اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ع کريم حليمي
16.02.2008
ډېر مکرم او محترم منلی صاحب او لوستوونکو وروڼو
اسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته !
ګرانه وروره !
لمړی به دا دوې خبري سره جلا کړو ، يو ولسواکي ده ،بل ازادي ده
په ولسواکي کښي خو خبره او سوال نه پيدا کيږي
ازادي تر سوال لاندي راتللی سي
ديمکراسي د حکومت جوړېدلو ته ويل کيږي ، کيدای سي چه پاچاهي وي
کمونستي وي ، که ملک مسلمان وي که کفر وي
هو ! که پاچاهي وي ، که کمونيسټي وي که ملک اسلام وي که کفر
که حکم ئې مطلق (absolute, unconditional) وو
نو که څوک ئې کفر وګڼي او هم ديکتاتوري ، نو ډيره بده خبره نده
ولسواکي هغه اصل ، اصول دي چه د هيڅ مذهب ، دين ، اخلاقو ، او کلتور
سره ټکر نه کوي ، مشکل په دې بې قيد او شرطه ازادي کښي دی ، چه د هر مذهب او دين سره ټکر کوي
، د دغه غربۍ ازادۍ فقه زموږ د خواږه نبي کريم صلی الله عليه
وسلم له شرعی سره ټکر خوري ٠
د ملک يا وطن ټولواک او حکومت د ملت نماينده دي او بس ،
چه د همسايه ملکونو او غربي
وطنو سره د ملت په نمايندګي خبري وکړي ، داسي کارونه په ملک کښي
وکړي چه هغه کارونه په فردي ډول ملت نه سي کولای لکه د اوبو بندونه
جوړول سړکونه ،وسيلې او مواصلات,...................
، امن او امنيت ملت ته برابر کړي ، څرنګه چه ئې ملت غواړي
که ملت مسلمان وو نو ولسواکي به ئې اسلامي او ټولواک او رئيس يا امراء به ئې هم مسلمانان وي او د شريعت په تقليد کولو به پابنده وي
او که ملت کفر وو نو ټولواک به ئې هم له دوي څخه يو نفر وي
تر هغه ورځي چه ;په اسلامي ولسواکي کښي حد شرعي جاري وي هيڅ وخت دې ولسواکۍ ته کفري نه سو ويلای
، هو ! که له حد شرعي څه واګذاره (لاس پرسر ) سوه
، نو بيا ئې په ډاګه کفر ګڼه
د جهان ټول فقها د ولسواکۍ پر فقه موافق دي ، اما د ازادۍ پر فقه توافق
ته ندي رسېدلي ، دغه سبب دی چه د امريکا ازادي فرق لري د انګليس له
ازادۍ سره او د ودی دواړي ازادي بيا فرق لري له فرانسې سره
او د درو واړو ازادي بيا فرق لري د اېټاليا سره ، که څه هم د ازادۍ
خټه په اېټاليا کښي خشته سوې ده
نو بيا دا تر لمر واضح ده مسلمان ملک به داسي د ازادی اصل ، او اصول
د ملک لپاره ليکي چه چوکاټ به ئې اسلامي شرعه وي
که د شريعت تر چوکاټ ئې پښې وتلي وې ، نو دا ازادي بيا حرامه ده
نده معلومه چه پای به ئې پر څه دريږي ، و ازادۍ ته دي به دي ګورم
؟چه څومره ازادي ده ، امکان لري چه کفر وي او ممکن ده چه ګناه کبيره به
وي ، اويا به مکروح وي ، او يا به د ملت د عنناتو پر بينا بده وي
په مينه
وفی
03.03.2008
نن سبا لیدل کیږی چې دین دهغه خلکو لپاره حربه جوړه شوی کوم چې داقتدار هوس لری
په دیی نوي وخت کې مسلمانانو له حدڅخه زیاته توجو سیاسی علومو اونظام حکومت ته ورکړی ، چې محرک ددی څارنی اکثره وخت دا وی چې اسلام د(جمهوریت ) په بڼه کې وړاندی کړی ترڅو دمغربی جمهوریت په پیمانه کې پوره ثابت شی (په یاد لری چې مارکسیت هم خپل ځان همیشه دبهترین جمهوری نظام په صورت کې وړاندی کړی وو )
په اسلامی تاریخ کې داکثره مسلمانانو لپاره سیاست ډیره مهمه معامله نه ده پاتی شوی ، دمسلمانانو اکثره پوهانو دشریعت په بنیاد ټولنیز هم غاړتوب،اتفاق اوتوازن پیدا کولو کې ډیره دلچسپی درلوده ، ددوی په نظر دا کار نه دحکومت لخوا کیده اونه به وشی .
ولس دشریعت پابند کول ، خپل ځان دشریعت په مطابق او ددین دنورو جهتونو په مطابق جوړول ، که چیری داسی وشی ټولنه په خپله د سم والی اوبرابروالی په لار راځی ځکه چې په قرآنکریم کې بار بار دامربالمعروف اونهی عن المنکر ) حکم راغلی ، چې مطلب یی انسان ته دخپل ماحول اوچاپیریال په سلسله کې اجتماعي ذمه داریومسوْوليت ټاكل دی .
په درنښت
و.افغان
05.07.2008
ددې سکالو په اړه یو څو خبرې کول غواړم،
لومړۍ خبره: شاهي نظام اسلامي نظام نه دې.
دوهمه خبره: اسلامي نظام کې دمسلمانانو مشر یا رئیس داهل الحل والعقد
له لارې ریاست لپاره غوره کیږي، او بیا نور ټول عام خلک ورسره بیعت کوي.
دریمه خبره: اهل الحل والعقد په مختلفو طریقو سره غوره کیدلاي شي،
چې داوس وخت ولسي جرګه او د مشرانو جرګه يي یو نموذج دې، چې په دغو خلکو
کولاي شو داهل الحل والعقد نوم کیږدو.
((زه عام غږیږم، دا چې داوسنۍ ولسي جرګې غړي څومره اهلیت لري، او څنګه منځ ته راغلي بیله خبره ده)).
څلورم: هیڅوک دا حق نه لري چې په زور سره ځان پاچاهۍ ته ورسوي، او یا په زور سره ځان واکمن کړي، او چوکۍ کلکه ونیسې، البته داشغالګرو په وړاندې جګړه بیا دپاچاهۍ لپاره جګړه نه ده، بلکه دخداي او دمسلمانانو دځمکې دآزادولو جګړه ده.
پنځم: غربي اصطلاحات مې په دې اړه ښه نه ایسیږي، تر څو چې مونږ په اسلام کې
دیوه آزاد نظام لپاره الفاظ لرو او بسنه کوي، کفایت کوي.
شپږم: عام انتخابات هم کولاي شي چې دعام بیعت معنی ولري، خو داسې حال چې دافغانانو لويه فیصدي نا پوهه ده، له علم څخه لیري پاته شوي دي، نو دا رنګه عام انتخاباتو کې هغوي ډیر غولیدلاي شي، نو ځما په اند ښه به دا وي، چې له هرې منطقي څخه معلوم پیژندل شوي څیري وي، او هغوي دخلکو په وکالت رییس جمهور انتخاب کړي، او دا به هم پروا ونه لري چې کله دعلم لمن پر ټولو افغانانو پراخه شي، په هر څه پوه شي، نو که بیا عام انتخابات تر سره شي، نو کامیاب به وي،
که تاسو غربي دولتونو ته وګورۍ، هغوي دننې دیموکراسي نظام لپاره ډیر اوږد
طولاني سفر تر سره کړې، او بیا دداسې عامو شفافو انتخاباتو لپاره وکولاي شو چې لاره هواره کړي، البته مغز ددولت دمحدودو سرمایدارانو سره وي، کوم چې دخپلې سرمايي په زور داعلام ټول زور له ځانه سره لري، او ددې اعلام په واسطه خلک په یوه معین شخص راټولوي، او یا يي پرې ریاست ته رسوي.
اووم: دحکم په اړه، یا دپاچاهۍ او ریاست په اړه، په قرآن او حدیث کومې مشخصې
دقیقي تګلاري نه دې په ګوته شوي، چې یواځې په هغې دعمل وکړل شي، بلکه عام اصول يي وضعه کړل شوي دي، او نور حکم ته درسیدلو تګلاري مسلمانانو ته پریښي دي، چې دهر عصر مطابق هغوي دحکم لپاره مناسبې تګلاري ولټوي،کومه خبره چې داسلام دمبارک دین په کاملیت او پراخوالي دلالت کوي،
او دا چې دغه مبین دین دهر زمان او مکان لپاره صالح دې.
ع کريم حليمي
05.07.2008
ډېر مکرم او وموږ ته محترم استاد قاري صاحب ، زما سلام او احترامات ومنه
په ډېر احترام غرض وړاندي کوم
[quote:8979d56a75]شاهي نظام اسلامي نظام نه دې. [/quote:8979d56a75]
که داسي وويل سي چه هر هغه نظام اسلامي دی چه عدالت ئې د شرعي
تر نظارت او ړنا لاندي وي دغه ته اسلامي نظام ويل کيږي
او هر هغه نظام يا حکومت چه د خپل افرادو يا ملت مشروع ږغونو
او خواهيشاتو ته په درنه سترګه نه ګوري نو نه معروف او نه مشرع ورته ويل
کېدی سي ٠
بعضي وخت منلي ، مدبر او باکفايته او موثر مشران د قوم حق لري ،
چه د داسي حکومت مخي ته و دريږي ، چه يابه سمېږې او يا موږ عمومي ارتال
اعلامه وو ، که دغو مشرانو له ټولو سياسي اسلحو کار واخست او کوم تغير
په دې سياسي نظام پېدا نه سو ، نو بيا توده مبارزه هم مشرعيت لري
په اسلام کښي هر نظام د منلو وړ دی ، چه د سر امن ، د مال امن او شرعه پولي
وي ، خا دا جمهوري وي خا دا نظام مطلقه وي خا دا يو ډکټېټر وي ، نو څه دي
د مځکي اوسېدونکي دغه درې د سر امن او مال امن او معروف به هم له خطره
په امان وي
د سعودي ، جورډن ،جاپان ، انګلينډ ، حکومتونه شاهي دي او اکثرو انسانانو
ته دا سياسي نظامونه دنن ورځي معروف دي ، نمګرتيا وي لري دغه سبب
دي چه شوراګاني ئې هره ورځ د بهترې له پاره مجلسونه لري
که تاسو ئې تاريخ ته وګورۍ ، هره ورځ ئې تر پرون بهتره معلوميږي
هو داسي پېښيږي بعضي وخت چه يو قدم شاته واخلي ، اما اصلا همېشه
مخ په وړاندي روان دي
عدالت : هغه وخت ممکن دي چه ظالم او مظلوم د مساوي قدرت خاوندان وي
په محکمه کښي ،
مثلا ! يو ساده او خام او مسکين په محکمه کښي د يو عالم ،پخته ،او
پيسه دار او باواسطې سړي سره مخ وي ، نو که دولت او د عدليې وزارت
هغه ساده او خام او مسکين ته وکيل مدافع د دولت په مصرف ورته ورکړ
نو دغه وخت عدالت برقرار کيږي ، بېله دې به عدالت امکان ونه لري