د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

و.افغان
25.06.2009

[quote:b99c574513="پتوال"]
۱ــ په دغه دعا کې د ( فیه) معنی او ضرورت راته روښانه نه دی :
الحمد لله حمدا ً کثیرا ً طیبا ً مبارکا ً [color=red:b99c574513]فیه[/color:b99c574513] کما يُحب ربنا ویرضی [/quote:b99c574513]

دروند پتوال صاحب: فيه دظرفيت لپاره استعمالیږي، نو معنا يي داسي کيږي: ډيره
ثنا، پاکه، چی برکت په کی اچول شوي وي، خو که ونه ويل شي هم معنا صحي ده:
ډیره ثنا، پاکه، او مبارکه.
البته په مأثورو دعا ګانو په نبوي الفاظو اکتفاء کول دهغه چا لپاره ډير بهتره دي، چې
په عربي لفظ ادا کولو، او صحي فهم اخيستلو کی ورته څه ستونځه نه وي.

[quote:b99c574513="پتوال"]
۲ــ آیا دغه ډول درود شریف سم دی :
اللهم صل وسلم وبارک علی محمد وعلی آله وصحبه اجمعین ، بعدد کل معلوم لک  یا ارحم الرحمین ![/quote:b99c574513]
الله جل جلاله ددرود په اړه فرمايلي دي:
ان الله وملائکته يصلون علی النبي، یا ايها الذين آمنو صلوا علیه وسلموا تسليما.
ددرود په اړه نبوي الفاظ هم لرو، چې په صحيح البخاري کي راغلي دي، او مونږ يي
دهر لمانځه په وروستۍ حصه کی لولو، ابراهيمي درود ته ويل کیږي.
اللهم صل على محمد وعلى آل محمد كما صليت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم إنك
حميد مجيد, اللهم بارك على محمد وعلى آل محمد، كما باركت على آل ابراهيم إنك حميد مجيد.
دعلماوو له کړنو او خبرو معلومیږي، چې اصل مقصود درود ويل دي، نو په لمانځه کی
بايد په پورتني مأثور درود بسنه وکړاي شي، او له لمانځه بهر په هره صيغه
چی وويل شي، چی څه شرعي محذور په کی نه وي، نو جواز لري، په پورتني لفظ کی چې تاسو راوړئ، کومه ستونځه نه معلوميږي، البته له نبي کريم صلی الله علیه وسلم
څخه مأثور درود تر نورو ټولو بهتره دی.
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more