحیفو موندل د ادیانو او بیغمبرانو د تاربخ د ثبوت له پاره څوره ستر رول لري او دا نه بواځز د عقیدې له پاره بلکې د دیني عفایدو د تاریخ له پاره !
۳ـ نه زه او نه بل څوک دا حق لري مادي اثار یې له تاسو نه وغواړي، خو که څوک تری خبر وي چې شته یعنې له موندلو څخه یې خبر وي نو هر مینه وال دومره حق لري چې د معلوماتو د شریکولو غوښتنه ترې وکړي . داچې تاسو په دې اړه څه مالومات
نه درلودل او په دې ګمان مې چې ښايي څه نوی مالومات به وړاندې کړای شئ، پوښتنه مطرح کړه او ستاسو د عصبانیت سبب ګرځېدلې ده ، ډیره بخښنه غواړم لکه څنګه چې مو ويلي چې [quote:107db7b761]دهغي صحیفو په پیدا کولو مونږ ملزم (؟) نه یو، نه یو، نه یو[/quote:107db7b761] منم چې دهغي صحیفو په پیدا کولو تاسو مستلزم نه یاست ، نه یاست نه یاست ! او ډیر مسلمانان شته او زه هم ځان د هغوی له جملې څخه ګڼم چې له تاسو نه هم په دې خپله عقیده کلکه ګڼي چې الحمد ل الله
[quote:107db7b761] خپله قرآن یو معجز کلام ددې کفایت کوي چې انسان دې پری ایمان راوړي[/quote:107db7b761]. البته داسماني ادیانو په اړه د هرې تاریخي موندنز ارزښت په دې کې دی چې د دغو قراني معجزو ثبوت وړاندې کوي او د اسماني ادیانو تاریخ روښانه کوي !


و.افغان
24.02.2008

ښاغلې محترم انجنر صاحب، او مکرم مولانا حلیمي صاحب، دقدر وړ ورور پتنګ صاحب، او پتمنه خور غوټۍ وربل.
ټولو ته بیا دزړه له کومې سلامونه وړاندې کوم
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

[quote:60dabced4f="غوټۍ وربل"]
[quote:60dabced4f]دصحیفو پیدا کیدنه او نه پیدا کیدنه دخداي جل جلاله دوجود او په مجمل ډول سره دادیانو داحقیت سره هیڅ تړاو نلري، هیڅ تعلق نلري، نه له نږدې څخه، او نه له لرې څخه..... [/quote:60dabced4f]
وروره دغه ادعا خو چا کړې هم نه ده، تاسې ولې دغې خواته اندبښنې راپه مخه کړي یاست .[/quote:60dabced4f]
دا خبره ځکه کوم چې لومړۍ تاسو خپله مهرباني کړي وه، [color=white:60dabced4f]چی دادیانو په اړه دملحدینو شبهو په مخه کړې یم،نو ددی سوالونو ځوابونه راکړۍ چې له هغوي څخه غوږونه په کرار شي، [/color:60dabced4f]او طبیعي خبره چې ملحد هره شبهه واردوي نو مقصد يي دا وي چې دخداي او دادیانو دنفي کولو ته ورسیږي.

[quote:60dabced4f="غوټۍ وربل"]
له عقیدې سربیره دعلم اليقین سند هم نه و ؟؟؟ نو که تر اوسه موندل شوې وای نو
آیا د علم الیقین سبب به ګرځيدلې نه وای. [/quote:60dabced4f]
خورې تاسو باید [color=blue:60dabced4f]دعین الیقین[/color:60dabced4f] او [color=red:60dabced4f]علم الیقین[/color:60dabced4f] تر منځ فرق وکړۍ، ستاسو موخه عین الیقین او ورته استعمالوۍ علم الیقین.
داسلام په اړه چې مونږ په څه ایمان لرو هغه ټول علم الیقین دي دي، خو ځیني يي په کې بیا دعین الیقین مرتبې ته رسیږي.
ځیني څیزونه غیبي دي، چې دعین الیقین ته په رسیدو سره انسان بیا ایمان ګټه نه رسوي،
الله جل جلاله فرمایي:

کلا لو تعلمون علم الیقین، لترون الجحیم، ثم لترونها عین الیقین ......

نو خورې: علم الیقین هغه ته وايي، چې علمي قطعي دلائلو له مخې انسان پرې اعتقاد ولري، او عین الیقین هغه ته وايي: چې په خپلو سترګو يي وویني.

[quote:60dabced4f="غوټۍ وربل"]

۳ـ نه زه او نه بل څوک دا حق لري مادي اثار یې له تاسو نه وغواړي، خو که څوک تری خبر وي چې شته یعنې له موندلو څخه یې خبر وي نو هر مینه وال دومره حق لري چې د معلوماتو د شریکولو غوښتنه ترې وکړي . داچې تاسو په دې اړه څه مالومات
نه درلودل او په دې ګمان مې چې ښايي څه نوی مالومات به وړاندې کړای شئ، پوښتنه مطرح کړه او ستاسو د عصبانیت سبب ګرځېدلې ده ، ډیره بخښنه غواړم لکه څنګه چې مو ويلي چې [quote:60dabced4f]دهغي صحیفو په پیدا کولو مونږ ملزم (؟) نه یو، نه یو، نه یو[/quote:60dabced4f] منم چې دهغي صحیفو په پیدا کولو تاسو مستلزم نه یاست ، نه یاست نه یاست ! او ډیر مسلمانان شته او زه هم ځان د هغوی له جملې څخه ګڼم چې له تاسو نه هم په دې خپله عقیده کلکه ګڼي چې الحمد ل الله [/quote:60dabced4f]

ستاسو دبیا بیا تکراري سوالو دطرحه کولو څخه ما ته جوته شوې وه
چې تاسو غواړۍ دغه پورتنیو خبرو ته مو خوله برابره شي ،
البته که چا دقیقا مونږ سره دغه موضوع له اوله متابعه کړي وي،
نو ښکاره به ورته پته لګیدلې وي ، چې تاسو یو سوال
څو څو کرته تکرار کړې دی، او ما پرې څو څو کرته ځواب کړې دی،
او په خپل ځواب کې مو ستاسو دسوال په اړه داسې خیار نه دې پریښي،
چې تاسو وکولاي شۍ بیا سوال وکړۍ، تر څو چې ما ته ښه معلومه شوه
چې بحث شنډ دی، نو ځکه مې درته وویل، چې نور پرې وخت نه ضایع کوم،

نه غواړم چې ستاسو بیا بیا تکراري سوالونه ، آو خپل بیا بیا تکراري
ځوابونه دلته راکاپي کړم، ځکه دوخت ضایع ده،

او هغه څوک چې په دې موضوع اهتمام کوي کولاي شي له پیله
څخه يي بیا وګوري، او بیا خپله قضاوت وکړي،
زه نور نه غواړم چې وخت پرې ضایع کړم.

[quote:60dabced4f="غوټۍ وربل"]
، ډیره بخښنه غواړم لکه څنګه چې مو ويلي چې [quote:60dabced4f]دهغي صحیفو
په پیدا کولو مونږ ملزم (؟) نه یو، نه یو، نه یو[/quote:60dabced4f] منم چې
دهغي صحیفو په پیدا کولو تاسو مستلزم نه یاست ،
نه یاست نه یاست ![/quote:60dabced4f]

خور جانې، دغه داستفهام علامه مو بیرته درواخلۍ، او دخپلې
ښکلې کلمې مخې ته يي کیږدۍ، که تاسو علم لغت کې لږه مطالعه هم لرله
نو بیا مو ددی جرأت نه کولو چې دملزم کلمې مخی ته مو داستفهام علامه
ایښي واي.
اوس ووینه:

مـُـــــــــــــــلزَم , عربي كلمه ده دباب الافعال څخه ده، په وزن دمُفْعَل ده،
اسم مفعول دی، معنا يي داده، چې دیو چا څخه لازما څه غوښتل،
چې دغه غوښتنه پوره کول په هغه دوهم سړي باندې فرض او لازمه وي،
او یا ورباندې فاعل فرض او لازمه کړي وي.
مثال: أنت لست بملزم بدفع فاتورة الهاتف.
تاسو په دې ملزم نه یاست چې دټلفون بل ورکړۍ.
زه فکر کوم چې ستاسو ذهن دملزوم کلمې ته تللۍ، ځکه مودغه غلطي کړې.

پاتې شو مستلزم، نو مـــُــسْتَلْــــزَم, دباب الاستفعال څخه دې، او دمستلزم دکلمې معنا داده: هغه څیز چې ضرورا پکاریږي، غیر عاقلو ته استعمالیږي،
انسان ته هیڅ استعمالیږي، دغوښتل شوي څیز لپاره استعمالیږي.
مثلا وايي: دکور مستلزمات، مستلزمات البیت، دکور کالې او اړونده څیزونه.
المستلزمات الطبیة: هغه ادوات او څیزونه چې دطبابت لپاره استعمالیږي.
همدارنګه: المستلزمات الحربیة.
دا کوم استعمال يي چې تاسو کړۍ،نو نه پوهیږم، چې له کومه مو راوړۍ.

[quote:60dabced4f="غوټۍ وربل"]او ډیر مسلمانان شته [color=white:60dabced4f]او زه هم ځان د هغوی له جملې څخه ګڼم چې له تاسو نه هم په دې خپله عقیده کلکه ګڼي چې الحمد ل الله [/color:60dabced4f][/quote:60dabced4f]

ډیر اعلی، ایمان خو دهر مؤمن په زړه کې پټه خزانه ده، چې په زیاتوالي، قویوالي، کموالې، اوکمزوروالي يي یواځې الله جل جلاله پوهیږي.

[color=blue:60dabced4f]خو دا چې تاسو دکومې وحيي له مخې[/color:60dabced4f]، او [color=white:60dabced4f]یا مو کومه بله بلا کړې، [/color:60dabced4f]چې دی نتیجې ته رسیدلي یاست چې ایمان مو تر ما کلک دی، یا عقیده مو تر ما کلکه ده، نو تاسو ته دی مبارک مبارک مبارک وي وي.
زه بنده مسلمان خپله په دې فکر کې یم، چې کیداي چې زه دټولو مسلمانانو دقافلې په وروستۍ برخه کې روان اوسم، الله مې دې په حال رحم وکړي.

نوټ: په دې باره کې بحث نور شنډ دی، زه په کې نوره برخه نه اخلم، او غواړم چې دبلې موضوع په پرانیستلو سره خپل سرلیک مخ ته بوځم.

په درنښت:


اور- بل
24.02.2008

درنو لوستونکو ته دوړه له کومي سلامونه !

ما له پاره د محترم او مکرم وهاج ساپي صاحب په لیکنو کې لاندې ټکي نوي وو او
ورڅخه مې زده کړل او مننه ترې کوم:
۱- داچې ملزم د (ز) په فتحه سم او په افغاني، په تیره بیا پاکستاني مطبوعاتو کې د (ز) په کسره ناسم کارول کیږي !
۲ـ علم الیقین په همدې فوروم کې پخوا يو بل ملا صیب مشاهدوي معلو ماتو ته غلط کارولی او د یوڅه شک سره سره ما هم له هغه وروسته دلته دغسې ناسم وکاروه، خو سم شکل یز عین القین ایله اوس مالوم شو.
۳ـ د نوح (ع) د کشتۍ او د دریدو د ځای عکسونه چې خورا مهم دي وهاج ٌصاحب و ښودل .
۴ـ د صحیفو د مشاهدوي او تاریخي علم له پاره اسناد لا نه دي موندل شوي ، نو د خط ایجاد په عین الیقین او تاریخي ډول د انسان اختراع پاتې شوه، خو په عقیدوي دلایلو خط انسان ته د صحیفوپواسطه له اسمانه ډالۍ شوی او بس !
په داسې حال کې چې له وهاج صیب نه مننه کوم او په دې برخه کې مو ورسره بحث ته د پای ټکی ايښی دی او نور ورسره بحث نه لرم ، غواړم له نورو درنو دینپوه لیکونکو څخه دا پوښتنه وکړم چې :
صحف اوصحیفې خو پاڼو، ورقو یا لیکل شوي مخونو ته وایي . ددې صحفو تصور به په څه ډول سم وي ، آیا صحف د کاغذونو مخونه او پاڼې تصور شي که د ونو پاڼې که د څشي ؟؟؟؟
که کاغذي یا د پاپیروس صحف وو، نو دا معنی لري چې د کاغذ له اختراع مخکې
انسان اسماني کاغذ د صحفيو په شکا پیژندلی و ؟؟؟؟ لکه څنګه چې یې د خط له ایجاد څخه پخوا اسماني خط هم د صحیفو پواسطه پیژنده ، آیا همداسې ده ؟؟؟

که چیرې نه کاغذي او نه د پپیروس صحفې وې بلکې د ونو په پاڼو لیکل شوې وې، نو د جنت د ونو په پاڼو که د ځمکنۍ ونو په پاڼو لیکل شوې وې ؟؟؟؟ که د جنت پاڼې وې، دا نورې بشپړونکې پوښتنې زیږوي ، خو که ځمکنۍ پاڼې وې د کوم نبات وې يعنې څومره مساحت یې باید تصور کړو ؟؟؟؟


و.افغان
24.02.2008

درنې او پتمنی خورې: غوټۍ وربل:
السلام علیکم.
څنګه چې مخکې تاسو ددروناوۍ څخه ډک ... فورونو کې ځما دیوې موضوع (دالحاد اوکمیونستۍ په اړه) لاندې څو سوالونه طرحه کړي وو، او ددغه سوالو له جملې څخه ځینې سوالونو داسلامي موضوعګانو سره مستقیمه رابطه لرله ،نو ځکه مې هغه سوالونه دلته رانقل کړل، او ځواب مې کړل، البته له هغې وروسته ځمونږ بحث دداسې موضوعګانو په طرف لاړ چې د (داسلام په اړه شبهات او دهغو ځوابونه) سر لیک سره يي اړخ نه لګاوه، په هر حال بحث مو پرې وکړ، او هیله لرم چې طرفینو ترې ګټه پورته کړي وي.
زه غواړم چې دې سرلیک ته یوه موسوعي بڼه ورکړم، او یواځې هغه مسائل دلته وڅیړم کوم چی داسلام باره کې شبهاتو سره مستقیم تړاو لري، لکه څرنګه چې مې په دې مسئلو خبرې کړي، چې یوه يي دعائشي رضي الله عنها نکاح ده، او بله موضوع يي دمرتد په اړه داسلام حکم، او ورپسې نورې متعلقې موضوعګانې.
له دې وروسته اراده چې دعباداتو په باره کې کوم شبهات دي هغه وڅیړم، لکه دلمانځه باره کې دحج باره کې، همدرانګه په عموم ډول دقرآن کریم او نبوي احادیثو باره کې چې کوم شبهات دي غواړم چې هغه هم وڅیړم.

تاسو لیکلې:

[quote:680fd03235="غوټۍ وربل"] غواړم له نورو درنو دینپوه لیکونکو څخه دا پوښتنه وکړم چې :
صحف اوصحیفې خو پاڼو، ورقو یا لیکل شوي مخونو ته وایي . ددې صحفو تصور به په څه ډول سم وي ، آیا صحف د کاغذونو مخونه او پاڼې تصور شي که د ونو پاڼې که د څشي ؟؟؟؟
که کاغذي یا د پاپیروس صحف وو، نو دا معنی لري چې د کاغذ له اختراع مخکې
انسان اسماني کاغذ د صحفيو په شکا پیژندلی و ؟؟؟؟ لکه څنګه چې یې د خط له ایجاد څخه پخوا اسماني خط هم د صحیفو پواسطه پیژنده ، آیا همداسې ده ؟؟؟

که چیرې نه کاغذي او نه د پپیروس صحفې وې بلکې د ونو په پاڼو لیکل شوې وې، نو د جنت د ونو په پاڼو که د ځمکنۍ ونو په پاڼو لیکل شوې وې ؟؟؟؟ که د جنت پاڼې وې، دا نورې بشپړونکې پوښتنې زیږوي ، خو که ځمکنۍ پاڼې وې د کوم نبات وې يعنې څومره مساحت یې باید تصور کړو ؟؟؟؟[/quote:680fd03235]

زه ستاسو ددی پوښتنو او په دا رنګ پښتنو باندې ستاسو داهتمام پوره پوره احترام کوم، ددې لپاره چې ځما را روانې موضوع ګانې ستاسو دلیکنو تر منځ جمله اعتراضیه واقع نشي، او یا لوستونکو ته په فهم کې ستونځې پیدا نه شي،
نو که تاسې مهرباني وکړۍ او دخپلو پوښتنو لپاره نوۍ سرلیک وټاکۍ
نو ډیر به ښه وي، او ګټور به هم وي.
ځکه چې ستاسو لیکنه دتاریخي وثائقو توثیق ته ډیره نږدې ده، نسبت پورته سر لیک ته، چې دا دا رنګ موضوعګانې دطبیعي تاریخ یوه برخه جوړوي.
البته که دقرآن کریم او داحادیثو دجمعې په اړه موضوعګانې وڅیړل شي نو دا بیا دپورتني سرلیک سره مستقیما اړخ لګوي.
خوشاله او آباد اوسۍ.
په درنښت.



ع کريم حليمي
25.02.2008

درنې او مکرمي خور مېرمن / پېغلي غوټۍ وربل ، او بحث دوستانو 
زما سلامونه ومنۍ !

[quote:fbde56356f]۲ـ علم الیقین په همدې فوروم کې پخوا يو بل ملا صیب مشاهدوي معلو ماتو ته غلط کارولی او د یوڅه شک سره سره ما هم له هغه وروسته دلته دغسې ناسم وکاروه، [/quote:fbde56356f]

زما يوڅه داسي پياد کي سته چه پر يقين مي څه ليکلي وه ، کوښښ مي وکړ
چه پيدا ئې کم موفق نه سوم ، که تاسو هغه جملې اقتباس کړي وای نوبه 
ډير ښه وای  

 استاد قاري صاحب ليکلي زه ورسره موافق يم  
 [quote:fbde56356f]باید دعین الیقین او علم الیقین تر منځ فرق وکړۍ، ستاسو موخه عین الیقین او ورته استعمالوۍ علم الیقین.
داسلام په اړه چې مونږ په څه ایمان لرو هغه ټول علم الیقین دي دي، [color=red:fbde56356f]خو ځیني يي په کې بیا دعین الیقین مرتبې ته رسیږي. [/color:fbde56356f]ځیني څیزونه غیبي دي، چې دعین الیقین ته په رسیدو سره انسان بیا ایمان ګټه نه رسوي، [/quote:fbde56356f]

هو ! يقين نه دی منحصر يوازي په منطق کښي بلکي د بدني او تجربوي تر 
مرز او سرحده رسيږي ، لکه استاد قاري ساپي صاحب چه ليکلي 
(بیا دعین الیقین مرتبې ته رسیږي )
موږ ټول علم اليقين لرو چه اور سړی سوځي او هغه ځوک چه په اور 
سوځېدلي دي ، هغوی پر علم اليقين سربېره دعين اليقين درجې ته رسېدلي 
دي ، دغه سبب دی چه سردار عالم ئې اسمانونو ته واستاوه او ور وئې 
غوښت چه د عين اليقين درجي ته ورسيږي ، 
ايمان ، اعتقاد او معتقد و هغه چاته ويل کيږي چه firm belief ولري 
يعني بېله عين اليقين څخه دئ معتقد وي ، نو کله چه معجزه وويني او 
يا تاريخي کتابونه ولولي او په معجزو خبرسي نو خبره ثقه وويني ، 
نو بيا يقين پيداکړي 

يقينًا خبره داسي ده چه ;
ابراهيم عليه السلام د خدای نه دا وغوښته چه عين اليقين ته ورسيږي ، 
نو الله ورته وفرمايل چه ; بسمه تعالی 
(فخذ أربعة من الطير فصرهن إليك ثم اجعل على كل جبل منهن جزءاً ثم ادعهن يأتينك سعياً واعلم أن الله عزيز حكيم)

هو ! هر مسلمان يقين لري او اعتقاد لري او معتقدين دي اما هرمُعْتَقَد د 
عين اليقين درجې ته نه رسيږي ، په حديث سره ثابته ده چه ايمان کميږي 
او قوي کيږي ، څوک چه عين اليقين درجې (تجربوي ) علم مرز او سرحد 
ته ورسيږي ، نو د "قوي ترين  إِيمان" (عين اليقين ) خاوند سي 
لکه ابراهيم عليه السلام ، او نور انبيا ، او زموږ خوږ نبي ص 

ابراهيم عليه السلام  (حنيفا) او حنيفي بيا بله درجه ده چه ډېره اوږده 
موضع ده 
حنيفی نو بيا هغه لوړه درجه ده چه د عين اليقين په سبب بيا حنيفي سي 
خو هر څوک نسي حنيفي کېدلی  

مطْمئن - اطمننان د بل چا له خوا ورکول کيږي ،او دئ مطْمئن سي 
يو څوک ،يا الله چه چاته  أمن ورکړي ، نو دئ مطْمئن سي

مطمئن توب يو فکري حالت دي ، کله چه عين اليقين ته څوک ورسيږي 
نوبيا فکري اِطْمئنان او سُكُون پيدا کړي  

مبارک چه  د حراء په غار کښي وو ، او جبرائيل امين وته وويل چه ولوله 
مبارک ورته وويل چه قاري نه يم ، کله چه دريم واري ئې کښېکښۍ 
پوه سو چه رسالت ئې دغاړي سو ،مطْمئن سو چه خلاصېدل ئې نسته
خو جسمي ارامي بيا ورسته ورته راغله ، او د امت مور خديجه رضي الله
 عنها علم اليقين نه درلود نو ورقه بن نوفل ته ورغله ، هغه عالم وو 
 او د امت مور خديجه رضي الله عنها ئې پوه کړه چه 
فَقَالَ لَهُ وَرَقَةُ هَذَا النَّامُوسُ الَّذِي نَزَّلَ اللَّهُ عَلَى مُوسَى صلى الله عليه وسلم
نو يعني علم ئې ورکړي نو بي بي ته علم اليقين پيداسو ، او د وخت په 
تېرېدو سره ئې علم اليقين په عين اليقين درجې ته ورسېدلی او مطْمئنه 
هم شوه  

 په درنښت


اور- بل
26.02.2008

دروند محترم او مکرم مولیناحلیمي صاحب ، محترم ښاغلي وهاج صاحب او درنو لوستونکو السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته !
حلیمي صاحب د علم القین په اړه زما اشاره ستاسو کومې لیکنې ته نه وه. خو ستاسو له هر اړخیزه تبصرې څخه مننه کوم . دغه راز د بیل سرلیک لاندې د اړونده پوشتنې په اړه د وهاج صیب مشوره ښه ده، خو اړینه یې ځکه نه بولم چې د قناعت بخښونکی ځواب شونتیا یې اوس ډیره نه لیدل کیږي او که چا یې دغسې ځواب وموند، هغه دې بیا د یوبیل او مناسب سرلیک لاندې نشر کړي! له قناعت نۀ بخښونکو ځوابونو څخه دې ترهغه پورې دلته هم ډډه وشي ٠  
ومن الله التوفيق !


و.افغان
07.03.2008

ګرانو وروڼو:
ددې په خاطر چې بحثونو کې ګډوډې رانه شي، او دداسې سرلیکونو لاندې بحث مطرح نه شي چې له موضوع سره اړخ نه لګوي، بلکه هر بحث په خپل ځاي مطرح شي،
تر څو آینده کې تر ګټه پورته شي، نو زه دښاغلي هوشیار صاحب لیکنه دټولګري بحثونو فورم څخه دې موضوع ته رانقل کوم، هیله ده چې ټول ترې مستفید شو،
او له ښاغلې هوشیار څخه غواړم، چې یوه یوه شبهه طرحه کړي، او تر څو چې ترې
خلاص نه یو بله شبهه طرحه نه کړې، تر څو چې ګډوډې رامنځ ته نشي،

[quote:20431cc94c="hoshiyar"][
وروره جانه ساپى صاحب
خپره خو په دي نه وه چي د اسمان د وسعت په باره کي ايات صريح راغلي يا غير صريح
خبره دا وه چي هغه ورور ويل اوسني پرمختګونه خلکو له قرانه يزده کړي دي
نو پوشتنه دا وه چي څنګه؟ خلکو کمپيوتر و انترنت څنګه د قران زده کړه؟
ثبوت څه دي؟
حليمي صاب وايي مسلمان ١٥٠٠ کاله پخوا ځني خبر و
مګر دا ځواب نه وايي چي هماغه وخت مسلمان بيا کمپيوتر ولي نه جوړو؟
درناوي[/quote:20431cc94c]

هوشیاره وروره:
خداي دې هوشیار کړه ،
خداي جل جلاله چې انسان پیدا کړ، هغه ته يي دعلم آله ورپه برخه کړه چې هغه عقل دې، دغه آله یواځې انسان سره ده ، او انسان په همدې سبب پرې مکرم مخلوق بلل کیږي ،
دخداي جل جلاله سنت او طریقه په خپلو مخلوقاتو کې داسې ده چې هغوي ته يي وسائل ورپه برخه کړي، او دوسائلو دلټون او پیدا کولو آلي يي هم ورپه برخه کړې
او نور يي انسان ته ویلي دي چې خپله ورپسې ګرځه
کمپیوټر په ځاي پریږده ، کمپیوټر خو یو ساده آله ده ، تاسو خپل ځان کې فکر
کړې چې ستا جسم په میلونهاوو خلیو مشتمل دې ،
او هره خلیه کې بیا دومره پیچیده نظام دې چې د d n a تر اکتشاف پورې يي انسانیت تصور نه شو ، کولاي ، دا ټول له کومه راغلي ،
دانسان په جسم کې دخليي په مرکز کې چې کوم شفري
نظام موجود دې چې d n a ورته ویل کیږي
او د 3.5 بلیونو بخشونو څخه جوړ دې ، چې دانسان
دزندګې ټول تفصیلات په کې موجود دي ،
آیا د خلیي دا رنګ پیچیده نظام په صدفي
منځ ته راغلې؟؟
آیا دا نظام دکمپیوټر له نظام څخه په لانهایت حساب
لوړ نه دۍ؟؟ چې ته اوس دکمپیوټر جوړولو ته حیران يي، په انساني خلیه کې تر دې نور ډیر پیچیده نظامونه هم شته دې چې اوسني علم لا نه دې راسپړلې.
دانسان عقل دا توجیبوله او توجیبوي يي چې انسان په علمي لحاظ په مراحلوتطور کوي ، یو اکتشاف وشي، ورپسې بل وشي، ورپسې بل وشي، او دغه ټول اکتشافونه یو له بل سره لکه دزنځیر دکړیو ارتباط لري ، خو البته دغه ټول څیزونه
انسان دځآن لپاره دیوه اکتشاف په څیر تسخیروي، انسان هیڅکله نشي کولاي چې یو نوۍ شۍ پیدا کړي ، یا يي خلق کړي، بلکه دپیدا شوي څیز اکتشاف کوي ، او بس ، نو تاسو یواځې په اکتشاف کې فکر کوۍ، او لږ وروسته فکر نه بوځۍ چې دغه اکتشاف له څه څخه منځ ته راغلې، ؟؟
او دغه څیز چې اکتشاف تر ې منځ ته راغلې دا څیز له کومه راغلې؟؟؟

په ذره کې چې کوم مثبت پروتونونه دي، او منفي الکترونونه دي، او دتوازن نیوترونونه دي، او دا هر یوه په یوه معین نظام سره په ډیر سرعت سره په خپل مدار کې حرکت کوي ،دوي ته دا حرکت چا وباخښه ؟؟
او له کومه دا حرکت منځ ته راغۍ، که چېرې دالکترون یا پروتون حرکت کې لږ څه فرق راشي نو دذرې مرکز يي فورا ځانته جذبوي او ماده له منځه ځي.
دا نظام له کومه شو؟؟؟

هیله کوم چې سطحي فکر ونه کړو، چې کمپیوټر ولې مخکې نه وو، او ګاړي ولې مخکې نه وو؟؟
انسان چې یواځې خپل ځان کې فکر وکړي کافي ده.

ښاغلي هوشیار ځما ددې پورتنۍ لیکنې په ځواب کې دا لاندینۍ لیکنه کړې:
چې زه وروسته ځوابووم:

[quote:20431cc94c="hoshiyar"][quote:20431cc94c="وهاج ساپی"] خداي جل جلاله چې انسان پیدا کړ، هغه ته يي دعلم آله ورپه برخه کړه چې هغه عقل دې، دغه آله یواځې انسان سره ده ، او انسان په همدې سبب پرې مکرم مخلوق بلل کیږي ،
[/quote:20431cc94c]
وروره نو په نړئ کي د فلسفي، دموکراسئ او علم استازان سقراط، اپلاتون او ارسطو ګڼل کيژي هغوي د خپل وخت اسماني؟ مذهب نه مانه
دغسي د علم او پوهي اوسني اکتشافات ټول هغه خلکو ګړي چي مسلمانان ندي
نو سمه ده چي هر څه د عقل د استعمال نه لاسته راځي خو ستا عقيده داده چي عقل خداي ورکړي بيا نو خداي ولي زيات عقل هغو خلکو ته ورکه چي په خداي او د هغه په پيغمبر او دين عقيده نلري؟
ولي يي مسلمانانو ته زيات عقل ورنکړ؟[/quote:20431cc94c]


و.افغان
07.03.2008

[quote:447cd1c1ac="hoshiyar"][وروره نو په نړئ کي د فلسفي، دموکراسئ او علم استازان سقراط، اپلاتون او ارسطو ګڼل کيژي هغوي د خپل وخت اسماني؟ مذهب نه مانه
[/quote:447cd1c1ac]

[quote:447cd1c1ac="hoshiyar"]
دغسي د علم او پوهي اوسني اکتشافات ټول هغه خلکو ګړي چي مسلمانان ندي
نو سمه ده چي هر څه د عقل د استعمال نه لاسته راځي خو ستا عقيده داده چي عقل خداي ورکړي بيا نو خداي ولي زيات عقل هغو خلکو ته ورکه چي په خداي او د هغه په پيغمبر او دين عقيده نلري؟
ولي يي مسلمانانو ته زيات عقل ورنکړ؟[/quote:447cd1c1ac]

ښه هوښیار صاحبه:
دا جالب معلومات مو له کومه کړل،
چا درته ویلي دي چې افلاطون ، او سقراط دخپل وخت مذهب نه مانه،
تاریخ دا وايي چې افلاطون او سقراط دهغه وخت په پیغمبرانو ایمان درلود، او پیغمبرانو ته به يي سفرونه کول، دهغوي څخه به يي زده کړې کولي، ځکه خو دخداي
دوجود باره کې دهغوي عقیده کټ کټ دصحي عقیدې سره سمون خوري.
همدرانګه ارسطو په خداي عقیده درلوده، خو چون چې هغه پیغمبرانو ته سفر نه وو کړي، نو هغه ځیني غلطي نظريي راوړې چې په هغې کې يي دخپل استاذ سقراط
مخالفت وکړ، او هغه نظریه دقدم المعلول مع العلة وه، اوس به راته وايي چې دا نو څه معنا؟؟
دا بیل بحث ته ضرورت لري، خو دومره باید پوه شې چې ارسطو هم په خداي عقیده درلوده، او سقراط او افلاطون خو پیغمبرانو ته سفرونه کړي دي.
تاسو تاریخ ته مراجعه وکړۍ، بیا به ښه پوه شۍ، هیله کوم چې په تاریخ کې
دحافظ غونډارې ونه ولي، ځکه چې بیا ډیر ژر رسوا کیږۍ.

[quote:447cd1c1ac="hoshiyar"]
دغسي د علم او پوهي اوسني اکتشافات ټول هغه خلکو ګړي چي مسلمانان ندي
نو سمه ده چي هر څه د عقل د استعمال نه لاسته راځي خو ستا عقيده داده چي عقل خداي ورکړي بيا نو خداي ولي زيات عقل هغو خلکو ته ورکه چي په خداي او د هغه په پيغمبر او دين عقيده نلري؟
ولي يي مسلمانانو ته زيات عقل ورنکړ؟[/quote:447cd1c1ac]

هوښیار جانه: که داسې مو ویلي واي، چې ټول اکتشافات هغه چې کړي چې مذهب نه مني، نو بیا به يي ستا له عقیدي سره سمون خوړه، ځکه ته خو بیخي
یو مذهب هم نه مني، نو ته باید له ما سره دیوه ملحد یا دیوه لادیني لامذهبي په ژبه
وغږیږي،
زه درته دا وایم: چې دیو چا مذهبیتوب هغه انسان له علم او اکتشاف څخه نه لیري
کوي ، او نه يي منع کوي،
زه به تاسو ته داسې احصايي وړاندې کړم چې تاسو ثابتوي چې دعصري علومو دعلماوو لویه فیصدي په خداي ایمان لري، په دین ایمان لري، او ډیره برخه يي
دآخرت په ورځي هم ایمان لري:

واخله:
لومړنۍ احصائیه: هغه لویه احصائیه ده چې په ۲۰۰۵ کال کې ترسره شوې ده، دټکساس ښار درایس په پوهنتون کې ، چې دا يي ثابته کړې چې ددنیا او ددې نړۍ له دریو برخو څخه دوه برخې علماء دخداي په وجود ایمان لري:
او دايي لینک دې:

http://www.livescience.com/strangenews/050811_scientists_god.html

دوهمه احصائیه:
د شیکاګو یوه پوهنتون دیوې څیړنې او احصايي په نتیجه کې راغلي دي، چې دنړۍ
۷۶٪ شپږ اویا فیصده ډاکټران دخداي په وجود ایمان لري، او ۵۹٪ فیصده ډاکټران
دآخرت دورځې په راتلو ایمان لري:

دا يي لینک دې:

http://www.cbsnews.com/stories/2005/06/22/health/main703580.shtml

نو ګرانه هوشیار خانه:
اوس به هم دا خبره دلیل نیسي چې ټول اکتشافات بې مذهبه خلکو کړې، نو ځکه خو مذهب دپرمختګ او علم مخالف دې، او یا دا چې ووايي: دغه خو اکثریت عیسویان دي، باید مسلمانان ټول عیسویان شي.
ګرانه: دغو ډیرو علماوو ته که داسلام دین په صحي بڼه ورسیږي، او دشیطاني اعلام ښکار نشي، نو زه ۱۰۰٪ سل سلنه باور لرم چې ټول یهودیان او عیسویان به مسلمانان شي، غربي شیطاني میډیا هر وخت کوښښ کوي چې اسلامي دین اوروپې او امریکايي خلکو ته دخپلو شیطاني شبکو له مخې یو افراطي، متشدده، او ترورستي دین ورمعرفي کړي، حال دا چې اسلام ددغه ټولو څیزونو څخه پاک دی.

ښه ورځ درته غواړم.


hoshiyar
07.03.2008

[quote:c542bfd572="وهاج ساپی"][quote:c542bfd572="hoshiyar"][وروره نو په نړئ کي د فلسفي، دموکراسئ او علم استازان سقراط، اپلاتون او ارسطو ګڼل کيژي هغوي د خپل وخت اسماني؟ مذهب نه مانه
[/quote:c542bfd572]

[quote:c542bfd572="hoshiyar"]
دغسي د علم او پوهي اوسني اکتشافات ټول هغه خلکو ګړي چي مسلمانان ندي
نو سمه ده چي هر څه د عقل د استعمال نه لاسته راځي خو ستا عقيده داده چي عقل خداي ورکړي بيا نو خداي ولي زيات عقل هغو خلکو ته ورکه چي په خداي او د هغه په پيغمبر او دين عقيده نلري؟
ولي يي مسلمانانو ته زيات عقل ورنکړ؟[/quote:c542bfd572]

ښه هوښیار صاحبه:
دا جالب معلومات مو له کومه کړل،
چا درته ویلي دي چې افلاطون ، او سقراط دخپل وخت مذهب نه مانه،
تاریخ دا وايي چې افلاطون او سقراط دهغه وخت په پیغمبرانو ایمان درلود، او پیغمبرانو ته به يي سفرونه کول، دهغوي څخه به يي زده کړې کولي، ځکه خو دخداي
دوجود باره کې دهغوي عقیده کټ کټ دصحي عقیدې سره سمون خوري.
همدرانګه ارسطو په خداي عقیده درلوده، خو چون چې هغه پیغمبرانو ته سفر نه وو کړي، نو هغه ځیني غلطي نظريي راوړې چې په هغې کې يي دخپل استاذ سقراط
مخالفت وکړ، او هغه نظریه دقدم المعلول مع العلة وه، اوس به راته وايي چې دا نو څه معنا؟؟
دا بیل بحث ته ضرورت لري، خو دومره باید پوه شې چې ارسطو هم په خداي عقیده درلوده، او سقراط او افلاطون خو پیغمبرانو ته سفرونه کړي دي.
تاسو تاریخ ته مراجعه وکړۍ، بیا به ښه پوه شۍ، هیله کوم چې په تاریخ کې
دحافظ غونډارې ونه ولي، ځکه چې بیا ډیر ژر رسوا کیږۍ.

[quote:c542bfd572="hoshiyar"]
دغسي د علم او پوهي اوسني اکتشافات ټول هغه خلکو ګړي چي مسلمانان ندي
نو سمه ده چي هر څه د عقل د استعمال نه لاسته راځي خو ستا عقيده داده چي عقل خداي ورکړي بيا نو خداي ولي زيات عقل هغو خلکو ته ورکه چي په خداي او د هغه په پيغمبر او دين عقيده نلري؟
ولي يي مسلمانانو ته زيات عقل ورنکړ؟[/quote:c542bfd572]

هوښیار جانه: که داسې مو ویلي واي، چې ټول اکتشافات هغه چې کړي چې مذهب نه مني، نو بیا به يي ستا له عقیدي سره سمون خوړه، ځکه ته خو بیخي
یو مذهب هم نه مني، نو ته باید له ما سره دیوه ملحد یا دیوه لادیني لامذهبي په ژبه
وغږیږي،
زه درته دا وایم: چې دیو چا مذهبیتوب هغه انسان له علم او اکتشاف څخه نه لیري
کوي ، او نه يي منع کوي،
زه به تاسو ته داسې احصايي وړاندې کړم چې تاسو ثابتوي چې دعصري علومو دعلماوو لویه فیصدي په خداي ایمان لري، په دین ایمان لري، او ډیره برخه يي
دآخرت په ورځي هم ایمان لري:

واخله:
لومړنۍ احصائیه: هغه لویه احصائیه ده چې په ۲۰۰۵ کال کې ترسره شوې ده، دټکساس ښار درایس په پوهنتون کې ، چې دا يي ثابته کړې چې ددنیا او ددې نړۍ له دریو برخو څخه دوه برخې علماء دخداي په وجود ایمان لري:
او دايي لینک دې:

http://www.livescience.com/strangenews/050811_scientists_god.html

دوهمه احصائیه:
د شیکاګو یوه پوهنتون دیوې څیړنې او احصايي په نتیجه کې راغلي دي، چې دنړۍ
۷۶٪ شپږ اویا فیصده ډاکټران دخداي په وجود ایمان لري، او ۵۹٪ فیصده ډاکټران
دآخرت دورځې په راتلو ایمان لري:

دا يي لینک دې:

http://www.cbsnews.com/stories/2005/06/22/health/main703580.shtml

نو ګرانه هوشیار خانه:
اوس به هم دا خبره دلیل نیسي چې ټول اکتشافات بې مذهبه خلکو کړې، نو ځکه خو مذهب دپرمختګ او علم مخالف دې، او یا دا چې ووايي: دغه خو اکثریت عیسویان دي، باید مسلمانان ټول عیسویان شي.
ګرانه: دغو ډیرو علماوو ته که داسلام دین په صحي بڼه ورسیږي، او دشیطاني اعلام ښکار نشي، نو زه ۱۰۰٪ سل سلنه باور لرم چې ټول یهودیان او عیسویان به مسلمانان شي، غربي شیطاني میډیا هر وخت کوښښ کوي چې اسلامي دین اوروپې او امریکايي خلکو ته دخپلو شیطاني شبکو له مخې یو افراطي، متشدده، او ترورستي دین ورمعرفي کړي، حال دا چې اسلام ددغه ټولو څیزونو څخه پاک دی.

ښه ورځ درته غواړم.[/quote:c542bfd572]
مکرم وروره
دا خپره په اول سرکي تاسي کړي چي تاسي د نورو دينونو سره کار نلرئ ايوازي د اسلام په اړه به غږيژئ
زه خو له حقيقتونو څخه انکار نه کوم
وايم چي زيات ساينسي او علمي کارونه چي خلکو کړي د يهودي يا عيسوي دينيونو سره اړه لري
خو دغه کارونه هله شوي چي دغه خلک په کومو رياستونو کي ژوند کوي دغه رياستونه د مذهب له تسلط او يرغل څخه ازاد دي هلته د مذهب غلامي ختمه شوي هلته په هيڅ کار کي د چا پوشتنه نه کيژي چي ته کوم مذهب باني عقيدي لري که دغه ازادي نه واي بيا يقيني ده چي دغه پرمختګ به هم نه وي
د مسلمانو تشدد کي د مغربي ميډيا لاس لرلو خبره باندي ځان نشي خلاصوي دا هماغسي خبره ده چي ملايان وايي ساينس کافرو د قران نه ايزده کړي دي
ميډيا حقيقتونه د خلکو په مخکي ږدي اوس چي د مسلمان کار تشدد او جګړي دي او قران ورته وايي چي تر هغي جګړي وکړئ چي ستاسي قوت وي او چي خلک ووژنئ نو ستاسي لپاره په جنت کي غټي غټي سپين سپين حوري و غلمان ناست دي نو ځوانان چي په دي دنيا کي له جنسي مزو نه بي برخي دي په حورو په سي ړانده شي او ځانونه الوځوي
په عراق و پاکستان و افغانستان کي تر دوه لکو زيات خلک په اسلامي تشدد کي مړه شوي دي نو ميډيا څه وکي وليکي چي دا اسلامي تشدد نه دي دا امن دي؟


و.افغان
07.03.2008

[quote:6b9317aad1="hoshiyar"][مکرم وروره
دا خپره په اول سرکي تاسي کړي چي تاسي د نورو دينونو سره کار نلرئ ايوازي د اسلام په اړه به غږيژئ
زه خو له حقيقتونو څخه انکار نه کوم
وايم چي زيات ساينسي او علمي کارونه چي خلکو کړي د يهودي يا عيسوي دينيونو سره اړه لري
خو دغه کارونه هله شوي چي دغه خلک په کومو رياستونو کي ژوند کوي دغه رياستونه د مذهب له تسلط او يرغل څخه ازاد دي هلته د مذهب غلامي ختمه شوي هلته په هيڅ کار کي د چا پوشتنه نه کيژي چي ته کوم مذهب باني عقيدي لري که دغه ازادي نه واي بيا يقيني ده چي دغه پرمختګ به هم نه وي
د مسلمانو تشدد کي د مغربي ميډيا لاس لرلو خبره باندي ځان نشي خلاصوي دا هماغسي خبره ده چي ملايان وايي ساينس کافرو د قران نه ايزده کړي دي
ميډيا حقيقتونه د خلکو په مخکي ږدي اوس چي د مسلمان کار تشدد او جګړي دي او قران ورته وايي چي تر هغي جګړي وکړئ چي ستاسي قوت وي او چي خلک ووژنئ نو ستاسي لپاره په جنت کي غټي غټي سپين سپين حوري و غلمان ناست دي نو ځوانان چي په دي دنيا کي له جنسي مزو نه بي برخي دي په حورو په سي ړانده شي او ځانونه الوځوي
په عراق و پاکستان و افغانستان کي تر دوه لکو زيات خلک په اسلامي تشدد کي مړه شوي دي نو ميډيا څه وکي وليکي چي دا اسلامي تشدد نه دي دا امن دي؟[/quote:6b9317aad1]

ګوره ښاغلیه:

یو څو خبرې ښه په غور ولوله:

دلته لوستونکې ټول پوه خلک دي ، داسې فکر مه کوۍ چې دا ستاسو چالاکي به
کوم ځاي ونیسۍ،
ځما دځواب په هکله خپل نظر څرګندوۍ، او هر کله چې دخپلې خبرې غلطي درته
ثابتیږي، نو ښه دنر غوندې په جرأت سره خپله غلطې ومنۍ، تاسو په پورتنۍ لیکنې کې غټه تاریخي غلطې کړې وه، چې ما مو ورته پام راواړوه، خو تاسې په پښه راکاږله او غلي ترې تیر شوۍ،

بله دا چې په یوه موضوع غږیږه، موضوعګانې مه ګډوډوه، ځکه چې په دې چالونو دې هم ټول لوستوونکې پوهیږي،
ځمونږ موضوع دڅه په اړه روانه وه، او څه څه نورې مسئلې دې په کې راواچولې، ددې په خاطر چې له لوستونکې څخه اصلي موضوع ورکه کړې،

هو ، زه مسلمان یم، زه تا سره داسلامي منظوره غږیږم، خو په عین حال کې
زه دتاسو غوندې دیوه ملحد او لادیني په مقابل کې په مجمل ډول له مذهب څخه دفاع کوم، په عمومي ډول دخداي دوجود له نظريي څخه دفاع کوم، هر کله چې مو دا راسره ومنل، نو بیا په مجمل ډول له دین او مذهب څخه دفاع کوم، هر کله چې مو
مطلق مذهب راسره ومانه ،
نو دمذهبونو تر منځ داختیار په اړه زه داسلامي دین څخه چې دنورو ټولو دینونو ناسخ دې، دفاع کوم، او هغه هم په عقلي دلائلو، شرعي دلائلي، او وثائقي دلائلو،

اصلا تاسو ته هیڅ پکار نه دي، چې په جزئیاتو کې وغږیږي، هر کله چې په عموم ډول تاسو ددین یا مذهب او خداي بطلان ثابت کړ، نو بیاحق لرۍ چې دادیانو په
جزئیاتو وغږیږۍ.

ستا الحادي او لادیني فکره ددمره ټکنالوجي پرمختګ سره سره ما ته دروح
تفسیر کولاي شي، ماته دیوه انسان دیوې خليي دپیدا کیدنې مادې تفسیر کولاي شي؟؟
ما ته دا ویلاي شې چې دا منسق نظام له کومه راغلې؟
ماته ویلاي شي چې مثبت پروتون، او منفي الکترون چا په حرکت کړې دي؟؟

نه هیڅ کله نه ، الحاد او لادیني او لا مذهبي ددغو پوښتنو لپاره هیڅ ځواب نه لري.


hoshiyar
07.03.2008

[quote:3ec4f60b3c="وهاج ساپی"]ستا الحادي او لادیني فکره ددمره ټکنالوجي پرمختګ سره سره ما ته دروح
تفسیر کولاي شي، ماته دیوه انسان دیوې خليي دپیدا کیدنې مادې تفسیر کولاي شي؟؟
ما ته دا ویلاي شې چې دا منسق نظام له کومه راغلې؟
ماته ویلاي شي چې مثبت پروتون، او منفي الکترون چا په حرکت کړې دي؟؟

نه هیڅ کله نه ، الحاد او لادیني او لا مذهبي ددغو پوښتنو لپاره هیڅ ځواب نه لري.[/quote:3ec4f60b3c]
وروره ډيرو خلکو په دي باره کي يو څه مفکوري جوړي کړي دي چي کيدي شي ځني يي سمي وي ځني غلطي خو علم او ساينس د همدي لټون او تجسص نوم دي چي دا نړئ يي دي ځاي ته رارسولي دي دا دومره شيان چي معلوم شول او وپيژندل شول نو انسان خو لا په دنيا ورک ندي او نه عقل ختم شوي دي او نه د علم او ساينس لټون يا رفتار په ځاي دريدلي دي تاسي ولي فکرمن ياست دا هر څه به معلوم شي
ګوره تر ډيره وخته خلک د مذهبونو غلامان وو نو د نني وخت په نسبت يي د څاروو په څير ژوند کړي دي خو کله چي د مذهبي غلامي څخه ازاديدل علم وده کوله پرمختګ راته انسان د ازاد عقل پر مرسته فکر کوو نو ډير څهه يي پيدا او مسخر کړل او هم دا لړئ لا روانه ده نو ودريدلي خو نده
مګر د مذهب چي څه خبري دي دا خو هيڅ ساينسي او علمي بنسټ نلري بيا مذهب د علم و پوهي او پرمختګ د مخينيوي ته بډي ځکه راوهلي وي چي د علم او پرمختګ په کيدو د مذهب اصليت مخي ته راته او خلکو ته معلوميده
عيسويان لا شه وو چي خپل مذهب کيي يي اصلاحات وکړل
اوس چي کوم هيوادونه متمدن دي دوي هم د دي مذهبي غلامئ په ولکه کي وخت تير کړي خو اوس تر راوتلي دي او دير څه يي ترلاسه کړي دي او حقيقت يي پيژندلي دي که لږ دي که ډير دي نور به هم وپيژني
مګر اسلامي هيوادونو کي چي کوم خلک ژوند کړي هغه اوس هم هغه د غلامئ په دوره کي اوسي او د مذهب تر تسلط لاندي دي چي د يو څه مولايانو حکومت دي پري او هيڅ ازادي نلري نو ستونځه همدغه ده


و.افغان
07.03.2008

[quote:9b2121eff2="hoshiyar"][quote:9b2121eff2="وهاج ساپی"]ستا الحادي او لادیني فکره ددمره ټکنالوجي پرمختګ سره سره ما ته دروح
تفسیر کولاي شي، ماته دیوه انسان دیوې خليي دپیدا کیدنې مادې تفسیر کولاي شي؟؟
ما ته دا ویلاي شې چې دا منسق نظام له کومه راغلې؟
ماته ویلاي شي چې مثبت پروتون، او منفي الکترون چا په حرکت کړې دي؟؟

نه هیڅ کله نه ، الحاد او لادیني او لا مذهبي ددغو پوښتنو لپاره هیڅ ځواب نه لري.[/quote:9b2121eff2]
وروره ډيرو خلکو په دي باره کي يو څه مفکوري جوړي کړي دي چي کيدي شي ځني يي سمي وي ځني غلطي خو علم او ساينس د همدي لټون او تجسص نوم دي چي دا نړئ يي دي ځاي ته رارسولي دي دا دومره شيان چي معلوم شول او وپيژندل شول نو انسان خو لا په دنيا ورک ندي او نه عقل ختم شوي دي او نه د علم او ساينس لټون يا رفتار په ځاي دريدلي دي تاسي ولي فکرمن ياست دا هر څه به معلوم شي
ګوره تر ډيره وخته خلک د مذهبونو غلامان وو نو د نني وخت په نسبت يي د څاروو په څير ژوند کړي دي خو کله چي د مذهبي غلامي څخه ازاديدل علم وده کوله پرمختګ راته انسان د ازاد عقل پر مرسته فکر کوو نو ډير څهه يي پيدا او مسخر کړل او هم دا لړئ لا روانه ده نو ودريدلي خو نده
مګر د مذهب چي څه خبري دي دا خو هيڅ ساينسي او علمي بنسټ نلري بيا مذهب د علم و پوهي او پرمختګ د مخينيوي ته بډي ځکه راوهلي وي چي د علم او پرمختګ په کيدو د مذهب اصليت مخي ته راته او خلکو ته معلوميده
عيسويان لا شه وو چي خپل مذهب کيي يي اصلاحات وکړل
اوس چي کوم هيوادونه متمدن دي دوي هم د دي مذهبي غلامئ په ولکه کي وخت تير کړي خو اوس تر راوتلي دي او دير څه يي ترلاسه کړي دي او حقيقت يي پيژندلي دي که لږ دي که ډير دي نور به هم وپيژني
مګر اسلامي هيوادونو کي چي کوم خلک ژوند کړي هغه اوس هم هغه د غلامئ په دوره کي اوسي او د مذهب تر تسلط لاندي دي چي د يو څه مولايانو حکومت دي پري او هيڅ ازادي نلري نو ستونځه همدغه ده[/quote:9b2121eff2]

تاسو ولې ځما په خبره نه پوهیږۍ، او بیاموضوع ګډوډه وۍ:
ګوره وروره: دلته داسلام په اړه خپل شبهات یوه یوه طرحه کړه، او زه به يي ځواب
درکړم،
دا څه لیکنې چې دې تر اوسه کړي ټولو داوسنیو مسلمانانو په اعمالو راڅرخیږي،
نه په اسلام ، نوبیا ولې پړه په اسلام اچوې چې اسلام سبب دتخلف دې،
بلکه سبب دتخلف داسلام څخه دخلکو لریوالې دی،

عیسویانو هغه وخت تطور وکړ چې خپل دین څخه لیرې شول ځکه چې عیسویانو
خپل دین تحریف کړې وو، ګوتې يي په کې وهلې وي، خو ځمونږ ددین اصلي
مصادر او منابع چې قرآن او سنت دې هماغسې صاف او ستره دي،
خو مشکل په خلکو کې دې چې خلک ترې لیرې شوي دي،

نو خلکو ته دا بیانول پکار دي چې خپل دین ټینګ کړۍ چې تطور وکړۍ،
په افغانستان کې زه مشکلات احساسوم چې تر یوه حده يي ملایان سبب دي، خو دین نه، او ملایان ولې دومره متخلفه پاته دې سبب يي دا ګنده رژیمونه دي چې ملایان يي په قصدي طور سره له عصري علومو لیري ساتلي، او حتی په دې هم نه دي
توانیدلې چې دقرآن داصلي منابعو څخه ګټه پورته کړي،
بلکه ټول ژوند يي په منطق او صرف نحو کې تیر کړې وي، نو هغه به داسلام
داصلي صورت څخه څه خبر شي.

او دا چې ټکنالوجې به دروح باره څه معلومات تر لاسه کړي،نو باور وکړه هیڅ کله نه ؟؟؟

دوي ډیر اکتشافات وکړل، دانسان په جسم کې دخلیيي په ملیونهاوو وړو وړو بخشونو ته ورسیدل خو دروح پته ورته ونه لګیدله،
ځکه چې الله جل جلاله فرمايي:
قل الروح من أمر ربي، وما أوتیتم من العلم الا قلیلا
ورته ووایه: اۍ پیغمبره، چې روح له امره درب ځما دی اونه دې درکړ شوې تاسو
ته له علم څخه مګر ډیر لیږ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more