د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

انجنير حمدالل
11.12.2007

انجنير حمدالله شاکری
ګرانو لوستونکو !
اول خودابايد واضح کړو چه دغه دبحث فورم نړيوال دی که يواځی دپښتنو وروڼو لپاره دی ؟
که يواځی دپښتنو وروڼو لپاره وی نوپښتانه خو ديوه اسلامی هيواد اوسيدونکی او مسلمانان دی
نوبياخو بحث بايد داسلام په چوکات کی يواځی ديوی موضوع لپاره دنور ښه وضاحت لپاره هر څوک کولای شی آزاده ولی داسلامی دلايلو په چوکات کی تبصيره وکړی .
داسی نه چه يوه مسلمان ليکی اسلام يوه غوره دين ، کامل دی ،دټول بشر لپاره دين او پدی اړه يی ښه دلايل هم وړاندی کړی وی ،.خويو بل کس بيا ديوه منکرپشان عمل کوی چه نه دغه دين کامل ندی ،دايواځی عربی دين دی او داسی نور .
که ځنی وروڼه دانظر لری چی په دکی هرڅوک برخه اخيستلای شی کافروی که مسلمان نوبيا دايوعمومی بحث شو بايد مقابل لوری خپل دين وښی چی زه دفلانی دين پيرو يم .
نومونږبه هم دهغه لپاره دهغه دين مطابق ډير نرم اسلامی او ساينسی دلايل وړاندی کوو ترڅو دخدای (ج) په فضل دهغه زړه نرم اود اسلام حقانيت ته تسليم شی .
خوداسی نه چه ځان مسلمان بولم ولی بيا داسی شيان هم ليکم چی ټول له قرآن سره ټکر دی .
داډيره عميقه موضوع ده چی څوک وايی الغياذ بالله قرآن کی لاس وهنه شوی دی ځکه داسلام همدا ژوندی معجوزه ده چه د قيامت تر ورځی هم له تحريف او لاس وهنی پاک وی که څوک پدی عقيده وی يا دنورو اسلام دوښمنو درامی دتصديق وړ بولی نو واضح ده چی د قرآنکريم له دغه آيت څخه منکر دی مرتد شوی دی (‌‌انَّانَحنُ نَزلنَاالذِكَرَ وَانََّا لهُ لَحفِظُونَ ) الله نازل کړی دی او الله به يی ساتنه کوی او هيڅ څوک به هم ددی تحريف نشی کولای . پدی اړه کوشان ليکلی :
نو عرب غير له دې چې په خپله د اسلام قوانينو ته وفادار پاتې نشول او په نورو هيوادو يې يرغل وکړ ، په قران کې يې هم ډيره لاس وهنه کړې و د خدای کلام يې د خپل سياسي او اقتصادي ګټو د پاره استعمال کړی دی . له دې کبله خو ځنی داند خاوندان پدی باور دي چې قران سل په سلو کې د خدای کلام ندی او ډيره لاس وهنه پکې شوې ده
اسلام دټول بشريت لپاره راليږل شوی دی لکه چی قرآنکريم يی تصديق کوی (وَمَاهُوَاِلاَّ ذِكرٌ لِّلعلَمِين )
اوحال داچه ندی (قرآن) مګر پند دی دټولو عالميانو لره ، نوکه څوک ددی آيت شريف څخه منکر شی اويا هم دکوشان په څير ووايی يا دنورو منکرينو خبره او عقيده تصديق کړی لکه چی کوشان ليکلی :
او دا چې ځنې د اند خاوندان په دې باور دي چې اسلام د ټول بشريت د پاره نه يواځې د اعرابو د پاره لېږل شوی دی ، د تصديق وړ خبره ده
داچی اسلام هيڅ نواقص هم نلری يو کامل دين دی ځکه چی يو الهی دين دی خو که څوک ددی الهی دين له کاملوالی منکر شی او ددی ستر آسمانی دين پروړاندی يو خودساخته او ګيډبيان دين لکه دبودا دين ته ترجه او لوړاوی ورکړی لکه کوشان چی ليکلی :
خو بودا بې له دې چې يوه توره يې په لاس اخستې وي ، بوديزم يې په نړۍ کې خپور کړ
نو اوس دلته کوم کلام کې ډير خدايانه حکمت موجود دی ؟؟
هغه کلام کې چې د تورې په زور خپور شوی او يا هغه کلام کې چې بې له تورې او د منطق په زور خپور شوی دی
نوتاسی دی ته څه حکم ورکولای شی ؟
کوشان د اسلامی پوهانو اوټولو مسلمانانو ته په سپکاوی سره په ډير سپين سترګی او بی ادبی ليکی
تاسي کولی شئ چې په دې هکله د ابن بتوطه او که ابن بطوته او يا هر بلا چې دی ، تاريخ يې ولولئ
عامومسلمانانوته په سپکاوی سره ليکی
يواځې هغه خلګ د اسلام نه دفاع کوي چې يا په اسلام باور لري او يا دا چې بيسواده او د جهالت په يوه معينه درجه کې ژوند کوي.
کوشان دشپاړسولکو بی ګناه مسلمانانو (چی له خپلی خاوری ،دين ،ناموس)
نه يی د لنن دګوډاګی اشتيراکی نظام پروړاندی مبارزه کوله ،دقاتلانودتشويق لپاره ستردرواغ ليکی :
شايد چې په لويديځواله نړۍ کی تر سلو زرو خلک اسلام ته مخه کړي وي ، خو يواځې په افغانستان کې تر درې مليونو ډير کمونستان وو چې اسلامي دولت او ټولنه يې نغوښتله
پداسی حال چی خپله کمونستيان د دوی دسور انقلاب پروخت کی اعلان کوی چی زمونږ شميره (۵۰۰۰۰)پنځسوزروته رسيږی
په آخر کی يو ځلی بيا پرټولو مسلمانانو غږ کوم چه دمرتد شوی کوشان پروړاندی داسلامی شعايرو څخه د دفاغ په لاره کی خپله ناره پورته کړی
دکابل پوهنتون دمحصلينو پخوانی روحانی مشر انجنير حمدالله شاکری


mehman
11.12.2007

دوستان عزیز شامل بحث سلام بر شما !
[quote:12297ceecd]اول خودابايد واضح کړو چه دغه د[color=green:12297ceecd]بحث [/color:12297ceecd]فورم نړيوال دی که يواځی دپښتنو وروڼو لپاره دی ؟
که يواځی دپښتنو وروڼو لپاره وی نوپښتانه خو ديوه اسلامی هيواد اوسيدونکی او مسلمانان دی
نوبياخو [color=green:12297ceecd]بحث [/color:12297ceecd]بايد داسلام په چوکات کی يواځی ديوی موضوع لپاره دنور ښه وضاحت لپاره هر څوک کولای شی آزاده ولی داسلامی دلايلو په چوکات کی تبصيره وکړی . [/quote:12297ceecd]
اگر چنین باشد که همۀ شرکت کنندگان بحث هم نظر باشند پس بالای چه چیز بحث مینمائید؟ وقتیکه کسی در مورد دین اسلام حق سؤال را نداشته باشد بدون اینکه متهم به این وآن شود پس درآنصورت مثلیکه در مساجد مروج است که همه به موعظۀ ملا امام گوش فرا میدهند، درین فوروم هم باید آنرا رواج دهیم.

دوستان عزیز!
همه میدانند که در جهان غیر از اسلام ادیان بسیار دیگری وجود دارند، مثل مسیحیت، یهودیت، بودیسم، هندوئیسم و ... غیره . اگر پدر و مادر شما مسلمان بوده اند، شما تنها بصورت تصادفی یک مسلمان بدنیا آمده اید نه از روی عقیده،یعنی اگر در کشوری دیگر بدنیا می آمدید رنگ محیط آن کشور را به خود میگرفتید، مثلا اگر در کشوری با جمعیت مسیحی و از پدر و مادر مسیحی زاده میشدید احتمالاً اکنون مسیحی میبودید. دیده میشود که ما اکثراً کور کورانه و بدون تعقل دنباله رو والدین خود هستیم که کار درست نیست. اگر دنباله روی میکنیم باید خود را قناعت بدهیم . اگر اجازۀ سوال کردن را در بارۀ دین نداشته باشیم پس چطور خود را قناعت بدهیم ؟

[color=white:12297ceecd]در واقع حتی اسلام نیز نظری منفی نسبت به این روش دارد، یعنی مشرکان به پیامبر اسلام میگفتند که همه اجداد ما به آیین ما بودند و پیامبر استدلال آنها را رد میکرد و از آنها میخواست که دنبالرو عقاید پدر مادرشان نباشند، یعنی رنگ از اجتماع و پدر مادر و شرایط جغرافیایی خود نگیرندو به اسلام رو آورند.[/color:12297ceecd]

ما باید صادقانه از خود بپرسیم که تا کدام حد به دین قبول کردۀ ما اسلام آشنائی داریم؟ کسانی که کم و بیش از دین اسلام آگاهی دارند از ایشان باید پرسید که آیا این آگاهی را تنها با خواندن کتابهای دینی اسلامی کسب نموده اند؟ ویا از مادر و پدر وعمه و خاله حقایق را را جع به معجزات و حقانیت دین اسلام دریافت کرده اید؟ آیا قرآن را تابحال به زبان خود خوانده اید؟ یا تنها قسمتهایی از آنرا آنهم به عربی و از روی عادت خوانده اید؟
مردم عادی که اکثریت مطلق شان سواد ندارد چه کار کنندکه حقیقت را بیابند؟ آیا این کفایت میکند که برایشان گفته شود اسلام دین واقعی مکمل و به تمام بشریت است ؟
اگر کسی بصورت عقلانی قرآن شریف را به زبان خود بخواندناگزیر سوالاتی درذهنش خطور میکند که جواب آنرا باید بیابد.
به گونۀ مثال در سورۀ المآئده آیه 90 آمده که شراب و قمار کار شیطان است و باز در (سوره محمد آیه 15 ) آمده که در بهشت جوی هایی از شراب جاری هستند. سوال اینجاست که چگونه کارهای شیطان به بهشت راه یافته اند؟
[color=green:12297ceecd]يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ[/color:12297ceecd]

[color=blue:12297ceecd]مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ فِيهَا أَنْهَارٌ مِّن مَّاء غَيْرِ آسِنٍ وَأَنْهَارٌ مِن لَّبَنٍ لَّمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ وَأَنْهَارٌ مِّنْ خَمْرٍ لَّذَّةٍ لِّلشَّارِبِينَ وَأَنْهَارٌ مِّنْ عَسَلٍ مُّصَفًّى وَلَهُمْ فِيهَا مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَمَغْفِرَةٌ مِّن رَّبِّهِمْ كَمَنْ هُوَ خَالِدٌ فِي النَّارِ وَسُقُوا مَاء حَمِيمًا فَقَطَّعَ أَمْعَاءهُمْ[/color:12297ceecd]

سوالات مربوط به اسلام و قرآن رانباید از روی خشونت و تعصب با اکفار وتکفیر یا حواله به معجزه های اثبات نشده، بلکه با تحمل وبرد وباری و دانش از روی منطق جواب داد! اگر سوالیکه مطرح میشود منطقی باشد آنقدر مهم نیست که پرسندۀ آن کیست ! زیرا ما بالای یک موضوع بحث میکنیم نه بالای اشخاص و افرادکه اکثراً با نام های مستعار در بحث اشتراک میکنند !

با تقدیم حرمت


wazirafghan
11.12.2007

[quote:4687215f02="mehman"]د
اگر کسی بصورت عقلانی قرآن شریف را به زبان خود بخواندناگزیر سوالاتی درذهنش خطور میکند که جواب آنرا باید بیابد.
به گونۀ مثال در سورۀ المآئده آیه 90 آمده که شراب و قمار کار شیطان است و باز در (سوره محمد آیه 15 ) آمده که در بهشت جوی هایی از شراب جاری هستند. سوال اینجاست که چگونه کارهای شیطان به بهشت راه یافته اند؟
[color=green:4687215f02]يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ[/color:4687215f02]

[color=blue:4687215f02]مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ فِيهَا أَنْهَارٌ مِّن مَّاء غَيْرِ آسِنٍ وَأَنْهَارٌ مِن لَّبَنٍ لَّمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ وَأَنْهَارٌ مِّنْ خَمْرٍ لَّذَّةٍ لِّلشَّارِبِينَ وَأَنْهَارٌ مِّنْ عَسَلٍ مُّصَفًّى وَلَهُمْ فِيهَا مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَمَغْفِرَةٌ مِّن رَّبِّهِمْ كَمَنْ هُوَ خَالِدٌ فِي النَّارِ وَسُقُوا مَاء حَمِيمًا فَقَطَّعَ أَمْعَاءهُمْ[/color:4687215f02]

سوالات مربوط به اسلام و قرآن رانباید از روی خشونت و تعصب با اکفار وتکفیر یا حواله به معجزه های اثبات نشده، بلکه با تحمل وبرد وباری و دانش از روی منطق جواب داد! اگر سوالیکه مطرح میشود منطقی باشد آنقدر مهم نیست که پرسندۀ آن کیست ! زیرا ما بالای یک موضوع بحث میکنیم نه بالای اشخاص و افرادکه اکثراً با نام های مستعار در بحث اشتراک میکنند !

با تقدیم حرمت[/quote:4687215f02]

ګوره مهمانه:
که چیرې په پوره عقلانیت دقرآن آیتونه ته وکتل شي، او په حق سترګې پټي نشي، نو دا به معلومه شي چې الله جل جلاله
شراب ددی لپاره حرام کړي دي، چې دانسان عقل له مینځه بوځي، یا پرې پرده اچوي،
چې دا کار بیا نور بد عواقب لري، سربیره پردی ډیر کرته دغه شراب له ګنګیو جوړ وي،
ځکه نبی کریم ص په بخاري او مسلم شریف کی فرمايلي:
کل مسکر خمر و کل خمر حرام.
ترجمه هر نیشه کوونکې څیز شراب دي، او هر شراب حرام دي.

او دجنت شرابو باره کې الله جل جلاله په سوره الطور کی فرمايي:

یتنازعون فیها کأسا لا لغو فیها ولا تأثیم:
ترجمه: یو له بله به اخلي، دوی په دغه جنت کې پیالې دشرابو چی نه وي چټي بیکاره ویل په هغی کی او نه نسبت کول دګناه یو بله ته.
سورة الطور 23 آیت.

او په سورة الواقعه کی فرمايي:
بأکواب وأباریق وکأس من معین، لا یصدعون عنها ولا ینزفون.

ترجمه:
په ګلاسونو او په کوزو سره او په کاسو لوښیو سره له صافو پاکو شرابو بهیدونکیو څخه چی نه به سر خوږیږي له دغو شرابو او نه به بي هوشه کیږي چټي (بیکاره) وېیږي (تری).

نو مهمانه وروره: که څوک هر څوک چې وي داسی سوالونه مطرح کړي، او پوښتنه په ادب سره وکړي، خپله شبهه پرته له سپکاوۍ وړاندې کړي، نو ټول ورونه تیار دې چې ځواب يي و وايي،
خو لیکن دسپکاوۍ حق هیڅوک نه لري.



ع کريم حليمي
12.12.2007

مکرم sadoozy او درنو لوستونکو سلامونه او ښې هيلي مي ومنۍ !
سدوری صاحب کوردي ودان ، په ټول روا کارونو کښي کاميابه اوسې 

مېلمه ورورته هم کور ودانی وايم چه سوال ئې کړی ، اوخدای دي وکړي 
چه نور مکرم وړونه هم په داشان او ډول سوالونه وکړي 

مکرم مېلمه صاحب !
زه به هم جواب ستاسو حضورته په عرض ورسوم ، البته عقلي جواب 

شراب يو نوم دی ، لکه ډبره ، قلف او دانور نومونه 
تاسو تصور وکړي د يوه قلف ! يو هغه قلف دی چه د بينک د خزانې  دروازه 
په قلف کيږي او په مقابل کښي يو بل قسم قلف هم سته چه په هغه سره 
د کاليو بکس قلف کيږي ، دا دوه قلفونه يوازي يو نوم لري نور ئې نو هيڅ 
يوالی نسته 

بل بيا ډبري دي ، يوې ته زغال سنګ ( سکور کاڼي) ويل کيږي 
اوبلي ډبري ته بيا الماس ويل کيږي ، چه دا دواړي ډبري هيڅ يو شئ نه دي 
اما نوم د دواړو ډبره دی 

نو د جنت او د دنيا دشرابو هيڅ يووالی نسته اما نوم ئې يو دي چه شراب!!

او بله خبره داهم ده چه ; شراب کټه لري يعني کټمن دي اما تر ګټي ئې ګناه 
ډېره ده په نړۍ کښي ،او الله ج ويلي چه شراب ګټمن شئ دي 
نو د عقبی شراب طبعا ګټمن او بې ګناه شئ دي 

په درنښت 


mehman
13.12.2007

سلام و احترام به همۀ شاملین بحث !
[quote:a03b9b5aac]شراب يو نوم دی ، لکه ډبره ، قلف او دانور نومونه
تاسو تصور وکړي د يوه قلف ! يو هغه قلف دی چه د بينک د خزانې دروازه
په قلف کيږي او په مقابل کښي يو بل قسم قلف هم سته چه په هغه سره
د کاليو بکس قلف کيږي ، دا دوه قلفونه يوازي يو نوم لري نور ئې نو هيڅ
يوالی نسته
بل بيا ډبري دي ، يوې ته زغال سنګ ( سکور کاڼي) ويل کيږي
اوبلي ډبري ته بيا الماس ويل کيږي ، چه دا دواړي ډبري هيڅ يو شئ نه دي
اما نوم د دواړو ډبره دی [/quote:a03b9b5aac]
با تشکر از توضیحات شما جناب حلیمی، من این را میپزیرم که شراب کلمۀ عام برای نوشیدنی هاست. ما اصطلاحات مشروبات الکهولی و غیر الکهولی داریم ولی سوال من در مورد کلمۀ ( خَمٌر ) است که در
سوره( 47 محمد)آیه 15 ... وَأَنْهَارٌ مِّنْ [color=green:a03b9b5aac]خَمْرٍ [/color:a03b9b5aac]لَّذَّةٍ لِّلشَّارِبِينَ ... و (سوره المائدة آیه 90) [color=green:a03b9b5aac]... إِنَّمَا الْخَمْرُ ...[/color:a03b9b5aac]
ازان ذکر شده است.
در توضیح کلمۀ ( خمر ) به گونۀ مثال در فرهنگ فارسی عمید آمده است:
[color=blue:a03b9b5aac]اقتباس
" فشردۀ انگور که تخمیر و تبدیل به شراب شده، هر نوشابۀ که مستی بیاورد از شراب و عرق و امثال آنها، بیشتر به شراب اطلاق میشود."[/color:a03b9b5aac]

اگر لطف نمود توضیح نمائیدکه شما به کدام دلیل از کلمۀ ( خمر ) که در هر دو آیه آمده است برداشت متفاوت دارید ؟

با تقدیم حرمت


ډاکتر وطنمل
13.12.2007

[quote:3cf5e4fd3f]اول خودابايد واضح کړو چه دغه دبحث فورم نړيوال دی که يواځی دپښتنو وروڼو لپاره دی [/quote:3cf5e4fd3f]؟
[color=blue:3cf5e4fd3f]لۀ امو تر اباسينه يو افغان دی
.................................... د اندونو څرګندوی يی ً ټول افغان دی ً[/color:3cf5e4fd3f]



ع کريم حليمي
14.12.2007

مهمان عزيز و ارجمند سلام به شما و خوانند گان عزیز !
ارجمند وروره !
تاسو پوښتلي چه ;

اگر لطف نمود توضیح نمائیدکه شما به کدام دلیل از کلمۀ ( خمر ) که در هر دو آیه آمده است برداشت متفاوت دارید ؟

نه ! زه متفاوت برداشت نه کوم 
واضح او ظاهره او جلي خبره ده چه الکهول او خمر يوه خبره ده 
او د شراب له کلمې څه چه موږ استفاده کوو  معنی ئې خمر ده 

څه چه ماليکي وه ، مطلب دا پکښې وو چه :
((نعمتهاى بهشتى چيزى نيست كه با الفاظ روزمره زندگى دنيا بتوان درباره آن سخن گفت ، [color=blue:6e477d9e51]اين الفاظ كوچكتر [/color:6e477d9e51]از آن است كه بتواند ترسيم كامل و گويائى از آن بكند، بلكه تنها مى تواند شبحى كم رنگ از [color=cyan:6e477d9e51]آن حقايق بزرگ [/color:6e477d9e51]در اذهان ما ترسيم كند.))

يوې ډبري ته معدني سكاره ويل کيږي
اوبلي ډبري ته بيا الماس ويل کيږي ، چه دا دواړي ډبري هيڅ يو شئ نه دي
اما نوم د دواړو ډبره دی

تاسو چه واورۍ چه دشرابو يا الکهولو ويالې بهيږي په جنت کښي 
او بيا چه واورۍ چه د شيدو ويالې بهيږي 
داسي فکر مه کوۍ چه اه شراب 
دا يو ترسيم دۍ او بس ٠ د جنت نعمتونه نه سترګو ليدلي نه پزي بوۍ کړي 
نه ئې مزه چاکتلې 
ما يو مثال تاسو ته په عرض و رساوه ، چه د دنيا او جنت د شرابونو فوق 
دمره دی لکه د معدني سكارو او الماسونو ، اما  معدني سكاره او الماس
دواړه د ډبرو په نامه ياديږي ( د دنيا شراب او د جنت شراب ) 

زه هغه څه ستاسو  حضور ته په عرض رسوم ، چه زما د مغز محصول دي 
او که تاسو غواړی چه له کتابونو نه څه وليکم ، نو بيا فکري تکامل او پيشرفت
او ترقي او نمو دروازه تړل کيږي ٠  

هو ! په دې پوهېږم چه:  
نااشنا ليکل کوم ، اما د شريعت سره موازي (مماثل , موافق)

 په درنښت  


13م ميلمه
15.12.2007

[quote:5aa469bf9f="ع کريم حليمي"]

يوې ډبري ته [color=blue:5aa469bf9f]معدني سكاره [/color:5aa469bf9f]ويل کيږي
اوبلي ډبري ته بيا[color=cyan:5aa469bf9f] الماس[/color:5aa469bf9f] ويل کيږي ، چه دا دواړي ډبري هيڅ يو شئ نه دي
اما نوم د دواړو ډبره دی
 [/quote:5aa469bf9f]
محترم حليمي صاحبه، سلامونه مې درباندی !
د کيميا chemistry په علم کې الماس يعني : 100% سکاره coax ، لکه چې وينو
الماس او سکاره هم ډبره ده او هم ئې جنسيت ېو شی دئ، منتها الماس خالصه سل په سلو کې پاک سکاره دي، چې بل شئ ئې په خپل کيمياوي جوړښت کې نه دی ګډ!
جوړ او خوشاله اوسې،
ستاسو مخلص، ديارلسم



ع کريم حليمي
16.12.2007

مکرم 13 م مېلمه صاحبه وعليک دي سلام و رحمه الله و برکاته!
 او دائې بيا زما درباندي (رحمه الله و برکاته )

[quote:f4066c70f8]الماس او سکاره هم ډبره ده او هم ئې جنسيت ېو شی دئ، منتها الماس خالصه سل په سلو کې پاک سکاره دي، چې بل شئ ئې په خپل کيمياوي جوړښت کې نه دی ګډ!
[/quote:f4066c70f8]

هو ! هم داسي ده  ، زما مطلب هم دغه وو ، چه د داسي دوو نومونه نه کار 
واخلم چه يو خالص  لکه الماس يعني د جنت شراب ، او په مقابل کښي بل 
داسي يو نوم و کاروم لکه د ډبرو سکاره يعني د دنيا شراب 

نوټ :- دا معنا نه ترې اخستل کيږي چه د جنت شراب يعني خالص 
يوازي الله ښه پوهيږي د جنت په نعمتونو 

ستاسو اخلاص دي ، الله ج په خپل بې نياز دربار کي مقبول وګرځوي٠ آمين

په درنښت 


Mohammad Hassan
19.12.2007

د بحث ټولو ګډون والو او لوستونکو ته د سلام او احترام د وړاندې کولو سره سم د لوی اختر مبارکی وړاندې کوم اوله خدای (ج) څخه تاسې ټولو ته روغتيا، خوښی او نيکمرغی غواړم.

پس له څو ورځو مې نن بيا وخت او امکان وموند چې دا فورم خلاص او د ملګرو ليکنې ورپکې ولولم. د هرې ليکنې په لوستلو خوشحاله شوم او له خدايه غواړم چې په ټول افغان کې ټول بحثونه د همداسی متقابل درناوی سره ، له تعصبه پرته په منطقی توګه دوام ومومی.
محترم حليمی صاحب څومره ښه ليکلی:

[quote:874eb1a92d]
هو! هر څوک حق لري چه هر څه ووايي او وليکي ، چه تر څو ئې بل نوي
جرحه کړی [/quote:874eb1a92d]
د تاسې دا خبره د ملګرو ملتو د بشر د حقوقو د اعلاميې له موادو سره بالکل سر خوری. تاسې ښه ليکلی چې «هرڅوک » یعنې که نر وی او که ښځه، که کافر وی او که مسلمان، که تور پوستی وی او که سپين پوستی،که افغانی وی او که امريکايی او داسې نور... هر فرد حق لری چې هرڅه ووایی او وليکی، چې تر څو یې «بل» یعنې بل فرد، هغه هم که ښځه وی او که نر، که مسلمان وی او که کافر او خلص داچې د بل بنده بشر د جرحې سبب نه شی.
دا هم بايد تل په نظر کې ولرو چې هر څوک حق لری چې خپله عقيده او دين او مذهب ځان ته پخپله خو ښه اوآ زادانه ډول انتخاب کړی او يا له يوه دين او عقيدې څخه بل دين او عقيدې ته واوړی.
دا هم د هر انسان حق دی چې د خپلې عقيدې، دين او مذهب له پاره په سوله ايزه توګه ليکلی تبليغ وکړی ، نور خلک ورته راوغواړی او يا سوله ايز مټنګونه او غونډې جوړې کړی . خپل دينی او مذهبی مراسم په آزاده توګه عملی کړی او د خپل خدای عبادت لکه څنګه چې د نوموړی د دين او مذهب له ديد څخه لازم وی، هغسې ادا کړی.

نو که موږ بحث کوو، او هغه هم په انټرنيټ کې، نو زما له نظره حتما بايد د بشر منل شوی او تسجيل شوی حقوق په نظر کې ونيسو.

په يوه مدرن ، متمدن او په تيره بيا په يوه دموکرات هيواد کې د قانون په وړاندې د ټولو افرادو حقوق مساوی دی. هغه حقوق او وجايب چې يو عیسوی يې لری، همدا حقوق او دندې د يوه هېواد د تبعه او اوسيدونکی په حيث هر مسلمان، يهود، بودايی، بې خدايه او د هرې بلې عقيدې او نظر درلودونکی هم لری.

که يو عيسوی، مسلمان او يا د بل دين پیرو د خپلې عقيدې د تبليغ حق لری، همدا شان له خدايه منکر اتئيستان هم حق لری چې د خپلې عقيدې له پاره تبلیغ وکړی. لکه څنګه چې يو محافظه کاره عیسوی د هيواد په سياست که د سوله ايزې برخې اخيستنې حق لری، په همدې توګه یو مسلمان، یو سوسيال دموکرات، یو محافظه کار، يو چپی ، يو کمونست او يا د کومې بلې عقيدې او سياسی نظر لرونکی هم حق لری چې د هيواد په سياست کې په سوله ايزه توګه زغرده او آزاده ونډه واخلی.

له دې بيان څخه داسې ښکاری چې هيڅ مسلمان حق نه لری چې له کوم عیسوی، ملحد، يهود او يا بل څخه د خپلې عقيدې، دين او سیاسی مفکوری د څرګندولو، بيان او ليکلو حق واخلی.
هر څوک حق لری چې خپله مفکوره، عقيده او نظر په داسې ډول او داسې الفاظو او کلمو او جملو اداکړی، چې لازمه يې بولی او چې دده خوښيږی او فکر کوی چې اغيزه به يې زياته وی.
نو کوشان هم حق لری چې خپله عقيده بيان کړی او هغه هم په هغه ډول چې دی يې غواړی! که دی خدای نا خواسته له اسلامه ګرځيدلی وی، دا د ده حق دی چې بل دين ځان ته انتخاب کړی. دا هم د ده حق دی، چې په دې مسئله د نورو په وړاندې اعتراف کوی او بيا بحث ته دوام ورکوی او که نه غواړی بر ملا اعتراف وکړی.
داسې فکر چې وايي:
[quote:874eb1a92d]نو ته چې کله دکوشان څخه ددفاع لپاره میدان ته رادانګې، او بیا په دغه موضوع کې نو ضرور ته هم دسوال لاندې راتلاي شی[/quote:874eb1a92d]
بيخی غلط دی.
زه د کوشان له نظر، مفکوری او ډيرو هغو موضوعاتو سره چې دی يې بحث ته وړاندی کوی، موافق نه يم او ور سره صريح مخالفت لرم. خو په عين حال کې رښتياهم د کوشان او یا د بل هر چا، که له ما سره د دينی او سياسی لحاظه مخالف وی او که موافق، د بيان د آزادۍ له حق څخه يې دفاع کوم.
هر څوک حق لری چې خپله دينی، مذهبی، سياسی او علمی نظريه او مفکوره بيان او دلته بحث ته وړاندې کړی. خو متقابلا هر بل څوک هم حق لری، چې په يوه او يابل بحث کې برخه اخلی او که نه؟ زه پخپله په هغې بحث کې برخه نه اخلم، چې پوهيږم چې ګټه نه لری!

نن مو نور په لوی خدای (ج) سپارم، د اختر ورځې مو نيکمرغه!


Ghairat
19.12.2007

درنو لوستونکو السلام علیکم!

۱: ـــ د حلیمي صاحب کښلی جمله که هر څومره عامه او ټولګړې ده ، بیا هم باید د ملګرو ملتونو منشور ته نه، بلکې د افغانستان اساسي قانون ته ورته و بلل شي، ځکه د حلیمي صیب مطلب ښایي له هر څوک نه هر افغان وي ، نه د ځمکنۍ کرې په مخ هرانسان .

۲ـــ هره جمله چې د اسلام د مبین دین سره سمون نه خوري اساسي قانون یې خپل جز نه بولي او د اسلام مبین دین مسلمان ته د کافر کیدو، ملحد کیدو ، عیسوي ، یهودي یا هندو کیدواجازه نه ورکوي ، بلکې له اعدام وروسته پرې نور کار نه لري !
له ارتداد یا الحاد وروسته نه کوشان او نه کوم بل افغان باید تر هغه پورې وطن ته ستون شي تر څو پورې چې اوسنی اساسي قانون په وطن کې چلیږي ، مګر داچې له ستنیدو مخکې بیرته اسلام ته راوګرځي ، ایا همداسې نه ده ؟

۳ ــ د بشر حقوق هم تر کومه چې د اسلام د مبین دین احکام نه نفې کوي اسلام، اساسي قانون او افغاني ولسواکۍ ته د منلو وړ دی، خو که اسلامي احکام نفې کوي نو بیا په یوۀ کې هم ځای نه لري دغسې لکۍ یې باید ورغوټه کړو !

۴ ـــ په کمونستي رژیمونو کې د فاشیزم غوندې بشري حقونو ځای نه درلود، په میلیونونو انسانان یې له قانوني محاکمې پرته وژل، افغاني کمونیستانو هم همدغه لار نیولې وه او د بشر حقونه یې په قاموس کې نه وموجود ، نو که اوس هغوی دبشري حقونو شعارونه پورته کوي باید څه چلند ورسره وشي ؟ آیا په کار نده چې لا ژر باید دوی د پیمال کړو بشري حقونو له امله محاکمه شي ، که څنګه ؟؟؟؟


mehman
19.12.2007

دوستان عزیز شامل بحث سلام بر شما!
[quote:c029618894]له ارتداد یا الحاد وروسته نه کوشان او نه کوم بل افغان باید تر هغه پورې وطن ته ستون شي تر څو پورې چې اوسنی اساسي قانون په وطن کې چلیږي ، مګر داچې له ستنیدو مخکې بیرته اسلام ته راوګرځي ، ایا همداسې نه ده ؟ [/quote:c029618894]
به نظر من جملات فوق به توضیحات بیشتر ضرورت دارد!
1 - آیا این جملات بالای کسانی هم صدق میکند که دین اسلام را از روی عقیده نپزیرفته بلکه به طور میراثی به حیث طفل نوزاد پدر و مادر مسلمان در زمان طفولیت به گوش شان آذان گفته و حکم شد که حال این طفل مسلمان است ؟
2 _ آیا به این نوع اشخاص که دین اسلام راعقلاً نپزیرفته اند مسلمان گفته میتوانیم ؟ اگر جوب منفی باشد پس چرا اینها مرتد خوانده شده اعدام شوند؟
3 _ این چه نوع مسلمانیست وقتیکه کسی که به اسلام عقیده نداشته باشد و صرف از ترس جزای اعدام خود را مسلمان بگوید؟

با تقدیم حرمت



ع کريم حليمي
20.12.2007

تر هرڅه لمړی تاسو ټول دوستانو او ملګرو ته د لوی اختر مبارکي وايم 
چه لوی اختر مو نېکمرغه !

مکرم او قدرمن غيرت صاحب ليکلي چه 
[quote:a4a311b858]د حلیمي صاحب کښلی جمله که هر څومره عامه او ټولګړې ده ، بیا هم باید د ملګرو ملتونو منشور ته نه، بلکې د افغانستان اساسي قانون ته ورته و بلل شي، ځکه د حلیمي صیب مطلب ښایي له هر څوک نه هر افغان وي ، نه د ځمکنۍ کرې په مخ هرانسان . [/quote:a4a311b858]

هو ! دغه 
[quote:a4a311b858]هر څوک حق لري چه هر څه ووايي او وليکي ، چه تر څو ئې بل نوي جرحه کړی [/quote:a4a311b858]

جمله چه ما ليکلې وه ، ستاسو فرمده پر ځای ده ، 
اما زما پورته جمله په برخورد پوري اړه لري ، يعني in contents
دا جمله که د ملګرو ملتو په باب وويل سي يو قسم تحليل کيږي 
اوکه په ملي  cotact کي استعمال سي نو بيا بل ډول تحليل او ترجمه کيږي 
او که په کليوالي موضعاتو کښي استعمال شي نو بيا د کليوالي کودونو لاندي 
ترجمه کيږي ، او که په ديني او عقيده وي  contentsکښي و کارول سي 
نو بيا د Jurisprudence (حقوق الهي ) تر اصولو لاندي ترجمه کيږي 

کومه ورځ چه د امريکا په قانون کښي د بيان د ازادۍ ماده ور اضافه سوه 
تر نن ورځي پوري ترجمه کيږي او تر څو چه ددغه ملک قانون نافذ وي 
بيابه هم د بيان د ازادۍ  ترجمې کيږي 

نوټ :- د بيان د ازادۍ ترجمه د هرملک د نافذ قانون لاندي ترجمه کيږي 
د انګلستان د بيان ازادي او امريکا د بيان ازادي يو شان نه ده 
حجاب د ښوځو هم د بيا د ازادي يو جز دي ، خو فرانسه دغه ازادي 
داسي نه ترجمه کوي لکه د امريکا د بيان ازادي 

د بيان د ازادۍ ترجمه د يو ملک په قاضي القضات پوري اړه لري 
چه څه رنګه ئې د ملک تر قانون لاندي تحليل کړي ، کومه ترجمه او تحليل 
چه قاضي وکړي نو د هغه ملک لپاره قابل د احترام ده 

هو ! بنده هم د بيان د ازادۍ و دفاع ته همېشه تيار دئ ، چه حالت او  
وضع استراري نه وي  
په درنښت 


د يوه ټاکلی هيواد قانون بايد د نړيوالو منل شوو حقوقی نارمونو څخه تيری ونکړی!

Mohammad Hassan
20.12.2007

تاسې ټولو ته تر سلام وروسته د لوی اختر مبارکی تکراروم.
عزيزه مهمانه،
تاسې چې دری سوالونه مطرح کړی دی، د هغې له پاره به محترم غیرت صاحب ځواب ووايی. ما لکه څنګه چې په مخکې ليکنه کی ليکلی دی، د دا ډول سوالو ځواب اول نورو عالمانو ته پريږدم.
د حليمی صاحب داخبره زما له نظره هم سمه ده چې د ((هر څوک)) کلمه د کلی، ولايت، هېواد، منطقې او ټولې نړۍ په کچه ويل کېدای او تعبير کېدای شی. دا به ددې تابع وی چې موږ په کوم مقياس بحث کوو او کوم قانونی - جغرافيایی واحد مو تر نظر لاندې دی.
خو زه د حليمی صاحب څخه ددې خبری لږ نور وضاحت غواړم چې : [quote:94a1eabfc1]د بيان د ازادۍ ترجمه د هرملک د نافذ قانون لاندي ترجمه کيږي
د انګلستان د بيان ازادي او امريکا د بيان ازادي يو شان نه ده
حجاب د ښوځو هم د بيا د ازادي يو جز دي ، خو فرانسه دغه ازادي
داسي نه ترجمه کوي لکه د امريکا د بيان ازادي
[/quote:94a1eabfc1]
۱- که په امريکا او انګليس کې د بيان د آزادۍ په تفاوت باندې لږ په جزياتو رڼا واچوی، خوشحاله به شم.
۲- په دې خبره مې سر خلاص نه شو، چې تاسې د ښځو حجاب د بيان د آزادۍ جز بللی!
۳- او دريم سوال مې هم دادی، چې که زحمت درته نه وی، نو راته توضيح کړی چې د حجاب او بيان د آزادۍ په ترجمه او تفسير کښې د امريکا او فرانسې ترمنځ په کومو ځايو کښې فرق او مخالفت وينی؟

دغيرت صاحب له خوا لومړۍ طرحه شوې موضوع زما په نظر حل شوه. ما هغه د نړۍ په کچه په نظر کې نيولې وه او که کوم بل څوک يې د هيواد او يا کوم بل مقياس په نظر کې نيسی، هم سمه ده.
خو که خبره د افغانستان د اساسی قانون په اړه وی، نو زه له خپل نظره هغه کسان ډير نه ملامتوم، چې دوی د افغانستان اساسی قانون نه منی او يا د اوسنی تحميل شوی او د پرديو نوکر دولت په وړاندې مقاومت کوی.
د هر هېواد قانو ن او په هغه لړ کې اساسی قانون بايد د هيواد د اوسيدونکو وګړو په خوښه جوړ شوی وی او د اکثريت نظر پکې منعکس او د تودو له حمايت او ملاتړ څخه برخمن وی. د افغانستان د اوسنی اساسی قانون د جوړولو په وخت کې د افغانانو او په تيره بيا د افغانی قانون پوهانو نظرونو ته هيڅ پام ونه شو او يوازې د اشغالګرو هيوادو د ګټو د ساتلو په خاطر په بيړه او په زور په افغانانو تحميل شو. نو دا که ښه دی او که ښه نه دی، خو افغانی قانون نه دی.
ښایی چې ددې خبرې يادون به هم بې ګټې نه وی، چې امريکا او د هغو متحدينو طالبان تر ټولو زيات په دې ترټل، چې ګويا دوی د شريعت قانون په دولت کې تطبيقوی. خو اوس چې د دوی خپلې ګټې مطرح دی، دوی پخپله په افغانستان کې شریعت په ټولو نورو قوانينو لوړ قبول کړی او غږ يې نه پورته کيږی.

غيرت صاحب ستاسې دا جمله سمه ده چې :
[quote:94a1eabfc1]هره جمله چې د اسلام د مبین دین سره سمون نه خوري اساسي قانون یې خپل جز نه بولي[/quote:94a1eabfc1]
زما معلومات هم همدا سې دی، چې پر محکومو افغانانو تحميل شوی او د اشغالګرانو د ګټو ساتندوی اساسی قانون د افغان مسلمان ولس د غولولو له پاره همداسې مواد هم لری. خو تطبيق او عملی کول يې بيا د خپلو اجنټانو په لاس ورکړی او هغوی کولای شی چې هغه مواد چې د اشغالګرو ځواکونو له ګټو سره تضاد لری، هيڅ عملی نه کړی.

خو دا چې تاسې ليکلی چې :
[quote:94a1eabfc1]او د اسلام مبین دین مسلمان ته د کافر کیدو، ملحد کیدو ، عیسوي ، یهودي یا هندو کیدواجازه نه ورکوي ، بلکې له اعدام وروسته پرې نور کار نه لري !
له ارتداد یا الحاد وروسته نه کوشان او نه کوم بل افغان باید تر هغه پورې وطن ته ستون شي تر څو پورې چې اوسنی اساسي قانون په وطن کې چلیږي ، مګر داچې له ستنیدو مخکې بیرته اسلام ته راوګرځي ، ایا همداسې نه ده ؟[/quote:94a1eabfc1]
ددې سوا ځواب د ماته مشکل دی. په ياد مې دی چې څو مياشتو د مخه او که کال د مخه؟؟ په افغانستان کې د همدی موضوع په اړه تاوده بحثونه روان ؤ او ځينو عالمانو يو رنګ او نورو بيا بل ډول نظر درلود، خو زه پخپله په دې اړه کوم دقيق دينی معلومات نه شم ليکلی.

د تاسې د دريمې مادی د موادو په ارتباط بايد وليکم چې زما د معلوماتو پر اساس د ملګرو ملتو د بشر د حقوقو په اعلاميه کې درج شوی بشری حقوق د ټولو هغو هيوادو له پاره د منلو وړ دی، چې په ملګرو ملتو کې شامل او د ملګرو ملتو منشور او همدا اعلاميه یې لاس ليک کړې ده. زما په ګومان افغانستان هم يو له هغو هېوادو څخه دی، نو ځکه مکلفيت لری چې د ملګرو ملتو د بشر د حقوقو د اعلاميې مواد پخپلو قوانينو کې په نظر کې ونيسی.

ستاسې د څلورمې ګڼې لاندې ليکليو موادو په اړه بايد ووايم چې زه په دې کښې له تاسې سره موافق يم چې په کمونستی او که دقيق ووايم په سوسیاليستی رژیمونو کې د بشر حقوق تر پښو لاندې کيدل. هلته د يوه ټاکلی دين او يامذهب پر ځای د يوې معينې سياسی ايديولوژۍ سلطه او استبداد چلېده. د نورو ايديولوژيو پیروانوته د آزاد فعاليت د کولو اجازه نه ورکول کيده.
خو ډير عالمان او هوشيار کسان په دې پوهيږی چې په سوسياليستی رژیم کې د بشر د حقوقو د ترپښو لاندې کيدلو موضوع له فاشيسم سره په کمی او کيفی لحاظ ډير تفاوت لری.

زه د کمونيسم د اصطلاح له پاره پخپله د کمونستانو له خوا وړاندې شوی او په نړۍ کې د منل شوی تعريف مطابق د افغانستان په سياسی صحنه کې داسې فعال ټولګئ او ګوند نه پيژنم، چې ورته کمونست وويلای شم. د همدې استدلال پر اسا س د «افغانی کمونستانو هم همدغه لار نيولې وه» زما له پاره د فهم وړ جمله نه ده.
خو هغه چا چې د بشر حقوق تر پښو لاندې کړی، که هغه هر څوک او په هر ځای کې وی او په هره بهانه او علت یې دا کار کړی وی، بايد بې له ځنډه محاکمه او زر تر زره د خپل عمل مطابقه جزا ورکړل شی. که داسې کسان اوس د بشر د حقوقو چيغی وهی، دا زما له نظره د دوی د پخوانيو ګناهونو څخه د خلاصون علت نه شی کيدای.

دا هم بايد په نظر کې ونيسو چې د سياسی، دينی، ژبنيو او نورو اختلافاتو له مخې بايد حق او ناحق پر هر چا د بشر د حقوقو دپایمال کوونکو تهمت هم ونه لګول شی. په دې اړه د هر مشخص اتهام په وړاندې بايد مشخص شواهد وجود ولری. که داسې شواهد او اسناد موجود وی، نو هر هغه واکمن ارګان چې په دې هکله قانونی اقدام نه کوی، د خدای (ج) او د هغو د بنده ګانو په وړاندې به ملامت وی.

البته دا به ښه کار وی که د بشر د حقوقو پخوانی دښمنان، نن د بشر د حقوقو په حقانيت باورمند او په دې اړه مبارزه وکړی. د دوی مخه ددې ثوابی کار له پاره هميشه خلاصه ده.



20.12.2007

[quote:99adad8f8a]
۲ـــ هره جمله چې د اسلام د مبین دین سره سمون نه خوري اساسي قانون یې خپل جز نه بولي او د اسلام مبین دین مسلمان ته د کافر کیدو، ملحد کیدو ، عیسوي ، یهودي یا هندو کیدواجازه نه ورکوي ، بلکې له اعدام وروسته پرې نور کار نه لري !
له ارتداد یا الحاد وروسته نه کوشان او نه کوم بل افغان باید تر هغه پورې وطن ته ستون شي تر څو پورې چې اوسنی اساسي قانون په وطن کې چلیږي ، مګر داچې له ستنیدو مخکې بیرته اسلام ته راوګرځي ، ایا همداسې نه ده ؟ [/quote:99adad8f8a]
داسې ښکاري چې د ښاغلي غیرت دغې سختې نتیجه ګیرۍ په ډاګه له ډیرو سره ویره پيدا کړې وي چې که د غیرت خبره رښتیا وي نو بیا ؟
زما له انده خو د غیرت دغه خبره هم سمه او هم ناسمه ، یا نه سمه او نه کږه ده :

۱ ـ سمه خو په دې ده چې په افغانستان کې شکر اسلام نافذ او اساسي قانون یې مخه نه نیسي ، نو څوک چې ملحد یا مرتد وي او په الحادي یا ارتدادي خبرو ونیول شو، د ضرار مقبل په څیر محاکمه کیدای او د ٍثبوت په صورت کې د ضرار په خلاف ښايي په مرګ هم محکوم شي . او دا ځکه چې دالحاد سزا په اسلام کی سرغوڅی دی .هو که مجرم کلمه ووایی او بیرته اسلام ته راوګرځي ژوند یې ژغورل کیږي .
د بهرام نیوکه چې د سړي زړه اسلام له ماشومتوب څخه منلی خو عقل یې نه وي تصدیق کړی اوټول عمر یې په دغه ځاني نفاق(لانجه) کې د منافق په څیر وخت اړولی وي، پر هغه هم داحکم جاري کیږي که نه، دوه بیل حالات په ګوته کوي :
لومړی: د ملحد سزا په هر صورت کې چې له وړوکوالي او که له غټوالی څخه یې
د الحاد لاره نیولي وي سزا یې له مرګ پرته بل څه نه ده، مګر داچې له سره ایمان راوړي او (بیا) مسلمان شي !
مرتد هغه دی چې له اسلام څخه بل دین ته واوړي، نه له الحاد څخه له اسلام پرته کوم بل دین ته ، نو مرګ یې واجب دی، مګر داچې دوباره مسلمان شي . هو، که یو اهل هنود اهل یهود یا نصارا ته اوړي یا هندو پاتې کیږي ، خوښه یې خپله ده او د اسلام له مخې بشپړه آزادي لري ، خو مسلمان د اسلام يه وړاندې ددی نخرو او ملنډو حق نه لري ! یعنې :
د فکر، بیان او عقیدې ازادي د اسلام له احکامو پرته په نورو برخو کې پر قانون متکی ده ، نه د اسلام په خلاف !

۲ : سمه په دی نه ده چې ددې قانونیت د پلي کولو پسې څوک ګرځي ؟ ایا ضرار مقبل چا په سولۍ کښیناوه ؟ او س خو نه د ایران په څیر د شورای نګهبان پولیس د چا پسې ګرځي او نه د پاکستاني طالبانو په څیر د امر او نهې څارونکي د چا خبرې اترې، ناسته ولاړه او ږیره او پینڅې کنترولوي . نو د اسلام ددغه قانون د پلي کولو غوښتنه او پوښتنه څوک کوی !!!!!؟؟؟؟ له دې امله د غیرت صیب خبره هم چندان ویرونکې نه ده !


Ghairat
21.12.2007

[quote:a000a65388]زه د کمونيسم د اصطلاح له پاره پخپله د کمونستانو له خوا وړاندې شوی او په نړۍ کې د منل شوی تعريف مطابق د افغانستان په سياسی صحنه کې داسې فعال ټولګئ او ګوند نه پيژنم، چې ورته کمونست وويلای شم. د همدې استدلال پر اسا س د «افغانی کمونستانو هم همدغه لار نيولې وه» زما له پاره د فهم وړ جمله نه ده. [/quote:a000a65388]
داچې کمونستانو د کمونیسم ا صطلاح څنګه تعریف کړې ښایې تصور یې سخت کار نه وي خو داچې غیر کمونستي نړۍ څنګه هغه منلی ، دا یوه لانجمنه خبره بریښي ، ځکه په عامه توګه نړیوال هغه چاته کمونست وايي چې د کمونستي ټولنې
جوړول یې لرې یا نږدې هدف کرځولی وي . له استٍماره خلاٌصه ټولنه رامنځته کول خو په افغانستان کې د شوروي دګوډاګي ګوند د هر غِټ او واړه غړي له هرې خولې
څخه راوتۀ او فکر کوم چې له استٍماره خلاصه ټولنه یې د کمونیسم لومړۍ مرحله (سوسیالیزم) بلله . مونږ هم داسې اتګیرله چې څوک دغه هدف ته د زیارکښانو په یوه انقلابي ګوند کې کار او فعالیت کوي ګه هغه په هند ، باکستان او افغانستان کې وي او که په لویو صنعتي پانګوالو هیوادونو یا سوسیال اميریالستي هیوادونو کې وي کمونیست ورته وايي . په دې سربیره کمونست باید ملحد هم وي او په دې ټکي کې افغاني هغه یې بیا لومړی ملحد او وروسته انفلاقيان ـ انقلابيان وو . یو بل معیار د شوروي په ګوډاکیتوب کې د شوروي بشپړ باور تر لاسه کول هم
و ، چې له شش جدې نه وروسته د کارمل په مشرۍ دغه ګوندد شوروي کومنست ګوند هم د ورونو ګوندونو په لیکه کې ومانۀ !
هو، سړی به ځان ته هرڅه وايي خو مهمه داده چې نړیوال یې له هره پلوه په کوم نوم یادوي : پر افغانستان د شوروي له مرش وروسته دغه ګوند هم ټولو نړیوالو یو کمونست ګوند باله، او ما هم د نړیوالو په وینا ورته د کمونست اصطلاح کارولې ده ،
که تاسو یې تصحیح کړئ بده به نه وي !
په درنښت



21.12.2007

[quote:6b7a8f922a]زما د پاره ډيره په زړه پورې ده چې ځنې خلګ د دې دعوا لري چې په فاشيزم او کمونيزم کې د بشر حقوق تر پښو لاندې شوي يا کېږي . له بلې خوا بيا په خپله وايي چې که چېرې کوم څوک ما سره مذهبي اختلاف ولري نو زه يې وژنم . [/quote:6b7a8f922a]
ښاغلی کوشان !
دلته دوهمه جمله د چا د کومې جملې انګیرنه او تفسیر دی ؟؟؟؟؟؟
که زما نظر غواړې نو زه به دې په یوه ترینګلۍ هم ونه وهم، که تر دې هم زیات ملحد بیدینه یا بل دینه شې،بلکې الله ته دې پریږدم چې تا نور هم ستا په خپل طغیان کې مقمحون کړي! ته نشې لیدای چې ملحدین څومره ناکام څومره سپک څومره ‌ذلیل او څومره حقیر شوي، په وطن او سیمه کې خو څه کی چې په ګرده نړۍ کې
څوک نه لري، پرته له څو تنو حقیرو سپکو او ذلیلو شرابخورو کمونستانو څخه چې اروپايي هیوادونو کې د سیاسي رټل شوو او ترټل شوو او له ولسونو څخه ګوښه شوو ګروپګیو په توګه لا هم د خپل تاریخي مرګ شپې ورځې شمیري .
کوشانه آیا ته ځان ته هم نه ګورې چې په ضد اسلامي لیکنو سره دې د افغانانو ، په تیره بیا د پښتنوپه منځ کې ځان څومره سپک کړی ذلیل کړی او هر ډول وزن او حیثیت دې له لاسه ورکړی دی؟ ته فکر کوې چې ګواکې کمال به کوې چې په یوه اوبله پلمه ، په یو او بل شکل سره د اسلام په ضد څه لیکلای شې او په دې به ګوندې
د یوه روڼ اندي حیثیت وګټلی شی ؟؟؟ نه داسې نه ده، او سخت تیروتلی او خطاوتلی یې ، بلکې برعکس چیرې هم چې کوم مثبت حیثیت دی هغه ټول درڅخه دالحاد سیلۍ وړي او لوڅ لپړ یوه تشه بڼکه پاتې یې . نو ته چاته نور په وژلو نه، بلکې په یوه ترینګلۍ وهلو هم نه ارزې !
زما مشور ه :
وبخښه که غواړې چې د سپکو ذ‌لیلو او بی وزنه انسانانوله کتاره څخه را ووځې او د افغانانو په تیره بیا ښاغلو پښتنو په قطار کې حساب شې، تر هرڅه لومړی یو صادق او پیګیر مسلمان شه، که نه زما په اند د افغانانوپه تیره بیا پښتنو د دوستۍ دروازې د بی ایمانو او بی دینه و طنوالو پر مخ تل تړلې دي !



ع کريم حليمي
22.12.2007

مکرمو او پتمنو مسلمانانو وړونو  !
محمد حسن صاحب ، غيرت ، پتوال صاحب او مسلمانانو لوستونکو 
السلام عليکم ورحمه الله و برکاته !
[quote:17ee9d1828]خو زه د حليمی صاحب څخه ددې خبری لږ نور وضاحت غواړم چې : اقتباس:
د بيان د ازادۍ ترجمه د هرملک د نافذ قانون لاندي ترجمه کيږي
د انګلستان د بيان ازادي او امريکا د بيان ازادي يو شان نه ده
حجاب د ښوځو هم د بيا د ازادي يو جز دي ، خو فرانسه دغه ازادي
داسي نه ترجمه کوي لکه د امريکا د بيان ازادي
[/quote:17ee9d1828]

د خبرو ازادي دوه ډوله ده 
1- يو د سياسي سيسټم د خبرو ازادي ده ، چه په لاتين ژبه ورته وايي 
Magna Carta  يعني هر فرد د خبرو حق لري ، او د خبرو حق درلودل 
بيا په دې معنا چه ; د ټولني افراد خپل نمايندګان او وکيلان وټاکي 
او دغه نماينده د ملت په نمايندګي خبري وکړي ٠ 

2 -او بله د خبرو ازادي داده چه ;
په 1966 the General Assembly  د ملل متحده له خوا يوه لايحه قانوني وليکل سوه چه هر څوک يا هر فرد 
د خپل فرهنګي ، تربيتي ،معاشرتي ٠٠٠٠٠٠٠٠٠ کړو وړو او بيان حق لري 

ګران محمد حسن صاحب !
دغه دوهمه د خبرو ازادي د بشر حق دي ، او په کلتوراو قانون کښي نغښتې 
ده يعني تر هغه حده د ټولني فرد د خبرو ازادي لري ، تر کوم حده چه دعصر  کلتور او قانون اجازه ورکوي ، 
د دې ښه مثال داسي دي چه ;
عوام الناس په کوڅه او بازار کښي ښکنځل کولی سي ، اما په مطبعاتو کښي 
ښکنځا اجازه نسته ، پوليس د ښکنځا حق نه لري چه پوليسي لباس ئې په 
تن وي ، هر فرد دټولني ويلی سي چه پلان اهل شيعه درواغ چن دئ اما 
هيڅ فرد دا حق نه لري چه وايي چه ټول پيرو اهل تشيع درواغجن دي 

راځم دې ته چه تاسو وضاحت غوښتئ وو 
د خبرو ازادي يوازي خبرو ته هم نه ويل کيږي ، هر expression
يعني بيان ، کلمه بندي ،قيافه ،ظهور،نمايش د خبرو د ازادۍ
 تر مفهوم لاندي راځي ٠ 
نو چادر او پوړنی هم د خبرو په ازادي کښي حسابيږي ، په امريکا کښي 
يوه مسلمانه کولی سي چه په حجاب کښي د دولت ښونځۍ ته ولاړه سي 
اما په فرانسه کښي بيا دا expression  ته اجازه نسته 

او که يوه ښځه په حجاب کښي محکمې ته ورسي نو بيا بعضي امريکايي
 قاضيان ئې دعوا نه اوري چه تر څو ئې مخ نه وي ښکاره کړي ، او بنده 
هم موافق او په دې اند دۍ چه ښځه بايد د مخ چهره ښکاره وي کوم وخت 
چه له قاضي سره خبري کوي 

نوټ :-د اسلامي ټولنو freedom of speech ( د بيان ازادي )
، freedom of expression فرق لري د سکيلرټولنو سره  ، يعني د ټولني په اخلاقي 
پوري وابستګي لري ، يعني لوچکه او ليبراله د خبرو ازادي په اسلامي 
ټولنو کښي به هيڅ وخت مشرعيت او  مقبوليت پيدا نه کړي 
يعني بربنډ عکسونه او فاحشه موسيقي او داسي نور ٠٠٠٠٠٠    

خدای دي وکړي چه ستاسو  سوال ته مي تفسير مقنع ،جواب ويلی وي 
څه چه مي په ځګر کښي وه تاسو مخ ته مي کښېښودل 

په درنښت 
 


درويش
22.12.2007

[quote:e0a82c6e6e="حامد"] د سلمان رشدی بیلګه نور ساری نلری یو دا بل مردار خور دی او یوه هغه
بنګالی تسلیمه نسرین دادری کسان په دا څومره موده کی پیښ شوی دی
او کیدی شی څو نور بیلاری کسان هم وی [color=white:e0a82c6e6e]چی اروپا ته د نږدی کیدلو له پاره
یی دا کار کړی وی او نو ډیر لاملونه هم لری [/color:e0a82c6e6e]

[/quote:e0a82c6e6e]

ښاغلى حامد
دا ښه خبره نه ده خو حقيقت دى چې دا خبره اوس تر څو کسانو محدوده نده بلکې په دغه يو سايټ کې خو په زرګونو مسلمانان ما وليدل چې له اسلامه اوښتي او نور دينونه يې منلي دي يا يې بېخي يو دين هم ندى منلى خو اسلام يې پريښى دى. په دوى کې چې کوم په اروپا کې اوسېږي نو سمه ده چې اروپا ته به يې د ځان د نيږدې کولو لپاره دا کار کړى وي خو هغه په زرګونو نور چې په اسلامي هېوادونو کې دي د څه لپاره يې کوي؟ سايټ دا دى www.faithfreedom.org
دغه سايټ په زياتره اسلامي هېوادونو کې block دى ځکه چې د اسلامي هېوادونو او ملايانو دروازې د بحث او منطق او استدلال په لور بندې دي. خو د دې علاج هم شته. کولى شئ چې د www.proxy.org سايټ ته لاړ شئ او هلته بيا www.faithfreedom.org پکې خلاص کړئ.



22.12.2007

ښاغلی کوشان !
۱ ـــ که ته عربي قران او عربي پیغمبر چې دغه کتاب پرې ې نازل شوی دواړه نه منې او بیا هم ځان ته مسلمان وایې، نو دا پوښتنه طبیعي ده چې داسې مسلماني څنګه امکان لري او بیا ددغسې مسلمانۍ ادعا ته مو ضرورت څه دی ؟ دا پوښتنه ځکه حتمي ده چې په هره جمله کې دی د اسلام تحریف لیدل کیږي او دا کار بیا د یو مسلمان او بیا آن د یو پښتون مسلمان په نامه کوې .

۲ ــ که دعربو سره حسدودت او دوښمني لرې، د دین په نامه یې ولې څرګندوې، ولې یې مشخصه سیاسي بڼه نه څیړې چې پر اسلام او مسلمانانو تیری کول ترې نه جوړیږي ؟

۳ ــ که څوک هغه خدای نه منې چې د غلو لاس پرې کولو ایت یې رانازل کړی وي، هغه قران نه منې چې د زنا کارو سزا یې رجم ټاکلې او هغه پیغمبر نه منې چې د خپل دین په دفاع کې یې وسله وال جهاد کړی وي او بیا هم ځان ته ملحد نه وا یې نو بیا دا ډول عقیده د اسلام څخه وتلې او خدای به نو له اسلام پرته مني په دې صورت کې هم دوه امکانات شته :

الف : د یوه بل دین پیروي لکه بودیزم، اور پالنه او اهورامزدک ، یهودیت یا نور
ب : له هر دین څخه یو یو جز اخیستل او یو خدای منل چې د هیڅ یوۀ دین اطاعت په کې نه وي .
ښایي دریم شکل یې کومه شخصي فلسفه چې خدا ی مني او د هیڅ دین یو جز هم نه مني.
نو وروره که شپه تیاره ده ، مڼې خوپه شمار دي ، هره لار چې دې خوښه کړې وي ، په ګوته یې کړه ، ځکه دومره درباندې لوستونکي حق لري چې نقطۀ نظر
دې مالوم او دوی پوه شي چې . نه دا منې ، نه دا منې ، آخر له کوم ځای څخه غږیږې څه غواړې او کومه لار دې اختیار کړې څو د همغې لارې او ګروهې ځواب درکړي او قناعت دې حاصل شي !
یادونه :
۱ : یو شخص او د هغه کروهه (لکه ته او ستا عقیده ) چاته هم مهمه نه ده، خو اسلام ، مسلمانان او د هغوی سپېڅلی عقیدوي احساس تر هر څه مهم دی، د هغوی جریحدار کول د بیان او نظر د آزادۍ په تشه پلمه زیاتی او د نه منلو وړ تیری دی .
ښایي د ټول افغان مسول د هر چا پام دېته راواړوي چې د مسلمانۍ یا پښتونولۍ په پلمه هیڅوک هم نشي کولی چې د اسلام او مسلمانانو په سپکاوي لاس پورې کړي .

۲ : کوم لینک چې تاسو پاس ورکړی صرف دا ښيي چې طبقات او طبقاتي شخړې د ملحد مارکس انګلس ، ملحد او مردار خور لېنین نه مخکې هم موجود وو، پیژندل شوي او منعکس شوي وو اوکشف او دوام یې ددغو ملحددینو سره هیڅ تړاو نه لري، مګر همدومره چې دوی د سیاسي موخو له پاره د طبقاتو تیورې نوره هم پیاوړې کړه ، خو د غلطو نتیجه ګیریو لکه د کمونستې ټولنې د جوړولو او پرولتاري دیکتاتوریو او داسې نورو چټیاتو سره ېې وتړله ! دې کار عملا د بی ګناه انسانانو له عام وژنو پرته بل هیڅ کومه لاسته راوړنه نه ده لرلې ! په درنښت


انجنير حمدالل
23.12.2007

.

کوشان نور پريږدی هغه د اندوانو مذهب ته تللی دی
ما چه کله ده ته دمرتدد شوی لقب ورکړ د ډيرو وروڼو دنيوکو سره مخ شوم .
ولی اوس کوشان خپله داسی ليکلی دی .
- [[ په دې کې د شک ځای نشته: او همدا هم د دوۍ د لوړ او پنځه زره کلن تاريخ او د کامل دين او د غورو اخلاقواستازيتوب کوي چې يو مخالف اندوواندی پښتون ژوند په افغانستان کې تظمين ندی ]]
کوشانه ډير خفه شوم اوډير می زړه درباندی وسوو لدی ليکنی دی معلوميږی چه ته اندو شوی يی ماخوتراوسه کوم پښتون اندو نه ؤ ليدلای دا لومړی ځل دی چی پښتون اندو وينم .
په هرصورت اندوتوب ته دی مبارکی وايم چی بيا ونه وايی مسلمانان می نه پريږدی ولی حيران پدی شوم چی اندوان خو مونږ ته جزيه راکوی هغه پدی مانا چی داسلام په وړاندی به تخريب نه کوو او مسلمانانو ته بالکل تسليم يو په همدی خاطر د دوی ژوند په امن دی .
نواوس ته ولی تمام وخت داسلام پر ضد روان يی ولی پدی لاره کی دخپلو مذهبی وروڼو په څير بی غرضه او بی تخريب نه يی پاتی شوی .
انجنيرحمدالله شاکری

نوټ دکوشان ليکنه اسلامی امت دبی شرمه او فاحيشی موسيقی تر عنوان لاندی وګوری .


Lotfollah
23.12.2007

ګرانو دوستانو سلام علیکم
ښه به دا وی چې دغه شخصی تعرضونه پرېږدوو !

والسلام


Mohammad Hassan
02.01.2008

ښاغلی غيرت صاحب، هيله ده زما سلامونه ومنې. د نوی عيسوی کال مبارکی هم درته وړاندې کوم، خدای (ج) د وکړی چې دا کال تاسو ته ستر برياليتوبونه در په برخه کړی.
ستاسې ليکنه مې ولوسته او محتوا يې ښه وه. نه مې غوښتل چې نوره موضوع اوږده کړم. ځکه چې په ځينو مسايلو بحث کول د موږ او تاسې د حال او راتلونکی له پاره ګټور نه دی او موږ او تاسې هم دومره ډير وخت نه لرو چې د غير مهمو موضوعاتو په سر په بحث يې مصرف کړو.

دادی زه به دلته ځينې شيونه وليکم، تاسې يې ولولی او ورباندې تيرشی.

۱ - که د يوه سړی نوم احمد وی او دا بيچاره په سترګو ړوند وی، په قوم .... ، د پلار کسب يې سلمانی ، يو ورور يې ډاکتر او بل يې انجينر وی او .... وی دا سړی که د ژوند د ناخوالو تر تاثير لاندې کله ناکله د خدای (ج) څخه کومه ګيله هم وکړی ، چې ولې يې ړوند کړی او بر سيره پردې په لمانځه او او داسه کې هم سست وی، نو که موږ د هغه په کلی او ولس کې اوسيږو نو په کوم نامه به يې يادوو؟
د احمد په نامه، که د ړانده په نامه، که د سلمانی د زوی په نامه؟ د ډاکتر د ورور او که د انجينر د ورور په نامه؟ زما په نظر خو سمه داده ، چې بې غرضه او بې آزاره کسان به يې د احمد په نامه بولی!
خو داسې کسان به هم وی چې ورته ړوند، بی نمانځه، بې دينه او نور ووایی.
خو کيدای شی چې داسې دښمنان هم ولری چې ورته بې دينه او کافر، ملحد او ګمراه او نور څه هم ووايی.

په افغانستان کې سياسی ګوندونه او سازمانونه نومونه لری، رهبران لری او سياسی هدفونه لری. په سياسی هدفونو او فعاليتونو کې هر يوښه ټکی هم لری او بد هم. که موږ له هغوی سره له دښمنۍ پرته چلند کوو، ښه داده چې پخپلو نومونو يې ياد کړو. د هغو په بدو نومونو يادول ورسره زموږ د دښمنۍ او په نيکو صفاتو يادول ورسره زموږ د دوستۍ مانا لری او په دواړو حالتو کې مو قضاوت سم نه ښکاری.

۲ - کمونيسم کومه نوی اصطلاح نه ده. دا اصطلاح زما په فکر د مارکس او لنين اختراع هم نه ده. د بلې خوانه د تاريخی لحاظه دا اصطلاح د کفر او اسلام سره تړون هم نه لری.
تاسې به له مانه ښه پوهيږی چې د کمونيسم اصطلاح د يوه اجتماعی نظام په اړوند استعماليږی، نه د کوم دين او یا مشخص مذهب سره د دوستۍ او يا دشمنۍ په اړوند.
د communis لغت زما چې څومره په ياد دی، لاتينی لغت دی چې د اشتراکی معنا لری. او کمونيسم هغه ټولنيز او اجتماعی سيستم ته وايی چې پر توليدی وسايلو د افرادو خصوصی مالکيت ردوی.
کمونستان په دې نظر دی چې ځمکه، اوبه او هوا دا ټول د ټولو انسانانو مشترک مال دی او هر څوک ور څخه د مساوی ګټې اخیستنې حق لری.
ځينی تاریخ پوهان او د اجتماعی علومو عالمان په دې نظر دی چې انسان د خپل تکامل په تاريخی پوړونو کې له همداسی يوې کمونيستی مرحلې څخه را تير شوی دی، چې ځينې ورته لومړنی کمون (کمون اوليه) يا (اشتراکی کمون ) هم وايی. په دې وخت کې توليدی وسايلو دومره وده نه وه کړی چې انسانان وکولای شی چې له ورځنی اړټیا نه زيات محصولات توليد کړای شی او د توليد پر وسايلو خصوصی ملکيت کومه ګټه هم نه لرله.

له تايخ پوهانو او د ټولنيزو علومو له متخصصينو سره يوځای ډير دينی عالمان هم په دې نظر دی چې لرغونو انسانانود طبيعت او توليدی وسايلو په وړاندې مساوی او آزادی اړيکې لرلې او دا موضوعات په مختلفو اشکالو په یهودی او ان په عیسوی دین کې ځان را ښکاروی. په لرغونی فارس کې د مزدک دين خو بيرته د ښځو د اشتراکيت موضوع هم مطرح کوله او ويل يې چې لکه دکورنۍ د رامنخټه کيدو تر مخه د لرغونو انسانانو په څير بايد واوسو. د مزدک د دين په وړاندی خانانو، پاچاهانو او نورو شتمنو کسانو ځکه هم ډير مخالفت کاوه، چې ويل يې چې په داسې صورت کې د دوی نسل د نورو تر منځ ورکيږی او ميراث یې خدای خبر چاته پاته شی؟

خيالی يا اتوپی کمونستان د مختلفو دينو او مذاهبو پيروان او د فلسفی لحاظه ايديالستان هم ورپکې ؤ. ددوی له پاره غوره موضوع د توليد پروسايلو او په توليد شوو محصولاتو اشتراکی ملکيت او د انسان له خوا د انسان د استثمار او زبيښلو د لغو کولو موضوع وه، نه د يوه او يا بل دين له پاره تبليغ او يا د دين په ضد جګړه کول. مختلفو کمونييستی عالمانو او رنګارنګ سوسياليستی جريانونو د کمونيستی نظام د جوړولو په اړه مختلفې او رنګارنګ نظريې وړاندی کولې، چې څيړل او مطالعه يې ډير وخت غواړی.
کارل مارکس هغه ستر فيلسوف، اقتصاد پوه او ټولنپېژندونکی ؤ، چې د کبيټاليستی يا سرمايه داری نظام د رامنځته کېدو او تکامل مراحل او قواعد يې وڅيړل او دې نتيچې ته ورسيد چې د سرمايداری نظام د ودی او تکامل په آخرينی مرحله کې به بيا يو اشتراکی نظام (کمونيسم) منځته راشی، ځکه چې سرمايه د کارګر طبقه رامنځته کوی او د کارګر طبقه د سرمايداری ګور کن دی.
د مارکس کمونيسم له دې کبله له اتوپی کمونيسم څخه بيليږی چې هغه د ده او د هغه دپيروانو له نظره پر تش خيال او اوتوپی نه، بلکې د ټولنيز تاريخی تکامل په علمی قواعدو او اصولو ولاړ دی. مارکس د هغه وخت د کپيټاليسم له تحليل او د هغو د قانونمنديو د څيړلو په جريان کې دې نتيجې ته ورسيد چې د بشر د تاريخی تکامل په بهير کې له سرمايدارۍ وروسته د سوسياليسم او کمونيسم مرحله حتما راتلونکې ده.
دا خبره به بې ګټې نه وی چې مارکسيستی پوهه يوازې په کمونيسم ( یعنی د ټولنيز نظام پر څرنګوالی) پورې محدوده نه ده، بلکې هغه د اقتصاد او فلسفی په اړه هم خپل ځانګړی نظرونه لری، چې يو له بله سره مغالطه او ګډوډی يې سړی د قضاوت سمې خواته نه شی بو ولای. علمی سوسياليسم، اقتصاد او فلسفه د مارکسيستی پوهې درې لایتجزا اجزا دی.
دا به هم په زړه پورې وی چې په ۱۹ او شلمه ميلادی پيړی کې دا سې دينی عالمان او سياستمداران را پيدا شول چې د (دينې سوسيالیسم) له پاره يې مبارزه کوله. یعنې دوی تر مارکس ډیر وروسته او د مارکس پر خلاف په دينی اساساتو ولاړه سوسياليستی ټولنه غوښته.
لنډه داچې که مارکسیستی کمونيستی ټولنيز- سياسی نظام پر دينی اساساتو نه جوړيږی، خو خپله کمونيسم حتما له دين سره د مخالفت معنې نه لری او دا خبره د تاريخی او علمی لحاظه تر ډیره ځايه غلطه ده چې وايی [quote:71bb59761c] کمونست باید ملحد هم وي[/quote:71bb59761c]

۳- زه د خپل معلومات او د افغانستان د سياسی جريانو او په هغوی کې د فعالو کسانو او په هغوی پسې د روانو کتلو د پيژندګلوۍ بر اساس ستاسی دا قضاوت سم نه بولم :

[quote:71bb59761c]افغاني هغه یې بیا لومړی ملحد او وروسته انفلاقيان ـ انقلابيان [/quote:71bb59761c]
ستاسی په دې قضاوت کې زما په نظر يوه پخوانۍ عقده او سياسی دښمنی پرته ده. که داسې نه وی، نو څنګه سړئ دا منلئ شی چې د خلقيانو په منځ کې په زرهاوو د مسلمانانو اولا د او روشنفکر وطندوسته ځوانان او پيغلې د ملحد او انفلاقی شی؟ آيا د الحاد او انفلاق منطق د اسلام په وړاندې دومره زورور او غښتلی دی؟ دا خبره هيڅ د منلو وړ نه ده او زه شخصا ډير خلقيان پيژنم چې ښه مسلمانان دی، خپل لمونځ او اودس کوی، روژه نيسی او ان ډير غټ، غټ خلقيان حج ته هم تللی دی.


وطندوست
02.01.2008

محمد حسن جان صاحب:
پرپړه دی ډیره اوږده لیکلې،
خو زه درته په لنډه وایم، که چیرې
تاسو لږ زیار وکاږۍ او دمارکسیست اصولوته مراجعه وکړۍ، او
دا وپلټۍ چې دغه اصول له څه څخه سرچینه اخلې
نو تاسې ته خپله معلومه شي
چې الحاد او مارکسیستي یا کمیونستي لازم او ملزوم دي.
تاسی په دې خپله ټوله لیکنه کې ایله په بیله افرادو ته ګوته نیولې.
او ځیني تاریخي خبرو ته هم ګوته نیولې، او له ډیرو تاریخي پیښو موسترګې پټي کړې دي.
او بله دا چې په ټوله لیکنه کې په اصولي توګه مو خبرې نه دې کړي.

دا زه منم چې ډیر خلک دخلقیانو سره ملګري وو، خو مسلمانانو وو، یا لالچ یا ویري او یا نورو اسبابو راخیستي وو،
او په افغانستان کې خو ددغو خلکو لوړه فیصدې مسلمانانه وه،
او دمارکسیسیزم په هغه دیالیکتیک اصولو هم نه وو خبر، او نه پرې پوهیدل.
اصلا دغه دیالکتیک اصول له لیرې څخه ډیر چمکدار او ښایسته ښکاري، او دغه چمک اوښایست ورته ځینې ددرواغو شعارونو ورکړې وي.
خو په دننه کې ټول پوچ بې مغزه مفکورې دې
چې ساده خلک پرې وغولوي، او دنړیوال یهودیت لپاره خدمت وکړي.
یهودو هم له اشتراکیت څخه لويي لويي پانګې تر لاسه کړې په شرق کې.
او هم يي له رأسمالیت او کاپیټالیزم څخه تر لاسه کړي په غرب کړې.

دا ټولې شیطاني حلقي دې.

مطالعه دې لږه پخه کړه،
تر اوسه ډير په کچه روان يي.
داشتراکیت سرسري خبرې او شعارونو پسې اخیستي يي، خو په اصلي مضمون او محتوی
باندې دې علم یا ډیر کم او یا معدوم دې.


نه پوهيږم چې څه وليکم؟

Mohammad Hassan
08.01.2008

وطن زاره وروره سلام!
زه داسې په سم ډول ستاسې په مطلب هم نه شم پوهېدای، چې څه ويل غواړی او نه پوهيږم چې څه درته وليکم. خو ددې په خاطر چې ليک مو بې ځوابه پاته نه شی او ستاسې احترام مې په ځای کړی وی نو په لاندې ډول به درسره بحث ته دوام ورکړم.
تاسې ليکلی چې:
[quote:fdaba6c01c]تاسو لږ زیار وکاږۍ او دمارکسیست اصولوته مراجعه وکړۍ، او
دا وپلټۍ چې دغه اصول له څه څخه سرچینه اخلې
نو تاسې ته خپله معلومه شي
چې الحاد او مارکسیستي یا کمیونستي لازم او ملزوم دي.[/quote:fdaba6c01c]

له لارښوونې مو مننه. ما که وخت وموند، ستاسې دا هدايت به ومنم او په وار ، وار او تکراری ډول به ځنې مارکسيستی آثار ولولم. خودا چې تاسې ددې خبرې ځواب ومومی چې الحاد او کمونيستی يو د بل لازم او ملزوم دی او که نه؟ نو لطفا زما پاسنۍ ليکنه بيا هم يو ځل په دقت او حوصله وګوری!

[quote:fdaba6c01c]تاسی په دې خپله ټوله لیکنه کې ایله په بیله افرادو ته ګوته نیولې.
او ځیني تاریخي خبرو ته هم ګوته نیولې، او له ډیرو تاریخي پیښو موسترګې پټي کړې دي[/quote:fdaba6c01c]
زه پوه نه شوم چې ما په پورتنۍ ليکنه کې کومو افرادوته ګوته نيولې او د چا نومونه مې بې ځايه ياد کړی؟ خو هو! ځنې تاریخی خبرو ته مې ګوته نيولې او زښته ډیرې تاريخی پيښې مې نه دې يادی کړی، ځکه چې نه يې ځای ؤ، نه یې اړتيا او نه يې ليکنې ګنجايش درلود.
[quote:fdaba6c01c]او دمارکسیسیزم په هغه دیالیکتیک اصولو هم نه وو خبر، او نه پرې پوهیدل.اصلا دغه دیالکتیک اصول له لیرې څخه ډیر چمکدار او ښایسته ښکاري[/quote:fdaba6c01c]
مقصد مو له کومو مارکسيستی - ديالکتيکی اصولو څخه دی ، چې له لری چمکدار او ښايسته ښکاری [quote:fdaba6c01c]خو په دننه کې ټول پوچ بې مغزه مفکورې دې[/quote:fdaba6c01c] که له ځنو مشخصو مثالونو سره رڼا پرې واچوی، خوشحاله به شم.

ستاسې دا تکراری امر په دواړو سترګو منم [quote:fdaba6c01c]مطالعه دې لږه پخه کړه،[/quote:fdaba6c01c] او کوښښ به کوم چې خپله مطالعه پخه کړم، اګر چې چندان وخت ورته نه لرم!
زه پوه نه شوم چې له دې څخه ستاسې مطلب څه دی چې ليکلی مو دی:[quote:fdaba6c01c]تر اوسه ډير په کچه روان يي.[/quote:fdaba6c01c] زه په دې باور يم چې تاسې لاتر اوسه نه پوهيږی چې زه په کومه روان يم. نو که زما لار درته نه وی معلومه، په کچه او راسته به يې څنګه پوه شی. ستا دا نتيجه ګيری زما په هکله ، زما په نظر سمه نه ده: [quote:fdaba6c01c]داشتراکیت سرسري خبرې او شعارونو پسې اخیستي يي، خو په اصلي مضمون او محتویباندې دې علم یا ډیر کم او یا معدوم دې.[/quote:fdaba6c01c]
د اشتراکيت له سر سری خبرو او شعارونو څخه مو مطلب څه شی دی؟ که لږ تفصيل ورکړې بده به نه وی.
ګرانه وروره! زما ليکنه بيا په غور ولوله . په هغې کې د موضوع په اړه زما په خيال بې طرفه معلومات شته، خو زما شخصی نظر ورپکې دخيل نه دی. او که داسې نه ده؟
په آخر کې بايد وليکم چې ما هم د موضوع په اصلی مضمون او محتوی کې د ډير او کامل علم ادعا نه ده کړی، خو هغه معلومات مې چې وړاندې کړی، هڅه مې ور پکې کړې چې صحت او امانت يې ضايع نه شی. په دې کې چې څومره توانيدلی يم ، دا بيا بيله خبره ده.

په لوی خدای د سپارم!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more