اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
saleehzai
08.11.2007
درنو دوستانوسلامونه
حامد صاحب د ښاغلي وهاج صاحب له خوا ورکړل شوي عربي متن ژباړه تاسوته پاتي ده
ځکه وهاج صاحب له سياسي بحثه څخه نه ده وزګار ، هغه لږ ضروري دی
لطفا تاسوڅخه هيله کيږي چي دا متن هم وژباړی ٠
وسلام
رښتینی
08.11.2007
دمرحوم عبد الرحمن پژواك يوه خبره مي چيري اوريدلي وه او دلته راياد شوه
واي يو وخت په امريكا كي دنړۍ دډيرو هيوادونه سرمشريزه غونډه كيدله او
هغه مهال په افغانستان كي ظاهر خان ټوالواك و نو په نوموړي غونډه كي يي
شتون لاره او پژواك صيب هغه مهال په ملګرو ملتونو كي د افغانستان استا
زي و نو ظاهرخان په خپل نوبت خبري وكړي خو ډيري لنډي او په پاړسو ژبه
نو د ژباړي له پاره يي پژواك صيب پورته شوي و او ډير تفصيلي خبري يي كړ
ي وي پژواك صيب وايي چي زه كله كيناستلم نو څنګ ته مي په ملګرو ملتونو
كي د امريكا استازۍ ناست و او پټ يي په غوږ كي راته وويل چي پژواك صيب
ماته خو اوس پته ولګيده چي دپاړسو د څو جملو په انګليسي كي څومره
اوږده ژباړه وي !!!!
نو شاغلي صالحزي صيب تاسو ته مالومه ده چي د عربي دڅو جملو ژباړه په
پښتو كي ډيره اوږده وي نو د وهاج صيب دا اوږده عربي ليكنه خو بيخي زيات
وخت غواړي ؟؟؟؟!!!!!!
او دهغه پورتني روايت په ډالۍ كولو سره د معذرت لاره نيسم
په مينه
و.افغان
11.11.2007
[color=cyan:437c6f793c]دپورتنې عربي متن پښتو ژباړه:[/color:437c6f793c]
بسم الله الرحمن الرحیم:
دحوالې په موضوع کې په هغو أقوالو بسنه کوم، کوم مې چې د علماوو څخه نقل کړي دي، او دغه نقل شوې أقوال په لاندې ډول خلاصه کوم:
[color=red:437c6f793c]لومړۍ: [/color:437c6f793c]ټول هغه علماء چې د چیک، دچیک دځانګړتیاوو او احکامو باره کې غږیدلې دي، تقریبا اجماع يي کړې ده، چې دچیک قبض کول دا معنا لري، لکه چې دچیک محتوا دې قبض کړې وي، په دې شرط چې دچیک محتوا دهغه دریم کس په ذمه کې وي، کوم باندې چې چیک ورکړ شوې وي، په تحقیق سره هغه ضمانتونه چې دچیک څخه ګټه اخیستونکې ته ورکړل شوي دي، د هغې نقدي روپیو دمحتوا اومعنی څخه ډیر قوي دي، کومې چې خلک په را کړه ورکړه کې استعمالوي، او دیوه بل غاړه پرې خلاصیږي.
[color=cyan:437c6f793c]دوهم: دپيسو دتحویلولو څو حالته دي: [/color:437c6f793c]
[color=white:437c6f793c]لومړنۍ حالت: [/color:437c6f793c]کله چې حواله لیږونکې بینک ته راشي، نقدې پیسې ورسره وي، او غواړې چې دغه پیسې بنک دهغه کوم ملګرې یا هغه سره معامله کوونکې ته حواله کړي، او دغه حواله لیږونکې سړې په دغه بنک کې حساب یا اکاونټ ونه لری، لکه یو څوک چې په مکه مکرمه کې بنک ته ورشي، او ترې وغواړي چې لس زره ریاله دهغه یو معامله ګر ته ریاض ته ولیږي، او دغه حواله لیږونکې په دغه وخت کې له بنک څخه دحوالې دلیږلو سند یا تصویر (فوټو کاپی) يي تر لاسه کړي، نو ځیني دیني څیړونکې وايي، چې دا کار اجارې ته نږدې دی، او ځیني وايي: چې دا سفتجه ده، اګر که اجاره او سفتجه دحوالې په بنیادي عناصرو کې سره يو ځاي کیږي، په دې نوعه کې علماوو اختلاف کړۍ، چې آیا جایز دی چې په دغه پیسې لیږلو باندې بینک یا صراف پیسې واخلي، اکثریت دعلماوو په دې نظر دې، چې پیسې اخیستل پرې جایز دي، او دغه پیسې په هغه قرض کې نه راځي، کوم چې ځان پسې نفع يعنې سود راوړې.
[color=cyan:437c6f793c]دوهم حالت: [/color:437c6f793c]که چیرته حواله لیږونکې په بنک کې خپل اکاونټ ولري، او له بنک څخه وغواړي، چې ځما له پیسو څخه یو معین محدده اندازه پیسې راوکاږه، او بیا يي فلاني کس ته ولیږه، نو دې حالت دې سړي له بنکه څخه هغه معلوم اندازه پیسې لاس ته راوړې (استیفاء دمبلغ کوي)، او بیا يي حواله کوي، دا قسم هم جایز دې، او دلومړنې په شان جواز لري.
[color=white:437c6f793c]دریم حالت[/color:437c6f793c]: که چیرې پیسه لیږونکې (حواله کوونکې) له ځان سره بینک ته سیمییزې (دمحلې) پیسې یوسي، او له بینک څخه وغواړي، چې دغه پیسې بهر بل ملک ته ولیږي، او دهغه بهرنې ملک په کرنسۍ باندې دهغه ملګري ته ورسیږي، لکه یو څوک چې ریال ورکوي، او غواړې چې بهر ملک کې دهغه ملګري ته امریکايي ډالر ورکړ شي، نو دا حالت په صرف او په اجارې دواړو مشتمل دې،
نو که چیرې بینک سره په همدغه وخت کې په خپل صندوق کې، او یا دهغه بینک په صندوق چې لومړنۍ بینک ورته دغه پیسې لیږې، دغه بهرنۍ کرنسې حاضره وي، او په همدغه وخت کې دغه لومړنې بینک پیسې مخکې له لیږلو صرف کړې، [color=cyan:437c6f793c]یعني په بهرنیو پیسو يي بدلې کړې، [/color:437c6f793c]او هغه اندازه بهرنۍ پیسې چې ترې جوړیږي هغه معینی او محددې کړي (اندازه يي معلومه کړي)، او حواله لیږونکې ته يي دبهرنیو پیسو شمیره معلومه کړي، نو دا داسې معنا لري، لکه لاس په لاس چې پیسه بدله شوي وي، قبض په کې ترسره شوي وي، په نتیجه کې بهرنۍ پیسې دهغه لاس ته ورغلې، او اوس دغه سړۍ په حقیقت کې هماغه بهرنۍ پیسې بهر ته لیږي.
یعنې کرنسې مخکې دوه ډوله وه، او اوس بیرته یو ډول شوه، چې دا حالت هم بیا دوهم او لومړني حالت ته ګرځي، او جواز پیدا کوي، ځکه چې دکرنسۍ بدلول لاس په لاس ترسره شول، او وروسته حواله مینځ ته راغله، او حواله کې قبض، یا لاس په لاس شرط نه دې.
[color=white:437c6f793c]څلورم حالت:[/color:437c6f793c] که چېرې دحوالې لیږونکې په بنک کې روان اکاوڼت ولري، او له خپلو پیسو څخه يي یوه اندازه پیسې راوویستلې، او بيا يي غوښتنه وکړه، چې دغه پیسې يي باید په بهرنیو پیسو بدلې شي، او له دې کار وروسته يي دحوالې غوښتنه وکړه، نو که چیرته له دغه بینک سره په خپلو صندوقونو کې، دغه بهرنۍ پیسه موجوده وه، نو په دې معامله کې لومړې استیفاء وشوه (خپله پیسه يي لاس ته راوړه) بيا صرف وشو( کرنسي يي لاس په لاس بدله کړه) اوبیا يي هغه بهرنۍ پیسي حواله کړې، او دتحویلولو اشعار (سند ) يي هم لاس ته راوړ، او دغه دسند قبض کول، دحسي پیسو دقبض کولو معنا لري، او په دې معامله کې هم څه مشکل نه لیدل کیږي، جایزه ده.
[color=cyan:437c6f793c]پنځم حالت: [/color:437c6f793c]که چیرې، دحوالې لیږونکې بینک ته یوه معینه اندازه سیمییزه پیسه ورکړه، او يايي په بینک کې خپل اکاونټ لره، او له بینک څخه يي وغوښتل چې یوه اندازه پیسې دهغه له پیسو څخه را سحب (راوکاږي) کړي، او بهرنیو پیسو ته يي تبدیل کړي، نو که چیرې دغه وخت کې له بینک سره په خپلو صندوقونو کې دغه بهرنۍ پیسې شتون نه لره، لیکن بینک وعده ورکوي، چې دغه بهرنۍ پیسه به په راتلونکو ورځو کې برابره کړي، نو دا حواله او دا مصارفه باطله ده، ځکه چې په دغې مصارفې کې (کرنسۍ بدلولو کې) نه قبض حسي مینځ ته راغۍ، او نه قبض معنوي، او ځکه چې بینک په یوې داسې پیسې صرافي کوي چې دصرافۍ وخت کې يي په ملکیت کې نه ده.
[color=white:437c6f793c]شپږم حالت: که [/color:437c6f793c]چیرې حواله لیږونکې بینک ته یوه ټاکلې اندازه پیسې راوړي، او یا يي په بینک کې اکاونټ موجود وي، او له دغه بینک څه وغواړې، چې دهغه له اکاونټ څخه یوه معینه اندازه پیسې راوکاږي، او بیا يي دهغه سره معامله کوونکې ته په بهرنۍ کرنسۍ ورولیږي، نو که چیرې دغه وخت کې له بینک سره دغه بهرنۍ پیسې شتون نه لره، او نه يي هغه بینک کې دغه بهرنۍ پیسې لرلې، کوم بینک ته چې نوموړې بینک پیسې حواله کوي، مګر دغه لمړنې بینک په نورو سیمییزو او یا بهرنیو فروعاتو کې دغه بهرنۍ کرنسي لرله، چې دحوالي دپیسو له اندازې څخه يي شمیره کمه نه وه، نو آیا دا مصارفه (کرنسي بدلول ) صحي ده؟؟
په دې معنا چې دغه حواله لیږونکې دکرنسۍ په بدلولو کې په بینک اعتماد وکړ، او بینک دغه معیني پیسې هغې کرنسې ته صرف یا بدلې کړي، کومې چې دغه بینک يي دنورو بینکونو سره په خپلو اکاونټونو کې لري، او که ووایو چې نه صحي کیږي، په دې سبب چې دغه حواله لیږونکې بینک په دغه وخت کې په خپل صندوق کې دغه بهرنۍ کرنسې نه لري، او نه يي په هغه بل بینک کې لري، کوم ته چې دا لمړنۍ بینک پیسې حواله کوي.
[color=white:437c6f793c]((محترم صالحزې صاحب: څیړونکې په شپږم حالت کې چپ پاتې شوې دې، خو له مخکې او وروسته خبرو څخه يي دا معلومیږي چې دې حالت ته هم جواز ورکوي، ځکه چې دې حالت کې هم یو رنګ قبض معنوي صورت نیسي، په دې معنا چې دغه بینک په نورو بینکونو کې په خپل اکاونټونو کې دغه بهرنۍ کرنسي لري)).[/color:437c6f793c]
او مخکې له دې څخه چې دغه څیړنه پاي ته ورسوم، دقبض کولو په باره کې دشیخ الاسلام ابن تیمیة یو خبره یادوم، هغه ویلي دي:
((او هغه چې هغه خلکو کې استدلال کړې دې، چې قبض تخلیه دې ((یعنې ورکوونکې په کې خپل لاس په پوره ډول سره خالې کوي))) نو شیخ الاسلام وايي: قبض کول دخلکو عرف ته راجع دې، ځکه چې قبض کول په عربي ژبه او په شرعه کې کوم ټاکلې حد او تعریف نه لري، دمثال په توګه د یوې ونې د میوو قبض کولو کې خدمت شامل دې، او تخلیه په کې تر هغې استمرار پیدا کوي، چې تر څو میوه دصلاح ( پخه شي ) حالت ته ورسیږي، خو خپله د ونو داصولو قبض کول، بیا توپیر لري، او دهر څیز تخلیه د هماغه څیز په اندازه وي.
او دلته یوه خبره دشیخ محمد بن ابراهیم څخه هم نقلوم، چې هغه ویلي دي:
او مونږ په دې پوهیږو، چې دیوه څیز قبض کول دبل څیز دقبض کولو سره توپیر لري، نوکه چیرې دیوه څیز باره کې شرعي نص راغلې وي، چې په دغه څیز کې قبض کول په یوه معینه طریقه دي، نو هغه باندې به عمل کوو، او که شرعي نص شتون ونلري، نو عرف ته باید رجوع وشي.
و.افغان
11.11.2007
دقدر وړ مولانا حلیمي صاحب:
څنګه چې دروانې موضوع لاندې ډیر شه مهم بحثونه وشو، نو هیله کوم چې دموضوع سرلیک تغییر شي، او داسې سرلیک ورته وټاکل شي، چې دموضوع لاندې دمختلفو محتواګانو ښودونکې وي:
لکه:
[color=white:26cd66353a]په کور کې دسپې او پیشو دساتلو حکم، او په حوالې او صرافۍ کې شرعي تفصیل.[/color:26cd66353a]
saleehzai
13.11.2007
ډيرمحترم اوقدرمن وهاج صاحب اونورو لوستونکوالسلام عليکم
يره وهاج صاحب افرين دوي په دومره ښکلي څيړنې او تفصيل ، ځکه خوما درته ويل چي تاسو غوندي درنده عالمان بايد خپل مسؤليت وپيژني اوله ټول افغان څخه غيرحاضرنه وي
کنه نو داد تقابض مسله ډيره باريکه اومشکله مسله وه چي دعموم بلوی اوحرج ويره پکښ
وه خودادی ماشاالله تاسويی ښه تفصيل ورکړی ٠
تاسودعرفي تقابض خبره کړي ، زماپوښتنه داده چي ايا ددي عرفي تقابض څخه زه دا اخيستنه کولای شم چي په ټليفون ( قرض ) پيسي حواله کول هم يوډول عرفي تقابض دی ؟؟؟
دمثال په ډول يوڅوک له پيښورڅخه دځان په نوم له کابل نه يولاک افغانۍ په کلدارو را حواله کوي يا ددي په عکس ، يعني له پيښورڅخه دکابل صراف ته ټليفون کوي چي ماته
يولاک افغانی پيښورته په کلدارو را بدلي اوحواله کړه ، په دي صورت کښي دکابل صراف
يولاک افغانی په غوښتونکي پسي قرض ليکي سره ددي چي دواړولوروته صرف شوي
کرنسيواندازه هم معلومه وي نوپه دي صورت کښي کوم ډول تقابض صورت نيسي ؟؟
لطفا که دي لوري ته هم لږه رڼا ورکړی خوښ به شم ٠
پاتي شودعنوان بدلون
هوعنوان بايد بدل کړل که دمحترم حليمي صاحب ورته پام نه وي نو ښاغلی وطنمل صاحب
بايد داکا روکړي ځکه مهمه مسله پکښي څيړل شوي ٠
تصحيح :
ښاغلی وهاج صاحب په پښتوژبه کښي ( ې ) دتانيث لپاره استعماليږي لطفا که زما نوم له
دي وروسته صاليحزې پر ځای صاليحزي وليکي نو صحي به وي ٠
مننه
و.افغان
13.11.2007
[quote:9ab49e61fa="saleehzai"]
تاسودعرفي تقابض خبره کړي ، زماپوښتنه داده چي ايا ددي عرفي تقابض څخه زه دا اخيستنه کولای شم چي په ټليفون ( قرض ) پيسي حواله کول هم يوډول عرفي تقابض دی ؟؟؟
دمثال په ډول يوڅوک له پيښورڅخه دځان په نوم له کابل نه يولاک افغانۍ په کلدارو را حواله کوي يا ددي په عکس ، يعني له پيښورڅخه دکابل صراف ته ټليفون کوي چي ماته
يولاک افغانی پيښورته په کلدارو را بدلي اوحواله کړه ، په دي صورت کښي دکابل صراف
يولاک افغانی په غوښتونکي پسي قرض ليکي سره ددي چي دواړولوروته صرف شوي
کرنسيواندازه هم معلومه وي نوپه دي صورت کښي کوم ډول تقابض صورت نيسي ؟؟
لطفا که دي لوري ته هم لږه رڼا ورکړی خوښ به شم ٠[/quote:9ab49e61fa]
محترم صالحزي صاحب:
تاسې چې کومه مسئله ذکر کړې، نو په دې کې تقابض صورت نه دې نیولې، نه لاس په لاس تقابض او نه عرفي تقابض.
تر اوسه دټلفون له لیارې دغه کار ته چا تقابض نه دې ویلې، تقابض اوس وخت په سند اخیستلو لاس ته راتلاي شي، ځکه ددغه سند اهمیت په قضاء کې خپله له پیسې ډیر اهمیت لرې.
دغه صورت کې دوه مشکله وجود لري:
لومړۍ دا چې په دې کې تقابض نشته،
بله دغه تأخیر دربا النسیئه سبب ګرځي.
ستاسې دمسئلې دصورت تفصیل:
۱- تاسې له صراف څخه افغانۍ په قرضو واخیستلی.
۲-خو دقرض افغانۍ مو نه دې قبض کړي.
۳- تاسې له هغه وغوښتل چې دغه افغانۍ کلدارو ته واړوې.
۴- هغه کلدارو ته واړولې، عدد يي تاسې ته معلوم کړ.
۵- خو تاسې دغه کلدارې یا دکلدارو سند له هغه څخه قبض نه کړ.
۶- اصلا کله چې تاسې پسې بیا هغه افغانۍ لیکي، نو هغه مصارفه هسې یوه ذهني مصارفه ده، خارج کې وجود نه لري.
۷- دې مسئله کې یواځې دمصارفې شکل داسې تصور کیداي شي، لکه چې تاسې هغوي ته افغانۍ ورکړي وي، او هغوي تاسې کلدارې درکړي دي، خو تقابض مو نه دې تر سره کړي.
۸- څنګه چې قرض حسنه یو ښه کار دې، له بل سره کومک دې، نو ځیني بیوعي اصولو سره يي مخالفت جائزيږي:
۹- په دې معنا که همدغه صراف تاسې ته افغانۍ درولیږي، او تاسې پسې قرض هم افغانۍ ولیکي، نو باک نه لري، او که چیرې تاسې ته کلدارې درولیږي، او تاسې پسې کلدارې ولیکي نو هم باک نه لري.
۱۰- په دې هر څه کې دکاغذ په مخ لیکل سند اخیستل یو شرعي کار دې،
الله جل جلاله فرمايي: ((یاأیها الذین آمنوا إذا تداينتم بدين إلى أجل مسمى فاكتبوه, وليكتب بينكم كاتب بالعدل,)).
هو كه چیرې ستا ملګري په کابل کې هغه صراف ته افغانۍ ورکړي، صراف يي کلدارو ته واړوي، دۍ ترې سند قبض کړي، بیا هغه تاسې ته کلدارې درولیږي، او تاسې په پیښور کې کلدارې واخلۍ، نو دې حالت کې یو کرت مصارفه لاس په لاس تر سره شوې، او بیا دیوې کرنسۍ حواله لیږل شوې، نو بیا په کې تقابض ته ضرورت نشته.
[quote:9ab49e61fa="saleehzai"]تصحيح :
ښاغلی وهاج صاحب په پښتوژبه کښي ( ې ) دتانيث لپاره استعماليږي لطفا که زما نوم له
دي وروسته صاليحزې پر ځای صاليحزي وليکي نو صحي به وي ٠
مننه[/quote:9ab49e61fa]
محترما!
د پښتو څه لږ ګرامر مې ویلې ډیر پخوا، زما چې څومره په ذهن کې پاتې ده، چې د (ي) څو قسمونه دي،
یوه هغه يي چې دنورو په پرتله ډیر کم فشار پرې راوړل کیږي
: دا کتاب د[color=white:9ab49e61fa]ی[/color:9ab49e61fa]
دوهمه: چې لږ پرې فشار زیاتیږي: لکه هغه ييګاني چې په ((کې او چې)) کې دي.
دریمه: هغه (ي) ده چې تر نورو ډیر فشار پرې راځي، او دجمعي لپاره استعمالیږي،
او همدا رنګه نورې معناوي هم لري:
لکه سړی، سړي.
صالحزی: صالحزي.
څلورمه: هغه (ي) ده چې لکۍ داره ورته ویل کيږي، او دمؤنث لپاره استعمالیږي، البته نورې معناوې هم لري.
لکه: ساپی: ساپۍ.
کنړې: کنړۍ.
ننګرهارې: ننګرهارۍ.
او یا نور اقسام هم لري،
خو که تاسی په (صالحزي ) خوشالیږۍ، نو دا به درته لیکم، اګر که ځما دا نظر دې چې (صالحزي) دجمعې صیغه ده.
[color=cyan:9ab49e61fa]هیله ده چې دپښتو پړانګان ورونه پرې نظر واچوي.[/color:9ab49e61fa]
saleehzai
14.11.2007
محترم اوقدرمن وهاج صاحب وايم کورد ودان خوشحال او بريالي اوسی چي موضوع مو
دومره په اسان ساده ډول تشريح کړي ده ، ايله بيله اوس په تدريجي ډول دمسلې بيخ ته را ورسيدو ډيره پيچلي تاؤ راتاؤ موضوع وه چي دماغو مي کار ورباندي نه کاوه ، خووايی چي
له خبرو خبرې پيداکيږي ٠
غواړم په دي هکله ديوڅونورو حالاتو باندي هم ځان پوهه او ډاډ من کړم ٠
لومړی حالت : که چيري دکابل صراف سره ديوچاافغانی جمع وي او هغه له نوموړي صراف
وغواړي چي زما له پيسومعلوم مقدارياټولې په کلداروبدلې اوپيښورته يی راحواله کړه
صراف دده پيسې په کلداروبدلوي اوغوښتونکي ته يی پيښورته ليږي ، البته دپيسوغوښتونکی له پيښورڅخه په ټيليفون خپلې پيسې له کابل نه په کلداروحواله کوي
پوښتنه داده چي دا څه ډول حالت دی روا اوکه ناروا ؟؟؟؟
دوهم حالت : که چيري داسړی صراف ته ووايی چي ماته يولاک افغانی په کلداروپيښورته
په قرض حواله کړه او صراف ورته افغانی په کلداروپيښورته حواله کړي اوده ته دمعلوم
مقداروافغانيوبقايې يا قرضې پرچه ورکړي نودا کوم ډ ول حالت دی ؟؟؟
دريم حالت : ددي لپاره چي دواړه طرفه له سود ياربا نه ځان بچ کړي نو له پيښورنه د کابل
صراف ته ټليفون کوي چي ماته پيښورته يولاک کلدارې په قرض را وليږه خوصراف په کابل کښ غوښتونکي پسي يولاک کلدارې قرض ليکي او افغانيوته يی نه اړه وي کله چي نوموړی کس ده ته راشي نو همغو يولاک کلدارومعادلې افغانی ورکوي
څلورم حالت : يوڅوک صراف ته ورځې او ورته وايی مثلا له پيښورڅخه چي يولاک کلدارو
معادلې افغانئ کابل ته په قرض راته وليږه ، يعني ماپسي يولاک کلدارې قرض وليکه
صراف لومړئ نوموړې ته يولا ک کلدارې نقدې قرض حسنه ورکوي اوبيا ورپسي نقده قرض
حسنه ليکي نوموړی کس دا يولاک کلدارې بيرته صراف ته ورکوي چي کابل ته يی په افغانيو حواله کړي ، دا ډول حالت څه ډول ارزيابي کوی ؟؟؟
محترم وهاج صاحب هيله ده دا څلور واړه حالته ځوابونه راته لږ زر وليکی
وهاج صاحب بحث رانه بلې خواته لاړنشي داسي وړه وړه غوندي ياده ونه به راسره کوو
پښتو به هم زده کوو چي خفه نشي ها ها ها
زما دمعلوماتوله مخي (ې ) دمونث لپاره استعماليږي لکه : خورې ، مورې ،ترورې
وريندارې اوداسي نور ٠٠٠
والسلام عليکم وحمته الله وبرکاته
Nazar
15.11.2007
محترمو سلامونه درته وړاندی کوم
په حساب کتاب کی خیانت مکړه
ځکه خیانت لویه ګناه دي
باقی خدای ج مهربانه دي
او دا دی پیشور کابل حساب کتاب چی تاسو پمخه راخیستی
پدی حساب کی خو له ملا صاحب چی هم حساب ورک شو
او دا رته ووایه چی لوټ په څو دي
کلداره په څو دي افغانی په څو دي
بخشنه له دواړو غواړم ځکه چی ستاسو په حساب کتاب کی ما چیلک درواچاوه
saleehzai
15.11.2007
ناظرجانه ګونګه منګه ليکنه کوي
په مطلب دپوهه نه شوم چي اصلا څه وايی لږ معلومات يا وضاحت خپلې ليکنې ته ورکوه
که ستا مطلب دا وي چي دومره ضروري بحث نه دی هرڅنګه چي بس خدای مهرابانه دی نو
غلط شوی ، پام چي شيطان د د خدای په مهرابانۍ دوکه نه کړي هرڅه کښ احتياط اوپرهيز
پکاردی ،ځيني ګناه وي ډيرې لوي ګناه وي چي يوله هغوسودياربا ده ،
سود کوونکي سره خدای جل جلاله دجنګ اعلان کړی ، اياڅوک دخدای جل جلاله سره د
جنګ توان لري نه بلکل نه نوبايد دداسي موضوعاتواوتعاملاتوپه هکله سړی باخبروي
ځکه سود کوونکي دواړه طرفه په ګناه کښي برابر دي ٠
پاتي شوملاصاحب څخه حساب نه دی ورک ، چيرته به مشغول اويا به له نورو عالمانوسره
مشوره څيړنه کوي خيردی لږصبرکوه له ځواب سره به را شي ٠
Nazar
15.11.2007
:lol: :lol: :lol: :lol:
ګونګه بنګه لیکنه ځکه دي چی په موز یا موس باندی لیکم
او سود لویه ګناه ده دا درسره منم
و.افغان
15.11.2007
[color=white:b1a2a8ecd6]محترم صالحزي صاحب او نورو درنو ورونو!
دزړه له کومې سلامونه مې ومنۍ، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
مخکې له دې چې دصالحزي صاحب پوښتنو ته ځواب ووایم، یوه ډیره مهمه یادګیرنه کوم، هغه دا چې انساني افعال په درې قسمه دي، ښکاره حلال، ښکاره حرام، متشابهات.
مسلمان لپاره دا پکار ده چې له مشکوکو کارونو څخه ځان وساتي، او له حرامو خو دی بیخي لیرې ګرځي، نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: ان الحلال بین، وان الحرام بین، وبینهما امور مشتبهات، لا یعلمهن کثیر من الناس، فمن اتقی الشبهات فقد استبرأ لدینه وعرضه، ومن وقع فی الشبهات وقع فی الحرام ......
ژباړه: بیشکه حلال ښکاره دي، او بیشکه حرام ښکاره دي، او دې دواړو تر مینځ ځیني کارونه مشتبهات، چې ډیر خلک يي نه پيژني (چې دحلالو لاندې راځي، او که دحرامو لاندې) نو که چا ځان وساتو له مشتبهاتو څخه، بیشکه غاړه يي خلاصه کړه (ښه لار يي اختیار کړه) دخپل دین لپاره، او دخپل ناموس لپاره، اوهغه څوک چې شبهاتو کې ښکیل شي، نو په حرامو کې ښکیل شو)).
محترمو ورونو:
الحمد لله داسلام دین دهرې زمانې سره یو متجدد دین دې، هیڅ نه زړیږي، دهر ی زماني لپاره صالح دې، او په هره قضیه کې دحل لیاره لري، نو مسلمان ته پکار دې، چې په خپلو مشکلاتو کې په حل لارو اکتفاء وکړي، او له حرامو او مشکوکو لیارو څخه ځان وساتي، او دغې مشکوکي لیارې دبیوع په مسئلو کې ډیرې مینځ ته راځي، نو مسلمان لپاره ښايي چې ځان تری وساتي، ځکه چې هغه هر وخت کولاي شي چې ددغه کار حلال بدیل باندې خپل مشکل رفعه کړي.[/color:b1a2a8ecd6]
راځم دصالحزي صاحب پوښتنو ته :
[quote:b1a2a8ecd6="saleehzai"]
لومړی حالت : که چيري دکابل صراف سره ديوچاافغانی جمع وي او هغه له نوموړي صراف
وغواړي چي زما له پيسومعلوم مقدارياټولې په کلداروبدلې اوپيښورته يی راحواله کړه
صراف دده پيسې په کلداروبدلوي اوغوښتونکي ته يی پيښورته ليږي ، البته دپيسوغوښتونکی له پيښورڅخه په ټيليفون خپلې پيسې له کابل نه په کلداروحواله کوي
پوښتنه داده چي دا څه ډول حالت دی روا اوکه ناروا ؟؟؟؟ [/quote:b1a2a8ecd6]
لومړۍ پوښتنه: ستاسی دمسئلې دصورت تفصیل:
۱-تاسي په کابل کی له صراف سره افغانۍ لرۍ:
۲- تاسی خپله پیښور کی یاست.
۳- تاسی دکابل دغه صراف ته له پيښوره ټلفون کوۍ، او ترې غواړۍ چې ستاسې له افغانیو څخه معلوم مقدار یا ټولې په کلدارو واړوي، او پيښور ته يي راولیږي.
۴- هغه چې کله افغانۍ کلدارو ته اړوي، تقابض ته ضروت دې، او دلته تقابض نظر ته نه راځي، دټلفون خبره نه شرعا او نه عرفا تقابض دی، که چیرې دغه صراف ستاسی وکیل وي، بیا هم صحي نه ده، ځکه چې یو تعامل ددوه کسانو مینځ کې صورت نیسي، نه دیوه کس له ځانه سره.
۵- نو ددې په خاطر دغه کار ناروا او حرام دې.
ستاسې ددغه مشکل لپاره دحلالو لیارې:
لومړۍ لیاره: که دټلفون په واسطه په فورې طور دا معامله تر سره شي، نو تقابض مینځ ته راځي، او جایزیږي، هغه داسې چې تاسې دپیښور صراف سره هماغه ساعت او دقیقه حاضر اوسۍ، دکابل صراف ستاسې افغانۍ په کلدارو واړوې، تاسې ته يي ټلفون کې شمیره معلومه کړي، او دهغه نماینده په پيښور کې تاسې ته فورا کلدارې درکړي.
دوهمه لیاره: دکابل صراف باید دپيښور نماینده ته افغانۍ رالیږي، کله چې تاسې نماینده ته ورشۍ، نو په همدغه وخت کې يي لاس په لاس سره په کلدارو بدلې کړۍ، او مشکل به مو ختم شي.
دریمه لیاره: په کابل کې ستاسې وکیل صراف ته ورشي، او ستاسې افغانۍ لاس ته راوړي، او بیا يي صراف سره لاس په لاس بدلې کړي، او تاسې ته له کابل کلدارې راولیږي، نو بیا تقابض په تاسو فرض نه دې.
څلورمه لاره: دانترنټ له لیاري، فوري مصارفه یا کرنسي بدلول او لیږل جایز دي، او اوس دغه لار هم ډیره زیاته استعمالیږي، تاسې په کې بینک فوري پیسې بدلوي، او ستاسې هغه اوکاونت ته اضافه کیږي، کوم چې تاسي په دوهم دولت کې لرۍ، او ورسره ورسره سند هم درکوي، او دیته نږدې بینکي ټلفون هم دې، دا هغه ټلفون دې، چې هغه څوک يي استعمالوي، چې بینک کې اکاونټ ولري، او دهغی خصوصي کارټ ولري.
[quote:b1a2a8ecd6="saleehzai"] دوهم حالت : که چيري داسړی صراف ته ووايی چي ماته يولاک افغانی په کلداروپيښورته
په قرض حواله کړه او صراف ورته افغانی په کلداروپيښورته حواله کړي اوده ته دمعلوم
مقداروافغانيوبقايې يا قرضې پرچه ورکړي نودا کوم ډ ول حالت دی ؟؟؟ [/quote:b1a2a8ecd6]
ستاسې له دې پوښتنې داسې ښکاري، چې سړۍ لاس په لاس په کابل کې افغانۍ په کلدراو بدلوي، پرچه يي اخلي، او پیښور ته کلداري لیږي، او بیا ځي هلته يي اخلي، دا صحي کار دې، جواز لري، او دا کټ مټ دعبد الله بن الزبیر او مصعب بن الزبیر رضي الله عنهما کار ته نږدې دی.
[quote:b1a2a8ecd6="saleehzai"] دريم حالت : ددي لپاره چي دواړه طرفه له سود ياربا نه ځان بچ کړي نو له پيښورنه د کابل
صراف ته ټليفون کوي چي ماته پيښورته يولاک کلدارې په قرض را وليږه خوصراف په کابل کښ غوښتونکي پسي يولاک کلدارې قرض ليکي او افغانيوته يی نه اړه وي کله چي نوموړی کس ده ته راشي نو همغو يولاک کلدارومعادلې افغانی ورکوي [/quote:b1a2a8ecd6]
دا جواز لري هیڅ مشکل په کې نشته، ځکه چې لومړۍ حواله په کرنسۍ تر سره کیږي، او حواله کې تقابض شرط نه دې، مصارفه دلته مینځ کې نه ده راغلې، خو چې کله بیا سړۍ پیسو پسې ورځي، نو بیا هغه مصارفه لاس په لاس تر سره کیږي، او په هماغه وخت دیولاک کلدارو معادل افغانۍ ورکوې، دهمدغه وخت په ریټ باندې.
جایزه معامله ده، څه مشکل په کې نشته.
[quote:b1a2a8ecd6="saleehzai"] څلورم حالت : يوڅوک صراف ته ورځې او ورته وايی مثلا له پيښورڅخه چي يولاک کلدارو
معادلې افغانئ کابل ته په قرض راته وليږه ، يعني ماپسي يولاک کلدارې قرض وليکه
صراف لومړئ نوموړې ته يولا ک کلدارې نقدې قرض حسنه ورکوي اوبيا ورپسي نقده قرض
حسنه ليکي نوموړی کس دا يولاک کلدارې بيرته صراف ته ورکوي چي کابل ته يی په افغانيو حواله کړي ، دا ډول حالت څه ډول ارزيابي کوی ؟؟؟ والسلام عليکم وحمته الله وبرکاته[/quote:b1a2a8ecd6]
تاسی قیصه اوږده کړې، لنډه دا چې دغه سړۍ صراف ته یو لاک کلداري ورکوي،
صراف يي کابل په افغانیو لیږي،
اوس دلته تفصیل دی:
که چیرې صراف په دغه وخت کې نوموړي کس ته دافغانیو شمیر ورمعلوم کړ، سند يي په لاس ورکړ، نو دلته تقابض ترسره شو، کلداروه په افغانیو بدله شوه، او بیا صراف په حقیقت کې افغانۍ کابل ته ولیږلې، دلته یو شرط باید وي، کله چې صراف نوموړي ته سند ورکوي، باید صراف په دغه وخت کې له ځانه سره ددغو پيسو په اندازه افغانۍ ولري، او یا دصراف نماینده په کابل په دغه اندازه افغانۍ ولري، نو دې صورت کې دا معامله بیخي جایزه ده.
خو که چیرې صراف سره ، او یا دصراف نماینده سره په کابل کې په دغه وخت کې افغانۍ موجودې نه وي، نو دا کار ناروا دې، ځکه چې دا بیع ما لا یملک کې راځي، ((یعنې دهغه څیز خرڅوي چې خپله يي مالک نه دې)) او دا بیعه شرعا حرامه ده.
او همدارنګه که چیرې صراف نوموړي شخص ته دافغانیو شمیره معلومه نه کړي، او دهغی سند په لاس ورنکړي، نو بیا هم تقابض منتفي شو، او مسئله ربا النسیئة ته واوښتله...
الله جل جلاله دې پر مونږ خپل رحم وکړي، په حلالو او حرامو کې خبره ډیره سخته ده،، ما تاسې ته ددې مسئلو ځوابونه هغه وخت ولیکل چې له پنځو څخه زیاتو علماوو سره مې ټلفوني رابطي ونیولې، او دهغوي ځوابونه او فتواګانې مې واوریدلې، خو بیا می هم ونه غوښتل چې تاسې ته دهو او نه ، مختصر ځواب درکړم، بلکه کوښښ مې وکړ، چې دمسئلې صورتونه واضح کړم، او په دې پوه شۍ چې په دغه رنګ معاملو کې خلل کوم ځآي کې دی، او په دې باید پوه شو چې دټولو علماوو اجماع ده، چې په مصارفه کې تقابض شرط دي.
saleehzai
18.11.2007
قدرمن وروروهاج صاحب کورمو ودان ، خوښ اوبريالي اوسی
يقيناچي ډيرپه زړه پوري معلومات مود صرف اوحوالې په هکله ليکلي دي ، الله جل جلاله
د دونيا اواخرت کښي اجرونه درکړي ، دابحث څکه ډير مهم وو چي دپيښوراوکابل ترمنځ
يوه عامه پيښدونکي مسله ګرځيدلي ، ډيرخلک دي چي له پيښورنه کابل اوله کابل نه پيښور ته افغانۍ اوکلدارې حواله کوي چي ډيروخت په قرض حواله کولواوبدلولوته اړتيا
پيښيږي ٠
داخوصحي شوه چي نقده خبره وي نوڅه مشکل نشته البته ديوکرنسۍ بلي ته اړه ولو صورت
دقرض دمسله لږه مشکله اودهغه حل پکاروو ، زما دوروستي څلورم حالت يومطلب داوو
چي که دصراف څخه کلدارې قرض کړي بيايی په افغانيوکابل ته حواله کړي اوصراف قرض
درپسي وليکي اوسند درکړي ، دغه سندورکول اوپه قرض ديوې کرنسۍ بدلول بلي ته
تقابض ويل کيږي اوکه نه اوياروادی کنه ؟؟؟
داپوښتنه مي ځکه يوځل بياتکرارکړه چي تاسوددي ځواب لږزماکمزوري ذهن خلاص نه
شو يعني تاسو دقرض ياده ونه پکښي نه ده کړي
لکه تاسوليکلي
[quote:be09fb5933]تاسی قیصه اوږده کړې، لنډه دا چې دغه سړۍ صراف ته یو لاک کلداري ورکوي،
صراف يي کابل په افغانیو لیږي، [/quote:be09fb5933]
زما مطلب دادی چي دغه سړئ له صراف څخه کلدارې قرض کوي بيايی په افغانيوحواله کوي
زماپوښتنه ددي حالت په اړه ده چي اياداډول په قرض کلدارې افغانيواوافغانۍ کلداروته
اړه ول څنګه دي ؟؟؟؟
محترم استادوهاج صاحب زماپوښتنې د ستايوشاګردپه حيث وګڼه ٠
شاګردحق لري چي داستادڅخه ځان پوهيدو پوري پوښتنې وکړي
مهراباني ددي موضوع لږ لنډځواب راکړه