د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

صافی
30.01.2007

درنو او محترمو ورنو!دسلام دعرض نه روسته:
دښاغلي نقاد اودټولودوستانونه ډیره مننه چې دا موضوع یې بحث ته وړاندې کړي.
زه خپل نظر دنقاد صاحب دپوښتنو په اړه داسې څرګندوم:
۱ ـــ الف :په رسمیت ددغې کرښې د منلو او نه منلو اهمیت د پاکستان او په تیره بیا د افغانستان له پاره څه شی دی ؟
(ځواب) نقادصاحب! له بدمرغه داکرښه ددیورنډدکرغیړن تړون دلاسلیک نه دمخه او روسته، ترننه دمنلواونه منلوپه مغشوش حالت کې ده . په دې معنی چې امیرعبدالرحمن خان دتړون د امضا دمخه اوروسته ویلې چې دمجبوریته یې داکارکړی،یعني دویرې اودخپلې بقا په علت . اود بل پلوه ددې افتراضی پولې هخواته سیمې انګریزانو په وچ زور لادټړون نه مخکې دبرتانیوی هند او افغانستان ترمنځه پولې ګڼلې . دا نګریزانو جانیشین پا کستان اوس هم دا تړون په رسمیت مني.
مګردافغانانو له خوا ددې کرښې په رسمیت منل دوه منفی اغیزه لری، یو معنوی اوبل مادی، چې ددې دوه کتګوریو نه دباندې بل منفی اغیز نه پاتې کیږي. یعنې تاوان په تاوان!اوپه بل مفهوم زما په نظر ددې کرښې نه منل افغانانو ته اهمیت لری او په منلو کې یې اهمیت نشته.
اخلاقآ : په زورزیاتی دیوې کورنۍ غړی سره بیلول، اوبیا په زوره دا عمل ورباندې په رسمیت منل دامعنی لری چې :هم دې مړکوم او هم دې پړ کوم.

۱ـ ب : آیا دا مسئله ددواړو هیوادونو له پاره دومره یوه حیاتی مسله ده (؟) ، که وي نو پر کومو دلیلونو ؟
(ځواب)ددې پوښتنې ځواب ښایې تکراری وي خو په هر صورت زما په نظر ځواب یې دادی : دواړوته هم حیاتی مسله ده اوهم نه ده.داد پاکستان او افغانستان دحکومتو پالیسیواو سیاست پورې تړلې ده . څومره چې ددواړوهیوادوسیاست دوه مخیزه وي هومره ددې شخړې دحل حیاتی اهمیت
دواړو هیوادوته شدیدوي.
خصوصآ دپاکستان دپاره،دهغوي دپاره دوجوداوعدم په معنی ده. نوځکه پاکستان په افغانستان کې دامن اواستقرار پلوی نه دی .

۲ ـــ ستاسو پر اند افغان حکومت په دې برخه کې څه مسئولیت ا و رسالت لري ؟
ځواب:دې پوښتنې ته به بې له پتنګه بل څوک؟ داسې نرځواب وویلئ شي؟
په هرحال،ښاغلو حلیمی اوځواکمن صاحب پرې رڼا اچولې ده زه به دهغوي دخبرو په تاید دمره پرې ورزیات کړم چې: دافغانستان حکومت دې غلی کینی او دخپلې بړستنې سره دې پښې وغزیي. که دوسې یې پوره وي نو ،دازغن مزی دتړلو او ماینونود اوارولو مخه دې ونیسی نوردې نه په ځان ریشخند وهي او نه په ملت. ځکه پاکستان دکرزي حکومت ته دپیاز اهمیت هم نه ورکوي،اونه دالاسپوڅئ حکومت ددمره مهموملی ګټودحل صلاحیت لري.
۳.ــــ د کرښې د دواړو غاړو دقبایلو تر منځ د روانو جرګو په جوړلو کې باید افغان حکومت څه رول ولوبوي ؟
ځواب: لمړئ په قبایلی سیمو کې (دکرښې داغاړه یادوم هغه غاړه به پریږدو)دافغانستان دحکومت تسلط صفر دی. که فرض کړو چې نه حکومت په اوضاعو حاکمه دئ نویواځینی رول چې حکومت لوبولی شی هغه دقبایلو هڅول دې ته دي چې په پاکستان فشار راوړي تر څو پنجابیان دپښتنو ورنو ترمنځه دیوال جوړنکړي او بس .
په درناوي



ع کريم حليمي
30.01.2007

دروند او منلي ګران ورور صافي صاحب سلام !
صافي صاحب تاسو چکوش ،د مترکې واری  د ميخ پر ککرۍ برابر سو 
کرانو ليکوالو هم واري کول خو پر مېخ ئې نه کول !!!!
.ــــ د کرښې د دواړو غاړو دقبایلو تر منځ د روانو جرګو په جوړلو کې باید افغان حکومت څه رول ولوبوي ؟
[quote:947ca383be]ځواب: لمړئ په قبایلی سیمو کې (دکرښې داغاړه یادوم هغه غاړه به پریږدو)دافغانستان دحکومت تسلط صفر دی. که فرض کړو چې نه حکومت په اوضاعو حاکمه دئ نویواځینی رول چې حکومت لوبولی شی هغه دقبایلو هڅول دې ته دي چې په پاکستان فشار راوړي تر څو پنجابیان دپښتنو ورنو ترمنځه دیوال جوړنکړي او بس [/quote:947ca383be]
دا کړغېړنه کرښه د اوفغان پر ځګر پرته ده او د حل طلاب ئې يوازي او يوازي 
افغان دی (نه هر افغان ) 
پر دې غاړه هم يو لږ افغانان سته چه د پنچاپي د لاري مل دي ، سبب ئې دا دی 
چه تر دې لاهم نور په عقليت کښي کيږي ٠ 
[quote:947ca383be]د کرښې د دواړو غاړو دقبایلو تر منځ د روانو جرګو په جوړلو کې باید افغان حکومت څه رول ولوبوي ؟ [/quote:947ca383be]
اول دي څو نور سرحدونه دروازی جوړي کړي او سړکونه دي ورته جوړ کړي 
چه پر کچه لارو تګ او راتګ بند سي ، او د کرزي حکومت دی اعلان وکي 
چه د ها غاړي اقوام بيله ماليات ورکولو په افغانستان کښي تجارت او سرمايه 
ګزاري کولی سي ، او اقوام وېزې ته ضرورت نه لری ، يعني د ها خوا پښتانه 
ازاد تګ او راتګ اجازه لري ، او د راډيو له لاري دي ١٢ ساعته پرورګرام 
وچلوي چه او عوامو پښتنو ته فکر او نظر د يوالی ور پيداکړي ، 
او د سرحداتو وزارت د ها غاړي په خدمت او حقوق بشري کښي ښه 
رول و لوبوي ، او جرګي او مجلسونه په ملي او قومي ډول جوړ کړي ٠ 

وبه ګورو چه د پاکستان په سياست کښي څومره مرچک تويږي او سياسي 
تخريښ پيدا کيږي ، اوکه پر اقوامو ئې بنديز ولګاوه نو اقوام به نور هم په پوه 
شي چه پنجاب د پښتنو نفاق او دښمنۍ ته لمن وهی ، چه دا لمن وهل به 
موږ ټول پښتانه نور هم راويښ کړي ٠ 
راکوه ئې چه مستيږو په مستي کښي مو هستي ده ، هستي او ازادي په بحر 
کښي ده ، که بحر ته لار و نه لرو ، ژوند ، ازادي نه لرو 

پښتنو امريکايي تر خوږ ګوته ونيسۍ چه د افغان رايو کړه ،او هندوستان
مه هېره وی هغوي مو نن ورځ د تره زامن دي  دغه يو تاريخي 
چانس دی ، که دغه موقع د لاسه ورکړو ، نو دکرښي څخه اره جوړه سوه 
داسي به سره پرې سوو چه بيا به د يو ځای کېدو امکان نه وي !!!!

  


daud
02.02.2007

درنو او قدرمنو وطنوالو سلامونه اوا حترامونه !

یو تړون هغه وخت داعتبار او منلو وړ دئ چه په تړون کې ذیدخله لوري دقواوو او قدرت توازن او تعادل ولری اود تړون دتوافق او امضاکولو صلاحیت اوقدرت ولری او یا ورته ورکړل شوئ وی .
که چیرې دقواوو او قدرت تعادل او توازن موجود نه وی اویوه خوا دبلی څخه په سیاسی ،اقتصادی او نظامی برخه کی برتري ولری هغه جوړجاړئ چه دداسی شرایطو لاندې منځ ته راځي تړون نه دئ بلکه تحمیل دئ ،زور دئ او جبر دئ چه دزورورله لوري په کمزوری باندی قبول شوئ دئ ،او هره لوظنامه ، معاهده او تړون چه د زور او جبر له لارې منځ ته راغلی وی ، حقوقی ارزښت یی صفر او باطله دي او باطل په هر ځائ او هر وخت کې مردود او له منځه تلونکئ دئ .
دوهمه مساله دیوه تړون د تحقق او امضا دپاره دتړون د برخه لرونکو لوریو قانونی او اصولي صلاحیت او واک دئ . یو تړون هغه وخت معتبر او دمنلو وړدئ چه لاسلیک کوونکی یی دلاسلیک کولو صلاحیت او واک ولری ، هغه تړون چه دبی صلاحیته شخص ،مرجع اومقام له لوری منځ ته راځی اجرایی او عملی بنیاد نه لری او اعتباریی یوازی دکاغذ په مخ دئ ،ځکه په هغه څه چه تعهد شوئ دتعهد کوونکو دقدرت څخه خارج دئ او په یوه داسی موضوع یی موافقه کړي چه دوئ ورسره هیڅ نوع ارتباط نه لری .
دریم ـ قرارداد، تعهد او تړون د همغه ذیدخله لوریو په منځ کی تر هغه وخته اعتبارلری چه په تړون کی برخه اخستونکی خواووی وجود ولری ،کله چه په قرارداد کې شاملی خواووی له منځه ولاړی شی ،قرارداد هم له منځه ولاړ ځکه تړون د متعهدو لوریو دپاره دئ او هغوئ یی په وفادارئ او مراعات مکلف دي.

د ډیورند منحوس او مصنوعی تړون په داسی حالاتو کې صورت موندلئ چه د زاړه استعمار نظامی ، سیاسی او اقتصادی قدرت دومره پراخه وچه په ساحه کې یی لمر نه ډوبیده ، دایوازی افغانان وو چه د خپلو وینو په بیه یی ددی نړئ زبیښونکی هیولا سره یی په میړانه او دلاورئ مبارزه او مقابله کوله ،نوره دنیا ورته تسلیمه شوی وه .مګر بدبختانه چه افغانان دیوه مدبر ،وطن پرسته او په وولس مین مشر او زعیم دلرلو څخه محروم ؤ او داسی یو شخص یی دسیاسی او اداري چارو په راس کی ځان ځائ کړئ وو چه بی له خپل ځان څخه یی نور څه نه شوائ تحمل کولائ او دځان دساتنی او بقا دپاره یی هر رنګه پستئ ،بی همتئ ، ذلت او خیانت ته سر ټیټ کړئ و چه لوی مثال یی د ډیورند شرمناکه معاهده وه .
په د تړون کې یولوری ته زورور اوقدرت مند استعماری قوت او بل لوری ته یو ضعیف او تش په نامه امیر چه وولس ورڅخه بی زاره ووقرار درلود ، له د کبله دایوه تحمیلی او دزورمعامله وه او کوم عمل چه په زور سره اجراکیږی حقانیت او مشروعیت نه لری .
همدارنګه ددډیورند د معاهدې دواړه خواوې دافغانستان په خاوره دویش او کرښې ایستلو د پاره داصولی او قانونی صلاحیت څخه برخورداره نه وې،هم انګلیسی استعمارګر اودهغوئ نمایندګان اوهم مستبد امیر په داسی یوه مساله یو دبل سره توافق کړئ چه دوئ ورسره بیګانه وو . دیوه ملک په جغرافیایی او اداری تشکیل باندې یوازې دهغو اصلی مالکین چه وولس دئ دتصمیم او فیصلی حق لری،نه هغه څوک چه ددوی (وولس ) په مقابل لوری کې واقع وی .په هغه وخت کې هم انګلیسی استعمار ګر او هم دیکتاتور امیر دافغان وولس سره ددښمنئ موقف درلود ،په داساس هره فیصله چه ددې دوو ولس دښمنه لوریو ترمنځ وشوه طبعاا دخلکو دپاره معتبره او قابل داحترام نه وه اودهمغه اولې ورځې نه یی خپل مخالفت اونفرت ورسره ښکاره کړ او تراوسه پورې یی نه منلی ،نه یی مني اونه به یی ومني .

بل داچه دیوه تړون اعتبار دتړون کوونکو په حضور او وجود باندی ولاړ دئ .
دانګلیسی زاړه استعمار په زوال سره ټول تړونونه ، قراردادونه اولوظنامې فسخ ، باطلې اودتاریخ کندې ته غوزا رشوې اواوس هیڅ ډول قانونی اوحقوقی ارزښت نه لری .
افغان وولس ددې شرمناکه معاملې په ضد خپل برحقه جهاد او مبارزه بی له وقفې جاری ساتلې او دا مبارزه به ترهغه وخته پورې دوام لری تر څو یی دلوی ،ازاد او خپلواک افغانستان د جوړیدو ارمان پوره نه شی .
په دوروستیو ورځو کی د ځینو اشخاصو ، ډلو او سازمانونو له لوری ځنی مغرضانه او شیطانی تبصری په شعوری او غیر شعوری شکل ددې کرغیړنې معاهدی په هکله کیږی چه د مضمون څخه یی دیوه بل چټل پلان بوی راوزی .
دزاړه استعمار وارثان او دنوی استعمار جنایت کاران چه دافغانستان دغیرتی او میړنی وولس په غلام کولو کې دټولو نظامی ، تخنیکی او اقتصادی امکاناتو سره سره پاته راغلل او څه د پاسه پنځه کاله مستقیم تجاوز ،وحشیانه بمباریو ،عام وژنو اودیوی مزدورې ادارې د نصبولو په هیا هوئ سره یی دافغانی شاه زلمیانودخپلواکئ او ازادئ غوښتلو غرور او عزم مات نه شوائ کړائ دیوی بلی سناریوپه تنظیمولو چه دډیورند تش په نامه ، مصنوعی کرښه ده لاس پورې کړئ دئ او غواړی په دوسیله خپله ناکامه او وحشیانه پالیسی پټه ،ذهنونه مغشوش او عامه توجه بلی خواته واړوی .
دزاړه استعمار څخه زیږیدلئ ناولئ او بی پلاره اوموره پنجابی پاکستان په واسطه د لوئ افغانستان د بدن دنیمایی برخی اشغال (محکوم پښتونستان )اوددې برخی ازادی او خپلواکی او دخپلی تاریخی او پلارنئ خاوری سره ئی الحاق ځانګړی موضوع ده چه دهوارولو او حل کولو حق ،قدرت او واک یی یوازی دلر اوبر افغان وولس سره دئ او دافغانستان اشغال دامریکایی غربی وحشی قواوو له لوری اودهغی څخه راپورته شوئ مصیبت بله موضوع ده .
په افغانستان کې دموجوده قتل عام ، د خلکو په ناموس او مال باندې تجاوز ،بی رحمانه بمبارئ ، هوایی ترور ، دیوی فاشیستی مزدوری اداری تپل ،روانه تراژیدی او ددی بربریت په مقابل کې دافغانانو مقاومت او مبارزه د امریکایی تجاوز څخه شروع شوی او ددې جعلی انګریزی کرښې په موجودیت او نه موجودیت پورې هیڅ ارتباط نه لری .
داشغالګرانو په مقابل کې مقاومت اومبارزه دافغان وولس دبطن او ددوئ د خدایی او طبیعی سرشت او جوهر څخه چه په ازادئ او خپلواکئ ایمان دئ او داسارت ، غلامئ او استبداد نفی ده زیږیدلی ده . داهسی غربی تبلیغات او پروپاګندې دی او دحقایقو تحریف دئ چه غربیان یی پخپله او دخپلو نوکرانو په ژبو بیانوی . که نه په دیو ماشوم هم پوهیږی چه د پاکستان پنجابی واکداران د خپلو غربی بادارانو د اجازی او دستور پرته د غپیدو واک هم نه لری .

ډیر دافسوس ځائ دئ چه ځنې اشخاص دډیورند دچټلې کرښې په هکله ډیری بی مسولیته او دافغانی شان او دود سره په تضاد کې تبصرې او لیکنې کوی چه په مضمون یی نه یوازی ځان شرمولئ بلکه دیوه لوئ ملت توهین یی کړی دئ . په افغانی ژوند دود کې هغه څه چه موږ ډیر افتخار پری کولو او کوویی د میړانی ، غیرت او وطنپالنی احساس او مینه وه چه دهر افغان په رګونوکې یی جریان درلود او بی له دغو صفتونو شخص به په کلی او جومات کی ځائ نه درلود مګر نن ورځ ځنی جنابان دومره سپین سترګی شوی چه د یو ه لو ی ملت د سرنوشت په هکله کږی وږی خبرې کوی او د پنجابیانو او انګریزانو موقف یی نیولئ او د خپلی
مور(و طن ) قصابئ ته یی انګریزی او پنجابی چاړی په لاس ملا تړلی ده .ددی په ځائ چه ددی زخمی وولس په پرهرونو ملهم کیږدی مالګې دوړول یی شروع کړی دی چه دارنګه سلوک ددی غیرتی وولس سره ډیره لویه جفاده او هغه څوک چه سلیم عقل لری او دوطن سره دمینې ادعا کوی با ید په دنزاکت ځان پوه کړی چه ځنی عبارات او جملی دیوه وولس زړونه او روح ازاروی او دزړونو ازارول د مضرو خلکو کاردئ ،او په دډول اظهاراتو یوازی خپل حیثیت تاوانی کوی .
دمثال په ډول یوه جناب چه دنامه سره یی یو ګز اکادمیک او علمی القاب هم ذکر کړی کوزه پښتونخوا د افغانستان یوه قطع شوی پښه بللی او د ټولو تاریخی ، کلتوری ، عقیدوی ،قومی ،ژبنی ا و جغرافیایی روابطو، حقایقواواسنادو په نظر کی نه نیولو سره یی ددی غوڅی شوی پښی وصل کول په اصلی بدن پوری چه افغانستان دئ محال بللی لیکن دهغی تړل په یوه پردی هیکل باندی یی دوخت او زمان دتقاضاوو څخه شمیرلی ،همدارنګه تهدید یی هم کړئ چه که چیری اصلی بدن افغانستان په دغه قطع شوی پښه پسی وګرزی او دهغی دلاسته راوړلو تلاش وکړی ،ښائی بله عضو دبدن یی هم ورڅخه قطع شی .دادئ د زموږ دیوه لوئ متفکر او حکیم احمقانه ، بې بنیاده اودافغانیت ضد تحلیل ،برداشت او تجویز ؟؟
داجناب دومره فکرنه شی کولائ چه دبدن دیوی بیلې شوی برخی پیوند په پردی وجود باندی چه هیڅ ډول ارګانیک او جینیتیکی رابطه ورسره نه لری ممکنه ده او دخپل بدن سره چه ټول جوړښتونه یی ورسره شریک دی نا ممکنه ده ؟؟
اوبل داچه افغانستان دیوه شخص ،ډلی،تنظیم ،قوم او مذهبی فرقې خصوصی او شخصی ملکیت اوپټئ نه دئ چه رسئ پرې راواخلی اوخپله برخه جدا اودخرڅلاو دپاره یی بازار ته وړاندې کړی ، دادیو تاریخی غیرتمن ملت وطن دئ چه هره لویشت یی دباشهامته بچیانو دځان اومال په قربانئ ساتل شوی او وجود یی دزرهاوو کلونو راپه دی خوا دهررنګه طوفانونو او دسیسو په مقابل کی متزلزل شوئ نه دئ او دټولو شیطانی او طاغوتی قدرتونو د نیرنګونو څخه بریالئ راوتلئ دئ ،اوپه همدې اصل به خپل موجودیت وساتی ،دڅو خرڅ شویو ابن الوقته او نمک حرامه غلامانو ماجراجویئ او دسیسی د افغانستان وجود نه شی زیانمن کولائ ، ځکه افغان وولس دحوصلی ،پاخه تدبیر،شجاعت او زیرکئ یو لوی سمندر دئ او دسپیو په شړپ شړپ سمندر نه چټلیږی .

ځنی وروڼه دموجوده واقعیتونو په نظر کی نیولو خبره کوی . هدف ددی څخه څه دئ؟؟
ایا څه چه دوخت استکبار غواړی همغسی باید وکړو او که دسیالانو په څیر په ټولو مساییلو دژوند کی ابتکار دعمل ولرو . د پښتو متل دئ چه :
وروری به کړو خو حساب تر منځه .
افغانان دټولو همسایه ګانو او نړیوالو سره دورورئ او متقابله احترام په فضا کې ژوند کول غواړی ،افغانانو دهیڅ چا کور ته په کږه سترګه کتل نه دی کړی او دهیڅ چا په کورنیو چاروکی یی لاس نه دئ وهلئ او نه یی چا ته ددوئ دکور دتنظیمولو دستور اودیکته ورکړی ده ، هم دا توقع او حساب دنورو نه هم موږ لرو او غواړو چه په دطریقه زموږ سره هم معامله وکړی او دموږ د وطن په داخلی مسایلو کې مداخله ونه کړی .
واقعیتونه دحاضرو او موجوده حوادثو ، جریانونو او تعاملاتو ظاهری بڼه ،فورم او رنګ دئ ،دابڼې ،فورمونه او رنګونه د زمان او مکان په قید کې دی او دهغی مطابق تغیر کوی . مګر حقیقت بل څه دئ .
واقعیتونه هیڅ کله د حقیقتونو دروښانولو او توضیح کولو تضمین نه شی کولائ .
واقعیتونه حقایق پټولائ شی ، حقایق تحریفولائ شی مګر د منځه یی نه شی وړلائ . په واقعیتونوکی امکانات ځائ لری ،مګرحقیقت هیڅ الترناتیف نه لری ،حقیقت باید تایید شی ، تصدیق شی او ومنل شی .
دایو حقیقت دئ چه پښتونستان د افغانستان یوه نه بیلیدونکی برخه ده او په دحقیقت کی بیله تاییداو تصدیق څخه بله لاره نشته .

دازاداو خپلواک افغانستان په هیله


Ghairat
02.02.2007

محترم ورور داود ته سلامونه !
ډیره په زړه پورې لیکنه مو کړې ، خو ددغه سړي نوم او لیکنه مو نه ده مالومه کړې ، چې دغسې ادعاوې یې کړي دي : [quote:82f4f57707]
دمثال په ډول یوه جناب چه دنامه سره یی یو ګز اکادمیک او علمی القاب هم ذکر کړی کوزه پښتونخوا د افغانستان یوه قطع شوی پښه بللی او د ټولو تاریخی ، کلتوری ، عقیدوی ،قومی ،ژبنی ا و جغرافیایی روابطو، حقایقواواسنادو په نظر کی نه نیولو سره یی ددی غوڅی شوی پښی وصل کول په اصلی بدن پوری چه افغانستان دئ محال بللی لیکن دهغی تړل په یوه پردی هیکل باندی یی دوخت او زمان دتقاضاوو څخه شمیرلی ،همدارنګه تهدید یی هم کړئ چه که چیری اصلی بدن افغانستان په دغه قطع شوی پښه پسی وګرزی او دهغی دلاسته راوړلو تلاش وکړی ،ښائی بله عضو دبدن یی هم ورڅخه قطع شی .دادئ د زموږ دیوه لوئ متفکر او حکیم احمقانه ، بې بنیاده اودافغانیت ضد تحلیل ،برداشت او تجویز ؟؟ [/quote:82f4f57707]
که اصلی متن یې کټ مټ را نقل کړئ ، نو ښایی نور لستونکی یې هم لیکنه یو څه وروشربي .


salam
03.02.2007

ملګروخبری موپه ګل بدلی خوزۀ به دومره اوایم چی اوس وخت دیوبل پۀ ګریوان کی د اچولونۀ دئ بایدخبره پۀ دی وشی چی دمسلی حل څنګه وسنجول شی .ایا سیاسی لا بهتره ده یالکه دتیرو نۀ ختمیدونکو جنګونوپۀڅیر جزباتی لاره, کوم کې چې به هرچا پۀ ملا ټپولو چې ورځه ماما سترګي دی سری دی.اومونږترننه لا هم هغه خمارکې ګیر یو چې پښتون خوپیدائشی برتردئ اودغه بیځا یه احساس برترئ مونږتردی حده راورسولو چی چاړۀ دۀ ورور پۀ مرئ راکاږو او داددپردونه غواړو .
(پۀ نیکه هیله)
سیف الدین لا چار


monir
03.02.2007

د بحث ګډونکوونکو ګرانو دوستانو سلامونه

[quote:863c2210bd]ملګروخبری موپه ګل بدلی خوزۀ به دومره اوایم چی اوس وخت دیوبل پۀ ګریوان کی د اچولونۀ دئ بایدخبره پۀ دی وشی چی دمسلی حل څنګه وسنجول شی .ایا سیاسی لا بهتره ده یالکه دتیرو نۀ ختمیدونکو جنګونوپۀڅیر جزباتی لاره, کوم کې چې به هرچا پۀ ملا ټپولو چې ورځه ماما سترګي دی سری دی.اومونږترننه لا هم هغه خمارکې ګیر یو چې پښتون خوپیدائشی برتردئ اودغه بیځا یه احساس برترئ مونږتردی حده راورسولو چی چاړۀ دۀ ورور پۀ مرئ راکاږو او داددپردونه غواړو . [/quote:863c2210bd]
ګرانه وروره سیف الدین لا چار ، تاسو یوه مهم ټکي ته اشاره کړې ده، خو د بده مرغه پښتانه په ټولییزه توګه د ټولنیز بشپړتیا په بهیر کې ډېر وروسته پاتې دي او که د پښتنو په سیمو کې نا امنی همدا شان دوام وکړي، دغه واټن به لا زیات شی. که څه هم ځینې پښتانه ځانګړي مسلکی زده کړې یې کړي دي، خو په ټولنیز ګډ ژوند کې د دوی ذهنیتونه دومره وده نده کړې. همدا علت دﺉ ، چې د خپلو ناتوانیو ملامتی تل په نورو اچوی او یا د خپلو نیکونو په ښاکاریو تېښته کوي. که نه خو پر ځای به دا وي، چې د نیکونو د کار نامو په یادولو سره باید چې وشرمېږوو، چې مونږ د موجودو لانجو په هاوارولو کې ولې دومره ناتوانه یوو او باید چې د لانجو د عملی حل لارو په لټه شوو!!! ځکه لانجې د حل لپاره دي، نه د دوام لپاره . د دغو ناتوانیو یوه بله نښه دا ده، کله چې یو څوک د یوې موضوع په اړوند بل نظر ولری، دغه ډول کسان د بحث موضوع پر خپل ځای پرېږدي او د بل نظر خاوندانو پر ځان لګیا شي. له بده مرغه چې دا ستونزه کوم لنډمهاله چاره هم نلری.
[quote:863c2210bd][color=blue:863c2210bd] په رسمیت ددغې کرښې د منلو او نه منلو اهمیت د پاکستان او په تیره بیا د افغانستان له پاره څه شی دی ؟
آیا دا مسئله ددواړو هیوادونو له پاره دومره یوه حیاتی مسله ده (؟) ، که وي نو پر کومو دلیلونو ؟ [/color:863c2210bd][/quote:863c2210bd]
د پاکستان لپاره د ډیورند کرښه حیاتی مسئله ده، ځکه که دا کرښه له منځه ځي، نو پاکستان ته ډېر څه نه پاتېږېږي، خو د افغانستان لپاره د ډیورند کرښه حیاتی نه بلکه یوه [color=blue:863c2210bd]مهمه [/color:863c2210bd] مسئله ده. که دا لانجه همداسې دوام وکړي افغانستان ډېر زیانمن کوي،خو د افغانستان بقا ته خطر نلری. که د افغانستان له خوا په یوې احتمالی خبرو اتروکې په پوره اوښیارۍ ګامونه اوچت شی، کیدای شی د حل داسې لارې وموندل شي، چې هم پشتانه سره بیل نشی او هم نور امتیازونه ترلاسه شی. ځکه د پاکستان بقا مطرح ده !

په درنښت


daud
04.02.2007

محترم غیرت صاحب اودرنو وطنوالو سلامونه اواحترامونه !
ستاسی د غوښتنې سره سم مې دادی دهغی اوږدې لیکنې یوه برخه را کاپی کړه چه دښاغلی سیستاني لیکلی ده اوزیاتره برخه یی دغربیانواو یادهغوئ د پیروانو په روایاتواو اقوالو ډکه ده که څوک یی حوصله دلوستلو لری نو د لاندې ورکړل شوی اړیکی سره دکلیک وکړی او هغه برخه چه مایی یاداوری کړی ده کټ مټ داده:

[quote:19d8b9e4a9]میخواهم مثال بزنم: فـرض کنیم یک پای انسان بر اثر انفجار مین قـطع شده و دیگر زمان و امکان پیوند آن پا میسر نیست، این انسان چه باید بکند؟ آیا بخاطر پیوند مجدد پایش، یک پای دیگر را هم از دست بدهـد و یا اینکه با تحمل درد و رنج ناشی از قطع شدن یک پا، در فکر سلامت اعـضای دیگرش باشد و به زندگیش ادامه بدهـد ؟ جدا شدن بخشی از برادران همخون و همتبار ما بر اثر استعمار انگلیس در یکصد و چند سال قـبل بمثابۀ قطع شدن عـضوی از پیکرانسان کشورما است که پیوند مجدد آن در شرایط کنونی ممکن نیست، [/quote:19d8b9e4a9]

دپوره متن دلوستلو دپاره لاندی لینک ته زور ورکړئ
http://www.tolafghan.com/fullstory.php?id=5937

دازاد او خپلواک افغانستان په هیله


صافی
04.02.2007

ښاغلي داود ورور، او دبحث درنو کډونکونکو ته دزړه له کومې سلام او احترام وړاندې کوم:
داود صاحب ! دښکلې اوهراړخیزه لیکنې او لوړملې احساسه مو ډیره مننه.
دښاغلي سیستاني دځینو لیکنو او دهغوﺉ دهدف د اصلی ماهیت په اړه کله نا کله ماسره هم ځینې پو ښتنې پیدا کیږی ، ددوي جناب اوږد لقب (چې دکمونستۍ واکمنۍ پیرزوینه ده)زما دپوښتنو په حل کې راسره مرسته نده کړي. دبل پلوه دلوړو علمی القابو د لرلو تر څنګه ددوي (بارکزي) تخلص لا تر اوسه یوه پښتو لیکنه نه ده تولید کړې چې دا هم ز ما د حیرانۍ سبب ګر ځی. (ددمره ځانګړو علمی لاسته راوړنو ترڅنګه، څنګه کېدلای شی چې پښتو یې لاهم نوي زده؟)
زما هدف دلته ،دهیواد د لوړواوعلمی شخصیتو څخه دلوړو او بې شخصی اهدافو، د لار ښوونې توقعات دي، چې له بد مرغه کله د یآس سره مخامخ شي .
په درناوي


monir
05.02.2007

د بحث ګډونکوونکو ګرانو دوستانو سلامونه
[quote:c44b4f6e13]ددوي جناب اوږد لقب (چې دکمونستۍ واکمنۍ پیرزوینه ده)زما دپوښتنو په حل کې راسره مرسته نده کړي. دبل پلوه دلوړو علمی القابو د لرلو تر څنګه ددوي (بارکزي) تخلص لا تر اوسه یوه پښتو لیکنه نه ده تولید کړې چې دا هم ز ما د حیرانۍ سبب ګر ځی. (ددمره ځانګړو علمی لاسته راوړنو ترڅنګه، څنګه کېدلای شی چې پښتو یې لاهم نوي زده[/quote:c44b4f6e13]
ګرانو دوستانو مونږ باید یو واقعیت هېر نکړوو، چې په پښتو د نه لیکلو اصلی علت د افغانستان په تعلیمی سیستم کې نغښتی دی. په ځانګړی توګه چاچې په کابل او د کابل په پوهنتون کې تحصیل کړﺉ وي، په هر قوم اوژبې پورې چې اړه لری، هرو مرو په دری ژبه زیات تسلط لري، لدې واقعیت څخه باید چې سترګې پټې نشي !!
ګرانو دوستانو، یو ځل بیا لیدل کېږي ، چې د ښاغلي سیستانی د لیکنې د محتوا څخه بحث د هغه القابو او نامه لوری ته ګرځي ! بده به نه وي، چې د هغه د لیکنې انتقاد کوونکوي په تاریخي اسنادو ولاړو دلیلونو خپل نظر څرګند کړي. تر هغه ځایه چې زه معلومات لرم ښاغلی سیستانی د ښاغلیو روستار ترکی، عنایت الله سادات او خلیل الله معروفی تر څنګ د پښتني ضدو لیکنو په وړاندې مستند او په مېړانه په دری ژبه دفاع کوی !
داؤد ورور لیکي:
[quote:c44b4f6e13]دریم ـ قرارداد، تعهد او تړون د همغه ذیدخله لوریو په منځ کی تر هغه وخته اعتبارلری چه په تړون کی برخه اخستونکی خواووی وجود ولری ،کله چه په قرارداد کې شاملی خواووی له منځه ولاړی شی ،قرارداد هم له منځه ولاړ ځکه تړون د متعهدو لوریو دپاره دئ او هغوئ یی په وفادارئ او مراعات مکلف دي. [/quote:c44b4f6e13]
ګرانه داؤد وروره، ستاسو د هر اړخیزې لیکنې څخه داسې ښکاري، چې تاسې د معاهدو او تړونونو په هکله معلومات لرﺉ، که زحمت نه کېږي د ما او نورو لوستونکو د معلوماتو لپاره یو څه توضیحات ورکړﺉ، چې د امیرعبدالرحمن خان د مړینې وروسته، چې ستاسو په خبره د ډیورند دکرښې تړون هم له اعتباره ووت، نو په هغه تړونونوکې چې برتانویانو له امیر حبیب الله خان او دهغه د مړینې ورورسته امیر امان الله خان سره لاسلیک کړ، د ډیورند دکرښې په هکله څه لیکل شوي دي ؟ ډېره مننه
په درنښت


pattang
05.02.2007

[size=16:28cba54c10]
خېشکېه وروره سلامونه !
د دېورند دکرښې په اند خو ستا غليو پوښتنو زماسپوږموته داسې بوی راوست چې
زه مجبور شوم ستا د کاکا د زامنو لاسليکونه چې دهغوی دکلتوري امامانوپه ژبه
ليکل شوي  دي دلت ه يې درته وړاندې کړم ،د اچې څومره دا اسناد له اصل سره
برابري لري ما ندي ازمويلي .
خودا خبرې او ليکني د تا جکانو په منځو کې نن ډېرې تودي دي او له پا کستانه
ځخه دوی دې مسئلې ته ډېر تلېوار لري چې داشغالګرو دولت يې په رسميت وپېژني
پښتانه بله حقوقي او قانوني لار ه لري چې ددې غوښتنو بر خلاف دي ٠.

[color=darkred:28cba54c10]عوامل تاریخی ایکه معاهده دیورند را حتمی ساخت [/color:28cba54c10]
زمانیکه تیمورشاه پسر احمدشاه درانی پادشاه خراسان در 19 می 1793 م. بسن
46 سالگی درکابل وفات نمود، تعداد اولاد های او که درموقع مرگش درقید
حیات بوده اند به هفتاد دختر وپسر می رسیده است. ازاینرو مناقشه وجنگ
وخشونت دامنه داریکه میان: برادران سدوزایی، وبعداً بین خانواده های سدوزایی
و محمد زایی، و پسران پاینده محمد خان محمدزایی ازسالهای ( 1793 شروع تا
1836 م. )، بر سر جانشینی سلطنت وقدرت ادامه یافت، سرانجام امپراتوری
وسیعی را که احمدشاه تأسیس نموده بود منقرض ساخته و به افغانستان محدود امروزی مبدل نمود.
زمان شاه که بعد از مرگ پدرش تیمورشاه، بکمک خانوادۀ روحانی مجددی، تاج
وتخت را بدست آورد، درجریان حکمروایی اش صرف جنگ، آدم کشی، سزای چشم
کشیدن، سربریدن، شکم پاره کرن کدام دستآورد اخلاقی وسیاسی واقتصادی وفرهنگی ای به مردم میهن ما نداشت.
اوبراثرلشکر کشی بی مورد گویا به خاک هندوستان سرانجام درپنجاب با مقاومت
های جدی سیکها برهبری رنجیت سنگ مواجه گردید وآخرین پایگاه دولت درانی
درپنجاب از دست آن خارج شد وبه سیکها تعلق گرفت. (2)
رنجیت سنگ با استفاده ازاین شانس وآگاهی ازاغتشاشات وضع داخلی
افغانستان، درسال 1812 م. قلعه نظامی افغانی را دراتک، در1818 م. ولایات
ملتان، در1819 ولایت کشمیر ودر1821 م. دیره غازی خان و دیره اسمعیل خان (3)
از دست نیروهای افغانی گرفت.
همچنان تسلیم دهی بدون قید وشرط ولایت پشاور به رنجیت سنگ حکمران
مقتدر پنجاب بوسیله سلطان محمد خان طلایی جد اعلی ظاهرشاه، والی آن ولایت
در سال 1832 م. عمل ناجایزوخودمنشانه ای دیگری بود که ازآن تاریخ به بعد
پشاور عملاً درکف سیکها قرارگرفت وتصرف والحاق مجدد آن با دادن ده ها هزار
قربانی به افغانستان هیچ وقت میسر نگردید.
[color=red:28cba54c10] معاهدۀ مثلث لاهور: [/color:28cba54c10]
توافقات سه جانبۀ میان شاه شجاع نواسه احمدشاه درانی، مکناتن نماینده حاکم
انگلیس هند ورنجیت سنگ پادشاه پنجاب در26 جون 1838 م. که در هیجده ماده تنظیم یافته بود به امضا رسید.
دراولین وآخرین ماده های عهد نامۀ مثلث لاهور آمده بود:
" مادۀ اول: تمام نقاط وعلاقه جات که در دوطرف رود سند واقع وجزء علاقۀ کشمیر
تا حدود شرقی وغربی وشمال وجنوبی اتک وتوابع پشاور ویوسفزایی وکوهات
وسایر توابع پشاور تاحد خیبر و وزیری وتانک وکرانک وکاله باغ ودیرۀ اسماعیل
وتوابع آن وعلاقه جلت ملتان وتمام ملحقات آن را خانوادۀ سدوزایی به ملکیت
وحاکمیت « رنجیت سنک پاد شاه سیکها » تصدیق کرده وخانوادۀ سدوزایی نسلاً
بعد نسل وبطناً بعد بطن هیچگونه ادعایی به نقاط مذکور وممالک موصوفه نخواهد داشت وممالک مذکور متعلق به « رنجیت سنک » وخانوادۀ اونسلاً بعد نسل وبطناً بعد بطن خواهد بود.
مادۀ هیجدههم: شاه شجاع وسایر خانوادۀ سدوزایی بدون اجازۀ وتصویب کمپانی
انگلیس ومهاراجه رنجیت سنک، معامله وسرو کاری با احدی ازپادشاهان غیر
نخواهد داشت وهرگاه پادشاه خارجی عزم لشکر کشی ازراه افغانستان به خاک
کمپانی انگلیسی یا مهاراجه بنماید شاه شجاع متعهد می شود با قوای خود از آن
جلوگیری کند. " (4)
[color=darkred:28cba54c10]معاهده جمرود: [/color:28cba54c10]
امیر دوست محمد خان بخاطر دست یابی به قدرت وحاکمیت وناآگاهی از نیروی
مقاوم مردمی ـ مردم اقفانستان، مرتکب اشتباه عظیم تاریخی شده بود. اودر عوج
جنگ ومقاومت آزادیخواهان وطنپرست علیه انگلیس، که ظاهراً رهبری وقیادت
این مقاومت را درشمالی ( پروان وکاپیسا ) در پهلوی مسجدی خان کوهستانی
ویارانش بدوش داشت، ناگهان درسوم نوامبر 1840 م. از صفوف مبارزان جدا شد
پنهانی سر راست به کابل رفت وشمشیر خودرا به مکناتن نمایندۀ انگلیس تسلیم نموده بود. دردوره دوم پادشاهی اش " اونیز گذاشت که انگلیسها تا 1845 م.
ولایات سند وبلوچستان را اشغال نماید وهم بعد از امحای حکومت سیکها وعقب
کشی امیر دوست محمد خان ازکجرات واتک درسال 1849 م. خودش را وارث
وجانشین سیکها در ولایات مغصوبه از افغانستان اعلام نماید " (5)
معاهدۀ جمرود میان سردار غلام حیدر خان ولیعهد دوست محمد خان و « سرجان
لارنس » گورنر جنرال پنجاب در 30 مارچ 1855 م. در جمرود به امضا رسید، یعنی
استقلال افغانستان غالب با ولایات سواحل راست سند وبلوچستان رسماً به
انگلیسها تسلیم گردید. تاریخ دان شهیرغلام محمد غبارمعاهدۀ سه فقره ای جمرود
را نخستین عهد نامۀ دولت محمد زایی می خواند که به دیکتۀ انگلیس ها توسط
نمایندۀ امیر دوست محمد خان بدون چون وچرا و حتا بدون تصحیح یک کلمۀ آن [
color=red]امضاء گردید. در معاهده آمده بود: [/color]
" مادۀ اول: مابین آنریبل ایست اندیا کمپنی و جناب امیر دوست محمد خان والی
کابل و آن ممالک افغانستان که در قبضۀ او میباشد، و ورثای امیر مذکور صلح و دوستی دوامی خواهد بود.
مادۀ دوم: آنربیل ایست کمپنی معاهده مینماید که احترام آن علاقه جات افغانستان
را که حالا در تصرف امیر مذکور میباشند، بکنند وابداً در آنها مداخله ننمایند.
مادۀ سوم: جناب امیر دوست محمد خان والی کابل و آن علاقه جات افغانستان که
حالا در قبضۀ او میباشند، عهد مینماید ازطرف خود و ازطرف ورثای خود علاقه جات آنریبل ایست کمپانی را احترام نماید و ابداً در آنها مداخله ننمایند، و با
دوستان آنریبل ایست اندیا کمپانی دوست باشند و با دشمنان کمپانی مذکور دشمن
باشند."(6)
[color=brown:28cba54c10]معاهده گندمک: [/color:28cba54c10]
این عهد نامه در گندمگ بتاریخ 26 می 1879 م. میان امیر محمد یعقوب خان
نواسه امیر دوست محمد خان و« سرلویس کیوناری » نماینده سیاسی انگلیس طی
ده ماده به امضا رسید.
بدین طریق امیر محمد یعقوب خان علاقه کرم تا ابتدای جاجی، درۀ هیبتناک خیبر
تا کناره شرقی هفت چاه، لندی کوتل وسیبی وپشین را تا کوه کوژک واستقلال
افغانستان را یکجا به هند برتانوی تسلیم دادند. به استقبال موفقیت این معاهده «
لیتن » گورنرجنرال هند در هندبرتانوی وکابینۀ « دیزرایلی » در لندن از شادی این فتح عظیم وسهل الحصول که شاهرگهای حیاتی سوق الجیشی افغانستان را (
بولان، پیوار وخیبر ) در دسترس انگلیس گذاشته بود، جشن گرفتند. (7)
[color=red:28cba54c10]معاهد دیورند: [/color:28cba54c10]
هیأت انگلیسی بتاریخ 12 اکتوبر 1893 برهبری مار تیمردیورند با شش نفر (کلنل
الیس، دکتر فن، لفتننت سمت، لفتننت مکمهان، مستر دانلد ومستر کلارک )
همراه با 463 حیوان باربر و324 نفر عمله براه خبیر به کابل مواصلت کردند واز طرف
حکومت امیرعبدالرحمان خان با بیست ویک آتش توپ استقبال گردیدند. مدت
اقامت این هیت در کابل متجاوز از 40 روز طول کشید ومذاکرات ظاهراً در فضای
دوستانه... پیش می رفت. در مرحلۀ نخست طرف انگلیسی مسئله سرحد افغانستان
وروسیه را پیش کشید واظهار داشت که چون دو دولت روس وانگلیس قبلاً به موافقه رسیده اند که رودخانه پنج (یا آموی علیا ) در این قسمت سرحد افغانستان
شناخته شود، امیر عبدالرحمان باید مناطقی را که درشمال رودخانۀ مذکور به زیر تصرف خود کشیده است، تخلیه کند.... امیر موافقت کرد که سرزمین های روشان وشغنان ماورای آمو را ترک بگوید وبشرط آنکه روسها و متحدینشان بمناطق واقع در جنوب رودخانه مداخله نکنند. دیورند این شرط را پذیرفت وموضوع توسط موافقتنامه مورخ 12 نوامبر 1893 تسجیل یافت.... سپس هیأت انگلیسی موضوع
تعین سرحد بین افغانستان و متصرفات آن کشور را در هند که موضوع اصلی
مسافرت آن به کابل بود مطرح ساخت. نتیجه مذاکرات دراین باره انعقاد معاهد
مورخ 12 نوامبر 1893 درمورد سرحد شرقی وجنوبی افغانستان از واخان تا سرحد
ایران بود که بنام خط دیورند شهرت یافت وفاصلۀ 2430 کیلو مترمرز مشترک میان
کشور افغانستان و پاکستان را تشکیل میدهد.
بموجب این معاهده، امیر از ادعای افغانستان بر مناطق مثل: صوات، باجور،
چترال، وزیرستان وچمن صرف نظر کرد.... طرفین موافقت نمودند تا حد بخشی در
خود محل توسط هیأت مختلط صورت گیرد.
سرانجام طبق معاهده دیورند، گویا امیرعبدالرحمان خان قطعات وسیعی از خاک
افغانستان را به برتانیه واگذار شد. معذالک نمی توان گفت که این اراضی به واقع
از پیکر افغانستان جدا شده باشد، زیرا طوریکه قبلاً دیدیم اکثر مناطق مذکور در
آن تاریخ وحتا قبل از آن در زیر ادارۀ حکومت افغانستان نبود وباشندگان آن نه تنها
بدولت افغانستان مالیه ومحصول نمی پرداختند، بلکه مصارف وادارۀ امنیت شان
بایستی از جانب سایر مردم کشور فراهم می شد. عمال انگلیس سعی داشتند تا با استفاده از معلوم نبودن خط سرحد... در این منطقه بی صاحب ( No man’s land )
هرچه عمیق تر نفوذ نمایند.
در برابر این همه گذشت ها از طرف حکومت عبدالرحمان خان، حکومت انگلیس
فقط حاضر شد تا اعانت مالی آن دولت به امیر از 1200000 کلدار به 1800000
افزایش بدهد وطرفین در خاتمۀ مذاکرات در یک « دربار » عمومی اتحاد شان را
اعلان کردند.(
امیر عبدالرحمان خان مانند اجداد خود یکبار درسال 1880 م. بغرض استقرار تاج
وتخت شخصی خود از استقلال و خاکهای افغانستان دربرابر انگلیس گذشت ودر
سال 1893 این گناه وعمل شرم آورنا بخشودنی را باردگر تکرار کرد.
[color=darkred:28cba54c10]مشروعیت معاهدۀ دیورند: [/color:28cba54c10]
اول ـ معاهده لوئی دین ــ حبیب الله:
اسناد تاریخی حاکی از آنست که در اواخر عمر امیر عبدالرحمان خان، « لارد
کرزن » ویسرای جدید التقرردولت هند برتانوی عقیده داشت که دولت هندبرتانوی
در برابر افغانستان ازقدرت خود بقدر کافی استفاده نکرده است. درانعکاس این اندیشه شعبه اطلاعات حکومت هند فهرستی مرکب از شش فقره از مطالبات انگلیس تهیه نموده که باید بر افغانستان تحمیل می گردید ودر فقرۀ 1، 2، 3، آن
چنین آمده است:
1 ـ تجدید نظر بر خط دیورند از نقطۀ نظر سوق الجیشی حکومت هند،
2 ـ مراقبت بر ورود اسلحه به افغانستان و استعمال آن،
3ـ خوداری افغانستان از کمک به قبایل واقع در سمت انگلیسی خط دیورند در
گفتار وعمل.
پیش از آنکه این پلان در محل اجرا گذاشته شود امیر عبدالرحمان فوت نمود وفرزندش امیر حبیب الله خان صاحب تاج وتخت شد. ویسرادر تعزیت نامه ای که به
امیر جدید فرستاد به ضرورت اعزام یک هیأت از هند به افغانستان برای بازنگری
موافقات در مورد سرحد طرفین و تفاهمات قبلی اشاره نمود.مگرامیر از از چنین مذاکره مزید طفره رفته در عوض به ویسرای هند برتانوی اطمینان داد که تاوقتی که دولت برتانیه به تعهداتی که دربرابر پدر او داشت وفا نماید او هم احکام آن را محترم خواهد شمرد. (9)
درسالهای بعد « لارد کرزن » مکراً به این موضوع رجوع نموده، از امیر حبیب الله
دعوت بعمل آورد که به هند برتانوی سفر کند. امیر به سفر هندوستان علاقه مند
نبود.
مگر دولت هند برتانوی بخاطر آنکه امیر را وادار به سفر نماید، از فرستادن مبلغ
سالانه 1800000 روپیه و اجازۀ ترانزیت اسلحه نظامی به افغانستان از طریق
قلمرو هندوستان ـ که هردوی آن در معاهدۀ دیورند درج شده بود ـ ابأ ورزید.
گرچه در این مرحله امیر حبیب الله به هندوستان سفر نکرد، ولی توافق نمود تا وزیر
دولت در امور خارجۀ بریتانیا برای هندوستان، آقای « لوئی دین » را بمنظور
مذاکره در مورد مسائل مورد علاقه در کابل بپذیرد. آقای لوئی دین در حالیکه یک
مسودۀ موافقتنامۀ جدیدی را با خود داشت در اواخر سال 1904 وارد کابل گردید. امیر حبیب الله مسودۀ از خود پیشکش نمود که محتویات آن بجز از تائید و تمدید توافقات قبلی با بریتانیا چیز دیگری را در بر نمیگرفت. معاهدۀ مذکور بعد از مذاکرات جانبین بتاریخ 21 مارچ 1905 میلادی متقابلاً به امضأ رسید و دولت هند برتانوی ارسال مبلغ سالانه 1800000روپیه ـ بشمول قروض قبلی - را از سرگرفته و اجازه داد تا افغانستان در صورتی که بخواهد از طریق خاک هندوستان
اسلحۀ نظامی وارد نماید. در معاهدۀ مذکور که غالباً بطور مختصر بنام موافقتنامۀ « دین ـ حبیب الله» یاد میشود، متن تعهدات امیر حبیب الله قرار ذیل است:
امیر حبیب الله بدینوسیله توافق مینماید که در امور مهم اساسی و فرعی مندرج
معاهده « خط دیورند » در ارتباط به امور داخلی و خارجی و سایر تفاهماتی که اعلیحضرت ( امیر عبدالرحمان خان ) پدر مرحوم من با حکومت اعلی بریتانیا منعقد نموده و مطابق به آن عمل کرد، من هم مطابق به همان موافقتنامه و معاهده « خط دیورند » عمل نموده ام، عمل مینمایم و عمل خواهم کرد، و من در هیچ معامله و
پیمانی آنها را نقض نمی نمایم. (10)
لهذا بعد از انقضای معاهده دیورند با وفات امیر عبدالرحمن، اعتبار آن در سال 1905 دوباره با شخص امیر حبیب الله تمدید گردید که تا وفات وی و آغاز جنگ سوم افغان و انگلیس در سال 1919 دوام نمود.
[color=red:28cba54c10] دوم معاهده راولپندی:[/color:28cba54c10]
بعد ازجنگ سوم افغانستان وانگلیس بتاریخ 26 جولای، هیأت افغانی بریاست
علی احمد خان ناظر امور داخله و هیأت انگلیسی بریاست سرهملتن گرانت،
سکرتر امور خارجه در راولپندی به مذاکرات شروع کرده در آخر به امضای " معاهدۀ
صلح فی مابین دولت جلیلۀ برتانیا و دولت مستقل افغانستان " مورخ 8 اگست
1919 میلادی منجر گردید. معاهده صلح مطالب عهد نامۀ مذکور ازاینقرار بود:
1 ـ برقراری مجدد صلح بین دو کشور.
2 ـ منع تورید اسلحه به افغانستان از طریق هند.
3 ـ قطع شدن امداد پولی هند به افغانستان.
4 ـ تصدیق مجدد خط دیورند از جانب افغانستان وتعین خط سرحد در حصۀ تورخم
به میل انگلیس. (11)
اما تا جائیکه به مشروعیت خط دیورند ارتباط میگیرد، مادۀ پنجم معاهدۀ صلح
قرار ذیل مینگارد:
دولت افغانستان سرحد هندو - افغان را همانطوری که توسط امیر مرحوم [حبیب
الله ] پذیرفته شده بود، قبول مینماید.
فلهذا برای اولین بار موقف قانونی خط دیورند منحیث سرحد بین المللی
افغانستان و هند برتانوی از محدودیت مصادفت میعاد آن با طول حکمروایی هر
امیر فارغ شده و مشروعیت آن توسط حکومات دو مملکت مستقل افغانستان و بریتانیا بطور دائمی تائید گردید.
[color=darkred:28cba54c10]سوم معاهد صلح کابل:[/color:28cba54c10]
دومین معاهده میان دولت امان الله خان و انگلیس ها در 22 نومبر 1921 توسط
محمود طرزی وزیر خارجه افغانستان وآقای هینری دابس نماینده فوق العاده
بریتانیا، در کابل به امضاء رسید.
معاهدۀ سال1921 منعقدۀ کابل متشکل از 14 ماده بود، معاهدۀ سال 1919
منعقدۀ راولپندی را منسوخ نمود، ولی خود آن خط دیورند را منحیث سرحد بین المللی افغانستان یکبار دیگر برسمیت شناخت. مادۀ دوم معاهدۀ مذکور در مورد قرار ذیل است:
جانبین سرحد هند ـ و افغان را، همانطوریکه توسط دولت افغانستان تحت مادۀ
پنجم معاهدۀ 8 اگست 1919 منعقدۀ راولپندی پذیرفته شده بود، متقابلاً قبول دارند. (12)
چهارم تصدیق نامه (1930) نادرخان:
پس از سقوط سلطنت امان الله خان و 9 ماه پادشاهی حبیب الله کلکانی که بیشتر
در جنگ بامحمد نادرخان وبرادرانش سپری گردید، سردارمحمد نادر خان به تخت
سلطنت جلوس کرد.
در زمینۀ سیاست خارجی روش محمد نادر خان ازنظر شکل با روش امان الله خان
نزدیک، اما از نگاه محتوا در قطب مخالف واقع بود. وی با تمام کشور های همسایه ودول بزرگ آن زمان دوباره مناسبات سیاسی قایم کرد، اما در بین آنان برای
انگلیستان مقام خاص قایل شد وبدون آنکه رسماً یا اسماً از استقلال کشور صرفنظر کرده باشد در عمل خود را به مشوره با دولت مذکور پایبند ساخت واز تعقیب سیاست مخالف آن در سرحد خود داری نمود. اوبرادر خود سردار شاولی را به حیث وزیر مختار ونمایندۀ خاص به لندن فرستاد. پس از ورود به لندن ازطریق تبادلۀ یاد داشت دیپلوماتیک با " آرتر هیندرسن " وزیر خارجه بریتانیا در 6 جولای 1930 م. معاهدۀ صلح کابل سال 1921م. را مورد تأیید قرار داد. در مادۀ دوم این یاداشت گفته می شود: " در پاسخ [ به یاداشت شما ] من نیز افتخار دارم تا رسماً ضبط نمایم که درک ما نیز همین است که این دو معاهده [ معاهدۀ 1921 و معاهدۀ تجارتی جون 1923 ] دارای اعتبار تام بوده وکاملاً مرعی الاجرا میباشد " (13)
سردار محمد نادرخان طی سالهای کوتاه سلطنت خویش ( 1929- 1933)بیشتر از دوران وزارتش در سلطنت امان الله خان به سیاست اغماض و سکوت در مورد موضوع دیورند و تائید معاهدۀ 1921 کابل پابندی داشت. زیرا او مرهون کمک و حمایت انگلیس در تصاحب سلطنت بود. یکی از مهم ترین حمایت انگلیس ها این بود که به وی اجازه دادند تا از مردم آنسوی دیورند در جنگ برای تصاحب سلطنت
سرباز گیری کند. ضمن آنکه زمینۀ سفر و عزیمت او را به داخل افغانستان بمنظور کسب اقتدار و سرنگونی سلطنت حبیب الله کلکانی از طریق قلمرو هند برتانوی
آماده کردند. محمدنادر شاه پس از تصاحب سلطنت از کمک های مستقیم نظامی و
مالی انگلیس ها برخوردار شد. انگلیس ها از سیاست و عملکرد محمد نادر خان در
مورد آنسوی دیورند راضی و خشنود بودند.
به قول پروفیسور لودیک آدمک ازمحققین افغانستان شناس امریکایی: "سیاست
مداران برتانوی در اروپا و هند زمانی رضائیت خاطر خود را، ازطرزالعمل و ذهنیت زمام داران جدید افغانستان (محمد نادر خان و برادرانش) ابراز داشتند و
گفتند ازهمکاری رفیقانه و دوستانه ایکه ما از حکومت افغانستان در پیش آمد با
معضلۀ قبایل در سرحدات مشترک مان دیده ایم راضی و قانع هستیم. " (14)
برخورد ایلی خاندان اهل یحی با معاهدۀ دیورند:
حکومت محمد هاشم خان 1930 ـ 1946 با پیروی از سیاست، اغماض و سکوت
برادرش نادر شاه در مدت هفده سال حکمروایی اش آگاهانه و مغرضانه بخاطر حفظ
قدرت خاندان اهل یحی، از طرح جدی موضوع دیورند با انگلیس ها که در حال از دست دادن سلطۀ خود به نیم قاره بودند، خود داری کرد.
با تغییراوضاع سیاسی اروپا بعد از جنگ دوم جهانی وفشارروز افزون جنبش های
آزادی خواهی در نیم قاره هند علیه سیاست استعماری انگلیس، همه سبب گردید که کشور بریتانیا به خواست برحق آزادی خواهان نیم قاره هند سر تعظیم فرود آورد.
بدین اساس در اوایل جون 1947 صدراعظم انگلیس آقای کنت اتلی، پیشنهاد تجزیه نیم قاره هند را بدو کشور مستقل هند و پاکستان به پارلمان انگلیس ارائه نمود. " بعد لارد لوی مونت بیتن، طرح تقسیم نیم قارۀ هند را در 15 اگست 1947 به دو کشور اعلان نمود، [به مردم سرحد گفته شدکه الحاق خود را به هند ويا پاکستان اعلان نمايند. الحاق با هند غيرممکن بود. در نتيجه مردمان مسلمان سرحد به کشورمسلمان پاکستان مدغم شدند.]، [ در این وقت ] حکومت افغانستان حیثیت
تماشا بین را حفظ نمود. " (15)
حتا زمام داران افغانستان با دوحزب مقتدر کانگریس و مسلم لیک که مصروف
فعالیت آزادیخواهانه در جهت استقلال شبه قارۀ هند از سلطۀ استعمار بریتانیا بودند به هیچ تماس و مذاکره ای بر سر موضوع دیورند و سرنوشت پشتونها نپرداختند.
اما پس از تقسیم نیم قارۀ هند در 1974 بدو کشور مستقل هنوستان و پاکستان که
مصادف به زمان صدارت شاه محمود خان بود، دولت وقت افغانستان با درک نادرست ذهنی و ایلی و قبیلوی ایکه از اوضاع و احوال سیاسی جهان و منطقه داشت، به عوض اینکه حاکمیت سیاسی و ارضی کشور نو تشکیل پاکستان مستقل را به رسمیت بشناسد. وخط دیورند را به صفت مرز مشترک بین المللی
میان افغانستان و پاکستان اعلان نماید؟ خلاف اراده و آرزوی صلح خواهانۀ خلق
های دو کشور، تحت احساسات برخی حلقات قبیله گرا، به ناحق « داعیه پشتونستان » را نا عاقلانه مطرح نمودند. وهمین بذر تخم بد بینی وتنفروبی اعتماد
میان دوکشور، با دستان سیاه حاکمان وابستۀ خاندان اهل یحی بود که تا امروز نقاضت و دشمنى هاى سياسى بين پاکستان و افغانستان را دامن زد، ومانع ثبات
سیاسی و اقتصادی در منطقه گردید.
گرچه به گفتۀ سيد قاسم رشتيا تاریخدان و وکیل ریاست مستقل مطبوعات
وقت: "... درسال 1947 موضوع سرحدی میان هند برتانوی و افغانستان زیر بحث
بود. حکومت افغانستان بسویه عالی مجالسی ترتیب داده و موضوع را زیر بحث
گرفت. بالاخره ـ فیصله شد که چون وقت زیادی گذشته، افغانستان نباید ادعای
ارضی نماید، سیاست دنیا هم اجازه نمی دهد که تماه معاهدات سرحدی تجدید
شود، زیرا در آن صورت نقشه دنیا تغیر می خورد. افغانستان تصميم گرفت، براى
ساکنان آنطرف سرحد [ صرف ] «حق خود اراديت» بخواهد ". (16)
اما خلاف خواست مردم افغانستان،خاندان اهل یحی مبنی برعدم شناخت معاهدۀ
خط دیورند و نقض معاهدات تائیدی 1905، 1919، 1921 و1930، که همه دال بر
شناسایی برحق معاهدۀ خط دیورند داشتند، تحت « داعیه پشتونستان » مرتکب
اقدامات ضد ملی ذیل گردیدند:
1 ـ بیانیه تحریک آمیز شاه محمود خان صدراعظم علیه پاکستان در مارچ 1949 در
شهر جلال آباد.
2 ـ تدویر جرگه بزرگ جلال آباد در ماه مارچ 1949 تصمیم گیری آن... گویا؟ برای حق
تعین سر نوشت افغانهای ماورای دیورند تا سند.
3 ـ بتعقیب آن، جولای 1949 [ به اصطلاح ] « شورای ملی افغانستان » که تعدادى
از اعضاى حزب ويش زلميان در انتخابات دوره هفتم به شوراى ملى راه يافته بودند
با ديگر روشنفکران شامل در شورا که براى آزادى قبايل پشتون سخت پافشارى
مى‌کردند، فيصله‌اى صادر کرد و معاهده خط ديورند را ملغى قلمداد نمود.
4ـ متعاقباً شورای ملی، روزى را بنام «روز پشتونستان» بتاريخ 9 سنبله 1331 به
تصويب رسانيد و قرار بر آن شد تا هر سال از اين روز تجليل به عمل آيد. (17)
5 ـ تشکیل جرگه بزرگ داود خان صدر اعظم جدید در سال 1955 در کابل و پیشنهاد های حکومت را در قبال تحقق « داعیه پشتونستان » و حق بدست آوردن
مهمات حربی وسلاح از هر کشوری که میسر شود تصویب نمود.
حکومت وابسته بغیر خاندان اهل یحی و بویژه صدراعظم شاه محمود خان وداود
خان که هردو با پیش کشیدن « داعیه پشتونستان » قضیه را در سر فصل سیاست
حکومت خود قرار دادند، قسمیکه سياست داخلى و خارجى افغانستان براى حل همين مساله وقف شده بود و هرگونه‌ ايراد يا اعتراض نسبت به آن گناه کبيره و حرکت
ضد ملى محسوب مى‌شد.
داعیه پشتونستان نزد شاه محمود خان و داود خان بخاطر دوهدف از الویت
سیاسی خاص برخوردار بود:
یکی اینکه خاندان اهل یحی به نسبت اعمال سیاست ترور واختناق و پیوند مخفی
وآشکاریکه با انگلیسها داشتند، تنفر و انزجار مردم را کمایی کرده بودند وجای
پایی میان مردم افغانستان نداشتند وبدین اساسس از شرایط تشنج و حاد سیاسی
واقتصادی جامعه پیوسته سود می بردند.
دومی اینکه، آنها میخواستند بزرگترین میراث عقدۀ حقارت تاریخی وافسردگی
روانی خویش را ( که ناشی از اشتباهات پدر بزرگ شان، سردار سلطان محمد خان
طلایی در سال 1832 که حاکم پشاور بود وبراثر دشمنی ایکه میان او و برادرش امیر دوست محمد خان رخ داده بود، از ترس برادرش وحفظ قدرت خویش در آن
وقت خود وپشاوررا یکسره به حاکمیت سیکها تحفه داد،)، جبران نمایند.
واقعاً روش معالجۀ افسردگی های روانی این خاندان وتعقیب سیاست های جنگ،
خون و خشونت، جز تيره شدن مناسبات همسايگى وبد بینی و بی اعتمادی چیز دیگری را به خلقهای دوطرف خط دویورند به ارمغان نه آورد.
در اتکأ به اسناد تاریخی دست داشته میتوان گفت که تقریباً تمام مرزهای فعلی
افغانستان در نیمۀ دوم قرن نزدهم میلادی تعین گردیدند. در این میان خط دیورند
یگانه سرحدی بود که در مورد آن با امیر افغانستان بشکل دوجانبه مذاکره صورت
گرفت. سرحدات افغانستان با دگر کشور های همسایه بشمول روسیۀ تزاری وقت و
چین در نتیجۀ مذاکرات دوجانبه بین بریتانیا و روسیه تعین گردید و برای
افغانستان هیچگاه حق اشتراک در این مذاکرات داده نشد. همچنان سرحد افغانستان با کشور ایران اساساً در نتیجۀ میانجیگری بریتانیا بین این دوکشور
تعین گردید..
ولی با وصف آنکه در مورد دیگر سرحدات با افغانستان هیچ مذاکرۀ صورت
نگرفته بود، با آنهم دولت افغانستان مشروعیت این سرحدات را پذیرفته است، که
این خود نیت غیراخلاقی وغیر سیاسی حکومات قبیله گرا و خشونت پرورافغانستان را تمثیل می کند.
همچنان مدعیان داعیه پشتونستان باید این قضیه را نیز با عقل سلیم وروشن
اندیشی بدانند که سرحدات شمالی افغانستان با ممالک آسیای میانه نیز نفوس
بزرگی از مردمان هم نژاد، هم فرهنگ و همزبان را از هم جدا ساخته است و اگر قرار
باشد که ازمنطق قبیله گرایان حکومتهای قبلی افغانستان استفاده کنیم، فروپاشی
اتحاد جماهیر شوروی باید همان تأثیری را بالای سرحدات افغانستان ـ آسیای میانه داشته باشد که سقوط هند برتانوی گویا بالای خط دیورند نمود. آیا
افغانستان حاضر است تا بر ضد مشروعیت سرحداتش با جمهوریتهای آسیای
میانه همچو یک موقف مشابهی را اتخاذ نماید؟ نه خیر.
تا بحال هیچ کشوری از موقف افغانستان در ارتباط به معضلۀ خط دیورند
پشتیبانی ننموده است، بشمول هندوستان و اتحاد شوروی سابق. اما در مقابل، تمام کشور های پرقدرت و سازمانهای مهم بین المللی، بشمول امریکا،
انگلستان، ملل متحد و کشور های اسلامی خط دیورند را بمثابه سرحد قانونی و دایمی افغانستان وپاکستان برسمیت میشناسند. (1
باعرض حرمت واحترام
همشهری شما کامجو
جنوری 2007
منابع و مآخذ:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1) ـ برگرفته شده از سایت www.fromwest.blogfa.com/ - 121k -
(2) رجوع شود به تاریخ افغانستان در پنج قرن اخیر، ج1 ق.1، ص 191.
(3) رجوع شود به افغانستان درمسیر تاریخ، میر غلام محمد غبار، ص 431.
(4) همانجا، چاپ سوم 1366، ص 578 ؛ وهمچنان به ویبسایت خیرالدین خیبر
totye200475.blogfa.com/ - 479k دیده شود.
Martin Ewans, Afghanistan: A New History (Richmond: Curzon, 2001), pp. 81-82.
Aitchison, TREATIES, ENGAGEMENTS AND SANADS, Vol. XIII, No. XXI, p. 282.
(5) رجوع شود به: افغانستان در مسیر تاریخ، غبار، ص 579.
(6) همانحا ص 584.
(7) همانجا ص 611.
( رجوع شود به: افغانستان در پنج قرن اخیر، محمدصدیق فرهنگ، ج 1 ق 1، ص
413، 414، وافغانستان در مسیر تاریخ، غلام محمد غبار، صص 687 ـ 692.
(9) رجوع شود به: افغانستان در پنج قرن اخیر، صدیق فرهنگ، ج 1 ق 1، ص 450.
(10) رجوع شود به نوشته: احمد شایق قاسم، پژوهشگر در دانشگاه ملی استرلیا
ومآخذی که آن استفاده برده
(11) محمد صدیق فرهنگ، ج 1 ق.2، ص 508 ـ 509.
(12) رجوع شود به نوشته: احمد شایق قاسم، پژوهشگر در دانشگاه ملی استرلیا ومآخذی که آن استفاده برده:
C. U. Aitchison, B.C.S, A Collection of TREATIES,
ENGAGEMENTS AND SANADS, Vol. XIII, No. XXIV, p. 288.
(13) رجوع شود به: تاریخ افغانستان درپنج قرن اخیر، صدیق فرهنگ، ج1 ق.2،
ص 608، 609 ؛ وهمچنان: ویبسایت خیرالدین خیبر
totye200475.blogfa.com/ - 479k دیده شود.
(14) رجوع شود به نوشتۀ: محمداکرام اندیشمند (ما ـ و پاکستان بخش اول)
www.paymanemeli.com/modules.php?
name=News&file=article&sid=1149 - 65k
(15 ) همانجا. وهمچنان: افغانستان در پنج قرن اخیر،ج1 ق 2، ص 668.
(16) رجوع شود به: کاندید اکادمیسین سیستانی « مسئله پشتونستان زخم ناسور
خط دویرن » ویبسایت آریایی.
(17) افغانستان در پنج قرن اخیر، صدیق فرهنگ، ج 2.
(1 رجوع شود به نوشته: احمد شایق قاسم، پژوهشگر در دانشگاه ملی استرلیا
ومآخذی که آن استفاده برده:
Olaf Caroe, The Pathans: 550 BC-AD 1957 (London: Macmillan, 195, pp. 465-466. Hasan Ali Shah Jafri, Indo-Afghan Relations (New Delhi: Sterling Publishers Private Limited, 1967), p. 88. Dupree, Afghanistan, pp. 485-494. Ewans, Afghanistan, pp. 538-554. Tariq Mahmood, The Durand Line: South Asia’s Next Trouble Spot [Thesis], (Monterey-California: Naval Postgraduate School, 2005), pp. 23-25.
http://www.khawaran.com/KamjoBasir_ShenakhteMoahedaiDurand.htm [/quote][size=7][/size:28cba54c10][size=9:28cba54c10][/size:28cba54c10]
[/size][size=18:28cba54c10][/size:28cba54c10]


monir
06.02.2007

پتنګه وروره سلامونه
له مفصلو معلوماتو څخه دې ډېره مننه، کور دې ودان !

په درنښت


نقاد
06.02.2007

کامجو چی دکوم [color=white:cc522a2726]کام [/color:cc522a2726] یه جست[color=yellow:cc522a2726]جو[/color:cc522a2726] کې دی هغه نه افغانی بریښي او نه لږ تر لږه عام انساني !
د افغان یه توګه یې دا نه ده منلې چې لوی احمد شاه افغانستان د هندوانو به خاوره او هندي قومونو کې نه دی جوړ کړی ، بلکې تر اټکه پرې د افغانانو خپله ابایی خاوره او طبیعي وطن دی . که انګلیسي استعمار دغه او هغه برخه ترې بیله کړې او ظالمانه تړونونه یې په یوه یا بل افغاني حکومت تحمیل کړي ، نو هغه له دوه پلوه مشروعیت نه لري .

۱ : که یو حکومت آزاد نه وي نو د استعماري هیواد سره به یې تړون څنګه آزادانه او د خپلې خوښې تړون وګڼل شي ، نو تر څو چې یو تړون پخپله د زور او کمزورۍ، ظلم او مظلومیت سند او ښکارندويي کوي، هغه به څنګه د یوه آزاد قوم . آزاد ملت او آزاد حکومت له پاره د منلو او مشروعیت وړ وګرځي ؟ طبعا هیڅکله نه !

۲: که یوه خوا آزاده او بله استعماري وي، بیا هم د خاورې د هغو برخو په سر تړون مشروع او د منلو وړ نه ګڼل کیږي، چې آزادې شوي نه دي، ځکه دا تړون هم په زور تحمیلیږی او مشروعیت نشي موندلی . که د امان الله خان له خوا د ډیورن تړون له منځه وې نه وړای شو، نو دا معنی نه لري چې تحملي خصلت یې له لاسه ورکړ او نوموړی یا افغان ولس دغه کرښه په داوطلبانه توګه ومنله ! تحمیلي تړونونه د ظلم زور، جبر او ستم وٍثیقې دي چې وجود یې نا مشروع او اوږدیدل یې خیانت او جنایت دی .

۳: ابیا استعمار مات شو او په ماتولو کې یې پښتنو تر هر چا ستره ، اوږده او په بی بیسارو قربانیو سره ونډه اخیستې وه، نو بیا څنګه د پښتنو له پاره هغه استعمار تر اوسه ختم نه وي او ددوی پر ضد پاکستان د هغه استعمار وراٍثت وکړي چې آن په ۱۹۴۷ کال کې یې کډې له دغې خاورې څخه بار شوي دي؟؟؟؟؟

۴: که پاکستان د انګلیسي استعمار وارث وي ، نو د استعمار څخه ازادي اخیستل او پر ضد یې راپاڅېدل خو بیا د افغانانو حق دی، خو که پاکستان ځان د هند وارٍث بولي، نو کومې سیمې یې چې د اسلام په نامه له هند څخه بیلې کړي ،افغانانو په کې مداخله نه ده کړې ، خو برعکس هغه برخې چې انګلیسي استعمار له افغانستان څخه بیلې کړې، هغه د افغانانو خاوره وه، ده او وي به او هیڅکله د هند او هند د وارٍانو خاوره نشي ګڼل کېدای .

[color=white:cc522a2726]۵ـ د انګلستان ټول استعماری قرادادونه چې سل کاله عمریې بشپړ شوي وي دانګلستان د اساسی قانون له مخې نور اعتبار نه لري ، نو د ډیورن د کرښې اړونده قرار دادهم چې په ۱۹۹۳ کال کې یې سل کاله پوره شوی ، لس کاله
کیږی چې دغه کرښه له منځه تللې ده ! [/color:cc522a2726]

نو تر څو چې د افغان خاوره د افغانستان پورې تړاو نه وي موندلی ، تر هغه آزاد ه نه ده ، او آزادي تر لاسه کول د فرد فرد افغان ملي قومي ایماني او اسلامي دنده ده .
والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more