اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ایا یو مسلمان کولی شی چی په خپل کور کی سپی وساتی ؟
Nazar
06.10.2007
یو مسلمان کولی شی چی په خپل کور کی سپی وساتی ؟
ایا یو موسلمان کولی شی چی په خپل کور کی سپی وساتی ؟
دا پوشتنه ځکه کړم چی
اسپ
خر
چرګه
پشی
او داسی نور ځناوران ما لیدلی دی د مسلمانانو په کورونو کی
مننه
ع کريم حليمي
06.10.2007
مکرم Nazar صاحب زموږ سلامونه ومنه !
[quote:e26c8ea15d]یو موسلمان کولی شی چی په خپل کور کی سپی وساتی ؟[/quote:e26c8ea15d]
هو ! که اشد ضرورت وي سپی دي وساتل سي ، کوښښ دي وکړه سي چه
تور رنګه سپی ونه ساتل سي ٠
مسلمان ته نه نده لازمه چه تور سپی وساتي
zwan
07.10.2007
محترم حليمي صاحب اسلام عليکم
د پيشوساتل په کور کي اسلام په دبره کی څه وايي
يعنی د اروپا او امريکه په کورونوکي چی دوطن له کورونو سره ډير فرق لري
په امريکه او اروپاکي پيشو د خلکوسره په يوه کوټه يا سالاون کي يو ځاي نسته وي
او ډير امکان لري چی دپيشوويښتان خلکوپه کاليو پوري نښتي وي او يا په هغه ځاي
کي چي سړ ي المونځ کوي دپيشوويښتان پرته وي نو زمااصلي هدف ددي چي دسړي المونځ کيږ ی او که نه.
دامکان هم لری چي په جای نماز پوری ويښتان نښتي وي نوبياالمونځ کيږی اوکه نه
ستاسی دځواب په هيله
ع کريم حليمي
09.10.2007
ګرانه وروره داسي فکر کوم چه نوم مو ځوان انتخاب کړی او يا درکړی
سلامونه مي و منه
Zwan was an American alternative rock supergroup
که په ډبل a وليکل سي نو به ځوان ولوستل سي
او که نوم مو اصلا Zwan دی نو د کاناډا د سازنده نوم مو انتخاب کړي
په هر صورت ، راځم ستاسو د سوال و جواب ته
ګرانه وروره ! پشي يو د اهلي حيواناتو د جملې څه ده ، او ډېر ګټه پر بنا ده
د سحرا په کورونو کښي همېښه غله او دانه وي ، او غلې او دانې ته مږي او
مږک لاره پيدا کوي ، او په کوم کور کښي چه پشي وي هغه کورته
مږه (مږه تر موږک لويه ده ) او موږک نه ورځي ، او په غرب کښي کورونه
اکثره له لرګيو جوړ دي او دغو کورنو ته هم موږکان او مږي لار پيدا کوي
فکر کوم دغه سبب دی چه په پشي ساتل کوم شرعي ممانعت نه لري ٠
او دوهمه خبره دا ده چه پشي داسي يو حيوان دي چه تړل ئې ممکن نه دي
او له يوه کوره وبل کورته ځي ، مثلا ستاسو له کوره پشي ولاړه سي او د
همسايه د سرتاخ په سرکي چنيان راوغورځوي او مات ئې کړي ، تاسو
ئې مسؤل نه ياست ، او که ستاسو له کوره سپی چرته ولاړ سي او کوم
تاوان پېښ کړي تاسو مسؤل ياست ولي چه سپی داسي اهلي حيوان دی
چه تړل کيږي ٠
په فقه کښي راغلي که يوه پښي له خوني راوتل او خوله ئې په مستو لړلې
وه او په هغه خونه کښي مستې هم پرتې وې نو دغه مستې نه دي مرداري
ولي چه ممکن ده چه پښي له بل کور څخه په لړلې خوله راغلې وه
نو په ګمان کولوسره شئ نه مرداريږي
يعني مطلب دادي چه پښي تر کنټرول نه لاندي کيږي ، په اساني سره يني
سخت کار دي
نو که ځوک په سحرا کي اوسيږي که په کور کښي خپله پشي ولري او يا وئې
نه لري ممکن ده چه په کور کښي ئې د پشي ورېښتان وي ،
او ممکن ده چه د لمانځ پر ځاي ئې د پشي ورېښان وي ، نو لمنځ روا دی
علاج ئې نسته نو په دين کښي سختي نسته ، لمونځ روا دی
او که ممکن وي ضرور ده و مسلمان ته چه کالي د هر هيوان له ورېښانو
څخه پاک وساتي او بل خبره دا هم ده چه موږ د حيواناتو له پوستونه څخه
کار اخلو بېله د خنځير له پوسته
اما : مسلمان ته ضرور نهده چه بې ضرورته پشي وساتي ، ولي چه حيوان دی
ځای مرداروي ، يوه خبره داسته چه پشي په يوه اسانه ځای نه مرداروي
په طبيعت کښي پشي خپل ادرار او فضله په خارور کښي پټوي ، يعني
پر کمبله او کوربچو کښي ادرار نه کوي ، او ترژبي ئې ناړي هم نه څاڅي
لکه د سپو ،
د کفارو اروپايانو او امريکايانو په کورونو ئې زمونږ څه؟ نه پوهېږم چه
دا سودا ولي او په کوم سبب درلوېدلې ده ؟، بل مشکل لکه چي هيڅ نه لرې
دا د شکر او حمد ځای دی
zwan
09.10.2007
حليمي صاحب زماسلامونه هم ومنه
دپوښتنه می ځکه درڅخه کړي وه چي زه په خپله په اروپا کي ژوند کوم اوځان ته
مسلمان وايم او مسلمان يم روژه نيسم او نيولي می ده المونځ کوم
خو شکردلوي خداي دي ماشومان هم لرم او هغوي راته په کور کي پيشو ساتلي ده
او دهغه ويښتان په کورکي هر ځاي کي پرته وي او يازما په کاليو پوري نښتي وي
او يا په جاي نماز پوری نښتي وي نوزه نه پوهيږم چې لمونځ کيږي اوکه نه.
په درناوي
ع کريم حليمي
11.10.2007
مکرم ورور ځوان صاحب او درنو لوستوونکو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته
د حيواناتو الشَّعَرِ يا ورېښته احنافو خبيث ندي ګڼلي ، لمونځ ورسره روا دې
کڅه هم د سپي ورېښته وي !
او په کور کښي د سپي د ساتي نهي سوې ده او د پيشي د ساتني نهي نه ده
سوې، هيڅ شرعي ممانعت نسته که په کاليو پوري د پشي ورېښتان مښتي وي
لمنځ ورسره روا دی
په درنښت
zwan
11.10.2007
حليمي صاحب اسلام عليک
ډيره ډيره مننه کور دی اباد ژوندي او سرلوړي اوسې
Nazar
13.10.2007
ک حليمي
ډیرخواږه سلامونه درته وړاند کوم تر تا می جار کی
الله پاک ډیر شه ماغزه در بخشلی دی ستاسو څخه ډیره مننه دا چی خپل ماغزه مو په شه کار لګولی دی
لطفا د سود په مورد کی سه معلومات راکړی
الله دی خوشحاله لره
ع کريم حليمي
14.10.2007
ډېر مکرم او محترم نظر صاحب ستاسو سلامونو ته وعليکم وايم او زما
له طرفه هم سلامونه ومنه !
د کندهار پايلوچانو چه به د خبري تائد کولی نو په مجلس کښي به يي ورته
وويل "جارسم" يعني د خبرو دي موافق يم يعني چه تر څنګ دي ولاړ يم ، او د غرب خلک چه د متکلم
د خبرو سره موافق وي نو چکچکي وکړي او متکلم ته دا ښکاره او څرګنده
کړي چه موږ اورېدونکي درسره موافق يو
جار په عربي ژبه يا لسان و همسايه ته ويل کيږي ، داچه تاسو زما د ليکنو
سره موافقه ښکاره کړي ، ماته دي افتخار رابخښلۍ ، ستا دي د جنت افتخار
په برخه سي د بنده سره !
وروره ! تاسو پوهېږی چه الرِّبَا و سود او ګټي ته ويل کيږي او هر د بيعي
کار سود او مفاد لري ، سود روا ،او الربا چه هم پخپله د سود کار دي ناروا
حرام بلل سوی دي ،بسمه تعالی -وَاَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا
ربا اصلا جنس په جنس سودا کولو ته ويل کېږي ، چه زموږ د وطن علماوو
به ويل چه شنې په شنې ورکول حرام دي ، يعني يوه يئرو په 1اشاريه 5
يئرو خرڅول حرام دي ، او يو ګرام سره زر په يو ګرام اشاريه پنځه ګرامه
خرڅول حرام دي او ربا ورته ويل سوې په قول د خواږه نبي ص
او د سپو تجارت او ګټه هم ربا ده ، ټاټو يا خالونه پر بدن يعني د انسان پر
بدن په مزدوري سره چه پيسې پر واخلي هغه مزدورۍ او معاش يا ګټه
هم ربا ده
هو سره زر په سپينو زرو خرڅول روا دي خرما په غنمو خرڅول ، کالداره
په افغانيو خرڅول روا دي
اما د سپي خرڅول ناروا او د ټاټو مزدوري ناروا ده داسي ده لکه ربا خوړل
زمونږ خواږه نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي چه ځان وساتۍ
د شرک بالله څخه،سحر ،او هغه قتل نفس څخه چه خدا حرام بللی الا بالحق ،
له ربا خوړلو ،او د يتيم د مال له خوړلو ٠٠٠٠٠٠٠
په درنښت او ميني سره !
saleehzai
14.10.2007
قدرمن حليمي صاحب السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
محترم مولوی صاحب پوښتنه مي داده چي کلدارې په افغانيو حواله کول څنګه دي ؟؟
نقدا او ياقرض
دمثال په توګه له پيښورڅخه کابل ته يو لاک ١٠٠٠٠٠ افغانی حواله کول څنګه دي يعني صراف ته
پيښورکښي ديولاک افغانيومتبادل کلداري ورکوي اوهغه بياپه کابل يولاک افغانی ورکوي طبعاصراف ورڅخه ګټه هم کوي ٠
ياپه داسي ډول چي دصراف څخه قرض غوښتل کيږي او ورته ټليفون کوي چي ماته کابل ته
يولاک افغانی وليږه څو ورځې وروسته به بيا دهغو متبادل په پيښورکښي کلدارې درکړم
په درنښت
ع کريم حليمي
15.10.2007
مکرم او محترم saleehzai صاحب او درنو لوستوونکو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
[quote:5747737baa]پوښتنه مي داده چي کلدارې په افغانيو حواله کول څنګه دي ؟؟
نقدا او ياقرض [/quote:5747737baa]
مکرمه وروره !
هر وخت چه له چا څخه په قرض حسن پيسې واخلې ، نو ډېر ښه کار به
وي او هم سنت ، چه قرض ورکولو په وخت کي تر قرضې څه اضافه ورکې
که د قرضې اخستلو له مخه دي ورته وويل چه : بيا څه پيسې اضافه درکوم
نو دا اضافي پيسي نو بيا الربا ده ، او حرام عمل دي ، پيسې اخستل
او ورکول ئې حرام کار دي
حواله او يا کلداري رانيول او خرڅول روا عمل دی ، که څوک غواړي چه
تقوا وکړي نو د پيسو د معاوضې په وخت کښي د کاغذي لوټونو سره يو دوې
افغانۍ کچره يا فليزي پيسې ورسره وکړه ، نو به د جنس د يوالي خوف
بېخي له سره ولاړ سي ( د کاغذ رانيول په کاغذ ) سره
په درنښت
saleehzai
01.11.2007
محترم حليمي صاحب کور دودان له ځواب څخه دډيره ډيره مننه ،يقيناتاسودروندخدمت ته
غاړه ايښي خدای پاک جل جلاله د د ونيا اواخرت کښي اجرونه درکړي ٠
حليمي صاحب تاسو ډيرښه ځواب ورکړی خو دلته که فکردوي خبره دقرض ده چي په داډول
قرض حواله کول څنګه دي ، يا په بل ډول زه په عربي ژبه ډيرکم کم پوهيږم خودا لا ندي عربي
لينکونوکښي فکرکوم دا مسله څيړل شوي نو له تاسومحترم اويا ښاغلی وهاج صاحب څخه هيله کيږي
چي ددي لاندي لينکونولنډيز اومفهوم راته په پښتو وژباړی اوياداچي ستاسومحترمين په
په کښي څه واياست ٠
ستاسو دلا برياليتوب په هيله
http://www.islamweb.net/ver2/Fatwa/ShowFatwa.php?lang=A&Id=2154053&Option=QuestionId&x=24&y=12
http://www.islamweb.net/ver2/Fatwa/ShowFatwa.php?Option=FatwaId&lang=A&Id=70071
رښتینی
01.11.2007
[color=white:aeccf60cba]
هل يجوز تحويل العملات عبر الهاتف ؟؟؟
صد يقي صراف بعد اتصال هاتفي حولت ألف دينار بدراهم مثلا من بلدي إلى بلد أخرى وبعد يوم يومين أو أكثر أنا ادفع ألف دينار للصراف صديقي، السؤال: هذا هل تجوز هذه الطريقة عند الضرورة الشديدة ؟؟؟
والسؤال الثاني: ما هي الضرورة التي تجوز الربا ؟؟؟[/color:aeccf60cba]
ژباړه :
پوښتنه : ايا دتليفون له لاري پيسي حواله كول روادي ؟؟
زما يو ملګري صراف ده ما تليفون ورته وكړ چي زما وطن ته زرديناره حواله كړه چي هلته د هغو په ارزښت دراهم ورواخلي داحواله له هغه هيواد نه بل هيواد ته كيږي په كوم كي چي زه اوسم اوس زما صراف ملګري پيسي حواله كړي او ما ورځ ، دووه يا زياته موده وروسته هغه ته هغه زرديناره وركړل پوښتنه داده چي ايا دسخت ضرورت په مهال دا تعامل رواده ؟؟؟
[color=blue:aeccf60cba]فبيع العملات بعضها ببعض يسمى مصارفة وله ضوابط إذا اختل شيء منها صارت المعاملة محرمة، وخلاصة هذه الضوابط كالتالي:
1- أن بيع العملة بجنسها كالدينار الكويتي بمثله يشترط له شرطان:
الأول: التقابض قبل التفرق.
الثاني: التماثل وعدم المفاضلة.
وإن كان بيع العملة بغير جنسها كالدينار الكويتي بالريال القطري فيشرط لذلك شرط واحد وهو التقابض.
والذي حصل منكما مصارفة بين عملتين ولكن خلت من شرطها وهو التقابض من الجهتين، والواجب مستقبلا البعد عن هذه العملية، والطريقة السديدة أن تذهب إلى صاحب الصرافة وتطلب ممن يقبض المال في البلد الذي ستحول إليها أن يكون موجودا في ساعة معينة وتسلم الصراف المال وهو يحوله حوالة سريعة ويقبضه وكيلك هناك في نفس الوقت أو تقضيه العملة التي سوف يأخذ وكيلك في بلدك مثلها من وكيل الصرافة وهذه هي مسألة السفتجة وتراجع لها الفتوى رقم: 15707، وإذا اضطررت إلى التحويل ولم تتمكن إلا من الطريقة المعروفة اليوم وهي خالية عن التقابض فلا حرج عليك، لقوله تعالى: فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ {البقرة: 173} والضرورة التي تبيح المحظور هي ما كانت تؤدي بالإنسان إلى الموت أو ذهاب بعض أعضائه بيده أو منافعه كبصره ونحو ذلك، وراجع للأهمية الفتوى رقم: 70071.[/color:aeccf60cba]
ژباړه :
ځواب :پيسي په پيسو بدلولو ته مصارفه وايي اوددي له پاره خپل اصول او ضوابط دي كه هغه كوم يو پوره نه شي نو دا تعامل يا راكړه وركړه حرامه ګرځي دا اصول په لنډه توګه داسي دي :
لومړۍ : چي يوجنس پيسي په خپل منځ كي سره مبادله شي لكه كويتي دينار په همدي كويتي دينار باندي ددي له پاره دووه شرطه دي :
لومړي مخكي له بيليدلو قبض كول (ياني په يوه مجلس او يوه ناسته كي به يوبل پيسي سره قبض كوي )
دويم : تماثل ياني يو ډول به وي ليږ به په ډيرو نه وركوي
اوكه چيرته جنس بدل و ياني كويتي دينار په قطري هغو بدليدل (لكه افغاني په كالدارو يا تومنو) بيا يوشرط په كي ضروري ده او هغه له يوه بل نه قبض كول دي
اوستاسو په منځ كي چي ددوو جنسونو كومه مصارفه شوي په هغه كي د تقابض شرط نه دي رعايت شوي له دا ډول تعامل نه ځان ساتل په كار دي ددي له پاره سمه لاره داده چي ته په خپله صراف ته ورشه اوپيسي وركړه او په همدي وخت كي ستاپه وطن كي ستا وكيل هغه چي دا پيسي قبض كوي هغه ته هم خبر وركړه چي په همدي وخت كي په هغه ځاي كي د صراف دوكيل يا نماينده خواته ناست وي او له دي ځايه يي صراف په بيړندي توګه حواله كړي او په همدي وخت كي ستا وكيل وكولي شي چي پيسي قبض كړي اويا د هماغو پيسو چي ستا وكيل يي ستا په وطن كي ور اخلي په مثل پيسي ته دلته صراف ته په هغه يوه وخت كي وركړه فتوي نمبر 15707
او كه چيرته زياته اړتيا پيښه شوه او بله هيڅ چاره نه وه بس يواځي همدا رواجي لاره وه نو بيا كولي شي په هم دي طريقه يي حواله كړي لكه قران وايي :
فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ {البقرة: 173}
څوك چي پرته له بغاوته او تيري نه اړ او مجبورشي په هغه باندي ګناه نشته الله غفور رحيم دي
اوهغه ضرورت چي په هغه سره ناروا روا كيږي هغه داسي ده لكه د انسان چي د مرګ ويره وي او يا د بدن دكوم غړي د ضايع كيدلو ويره وي او يا دغړيو دمناقعو ويره وي لكه ليد او داسي نور
(تحت اللفظ ژباړه نه ده بلكي مفهوم مي راخيستي )
په مينه
و.افغان
01.11.2007
ګران، محترم، دقدر وړ، حامد ورور، اودبحث ګډونګوونکو ته سلامونه وړاندې کوم.
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
ګرانه حامده وروره!
ستاسې څخه ډیره مننه، الله جل جلاله مو دهمیش لپاره شته لره، دصالحزي صاحب غوښتنه مې ولیده، وار پار مې ورته خطا شو، هلته زه یوې دقیقي حدیثي څیړنې کې مشغول ووم، چې دغه رنګ څیړنه یو ځنځیري شکل لري، او دافکارو متصل تسلسل ته اړتیا لري، او هلته مې دګران ورور صالحزي صاحب خبره نشوه نه شاته کوله، خو تاسې دخیر کار ته سبقت وکړ.
دمخکې په څیر مې ډیر زړه کیږي، چې لیکنې وکړم، خو دوخت دتنګۍ او نورو بوختیا له امله له لیکلو عاجزه کیږم، خو بیا مې هم ستاسې غوندې ددرنو ملګرو له لیکنو زړه نه صبریږي، او همیش کوښښ کوم چې غلچک نظرونه دټول افغان فورمونو ته راواچوم.
[color=white:513616b584]په هر شرعي او مباح مقاصدو کې مو تل الله جل جلاله موفق لره.[/color:513616b584]
رښتینی
02.11.2007
او صالحزي صيب ستاپه دويم لينك كي هم تقريبادهغه لومړي
خبره كټ مټ تكرار شوي ده خو په بدل شكل كي نو مايي ځكه
ژباړه ضروري ونه بلله
او ښاغلي صافي صيب ستاسو هم كور ودان مونږ ستاسو
چوپړ ته هر وخت تيار يو
ع کريم حليمي
03.11.2007
ډير قدرمنو او مکرمو صالحزی صاحب او استاد وهاج ساپي صاحب او
او ګران حامدصاحب
سلامونه او ښې هيلي مي ومنی !
او به له مکرم حامد صاحب نه مننه وکړم چه د عربي ليکنه ئې ژباړلې !
داسي ژباړه دي کړې چه غبطه مي وسوه
مکرم صالحزی صاحب !
الحوالة ( بفتح الحاء، حې په زور ) ولوستل سي
د فقهاوو په اصطلاح ورته ويل کيږي نقل دين من ذمة إلى ذمة
يعني د يوه نفر د پور زمه چه بل نفر پر خپله زمه واخلي ، يا زموږ د وطن
په اصطلاح چه وايي :چه د فلاني د پور زمه داره زه يم
او يو دغه حواله ده چه نقد مال او نقد ملکيت استوې د صراف په واسطه
ديته ويل کيږي سفتجه٠ السفاتج: جمع سفتجة
تعريب:عربي ترجمه( سفته، بمعنى المحكم ) پخپله سفته ډيري نوري معنا
وي هم لري
دغه وطني حوالې (سفتجه) پنځه زره کاله تاريخ لري ، او د مبارک په عصر
کي هم دغه حوالې کېدلې عبدالله بن زبير په مکه مکرمه کښي وو او مصعب بن زبیر په عراق کښي ، د عراق خلکو په نقدي پيسې په مکه کښي و عبدالله
بن زبير ته ورکړې او زبير به يوه ورقه د حوالې ورکړه پر مصعب بن زبير
او مصعب به په عراق کښي د حوالې پيسي ورکولې ،
[quote:27bcbe214f] سريعة ويقبضه وكيلك هناك في نفس الوقت أو تقضيه العملة التي سوف يأخذ وكيلك في بلدك[/quote:27bcbe214f]
نه ده ضرور چه : چي په همدي وخت كي په هغه ځاي كي د صراف دوكيل يا نماينده خواته ناست وي او له دي ځايه يي صراف په بيړندي توګه حواله كړي او په همدي وخت كي ستا وكيل وكولي شي چي پيسي قبض كړي
تاسو نيت به دا وي چه د صراف نماينده ستاسو وکيل دی ، او هر وخت چه
ستاسو دوست يا ورور يا بل کوم څوک ورسي او پيسې به ورکړي
[quote:27bcbe214f]الثاني: التماثل وعدم المفاضلة[/quote:27bcbe214f].
او دغه پورته شرط د سفتجه يا حوالې سره هيڅ اړه نه لري
څرنګه چه افغانۍ او کلداري دوه جدا او جلا جنسونه دي ، يوه په مثال د زر
او بله پيسه په مثال سپين زر ده ، هو ! پورته شرط به هغه وخت عملي کوې
که تاسو له کابله و زابل ته پيسې حواله کولي، که صراف سل زره افغانۍ
حواله واستوله ، نو هلته په زابل کښي پوره نه زياتي نه کمي سل زره
افغانۍ به ورکوي ، که چيري رياتي ياکمي ئې ورکړې نو دې عمل ته
ربا او سود ويل کيږي
والله اعلم
saleehzai
03.11.2007
ډيروقدرمنوهريوښاغلی حليمي صاحب ، حامد صاحب اووهاج صاحب السلام عليکم
ورحمته الله وبرکاته
حامد صاحب له ژباړې څخه د يوه نړی مننه يقيناچي سمه ژباړه دکړي ده ،بريالي اوسی
وهاج صاحب داحاديثومطالعه دډيرنيک کاردی خو البته تاسوبايد علم نافع هم ولری ،
خوکه تاسواسلامي مطالب ګوری او زمونږ سره يی نه شريکوی نوبيا ؟؟
اياهغه حديث شريف دمخي ته نه دی راغلی چي : بهترپه تاسوکښي هغه دی چي علم زده کړي
اونوروته يی وښيی ؟؟؟
مطلب مي داچي د تاسوپه څيرعالمان بايد د ټول افغان بحثونوکښي غيرحاضر نه وي کنه نو
کوشان اوشاهين خيل به ډيرخلک ځان سره ګله کړي چي له مسؤليت څخه به بياتاسوهم نه
خلاصيږي ،ضروري نه ده چي دلارې خنډونه اومشکلات موحوصله ماتی کړي ٠
اومحترم قدرمن حليمي صاحب وايم بريالی اوسي تاسوپه رښتيا دټول افغان اسلام برخې
رښتونی چلوونکی ياست چي تل دپوښتونکوځوابونه زر اوپه خپل وخت ورکوی ، خدای جل جلاله موبريالي لره ، خوشحاله اوسی ٠
[quote:da3272d2f0]نه ده ضرور چه : چي په همدي وخت كي په هغه ځاي كي د صراف دوكيل يا نماينده خواته ناست وي او له دي ځايه يي صراف په بيړندي توګه حواله كړي او په همدي وخت كي ستا وكيل وكولي شي چي پيسي قبض كړي
تاسو نيت به دا وي چه د صراف نماينده ستاسو وکيل دی ، او هر وخت چه
ستاسو دوست يا ورور يا بل کوم څوک ورسي او پيسې به ورکړي
[/quote:da3272d2f0]
داخبره مي ډيره خوښه شوه ، زما په فکردا مسله لږه څيړل ځکه پکاردي چي دايو ه ډيره عامه
پيښيدونکي مسله ده ،او اصلي خبره دقرض دی چي ايا دصراف څخه په قرض حواله کول
اوبياهغه قرض په دفعاتويا په يوځل ورکول خوبه سود ، ربا نه وي ،
مثلا ډير تجاران دي چي له پيښورڅخه کابل ته افغانی حواله او يا له کابل څخه پيښورته کال دارې حواله کوي ، ډيرکله صراف ته ټليفون کوي چي په پيښورياکابل کښي دومره افغانی يا کلدارې راته حواله کړه البته په قرض ، اوس پوښتنه داده چي داډول د قرض حواله
په سوديا ربا کښي راځي اوکنه ؟
فکرکوم زماله خوا په ورکړل شوي دوهم لينک کښي دا موضوع څه نه څه روښانه شوي چي
ښه به وي که حامد صاحب هغه هم ژباړلی وی ٠
( زماپوښتنه دريواړو قدرمن حليمي صاحب ،وهاج صاحب اوحامد صاحب ته متوجه ده )
ع کريم حليمي
03.11.2007
ګران او مکرم ورور صالحزی صاحب او د بحث ټول کتونکو او ګډون کونکو
سلامونه او ښې هلي مي ومنی !َ
وَقَوْلُ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ {وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا} وَقَوْلُهُ {إِلاَّ أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ}.
محترمو !
پورته ايتونه اصول او محک دي د تجارت او اقتصادي معاملاتو
ربا ناروا او تجارت روا ، ربا يعني سره زر په سرو زرو پلورل رباده
لقول النبي صلى الله عليه وسلم: الذهب بالذهب، والفضة بالفضة
هو ! دلته خبري دوې دي ، يو دغه علمادي چه وچي ترجمې او معناوي
کوي ، عصر او زمانې ته هيڅ نظر نه وراچوي ، او د نن ورځي صناعت
او اقتصادي معاملي نه مطالعه کوي پوښتني اوري او ميخانيکي جوابونه
ورکوي ٠
ښه ملاصاحب !
زر په زرو پلورل ناروا دي ، زر کاله دمخه زر يو قسم وه ، اما نن زر
اقسام لري ، 8 کراته ، 10 کراته ، ٠٠٠٠٠ 24 کراته لري
د اته کراته زرو يو شی دي او 24 کراته بل شی دي ، هيڅ وخت يو جنس
نه ورته ويل کيږي ، نو په الهذا سبب اته کراته زر په 24 کراته پلورل
روا دي ، او که څوک تقوا کوي اته کراته دي خرڅ کړي او ٢٤ دي رانيسي
الماس هم دارنګه دي ، اوه رنګه الماس په طبيعت کښي سته اعلی درجه ئې
سپين رنګ لري او ارزښت ئې ډير لور او څومره چه ئې سپينوالی کم وي
په هغه اندازه ئې ارزښت او بيه کميږي ، او کټ ئې هم مهم دی ، د بلجيم
کټ ښه کټ دي اما د هند کټ دومره ښه کټ نه دي ، نو په الهذا بيعه او قيمت فرق لري ٠
په اسلامي فقه کښي راغلي چه ; د دوکسانو په شراکت کښي شرک معاش حق
نه لري ، اما نن ورځ هغه زر کاله د پخوا په شکل معاملات په غربي هيوادونو
نه تر سره کيږي
د حکومت رول داسي دي چه هر شراکت په د کمپني په شکل چوړيږي
يعني کمپنۍ ځانته شرکت دي ، او حکومت د شرکت خاوندان په رسميت
نه پېږني ، کمپنۍ(INC ) رسميت لري ، او ټول سرمايه ګذاره د کمپنې
د يو کاريګر په شکل کار کوي خا رئيس خا چاروکښ ، يعني که خاوندان د
کمپنۍ دي که نور کاريګر ټول تر يوه اصولو لاندي دي
پورته غربي اصول دي، اما په کندهار کښي چه څوک د بزازۍ دوکان د دوو
نفرو په شرکت راوباسي نو بيا دا د فقهي اصول صدق کوي چه په شراکت
کښي معاش اخستل نسته ٠
تاسو پوښتلي چه ;
مثلا ډير تجاران دي چي له پيښورڅخه کابل ته افغانی حواله او يا له کابل څخه پيښورته کال دارې حواله کوي ، ډيرکله صراف ته ټليفون کوي چي په پيښورياکابل کښي دومره افغانی يا کلدارې راته حواله کړه البته په قرض ، اوس پوښتنه داده چي داډول د قرض حواله
په سوديا ربا کښي راځي اوکنه ؟
هيڅ شرعي ممانعت نسته ، که سل زره کلداري ئې په قرض ورکړي وي
نو سل زره کلداري به ورکوي ، که ئې په لاس کښي کلداري نه وې ،
او ريال ئې درلوده د سل زره کلدارو معادل ريالونه دي ور کړي ٠
هو !يوه ډيره مهمه او ضرور خبره په پور ورکولو کښي داده چه ;
د ورکړي وخت به معلومه وي ، که چيري تاريخ د ورکولو معلوم نه وي
چه ; په کال ٢٠١٠ د jun پر 9 تاريخ پر 12 AM
نو د پور خاوند حق نه لري چه پوړوړی محکمې ته راکښ کړي
که ئې راکش هم کړي ، قاضي حق نه لري چه قاطع امر صادر کړي
چه ضرور ئې پور ورکړه ، که څه هم پوړوړي يا قرضدار په رپو کښي
اوبازي کوي ،
اما که قاضي هوښيار وو ، او قرضدار له خولې ئې داسي خبره راوئيستل
چه فلان وخت به ئې ورکړم ، نو بيا چه هغه وخت راورسيږي ، محکمه
کولی سي چه په زور سره هغه پيسي ترې واخلي ،
او که قرضدار صاحب د عقل او پوهي وي ، نو بايد چه هيڅ وخت په محکمه
کښي د قاقضي په حضور کښي دا سي اقرار ونه کړي چه فلان وخت
ئې ورکوم ٠
نوټ : په شريعت کښي ، هغه اسناد چه تاريخ او شاهدان ونلري ،
د اعتبار وړ نه دي
او لاس په لاس معاملاتو کښي ضرور نده چه اسناد وليکل سي
زما شخصي نظر !
کوښښ وکړی چه زاړه خلک پر اسنادو شاهدان نه کړي ، همېشه ځوانان
شاهدان وګرځوۍ ، زاړه خلک چه کوم مشکل ولري قاضي ئې نسي مجبوره
کولی ، ولي چه الله فرمايلي چه کاتب او شاهد ته دي څوک ضرر نه رسوي
يعني چه په زور دي نه راغوښتل کيږي
،،٠
و.افغان
04.11.2007
محترم مولانا حليمي صاحب, دقدر وړ حامد صاحب، او دروند ورور صالحزي صاحب، او دبحث نور ګډونکوونکو ته احترامات وړاندې کوم:
محترم صالحزې صاحب: لکه څرنګه چې تاسې ویلي دې، چې ستاسې دوروستې سوال ځواب څه نا څه په هغه دوهم لینک کې حل شوې دی، نو ستاسې دغوښتنې سره سم به دهغه لینک محتوا ګوډه ماته پښتو ته وژباړم.
[color=white:622fd7ae72]سوال: ځمونږ استادانو، او دالله جل جلاله په لیار کې پر مونږ ګرانو: زه تاسې سره دالله جلاجلاله لپاره مینه کوم:
مونږ مسافر خلک یو، کویټ کې اوسیږو، له مونږ سره یو کس دې چې ځمونږ نغدې پیسې نورو ځایونو ته حواله کوی، (یانې لیږي يي).
دحوالې دلیږنې تګلاره په لاندې ډول ده: [/color:622fd7ae72]
دمثال په ډول، مونږ هغه ته په کویټې دینار یو اندازه پیسې ورکړو، هغه خپل ورور ته ټلفون وکړې، کوم چې په مصر کې اوسیږي، تر څو ددغو ورکړل شویو پيسو په اندازه او معادل په سمییزې کرنسۍ (یعنې دلته مثلا مصرۍ پیسې) پیسې ځمونږ اولادونه ته ورکړي، پاتې دې نه وي، چې کله کله دحوالې دکار کوونکې بيي (ریټونه) دبنکونو تر بیو (ریټونو) هم ټیټ وي، یعنې مونږ له دې څخه زیاته ګټه پورته کوو.
او کله کله ځمونږ یو کس ډیرو پیسو ته اړتیا لري، چې ويي لیږي (حواله يي کړي) نو دحوالې کاروباري ته نیمايي پیسې ورکړي، په دې اساس چې نورې باقي پیسې به هغه ته په څو کشتونو (قسطونو) کې ورسوي، ددغو ټولو پیسو دحواله کولو بیه (ریټ) له پیله څخه ټاکلې او یوه وي، کمې یا زیاتې په کې نه راځي، او په دې حالت کې هم مونږ ګټه پورته کوو، مونږ دهغه مسجد له امامه څخه وپوښتل کوم کې چې مونږ لمونځ کوو، نو هغه وویل: دغه کار حرام دې، او سود دې.
نو مونږ حیران یو، الله جل جلاله دې تاسې ته اجرونه په برخه کړي، مونږ ته فتوا راکړۍ، او که هغه خبره چې امام مونږ ته کړې، صحي وي، نو مونږ په دې طریقه دمخکنیو حواله شویو پیسو په اړه څه وکړو، الله جل جلاله دې تاسې ته جزاي خیر درکړي، په نورو مخکنیو ځوابونو حوالې مه راکوۍ، تر څو چې پر مونږ مسئلې ګډې وډې نشي، او همیش دالله جل جلاله په ساتنې او سوکالۍ کې اوسۍ.
[color=#444444:622fd7ae72]ځواب: الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد: [/color:622fd7ae72]
دفقهاوو په اصطلاح کې دپیسو یوه په بلې باندې خرڅولو ته صرف وايي.
ددې صرف دجواز یو شرط دادې،چې لاس په لاس کار وي، او په یوه ډول پیسه کې دلاس په لاس پر شرط برسیره باید دپيسو اندازه يو برابر وي (مثلا شل افغانۍ باید په شلو افغانیو خرڅی شي، کمۍ او زیاتۍ په کې نه وي) .
او ضرر نه کوي (یعني جواز لري) چې یو ډول پیسه په بل ډول مختلفې پیسي دبازار له ریټ څخه ښکته یا پورته په مختلفو بیو (ريټونو) خرڅه شي.
نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: ((سره زر په سرو زرو خرڅول، سپین زر په سپینو زرو خرڅول، باید لاس په لاس وي، اندازه يي یو برابره وي، (کم او زیات په کې نشي)، او زیاتې څیز اخیستل سود دې، خو کله چې جنسونه بدل شي، مختلف شي، نو سره خرڅ يي کړۍ، څنګه چې مو خوښه وي، خو په دې شرط چې لاس په لاس وي، ))په صحیح مسلم کې ورایت شوې حدیث.
په یوه نوعې پیسې کې تفاضل (زیاتوالي، یعنې چې مثلا په شلو افغانیو دوه ویشت افغانۍ راونیسې) ته ربا الفضل وايي، لکه څنګه چې دیوه عوض دقبض کولو (لاس ته راوړنې ) وروسته کیدلو ته ربا النسیئة وايي، (یعنې مثلا: چې اوس شل ریاله ورکړي، اوورته ووايي: چې سبا ته ما ته ۳۰۰ کلدارې راکوي) او ددغه دواړه سودونه حرام دې، الله جل جلاله فرمايي: ((او حلاله کړې دې الله جل جلاله بیعې لره، او ربا يي حرامه کړې)). دالبقرې سورت 375 آیت.
نو تاسې چې دهغه وطن پیسه چې تاسې په کې اوسیږۍ، دخپل وطن پیسې ته تبدیلوۍ، او خپل کور ته يي لیږۍ، دا یو مباح کار دې، په دې شرط چې تقابض (لاس ته راوړل، قبض کول) په یوه وخت کې تر سره شي، ځیني علما وايي: چې حواله + صرف (یعني : دپیسو حواله کول او ورسره دپیسو تبدیلول په یوه معامله کې) کیداي شي چې دټلفون له لیارې فوري تر سره شي، او هغه داسې چې صراف ته یوه اندازه پیسې په داسې وخت کې ورکړي، چې په همدغه وخت کې، تا له خپلې کورنۍ سره اتفاق کړي وي، چې ددغه صراف معاون سره حضور ولري، نو څنګه چې ته پیسې صراف ته ورکړي، هلته يي دصراف معاون فورا ستا کورنۍ ته دهغه وطن پیسه ورکړي، (یعنې کومه چې ستا له خوا صراف ته ورکړل شوي پیسې څخه مختلفه ده).
او کیداي شي، چې زیات حاجت دا رنګ تعامل ته اباحت او جواز وروبخښي.
لیکن که چیرې تقابض (لاس ته راونه یا قبض کول) په یوه وخت کې نه تر سره کیږي، یا تاسې به صراف یا حواله لیږونکې ته نیمايي پیسې ورکوي، ددې لپاره چې نورې پاتې پیسې په کشتونو (قسطونو) هغه ته ورسوۍ، لکه څنګه مو چې پوښتنه کې روښانه کړې ده، نو دغه کار دربا النسیئة کې راځي، چې دا رنګ سود حرام دې، او هغه څه چې تاسې ستاسې دمسجد ملا امام ویلي دي، هغه صحي دي.
او په تاسې باندې اوس دا لازمه ده، چې توبه وباسۍ، او عزم وکړۍ، چې دې رنګ کار ته بیا را ونه ګرځۍ، او امید دې چې تاسې باندې په مخکې انجام شوو کارونو کې څه ګناه نه وي، ځکه چې الله جل جلاله فرمايي:
((نو هر چاته چې پند راشي، دخپل رب له اړخه، پس منعه شو (له سوده) پس دې ده ته هغه شې چی پخوا يي اخیستي وو، او معامله يي الله ته (سپارلې شوې ) ده، او هر څوک چې بیرته وګرځید (سود ته او حلال يي وګاڼه) نو دغه کسان خاوندان د اور (ددوزخ) دي، چې دوي به په دې اور کې تل وي.))
[color=white:622fd7ae72]محترم مولانا حلیمي صاحب وايي:
[quote:622fd7ae72="ع کريم حليمي"]
ښه ملاصاحب !
زر په زرو پلورل ناروا دي ، زر [/color:622fd7ae72]کاله دمخه زر يو قسم وه ، اما نن زر
اقسام لري ، 8 کراته ، 10 کراته ، ٠٠٠٠٠ 24 کراته لري
د اته کراته زرو يو شی دي او 24 کراته بل شی دي ، هيڅ وخت يو جنس
نه ورته ويل کيږي ، نو په الهذا سبب اته کراته زر په 24 کراته پلورل
روا دي ، او که څوک تقوا کوي اته کراته دي خرڅ کړي او ٢٤ دي رانيسي
الماس هم دارنګه دي ، اوه رنګه الماس په طبيعت کښي سته اعلی درجه ئې
سپين رنګ لري او ارزښت ئې ډير لور او څومره چه ئې سپينوالی کم وي
په هغه اندازه ئې ارزښت او بيه کميږي ، او کټ ئې هم مهم دی ، د بلجيم
کټ ښه کټ دي اما د هند کټ دومره ښه کټ نه دي ، نو په الهذا بيعه او قيمت فرق لري ٠
،،٠[/quote:622fd7ae72]
نه محترم حلیمي صاحب: که سره هر څومره په جودت او عدم جودت کې فرق ولري، بیا هم تفاضل په کې ناروا دې، دغو څو قسمه سرو مخکې هم وجود درلود، چې جید او رديء ورته ویل کیده، او جید او رديء به صرافانو په اور ګرمولو او په ټس ورکولو معلوماوه، نفس مسئله په خورماوو کې هم ده، خورما وو کې تفاضل (زیات اخیستل دوزن له لحاظه په مقابل عوض کې) حرام دې، اوس ځیني خورماوي، کیلو په لس ریاله دي، ځیني يي په شپیته ریاله دي.
ددې ښه طریقه داده چې سړۍ تاواني نه شي، چې یو وار ښه قیمتي سره زر خرڅ کړي، او بیا يي په پیسو ارزانه سره زر راونیسي، او دغه طریقه محمد صلی الله علیه وسلم ابوهریرة رضي الله تعالی عنه ته ښوولې وه،
یوه ورځ محمد صلی الله علیه وسلم ته ابوهریرة رضي الله عنه ډیرې ښکلې خورماوې (نجیبي خورماوي) راوې، نو محمد صلی الله علیه وسلم ترې وپوښتل: دادې له کومه کړي؟؟ هغه وویل: ما سره دوه صاعه (پیمانې) بیکاره خورماوي وي، نو په هغو دوه صاعو مې یو صاع ښې خورماوې راونیولې، نو محمد صلی الله علیه وسلم ورته وویل: داسې کار بیا مه کوه، لومړۍ خرابې خورماوې خرڅې کړه، او بیا په پیسو يي ښې خورما راونیسه.
[color=red:622fd7ae72]صالحزې صاحب:
د حوالې او صرافې په اړه نور متعلق مسائل هم شته، نو که وخت یارې وکړي، هغه تاسې ته مخکې کیږدم، البته که یو څوک تبرع و کړي، او له ماسره شته معلومات پښتو ته ژباړلو لپاره وخت لري، نو ډیر دخیر کار به وکړي.[/color:622fd7ae72]
[color=white:622fd7ae72]او له محترم مولانا حلیمي صاحب څخه هیله کوم، چې دروانې موضوع عنوان بدل کړي، او ددې روانو مسائلو او بحثونو دمحتوا ښودونکې یو عنوان ورته وټاکي.[/color:622fd7ae72]
ملاحظه: په ژباړه ددوه قوسونو ترمینځ راګیرې شوې جملې ژباړن د لا زیات وضاحت لپاره راوړې دي.
دژباړل شوې فتوا عربي متن:
السؤال
مشايخنا وأحبابنا في الله تعالى إنني أحبكم في الله تعالى .
نحن أشخاص مغتربون موجودون بالكويت ويوجد معنا شخص يقوم بتحويل الأموال لنا حيث إن عملية التحويل تتم كالآتي نقوم مثلا بدفع المبلغ هنا بالدينار الكويتي ويقوم هو بالاتصال بأخيه في مصر ليوصل ما يعادل هذا المبلغ بعملتنا المحلية لأولادنا علمًا بأنه أحيانــًا يكون سعر هذا الشخص أقل من سعر البنوك . بمعني أننا الأكثر استفادة ، وأحيانا أخرى يكون الواحد منا بحاجة لمبلغ كبير فيقوم بدفع نصف القيمة لذلك الشخص على أن يتم تحويل المبلغ كاملاً ويتم مثلا السداد على دفعات وبسعر محدد من البداية دون زيادة أو نقصان وفي هذه الحالة أيضا تكون التسهيلات لنا نحن كمستفيدين من هذه الخدمة . سألنا إمام المسجد الذي نصلي فيه فقال إن الموضوع حرام وربـا. نحن في حيرة من أمرنا أفتونا مأجورين وإن كان ما قاله الإمام صحيحا فماذا نفعل فيما تم تحويله من قبل. جزاكم الله خير الجزاء لا تحولونا على إجابات سابقة حتى لا تلتبس علينا الأمور. ودمتم في رعاية الله وأمنه .
الفتوى
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد:
فبيع العملات بعضها ببعض هو ما يسمى في اصطلاح الفقهاء بالصرف، وشرط جوازه أن يكون يدا بيد، وفي العملة الواحدة أن يكون مثلا بمثل، زيادة على شرط المناجزة. ولا يضر فيه بيع عملة بعملة أخرى بسعر أكثر أو أقل من سعرها في السوق، لقول النبي صلى الله عليه وسلم: الذهب بالذهب، والفضة بالفضة يدا بيد، مثلا بمثل، والفضل ربا، فإذا اختلفت هذه الأصناف فبيعوا كيف شئتم إذا كان يدا بيد. رواه مسلم.
والتفاضل في العملة الواحدة هو ما يعرف بربا الفضل، كما أن تأخير قبض أحد العوضين يسمى بربا النسيئة، وكلاهما حرام، لقول الله تعالى: وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا {البقرة : 275}
فما تقومون به من صرف عملة البلد الذي أنتم فيه بعملة بلدكم، وتحويلها إلى أهليكم مباح إذا حصل التقابض في وقت واحد. فقد ذهب بعض أهل العلم إلى أن الصرف الحال يمكن أن يتم عبر الهاتف، وذلك بأن تعطي الصراف مبلغا، في ساعة تتفق فيها مع أهلك ليكونوا عند نائب هذا الصراف، فإذا دفعت المال إلى الصراف، دفع نائبه إلى أهلك ما يقابله من عملتهم في نفس الوقت.
ولعل الحاجة الماسة إلى مثل هذه المعاملة تبيح هذا الإجراء.
وأما إذا كان التقابض لا يحصل في نفس الوقت، أو كنتم تدفعون نصف القيمة لذلك الشخص علي أن يتم تحويل المبلغ كاملا ويتم السداد علي دفعات كما بينت في سؤالك، فإن كل ذلك يعتبر من ربا النسيئة المحرم.
وعليه، فما قاله لكم إمام المسجد صحيح.
والذي عليكم الآن هو التوبة والعزم أن لا تعودوا إلى مثل ما كنتم تفعلونه. وعسى أن لا يكون عليكم شيء فيما مضى، فقد قال الله تعالى: فَمَنْ جَاءَهُ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّهِ فَانْتَهَى فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللَّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ [البقرة :275].
والله أعلم.
ع کريم حليمي
04.11.2007
درنو او مکرمو وړونو استاد وهاج ساپي صاحب ، صالحزی صاحب
او حامد صاحب او درنو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
استاد قاري صاحب ! ستاسو نيوکه پر ځای ده ، او واقف وم
فعل ته مي قيد ور اچولی وو
مکرما !
هو ! داخبري دي چه يو رباالنسيئه او بل ربا الفضل
دغه النسيئة ربا په بانکي اصولو کښي ورته ويل کيږي kiting
او دغه النسيئة( kiting ) د حکومت له نظره ،fedral craim
کښي حسابيږي ، د لمړيو اسلامي فقهاوو دي زه جار سم ، په چه د دوۍ
څومره اعلی پوهي خاوندان وه (راسخان )او څومره ښه اخستني ئې کړي له احاديثو
څخه ، چه نن ورځ د ټول جهان بانکونه د دوۍ له اصولو استفاده کوي
حديث داسي دي چه ;
پور په پور رانيول ناروا دي
زر په زرو رانيول ناروا دي
او د نجيبه فلز سودا لاس په لاس
ټوله خبره په دې کي ده ، چه لاس په لاس معامله !
هغه وخت دا رباالنسيئه پېښيږي چه صراف وعده وکړي چه زه به دغه
پيسې په دوشنبې ور رسوم او همغه ئې وځنډوي او ستاسو دوست يا ورور
ورځغلي او راځغلي چه راکه پيسې ، او صراف ئې ونن او سبا ته کوي
او مثلا شپږ ورځي ورسته پيسې ور کړي او دغه ته ويل کيږي
رباالنسيئه!!!
او له صراف نه چه خبره راوباسو او بېنک ته خبره راولو
که احمد و محمود ته چک ور وليکي او چک ئې مسترد شي په دې سبب چه
پيسې
دي نه وي(fund) په بېنک کښي ،محمود درې ورځي ورسته خبريړي
چه چک مسرد سو ، او سبا محمود و احمد ته خبر ورکوي چه صاحبه
هغه چک مسترد سوئ ، او احمد ښه پوهيږي چه چګ مسترد کېدي
او احمد په درواغو سر سي ، دا اجبه ده ، داڅنګه پېښه سوه ، راسه
چه بل چک دروليکم ،........
احممد د محمود پيسې شپږ ورځي وچلولې ٠ دې عملته سود يا رباالنسيئه ويل کيږي ،
که د صراف سره معامله لاس په لاس ونسي او د وعدې سره سم پر خپل
وخت پېسي ورسوي ، زماله پوهي له نظره روا عمل
او که صراف وعده خلافي وکړي نو بيا دغه عمل ربا النسيئه ده بېله شکه
او په ربا الفضل کښي سوال نه پيدا کيږي
په درنښت
رښتینی
04.11.2007
محترم حليمي صيب او نورو ټولو وروڼو سلام
له تاسو نه مننه چي زما ژباړه مو خوښه كړي ده
محترم حليمي صيب په بيعه مصارفه كي ياني پيسي په پيسو وركولو
كي د سمدستي تقابض شرط ډير مهم ده په دي موضوع كي ديوه صحيح
حديث مطلب راته ياد ده چي هغه دحضرت عمر بن الخطاب روايت ده په
هغه روايت كي دومره ټينګار شوي چي دي وايي چي كه دبام په سر دي
چاته پيسي وركړي او هغه ووايي زه به له بامه كوز شم او تاته به پيسي
دركړم نو ته له بامه ورټوپ كړه
خو متأسفانه چي دروايت مأخذ رانه هير ده خو يقين لرم چي روايت كره ده
او دبيع صرف په موضوع كي ده
په درنښت
saleehzai
05.11.2007
محترمو حليمي صاحب ،و هاج صاحب ،حامدصاحب اونورووروڼوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
دقدرمن حليمي صاحب دلائل هم خورا معقول دي ، ځکه په نني دورکښي تقابض که ناممکن نه دی نو مشکل خو خامخا دی داسي يومشکل چي فکرکوم ددي پيړی ٥٠ پنځوس فيصده مسلمانان په يونه يو ډول دا ډول غيرتقابض تعامل کښي برخه اخلي ،يعني تقريبا
داسي خلک به ډيرکم وي چي يوځای څخه بل ځای ته يی دپيسوحواله کولواړتياپيښه نه شي
پرته له دي چي تقابض رعايت کړل شي ،ددي معنی داشوه چي دا ډول سود ياربا عمومي بڼه
غوره کړي چي خلاصون ورڅخه ډيرمشکل دی ٠
اودښاغلي حامد ليکنه چي :
[quote:0296bd4be9]
محترم حليمي صيب په بيعه مصارفه كي ياني پيسي په پيسو وركولو
كي د سمدستي تقابض شرط ډير مهم ده په دي موضوع كي ديوه صحيح
حديث مطلب راته ياد ده چي هغه دحضرت عمر بن الخطاب روايت ده په
هغه روايت كي دومره ټينګار شوي چي دي وايي چي كه دبام په سر دي
چاته پيسي وركړي او هغه ووايي زه به له بامه كوز شم او تاته به پيسي
دركړم نو ته له بامه ورټوپ كړه [/quote:0296bd4be9]
ايا ددي څخه دا مطلب اخيستل کيږي چي هيڅ داډول اړتيانشته ( دبام څخه دټوپ په سبب دلاس پښې ماتيدواوياحتی دمرګ تر ويرې هم زياته وي ) چي دا ډول غيرتقابض تعامل مبا ح وګرځول شي ؟؟؟
[quote:0296bd4be9]صالحزې صاحب:
د حوالې او صرافې په اړه نور متعلق مسائل هم شته، نو که وخت یارې وکړي، هغه تاسې ته مخکې کیږدم، البته که یو څوک تبرع و کړي، او له ماسره شته معلومات پښتو ته ژباړلو لپاره وخت لري، نو ډیر دخیر کار به وکړي. [/quote:0296bd4be9]
ګران ورور وهاج صاحب مهرباني همدا موقع ده ، وخت ياري درسره کوي خوچي ته ورسره
ياري وکړي ٠
و.افغان
05.11.2007
ښاغلې صالحزې صاحب:
تاسې باید دحوالې او صرف تر مینځ فرق وکړۍ،
په حواله کې تقابض شرط نه د ې،
ستاسې ددغه مشکل حل ډیرې آسانې بدیلې لیارې لرې، چې په هر دولت کې له ډیرو بنکونو سره دغه حل لارې هم شتون لري:
که تاسې مثلا له امریکا څخه ډالر حواله کوۍ، او په افغانستان کې هم هماغه ډالر اخلي، او دغه وخت بنک هم په ډالرو کاروبار کوي، نو دغه وخت کې معامله مجردی حواله ده، تقابض په کې هیڅ شرط نه دی.
مشکل دتقابض هغه وخت مینځ ته راځي، چې تاسې ډالر لیږۍ، او لیږل شوې وطن کې افغانۍ ورکول کیږي، دلته تقابض شرط دې، ځکه ددې امکان هم وي، چې دغه وخت یوه پيسه دبلې په مقابلې کې خپل حیثیت له لاسه ورکړي، او یا ډیره لوړه لاړه شي، او له تأخیر څخه ربا النسیئة هم مینځ ته راځي.
موخه مې داده، دې وخت کې حل دادې، چې هلته په امریکا کې مثلا په بنک باندې ډالر په افغانیو بدل، او بیا افغانۍ حواله کړۍ،
دلته څه نور صورتونه هم شته، خو هغه به بیا شي ان شاء الله.
و.افغان
05.11.2007
[color=white:da49b87658]محترم صالحزې صاحب:
تاسې ته زه دسعودې دلویو څیړونکو علماوو دخبرو متن په عربې کې ږدم، کوم چې
هغوي په خپلې علمي څیړنیزې مجلې : مجلة البحوث الاسلامیة کې خور کړې،
نو فی الحال زه چیرته کار لرم، که چیرې له مخکې کوم بل ورور دغه متن ژباړلې وو، نو ښه تر ښه، او که نه زه به يي بیا وژباړم:[/color:da49b87658]
وبعد فلو ذهبنا نستعرض كل ما قاله علماء الشريعة الإسلامية والاقتصاد الإسلامي لخرجنا من محيط الإفادة والتصور إلى محيط التكرار الممل . وبناء على ذلك فأكتفي بما أوردته من نقول عن أهل العلم في الموضوع نفسه وألخص ذلك فيما يلي :
أولا : يكاد الإجماع ينعقد بين جميع من تحدث عن الشيك وخصائصه وأحكامه على أن قبضه قبض لمحتواه إذا كان محتواه في ذمة المسحوب عليه وإن الضمانات المتاحة لحماية حق المستفيد من الشيك أبلغ من الضمانات المتاحة لحماية ثمنية الورقة النقدية المجمع على اعتبارها نقدا موجبا للإبراء العام والقابلية المطلقة .
ثانيا : التحويل المصرفي له أحوال :
أحدها : أن يأتي المحول إلى المصرف ومعه نقد يريد أن يحوله المصرف إلى عميله أو من يرغب التحويل إليه وليس له عند الصرف حساب سابق كمن يتقدم إلى البنك في مكة المكرمة بطلب تحويله عشرة آلاف ريال إلى عميله في الرياض ويتسلم صورة من إشعار التحويل فقد ذكر الباحثون أن هذه إجارة وبعضهم خرجها على السفتجة وإن كانت الإجارة تتفق مع السفتجة في العناصر الجوهرية في التحويل واختلفوا في حكم أخذ الأجرة عليها فاتجه غالبهم على جواز ذلك وأنه ليس من قبيل القرض الذي يجر نفعا .
الحال الثانية : ما إذا كان للمحول حساب لدى المصرف فعمده بسحب مبلغ معين من حسابه لتحويله إلى من يرغب التحويل إليه فهذه الحال استيفاء من البنك بقدر المبلغ المحول عليه ثم حوالة لها حكم الحال الأولى ولا يؤثر استيفاء المبلغ المراد تحويله من البنك على أحكام الحوالة واعتبارها إجارة أو سفتجة مقبوضة
(الجزء رقم : 26، الصفحة رقم: 179)
متصرفا في مبلغها .
الحال الثالثة : ما إذا أحضر مريد التحويل مبلغا من النقد المحلي وطلب تحويله إلى خارج بلد النقد المحلي وبنقد البلد الخارجي كمن يطلب تحويل مبلغ من العملة الأمريكية إلى من يرغب التحويل عليه فهذه العملية تشتمل على صرف وإجارة فإن كان لدى البنك وقت طلب التحويل للعملة الأجنبية سواء كانت في صندوقه أو في صندوق من يحول عليه من البنوك الأجنبية بحيث يكون للبنك المحول حساب بالعملة المذكورة لدى البنك المحول عليه فإذا أجرى الصرف بسعر وقته وتعيين مقدار المبلغ المراد تحويله بالعملة الأجنبية فإن تحول المبلغ بالعملة المحلية إلى العملة الأجنبية في قوة المصارفة يدا بيد لأن عملية المصارفة تمت وليس بينهما بعد ذلك شيء ثم تؤول هذه الحال بعد المصارفة إلى الحال الأولى في اعتبارها بعد المصارفة إجارة أو سفتجة .
الحال الرابعة : ما إذا كان لطالب التحويل لدى البنك حساب جار فطلب السحب منه ثم طلب صرف المبلغ المسحوب إلى عملة أجنبية ثم طلب تحويل تلك العملة الأجنبية إلى من يرغب التحويل عليه خارج البلاد فإذا كان لدى البنك في صناديقه أو قيوداته العملة الأجنبية المراد صرف المبلغ إليها فهذه العملية هي استيفاء ثم صرف ثم تحويل وقبض الإشعار بالتحويل بالعملة الأجنبية بمثابة القبض الحسي ومما تقدم من البحوث يظهر سلامة هذه العمليات من المحذور .
الحال الخامسة : ما إذا تقدم طالب التحويل إلى البنك بمبلغ معين من العملة المحلية أو طلب من البنك إذا كان له عنده حساب جار أن يسحب من ذلك المبلغ ليصرفه إلى عملة أجنبية ليست لدى البنك في صناديقه ولا في قيوده لدى المصارف وإنما سيعمل البنك على تأمين النقد الأجنبي مستقبلا لمن حول عليه فهذه مصارفة يظهر - والله أعلم - بطلانها لانتفاء التقابض الحسي والمعنوي في مجلس عقد المصارفة ولأن البنك صارف بما لا يملكه وقت المصارفة .
الحال السادسة : ما إذا تقدم طالب التحويل إلى البنك بمبلغ معين من عملة محلية أو كان لطالب التحويل حساب عند هذا البنك فطلب منه سحب ذلك المبلغ ليقوم البنك بتحويله إلى عملة أجنبية إلى من يرغب طالب التحويل التحويل إليه فإذا لم يكن لدى البنك في صناديقه تلك العملة الأجنبية وليس له لدى البنك المحول عليه حساب بالعملة المذكورة - الأجنبية - ولكن له في بنوك أخرى سواء كانت محلية أو أجنبية حساب بنفس العملة وقدر المبلغ المراد تحويله أو أكثر منه فهل تصح هذه المصارفة باعتبار أن البنك صارف بما يملكه وأنه يمكنه تعميد البنك الذي له حساب عنده بنفس العملة الأجنبية بتحويل قدر المبلغ إلى البنك الذي حول عليه طلب التحويل أو أنها لا تصح حيث إنه ليس لديه في صناديقه ولا في قيد البنك المحول عليه شيء من العملة الأجنبية التي حول عليه بها .
وقبل ختام هذا البحث أذكر نصا عن شيخ الإسلام ابن تيمية في مسألة القبض حيث قال :
وأما استدلالهم بأن القبض هو التخلية . فالقبض مرجعه إلى عرف الناس حيث لم يكن له حد في اللغة ولا في الشرع . وقبض ثمر الشجر لا بد فيه من الخدمة والتخلية المستمرة إلى كمال الصلاح بخلاف قبض
(الجزء رقم : 26، الصفحة رقم: 181)
مجرد الأصول . وتخلية كل شيء بحسبه ودليل ذلك المنافع في العين المؤجرة من الجزء الثلاثين من مجموع فتاوى ابن تيمية ، ص275 - 276 . اهـ .
وأذكر أيضا عن شيخنا الجليل الشيخ محمد بن إبراهيم رحمه الله حيث قال :
ونعرف أن القبض من الأمور التي تختلف باختلاف المقبوضات فما جاء فيه التنصيص في الشرع صار القبض فيه إلى مقتضى التنصيص وما لا فيرجع إلى المتعارف فتاوى ورسائل الشيخ محمد بن إبراهيم ج7 ، ص103 . اهـ .
وفي الدرر السنية جواب للشيخ عبد الله ابن الشيخ محمد بن عبد الوهاب رحمهما الله ونصه :
وسئل عن صفة القبض للطعام ونحوه فأجاب : أهل العلم ذكروا أن القبض في كل شيء بحسبه . وأجاب أيضا : القبض كيله أو وزنه وفي الرواية الأخرى أنه التخلية مع التمييز الدرر السنية ، ج5 ، ص47 . اهـ .
وفي المقنع ما نصه : إذ القبض مطلق في الشرع فيرجع فيه إلى الصرف كالحرز والتفرق المقنع مع حاشيته ، ج2 ، ص62 ، 63 . اهـ .
هذا ما تيسر والله المستعان وصلى الله على نبينا محمد وعلى آله وصحبه وسلم .
و.افغان
05.11.2007
دلته یو بل صورت موجود دې، چې ځیني خلک ورته حواله وايي، محترم مولانا حلیمی صاحب ورته هم اشاره کړې، خو په حقیقت کې هغه محض قرض دې،
او دا هغه صورت دې چې عبدا لله بن الزبیر رضي الله عنه دخپل خلافت په دوران کې کاوه،
عبدالله بن الزبیر ته به ځینو خلکو په مکه کې پیسې ورکړلې، دغو خلکو به عراق ته سفر کاوه، دغلو او ډاکو له ډاره يي ځان سره پیسې نشوې اخیستي، عبد الله بن الزبیر رضي الله عنه به هغوي ته یو کاغذ ورکړ، تر څو دهغه ورور مصعب بن الزبیر رضي الله عنه دغو مسافرو خلکو ته په عراق کې پیسې ورکړي.
دغه صورت هم ځیني علماوو په حواله کې راوستۍ خو دا په حقیقت کې قرض دې.