اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
آیا دموکراسی رښتيا ډاګيزه کفر دی؟
Mohammad Hassan
12.11.2007
د طالبانو د الاماره په ويبسايټ کښې مې دا لاندې مضمون ولوست . له هغه څخه د دموکراسۍ په اړوند د طالبانو برداشت ښه څرګنديږی. ومې غوښتل چې د نوموړی مضمون څخه نور مینه وال هم خبر کړم او که لازمه وی چې بحث ورباندې وشی!
[color=green:03f89f5cac][/color:03f89f5cac]«ډيموکراسى ډاګيزه کفردى
اى خلکو!بيشکه ډيموکراسى په الله تعالى ،الله تعالى په رسول ، الله تعالى په کتاب ، دالله تعالى په ديناودالله تعالى په شريعت کفردي، اوهغه څوک چې ډيموکراسى مني په تحقيق سره داسې شخص پرهغه څه بآندي کافردي چې پرمحمدصلى الله عليه وسلم باندې نازل کړي شوي دى .هغه څوک چې په افغانستان کى دډيموکراسى دحاکميت اوترويج له پاره فعاليت کوى طاغوت دي، طاغوت دى، پرهرمسلمان باندې فرض دي چې دډيموکراسۍ له قبلولو څخه نکار وکړي اوددغه نظام په خلاف پرزړه، ژبه اولاس مبارزه وکړي.
زه حيران يم چې څرنګه دافغانستان په دائره کړاى شوي لويه جرګه کې دهغو ذواتوپه موجوديت کې دډيموکراسۍ کفري نطام اودغه فتنه تثبيت کړاى شوه چې هغوي ځانونوته مجاهدين وائي ،الله تعالى ددوي په څير وګړو په باره کې په حق سره فرمايلي دي : (( انما استزلهم الشيطان ببعض ماکسبوا )) دآل عمران سوره ١٥٥ آيت ٤.
ترجمه :- بيشکه همداخبره ده چې ښويولي دي دوي شيطان په سبب دځينو هغو ګنانونوچې کړي وو دوي .
ايادوي په ډاګه په الله تعال باندې کافر کيږي ،په داسي حال کې چې دوي ښه پوهيږئ . دريغه چې دوي دجهاد په پيل کې مړه شوي ياقتل کړاي شوي واي. مخکې له دې څخه چې دوي په خپلو دغو اوسنيو کثافتونوسره جهادملوث کړي .دوي څرنګه داقبوله کړه چې له کفاروسره باقي پاتې شي اوله هغوى سره دهغوي په ژوند کى شريک شي پداسى حال کي چې دوي ګومان کوي چې دوي في سبيل الله مجاهدين دي الله تعالى مؤمنانوته حکم کړي دى اوفرمايلى يې دي:
(( وقدنزل عليکم فى الکتاب ان اذاسمعتم يات الله يکفربها ويستهزابها فلا تقعدوا معهم انکم اذامثلهم )) دنساء سوره ١٤٠ آيات ترجمه :- اوپه تحقيق سره نازل کړي دي الله تعالى پرتاسى په کتاب ( قران ) کې داحکم : هرکله چې واوريدل تاسې اياتونه دالله چې کفرکولى شي په دې ياتونواومسخرې کولى شي په هغوي پورې نومه کينئ تاسې له دوي سره ( اى مؤمنانو ) که نه نوتاسي به هم پدې وخت کې دهغوي ( کفارو ) په شان شئ .
اوالله تعالى ريښتياويلي دي . دوي هم دهغوي په شان ګرځيدلي دي .
اى خلکو! په تحقيق سره ديو له اسلام څخه په شاشوي دي .ايادوي الله تعالى ته توبۀ نه کوي اوبښنه ورڅخه نه غواړي ايادوي خپل دغه عمل معمولي اوکوچنى ګڼي .پداسې حال کې چې دالله تعالى په وړاندې داعظيم جرم دى ځکه چې :
(( ومن لم يحکم بږانزل الله فاولئک هم الکافرون )) دالمائده سوره آيات ٤٤ )) اوره چاچي ونه کړحکم په هغه شي چې نازل کړى دى الله ، نودغه کسان هم دوي دي کافران
هغه ډيموکراسي چې منافقين اوکافران يې ستاينې اوتبليغات کوي زښت ډيرزيانونه لري اوټول مفاسد يې ښکاره دي چې دهغو له جملې څخه دډيموکراسى پنځوس مفاسدعلامه عبډالمجيد الزعي بيان کړي دي چې په لاندې ډول دي .
دديموکراسۍ دتکفير دليلونه :-
لومړئ دليل :- ديموکراسې اوددغه نظام لوازم لکه احزاب اوانتخابات يوځانګړئ جاهلي نظام دى ، چې له اسلام څخه په هراړخيزه توګه بدل اومخالف دي. چې له همدې کبله له اسلام سره دده امتزاج په هيڅ صورت اوحالت کې ممکن اومشروع نه دى ځه چې اسلام نور رڼاده اوديموکراسي له پيل څخه ترپايه پوري=ې تيارې دي چې دغه دواړه په هيڅ صورت کې سره برابره نه دي الله تعالى فرمايلي دي :
(( ومايستوي الاعمى والبصير ولاالظلمات ولاالنور)) دفاطرسوره ١٩-٢٠ آيت
الله تعالى فرمايلي دي : (( قدتبين الرشدمن الغي )) دالبقره سوره ٢٥٦ آيت
په تحقيق سره ښکاره شوې ده سمه لاره ( دايمان ) له ګمراهى (کفر) څخه .
اسلام دالله تعالى نازل کړى اسماني نظام دي اوديموکراسي ځمکني بشري نوښت دى چې له همدې کبله د دواړوترمنځ ډيرزيات واټن دى !
دويم دليل :- دديموکراسۍ په لوبه کې په ګډون کولو سره ديهوديانو، نصرانيانواو نورو کافرانوطاعت دى، اوالله تعالى مؤمنان دکافرانوله طاعت څخه منعه کړي دي اودهغوي په خلاف يې دجهاد حکم ورته کړى دى ، اوفرمايلي دي :
(( ياايهالذين امنو ان تطيعوا فريقامن الذين اوتواالکتاب يردوکم بعد ايمانکم کافرين )) دآل عمران سوره آيات ١٠٠ ترجمه :- اى هغوکسانوچې ايمان يې راوړي دى ( اى مؤمنانو! ) که تاسئ حکم ومنئ ديوې ډلې له هغوکسانوچې ورکړى شوى دى دوي ته کتاب ، نوبيرته به وګرځوي تاسې وروسته له ايمانه ستاسې کافران. اوفرمايلي دي
(( فلاتطيع الکافرين وجاهدهم به جهادا کبيرا)) دالفرقان سوره آيات ٥٢ ) ترجمه : نومه کوه اطاعت دکافرانواومقابله کوه له دوي سره په جهاد لوى سره اوفرمايلى يې دي (( ولاتطبع الکافرين والمنافقين ودع اذاهم وتوکل على الله وکفى بالله وکيلا)) دالاحزاب سوره آيات ٤٨ ترجمه :- اومه منه حکم دکافرانواومنافقانواوپريږده ضرر ددوي ( په غچ اخيستلوکې ) اوتزکل وکړه پر الله ازمکافي دي الله وکيل ( ساتونکى- کارجوړوونکى ) اوپه دي هکله په قرآن کريم کې نورهم ډيرآياتونه ښکاره موجوددي.
دريم دليل :- دريم دليل دادى چې ديموکراسې ددين اوژوندترمنځ بيلتون راولي اوهغه داسي چې دالله تعالى شريعت دژوندون له ډګرڅخه منزوي يعنې ګوښه کوي اودقانون جوړولو حق بشري ملتونوته ورکوي. اودادهغوي اساسي حق ګڼي لکه چې دانتخاباتوله صندوقونوپه کيښودلواودنمايندګانوپه مجالسوکې ددوي نمايندګان داخبره په ډاګه سره وائي اواعلان يې کوي .
څلورم دليل :- څلورم دليل يې دادى چې ديموکراسي دهغه چاله پاره دمرتدوالي اوزنديق توب له پاره ورپرانيځي چې ورته ليواله وي ، په درشل کې يې ولاړوي اوهغه داسې چې ددغه طاغوتي نظام په سيوري کې دهرملت ،مذهب مفکورې له پاره دځانګړي داسي سياسي ګوند جوړولو زمينه برابروي چې ځانګړې خپرونه ولري چې په هغې سره دالله تعالى له دين څخه دوتلو اوبيزارتياله پاره دغوت کوي. ددي دليل په وړاندې کولو سره چې په ديموکراسۍ کې دهرچاله پاره دفکر، راى اونظرازادي ده . نوکله چې ديموکراسي له شوري سره توافق لري اوداهغه ځانګړتياده چې مسلمانانوله زرکلونو څخه راپديخواله لاسه ورکړي ده.لکه چې ځينې ناپوه وګړو په ډاګه داخبره کړي ده بلکى ځينې اسلامي ګونونوپه خپله يوه اعلاميه کې په ځغرده ويلي دي چې :
ديموکراسي اوداحزاب، ډيروالى زمونږ له پاره هغه يوازينۍ غوره لاره ده چې خپل افضل مسير ته پرې بيولى شو!!!
پنځم دليل :- پنځم داچې ديموکراسي ، دشراب،، عرياني سازاورود، فسق،زنا، تياتر، سينماؤ دشهواتوابآحيت اونورو الهي محرماتودسپکاوي له پاره دديموکراسۍ ددې مشهور شعاروپه زمزمه کولو سره لاره پرانيځي چې وائي : پريږده چې څه يې خوښه وي دوې کړى اوچيرته چې يې خوښه وي پرې يږده چې ځي، ددى شعارپه حکم چې ديموکراسي دفردي ازادۍ ملاتړ کوي !!
شپږم دليل :- شپږم زيان يې دادى چې دديموکراسۍ په ترويج سره دتفرقي اواختلاف دهغو پلانونوپه نطبيقولو سره ورپرانيستلى شي چې ښکيلاک ګرو داسلامي امت دتمزيق اوټوټه ټوټه کولو په تکل جوړ کړى دى اوهغه دايکې يوامت په ملتونو،هيواتونو،دولتونو،عصبيتونو، ګوندونواوداسي نوروباندي ويشل دي.اوپه دي سره دالله تعالى له دي قول څخه سرغړونه اومخالفت تحقق مومي چې فرمايلي يې دي : (( وان هذه امتکم امته واحده واناربکم فاتقون )) دالمؤمنون سوره آيات ٥٢
ترجمه :- اودغه ستاسې امت ايکې يوامت دى اوزه رب دتاسې يم نووويرږئ له ما.
اودالله تعالى له دې قوله څخه مخالفت کول دي چې فرمايلي يې دي :
(( ولاتنازغوافتفشلواونذهب ريحکم )) سوره المؤمنون آيات ١٨ اومه کوئ جګړه په خپلو منځونوکې پس بې زړه به شئ تاسې اولاړبه شي قوت ستاسې .
اووم دليل :- هغه څوک چې ديموکراسې نظام قائموي اوپه لاره يې تلل کوي بايد هرومرو پرګردو کفري مؤسساتو اومبادي ؤلکه دملګروملتونوتړونونه ، دامنيت دشوراپربين المللي قوانينو، داحزابوبرقانون اونورو هغوقيوداتو اعراف وکړي، يعنى قبول يې کړي چې دالله تعالى له شرع څخه مخالفت دى . اوکه څوک داسې ونه کړي نوپردې پلمه له ګوندي فعاليت څخه منعه کولى شي چې بنسټ پال افراطي دى، ډار اچونکى دى ، نړيواله سوله اوسوله دوست ژوندکول نه خوښوي.
اتم دليل :- داچې دديموکراسي نظام ګرد شرعي احکام لکه جهاد، حسبته ،امربالمعروف نهي عن المنکر، دارتداداومرتدينواحکام، جزيه رقاق اوداسى نورمعطلوي .
نهم دليل :- دديموکراسي نظام ترسيوري لاندې مرتد اومنافقين دوطن دوست، هيواد پال اودمخلص اوګټور ځواک په توگه توصيفولى شي په داسي حال کې چې دغه ډول عناصرشرعاً ددغومواصفاتوخلاف دي.
لسم دليل :- داچې ديموکراسي اوانخابات دشرعي ضوابطوله اعمادکوي .اولله تعالى فرمايلى دي :
(( وان تطع اکثرمن فى الارض يضلوک عن سبيل الله ان يتبعون الاالظن وان هم الا يخرصون )) دانعام سوره آيات ١١٦ ترجمه :- اوکه ته متابعت وکړى زياترو دهغوکسانوچې په ځمکه کې دي نووابه وړي دوي تاله لارې دالله اونه کوي پيروي دوي مګردګومان اونه دي دوي مګر دروغ تړي ( پرالله تعالى باندې ) اوفرمايلي يې دي :
(( ولاکن اکثرالناس لايعلمون )) داعراف سوره آيات ١٨٧ اوليکن زياتره خلک نه پوهيږي اوفرمايلي يې دي : (( وقليل من عبادي الشکور )) دسبا سوره آيات ١٣ اولږ دي له بندګانوزماشکرايستونکى .
يولسم دليل :- داچې دديموکراسۍ خپلول اسلامي امت دجاهليت اواسلام، حق اوباطل ترمنځ د مبارزې له طبيعت څخه غافلوي. او داذهنيت ورکوي چې دواړه سره اوسيدلى شي،پداسې حال کيې چې په هيڅ صورت کي جاهليت اواسلام سره جمع کيدلى نه شي ديوپه رانګ سره هغه بل هرومرړله منځه ځي اوهغه څوک چې داګومان کوى چې دووټونو په صندوقونو سره به اسلامي نظام پلي کوي .له عقل ،نقل اوهغوګردوطريقو څخه خلاف ګومان کوي چې بشريت پرې تللى دي .داسې ګومان دى چې غواړي دالله تعالى ابدي تګلاره بدله کړي اوداسي کول دهيچا په وس کې نشته الله تعالى فرمايلى دي :
(( فلن تجدلسنت الله تبديلا ولن تجدلسنت الله تحويلا )) دفاطرسوره آيات ٤٣ ترجمه :- نوله سره به نه مومى ته سنت عادت دالله ته هيڅ اړول ( بدلون ) اوبيابۀ له سره نه مومى ته سنت عادت دالله ته هيڅ ګرځول ( تحول )
دوولسم دليل :- دغه مسلک دهغى صحيح عقيدې څلې نړوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم اودهغه صحابه کرام پرې باندي وو. اوپه امت کې بدعتونه خپروي په خلکوکې ددغي صحيح ( اسلامى ) عقيدي دښوونې اوخپرولو پروسه شنډوي ځکه چې ددغي عقيدي روح اواصول له ګوندي توب اوتحزب څخه دبيزارتياحکم کوي چې په نتيجه کې يې رايه ورکول کمزورى کيږي اوټاکونکې کميږي !!
ديارلسم دليل :- ديارلسم داچې ديموکراسې په عالم اوجاهل،مؤمن اوکافر،نارينه اوښځينه کې هيڅ توپير نه سره کوي. دګردورايه په يوشان اوسره برابره بولي، پرته له دې چې شرعي ځانګړتياؤته ارزښت ورکړي .( په داسې حال کې چې دغه ډول مساوات دشريعت خلاف دي اواسلام غندلي دي ) الله تعالى فرمايلي دي :
(( قل هال يستوي الذين يعلمون والذين لايعلمون انما يتذکواولوالباب )) دالزمرسوره آيات ٢٣ ) ترجمه :- اياسره برابردي هغه کسان چې پوهيږي ( دعلم خاوندان دي ) اوهغه کسان چې نه پوهيږي ( جاهلان دي، بلکې نه دي سره برابر ) بيشکه همداخبره ده چې پند اخلي دعقل څښتنان ( اوديموکراتان له دغه صفت څخه عاري دي ځکه خوپه رايه ورکولو کي پوهان له ناپوهانوسره برابروي اودواړه يوشان دي ) اوفرمايلي يې دي
(( افمن کان مؤمناً کمن کان فاسقالايستون )) دالسجده سوره آيات ١٨ترجمه :-آيا پس هغه څوک چې وي مؤمن لکه هغه څوک دى چې وى هغه فاسق نه برابر ( دغه دواړه په مقام اومرتبه کې يوله بل سره په نزدالله ) اوالله تعالى فرمايلى دي :
(( افنجعلالمسلمين کالمجرمين مالکم کيف تحکمون )) دالقلم سروه آيات ٣٥- ٣٦ ترجمه :- اياپس وبه ګرځوو مونږ مسلمانان په شان د مجرمانو ګنهکارانوڅه شوي دى تاسى ته څرڼګه حکم کوي تاسى ؟!
اوالله تعالى فرمائي : (( وليس الذکر کالانثى )) دآل عمران سوره آيات ٣٦ ترجمه :- اونه دى نارينه په شان دي ښځى .
څوارلسم دليل :- څوارلسم داچې ديموکراسى ددغوت ګرانو، ټولنواواسلامى ډلو ترمنځ تفرقه اچوي اوهغه داسى چې کله ځينى له دوي څخه دديموکراسى پلويان شي نوددغى مفکورى مدافعين وګرځيږي اودهغوګوندونوستاينه کوي چې د ديموکراسى ترسيورى لاندي جوړ شوي وي. چې په دى توګه بيانوله هغه چاسره دښمنى کوي چې دديموکراسى دښمنان وي اوله هغه چاسره دوستى کوي چې دديموکراسى دوستان وي .چې له همدى کبله درواګڼونکي اونامشروع ګڼونکى ، ستايونکى او غندونکى ترمنځ دفتواګانودرکولو ديوبل به خلاف نه پاى ته رسيدونکى لړۍ پيل شى .
پنځلسم دليل :- پنځلسم داچې دديموکراسى نظام په حاکميت ددوستي اودښمني ، ( الولاء والبراء ) موضوع غامضه وګرځيږي يعنى بى ارزښته شي ( اوپه دى باره کې قرآنى نصوص اونب،ى سنت معطل شي ) چې له همدى امله دديموکراسى له قبلولو څخه وروسته ځينى وګړي په ډاګه داوائى چې ددوى اوکمونستانوترمنځ ، ددوي اوسيکولرستانواونورو اسلام دښمنو ترمنځ اختلافات صرف پربرناموکې دي په منهجونوکې نه دي اودا داس فرعي اختلاف دى لکه څرنګه چې داسلامى امت دڅلوروفقهى مذاهب،ترمنځ دى . بيانو دوى له هغوى سره ژمنى اوتړونونه په دى خبره باندى کوي چې په خپل منځ کې بۀ يوبل نه کافر کوي اونه به په خپل منځ کې يوله بل سره خيانت کوي اوهمدى امله بيا نودغه تازه نفس ديموکراتان وايى : سرسرى اختلافات دخپل منځى مسنى اومحبت دلمنځه وړلو قضيه نه رامنځته کوي .
شپاړسم دليل :- داچې دديموکراسى په منلوسره له سيکولروګوندونوسره دمسلمانانوتړونونه اومعاهدات اومشبوه قراردادونه منځ ته راوړى لکه چې نن روځ جريان لري ( چې په نتيجه کې يې په اسلامي هيوادونوکې دسيکولريزم، تبشير، نتصير اونهويددعوتونه پيل اوترويج مومى اوداسلامى امت نسل له دين اواسلامى عقيدى خڅه اړوي )
اوولسم دليل :- داکله چې دديمورکاسى په مزخرف اوطاغوطى نظام شموليت اودخول ترلاسه کړى شي بيانوپه غالبه توګه دغه شموليت دنيتونواواهدافو فساد ته منجر کيږي اوهغه داسى چې هرسياسى ګوند هرڅه دخپل خپل ګونددپياوړتياپه لورى سوقوى او اجتماعى وسائل اوبياپه خاصه توګه دديانت، وعظ، تعليم ، خطابي، اوصدقاتووسائل دګوندله پاره مختص کولى شي څوخلک په خپل ګوند کې جمع اوغونډګړي.
اتلسم دليل :- اتلسم داچي دديموکراسى په ترويج سره دحميده اوفاضله اخلاقولکه رښتيا ويل،صراحت، وفاءاوداسى نور فاسديږي اودحميده خويونوځاى رذيله اخلاق لکه درواغ ويل ، غوړه مالى( مداهنه – چاپلوسى ) ټګي اوداسى نور معمول کيږي .
نولسم دليل :- دغه رازديموکراسي طاغوتي نظام اومفکوره، کبر، غروراودنورو دتحقيراوتذليل ناوړه پديده منځ ته راوړي اوهريو پرخپله رايه مين وي ، پر خپل خپل فکر اونظر ويارکوى الله تعالى فرمايلى دي :
(( کل حزب بمالديم فرحون )) دالروم سوره آيات ٣٧ ) ترجمه :- هره يوه ډله چې له دوي څخه دي په هغه ( رايه اودين ) چى له دوي څخه دي خوشاله دي اوهماغه حق ګڼي اونرو غلط اوناحق تلقي کوي .
شلم دليل :- شلم داچي دديموکراسى په حقانيت اعتراف کول که په دقت اوغورسره وکتل شي دامعنا ثابتوي چې دالله تعالى له پلوه درسولانومبعوث کول حق نه دي .چې په دي توګه په ديموکراسي کي دالهى رسولانورسالت مطعون اوتورن کول دي ، اوبيا په خاصه توګه داکثريت په موضوع .ځکه چې ديموکراسي هغه څه حق ګڼي چې دملتونواکثريت يې غوره کړي نوبيا په دي صورت کې درسولانوبعثت اوپرهغوي باندي دخلکودهدايت له پاره دکتاب،نونازلول هيڅ ګټه نه لري اونه ورته اړتياليدل کيږئ . ځکه چې رسولان عادتاً په هغه څه راتلل کوي اودهغه څه په لوې خلکوته دمنلو دعوت ورکوي چې دهغه څه خلاف وي چې اکثريت پري باندي رهي وي لکه جاهلي دودونه ، بشرى انحرافات اوبې لارتياوي او دوي باطل اوخرافاتي عقائد.
يويشتم دليل :- دديموکراسى نظريه دمسلمانانوپه سوچه عقائدوکي دشکوکو، شبهاتواودوه زړه توب پيداکولوله پاره لاره پرانيځي، اوبيا په خاصه توګه زمونږ په موجوده عصرکې، چې حق پالونکى عالمان خورازيات لږدي اوپه اسلامى امت کي ناپوهى خوره ده چې له امله يې دموجودوفاسدوافکارواونظرياتو،جاهلي ګوندونودمختلفو نظرياتوخپروونکو جرائدو،ورځپاڼواومجلودلاهوکوونکومهلکو څپوپه وړاندې عام وګړي داسلامي امت دعلم کمښت په وجه له روحي ماتي خوړلو، پريشانتيااوسخت اضطراب سره لاس اوګريوان دي،مونږ له الله تعالى څخه په حق دين باندي دثبات اودديموکراسى له بې لارتياوڅخه دژغورلو غوښتنه کوو.
دوه ويشتم دليل :- دوه ويشتم داچې دديموکراسي نظام بنسټ اواساس دالله تعالى دحاکميت په نه منلو باندي ولاړدي. ( اوددغه نظام دولسى جرګې اودمشرانو جرګې ( سنا) قوانين سيکولريستى اوعلمانى دي ) نوکه چيرې څوک ددغه نظام په ټاکنوکې پدې پلمه ګډون کوي چې په دغو مجالسوکى بۀ دکتاب الله اودنبوي سنتوقانون پلي کوي نوداممکنه نه ده اونه يى څول ورسره قبلوي. ځکه چې دهغوي په وړاندي حجت داکثريت قول دي .
نوبيابه څرنګه دوي دهغوي په مجالسوکيې په داسي يوڅه حجت قائم کړي چې دهغوي په نزدله سره حجت نه وي .اوکه چيرته هغوي ته شرعي دلائل وړاندى هم کړى شى نودهغوى په وړاندى صرف ديوى راى اونظر حيثيت لري اوله دي څخه علاوه هغوى ته شريعت هيڅ ارزښت نه لري اونه په قداست ورته قائل دي .ځکه چې دديموکراسى پلوريان داغواړى – لکه چې په ځغرده وائى : چې له غيبى حکم او اکميت خه نجات ومومى داسى غيبى حکم چى له عواموڅخه صادر شوي نه وي ، يعنى هغوى داسي قانون نه قبلوي چې مصدريى عوام ( جهور ) نه وي اوپه سرکې يې دالله تعالى اودده درسول له حکم څخه ځانونه خلاصوي نوهغه وګړي چې وايې : مونږ دديموکراسى په مجالسوکي ددي له پاره ځانونه دننه کوو چې دکتاب الله اوسنتو حجت قائم کړونوددغودواړو اصل خوداغوښتنه کوي چې مطلق حاکميت الله لره دي نوبيا دوى له هغوى سره پردي خبره باندي څرنګه متفق کيږي چې دشخړو دفيصله کولو له پاره قاطع حجت اکثريت دى ، اوپه دي ورسره معترف هم دي ځکه چې ددغه اصل په منلوسره دحکومت کولوله ډګرڅخه وځي متفق عليها حجت نه پاتي کيږئ صرف ترتلاوت پورې محدوديږي .»
رانقل شوې ده له:[color=#444444:03f89f5cac][/color:03f89f5cac]www.alemarah.r8.org/
pattang
12.11.2007
انډيواله ديموکراسي چې اولس واکي ده په اساس کې له اسلام سره
فرق نلري ، زه به د خلفايې راشيدينو وختونه در په ګوته کړم٠ خو غربي ليبراله
او زمونږ اوستاسو له عنعناتو او اسلامي لارې څخه چپه ديموکراسي رښتيا
هم د اسلام په ضد ده ٠ دهرطالب نومي خبرې هم سړی بايد قبولي نکړي٠
که طالبان بر يالي شي له تېرو څخه يې بايد زده کړې ،او دا سې حرکت
وکړي چې هم ملي وي او هم اسلامي ، داسې يوکلتور نوی ندی ، داسلام
په تاريخ کې اوهم تر اوسه پورې ډېر ډېر مسالونه شته٠
هغه تلورانڅ چې په اسلام کې شته بلچېرې نشته خوپه داخل دچوکاټ کې٠
pseudo اسلام او نوی اسلام ، خلک نشي منلی ، هغه کړه چې پلار او نيکه د کړل٠
ډار ته حاجت نشته اسلام زمونږ داجدادو کور دی٠
Ghairat
14.11.2007
داسې بریښئ چې الاماره د نفس اماره غوندې هسې د قدرت اماره ده او د قدرت له پاره دغسې بي ارتباطه مضامین هم نشر ته سپاري .
په دې خو هر څوک پوهیږي چې ډیر څیزونه پخوا موجود نه وو او په غیر اسلامي هیوادونو کې کشف یا اختراع شول او نن یې مسلملنان او غیر مسلمانان یو ډول کاروي .عصري علوم یو هم پخوا نه و، نه چا فزیک پیژنده نه کیمیا، نه لیولوژي، نه ساینس او نه تحنیک، نه سوسیالوژي ، نه پسیکولوژي، نه انتروپولوژي ، پولیتولوژي او نه په لسګونو او سلګونو نور علوم، نو ایا دا ټول به اوس مسلمانان نه مني، کار به ترې نه اخلي او تحصیل به یې هم نه کوي، ځکه چې کافرانو رامنځته کړي ، وده او پراختیا یې ورکړې او د ټول علم او تنخیک انقلاب دوی رامنځته کړی نه مسلمانانو؟؟؟؟
دا ګردې فابریکي ، صنعت او تولیدات چې مسلمانان ترې په خوراک پوشاک او ټول ژوندانه له پاره استفادی او سؤ استفادی کوي باید پر مسلمانانو حرام اوسي او له کفارو څخه یې رانیول او بیا کارول یې باید اسلام ته خطر اوسي او مرتکب یې باید طاغوت ، مجرم ، کافر او ګناه کار اوسي ؟
همدغسې دموکراسي هم ده چې د حکومت کولو یو مجرب ، متکامل او غوړیدلی شکل دی او ډیر اسا سات یې د اسلام سره شریک هم دی، صرف له دی کبله چې په
اروپا کې رامنځته شوې او په نړۍ کې خپره شوې او پراختیا یې موندلې باید مسلمانان تری بی برخې پاتې شي ؟؟؟؟
سمه ده چې لیبرالیزم او هغه څه چې مستقیما د اسلامي امر او نوهیو سره ټکر خوري، هغه په په ملي دموکراسۍ کې نه وي او هغه څه چې د اسلام سره سمون لري هغه به د اسلامي دموکراسۍ په توګه په افغاني دموکراسۍ کې پلي کیږي.
هو هرڅه چې د اسلام سره ټکر لري هغه به په افغاني دموکراسۍ کې نه وي او هر څه چې اسلامي امر او نهې پورې تړلي وي که د دموکراسۍ سره ټکر هم ولري د اسلام مطابق به په پام کۍې نیول کیږي. یعنې اسلام د ددموکراسۍ تابع نه دی خو دموکراسي د اسلام تابع ده او په ډیرړ برخو کې داسلامي احکامو د لا غوړیدا او پرمختګ سبب ګرځي !
لومړی خو تر ټولو دمخه دموکراسي د حکومت کولو شکل او طریقه ده، د اسلامي بیعت په غوړیدلي بنسټونو لکه عام، عادلانه آزادانه او سري رایو یا انتخاباتو په اصل ولاړه ده او د دیکتاتورۍ زور او ظلم مخه نیسي !
دوهم د هر اجتماعي کار له پاره د مشورې او شورا څخه کار اخلي چې دا هم یو منل شوی اسلامي او په قران ثٍابت شوی اصل دی !دریم د علنیت اصل دی چې د ژورنالیزم مطبوعاتو له لارې له مسلمان اولس څخه څوک کوم پټ جنایت ته دوام نشي ورکولی ، هو که ملا عمر هم ولس مشر شي کومې وعدې یې چې د اسلام په ا ړه کړې وي، د هغې پّ خلاف نه پټ او نه ښکاره کوم خیانت نشي کولی .
څلورم په دموکراسۍ کې فردي مسولیت آړین دی او په یو یا بل نامه څوک خپل مسولیت پر بل نشي غورځولی او نه د مال دولت خانۍ اصل اونسب ملاتوب او جولاتوب په وسیله څوک کوم امتیاز اخیستلی او له قانوني مساوات څخه ځان مستثنی ګڼلی شي !
پنځم داچې نه آن د ملا عمر غوندې مشر د اسلام او نه آن د بریژنیف غوندې کمونستي رهبر د کمونیزم په نامه هم په دموکراسۍ کې کولی شي چې چې پټ ځان ته ددولت په پیسو جنت جوړ کړي او ولس په فقر او بی وځلۍ کې وساتي او د آخرت په وعدو یې تسل کړي خو پخپله پټې عیاشۍ ته تمبه شي، بلکې په دموکراسۍ کې رسړا او د عمل په آړینه سزا رسیږي !
دا ټول هغه اصول دي چې د اسلام د سپیڅلي دین بنسټیزې غوښتنې دي او په دموکراسۍ کې لا ښه پلي کیدای شي ! خو ددې له پاره دموکراسي باید وده وکړي او پوخوالي ته ورسول شي .
15.11.2007
..................................همدا کفر دې بس دي چې جاهل يې طالب جانه !
که دموکراسي کفر وي نو بيا دې د ملا فضل الرحمن پر پلندر پرويز مشرف ولې دکفر او کافر، تاغو ت ، بي دينه ﻻ مذهب او د اسلام ددوښمن فتوا نه صادروې ؟
د پنجابي دموکرات کافرانو له کفري حاکميت څخه څنګه دلرې پښتونخواه د آزادولو غږ نه پورته کوئ ؟؟ او ولې د پاکستان په دموکراسۍ وياړئ ؟ ستاسو پير مولوي فضل الرحمن خو په همدغه دموکراتيک آيين وياړي او دفاع يی کوي ، ولې هغه ته کافر ، تاغوت اود شيطان بچي نه واياست ؟؟؟ دا يو بام او دوه هوا له کومه راغلې ؟
جنرال مشرف دې ولې انتخابات وکړل او څنګه درګرده د دموکراسۍ وعدې ورکوي ؟؟؟؟؟؟ نو ملاجانه ښه داده چې لومړي يې د خپلو پنجابي بادارانو سره سپينه کړې ، بيا راځه د افغانستان دوګړو سره پرې خبرې کوه !
آیا تاسو تر اوسه پورې د ملازیا دولتي واکمني چې دموکراتیک رژیم لري، یوکافر رژيم بللی او تاغوتي دولت یې ګڼئ ؟
دغه راز سره له دې چې د ترکیې رژیم یو سیکولر رژیم دی، بیا هم هغه کافر بللی شئ؟؟
و.افغان
16.11.2007
محترمو ورونو:
سلامونه مې ومنۍ،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
په لنډه يي وایم:
ددیموکراسۍ په اړه لیکنه کې ډیر قصور او خلط لیدل کیږي:
که چیرې مراد له دیموکراسۍ دا وي، چې ولس په آزاد طور خپل دولت وټاکي، خپل رئیس وټاکي، هغه که دمشوري له لیارې وي، که داهل الحل والعقد له لیاري وي، که دجرګو له لیاري وي، یو نظام ورته جوړ کړي، چی مثلا هر پنځه کاله یالس کاله وروسته به پادشاه بدلیږي، دغه داسلام روحيي څخه اخیستل شوې نظام دې، هیڅکله کفر نه دې، په نن سبا کې، ددرغلیو په زمانه کې ، هیڅکله ددې خبرې صحت شونې نه دې، چې یو امیر دې دهمیش لپاره دامارت په رأس کې پاته شي، عزل کیږي دې نه، او نه دا شوني ده، چې ابوبکري یا عمري خلافت مینځ ته راشي، په اوس وخت ددې لپاره کوښښ کول، یا په دغه نوم دعوت کول هسې بیځايه خبرې دي، پکار داده چې دیوه اسلامي، ملي، هیواد دجوړیدو په لټه کې شو.
که مراد له دیموکراسۍ سیکولریزم وي، علمانیت وي، محلدینو ته لار خلاصول وي، داسلام ځپل وي، نو دا سوچ کفر دې، ډاګیزه کفر دې، هر چیرته که وي، پاکستان کې وي، او که په افغانستان کي وي، او امریکا چې دکومې دیموکراسۍ لپاره هر اړخیز کوښښونه په لار اچولي دي، هغه په دی دويم قسم کې راځي.
پاتې شو دپاکستان نظام، نو هغه یو کفري انګریزي نظام دې، هیڅکله ورته مسلمان نظام نشو ویلي، دافغانستان اوسنې نظام دپاکستان له نظام څځه سل چنده ښه دې، او دا خبره زه داحساساتو له مخې نه کوم، بلکه دا مې عقیده ده، او صحي خبره ده، خو دومره ده، چې پاکستان کې خپله دخلکو په نوم مشرانو او دانګریز حلقه بګوش غلامانو دا رنګه حکومت رامینځ ته کړي او یا يي استمرار ورکړې، او ځمونږ په وطن باندې دیموکراسي دیوه بربنډ بهرني یرغل په نتیجه کې تحملیږي، چې مونږ او تاسې یي شاهد یو.
دلته دبهرني یرغلګرو په وړاندې دافغانانو دمقاومت خبره مطرح ده، او که خبره له دې څخه ووځي، معنا دا چې یرغلګر له میدان څخه لاړ شي، نو بیا که په افغانستان جهاد یو کرت لازمیږي، نو دپاکستان دحکومت په ضد سل ځله لازمیږي.
دافغانانو غیرت تر هغو زیات دې، مسلماني يي ترې ښه ده، افغانان په خپل مینځ کې دڅو هیندانو پرته ټول مسلمانان دي، او دغه هیندوان هم له بل ځاي څخه راغلي.
داسلام په نوم دافغان وژل ډیر لوي ظلم او ناروا ده، چې خپله دافغانانو په لاسونو تر سره کیږي، او یواځينۍ دحل لاره يي دافغانانو اتفاق او دیرغلګرو ویستل دي، یواځينۍ حل لاره يي دافغانانو خپلمینځي خبرې دي، او بس.
پاکستاني ورونو ته هیڅ ضرورت نشته چې ځمونږ وطن ته راشي او داسلام او دجهاد په نوم تخریبات وکړي، که هغوي جهاد کوي نو باید له خپل کور او دخپل انګریز حکومت په ضد دی شروع کړي.
19.11.2007
درونو ورونو!
د محترک ورور وهاج صافي صاحب لندینۍ لیکنه اصولي او په لږ څه مشخصولو سره د تایید وړ ده . نوموړی لیکي .
[quote:94b5b8f7a3]که چیرې مراد له دیموکراسۍ دا وي، چې ولس په آزاد طور خپل دولت وټاکي، خپل رئیس وټاکي، هغه که دمشوري له لیارې وي، که داهل الحل والعقد له لیاري وي، که دجرګو له لیاري وي، یو نظام ورته جوړ کړي، چی مثلا هر پنځه کاله یالس کاله وروسته به پادشاه بدلیږي، دغه داسلام روحيي څخه اخیستل شوې نظام دې، هیڅکله کفر نه دې، [/quote:94b5b8f7a3]
بالکل دموکراسي اّ په افغانستان کې همدا ده [color=white:94b5b8f7a3]چې ولس په آزاد طور خپل دولت وټاکي، خپل رئیس وټاکي[/color:94b5b8f7a3][color=blue:94b5b8f7a3]،شورا هم وټاکي، اساسي قانون ولري،
ولري،د قانون په چوکاټ کې آزاد مطبوعات او ژورنالیزم ولري او حکومت او پارلمان په هرو پنځوکالو کې د عامو، آزادو ، عادلانه او سري رایګیریو ( انتخاباتو) له لارې نوی ټاکل کیږي ! او لیبرام له اقتصاد پرته بل په هیڅ شي کې نه وي ![/color:94b5b8f7a3]
[color=cyan:94b5b8f7a3]دا افغاني دموکراسي اسلامي هم ده او د افغانستان له پاره بل کوم الټرناتیف نه لري ! تاسو په دې اړه څه اندګور لرئ ؟[/color:94b5b8f7a3]
19.11.2007
درونو ورونو!
د محترک ورور وهاج صافي صاحب لندینۍ لیکنه اصولي او په لږ څه مشخصولو سره د تایید وړ ده . نوموړی لیکي .
[quote:be2b044fce]که چیرې مراد له دیموکراسۍ دا وي، چې ولس په آزاد طور خپل دولت وټاکي، خپل رئیس وټاکي، هغه که دمشوري له لیارې وي، که داهل الحل والعقد له لیاري وي، که دجرګو له لیاري وي، یو نظام ورته جوړ کړي، چی مثلا هر پنځه کاله یالس کاله وروسته به پادشاه بدلیږي، دغه داسلام روحيي څخه اخیستل شوې نظام دې، هیڅکله کفر نه دې، [/quote:be2b044fce]
بالکل دموکراسي اّ په افغانستان کې همدا ده
چې :
[color=white:be2b044fce]
ــــ ولس په آزاد طور خپل دولت وټاکي، خپل رئیس (جمهور) وټاکي[/color:be2b044fce]
ــــ شورا هم وټاکي، اساسي قانون ولري،
ــــ د قانون په چوکاټ کې آزاد مطبوعات او ژورنالیزم ولري ،او
ـــ حکومت او پارلمان په هرو پنځوکالو کې د عامو، آزادو ، عادلانه او سري
رایګیریو ( انتخاباتو) له لارې نوی ټاکل کیږي !
ـــ او لیبرالیزم له اقتصاد پرته بل په هیڅ شي کې نه وي ![/color]
[color=cyan:be2b044fce]
دا افغاني دموکراسي اسلامي هم ده او د افغانستان له پاره بل کوم الټرناتیف نه لري ! تاسو په دې اړه څه اندګور لرئ ؟[/color:be2b044fce]
19.11.2007
درونو ورونو!
د محترک ورور وهاج صافي صاحب لاندینۍ لیکنه اصولي او په لږ څه مشخصولو سره د سخت تایید وړ ده . نوموړی لیکي : [quote:7d81631513]
[color=yellow:7d81631513]که چیرې مراد له دیموکراسۍ دا وي، چې ولس په آزاد طور خپل دولت وټاکي، خپل رئیس وټاکي، [/color:7d81631513]هغه که دمشوري له لیارې وي، که داهل الحل والعقد له لیاري وي، که دجرګو له لیاري وي، یو نظام ورته جوړ کړي، چی مثلا هر پنځه کاله یالس کاله وروسته به پادشاه بدلیږي، دغه داسلام روحيي څخه اخیستل شوې نظام دې، هیڅکله کفر نه دې،[/quote:7d81631513]
بالکل دموکراسيّ په افغانستان کې همدا ده چې :
[color=white:7d81631513]ـــ ولس په آزاد طور خپل دولت وټاکي، خپل رئیس (جمهور) وټاکي یعنې :
ــــ شورا هم وټاکي، اساسي قانون ولري،
ــــ د قانون په چوکاټ کې آزاد مطبوعات او ژورنالیزم ولري ،او
ـــ حکومت او پارلمان په هرو پنځوکالو کې د عامو، آزادو ، عادلانه او سري
رایګیریو ( انتخاباتو) له لارې نوی ټاکل کیږي !
ـــ او لیبرالیزم له اقتصاد پرته بل په هیڅ شي کې نه وي
دا افغاني دموکراسي اسلامي هم ده او د افغانستان له پاره بل کوم الټرناتیف نه لري !
که طالبان هم دغسې نظام اعلام کړي، افغان ولس به بهرنیان له هیواد څخه رخصت کړي .
تاسو په دې اړه څه اندګور لرئ ؟[/color:7d81631513]
Nazar
19.11.2007
سلامونه تاسو ټولوته وړاندی کوم
_______________________
ملا صاحب دیموکراسی ولي نه منی ؟؟
هغه ځکه چی ملا دا فکر کړی په دیموکراسی کی انسانان پردوګونه هم باسي
او لوڅه غره ګرځي او په دیموکراسی کی خور او مور نوی معلومه
دا ځکه چی ملایان صاحبان یو ترفه سوچ او فکر لری .
او وارلواره دی کافر کی
او بله خبره ملا په دی ډار کی هم دی چی دا دی سرسایي چرګان به بیا څوک راکوی
دی یوه چرګ لپاره ټول هیواد بربادوی
هغه ملایان چی په هرڅه خبر دی هغه عاجزه یوه کونج ته ناست دی
او کوم ملایان چی په څه ندی خبر او دوه دری دینی کتابونه یی ویلی وی نیغ نیغ
به کیږی او د ټول اسلام ټیکدار به دی وی
pattang
19.11.2007
انډيواله دومره دوکه بازيي او ر ذالت چې په ديمو کراتانوکې دی ولا که يې ملا
له ادمه تر قيامته زده کړي٠ په دالرو ، سپين مخ ، شنو سترګو مه غلتېږه .
خدای ته وګورۍ خپل کلتور ته وګورۍ٠
[quote:8903b4ca21="Nazar"]سلامونه تاسو ټولوته وړاندی کوم
_______________________
ملا صاحب دیموکراسی ولي نه منی ؟؟
هغه ځکه چی ملا دا فکر کړی په دیموکراسی کی انسانان پردوګونه هم باسي
او لوڅه غره ګرځي او په دیموکراسی کی خور او مور نوی معلومه
دا ځکه چی ملایان صاحبان یو ترفه سوچ او فکر لری .
او وارلواره دی کافر کی
او بله خبره ملا په دی ډار کی هم دی چی دا دی سرسایي چرګان به بیا څوک راکوی
دی یوه چرګ لپاره ټول هیواد بربادوی
هغه ملایان چی په هرڅه خبر دی هغه عاجزه یوه کونج ته ناست دی
او کوم ملایان چی په څه ندی خبر او دوه دری دینی کتابونه یی ویلی وی نیغ نیغ
به کیږی او د ټول اسلام ټیکدار به دی وی[/quote:8903b4ca21]
رښتینی
19.11.2007
سلامونه او نيكي هيلي !
زموږ هيواد ته راغلي ديموكراسي قاتل د مقتول په وارثانو باندي
واكمن كړ او بيا يي قاتل ته ډك توپك هم په لاس كي ورکړ څو د
مقتول په بيوزله بچيانو بيرحمه باړونه وچلوي
په داسي ديموكراسي خو دي تو نالت وي چي دوستم او دده انډيوالان يي
په دي بيوزله ولس وتپل او كه تاسو دا واياست چي ولس به خپل استازي
ټاكي او بيا به دولس سلطه وي نو دا خبره هم يوه هيله او ارزو ده
د هيواد موجوده حالاتو او مسلطو ځواكونو ته په ليدلو سره ګومان نه كوم
چي خير به مو تر سترګو شي ځكه خو دسر په سترګو وينو چي ددوي باداران
خو بدليږي اما څيري هغه خونكاري او خونړۍ رامنځته كيږي اوس نو د ديموكراسي په نظام خبري كول څه ګټه لري اصلا په موږ باندي جلادان واك
چلوي ايا دوي كوم نظام ته قائل دي ؟
نو ددوي په شتون كي يو نظام هم ګټه نلري
او هغه يرغلګر چي زموږ هيواد ته راځي له هغوي نه دد يموكراسي تمه كول هم
بيځايه ده ځكه هغوي د سلهاو كلونو ديكتاتوران او شاهي نظامونه منلي دي
او ددي لاري ملګري يي هم دا ديكتاتوران دي
په مينه
Nazar
20.11.2007
[code:1:99e60f441f]په داسي ديموكراسي خو دي تو نالت وي چي دوستم او دده انډيوالان يي
په دي بيوزله ولس وتپل او كه تاسو دا واياست چي ولس به خپل استازي
ټاكي او بيا به دولس سلطه وي نو دا خبره هم يوه هيله او ارزو ده[/code:1:99e60f441f]
سلام درته وړاندی کوم
وروره
زما متلب له دیموکراسی څخه دا دي چي ولس به خپل استازي
ټاكي او بيا به دولس سلطه وي
دا بیا جلا خبره دي چی واک دی چا لاسته ورځی
مګر ملا دا دیموکراسی نه منی
ملا یواځی عمر یا ربانی ندی دا بل خرکوس چی او س په چوکی پوری غره سریش کړی
دا دي ملایانو ملا دي
دي هم دیموکراسی نغواړی دي وای چی بس دا موردګاوی دیموکراسی دي
Nazar
20.11.2007
دا سلام پتنګ صاحب ته
شني سترګی سره ویشتان الامه ده دي شیتان
مګر همدغه شني سترګو شیتانانو ته دیرش کاله ملایانو خدمت وکړ
دا ریشتیا ده که دروغ ؟
تسلیم شوي عسکر بیی هم پی حلال کو
تر دای ملا
می جار کړی لکه حلیمی صاحب چی په خپله کمپیوټر ته ناست وی او زما او
ستا د سوالنو ځوابنه ادا کوی
او په دای ملا یی ومنډم چی هغه درته وای چی کمپیوټر دي شیتان مسلک دي
mehman
20.11.2007
دوستان شامل بحث سلام بر شما!
اگر به عنوان بحث متوجه شده باشیم میبینیم که بحث بالای دموکراسی است نه ارزیابی کارنامۀ حکومت موجود !
همانطوریکه تمام عمل کرد نظام طالبی مساوی به اساسات دین اسلام نبود و نیست، بعضی عمل کردهای حکومت موجود هم مطابق به موازین دموکراسی نیست !
شنیده باشید که میگویند:
اسلام به ذات خود ندارد عیبی
هر عیب که هست در مسلمانی ماست
محتوای این دو مصرع بالای دموکراسی نیز تا حدی صدق میکند.
[quote:3be63d15ac] ولس په آزاد طور خپل دولت وټاکي، خپل رئیس (جمهور) وټاکي یعنې :
ــــ شورا هم وټاکي، اساسي قانون ولري،
ــــ د قانون په چوکاټ کې آزاد مطبوعات او ژورنالیزم ولري ،او
ـــ حکومت او پارلمان په هرو پنځوکالو کې د عامو، آزادو ، عادلانه او سري
رایګیریو ( انتخاباتو) له لارې نوی ټاکل کیږي !
ـــ او لیبرالیزم له اقتصاد پرته بل په هیڅ شي کې نه وي
دا افغاني دموکراسي اسلامي هم ده او د افغانستان له پاره بل کوم الټرناتیف نه لري ![/quote:3be63d15ac]
با تائید نکات فوق به نظر من در یک نظام دموکراتیک نکات ذیل در نظر گرفته شود:
- مشاركت مردم
- انتخابات آزاد ( ریاست جمهوری،پارلمان و ارگان های محلی )
- آزادي به مفهوم (آزادي بيان، سفر، مطبوعات، احزاب و تجمعات)
- قانونیت
- تفكيك قواءسه گانه( مقننه،قضایه واجرایه)
هرگاه در حیات سیاسی یک جامعه اصول فوق رعایت گردد میتوان آن جامعه را دموکراتیک نامید.
[quote:3be63d15ac]په داسي ديموكراسي خو دي تو نالت وي چي دوستم او دده انډيوالان يي
په دي بيوزله ولس وتپل او كه تاسو دا واياست چي ولس به خپل استازي
ټاكي او بيا به دولس سلطه وي نو دا خبره هم يوه هيله او ارزو ده [/quote:3be63d15ac]
جناب حامد نا ر ضائیتی شما از حکومت موجود کاملاً بجاست، ولی این را هم نباید فراموش کرد که محاکمۀ عادلانۀ اشخاص متهم به یک جرم هم تنها در یک محکمۀ که به اصول عدالت و دموکراسی بناء یافته باشد ممکن است. در غیر آن یک عمل انتقام جویی تلقی خواهد شد.
ما در گذشته نظام های گوناگون را تجربه نمودیم و میبینیم که سایر مشکلات اجتماعی ما مثل سابق به جای خود باقیست، پس برماست که این نظام جوان نو تاسیس خود را در راه دموکراسی واقعی تقویه نموده تا بتوانیم این نارسائی های موجود اجتماعی را پشت سر بگذاریم
با تقدیم حرمت
Nazar
20.11.2007
وهمان !
بیادری قند
برادر قند
سلام
پشتونها را ورد نظر بیګی
عقل شان را ورد نظر بیګی
پشتونهای کی بیشتر تبقیشان چی نظر دارند
د روبروی کمپیوتر کی شیشته اند اورا د جای خود بان
منلی
20.11.2007
ټوله وروڼو سلامونه !
که رښتیا راباندی وایی تراوسه پوری زما په فکر کې د ډیموکراسۍ ټاکلی مفهوم نشته چې زه یی تعین کړم ،له تاسو دوستانو څخه هیله کوم چې مونږ ته دیموکراسۍ مفهوم واضع کړی .
بله دچې په ډیماکریسی کې دحق اوباطل ،غلط اوصحیح لپاره مستقل ،خارجی اومطلق معیار شته اوکه نه؟
[quote:f5202976ca]ښاغلی پتوال لیکی
ـــ ولس په آزاد طور خپل دولت وټاکي، خپل رئیس (جمهور) وټاکي یعنې :
ــــ شورا هم وټاکي، اساسي قانون ولري،
ــــ د قانون په چوکاټ کې آزاد مطبوعات او ژورنالیزم ولري ،او
ـــ حکومت او پارلمان په هرو پنځوکالو کې د عامو، آزادو ، عادلانه او سري
رایګیریو ( انتخاباتو) له لارې نوی ټاکل کیږي !
ـــ او لیبرالیزم له اقتصاد پرته بل په هیڅ شي کې نه وي
تاسو په دې اړه څه اندګور لرئ ؟[/quote:f5202976ca]
په دی کې هیڅ شک نشته چې د ولس رایګیری ډیر ښه کار دی اوهمدغه قانون ده چې یو قوم مسلسل دتباهی له خطرونو نه په امان کې ساتی خوپه یوداسی قوم کې چې وحدت نه وی جمهوریت له دیی نه زیات نورڅه کولی شی چې داکثریت دګټو نمایندګی وکړی اواقلیت مغلوب وساتی .
22.11.2007
د ولسواکۍ دمفهوم په اړه دشاغلي نقاد لاندینۍ غه لېکنه بسانده بریښي .
درايو د اکثريت اصل هم د اقليتونو د مغلوبولو له پاره نه، بلکې د ملي ګټو د خوندي ساتلو او معقوليت
د برﻻسي له پاره ټاکل شوی دی . دا قليتونو د حق ساتنې له پاره هم د نوموړي
ليکنه وګورئ :
.................................................[size=24:0e816602fe][color=blue:0e816602fe]ديموکراسي يا اولسواکي[/color:0e816602fe][/size:0e816602fe]
............................................[color=red:0e816602fe] د اولسواکۍ مفهوم او ډولونه
[/color:0e816602fe] [color=yellow:0e816602fe]I ـ مفهوم:[/color:0e816602fe]
ديموکراسي له دوه يوناني کلموڅخه جوړه شوې ده چې لومړۍ يې( دېمو) او وروستۍ يې (کراسي) ده . که څه هم اصلي ټکی کراسي يعنې واک او واکمني ده چې دهر دولت د تاسيساتو په ټوليزه کې پلې کيږي ،خو د کراسۍ يا حاکميت ډولونه ډير دي ، لکه اوتو کراسي ، اريستوکراسي ، مونو کراسي ، دېموکراسي اونور...دهر دولت اوحکومت ډول په دې پيژندل کې چی هغه له څه ډول واک اوحاکميت څخه کار اخلي .که حاکميت د خلکو په ﻻس کې وي ، يعنې د اولس واک او واکمني وي ، نو ديمو کراسي ورته وايي، ځکه ډېمو اولس يا خلکو ته ، او کراسي حاکميت يا واک او واکمنۍ ته وايي. نو اولسواکي د ديموکراسۍ سمه پښتو ترجمه ده.
د اولسواکۍ له وييز او پوهيز (مفهوم) څخه خو داسې بريښي چې ګواکې اولس متحد او پخپله په ګډه سره حکومت کوي ، ولې په واقعيت کې داسې نه ده اونه دا مکان لري . هو دا سمه ده چې په يموکراسۍ کې له يوې خوا ددولتي قدرت يواځينۍمنبع اوحامل اولس دی ، خو له بلې خوا اولس په واقعيت کې پخپله نه واک چلولی شي او نه حکومت کولی شي ، [color=blue:0e816602fe]نو ديموکراسي په حقيقت کې يواځې په فکري توګه له اولس څخه د ټول دولتي قدرت اشتقاق کولو ته وايي ، او صرف د اولس د حاکميت د برحقيت له پاره بيلابېلې عملي قانوني ﻻرې چارې د ديموکراسۍ اصل او ماهيت ګڼل کيږي .[/color:0e816602fe] ـ
دديموکراسۍ مفهوم يو حقوقي او سياسي مفهوم دی، يعنې د دولت سره مستقيم تړاو لري او ان ددولت سره د تړلو ټولنواو اقتصادي برخو پورې غځيدلی دی .
[color=yellow:0e816602fe]ديموکراسي د تاريخي چاپېريال سره سم د هيواد د ټولو اتباعو سياسي او ټولنيز مساوات ته وايي . د فردي ازادۍ خوندي کول له يوې خوا، دولتي سازمان د اجرائيې ، مقننې او عدليې په درې ګونو ځواکونو ويشل او يو له بل څخه بېلوالی له بلې خوا ، او دغه شان د رايود اکثريت د اصل پر بنسټ ټول ټاکنې ، ټول پوښتنو او ددولتي ارګانونو تصميمونه نيول او پلي کول د ديموکراسۍ په مفهوم کې نغښتي دي . زياتره د اکثريت واکمني دديموکراسۍ اصلي ټکی، او د ملي شورا له پاره د عامو ، مساويانه و ازادو ټاکنو تر سره کول دهغې مهمه برخه بلل کيږي . خو په ځينو برخو کې بيا د اکثريت د قدرت محدودول ( د ازادۍ د پرينسيپ له مخې) هم د ديموکراسۍ سره تړلي دي ( لکه د فردي آزادي ، د لږکيو حقوق او دسې نور ). [/color:0e816602fe]
ديموکراسي د دولت د شکل ( ديموکرتيک دولت ) په توګه د حاکميت او واکمنۍ يو سيستم يا نظام دی، چې بي له شک او ترديد څخه پکې امريت او ماموريت، امر او تابعيت چليږي ، يعنې ګډ وډۍ يا په هروخت کې دهر فرد نامحدودې خوښې او غوښتنو ته ديموکراسي نه وايي . سره ددې چې ديموکراسي اولس او فرد فرد ته د هم ټولنې د سرنوشت په ټاکلو او هم د عمل په ډګر کې د برخې اخيستلو حق ورکوي ، خو دا حقونه تل د قانون په ټاکل شوي شکلونو او قانوني چوکاټونو کې تر سره کيږي . يعنې : کله چې د ټولنې هر غړی او هر وګړی دومره پوهه او پخلی لري چې خپل خصوصي کارونه او د ژوندانه چارې په آزادانه توګه د قانونيت په چوکاټ کې تر سره کولی شي ،بيا د مدني ژوندانه په دغسې يوه ټاکلې سطحه نور سمه او مناسبه نه بريښي چې د ټولنې د مهمو چارو په ټاکلو کې ، کومې ې دده د سرنوشت په ټاکلو کې هم مهم رول لري، له ونډې اخيستنې څخه بې برخې شي او نوموړی د خپلې د ارادې پر خلاف د يوې نامعقولې دولتي واکمنۍ ( ديکتاتورۍ) منلو ته اړويستل شي . خو دا ټولې غوښتنې د قانون په چو کاټ کې تنظيم او پلې کيږي، له دې کبله هره ديموکرا سي قانون او بشپړ قانوني سيستم ته اړ لري چې ټول پر حقوقي بنسټ ولاړ او په ځانګړې توګه د طبيعي او مثبتو حقوقو له مخې تنظيم شوی اوسي او يا پر دوديزو حقوقو تکيه شوي وي. أابته ديموکراسي د خپل شته والي د ساتنې له پاره هم دې ته اړ ده چې نوموړي حقوقي قوانين په عملي ډګر کې پلي کړي . قانونيت او ددولت قانوني حاکميت ځکه د ديموکراسۍ له بنسټيزو اصولو څخه يو مهم اصل شمېرل کيږي.
[color=red:0e816602fe] II :ــ د سياسي ديموکراسۍ د جوړښت عنصرونه :[/color:0e816602fe]
١[color=blue:0e816602fe]ــ مادي عناصر:
د ديموکراسۍ مادي څه توب او منځپانکه ، د کومې له پاره چې سړی د يموکراسي غواړي او پلې کوي يې، د ﻻندينو فکتورونو په تړاو کې پرته ده:
الف ــ د اولس خپل اراديت، آزادي ، مساوات او( د ټولو رسمي چارو) قانونيت .
د اولس خپل اراديت، ملي اراده يا د اولس واک او واکمني معنی داده چې ددولتي واکمنۍ ټول قدرت د خلکو يعنې اولس څخه خپله سرچينه او اشتقاق مومي . يعنې په وروستي تحليل او نتيجه په ټوليزه توګه د خلکو ټولنه، يعنې د هيواد د رايو د حق لرونکو اتباعو ټولګه واکمني چلوي او بس. ددې لومړۍ نتيجه داده چې په ديموکراسۍ کې د دولتي واکمنۍ جوړونه په يوه طبيعي بهير کې ، او د داسې ارګانونو له ﻻرې ترسره کيږي چې له ﻻندې څخه پورته خواته وضع کيږي. خو ددېموکراۍ ټيک برعکس، په ديکتاتورۍ يا زورواکۍ بيا د دولتي واکمنۍ له پورته خوا څخه ښکته خواته جوړښت مومي. په دې ډول صلاحيت په ديموکراسۍ کې له ښکته څخه پورته خواته ټاکل کيږي . ددې د پلي کولو له پاره بايد يو عملي کنترول موجود وي چي د هغې په وسيله برعکس مسوليت بيا له پورته خوا څخه د ښکته خوا په وړاندي ټاکل کيږي ، يعني
د شورا استازي د اولس يا خلکو په وړاندې مسوول وي ، او دولت د پار لمان په وړاندې مسوليت ولري ، نه برعکس ! [/color:0e816602fe]
، نو ددې مسوليت اولس په نوې انتخاباتي دوره کې نتيجه ګيري کوي او د شورا د استازي رحصتوي او يا يې بيا ټاکي، همدغه راز د شوری له پاره د اولس استازي کولۍ شي چې حکومت رحصت کاندي( که دحکوم شکل پارلماني وي) ، او يا يې ( د حکومت په اولسمشرېزه شکل کې) لږ تر لږه په بل څل انتخاباتو کې بيا په کار ونه ګماري. د او لس دواک يا دملي ارادې اصل په دې تر ټولو زيات په ډاګه کيږي چې د قانون ټاکنې يا تقنين زور او ځواک د اولس په ﻻس کې دی. داچې آيا او تر کومه حده پورې اولس پخپله د ټولپوښتنو يا ټولټاکنو له ﻻرې په مستقيم ډول سره له دغه حقوقي صلاحيت څخه کار اخلي ، او که نه اولس د خپلو ټاکلو استازو له ﻻرې نوموړې صلاحيت کاوي، دا توپير نو ر د ديموکراسۍ د مفهوم په ټاکنه کې مهم رول نه لوبوي، خو په دېشرط چې د شورا استازيتوب د ديموکراتيکو اصولو سره سم د ټولګړو(عامو) ، مساوي او آزادو انخاباتو له ﻻرې رامنځته کيږي او د ټولټاکنو په لنډه دوره (٢ ــ ٥) کې بيا تکرارشي .[/color]
[color=red:0e816602fe] : ب: دديموکراسۍ يو بل بنسټي عنصر آزادي ده:[/color:0e816602fe]
دلته په مستقيمه توګه سياسي آزادي مطلب ده ددې آزادۍ معنی داده چې انسان رسمأ د شخصيت په توګه و پيژندل شي ، څو دهغه د شخصيت د ازادانه ودې او پراختيا له پاره ددولت او لوړو مقاماتو له بريد او غرض څخه آزاده آ ډانه موجوده اويوه فردي فضا د ژوند د طبيعي ساحې په توګه ددولت له خوا تامين اوسي. سياسي آزادي په رسمي توګه د انساني ارادې د آزادۍ منلو پورې له يوې خوا او همدارنګه ددې پورې له بلې خوا تړاو لرې چې بايد له دولتي کولکتيويزم څخه ډډه شوې وي ،يعنې د انسان د موجوديت غايه او هدف بايد ددولت له خوا د هيڅ ډول کومې رسمي ټولنې پورې ونه تړل شي او په دې توګه دانسان موجوديت د دولتي ايديالوژۍ په يوه وسيله بدل او دهغې قرباني نشي.[color=red:0e816602fe]د انسان بايد پخپله د فرد او شخصيت په توګه درناوی خوندي وي.[/color:0e816602fe]
[color=yellow:0e816602fe] ج ــ د ديموکراسۍ دريم جز مساوات دی: [/color:0e816602fe]
له مساوات څخه دلته لږ تر لږه سياسي مساوات مطلب دی يعنې ( پرته له ماشومانو، تنکي ځوانانو ، ليونيانو او سختو جنايت کارانو ) ددولت ټول عاقل او بالغ اتباع چې له خپل عقل او وجدان څخه کار اخيستلی شي ددولت په وړاندې د اتباعو يو برابر او مساوي حقوق لري.دلته روحي ، انديز او جسماني مساوات نه مطلب دی او نه غوښتل کيږي، بلکې دې ته په ورته توګه ، لکه څنګه چې ټول انسانان د الله تعالی په وړاندې سره برابر او مساوي دي، دغسې بايد د خپلو جسماني، فکري او روحي توپيرونو سره سره د د دولت په وړاندې د مساوي حقونو او مسوليتونو لرونکي وي او د تقنين ، قضا او ادارې له خوا ورسره يوشان مساوي چلند وشي.، مګر داچې واقعأ ځانګړي توپيرونه يې زيان يا امتياز ﻻزم کاندي. په تيره بيا د اصل او نسب ، نژاد، ژبې ، جنس ، عقيدې او د مذهبي او سياسي نظر توپيرونه په يوه عصري ديموکراتيک دولت کې هيڅکله د تبعيض دليل او بهانه کيدلی نشي ، ځکه نن سبا د يو فرقه يي سياسي اقليت موجوديت د منلو وړ نه دی. د ديموکراسۍ د مادي عنصر په توګه د مساوات مفهوم په نورو برخو کې ( لکه اجتماعي ، اقتصادي يا د تعليماتو د چانسونو) مساوات په لمن کې نه رانغاړي ، بلکې صرف د قانون په وړاندې د عاقلو او بالغو اتباعو مساوات او برابري ده!(*) ـ
[color=red:0e816602fe]د: حقوقي دولتوالی [/color:0e816602fe]:
د ديموکراسۍ څخه مطلب له ارزښت څخه بيطرفي او ناپيلتوب نه دی، بلکې د آزادۍ او مساوات هدف د عدالت پلي کول او د خودکام چلند مخنيوی دی. هيڅ ډول حدود نه پيژندل او نه مراعات کول له آزادۍ او مساوات څخه د ناوړه ګټو د پورته کولو او داولس د سياسي ارادې د څرګندونې په ترځ کې د تيري او زور زياتي سبب هم وګرځي . که څه هم ديموکراسي يو سياسي ــ ، خو ددې سره جوخت يو حقوقي خصلت هم لري او
د خپل پوهيز سره سم يواځې د يوه باثباته او غښتلي حقوقي نظام په چوکاټ کې ، کوم چې لږ تر لږه د دولت څخه د مخکيني او مافوق دولتي طبيعي حقوقو پربنسټ تکيه لري، شته والی لرلی او غوړيدلی شي.
په دې ډول ، څنګه چې د اولس واک او د ملت اراده، حقوق، آزادي او برابري د ديموکراسۍ اچزا وې دي، نو ديموکراسي له هيواد څخه بهر هم د نورو اولسونو او هيوادونو د موجوديت د حق، ازادۍ او برابرۍ په رسميت پيژندنه غواړي.بېتفاوته بريښي چې دا مطالبه پخپله د ديموکراسۍ په پوهيز کې رانغښتې ده او که د ديموکراسۍ اړينه پايله او يوه نتيجه وبولو. البته د ديموکراسۍ پورتني عنصرونه يو د بل سره په بيلابيل انډول کې ولاړ دي. مثلأ د امريکا د متحده ايالاتو په ديموکراسۍ کې د آزادۍ ــ، په فرانسه کې د مساوات او برابرۍ مفکوره او په سويس کې بيا د مستقيمې ديموکراسۍ عنصر زيات رنګ خپل کړی دی. خو ددې ټولو خبرو سره سره اړينه بريښي چې ديموکراسي بايد د ١٩ پيړۍ د بې منځپانګې صوري ( فورمالې) ديموکراسۍ
په څېر نه وي چې يواځې د سياسي غښتلو خو له ارګانيک تړاو پرته نظريو پر بنسټ يې صرف د اکثريت اراده غوښتله، چې څرنګوالی يې نشو اټکل کيدای ، بلکې نن دديموکراسۍ مفهوم په مادي توګه يوه ، ټاکلې مادي او باثباته سياسي محتوا لري
[color=blue:0e816602fe]
. III د ديموکراسۍ صوري يا فورمال اصلونه او عنصرونه :[/color:0e816602fe]
څنګه چې د هرشي او هرې پېښې شکل د هغې د ماهيت او ظهور وحدت دی او شل له اهيت سره تړلی وي، نو دغسې [color=yellow:0e816602fe]د ديموکراسۍ د مادي عناسرو او شامله اجزو د پلي کولو او تحقق له پاره هم د فورمالو (شکلي) اصولو مراعتول اړين دی، که نه دديموکراسۍ مفکوره بې تحققه او بي عمله پاتې کيږي. د دېموکراسۍ فورمال پرينسيپونه د اولسواکۍ يوشمير ماهيوي اصول دي : لکه ټول پوښتنې او ټولټاکنې ، چې رايګيري په کې په اړينه توګه عامه او ټولګړي، مساوي او برابره، مخفي او آزادانه وي . سربيره پر دې د رايو د اکثريت اصل هم يو اړين اصل دی، چې بايد په اساسي قانون کې درج او منل شوي وي. دغه راز اساسي حقونه ( بشري حقوق) ، د سياسي ګوندونو تعدد (سياسي پلوراليزم) چې مساوي چانسونه او د حکومت د مخالفت او اپوزيسون حق ولري ، د دولتي ځواکونو ويش پر مقننې ، اجرائيې او قضائيې باندې،د اساسي قانون ديوان لرل او د محکمو استقلاليت اوبالاخره د ديموکراسۍ د محتوا له مخې د اقليتونو د ساتنې حق ، دا ټول د ديموکراسۍ فورمال اصلونه دي. . داچې په نننۍ ټولنه کې هر تبعه ډير ې مجبورۍ او وابستګي لري، نو د انتخاباتو د آزادۍ .او آزادانه رايو د ورکولو د خوندي کولو له پاره بايد رايګيري نه يواځې عامې ، ازادې او مساويانه وي ، بلکې د رايو ورکول بايد سخت مخفيانه هم اوسي.د محاکمو اسقلاليت، دساسي قانون د ساتنې ديوان يا ستره محکمه، د اقليتونو دحقوقو د ساتنې قانون ضروري دي.
[/color:0e816602fe]
__________________________.
(*) : له بالغ څخه د بليغ او له بلوغ څخه د بلاغت انګېرنه سمه نه ده .
Re: آیا دموکراسی رښتيا ډاګيزه کفر دی؟
Bahram
23.11.2007
آنانيكه اينگونه نوشته ها را نشر مي كنند احمقاني بيش نيستند. دموكراسي غربي بسياري نكات مثبتي هم دارد كه نمي توان از آن چشم پوشي كرد. هر چند دين اسلام هم به مساوات و حقوق مساوي زن و مرد اشاره كرده است ولي كمتر كشور اسلاميي عملآ به حقوق زن و مرد احترام قايل استند. اسلام طالبان و تطبيق اش را كه به جايش بگذار. اصلآ داخل چوكات انساني هم نيست، اسلامي را بگذار.
هر كه همچو نوشته ها را بخواند به جز تنفر بيشتر از اسلام چيز ديگري برايش رخ نمي دهد. اين طالب هاي جاهل نتنها نام اسلام را بد كرده اند بلكه كاملآ از اسلام يك تصوير ديگري به جهانيان پيشكش كرده اند كه نمي دانم قصدي است يا از روي جهالت. اگر واقعآ اسلام آنچه كه اين طالبان جاهل معرفي مي كنند، باشد، افغانستان و مردم آن ديگر نامي از اسلام نخواهند برد و اين چيزيست كه همين حالا شروع شده است.
اين طالبان به شعور از اسلام يك اژده هاي هفت سر ساخته اند و با حماقت ها و كار هاي غير اسلامي خويش چنان ضربهء به نام و نشان اسلام زده اند كه امروز هر كه مسلمان است تروريست خوانده مي شود و بي عقل و مذهبي جلوه مي كند. يك ملت مسلمان ضرورتي به طالب و جنبشي به اين نام ندارد. اصلآ طالب كاري براي انجام دادن در يك مملكتي كه 99 درصد آن مسلمان هستند، ندارد.
خلاصه طالبان يك ويروس است. ويروسي كه بايد اسلام را دچار مريضي شديدي كند و از پايش دراورد.
[quote:eafff0d374="Mohammad Hassan"]د طالبانو د الاماره په ويبسايټ کښې مې دا لاندې مضمون ولوست . له هغه څخه د دموکراسۍ په اړوند د طالبانو برداشت ښه څرګنديږی. ومې غوښتل چې د نوموړی مضمون څخه نور مینه وال هم خبر کړم او که لازمه وی چې بحث ورباندې وشی!
[color=green:eafff0d374][/color:eafff0d374]«ډيموکراسى ډاګيزه کفردى
اى خلکو!بيشکه ډيموکراسى په الله تعالى ،الله تعالى په رسول ، الله تعالى په کتاب ، دالله تعالى په ديناودالله تعالى په شريعت کفردي، اوهغه څوک چې ډيموکراسى مني په تحقيق سره داسې شخص پرهغه څه بآندي کافردي چې پرمحمدصلى الله عليه وسلم باندې نازل کړي شوي دى .هغه څوک چې په افغانستان کى دډيموکراسى دحاکميت اوترويج له پاره فعاليت کوى طاغوت دي، طاغوت دى، پرهرمسلمان باندې فرض دي چې دډيموکراسۍ له قبلولو څخه نکار وکړي اوددغه نظام په خلاف پرزړه، ژبه اولاس مبارزه وکړي....[/quote:eafff0d374]
وفی
26.11.2007
جمهوریت دسیاست یو داسی نظام ده چی تعریف کول یی مشکل نه بلکی ناممکن دی . هو د نړیوالو لپاره ددی تعریف څه داسی دی ولس راوړل د ولس ، د ولس حکومت ،د ولس لپاره .
اوکه چیری په دینی ټولنه کی دحکومت تعریف کوو نومونږ ویلی شوو چی دینی حکومت په اصل کښی دالله حاکمیت ده دالله پر بنده ګانو ،دالله لپاره په دواړو کي فرق بلکول روښانه دي .
جمهوریت سره له ټولو فایدو هیڅ کله دینی حکومت نه شی کیدی . دانه بلکی په دینی ټولنه کی دجمهوریت قیام ناممکن نه ، نامناسب اوناروا دی .
اسلام نه مخکی چی څومره دینونه وو هغوی رايګيري ته پریښودل اوپه همدی ډول یی تقریباً له مینځه یوړل . هغه دینونه رایو د اکثریت اومطلبی حکمراو ختم کړل .
نه یو پادشاه کولی شی چې داسلام فیصلی ختمی کړی اونه دولس اکثریت
په دین کښی نه کوم ترمیم کیدی شی اونه کوم تخفیف دابه همغسی وی لکه څنګه چې وو اکثریت د رایو به هم ددین داحکامو تابع وی جمهوریت او دینیت هم سفر نه دی .
په دی خبره غورپه کار دی چې دجمهوریت په ذریعه دینی معاشره څنګه ټاکل کیدی شی ؟څنګه به قایمه وی ؟که اکثریت ناسمه فیصله وکړی ددین په حق کښی څنګه کیدی شی ؟که یزید اودهغه ملګری په اکثریت کی وی بیاهم صداقت دامام حسین (رض) په عمل کښی دی.
په همدغه خبره دیزید ملګری نه پوهیدل چی حسین (رض) که تنهاده خو رښتنی دی اوکه یزید سره اکثریت دی خو دروغجن دی
صداقت اوامامت دکربلا مونږ ته ښئی چی اسلام اکثریت درایو نه بلکی اطاعت اومحبت دمبارک (ص)دی . دالله سره محبت درسول په اطاعت کی دی اودمبارک (ص) محبت دالله په اطاعت کی دی
که د ووټ ضرورت اړین وبولو بیا درښتیا اودرواغو تقسیم له مینځه ځی دیوه ظالم ووټ دیو عالم ووټ برابرکیدل ، تباهی ده .
د دروغو ووټ او رښتیاو ووټ برابر....!
جمهوریت په سقرات دزهرو پیاله وڅښله . منصور یی په دارکړ ، دعیسی احترام نه کوی . دجمهوریت په ذریعه هیڅ کله مفکر ،امام ، ددین عالم ، ولی یاحق شناس اقتدار ته نه شی رسیدلی اوڅوک چی په قیمتی لارو تر اقتدار پوری راځی هغوی ددینی حکومت دقیام سره څه غرض !
ترڅو پوری چې په ولس کی حق طلب او په حق پوه خلکو اکثریت نه وی جمهوریت یو خطرناکه لوبه ده !!!
26.11.2007
محترم ښاغلی وفي صاحب السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته !
[quote:734f009b9a="وفی"]جمهوریت دسیاست یو داسی نظام ده چی تعریف کول یی مشکل نه بلکی ناممکن دی . هو د نړیوالو لپاره ددی تعریف څه داسی دی ولس راوړل د ولس ، د ولس حکومت ،د ولس لپاره . [/quote:734f009b9a]
[color=white:734f009b9a]دولس حکومت د ولس لپاره [/color:734f009b9a][color=blue:734f009b9a]ولسواکي ده [/color:734f009b9a]، خلافت د الله تعالی حکومت و، خو له پیغمبر وروسته بیا هم واک اسلامي امت د بیعت یعنې علني رایوورکولو له لارې قایم کړی ، یعنې د الله حاکمیت د مسلمانانو د زړونو غوښتنه وه، نو اوس ولې د مسلمان ولس په رایه او انتخاب ولسمشر ونه ټاکل شي ؟
[quote:734f009b9a]اوکه چیری په دینی ټولنه کی دحکومت تعریف کوو نومونږ ویلی شوو چی دینی حکومت په اصل کښی دالله حاکمیت ده دالله پر بنده ګانو ،دالله لپاره په دواړو کي فرق بلکول روښانه دي .[/quote:734f009b9a]
څوک او د کوم معیار له مخې دا فیصله کوي چې یو غیر منتخب ، دیکتاتوري حکومت بیا هم د الله حکومت دی د الله له پاره دی ؟
[quote:734f009b9a]جمهوریت سره له ټولو فایدو هیڅ کله دینی حکومت نه شی کیدی . دانه بلکی په دینی ټولنه کی دجمهوریت قیام ناممکن نه ، نامناسب اوناروا دی [/quote:734f009b9a].
یعنې بیعت یو ناروا کار دی خو لومړیو خلیفه ګانو بیا هم ترې کار اخیست ؟
[quote:734f009b9a]اسلام نه مخکی چی څومره دینونه وو هغوی رايګيري ته پریښودل اوپه همدی ډول یی تقریباً له مینځه یوړل . هغه دینونه رایو د اکثریت اومطلبی حکمراو ختم کړل . [/quote:734f009b9a]
څه مطلب ؟
[quote:734f009b9a]نه یو پادشاه کولی شی چې داسلام فیصلی ختمی کړی اونه دولس اکثریت
په دین کښی نه کوم ترمیم کیدی شی اونه کوم تخفیف دابه همغسی وی لکه څنګه چې وو اکثریت د رایو به هم ددین داحکامو تابع وی [/quote:734f009b9a]
هو په ملي او اسلامي ولسواکۍ کې به همدغسې وي، اسلام به په بشپړ ډول ساتل کیږي، شرعه به جاري اودیني علما به غیر سیاسي دیني وعظونه او تبلیغ جاري
ساتي !
[quote:734f009b9a]په دی خبره غورپه کار دی چې دجمهوریت په ذریعه دینی معاشره څنګه ټاکل کیدی شی ؟څنګه به قایمه وی ؟که اکثریت ناسمه فیصله وکړی ددین په حق کښی څنګه کیدی شی ؟[/quote:734f009b9a]
د فرایضو او حرامو په اړه هیڅوک فیصله نشي کولی، دیني احکام اولویت لري او د اکثریت رایو ته اړتیا نه لري !
[quote:734f009b9a]که یزید اودهغه ملګری په اکثریت کی وی بیاهم صداقت دامام حسین (رض) په عمل کښی دی.
په همدغه خبره دیزید ملګری نه پوهیدل چی حسین (رض) که تنهاده خو رښتنی دی اوکه یزید سره اکثریت دی خو دروغجن دی [/quote:734f009b9a]
برعکس ! :
په دموکراسۍ کې تنقید او د تبلیغ آزادي د همدې له باره ده چې ولس تنویر شي د حق او ناحق ترمنخ توپیر وکړای شي او بیا د یزید خیلو مخه د تل له پآره ونیولای شي، چې په غیر دموکراتیکو رژیمونو کې یې دومره اغیزمن مخنیوی نه کیږي !
[quote:734f009b9a]صداقت اوامامت دکربلا مونږ ته ښئی چی اسلام اکثریت درایو نه بلکی اطاعت اومحبت دمبارک (ص)دی . دالله سره محبت درسول په اطاعت کی دی اودمبارک (ص) محبت دالله په اطاعت کی دی [/quote:734f009b9a]
همدغه صداقت او د مبارک (ص) سره مینه او محبت د مسلمان ولس په زړونو کې خوندي ساتلی کیږي، ځکه هغوی قدرت او پیسې نه لري چې له خیل الله سبڅانه وتعالی او رسول (ص) څخه اغوا شي ، په خوله تبلیغ او په پټه خیانت او جنایت وکړي ! همدا دلیل دی چې د مسلمان ولس رایه د کاندیدانو د ښه سړیتوب او نه سړیتوب يه اړه ټاکونکې ده !
آخر نبي رکریم (صٌ) د یوه کس په اړه چې نوی مړ شي د مسلمانانو نظر چې هغه ښه سړی و که بد، د نوموړي د جنتي توب او دوزخي توب نښه ګڼلې ده او وجبت له یې ورته ویلی دی !
[quote:734f009b9a]که د ووټ ضرورت اړین وبولو بیا درښتیا اودرواغو تقسیم له مینځه ځی دیوه ظالم ووټ دیو عالم ووټ برابرکیدل ، تباهی ده .[/quote:734f009b9a]
ووټ شاهدي ده، د چا اعمال ددومره شاهدانو له شاهدۍ وروسته دروغ نشي راختلای، البته د درړغ اړ رښتیا فیصله د قضا پړرې اړه لري او هلته رایې نه چلیږي، او یو عالم هم په اسلامي قضا کی محاکمه کیدای او محکومیدای شي .
د دروغو ووټ او رښتیاو ووټ برابر نه دی خو داجتماعي علومو د یو عالم رایه
او تحلیل ښایی په سیاست کې تر دیني عالم حقیقت ته ډیره نږدې وي !
لکه څنګه چې په دیني مسایلو کې ددیني عالم تحلیل او رایه تر هر بل عالم غښتلي او حقیقي وي !
خو دین دین دی او سیاسي او اجتماعي چارې ، اداره او حکومت بیل شی دی او ددیني علماو مشري سیاست د غیر سیاسي سړي په لاس ورکول . کافي ده چې سیاستوال د زړه له کومي او پیژندل شوی مسلمان وي، شرې نه دی چې دیني عالم دی هم وي !
[quote:734f009b9a]دلته جمهوریت په سقرات دزهرو پیاله وڅښله . منصور یی په دارکړ ، دعیسی احترام نه کوی . [/quote:734f009b9a]
په دغو وختونو کې ولسواکي نه وه او که د کوم یو په حالت کې وه سخته نیمګړې او تش په نامه وه ! قیصري او برده داري نظام او دموکراسي ؟، ایا دا پخپله په دموکراسۍ ریشخند نه دی ؟
[quote:734f009b9a]دجمهوریت په ذریعه هیڅ کله مفکر ،امام ، ددین عالم ، ولی یاحق شناس اقتدار ته نه شی رسیدلی اوڅوک چی په قیمتی لارو تر اقتدار پوری راځی هغوی ددینی حکومت دقیام سره څه غرض ![/quote:734f009b9a]
قاضیان، محاکم، ستره محکمه او قاضی القضات ، د عدلیې وزیر او د وزارت نور ريیسان ددین او شریعت ستر قدرت لرونکي مقامات نه دي ؟ په دموکراسۍ له دیني عالمانو پرته دغه مقامات بل څوک نیولی شي؟؟؟
برعکس په دموکراسۍ کې مفکر ،امام ، ددین عالم ، ولی یاحق شناس دد لومړي ځل له پاره میدان ته راوتلی او د ولس ملاتړ خپلولی شي !
[quote:734f009b9a]ترڅو پوری چې په ولس کی حق طلب او په حق پوه خلکو اکثریت نه وی جمهوریت یو خطرناکه لوبه ده [/quote:734f009b9a]
دا جمله دوه برخې لري، حق طلب ولس دی اوپه حق پوهو کسانو لټه او ملاتړ کوي،
البته په حق پوه کسان تل او هرچېرې اقلیت وي، خو د نورو ټولنو په خلاف په دموکراسۍ کې د اکثریت ملاتړ تر لاسه کولی شي ، په دې شرط چې په حق پوه کسان حقطلب هم اوسي . د قاضیانو دفیصلو پرکتیک ښيي چې هر دیني عالم
سپینه تڼۍ نه لري او د رشوت لړۍ آن د طالبانو په وخت کې هم قاضیانو پیل کړې وه !
په مینه او درنښت
وفی
27.11.2007
محترم پتوال صاحب سلام مو علیکم زما هم سلام اواحترام ومنی !
تراوسه پوری چی اسلام نه دی نافذ شوی وجه یی داده چی له خلکو څخه رایه غوښتل کیږی . که داسی نه وی نو پر مسلمانانو داسلام نه نافذیدلو وجه نور څه کیدی شی ؟
دالله پر بندګانو دالله دین نه نافذیدلو وجه ؟ ضرور یوڅه غلطی شته آیا جمهوریت به دغه غلطی پیدا اولری کړی ؟ هیڅ کله نه. جمهوریت خپل نفاذ کوی ، نه ددین ، اوبیا به نتیجه څه وی چی پوهیدل پری مشکل نه دی .
جمهوریت صرف دمقدار قایل دی ، نه د معیار .
27.11.2007
محترم او منلی وفي صاحب سلامونه او نیکې هیلې در لیږم !
[quote:c246d08a2d]تراوسه پوری چی اسلام نه دی نافذ شوی وجه یی داده چی له خلکو څخه رایه غوښتل کیږی [/quote:c246d08a2d].
ورور ه په تاریخ خو سترګې نشی پټیدای، په کومو اسلامي هیوادونو کې دموکراسي موجوده وه(؟)، ټول مطلقه سلطنتونه او پادشاهي نظامونه وو او لا دي، چې نه یې واقعی اسلام او نه یې دموکراسي پلي کیدو ته پریښي دي ! د سلطنتي نظام د بام واوره به د دموکراسۍ او جمهریت په بامونو نه غورځوو .
تر کومه ځایه چې اسلام ( ملایانو ) د سلطنتونو سره سازش کړی تر همغه بریده د واقعي اسلام مخه هم نیول شوې ده !
په دموکراسۍ کې یوه باریکي شته او هغه داده چې دموکراسي پخپله په اتوماتیک ډول د دین او مذهب پالنه نه کوي، خو دیني او مذهبي کواندتیا او واکمنیو ته لار پرانیځي، نو د ولسواکظ د اصولو په ساتنه سره او د هغې لارې څخه ملایان کولی شي واقعي اسلام پلی کړي ، دغه کار په شاهي نظامونو کې امکان نه لري!
که ولس مسلمان وي او ملایان سختګیره نه وي او په سیاست هم ښه پوه شي، اسلام ته ستر خدمتونه کولی شي !
خو که له دیني عالم نه ملا او له ملا نه طالب او چړي جوړ شي چې له تعصب برته پّه بل هیڅ شي نه پوهیږي، نو بیا خو که شاهي وي او که دموکراسي ، ملایان ددین، دنیا ، ولس ،حکومت او ټولنې ـــ ټولو له پآره یو تخریبي ځواک جوړوي .
او پر مسلمانانو داسلام نه نافذیدلو وجه یواخي بنسټپاله ملا یان او غیر دموکراتیک مطلقه سلطنتي رژیمونه وو او هغه غلتي چې تاسو یې لټوئ هغه همدغه ده !
[quote:c246d08a2d]ضرور یوڅه غلطی شته آیا جمهوریت به دغه غلطی پیدا اولری کړی ؟[/quote:c246d08a2d]
هو ، په دې شرط چې ملایان او دیني عالمان یې د جمهوریت په زور پلټنه وکړي ، نه په سرتنبګۍ، ترور او دیکتاتورۍ سره !
[quote:c246d08a2d]جمهوریت خپل نفاذ کوی ، نه ددین ،[/quote:c246d08a2d]
دا خبره یوه ستره تیروتنه ده، د مسلمانانو په جمهوریت او دموکراسۍ کې د مسلمان
ولس واکمني مطرح ده ، نۀ د کافرو، بد اخلاقو، لوچکو او نا مسلمانو عناصرو !
هو د مسلمان ولس نه پرته د ملا صیب خبله واکمني بیا دیکتاوتوري ده او ولسواکي ورته نشو ویلی !
[quote:c246d08a2d]جمهوریت صرف دمقدار قایل دی ، نه د معیار [/quote:c246d08a2d].
سخته غلطه انګیرنه ده او ټینګه تیروتنه ! خو په بله لیکنه کې به په ددې شعار په سرابیت هم مفصل وغږیږو !
27.11.2007
محترم او منلی وفي صاحب سلامونه او نیکې هیلې در لیږم !
[quote:2dc99748ea]تراوسه پوری چی اسلام نه دی نافذ شوی وجه یی داده چی له خلکو څخه رایه غوښتل کیږی [/quote:2dc99748ea].
ورور ه په تاریخ خو سترګې نشی پټیدای، په کومو اسلامي هیوادونو کې دموکراسي موجوده وه(؟)، ټول مطلقه سلطنتونه او پادشاهي نظامونه وو او لا دي، چې نه یې واقعی اسلام او نه یې دموکراسي پلي کیدو ته پریښي دي ! د سلطنتي نظام د بام واوره به د دموکراسۍ او جمهریت په بامونو نه غورځوو .
تر کومه ځایه چې اسلام ( ملایانو ) د سلطنتونو سره سازش کړی تر همغه بریده د واقعي اسلام مخه هم نیول شوې ده !
په دموکراسۍ کې یوه باریکي شته او هغه داده چې دموکراسي پخپله په اتوماتیک ډول د دین او مذهب پالنه نه کوي، خو دیني او مذهبي کواندتیا او واکمنیو ته لار پرانیځي، نو د ولسواکۍ د اصولو په ساتنه سره او د هغې لارې څخه ملایان کولی شي واقعي اسلام پلی کړي ، دغه کار په شاهي نظامونو کې امکان نه لري!
که ولس مسلمان وي او ملایان سختګیره نه وي او په سیاست هم ښه پوه شي، اسلام ته ستر خدمتونه کولی شي !
خو که له دیني عالم نه صرف ملاامام او له ملا نه طالب او چړي جوړ شي چې له تعصب برته پّه بل هیڅ شي نه پوهیږي، نو بیا خو که شاهي وي او که دموکراسي ،
په سیاست کې ملایان ددین، دنیا ، ولس ،حکومت او ټولنې ـــ ټولو له پآره یو تخریبي ځواک جوړوي .
او پر مسلمانانو داسلام نه نافذیدلو وجه یواخي بنسټپاله ملا یان او غیر دموکراتیک مطلقه سلطنتي رژیمونه وو او هغه غلتي چې تاسو یې لټوئ هغه همدغه ده !
[quote:2dc99748ea]ضرور یوڅه غلطی شته آیا جمهوریت به دغه غلطی پیدا اولری کړی ؟[/quote:2dc99748ea]
هو ، په دې شرط چې ملایان او دیني عالمان یې د جمهوریت په زور پلټنه وکړي ، نه په سرتنبګۍ، ترور او دیکتاتورۍ سره !
[quote:2dc99748ea]جمهوریت خپل نفاذ کوی ، نه ددین ،[/quote:2dc99748ea]
دا خبره یوه ستره تیروتنه ده، د مسلمانانو په جمهوریت او دموکراسۍ کې د مسلمان
ولس واکمني مطرح ده ، نۀ د کافرو، بد اخلاقو، لوچکو او نا مسلمانو عناصرو !
هو د مسلمان ولس نه پرته د ملا صیب خبله واکمني بیا دیکتاوتوري ده او ولسواکي ورته نشو ویلی !
[quote:2dc99748ea]جمهوریت صرف دمقدار قایل دی ، نه د معیار [/quote:2dc99748ea].
سخته غلطه انګیرنه ده او ټینګه تیروتنه ! خو په بله لیکنه کې به انشا الله ددې شعار په سرابیت او مردودیت هم پۀ مفصل ډول وغږیږو . په درنښت!
وفی
24.12.2007
محترم پتوال صاحب اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !
که ددیموکراسی په اصولو کې اقتدار اعلی ولس ته حاصل وی ددی مطلب داشوو چې عمومی خپلواکی خپل مستقل وجود لری اوددی نظری صحیح تسلیمولو منطقی نتیجه آمریت ده اوامریت داسلامی خلافت نفی ده .
اوکه چیر دا هم ومنو چې عمومی خپلواکی خپل بیل وجود لری بیا د عمومی خپلواکی مظهر داکثریت په رایو ولی ټاکل کیږی ؟
[quote:ae83b6fb07]د مسلمانانو په جمهوریت او دموکراسۍ کې د مسلمان
ولس واکمني مطرح ده [/quote:ae83b6fb07]
که چیر داصحیح وی بیا داکثریت اواقلیت سوال نه پیداکیږی اوس سوال داده چې کوم شی داخلاقو په بنیاد باندی صحیح وی هغه صداقت دی ( که دهغه په تائید کې یوه لاس هم جګ نه شی )
[quote:ae83b6fb07]د فرایضو او حرامو په اړه هیڅوک فیصله نشي کولی، دیني احکام اولویت لري او د اکثریت رایو ته اړتیا نه لري ![/quote:ae83b6fb07]
همدغه اصلی مسله ده چې دقانون سرچینه دولس واک نه بلکی سرچینه یی اسلام وی
[quote:ae83b6fb07]په دموکراسۍ کې تنقید او د تبلیغ آزادي د همدې له باره ده چې ولس تنویر شي د حق او ناحق ترمنخ توپیر وکړای شي او بیا د یزید خیلو مخه د تل له پآره ونیولای شي، چې په غیر دموکراتیکو رژیمونو کې یې دومره اغیزمن مخنیوی نه کیږي ! [/quote:ae83b6fb07]
مونږ خو چې اوس دجمهوریت عملی تجربه وینو بلکول بله څه ښکاری
صرف دومر ویلی شم چې ددی نظام ډیر فایدی دی لیکن نقصانات یی له فایدو څخه ډیر دی .
په درناوی
منلی
15.02.2008
ټولو وروڼو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !
وفی صاحب تاسو خو کمال کوی جمهوریت مو چې په کومو دلیلونو غیر اسلامی ګڼلی اوهغه دلیلونو ته موکوم رنګ ورکړی زما په شان کسان خو ډیر زر پری تیر وځی مګر تاسو خپل اند نه دی روښانه کړی چې دیوهیواد- دولس چاری دچالخوا اوڅنګه اداره اوپرمخ لاړی شی .
په اسلام کې خو هرشخص خلیفه ده اوکوم خلافت چې دالله پاک لخوا مومنانو ته ورکړل شوی هغه عمومی خلافت دی . دکوم شخص یاخاندان یا قوم یا طبقی لپاره مخصوص نه دی هر مومن په خپل ځای کې دلله پاک خلیفه اوالله پاک ته دخپل خلافت جواب ورکونکی دی( کلکم راع وکلکم مسؤل عن رعیته) حدیث
همداسی مبارک (ص) بل ځای فرمایی :
یاایهاالناس الا ان ربکم واحد الافضل لعربی علی عجمی والا العجمی علی عربی ولا لاسودعلی احمر اولا لا حمر علی اسود الا بالتقوا ان اکرمکم عندالله اتقاکم
ژباړه:
خلکو ستاسو رب یو ده ، دعربی په عجمی او دعجمی پر عربی هیڅ فضیلت نشته ، او نه دتور په سپین اوسپین په تور فضیلت شته . فضیلت که ده دتقوا پر بناء ده .اوپه حقیقت کی له تاسو ټولو معزز هغه څوک دی چې له خدایه ډیر ویریږی .
بل ځای فرمایی :
الحمد الله الذی اذهب عنکم عیبة الجهالیة وتکبرها یاایهاالناس الناس رجلان یرتقی کریم علی الله وفاجر شقی هین علی الله الناس کلهم بنوآدم وخلق الله آدم من تراب قال الله تعالی یاایهاالناس انا خلقنا کم من ذکر وانثی........الایه
ژباړه:
شکر ده دهغه خدای چې له تاسو څخه یی دجاهلیت عیب اوتکبر لری کړ . خلکو،انسان په دوه ډوله دی - یو هغه چې نیک اوپرهیزګاره وی ، هغه دالله په وړاندی معزز دی ، اوبل هغه چې بداعماله اوشقی وی هغه دالله په وړاندی ټیټ اوپست دی په اصل کی ټول انسانان دآدم اولاد دی او آدم الله پاک له خاوری ځنی پيدا کړی وو الله پاک فرمایی (یاایهاالناس انا خلقنا کم من ذکر وانثی ....).
په دی بناء هر مسلمان که ښځه وی اوکه نر دالله پاک خلیفه دی اودرایه ورکولو حق لری خو دلته یو شرط لری چې ما محسوس کړی هغه داچې فرد بایدایمان ولری اونیک عمله وی په دی هکله دښاغلی استاد حلیمی او ښاغلی وهاج ساپی څخه هلیه کوم چې داموضوع لږ شان روښانه کړی .