اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د اسلام په اړه شبهات او دهغې ځوابونه
و.افغان
28.01.2008
ځما ګرانو، محترمو، پتمنو، او مسلمانو وروڼو!
لکه څنګه چې تاسی ته ښه معلومه ده چې دټول افغان په فورمونو کې ډیر منافقین، ملحدین، یهود، او مسیحیان، په یوه نوم او بل نوم داسلام په ضد تبلیغات کوي، او په مختلفو مختلفو تورونو يي تورنوي، حال دا چې اسلام دهغه ټولو تورونو څخه داسی بیزاره دې لکه شرمخ چې دیوسف علیه السلام له ویني څخه بیزاره وو.
ځمونږ ډیرو دیندارو او پوهو ملګرو خپلی سیني بحثونو ته ښې پراخه ونیولې، او ښه مباحثې يي هغوي سره شروع کړي، ډیرې طولاني مباحثې، خو څنګه چې دهغو خلکو مطلب حق ته رسیدل نه وو، مقصد يي موضوعي بحث نه وو،
نو دچالاکۍ او منافقت څخه به يي کار اخیسته،
یا به له موضوع وتښتیدل،
یا به يي موضوع ګډه وډه کړه،
یا به يي مسخرې او سپکاوۍ شروع کړ،
او یا به يي ډیرې شبهې په یو ځل طرحه کړي،
ځواب شوې سوالونه به يي دشبهې لپاره بیا تکرار کړ.
نو دا باعث شو، چې زه دا موضوع شروع کړم، او په دې فوروم کې يي کیږدم،
زه نه غواړم چې له هغوي سره په بحث وخت ضایع کړم، او نه مې وخت
دومره ارزان دې،
زه به په دې موضوع کې ټول هغه شبهات رانغاړم کوم چې دټول افغان په فورمونو
کې داسلام په اړه طرحه شوي دي،
او یو یو به له مینځه وړم،
که بیا دغو خلکو هماغه شبهه طرحه کوله، نو دوستان کولاي شي، چې ددی
لیکنې څخه استفاده وکړي،
زه به یوه شبهه هم پرینږدم، ټولې به دلته راوړم،
او ان شاء الله چې ستاسو سترګې به پرې یخي شي.
Re: د اسلام په اړه شبهات او دهغې ځوابونه
و.افغان
28.01.2008
ځما محترمو مسلمانو !
دا دخپلې وعدې مطابق داسلام باره کې دشبهو ذکر کولو او دهغې په ردولو شروع کوم:
لومړۍ به دعائشي رضي الله عنها او دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په واده وغږیږم.
ځکه چې نن سبا ډیر لادینیان، ملحدین، یهود، نصاری، او مبشرین دغه خبره ډیره زیاته په خوله اړوې، او راړوي، او په دې فورم کې ددغو ګنده خلکو نماینده ګان هم موجود دي، کیداي شي چې ددې موضوع شرحه دهغوي دهدایت سبب هم شي.
محترمو وروڼو!: زه دغه شبهه په څو ټکو کې ردول غواړم:
[color=white:5a08bac788]لومړۍ ټکې:[/color:5a08bac788] دالله ددین دښمنان وايي، چې عائشة رضي الله عنها ماشومه وه، نو باید اوس ددې په معنا پوه شو چې ماشومه یعني څه؟؟
عائشة رضي الله عنها په نهه کلنۍ کې پیغله وه، بالغه وه، نو هغه ماشومه نه وه، او په هغه زمانه کې به دښځو لوي غم دا وو، چې د دولس کلو څخه يي عمر واوړي، او چا لا په نکاح کړې نه وي.
نو په هغه وخت کې دنکاح کولو یا واده کولو طبیعي عمر له نهو کلو څخه تر دولسو کالو پورې وو، او دبلوغ دوخت نه شروع کیدلو تر ما بعد البلوغه.
زه تاسو ددې خپلې خبرې دلیل وړاندې کوم، او هغه دا چې په صحيح سند ثابت دي، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته دخديجې رضي الله عنها له وفات څخه وورسته یو صحابۍ ښځه راغله، دغه صحابۍ خولة بنت حکیم وه ، چې دعثمان بن مظعون رضي الله عنه ښځه وه، دې ښځې سره دخديجې رضي الله عنها له مرګ څخه وروسته دپیغمبر صلی الله علیه و سلم ډیر غم وو، او هر وخت به پریشانه وه، یوه ورځ نبې کریم صلی الله علیه وسلم ته يي وویل: آیا ښه به نه وي، چې له خديجې رضي الله عنها څخه وروسته یو بله ښځه وکړي، نو نبې کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: څوک یادوي، څوک دې په فکر کی دي؟؟
نو هغې ځواب ورکړ: سودة د زمعه لور، او یا عائشة دأبوبکر لور
رضي الله عنهم أجمعین:
نو اوس لوستونکۍ کولاي شي چې پوه شي، کله چې خولة رضي الله عنها نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته دعائشې نوم وړاندې کولو، نو دهغې دا عقیده وه چې دغه دواړې ښځې دنبې کریم صلی الله علیه وسلم سره مناسبې دي، آو کولاي شي هغه خالیګاه ډکه کړي کومه چې دخدیجی رضي الله عنها مرګ پریښې وه.
دغه وخت کې عائشة رضي الله عنها باکره وه، او سوده کنډه وه، او عمر يي هم ډیر وو، مخکې يي یو میړه هم کړې وو، نو دخولې رضي الله عنها دغه مجرده طرحه ددې ښوودنه کوي، چې هغه په دې پوهیدله چې دواړه جینکۍ دښځې کولو لپاره ښې جوړي دي، او ددی معنا دا هم ده چې دعائشې رضي الله تعالی عنها دجسم نمو، او پوخووالې دا له ورایه ښکاره کوله چې انوثت او پیغلتوب يي کامل دې، او لږ تر لږه خولة رضي الله عنها دا خبره ښه حس کړې وه، ځکه چې هغه پوهیدله چې سړي له ښځي څه غواړي، نو هغه څه چې غواړي باید په جلکۍ کې هغه موجود وي.
دغه وخت کې په عائشه رضي الله عنها باندې له نبې کریم صلی الله علیه وسلم څخه پرته بل صحابي هم جرګه کوله، چې دهغه صحابي نوم دې جبیر بن المطعم، خو کله چې دعائشې رضي الله عنها مور دپیغمبر صلی الله علیه وسلم له جرګې خبره شوه، ډیره خوښې يي څرګنده کړه، او جبیر بن المطعم صحابي يي فورا قاطع ځواب کړ.
که دپیغمبر صلی الله علیه وسلم جرګه نه واي، نو هغوي به دغه جلکۍ هغه صحابي ته ورکوله، ځکه نو ام رومان خپل میړه ابو بکر رضي الله عنهما ته وویل: ګوره ستا لور الله جل جلاله دجبیر له لیارې بچه کړه، نو نبې کریم صلی الله علیه وسلم ته يي ورکړه، چې له خیر او برکت څخه بهرمنده شي.
ګورۍ وروڼو: یوه مور پوهیږي چې کله دخپلې لور لپاره واده کول وغواړي، مور په خپلې لور دپوخوالې او بلوغ ته درسیدلو علامي تر نور هر چا ښې ویني، او هم يي پیژني.
مور په خپله لور کې دانوثت انقلاب درک کولاي شي، نو ډیر پیرزو او او آرزو يي شي چې دلور واده وویني، او هغې ورځي لپاره په ډیر شوق خپلې شپې ورځي سبا کوي، هره مور غواړي چې دخپلې لور لپاره دسعادت مصدر وي، او دکورني ژوند اساساتو څخه يي خبره کړي، او په ډیره خوشالۍ يي نوې کورته رخصت کړي.
ځما ګرانو وروڼو:
[color=blue:5a08bac788]زه له دې ملحدینو، لادینیانو، مسیحیانو، او یهودو څخه سوال کوم، او هغه دا چې ، آیا تاسو سره یو دلیل شته چې دا ثابته کړې چې عائشة رضي الله عنها په هغه نهه کلنۍ عمر یا څه دپاسه نهو کالو عمر کې بلوغ ته نه وه رسیدلې؟؟؟؟[/color:5a08bac788]
یا دهغې أنوثت نه وو کامل شوې؟؟
سر بیره پردې په ډیرو زیاتو حدیثو کتابونو کې په صحي سند راغلي دي، چې [color=white:5a08bac788]دجزیرة العرب په ځمکه ډیرې جلکۍ په نهه کلنۍ کې بلوغ ته رسیږي.
له امام شافعي رحمه الله څخه روایت چې هغه ويلي دي: په تهامة جینکۍ په نهه کلنۍ کې بلوغ ته رسیږي.
بلکه له هغه څخه روایت دې، چې ویلي يي دي: ما په صنعاء ښار کې، دیمن په پایتخت کې یوه یویشتکلنه ۲۱ نیا ولیدله، یعنې دلمسو خاونده وه، بیا وايي: په نهه کلنۍ کې بلوغ ته رسیدلې وه، او لس کلنۍ کې يي لور راوړې وه، او هغه بیا [/color:5a08bac788]په نهه کلنۍ کې بلوغ ته رسیدلې وه، او په لس کلنۍ کې يي بچۍ راوړې وو.
په دی سربیره خپله دعائشې رضي الله عنها څخه روایت دې چې وايي: جلکۍ چې کله نهه کلنۍ ته ورسیږي، نو هغه ښځه شي.
او همدا اوس په همدې زمانه کې په ډیرو ځایونو کې لس کلنو جلکیو بچې ځیږولې دي، او سږ کال خو ما خپله هم دی باره کې یو خبر ولوست، چې په کینیا کې لس کلنې جلکۍ بچې وځیږاوه.
[color=blue:5a08bac788]دوهم ټکۍ: [/color:5a08bac788]ځینې ملحدین، او منصرین وايي: چې هغې ته اختیار نه وو ورکړ شوې، په زوره واده شوې ده؟؟
ددې شبهې لپاره دا یو سوال بس دې چې الله جل جلاله فرمایي:
الأحزاب {28} يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ إِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِيلاً {29} وَإِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالدَّارَ الْآَخِرَةَ فَإِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَاتِ مِنْكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًا
ژباړه: اۍ پیغمبره! ووایه خپلو ښځوته ،که چیرې تاسې دنیا غواړۍ، او ددنیا دژوند ښایست غواړۍ، نو راځۍ چې فایده در ورسوم تاسی ته، او آزادې کړم تاسې په آزادۍ نیکې سره، او که چیرته تاسې الله جل جلاله غواړۍ او دهغه پیغمبر غواړۍ، او ورځ دآخرت غواړۍ نو په تحقیق چې الله جل جلاله تیار کړې دی ستاسو دنیکو لپاره لوي اجر.
عائشة رضي الله عنها فرمايي: کله چې دغه آیت نازل شو، نبې کریم صلی الله علیه وسلم ماته راغۍ، او راته ويي ویل: زه تا یوه خبره کول غواړم، ته په هغې کې فیصله ژر مه کوه، تر څو چې دې مور او پلار سره فیصله نه وي کړې، نو هغې ورته وویل: څه خبره ده؟؟؟
نو نبې کریم صلی الله علیه وسلم ورته آیتونه تلات کړل، نو عائشې رضي الله عنها وویل: بلکه الله جل جلاله اختیاروو، او تا اختیاروو، او ورځ دآخرت اختیاروو، هغې وویل: نو نبې کریم صلی الله علیه وسلم ډیر خوشاله شو.
[color=white:5a08bac788]دریم ټکې[/color:5a08bac788]: دومره لوي فرق دښځې او خاوند دعمر په مینځ کې؟؟؟
وایم: عائشه رضي الله عنها په خپل دې واده ډیر خوشاله وه، او دهغې غوندې په لسهاوو ښځې وي چې دا ارزو يي درلودله چې دنبې کریم صلی الله علیه وسلم میرمنې جوړي شي، داسې هم شوې دي چې ډیرې ورته راغلې دي ځان يي وربخښلې دې، نو بیا نبې کریم صلی الله علیه وسلم نورو صحابه کرامو ته په نکاح کړي دي،
عائشه رضي الله عنها ته غیرت ورتللو کله چې به نبې کریم صلی الله علیه وسلم مړه شوې خدیجه یادوله، او هغه ته به يي وویل: هغه ولې یادوي، دهغې په بدله کې الله جل جلاله له هغې څخه ښه بدله درکړې،
که چیرته دغه فرق دعمر عیب وايي، نو دقریشو کافرو به ورته پیغور کړې وي، هغه وخت یهودو به پرې ګوتنیونه کړې وه، یا به یهودو دمریم بي بي او دیوسف په نکاح باندې ګوتنیونه کړې وه، ځکه چې مریم بي بي له یوسف څخه اویا کله کشره وه، البته دا دیهودو عقیده ده، مونږ خو وایو مریم بي بي بیخي واده نه دې کړې.
دنبي کریم صلی الله علیه وسلم له نکاح مخکې بل چا هم دځان لپاره غوښتې وه، نو ولې په دې څه مشکل دې؟
دیوې جلکۍ دواده کولو لپاره فسیولوجې او عقلي موانع باید موجود نه وي، او چی دغه رنګ موانعو دلته وجود نه لره؟ نو څه مشکل دې نکاح تر سره شي.
کیداي شي ځیني به وايي چې عقلي رشد ته نه وه رسیدلې، څنګه نه وه رسیدلې، او هغې مور مونږ ته دشرعي فقهي لويي لويي برخي رانقل کړي دي، او اوس چې څومره وخت تیریږې ځوانۍ ختمیږي، دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې به یو اووه لس کلن مشر به دزرهاوو کسانو قیادت کاوه، یو مثال يي اسامة بن زید دې، او بل مثال ابن القاسم دې چې په اوولس کلنۍ کې يي سند او شاو خوا علاقې ختمې کړې، اما اوس به ډیر پنځه ویشت کلن ځوانان وویني چې عقلي رشد به نه لري، امام بخاري رحمه الله په پنځلس کلنۍ په نبوي حدیث کې یو لوي مرجع جوړ شو، او په اتلس کلنۍ کې يي ډیر حدیثي په مجلداتو تألیفات کړي دي، خو اوس حالت بدل دې
باید بل یو لوي حقیقت او نعمت ته اشاره وکړم، هغه دا چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم له مرګ څخه وروسته عائشة رضي الله عنها ۵۰ کاله ژوندۍ وه، او په دغو پنځوسو کلونو کې هغې دنبي کریم صلی الله علیه وسلم تعلیمات، فقهه، او احادیث نورو ته ورساوه.
تر دې بل لوي حکمت نشته، فلله الحمــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــد
په دغه وخت کې نه یهودو، او نه نصاراوو، اونه فارسیانو، اونه رومیانو، اونه قریشو په نبې کریم صلی الله علیه وسلم باندې دا ګوتنیونه کړې، سره له دې چې هغوي دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په هر وړه او غټه خبره غږیدل، نو په حقیقت کې هغوي ټولو ددغه واده اقرار کړې دي.
[color=blue:5a08bac788]څلورم ټکۍ:[/color:5a08bac788] لادینیان، منصرین، او یهود، اوس هر وخت خپلې خولې غرنجوي، او وايي: چې دعائشي نفسیات به دغه وخت کې څنګه وو؟؟
نو سوال دادې: چې آیا بي بي عائشي رضي الله عنها ستاسو کمې حقوقي نړیوالې مؤسې یا م م م ته شکایت کړې دې، چې تاسو اوس دهغي مدافع وکیلان جوړ شوۍ، آیا عائشي رضي الله عنها له خپلو درې زره روایاتو څخه په یوه روایت کې له خپل دغه ژوند واده څخه شکایت کړې دې، او یا يي سر ټکولې دي؟؟؟؟؟
او یا هغه په دغې واده پښیمانه وه؟؟
آیا دې باره کې تاسی یو حرف لرۍ چې ويي وایۍ؟؟؟
ألا لعنة الله علی الظالمین.
بر عکس هغه ډیره خوشاله وه، په خپل میړه يي ډیر غیرت کولو، مینه يي ورسره کوله، یوه لحظه يي هم دا شک نه دې کړې چې هغه پیغمبر نه دې، او دنبي کریم صلي الله علیه وسلم سره يي بقا اختیار کړه کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم هغې ته دپاتې کیدو او دتګ اجازه ورکړه، چې کورنۍ ژوند پریږدي.
تاسو دعائشې رضي الله عنها له زندګۍ داسې خبرې کوۍ، لکه هغې چې دخپلې زندګۍ څخه نفسي غوټه لرله، نه
برعکس عائشې دخپل واده له لومړۍ لحظې څخه ټولې پیښی ثبت کړې، او مونږ ته يي رانقل کړي، فقه يي مونږ رانقل کړې، او دنبي کریم صلی الله علیه وسلم له وفات څخه وروسته يي داسې علماء کرام او فقها وروزل، چې هغسې علم اوس په یونیورسټيو کې د phd استاذانو سره نه پیدا کیږي.
یونیسیف وايي، چې وختي واده درې بدۍ لري:
دتعلیم نه کاملیدل.
وختي حمل اخیستنه.
میړه په ښځې ظلم کوي، او زبردستي ورسره کوي،
نو آیا عائشي رضي الله عنها ته له دې درې ضررونو کوم ضرر رسیدلی دې، بر عکس هغي به هر وخت ویل: دنبي کریم صلی الله علیه وسلم اخلاق قرآن دې، یعني تر ټولو بهتر اخلاق، ښه اخلاق، دقرانکریم ترجماني يي کوله، هیڅکله يي دکوم طعام بده نه ده ویلي، غوصه به يي ښځو ته نه کوله، دټولو ترمینځ به يي عدل او انصاف کاوه، سره له دې عائشه رضي الله عنها ورته ډیره ګرانه وه، خو په شپو کې دتقسیم برخي دټولو ښځو یو شانته وي.
او س راځو په اسلام کې دماشوم تعریف ته، په اسلام کې ماشوم هغه دې چې بلوغ ته نه وي رسیدلې، او دغه خبره طب او ډاکټرۍ سره موافقه ده،
نو آیا ددغه تعریف له نګاه څخه عائشه ماشومه وه؟؟؟!
[color=white:5a08bac788]پنځم ټکۍ: [/color:5a08bac788]ملحدین، لا دینیان، او منصرین وايي، چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم خدیجه دمال او جاه په خاطر کړې وه؟؟
نو سوال دادې چې محمد صلی الله علیه وسلم پرې دهغې له مرګه وروسته ولې خفه شو، او هغه کال يي دغم او ویر کال په نوم ونوماوه، او دخپل مرګ پورې به يي هر وخت یادوله، بلکه ډیر کرته به يي قرباني وکړه او غوشه به يي دخديجې رضي الله عنها ملګرو ته ولیږله، دا کار دهغې له مرګ څخه وروسته وو.
[color=blue:5a08bac788]اوس راځم اۍ منصرینو ستاسو کتابونو ته نو ځان ټینګ کړۍ او ځواب راکړۍ: [/color:5a08bac788]
[color=white:5a08bac788]تورات، دالعدد سفر، ۳۱ فصل:
ژباړه: نو ټول هغو غنیموتونه، او اخیستل شوي څیزونه چې جنګیالیو لاس ته راوړل داوو:
شپږ لکه او پنځه اویا زره پسونه، دوه اویا زره غواګانې، یو شپیته زره خره، دوه دیرش زره باکرې جینکۍ،
نو ددغو ټولو څیزونو څخه نیمه برخه دجنګیالو شوه، له پسونوڅخه درې لکه او اوه دیرش زره، او له هغې څخه درب جزیه شپږ سوه او پنځه اویا سره ګډان وو، او له غوا ګانو څخه شپږ دیر ش زره دجنګیالیو شوې، نو درب جزیه له هغو څخه دوه اویا غواګانې شوې، او له خرو څخه دیرش زره او پنځه سوه سره شوه، او رب جزیه ترې یو شپیته شوه،
او له ښځو څخه شپاړس زره شوې دجنګیالیو لپاره، او رب جزیه له هغې څخه دوه دیرش ښځې وي،
نو اوس تاسو ووایۍ چې دا ښځې وړې وې او که غټې.؟؟؟؟؟
یو دیرشم فصل، د العدد سفر، تورات،
ژباړه: نو اوس تاسې ووژنۍ هر یو نر له ماشومانو څخه، او هره هغه ښځه چې دسړي سره څملاستې وي.
او کومې چې ماشومانې انجلکۍ دې، او هغه ښځې چې سړو سره نه دې څملاستلې، نو هغوي د ځان لپاره ونیسۍ، او مه يي وژنۍ. [/color:5a08bac788]
[color=blue:5a08bac788]
که د انصاف تله په لاس کې درته درکړم:
خپل ټټو او دبل اس به برابر کړې.[/color:5a08bac788]
[color=red:5a08bac788]دنورو شبهو تفصیلي ځوابونه هم په لاره کې راروان دې،
او ځما هر دوست اوملګرې ته کامل اجازت چې دفورم په نورو برخو کې دشبهاتو دځوابولو لپاره ځما دنوم له یادولو پرته ځما له لیکنې اقتباس وکړي، او شبهې ځواب کړي.[/color:5a08bac788]
و.افغان
28.01.2008
دمرتد دحکم په اړه:
په دې باره کې زه د محترم مولانا حلیمي صاحب دا لیکنه راقتباس کوم:
چې ډیره ښه کافي لیکنه يي کړې،
[quote:123d8e61ae="ع کريم حليمي"]مکرم محمد حسن صاحب او درنو لوستونکو سلام !
محترم او مکرم محمد حسن صاحب !
دغه په اصطلاح کښي چه مرتد ورته ويل کيږي ، يعني چه د اسلام څه مخه
ګرځول ، حکم ئې واضح دی " مَنْ بَدَّلَ دِينَهُ فَاقْتُلُوهُ "
[quote:123d8e61ae]که مثلا يو عيسوی مسلمان شی خو له يو څه مودې وروسته بيرته پښیمان شی، نو هغه به جزا لری او که څنګه؟ [/quote:123d8e61ae]
تاسو ته څرګنده ده چه اکثره اصحاب کرام هغه خلګ وه چه په مسلمانه کورنۍ نه وه پيدا سوي ، هم دوي وه چه ايمان ئې قبول کړی وو ، نو طبعا هغو
خلکو چه د يهودي او نصراني مذهبونو را اوښتي وه او اسلام ئې قبول کړی وو د همدغو له پاره ده حکم وشو چه " مَنْ بَدَّلَ دِينَهُ فَاقْتُلُوهُ "
او د حديث مفهوم عام دی ، يعني پر هر مسلمان تطبيق کيږي
که په مسلمانه کورنۍ کښي پيدا سوی وي او که ٠٠٠٠٠٠٠
[quote:123d8e61ae]په دې اړه هیله لرم چې تاسې له خپل نظره د اسلامی حقوقی اسنادو پر بنسټ لږ رڼا واچوی . [/quote:123d8e61ae]
ګرانه !
نن خو مبارک اوخوږ نبي نسته او سلف هم نسته
نن عصر د محکمې او د څارنوالۍ عصر دی ، او دا دواړي مؤسسې قانون
تطبيق کونکي مؤسسې دي ، قاقون زړه سوی ،مهراني نه پېژني ، هو !
کلتور بيا مهرباني او زړه سوی لري
خو څوک چه له اسلام منلو ورسته زنديق ،ملحد ،منکر سي ، نو د يوه اسلامي
ملک حکومت ته بايد خبر ورکول سي ، کله چه څارنوالي خبريږي ، نو
هغوی مجبوره دي چه قانوني عمل ورسره وکړي ، او د افغانستان په قانون
کښي جزائي برخه ئې ٩٩ في صده شرعه ده ،
قاضي او څارنوالي داحق نه لري چه حقوق بشر په نظر کښي ونيسي
دوی د قانون د تطبيق له پاره ګمارل سوي
نو قانون داسي دی چه " مَنْ بَدَّلَ دِينَهُ فَاقْتُلُوهُ "
ستاسو دې ته فکر راګرځوم چه ;
يو ميکروب د دوو جلا خلکو بدنونه داخليږي يو وژي او بل ژوندی ترې پاتيږي دوه خلک په عيني جرم متهم کيږي يو جزا ويني او بل برائت پيدا کوي
کېدای سي چه يو نفر له اسلام څه مخ وګرځوي او د قتل له جزا خلاص سي
او په مقابل کښي يو بل نفر کفر اختيار کړي او اعدام سي
دا هرڅه په دې پوري اړه لري چه دوسيه ئې څارنوالۍ څرنګه جوړه کړې
او په وکيل مدافع پوري هم اړه لري چه څرنګه کولی سي چه په قانون
کښي خلا پيدا کړي او روغ رمټ ئې تر راوباسي ٠
تر ټولو مهمه خبره خو دا ده چه دغه د افغانستان قانون او د شرعي جزائي
قانون خو ټول جهان ته معلوم او څرګند وو او دی ، او افغانانو ، او جهان ټولو ملکونو ، او د حقوق بشر مؤسسې او سپيني ماڼۍ په رسميت وپېږندلی
او وئې منلی ، او دا قانون د دوی تر پزي لاندي وليکل سوي
له نافذ binding, valid قانون څه مخالفت دومره لويه ګناه ده لکه
يو مسلمان چه له اسلامه و کفر ته مخه کړي
نوټ : د جهان د محکومو يو اصل داسي دي چه بعضي وخت يو چاته
داسي جزا ورکوي چه مثال ئې وګرځوي ، د ټولو خلکو له پاره ، او اسلامي
محکمه هم دا حق لري چه يو چاته ډېره سخته ، شديده او طاقت فرسا
جزا ورکړي
او بله خبره داهم ده چه; کوم قانون چه وليکل سو نو راتلونکي نسلونه ئې
هم بايد ومني ، داسي نسي کولی چه له نافذ قانون څه سر غړونه وکړي
که ئې وکړه جزا به ويني او د قانون په منګولو کښي به بنديږي ،
که يوه کوچنۍ ډله خلک د قانون مخالفت کوي ، نو دوی ته اشرار ويل کيږي
او شرارت هم جرم دی
په درنښت [/quote:123d8e61ae]
ډیر محترم او دقدر وړ مولانا حلیمي صاحب:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
په قلم، ژبه، ګوتو، او ژوند مو برکت شه.
ډیر ښه ځواب، کافې ځواب، او شامل ځواب مو لیکلې،
زه یو څو ټکې نور اضافه کوم اګر چې هغه دسوال ځواب کې نه راځي خو دې موضو ع پورې اړه لري: نو فبالله التوفیق.
دمرتد کیدو حکم څو اړخونه لري:
لومړۍ اړخ يي دادې چې: په اسلام کې داخلیدل په رضا او خوښې بنا دي، نه په جبر او زور سره، داسلام له داخلیدلو څخه مخکی کافر لپاره پوره اختیار ورکول کیږي نو که اسلام ته داخلیږي نو ښه په پوره رضا، قناعت، او بصیرت داخلیږي.
که مونږ یو عاقل با انصافه نظر دې دین ته وکړو، نو له ورایه به معلوم شې چې دغه دین له باطلو څخه پاک، او دبشري حاجت دېن دي، او روغ ذهنونه هم ورسره توافق کوې، او فطرت يي هم غوښتونکې دې.
دوهم اړخ: داسلام تاریخ په اوږدو کې هیڅ داسې یو مرتد نه دې په ګوته شوې، چې دغه اسلام څخه يي زړه بد شوې وي، او یا يي اسلام دناسمۍ په وجهه پریښې وي.
او هغه څوک چې مرتد شوې دې هغه به له دوه حالتو څخه خالې نه وي:
۱- یا غواړې په دې چل سره نور ضعیف النفس نوې مسلمانان له دین څخه واړوې، او یا دی دین ته راداخلیدل ختم کړي، لکه څرنګه چی داسلام په لمړیو وختونو کې به یهودو یو بل ته ویل چې دورځې په لمړۍ برخه کې اسلامې کې داخل شۍ، او دورځې په وروستۍ برخه کې له اسلام څخه ووځۍ، او په قرآن کافر شۍ تر څو دمسلمانانو ترمینځ ګډوډې رامینځ ته شې، ځکه چې یهود اهل کتاب وو، او کله چې به داسې کار وشو، نو ځینو ضعیف النفسو زړونو کې به وګرځیدل چې دغو یهودانو ته که ددې اسلام خطايي نه وې معلومې شوې نو دوي بیرته ترې نه پر شا کیدل، نو دهغوي مقصد او هدف دالله جل جلاله دلارې څخه خلک منع کول وو، .
الله جل جلاله فرمايي:
وقال طائفة من أهل الكتاب آمنوا بالذي أنزل على الذين آمنوا وجه النهار واكفروا آخره لعلهم يرجعون.
۲- دوهم سړې هغه دې چې یواځې او یواځې غواړې چې دخپل شهوت پړۍ ورخلاص کړې، او له هررنګ قیدنو څخه ووځې، او هر رنګ مرداریو باندې شروع وکړي.
ډیر نادر حالات او کم حالات دې چې یو مسلمان له اسلام څخه بل دین ته اوړې، بلکه الحاد غوره کوي، او هغه هم ددوو پورتنیو سببونو له امله.
دریم اړخ: له اسلام څخه وتل د اسلامي دولت د عام نظام پر ضد جنګ اعلانول دې، اسلام یو کامل دین دې، لکه څرنګه چې دبنده او خداي ترمینځ علاقه باندې اهتمام کوي، همدارنګه دبنده او نورو بندګانو تر مینځ علاقو باندې اهتمام کوې، دسړې او ښځې ترمینځ علاقو باندې اهتمام کوي، له خپلوانو سره، ګاونډیانو سره،او ددښمنانو سره په علاقو اهتمام کوې، هغه که جنګې حالت کې وي، او دصلحې حالت کې وي.
داسلام قوانین په عبادت، معاملاتو، او قضاء او نورو ټولو دنیايي عام نظامه بخشونو کې لا مثاله قوانین لري.
نو په دې بنا باید اسلام ته دیو متکامل کل په نظر وکتل شي، او دا فکر ونه شې چې اسلام یواځي درب او بنده ترمینځ داړیکو لپاره دې.
او کله چې خبره داسې وي، نو مرتد کیدل دعام نظام څخه وتل دي.
او ددې لوي مثال دافغانستان خلقیان وو، له عام نظام څخه ووتل، نو څومره ګډوډې او بې نظمي يي رامینځ ته کړه، دټولنې سره په جګړه شو، ډیرې لويي تباهیګانې يي په افغانستان کې رامینځته کړې.
که ددغو ملحدینو مخه له اوله نیول شوې وه، نو دغه مشکلات به هیڅکله مینځه ته نه راتلل.
څلورم اړخ: دمرتد دوینې په هدرولو کې دهغه کافر لپاره زجر او تهدید دې چې غواړې په دېن کې دنفاق خورولو لپاره داخل شي، دعام نظام، او دعام نظام دتبعه وو دامن دګډوډولو لپاره په اسلام کې داخلیږي، همدارنګه که نیت داسلام يي کړې و ي، نو دهغه لپاره یو درس دې چې مخکې له ښه قناعت کیدو څخه دی دین ته داخل نه شي، نو دغه وخت چې دۍ کله بیا داخلیږي نو په پوره بصیرت، او ښکاره قوي دلائلو سره داخل شي، ځکه چې دین قیودات دي، شعائر دي، او دمنافقینو او دخاصو ګټو خلکو لپاره پرې پاتې کیدل اسان کار نه دې.
پنځم اړخ: دانسان لپاره ښه پوره فرصت دې مخکې له دې چی اسلام کې داخل شي، چې کافر پاتې کیږي، او که ایمان راوړي، نو که هغه دځان لپاره هر دین غوره کوي، نو په هغه اعتراض نشته، او دښه امن او سلامتیا دزندګۍ حق لري.او کله چې اسلام غوره کړې، او په کې داخل شي، او ایمان راوړي، نو دهغه لپاره پکار ده، چې اخلاص وکړي، او داسلام په اوامرو او نواهیو عمل وکړو، او په اصولو او فروعو کې يي تګلاره وګرځوي.
[color=white:123d8e61ae]بيا وايم: چې آیا دبیان آزادې دیته وايي، چې سړې دټولنې سره جنګ اعلان کړي، دټولنې قوانین تر پښو لاندې کړي، او دټولنې افرادو سره دښمنې شروع کړي،؟؟؟
آیا دوطن سره خیانت، او دوطن دښمنانو لپاره جاسوسي هم آزادي، لکه خلقیانو چې د کی جی بي لپاره کاملا جاسوسي کوله، او وطن يي پرې وران کړ، آیا دوطن په ښارو، لارو، کوڅو، او کلو کې ګډوډي جوړول، او ددین په مقدساتو باندې ریشخند وهل، او استهزاء کول هم آزادې ده؟؟؟[/color:123d8e61ae]
[color=blue:123d8e61ae]
کله خلقي ملحدینو چې به دا کار کاوه، او ددې لپاره زه بې شماره مثالونه لرم، او یوه لیکنه مې هم کړې.
هو په دا رنګه وضع دمسلمانانو دقانع کولو کوښښ کول یوه لویه بیعقلي ده، او هغه کس چې دمسلمانانو دبیرغ دختمیدو، او دین دورانیدو کوښښ کوي، دهغه زندګې غوښتل له مسلمانانو څخه یوه لویه سادګې ده.[/color:123d8e61ae]
[color=blue:123d8e61ae]
زه په زغرده وایم، او ددې فورم ځینې یاران دې هم په ځیر وګورې چې نن سبا دعقیدو پټول، او داخلاقو دختمولو کوښښ دمنصرینواو مبشرینو دځينو ډلو یوه لویه سپشیلسټي وسیله ګرځیدلې، او دا هغه خلک دې چې داسلام سره په زړه کې بد بیني او کراهت لري، دقرآن او سنت او دهغې دپیروانو سره دښمني لري، او دهمیشه لپاره يي کوښښ کړې چې مړې فتنې را ژوندۍ کړې، داور لګیدو اسباب تیار کړې، ددې لپاره چې اسلامي ټولنه ولړزوي، او سرچپه يي کړي.[/color:123d8e61ae]
مونږ حق لرو چې دخپل دین څخه ددفاع لپاره خپل اوازونه جګ وساتو، دا اوس دآزادیو په وطنونو کې فرانس پرطانیا او امریکا دملتزمو مسلمانانو سره څومره بده رویه کیږي، فرنسویانو قانونا حجاب منعه کړ، په دلیل چې ځمونږ عام امن ته په کې ضرر رسیږي، مونږ هم حق لرو چې دخپل ځان پوښتنه وکړو چې مونږ باندې په یوه نوم او بل څه او څه نه کیږي.
او بیا دا اعدام سز ا نن سبا په ډیرو قوانینو کې شتون لري، او دا کار يي یواځي ددی لپاره کړې چې ګټور دې، او ښه نتیجه لري، جرمونه کموي، او دټولنې حمایت کوي، خو هیچا ونه ویل په دغو دولتونو کې چې دغه اعدام ددغو خلکو دحریت او ازادۍ ټکراو لري، ځکه چې دغو خلکو په خپلې آزادۍ سره دنورو ازادۍ تر پښو لاندې کړي دي.
اسلام څوک دزړه په ایمان نه نیسي، که چیرته یو مسلمان په مسلمان ټولنه کې اوسیږي هم، خو په زړه کافر وي، وي دې، تر څو چې خپل کفر اعلان نه کړي، نور ورته دعوت نه کړي، او ټولنه کفر ته راکش نه کړي.
په نړیوالو قوانینو کې یو اعدام دې چې دلوي خیانت په سبب پرې مجرم مجازات کیږي، دغه لوي خیانت، دخپل وطن سره خیانت دې، خو هیڅکله دغو تنصیری مؤسساتو دا ونه ویل، چې دغه سړې خپل شخصي ازادي لري، دا نظام يي نه دې دبل نظام لپاره جاسوسي کوي، هغه يي خوښ دې، بلکه دپانسۍ تختې ته يي کش کوي.
خو برعكس له مسلمانانو څخه بیا غواړې چې دهغوي دتجسس لپاره په اسلامي ټولنه کې خلقي ملحدینو دکې جی بې جواسیسو ته ځاي ورکړي، سیکولریانوته ځاي ورکړي، چې زړه اوخوله يي دواړه دغرب سره دي،
ماسونیانو ته ځاي ورکړې چې ټول غم او هم يي دلوي اسرائېل آبادول، هغه که دهرچا دوینو په قیمت وي.
دومره کفایت کوي.
درويش
29.01.2008
ښاغلى وهاج ساپي
هيله لرم چې له ذهني کربه راوتلى يې
ته خو ما ته غټ د عقل دښمن ښکاره شوې
هغه په دې چې تا په خپل فکر د هغو شبهاتو ځوابونه ويلي دي چې منکرين، ملحدين، مرتدين، نصارى او يهود يې لري خو ټولې حوالې دې د بخاري او نورو حديثونو او قران نه ورکړې دي.
نو کوم خلک چې په پېغمبر او د هغه په ژوند او د اسلام په قوانينو اعتراض لري هغوى دې ته چمتو دي چې د بخاري يا بل اسلامي کتاب حواله ومني؟
ښکاره ده چې بخاري او نورو کتابونو هماغه څه ليکلي چې د اسلام په ګټه وه يانې يو جانبه تاريخ يې ليکلى او پېښې يې بيان کړې دي. که نن يانې د ازادۍ او پوهې په دې زمانه کې د بلخ پوهنتون يو ژورنالست د اسلام په اړه يوه پوښتنه نشي مطرح کولى نو پخوا به چا څنګه داسې يو کتاب ليکلى وى چې واقعيتونه پکې په ډاګه شوي واى. داسې ډېر مثالونه شته چې مسلمانانو خلک د کتابونو په ليکلو او يا غېر جانبدار تاريخ په ليکلو وژلي دي.
نو که ته ملحدينو، مرتدينو، يهودو او نصاراو ته ځوابونه ورکوې هغوى ته د بخاري او مسلم حوالې مه ورکوه. ځکه کوم خلک چې خداى نه مني بخاري او مسلم به څه ومني.
و.افغان
29.01.2008
[quote:6c434109b6="درويش"]ښاغلى وهاج ساپي
هيله لرم چې له ذهني کربه راوتلى يې
ته خو ما ته غټ د عقل دښمن ښکاره شوې[/quote:6c434109b6]
[color=white:6c434109b6]ستا عقل!!!![/color:6c434109b6]، [color=blue:6c434109b6] هوښیار تیا!!!،[/color:6c434109b6] [color=red:6c434109b6]درویشۍ!!!!!،[/color:6c434109b6] [color=white:6c434109b6]او ادب !!!!![/color:6c434109b6] ته ځما زر ګزه سلام دې
[color=blue:6c434109b6]ښه ورځ درته غواړم.[/color:6c434109b6]
:oops: :oops:
wazirafghan
29.01.2008
ساپی صاحب
سلامونه
وروره: هیله کوم چې دغه دعقل دښمن درویش او نور دعقل دښمنانو سره په خبرو وخت ضایع نه کړې، او دغې ښکلې سکالو ته نوره هم وده ورکړي.
او ستا په اجازه زه به ددغه عقل دښمن ځواب وکړم:
دعقل دښمنه! ستا عقل تر اوسه دې ته نه دې رسیدلې چی په داسی
علمی خبرو پوه شي.
داسلام دښمنانو چې دعائشی (ض) په واده اعتراض کړې له څه نه
يي کړې؟؟؟؟
آیا هغوي کوم مستند تاریخي روایتي کتاب لري، چې په هغې
کي په سند لیکلې وي چې عائشي (ض) په نهه کلنۍ کی واده
کړی دی.
نه هیڅکله نه، او چې ځان وهم شلوی دغسی کتاب به پیدا نه کړی
هغوی دغه روایت له بخاری او نورو حدیثي کتابونو څخه اخیستی دی
نو هر کله چې هغوي ځمونږ په کوم تاریخي روایت استدلال کوی
او دهغی په اساس په مونږ اعتراض نیسي، نو دا باید هم ومني چې ځمونږ
دتاریخی کتاب نور روایتونه هم ومني چې دغی موضوع باره کی راغلی دي.
هو که چیرې له سره تر بیخه عقلي وی نو وهاج ساپی صاحب به بیا تاته بخاری او مسلم نه پیش کوی.
مثلا اوس ددین دښمنان دمرتد په حد اعتراض کوی، نو وهاج ساپي صاحب پورته تاته په عقلي دلائلو دغه موضوع شرحه کړی.
حتی دا دعائشی (ض) دواده موضوع يي هم تر ډیره حده په عقلي دلائلو شرحه خو ستا سترګې پټې دي، او یا شیطانیۍ درویشۍ ستا په سترګو دتورتمونو پردی غوړولې دی.
و.افغان
03.02.2008
درنى خورى:
درنې خورې، په خیر راغلې، ځما سلامونه او نیکې هیلې هم ومنه،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
.ستاسو له خوا دطرحه شوو سوالونو لپاره مي دا ځاي ډير مناسب وبللو,
لمړۍ خو به تاسو سره تنازلا ومنم چې دغه سوالونه بنسټي دي، ځکه چې ځیني سوالونه يي ستاسو په اصطلاح سطحي دي، او ځیني نور يي په غلطو تصوراتو بنا دي، په هر حال ستاسو له طرفه طرحه شوو سوالونو ځوابولو ته راځم:
[quote:61420fee40="غوټۍ وربل"]
۱ـ دموسی (ع) ۷ مسلسلې معجزې تاریخ نه دي ثبت کړي ، هغه وخت خو هیروغلیف لیک او نور لیکدودونه موجود و، دغسې سترې پیښې له تورات پرته ولې په مصر کې ثبت نشوې او ولې یې آثار نه دي پاتې شوئ؟[/quote:61420fee40]
ځواب: دا خبره چې تاریخ څه لیکلې نه دي، خطا ده، ځکه هغه څه چې تاریخ لیکلي دې مونږ تری ډیر کم کم کم څیزونه پیژنو، او بیا په دې پیښه دوه طرفه دي یو يي اسرائیل او بل يي مصریان دي، بني اسرائیلو دا پیښه ځکه لیکلې، ځکه چې دا پیښه دهغوي لپاره ډیره پر افتخاره پیښه ده، او مصریانو به ځکه دا پيښه له خپل تاریخ څخه محوه کړې، ځکه چې دا پيښه دهغوي دبې شرمۍ ښکاره کوونکې ده، او دا پيښه دهغوي په یوه لوي فرعون دوهم رمسیس پورې اړه لري، دې پوښتنه کې داسی ښکاري چې پوښتونکوونکې له مصریانو څخه غواړې چې په خپل شکست ویاړ وکړي، او خپله بي شرمي په خپلو لاسونو په خپلو معبدونو کې ولیکي، او دا کار دمصریانو له خوا نا ممکنه دې، او دمصر په اړه په تاریخ کې پيژندل شوې خبره دا هم ده چې دفرعونیانو په تاریخ کې یو موحد شخصیت تیر شوې چې اخناتون نومیده، او دهغه ټول آثار او کتابونه وثني فرعونیانو تباه کړل، نو بعیده هم نه ده چې ځیني دغه رنګ آثارو سره هم دا لوبه شوې وي.
او دلته سوال کوونکې ته هم یو سوال متوجه کیږي، چې څنګه موسی علیه السلام او دهغه سره یو کامل ولس د یوه قوي ظالم فوځ څخه دخلاصیدا لار پیدا کوي؟؟؟
زه تاسو یوه بله نږدې حادثه ذکر کوم، چې هغه په ۶۵۶هجري قمري کال کې دچنګیز خان دلمسې هولاکو حمله وه په بغداد باندې، په دغه حادثه کې په دچنګیز خان فوځونو په زرهاوو کتابونه چې دبغداد په کتابتونونو کې وو، دجلې او فرات سیندونه ته وغورځول، او تر میاشتو داوبو رنګ بدل وو.
[quote:61420fee40="غوټۍ وربل"]
۲ـ د تورات آسماني اصل نسخه په لاس کې نشته او موجوده نمونې یې لږ تر لږه د موسی (ع) له وفات څخه ۵۰۰ کاله وروسته لیکل شوي دي ، چې نه یواځې تاریخ یې دسند په حیث نه مني بلکې اسلام هم وایي چی ګوتې په کې وهل شوي او د اصل تورات سره یوشی نه دي . د تورات د اسماني لیک نسخه ولې نشته ، څشوه او هغه لس ډبرینې تختې څشوې چې لس شرعي احکام پرې بیل بیل کښل شوي وو ؟؟[/quote:61420fee40]
ډیره طبعي او عادي خبره ده، چې مونږ ته اصلي نسخه په لاس نه ده رارسیدلې، ځکه چې دمنطق له نګاه نه هغه یوه نسخه وه، او دغه یوه نسخه په دومره تاریخي امبارونو کې څنګه لاس ته راشي، بله دا چې یهودو خپله دتوارت په ساتلو کې ډیر تقصیر کړې دي، په ځیني برخو يي کوښښ کړې چې پټې يي کړي، په ځینو برخو کې يي تحریف کړې، او ځیني برخي يي له مینځه وړې.
الله جل جلاله فرمايي: قل من أنزل الکتاب الذي جاء به موسی نورا وهدی للناس تجعلونه قراطیس تبدونها وتخفون کثیرا..؟
او څنګه چې الله جل جلاله ددې کتاب دساتنې تضمین نه وو کړې، نو ځکه دغه رنګ صدمې رامینځ ته شوې.
او دغه سوال باید یهودو ته هم متوجه شي، ځکه دهغوي داوسني مقدس کتاب دتحریف او دسند نه ثبوتیا لپاره لویه قوي قرینه ګڼل کیږي.
پر دې سربیره ډیر داسی څیزونه شته، چې تر اوسه ورته دانسانانو لاسرسۍ نه دې شوې، او په یقیني طور سره هغه څیزونه تاریخ لیکلې دي، او ددې احتمال شته چې وروسته يي ورته لاسرسۍ وشي.
او ددې وروستۍ خبرې په اړه ځما تجربه ډیره زیاته ده، ځکه چې ځما دځینو څیړونو یو بخش ددریم قرن، دځینوحدیثي مخطوطاتو تحقیق او توثیق دې، مثالونه يي زښت زیات دي، دغه خطي نسخي چې عمر يي لا دولس سوه کاله هم نه کیږي، لا درکه شوې دي، او سره له دې چې ډیرو کتابونو پرې حوالې ورکړې، او دهغه خطي نسخو څخه يي نقلونه کړي، خو اوس يي هیڅ څرک نه لګیږي، سره له دې چې ډیرې لويي لويي مؤسسې دغه رنګ مخطوطاتو پسې ګرځیدلې، خو تر اوسه نه دې توانیدلې چې هغه پیدا کړي، نو یو داسې مخطوط چې په زرهاوو کالو مخکې موجود وو، او خاوندانو يي هم په کې تقصیر کړې وي، او څه يي پټ کړې، او څه يي تحریف کړې وي، نو طبیعي خبره ده چې اصل مخطوط په لاس رانه شي، خو لاس ته راتلو امکان يي نه دفعه کوم، په دې سربیره یو بل لوي سبب هم موجود دې، او هغه دا چې یهودي او نصراني کلیسو احبارو چې کوم خپل مجلسونه به کول، او دهغې مجلسونو له لیارې به هغوي کوم عقاید طرحه کول، او اتفاق به يي پرې راغۍ، نو دهغه عقایدو منل به يي په ټولو په زوره منل، ولو که به دمقدس کتاب کوم یوه خطي قدیمي نسخه هم پیدا شوه چې دهغوي له دغې خبرې سره به يي تعارض درلود، نو هغه به يي له مینځه یوړه، او دغه سبب دې چې دوي په خپلو مقدس کتابونو کې دوه رنګه کتابونه لري: چې یو ته يي قانوني کتابونه وايي، او بل ته يي غیر قانوني، پر دې سربیره یهودو خپل تورات کتاب مقدس ته پوره شا کړه، او ټول زور يي پر تلمود راوړ، هغه تلمود چې ټول ددهشتګردۍ له اوامرو ډک دې، او دوي ورته دتورات شرحه وايي، چې یهودي احبارو لیکلې دي، کوم چې په دوه قسمه تقسیم دې، مشنا او جمارا، اوددې کتاب دیهودو په نیز له تورات څخه څو چنده زیات دې، او تر اوسه پورې ټکې په ټکې په یهودې مدرسو کې لوستل کیږي، او یهودي ماشومان له نورو ولسونو سره په کرکې نفرت، او دښمنۍ تربیه کیږي، او دا ورته په کې ویل کیږي، چې تاسې دخداي تر ټولو بهتر ولس یاست، او دا نور ټولو ولسونه یا اممیيين لکه دخرو ستاسو دخدمت لپاره پیدا شوي دي.
[quote:61420fee40="غوټۍ وربل"]
۳ـ ډیر پوښتونکي وایي موسی (ع) د طور په غره څلویښت ورځو ته څه اړتیا لرله ، تورات خو له اسمانه بشپړ راتلو او په همغه لومړۍ ورځ یې راوړلی شو . دا څلویشت ورځې په کې ده څه اصلاحات کول که څنګه (؟) چې قوم هم ترې په همدې څلویښتو ورځو کې بدرا شو او ډیر یې سامیري ته ترې واښتل او په خپل ورور هارون (ع) یې هم لاس پورته کړ ؟[/quote:61420fee40]
په حقیقت کې دا یو ډیر بې عقله سوال دې، دغه څلويښت ورځې درنګ دکافرو دکفر سره څه تړاو لري، الله جل جلاله په خلکو امتحان راولې، تر څو چې دمؤمن او کافر تر مینځ تمییز راشي، او په هر یوه حجت قائم شي، پکار دا وه چې دغه ملحد لمړۍ دا پوښتلي واي چې څه ضرورت وو چې موسی غره ته خاته، او له دغې پوښتنې څخه مخکې يي داپوښتنه کړې واي: چې ولې خداي موسی پیغمبر کړ، آیا په دې قادر نه وو چې په هر شخص يي دغه لوحې نازلې کړې وايي، او له دې مخکې يي دا سوال کړې واي، چې لوحو ته څه ضرورت وو، آیا پکار نه وه چې هر انسان ته يي وحي کړي واي، او همدرانګه داسی سوالونه تسلسل پیدا کوي، او یوسبب پرې له مینځه وړل کیږي، تر څو ټوله دنیا عدم ته حواله کړي، چې ووايي: څه ضرورت وو چې خداي دا نړۍ پیدا کوله.
او یا مثلا دا ووايي: چې څه ضرورت چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم په غار کې پټیده، ولې خداي هغه په هوا مدیني منورې ته نه رساوه، او یا وايي چې ولې يي دا ټول خلک مسلمان کول نه، چې هیڅ مشکل به نه وو.
اصلا خبره داده چې دا نړۍ دخدايي قوانینو په اساس روانه ده، په دې نړۍ کې مونږ دانسان په عمل کې اعجاز لټوو، ځکه چې قدر مقدر مونږ ته نه دې معلوم، او اختیار دعمل راکړل شوې دي، نو پکار ده چې هر عمل دهغه سبب ته حواله کړاي، او په مجموع کې بیا ټول اعمال، اقوال، او هر څیز دالله جل جلاله له ارادې پرته نه ترسره کیږي.
الله جل جلاله فرمايي: وکل شيء عنده بمقدار.
ژباړه: او هر څه دهغه په نیز په اندازه دې.
په بل آیت کې فرمايي: ولو شاء ربک لآمن من في الأرض کلهم جمیعا..
ژباړه: او که ستا درب اراده شوې واي نو ایمان به راوړۍ واي هغه څوک چې په ځمکه کې دي، ټولو.
په بل آیت کې فرمايي: وما تسقط من ورقة الا یعلمها.
ژباړه: او نه غورځیږې دونې څخه کومه پاڼه مګر چې دغه الله جل جلاله پر خبر دې.
دنیا کې دباطل او دحق جګړه یو كـَوْنِي سُنَّت دی، او دا لړۍ به همداسی دوام لري، او څنګه چې مونږ ته ددغه کوني سنت تفاصیل نه دي معلوم، او دهغی سربیره مونږ دعمل کولو اختیار راکړل شوې دې، او امر هم په عمل مونږ ته شوې دی، نو مونږ عمل کوو، او نتايج دخداي سره دي.
الله جل جلاله فرمايي: بل نقذف بالحق علی الباطل فیدمغه فاذا هو زاهق.
ژباړه: بلکه مونږ ویشتل کوو مونږ په حق سره په باطل باندی بیا دغه حق سر ماتوی دهغه باطل او محو کوي يي، پس ناڅاپه دا باطل هلاک او ورک کیږي.
او بالآخر مونږ دالله جل جلاله مخلوق يي دهغه هر رنګ تفضل په مونږ رحمت دې، او هر رنګ سزا ځمونږ لپاره عدل دې.
پیغمبر صلی الله علیه وسلم یو ورځ صحابه کرامو ته وویل: هر څه کیږي او شوې دي، ټول دالله جل جلاله په نیز ثبت دي نو هغوي وویل: آیا مونږ عمل پرینږدو، نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ: تاسو عمل وکړۍ، ستاسو هر یوکس لپاره هغه عمل اسان شوۍ او یا آسانیږي دکوم لپاره چې خداي پیدا کړې وي.
بله خبره داده: چې که چیرې دموسی علیه السلام غیاب له خپل قوم څخه دڅلویښت کالو پورې دهغوي دګمراهتیا سبب شو، نو نن سبا په ټوله ځمکه ټول مسلمانان ګمراه واي ځکه چې دختم نبوت څخه څوارلس کاله تیر شوي دي.
[quote:61420fee40="غوټۍ وربل"]
که دقلزم له سیند څخه موسې (ع) په هغسې زبردسته معجزه راتیر شوی وي او قوم یې دا او نورې ټولې معجرې د سر پّه سترګو ولیدې، نو بیا څنګه او ولې په نوموړو څلویښتو ورځو کې ګمرا ه کیدای او د سامیري سره تلای شول ؟ [/quote:61420fee40]
عجیبه خبره ده، دلته ملحد دیهودو له دې کار څخه تعجب کوي چې هغوي یوه لویه معجزه دبحر شکیدا ولیده، او بیا يي هم دخوسي عبادت وکړ، او له دې څخه تعجب نه کوي، چې دغه ملحد ټول بې شماره محسوس دلائل ویني، چې ټول دا ثابتوې چې دا کوني نظام له صدفې نه دې راغلې، او بیا هم ملحد دخپلو خواهشاتو مني، او له خداي څخه انکار کوي.
بله خبره داده، چې بني اسرائيلو دخداي سره کوم بل شریک نه وو نیولې، بلکه هغوي په دې کافر شو چې دخداي جل جلاله تمثیل يي دیوه خوسي په شکل سره وکړ، او ويي ویل: چې دا خوسۍ ددوي او دموسی هغه رب دې چې هغوي له فرعون څخه خلاص کړي دي.
[quote:61420fee40="غوټۍ وربل"]
٤ ـ که صحیفې حقیقت لري نو آسماني لیک به د لومړني او وروستني لیک په توګه موجود وای ،که صحیفې رښتیا په لیکلې شکل راغلې وي تر هیرو غلیف د مخه ولې اسماني لیکدود د صحیفو په شکل مروج نشو. آیا تر لیک لوست بله مهمه ښودنه شته ؟ هغه پیغمبران چې صحیفې یې لوستلې ټول باسواده وو نو په قوم کې یې څنګه دلیک لوست آثار او سلسله پاتې نشوه او بشر د لیک د ایجاد له ربړې سره مخ پاتې شو ؟؟؟ [/quote:61420fee40]
د خطونو په هکله وایم، چې په هغه وخت کې او تر هغه دمخه ابجدي خطوط هم موجود وو، چې تر هیروغلیفي خطونو ښکلې وو، او دا طبیعي خبره ده چې کتابونه په هغو خطو رانازل شي کوم چې بني اسرائيل پیژني، او په کوم چې هغوي لیکل کوي، پاته شوه دصحیفو دعدد خبره نو ضرور نه ده چې هر پیغمبر باندې صحيفي رانازلې شوې وي، لکه تاسو چې څرنګه ورته حساب نیولې دي، او په قرآن کریم خو یوآځې دیوه لاس دګوتو په شمیر پیغمبرانو ته اشاره شوې چې صحیفي ورکړل شوې دي، او څنګه چې دپیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه دمخکې هر قوم لپار ه خپل پیغمبر لیږل کیده، چې دهغوي رهنمايي به يي کوله، او ورپسي به بل پیغمبر راغۍ، نو په دغه متصل تسلسل کې به دومره صحیفو ته ضرورت نه لیدل کیده، خصوصا چې ددغو قومونو هدایات به دهغوي دزمن او مکان لپاره صالح وو، او که په دومره عدد صحيفي ورکړل شوې هم وي، نو تر اوسه دهغې دنه پاتیکیدو لپاره په سلهاوو أسباب وجود لري، چې ځینو ته يي په لومړې ځواب کې اشاره وشوه، او طبیعي خبره ده چې کاغذ او لوحه دډیر وخت دپاتیکیدا قوت هم نلري، او دا استنتاج بیخي غلط دې، چې کومې صحیفي چې قومونو ته راغلې دي، یواځي پیغمبر به پرې پوهیدو، او قوم په دغه خط نه پوهیده، او دلیل يي هم ډیر ضعیف دې، چې یواځې او یواځې دهیروغلیف په خطونو استدلال کوي، آیا ددې امکان نشته چې تر دې خط دمخکې ډیر نور خطونه هم وو، او صحيفي پر هغو خطونو لیکل شوې وې، او تر مونږه نه دې رارسیدلي، بلکه تاریخ دا لیکلې دي چې تر هیروغلیفي خطونو دمخه ابجدي خطونه موجود وو چې تر هیروغلیفي خطونو ښکلې او ښایسته وو، خو دا خبره عقل او منطق ښه مني چې یو کاغذ او لوحه دزرهاوو کلونو لپاره پاتید کیداي نشي، او بیا دداسی صحیفو لوحې چې داستمرار اسباب يي هم موجود نه وي، او یو له دغو اسبابو څخه چې دیوه دین دم شرعیت دې، چې دغه خاصیت یواځې داسلام دین لپاره الله جل جلاله ځانګړې کړ، ځکه خو يي دقرآن دساتنې تضمین کړې، او په طول دڅوارلس سوه کالو کې يي یو اندازه تغیير په کې هم نه دې راغلې.
انا نحن نزلنا الذکر وانا له لحافظون.
[quote:61420fee40="غوټۍ وربل"]
٥ ــ وایي چې د موسی (ع) ژبه نښتله، نو د فصیحو خبرو له پاره یې له خدایه وغوښتل چې ورور هارون (ع) ته یې هم د نبوت درجه ور په برخه کړي او له دۀ یره د یو مرستیال په توګه مرسته وکړي . پوښتنه داده چې : هغه ولې له خدابه د ژبې د رغیدو غوښتنه نه کوله او خدای (ج) څنګه دهارون پرځای دده د توتله ژبې علاج
نه کاوه ؟[/quote:61420fee40]
حاجت دموسی علیه السلام هارون علیه السلام ته دژبې دنښتنې لپاره نه وو، ځکه چې دموسی علیه السلام ټولې دعاګانې رب تعالی قبولې کړي، او هارون يي دهغه دمساعد په شکل هغه سره ولیږه، او دا دالله جل جلاله خوښه ده، حتی په یوه کورنۍ کې خداي جل جلاله په یوه وخت کې له دریو زیات پیغمبران رالیږلې، ابراهیم علیه السلام، اسحاق علیه السلام، اسماعیل علیه السلام، یعقوب علیه السلام، او ورپسې ټول پیغمبران دابراهیم علیه السلام اولاده ده، ځکه خو ورته ابو الأنبیاء ویل کیږي.
الله جل جلاله فرمايي: الله یصطفي من الملائکة رسلا ومن الناس.
ژباړه: الله جل جلاله غوره کوي یعني اختیاروي له ملائکو څخه رسولان او له خلکو څخه.
او هر کله چې یو ملحد له ما سره دقطعي، یقیني، کوني، او تجریبي دلائلو له مخی دخداي په وجود اقرار وکړې، نو دا باید ومني چې دپیغمبرانو اختیار دخداي جل جلاله کار دې، او اختیارول هم دهغه لاس کې، هیڅ یو شخص په خپل کوښښ او نابغتوب سره دپیغمبرۍ درجه نه شي ګټلې، او ددې دین دحقانیت یوه لويه علامه دا هم ده، چې دې دین دټولو تیر شووو پیغمبرانو تصدیق کړې، او هغوي هم ددین په پیغمبر بشارت ورکړې، هیڅ کله یو پیغمبر بل پیغمبر نه دې تکذیب کړې.
او بل دا سوال په یوه غلط اساس بنا دې، ځکه چې موسی علیه السلام له الله جل جلاله څخه وغوښتل چې:
رب اشرح لي صدري، ویسر لي أمري.
: وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِنْ لِسَانِي * يَفْقَهُوا قَوْلِي
وَاجْعَلْ لِي وَزِيرًا مِنْ أَهْلِي * هَارُونَ أَخِي * اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي * وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي
الله جل جلاله په جواب کې ویل: تعالى قَالَ قَدْ أُوتِيتَ سُؤْلَكَ يَا مُوسَى.
ژباړه: اۍ موسی ستا غوښتنې تا ته درکړل شوې.
او دا پوښتنه هم هغه دریمي پوښتنې ته ډیره ورته ده، چې هلته يي هم ځواب وشو.
[quote:61420fee40="غوټۍ وربل"]
٦ ــ داچې هارون (ع) تر موسی (ع) دمخه نشو پیغمبر کیدای، خو د هغه دمرستیال په توګه پیغمبر شو، دا ښیي چې سواځې د موسی (ع) غوندې یو ستر نابغه پیغمبر کولی شو چې اسماني کتاب پرې ز نارل شي لکه څنګه چې وروسته عیسی (ع) او محمد (ص) هم ستر نابغه کتاب لرونکي پیغمبران شول .
پوښتنه داده چې د نوابغو تر پیدا کیدو پورې د نوي اسماني کتاب نزول هم معطل پاتې کیده ، ددې اصلې وجه څه ده ؟ آیا اسماني کتاب له نبوغ پرته پر بل بیغمبر نشو نازیلیدای ؟ [/quote:61420fee40]
د ملحد دا پوښتنه په یوه غلط اساس بنا ده، ځکه له پوښتنې يي داسی ښکاريږي، چې نبې یو داسی نابغه ده چې هر څه يي له ځانه راوړې دي، نو باید سوالکوونکې یو وار خپل سوال تصحیح کړي،
دا بله دوهمه خبره يي هم په یوه غلط تصور بنا دې، چې وايي مخکې دنابغه ګانو له پیدا کیدنې به داسماني کتاب نازلیدل ځنډیدل، له دې جملې داسی ښکاري چې ګواکې خداي دیوه انسان دژوند ځاي او وخت په اړه هیڅ اختیار نلري، او هغه انتظار کوي تر څو چې دصدفي په ډول یو داسې کس پیدا شي چې هغه درسالت یا پیغمبرۍ لایق وي، او څنګه چې داسوال خطا دې، نو هیڅ معنا نه لري،
اصلا نابغیت او پیغمبري هیڅ تړاو سره نلري، که چیرې نابغیت پیغمبرۍ پورې څه تړاو لر لې، نو له دې څوارلس سوه کالو څخه وروسته خو ډیر نابغه ګان تیر شوي دي، ولې په دوي کوم یو پیغمبر نه وو، په اوسني عصر کې عصري علم ډیر ارتقا وکړله، نابغه ګان ښه زیات دي، ولې مونږ دهغوي دپيغمبرۍ آثار نه وینو؟؟؟
بله خبره داده لکه مخکې چې می وویل: دپیغمبر اختیار، دهغه دوخت، او ځاي اختیار الله جل جلاله کوي:
الله یصطفي من الملائکة رسلا ومن الناس.
[quote:61420fee40="غوټۍ وربل"]
٧ـــ کله چې له ۱۲۴۰۰۰ پیغمبرانو څخه یواځې پر څلورو پیغمبرانو کتابونه نازل شوي، نور ۱۲۳۹۹۶ ټول یې تر موسی (ع) دمخه تیر شوي. که په هریوه صحیفې نارل شوي وي نو دادومره صحیفې څه شوې ؟ که یواځې دریمه برخه یې صحیفې لرلې هم ډیرې دي ، دا ټولې ولې ورکې او په شفاهي ډول هم کومې ژوندۍ پاتې نشوې ، دا ولې ؟؟؟[/quote:61420fee40]
کاغذ له مینځه ځي، او دپیغمبرانو پیروانان بوتان نه جوړوي، چې آثار يي په زرګونه کلونه پاتې شي.
او عجیبه خبره خو داده، چې دغه ملحدین وايي: چې دانسان او دبیزو تر مینځ دزنځیر یوه کړۍ ورکه ده، او دا ورته یو عادي خبره ښکاري، سره له دې چې ځینو علماوو يي دا په ځینو کیندو کې دا هم لیدلي دي، چې دنن څخه یولکو شپیته زره کاله دمخه دیو انسان ډانچه هغوي ته لاس ته ورغلې، چې هو به هو نني انسان غوندې دی، خو سره له دې يي هم دبیزو له نسله بولي.
خو دا احمقان بیا دتاریخ په طوفانونو کې دیوه کاغذ ورکیدا نه مني، او ډیره دتعجب او حیرانتیا خبره ورته ښکاري، بلکه وايي: چې دا مستحیل دې.
په درنښت.
[quote:61420fee40="غوټۍ وربل"]
یو څوخپلې اصولي پوښتنې هم شته ، چې سوچه دیني پوښتنې دي خو که لومړی دا پورتنۍ ځواب شي نو د الحادیانو له شر او د شاګردانو له جنجال څخه به مې غوږونه په آرام شي ، بیا به خپلې پوښتنې هم وړاندی کړی شم .
په درنښت ![/quote:61420fee40]
[color=white:61420fee40]ګرانې ، او درنې خورې:
که چیرې داسلام په اړه دشبهاتو باره کې پوښتنې وي، نو همدې سرلیک لاندې مو پوښتنې وړاندې کړۍ، او که چیرې داسلامي مسایلو په اړه پوښتنې وي، نو نوې سرلیک ورته پرانیځۍ، او پاتې شوه ددرویش صاحب پوښتنه نو دهغې ځواب هم ستاسو دپوښتنو په ځوابونو کې شوې دې، نو خپل ځواب دې ولټوې، او تکرار ته ضرورت نه وینم، او تاسو هم کافي ځواب ورکړې دې.
په درنښت.[/color:61420fee40]
اور- بل
06.02.2008
محترم وهاج صافی صاحب له ځوابونو څخه مو ډیره مننه الله دې لجرونه او ثوابونه درکړي . تاسو لیکلئ چې
[quote:0b6edc56d7]دنن څخه یولکو شپیته زره کاله دمخه دیو انسان ډانچه هغوي ته لاس ته ورغلې، چې هو به هو نني انسان غوندې دی، خو سره له دې يي هم دبیزو له نسله بولي[/quote:0b6edc56d7]
۱ـ له ډانچې څخه مو مطلب د انسان سکلیټ دی ؟ که سکلیټ مطلب وي ددغې جالبې موندنې په اړه مو ټول مالومات وړاندې کړئ .
۲ـ بل داچې د خط ایجاد د عیسی (ع) له زېږیدو ۳۳۰۰ کاله د مخه صورت نیولی، که ميخی خط و که هیرو غلیف او که ابجدي ټول دغې دورې ته منسوب دي، که له ۳۳۰۰ قبل المیلاد نه هم مخکې د خط موجودیت کوم تاریخي سند تایید کړی وي که هغه صحیفه وي ، پر کاغذ وي که پر ډبره ، توري وي که د شکلونو او څیرو کښل او تاسو ته معلوم وي ، په ګوته یې کړئ ، ځکه د انسان پواسطه د خط ایجاد دا معنی لري چې لیک له اسمان نه دی راغلی او انسان پخپله ایجاد کړی، که د ایجاد دغه دلیل مات او داسماني لیک راتګ د صحیفې په شکل ثابت شي ، د پیغمبرانو سلسله (د لیکلو وحیو نزول )پرې آن د آدم (ع) پورې ثابتیږي ، ځکه د خط ایجاد د انسان پیداوار نه بلکې د اسماني منبع پورې تړاو نیسي او دغه منبع پرې ثابتیږي!
بیا نو د هر اسماني دین نزول هم ددې مستندې لړۍ اړینه کړۍ ګرځي .
د مخالفینو غټ دلیل همدا دی چې د خط له ایجاد نه د مخه هیڅ اسماني دین نښه نشته، کله چې انسان خط ایجادکړ پر دې وتوانیده چې پر عقیدوي ابداع لاس پورې کړي عقیدو ته شکل نظم او سیستم وروبخښي او ددین په شکل یې وړاندې کړي نو ځکه دیني کتابونه هم ممکن شول ، دوی وايي که نه نو ولې له دغو اسماني کتابونو حخه یو هم د خط له ایجاد نه مخکې نه نازلیدل ؟ دوی زیاتوي چې یا باید د خط ایجاد د انسان پواسطه رد او د صحیفو لیک ثابت شي اوکه انسان د لیک ابجاد ته اړتیا لرله او هغه یې په کالونو کالونو او قرنونو خواریو او کوښښونو وروسته ایجاد کړ بیا نو د لیکلو صحیفو وجود ترې د مخه ، نعوذ بالله ، د منلو وړ نه دی .
دغه راز کاغذ هم ډیر وزوسته جوړ شوی ، کاغذ څه چې د پاپیروس د ونې له پوټکو څخه د لیک له پاره کار اخیستل هم ډیر وروسته د خط له ایجاد څخه هم ډیر ورو سته منځته راغلی دی . خو پر ډبرو او ورته اجسامو لیکنې له منځه نځي .
نو دغسې مخالفینو ته مو د یوه تهاجمي ځواب موندلو په هیله موفقیت غواړم
والسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته !
شاکری
07.02.2008
ښاغلی وهاج صيب او درنو لوستونکو!
اسلام عليکم ورحمه الله وبرکاه
داچه دمسلمانو دپتمنی مور بی بی عايشی (رض ،عنها) په اړه دی دلايل وړاندی کړی يوه نړی مننه
اونور هم دخدای (ج) له درباره درته کاميابی غواړم .
دکفر دحيوانی ټولنی ترتاثير لاندی ګوډاګيان ځکه ځنی وخت پرمسلمانانو بی ځايه نيوکی کوی حتی دمحمدرسول الله (ص) او بی بی عايشی (رض) دمهربانی، ،شفقت او لوړوآدابو نه ډک ژوند چه دوی اوس په همدی حيوانيت کی عادت شوی ځکه نن دمسلمانو دعزت او پاکدامنی ژوند نشی زغملای .
که منکرين پدی فکر وی چه خدای (ج) مکړه د بی بی عايشی نکاح په کم سن کی ظلم بولی خوپرخدای قسم که خر هم داسی فکر ولری .
ځکه :
۱ يوداسی دخدای (ج) راليږلی بشر چه د ښځوژوندی خښول له ميځه وړی .
۲- دجبری زنا (چه اوس يی ښه مثال دامريکا په فوځ کی له ښځينه فوځيانو سره جبری زنا ) ده ،دفاحشو چه يوی ښځی سره به ډيرو خلکو زنا کوله اوځنی وخت به يی دسپيو په څير په همدی فاحيشی سره خوړل او داسی نور له مينځه وړی دهغه پرځای يواځی اسلامی نکاح مينځ ته راوړی .
۳- هغه بشر چه خپلو پيروانو ته فرمايی [ په تاسی کی تر ټولو غوره کس هغه دی چه اخلاق تر نورو ښه وی او غوره اخلاقوکس هغه دی چه له خپلی ښځی سره ښه چلن کوی .
۴- هغه بشر (ص) چه په سفرروان د خپلی بی بی اوښ يی نه ولاړيږی او ژاړی
دی (ص) دمهربانی له مخی هغه ته تسلی ورکوی او اوښکی يی پر خپل چادر پاکوی
۵- هغه بشر چه پرټول عمر کی يی هم پر کومه ميرمن يا نوکر د وهلو لاس نه دی پورته کړی .
زه به د محمدرسول الله کوم د مهربانی شيونه وليکم او دښځو لپاره يی چه څه وړاندی کوم حکمت او ښوالی وليکم اوپه همدی ځايی بس کوم .
غوټی خوری پخوا لدی چه ځواب درته وليکم
ښاغلی وهاج صيب ته دی ليکلی چه :
پدی اړه يو تهاجمی ځواب راکړی
هيله لرم چه تهاجمی ځواب لومړی واضح کړی بيا ځواب درکړو
انجنير حمدالله شاکری
يوه نيوکه ، يوه غوښتنه اوڅو پوښتنې!
Mohammad Hassan
07.02.2008
ښاغلی شاکری صاحب او نورو ټولو دوستانو ته سلام!
ماد ښاغلی شاکری ليکنه ولوسته او په اړه يې يوه نيوکه، يوه غوښتنه او څو پوښتنې لرم:
نيوکه مې داده چې کفری ټولنې ته حيوانی ټولنه ويل سمه او پر ځای خبره نه ده. کفری ټولنه هم د مسلمانانو له ټولو انتقادونو او بدبينيو سره/ سره يوه انسانی ټولنه ده. زما له نظره په راتلونکو ليکنو کې که دا په نظر کې ونيسی، بده به نه وی.
[quote:f48ab9736f]دکفر دحيوانی ټولنی...[/quote:f48ab9736f]
زه فکر کوم چې په دې به موږ او تاسې ټول يو نظر لرو، چې که کافران مسلمانان نه دی، حيوانان هم نه دی، بلکې سم او پوره انسانان دی. د کفر ټولنه هم حيوانی ټولنه نه ده، بلکې سمه انسانی ټولنه ده، چې د موږ او تاسې څخه يې دين، مذهب، رسم او رواج، قانون او مقررات، دژوند سطحه او ډول او داسې ډير نور فرق لری، خو دا يو هم د حيوانيت علامې نه دی. د موږ او تاسې نيکونه هم مخکې له دې چې مسلمانان شی، کافران ؤ، خو حيوانان نه ؤ.
غوښتنه مې داده چې تاسې ليکلی.[quote:f48ab9736f] هغه بشر چه خپلو پيروانو ته فرمايی [ په تاسی کی تر ټولو غوره کس هغه دی چه اخلاق تر نورو ښه وی او غوره اخلاقوکس هغه دی چه له خپلی ښځی سره ښه چلن کوی .[/quote:f48ab9736f]
که ددې خبرې په اړه مربوط حديث او يا کوم حکم که تاسې دلته له منبع او ترجمې سره صريح او په تفصيل ذکر کړی، ډير به ګټور وی.
دا حدیٍث او يا هر بل حکم او ارشاد که وی، دا خو زما له نظره خورا لوړه مرتبه لری. دا نه يوازې د ښځو په حقوقو پورې تړلی، بلکې دا د ټولنيزو احسنو اخلاقو يو ډير ستر معيار او مقياس هم را په ګوته کوی. نو چې داسې يو صريح حکم شته، بيانو ولې موږ خوله پټه نیولې او د مسلمانانو په هر کور کې د ښځو د وهلو، ټکولو، ځورولو ناظران يو او په اسلامی ټولنو کې د ښځو د حقوقو د تر پښو لاندې کېدو او د هغوی په وړاندې د تبعيض مخه نه شو نيولای؟
زه افسوس کوم چې تر اوسه پورې زموږ دينی عالمانو ولې له داسې صريح ارشاد څخه د ټولنې او کورنيو د اصلاح په لاره کې سمه ګټه نه ده پورته کړی او ولې يې دا په هرځای او هره غونډه کې نه دی تبليغ کړی.
دا د تعجب ځای دی، چې داسې يوه څرګند دينی نص ولې د يوه اسلامی هیواد په قوانينو کې نه دی ځای شوی.
پوښتې مې داسې دی چې:[quote:f48ab9736f] هغه بشر چه پرټول عمر کی يی هم پر کومه ميرمن يا نوکر د وهلو لاس نه دی پورته کړی[/quote:f48ab9736f]
ددې موضوع د ليکلو انګيزه له تاسې سره له کومه پيدا شوه ؟ دا خبره تاسې ته له کومه ځايه معلومه شوه او ددې د ثبوت له پاره ستاسې تاریخی او دينی اسناد څه دی؟
مطلب داچې تاسې دا ستره ادعا چې حضرت محمد (ص) نه د سولې او نه د جنګ په شرايطو کې، نه په عادی او نه د غضب او قهر په حالت کې په هيڅ ښځه او هيڅ نوکر لاس نه دی پورته کړی، څنګه ٍثابتولای شی؟
نو که دا موضوع همداسې وی، لکه چې تاسې ويلی دی، آيا دا نو په ټولو مسلمانانو سنت او يا واجب نه ده ګرځيدلې؟
نو که دا سنت او يا واجب وی، بيا نو ولې د ګيرې په کلولو او يا د نورو سنتو په پرې ښودلو دينی عالمان عکس العمل ښئی خو د ښځو او نوکرانو او زيردستانو د وهلو او ځورولو په وړاندې چپه خوله پاته دی؟ او هره ورځ او په هر کلی کور کې په رڼو سترګو ورته ګوری او زغمی يې.
خوښ او خوشحاله اوسې!
شاکری
07.02.2008
ګرانه محمد حسن خانه وروره سلامونه او نيکی هيلی می ومنی
له نيوکی دی يوه نړی مننه کوم .
په دی اړه چه کفری ټولنه حيوانی ټولنه نده او يوه انسانی ټولنه ده .
زه وايم چه اوس می هم عدل کړی دی او بايد ليکلی می وای چه تر حيوانی ټولنی هم بتره ټولنه ده .
ځکه ټولو حيواناتو ته د حيا د ځايونو دپټوالی لپاره خدای (ج) خاص دپردی او پټولو لپاره خاص شکلونه ورکړی دی چه څه ناڅه پټ دی ولی انسان دځان دپټولو په جامو سره مسوليت لری .
چه حد اقل دحيا ځايونه پټ کړی .
ولی په کفری نړی کی عادی افراد خو ياڅه چه دامريکی دخارجه چارو وزيره بی پردوګه ګرځی او نورو هيوادو ته سفرونه کوی .
د دومره لوی ملک دخارجه چارو وزيره چه دومره بی حيا شی نو آيا تر دی انسان نه حيوان ښه ندی .
هو واقعا چه انسان اشرف د مخلوقاتو دی ولی کله چه خپل رب (ج) ته تسليم شی او چه خپل رب ته تسليم نه شی او شيطان ته ځان تسليم کړی .
نوبيا حيوان ته جزا دعمل نشته او انسان به جزا دعمل وينی او ښکته کندو د اور ته ورځی .
دښځوسره د ښه سلوک په اړه د قرآن کريم او نبوی حديثونو تګ لاره په لاندی ډول ده .
قرآنکريم فرمايی :
َوعاَشِروهن بالمَعروفِ فَإِن كَرِهتموهنَّ فَعَسيأن تَكرَهو شَـــأًوُيَجعَلَ الله فِيهِ خَِراً كَثِراً (النسا سوره)
اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وی نو کيدای شی چی يو شی ستا خوښ نه وی خو خدای ج په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وی .
حديث شريف :
اَكمَلُ المُؤمِنِينَ اِيماَناً اَحسَنُهُم خُلُقاً وَخِياَرُكُم خِياركُم لِنسَآءِهِم (رواه ترمذي )
دايمان په اعتبارسره ستاسوکښی کامل ايمان والا هغه څوک دی چه دهغه اخلاق اوخوی ښه وی اوتاسی کی بهترين اوغوره هغه دی چه دخپلی ښځی سره يی سلوک ښه وی .
پدی اړه ډير احاديث نور هم راغلی دی .
دمحمد رسول الله دخپل اهل سره د ښه سلوک په اړه هم ډير احاديث راغلی دی
اوداخبره هم په حديث سره ثابته ده چه تر آخره عمره يي نه کومه بی بی او نه کوم نوکر وهلی دی
زه اوس په دفتر کی يم ان شآء الله پدی اړه به حديثونه هم تاسی ته وليکم
حمدالله شاکری
و.افغان
07.02.2008
[quote:b117fcf073="غوټۍ وربل"]
۱ـ له ډانچې څخه مو مطلب د انسان سکلیټ دی ؟ که سکلیټ مطلب وي ددغې جالبې موندنې په اړه مو ټول مالومات وړاندې کړئ .[/quote:b117fcf073]
هو درنې غوټۍ خورې، مطلب مې اسکلیټ دې، اګر که زه خپله دکیندې ایستونکو په ډیرو دروغو باور نه لرم، خوبیا به هم ددغو معلوماتو لپاره تاسی ته هغه لینک کیږدم، او دومره جالبه موندنه نه ده څومره چې تاسو ته ښکاره شوې.
پاتې شوه، ستاسو دپوښتنې ځواب، نو هغه په لاندنیو ټکو سره کوم:
لمړۍ ټکې: ځمونږ روان بحث دخداي جل جلاله دوجود او نه وجود سره هیڅ تعلق نه لري، په دی معنا چې دخداي وجود په قطعي، کوني، یقیني، او فطري دلائلو ثابت دې.
دوهم ټکۍ: ستاسو مخکینۍ خبره چې کم نه کم یو لک درویشت زره صحیفي به په پیغمبرانو نازلې شوې وي، بې بنسټه ده، ځکه چې هیڅ ضرور نه ده چې په هر پیغمبر دې صحیفي نازلې شي، او په قرآن کریم کې یواځې دابراهیم علیه السلام او موسی علیه السلام صحیفو ته اشاره شوې، ((صحف ابراهیم وموسی)).
که تاسو کوم دلیل لرۍ چې په هر پیغمبر صحیفه نازله شوي وي، نو مونږ ته يي وړاندې کړۍ.
دریم ټکې: کومې صحیفي چې په پیغمبرانو نازلې شوې دي، په کوم دلیل تاسی وایۍ چې هغه په ډبرینو تختو لیکل شوې دي، ستاسو دغه صغری قاعده غلطه ده، نو کبری او نتیجه مو خپله غلطه خیږي.
ولې آیا امکان نه لري چې دونو په پاڼو لیکل شوې وي، او دزمانې په حوادثو له مینځه تللې وي، په پاڼو لیکل داسلام تر عصره رواج وو، او دې کې هیڅ شک نشته.
هر پیغمبر خداي دخپل قوم په ژبه لیږلې دې تر څو هغوي يي په خبره پوه شي، او طبیعي خبره ده چې دهغه پیغمبر دصحیفي په خط به هم هغه خلک پوهیدل.
الله جل جلاله فرمايي: وما أرسلنا من رسول الا بلسان قومه لیبین لهم.
څلورم ټکۍ: که تاسو سره زه تنازلا ومنم، چې دغه ځیني صحیفي په ډبرینو تختو لیکل شوې وي، نو آیا ددغه ډبرینو تختو داتلاف کیدو لپاره ډیر اسباب نشته؟؟
بلې ډیر اسباب شته،
لومړۍ سبب: ټول پیغمبران په توحید کې یوې عقیدې ته دعوت کولو، خو دفقهې په مسائلو کې وخت په وخت په شرعي مسائلو کې تغییر راتللو، او دا سبب ددې کافې دې چې دهغه پیغمبر پیروانان په هغو صحیفو اهتمام ونه کړې.
دوهم سبب: دا امکان لري چې ددغه پیغمبر پیروانانو خپله دغه تیږې بیرته وروسته له نسخه کیدو توګلې وي.
دریم سبب: ملحدین چې ددې لويې دنیا او ددې محکم دقیق نظام له خداي څخه انکار کولاي شي، نو ولې دا نه شې منلې، چې دغه ځیني صحیفې دې په ځمکه کې ورکې شوې وي، ایا دطبیعي حوادثو له مخې امکان نلري چې دغه ډبرینې تختې هم له مینځه تللې وي، آتش فشان مثلا یو مثال دې.
پنځم ټکۍ: په دغو منطقو کې چې پیغمبران تیر شوې دي، آیا دامکان نه لري چې دغه ډبریني تختې تر اوسه په ځمکه کې پرتې وي، او دانسانانو لاس رسۍ ورته نه وي شوې، نو یوه څیز ته دانسان نه لاسرسۍ هیڅکله په دې دلالت نه کوې چې دغه شې وجود نه لري.
شپږم ټکې: په دغو منطقو کې چې پیغمبران تیر شوې، آیا تر اوسه کومې خاصې مؤسسې خپله دنده ګڼلې، چې دغه رنګ صحيفي پیدا کړي؟؟.
اووم ټکۍ: دا اویا کاله کیږي چې یهودو په کیندلو شروع کړې، او دسلیمان علیه السلام هیکل پسې ګرځې، او تر اوسه يي پیدا نه کړ، خو آیا دهغوي پوه علماء دا وايي چې دا هیکل وجود نه لري؟؟؟
اګر که پیدا يي هم کړې بیا هم دهغوي تاریخي حق په فلسطین کې نه ثابتوي.
اتم ټکۍ: آیا دا هم ممکنه نه ده، چې په پخوا عصر کې هم پیشرفته حضارتونه تیر شوې وي، چې دمصر اهرام يي یو مثال ګڼل کیږي.
نهم ټکۍ: داسلام په څوارلس سوه کلن تاریخ کې ډیر کتابونه نا درکه شوې دي، او په یقیني طور سره ثابت شوې چې دغه کتابونه لیکل شوې، خلکو لوستلې، او نقلونه يي ترې کړي، خو نن يي هیڅ څرک نه لیدل کیږي، نو آیا ددې امکان شته چې مونږ ددغه رنګ کتابونو څخه چورلټه انکار وکړو؟؟؟
لسم ټکۍ: کاغذ که وروسته راغلۍ او یا مخکې مهمه نه ده، ځکه چې دکاغذ وروسته راتلل په ماضې کې دخط په شتون، او نه شتون هیڅ دلالت نه کوي.
یوولسم ټکۍ: دحیرانتیا خبره داده، چې یو ملحد ددې لوې مستحکم نظام دخاوند څخه په اسانه انکار کولاي شې، او بیا د طبیعي حوادثو او نورو اسبابو په واسطه دځینې صحیفو ورکیدل نه مني.
دولسم ټکې: ستاسو دا خبره
[quote:b117fcf073="غوټۍ وربل"]
د مخالفینو غټ دلیل همدا دی چې د خط له ایجاد نه د مخه هیڅ اسماني دین نښه نشته، کله چې انسان خط ایجادکړ پر دې وتوانیده چې پر عقیدوي ابداع لاس پورې کړي عقیدو ته شکل نظم او سیستم وروبخښي او ددین په شکل یې وړاندې کړي نو ځکه دیني کتابونه هم ممکن شول ، دوی وايي که نه نو ولې له دغو اسماني کتابونو حخه یو هم د خط له ایجاد نه مخکې نه نازلیدل ؟ .[/quote:b117fcf073]
[color=white:b117fcf073]بې بنسټه ده، او تاسو خپله په دې خبره رد کړې، هغه داسې چې تاسو ویلې دي، چې خط دعیسی علیه السلام له زیږیدو 3300 کاله مخکې مینځه ته راغلې، نو که ستاسو دغه پورتنۍ خبره صحي وه، نو اوس ولې مونږ په لاسو کې دتوراة اصلي نسخه نه لرو، تاسو خپله ویلي چې دتوراة موجوده دنسخه دموسی علیه السلام له مرګ څخه پنځه سوه کاله وروسته لیکل شوې، او واضحه خبره ده چې موسی علیه السلام او فرعون له میلاد څه کم یونیم زر ۱۵۰۰ کاله مخکې تیر شوې دي، نودغه اتلس سوه ۱۸۰۰ کاله ددې لپاره ښه پوره کافې وو، چې اسرائيل هم خط زده کړي، او هم پرې خپل کتاب ولیکلي نو پکار دا وه چې هغه نسخه په دغه خط لیکل شوې واي، او تر مونږ رارسیدلې واي، ځکه چې تاسو ویلي دي: [/color:b117fcf073]
[quote:b117fcf073="غوټۍ وربل"]
کله چې انسان خط ایجادکړ پر دې وتوانیده چې پر عقیدوي ابداع لاس پورې کړي عقیدو ته شکل نظم او سیستم وروبخښي او ددین په شکل یې وړاندې کړي نو ځکه دیني کتابونه هم ممکن شول ،![/quote:b117fcf073]
[color=brown:b117fcf073]نو ستاسو یوه خبره دبلې سره متناقضه ده، او ستا په اصطلاح دمخالفینو غټ دلیل پرې تڅنوڅ کیږي.[/color:b117fcf073]
[color=white:b117fcf073]بلکه دائرة المعارف اليهودية "Judaica" باب Ramses II" کې د فرعون رمسیس ثانی په وفات کې راغلي دي چې فرعون په 1223 قبل الميلاد کې وفات شوې، او معلومه خبره ده چی موسی علیه السلام کم نه کم له فرعون څخه څلویښت کاله وروسته وفات شوې دې، چې څلویښت کاله يي سره له قومه په تیه کې تیر کړل، او بیا وفات شو،
نو آیا دغه دوه زره کاله ددې لپاره کافې نه دې چې بنو اسرائیلو دې خط یاد کړې وي، او توراة دې پرې لیکلې وي، خو بیا هم دتوراة اوسنۍ نسخه ستاسو په خبره دموسی علیه السلام له مرګ څخه پنځه سوه وروسته لیکل شوې ده.
نو دا تا چې ورته دمخالفینو ډیر غټ دلیل ویلې وو، تر ټولو ضعیف، کمزورې او بې بنسټه ثابت شو، بلکه تاریخ بیخي تڅنوڅ کړ.
غوټۍ خورې: د ملحدینو ټول دلائل دا رنګه وي، بې بنسټه وي، ډیر کوښښ کوي چې علمي رنګ ورکړي، خو دننه تش او پوچ وي.[/color:b117fcf073]
نو صحي خبره داده، چې دتوراة اصلي نسخه دموسی علیه السلام په وخت کې موجوده وه، خو دموسی علیه السلام څخه وروسته دهغه اتباعو په کې تقصیر وکړ، تحریف يي وکړ، څه يي ترې کم کړل، څه يي په کې اضافه کړل، او څه يي ترې پټ کړل، ځکه خو الله جل جلاله فرمايي:
((قل من أنزل الکتاب الذي جاء به موسی نورا وهدی للناس تجعلونه قراطیس تبدونها وتخفون کثیرا)).
ژباړه: ورته ووایه دې یهودو ته اۍ پیغمبره: چا نازل کړې هغه کتاب چې موسی راوړې دې، رڼا او هدایت دې دخلکو لپاره ، چې ګرځوۍ تاسی هغه پاڼه پاڼه، ښکاروۍ يي ( خلقو ته هغه څه چې ستاسو خوښه وي) او پټوې يي ډیرې ( ترې چې ستاسی نه وي خوښې لکه محمدي نعت).
نو غوټۍ خورې: فماذا بعد الحق الا الضلال.
له حق څخه وروسته پرته له ګمراهۍ بل څه دي، او ما چه درته څه بیان کړل، همدغه حق او حقیقت دې.
دغه ملحدینو په ځان منلې چې هیڅکله په غیبو ایمان رانه وړې، او هغه څه چې مؤمن او غیر مؤمن جدا کوي، هغه ایمان بالغیب دې، او سربیره پردې دوي دوته ډیر کرته حق هم معلومیږي خو بیا هم سترګې پټوي.
تر اوسه دغو دداروین بچو دا ویلې چې دانسان تریخي هغه جز دې چې دتطور په نتیجه کې نور ایکسپایر دې، او دايي دتطور دنتیجې لپاره لوي دلیل نیولو، خو نن دبیالوژې په اتفاق سره دا خبره کوې چې تریخې کې دومره فایدي دي چې هغوي يي تصور نشو کولاي، او ددې په شان مثالونه په سلهاووو دي، دا يي ځاي نه، زه به يي ان شاء الله دخپلې بلې موضوع لاندی راوړم.
په درنښت.
و.افغان
07.02.2008
[quote:6686f33ed3="شاکری"]ښاغلی وهاج صيب او درنو لوستونکو!
اسلام عليکم ورحمه الله وبرکاه
داچه دمسلمانو دپتمنی مور بی بی عايشی (رض ،عنها) په اړه دی دلايل وړاندی کړی يوه نړی مننه [/quote:6686f33ed3]
محترم اینجینر صاحب:
وعلیکم السلام ورحمة والله وبرکاته.
ستاسو څخه هم یو جهان مننه کوم، او هیله کوم چې آینده کې می هم ځانته پرینږدې، ځکه زه هم ستاسو غوندې په نورو مشغولتیاوو بوخت یم، نو ستاسی حضور ضروري بریښې، اوهمدارنګه ډیر مفید بریښي.
په ټولو روا او شرعي کارونو کې درته لوړ موفقیت غواړم.
Re: يوه نيوکه ، يوه غوښتنه اوڅو پوښتنې!
و.افغان
07.02.2008
[quote:d064a7dbbb="Mohammad Hassan"]ښاغلی شاکری صاحب او نورو ټولو دوستانو ته سلام!
ماد ښاغلی شاکری ليکنه ولوسته او په اړه يې يوه نيوکه، يوه غوښتنه او څو پوښتنې لرم:
نيوکه مې داده چې کفری ټولنې ته حيوانی ټولنه ويل سمه او پر ځای خبره نه ده. کفری ټولنه هم د مسلمانانو له ټولو انتقادونو او بدبينيو سره/ سره يوه انسانی ټولنه ده. زما له نظره په راتلونکو ليکنو کې که دا په نظر کې ونيسی، بده به نه وی.
غوښتنه مې داده چې تاسې ليکلی.[quote:d064a7dbbb] هغه بشر چه خپلو پيروانو ته فرمايی [ په تاسی کی تر ټولو غوره کس هغه دی چه اخلاق تر نورو ښه وی او غوره اخلاقوکس هغه دی چه له خپلی ښځی سره ښه چلن کوی .[/quote:d064a7dbbb]
که ددې خبرې په اړه مربوط حديث او يا کوم حکم که تاسې دلته له منبع او ترجمې سره صريح او په تفصيل ذکر کړی، ډير به ګټور وی.
دا حدیٍث او يا هر بل حکم او ارشاد که وی، دا خو زما له نظره خورا لوړه مرتبه لری. ![/quote:d064a7dbbb]
[color=white:d064a7dbbb]محمد حسنه ورورکه:
هیله کوم چې روانه موضوع ګډه وډه نه کړې، تاسی لومړۍ سرلیک ته ځیر شۍ، او بیا خپله پوښتنه مطرح کړۍ،
هیله ده چې موضوع بل طرف ته کش نه کړۍ، لکه څرنګه چې مو عادت دې، که دکوم حدیث او یا نظر شرحه غواړې نوې سر لیک ورته وټاکه، او هلته به ورونه ستاسو ځواب وکړي.
په هره موضوع کې مارکسیت ننباسل خو والله که خوند کوي.[/color:d064a7dbbb]
محترم اینجینر شاکري صاحب:
بخښنه غواړم، ځیني خلک په شعوري او یا غیر شعورې توګه غواړې چې موضوعګانې ګډ وډې کړي، سره له دې چې ټول افغان ورباندې دلیکلو کومه سختې نه ده راوستې کولاي شي چې تر نوو سرلیکونو لاندې خپلې موضوع ګانې طرحه کړي، خو دغه کار دهغوي عادت دې، لکه څرنګه چې ستاسی یوه مخکینۍ لیکنې یوې مخصوصی موضوع پورې اړه لرله، او ځینې دوستانو دمارکسیت تزکيي طرف ته کش کړه.
[color=blue:d064a7dbbb]دروند ورور ډاکټر وطنمل صاحب:
هر یوه لیکنه چې ځما ددې سرلیک سره ربط نه لري، نو هیله کوم چې وار له مخې يي ړنګه کړۍ، تاسو وګورۍ ځمونږ موضوع په څه روانه ده، او محمد حسن جان يي په کومه خوا بیايي.[/color:d064a7dbbb]
KHATHGAR
07.02.2008
د بحث محترمو ګډونونوالو السلام و عليکم و رحمه الله و برکاته!
و بعد:
لکه څرنګه چې وينو په وروستېو وختو کې د خبرو اترو( ليکنو) په لحن، څرنګوالي، شکل او د الفاظو او کلماتوپه غوره کولو کې ځينې ملګري (هغه هم د دوۍ په اند له اسلامي دريځ څخه په دفاع کې) د سالمې انټرنيټي مراودې له حدودو تېرۍ کوي او د عادي استدلال په عوض د رکيکو اوترخو لفظونو څخه کار اخلي ٠
زما په اند دغه راز ليکبڼه او( د افکارو د تبادلې په منظور !)مراوده له اسلامي نېکو اخلاقو سره په سخت ټکر کې دي او داسلامي نصوصوخلاف دي نو ځکه زمونږ سپېڅلي دين ته ئې له ګټې نه زېان او تاوان ډېر دۍ ٠ دا هغه څه دي چې زمونږ د مسلمانو وروڼو پام باېد ورته وګرځوو، هدف نشي کولاۍ د وسيلې( دانتخاب) سپيناوۍ وکړي، يعنې ، که مونږ و واېو چې ځه نو، هاغه دۍ پر څو کاپرو او لادينوکه تېرۍ کوم(په حاضر حال کې لفظي او کتبي) نو جهاد دۍ او ثواب به هم ګټم! دا بيخي ناسمه او د ا سلاميت خلاف روش دۍ اود اسلام له ارشاداتو او حقيقي پيغام څه چې بې شکه دحوصلې (tolerance) او نېکو اخلاقېاتومنبع ده، ښکاره سرغړونه ده ، ځکه نبي کريم (ص) په خپله ډېر حليم اخلاق لرل او دهغو ئې تل سپارښتنه هم کوله، نو که څوک له اسلامه د تعرض، هجوم، بريد او تيري تعبير لري دا به دهغو خپل تعبير وي خو اسلامي تعبير ورته بيا نشو ويلاۍ ، بلکه دې ته قهريت ،تشدد، افراطيت ، اورپکي او داسې نورنومونه کارېداۍ شي چې بالاخره انجام ئې بې منطقي او ان جګړه مارئ او ټروريزم ته رسېداۍ سي٠
دحقيقي اسلامي روش نمونه د پيغمبر (ص) له لاندې کيسې څخه تصور کېداۍ شي :
و ائي ېوه ورځ نبي (ص) له خپلې ماندينې بي بي عايشې (رض) سره په لاره کې روان ؤ،چې دهغه وخت د بني اسرائيلوله کوم ټبر څخه څو تنه يهودان چې ډېرله غضبه او دوښمنئ ډک وو په مخه ورغلل٠ له هغو څخه ېو تن دوۍ ته ووئېل :
[color=blue:21532654e1]السام علېکم![/color:21532654e1] ( توجه ؤکړئ السام يعنې مرګ ېا زهر دې پر تاسې وي، نه سلام!)
مبارک په ډېر ارامئ او خوددارئ ووئېل : [color=yellow:21532654e1]وعليکم![/color:21532654e1] (يعني پر تاسوهم)٠
پدې کې عائېشه (رض) په ډېرو ولولو او قهرشوه ځکه نوموړي يهود خونه داچې ېوازې دهغې مېړه ته بلکه نبي او د خداۍ پېغمبر ته سپکاوۍ ؤکړ نو سمدلاسه ئې هغو ته ځواب ورکړ :
[color=blue:21532654e1]السام عليکم و لعنکم الله و غضب علېکم ![/color:21532654e1]
(يعنې زهر ېا مرګ دې پر تاسو وي، او الله مو په لعنت او غضب کړه )
رسول الله (ص) په ډېر حلم او نرمئ بي بي ته مخ کړ او وئې فرماېل :
[color=yellow:21532654e1]ېا عائشه مهلا، علېکي بالرفق واياکي والعنف و الفحش[/color:21532654e1]
(اۍ عائشې، کراره شه، نرمه شه ا و پر تا باندې د ي چې نرمئ او حلم دې تل درسره وي، او ځان له ز مختئ ، او ستوغو( harshness) او دحدودو څخه له وتلو وساتې)
[color=blue:21532654e1]وقال ايضا ما کان الرفق في شيئا الا زانه و من تزع الرفق من شيئا الا شانه[/color:21532654e1]
(يعني هر هغه څه کې چې رفق (دنرمئ او ملګرتېا سلوک ) ورګډ شي
هغه ښکلۍ کوي او له هرڅه نه چې ووېستل شي هغه څيز بدرنګه اونا مطلوبه کيږي)
نو ګرانو دوستانو پکار دي چې له دغه امر څخه هم سر ونه غړوو!
په درنښت
و.افغان
07.02.2008
خټګر صاحب:
په خیر راغلې، سلامونه مې ومنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
وروره: ډیرې ښې خبرې دې کړې، او ځمونږ ټولو لپاره ضروري دي، خو هره خبره خپل ځاي لري، داخلاقو لپاره تاسو کولاي شۍ چې بیخي نوۍ سرلیک پرانیزۍ او ستاسو په شمول نور ورونه ورته ورده ورکړي، او یوه مستمره موضوع ترې جوړه کړي.
ځما ددې موضوع لاندې ددې موضوع څخه بهر نورو لیکنو ته اجازه نه ورکوم، اګر که ډیرې ښې لیکنې وي، اخلاقي وي او که غیره، او فکر کوم چې دا حق هم لرم، او په آینده کې لوستونکو لپاره هم ګټور تمامیږي چې دسرلیک څخه دسرلیک محتوا په آسانه وپیژني.
ستا دلیکنې په هکله نورې خبرې هم لرم، خو دخپلې موضوع له خاطره يي دلته نه مطرح کوم.
mehman
07.02.2008
دوستان عزیز سلام بر شما!
[quote:f9298ca4d3]ځما ددې موضوع لاندې ددې موضوع څخه بهر نورو لیکنو ته اجازه نه ورکوم، اګر که ډیرې ښې لیکنې وي، اخلاقي وي او که غیره، او فکر کوم چې دا حق هم لرم، او په آینده کې لوستونکو لپاره هم ګټور تمامیږي چې دسرلیک څخه دسرلیک محتوا په آسانه وپیژني. [/quote:f9298ca4d3]
برادر عزیز اقای وهاج صافی از نوشته های ضد و نقیض ، شیوۀ طرح مطالب و انتخاب الفاظ تان به کسانیکه با شما همنظر نیستند چنان استنباط میگردد که سن زیاد نداشته باشید. ضرور است تا فرهنگ مباحثه را بیاموزید !
شنیده باشید که شاعر زبان فارسی میگوید:
بسیار سفر باید کرد تا پخته شود خامی!
دوست عزیز، در صورتیکه شمااجازۀ ابراز نظر را به خوانندگان مطالب تان نمیدهید پس چرا میپرسید:
اقتباس
ځما ګرانو وروڼو:
[color=blue:f9298ca4d3]زه له دې ملحدینو، لادینیانو، مسیحیانو، او یهودو څخه سوال کوم، او هغه دا چې ، آیا تاسو سره یو دلیل شته چې دا ثابته کړې چې عائشة رضي الله عنها په هغه نهه کلنۍ عمر یا څه دپاسه نهو کالو عمر کې بلوغ ته نه وه رسیدلې؟؟؟؟ [/color:f9298ca4d3]
وباز برای ثبوت ادعای خود مینویسید:
[quote:f9298ca4d3]نو اوس لوستونکۍ کولاي شي چې پوه شي، کله چې خولة رضي الله عنها نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته دعائشې نوم وړاندې کولو، نو دهغې دا عقیده وه چې دغه دواړې ښځې دنبې کریم صلی الله علیه وسلم سره مناسبې دي، آو کولاي شي هغه خالیګاه ډکه کړي کومه چې دخدیجی رضي الله عنها مرګ پریښې وه.
دغه وخت کې عائشة رضي الله عنها باکره وه، او سوده کنډه وه، او عمر يي هم ډیر وو، مخکې يي یو میړه هم کړې وو، نو دخولې رضي الله عنها دغه مجرده طرحه ددې ښوودنه کوي، چې هغه په دې پوهیدله چې دواړه جینکۍ دښځې کولو لپاره ښې جوړي دي، او ددی معنا دا هم ده چې دعائشې رضي الله تعالی عنها دجسم نمو، او پوخووالې دا له ورایه ښکاره کوله چې انوثت او پیغلتوب يي کامل دې، او لږ تر لږه خولة رضي الله عنها دا خبره ښه حس کړې وه، ځکه چې هغه پوهیدله چې سړي له ښځي څه غواړي، نو هغه څه چې غواړي باید په جلکۍ کې هغه موجود وي.
دغه وخت کې په عائشه رضي الله عنها باندې له نبې کریم صلی الله علیه وسلم څخه پرته بل صحابي هم جرګه کوله، چې دهغه صحابي نوم دې جبیر بن المطعم، خو کله چې دعائشې رضي الله عنها مور دپیغمبر صلی الله علیه وسلم له جرګې خبره شوه، ډیره خوښې يي څرګنده کړه، او جبیر بن المطعم صحابي يي فورا قاطع ځواب کړ.
که دپیغمبر صلی الله علیه وسلم جرګه نه واي، نو هغوي به دغه جلکۍ هغه صحابي ته ورکوله، ځکه نو ام رومان خپل میړه ابو بکر رضي الله عنهما ته وویل: ګوره ستا لور الله جل جلاله دجبیر له لیارې بچه کړه، نو نبې کریم صلی الله علیه وسلم ته يي ورکړه، چې له خیر او برکت څخه بهرمنده شي.
ګورۍ وروڼو: یوه مور پوهیږي چې کله دخپلې لور لپاره واده کول وغواړي، مور په خپلې لور دپوخوالې او بلوغ ته درسیدلو علامي تر نور هر چا ښې ویني، او هم يي پیژني.
مور په خپله لور کې دانوثت انقلاب درک کولاي شي، نو ډیر پیرزو او او آرزو يي شي چې دلور واده وویني، او هغې ورځي لپاره په ډیر شوق خپلې شپې ورځي سبا کوي، هره مور غواړي چې دخپلې لور لپاره دسعادت مصدر وي، او دکورني ژوند اساساتو څخه يي خبره کړي، او په ډیره خوشالۍ يي نوې کورته رخصت کړي. [/quote:f9298ca4d3]
این چه ثبوت شد !!! میدانید قصۀ شما شبیه توضیح مصادره به مطلوب است !
اگر این ادعا را میکنید باید دلایل علمی سیر تکامل انسان را ارائه دهید که نشان دهد نژاد انسانها درطول 1400 سال چنان تغیر ناگهانی نموده است که دختر 1400 سال پیش در سن 9 سالگی آمادۀ جماع بود و دختر 9 سالۀ امروز هنوز طفل است و جماع به آن در تمام جوامع امروزی جرم است؟؟؟
[quote:f9298ca4d3]یونیسیف وايي، چې [color=blue:f9298ca4d3]وختي واده[/color:f9298ca4d3] درې بدۍ لري:
دتعلیم نه کاملیدل.
وختي حمل اخیستنه.
میړه په ښځې ظلم کوي، او زبردستي ورسره کوي، [/quote:f9298ca4d3]
با کمال پوزش باید عرض شود که به مفهوم جملات فوق نفهمیده اید! مقصد از ازدواج قبل از وقت ، ازدواج اطفال 9 ساله نیست!
با تقدیم حرمت
و.افغان
08.02.2008
[quote:ab6e34c8f7="mehman"]دوستان عزیز سلام بر شما!
[quote:ab6e34c8f7]ځما ددې موضوع لاندې ددې موضوع څخه بهر نورو لیکنو ته اجازه نه ورکوم، اګر که ډیرې ښې لیکنې وي، اخلاقي وي او که غیره، او فکر کوم چې دا حق هم لرم، او په آینده کې لوستونکو لپاره هم ګټور تمامیږي چې دسرلیک څخه دسرلیک محتوا په آسانه وپیژني. [/quote:ab6e34c8f7]
برادر عزیز اقای وهاج صافی از نوشته های ضد و نقیض ، شیوۀ طرح مطالب و انتخاب الفاظ تان به کسانیکه با شما همنظر نیستند چنان استنباط میگردد که سن زیاد نداشته باشید. ضرور است تا فرهنگ مباحثه را بیاموزید !
شنیده باشید که شاعر زبان فارسی میگوید:
بسیار سفر باید کرد تا پخته شود خامی!
دوست عزیز، در صورتیکه شمااجازۀ ابراز نظر را به خوانندگان مطالب تان نمیدهید پس چرا میپرسید:
اقتباس
ځما ګرانو وروڼو:
[color=blue:ab6e34c8f7]زه له دې ملحدینو، لادینیانو، مسیحیانو، او یهودو څخه سوال کوم، او هغه دا چې ، آیا تاسو سره یو دلیل شته چې دا ثابته کړې چې عائشة رضي الله عنها په هغه نهه کلنۍ عمر یا څه دپاسه نهو کالو عمر کې بلوغ ته نه وه رسیدلې؟؟؟؟ [/color:ab6e34c8f7]
[/quote:ab6e34c8f7]
ګوره مهمان صاحب: بل ته نصحیت کوې او خپله پرې عمل نه کوي، له ماسره دموضوعي بحث او عیني تنقید اجازه لري او بس، خبره د سن دې پوری هیڅ اړه نه لري، او دا خبره خپله ستا یوه کمزوري ښکاره کوي.
بله دا چې دوسته: ځان په خبره پوهوه، ما چې پورتنۍ خبره کړې هغه مې چا ته کړې؟؟؟ او څنګه مې کړې؟؟
دغه خبره ما هغه چا ته کړې چې غواړي موضوع ګډه وډه کړي او بل طرف ته يي کش کړي، خو که څوک ما سره په موضوع کې بحث کوي نو أهلا وسهلا به.
لومړۍ ما دا موضوع دګټور بحث فورمونو کې ددې په خاطر ولیکله چې ځیني کسان پرې په نورو فورمونو کې سخیف تعلیقات ونه کړي، بیرته مې داسلام خوني ته راوړه، پدې خاطر چې کیداي شي ځیني محترم وروڼه په اړونده موضوع کې ښه معلومات ولري او ددی موضوع لاندی يي مطرح کړي، او مباحثه پرې هم وشي.
[quote:ab6e34c8f7="mehman"]
این چه ثبوت شد !!! میدانید قصۀ شما شبیه توضیح مصادره به مطلوب است !
اگر این ادعا را میکنید باید دلایل علمی سیر تکامل انسان را ارائه دهید که نشان دهد نژاد انسانها درطول 1400 سال چنان تغیر ناگهانی نموده است که دختر 1400 سال پیش در سن 9 سالگی آمادۀ جماع بود و دختر 9 سالۀ امروز هنوز طفل است و جماع به آن در تمام جوامع امروزی جرم است؟؟؟ [/quote:ab6e34c8f7]
ګوره مهمانه دوسته:
که مسلمان يي نو مسلمان دایمان راوړلو وروسته دالله جل جلاله او درسول اکرم صلی الله علیه وسلم ټولو احکاماتو ته غاړه ږدي، او ورته تسلیمیږي، او اسلام معنا هم دالله احکامو ته غاړه ایښودل دي.
که یهودي او یا نصراني وي، نو دا پوښتم: چې ولې دتیرو دریالس سوه کالو په اوږدو ولې یهودو، نصاراوو، او دپیغمبر صلی الله علیه وسلم سر سخته دښمنانو دغه پوښتنه نه کوله؟؟
ځکه چې په هغه وخت کې دانجونو واده کول له ۹ - ۱۲ کلنۍ په عمر رواج وو.
ځکه خو ددین دښمنانو داسلامي تاریخ په اوږدو کې دا اعتراض نه دې کړې.
بله دا چې ما په مخکینۍ لیکنه کې تاته ډیر تاریخي روایات رانقل کړې، چې په دې دلالت کوي چې عائشة رضي الله عنها په هغه وخت کې بلوغ ته رسیدلې وه، او حتي په نن زمانه کې هم په ډیرو ځایونو کې لس کلنۍ جلکۍ بچۍ راوړې، کومه چې خبره دکوروالې ده، نو هغه بیله خبره ده، یو دخول او خلوت وي، او بل کوروالي وي سره فرق لري، دکوروالي لفظ په هیڅ روایت کې نه دې راغلې، په دې معنا که دعائشي رضي الله عنها سن د واده په وخت مثلا یا فرضا دکوروالي مناسب نه وو، نو داسي دلیل نشته چې کوروالې دی ورسره شوې وي.
بله دا خبره چې تا ځما په مخکینۍ لیکنه کې ذکر شوي روایات بې ثبوته ګڼلې، نو تاته زه دا وایم، که فرضا زه ووایم، چې ستا دا اعتراض بیخي بې بنسټه دې، ځکه چې دنهو کلو روایات نشته، نو ته بیا ددې اعتراض لپاره څه دلیل لري؟؟ آيا کوم مستند کتاب لري؟؟ نه هیڅکله ؟؟
ضرور به اسلامي حديثي کتابونو ته دمصدر په توګه اشاره کوې، نو چې په دې قضیه کې ته داسلامي حدیثي مصادرو روایت مني، نو باید دعائشي رضي الله عنها دواده په اړه هغه نور روایات هم ومني، او که دیک بام او دوهو قیصه ترې جوړوي، نو دا ددې ښودنه کوي چې زړه دې مریض دې، له روایتونو هغه روایت اخلي چې ستا مریض زړه يي خوښوي، او نور روایتونه غورځوي.
مهمانه دوسته: که چیرې ملحد يي، نو ملحد هیڅ حق نه لري چې په حقوقي یا اخلاقي موضوګانو وغږیږي، ځکه چې حقوقي او اخلاقي موضوعګانې میتافزیکي موضوعګانې دي، او ملحد یواځې ماده پیژني، ځیني ملحدین یواځې داسی روایات دخپلو مریضو زړونو دتنفس لپاره یو لاره جوړوي، او غواړې چې ددین څخه لیرې ځوانان پرې بد راه کړي، او په خپله لاره يي روان کړي.
دحقوقو او اخلاقو باره کې ما بله لیکنه کړې چې لینک يي تاسو ته ږدم:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=25575#25575
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=25378#25378
لوستونکي کولاي شي: چې دعائشي رضي الله عنها باره کې ځما مخکینۍ لیکنه په لاندیني لینک کې وګوري:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=25390#25390
اور- بل
08.02.2008
محترم شاکري صیب ، محترم وهاج صافي صسب او درنو لوستونکو ته سلام !
شاکزي صیب لیکي
[quote:fa5b36f8c9]پخوا لدی چه ځواب درته وليکم ښاغلی وهاج صيب ته دی ليکلی چه :
پدی اړه يو تهاجمی ځواب راکړی .هيله لرم چه تهاجمی ځواب لومړی واضح کړی بيا ځواب درکړو [/quote:fa5b36f8c9]
وروره وهاج صیب بر حقه لیکلي چې د اسلام په اړه هجومي لیکنې وکړس نه یواځې دفاعي،او ما په بورتنۍ غوشتنه دا خبره تایید کړې ده . بل کوم هدف نه لري !
رابشو دې ته چې د خط د ایجاد نیټّه له میلاد څخه ۳۳۰۰ ښودل شوې، تاریخ ښودلې او د ښونځی درسونو کې مونږ او تاسو ټولو لوستلي هم دي ، خو کله چې انسان خط ایجاد کړی و او له هغه وروسته لیکل شوي اسماني کتابونه لکه تورات او نور نازل شوئ دي، ددې حقیقت سره د خط له ایجاد نه پخوا د صحیفو نزول په لیکل شوي بڼه متضاد دی، ځکه چې صحيفو خط منځته راوړی نو بیا انسان خط نه دی ایجاد کړی بلکې خط لا پخوا د نورو پیغمبرانو پّه وخت کې موجود و چې له موسی او ابراهیم (ع) څخه مخکې او د ۳۳۰۰ ق م څخه هم پخوا پرې صحیفې نازل شوې وې ! یعنې د خط ښونه اسماني ده نه د انسان خپله ایجاد ګري !
ددې حقیقت د ثبوت له پاره هڅه د هر مسلمان دنده بولم، خو که صحیفې یواځې پر ابراهیم او موسی علیهم السلام نازل شوې وي لکه وهاج صیب چې وايي، نو بیا د ا هیله له خاورو سره خاورې ده چې د خط ښونه دې اسمانې او لا لرغونې وي نه د انسان خپله اختراع ! په دې واسطه نو د خط له ایجاد نه مخکې صحیفې هم نه وې چې انسان ترې خط زده کړی وي، ځکه چې ابراهیم (ع) هم د خط له ایجاد نه وروسته د نمرود یا بابل د برده دارۍ نظام په وخت کې ژوند کړی ، کله چې خط وختي ایجاد شوی و .بیا نو له آدم نه تر ابراهیم (ع) پورې د پیغمبرانو په اړه له تورات څخه [color=white:fa5b36f8c9]لرغونی [/color:fa5b36f8c9]سند هډو شته نه او یواځې شفاهي اقوال پاتې وي . آیا همداسې ده ؟؟؟
هو ، داسې بریښي چې ډیر نقلونه شته چې په قران ثابت شوي نه دي لکه د ۱۲۴ زره پیغمبرانو د نزول ادعا ، چې ددغې شمیزې رښتبنوالی معلوم نه دی، په نامه یواځې ۲۶ پیغمبران په قران کریم کې ذکر شوي او دغه راز صحیفې هم یواځې د ابراهیم او موسې (علیهم السلام) په اړه پ قران کې ذکر شوي اود ادم (ع) په برخهکې هم صرف د کلماتو د تلقا بادونه شوې چې حتمي نه ده د د لیکل شوې صحیفې معنی ولري .
نو داچې د انسان په واسطه د خط له ایجاد نه وروسته صحف او کتابونه نازل شوي، ثابتوي چې د انسان په واسطه دخط ایجاد د دین له پلوه هم څومره لوی نعمت او د الله تعالی ځومره لوی رحمت دی او بس !
و.افغان
08.02.2008
[quote:40705c6433="غوټۍ وربل"]
رابشو دې ته چې د خط د ایجاد نیټّه له میلاد څخه ۳۳۰۰ ښودل شوې، تاریخ ښودلې او د ښونځی درسونو کې مونږ او تاسو ټولو لوستلي هم دي ، خو کله چې انسان خط ایجاد کړی و او له هغه وروسته لیکل شوي اسماني کتابونه لکه تورات او نور نازل شوئ دي، ددې حقیقت سره د خط له ایجاد نه پخوا د صحیفو نزول په لیکل شوي بڼه متضاد دی، ځکه چې صحيفو خط منځته راوړی نو بیا انسان خط نه دی ایجاد کړی بلکې خط لا پخوا د نورو پیغمبرانو پّه وخت کې موجود و چې له موسی او ابراهیم (ع) څخه مخکې او د ۳۳۰۰ ق م څخه هم پخوا پرې صحیفې نازل شوې وې ! یعنې د خط ښونه اسماني ده نه د انسان خپله ایجاد ګري !
ددې حقیقت د ثبوت له پاره هڅه د هر مسلمان دنده بولم، خو که صحیفې یواځې پر ابراهیم او موسی علیهم السلام نازل شوې وي لکه وهاج صیب چې وايي، نو بیا د ا هیله له خاورو سره خاورې ده چې د خط ښونه دې اسمانې او لا لرغونې وي نه د انسان خپله اختراع ! په دې واسطه نو د خط له ایجاد نه مخکې صحیفې هم نه وې چې انسان ترې خط زده کړی وي، ځکه چې ابراهیم (ع) هم د خط له ایجاد نه وروسته د نمرود یا بابل د برده دارۍ نظام په وخت کې ژوند کړی ، کله چې خط وختي ایجاد شوی و .بیا نو له آدم نه تر ابراهیم (ع) پورې د پیغمبرانو په اړه له تورات څخه لرغونی سند هډو شته نه او یواځې شفاهي اقوال پاتې وي . آبا همداسې ده ؟؟؟ [/quote:40705c6433]
غوټۍ خورې: بیا په خیر راغلۍ،
دخبرو اړول ما ته مزه نه راکوي، هیله کوم چې هسې پوه شې څنګه چې ما لیکلي وي.
ما چې تاته لیکلې وو چې په قرآن کې یواځي دابراهیم علیه السلام او دموسی علیه السلام صحیفو ته اشاره شوې،
دا ستا دهغه خبرې په ځواب کې چې تاسو وهمي حدس وهلې وو چې کم نه کم په یو لکو درویشت زره صحيفي به رانازلې شوي وي، هغه څه شوې؟؟؟
نو ما په ځواب کې درته وویل، چې لومړۍ ستا دتصور غلط دې، هیڅ حقیقت نه لري، پاتې شوه دا خبره چې آیا په نورو پیغمبرانو صحیفې نازلې شوي دي، او که نه ؟؟ الله جل جلاله خبر دۍ.
زه يي پرته له دلیل څخه نه اثبات کولاي شم، او نه نفي.
او دهیڅ مسلمان دا دنده نه ده، چې دخپل دین لپاره ددروغو هڅه وکړي.
ځمونږ دین دهیچا دروغو ته هیڅ ډول ضرورت نه لري.
ستاسو دډیرو پوښتنو ما ځوابونه وکړل، تاسو پرې هیڅ تبصره ونه کړه، ولې؟؟
که چیرته ستاسو دغه پورتنۍ خبره صحي وي، نو موسی علیه السلام علیه السلام دخط له ایجاد څخه دوه زره کاله وروسته راغلۍ، نو اوس دهغه دتوارة اصلي نسخه ولې مونږ په لاسو کې نه لرو؟؟ دا سوال تا له ما څخه کړې وو، اوس تاته متوجه کیږي؟؟ ولې اوسنۍ نسخه لکه تاسو چې ویلي دي، دموسی علیه السلام له مرګ څخه پنځه سوه کاله وروسته لیکل شوې؟؟
پکار خو دا وه چې هماغه بني اسرائیلو له خط څخه استفاده کړي واي، او تورات يي پرې لیکلاي واي،
او که ستاسو په آند ۲۰۰۰ دوه زره کاله دخط دیادولو لپاره کافي نه دي؟؟؟؟
او که بیخي مو زړه دې چې له میلاده څخه دولس سوه کاله مخکې دموسی علیه السلام له راتګ څخه منکر شۍ؟؟؟؟
ماتاسو ته ددغو محتملو صحیفو او دموسی علیه السلام دتورات دلومړیو نسخو ورکیدنه دډیرو اسبابو نتیجه وګڼله، او ډیر په تفصیل مې درته مخکینۍ لیکنه کې لیکلي، چې ددغه اسبابو سره دلرغوني مرغوني نسخې پاته کیدل مستحیل او قریب من المستحیل ثابتیږي، او دا يي لینک دې:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=25565&sid=562dd49a8c0aabfc69b2a4dc2d28b11d#25565
او بله دا خبره چې دا دقیق تاریخ چا لیکلۍ چې خط له نن څخه ۳۳۰۰ کاله مخکې ایجاد شوې دي، دا هم ما ته ضرور دداروینیانو تشه پوچه دعوی ښکاري او له تا څخه يي ثبوت غواړم؟؟؟؟
او که فرضا یا تصورا چیرته په قطعي ډول دا ثابته شي، چې دابراهیم علیه السلام څخه مخکې صحيفي نه دې نازلې شوې، او له ابراهیم علیه السلام څخه مخکې خط مینځ ته راغۍ، او بیا تورات او نور کتابونه مینځ ته راغلل، نو دا خبره هم هیڅکله یو دلیل نشي ګڼل کیدلاي چې څوک ووايي، دا ادیان حقیقت نه لري، او دغو ادیانو دخط له ایجاد څخه وروسته ددیني کتابونو په لیکلو کې استفاده وکړه،
هو په دی حال کې یواځې دومره ویلاي شي، چې مثلا دغه نوې اختراع هغوي ددین څخه داستفادې لپاره وکاروله،
لیکن په هیڅ حال او په هیڅ صورت، نه عقلا او نه منطقا احتمال واردولاي شي، چې ادیان باطل دي.
[quote:40705c6433]د نمرود یا بابل د [color=blue:40705c6433]برده دارۍ[/color:40705c6433] نظام په وخت کې ژوند کړی ،[/quote:40705c6433]
[color=white:40705c6433]په یوې اسلامي موضوع کې می دکمیونستي اصطلاحاتو استعمالول نه خوښیږي.[/color:40705c6433]
په درنښت.
آب را ديده، موزه کشيده!
Mohammad Hassan
09.02.2008
ګران وهاج صافی ، انجينر شکرالله، غوټی وربل، خټګر ، درويش او ددې بحث
نورو ليکونکو او لوستونکو ته د زړه له تله احترام او سلامونه!
تاسو ټول ددې شاهدان ياست چې ښاغلی انجينر شاکری تر همدې عنوان لاندې يوه
ليکنه کړی ، چې هغه لا تر اوسه همدلته موجوده ده. ما پر هغې ليکنه يو انتقاد،
يوه ِغوښتنه او څو پوښتنې وليکلې، چې ښاغلی شاکری زما انتقاد ونه مانه،
هغه يې بيرته تر هغه شديد رد کړ، غوښتنې ته مې يې سم ځواب راکړ، خو د
پوښتنو د ځواب له وعدې سره ـ سره مې د هغو د ځوابونو پوروړی پاته دی او زه
په دې فکر يم چې کله چې نوموړی وخت ومومی او اسنادو ته يې لاس ورسی، نو
د هغو پوښتنو ځوابونه به هم راته وليکی. دا د بحث معموله طريقه ده!
زه فکر کوم چې دا يوه روا او معمولی خبره ده، چې څوک د بل چا څخه د هغې د
ليکنې په اړه توضيح وغواړی، هغه انتقاد کړی او يا د هغو په باره کې خپل
سوالونه مطرح کړی. همدا د بحث مفهوم دی او له همدې څخه بحث راپورته کيږی .
دا بايد له ياده ونه باسو چې دا د بحث فورم دی، او هر څوک چې هر څه دلته
مطرح کوی، هغه د بحث په خاطر او د بحث له پاره مطرح کيږی، نه د تشو
تبليغاتو، د نورو د سپکاوی، خپلو د نظر مخالفينو ته د ښکنځلو يا د سياسی ،
دينی او مذهبی درسونو او داسې نورو په منظور!
هغه د دری يو متل دی چې «آب را ديده موزه کشيده» ، هر څوک بايد وګوری چې
چېرته څه وکړی. آيا د بحث پرځای کې خپل يوطرفه تبليغات وکړی؟ خپلې سترګې
پټې کړی او خوله وا زه کړی، نو چې هر څه مخې ته ورغلل او هر څه يې په ژبه
راغلل، هغه ووايی؟ نه د ځان په سپکه بند شی، نه د نورو همکيشه او هم عقيده
کسانو په سپکاوی چُرت خراب کړی او نه هم د خپل نظر او عقيدې د مخالفانو
انسانی حرمت او مدنی حقوق په نظر کې ولری.
زما په نظر دا کار د بحث په فورم کې يوازې سوچه جاهل، بې پروا، خودخواه،
کبرجن او يازورور کسان کوی. هغه څوک چې يو څه عقل لری، د بحث په کلتور
بلد وی، د متقابل لوری سره د خبرو اترو په رواج پوهيږی، هغه داسې سرتمبګۍ،
لجاجت، پخپل سر منډې او بې ځايه خيز وهلو ته زړه نه شی ښه کولای.
په بحث کې د خپلو هغو نورو د نظر د مخالفينو سپکاوی، چې په بحث کې شامل
نه وی، تر هرڅه د مخه پخپله د شخص سپکاوی دی. دا به څومره بد کاروی، چې
زه له وهاج سره بحث لرم، او ښکنځلې ، بد او رد ويل، اتهام او منفی تبليغات
بيا کوم بل کس، بلې ډلې او يا کوم بل ګروپ ته کوم، چې هغه زموږ په بحث کې
هيڅ شامل نه دی. زما په نظر خو دا ډير سپک او بد کار دی، دا کار زه نه کوم.
چې خبره ډيره اوږده نه شی، اصل مطلب مې دادی چې زما او انجينر شاکری ترمنځ
بحث لا خلاص شوی نه ؤ، خو کوم مشکل هم نه ؤ، خو زه نه پوهيږم چې ښاغلی
وهاج ولې ځان ته د مداخلې او قضاوت حق ورکړ او لومړی يې ښاغلی شاکری د
خپل معاون او مرستيال په حيث ځان ته وټاکه چې ورته ويې ليکل:
[quote:3227fcdefe]ستاسو څخه هم یو جهان مننه کوم، او هیله کوم چې آینده کې می هم ځانته
پرینږدې، ځکه زه هم ستاسو غوندې په نورو مشغولتیاوو بوخت یم، نو ستاسی
حضور ضروري بریښې، اوهمدارنګه ډیر مفید بریښي. [/quote:3227fcdefe]
ښاغلی شاکری خو د هغه کليوالی اخلاقو او درانه کرکټر له رويه چې لری يې، ځان
غلی ونيو،(ښایی چې زما د سوالو د ځوابو د معطلۍ علت هم د ښاغلی وهاج
همدا ليکنه شوی وی.) خو زه به له ښاغلی وهاج څخه دا پوښتنه وکړم چې ته
څوک يې، او له کومه ځايه دا صلاحيت او واک لرې چې د ټولو مسلمانانو پر
وکالت ليکنې وکړی او هغه هم داسې ليکنې چې نه يوازې خپله، بلکې د ټولو
مسلمانانو لمنې به سر ور اړوې.
دوهم داچې تاسې له ښاغلی شاکری څخه څه بهتری او تفوق لری؟ چې هغه ستا
معاون شی، او تا تنها پرينږدی. د تاسې او د ښاغلی شاکری ترمنځ ډير فرق دی.
که ښاغلی شاکری دې ته حاضر شی، چې تاسې له دې عصبی مزاج او دې بحرانی
روحيې او له دې ګډو وډو افکارو سره د خپل مرستيال او معاون په حيث ومنی،
تاسې بايد د خدای شکر ادا او څو رکعته نفل لمونځ هم وکړی. تاته دا ډیره لوړه
خبره ده چې ښاغلی شاکری ته د خپل معاون او مرستيال په سترګه وګوری.
زه په دې کار نه لرم، چې غوټی وربل په څومره ستر احترام او تواضع سره خپل
سوالونه طرحه کړی او تاسې په څومره غرور او بې پروايی لکه يوې کوچنۍ نجلۍ
ته داسې ورته ځوابونه ليکلی، ځکه چې زه د ستاسې په بحث کې شامل نه يم.
ولې زما په شان به ډير نور کسان هم د تاسې دواړو له ليکنو د تاسې د علمی
سويې او پوهې په اړه خپل برداشتونه لری.
داچې ښاغلی شاکری له تاسې څخه نه، بلکې له غوټۍ څخه دا پوښتنه کړی چې:
[quote:3227fcdefe]غوټی خوری پخوا لدی چه ځواب درته وليکم
...هيله لرم چه تهاجمی ځواب لومړی واضح کړی بيا ځواب درکړو [/quote:3227fcdefe] دا د
هغه د حيا او پوره ادب څرګندونه ده او که نه دا سوال خو موږ ټول پوهيږو چې
تاسې ته متوجه دی او تر اوسه پورې يې سم ځواب هم نه دی موندلی.
تر همدې عنوان لاندې ښاغلی انجينر شاکری پخپله اوږده ليکنه کې ليکلی چې
[quote:3227fcdefe]دکفر دحيوانی ټولنی ترتاثير لاندی ...
۳- هغه بشر چه خپلو پيروانو ته فرمايی [ په تاسی کی تر ټولو غوره کس هغه دی
چه اخلاق تر نورو ښه وی او غوره اخلاقوکس هغه دی چه له خپلی ښځی سره ښه چلن کوی ...
۵- هغه بشر چه پرټول عمر کی يی هم پر کومه ميرمن يا نوکر د وهلو لاس نه دی
پورته کړی ....[/quote:3227fcdefe]
د همدغو موضوعاتو په هکله د هغه تر ليکنه لاندې ما خپل نظر، غوښتنه او
پوښتنه طرحه کړی دی. آيا دا کوم غلط کار شوی؟ زه خو يې لا تر اوسه هم سم
بولم. خو تاسو بيا داسې ليکلی چې:
[quote:3227fcdefe]محمد حسنه ورورکه:
هیله کوم چې روانه موضوع ګډه وډه نه کړې، تاسی لومړۍ سرلیک ته ځیر شۍ،
او بیا خپله پوښتنه مطرح کړۍ،
هیله ده چې موضوع بل طرف ته کش نه کړۍ، لکه څرنګه چې مو عادت دې، که
دکوم حدیث او یا نظر شرحه غواړې نوې سر لیک ورته وټاکه، او هلته به ورونه
ستاسو ځواب وکړي.
په هره موضوع کې مارکسیت ننباسل خو والله که خوند کوي. [/quote:3227fcdefe]
زه نو کوم سرليک ته ځيرشم؟ په سرليک کې خو بل چا ليکنه کړی او مايې د
ليکنی په اړه د موضوع مطابق توضیحات غوښتی. او که داسې نه ده؟ تا بيا له
هغو څخه د خپل معاونيت غوښتنه کړی او ماته وايی چې سر ليک ته ځير شم!!!
ته داسې يو مثال راکولای شی، چې کله ما په کوم ځای کې موضوع بلې خواته
کش کړی وی؟
هو زه ځينې وخت د هغو کسانو له لوری چې ته پخپله ورته شاباسونه ورکوی،
مجبور شوی يم چې د هغو له خوا د طرحه کړو سوالو ځواب د هغوی د احترام او د
بحث د منوال د مراعات په خاطر وليکم. دې خبرې ته د پام نيسه !!!
د خپل ناوړه عادت اتهام د په نورو مه وهه!!
دا د نو بيا عجبه خبره کړې چې د خرو د خندا ده، چې « که دکوم حدیث او یا نظر
شرحه غواړې نوې سر لیک ورته وټاکه، او هلته به ورونه ستاسو ځواب وکړي.»
ولې، ضرورت څه ده چې د هر حديث د توضيح له پاره نوی سرليک وټاکم؟ ولې
مستقيما په روان بحث کې تر موجود عنوان لاندې يې توضيح ستاسې له نظره څه
شرعی موانع لری؟ او که فکر کوی چې ستاسې له خوا وړاندې شوې عنوانونه
ستاسې شخصی ملکيت او له تعرض او مباحثې مصئون دی؟ که داسې وی،
بيایې د بحث په فورم کې ليکل خورا ستره کم عقلی ده!!!
دا خبره ده سمه او پر ځای ده چې «په هره موضوع کې مارکسیت ننباسل خو والله
که خوند کوي.» زه به وايم چې نه تنها چې خوند نه کوی، معقول کار هم نه دی!
خو تاسې ويلای شی، چې په دې انتقاد،غوښتنه او پوښتنه کې چیرته ستاسې له
نظره «مارکسيت» ورداخل دی؟ او که نه هرڅه چې ستا په نظر جوړ نه وی، نو
فکر کوی چې هغه «مارکسيت» دی؟
نو که ته چېرې،ستا پخپله اصطلاح «مارکسيت» هم نه پېژنې او د بحث معمولی
کلتور هم نه منې، نو بيا د د ځان په هکله پخپله قضاوت وکړه!
دا غوښتنه او ليکنه چې د تاسې د حقوقی پوهې او مطبوعاتی درک ښکارندويه
ده، د چنګښو د خندا ده، چې هيڅ د بحث او تبصرې وړ نه ده، خو پخپله ورباندې
فکر وکړه او بل ځلې داسې ليکنه لطفا مه کوه:
[quote:3227fcdefe]دروند ورور ډاکټر وطنمل صاحب:
هر یوه لیکنه چې ځما ددې سرلیک سره ربط نه لري، نو هیله کوم چې وار له مخې
يي ړنګه کړۍ، تاسو وګورۍ ځمونږ موضوع په څه روانه ده، او محمد حسن جان
يي په کومه خوا بیايي.[/quote:3227fcdefe]
آخری خبره: زه خو ولله که پوه شوی وم، چې دا موضوع زه کومې خواته بيايم، خو
اوس خو ته راسره مرسته وکړه او راته ووايه چې کومې خواته يې بيایم؟
روغ او خوښ اوسې!
Re: آب را ديده، موزه کشيده!
و.افغان
09.02.2008
ختمه شوه,
دښاغلي محمد حسن دلیکنې ځواب می ددغه لینک لاندې ورکړې:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=25601#25601
اور- بل
09.02.2008
محترم ورور وهاج صاحب بیا په خیر راغلۍ او مننه
دخبرو اړول ما ته هم مزه نه راکوي، هیله کوم چې هسې پوه شې څنګه چې ما لیکلي وي :
ما هم د تورات دوهمه نسخه د موسی (ع) څخه ۵۰۰ کاله وروسته لیکلو ته ددې له پاره ګوته نیولې وه چې د اصلي نخسې په پرتله په کې يهودیانو لاسوهنه کړې ، همدغه خبره تاسو هم تایید کړې او په قران کې هم ذکر شته . نه پوهیږن چې له دې څخه تاسو ولې بله اخیستنه کړې او نور څه مو په کې انګیرلي دي . ښکاره ده چې د همدې بدلون له پاره یې دوهمه نسخه ليکله او لومړۍ یې پټوله . دغه راز عیسوئ کلیسا هم انجیل دوه درې سوه کاله وروسته له عیسی(ع) څخه ولیکه او په خپله خوښه یې ډیر څه ترې وغورځول .
په يهودو کې د لیک زدکړه آن د تورات د نزول په وخت کې موجوده وه که نه تورات به ورته ولې لیکلی راتۀ ،د لیک د زدکړې پوښتنه صرف د خط له انساني ایجاد څخه مخکې مطرح وه او صرف د پوښتنې په ډول او تاسو هم خپل ځواب سم پرې ورکړی چې والله اعلم او بس !
بو بل وراپوهاوی دا هم دی چې لاندې جمله :
[color=white:cca404646c](( د نمرود یا بابل د برده دارۍ نظام په وخت کې ...)) [/color:cca404646c]
مو کمونستي جمله بللې ده ، حال داچې دا یوه نګه تاریخي جمله ده ،ځکه نمرود او فرعون ولې او څنګه دومره قدرت درلود(؟) د کوم رژيم پادشاهان وو(؟) چې یوه ابراهیم او بل موسی علیهم السلام تعذیب کړل او بیا یې له وطنه وشړل ؟
آیا د بابل ښار او برجونه او د مٌصر اهرامونه د مریانو د کار او زیار او د ژوند په قربانیو نه دي جوړ شوي، آیا دا تاریخي حقایق نه دی ، صرف د کمونستانو ښکرور اختراعات دي ؟
تاریخ یوه فکتی پوهنه ده ، که کمونستان او ملا یان پرې اعتراف وکړي او که ترې منکر شي ، ارزښت یې کمیدای نه خو ډېریدای شي !
او تاریخ خو لا دا هم درته ویلی . چې تاسوته د معلومو صحیفو او اسماني کتابونو
لیک هم د ټولو لیکنو په څېر د خط د هغه ایجاد پایلې او برکت دی چې په همدغه تاریخي دوره کې [color=white:cca404646c]د مریانو په مټ نورو انسانانو[/color:cca404646c] رامنځته کړی و .
له هڅو نه مو ډيره مننه ! والسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته !
و.افغان
09.02.2008
[quote:2f31e8a697="غوټۍ وربل"]
[color=white:2f31e8a697](( د نمرود یا بابل د برده دارۍ نظام په وخت کې ...)) [/color:2f31e8a697]
مو کمونستي جمله بللې ده ، ![/quote:2f31e8a697]
درنې خورې، په خیر راغلې:
مخکې مې هم درته لیکلې وو، چې ما ته دخبرو اړول مزه نه راکوي، دلته تاسو ددوهم ځل لپاره ځما خبره اړولې، او یا مو ترې غلط مفهوم اخیستلې.
ما جملې ته کمیونستي جمله نه ده ویلې، بلکه یوې اصطلاح ته کمیونستې اصطلاح ویلي، او ددی په خاطر چې په خبرو کې التباس را مینځ ته نه شي، نو هغه وخت مې د ((برده دارۍ )))) کلمې ته اسمانې رنګې رنګ ورکړی وو.
انسان کولاي شي چې ددې کلمې پر ځاي نور کلمات استعمال کړي، مثلا دعبودیت نظام، دظلم نظام، دغلامۍ او بندګۍ نظام یا دوره او داسې نور.
خورکۍ: زه ځکه دکمیونستي اصطلاحاتو بد وړم، چې کمیونستانو په ښکاره دټولنیز عدالت شعارونه پورته کړي وو، خلکو ته يي دکور کالي ډوډۍ وعدې ورکولې، خو هغوي په خپل تاریخ کې څه وکړل؟؟؟ یواځې په پنځه ویشت کلونو کې يي شپږ ویشت ملیونه مسلمانان له مینځه یوړل، او ځانته ځمونږ په ښکلي وطن کې دوه ملیونه افغانان شهیدان کړل ........... خبرې اوږديږي نور څه نه لیکم، ځکه له موضوع څخه بهر کیږي، دلته زه ځما دیوې لنډې لیکنې لینک کیږدم:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=25383&sid=c4f27a3cceea30cba63787d3bdcb9d8f#25383
نو درنې خورې: خبره دې تاریخي درسره منم يي، قرآن او حديث يي هم په هغه دوره کې دنمرودي او فرعوني ظلمونو تصدیق کوي.
اعتراض ځما یواځي په اصطلاح وو، چې سبب يي ما تاسو پورته بیان کړو.
په درنښت.
خوشاله اوسې.
ع کريم حليمي
10.02.2008
درنو او مکرمو وړونو او مکرمي غوټۍ وربل
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
ستاسو خوږ بحث ډير په مزه لولم ،
او د ګران قاري صاحب (استاد وهاج ساپي) جوابي ليکني مي ډيري خوښي
سولې ، نو اجازه راګړی چه يوه کوچنۍ پوله مزرع کم ، که له حصول څخه
ئې د دماغ له پاره ډوډۍ پيدا سوه ښه ، او که څه نه ترې پخېدل نو خبر مي
کۍ ، چه بيا ئې داسي کښت ونه کړم
ګراني خورکۍ ليکلي چه ;
((هو ، داسې بریښي چې ډیر نقلونه شته چې په قران ثابت شوي نه دي لکه د ۱۲۴ زره پیغمبرانو د نزول ادعا ، چې ددغې شمیزې رښتبنوالی معلوم نه دی، په نامه یواځې ۲۶ پیغمبران په قران کریم کې ذکر شوي او دغه راز صحیفې هم یواځې د ابراهیم او موسې (علیهم السلام) په اړه پ قران کې ذکر شوي اود ادم (ع) په برخهکې هم صرف د کلماتو د تلقا بادونه شوې چې حتمي نه ده د د لیکل شوې صحیفې معنی ولري .
نو داچې د انسان په واسطه د خط له ایجاد نه وروسته صحف او کتابونه نازل شوي، ثابتوي چې د انسان په واسطه دخط ایجاد د دین له پلوه هم څومره لوی نعمت او د الله تعالی ځومره لوی رحمت دی او بس !))
ګراني خور ! په قران سره ثابته ده چه هر قوم ته نبي راغلی وو ،
او نه داچه پر محمد صلی الله عيله وسلم باندي رسالت ختم سو بلکي
نبوت هم ختم سو ،
نو دا يوه ښکاره خبره ده چه پر مځکه ١٢٤٠٠٠ زيات او کم پکښې
قومونه تېر سوي ، نو په مسند کښي د الإمام أحمد بن حنبل, أحمد بن حنبل أبو عبدالله الشيباني راغلي چه ١٢٤٠٠٠ زيات او کم نبيان يا انبيا راغلي
هو ! چين ته نبي ،چاپان ته هند ته ، روس ته ، ترک ته، افغانه ته،
سور پوستو ته ، مکسيکنانو ته ،٠٠٠٠٠ هر قوم ته نبي راغلی وو ،
د هر قوم په کلتور کښي د خدای نوم سته او اخلاق ليدل کيږي
او اخلاق سماوي دي نه تغير کيږي ، هو ! لاسونه چه څوک کوي
هغه په سماوي قانون کښي کوي ، طورات تر هغه وخته صحيحی ساتل سوی
وو ، کله چه زموږ خوږ نبي راغلۍ ، نو لاس وهنه په کي شروع سوه
او بيا هم مبارک په يهودو ته ويل چه راوړي طورات څو واره ئې يهود
ته خجالت ور اړولی د دوي په طورات ، د سنګسار او داسي نورو قانوني
ايتونو ٠
او داچه نن ورځ خلک د بوتانو عبادت کوي د هيڅ قوم په کتاب کښي دا ليکلي
نسته چه د بت عبادت وکړي ، داسي پېښه سي لکه عيسايانو ته چه ور پېښه
ده ، چه په چرچ کښي ئې د عيسا مجسمه ځرولې
او راځو خط او کتابت ته ، نو په چين کښي داسي کتاب سته چه د پسرلي
په مياشت او کال 722 BCE - 481 BCE کښي ليکل شوی
دغه د نن ورځي د الفابت په شکل ، نه مېخي خط او نه رسامي ده
او مهيمه خبره دا ده چه دا تاريخي اسناد ساتل ډېر نوی کار دی ، حتی زر
کاله دمخه هم خلکو تاريخي شيان نه پېږندل او نه ئې ساتل ، يوازي ډبرين
اسناد او اثار ساتل کېدل نه چه هغو غوښته چه وېساتي بلکه پخپله داسي
پېښېدل چه زموږ تر عصره پاته سي ، او داسي ډبري هم سته چه منرالونه
ضعيفه سي او تر ٢٠٠٠ ورسته خاوري سوي وي
تاسو ته ولي عجيبه ښکار چه دا صحفې ولي او څرنګه ورکي دي ،
زمونږ ملک ٥٠٠٠ کاله تاريخ لري ، او ليکلي شئ نه لرو ، داولي ؟
مرحوم علامه حبيبي صاحب پټه خزانه ښکاره کړه ، او بعضي خلک وايي
چه د علامه په خپله ليکلې ده
تاسو ليکلي ((د تلقا بادونه شوې )) هو ! ښونه ورته وسوه چه په څه الفاظو
سره بخښنه و غواړي ،
يوه ورځي مکرم کوشان ويلي وه چه دوه ښکره او سکندر او دا او ها وؤ ها
او ويل ئې مطالعه مي وکړه ، او داسي هاسي
نو فکرکوم چه دا لينک ته ئې غوږ نيولی وو
http://www.youtube.com/watch?v=_gySpczTFcw
نو ها د هوتک خبره مي په زړه ده خاګينه
په درنښت